دیانت  او امنیت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په یو ملک کې پر امنیت باید ډیر هاند وشئ، د امنیت وسایل ولټول شي آو غونډ شي او د بد امنۍ اسباب آو عوامل و پیژندل شي آو لرې شي.

ولې چې که  په یو ملک کې امنیت نه وي، د خدای عبادت آو دنیوي چارې یو هم نشې کیدلای، معارف، تجارت، زراعت، کسب او کار، هر څه امنیت غواړي او امنیت هم باید بشپړ وي، یعنې، چې له هرې خوا او هر څه  د ولس دین، ناموس، شرافت، سر او مال هر څه په امنیت کښې وي.

باید حکومت او مامورین یې درست پوه شي، چې دیانت د ملک په امنیت کښې ډیر لوی دخل لري آو یواځنی عامل یې دی، ځکه، چې که د حکومتي چارې مشران د دیانت خاوندان وي، هیڅکله خیانت، بد خوري، حق تلفي، ظلم او په خپلو وظیفو کښې غفلت او تکاهل به و نکړي، تل به صداقت، عدالت، په خپلو چارو پام آو فعالیت به کوي آو د ملت افراد به هم په ناجایزو آو ناروا کارونو به جرئت آو اقدام و نکړي.

په دې ترتیب د ټولنې اخلاق پخپله سمیږي او امنیت ټینگیږي او چې اخلاق سم کړو او امنیت ټینگ شو، بیا پر مخ تگ، ترقي، لوړتیا هرڅه کیدی شي.

په یوه ټولنه کې، چې دیانت ضعیف آو عقیده او اخلاق سم نه وي، د ضابطې تشکیلات هر څومره، چې هارت آو وسیع او سزاوې څومره، چې شدید شي، بیا هم امنیت پکې نشي ټینگیدلای آو چې امنیت ټینگ نشو نو هلته هیڅ هم نشې کیدلای، بلاخره هالته هوساینه آو سعادت به هم نه وي.


۱۳۲۶ ل کال  د محمد گل خان مومند د قلمي یادښتونو څخه.
کتاب: د افغانستان د بقا محور