- د بالیووډ فلمي ستورې سري دېوي د زړه د حملې له امله د ۵۵ کلونو په عمر په دوبۍ کې مړه شوې ده.
د هندوستان د خبري اژانس (پريس ټرسټ اف انډیا) د خبر له مخې، سري دېوي د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره له خپل مېړه بوني کپور او خپلې لور خوشي سره دوبۍ ته تللې وه.
سري دېوي په ۱۹۶۳کال د اګسټ په ۱۳مه د هند په تامل ناډو سیمه کې زېږېدلې وه او په ۱۹۷۸ کال کې فلمي نړۍ ته راغله چې لومړی فیلم یې هم (سولهوان ساون) نومېږي