دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې _۴۸مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

له هوسااوسمې لارې لږښه دي،نه په ټګۍ اوکړاوسره ترلاسه شوي زيات .
څوک چې غواړي هوساوي،بايدپه خپل کورکې له خپلې غواسره اوسي.(سوېډن)
څوک چې غواړي په خپل کورکې ارام وي،له خپلې مېرمنې سره دې دموبل په غواروي کې سلاوکړي.(سوېډن)
څوک چې په نوروپورې تړاوولري،يوځل په ارامه خوب نه شي کولې.(هند-هندي)
پک وهل(راشبېل وهل)
سړی بايدپه هغه راشبېل پک ووهي چې خپل يې وي.
سړی بايددومره(په اوبوکې) لېرې پک ونه وهي چې بېرته ځمکې ته نه شي راتللی.(سوېډن)

ځيله ،جرړه
ژوره ځېلۍ له قوي باده،نه ډارېږي.
څنګه ځېله هغسې ګل.
خرابه ځيله ښه مڼه نه ورکوي.
روم
روم ښارپه يوه ورځ نه دی جوړشوی.
ټولې لارې روم ته ځي.(ايتاليا)
هغه روم ته تللی خوپاپ يې نه دی ليدلی.(سوېډن)
رَم(نشه لرونکی څښاک)
کله چې رَم ننوزي،اوازبهروځي.(جاميکا-انګرېزي)
ستاينه اوځان ستاينه
بايددستاينې اوخپګان ننګه ونه شي.
ستايل دنيوکې پېل دی.(جاپان)
دشپې هواوستايه اوسهارخپله مېرمن.
دهغه کس ستايل ښه وي چې نيوکه دې هم زغمي.(پيدرسيو)
ډېرخلک په کم څه ستايل کېږي اودهيڅ له پاره پرې نيوکې کېږي.(سوېډن)
دمېړانې ستايل دفعاليت لامل کېږي.
که داحمق ستاينه وکړی شتمني يئ خوړلی شې.(هند-هندی)
۲۳۶

دخراب چوپړله امله ګاونډی دسړي ستاينه نه کوي.(دنمارک -لويدزيوليند)
پرېږده چې بل دې ستاينه وکړي نه په خپله.(بيبل)
پرېږده چې يوبل ستادستاينې سندره وغږوي.(نيوزيلېند-موري)
دځان ستاينه په خوله کې چټلېږي.(دمنځنيوپېړيولاتين)
څوک چې ځان ستايي په ځان پسې زردروغ تړي.(ايتايا)
څوک چې ځان ستايي،بل هيڅوک يې نه ستايي.(لرغونی يوناني)
ځان ستاينه اووياړدټګانوعادت دی.(جاپان)
خپله ستاينه-زموږبد.(سوېډن)
ځان ستاينه بدبوي کوي.(يهودی)
ځان ستاينه دکوپنهاګن دچوغکوبوي لري.(دنمارک-يوليند)
سپاهي،په خپله ځان ستايي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
ګلاب
ګلاب اوغنې په يوه ونه کې وده کوي.(المان)
هيڅ ګلاب بې اغزي نه وي.
ګلاب مړاوې کېږي اغزي يې پاتې کېږي.(سوېډن)
هغه ګل چې اغزي نه لري ژرشکول کېږي.
ګلاب بايدله مړاوي کېدومخکې وشکول شي .
چېرته چې ګلاب نه زرغونېږي،هلته سړی ګلاب نه شي شکولی.
ترڅوچې ګلاب په ځان پوهېږي تخمي دانه وي.(سوېډن)
ترټولوښايسته ګلاب هم يووخت تخمي دانه شي.
خوک(خنځير) ته دبدبوی دورک کولوله پاره ګلابونه مه غورځوئ.
په دې مه خپه کېږئ چې په ګلاب کې کې اغزي شته،بلکې په دې خوښ شئ چې په اغزيوکې ګلاب شته.
په يوګل نه پسرلی کېږي.(افغانستان -پښتو[ژ.])
په يوګلاب پسرلی نه جوړېږي.(ايتاليا)
يوګلاب اسان سينګارول دي.
ګلاب راووت بنفشه (ګل)يې پټ کړ.
مميز/کشمش
لکه مميزپه ډکه شوې کولمه (يوډول خواړه)کې.
مږه
مږه په شاړوکورنوکې وده نه کوي.
مږه راغورځېدونکی کورپرېږدي.
۲۳۷
مږه ډوبېدونکې بېړۍ اوسوزېدونکی کورپرېږدي.(سوېډن)
سړی بايدمږه وي چې دمږې عادتونه وپېژني.(چين)
چېرته چې پيشووي هلته مږه کريسمس نه لمانځي.(دبهاماټاپوګان-انګرېزي)
ددرمن په وخت کې يوه غريبه مږه هم له ځان سره پنځه مېرمنې ساتلی شي.(هند-هندي)
هغه مږه ژرنيول کېږي چې يوازې يوه سوړه(سوری) لري.(پورتګال)
کله چې مږه پام نه کوي،پيشويې نيسي.(هاوای-پولېنسي)
دوه سوه مږې ديوپيشوپه خلاف نه ودرېږی.(افريقا-نوپی[په نايجېرياکې دنوپي وګړوژبه ده.ژ.])
ته زړه مږه نه شې تېرايستلې.
ښکاري مارغان
ټول ښکاري مارغان غلي وي.(دامريکا متحدايالتونه)
ښکاري مارغان اوازونه نه کوي.
ښکاري مارغان چنګ نوکان لري.(ايران-فارسي)
ښکاري مارغه په ګله کې ښکارنه کوي.(پورتګال)
بخښل شوی
داغوره ده چې بخښل شوي اوسوتردې چې له پښې بنداوسو.
مستي،نېشه
ړومبی سړی جام اخلي (نېشه کوي)،بياجام يوجام اخلي،په پايله کې جام مست سړی اخلي.(جاپان)
روسی
روسی ترهغه وخته ناروغ وي،ترڅوچې له منځه ځي.(روسيه)
روسی هوښياردی،خوعقل يې ناوخته راځي.(روسيه)
زنګ
زنګ اوسپنه خرابوي،غم زړه.(روسيه)
يوګټوراوزار(دکاروسيله)زيات زنګ نه لري.(دامريکامتحدايالتونه)
نوم،شهرت
يوښه نوم له شتمنۍ زيات ارزښت لري.(شوروي اتحاد-تاتاري)
يوښه نوم په تدريج سره راځي،خوبدنوم سړی ژرترلاسه کولی شي.(برازيل-پورتګالي)
له بدنومي ژوندنه له ښه نوم سره مړينه غوره ده.(مالېزيا)
ملا،شا
بايديوه پراخه ملا وي چې ښې ورځې وېوړلی شي.

۲۳۸
دچا شاته هيڅکله داسې خبره مه کوه چې مخ ته يې ورله نه شې کولې.
څوک چې شااړوي نودوهلووخت کې بايدګيله ونه کړي.(روسيه)
اوازه،غېبت
اوازه ژوندۍ وي کله چې سړی مړشي.(پيدرلول)
ښه اوازه ډېرښه ميرات دی.
اوازه چې څومره ګرځي هومره غټېږي.(لاتين)
اوازه لکه دواورې پنډوس دی .
اوازه وزرې لري.
اوازه له سړي نه کلي ته مخکې رارسېږي.
اوازه په بل کلي کې نه ودرېږي.(سوېډن)
اوازه لوګی غټوي.(سوېډن)
اوازه ګدۍ چاغوي.(المان)
ښه اوبداوازې دواړه روان وي خوبرابره چټکتيانه لري.
بده اوازه ژرباورکېږي.(سوېډن)
ښه اوازه دوخت په تېرېدوسره خورېږي اوبده اوازه ډېرژراواسانه خورېږي.(هند-هندي)
دخراب سړي اوازه ډېرمزل کوي.(افريقا-ميندي)
ټولې اوازې خرابې وي ،ښې حسادت پېداکوي اوبدې شرم.(انګلستان)
اوازه ډېرکم وخت بې ريښې وي.
هټکی کول
داښه ده چې سړی په مړه ګېډه هټکی وکړي.
ډارن
هغه ډارن دی چې دلړزېدوجرات نه کوي.(پيدرلول)
دډارن سړي زړه په پتلون کې وي.(سوېډن)
دډارن سړی وړاندوينه هرکله خرابه وي.
يوډارن له ځان سره سل ډارنه ملګري کوي.
ډېرکم وخت وي چې ډارن سړی دې له ښايسته ښځې سره پروت وي.
ډار،خپسه
ډارسړی حېرانوي.
ګيدړ
کيدړدومره غټ نه دی څومره چې لکۍ ښيي.

۲۳۹
ګيدړ چالاک دی په خپله لکۍ پښه نه ږدي.(روسيه)
ګيدړډېرچلونه لري خوخاڼی (موش خرما) يوخوترټولوښه.(لاتين)
دګېدړډېربندونه دي،خوشکوڼ ډېرښه پوهېږي.(پيدرسيو)
ګيدړچې غواړي پسه وداړي نونه غاپي.(انګلستان)
کله چې ګيدړموعظه کوي،بتې بايدپېره وکړي.(سوېډن)
کله چې ګيدړبزګرته دوعاکول پېل کړل،ته بايدپه خپلوچرګانوپام وکړې.(اسپانيا)
کله چې ګيدړدکارغه ستاينه کوي ،خپل پنېرله لاسه ورکوي.(پيدرسيو)
کله چې زمری په ګېدړباورکوي،مرۍ ته يې لاس رسی پېداکوي.(سوېډن)
که غواړې له ګيدړسره څه وکړي، له چلونوسره يې فکروکړه.(انګلستان)
زوړګيدړ،زوړچل.
ګيدړدګيدړزوي دی.(عبري)
ګيدړپه بتوپېره مه دروه.
کله چې ګيدړچرګه راوړه،چرګوړي يې هم راوړي.(المان)
ګيدړدچرګانوخونه کې ړومبی ځل پلمه نه غواړي.
کله چې سړی غواړي له ګيدړسره لاړشي ،نوپه مخکې بايدبته ولري.(دنمارک-شيلېند)
ترڅوچې ګيدړغاښونه لري،صومعې (عبادت ځای)ته نه ځي.(بلغاريا)
سړی تل ګيدړ په رنګ نه پېژني.
سړی ګيدړله شاښه پېژني.
دوه پښيز ګيدړترټولوبددی.
په دوه پښيزګيدړډزمه کوه،پوټکې يې په ډزنه ارزي.(دنمارک-يوليند)
ګيدړپه خپله نه پوهيږي ،چې بدبوی يې پاتې کېږي.(چين)
زوړګيدړپه دام کې نه لوېږي.(لرغونی يونان)
زوړګيدړزنګ وهلې غېچي (زوړدام)ته نه ورځي.(دنمارک-يوليند)
دزوړګيدړتېزايستل سخت دي.(ايسليند)
هغه يواحمق ګيدړدی،چې له خپل غارنه دوتلويوازې يوه لارلري.
هرګيدړخپل پټنځای لري.(پيدرسيو)
سړی بايدګيدړپه ګيدړونيسي.(پيدرسيو)
مکارګيدړهم بالاخره نيول کېږي.
کله چې ګيدړمړشو،هيڅ چرګ غمګين نه شو.
بالاخره ټول ګيدړان په دباغ (څرمن جوړونکي) سره موندل کېږي.(فرانسه)
ګيدړبالاخره دپوټکوپلورنځي کې ختمېږي. (فرانسه)
سړی له ګيدړنه له لکۍ پرته بل څه نه ترلاسه کوي.
۲۴۰