دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې _ ۵۵مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

په ماليه کې دغټوکسانورذالت دهغوۍ په فضيلت کې ګڼل کېږي.(انګلستان)

دوه غټان په يوه کڅوړه کې نه ځاېږي.

کله چې دوه غټان يوځای راځي،تلل سختېږي.(دنمارک-يوليند)

غټ شخصيت هغه وي،چې کسان هم غټ شخصيت ولري.(لرغونی مصر)

ځان دومره غټ مه ګڼه،چې نوروته په کم نظروګورې.(زړه چينايي)

دخپل چوپړي(نوکر)له پاره هيڅوک غټ نه دی.

غټوالی په سړي هيڅکله نه زياتېږي،خوهروخت يې له لاسه ورکولی شې.(دنمارک-يوليند)

واړه خلک ددې له پاره نه دي پېداشوي چې دغټانوکونې ښکل کړي.

کله چې غټې غږې کړنګېږي کوچنۍ نه اورېدل کېږي.(دنمارک)

غټان هرکله پزې سره يوځای کوي اوواړه کونې يوځای کوي.(دنمارک-شمالي يوليند)

هغه څوک چې دغټوپښوپه پلونو روان وي ژرکوږتګ پېلوي.(ترکيه)

کوچني شيان کوچنۍ اروابنديانوي.(لاتين)

کوچني

موږټول خدای ته واړه ياستو.(سوېډن)

خبرې

خبرې اومننه هيڅوک نه شتمن کوي.(دنمارک -يوليند)

يوبحث په بحث پسې او درواغ په درواغوپسې.(سليسوي)

سړی په دې نړۍ کې له ځان زياتې خبرې کوي.

دچاپه باب چې خبرې نه کېږي ،ځانګړي څه نه لري.(دنمارک-لوليند)

څوک چې دبل په خوله پسې خبرې کوي،په خپلې شرمېږي.

کړتن(خبرلوڅ) ته چوپتياترټولو سخته ده.(ايسليند)

شراب (جن)

دوه څاڅکي ډېرزيات اودرې کم دي.(فنليند)

دشرابوړومبني ګوټ ته، سړی بايد نه ووايي.(دنمارک-يوليند)

دشرابوله وروستي ګوټ نه ړومبنۍ څپېړه راځي. (دنمارک-شيليند)

ګاډيوان ته يوګيلاس شراب ،دومره ښه دي لکه اس ته يوه ټوکرۍ وربشې.

۲۷۱

خيری،چټلي

بېوزلي دخدای له خوا وي،خوخيري نه.(عبري)

له خپل خيري سره هيڅ ستونزه نه شته،کېدي شي له ځانه يې پاک کړې اوځان پرېمينځې.(دنمارک -لوېديزيولېند)

چټل کارځلېدونکې پېسې لري.

څومره چې سړی چټلي ښوروي هومره بدبوي کوي.

څوک چې په نوروچټلي غورځوي،خپل ځان چټلوي.(سوېډن)

واوره

واوره اوغوسه په وخت سره ويلي کېږي

دالکه واوره دلمر مخکې ويلي کېږي.(سوېډن)

څه چې سړی په واوره کې ښخوي په ګرمۍ کې پورته راځي.

ډېره واوره ،ډېرواښه.

کله چې په غرونوواوره اوري،درې سړېږي.(اتريش)

واوره دهغه چا په يادوی چې تېرکال په کې غورځېدلی وي.(ناروې)

چېرته ده هغه واوره،چې پروسږکال ورېدلې وه.(پيدرسيو)

لنډفکره

ته ښه پوهېږې ،چې کلي ته لنډفکره وايي،خوته نه پوهېږې چې لنډفکران چېرته دي.

مار(برګ سری مار)

څوک چې برګسري مارچيچلی وي له کب مار(مارماهي) ډارېږي.

مارچيچلی له پړي ډارېږي.(افغانستان -پښتو.ژ.)

چالاک،ټګ

ټګ لکه مړخنځيردی،خونه نيم رښتين.(انګلستان)

ښوېدل

دژبې له ښوېدلونه،دپښې ښوېدل ښه دي.(ايتاليا)

والګی

څوک چې بويولی يې نه شي،هغه سخت والګی لري.

لمر،سپوږمۍ اوستوري

څوک چې لمر،سپوږمۍ اوستوري لري بايدشکايت ونه کړي.(سوېډن)

لمرپه ښواوبدوراخېژي.(بيبل)

کله چې لمرراخېژي،دټولوله پاره راخېژي.(کيوبا-اسپانوي)

 

۲۷۲

لمرپرچټليوهم ځلېږي،خوچټلېږي نه.(بلغاريا)

همدايولمردی چې،دودې،ويلې کېدواودخاورې دسختوالي اوغښتلتيا لامل دی.(لرغونی يوناني)

لمرهرورځ نوی دي.(لرغونی يوناني)

په يواسمان کې دوه لمره شتون نه شي لرلی.

دلمرورستۍ ځلاډېره ښکلې ده،بالاخره بايد پرېوزي.(المان)

دډوبېدونکي لمرنه، زياتره دراختونکي لمرعبادت کوي.(لاتين)

لمرپه يوځاې کې پرېوزي،خو بل ځای کې راخېږي.

له لمروروسته باران راځي.

لمرپه ټوله ورځ کې يوشان تودنه وي.(ايرليند)

لمرچې ترڅوځلېږي،سړی بايد ترې خوند واخلي.(پيدرلول)

ړونديې هم احساسولی شي،چې لمرځلېږي.

کله چې سړی دلمرپه باب خبرې کوي نوځلېږي.

چېرته چې لمرځلېږي،هلته سيوری هم موندل کېږي.(هند-کشمير)

څومره چې لمرجګېږی ،هومره سيوری کمېږي.

مه پرېږده چې لمرستاپه غوسې کې پرېوزي.(بيبل)

لمرددهقان ساعت دی.

لمربايدپه يواوراورکي په غوسه نه شي.(برما)

کله چې لمرپه لوېديزکې ډوبېږي،لټ ښه کارکوي.(دنمارک-برنهولم)

کله چې لمر په ډوبېدوشي،لټ په خوځيدوشي.(افغانستان-خواريکښ)

ټول غواړي په لمرکې يوځای ولري،خوزياتره بايدپه سيوري کې واوسي.

چېرته چې لمرنه راځي،هلته داکتر راځي.

کله چې لمردننه راځي ،داکتر بهروځي.(ساردينيا)

پردي يې بهرلمر ته راکاږي،خپلوان يې دننه سيوري ته راوړي.(پاکستان - پنجابي)

که پردي مړکړي لمرته به دې واچوي،که خپل مړکړې سيوري ته به دې واچوي.(افغانستان-پښتو.ژ.)

لمرپه دوه ګوتونه پټېږي. (افغانستان-پښتو.ژ.)

ايا لمرپه غلبېل پټېدی شي؟(مالېزيا)

کله چې لمر په يوه کڅوړه کې کښته کېږي ،په يوه وياله کې راپورته کېږي.

دلمروړانګې تل وچه دښته جوړوي.(عربي)

لمرهم خپل داغونه(ټکي) لري.

دلمرپه شتون کې سپوږمۍ نه ځلېږی.(افغانستان-پښتو.ژ)

کله چې لمرځلېږي،زه دسپوږمۍ څارنې ته اړه لرم.(پيدرلول)

۲۷۳

کله چې لمرراپورته شي،سپوږمۍ ته هيڅوک نه ګوري.(سوېډن)

سپوږمۍ هم ځلېږي خوتودول نه کوي.(شوروي اتحاد-اوکرايني)

دسپوږمۍپه وړانګوهيڅ انګورنه پخېږي.

سپوږمۍ د بېوزلولمردی.

سپوږمۍ دغلولمردی.

سپوږمۍ له لمرنه زياته مهربانه ده،ځکه يې په مينه يادېږي.

چې سپوږمۍ کې ويښېږي اولمرکې بيدېږي نه وياړلري نه ګټه.(پيدرسيو)

هغه چې دسپوږمۍ رڼاته انتظاروي ،ناوخت کورته راځي.

يوه سپوږمۍ تياره تيت اوپرک کولی شي،زرستوري يې نه شي.(هند-بهاري)

له سپوږمۍ سره دوستي،له ستوروله دوستۍ نه ښه ده.

سپوږمۍ په ټولوهيوادونوځلېږي.(افريقا-کوېلي)

کله چې سپوږمۍ پوره وي،هرڅه رڼاکوي.(هالينډ)

سپوږمۍ چې پاي ته رسېږي خپلې وړانګې په بدمرغه ناروغانو اووياړلو شهزادګانويورازپه سخاوت ويشي.(هند-تېلوګو)

کله چې سپوږمۍ درسره وي،نوستورڅه ارزښت لري؟(عربي)

بشپړه سپوږمۍ نوره ګرده نه ده،روښانه وريځ به ژرتيته کړي.(چين)

کله چې سپوږمۍ پوره وي،وايېخله ،دادنيا چلنددی.(جاپان)

کله چې سپوږمۍ غټه شي ،کمېدل يې پېل کېږي.

په خپله سپوږمۍ هم ترهغوچې نه وي راختلي، نه ځلېږي.(فنليند)

سپوږمۍ ته ارزښت نه لري ،چې سپی بيداردی.(سوېډن)

سپوږمۍ څه اندېښنه لري چې،ميناتوري کوي يې.(المان)

ستوري هغه مهال ځلېږي،کله چې لمرپرېوزي.

کله چې سپوږمۍ پوره نه وي،ستوري روښانه ښکاري.(افريقا-هاوسا)

که ستوری هرڅووغواړي هم له سپوږمۍ سره مرسته نه شي کولی.(چين)

په اسمان کې زيات ستوري دي،خوکوچنۍ ورېځ يې زيات شمېرپوښلی شي.(نوی زيلاند-پوليانيزي)

په تورتم کې کوچنی ستوری هم ځلېږي.

هرانسان خپل ستوری لري.

داناشونې ده چې ستوري کښته راوشوکوې.(لاتين)

سرتېری

سرتېري خطرلري جنرالان وياړ.(سوېډن)

دوه سرتېري،نهه تورنان(ټولی مشران).(يوګوسلاويا-سرب وکرواتي)

هغه بدسرتېری دی ،چې باورنه لري جنرال به شي.

 

۲۷۴

هغوۍ چې جګړې ته ځي، ټول سرتېري نه دي.(اسپانيا)

لولۍ(پروانه)

لولۍ يې په اسانۍ هېروي،چې پشوګۍ وه.(سوېډن)

غم اوخپګان

غم اوخپګان بشپړه ناروغي ده. (سوېډن)

غم اوخپګان خوب ورک کوي.

غم اوکلونه ويښتان سپينوي.

غمجن له وخت مخکې زړېږي.

غم اوخپګان اننګی ژېړوي.(پيدرلول)

غم سړی يوازې وړلی شي، خودخوښۍ له پاره بايد دوه وي.

يوه ورځ غم له يوې مياشتې خوښۍ نه اوږددی.(چين)

چېرته چې غم په وياړسره لمانځل کېږي،غواړي هلته ژوندوکړي.

غم اوخپګان بايدسړی له کاليوسره يوځای وباسي.

تردې چې ټول ژوندپه غم تېرشي مرګ ښه دی.

کوچني غمونه کلمات لري،غټ ګنګ دي.(لاتين)

غم اوخپګان دورېځ غوندې دي که دروندوي،اوښکې توېږي.(ملغاسي)

غم داوښکوله لارې کمېږي.

له غم وروسته تنده راځي،له زغم وروسته صبر.(سريلانکا-سينګالي)

تا هيڅکله په غم اوخپګان کې له لوږې اوخراب خوراک نه دی کړی.

سړی په سوراوتورکميس کې غم يورازګوري.

هرکله يوغم راځي اوبل تمامېږي:پرون مې مېړه مړشواونن مې نوک له لاسه ورکړ.(پيدرلول)

څوک چې غټ غمونه نه لري،په کوچنيوله ځان سره مرسته کوي.

ګدۍ بدل قبرته ژړل ويې ويل:ستا په غم هيڅوک خوښ نه و.

توراوسپين

تورداصلي ګناه په توګه.

تورښکلی دی.(دامريکا متحدايالتونه-تورپوستي)

توره خاوره سپينه ډوډۍ ورکوي.

زياتره تورچرګوړی له سپينې هګۍ راوځي.

په ټولوخلکوکې يوتور پېداکېږي.

هيڅکله داسې يوتورزړه نه شته چې سپين ټکی ونه لري.(سوېډن)

داکېدی شي تورښکاري اوښه شي.(دنمارک-سوېډن)

۲۷۵