دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
نهمه برخه
ترهغو چې يودرته درې ښکاره نه شي نشه نه يې .(روسي)
له ډاکترانو نشه يان ډېردي .(فرانسه)
شراب څښل غمونه نه کموي ،بلکې خړوبوي يې.(انګلستان)
بې تندې يې څښو اواوهرځای مينه کوو داله نورو ژويو سره زموږ توپير دی.(فرانسوي)
ړومبی سړی يو جام څښي،بياهمغه جام يوبل جام څښي او بيا هغه جام سړی څښي.(جاپانی)
يوجام څښل شرم نه دی (ديوبوتل څښل بدرنګي او ديو يو لوښي څښل پېغوردی،ديوخُم څښل ګناه ده.) (ويندسوسيل [دنمارک ديولند په شمال کې يوټاپو]ژ)

دمحمد صفر خواريکښ

ژباړه

پنځمه برخه
غټ غر له هيڅ شي سره هم آواز نه باسي.(دنمارک_لوېديزيوليند)
کله چې په غر کې پرخه کنګل وي نو په باران کې ساړه وي.
کله چې غر محمد(ص) ته نه ورخي،بايدمحمدغرته لاړشي.(انګلستان)
غر يوموږک وزېږوه.(لاتين)
نوي وخت ته تېرېدل يو سخت غردی.(دنمارک_يوليند)
غرونه اوبانکونه کېدای شي يو شان شمال ولري خو،نه غټ کوناټي.(دنمارک_يوليند)
غرونه يې ګوري دېوالونه يې اوري.(پرتګال)

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه دريمه برخه
هرڅوک څلوروارثان لري:خداي(ج) يې ساه اخلي،ځمکه يې بدن اخلي،خپلوان يې جايداد او نړۍ يې شخصيت.
ښه خلک لمسي په ميرات پرېږدي.(بيبل)
زيات داوراوايرومرسته ده.
دتودوخې دميندلوله پاره بايد سړی په ايروکې سيخ ووهي.


اورتراوسه دايرولاندې پروت دی.(سوېډن)
ايرې داورماشومان دي.(ايرې داور زېږنده ده.)( آفريقا_بورا)
څوک چې غواړي اورولري دايرولاندې يې لټوي.(المان)
سړې ترهغې پورې ايره پوکوي ترڅوپه مخ يې سپرغۍ ورشي.

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه دويمه برخه
درملتون يوګران بيه پخلنځی دی.(سوېډنی)
يودرملتون هم بې زهرو نه وي.
که ګولۍ ترخې نه وی، دواپلورونکي به په خوږو نه پوښلی.(انګلستان)
خواړه پخوونکی تر دوا پلورونکي غوره ګڼي.


که څه هم ډاکتردی ملګری وي او دترور زوي دی درملتون ولري بيا هم مړ کېږې.
اشتها هغه وخت راځي چې څوک خوراک کوي.(فرانسه)
اشتهاتر غاښولاندې ده.(افغانستان_دري)(ژ)
چې څوک څومره خوري هومره ډېر غواړي.(روسيه)
نوې غوښه نوې اشتهاراولي.(انګلستان)

راټولوونکي :اولِ کارګ
دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
کوپنهاګن
ړومبۍ برخه
دژباړن پېليزې خبرې
يومهال دخپل خوارجيب دحال برابر په زړواودويم لاس دنمارکي کتابونوکې دخپل مسلک او ذوق برابر دزړه پورې کتابونوپه لټه کې وم چې په يو کتاب مې سترګې ولګېدې چې سرليک يې  راله زړه وېوړ.پردغه ارزښتناکه خزانه داسرليک کښل شوي و:

متــــــــلونه
ددي دوه ټوکيز کتاب دواړه ټوکه مې واردواره راواخيستل ،دکتاب پلورونکې  مېرمن خوا ته ورغلم .دبيې له پوښتنې سره سم ماځان چنووهلو ته جوړوه چې پلورنکې زما دجيب له حاله هم داسې ټيټه  بيه راته وويله چې له چنووهلو يې بې غمه کړم

راټولونه

عبدالملک پرهېز

اوسپنه چه څومره ټکيږی هومره پخيږې

اوبه په ډانګ نه بيليږی

لمر په دوو ګوتو نه پټږی

امانت مځکه هم نه خيانت کوی

اختر پټ ميړه ندی


هغه ځاي سوځۍ چۍ اور پري بليږي

انا مړه شوه تبه يی وشکيده

اوړه چه خشته شی هر سړی په کې ګوتۍ وهۍ

اوبو اخستی ځګ ته هم لاس وراچوی