له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
پلټنه
زه په هغه لټوم چې ورک کړي مې نه دي.(يهودي)
مېخ
مېخ يوه کوچنۍ اوسپنه ده چې ښه ساتل شوې ده .(پيدرسيو)
هغه سرپه مېخ ووهه.
زما دتابوت له پاره يومېخ.
کشتيوان،جاله وان

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
هغه خوګ سړي توګي(ګروي) چې په غوشايانوکې پروت وي.(پيدرسيو)
له زوړخوګ نه دپاک خوک تمه نه شي کېدی.(دنمارک-يوليند)
ډېرخوګان په دوه پښوګرزي.
دادخوګانوکار نه دی چې بټنې وکاروي.
وږی خوګ ددانو په خيال کې وي.(هنګري)
ځيني خوګان هيڅکله کرونده نه خوښوي،اوځينې هيڅکله کور.(پيدرسيو)

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

ټول غواړی په ښه هوا(حالت)کې واکمن وي.

څوک چې غواړي نوراداره کړی، بايدلومړی دځان ادره کول زده کړي.

سرټمبه ،سرکښ

سرټمبه لکه سېرلی(وز) اولږزيات.

سرتمبه خرسرټمبه خرکارغواړي.(فرانسه)

دوړې اوخاورې

که دوړې هم انبارشي غرترې جوړېږي.(هاوای-جاپاني)

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

په پوښتنه مه شرمېږه،په ناپوهۍ وشرمېږه.(افغانستان-پښتو-خ.)

څوک چې په پوښتنه کولوشرمېږي،په زده کړه شرمېږي.(دنمارک-يوليند)

پوښتنه کول عېب نه دي ‎،نه پوهېدل عېب دی.(افغانستان-دري-خ.)

ښه ده مخکې پوښتنه وکړې،تردې چې ځانته زيان ورسوې.(ناروې)

څوک چې ډېرپوښتنې کوي،په زياتو درواغوخبرېږي.

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

ددېتورې ښځې کار،دهغې دخاوندې مېرمنې وياړدی.(عربي)

دتورې ورځ له پاره سپينې سيکې.(بلغاريا)

سپين شېطان له تورنه ډېربددی.(دنمارک-يوليند)

په مورليند(په فرانسه کې يوځای)تورښايسته دی،نوځکه شېطان سپين رنګوي.(پيدرسيو)

سپين سړی هيڅ کورنۍ نه لري ،دهغه کورنۍ پېسې دي.(افريقا-تونګا)

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

په ماليه کې دغټوکسانورذالت دهغوۍ په فضيلت کې ګڼل کېږي.(انګلستان)

دوه غټان په يوه کڅوړه کې نه ځاېږي.

کله چې دوه غټان يوځای راځي،تلل سختېږي.(دنمارک-يوليند)

غټ شخصيت هغه وي،چې کسان هم غټ شخصيت ولري.(لرغونی مصر)

ځان دومره غټ مه ګڼه،چې نوروته په کم نظروګورې.(زړه چينايي)

دخپل چوپړي(نوکر)له پاره هيڅوک غټ نه دی.

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

مارتلله خپل تي تغذيه کوي.(لرغونې يوناني)

دګلبوټودجاخولاندې زيات وخت ماروي.

ماردګلانواوچمن منځ کې پروت وي.(ايتاليا)

ماردهغه ځمګې رنګ اخلي چې ژوندپه کې کوي.(طوارق)

هغه دمارسوري ته لاس دننه کړراوايې خيست خودلړم له چيچلومړشو.(هند-هندي)

زیاتې مقالې …