دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې_ ۵۹ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
هغه خوګ سړي توګي(ګروي) چې په غوشايانوکې پروت وي.(پيدرسيو)
له زوړخوګ نه دپاک خوک تمه نه شي کېدی.(دنمارک-يوليند)
ډېرخوګان په دوه پښوګرزي.
دادخوګانوکار نه دی چې بټنې وکاروي.
وږی خوګ ددانو په خيال کې وي.(هنګري)
ځيني خوګان هيڅکله کرونده نه خوښوي،اوځينې هيڅکله کور.(پيدرسيو)


خوګ وهل،خوګ له ځايه ټېلوهل يوشان غبرګون ښيي.(فنلېند)
سړی خوګ دهغه په خاطرنه چاغوي دځان له پاره يې چاغوي.(سوېډن)
کله چې يوخوګ قصابي شوسړی پوهېږي چې څومره وزن لري،اوکله چې هټيوال مړشوسړی پوهېږي چې څه لري.(دنمارک يولېند)
په خټواوچکړوکې چاغ ښه دی.(پيدرلول)
يوه خوګه(ښځينه خنځير) غواړي چې يوبل هم په ستونزه کې وګوري.( دنمارک- يولېند)
که خوګه دسروزروپه ګاڼوهم سينګاروي،په غوشايانو کې ډډه اچوي.(پيدرسيو)
ښځينه خوګه بياخوګ ده،که څه هم په ښکلي لباس کې وي. (دنمارک- شيلېند)
هيڅکله به داسې ککړه خوګه نه وي ،چې خوګ يې پاک وي.
خوګه يوازې ددې له پاره ځان پرېمينځي چې له ګرولوازاده شي.
دخوګې په يادنه دي چې يو وخت کوچنی خوګ و.(دنمارک-برنهولم)
هغه ډېره بده خوګه ده چې خپل بچي خوري.(پيدرسيو)
هرې خوګې ته خپل بچي غوره ښکاري.
څنګه چې خوګه اوازباسي نارينه خوګان هم اوازونه کوي. (دنمارک- لوليند-فالستر[ټاپو])
زياتره ښځينه خوګ دخواړوله امله اخلي.(سوېډن)
که خوګې پورې څه وي په خپله ځان ښيي.
خوګه که ترروم پورې بوځې،چې رايې ولي بياهم خوګه ده.(دنمارک-برنهولم)
که يوخوګ راين(ددرياب نوم دی)ته بوځې چې بېرته راولی بياهم خوګ دی.(سوېډن)
دخوګ بخت
دخوګ بخت زيات وخت دوام نه کوي.
دخوګ بخت دخوګ په کڅوړه کې دی.(پيدرسيو)
۲۹۱
اوخی(اخښی)،لېور
يواوخی له زروشېطانانوسره برابر دی.(جاپان)
که ناريال له خپل لېورسره ويشي نوسترګې دې خلاصې ونيسه.(افريقا-کيکونګو)
توره
توره دجنت اودوزخ کونجي(کيلي) ده.(قران)
حکومت توره بېهوده نه ګرځوي.(انجيل)
يوه توره بله توره په تېکي کې پرېږدي.(سوېډن)
زړورسړی وړه توره هم کارولی شي.(ايتاليا)
ډېره اوچته توره زياتره وخت کمزوری ګوزارکوي.(ايسليند)
کوم شی چې په توره وګټل شي ژرله منځه ځي.
څوک په سپږې پسې توره نه راوباسي.(شوروي اتحاد- کلموکي)
توره په خپل تېکي ګوزارنه کوي.(ايران-کوردي)
کومه توره چې په جګړه له تېکي نه راوځي،ايا په هغې ميوه غوڅه شي؟ (سيريلانکا-سينګالي)
توررنګ
څوک چې بل توروي په خپله سپين نه پاتې کېږي.(پيدرسيو)
لمبل
چې اوبوکې نه يې لامبونه شی زده کولی.
لامبوپه اوبوکې زده کېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
لمبا هغه وخت اسانه وي، چې سردې بل چا جګ نيولی وي.(پيدرلول)
کله چې اوبه ترخولې ورسېږي لمبا هغه وخت زده کېږي.(پيدرسيو)
چاته چې ددنيا لمبانه وي زده داوبوتل ته ځي.(انګلستان)
مادرته لمبل زده کړل،اوس ماډوبوې.(انګلستان)
ښه لامبوزن اخيرډوبېږي.(انګلستان)
ترټولوښه لامبوزن ډېرژرډوبېږي.
هغه ډېره خرابه لمبا کوي.
سيندلامبوزن سړی وړي .(افغانستان-پښتو-ژ.)
ګنډل
هيڅوک له ستنې پرته ګڼدل نه شي ،اوهيڅوک بې اوبوکوچنۍ بېړۍ مخ ته نه شي بوولی.(چين)
څوک په خوله دنااشناسړي تڼۍنه ګنډي.(روسيه)
ناروغي
ناروغتيا دهرچاباداردی.(ناروې)
۲۹۲

ناروغي دغشي غوندې چټکه راځي،خودسپڼسي غوندې ورو ورکېږي.(چين)
ناروغي داس په شاراځي،خوبېرته پلې ځي.(هاليند)
ناروغي دغرهومره راځي اودڅاڅکوغوندې ورکېږي.(تايلېند-سيامي)
سړی ناروغي احساسولی شي،خوروغتيا نه شي.(دامريکا متحدايالتونه)
يوګرام ناروغي له سل کيلوګرامه روغتيانه زياته احساسېږي.(هاليند)
دناروغۍ له تريخوالي نه سړی دروغتياپه خوږوپوهېږي.(اسپانيا)
دروغتيا په قدرهغه څوک پوهېږی چې په ناروغۍ اخته شي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
له ناروغ پالنې نه ناروغي ښه ده.(ترکيه)
ناروغتيادبې خونده کارونوماليه ده.(انګلستان)
دناروغ بټوه دناروغ درملنه سستوي.(المان)
څوک چې ځان ښه ساتي ،ناروغي ورپسې وروسته راځي.
له دېرش کلنۍ مخکې سړي دناروغي پسې ګرځي،له ديرش کلنۍ وروسته ناروغي په سړي پسې ګرځي.(چين)
داوږدې ناروغۍ مړينه ډاډمنه يې.(پيدرلول)
اوږده ناروغي هروخت درواغ نه وايي،اخيردې وژلی هم شي.(ايرليند)
څومره چې ماشوم ناروغ وي،هومره ګران وي.
هرڅوک چې شکايت کوي،هغه ناروغ نه وي.
څلورورځې تبه زاړه وژني اوځوانان ترې رغېږي.(ايتاليا)
تبه هغه وخت ولوېده چې ناروغ مړشو.
ابۍ مړه شوه تبه يې وشلېده.(افغانستان-پښتو-ژ.)
سرتېري نه چې کله دتوپ مرمۍ دواړه پښې وغورځولې ويې ويل:«اوس به مې روماتيزم نه ځوروي».(المان)
ليدل،کتل
ليدل خبروته اوړي.
ليدل دخدايانوله پاره.(دښه شي دليدلوپه مهال ويل کېږي).
په دې موضوع غور(ليدل )کېږي نجلۍ وويل:کله چې ترې په نڅاکې ماشوم وغورځېد.
ګناه
ګناه دګناه لامل کېږي.(ساکسو)
ګناه له خنداسره راځي،خوبېرته له اوښکوسره ځي.(سوېډن)
دګناه عشق خوږخوندلري.(ايسليند)
هره ګناه کې خوږوالی اوپښېماني شته.(سوېډن)
دګناه شتمني توبواو‎بښنه کې ځي.(هند-هندي)
يوه ګناه مخکې ترپېژندلوګناه نه ده.(ناروې)
۲۹۳
زړې ګناوې اوږده سيوری لري.(انګلستان)
زړه ګناه دنوی شرم غوندې ده.(پيدرلول)
دهرچاګناه،دهغه دځان خلاف ګناه ده.(لاتين)
ګناهکار،دګناه مريي دی.
ګناه بده ده،مګرپرله پسې ګناه کول ډېربددي.(اسپانيا)
چاچې دوه واره يوه ګناه کړې وي،هغه نورګناه ته ګناه نه وايي .(تلمود)
له ګناه پرته ژغورنه نه شته.(روسيه)
هيڅوک ګناه نه پرېږدي،خوګناه بالاخره سړی پرېږدي.(سوېډن)
نړۍ له ګناهونو،دوزخ له شېطانانوډک دی.(شوروي اتحاد-لاتويايي)
څوک چې بېګناه ګناهکاروي،شېطان بېګناه راباسي.(دامريکا متحدايالتونه-اسپانوي)
هرګناه له ځان سره خپله جزاراوړي.(انګلستان)
ګناهکارله ګناه سره خښېږي.(بلغاريا)
که مړی ګناهکارنه وي ،قبريې نه ځوروي.(عراق –نوارمی)
دژوندپه وروستيوورځوکې سړی دهغوګناهونوتوبې وباسي چې نه يې وي کړي.(سوېډن)
«که ته ماپه ځان واچوي ،ګناه زه په ځان اچوم»،کشيش جنۍ ته وويل.(سوېډن)
اوه
اوه يوه ډله ده،نهه ستړي دي.(لاتين)
اوه يوته انتظارنه باسي.(روسيه)
اوه اوږده اواووه(اته) پراخه.(پيدرسيو)
هغه اوه ذهنونه لري.
اوه ځله لس دخاورواودوړوکلونه دي.
زماخوله په اوه مهرونوبنده ده.
په اوه کلونوکې داسې نه شی تلي لکه په اووه ورځوکې. (سوېډن)
هغه ته پنځه اواووه يوشی دي.
هغه اوه کاله دراکيل* له پاره چوپړوکړ.[*-په افسانوی کېسوکې ديوې شهزادګۍ نوم دی]
اوه دفرعون سخت کلونه وو.(سوېډن)
هغه لکه داوه خواروغواوپه څېرښکاري.
اوه،نهه،ديارلس.(دبخت له پاره يې ښه شګوم بولي.ژ.)
تراوم اواخيره.
رسم اودودو
سړی يابايدديوملک رواج اودودرعايت کړي اوياملک پرېږدي.(پيدرلول)

۲۹۴
ياديوملک دود اورواج رعايت کړه اويا ملک پرېږده.
سړی پخوانی دوداورواج پېژني،خونوی رعايت کوي. (پيدرسيو)
لرغونی وياړهيڅ دليل ته اړه نه لري.(لاتين)
سپارښتنه اومينه سره خويندې دي.(چکوسلواکيا-سلواکي)
نوروختونه، نوررواجونه .(لاتين)
هرهېوادخپل رواجونه لري.
نورهېوادونه ،نورعادتونه.
عجيب خلک عجيب عادتونه لري.
دهېوادرواجونه،دهېوادوياړونه.(سوېډن)
د زياتو رواجونواودودونوليدل ښه دي.(دنمارک-ويندسيسيل)
هرپښ خپل ناستځی اوهره مېرمن خپل عادت لري.
دګاونډيانو په څېرعادتونه ولره نوښه به واوسې.
دګاونډيانودودکوه کم به پوښتل کېږې.(دنمارک-يوليند)
بدانډيوالان ښه شخصيتونه فاسدوي.(لرغونې يوناني)
چې اوسې په خوي به دهغوسې.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ګونۍ/ بوجۍ
هرسړی ژرندې ته خپله بوجۍ وړي.(پيدرلول)
هيڅ بوجۍ دومره ډکه نه وي چې ديوې دانې غلې ځای ونه لري.(پيدرسيو)
کله چې سړۍ بوجۍ وښوروي وينې يې چې څه په کې دي.
له بوجۍ نه ترهغې نه چې په کې دي زيات نه راوځي.(سوېډن)
څه چې په بوجۍ کې ړومبی اچول کېږی وروسته راوځي.(سوېډن)
بوجۍ دهغه چاده چې پرې ناست وي.(پيدرسيو)
کله چې خوک په کې غواړې،نوبوجۍ مخکې ونيسه.(سوېډن)
جهيل
ډېرشيان لکه په جهيل کې چې وي.(دوايکنګانودمهال سکاندنوي ژبه)
څه چې جهيل(سمندرګي) ته راځی ياډوبېږ ي يابېړۍ ته رسېږي.(پيدرسيو)
څوک چې هيڅکله په سمندرګی کې نه و،دهرډول اندېښنې حق لري.(سوېډن)
هغه پرېږده چې په خپل جهيل کې بېړۍ وچلوي.
موچي چې دلارې له لښتي تېرشوويې ويل:دسمندرڅاڅکي ،اوځانله يې يوګيلاس قوي شراب راواخيستل.

۲۹۵