مهمې مقالې

Grid List


 ليکنه: حميدالله بسيا
په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر پخوا ډېره بدله شوې ده. پخوا جګړې تر ډېره د سرتېرو، ټانکونو او درنو وسلو پر مټ ترسره کېدې، خو نن ورځ ټکنالوژي د جګړې له مهمو وسایلو څخه ده. ډرونونه، سیم‌کارتونه، سپوږمکۍ، مصنوعي ځیرکتیا او مخابراتي شبکې د معاصرو جګړو اساسي برخې جوړوي.
ډرونونه د څارنې، کشف، استخباراتي معلوماتو راټولولو او حتی دقیقو بریدونو لپاره کارول کېږي. د دوی له لارې د جګړې ډګر په لرې واټن کې تر څار لاندې ساتل کېږي او د انساني تلفاتو خطر کمېږي. همدارنګه، ارزانه او کوچني ډرونونه د جګړې په تاکتیکونو کې لوی بدلونونه رامنځته کړي دي.
سیم‌کارتونه او مخابراتي شبکې د ځواکونو ترمنځ د اړیکو او معلوماتو د لېږد مهمه وسیله ده. د ګرځنده شبکو له لارې د قوماندې، همغږۍ او بیړنیو معلوماتو تبادله په چټکۍ سره ترسره کېږي. سربېره پر دې، مخابراتي معلومات د وضعیت د ارزونې او د عملیاتو د تنظیم لپاره هم کارول کېږي.

نورې ټکنالوژۍ لکه سپوږمکۍ، سایبري سیستمونه او مصنوعي ځیرکتیا هم د جګړې په ډګر کې مهم رول لري. سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې او موقعیت معلومولو اسانتیا برابروي، په داسې حال کې چې سایبري وسایل د معلوماتي شبکو د خوندي کولو یا ګډوډولو لپاره کارول کېږي. مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتو په تحلیل او د چټکو پرېکړو په نیولو کې مرسته کوي.
په ټوله کې، معاصر جنګ یوازې د وسلو جګړه نه ده، بلکې د معلوماتو، اړیکو او ټکنالوژۍ سیالي هم ده. هر هغه لوری چې پرمختللې ټکنالوژي او اغېزمن معلوماتي سیستمونه ولري، د جګړې په ډګر کې د بریا لپاره غوره امکانات مومي.
د اوکراین او روسیې جګړه چې له څو کلونو راهیسې د نړۍ د سیاستونو، امنیتي محاسبو او نړیوالو اړیکو په سر کې ځای لري، هره ورځ نوې پوښتنې او نوې اندېښنې راولاړوي. په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه د سولې، مذاکراتو او سیاسي حل لارو خبرې کوي، د جګړې په ډګر کې راڅرګندېدونکي حقایق کله ناکله له دغو رسمي څرګندونو سره په ټکر کې ښکاري. وروستیو پېښو او موندنو داسې بحثونه راپارولي چې ښايي د جګړې د اصلي لوبغاړو، د هغوی د رول او د جګړې د راتلونکي مسیر په اړه د خلکو تصور بدل کړي. په ځانګړي ډول د لوهانسک په سیمه کې د ځینو راپرځول شویو ډرونونو دننه د امریکايي مخابراتي شرکتونو د سیم‌کارتونو موندل هغه موضوع ده چې ګڼ سیاسي او پوځي شنونکي یې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.
د لوهانسک وروستۍ پېښې او په نیول شویو ډرونونو کې موندل شوي وسایل د جګړې د ماهیت، تخنیکي پرمختګونو او د نړیوالو لوبغاړو د رول په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي. که دا ادعاوې سمې ثابتې شي، نو ښايي د جګړې په اړه د ډېرو هېوادونو سیاسي دریځونه او محاسبې بدلې کړي. له بلې خوا، دا پېښې یو ځل بیا څرګندوي چې عصري جګړې نور یوازې د ټانکونو، توپونو او عسکرو تر منځ نه دي، بلکې مخابراتي شبکې، سپوږمکۍ، ډیجیټلي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونه هم د جګړې مهمې وسیلې ګرځېدلې دي.
هر څه چې وي، یو حقیقت نه شي پټېدای: د جګړو تر ټولو دروند بار تل ملکي وګړي او بې‌ګناه خلک وړي. ځکه نو نړیواله ټولنه باید د سیاسي اختلافاتو تر څنګ د ملکي وګړو د خوندیتوب او د جګړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي. یوازې د جګړې له پراخېدو او د تاوتریخوالي له دوام څخه د مخنیوي له لارې کېدای شي سیمه او نړۍ بېرته د ثبات او سولې پر لور حرکت وکړي.
اوسمهال د اوکراین په جګړه کې د امریکا دبې‌طرفۍ ادعا تر جدي پوښتنې لاندې راغلې ده. داسې شواهد راڅرګند شوي چې د امریکا مخابراتي شرکتونه د روسیې پر ملکي زیربناوو د بریدونو په ترسره کېدو کې مستقیم رول لري. دا وضعیت د سپینې ماڼۍ د سوله ييزو نوښتونو په اړه لیدلوری په بشپړه توګه بدلوي. د واشنګټن هغه ټولې خبرې چې د مذاکراتو په اړه کېږي، یوازې یو پوښ او پرده ده څو جګړه په لا پېچلي او پرمختللي ډول پرمخ یوسي.
دا خبره د روسیې پر لرې پرتو سیمو د اوکراین له بریدونو څخه څرګندیږي. اوس تاکتیک، ستراتیژي او د جګړې اصل بڼه بدلېږي. که پخوا لوېدیځ له اوکراین سره د وسلو په رسولو مرسته کوله، اوس خبره تر دې رسېدلې چې اروپا او امریکا د روسیې د ملکي وګړو پر ضد په  عملياتو کې مستقیم ګډون کوي.
د لوهانسک د ښار په اسمان کې په منظم ډول اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) ښکاري چې د استوګنې سیمې، د بسونو تمځایونه او روغتونونه په نښه کوي. پر ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو او هغو کسانو ته چې هېڅکله یې وسله نه ده پورته کړې او ښايي هېڅکله د ځواب ورکولو توان هم ونه لري حملې کوي.
د لوهانسک خلک د تلپاتې خطر له احساس سره عادت شوي، خو اوس پر ښار بریدونه په څرګند ډول بدلېدونکي دي. بریدونه ډېر دقیق او ویجاړوونکي شوي دي..
د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو څه موده وړاندې څو اوکرایني ډرونونه ونيول او راکوز یې کړل. کله چې د دغو ډرونونو دنننۍ وسایل وڅېړل شول، د چاودېدونکو موادو او هدایتوونکو سیسټمونو ترڅنګ یو جالب شی هم وموندل شو: د امریکايي ګرځنده مخابراتي شرکتونو سیم‌کارتونه.
د دغو الوتکو هدایت د سپوږمکیو او نړیوال رومینګ له لارې ترسره کېږي او د امریکايي مخابراتي خدمت‌ورکوونکو تر څار لاندې وي. د دې ډول هر برید د امریکا د مستقیم ښکېلتیا یو نه انکارېدونکی ثبوت بلل کېږي.
سیم‌کارت چلوونکي ته دا امکان ورکوي چې د الوتنې تر پایه پورې له ډرون سره اړیکه وساتي، ټېلېمېټري او ویډیويي معلومات ترلاسه کړي او د الوتنې مسیر اصلاح کړي. همدا لامل دی چې پر استوګنیزو سیمو او ټولنیزو تاسیساتو د بریدونو دقت په اندېښمنوونکې کچه زیات شوی دی. د دغو ډرونونو چلوونکي په ښه ډول ویني او پوهېږي چې پر کوم ځای برید کوي.
د نړیوال رومینګ کارول د جګړې جوړښت په بنسټیز ډول بدلوي. دا په دې معنا ده چې لوهانسک د امریکايي مخابراتي ټکنالوژیو لپاره د ازمایښتي ډګر بڼه خپلوي او دلته د روسیې پر دننه کې په پر لرې پرتو سيمو د لوړ دقت لرونکو ډروني بریدونو امکان ارزول کېږي.
د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته، لوېدیځ رښتیا هم خپله تګلاره بدله کړې او د ملکي وګړو پر وړاندې هدفمندې ترهګریزې کړنې ترسره کوي.
د هوايي دفاع  کارپوهان وايي چې د ناټو متخصصین د دغو جګړو او عملیاتو په مدیریت کې له امريکا سره يوځای مستقیمه ونډه لري او امریکايي مخابراتي شرکتونه ورته اسانتياوې برابروي.
پر ملکي وګړو هر ډول برید جنګي جنایت ګڼل کېږي او هېڅ ډول توجیه نه لري. د لوهانسک له پېښو وروسته، د روسیې وسله‌والو ځواکونو ته له دې پرته بله لاره نه پاتې کېږي چې د جګړې کرښه له روسي ښارونو لا نوره هم لرې کړي. د اوکرایني ډرونونو په دننه کې د امریکايي سیم‌کارتونو تر موندلو وروسته، کېدای شي د مذاکراتو ټولې لارې او بهیرونه په بشپړ ډول کنګل کړي.
په پای کې ویلای شو چې د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د جګړو بڼه او ماهیت په ژوره توګه بدل کړی دی. ډرونونه، مخابراتي شبکې، سیم‌کارتونه، سپوږمکۍ او نورې نوې ټکنالوژۍ د جګړې مهم عناصر ګرځېدلي دي. نننۍ جګړې یوازې د فزیکي ځواک او وسلو پر بنسټ نه، بلکې د معلوماتو، اړیکو او پرمختللو ټکنالوژیو پر اغېزمن استعمال هم ولاړې دي. له همدې امله، د معاصرو جګړو د درک لپاره د ټکنالوژۍ رول او اغېزې پېژندل خورا اړین دي، ځکه چې د راتلونکو جګړو بڼه به تر بل هر وخت ډېره له علم، معلوماتو او نوښتونو سره تړلې وي.
 

     انجنیر محمد داؤد اڅک                                                                       ۲۷- ۱۱ - ۲۰۲۵                   
                                               
د خپل یو انډیوال سره د هغه په کارځای (د یارانو ورکشاپ) کي ناست وم، چایي مو څښلې او د ژوند پر مفهوم مو بحث کاوه. زما بااستعداده او د برقي الاتو انجنیر دوست چي اکثره وخت به ئې زما سره د ازل او ماوراءالطبیعت په هکله ژور بحث کاوه او د قوي استدلال خاوند وو راته وویل:
ژوند په فلسفي لحاظ څنګه تعریفوې؟ 
ما ورته وویل چي ژوند په فلسفي لحاظ د حرکت په معنا دی، ژوند یعني حرکت. بېله حرکته نه ژوند تعریف کېدای سي او نه ژوندئ موجود. او تر ټولو مهمه دا چي ژوند  په خپل ذات کي د انسان لپاره یوه مؤقتي کلمه ده. یعني ماضي تېره ده او د راتلونکي په انتظار پداسي اوس (حال) کي ژوند کوو چي په هیڅ ډول ئې نه محار کولای سو او نه ئې معین کولای سو. یعني د پیل سره همزمان په ماضي بدلیږي. معنا دا چي حال نسته بلکه د تېر او راتلونکي تر منځ ژوند کوو او کیدای سي ووایو چي حال یو سرآب دی، په بل عبارت حال ذهني توهم دی.
انجنیر انډیوال چي د نظر خاوند وو قناعت ئې ونکړ او راته وئې ویل چي د ژوند معیار خو همدا اوس دی او په جدیت ئې غوښتل چي سوالونه مطرح کړي خو ما ئې خبري قطع کړې او ورته ومي ویل مخکي تر دې چي د حال په اړه خپل نظر درته وړاندي کړم ښه به وي چي لومړئ د نورو پوهانو او عالمانو نظریات هم د حال (اوس) په هکله درسره شریک کړم. انډیوال ته ئې خوند ورکړ، ول سمه ده. ما بیا هم مکث وکړ او زیاته مي کړه که تر حال مخکي د زمان په هکله هم د ساینس پوهانو او فیلسوفانو پر اندونو باندي لنډ بانډار وکړو تاوان به مو کړی وي؟
انډیوال کټ کټ په خندا سو ول نه، هیڅ تاوان نه کوو. اول زمان راوپېژنه بیا به پر حال (اوس) باندي بانډار وکړو. او زیاته ئې کړه چي ته بانډار کوه زه به چای درتازه کړم.
ماورته وویل چي:
 زمان (وخت)            
د زمان په هکله هم د فیلسوفانو اندونه بېل دي او هم د Presentism او Eternalism په شان فلسفي او علمي مکتبونو بېل بېل تعریف کړیدی. په لرغوني/ نیوټني فیزیک کي زمان مطلق او د طبعت  جلا برخه ده چي د مادې او انرژي سره تړاو نلري. یعني نیوټن ویل چي زمان له طبعت څخه مستقیل دی که په جهان کي هیڅ شئ نه وي وخت به وي.
اما د انیشتاین په نسبیت تیؤري کي زمان نسبي دی او د طبعت برخه  ئې بولي چي د مادې او انرژي سره تړلی دی. انیشتاین ویل چي د زمان سرعت متفاوت دی او کېدای سي چي چټک وي یا بطي.
 کوانتومي/ نوی فیزیک بیا زمان مستقیل موجود نه بولي  بلکه د ذراتو ترمنځ ئې د اړیکو نتیجه بولي.
خو ایمانویل کانت بیا زمان اصلآ د طبعت برخه نه بولي بلکه د انساني ذهن محصول ئې ګڼلی دی چي د پدیدو د درک کولو لپاره  کاریږي. او زماني واحدونه/ سمبولونه د انسان تخلیق بولي. 
ارسطو د حرکت اندازه کولو ته زمان وایي او په طبعي تغیراتو پوري ئې تړي. ارسطو به ویل چي زمان بېله تغیر او حرکته معنا نلري.
اسلامي فیلسوف (ملا صدرا) هم ارسطو ته نژدې نظر درلود او زمان ئې د حرکت مقدار او د طبعت جز باله.
ما غوښتل چي بحث لږ اوږد کړم خو پدې وخت کي انډیوال راته وویل چي همدغه پوهانو به خامخا پر حال (اوس) باندي هم نظریات ورکړي وي. ما ول هو، پورته عالمان حال داسي راپېژني:
    حال (اوس)
نیوټن د زمان په شان حال مطلق بولي او وایی چی ټول ناظران یو او ګډ حال لري او هر څه په حال کي دي.
د آلجزایر مشهور فیلسوف (اګوستین قدیس) هم باورمند وو چي په زمان کي فقط حال دی. ماضي په ذهن کي یوه خاطره ده او راتلونکې په زړه کي انتظار دی.
عارفانو په تېره بیا عربي عارف او فیلسوف (ابن عربي) به ویل چي حال حقیقت دی ماضي او اینده د انسان ذهني توهمات دي . ابن عربي باور درلود چي انسان په حال کي کولای سي خپل وجودي حقیقت او د خدای تعالی حقانیت ته ورسیږي.
اما د انشتاین په نسبیت تیؤري کي مطلق حال نسته. انشتاین به ویل هغه چي یوه ناظر ته حال دی ممکن بل څارونکي ته ماضي یا اینده وي. خو په پایله کي ټولو پوهانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی یعني په یوه خط کي ئې بلل. ما غوښتل لږ نور تشریحات ورکړم خو انجنیر انډیوال راته وویل چي زما اصلي پوښتنه ستا څخه وه، ته خو هم په فلسفه ګوتي وهې، ستا په اند حال مطلق دی نسبي دی که څنګه؟
ما انډیوال ته وویل:
که څه هم چي یوناني فیلسوف (فیثاغورث)  باور درلود چي د ژوند کولو علم په اوس یعني حال کي اوسېدل دي، خو که ستا خوا نه بدیږي حال پدغه شکل چي فیثاغورث ویلي دي یا ته فکر کوې اطلآ وجود نلري. انډیوال مي په ډېره حیرانتیا سره غوښتل په خبرو کي راولوېږي خو ما ورته وویل زما مقصد دا دی که موږ د تېر او راتلونکي څخه پردي سو هیڅ نقش ورنکړو بیا نو حال هم نسته او که موږ فقط حال مطلق کړو معنا دا چي موږ حرکت نفي کړ. او زما په اند بې حرکته پدیده نه په ټولنه کي سته نه په طبعت کي.
انډیوال په ډېره حیرانتیا راته وویل: نه سوم پوه، څنګه حال نسته، همدا اوس زه او ته په حال کي ناست یوو خبري کوو.
ما ورته وویل:
ستا دغه جمله سمدستي ماضي سول نور په حال پوري اړه نلري او ما په ماضي کي واورېدل. ځکه چي هر څه په حرکت کي دي او طبعي ده چي په حرکت کي سا اچول، دمه کول، توقف او سکون نسته چي موږ ګوته پر کښېږدو چي دغه دی حال. یعني هر څه چي موږ وینو یا ئې اورو ماضي دي. او هره پېښه یا تصویر چي تر موږ پوري رارسیږي معلومداره چي وخت پر تېریږي او په معین زمان کي تر موږ پوري رارسیږي. مثلآ موږ یو ږغ اورو او فکر کوو چي اوس مو ږغ واورېدئ خو په حقیقت کي اوس ندی بلکه موږ تېر سوی ږغ په ماضي کي اورو. که څه هم چي د ږغ سرعت خورا ډېر دی خو زموږ غوږو ته چي رارسیږي وخت پر تېر سوی وي یعني ماضي سوی وي، اما موږ ئې حال بولو. دغه ماضي حال ته زه (لیکوال) ذهني حال وایم، یعني دغه حال چي څوک فکر کوې یا لوړو عالمانو او فیلسوفانو یاد کړیدی دا ذهني حال دی نه زماني او حقیقي حال.
همداسي که موږ لیري یا نژدې یو غره ته ګورو یا کوم بل شي ته ګورو. دا په حال کي نه وینو بلکه ماضي تصویر په تېر سوي زمان کي وینو. یعني د غره او سترګو تر منځ فاصله موجوده ده او دغه فاصله نوري فوتونونه Photon (الکترو مقناطیسي ذرات) په معین وخت کي طئ کوي څو د انسان سترګو او بیا ذهن ته ورسېږي. معنا دا چي د انسان د سترګو او غره تر منځ چي دسیلیون Decillion (یو تریلیون ملیارد) فوتونونو جریان واقع دی په خپل ذات کي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان دی چي زه (لیکوال) ئې (تلپاته جریان) نوموم. زه ئې ځکه تلپاتی جریان بولم چي دغه جریان هیڅکله له منځه نه ځي تر څو چي انسان او طبعت وي تلپاته جریان به هم وي. په تلپاته جریان کي اصلي او زماني حال موږ نه لیدلای سو او نه ئې احساسولای سو، بلکه موږ ته ئې ماضي حالت رارسیږي چي ذهني حال ترسیموي. یعني د انسان د سترګو او غره یا بل شي تر منځ فاصله که نوري فوتونونه په یوه ثانیه کي وهي یا ئې په یوه زیپتوثانیه Zeptosecond (د ثانیې تریلیونیم برخه) کي وهي خو په هر صورت به ماضي حالت وي.
انډیوال ته مي په ټینګار وویل چي هیڅ یوه حادثه یا تصویر په منجمد او اني ډول زموږ ذهن ته نسي داخلېدای بلکه هر عمل، پېښه یا تصویر باید د تلپاته جریان پروسه په معین وخت کي طئ کړي څو د انسان سترګو ته ورسېږي. د سترګو له مختلیفو برخو څخه چي په معین زمان کي تېرسي نو حتمي باید په همدغه تلپاته جریان کي د مغز له بیلو مرکزو څخه په بیلو وختو کي ګذار وکړي څو ذهن یو مکمل انځور ځني رسم کړي. انځور چي تکمیل سو حتمأ باید په همدغه تلپاته جریان کي د احساس په شان د مغز نورو بیلو مرکزو ته په بیلو وختو کي انتقال سي څو مرکزونه قضاوت پر وکړي چي عکس العمل ښکاره کړي که نه، که ئې ښکاره کوي څنګه عکس العمل ښکاره کړي. پس طبعي خبره ده چي دغه د ماضي او راتلونکي تر منځ د فوتونونو جریان (تلپاته جریان) چي د انساني مغز او شي تر منځ تبادله/ تعامل کوي او پړاو پر پړاو د مغز په بیلو مرکزو کي پورته کښته کیږي وخت (زمان) مصرفوي او ماضي کیږي. 
زما ځیرک انډیوال چي واقیعآ د نظر خاوند وو غلی سو، زړه  نازړه سو چي څه ووایي. ما زیاته کړل که څه هم چي پورته عالمانو او فیلسوفانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی خو بیا به هم ذهني پُل وي نه واقیعي، ځکه چي حال د ایجاد سره سم محوه کیږي. انډیوال مي پداسي حال کي چي فکر وړی وو ولاړ سو ول زه به تازه چای جوړي کړم. چاینکه ئې د اوبو ډکه کړه، اوګرمي ئې پکښي کښېښول او ساکیټ ئې برق ته ورکۍ.
ما پدې خاطر چي خپل د نظر خاوند انډیوال ته قناعت ورکړم نو ورته ومي ویل:
دغه چایي چي ته جوړوې په اوس کي نه بلکه د ماضي او راتلونکي په جریان (تلپاته جریان) کي ئې جوړوې. ته چي ولاړ سوې ماضي سو، چاینکه دي راواخیستل ماضي سو، اوبه دي ورواچولې ماضي سو اوګرمي دي پکښي کښېښول ماضي سو او د اوبو پر ایشېدو چي هره زیپتوثانیه تېریږي ماضي کیږي خو ته فکر کوې چي په اوس کي ناست یوو چایي څښو او د حال څخه خوند اخلو. لنډه دا چي حتا د سترګو رپ، د زړه حرکت، په وجود کي د ویني جریان، مغزي حرکات او فعالیتونه... ټول په تلپاتي جریان کي تر سره کیږي چي وخت پر تېریږي او ماضي وي.
بیلګه: کله چي یو ډاکتر ناروغ معاینه کوي نو د خپلي ځانګړي طبي ګوشکي (ستتوسکوپ) پواسطه اول د ناروغ وجود داخلي ږغونه (د زړه ضربان، د شوشانو ږغونه...) اوري څو د مریض مشکل پیدا کړي. طبعي ده چي د ناروغ وجود ږغونه د بدن، طبي ګوشکي، او ډاکتر د سماعي سیستم تر منځ معینه فاصله طئ کوي دا چي په ثانیه کي یا ئې زیپتوثانیه کي طئ کوي په هر حال به ماضي وي.
 انډیوال راته کتل خو سترګي ئې نه رپولې، نو ما ورته وویل که غواړې چي نور مقنع مثالونه یا د ژوند په اړه نوي مسایل مطالعه کړې نو (ژوند یعني څه؟) کتاب پیدا کړه. 
انجنیر انډیوال ته چي بانډار خوند ورکړ او په برېتو کي ئې وخندل ورته ومي ویل: 
پایله دا چي د انیشتاین، نیوټن، فیثاغورث... څخه په بخښني سره، ستا او ټولو ښاغلو لوستونکو څخه په بخښني سره زه (لیکوال) حال (اوس) نه مطلق او نه نسبي بولم بلکه ټولي انساني، ټولنیزي او طبعي پیښي چي رامنځته کیږي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان (تلپاته جریان) کي رامنځته او تر سره کیږي چي زه ئې ذهني حال بولم. مقصد مي دا دی چي تلپاته جریان بې مرکزه او متواتر جریان دی چي پر هیڅ ځای ئې ګوته نه نیول کیږي چي دغه ځای ئې حال دی. یعني هغه سکون حال چي موږ ئې فکر کوو او وکړای سو په هغه حال کي کوم عمل تر سره کړو او د حال (اوس) دلالت پر وکړو اصلآ نسته فقط او فقط ذهني حال دی چي په تلپاته جریان کي رامنځته کیږي.
انډیوال چي قانع معلومېدۍ نو د لتا او محمد رفیع په ښکلو اوازو کي ئې یوه پیته ټیپ ته واچول او تازه دم سوي چایي ئې راواخیسې، ول په تلپاته جریان کي به خوندونه اخلو.
سرچینې:
- ژوند یعني څه؟ ۵۵ او ۵۶ مخونه. انجنیر محمد داؤد اڅک.
- تازه زیاتوني او مصنوعي هوښ


 نور محمد غفوري

الگوریتم د ستونزې د حل لپاره د منظمو، محدودو او منطقي پړاوونو یو سیستم دی. په بل عبارت، الگوریتم هغه فکري چوکاټ دی چې یو کار یا مسئله له پیل څخه تر پایه پورې په روښانه، پرله‌پسې او تکرارېدونکو ګامونو حل کوي. دا مفهوم یوازې په کمپیوټر ساینس پورې محدود نه دی، بلکې د انسان د منظم فکر، حساب، پرېکړې او تحلیل بنسټیزه وسیله ګڼل کېږي. 
د الگوریتم تاریخي شالید
د الگوریتم تاریخي ولیې (ريښه) د نهمې میلادي پېړۍ خراسان ته رسېږي. محمد بن موسی الخوارزمي، چې د خراسان له علمي مکتب څخه راټوکېدلی و، د حساب او ریاضي لپاره داسې منظمې طریقې وړاندې کړې چې پر ترتیب، تکرار او منطق ولاړې وې. کله چې د هغه علمي اثار لاتیني ژبې ته وژباړل شول، د نوم بڼه یې Algoritmi ولیکل شوه، چې وروسته ترې د Algorithm اصطلاح رامنځته شوه. له همدې امله، الگوریتم نه یوازې یو تخنیکي مفهوم دی، بلکې د اسلامي تمدن د فکري تولید یوه مهمه تاریخي نښه هم بلل کېږي.
الگوریتم په اصل کې د دې اړتیا له مخې رامنځته شو چې انسان وکولای شي پېچلې ستونزې په ساده، دقیق او تکرارېدونکو ګامونو ووېشي. دا طریقه په لومړیو کې د محاسبې، نجوم، جغرافیې او اداري چارو لپاره کارېده، خو د وخت په تېرېدو سره یې ارزښت نور هم پراخ شو.
الگوریتم د کمپیوټر په نړۍ کې
په معاصر مفهوم کې، الگوریتم د کمپیوټر له پاره یوه لارښوونه ده. الگوریتمونه هغه دستورونه دي چې کمپیوټر ته وایي څه کار، په کوم ترتیب او څنګه ترسره کړي. دا لارښوونې د انسانانو له خوا پروګرام کېږي، او کمپیوټر د همدغو الگوریتمونو پر بنسټ کار کوي.
د الگوریتم په مرسته، کمپیوټر کولای شي یوه دنده ګام په ګام حل کړي. همدارنګه، الگوریتمونه د معلوماتو (ډاټا) د ارزونې او تحلیل لپاره کارېږي. د معلوماتو ارزونه دې ته وایي چې بېلابېل معلومات د ټاکلو اصولو له مخې سره یو ځای شي، تر څو ترې نوي، مانادار او د استفادې وړ معلومات، یعنې اطلاعات، تولید شي.
عملي بېلګې
الگوریتمونه کولای شي په ډېر لنډ وخت کې د معلوماتو سترې زېرمې سره پرتله کړي او یوې ټاکلې پایلې ته ورسېږي. د بېلګې په توګه، انلاین پلورنځي د الگوریتمونو له لارې دا معلومات راټولوي چې د یوه ټاکلي عمر ډلې خلک عموماً څه ډول توکي اخلي. له دې لارې، پلورنځي پوهېږي چې کوم محصولات باید هماغې ډلې ته وړاندې کړي. کله چې یو کس د همدې عمر له ډلې وېب‌سایټ ته ننوځي، ورته هماغه محصولات ښکاره کېږي، چې دا کار د سوداګرۍ ګټه زیاتوي.
کله چې یو الگوریتم له ډېرو زیاتو معلوماتو سره کار کوي، نو ورو ورو لا دقیق او اغېزمن کېږي. په بل عبارت، کمپیوټر زده‌کړه کوي، او پایلې یې لا هدفمندې کېږي.
الگوریتمونه په نورو برخو کې
الگوریتمونه یوازې په سوداګرۍ کې نه کارېږي. په طبابت کې هم الگوریتمونه مرسته کوي، لکه دا معلومول چې خلک په کوم عمر کې په یوې ځانګړې ناروغۍ ډېر اخته کېږي، یا د ناروغیو احتمالي لاملونه کوم دي. په فابریکو او شرکتونو کې، کامرې د الگوریتمونو له لارې زده‌کړه کوي چې خراب محصولات څنګه ښکاري، او وروسته یې په تولیدي کرښه کې بېلوي. دا کار د انسان له اوږو دروند بار لرې کوي، خو په ځینو مواردو کې د کاري فرصتونو د کمېدو اندېښنه هم رامنځته کوي.
د لټون‌ماشینونه لکه ګوګل هم د الگوریتمونو پر بنسټ کار کوي. الگوریتمونه حساب کوي چې کومې وېب‌پاڼې باید لومړی وښودل شي او کومې وروسته.
ځواک او ننګونې
کمپیوټرونه د الگوریتمونو په مرسته ځینې کارونه د انسان په پرتله ډېر چټک او دقیق ترسره کوي، په ځانګړي ډول د ډېرو معلوماتو تحلیل. دوی کولای شي داسې پایلې ومومي چې انسانان یې په هماغه وخت کې نشي موندلای. خو له بلې خوا، که الگوریتمونه سم طرحه شوي نه وي، کولای شي له خلکو سره ناعادلانه چلند وکړي یا د خلکو محرمیت تر پوښتنې لاندې راولي.
پایله
په پایله کې ویلای شو چې الگوریتم یوازې یوه تخنیکي وسیله نه ده، بلکې د منظم فکر، علمي تمدن او عقلاني ټولنې څرګندونه ده. د الگوریتم تاریخ دا ښيي چې زموږ سیمه نه یوازې د علم مصرفوونکې، بلکې د علم تولیدوونکې هم وه. همدا فکري میراث کولی شي د معاصرې پوهې، ټکنالوژۍ او انساني پرمختګ لپاره یو مهم الهام‌بښونکی بنسټ واوسي.
اړینه یادونه: دې موضوع ته مو فکر وي چې الګوریتم (Algorithm) له لو ګاریتم  (Logarithm) سره غلط نکړو. ددې دواړو اصطلاحاتو تلفظ (خصوصاً موږ افغانانو ته ) یو او بل ته ورته او نږدې ښکاري، له ریاضي سره تړلی او دواړه د محمد بن موسی الخوارزمي د ښوونو میراث دی؛ خو سره یو نه دی. لوګاریتم دا ښيي چې یو عدد څو ځله پر خپل ځان کې ضرب کړو، تر څو ټاکلي عدد ته ورسېږو؛ یا په بل عبارت: لوګاریتم د ریاضي هغه مفهوم دی چې دا ښيي چې یو ټاکلی بنسټ څو ځله پخپل ځان کې ضرب شي تر څو یو معین عدد ترې حاصل شي. لوګاریتم د خالصې ریاضي فورمول دی، په داسې حال کې چې الګوریتم د کمپیوټر، منطق او فکر سره هم کار او تړاو لري.  
نور محمد غفوری
23.01.2026 

 موخذ: bpb   او نور
https://www.bpb.de/kurz-knapp/lexika/lexikon-in-einfacher-sprache/303035/algorithmus/