دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې _۵۳مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

ګام،پړاو

دالومړی ګام دی چې ارزښت لري.(فرانسه)

چغې

«ډېرې چغې کمې وړۍ»،شېطان چې کله خوکه(ښځينه خنځير)سکولده وويل.(المان)

ليکل

سړی بدپه ډبره اوښه په خاوروليکي.(پيدرسيو)

ليکل شوي پاتې کېږي،ويل شوي له منځه ځي.(لاتين)

څه چې ليکل کېږي ساتل کېږي- څه چې ويل کېږي هېرېږي.

څه چې سړی ليکي،هغه کېږي.(سوېډن)

څوک،چې قلم کارولی شي،هيڅکله ګدايي ته اړتيانه لري.(چين)

پېچ

هغه يوسست پېچ لري.

هرڅوک يوسست پېچ لري،څوک چې نه يې باوروي ،دوه لري.(سوېډن)

درزي،کالي ګنډونکی

ولاړکالي کڼدونکی اوناسته خواړه پخوونکي نجلي،دادوه احمق کسان دي.

ولاړکالي ګنډونکی اوناست پښ نه غواړی ډېرڅه ترسره کړي.(سوېډن)

هغه چې هيڅکله يې کاج(سوري)نه وي کړي ښه کالي ګنډونکی نه دی .

احمق کالي ګنډونکی اوږدتارراخلي.

کله چې کالي کڼدونکی استراحت کوي،ستنه زنګ وهي.(پيدرسيو)

کالي ګنډونکی خپلوکاليوته دپېونداچولووخت نه لري.(المان)

ښه ده سړی اجازه ورکړي چې کالي ګنډونکی خپله اندازه واخلي نه ترکاڼ .

کالي ګنډونکي چې لستوڼي دجېبونوپه سوريوپورې ګنډلي وو،ويې ويل:«داځان راوږدوي اوسموي يې»

ډار،وحشت

څوک چې له ډاره مړکېږي،بايددداردلرګي لاندې ښخ شي.

ډارن غټې سترګې لري.(روسيه)

ورېځ

۲۶۱

هيڅ اسمان بې ورېځ نه وي.(يونان)

له ورېځوشاته اسمان تل شين وي .

څوک چې له هرې ورېځې ډارېږي،خپل محصول ناوخته اخلي.

له هره ورېځ سره باران نه اوري.(عراق-نوی ارامي)

غټې ورېځې په قوت راپورته کېږي،خوډېر لږاوري.(هند-هندي)

ورېځ چې څومره غړمبېږي، هومره نه ورېږي.(افغانستان-پښتو.ژ.)

له توروورېځووروسته هواروښانه کېږي.(انګلستان)

يوه کوچنۍ ورېځ يوښه ورځ خرابولی شي.

غشي ويشتل، ډزکول

څوک چې همېشه غشي ګوزاري ،بالاخره په نښه لګېږي.(انګلستان)

له هرډزسره يوه مرغۍ نه راغورځي.(هالينډ)

سست غشی له ځان سره څه نه راوړي.(ايرليند)

سيوری

سړی له خپل سيوري نه ځغستلی نه شي.(هند-هندي)

هيڅوک پرخپل سيوري ټوپ نه شي وهلی.(پيدرسيو)

څوک چې دسيوري دنيولوهڅه کوي ،څه په لاس نه ورځي.(المان)

دهغه قدکم،خوسيوری يې غټ دی.(ايتاليا)

کوچنی سړی غټ سيوری لرلی شي.

يوويښته هم خپل سيوری لري.(لاتين)

له خپل سيوري ډارېږي.(افغانستان-پښتو.ژ.)

برخليک،بخت

برخليک يوقهرجن توپان دی،چې دخپل هېوادله لارې راځي.(سومري)

هيڅوک له برخليک سره مقاومت نه شي کولی.( لرغونې نورس[داژبه دوايکنګانوپه پېرکې دسکاندنوي هيوادووګړوکاروله.ژ.])

هيڅوک له خپل برخليک نه غښتلی نه دی.(سوېډن)

هيڅوک دخپل برخليک مخنيوی نه شي کولی.

کله چې موږله برخليک نه تښتو،مخامخ دننه ورځغلو.(لاتين)

که هرڅومره چټک والوزې،برخليک دې درته نږدې په پونده کې وي.(سکاتليند)

سړي نه له خپل برخليک نه تښتېدلی شي،نه يې له نورسره ويشلی شي.(افغانستان-پښتو)

ته چې هرچېرته لاړشې،خپل بخت درپسې وي.(المان)

 

۲۶۲

چې لاړشې تربلخه،درسره وي به خپله برخه.(افغانستان-پښتو.ژ.)

سړی خپل برخليک په هغه لاره ګوري،چې سړی غواړي په هغه لارلاړنه شي.(فرانسه)

دبرخليک دروازه هرچېرته شته،هغه پرانيستل کېږي ،چې لږ انتظارورته وايستل شي.(لرغونی هندي)

څه چې برخليک يې پرېکړه کړي وي هيڅوک يې دبدلون توان نه لري.(دنمارک -دفيروټاپوګان)

برخليک هغه چاله ورځي چې غواړي يې اوهغه څوک راکاږي چې نه يې غواړي.(لرغونې يوناني)

برخليک داحتمالونوخنداده.(انګلستان)

نابرابر(ناهموار)غورځېدل دبرخليک پېټی دی.(فنليند)

سړی بايدپه جګ غرودرېږی چې خپل برخليک ترپاي وګوري .

دبرخليک سرپه ورېځ اوپښې يې دسمندرپه تل کې وي.(سوېډن)

کله چې برخليک(اجل) راځي،اياداکتراحمق دی.(ايران - فارسي)

سړی له ناروغۍ ژغورل کېږي،خوله برخليک څخه نه.(چين)

ان دبرخليک څښتن هم دتېروخت دبدلون توان نه لري.(لرغونې هندي)

هغه چې برخليک غواړي له منځه ويسي،هغه وخت لېونی کېږي. (لاتين)

هرسړی بايد دهغه چمن واښه وخوري،چېرته چې دبرخليک په زنځيرتړل شوی وي .(افريقا-دوالا)

دروازه دښه بخت له پاره پرانيزه اودبد مخه ونيسه.(اسپانيا-باسکي)

برخليک نېکمرغي ټاکي،نه انساني اراده.(روسيه)

بخت زموږقاضي نه دی،موږدبخت استادان ياستو.(روسي)

مرګ دټولوبرخليک دي.(سوېډن)

ږيره

ږيره جلا،چلم جلا.

ښځې هيڅ ږيرې نه لري،ځکه چې دږېرې خريلووخت کې چوپېدی نه شي.

ږيره زما،واک يې دملا.(افغانستان-پښتو.ژ.)

عقل په سرکې وي نه په ږيره کې.(سوېډن)

که عقل په ږيره وی،نوسېرلي به موعظې کولې.(انګلستان)

وړوکی وزګوړی ږيره لري،غټ غوايي يې هيڅ نه لري.(دلوېديزهنددتورپوستانومتل)

که دملګری ږيرې دې اوراخيستې وي،نواوبه واخله اوخپله ږيره لمده کړه.(لوېديزهند)

ټوکي،مسخره

سړی ديواحمق په څېرپېل کوي اودټوکي غوندی يې پاي ته رسوي .

يوازې يوټوکي له هغه څه چې لري يې زيات څه ورکوي.(دنمارک-شيليند)

رټل

رټل له پښونه چيچل کوي .

۲۶۳

ناحقه رټل چيچل نه کوي .

څوک چې هروخت رټل کوي،هيڅوک نه ډاروي.

شخړه،جنجال

دشخړې له پاره بايددوه وي .

دايوازې يونه دی،چې شخړه کوي،که دوه وي وهل کوي.(فنليند)

له يوې ښځې سره هيڅکله شخړه مه کوه!

سړی بايددپاپ په ږيره شخړه ونه کړي.(انګلستان)

ښکلا،ښايست

ښکلايوګل دی، چې ژرمړاوی کېږي.(سوېډن)

ښکلاله منځه ځي،فضيلت پاتې کېږي .

ښکلاله منځه ځي،خودپنډوس څرمن جوړېږي.(دنمارک-دبرنهولم ټاپو)

ښکلادغوايي له برابرۍ نه زياته .

ښايست يوښه پېژندليک دی.(المان)

دڅېرې ښکلاولور(جهيز)راوړي.(انګلستان)

ښايست دنغدوپيسوبرابر ښه والی لري.(المان)

کومه ښځه،چې ښکلې زېږېدلي وي،واده شوې زېږېدلي وي.(ايتاليا)

چېرته چې ښايست دی،هلته مينه موندل کېږي.(انګلستان)

بېوزله ښکلا،له مېړه نه زيات مينه وال پيداکوي.(سکاتليند)

ښکلااوحماقت زياتره يوځای روان وي.(ايتاليا)

ښکلااوحماقت زياتره جوړه وي.(فرانسه)

ښکلې بڼه دننه تشه پټوي.(ايتاليا)

ښکلادغرورخورده،لوردې ورپسې ده.(روسيه)

له نازپرته ښايست،يوبې خواړوچنګک دی.(فرانسه)

ښايست ډېرښه لباس دی،کله چې لوڅ وي.(انګلستان)

څوک چې يوازې دښايست له پاره اخيستل کېږي،ښې شپې اوبدې ورځې لري.(پيدرسيو)

دښې فيرني دپخولوله پاره يوازې ښکلاکفايت نه کوي.(شوروي اتحاد-ايستونيايي)

سړي په ښايست شوروا نه شي جوړولی.(روسيه)

ښکلا هيڅکله په چايجوش کې نه ده خوټکېدلې.(دامريکامتحدايالتونه)

ښکلادليدونکي په سترګوکې ده.(شوروي اتحاد-اوکرايني)

ان فوجي ياما(ښکلې مېرمن)دهغوکسانوښکلاپسې خپه کېږي چې وږي اوله ساړولړزېږي.(جاپان)

خردخرپه سترګواوخوک دخوک په سترګوکې ښايسته دی.(لاتين)

۲۶۴

داښايست نه دی چې نارينه ښکارکوي،دوۍ په خپله ځان ښکارکوي.(چين)

دکاسې وينا(دخواړودميزسروينا)

دخواړودوخت اودسانکت دماښام وينايوه ورځ وروسته نه کارېږي. [دسانکت ماښام داوړي په موسم کې داروپايي ددودله مخې دشېطان سوزولومراسم]

اوازې،پروپاګند

بې بنياده اوازې نيم درواغ وي.(سوېډن)

اوازې ځي،اوازې راځي،اوازې هيڅکله کورکې نه وي.(دنمارک-شيليند)

اوازې په درې کسانوګوزارکوي:ويونکی،تورن اوجوړونکی.(تلمود[په عبري دزده کړې مانالري.تلمودته شفاهی تورات هم وايي،ديهودانوله اصلی کتابونوڅخه يودی.ژ.])

ترڅوچې رښتياراځي درواغو(اوازو)به کلي وران کړي وي.(افغانستان-پښتو.ژ.)

اوازوکلي وژلي دي.(افريقا-کيکونګو)

بې مانا شيان اواوازې هيڅوخت پاي نه لري.(دنمارک-ويندسيوسيل)

څوک چې ډېرې اوازې خپروي،زيات درواغ هم وايي.(دامريکا متحدايالتونه-الماني)

څوک چې تاته پروپاګندکوي،په تاپسې هم پروپاګندګوي.(عربي)

چېرته چې غيبت کوونکې ګدۍ وي،ژرنورې راځي.

ګوزار

ګوزاردټوکي له پاره چمتووالی،داحمق له پاره په ملالغته ده.(بيبل)

دويم ګوزاردشخړې لامل ګرځي.(سوېډن)

سړی بايدهمېشه دشخړي دپاي ته رسولوله پاره کوچنی ګوزارپه نه ګوزار وشمېري.(پيدرلول)

داپه هواکې ګوزارو.

په تياره کې ګوزارکول.(افغانستان-پښتو.ژ.)

حلالول،قصابي کول

هغه بته چې طلايي هګۍ اچوي، مه حلالوئ.(يونان)

دومره زيات چې مالګه پرې نه شې اچولی مه يې حلالوه.

مار

مارپرځمکه پروت دی،مګرخدای ورته ښکرپزې[يوډول مرغۍ ده چې دمښوکې پرسرښکرلري چې ماران هم خوري] مرغۍ رارسوي.(افريقا-اسهانتی)

بيده ماربايدويښ نه کړئ.(هند-اوراون)

که زهري مارته ټول عمرشيدې ورکړې بياهم زهرشيندي.(هند-بهاري)

.څوک چې مارته خواړه ورکوي تنخواه يې زهروي

۲۶۵