دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې _ ۵۷مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

په پوښتنه مه شرمېږه،په ناپوهۍ وشرمېږه.(افغانستان-پښتو-خ.)

څوک چې په پوښتنه کولوشرمېږي،په زده کړه شرمېږي.(دنمارک-يوليند)

پوښتنه کول عېب نه دي ‎،نه پوهېدل عېب دی.(افغانستان-دري-خ.)

ښه ده مخکې پوښتنه وکړې،تردې چې ځانته زيان ورسوې.(ناروې)

څوک چې ډېرپوښتنې کوي،په زياتو درواغوخبرېږي.

څنګه چې سړی پوښتنه کوی هماغه رازځواب ترلاسه کوي.

ښه ده دوه ځله پوښتنه وکړئ تردې چې دويم ځل له خطرسره مخامخ شې.(سوېډن)

چې په پوښتنه سړی هوښيارېږي،کولی شي ترچين ورپسې لاړشي.(ايران-فارسي)

په پوښتنه پوښتنه سړی ترروم هم رسېدلی شي.(اسپانيا)

په پوښتنه کولوسړی ترمکې هم رسېدی شي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

په پوښتنه سړی ترسيندتلی شي،په پک(راشبېل)پرې تېرېدی شي.(شوروي اتحاد-ليتوانيايي)

احمق په پوښتنه کولو،ځان ښکاره کوي.(چين)

يواحمق کېدی شي ترهغې زياتې پوښتنې وکړي،چې لس هوښياران يې ځواب ورکړي.

وکيل وويل:«پوښتنه کول وړيادي،خوځواب په روپيودی».(سوېډن)

انسان وړاندوينه کوي،خدای يې ورکوي.

سړی ترهغووړاندوينه کوي،ترڅووورسېږي.

وړاندوينه هيڅ درواغ يارښتيا نه دي.(سوېډن)

دزندانيانووړاندوينه ډېرکم ښه برخليک وي.(پيدرلول)

توتڼي(دلرګيوتوږل شوي)

له وچې ډبرې نه لامده توتڼي ژرسوځېږي.(پيدرسيو)

دتوټڼي دومره کوچنۍ ټوټه نه شته هيڅکله ونه سېځل شی.

بېوزله اوبداخلاقه

هغه بېوزله دی، چې دلوبې(قمار)په مهال،پېسې شمېري.(دنمارک-لوېديزيولېند)

کله چې چې بېوزله بايد مېلې ته لاړشي،هيڅکله نه ورځ کېږي.(دنمارک-برنهولم)

کله چې بدبخت له بېوزله سره مرسته کوي په جنت کې خوښي وي.

يوبداخلاقه يې نه شي زغملی چې بل دوه ډانګي ولري.

کله چې بداخلاق توانمندشي پربېوزلو يې کاروي.(ويندسيسل)

۲۸۱

کله چې بېوزله معراج ته ځي هرڅه پېښېدی شي،يادسفرپېسې نه وي،يا کڼاوې (لرګينې څپلۍ).(دنمارک-فيون)

بدبوي

له چاچې بوي خېژي،خپل بدبوي نه پېژني.(جاپان)

هغه مخکې له دې چې کونه وازه کړي بدبوي کوي.(فريزي)

ځای
هرڅيزپه خپل ځای،اودمتيازولوښې(پات) په المارۍ کې.(پيدرلول)

مېره موراوپلندرپلار

څوک چې مېره مورلري،ډېرژربه پلندرپلارپېداکړي.(فريزي)

چې مورمېره شي پلارپلندرشي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

ماشوم ته مېره مورلکه په ټپې سترګه کې مالګه.(پيدرلول)

دمېرې مورشابسی(په شا ډبول)په کلکولاسونووي.

سره کول،وريتول،کبابول

سړی بايدمارماهي چې ميرمن يې ښارکې وي (ورو) کباب کړي،خوشاه ماهي چې دښارګدۍ ښکارکوي (په بيړه) کباب کړي.(سوېډن)

هيڅ سره شوې کوتره په خوله کې نه الوزي.

غوړکباب وازګې ته ضرورت نه لري.(پيدرسيو)

خوارکباب نه څاڅي.(سوېډن)

له غوړکباب نه غوړڅاڅکي څڅېږي.(پيدرلول)
دپردی کباب همېشه غوړوي.(پيدرسيو)

ډبره

ډبره درنه ده اودهغې وزن شګه،خوداحمق خوشالي تردواړودرنه ده.(بيبل)

کومه ډبره چې سړی يې نه شي پورته کولي،پرېږده چې پرته وي.
دچازړه چې ګوزارته نه وي، غټې ډبرې ته لاس اچوي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

کومې ډبرې ته چې سړی ضرورت لري،درنه نه ده.(افغانستان-ازبکي)

په کوچنۍډبره هم سړی خوږېږي.(پيدرسيو)

دااسانه ده چې دډبرې په تېروڅنډوودرېږی .(کوريا)

دابده ده چې په يوه ډبره دوه ځله وغورځېږي.(دنمارک -شيليند)

هغه په غوسه کې په خپله پښه ډبره ووهله ،اودخپلې مېچن ډبره يې ماته کړه.(هند-هندي)

څوک چې په شپه کې ډبره ګوزاري،خپل وروروژني.(افريقا-ايوی[په لوېديزه افريقاکې استوګن وګړي-ژ.])

يوډبره هيڅ دليل نه دی.(سوېډن)

۲۸۲

خلک يوازې هغه ونه په کاڼوولي ،چې ډېره مېوه لري.(انګلستان)

له لاس ګوزارشوې اوله خولې وتلې خبره نوره زموږپه واک نه وي.

کله چې ډبره له لاسه ووتله ،په شېطان پورې اړه لري.(سوېس – الماني)

دوناو(دسيندنوم) ته ډبره غورځول اسان،خوبېرته راپورته کول يې سخت دي.(يوګوسلاويا-سرب وکروات)

که دسپيوپه ډله دډبرې ګوزاروکړی ،هغه کوړنجېږي چې پرې لګېدلی وي.

کټوه(کټۍ) له ډبرې سره ووهه،اوډبره له کټوې سره،زيان کټوې ته رسېږي.(پيدرلول)

دسينددتل ډبرې دلمرتودوخه نه محسوسوي.(جاميکا-انګرېزي)

څوک چې کاڼی تېروي،په خپله مرۍ باورلري.(افريقا-تونګا)

دوه سختې ډبرې يوځای ښه وړه نه کوي.(فريزي)

دوه سړې ډبرې که سره وجنګول شي،اورلګوي.(پيدرسيو)

کله چې له غرنه يوغټه ډبره کښته وغورځي ،ډېرکوچنۍ ډبرې ورپسې کښته غورځېږي.(سويس-الماني)

رغړنده ډبره بېخ ته له رسېدو،مخکې نه تم کېږي.(ملغاسي)

رغړنده ډبره (غونډاری)خځلې نه راټولوي.(انګلستان)

هغه ډبره لمدېږي ،چې هرسړی پرې لاړې توکي.(فنلېند)

زه په يوډبره کې مخامخ دومره وړاندې ليدلی شم ،څومره چې نوريې سکونډلی شي.(دنمارک-يوليند)

سړی له هډوکي لږڅه جوولی شي ،خو ډبره هيڅ نه شي.(سوېډن)

که ماډبره نه وای پورته کړې،تا به هيڅ غمی نه وی موندلی.(لرغونی يهودي)

سړی بايدپه خوګانوپسې قيمتي ډبرې ونه ګوزاري.(پيدرلول)

دډوډۍ له پاره ډبره ورکول.(بيبل)

پوړۍ(زينه)

که سړی غواړي په پوړۍ وخېژي،نوله لاندني پاټکې يې پېلوي.

څوک چې په خپله پوړي دغلاله پاره پورته کېږي،په اسانۍ نسکورېږي.(چکوسلواکيا-چکي)

چوپتيا،سکوت،ارامي

زياته چوپتيا دزيات شوراوځوګ لامل کېږي.(افريقا-سواحلي)

له توپان مخکې زيات وخت ارامي وي.

باور

په خندېدونکې ښځې اوژړاندسړي باورمه کوه .(شوروي اتحاد-اوکراين)

په غټ اتي (فيل)،زهرجن مار،پخوانيومريانواوګرانې مېرمنې زيات باورمه کوه.(تايليند-سيامي)

دنورو له مرستې زيات په خپل توان باورکوه.

په خپلوماشومانوباورپه يوه سترګه ړوندوالی ،په پرديوپه دواړوسترګوړوندوالی دی.(مالېزيا)

 

۲۸۳

غرور،کبر،لويي

کبرجن تازه اهلي شوی اس،نوې واده شوې مېرمن اونوی فارغ شوی زده کوونکی دی.

څومره چې کبرزياتېږی هومره يې ماتېدل بدخونده وي.(کاناډا-انګرېزي)

کبرله زوال شته.(افغانستان- پښتو-ژ.)

دومره مغرورلکه لوسيفر(دابراهيمي اديانودمتنونوله مخې دهغه شېطان نوم دی چې دادم دسقوط لامل شو).(انګلستان)

داسې کبرجن لکه پاپ.

له چيندخانو نه لګ لګ په پوره اندازه شته دی.

ښځينه لګ لګ له غږڅخه پېژندل کېږي.

توپان

دتوپان نه خوښېږي چې واښه راوباسي ،هغه خپل قوت له برابرقوت سره ازمايي.(لرغونی هندي)

توپان غټې ونې راغورځوي، کوچنۍ ولاړې وي.(دنمارک-شيليند)

بادلمبه لهتوپان سره اخلي ،خومړه کېږی.

دتوپان په خلاف نسيم لګېدل هيڅ اغېزنه لري.(هند-بهاري)

په توپان کې بايدسړی ګران څه هم وغورځوي(سيندکې).(پيدرلول)

توپان اوبادګاونډيان دي.(ساموا-پولياني)

توپان داوبو په يوګيلاس کې شته دی.(لاتين)

ګستاخي،بدخوي

له دې چې هيڅ پزه ونه لری ښه دی چې ګستاخ وی.

غټ اوکوچنی

مخکې له دې چې کوچني وو،زياتره غټ مخکي کوچني ول.

ټول کوچني څيزونه جال دی.
ټول غټ ښه نه وي.

شېطان چې کله بيبل کې وکتل ويې ويل:«دلته ډېرکوچني اوښه موندل کېږي.»(سوېډن)

جزا

څوک چې يوته جزاورکوي،سل ګواښوي.(فرانسه)

څوک چې په سروزروتقلب په جستوجزاورکول کېږی.(روسيه)

که هيڅ جزا نه وی،نويوانسان به بل ټول خوړلی وی.

اړپېچ(جګړه ،سوله اوشخړه)

ښه ده چې دشخړې مخه ونيسې،تردې چې په سرپه کې ځان وغورځوي.(سوېډن)

څوک چې شخړه لټوي تل لامل پېداکوي.

۲۸۴

دجګړې منځ کې څوک خپله توره چاته پورنه ورکوي.(يوګوسلاويا-بوسنيايي)

هغه له چينې سره مخالف و، ځکه اخير له تندې مړشو.(مالېزيا)

هره جګړه کې خپلې زغرې.

اوبدل،رسۍ

دپه دارځړول شوي سړي کورکې رسۍ مه شماره.

څوک چې ځان ځوړندوي پړی (رسۍ) موندلی شي.

بروزه (يوډول ګياه)،کړکی( نۍ)

بروزه ښايي چې بادله کوم لوري لګېږي.(انګلستان)

هغه ډېرلنډکړکپ ايستلي دي.

سخوندر(غوايي)

نوی سخوندرکيل(کرښه) کږوي.(پيدرسيو)

قوي غوايي له زوړاس نه ښه يېوه کوي.(دنمارک-شيلېند)

دوه زاړه غوايان له يوتنبل اس نه ښه دي.

ډېرسخوندراوډېرغوايان کروندګر شتمن کوي(دنمارک –لوېديزيولېند)

سړی له يوسخوندرنه له رمباړې پرته بل څه نه شي غوښتلی.

زوړغوايي کلک ښکرونه لري.

زده کړيال

له ډېرووحشي زده کړيالانوڅخه مومن واعظان جوړېږي.(المان)

«نه، زه بايديوزده کړيال ولرم »نجلۍ وويل:«زمازنګنونه ډېرتيزدي».

زده کړه،مطالعه

ډکه ګېډه نه غواړي زده کړه وکړي.(دمنځنيوپېړيو لاتين)

ډېره مطالعه زياتره مينه کموي.(پيدرسيو)

زده کړې دسيندله بهيرسره پرمخ بېړۍ چلول دې بېرته نه راګرځي.(چين)

يوانسان چې په ټول ژوندکې يې زده کړې نه وي کړي ،په تياره شپه کې پلي لاروي ته ورته دی.(منګوليا)

ګونګ

يوازې خدای په ګونګ پوهېږي.(ارمني)

دګونګ په ژبه مورپوهېږي.(افغانستان- پښتو-ژ.)

ګونګيان خپله سندره خپل ځان سره زمزمه کوي.(ملغاسي)

اداره کول،واکمني کول

څوک چې خپل ځان کنترولولی شي،نور ښه اداره کوي .

۲۸۵