دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ـ ۵۸ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

ټول غواړی په ښه هوا(حالت)کې واکمن وي.

څوک چې غواړي نوراداره کړی، بايدلومړی دځان ادره کول زده کړي.

سرټمبه ،سرکښ

سرټمبه لکه سېرلی(وز) اولږزيات.

سرتمبه خرسرټمبه خرکارغواړي.(فرانسه)

دوړې اوخاورې

که دوړې هم انبارشي غرترې جوړېږي.(هاوای-جاپاني)

موزې ،پوځي بوټان

څوک چې دبل موزوته انتظارباسي، ښاي اوږده لارلوڅې پښې لاړشي.(پولېنډ)

دکوموموزوميرات ته چې سړی منتطروي ډېرې زړېږي.(دنمارک-شيلېند)

اه،فرياد

که څه هم اوښکې په ځمکه غورځېږي،فرياديې تراسمانه رسېږي.(پيدرسيو)

فرياددرمل نه دی.(ايتاليا)

شکر،بوره

چېرته چې بوره وي،هلته مېږيان وي.(ماليزيا)

کب خوړونکې مرغۍ

کب خوړونکې هم خواړه دي.(ساکسو)

لوږه

لوږه يوسخت سلاکاردی.(المان)

لوږه ترټولو ښه رُب(ساوس) ده.(ايټاليا)

لوږه ډېره ښه مصاله ده.(لاتين)

لوږه ډېرښه خواړه پخونکی دی.

لوږه خامې دانې خوږوي.(هالېنډ)

لوږهدبې اشتهايي په وړاندې ښه ده.

لوږه ترخه ،اوتنده تروه خوږوي.(لرغونې ارامېسي(نږدې مړه ژبه ده چې دعربي اوعبري ته نږدی ده-ژ.)

لوږه په وږې ګېډه کې سخته چاړه ده.(پيدرلول)

۲۸۶

لوږه لېوه له ځنګل نه راوباسي.

سپی له لوږې چټلۍ هم خوري.(تلمود(ديهوديان مذهبي کتاب،چې شفاهي تورات هم ورته وايي-ژ.)

لوږه بېزودمرچوخوړلوته اړباسي.(هايتي-فرانسوي)

دډېروږي له پاره هيڅ ډوډۍ کلکه نه ده.(اسپانيا)

يووږی فرانسوي يوکارغه ته خوشاله وي.(روسيه)

وږی يوازې دخواړوبه باب فکرکوي. (روسيه)

بربنډله لارې اوړي، وږی نه اوړي.(افغانستان- پښتو-ژ.)

يوله لوږې مړکېده، بل يې سرته پراټې کتلي. (افغانستان- پښتو-ژ.)

وږی سړی لېوه (دلېوه غوښه)هم خوري.(امريکايي بوميان)

وږې خيټه په خبرونه مړېږي.(المان)

وږي يې نه اوري.(افريقا-سواحلي)

وږې خيټه هيڅ غوږونه نه لري.(انګلستان)

څوک چې ډېروږی دی خندلی نه شي،اوڅوک چې ډېرموړدی خبرې ورسره نه کېږي.(افريقا-فولب)

وږې سترګې لېرې ګوري.(انګلستان)

لوږه ډبرين دېوال ماتوي.(انګلستان)

يوازې په خوړلوسره لوږه هېروو.(ييديش[دهغه ژبې نوم دې چې نږدې زرکاله يهوديانوکاروله.ژ.])

وږی يېږنڅانه کوي.(ترکيه)

وږی سپی له لرګي(ډانګي) نه ډارېږي.(انګلستان)

روغتيا

روغتيا له شتمنۍ نه ښه ده.(انګلستان)

له روغتيا پرته هيڅ شتمن نه شته.(يوګوسلاويا-صرب وکرواتي)

روغ سړی شتمن سړی دی.(سوېډن)

روغ خپل کلونه نه شماري. (يوګوسلاويا-صرب وکرواتي)

څوک چې روغ اوتازه دی زيات څېزونه غواړي،ناروغ يوازې يوشی غواړي.

له ناروغ امپراتورنهروغ کروندګر ښه دې.(المان)

روغ بدن پاچاهي ده.(افغانستان-پښتو-ژ.)

د روغ له پاره هرڅه سالم دي.

دادڅاروي روغتياده،چې له درملتون راوړل کېږي.(دنمارک- يولېند)

سړی ترهغه وخت پورې دبل په سلامتۍ څښلی شي،ترڅوخپله سلامتي له لاسه ورکړي.

څوک چې ښه روغتيالري،پرته له دې چې پوه شي شتمن دی.(ايتاليا)

مخکې له دې چې ناروغي نه وي راغلي،دروغتياته ارزښت نه ورکول کېږي.

دوغتيا په قدرهغه څوک پوهېږي چې په مصيبت اخته شي. (افغانستان-دري-ژ.)

۲۸۷

روغتيااوپېسې پراخي راولي.(انګلستان)

ښه روغتيا،له پېسوسره اوښه وخت چې ويې کاروي.(اسپانيا)

ترهغه وخت چې سړی ناروغ نه وي،اسانه ده چې ښه روغتيا ولري.(روسيه)

که خداي ناروغ کړې،هيڅ ډډه اچول (پرېوتل)دې رغولی نه شي.(روسيه)

ښوروا

دساسيچ په ارکاره کې ښوروا پخول.

تريو،خوږ،تريخ اوتُند

سړی کولی شي تريوله خوږوسره وخوري.

خواږه وڅښه ،دترووپېسې ورکړه.(ايسليند)

خواږه ړومبی،تروه وروسته.(سوېډن)

تروه خوشالول کوي.(المان)

ترخه دوږي له پاره خواږه دي.

څوک چې تروه ونه څکي،خواږه نه شي ګټلی.(انګلستان)

کېدی شي لږتريخ درداورنځ،خواږه درپه يادکړي.(انګلستان)

خواږه دعشق دګناه خوندکوي.(ايسلېند)

خواږه په خوله کې ،ټګي په زړه کې.

تروه لکه سرکه.

ګيدړچې لوړوتوتانوته ونه رسېدويې ويل:«داتروه دي».

«داتريخ خوندلري»،ګيدړداناروپه باب وويل.(هند-بهاري)

ګيدړانګوروته نه رسيده ويل يې: «تروه دي» .(افغانستان-پښتو-ژ.)

دومره ډېرخوږ مه اوسه چې تېردې کړي،دومره زيات تريخ مه اوسه چې له خولې دې ګوزارکړي.(عراق-کوردي)

مه دومره خوږشه چې څوک دې خوی تېرکړي ،مه دومره تريخ شه چې له خولې دې وغورځوي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

ترخه بايدله ترخوسره ښه شي.(سوېډن)

مېلېاوچړچې

مېلې اوچړچې کورکڼدواله کوي.

کمزوري

کمزوري انسانان بېوزله(غريب) انسانان دي.( هند-هندي)

څوک چې خپله کمزوري نه هېروي،دکمزورانومنځ کې قوي دي.(المان)

کمزوران بايدله غښتلوسره اتحادوکړي؛وياله له سيندسره په يوځای کېدوسمندرته رسېږي.(لرغونې هندي)

په کمزوري ورخ اوبه ښې ماتېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

۲۸۸

توتکۍ

په يوه توتکۍ پسرلی نه راځي.(لرغونې يوناني)

په يوه توتکۍ نه پسرلی کېږي،خوپه يوه چوغکه پسرلی کېږي.(سوېډن)

ټيټه توتکۍ باران دی،جګه توتکۍ لمر اوګل غورځېدلوهواده. (سوېډن)

کله چې توتکۍ ټيټې الوزي ،باران کېږي.

کومه توتکۍ چې ددُرمو(کړکو)په پرده کې ځاله جوړوي،زياته دمه نه شي کولی.(چين)

بته(بتکه)

بتې ښځې تېرباسی اودشېطانانو ډله له مينځه وړي.(سوېډن)

دابې ارزښته دي چې بته دګوربت بچوته اوازونه زده کړي که څه هم دهغې هګۍ اوبچې خوري.۱۲۷

هغه دخپلې بتکې سندره وويله.

ځواب

هيڅ ځواب هم ځواب دی.(لاتين)

داټولې خبرې نه دي،چې سړی بايدځواب ورکړي.(سوېډن)

کله چې درنه په لويديزکې پوښتنه وشوه ،په ختيزکې ځواب مه ورکوه.

ياځواب ورکړه يا تيزواچوه ،چې سړی واوري دلته ژوندشته.(دنمارک-لوېديزيولېند)

څوک چې له ځان سره خبرې کوي،ځواب په خپله خوښه ترلاسه کوي.

څوک ژرځواب ورکوي،کم پوهېږي.(انګلستان)

غوښه بايدچړې ته ځواب ورکړي؟(هند-هندي)

خوله(تويول)

له خولوپرته شات نه شته.(يوسلاويا-سلواني)

سوېډنی

هيڅ سوېدنی ځانله متيازې نه کوي.(سوېډن)

له سوېډني نه کميس کش کړه ،وبه کورې چې يوګيدړترې بهرځغلي.

سوزش

زياتره له خوږخارښت نه وروسته بدسوزش راځي.(پيدرلول)

له خارښت وروسته سوزش راځي.(ناروې)

ړومبی سوزش له وروستي نه ښه دی.(دنمارک –يولېنډ)

«داسوزش کوي،خوښه سوزش»،هلک دبرنډي(شراب) په باب وويل.(سوېډن)

ټګي ،تقلب

ټګي اوتېروتنه خپل خاوندپه غاړه کې وهي .(پيدرلول)

دمالت بازارګي کې بايدټګي ونه کړی. (پيدرلول)

۲۸۹

ټګي کالي اغوندي،خوحقيقت بربنډروان وي.(سکاتليند)

ښځې همېشه له لمن لاندې ټګي لري.

خواښې اوخسر

دخوګ غوښه اوخواښې اوخسرهغه وخت ډېرښه دي چې يخ (مړه) وي.(ويسترګوتلېند[دسوېډن يوه برخه ده چې په سهېل لوېديز کې پرته ده.ژ.)

دسړي دمورننګورکم وختونه ښه وي.

خواښې اوننګورښه نه وي څوچې ترمنځ يې اووه کليسا(واټن) نه وي.

خواښې هېروي چې هغه هم يووخت نګوروه.(اسپانيا)

دنګورخاوره دخسرله نغري وي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

خواښې ته هروخت دنګورخيټه غټه ښکاري.(شوروي اتحاد-تاتاري)

ډېره هوښياره نګورهم له دلدې پرته فيريني نه شي پخولي.(چين)

که له خواښې سره مهربانه وې ،نوورځ کې به درې کرته کورته درځي.(جاپان)

مه پرېږده چې خواښې ددردناک غاښ له وخت نه زياته کېني.(اسپانيا)

کله چې دپلارمورپه کورکې دمربا لوښې ورک کړي، هغه دپوخ لرغوني لوښي په باب ګړېږي.کله چې ننګوريوښيښه يي لوښی مات کړي ،لکه دسروزروخانک چې يې مات کړی وي.(هند-تاميلي)

يوه خواښې له پړانګ دومره توپيرلري،چې دپړانګ پوټکی ښکلی دی.

دخواښې نشتوالی ډېرښه جهيز(دواده سوغات) دی.

شېطان چې ترڅوخواښې نه درلوده،نه پوهېده چې په دوزخ کې و.(سوېډن)

زوم اوننګور

ديوې لورله پاره بايددوه زومان ونه لرې.(پيدرلول)

څوک چې ښه زوم ولري،هغه زوي اولور دواړه لري.

څوک چې بدزوم ولري ،هغه لورله لاسه ورکوي.

څوک چې ښه زوم پېداکړي، زوي اولوردواړه لري؛څوک چې يوه نګورپيداکړي،يابه زوي ولري اويابه لور.(سوېډن)

خنځير(خوک)

داسخته ده چې تورخنځير په تورتم که وګرځوې.(انګلستان)

په تورتم کې ټول خوکان توروي.(پيدرلول)

يوخنځيربل ته ورته وي،ځکه ټول په چټليوکې ځان ککړوي.(دنمارک –شيليند)

خوکان همېشه دخوراک له پاره ګډوډي نه کوي .

دخوک ګله دنيلوفرپه ډنډکې يوازې دخټواوچکړوله امله وي.(هند-هندي)

هغه خوک سړي توګي(ګروي) چې په غوشايانوکې پروت وي.(پيدرسيو)

۲۹۰