دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې : ۶۰ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
پلټنه
زه په هغه لټوم چې ورک کړي مې نه دي.(يهودي)
مېخ
مېخ يوه کوچنۍ اوسپنه ده چې ښه ساتل شوې ده .(پيدرسيو)
هغه سرپه مېخ ووهه.
زما دتابوت له پاره يومېخ.
کشتيوان،جاله وان


يوجاله وان يامري ياډوډۍ پېداکوي.
هيڅوک مخکې ترهغې چې سخت توپان وازمايي تکړه کشتيوان کېږي نه.(سوېډن)
په ارامه هوا کې ټول ښه کشتيوانان دي.
هغه کشتيوان چې نه پوهېږي کوم مسيروساتي،نه پوهېږي چې دموافق که مخالف بادپه لورځي.(هند-هندي)
خدای يوجاله وان پراس اويودوچې خرچنګ په سمندرکې دخدای هم نه خوښېږي.
هغه يوخراب کشتيوان دی،چې په ازادوخت کې توالت ته ځي.
يونۍ،يکشنبه
په يو نۍ څښل په دوه نۍ  افسوس(پښېماني).(روسيه)
څه چې څوک په يو نۍ سرته رسوي،شېطان يې په دوه نۍ راوړي.(فرېزي)
په هره اوونۍ کې يوه، يوه نۍ ده،خويوه جمعه(دروژې نيولوورځ) هم شته.(پولېنډ)
هره ورځ يوه نۍ نه ده.(هايتي-فرانسوي)
ديونۍ ماشوم(هغه ماشوم چې په يو نۍزېږېدلی وي.
په يونۍ زېږېدلي ماشوم په وبا(طاعون) نه مري.(فرانسه)(۱)
دسوېل شمال
دسويل شمال اودسپۍ غوسه اوبه ورکوي.
زامن
زامن غواړي دپلارپه بوټانوکې وګرځي.
--------------------------
۱-په دغه هيوادداسې انګيرنه شته چې ديونۍ په ورځ زېږېدلی ماشوم نېکمرغه اوهوښياروي.
 ۲۹۶
زامن غواړي دپلارکميس واغوندي،که  څه هم خيرن وي.(سوېډن)
که څه پلاربدوي ځان ته ښه زوي غواړي.
خداي موږته يوزوي راکوي که څه هم هغه غل شي.(سوېلي امريکا-اسپانوي)
يواحمق زوي له هوښيارې لورنه ښه دی.(چين)
هغه چې زوي ترې پاتې کېږي نه مري.(عربي)
څوک چې بې زامنوژوندکوي،نه پوهېږي،داڅه اندېښنه ده؛هرڅوک بې زامنومري،نه پوهېږی څه خوښي ده.(المان)
له يوزوي سره ته تللی شې،له دووسره سپرېدلی شې،له دريوسره په کورکې پاتې کېږې.(روسيه)
سخت(جدي) پلرونه ،اورېدونکي(مطيع)زامن-وظيفه پېژندونکي پلرونه،وظيفه پېژندونکي زامن.
سړی چې څنګه خپل زوي روزي ،نوهماغه رازکېږي.
دادپلرونوغوسه نه ده چې زامن ترې ډارېږي بلکې له چوپتيا يې ډارېږی.(چين)
ستازوي تاسره هغه رازچلندکوي، لکه تا چې له پلارسره کوه.(اسپانيا)
کله چې پلاردزوي ستاينه کوي،ځان ستايي.(چين)
زوي دې بازارته له ځان سره بوزه  اووګوره ،چې څوک ورسره يوځای کېږي.(عربي)
زوي دې واده کړه څنګه چې غواړې يې،لوردې واده کړه،څنګه چې کولی يې شې.
احمق زامن  په خپل موراوپلارځان ښودنه کوي.
دبېوزله سړي زوی ځان ښودنه نه کوي.
کرل اورېبل
څه چې سړی کري هغه  رېبي.
چې کرې هغه به رېبې.(افغانستان –پښتو-ژ.)
څوک چې کم کري،کم ترلاسه کوي.(پيدرلول)
که سړی کبل وکري شولې (وريجې) نه لوکوي.(مالېزيا)
سړی هغه څه نه رېبي، چې کرلي يې نه وي .(اسپانيا)
پوچ تخم وده نه کوي.(فنليند)
څوک چې باد کري توپان رېبي.(اسپانيا)
څوک چې کرکه کري،غوسه رېبي.
بادوکره نوتوپان به ورېبې.(شوروي اتحاد-اوکراين)
څوک چې په ځوانۍ کې يې ونه کري په زړښت کې يې نه رېبي.(شوروي اتحاد-ليونيايي ژبه[دغه  په فينيک ژبې پورې اړه لري اودايستونيايي ژبې خپلوانه ده .اوس ويونکي نه لري -ژ.])
سړی چې بادته ګوري،هيڅکله کر نه شي کولي، اوچې ورېځوته ګوري،لونه شي کولی.(انجيل)
سړی بايدددې له پاره چې، الوتونکي دانې خوري کرل ونه دروي.(پيدرسيو)
څه چې يوکس يې کري ،زياتره يې بل کس رېبي.
څه چې سړي په دې دنيکې کري،هغه مهال يې ريبې چې قضاوت کېږی. (پيدرلول)
۲۹۷
ټپ
سړی بايدکوچني ټپ اوبېوزله خپلوان ته په کم نظرونه ګوري.(پيدرلول)
موږټول له نه رغېدونکو ټپونوسره ژوندکوو.(اسپانيا)
ترټولوبدټپ هغه دې چې وينه ترې نه ځي.(دنمارک - يولېند)
سړی بايد زوړټپ ونه ګروي.
زوړټپ مه تازه کوه.(افغانستان-پښتو-ژ.)
روغ شوی ټپ که هرڅه جوړشي،ټپ دی.(انګلستان)
دټپ ډاکترهيڅکله  ټپ ښه ونه شوليدلی.(سوېډن)
سړی په مستۍ کې ټپ هېرنه کړ.(افريقا –سواحلي)
که ته پوه شې ،چې څه دې ټپي کوي،په دې هم پوهېږي ، نور څه شی ټپي کوي.(ملغاسي)
تاوان اوګټه
تاوان اوګټل دروازه په دروازه اوسېږي.
تاوان اوګټه وروراوخوردي.(بلجيم-والونسی)
ديوګټل دبل بايلل دی.
خپله ګټه دبل له زيان پرته ناشونې ده.(لاتين)
څه چې سړي په والس کې بايلي، هغه په زنځير ګټي.
څه چې سړي په اورېدوګټي،په غطږکولوکې يې بايلي.
څوک چې هروخت يې ګټي شبطسک پرې کېږي،هغه،چې هروخت تاوان کوي ورته بدکتل کېږي (منفورکېږي).(المان)
زيان هروخت دبې عقلوخواته وي.(انګلستان)
هيڅوک بايددبل له جهالت نه ګټه ونه کړي.(لاتين)
داورګټل شوې ژر ورکه شوه.
څوک چې  هيڅ جرات نه لري ،هيڅ  نه شي ګټلی.
غټه ګټه ،غټ خطر.(چين)
په ډېره پانګه کمه ګټه ډېرې پېسې دي،ډېره ګټه په کمې پانګې له ټولوبې ارزښته ده.(چين)
دډېرې شتمنۍ  ګټل کرکه ده.(لرغونی چينايي)
دخپلومالونوپه ړومبي ځل له لاسه ورکولوسره ،سړی يې په ارزښت پوهېږي.(ايسليند)
هغه ديوواګون شاتاوان نه دی کړی.
اخيستل،منل
څه چې راځی، بايد ويې منې.
دامهمه نه ده چې سړی څنګه دی،دامهمه ده چې څنګه ځان احساسوي  .
کله چې څښتن خپل واخلي،ډېرڅه نه پاتې کېږي.
۲۹۸
کله چې هرڅوک خپل واخلي، شېطان څه نه ترلاسه کوي.
يايې واخله يايې پرېږده.(لاتين)
سوړ اوسه(ارام اوسه).(انګستان)
دااسان واخله (ارام اوسه).(انګلستان)
داچې اخلی ،لري  يې.(سوېډن)
مننه اوناشکري
دهغوټوپه خاطر چې سړی يې لري،سړی مننه کولی شي.(دنمارک-يولېند)
هيڅوک دمننې له پاره خدمت نه کوي،داکڅوړه ډېره کمه ډکوي.
دډېرومننوله امله دپښ پيشو مړشو.(المان)
دمننې اوخبروله امله دجلادپيشومړشو.(سوېډن)
په مننې ويلو پورنه خلاصېږي.
زرمننې دخوارخبره ده.(دنمارک –لوېديزيوليند)
مننه په هيڅ نه ارزي.
دهغه خوله ډېره ډکه چې مننه ووايي.(فريزي)
درونددمننې غوښتونکی دی.(هوامول)
ناشکري دنړۍ اجوره(دستمزد) ده.
دابايدډېرښه وی،خوديوې مننې ارزښت يې نه درلود.
حق پېژندنه،قدرداني
حق پېژندنه يوکم پېدا ګل دی.
هيڅ څيزدومره ژرنه هېرېږي لکه حق پېژندنه.(سوېډن)
سړی ددې له پاره حق پېژندونکی وي ، څنګه وی هغسی دی،ددې له پاره چې ډول بايدوی؟(سوېډن)
دقدردانۍ ښوودل ددې له پاره دي چې له خپل راتلونکي ډاډمن شئ.(سوېلي افريق –زولو)
خدای مه ملامتوئ،چې پړانګ يې هست کړی،مګرشکرګزاراوسئ چې وزرونه يې نه دي ورکړي.(ايتوپيا-امهاري)
ناشکري  دغرورلورده.
عدودونه اوشمېرنه
خدای تاق عددونه غوره ګڼي.(دامريکا متحدايالتونه)
سړی بايداستدلال وارزوي،ويې نه شماري .(لاتين)
خبرې اوچوپتيا
خبرې سپين زر،خوچوپتياسره زرده.(انجيل)
خبرې دعقل انځوردی.(انګلستان)
خبرې کرل اوغوږنيول لو(حاصل ټولول) دي.(ترکيه)
۲۹۹
څوک چې خبرې کوي کرکوي،څوک چې يې اوري لوکوي.(ارجنتاين-اسپانوي)
فقط کمې خبرې وکړه، ډېرې به واوارې.(ارمني)
څوک چې ډېرې خبرې کوي،يوازې کمې تجربه کوي.(ارمني)
هوښيارې خبرې کول اوهوښيارکارکول دوه (مختلف) شيان دي.(فريزي)
ښې خبرې کول ښه دي،خوښه کول ترټولوښه دي.(سوېډن)
څوک چې ښه وينا کوي،ښه درواغ وايي.(جاپان)
خپلوخبروته دبيروپه ډول وکتل شي، چې دبېخ ته کيناستواوشرڅخه خلاصې وي.(ايسليند)
خبرې کول تردې چې، دخبروله پاره څه پيداکړي اسان دي.(روسيه)
دومره لنډه وينا وکړه چې سرته يې رسولی شې.(ايټاليا)
اوږده وينا،لنډه مانا.(المان)
وياندچې په ژوروالي څه ونه لري ،اوږدوي يې.(سوېډن)
يووينابايدداسې وي لکه يوښځېنه کميس:دژونددګټو(دلچسپۍ)له پاره لنډ اوداړينوبرخو پوښلوله پاره اوږدوي.(سوېډن)
دوينا کول کاردی ،اجازه ورکول يې هنر.
خبرې  دستونې کاردی،چې هروخت اوهرچېري درسره دی.(افريقا-سومالي)
هغه ويناده، چې ښه واورېدل شي.(انګلستان)
دچامالګه چې خورې ،دهغه په باب ښې خبرې کوه.(هند-هندي)
اجازه ورکړه هرڅوک دهغه په باب خبرې وکړي،چې پرې پوهېږي.(اسپانيا)
سړی بايدپرېږدي چې خللک خبرې وکړي،ځکه کب يې نه شي (پوليند)
څوک چې پوهه لري،په خپلې خبرې مهاروي.(انجيل)
دبهرنيانوادارې خوږه ژبه په خوب کې تېرايستل دي.
څوک چې خبرې نه کوي،خدای به يې وانه وري.(مکسيکو-اسپانوي)
طبعيت موږته خبرې راکوي،خوپوهه رازده کوي چې چوپ اوسو.(سوېډن)
پلاراومورخبرې رازده کړي ،نړۍ رازده کړي چې چوپ اوسو.(چکوسلواکيا-چکي)
په چوپتيا هيڅوک ځان نه رسوا کوي.(المان)
چوپتيا هيڅکله ځان نه ښکاره کوي.(لاتين)
سکوت هم خبرې کوي.(افريقا-بانتو)
هرڅه يوبنسټ لري،پرته له سکوت نه.(يوګوسلاويا-سربوکرواتي)
احمق له خبرواوخرله غوږونوپېژندل کېږي.(روسيه)
هيڅ شی دومره څرګندنه دی لکه لکۍ په زنګي مارپورې.(امريکايي بوميان)
چرګې خپلې هګۍ له لاسه ورکوي ،ځکه چې غلې نه شي پاتې کېدی.
سړی زياتره دخپلو خبروله امله پښېمان وي،ډېرکم دخپلې چوپتياله امله .
۳۰۰