سعودي عربستان اعلان کړی چې تر نژدې دریو میاشتو پورې به په دغه هېواد کې د سوداګریزو سینماګانو پر فعالیت بندیز، لېرې کړای شي.
نن دوشنبه د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبر پاڼې په خپرولو وویل:"وروسته له ۳۵ کلونو د لومړي ځل لپاره به تجارتي سینماګانې اجازه ولري چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال له لومړیو په فعالیت پیل وکړي."
د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې محافظه کارانو اسلامي هویت او فرهنګ ته د ګواښ له وېرې سینماوې وتړلې