مهمې مقالې

نصیر ستوری

د افغانستان د خپلواکۍ په پېښلیک کې داسې سړېتوبونه (شخصیتونه) شته چې ژوند او مبارزه یې یوازې له یوې جګړې یا یوې تاریخي پېښې سره نه، بلکې د یوې اوږدې ملي مبارزې له بهیر سره تړلې وي. په دې ډله کې لوې خان غازي میرزمان خان کونړی  د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې له هغو نومیالیو سیمه‌ییزو مشرانو څخه و، چې ژوند یې د شلمې پېړۍ د لومړیو لسیزو له مهمو سیاسي او پوځي بدلونونو سره تړلی و.

غازي میرزمان خان په ۱۸۶۹م کال، چې له ۱۲۴۸ هجري شمسي کال سره سمون خوري، د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمټک کلي کې د حاجي ګلروز خان په کور کې زېږېدلی و.

د غازي میرزمان خان غور نیکه، محمد اکرم خان، د سپین غر د تیرا سیمې مشر و. د قبایلي شخړو او اختلافاتو له امله  له خپل کلي «کوټ» څخه  کونړ  د لمټک سیمې ته  راغی.

کونړ د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د افغانستان له هغو سرحدي سیمو څخه و چې د مرکزي حکومت، سیمه‌ییزو قومي جوړښتونو او برتانوي هند د سرحدي سیاستونو ترمنځ په حساس چاپېریال کې پروت و. په دې سیمه کې قومي مشرانو د سیاسي او پوځي اغیز مهمه ونډه لرله. میرزمان خان هم په همدې چاپېریال کې وروزل شو او ورو ورو د کونړ له اغېزناکو قومي مشرانو څخه شو.

میرزمان خان د ځوانۍ له وخته د ډیورنډ کرښې هاخوا د برتانوي هند د واک پر وړاندې د پښتني سیمو له مقاومتونو سره نږدې اړیکې لرلې او له خپلو ملګرو سره یوځای یې  د ازادي‌غوښتونکو جنګیالیو ملاتړ یې کاوه.

په ۱۹۰۸م کال کې د مومندو د «سرې غزا» په نوم مقاومت کې یې د یوه غښتلي سیمه‌ییز غازي او قومي مشر په توګه ونډه لرله. د همدې هلوځلو له امله نوموړی د برتانوي هند پر وړاندې د یوه چلاند (فعال)  مقاومت کوونکي په توګه مطرح شو او په ختیځو پښتني سیمو کې یې شهرت زیات شو.

د انګرېزي استعمار پر وړاندې د میرزمان خان مبارزې هغه له ځوان شهزاده امان‌الله خان سره هم آشنا کړ. د وخت په تېرېدو دغه اړیکه په نږدې ملګرتیا او باور بدله شوه او د امان‌الله خان مور هغه ته «زوی» ویلی و.

د ډیورنډ کرښې هاخوا د میرزمان خان تګ راتګ او د برتانوي ځواکونو پر وړاندې د هغه فعالیتونه د امیر حبیب‌الله خان د حکومت د اندېښنې سبب شول. نوموړی تر څارنې لاندې راغی، ونیول شو او د سیاسي بندي په توګه بنديض شو.

هغه لومړی شاوخوا یو کال بند تېر کړ او وروسته په ضمانت خوشې او کونړ ته ستون شو؛ خو ډېر ژر بیا ونیول شو او د کابل په شېرپور زندان کې بندي شو.

کله چې امیر حبیب‌الله خان د ۱۹۱۹م کال په فبرورۍ کې ووژل شو، میرزمان خان له زندانه خوشې شو. له دې وروسته، د نوي سیاسي پړاو په پیل کې، د هغه اړیکه له امان‌الله خان سره نوره هم پیاوړې شوه.

د ۱۹۱۹م کال په مې میاشت کې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه پیل شوه.  افغانستان د خپل بهرني سیاست په برخه کې د برتانوي محدودیتونو څخه د وتلو او د یوه خپلواک دولت په توګه د خپل نړیوال دریځ د ټینګولو فرصت ترلاسه کړ.

په دې جګړه کې د افغانستان د منظم پوځ ترڅنګ ګڼو قومي ځواکونو هم برخه واخیسته. د ختیځې سیمې جبهې د جګړې په عمومي بهیر کې ځانګړی اهمیت درلود.

د ۱۹۱۹م کال د چترال ـ کونړ جبهه، چې د «استقلال څلورمې جبهې» په نوم هم یاده شوې، اسمار، ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او د چترال شاوخوا سرحدي سیمې یې رانغاړلې. د غرنیو سیمو، تنګو درو، سختو لارو او قومي اړیکو له امله د دې جبهې جګړه له مرکزي جبهاتو سره توپیر لرلو.

میرزمان خان د سیمې له جغرافیې او خپل قومي نفوذ څخه په استفادې د جنګیالیو په راټولولو، تنظیم او د جګړې په بهیر کې مهم رول ادا کړ.

د میرزمان خان هڅې د ۱۹۱۹م کال له جګړې سره پای ته ونه رسېدې، بلکې خپل سیمه‌ییز نفوذ یې د دولت د پیاوړتیا لپاره هم وکاراوه. هغه د اماني دولت په دولتي شورا کې غړیتوب درلود او د حکومت په سیاسي او قانوني چارو کې یې ونډه اخیسته.

د خپلواکۍ له جګړې وروسته په ختیځ افغانستان کې د قومي یووالي او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ګڼې جرګې جوړې شوې چې غازي میرزمان خان پکې هم مهمه ونډه لرله.

په ۱۹۲۰م کال کې په هډه کې یوه لویه جرګه جوړه شوه چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و. د ننګرهار، لغمان، کونړ او د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو قومي مشرانو، علماوو، سپین‌ږیرو او نورو خلکو پکې برخه اخیستې وه.

د جرګې له مهمو موخو څخه د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ملاتړ او د برتانوي لاسوهنو پر وړاندې دریځ نیول یاد شوي دي. ویل کېږي چې میرزمان خان د دې جرګې په جوړېدو او تنظیم کې مهم رول درلود.

د ۱۳۰۱ هجري شمسي کال د جلال‌اباد لویه جرګه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د نوي سیاسي او حقوقي جوړښت له مهمو غونډو څخه وه. په دې دوره کې د هېواد د ادارې، ټولنیزو اصلاحاتو او قانون جوړونې موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د ۱۳۰۷ هجري شمسي کال د پغمان په لویه جرګه کې هم د میرزمان خان د ګډون یادونه شوې ده. نوموړی په یوه بله جرګه کې د پکتیا د عملیاتو له امله حاضر نه و او د هغه زوی عصمت‌الله خان پکې ګډون کړی و.

کله چې د اماني دولت د اصلاحاتو په بهیر کې له ځینو قومي سیمو سره شخړې رامنځته شوې، نو په ۱۹۲۴–۱۹۲۵م کلونو کې د پکتیا له پاڅون سره د مقابلې لپاره حکومت پر قومي مشرانو او سیمه‌ییزو ځواکونو هم تکیه وکړه.

میرزمان خان د اماني حکومت په غوښتنه د پکتیا د پاڅون د ځپلو په عملیاتو کې برخه واخیسته.

په ۱۹۲۸م کال کې د شینوارو د پاڅون پر مهال هم د اماني دولت له خوا پر میرزمان خان او د هغه پر قومي ځواکونو تکیه وشوه. نوموړی له خپلو کونړي ځواکونو سره جلال‌اباد ته لاړ او د حکومت په ملاتړ یې د اماني دولت د داخلي ثبات په ساتلو کې ونډه واخیسته.

غازي امان‌الله خان د میرزمان خان د خدمتونو په بدل کې هغه ته د « لوی خان» لقب، د وفا مډال، د لوی خان مډال، د خدمت مډال او د صداقت مډال ورکړل. له دغو مډالونو او ستاینلیکونو سره مالي او ځمکني امتیازات هم مل وو.

د ۱۹۲۸م کال له وروستیو څخه د غازي امان‌الله خان د اصلاحاتو پر وړاندې مخالفتونه زیات شول او په ۱۹۲۹م کال کې د هېواد سیاسي نظام له ستر بدلون سره مخامخ شو.

کله چې په ختیځ کې د حکومت دننه سیاسي بدلونونه رامنځته شول، میرزمان خان کونړ ته ستون شو، څو د امان‌الله خان د ملاتړ لپاره قومي ځواکونه راټول کړي.

هغه له چغه‌سرای (چغان‌سرای) څخه د اسمار پر لور روان و، هلته یې زوی عصمت‌الله خان د پوځي قطعې قوماندان و.

د لارې په اوږدو کې د شېګل د شېنکوړک په سیمه کې د ماښام لمانځه لپاره جومات ته ورغی. نوموړی په همدې جومات کې د لمانځه پر مهال د یوه غلچکي برید په ترڅ کې د اماني رژیم د ملاتړ له امله په بې رحمانه ډول شهید شو 

د میرزمان خان له شهادت وروسته د هغه د کورنۍ ستونزې پای ته ونه رسېدې.

کله چې محمد نادر خان واک ته ورسېد، د اماني رژیم د  ملاتړ له امله، یې د غازي میرزمان خان د کورنۍ پر وړاندې سخت دریځ غوره کړ

د غازي میرزمان خان ورور جنرال خان محمد خان کونړی او دوه زامن یې، غنډمشر عصمت‌الله خان زماني او غنډمشر ګل‌محمد خان زماني، کابل ته راوغوښتل. په ښکاره د جګړې (حربیې)  وزارت کې د دندو په نوم، خو په اصل کې د هره ورځ حاضرۍ ورکولو له لارې تر سختې څارنې لاندې وساتل شول. ویل کېږي چې دا حالت تر ۱۳۲۳ لمریز کال پورې دوام وکړ.

په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د کونړ د ساپیو پاڅون نادر خان  د یوې بهانې په توګه وکاراوه  او د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۲۹مه نېټه د غازي میرزمان خان د کورنۍ له سلو څخه زیات غړي یې  پرته له کوم جرم او محاکمې، د نامالوم برخلیک په تمه د دهمزنګ په بندخونه کې بندیان کړل

په بند کې د ناروغیو او ناوړه تغذیې له امله یې د کورنۍ ۲۸ تنه غړي مړه شول او  د ۱۳ کلونو سیاسي بند له تېرولو وروسته هرات ته شړونکي (تبعید) شول او د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې یې هلته د شړل شوو په توګه ژوند تېر کړ.

غازي میرزمان خان یو ورور، جنرال خان محمد خان کونړی، اته زامن شیرمحمد خان، غنډمشر عصمت‌الله خان ، غنډمشر ګل‌محمد خان، حبیب‌الله خان، محمد ارسلان، خیرمحمد خان،  یارمحمد خان او محمد هاشم خان او  بي‌بي مریم، بي‌بي حاکمه، بي‌بي حسنیه، بي‌بي شاه‌ببو،  بي‌بي صندله، بي‌بي ، بي‌بي ګل  او بي‌بي سدرة‌المنتهی په نامه لوڼې لرلې 

عصمت‌الله خان زماني د اسمار د پوځي  بولندوی (قوماندان)  او د اسمار ملکي مدیر هم پاتې شوی و. هغه د خپل پلار سره یې د اماني دولت په ځینو پوځي عملیاتو کې ګډون کړی و.

په ۱۹۲۸م کال کې یې له خپل پلار سره د شینوارو د پاڅون پر وړاندې په عملیاتو کې هم برخه اخیستې وه او ګل‌محمد خان زماني هم پوځي مشر و.

محمد هاشم خان زماني د پښتو ژبې شاعر، لیکوال او سیااستوال و. د هغه ژوند د میرزمان خان د کورنۍ د میراث یوه بله سیاسي، ادبي او فرهنګي برخه څرګندوي،  د دې کورنۍ  هلې ځلې فعالیت یوازې په پوځي او قومي ډګر کې محدود نه و، بلکې د پښتو ژبې اوکولتور  په برخه کې هم دوام موندلی و.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) بنسټ‌اېښودونکی ډاکتر کبیر ستوری د غازي میرزمان خان د مشرې لور زوی وو.

د PSDP مشر قانونپوه علي خان محسود وایي چې د ده نیکه، غازي میرزمان خان، د شاه امان‌الله خان له ځانګړو کسانو څخه و او امان‌الله خان هم د انګرېزانو کلک مخالف و.  له همدې امله ، کېدای شي د میرزمان خان سیاسي او ملي مبارزې د کورنۍ پر راتلونکو نسلونو هم اغېز کړی وي. د کبیر ستوري د ملتپالنې روحیه او د پښتنو د ملي یووالي لپاره د هغه مبارزه د دې کورنۍ له تاریخي سیاسي میراث سره د تړاو له امله هم کېدای شي.

درنښت

)نصیر ستوری(

20.08.2026

————-

سرچینې

۱. محمد ولي ځلمي: زمونږ غازیان.
۲.  امان افغان جریده: پنځم کال.
۳. د حقیقت جریده، لومړی کال.
۴. عبدالخالق اخلاص: د استقلال څلورمه جبهه.
۵. له محمد ارسلان زماني سره مرکه.
۶. عبدالله غمخور:د افغانستان د آزادۍ شهسوار
۷. پښتونخوا :د غازي میرزمان خان ژوندلیک
۸. ډاکتر عبدالرحمن زماني: غازي میرزمان خان ژوند او مبارزه.
۹. Shahmahmood Miakhel: Understanding Afghanistan Importance of Tribal Structures in Afghanistan

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.

سریزه:
د اسلامي حکومت لومړنۍ دوره د انسانانو په تاریخ کې یوه ډېره مهمه او اغېزمنه دوره ګڼل کېږي. دا دوره په ۶۲۲ میلادي کال کې په مدینه منوره کې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم له خوا د اسلامي حکومت په جوړېدو پیل شوه او د خلفای راشدینو تر زمانې، یعنې د حضرت علي کرم الله وجهه تر خلافت پورې یې دوام وکړ.  
د ډېرو تاریخ پوهانو په نظر، دا د اسلامي حکومت اصلي، رښتینې او زرینه دوره وه. په دې وخت کې نړۍ له داسې نظام سره اشنا شوه چې بنسټ یې پر عدالت، قانون او د انسانانو پر برابرۍ ولاړ و.

د اسلامي حکومت پیل او بنسټ:
د اسلامي حکومت بنسټ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې کېښودل شو. وروسته خلفای راشدینو هم همدا لاره تعقیب کړه او حکومت یې د عدل، مشورې، امانت او قانون پر بنسټ وچلاوه.  
په دې نظام کې د واکمن او عام انسان ترمنځ د قانون له پلوه فرق نه و. هر څوک د قانون په وړاندې برابر وو. همدا ځانګړنه وه چې خلکو ته یې امن، سوکالي او باور ورکړ.

د اسلامي حکومت پراختیا:
د اسلامي حکومت اغېز یوازې د نبوي دورې او خلفای راشدینو تر وخته محدود نه شو، بلکې وروسته د اموي، عباسي او عثماني خلافتونو تر زمانو پورې وغځېد. دا لړۍ د عثماني خلافت تر سقوط، یعنې تر ۱۹۲۴ میلادي کال پورې روانه وه.  

ځینې علما او تاریخ لیکونکي دا اوږده موده د مسلمانانو د سیاسي او تمدني ځواک دوره بولي. اسلامي حکومت په لږ وخت کې پراخ شو او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې ژور اغېز پرېښود.

پر نړۍ د اسلامي حکومت اغېز:
اسلامي حکومت یوازې د سیمو د نیولو نوم نه و، بلکې دا یو فکري، اخلاقي او قانوني نظام هم و. د دې نظام تر ټولو مهمې ځانګړنې دا وې:

- د عدالت پلي کول.
- د اسلامي شريعت واکمن کول.
- د انسانانو برابري او مساوات.
- د مشورې اصل.
- د کمزورو او بېوزلو د حق ساتنه.
- د ظالم په وړاندې درېدل.

همدغو ځانګړنو د اسلامي حکومت نوم په نړۍ کې روښانه کړ او ډېر خلک یې د نظم، عدالت او ښې حکومتولۍ له امله اغېزمن کړل.

د نړۍ د مشهورو پوهانو نظرونه:
د اسلامي حکومت د عدالت او بریا په اړه نه یوازې مسلمانانو، بلکې د نړۍ ځینو مشهورو غیرمسلمانو پوهانو هم مثبت نظرونه څرګند کړي دي.

برنارډ شا ویلي دي چې که د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په څېر یو شخص د نړۍ مشري وکړي، نو د نړۍ ستونزې به په حکمت او عدالت حل کړي.

مایکل هارټ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د تاریخ هغه شخصیت بولي چې هم په دیني ډګر او هم په حکومتي ډګر کې تر ټولو لوړه بریا لري.

ول ډیورنټ د اسلامي حکومت او تمدن ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا نظام د قانون، نظم او انساني برابرۍ له پلوه ډېر لوی اهمیت لري.

توماس کارلایل دا خبره ردوي چې ګواکي اسلام یوازې په زور خپور شوی. د هغه په اند، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بریا اصل د هغه رښتینولي، قوي شخصیت او لوړ اصول وو.

اډوارډ ګیبون هم دا منلې چې د اسلامي نظام یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د عقل، اخلاقو او قانون تر منځ یې ښه اړیکه جوړه کړې وه.

پایله
له پورته خبرو څخه څرګندېږي چې د اسلامي حکومت بریا یوازې په ځواک او فتوحاتو کې نه وه، بلکې اصلي قوت یې په عدالت، صداقت، د قانون په برابر تطبیق او د انسانانو په مساواتو کې و.  

همدا لامل و چې نه یوازې مسلمانان، بلکې د نړۍ ډېر پوهان او تاریخ لیکونکي هم د دې نظام د غوره والي اعتراف کوي. په لنډه توګه، اسلامي حکومت د داسې نظام بېلګه وه چې د بشریت لپاره یې د سولې، عدالت او سمې حکومتولۍ پیغام درلود.

احمدشاه بابا زموږ د هیواد هغه نامتو، باتوُر، هوډمن، پتمن او مدبر شخصیت وو، چې په توُره او میړانه یې د لوی او سرلوړي افغانستان تاریخ روښانه او ځلانده ساتلی وو.

دی نه یوازې زموږ د هیواد یو زړه ور واکمن، ننگیالی، حق پالونکی او مېړنی پاچا وو، خو د کلک هوډ او ملي ارادې یو ستر او پیاوړی تاریخي شخصیت هم وو.  

ده په توُره، تدبیر او میړانه کې نه یوازې کلک عزم او لوړ همت درلود، بلکې د خپل اوچت قلم او څپاند استعداد او وړتیا له لارې یې د ادب او فرهنگ ډگر هم تود ساتلی وو. دی فرهنگپال او فرهنگیال شخصیت وو او د پښتو ادب په غیږ کې یو خوږ ژبی، ولسي، با احساسه او ملي شاعر هم وو.

«خدای بخښلی احمد شاه بابا» د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی و‌و په خټه ابدالي سدوزی وو. دی پر (۱۱۳۵) هجري کال کې چې له (۱۷۲۲) زېږدېز کال سره سمون خوري، په هرات کې زېږېدلی دی، مشر ورور يې ذوالفقار خان نومېده چې یو ځواکمن، غښتلی بادرکه او با احساسه انسان وو او د  خپل پلار له مړینې څخه وروسته د هرات د حاکم په توگه یې دنده لرله.

دا یو څرگند حقیقت دی، مور د ژوند ستره هستي او لویه شتمني ده، چې په خپلو وږمو، وړانگو او شغلو یې په ټولنه کې تورې او تپې تیارې روښانه او رڼا کړېدي. مور د خپل  کور د کړۍ رڼا یي ده، لکه شمع په اور کې سوزي، تر سحره بلېږي خو د خپل کور خوا و شا ته رڼايي راولي.

د احمدشاه بابا مور زرغونه نومیدله په خټه الکوزی وه. د ده مور هغه درنه، پتمنه، سپېڅلې او زړه سوانده میرمن وه، چې دخپلې پوهې، لوړ سوچ، اند او فکر په وسیله یې له کوچینوالي څخه د احمدشاه بابا روزنې او پالنې ته ځانگړې پاملرنه درلوده او هم یې وروسته کله چې احمدشاه بابا د هیواد د مشر او واکمن په توگه وټاکل شو، په ډېرو سلطنتي چارو کې یې هغه ته غوره مشورې ورکولئ او مرسته به یې ورسره کوله.

کله چې د احمدشاه بابا پلار زمان خان له نړۍ څخه سترگې پټې کړئ، دی یو کلنۍ ته لانه وو رسیدلی.

احمدشاه بابا له خپل مشر ورور ذوالفقار خان سره له هراته کندهار ته راغی هغه وخت دی اته یا نه کلن وو. شاه حسين هوتکي له دې وېرې چي ابداليان به د ذوالفقارخان په مشرۍ د ده د واکمنۍ لپاره گواښ جوړ کړي، دی یې د خپل ورور سره یو ځای په تنکۍ ځوانۍ کې ونيول او په بندي خانه کې یې بندیان کړل. د بندیتوب نېټه یې په کندهار کې له (۱۷۳۱ ) زېږدیز کاله تر (۱۷۳۸) زېږدیز کاله پورې وه. احمدشاه بابا کابو شپږ کاله د شاه حسین هوتک په بندیخانه کې وو او د ځوانۍ د ودې او پر مختگ مهمه دوره یې هلته تېره کړه. د لیکوالو او څېړونکو د څېړنې پر لاسوند دا هغه دوره ده چې  احمدشاه بابا د خپل ادبي او فرهنگي استعداد، لوړتیا او پوهې له لارې تصوف او ادب ته پاملرنه کړیده.

نادر افشار پر( ۱۷۳۸) زېږدیز کال کې کندهار ونـﯦـوُ او احمدخان  یې له خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای له زندانه خلاص او مازندران ته تبعید کړل. پر دغه مهال احمد خان شپاړس یا اوه لس کلن ځوان وو. ذوالفقار خان هلته مسموم او ووژل شو او احمد خان په مازنداران کې پاتې شو.

احمد خان (۲۰) کلن ځوان و‌و، چې د نادر افشار دربار ته ورسېد او نادر افشار هغه په خپل لښکر او پوځ کې د افسر په توگه وټاکه. دی هغه تکړه، فعال او با استعداده  نظامي افسر وُ ، چې د خپلې ځانگړې نظامي پوهې او زړه ورتیا په وسیله نادر افشار د ابدالي او اربکي پوځ مشري ور وسپارله، او وروسته يې د خپلو ساتندويانو د مشر په توګه وگماره.

احمد خان د نادر افشار هغه ځوان، میړنی، غښتلی او پیاوړی نظامي افسر وو، چې د هند په فتوحاتو کې له نادر سره ملگری او په دې برخه کې یې اغیزمنه دنده درلوده. دی هغه مدبر او هوډمن شخصیت وو،  چې د خپل ځانگړي استعداد او وړتیا له لارې یې د ادارې، جگړې او سیاست په برخه کې گټور ازماېښت ترلاسه کړي وو، او د سیاسي او ټولنیز ژوند د بېلابېلو ستونزو، کړاوونو، پېښو او حوادثو  پر مهال یې ترخې او خوږې خاطرې درلودې او له دغو حالاتو او خاطراتو نه يې ډیر څه زده کړي وو. د نادر افشار په دربار کې یې د بېلابېلو خلکو سره لیدنې شوې وئ او د پوځیانو په منځ کې د یو وتلي، پیاوړي او زړه سوانده  نظامي افسر په توگه د دوی په زړونو کې خپل ځانگړی ځای، پوړۍ او مقام درلود. ده د خپل پتمنو او درنو ولسونو سره ژوره مینه درلوده او پر خلکو ډیر گران وو  او وگړو ورته د زړه له کومې درنښت او درناوی کاوه. کله چې نادر افشار د ایران په خبوشان کې د خپلو ساتونکو له خوا ووژل شو، په دې مهال کې احمدخان ابدالي (۲۵) کلن تنکۍ ځوان وو، د خپلو عسکرو او د افغان ځواکونو د سرانو په مرسته  د نورو لښکریانو  له زور زیاتي او تېري څخه د نادر افشار کورنۍ او اولادونه یې له بې سترۍ او زیان او ضرر څخه وژغورل او وساتل، او دولتي خزانې او وسلې یې خوندي وساتلې.

د نادر افشار ميرمنې د احمدخان ابدالي د غیرتي او غوره چوپړ او خدمتونو په بدل کې ده ته د «کوه نور الماس او نور جواهرات»  ډالۍ کړل.

پدې مهال کې نور محمد خان علیزي د احمدخان سره يو ځای د خپلو عسکرو سره گډ د قندهار په لور وخوځيدل او هلته يې د ابداليو، ازبکو، تاجکو، بلوڅو، غلجيو او هزاره گانو د مشرانو او خانانو په گډون پر(۱۱۶۰ هجري ) کال د رجب مـﯦـاشت، چې د (۱۷۴۷) زېږدیز کال د اکتوبر له مـﯦـاشتې سره سمون خوري د (شير سرخ بابا په زیارت) کې جرگه جوړه کړه، او له مشرانو څخه یې وغوښتل چې د خپلواک افغانستان لپاره مشر وټاکي  او د ولس په مشوره، مرسته او خوښه په هیواد کې یو ملي واک ټینگ شي. جرگې نه ورځې دوام وکړ. خو پدې و نه توانيدل چې څوک د ملي مشر په توگه وټاکي ځکه هر خان او هر مشر غوښتل چې هغه د دې هيواد د لارښود ځای ونيسي، يوازې په جرگه کې ځوان احمد خان څه نه ويل او د پادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل. پر نهمه ورځ د زياتو بحثونو څخه وروسته جرگې پرېکړه وکړه. «پير صابر شاه کابلي» چې یو روحاني او صوفي مشربه دروېش او بې پرې سړی وو د پرېکړې کوونکي په توگه وټاکي. هغه وو، چې نوموړي په دغه جرگه کې د احمدخان په تړاو د پام وړ خبرې او د ده ښېگڼې یې بیان کړې او د دوی له منځه پاڅېده له نږدې کروندې نه یې د غنمو وږي وشکول او د احمدشاه بابا په دستار کې یې ور وټومبل. لاسونه یې پورته کړل دعا یې وکړه او ویې ویل چې «احمدشاه» زموږ پاچا دی، سره له دې چې ځوان دی خو د تدبیر او مېړانې له مخې بابا دی. په جرگې کې ټولو ناستو کسانو د احمدشاه ټاکنه، په یوه خوله ومنله او احمد خان احمدشاه شو، بابا شو او د افغانستان پاچا شو. جرگه، گډونوالو په خپلو مبارکیو لا پرتمینه کړله.

کله چې احمد شاه بابا د پاجا په توگه انتخاب شو او د هيواد د مشرتابه مسئووليت یې تر لاسه کړ، دی په هیواد کې دننه په ټولو حالاتو او وضعیت ډیر ښه پوهیده او د گاونډي هیوادونو د نظامي او سیاسي  اکربکر ورته ډېر ښه څرگند وو.  همدا وجه وه چې ده ته د یو خپلواک دولت جوړولو شرایط مساعد وو. ده د خپل دولت د ټینگښت لپاره دوې مهمې مسلې ته ژوره پاملرنه وکړه:  له ټولو هیوادوالو څخه یې لومړنۍ پوښتنه دا وه چې قبيلوي اختلافات پرېږدي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د سياسي او ملي وحدت د ټینگښت لپاره سره يو موټي شي، د قباېلو مشرانو له خوا د احمد شاه بابا دغه غوښتنه ومنل شوه، همدا وجه وه چې د دوی د ملي يووالي، اتحاد او اتفاق په وسیله احمدشاه بابا له سترو بریاوُ او بریالیتوبونو سره مخامخ شو.  دویمه مسله د یو غښتلي او ځواکمن ملي پوځ جوړول وو. دې کار ته یې هم ژوره پاملرنه وکړه او یو غښتلی او منظم پوځ یې جوړ کړ. په هیواد کې د ننه یې د یو ټینگ سیاسي وحدت پر بنسټ یو غښتلې اداره جوړه او سولیز ژوند او امنیت یې ټینگ کړ نو بیایې په لښکر کښیو او فتوحاتو لاس پورې کړ. په دې کې شک نه شته چې د دغو پورتنیو خبرو پر بنسټ د یو متحد او خپلواک هیواد جوړول یو کلک، ټینگ او پولادي عزم، روښانه سوچ، اند او فکر او بشپړ تدبیر ته اړتیا وه، چې له نیکه مرغه دا ټولې ښېگڼې د احمدشاه بابا په وجود کې یو ځای شوي وو. احمدشاه بابا هغه دروند، د ټینگ هوډ او ملي ارادې شخصیت وو، چې د ولس په خوی و بوی، دود او دستور ښه پوهیده او دا هم ورته معلومه وه چې د ولس مشران د هیوادوالو په لارښوونه کې مهم اغیز لري. همدا وجه وه چې ده یوه مشورتي شورا جوړه کړه چې د ولس نامتو مشران د دې شورا غړي وو، او په ټولو مهمو سیاسي، نظامي او دولتي چارو کې  له دغو مشرانو سره یې سلا او مشوره کوله.

احمدشاه بابا هغه غښتلې او مدبر پاچا وو، چې په توُره او مېړانه یې پولې ساتلې او په ډېر حساس تاریخي اکربکر کې دی وتوانیدو چې یو ځواکمن او متحد حکومت جوړ کړي،  سیاسي او جغرافیوي پولې يې ورته وټاکلې او د افغانستان نوم يې پرې کېښود.

«استاد حبیب الله رفیع » زموږ د هیواد نامتو لیکوال او څېړونکي په خپله یوه لیکنه کې د احمدشاه بابا د فتوحاتو په تړاو داسې کښلي دي:

 (( ... د هیواد په ختيځ کې یې د هند نیمه وچه لاندې کړه او د ډيلي پر تخت کښیناست، ایران ته پر توغ او نغاړه ولاړ او د هغه هیواد ډېرې برخې یې لاندې کړې، د ماوراءالنهر زیاتې سیمې یې ونیولې او له هغو ټولو یرغلگرو نه یې غچ واخیست چې تر ده وړاندې دوې دوې نیمې پېړۍ یې افغانستان ترمنځ ویشلی او د هیواد خلک یې ځورولي وژلي  او د ازادۍ په جرم په خپلو پاکو وینو لنبولي وو...))

احمدشاه بابا په آسیا کې د مسلمانانو لپاره یوازینی ستر زعیم بلل کېده، له ده پرته له بل چا څخه د هندوانو د خطرونو د تمبولو هیله نه کېده دا د تاریخ هغه غم لړلې شیبې وې چې د هند مسلمانان د هندوانو له لاسه په خپلو وینو کې رغړیدل او ټولو د امید سترگې احمدشاه بابا ته راکږې وئ.

لنډه دا چې احمدشاه بابا هغه باتوُر، غښتلی، ځواکمن او پیاوړی ملي اتل وو، چې په خپله واکمنۍ کې یې (لس) پوځي سفرونه کړې دي او هيڅکله هم د جگړې د ډگر څخه ندی تښتيدلی چې ډيره مشهوره جگړه يې د پاني پټ جگړه ده.

په رښتیا سره چې احمدشا بابا د ننگ و غیرت په ډگر کې یو توریالی او زړه ور او د توُرې او عمل غښتلی او نامتو اتل وو. دی د ټینگ عزم، لوړ همت، سرښندنې، عدالت او انصاف، د هیواد پالنې او د یوالي او ملي وحدت سیمبول وو. اسلامي مقدساتو ته یې درناوی کاوه او همداسې د ډیرو عالي صفاتو او خصایلو خاوند شخصیت وو. دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په  نوره  نړۍ کې هم  شهرت  لري.

د احمدشاه بابا د څو اړخیز شخصیت په تړاو په هیواد کې د ننه او بهر یو شمېر تاريخ ليکوونکو، پوهانو، څيړونکو او محقيقنو ګڼ شمېر کتابونه لیکلې دي ، چی هر يو يې پر خپل ځای ځانگری ارزښت لري. 

د هندوستان پېژندل شوي لیکوال او تاريخ ليکوونکي «داکتر گنداسنگ»  په خپل یوه لیکنه کې داسې  کښلي دي :

 ((... د ډېرو زيار گاللو په نتيجه کې د احمدشاه ابدالي تاريخ دومره د تاريخ د مينه والو پام ور اړولی چې د حقيقت په پلوشو کې د احمدشاه د شخصيت ټول بُعدونه، افغانيت، پتمني، زړه ورتيا، توره، علم، عدالت او . . . نور په سمه توگه ليدلای شي...))

او همداسې زموږ د هیواد نامتو او پیاوړی لیکوال او څېړونکي «ارواښاد غلام محمد غبار» په خپل یو تاریخي اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کې داسې لیکي:

(( .... احمدشاه  را  بواسط خدمات و اخلاق و تقوای شخصی او پدر میخواندند وغازی خطاب میکردند. زیرا احمدشاه تنها پادشاهی بود که در افغانستان تاج بر سر نمینهاد، دستار میبست و چپن و موزه میپوشید و در عوض تخت بر زمین مفروش می نشست. او مستقیما با مردم در تماس میشد، با تواضع و پیشاني گشاده سخن میزد، در حل و فصل قضایا انصاف را مدنظر میگرفت، و در عین حال از قوانینی که خود گذاشته بود، جدا پيروی مینمود. احمدشاه در طول سلطنت خود به عیاشی و تجمل نپرداخت و حریص نبود. او در هیچ جنگی از مقابل دشمن فرار نکرده بود،  و در برابر اهالي، کشور متواضع و ملایم بود. مثله (قطع اعضای انسانی) را در مجازات، و خشوع و خمیدن را در تشریفات، تحریم نمود. او خانواده و اقارب خود را از مداخله و اشتراک در امور دولت دور نگهداشت ... )).

د پورتنیو لیکوالو او څېړونکو د لیکنو پر لاسوند په رښتیا سره چې احمدشاه بابا څو اړخیزه شخصیت درلود. دی  یو نامتو، پیاوړی، ملي او غښتلی اتل، پاک او سپیڅلی انسان، دروند، مهربان، متدین  او رښتینی مسلمان، مینه ناک،  زړه سواندی، با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند، بی کبره او خوا خوږی انسان وو. دی د تقوا او پرهیزگاری دروند شخصیت، د سړې سینې او لویې حوصلې خاوند وو.  ده د خپل هیواد او هیواد والو سره، د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې او ژوره مینه درلوده.

 احمدشاه بابا  نه  یوازې  په  توُره  او  میړانه  کې  یو کلک  عزم  او لوړ همت  درلود، بلکې د شعر او شاعرۍ بازار یې هم تود ساتلی وو.

 احمدشاه بابا زموږ د هیواد په غوړیدلي تاریخ کې او د ادب او فرهنگ په ډگر کې د توُرې او قلم  د خاوند په توگه پېژندل شوی او ستایل شوی دی.

ده نه یوازی د خپل  تورې عزت او حیثیت او د قلم  فضیلت  په  ډیر ځوانمردي، بهادري او میړانې تر پایه  پورې وساته خو د نورو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو علمي، ادبي او فرهنگي ډگر یې هم تود ځلانده او  ښېرازه  ساتلی وو.

د احمدشاه بابا  په اشعارو کې د تصوفي او اخلاقي  اړخ  څخه  را نیولی  تر عشقي، حماسي، ملي، ټولنیز، او د هیواد او هیواد والو سره د ژورې مینې  تر کچه پوری  د شعر په ساده او روانه ژبه ډیر ښکلي او په زړه پورې انځورونه نغښتې دي. د بېلگې په توگه د ده له دیوان څخه چې (۲۵۰۰) بیتونه لري.

 د بېلګې په توګه د احمدشاه بابا د شعرونو دا بیتونه گورو:

په اشنا به خبر نشم          څو خبر نه شم له ځاته

که د خپلې خودۍ تیر شم          خود به زه شمه مراته

معرفت به مې روزي شي          که فاني شم و فنا ته

دا د یار مینه خوږه ده          چې پریکړې سر د زیاته

***

او یا وايي:

زما په مخ که دا څه تېرېږي          بحر د زړه مې په مخ بهېږي

اوښکې له سترگو  مې په مخ روانی دي          که د زړه وینې دي چې  راچلېږي

***

او یا وايي:

علم گوره څرگنده لوی دریاب دی          بیا هم دی را بهېدلی په څو باب دی

دا د علم دریاب هر چېرې محیط دی          علم زده کړه چې د عمل لوړ جناب دی

***

او یا وايي:

شیرین عمر چې تیریږي دریغه دریغه          د اوبو په څېر بهیږي دریغه دریغه

ولې زړه په خبرنه دی له رفتنه          چې داهسې ژر تیریږي دریغه دریغه

ولې هسې سوې بې غمه زما دله          عمر باد غوندې چلیږي دریغه دریغه

دا یاران لکه گلونه د بهار دي           د خزان په تاو رژیږي دریغه دریغه

احمدشاه به څه هوس کا وخت د غم دی          د بېلتون نوبت رغیږي درېغه درېغه

***

او یا وايي:

ستا دعشق له وینو ډک سوه ځیگرونه          ستا په لاره کې بایلي زلمي سرونه

تاته راسمه زړگی زما فارغ سي         بې له تامې اندیښنې د زړه مارونه

که هرڅو مې د دنیا ملکونه ډیر سي         زما به هېر نه سي دا ستا ښکلي باغونه

د ډیلۍ تخت هېرومه چې رایاد کړم          زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

***

او یا وايي:

پر ننگ مړ خو څه مړ نه دی          د بې ننــگه ژونـد جفــا ده

لاس بـه وانـه خلم لـه ننگه          که پر ننگ پاتــه دنيـا ده

***

او یا وایي:

چې برکړی مې خدای لاس په رقیبانو           ترو به زه د هند په لور په تماشه ځم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي سوه          نور ایران لره په توغ په نغاره ځم

پر راکړي داد دې خدای نه سي پښېمانه           ترنگین مې ایران لاندې شاهانه ځم

***

او یا وایي:

چې را یادې تورې زلفې سپین رخسار د خپل جانان سي          بې له یاره مې په مخ باندې د دوو سترگو باران سي

په لمبه باندې د عشق یې چې وینم زړه بریان سي          چې رایاد د یار لبان کړم باندې پروت یې سور پېزوان سي

زه بلبل غوندې د فکر په خوب دارنگه یم تللی          چې رخسار به د یار کله د لاله په دود خندان سي

زړه مې تږی د دیدن دی و دیدن ته آرزومند دی          که مې تږی زړه سېراب ستا په کوهي د زنخدان سي

دواړه لاس به له هوسه زه خپل سره کړم په نکریزو         که یو ځلې مې په لاس کښې ستا خوشبوی زلفې ریحان سي

دغه اور به په دوو سترگو زه قبول کړم که پرې سوزم          کشکې داغ مې دواړه شونډې په اور ستا د سره لبان سي

زه (احمد) به له دې هسې پټو گواهو چېرته تښتم          چې را باندې یې دوه وروځې څلور خاله گواهان سي.

***

او یا وايي:

د زړه فریاد مې له جدایۍ         اور مې ورک نه سي د اشنایۍ

چې پر وطن وي زړه څه قرار وي          یم بې طاقته په پردېسۍ

***

همداسې نور بیتونه...

احمدشاه بابا هغه نومیالی پاچا او بریالی فاتح وو، چې د علم، ادب شعر او شاعرۍ سره یې ژوره مینه او لېوالتیا درلوده او د خپل تورې او قلم له لارې یې د علماوو، ادیبانو او فرهنگیانو بانډارونه او مجلسونه تل تازه او ښېرازه ساتلي وو. ده په پښتو، دري-پارسي او عربي ژبو اشعار ویلي او آثار یې لیکلي دي. د ده دا درې اثره د زمانې له حوادثو او پېښو څخه خوندي پاتې شوې دي. نښیرونه (آثار) یې دا دي:

- د احمدشاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ دیوان.

 - علم گنج – دا نښیر (اثر) اته بابه لري. د دې کتاب د شرح یوه قلمي نسخه د کابل د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خطي کتابتون کې شته.

 - د احمدشاه بابا عربي اشعار ـ او همداسې نور...

 د احمدشاه بابا د علمي او ادبي نښیرونو (آثارو) ارزونه او پلټنه ځانته جلا بحث او څېړنه غواړي.  په دې برخه کې د پورتنیو خبرو پر لاسوند بسنه کوم.

کله چې احمد شاه بابا له سفره کندهار ته  راغی، د ناروغۍ له امله پر (۱۷۷۳) زېږدیز کال کې  د درملنې لپاره مشهد ته ولاړو خو کله چې بېرته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی وو، په يوه مهمه جرگه کې یې د دولتي مشرانو په گډون «شهزاده تيمور» خپل وليعهد وټاکه. د جرگې غړو هم د احمد شاه بابا له لید سره همغږي وښوده. د څو ورځو په تېریدو سره د احمد شاه بابا ناروغي او درد زیات شو او د (توبې) د غره په لور چې هلته تازه، سړه او پاکه هوا وه  ولاړو. احمد شاه بابا د توبې په غره کې د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه په (۵۰) کلنۍ کې په حق ورسېدو. د خرقې مبارکې تر څنگ په خورا درنو مراسمو خاورو ته وسپارل شو.  

اروا یې ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتې غواړم.

په ډير درنښت او مینه:  انجنیر عبدالقادرمسعود

***