سید عبید الله نادر     

یو شپون چې تل یې عادت درلود، چې په یوه ټاکلي ځای د ونې لاندی کښیناسته ،تر څو وکولای شي چې د خپلو پسونو څارنه په ښه ټوګه وکړای شي ، د ونې لاندی درې لویي ډبری وي ،چې شپون به تل د هغي لویو ډیرو څخه د اور د لګونې له پاره تری کار اخیسته او د ځان د پاره به یې چایی تیارولي ،هر واری چې ده به د ډبرو په مینځ کې اور وکړو ،نو دې ته به متوجه شو چې یوه ډبره به په کې سړه وه ، با وجود د هغي نه چې اور به روښانه او په زور کې وو ،خو دی په علت نه پوهیده ،او دې حکمت ته ډیر حیران وو ،او تل به یې پرې سوچ کاوه ،څو ځلي یې کوښښ وکړو که د ډبرو د ځای بدلون سره که څه بدلون راشي ، نو د ډبرو ځایونه یې څو ځلي بدل کړل ،خو بیا هم د زورور اور با وجود هماغه ډبره به سړه وه ،تر څو یو ورځي د خپلي ذهنې کنجاوۍ له امله و هڅول شو تر څو د دي ډبری د راز څخه خبرشي ،نو بله ورځ یې ځان سره یو کَلَند راوخیسته، او پر هغي یې ډبره دوه نیمه کړله، د ډبرې په مینځ کې یې په ډیر حیرت سره ولیده ،چې واړه موجودات لکه چینجي د ډبرې په مینځ کې ژوند کوي ،نو مخ یې د آسمان په طرف کړ ،په داسي حالت کې چې ټول صورت یې اوښکو پوښلي وو او وي ویل : ای مهربانه خدایه !ته چې د یو چینجی په هکله دومره اندیښنه لرې او دومره غمخواری کوې ،او د هغي د آرمتیا په فکر کې یې ،نو وګوره چې ماته دې څه کړي دي ،خو ما تر اوسه د خپل وجود ډبره ماته کړې نه ده ،تر څو زه په کې ستا نعمتونه ووینم،

 

 

 

 

 

سید عبیدالله نادر                                           

وایي یو کس ډیر په ژوري مطالعي بخت وو ، او د اخبار مطالب هم یو دبل پسي په زړه پوري وو ،نو تر څنګه ناست یې یو ماشوم ،ډیری پښتنې ترې کولي ،شوخي یې کوله او سړی یې مطالعي ته نه پریښود ،نو سړی هم د دي د پاره چې ماشوم بخت کړي ، د همدې اخبار یوه بله ګڼه یې راواخیسته او اخبار کې چاپ شوي د نړۍ نقشه یې څیري څیري کړه ، او ماشوم ته یې ورکړه چې دا جوړه کړه ، غوښتل یې ګوندی په دي پلمه ماشوم بخت کړي ،ماشوم څیري شوي ټوټي واخیستی ،او نقشه یې ژر روغه کړه ،او سړي ته یې وښوده ،سړی حیران شو او ډیر په تعجب یې ترې پښتنه وکړه ،چې دا دومره ژر دي دا څرنګه جوړه کړه ؟ ماشوم ووییل : د نقشی تر شاه بنیادمانو عکسونه می سره ترتیب کړل ،او جوړ می کړل ،نو نقشه خپله جوړه شوه ،نو وایي ، ما دا انتباه ترې واخیسته ، چې که د ځمکي پر مخ د انسانانو ځایونه بدل کړو ،او هر څوک د خپل فهم او پوهی په اندازه په خپل ځایونو کښیناوو ،نو دا ستونزی به نه وي دا ستونزی له دي امله مونږ هم ګالو چې واقعی انسانان لا په خپل ځای نه دي نصب شوي ، یا نه دي کښینول شوي ،یعنی که انسانان اصلاح کړو ،او د علم او معرفت په ګاڼه یې سمبال کړو نو د ځمکي پر مخ به ډیري ستونزی حل شي ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د فیسبوک د ملګرو څخه یوه انتباهی کیسه د پښتو ادب په اوړو کې اغږلې

 

سید عبید الله نادر

یو عارف چې نیت یې کړی وو ، چې څلویښت شپی څله ونیسي او عبادت وکړی ، او نیت یې دا وو چې د خدای تعالی دیدار وکړي ،د ورځي به روژه وو ، او د اعتکاف په حالت کې یاني د خدای د مخلوق څخه به یې ځان ګوښه کړی وو ،سهار روژه او دشپی په قیام او تضرع کې د خدای تعالی په درګاه کې بوخت وو ، نو د عبادت او چلي نیولو په ۳۶ شپه یې په خپل ځان کې یو غیبی آواز واوریده ،چې ویلي یې : شپږ بجی وروسته د ماسپښین نه د مسګرانو بازار او دکانونو ته ورشه هلته به خدای تعالی ووینې ،عارف وایي : چې زه یو ساعت وختی همغی بازار ته ولاړم ،او هلته حاضر شوم ، او ټاکلي دکان پسي ګرځیدم ،وایی : یوه زړه ښځه می ولیده ،چې یو مسی دیګ یې په لاس کې نیولی وو ،اود خرڅولو په تمه، دکان په دکان یې مسګرانو ته یې ښوده ، چې مګر که کوم دکان دار یې په ښه بیه واخلي ،هر مسګر ته به یې چې وښوده ، هغه به لمړی وزن کړ ،او ورته به یې وویل : چې څلور ریاله او شل شاهی یې اخلو ،بوډا ښځي به زارۍ کولي چې نه کیږي ، هغه په شپږ ریاله واخلي ،؟مسګرانو به ویل : چې موری مونږ ته د دې نه زیات واره نه کوی ،زړې ښځي به بیا دیګ په خپل سر کېښود او په بازار کې به روانه شوه ، او ټولو به همدا یو قیمت ورته وییلي :لنډه یې دا چې د یو مسګر دکان ته ورسیده چې زما د نظر دکان وو ، د مسګر دکان ته ودریده مسګر سخت په خپل کار کې بخت وو ، ښځي ورته وویل : ځویه دغه دیګ ما خرڅولو ته راوړی ، په شپږ ریاله یې خرځومه دا نه اخلې؟ دکان دار وویل ولي په شپږ ریاله ؟؟؟سپین سری بوډا د خپل زړه غوټه ورته خلاصه کړه ،چې یو مریض ځوی په کور کې لرم ،د طبیب د نسخې بیسې او د هغي د څو ورځي د خرڅ او خوراک پیسي نه لرم ،او د هغي د نسخي پیسي شپږ ریاله کیږي ، چې هغه باید واخلم ،او دا بیان یې په ډیر ژړه غوني حالت کې کاوه ،چې هر درد من او د احساس خاوند یې ژړوه ،مسګر دیګ واخیست ، او بودې ښځي ته وویل : دا دیګ ډیر قیمتی دیګ دی ، او روغ رمټ دی ، که ستا خوښه وي زه یې په څلویښت ریاله اخلم ، ښځي ورته وویل : چې ته په ما ملنډې وهی ؟مسګروویل نه هیڅکله زه ملنډې نه وهم ، د دي له پاره چې د بیوسي ښځي ډاډ ژر حاصل ښی نو څلویښت ریاله یې ژر په لاس کې ورکیښودل .بوډۍ ښخه ډیره حیرانه شوه ، او د حیران توپ او منډې منډې حالت کې یې او د ډیرو دعا ګانو سره د خپل کور په لو ر رهي شوه ، د ریاضت خاوند او عارف وايي : زه چې ناظر د دي صحنې وم ، او د خدای سره د ملاقات وخت هم رانه هیر وو ،نو د مسګر دکان ته راخوځیدم ،او مسګر ته می وویل:چې کاکا مګر ته په کسب وکار بلد نه یې ؟!!! اکثرو مسګرانو د بازار دا دیګ وتله او د څلور ریاله او شپږ شاهی نه یې زیاته بیه پرې کښینښو ده،او ته هغه په څلویښت ریاله اخلي ؟!!!

مسګر وویل ما دیګ نه دی اخستی ،ما پیسي ورکړي چې هغه د خپل ځوي د نسخې دوا پری واخلي ،او یوه هفته په ډاډه زړه او بی له اندیښنې د خپل ځوی پرستاری پری وکړي ، او د هغی تر څنګه  ،پیسي می پردي زیاتي ورکړي چې مجبوره نه شي چې د خپل کور نور وسایل خرڅ کړي، او سر ګردانه نه شي ،پیسي می ورکړې چې یو څو ورځي روحی آرامی ولري ،ما دیګ نه دی اخیستی ،وايي : زه د خپلي خبری څخه سخت شرمند شوم ،او په ژور فکر کې ډوب تللی وم ،هغه آواز می بیرته په خپل وجود کې واریده چې ویل یې :په چله نیولو او شپه او ورځ عبادت او ځان د خدای له مخلوقه لیري کول د اعتکاف په نامه یا لیری ساتل څوک زمونږ زیارت ته نشي راتلای ،!!!د یو ولیدلی او درمانده انسان لاس نیوی وکړه نو موږ خپله ستا زیارت ته راځو ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د فیسبوک د ملګرو څخه په اخیستنه او د پښتو ادب په اوړو کې اغږلی شوی ژباړن : سید عبیدالله نادر 

'د مغولو په واکمنۍ کې د پاچا "کیدو" یوه لور وه چې "ایګیارنې" نومېدله. په تاتارۍ ژبه کې یې مانا "روښانه سپوږمۍ" ده. دا نجلۍ هم ښکلې ډېره وه او هم ډېره تکړه او زړوره وه. د پلار په ټوله پاچاهۍ کې یې داسې نر نه و چې د زړورتیا په کارنامو کې تر دې مخکې شي'

دا د یوې ځواکمنې شهزادۍ په اړه د ایټالوي سوداګر او لیکوال مارکو پولو خبرې دي چې په خپل کتاب "بوک آف ونډرز" یا "د عجایبو کتاب" کې یې لیکلې دي.

دا شهزادۍ د "ختلون" په ګډون په څو نومونو پېژندل کېده خو مارکو پولو په خپل کتاب کې هغه د "ایګیارنې" په نوم یاده کړې ده.

په ۱۳مه پېړۍ کې د مغولو پاچاهي د اروپا د هنګري له پولو رانیولې بیا په ختیځ کې تر چین سمندره غځېدلې وه. پر دې ټولې سیمې د چنګېزخان ځایناستو حکومت کاوه.

ختلون یاني‌ دا شهزادګۍ د چنګېز خان کودۍ او د اوګودې کړوسۍ کېدله. هغه سړی چې چنګېز خان خپل ځای‌ناستی ټاکلی و. دی د مغولو د یوې ډېرې ځواکمنې کورنۍ مشر و.

خو تر نسل او نسب د مارکو پولو پام د شهزادۍ خپل شخصیت او زړورتیا ته ډېر اوښتی و. هغه که یو خوا تکړه جنګیالۍ وه نو بلخوا یې د ژوند جالب اړخ دا و چې له واده یې انکار کړی و.

یوازې په دې شرط یې واده ته غاړه ایښودله چې 'که داسې یو سړی پيدا شي چې دې ته ماته ورکړي'

خو دا اسانه خبره نه وه، ځکه چې د نورو مغولو ښځو او نارینه‌و غوندې دا هم په غشي ویشتنې کې تکړه وه، هم په اس ځغولو کې ماهره وه او پر دې سربېره په منګولیا یا مغولستان کې د [بوک] په نوم دود غېږ نیونه کې هم څوک نه شول ورته ټينګېدلی. د دا ډول غېږ نیونې پر مهال هغه کس بایلونکی دی چې پر ځمکه تر بل وړاندې ولګېږي.

مینه وال ډېر پیدا شول او ټولو ته شرط مالوم و. که شهزادګۍ یې ماته کړه نو واده به ورسره کوي او که دی مات شو نو سل اسونه به ورکوي.

په ۱۵مه پېړۍ کې د مارکو پولو په یوه کتاب کې دا عکس خپور شوی چې ختلون پکې د غېږ نیونې پر مهال ښودل شوې، پاچا کیدو او د هغه ښځه یې په دربار کې د سیالۍ ننداره کوي.

دا خبر په شاوخوا ټولو هېوادونو کې خپور شو. زلمي راډېر شول خو یو په بل پسې مات شول او له شهزادۍ ختلون سره په شرط کې د ګټل شویو اسونو شمېر لسو زرو ته ورسېد.

مارکو پولو په خپل کتاب کې لیکي‌ چې د یوه بل هېواد شهزاده وویل چې که دی مات شي نو د سلو پر ځای به زر اسونه شهزادۍ ته ورکړي، ځکه چې هغه پوهېده چې که شرط وګټي نو څه په لاس ورځي.

دا شهزاده ډېر ښکلی او د یو بل لوی پاچا زوی و.

ویل کېږي چې 'کیدو یاني د شهزادۍ پلار ډېر خوشاله و او خپلې لور ته یې زارۍ کولې چې ځان ورته مات کړي او شهزادۍ پرېږدي چې شرط وګټي او زوم یې شي."

خو ختلون شهزادګۍ انکار وکړ او د نندارچیانو منځ ته له شهزاده سره غېږ نیونې ته ورغله. هلته ډېرو نندارچیانو هم غوښتل چې شهزاده سیالي وګټي چې "دا ښکلې جوړه سره یو ځای شي او واده وکړي."

'دواړه سیالۍ ته راووتل. یوه بل ته یې غېږې سره ورکړې. خو ډېر ژر شهزاده مات شو او شهزادګۍ ختلون شرط وګاټه.'

ختلون ته زر اسونه ورکړل شول او زلمی شهزاده ځوړند سر د هغې له هېواده ووت او خپلې سیمې ته وکوچېد.

که څه هم مارکو پولو باندي له تاریخي پلوه دا باور نه کېږي چې د تاریخي پېښو د باور وړ مستند سازي دې یې کړې وي. خو کتاب او پکې شته داستان ځکه د خلکو خوښ شو چې د مغولو په اړه یې هغسې کیسې نه دي کړې چې په اړه یې فکر کېږي. یاني بې رحمه او خونخواره او داسې وګړي چې دنیا یې وژله او خوړله بلکې په دغه کتاب کې هغوی ډېر مذهب انسانان ښودل شوي.

خو بیا هم د مارکو پولو ځینې لیکنې دروغ ښکاري، که څه هم تجربې یې رومانوي اړخ لري.

د ختلون شهزادۍ د شخصیت په اړه هم ګڼې افسانې او خیالي کیسې شته خو ځينې یې پر تاریخي لیکنو استناد کوي. په ځانګړي ډول د راشد الدین همداني لیکنې.

هغه د "جامع التواریخ" په نوم کتاب کې په ۱۴مه پېړۍ کې د مغولو د پاچاهۍ په اړه لیکلي دي.‌

خو د ځینو پېښو په اړه داسې تفصیل پکې شته چې سر نه سره خوري.

خو د ختلون شهزادۍ کیسه نیمايي داستان دی او نیم یې پر امکاناتو لیکل شوی چې ښايي‌ داسې به شوي وي.

موږ پوهېږو چې هغه د کیدو پاچا یوازېنۍ لور وه. که سیاسي پرېکړې وې، که د عدالت او انصاف اړوند موارد وو او که د جګړې ډګر و، هغه د خپل پلار یاني پاچا تر ټولو مهمه سلاکاره وه. په داسې حال کې چې تر دې یې ۱۴ مشران وروڼه هم وو.

پاچا هغه بېلابېلو جګړو ته له ځانه سره بیولې وه.

مارکو پولو وايي، "هغه به کله د دوښمن پوځ ته نږدې ورغله، له منځه به یې یو سړی راونیو او پلار ته به یې راوست. داسې لکه یو باز چې پر مرغۍ برید وکړي"

د هغې د بدن په اړه مارکو پولو لیکلي چې، "په ونه دنګه او ځواکمنه وه، لکه دېو داسې وه"

ویل کېږي چې هغه وروسته واده ته رضا شوه خو هیچا هم ماته نه شوه کړای. یو وخت خو یې دېښنو دا اوازه خپره کړې وه چې ګواکې پاچا له خپلې دې لور سره جنسي اړیکې لري. خو دوی دا ادعا رد کړې وه.

خو تر ننه دا په ډاګه نه ده چې هغې له چا سره واده وکړ.


په ۲۱مه پېړۍ کې اوس ختلون په ویډيويي لوبو او ادبیاتو کې د یوې اتلې په توګه پېژندل کېږي

د "جامع التواریخ" کتاب لیکوال راشد الدین همداني وايي چې ختلون شهزادګۍ د "غازان" په نوم یوه ځوان باندې مینه شوې وه چې په ۱۲۹۵ کې د فارس خان و خو واده یې سره ونه کړ.

په ځینو تاریخي حوالو کې ویل کېږي‌ چې "دا نېکمرغه او ښکلی سړی یو قاتل و او د قبلايي په نوم یوه مشر د خپل پلار وژلو ته ساتلی و خو وروسته یې کومه کارنامه کړې وه، ځکه وبښل شو."

ډېری تاریخ لیکونکي پر دې خبره همغږي دي چې کیدو پاچا غوښتل خپله دا لور د خپل میراث واکداره کړي خو نه دې په خپله دا کار مانه او نه یې هم وروڼو داسې غوښتل. د هغې یوازې د جګړې له ډګر سره مینه وه.

دا زړ‌وره او نه ماتېدونکې شهزادۍ ختلون په ۱۳۰۶ کال کې د نامالومو لاملونو له کبله مړه شوه. ځینې خو وايي‌ چې په مشکوک ډول مړه یا وژل شوې.

په اړه یې ډول ډول کیسې لیکل شوې دي.

اوس په ۲۱مه پېړۍ کې هغه په ویډيويي لوبو او ادبیاتو کې د یوې اتلې په توګه پېژندل کېږي.

له ډلې یې یو کتاب "ختلون شهزادۍ ۲۰۱۷" دی چې ګڼې جایزې یې ګټلې دي او منګولیایي خبریال، لیکوال او فلم جوړوونکي شودرټسیګ باتارسون لیکلی دی.

دا تاریخي ناول په مغولستان کې پوره یو کال تر ټولو ډېر پورل کېدونکی اثر و او فلم هم پرې جوړ شوی چې "ختلون، د واریېر پرنسس ۲۰۲۱" نومېږي.

لومړۍ برخه

ژباړن: عبدالملک پرهیز

یو شتمن سړي سمندر ته نژدې په یو لوی ښار کې ژوند کاوه. نوموړي درې لوڼې او درې زامن لرل. د یوې لور نوم یې ښکلا ؤ. ځکه هغه ډېره ښکلې وه. د دوه نورو لوڼو نوم یې ګلابه او وړانګینه ؤل. دوی دواړه ډېرې لټانې او نامهربانې وې. دوی غوښتل بهر ووځي او خپل ساعت تېر کړي.

دوی دواړو غوښتل د شتمن سړي سره واده وکړي. ښکلا د دوی خوښه نه وه ځکه هغه ښایسته وه.

ښکلا سره او اوږده ویښتان لرل. هغه ښه او مهربانه وه. هغې غوښتل په کور کې اوسي او کتابونه ولولي. د پیانو غږول یې هم خوښ ول.

د ښکلا پلار سوداګر ؤ. یوه ورځ نوموړي هر څه له لاسه ورکړل ځکه د هغه بېړۍ په سمندر کې ورکه شوې وه.

«زما ګرانو بچیانو» هغه په ناڅاپي ډول داسې وویل: « ماته زیاتې پیسې پاتې نه دي»! موږ بې وزلي شوي یو. موږ باید دا لوی کور خوشې کړو او په کلي کې ژوند وکړو.

اوه ګرانه!

موږ بې وزلي یو، دا ځورونکې ده! دوه لوڼو دا خبره وکړه.

څومره بدمرغي ده! دریواړه وروڼو دا خبره وکړه.

د ښکلا پلار وویل: موږ باید کار وکړو.

کار؟ خویندو وویل.

نه، موږ نه غواړو په کلي کې ژوند وکړو.

دوی په ژړا پیل وکړ.

ښکلا هم خپه ده خو هغې وویل: بس دی مه ژاړئ! موږ به کار وکړو او له پیسو پرته به هم خوښ ژوند ولرو.

کورنۍ کلي ته په کډه شوه او په یو کوچني کور کې ځای پرځای شول.

ښکلا هره ورځ سبايي په څلورو بجو پاڅېدله څو کور جارو او خواړه پاخه کړي. بیا یې په سیند کې جامې پرېمینځلې.

درېواړه وروڼو په کلي کې کار کاوه.

ګلابې او وړانګینې کار نه کاوه.

ټوله ورځ بیکاره ناستې وې.

دوی ټول سهار ویده ول او وروسته به یې په ځنګل کې چکر واهه.

ګلابې ویل: زه خوشحاله نه یم، کلی زما خوښ نه دی، ځکه دلته هيڅ نشته چې ترسره یې کړې.

وړانګینې په قهر او غصې وویل: موږ تیاتر ته تللی نه شو او ښکلې جامې آغوستلی نه شو، موږ هیڅ ملګري او دوستان نه لرو.

ښکلا ته وګوره، ګلابې  په قهر او غصې وویل. هغه کار کوي او په سختیو کې هم خوشحاله ده.

د ښکلا پلار وویل: ګرانې ښکلا! ته زیات کار کوې او تل خوشحاله یې. ته زما ډېره ښه لور يې.

دویمه برخه

د ښکلا ګلان

یو کال وروسته د ښکلا پلار یو ډېر مهم لیک تر لاسه کړ.

نوموړي خپل شپږ اولادونه را وغوښتل او ویې ویل:

غوږ شئ چې دا لیک تاسې ته ولولم:

ستا بېړۍ دلته ده. هغه ورکه شوې نه ده، مهرباني وکړئ بندر ته راشئ.

ټول خوښ شول. دا خورا ښه زیری دی! د هغه زامنو دا خبره وکړه.

پلار ویل، هو. زما بېړۍ زما له ټولو شتمنیو سره په بندر کې ده.

ګلابې وویل: موږ بیا شتمن یو. موږ کولی شو نوې جامې وپېرو.

وړانګینې وویل: موږ اوس کولی شو په ښار کې بیرته خپل لوی کور ته ستانه شو.

زه باید همدا نن بندر ته ولاړ شم. ددوی پلار په خوښۍ سره دا خبره وکړه.

اوه پلارجانه! وړانګینې وویل: ما ته نوې جامې او خولۍ راوړه. هو، ګلابې وویل: ماته نوي بوټان او ګاڼې راوړه.

پلار خپل مخ د ښکلا په لور واړوه او ویې ویل ته څه غواړې ښکلاجانې؟

پلار جانه اړینه نه ده پیسې ولګوې. ماته یوازې د ګلاب ګل راوړه.

د ښکلا پلار بندر ته ولاړ او خپله بېړۍ يې پیداکړه. خو په بېړۍ کې د هغه  سره زرو شتون نه درلود. بېړۍ تشه وه! څومره بدمرغي ده! هغه په قهر او غصې دا خبره وکړه. اوس باید کور ته ستون شم او دغه ناوړه خبر خپلو اولادونو ته ورسوم. کور ته د تللو په مهال هغه له یو ستر ځنګل څخه تېرېده. واوره اورېدله او سوړ شمال لګېده. هغه لاره ورکه کړه. زه چیرته یم؟ هغه فکر وکړ. چیرته ولاړ شم! ډېر مې ساړه شوي او زیات ستومانه شوی یم. هغه د لېوانو غږ واورېداو زیات وډار شو. ناڅاپي په ځنګل کې یوه لویه ماڼۍ ورته تر سترګو شوه. د ماڼۍ له کړکیو رڼا ښکارېدله.

اوه، څومره ښه! هغه فکر وکړ. کېدی شي د ماڼۍ اوسېدونکي راسره مرسته وکړي. هغه خپل آس ماڼۍ ته نژدې په آستون کې ودروه. هغه د ماڼۍ لوی ور وټکاوه خو هيڅ چا  ور خلاص نه کړ او هيڅ غږ یې تر غوږه نه شو.

هغه له دروازې بهر په تمه ودرید. خو وروسته یې ور پرانیسته او ماڼۍ ته ننوت.

هغه یو لوی سالون ولیده چې د اور زیات نغري یې لرل. هلته یو اوږد میز ؤ چې له هر راز خوړو ډک ؤ. د هغه ساړه شوي ول نو ځکه نغري ته نژدې کیناسته.

هغه فکر وکړ، ډېره عجیبه ده! دلته هيڅ څوک نشته! هغه زیات وږی ؤ او پر یوې څوکۍ کیناست او د ډوډۍ په خوړلو یې پیل وکړ. هغه خوبولی ؤ. هغه د ویده کېدو یو توده او نرمه بستره پیدا او ویده شو. کله چې سهار له خوبه پاڅېده نو کټ ته نژدې یې نوي جامې ولیدلې. هغه فکر وکړ. څومره ښه، نوي جامې!

کوم مهربانه سړی په دغه ماڼۍ کې ژوند کوي.

هغه له کړکۍ بهر وکتل، او زیات حیران شو. نور واوره نه ورېدله او هوا ښکلې او روښانه وه!  هغه فکر وکړ. په انګړ کې زیات ښکلي ګلان دي. هغه جامې واغوستلې او سالون ته ولاړ. د اوږده میز دپاسه کلچې، شکلات او شیدې ایښې وې. هغه کیناسته او ویې ویل دداسې ښه خواړو دپاره د زړه له کومې مننه کوم. هغه شا او خوا وکتل خو هلته هيڅ څوک نه ول. هغه خواړه وخوړل او پرېکړه یې وکړه کور ته ولاړ شي.

آستون ته ولاړ او خپل آس یې واخیست. په انګړ کې د هغه نظر د ګلابو پر ښکلیو ګلانو ولګېده. هغه له ځانه سره فکر وکړ ډېر ښکلي ګلاب دي، یو ګلاب یې غوڅ کړ.

یو ناڅاپه یو ډېر ډارونکی غږ یې واورېده. هغه مخ واړوه او یو ډېر ډارونکی او بدغونی ځناور یې ولیده.

دریمه برخه

ځناور

ته بد انسان یې! ځناور په قهرجنه بڼه چیغه وکړه. ته زما ماڼۍ ته راغلې او ما ستا ژوند وژغوره. تا دلته خواړه وخوړل، دلته ویده شوې. په پای کې دې زما یو ښکلی ګلاب و شلولو (غوڅ کړ). ددې کار له امله باید ووژل شې! د ښکلا پلار په ژړا شو.

اوه، ښاغلیه بښنه غواړم. ته زیات مهربان یې. مهرباني وکړئ په ما مه غصه کېږئ. دغه ګلاب ما خپلې یوې لور ته شلولی دی.

زما نوم ښاغلی نه دی. زه ځناور یم. مهرباني وکړه ما په خپل نوم یاد کړه. تا د خپلو لوڼو یادونه وکړه. ددې امله ستا یوه لور باید ستا پر ځای ووژل شي.

اوه، نه نه! د ښکلا پلار دا خبره وکړه. هغوی ځوانې دي هغوی نه غواړي مړې شي.

نو ته بیرته راشه څو ووژل شې. ځناور داسې وویل: زه درې میاشتې صبر کولی شم او تاته په تمه پاتې کېدی شم. چمتو یې دا خبره ومنې چې بیرته به راشې؟

هغه له ځانه سره فکر وکړ، زما لوڼې باید مړې نه شي. زه کور ته ځم څو د وروستی ځل دپاره خپل اولادونه ووینم.

مخکې له دې چې د ښکلا پلار له ماڼۍ څخه لاړ شي، ځناور ورته وویل « زه بد نه یم» ځناور وویل: ځه بېرته د خوب خونې ته لاړ شه. هلته یوه لویه خلطه ده، هر څه چې دې زړه غواړي خلطه ترې ډکه کړه څه چې دې واخیستل ټول ستا دي.

د ښکلا پلار خلطه له زیاتو سرو زرو او طلاګانو ډکه کړه. او آس یې بار کړ او د کور په لور روان شو.

کله چې کور ته ورسېده د ګلاب ګل یې ښکلا ته ورکړ. ښکلا جانې واخله دا ګلاب ستا دپاره دی. هغه ناڅاپه وویل: غواړم تاسې ته خپله ډارونکې قصه وکړم.

هغه خپلو اولادونو ته په بندر کې د خپلې تشې بېړۍ قصه وکړه، په ځنګله کې د ماڼۍ په اړوند او د ځناور په اړوند قصه وکړه.

ګلابه او وړانګینه له ښکلا سره په قهر دي. دوی وویل چې پلار باید ووژل شي ځکه ګلاب او ښکلا پر تا ګران دي!

ښکلا وویل: نه! پلار باید و نه وژل شي . زه د ځناور ماڼۍ ته ځم.

وروڼو وویل: نه خورې، موږ د ځناور ماڼۍ ته ځو او هغه وژنو!

نه، دا امکان نه لري. د هغوی پلار دا خبره وکړه. ځناور ډېر لوی او غښتلی دی. زه سپین ږیری یم، زه باید ووژل شم.

خو ښکلا و نه منله.

هغې پریکړه وکړه د ځناور ماڼۍ ته ولاړه شي.

نه، پلاره ته باید لاړ نه شې، زه باید لاړه شم!

هيڅکله هم نه، د ښکلا پلار داخبره وکړه.

ښکلا وویل: زه نه ډارېږم. ته باید ژوندی اوسې څو زما د وروڼو او خویندو ساتنه وکړې. دوی تاسې ته اړتیا لري.

د ښکلا پلار یوه شیبه فکر وکړ.

تر یوې لنډې چوپتیا وروسته هغه ناڅاپي وویل: سمه ده ښکلا جانې. ته کولی شې لاړه شې.

د ښکلا وروڼه زیات خپه دي. خو ګلابه او وړانګینه نه.

سبا سهار ښکلا د خپل پلار په ملګرتیا د ځناور ماڼۍ په لور ځي.

په ماڼۍ کې هغوی یو لوی میز ویني چې خوندور خواړوه پرې ایښودل شوي دي.

ښکلا او پلار یې وږي نه دي خو سره له دې هغوی کیني او ډوډۍ خوري. ناڅاپه دوی یو لوړ غږ آوري. څومره بوږنونکی غږ دی؟ ښکلا پوښتنه وکړه.

پلار وویل ځناور راځي.

ښکلا د ځناور ډارونکې او بدرنګه څېره ولیدله. هغه ډېره ډارېدلې وه.

اوه، دا ځناور خو ډېر ډارونکی دی. له ځانه سره یې وویل.

ځناور هغې ته وکتل او ویې ویل: ته ډېره زړه وره انجلۍ یې.

زه ستاسې له بڼ څخه د شلول شوي ګلاب په خاطر زیاته متاسفه یمه. هغې په چټکۍ سره دا خبره وکړه.

ځناور د ښکلا پلار ته وکتل او ویې ویل: ته باید سبا سهار له دې ځایه لاړ شې. او بیا رانه شې، پوه شوې؟

د ښکلا پلار، ځناور او بیا خپلې لور ته وکتل.

اوه ښکلاجانې، ځه کور ته لاړه شه، زه باید دلته پاتې شم!

ښکلا وویل: نه پلار جانه! موږ باید زړه ور اوسو. موږ دواړه ستړي او ستومانه یو، ځه چې لاړ شو او ویده شو. سهار باید ته زما خویندو او وروڼو ته بیرته ستون شې.

په دغه شپه ښکلا خوب ولیده. په خوب کې یوه مهربانه پرښته هغې ته وايي: ښکلا! ته ډېره ښه انجلۍ یې. ته ډېر مهربانه زړه لرې.

ته غواړې د خپل پلار ژوند و ژغورې. ته به یوه ورځ ډېره خوشحاله او نیکمرغه شې.

د ښکلا کورنۍ

څلورمه برخه

په ماڼۍ کې ژوند

بله ورځ د ښکلا پلار ماڼۍ پرېښوده او لاړ. هغه ژړل.

ښکلا وویل: مه ژاړه پلاره! په یاد وساته چې ته پرما ګران یې.

پلار وویل: د خدای په امان ښکلاجانې.

ښکلا زیاته وېده!

هغې فکر وکړ، کوم ښه کار چې هغه ( ځناور) یې له هغې سره وکړي دا به وي چې نن شپه ما وخوري.

زه غواړم د خپل ژوند له وروستۍ ورځې خوند واخلم. غواړم د ماڼې د بڼ انګړ ته لاړه شمه.

هغه د ماڼۍ د بڼ لوی انګړ ته ووتله څو له بڼ څخه لیدنه وکړي. خو هغه ډېره زیاته حیرانه شوه.

دا یو ډېر ښکلی بڼ دی چې زیات ښکلي ګلان لري.

وروسته هغه د ماڼۍ لیدلو ته لاړه. هغې د ماڼۍ له ټولو خونو لیدنه وکړه.

د یوې خونې پر ور هغې داسې لیکنه ولیدله: د ښکلا خونه!

هغې ور پرانیست او ډېره ښکلې او په زړه پورې خونه یې تر سترګو شوه.

هلته یو ډېر ښکلی د خوب تخت ترسترګو کیده او پر دیوال یوه هینداره ځړېدلې وه.

ښکلا شا او خوا و کتل او فکر یې وکړ.

دلته یوه پیانو او د لوستلو زیات کتابونه زما دپاره شتون لري.

څومره عجیبه ده!

کېدی شي ځناور نه غواړي نن شپه ما وخوري.

هغې یو کتاب واخیست او په لوستلو یې پیل وکړ.

یو ناڅاپه د هغې سترګې په کتاب کې پر دغه جمله و نښتلې.

ښکلا! تاته ښه راغلاست وایم، مه ډارېږه. ته ددې ماڼۍ ملکه یې.

هر څه چې غواړې ماته ووایه چې پوره یې کړم.

ښکلا وویل: زما یوازنۍ غوښتنه داده څو خپل بې وزلی پلار ووینم.

ناڅاپه هغې په هینداره کې خپل پلار ولیده. هغه زیات خپه ؤ.

هغې همدارنګه خپل کور ولیده. هغې خپلې خویندې ګلابه او وړانګینه ولیدلې. هغوی له ښکلا پرته زیات خوشحاله ول.

هغې فکر وکړ: ځناور له ما سره مهربانه دی. ولې زه ترې ډارېږم؟!

۱۲ بجې هغه باید غرمنۍ وخوري. تر غرمنۍ وروسته هغه خپلې خونې ته لاړه. ښکلا له ځانه سره فکر وکړ: څومره ښکلې پیانو ده، غواړم ویې غږوم. هغې په پیانو کې ډېره ښکلی موسیقي وغږوله. وروسته له هغې ښکلا په ځونې کې ټول کتابونه وکتل. ځنې کتابونو کې ښکلي انځورونه ول او په ځنیو کې نه.

هغې د ګلانو اړوند یو کتاب واخیست او مختلف ګلان یې له نظره تیر کړل. وروسته هغې، نوموړې د ګلاب د ګل بیلابیل ډولونه او رنګونه ولیدل.

هغې له ځانه سره وویل: اوس غواړمه لاړه شمه او په انګړ کې د ګلابو مختلف ګلان ووینم. هغه د بڼ انګړ ته لاړه او تر رمې دمخه ټول وخت یې همدلته تیر کړ. هغې د ګلانو سیل کاوه او زیاته خوشحاله وه.

د غرمنۍ په مهال هغه د خوړو د اوږده میز تر شا کیناسته او د ځناور راتګ یې پام ځانته واړوه. هغه زیاته و ډارېدله.

ځناور وویل: ښکلا! اجازه ده دلته له تاسره د میز شاته کینم؟

ښکلا وویل: ته ددې ماڼۍ څښتن یې.

ځناور وویل: ته ملکه یې.

اجازه ده له تا یوه پوښتنه وکړم؟

ښکلا وویل: هو تاسې کولې شئ خپله پوښتنه وکړئ.

ځناور وویل: آیا زه ډیر بدرنګ یم؟

ښکلا نه پوهیدله څه ووایي.

ښکلا هغه ته وکتل او لږه شیبه یې فکر وکړ: هو ته ډېر بدرنګه یې. خو ته زیات مهربانه او مودب یې.

ځناور ښکلا ته وکتل او موسکی شو.

هو، حق له تا سره دی ، زه په بوږنونکي ډول بدرنګ او ډارونکی یم خو مهربانه یم. دا اوس ستا کور دی، ښکلا. مهرباني وکړه ځان خپه مه احساسوه!

ښکلا وویل: ځنې کسان زیات ښکلي وي خو مهربانه نه وي. ته زما خوښ یې ځکه ته یومهربانه اوښه زړه لرې.

ځناور وویل: ډېره مننه ښکلا!

ښکلا نور له ځناور څخه نه ډارېدله او په اشتها سره یې خواړه وخوړل.

ځناور هغې ته وکتل او بیا یې ترې پوښتنه وکړه.

ښکلا غواړې له ما سره واده وکړې؟

څه عجیبه پوښتنه!!! ښکلا وډارېدله.

له ځانه سره یې فکر وکړ اوس څه ځواب ورکړم؟

یوه شیبه غلې پاتې شوه خو په پای کې یې وویل: نه، بښنه غواړم. زه نه غواړم له تا سره واده وکړم.

ځناوره زیات غصه شو. او ښکلا زیاته و ډارېدله.

له دې وروسته ځناور له خونې ووته او ښکلا ته یې وویل: د خدای په امان ښکلا!

دوام لري

پنځمه برخه

کوټګره ګوته

ښکلا په دغه ښکلې ماڼۍ کې درې میاشتې ترې کړې. هره ورځ یې کتابونه لوستل او پیانو یې غږوله. هغې ددغه لوی بڼ په هر ګوټ کې چکر واهه او ګرځېدله. جګې ونې او د مختلفو رنګونو ګلان یې خوښ ول.

هغې د ماڼۍ په خونو کې ښکلي ګلان ایښودل. هغې همدارنګه له ګلانو عطرونه جوړول. خو ورځې اوږدې وې او هغه بیخي یوازې وه.

ښکلا ډېر کله د خپل پلار، خویندو او وروڼو په اړوند فکر کاوه. یو ناڅاپه په زړه کې یې وګرځیدل چې غواړي بیا خپل پلار وویني. او بیا خپل کور وویني.

ځناور هره شپه د ماښامنۍ په مهال نهه بجې د هغې لیدو ته راتلو. دوی د مختلفو او په زړه پورې مسایلو په اړوند خبرې کولې او سره خوښ ول.

اوس ښکلا د ځناور له ناوړه څېرې څخه نه ډارېدله. هره شپه به ځناور له ښکلا څخه هماغه پوښتنه بیا تکراروله: ښکلا، غواړې له ما سره واده وکړې؟ او هره شپه به ښکلا ځواب ورکاوه. نه.

یوه ورځ ښکلا وویل: ولې هره شپه ته هماغه یوه پوښتنه بیا بیا تکراروې؟

دا ځکه زه غواړم له تا بل ډول ځواب واورم. ځناور دا خبره وکړه. ښکلا وویل: زه متاسفه یمه، خو زه نه غواړم له تاسره واده وکړم.

ځناور زیات خپه شو.

ښکلا وویل: زه به د تل له پاره ستا ملګرې پاتې شم.

ځناور وویل: ته ډېره ښه ملګری یې.

ښکلا په خندا وویل: ته هم ډېر ښه ملګری یې.

ځناور وویل: زه پوهیږم چې زه په کرکجنه بڼه بدرنګ یم. خو ته پر ما ډېره ګرانه یې او زه له تا سره زیات خوښ یم. هیله کوم ما خوشې نه کړې!

د ښکلا مخ تک سور واوښت او یوه شیبه غلې ناسته وه.

ښکلا وویل ما د خپلې خونې په هینداره کې خپل بې وزلی پلار ولیده. هغه زیات غمجن او بیخي یوازې دی. هغه فکر کوي زه ژوندۍ نه یمه. زما خویندې واده شوي او وروڼه مې هم لرې تللي. زه غواړم د وروستي ځل دپاره خپل پلار ووینم. اجازه راکوې لاړه شمه او هغه ووینم؟ هیله کوم پرې مې ږده.

ځناور وویل: هو، ته کولی شې لاړه شې او خپل پلار وګورې. خو زه به ستا په نه شتون کې زیات غمجن شم.

ښکلا په زیاتې خوښۍ سره وویل: اوه ډېره مننه.

زه ځمه او یوه اونۍ وروسته بیرته راځمه.

ځناور وویل: سمه ده، ته کولی شې سبا د خپل پلار لیدلو ته لاړه شې. خو په یاد ولره چې په یوه اونۍ کې بیرته راشې. مخکې له دې چې بیرته راشې دغه ګوته د خپل ویده کېدو تخت ته نژدې پر میز کېږده. دا کوډګره ګوته ده. د خدای په امان. ښکلا.

شپږمه برخه

د خویندو پلان

سبا سهار ښکلا د خپل پلار په کور کې د خپل خوب په کوټه کې په خپل تخت کې سترګې پرانیستلې. هغه پاڅیدله او له زینو ښکته لاړه. کله چې پلار یې هغه ولیده په ژړا شو. 

ښکلا آیا دا ته یې؟ څومره ښه! زما لور روغه او جوړه ده او دلته ده!

ښکلا ډېره خوشحاله ده او خپل پلار یې په غېږ کې ونیوه. 

پلار یې په خوښۍ سره وویل: جامې واغونده او راشه ماته د ځناور قصې وکړه.

ښکلا خپلې خونې ته لاړه او له ښکلیو جامو ډک بکس یې پیداکړ. دا ماته د ځناور سوغات دی. ښکلا خپل پلار ته دا خبره وکړه.  هغه زیات مهربانه دی. هره ورځ ماته سوغاتونه راکوي. هغې ډیر ښکلي جامې خوښې کړې او ویې ویل زه غواړم دغه جامې ګلابې او وړنګینې ته ورکړم. کله چې هغې دا خبره وکړه بکس ورک شو! 

د ښکلا پلار وویل: ځناور تا ویني! دا ښکلې جامې ستا له پاره دي نه ستا د خونیندو دپاره.

ناڅاپه بکس بیرته پیداشو. په دې سهار ګلابه او وړانګینه د خپلې خور لیدلو ته راغلل. هغوی دواړه خوشحاله نه ول. 

ګلابې وویل: اوه ښکلا ستا له لیدو زیاته خوشحاله یمه.

ښکلا وویل: ګلابې ته خوشحاله نه ښکارې ولې څه خبره ده؟

ګلابې وویل:اوه  دا اوږده قصه ده. 

ښکلا وویل: مهرباني وکړه ماته ووایه څه خبره ده؟ 

زما میړه ډېر ښکلی دی، هغه ټوله ورځ د هیندارې مخې ته ولاړ وي. هغه هیڅکله هم ماته نه ګوري او له ما سره خبرې نه کوي.

ښکلا وویل: اوه ګرانې دا لویه ستونزه ده. 

وړانګینې وویل زما میړه ډېر هوښیاره دی خو هیڅ څوک د هغه خوښ نه دي او هغه هم  د هیڅ چا  نه خوښېږي. زه هیڅکله نه شوم کولی خپل دوستان میلمانه کړم. ځکه هیڅوک دهغه خوښ نه دي.

موږ له خپلو میړونو سره زیاتې ستونزې لرو. 

ښکلا وویل: اوه زما بې وزلو خویندو، ستاسې دپاره زیاته متاسفه یمه.

وړنګینې وویل: موږ ته د ځناور قصه وکړه.

ښکلا وویل: ځناور بد نه دی. هغه ډېر مهربانه دی. د هغه ماڼۍ زما ډېره خوښه ده او زه یې ملکه یمه. زه کار نه کوم. زه کتابونه لولم، پیانو غږوم او د ماڼۍ په بڼ کې چکر وهم. هره شپه د ماښامنۍ پر مهال هغه راځي څو ما وویني او موږ د مختلفو څیزونو په اړوند خبرې کوو. هرڅه خورا ښه دي.

دواړه خویندې زیات غصه دي او د کورانګړ ته وځي. 

ګلابه وايي: ښکلا ښکلې جامې آغوندي او ښکلي بوټان په پښو کوي. هغه د ملکې په څیر ښکاري. هغه زیاته خوشحاله ده. ولې هغه دومره نیکمرغه ده؟ ولې موږ دومره بدمرغه یو. 

وړانګینه وايي: ته رښتیا وایې، موږ دومره نیکمرغه نه یو. خو کېدی شي موږ نیکمرغه شو. ښکلا باید یوه اونۍ وروسته بیرته ځناور ته ستنه نه شي او هغه به زیات غصه شي او ښکلا به وخوري. نو موږ باید هغه پری نه ږدو لاړه شي او دلته یې باید وساتو، ګلابې دا خبره وکړه. ځناور به له دې امله غصه شي. د اونۍ په اوږدو کې دواړه خویندې د ښکلا سره زیات مهربانې وې. دوی له هغې سره خبرې کولې او خندل یې. دوی په ګډه په کلي کې چکر واهه. ښکلا له خپلو خویندو سره ډېره خوشحاله وه. هغې فکر کاوه چې پر ګلابې او وړانګینې ګرانه ده. دوی ښې خویندې دي او پر ما ګرانې دي. 

د اونۍ په پای کې ښکلا وویل چې زه باید بیرته د ځناور ماڼۍ ته ستنه شمه. 

د هغې خویندو په ژړا پیل وکړ. 

ګلابې وویل: اوه ښکلا.

یوه اونۍ نور هم له موږ سره پاتې شه موږ تاته اړتیا لرو.

وړانګینې وویل: هو ښکلا. 

هیله کوم  موږ مه خوشې کوه.

موږ له تا سره خوشحاله یو او ته  پر موږ ګرانه یې

ګلابې وویل: هو له موږ سره پاتې شه. 

موږ په ګډه زیات کارونه کولی شو.

ښکلا نه پوهیده څه وکړي.

هغه پریکړه کوي یوه اونۍ نور هم پاتې شي.

اومه برخه

خوب

ښکلا فکر کوي چې ځناور به زما په نه شتون کې زیات خپه شي. خو زه غواړم له خپلې کورنۍ سره یو څو ورځې نور هم تېرې کړم. او بیرته به هغه ته ستنه شمه. 

ښکلا د ځناور په اړوند فکر کاوه. هغه ور پسې خپه شوې وه. لس ورځې وروسته ښکلا، ځناور په خوب کې ولید. په خوب کې هغې ولیدل چې ځناور د ماڼۍ په انګړ کې د وښو دپاسه پروت دی او د مړینې په حال کې دی. 

د ژبې لاندې ښکلا ته وايي: لس ورځې وشوې لا تر اوسه هم نه یې راغلې. زه بې له تا ژوندی پاتې کېدی نه شم. زه له خوړو او څښاک لوېدلی یم. 

ښکلا ویښېږي او فکر کوي. 

بې وزلی ځناور زما د نه شتون له امله د مړینې په حالت کې دی!

زه باید کور ته هغه ته لاړه شمه.

هغې ګوته واخیستله اوتخت ته نژدې یې د میز دپاسه کېښودله.

هغې فکر وکړ: ځناور بدرنګ دی خو هغه زیات مهربانه دی. ولې زه ورسره واده نه کوم؟ زه ورسره خوشحاله یمه. زما خویندې ښکلي او هوښیاره مېړونه لري خو دوی ور سره خوشحاله نه دي. 

هغه د ځناور په ماڼۍ کې له خوبه ویښه شوه. نن زه خپل زیاتې ښکلي جامې آغوندم. ښکلا داسې فکر وکړ.

د شپې نهه بجې د ماښامنۍ د خوړو دپاره لاړه او ځناور ته په تمه پاتې شوه. خو هغه یې لیدو ته رانغی. 

هغه چیرته دی او ولې نه راځی؟ ځناوره! ځناوره چیرته یې؟ هغه په ژړا شوه! ځواب راکړه!

هغې ټولې خونې ولټولې او د ماڼۍ هر ګوټ یې وکتلو. خو هغه یې پیداکولی ونه شو. ناڅاپه خپل خوب ور په یاد شو. د انګړ په لور یې منډه کړه چیرې چې ځناور پر وښو پروت ؤ. 

اوه نه، آیا هغه مړ شوی دی؟ هغې د ځناور زړه ته غوږ ونیوه. د ځناور زړه درزېده. شکر، هغه ژوندی دی. داسې یې فکر وکړ. د هغه پر مخ یې اوبه وشیندلې. ځناور رو رو سترګې پرانیستلې. 

ښکلا، هغه تر ژبې لاندې کوم څه وايي. زه مرم… خو زه خوشحاله یم ځکه ته راغلې. 

نه ځناوره، ښکلا وژړل، مه مړ کېږه! ته باید ژوندی پاتې شې او زما سره واده وکړې. زه له تا سره مینه لرم او بې له تا ژوند کولی نه شم. 

اتمه برخه

شهزاده

یو ناڅاپه د ماڼۍ او بڼ څراغونه روښانه شول. په آسمان کې ډېره ښکلې اورلوبه پیل شوه. ښکلا ، د ماڼۍ له له لیدلوهک حیرانه شوه. بیا هغه شا او خوا څرخېده ډېره حېرانه شوه او ځناور ته یې وکتل. عجیبه حیرانونکې پېښه یې ولیدله! د هغې مخې ته یوښکلی ځوان ولاړ ؤ. ځوان وویل: زیاته مننه ښکلا.

هینداره ماته شوه! 

ښکلا پوښتنه وکړه: خو ځناور چیرته دی او څه شو؟ 

شهزاده وویل: زه ځناور یم.

ښکلا وویل: خو زه نه پوهېږم چې ته څوک یې؟ 

زه شهزاده یم او دا زما ماڼۍ ده، ځوان دا خبره وکړه.

یووخت یوې بدې کوډګرې په هینداره کې پر شهزاده کوډې کړې وې چې یوازې رښتنې مینې کولی شو د کوډګرې کوډې له مینځه یوسي. 

اوس زه پوهیږم چې ستا مینه رښتینې ده. ځوان داخبره وکړه.

شهزاده هغه له لاسه ونیوله او ویې ویل: ښکلا چمتو یې له ما سره واده وکړې؟ 

ښکلا، ښکلي او زړه راښکونکي شهزاده ته وکتل او ویې ویل: هو زه چمتو یمه!

ښکلا او شهزاده ماڼۍ ته ننوتل. کله چې هغې ور پرانیست زیاته حیرانه شوه.

زما ټوله کورنۍ دلته ده! داسې هغې په لوړ غږچیغه کړه.

هغوی خبرې کولې او خندیدل.

یو ناڅاپه هغه هغه پرښته چې په خوب کې یې لیدلې وه، ویني. 

ښکلا، پرښتې وویل، ته مهربانه زړه لرې، ته له شهزاده سره واده کوئ او له تا څخه شهزادګۍ جوړېږي. بیا پرښتې د ښکلا دوه خویندو ته وکتل. تاسې دواړه بدې، نامهربانه او لټانې یاست. ستاسې هیڅ څوک نه خوښېږي! پرښتې دا خبرې وکړې.

پرښتې له کوډه ډکې ځنې خبرې وکړې او یو ناڅاپه ګلابه او وړانګینه پر ډبرې بدلې شوې. 

اوه نه ، ښکلا چیغه کړه. زما خویندې ډبرې شوې!

پرښتې وویل: ستا خویندو لکه د تیږې زړه درلود. اوس دوی نه شي کولی وخوځېږي خو دوی نه شي کولی هر څه وویني او هر څه واوري. کله چې دوی په خپلو ګناه ګانو او تیروتنو پوهې او پښېمانه شي نو دوی به بیرته په ګلابې او او وړانګینې بدلې شي. بله ورځ ښکلا له شهزاده سره واده شوه. په ماڼۍ کې سندرې او نڅاګانې وې. دا یوه ډېره ښکلې او خوشحاله ورځ وه. خلکو ښکلا او شهزاده ته ګلان ورکول. 

شهزاده د ښکلا په سترګو کې اوښکې ولیدلې او ولې ویل: مه ژړا زما ښکلا. موږ دواړه به په ګډ ژوند کې زیات نیکمرغه شو!

پای

سید عبیدالله نادر

یو ډیر صاحبدله او د عزت خاوند انسان ،د خپل یو ډیر نژدې او ګران عزیز دوست کره ورغی او د شپی د هغی میلمه شو ،هغه هم د ده ډیره قدردانی او پالنه وکړه ،خو میلمه د روزګار د تنګسی او ډیر فشار د لاسه څرنګه چې د کور خاوند یې لږ غافل ولیده ، نو د ده یو قیمتی غالۍ یې غلا کړه ، او بازار ته لاړه چې قالینه خرڅه کړي ، لا په دې نه وو بریالی شوی

لنډه کيسه: رفيع الله روشن

کشره لور يې اته کلنه وه، له هغې وروسته يې بل اولاد نه درلود،خپله مريض غاړې وه، تل به يې کور لکه د درملو د شرکت ډيپو له دواګانو ډک و،څو ناروغۍ ورته يو شوې وې خو تر ټولو بده هغه يې عصبي وه.

زیاتې مقالې …