لیکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.

افغانستان د اسیا لويې وچې په منځ کې د څلور لارې حیثیت او مقام له ځان سره لري، دا چې یاد هیواد په وچه کې راګير او د نړی له هیوادونو سره يې د وصل کرښې هم محدودې دي.

 نو همدا علت دی چې د اموالو لیږد -- راليږد یې د لوړ لګښت پر بنسټ ولاړې دی، خو د لويو، سترو او نړيوالو پروژو په لاره اچول بیا دې معضلې ته بدیله لاره ګڼل کیږي.

لويې پروژې د شریکتونو، کارخانو، تجارتي مراکزو، تولیدي او خدماتي سازمانونو د ایجاد ترڅنګ د کاري فرصتونو د رامنځته کیدو امکانات زياتوي، چې په نتيجه کې یې د ولس رضایت کې د پام وړ تزاید واقع کیږي.

همدا تزاید د ملت او دولت ترمنځ د همدردی احساس پیاوړی کوي او په هیواد کې د ناقانونه، غیرې شرعي او ناوړه کړنو ګراف د صفر په لوري رهبري کوي.

 *د ټاپي پروژې لنډه تاريخچه:* 
د ټاپي پروژې لومړی جوړښت د ۱۹۹۰ کال د مارچ په ۱۵مه د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ د یوه تفاهم‌لیک (MoU) په لاسلیک سره ترسره شو.

چې په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان هم د خپل مواصلاتي ارزښت په لرلو سره ددی تفاهم غړی شو.

 یاد تړون د پاکستان -- ترکمنستان وروسته د افغانستان په لاسلیک سره د TAPپروژې په نوم سره ونومول شو، چې په (۲۰۰۸) کال کې هند هم دې تړون ته لار ومونده، خو په ۲۰۱۰ کال د ډسمبر پر ۱۱مه د څلورو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په عشق‌اباد کې وروستی بین‌الحکومتي چوکاټي تړون لاسلیک شو، چې د پروژې نوم په رسمي ډول له TAP څخه TAPI ته بدل شو. 

 د غړو هيوادونو د مشترک او لومړني توافق پر بنسټ دا ذکر شوه چې ددې پروژې چارې به د ۲۰۱۵ کال سره پیل کېږي او په ۲۰۱۹ کې به ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي؛ خو له بده مرغه باید ووایم چې دا مهال د هیواد سیاسي حالات د مرکزي منسجم او خپلواک نظام له خوند محروم و هغه څه چې د افغانستان د بقا او ثبات لپاره د یوه دایمي بدیل بنسټ ګڼل کیدل، د خپل سرو حاکمو بهرنیو هیوادونو په اشاره او د قومونو له تضادي سلوک سره لاس او ګریوان و.

بلاخره دا په ټپه درېدلې چاره د اسلامي امارت په راتګ سره د دې ځوریدلي ولس لپاره د امید ساه واخیسته، د (۲۰۲۴) کال د سپټمبر په (۸) مه ددې پروژې چارې رسما پیل شوې او تمه ده چې تر (۲۰۲۷) پورې به یې د ګازو لېږد چارې رسما پیل شي.

 *د سېمې په کچه ستره پروژه(TAPI):* 
ټاپي چې ستره سیمه ییزه پروژه ګڼل کیږي د ترکمنستان -- افغانستان -- پاکستان له لارې هندوستان هیواد ته د طبیعي ګازو د ليږد لپاره ډيزاين شوې ده.

ددې پروژې نوم د همدې څلورو هېوادونو د لومړنیو تورو(TAPI) څخه ایښوودل شوی دی.

د ټاپي پروژه د ترکمنستان د ګالکینیش(Galkynysh) له سترې ګازي زېرمې څخه سرچینه اخلی، چې یاده زیرمه د نړی په کچه له لویو زيرمو څخه ګڼل کیږي.

دا پروژه د ۱٫۸۰۰ km نلليکې په واسطه ترکمنسان له هندوستان سره وصل کوي، چې ددې نللیکې څخه د (۷۷۴km) نه تر (۸۱۶km) د افغانستان په داخل کې د هرات، فراه، هلمند او کندهار له مسیر څخه د لوېې پښتونخوا(اوسنی مقبوضه پاکستان): د کوټې، ډېره غازي خان او ملتان له لارې د هندوستان د پنجاب ایالت ښار (فاضلکا) پورې چې د دې پروژې تر ټولو وروستۍ نقطه ده رسیږي.

ددې سیمه ییزې پروژې کلنی ظرفیت ۳۳ میلیارده متره مکعب (33 BCM) ګاز ښوودل شوی دی، د ظرفیت وېش یې د نللیکې په اوږدو کې د هېوادونو ترمنځ په لاندې ډول وېشل شوی دی:

۱- افغانستان: ۵ میلیارده متره مکعب ګاز (د خپلې کورنۍ اړتیا لپاره ترلاسه کوي).

۲- پاکستان: ۱۴ میلیارده متره مکعب ګاز(د خپلې کورنۍ اړتیا لپاره ترلاسه کوي).

۳- هندوستان: هم ۱۴ میلیارده متره مکعب ګاز(د خپلې کورنۍ اړتیا لپاره ترلاسه کوي).

پورته مقدار په ورځني ډول شاوخوا ۹۰ میلیونه متره مکعب ګاز کېږي، چې د ترکمنستان له «ګالکینیش» سرچینې څخه د څلورواړو هېوادونو په غوښتنه د استفادې وړ ګرځي.

 *د (TAPI) پروژې اقتصادي او انرژیکي ارزښت:* 
 افغانستان به د ټاپي پروژې له یو کلنو خدماتو او ترانزیټ څخه د ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ میلیون ډالر په شاوخوا عاید ترلاسه کوي.

د افغانستان د اقتصادي چارو د مرستیالیت دفتر د معلوماتو پر بنسټ د لومړیو لسو کلونو لپاره د ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز .

د دوهمې دورې لپاره ۱ میلیارد متر مکعب ګاز .

د درېیمې دورې لپاره ۱.۵ میلیارد متر مکعب ګاز د افغانستان لپاره ځانګړی کیږي.

د آسیا پراختیايي بانک بیا د ټاپي ۳۳ BCM ظرفیت دافغانستان لپاره د ۵٪ استفاده کېدونکې ونډې په توګه یاد کړی دی.

که موږ دا ګاز په عصري حرارتي فاریکو (Gas-to-Power Plants) کې وکاروو، نو کولای شو چې ۲,۵۰۰ مېګاواټه برښنا تولید کړو.

 دا مقدار ګاز د دې وړتیا لري چې په کال کې ۲۴ ساعته په دوامداره توګه شاوخوا ۲,۵۰۰ څخه تر ۳,۰۰۰ مېګاواټه برښنا تولید کړي.

حال دا چې د هیواد د اړتیا په پرتله اوس مهال؛ د ټول افغانستان د برښنا کلنۍ اوج غوښتنه (Peak Demand) شاوخوا ۱,۲) تر ۱,۵۰۰ مېګاواټه ده (چې ډېره برخه یې له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردیږي).

ددې ترڅنګ د هیواد ډیری وګړو ته د کاري پنځوونې،ترانزیټ، انرژۍ، سیمه‌ییز اتصال، عوایدو او احتمالي صنعتي پراختیا په برخه کې موثر او مثمر رول لوبوي.

در تاریخ پنجشنبه ۲۴ سپتامبر ۲۰۲۶،‏ ۱۰:۱۸ قبل‌ازظهر ماسټر حسیب اللّٰه وحدت <دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.> نوشت:
د واشنګټن له سیوري د سیمه‌ییز ائتلاف سیاسي حالت

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.

په سېمه او نړی کې د زبر ځواکونو د سیاسي ټکرونو، د ځینو هېوادونو د ناسم سیاستونو او بیلابیلو خصومتونو په نتیجه کې یو لړ تحولات رامنځته شول، زبرځواکو ته یې د پراخې سیالی زمینه برابره کړه، هغه چې وايي اوبه خړې کړه او ماهی پکې ونیسه، ناسم سیاست لرونکو هېوادنو ته یې د ویرې او خطر زنګ تر غوږ کړ، دا ورته ښائي چې څنګه کرل کیږي او څنګ ړیبدل کیږي؟

او د خصومتونو پالونکو ته بیا له هغه پخوانیو زخمونو ناسور جوړ دی، مخکې به یې چې لوبې کولې اوس پرې لوبې ترسره کیږي.

همدا دردونه و چې نړی یې په خپل ویر اخته کړه،ځینې هېوادونو چې سر خلاصوي پښې یې په دام کې وي او چې پښې خلاصوي سر یې په دام کې وي، بالاخر په یوازې توکه نور د ځان ساتلو چل له هر چا ورک شو، همدا وجه وه چې سعودي وار ړومبی کړ او په د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۱۷مه په ریاض کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا ګډ دفاعي تړون لاسلیک شو.

خو دا تړون دومره په ګډو ښیګڼو متکي نه و لکه په ځاني ګټو، ځکه پاکستان چې کلونه کلونه د سعودي عربستان له قرضداری سره مخ دی، دا یې تمه وه چې په دې اتحاد سره به د نس او تن لانوره چاره وشي، سعودي عربستان بیا د پاکستان همدا بیچارتوب د جنګ په ډګر کې ددوی لپاره دکار او مزد ښه فرصت په توګه باارزښته وګڼلو ترڅو یې د بشري قوې څخه د جنګي ډګرونو د ګرم ساتلو په توګه ګټه واخلي، خو په اصل کې ددواړو هیلې پوره نه شوې.

دا هیلې پوره نه وې چې ترکیې په ډیره بیړه ددوی د خپلمنځي کشمکشونو له خبرتيا پرته دا د ځان لپاره فرصت وباله چې د سعودي عربستان په هغه دوستی سره چې له اسرائېلو سره د ناوې او خواښې له ژوند الهام اخلي له ځان ضرر دفع کړي، نو یې د درېیم متحد په توګه ځان رامخته کړ ترڅو له خپل ادرس څخه د تکنالوژی لرلو پرمټ دواړو هیوادنو ته قناعت ورکړي، ترڅو ورته په دې لنډ ټغر د ځای نیولو فرصت ورکړي.

نو هماغه و چې په ۲۰۲۶ کال د اګست په ۷مه سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د مکې درې اړخیز ګډ دفاعي تړون په مکه کې لاسلیک کړ.

جالبه دا ده چې د غربي دیپلوماسی دا دری واړه مینوال لکه ترکیه چې د ناټو فعال غړی دی، سعودي عربستان چې د تیلو په برخه کې د امریکا د ټولو ټکنالوژيو مری غوړوي او پاکستان چې د امريکا سره د سلفي عکسونو نندارې ته د کاندید کیدو هره بې ننګه پروژه چلوي، لا هم د نس له درد څخه بیغمه نه دي.

یو خوا ترکیه د اسړائیلو له څپیړې ځان ساتي، بلخوا پاکستان د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالو له غړکيزو څپو په تیښته کې دی او سعودي عربستان خو د ایران له ویرې د حوثیانو له منګلو جامې رانغاړي. 

خو دا ایتلاف د واشنګټن له حمایت څخه په الهام راټول شوی او د ناټو ادبیات یې ترمنځ د خپلو ښیګنو لپاره د تفاهم ژبه ګڼلې ده، دا به وخت ثابته کړي چې د دوي هیلې به د واشنګټن له سیوری څخه دمه واخلي او کنه؟

در تاریخ چهارشنبه ۲۶ اوت ۲۰۲۶،‏ ۶:۳۶ بعدازظهر ماسټر حسیب اللّٰه وحدت <دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.> نوشت:
له ځان سره مینه مو د زړه سکون او په ځان باور زياتوي

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت 

سریزه:
له ځان سره مینه یوازې دا نه ده چې انسان خپل ځان وستایي یا خپلې نیمګړتیاوې له پامه وغورځوي؛ بلکې له ځان سره مینه د ځان‌پېژندنې، ځان‌منلو، ځان‌درناوي او د خپل ژوند د سمې لارې د ټاکلو په معنا ده. کله چې انسان پر خپل نفس، غوښتنو او کړنو کنټرول پیدا کړي، ورو ورو خپل شخصیت ښه پېژني او د خپلو وړتیاوو او نیمګړتیاوو ترمنځ متوازن درک ترلاسه کوي. په دې حالت کې انسان نور خپل شخصیت د نورو خلکو له شخصیتونو سره نه تلي، بلکې د خپل وجدان، ارزښتونو او سالم فطرت له مخې خپل ځان ارزوي. 
له همدې امله، له ځان سره سالمه مینه د انسان د شخصیت د پیاوړتیا، د زړه د سکون او پر ځان د باور د زیاتېدلو لپاره مهم بنسټ ګڼل کېږي.

•- ځان وپېژنه ترڅو د ځان واکمن شې:
څومره چې د انسان پر خپل نفس او کړنو واک او کنټرول زیاتېږي، په هماغه اندازه یې له خپل ځان سره معرفت او شناخت هم پیاوړی کېږي. 
انسان خپلې ښېګڼې، وړتیاوې او مثبتې ځانګړنې په ښه ډول درک کوي او په عین وخت کې خپلې نیمګړتیاوې هم مني. 
دا حالت انسان دې ته رسوي چې د خپل شخصیت د ارزونې لپاره د نورو خلکو معیارونو ته اړتیا کمه کړي او د خپل وجدان له مخې د خپل شخصیت تله او موازنه ترلاسه کړي.


څېړندوی عاشق الله اخلاص يار 
 Assistant professor Ashiqullah ikhlasyar لنډيز
پانګونه د اقتصادي ودې، تولیدي ظرفیت د پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له مهمو محرکونو څخه ده. د پانګونې له زیاتېدو سره نوې فابریکې، شرکتونه، کرنیزې او صنعتي پروژې، خدماتي بنسټونه او زیربناوې رامنځته کېږي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار تقاضا زیاتوي. پانګونه یوازې په مستقیمه توګه د کار زمینه نه برابروي، بلکې د خامو موادو، ترانسپورټ، سوداګرۍ، بازار موندنې او نورو خدماتو له لارې غیرمستقیمې دندې هم رامنځته کوي. په افغانستان کې د اوږدمهالو جګړو، د تولیدي بنسټونو د کمزورۍ او د پراختیايي پروژو د محدودېدو له امله د پانګونې او کارموندنې ترمنځ دا اړیکه ځانګړی اهمیت لري. په ځانګړې توګه په کرنه، مالدارۍ، صنعت، تولید، خدماتي سکتور، زیربنايي او ساختماني پروژو او خصوصي سکتور کې پانګونه کولای شي چې د بې‌روزګارۍ د کمولو او د کورنیو عوایدو د لوړولو لپاره پراخ فرصتونه رامنځته کړي. د څېړنې موندنې ښيي چې د دې اړیکې د پیاوړتیا لپاره د مناسبې اقتصادي پالیسۍ، د پانګه‌والو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د زیربناوو پراختیا، د مسلکي او تخنیکي مهارتونو لوړولو او د خصوصي سکتور د ملاتړ اړتیا شته. همدارنګه په دې څېړنه کې له تشریحي- تحليلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې.
 کليدي کلمې: کاري فرصتونه، پانګونه، بې روزګاري، افغانستان 

سريزه
کله چې د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۰۰ اسد ۲۴ د دوهم ځل لپاره پر افغانستان خپله واکمني ټينګه کړه، د نورو چارو د پرمخ بېونې ترڅنګ يې دې ته هم پام وکړ چې څنګه نور هېوادونه دې ته راجلب کړي چې ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي او کاري فرصتونه رامنځته کړي، دې کړنې ته ځکه ډېره اړتيا وه چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ز.کال په لړ کې د امريکايانو په وتلو سره د پراختيايي پروژو کار چارې ودريدې او ځينې نيمګړې پاتې شوې، په دې سره بې روزګاري رامنځته شوه او خلک يې اندېښمن کړل. دې اندېښنو ته په ځواب کې د اسلامي امارت چارواکو د نورو هېوادونو سره په تعامل او اړيکو ټينګار وکړ او د سوداګری په برخه کې يې خپله بهرنۍ پاليسي روښانه کړه او هم يې د پانګونې د جلب په برخه کې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې ترڅو د هېوادونو پاملرنه را واړوي.( د افغانستان ملي راډيو تلويزيون،۲۰۲۵) اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې پخپله پاليسۍ کې ويلي هر هغه څوک چې په افغانستان کې پانګونه کوي، د هغوی لپاره به هر ډول زمينه برابروي او د هغوی امنيت به خوندي ساتي. اسلامي امارت
 غواړي چې په افغانستان کې وګړو ته کاري فرصتونه ايجاد کړي او په دې سره د بې روزګارۍ کچه راټيټه کړي، که چېرې بهرني او يا کورني پانګه وال پانګونه کوي، په دې سره به ډېری افغانان په کار بوخت شي او د خلکو د بې روزګاری اندېښنې به پای و مومي. د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د بې روزګاری ستونزې په دې هېواد د شوروي له يرغل سره سمې پيل شوې، ځکه د هغه وخت ځينې فابريکي او کار خونې ويجاړې شوې چې وروسته هم دې ته زمېنه برابره نه شوه چې يا هغه کار خونې ورغول شي او يا په دې برخه کې نوره پراختيا رامنځته شي. کلونو، کلونو جګړو افغانستان ته دا او نورې ستونزې په ميراث پريښي چې حل لارې يې اوږد مهال ته اړتيا لري، که څه هم د ۲۰۰۱ز.کال را پدېخوا ځينې کاري فرصتونه رامنځته شول، خو دوامدار پاتې نه شول، ځکه هغو چارو پروژوي بڼه لرله، د پروژو په خلاصون سره کاري فرصتونه هم له منځه لاړل. دا مهال د اسلامي امارت چارواکي په دې هڅه کې دي چې په دې برخه کې کار وکړي، دوی پخپلو بيانيو کې سوداګر پانګې اچونې ته رابللي او ژمنه يې کړې چې دوی ته به هر ډول سهولتونه چمتو کوي(طلوع نیوز،۱۴۰۳)، خو د پانګې اچونې لپاره اړينه ده چې دولت د پانګه والو لپاره هر ډول سهولتونه او فرصتونه وړاندې کړي، تر څو پانګه وال تشويق شي او دې ته زړه ښه کړي چې اچول شوې پانګې ته پراختيا ورکړي. مونږ په دې څېړنه کې هڅه کړې چې د پانګې اچونې په ارزښت، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پانګونې رول، د پانګې اچونې له امله د کاري فرصتونو ګټې وڅېړو.  همدارنګه کاري فرصتونه هغه څه دي چې انسانانو ته بوختياوې پيدا کوي او وګړي د ژوند اړتياوې له همدې لارې پوره کوي، نو د دې لپاره ډېره اړينه او لازمه ده چې کاري فرصتونه رامنځته شي او د دې زنځيري کار لپاره بيا پانګونې ته اړتيا ده، افغانستان داسې يو هېواد دی چې په دې برخه کې له نړۍ وروسته پاتې دی، که له يوې خوا کاري فرصتونه نشته، له بلې خوا پانګونه نه ده شوې، اوسمهال ډېره اړتيا ليدل کيږي چې په دې هېواد کې پانګونه وشي او دولت کوښښ وکړي چې داخلي او بهرني پانګوال راجلب کړي او هر ډول زمينه ورته برابره کړي چې دا کړنې دا هېواد په ډېرو برخو کې په پښو اودروي، دا چې پانګه اچونه د بې روزګاری په کمښت او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې څومره اړين دي د دې څېړنې ارزښت او مبرميت روښانه کوي، د دې څېړنې موخه په افغانستان کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پانګونې د رول ارزونه ده او پانګونه په افغانستان کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې څه رول لري اساسي پوښتنه بلل کېږي. په دې څېړنه کې له تشریحي- تحليلي ميتود څخه ګټه اخېستل شوې ده. 
د کاري فرصتونو او پانګې اچونې مفاهيم 
۱- د کاري فرصتونو تعریف او ډولونه
کاري فرصتونه هغه لارې چارې، موقيعيتونه او يا حالتونه دي چې له امله يې خلک کار پيدا کولای، موندلای او پيلولای شي او يا هم د کار موندلو لپاره هڅې کوي. يا هم هغه وګړي چې مسلکي او تخنيکي زده کړې، هنرونه او مهارتونه ولري او دا په کارونو بدل کړي، دې ته کاري فرصتونه وايي. په بل ډول د کار فرصت هغه موقف دی چې د مهارتونو پواسطه کار چمتو او رامنځته کوي، کاري فرصتونه ممکن د دایمي يا لنډ مهاله پروژو پر بنسټ وي، همدارنګه په داخلي توګه د سازمان دننه یا په بهرني ډول د سازمان څخه بهر رامنځته شي. دا فرصتونه د مختلفو سکتورونو او صنعتونو په کچه موجود وي او د مختلفو مهارتونو او تجربه لرونکو کسانو لپاره په مناسبو بڼو رامنځته کيږي. (Omar,2020) د کاري فرصتونه ځينې مهم ډولونه دایمي کاري فرصتونه، قراردادي کاري فرصتونه، آزاد يا ګډ کاري فرصتونه، لنډمهاله کاري فرصتونه او تجارتي کاري فرصتونه دي(فرصت‌های شغلی،۲۰۲۴) 

۲- پانګه اچونه او ډولونه يې 
پانګه اچونه Investment هغه پروسه ده چې په هغه کې افراد، شرکتونه یا حکومتونه مالي سرچینې د یوې پروژې، کاروبار یا شتمنۍ په موخه په لار اچوي، د دې لپاره چې په راتلونکي کې ګټه يا پرمختګ رامنځته کړي. پانګه اچونه د مختلفو شکلونو او ډولونو په توګه ترسره کیدای شي، چې هر یو یې ځانګړې موخې او خطرونه لري. يا پانګه اچونه د پیسو یا نورو سرچینو د ژمنتیا عمل دی چې د راتلونکي عاید یا ارزښت د لاسته راوړلو تمه ترې کيږي.(Concep, 2021) په پانګه اچونه کې د شتمنیو پېرل شامل دي: لکه سټاک، بانډونه، املاک، زیربنا او داسې نور. پانګونه د اشخاصو، سوداګرۍ او حکومتونو لخوا د لنډمهاله یا اوږدمهاله مالي موخو لپاره کارېدای شي او په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي. په بل ډول پانګه اچونه د سرچینو معمولا پیسو، د عاید یا ګټې د تولید لپاره د تخصیص کولو عمل دی، پانګه اچونه د شخصي مالي چارو، سوداګرۍ او په ټولیزه توګه د اقتصاد یو مهم اړخ دی. همدارنګه د پانګونې په ډولونه کې ونډې، بانډونه، متقابل فنډونه او املاک شامل دي، پانګونه ځانګړې ستراتيژۍ لري چې تنوع، اوسط لګښتونه او د ارزښت پانګونه يې مهم فکتورونه دي.(Investment, 2022) پانګونه مهمې ځانګړتیاوې لري چې راتلونکې ته توجه، د ګټې موخه، خطر او نا څرګندتیا، د سرچینو ژمنتیا، حقیقي شتمنۍ، د حکومت پانګونې يې مهمې بيلګې دي، همدا ډول پانګونه موخې لري پرته له موخو هيڅوک هم پانګونه نه کوي، په دې کې يوه هم د شتمنۍ وده ده چې يو څوک خپله پانګه زياتوي او د وخت په تېريدو سره شتمني ترې جوړيږي او په دې سره د عايد يو دوامدار جريان رامنځته کيږي. د پانګونې په موخو کې په نورو سربېره يو اقتصادي هڅونه هم ده، کله چې حکومتونه پانګونه کوي دا اقتصادي فعالیت هڅوي، دندې رامنځته کوي او وده پرمخ بيايي. (Mahdizadeh,2025)
د پانګونې ډولونه
پانګونه په دوه ډوله ده، چې يو يې داخلي او بل يې بهرنۍ پانګونه ده، مونږ هر دواړه په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نيسو: 
۱- داخلي پانګونه (Domestic investment): د یو هېواد دننه هغه هڅې او پیسې چې د شتمنیو جوړولو، د کارخانو پراختیا، یا د پروژو په پیل کې کاريږي او په اوږد مهاله توګه عاید او ارزښت زیاتوي دې ته کورنۍ پانګونه وايي. اصلا دا ډول پانګونه په کورني اقتصاد کې ترسره کېږي چې موخه يې اوږدمهاله ګټه او اقتصادي وده ده. لکه په يوه هېواد کې د فابریکو جوړول یا د هغوی پراختیا، په سکټورونو کې پانګه اچونه او په کورنيو شرکتونو کې سرمايه اچونه. 
۲- بهرنۍ پانګونه (Foreign investment): هغه پانګونه ده چې له یوه هېواد څخه په بل هېواد کې ترسره کيږي ترڅو هلته شتمنۍ جوړې شي، اقتصاد کې يې مرستې وشي یا ونډې ترلاسه شي. دا ډول پانګونه هم ډولونه لري چې يو يې مستقيم او بل يې غېر مستقيمه پانګه اچونه ده. د دې ډول پانګونې بيلګې داسې دي لکه د بهرنیو شرکتونو لخوا په بل هېواد کې کارخانې جوړول، په بل هېواد کې د ونډو اخیستل یا د بانډونو تر لاسه کول او نور.

۳- د پانګې اچونې او کار رامنځته کولو ترمنځ اړيکه 
د پانګونې او کارموندنې ترمنځ مستقیمه، متقابله او د اقتصادي ودې پر بنسټ ولاړه اړیکه شتون لري. په اقتصادي ادبیاتو کې پانګونه د تولیدي ظرفیت د پراختیا، د پانګې د زیاتوالي او د اقتصادي فعالیتونو د پراخېدو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي او د همدې بهیر له لارې د کار د تقاضا د زیاتېدو زمینه برابریږي. کله چې په یوه هېواد کې کورنۍ یا بهرنۍ پانګونه زیاته شي، نو نوې فابریکې، شرکتونه، کرنیزې پروژې، کانونه، د انرژۍ تولیدي تاسیسات، ټرانسپورتي او مخابراتي زیربناوې او خدماتي بنسټونه رامنځته کېږي. د دغو فعالیتونو د پیل او پراختیا لپاره د بشري ځواک اړتیا پیدا کېږي چې په پایله کې د کار د تقاضا او د استخدام فرصتونه زیاتېږي. (Drache, 1997) له بلې خوا، د پانګونې اغېز یوازې په هغو کسانو پورې محدود نه وي چې په مستقیم ډول په نوې فابریکه یا شرکت کې استخدامېږي. پانګونه مستقیم، غیرمستقیم او القايي (Induced) کارموندنه رامنځته کوي. مستقیمه کارموندنه هغه دندې دي چې د پانګه‌اچوونکي د پروژې په داخل کې رامنځته کېږي؛ د بېلګې په توګه، یوه نوې فابریکه انجنیرانو، تخنیکي کارکوونکو، اداري کارکوونکو او نورو کارګرانو ته اړتیا لري. غیرمستقیمه کارموندنه بیا هغه مهال رامنځته کېږي چې فابریکه له نورو عرضه کوونکو څخه خام مواد، ترانسپورتي خدمات، بسته‌بندي، ترمیم او نور خدمات اخلي. په دې توګه د پانګونې یوه پروژه د خپل اصلي فعالیت ترڅنګ د نورو اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لامل هم ګرځي.
همدارنګه، پانګونه د تولید د زیاتوالي او د بازار د پراختیا له لارې د کارموندنې زمینه پراخوي. کله چې د یوې اقتصادي پروژې له امله تولید زیات شي، د محصولاتو د پلور، انتقال، ذخیره کولو، بازارموندنې او صادراتو لپاره هم اضافي خدماتو ته اړتیا پیدا کېږي. د بېلګې په توګه، که په یوه سیمه کې د کرنې په برخه کې پانګونه وشي او د اوبو لګولو سیستمونه، سړې خونې، د بسته‌بندۍ مرکزونه او د پروسس فابریکې جوړې شي، نو یوازې بزګران نه، بلکې د ترانسپورټ، بسته‌بندۍ، پروسس، سوداګرۍ او بازارموندنې په برخو کې هم ګڼې دندې رامنځته کېږي. له همدې امله، د یوې پانګونې اقتصادي اغېز د هغې له مستقیمې دندې ورهاخوا د عرضه‌زنځیر  Supply Chain په اوږدو کې خپرېږي. (Hayes, 2025) د زیربناوو پانګونه هم د کارموندنې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د سړکونو، برېښنا، اوبو، مخابراتو، بندرونو او صنعتي پارکونو په څېر زیربناوې د جوړېدو پر مهال د ساختماني او تخنیکي کارونو لپاره مستقیمې دندې رامنځته کوي؛ خو د بشپړېدو وروسته یې لا مهمه اقتصادي ګټه دا ده چې د خصوصي سکتور لپاره د فعالیت لګښتونه راکموي او د نویو پانګونو زمینه برابروي. د بېلګې په توګه، که یوې سیمې ته دوامداره برېښنا او مناسب ترانسپورتي اتصال برابر شي، امکان لري چې نور پانګه‌وال هم هلته فابریکې او سوداګریز بنسټونه جوړ کړي. په دې توګه زیربنايي پانګونه، د خصوصي پانګونې زیاتوالی، د تولید پراختیا او د کارموندنې زیاتوالی رامنځته کوي.
له بلې خوا، د پانګونې او کارموندنې اړیکه تل اتوماتیکه او یو شان نه وي. د پانګونې ډول، د ټکنالوژۍ کچه، د کار ځواک مهارتونه، د بازار اندازه، اقتصادي ثبات، قانوني چاپېریال او د دولت اقتصادي پالیسۍ د دې اړیکې پر شدت اغېز کوي. د بېلګې په توګه، ډېره سرمایه‌بره او پرمختللې ټکنالوژیکه فابریکه ممکن د ډېرې پانګې په بدل کې نسبتاً لږ کارکوونکي استخدام کړي، په داسې حال کې چې کرنه، ساختماني چارې، سیاحت، کوچني او منځني کاروبارونه او ځینې خدماتي سکتورونه د یوې اندازې پانګونې په مقابل کې د کار نسبتاً ډېر فرصتونه رامنځته کولی شي. (Garrett, 2021) 
په افغانستان کې د دې اړیکې اهمیت لا زیات دی، ځکه چې د پانګونې زیاتوالی کولی شي د بې روزګارۍ کمولو، د ځوانانو لپاره د کار فرصتونو رامنځته کولو، د کورنیو عوایدو لوړولو، د تولید زیاتولو، وارداتو د بدیلولو او صادراتو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي. که پانګونه په کرنه، کانونو، صنعت، انرژۍ، ټرانسپورټ، مخابراتو، ساختماني چارو او خدماتو کې په منظم ډول ترسره شي، نو د کارموندنې مستقیم فرصتونه سربېره، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پراختیا لپاره هم بازار رامنځته کوي. (Daniel,2019)
د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پانګونې رول مهم اړخونه لري، که چېرې پانګونه نه وي ښايي کاري فرصتونه يا کم وي يا هيڅ شتون ونلري، همدا پانګونه ده چې کاري فرصتونه زيږوي، په مسقيم ډول کار پيدا کوي. کله چې شرکتونه یا دولت لویې پانګې اچونې وکړي، نو نوې فابریکې، دفترونه، چاپېریالي جوړښتونه او نور سيستمونه رامنځته کيږي چې دا د څه مودې لپاره مستقیمې دندې رامنځته کوي چې پدې سره عادي، تخنیکي او خدماتي کارکوونکو ته کاري زمينې برابريږي. همدارنګه غېرمستقیم کار رامنځته کول هم په پانګه اچونه کې مرسته کوي د خامو موادو، خدماتو، ترانسپورت، ساختماني کارونو او پلور خدماتو په څېر نورو سکتورونو ته هم کار پیدا کوي. کېدای شي چې پانګه په بېلا بېلو سکتورونو او برخو کې واچول شي، په ځانګړې توګه هغو برخو کې چې اړتيا ورته ډېره وي، مونږ په افغانستان کې ځينې برخې ځانګړې کړي، په هغوی مو بحث کړی چې د پانګې اچونې لپاره مناسبې دي او په دې برخه کې يو لړ فرصتونه هم تر سترګو کيږي چې په لاندې ډول ترې يادونې کوو.
۱- کرنه او مالداري
په افغانستان کې کرنه او مالداري یوازې د لومړنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د تولید سرچینه نه ده، بلکې د کاري فرصتونو د یوه پراخ اقتصادي زنځیر بنسټ جوړوي. د دې سکتور د پراختیا له امله له کروندې او فارم څخه تر پروسس، بسته‌بندۍ، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، بازارموندنې او صادراتو پورې په ګڼو پړاوونو کې د کار اړتیا رامنځته کېږي. په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د کارموندنې اقتصادي زنځیر په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نېول شوی دی. 
الف-  د تولید لپاره د خامو موادو او وسایلو برابرول: د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لومړنی پړاو د تولید لپاره د اړینو توکو برابرول دي. اصلاح شوي تخمونه، سرې، د نباتاتو درمل، کرنیز ماشینونه، د اوبو لګولو وسایل، د مالدارۍ لپاره خوراکي مواد، درمل، واکسینونه او نور اړین توکي د یوه پراخ اقتصادي فعالیت زمینه برابروي. کله چې کرنیز تولید پراخېږي، د دغو توکو د تولید، واردولو، خرڅلاو، انتقال او تخنیکي خدمتونو لپاره هم کارکوونکو ته اړتیا پیدا کېږي. په دې توګه د کرنې وده د خپل اصلي تولید تر څنګ د عرضه‌کوونکو او خدماتي فعالیتونو لپاره هم دندې رامنځته کوي.
ب- کرنیز او مالدارۍ تولید: کرنه او مالداري په مستقیم ډول د کارموندنې له مهمو سرچینو څخه دي. د غنمو، جوارو، سبزیجاتو، مېوو، زعفرانو، پنبه، حبوباتو او نورو محصولاتو کرنه، او همدارنګه د پسونو، وزو، غواوو، چرګانو او نورو حیواناتو روزنه، د بزګرانو، مالدارانو، موسمي کارګرانو او تخنیکي کسانو لپاره د کار زمینه برابروي. په افغانستان کې د کلیوالي نفوس د پام وړ برخه له همدې سکتور سره تړاو لري؛ له همدې امله د دې سکتور پانګونه د کلیوالو سیمو د عاید او کارموندنې پر پراختیا مستقیم اغېز لرلی شي. 
ج- راټولول، درجه‌بندي او ذخیره کول: د کرنیزو محصولاتو له تولید وروسته د هغوی راټولول، پاکول، درجه‌بندي، د کیفیت ارزونه او ذخیره کول د کار بل پړاو جوړوي. د مېوو، سبزیجاتو، غلو او نورو محصولاتو لپاره د سړو خونو، ګودامونو او معیاري ذخیره‌ځایونو جوړول د دې سبب کېږي چې محصولات د حاصلاتو په موسم کې ضایع نه شي او په مناسب وخت بازار ته وړاندې شي. د دې لپاره د کارګرانو، تخنیکي کارکوونکو، د کیفیت د کنټرول متخصصینو او د ذخیره‌کولو د مدیریت کسانو اړتیا رامنځته کېږي. (د کرنې سکټور،۲۰۱۸)
د- پروسس ارزښت‌: د کرنې او مالدارۍ د کارموندنې تر ټولو مهم ظرفیتونه هغه مهال رامنځته کېږي چې خام محصولات په پروسس شويو او لوړ ارزښت لرونکو محصولاتو بدل شي. د بېلګې په توګه، د شیدو څخه د مستو، پنیر او کوچ تولید، له مېوو څخه د جوس، مربا او وچې مېوې تولید، د غنمو څخه د اوړو تولید او د غوښې پروسس کولای شي د خام محصول ارزښت لوړ کړي او د تولید په بېلابېلو پړاوونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي. له همدې امله، د کرنې او مالدارۍ د تولید ترڅنګ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس صنعت ته پانګونه د پایدارې کارموندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري. (Kassel,2023) 
س- بسته‌بندي او معیاري کول: بسته‌بندي د کرنیزو محصولاتو د بازار ارزښت او د صادراتو وړتیا لوړوي. د مېوو، سبزیجاتو، وچې مېوې، زعفرانو، لبنیاتو او نورو محصولاتو لپاره د معیاري بسته‌بندۍ مرکزونه د بسته‌بندۍ کارکوونکو، ډیزاینرانو، د کیفیت د کنټرول متخصصینو او نورو مسلکي کسانو لپاره دندې رامنځته کوي. په ځانګړې توګه، که افغان محصولات د نړیوالو بازارونو لپاره د کیفیت، وزن، حفظ‌الصحې او بسته‌بندۍ له معیارونو سره برابر شي، د محصولاتو د بازار پراختیا او د کارموندنې ظرفیت به ورسره زیات شي.
ش- ټرانسپورټ او لوژستیک: کرنیز او مالدارۍ محصولات له تولیدي سیمو څخه د بازارونو، پروسس‌خونو، ګودامونو، سوداګریزو مرکزونو او سرحدي بندرونو ته انتقال ته اړتیا لري. له همدې امله د کرنې پراختیا د موټرچلوونکو، باروړونکو، د ګودامونو کارکوونکو، لوژستیکي شرکتونو، د بارولو او ښکته کولو کارګرانو او نورو اړوندو خدماتو لپاره د کار زمینه برابروي. په ځانګړې توګه د تازه مېوو، سبزیجاتو، لبنیاتو او غوښې په برخه کې د سړې زنځیر (Cold Chain) پراختیا د ځانګړو تخنیکي او لوژستیکي مهارتونو اړتیا رامنځته کوي. (Meat,2019)
ص- بازارموندنه او سوداګري: کله چې تولید زیات شي، د محصولاتو د پلور لپاره پراخ بازار ته اړتیا پیدا کېږي. عمده‌فروشان، پرچون‌فروشان، سوداګر، د بازارموندنې شرکتونه، د صادراتو شرکتونه او د سوداګرۍ نور فعالان د دې اقتصادي زنځیر برخه جوړوي. په دې توګه د کرنې او مالدارۍ پانګونه یوازې د بزګر لپاره عاید نه رامنځته کوي، بلکې د محصولاتو د راټولولو، پلور، بازارموندنې او سوداګرۍ په برخو کې هم دندې ایجادوي. (باور،۲۰۲۵) 
ض- صادرات او نړیوال بازارونه: که د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات په کافي اندازه، مناسب کیفیت او معیاري بسته‌بندۍ تولید شي، نو د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو لپاره د صادراتو ظرفیت پیدا کوي. د وچې مېوې، تازه مېوو، زعفرانو، طبي بوټو، غاليو پورې اړوندو حیواني محصولاتو، لبنیاتو او نورو محصولاتو صادرات کولای شي د هېواد د بهرنیو اسعارو عواید زیات کړي. د صادراتو له پراختیا سره د تولید، بسته‌بندۍ، کیفیت کنټرول، لوژستیک، سوداګرۍ او صادراتي مدیریت په برخو کې د کار اړتیا هم زیاتېږي. ستاسو په څېړنه کې هم کرنه او مالداري د صادراتو د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره مهم ظرفیت بلل شوی دی. (د خوړو او کرنې سازمان،۲۰۲۴)
د يادونې وړ ده چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ ظرفیت لري، خو د دې ظرفیت د اقتصادي ارزښت د بشپړولو لپاره یوازې د تولید زیاتول کافي نه دي. د تولید ترڅنګ باید د معیاري پروسس، سړو خونو، بسته‌بندۍ، ټرانسپورټ، بازارموندنې، صادراتو، مسلکي روزنې او کرنیزې ټکنالوژۍ په برخو کې هم پانګونه وشي. (نړيوال بانک،۲۰۱۸) کرنه او مالداري په افغانستان کې د خلکو د عاید او کار له مهمو سرچینو څخه دي، خو لا هم په ډېرو مواردو کې په دودیزو طریقو ترسره کېږي او د نوې ټکنالوژۍ او معیاري تولید اړتیا ورته شته. کرنه او مالداري په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یوازې یو سکتور نه، بلکې د کارموندنې یو بشپړ اقتصادي زنځیر دی. که په دې برخه کې پانګونه له لومړني تولید څخه تر پروسس، بسته‌بندۍ، انتقال، بازارموندنې او صادراتو پورې وغځول شي، نو د مستقیمو او غیرمستقیمو دندو شمېر په پام وړ ډول زیاتېدای شي. له همدې امله، د کرنې او مالدارۍ د عصري کولو، د خصوصي پانګونې د جذب، د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکو د جوړولو او د صادراتي بازارونو د پراختیا سیاست کولای شي په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ د کمولو او د دوامدارې اقتصادي ودې له مهمو لارو څخه وي.

۲- صنعت او توليد 
د صنعت او تولید په رامنځته کولو کې د کاري فرصتونو رول خورا اغېزمن دی، ځکه دا سکتور نه یوازې د اقتصادي ودې بنسټ دی بلکې د خلکو ژوند د ښه کولو، د فقر کمولو او ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره هم حیاتي ارزښت لري، دغه سکتور کار ځايونه رامنځته کوي، ځکه چې صنعت او تولید د ډېرو خلکو د اصلي عاید سرچینې دي، د دې سکتور پراختیا د کاريګرو، کارخونو او تولیدي شرکتونو لپاره کاري فرصتونه برابروي، د کاري فرصتونو زیاتوالی د بې روزګاری کچه راکموي او د ټولنې اقتصادي ثبات ته وده ورکوي. همدارنګه د عايد په زياتوالي کې مهم رول لري، کله چې صنعت او تولید پرمختګ وکړي، نو د محصولاتو کیفیت او مقدار زیاتيږي چې دا د عایداتو د لوړېدو سبب کېږي، دا عایدات د کورنیو د ژوند معیار د ښه کولو، د مصرف د پراختیا او د فقر د کمولو لپاره مهم دي. (Manjula,2022) د دې سکتور پراختیا نورو سکتورونو ته وده ورکوي چې له امله يې په پښو ولاړه پرمختيا رامنځته کيږي. همدارنګه د صادراتو وده او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی هم د صنعت او تولید سکتور د داخلي او نړیوالو بازارونو د پراختیا فرصتونه برابروي، د محصولاتو صادرات او د سوداګرۍ آسانتیاوې د دې سکتورونو د ودې سبب کيږي. دغه سکتور د کاريګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره فرصتونه برابروي، چې دا د تولیدي ظرفیت د زیاتوالي او د کیفیت د ښه کولو سبب کيږي. دا هم بايد ياده کړو چې د صنعت او تولید پرمختګ باید د چاپیریال د ساتنې له اصولو سره سم وي. د صنعت او تولید سکتورونو د ودې لپاره، اړینه ده چې دولتونه د مناسبو قوانینو، مالیاتي تخفیفونو او زیربنایي پروژو ملاتړ وکړي. (Szirmai,2012) په ټوله کې د صنعت او تولید سکتور نه یوازې د کاري فرصتونو د زیاتولو بلکې د هېواد د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او چاپیریال ساتنې لپاره هم حیاتي دی. په پایله کې د صنعت او تولید سکتور د هېواد د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د زیاتولو او د ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره اساسي رول لري.(د افغانستان اقتصادی لید،۲۰۲۵)
که په افغانستان کې د صنعت او توليد برخې پياوړتيا او پرمختيا ته پاملرنه وشي، لېرې نده چې کاري فرصتونه به رامنځته کړي او دا هېواد به په بېلا بېلو برخو کې خپل توکي ولري چې له يوې خوا به په ارزانه بيه ترې استفاده کيږي او له بلې خوا به يې ګټه افغانانو ته رسيدلې وي او په دې سره به داخلي او د کورنيو عوايد هم لوړ شي. په دې سکتور کې پانګونه خورا اړينه او ارزښتمنه ده ځکه چې که افغانستان په دې برخه کې په ځان بسيا وای، نو د سيمه ييزو او نړيوالو بدلونونو اغېزې به تر دې کچې نه وای چې يا د خوراکي توکو له کمبود سره مخ شوي وای او يا هم د بدلونونو له امله ګراني رامنځته شوې وای، ډېره اړينه ده چې په دولتي کچه د دې لپاره زمينې برابرې شي چې څو هېوادوال په دې برخه کې پانګونه وکړي او د افغانستان د صنعت او توليد برخه پياوړې کړي، په دې برخه کې کار کول يوې ارادې ته ضرورت لري چې بايد و شي، که اسلامي امارت غواړي چې د نورو هېوادونو پانګوال راجذب کړي هم ممکنه ده ځکه دا مهال نړۍ سوداګريز او اقتصادي فکرونه لري، نو هغوی ته په کتو به ښايي په دې سيمه کې پانګونه وکړي، دلته د پانګوالو لپاره ځينې فرصتونه هم شتون لري هغه دا دي چې دا هېواد په زيات شمېر معدنونه لري، فابريکې په معدنياتو چليږي، که د کار خونو د چلونې لپاره معدنيات هم په نظر کې ونيول شي چې توليد ټول همدلته وشي دا نو بيا تر ټولو ګټوره ده په دې سره به په ډېر شمېر کاري فرصتونه رامنځته شي او له يوې مخې به وګړي د بې روزګارۍ له ستونزو خلاص شي او هېواد ته به هم د پرمختګونو دروازې خلاصي شي او هغه داخلي فشارونه به پرې کم شي کوم چې خلک واردوي او له دولت څخه غوښتنې لري. د دې سکتور د پراختيا لپاره تر ټولو مهم کار زمېنې دي چې دا کار د اسلامي امارت مسوليت دی، بايد چې هر تجار او پانګوال ته زمېنه برابره کړي چې تر څو په ارامه فضا کې خپلې چارې پرمخ يوسي. په دې لړ کې يو هم افغان تجار ميرويس عزيزي دی چې په دې اخېرو کې يې اعلان وکړ چې په افغانستان کې په لس زره ميګا واټه بريښنا پانګونه کوي، ملي پانګوال ميرويس عزيزي د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ د لس ميليارده ډالرو په ارزښت د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې د تړون د لاسليکولو په مراسمو کې ويلي، چې ياده پروژه به له ښارونو تر کلیو ټولو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي. (افغان،۲۰۲۵) په افغانستان کې د لمريزي بريښنا په اړه چينايي پانګوالو هم پانګونې ته زړه ښه کړی و، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر چینايي پانګوالو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید او د کرنې د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې. (ورځپاڼې،۲۰۲۵) دا به په دې معنی نه وي چې که ميرويس عزيزي پانګونه کوي د هغوی مخه به ډب شي او يا به په همدا يوه پروژه ټول سيستم سم شي، په کار ده چې په يوه برخه کې ډېره پانګونه وشي چې تر څو ستونزو ته سمه او پر وخت رسيدنه وشي، د بريښنا برخه ځکه ډېره مهمه ده چې توليد او صعنت ته پرمختګ ورکول په بريښنايي پروژو کيږي، که په لومړيو کې مونږ دا زمينه مساعده کړو او افغانستان په بريښنا وځلوو، نو دې سره نور ټول کارونه سمېدای شي. د يو بل خبر له مخې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل په سروبي کې د شاوخوا ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، په هرات ولایت کې د دوو سب سټېشنونو جوړول او په دغه ولایت کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځول شامل دي، ټاکل شوې چې په دې پروژه به شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه وشي چې د هېواد ملي عواید به لوړ او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمېنه برابره شي. (خامه،۲۰۲۴)
له دې ور اېخوا دا مهال دا سکتور فعال شوی، خو په هغه کچه نه دی چې په ټولو برخو کې دې په ځان متقي وي، د فابريکو څښتنان وايي چې د خپلو توليداتو لپاره خام مواد يا له ايران او يا هم له پاکستان او چين څخه واردوي چې په دې سره توکي په لوړه بيه تماميږي، دا مهال د افغانستان په مرکز کابل او ولايتونو کې ځينې فابريکې جوړې شوې هغه هم په هغه کچه نه دي چې يا په ډېره اندازه توليد ولري او يا پکې په ډېر شمېر وګړي بوخت وي، خو شرايطو ته په کتو بيا هم دومره کار روان دی چې د ټولنې يوه اندازه بې روزګاره پکې په کار بوخت دی. که څه هم په دې وروستيو کې زيربنايي پروژو او د ودانيو جوړونې ته هم پاملرنه شوې چې د دې لپاره پخوا مونږ په افغانستان کې نه د اوسپنې سيخ ګول لرلو او نه مو سمينټ درلودل، اوس هم د سيخ ګول کارخانې لرو او هم د غوري سمينټو کارخانه د بغلان ولايت په پلخمبري کې فعاله ده چې له ۱۴۰۲ل.ل کال راپدېخوا يې د توليد ساحه پراخه شوې ده، همدارنګه د افغانستان په جوزجان ولايت کې د اسلامي امارت چارواکو د يوه ازبکستاني شرکت سره د طوطي میدان د ګازو د کشف او استخراج تړون لاسلیک کړی دی. (عزیزي،۱۴۰۴) په دې قرارداد سره هم کېدای شي چې په افغانستان کې د سيمې بې روزګارو خلکو د کار فرصتونه برابر شي او هم به د افغانستان ملي عايد لوړ کړي، پداسې حال کې چې ګاونډي هېوادونه لکه ايران او پاکستان افغان مهاجر له خپلو هېوادونو باسي او په جبري توګه يې افغانستان ته ليږي، دې موضوع هم په کار اغېزه کړې، خو د راپورونو له مخې اسلامي امارت کوښښ کوي چې دا برخه پياوړې کړي او خپلو هېوادوالو ته په کور دننه کار او روزګار پيدا کړي چې تر څو د دې هېواد وګړي د نورو له اختياجه خلاص و اوسي. 

۳- خدماتي سکتور 
خدماتي سکتور په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له پلوه ډېر پراخ دی، ځکه دا سکتور یوازې تر بانکدارۍ او دفترونو نه دی محدود؛ بلکې سوداګري، ټرانسپورټ او لوژستیک، مخابرات، معلوماتي ټکنالوژي، بانکداري او مالي خدمات، روغتیا، ښوونه او روزنه، هوټلونه او رستورانتونه، سیاحت، مسلکي او ترمیماتي خدمات او ګڼ نور فعالیتونه پکې شاملېږي. د نړیوال بانک د تعریف له مخې، خدماتي سکتور عمده او پرچون تجارت، هوټلونه او رستورانتونه، ټرانسپورټ، ذخیره‌کول او مخابرات، مالي او بیمه‌يي خدمات، املاکي او سوداګریز خدمات او ټولنیز او شخصي خدمات رانغاړي. په افغانستان کې د خدماتي سکتور ځانګړنه دا ده چې له لوړې مسلکي زده کړې لرونکي کس څخه تر کمې زده کړې لرونکي او غیرمسلکي کارګر پورې د کار لپاره زمینه برابرولی شي. د بېلګې په توګه یو بانک محاسب، اقتصادپوه، د معلوماتي ټکنالوژۍ متخصص او امنیتي کارکوونکی استخداموي؛ یو هوټل مدیر، آشپز، د پاکوالي کارکوونکی، د مېلمنو د خدمت کارکوونکی او د ساتنې کارکوونکي ته اړتیا لري او یو ټرانسپورتي شرکت موټرچلوونکي، تخنیکي کارکوونکي، د لوژستیک متخصصین او اداري کارکوونکي استخداموي. له همدې امله د خدماتي سکتور پراختیا د افغانستان د بېلا بېلو تعلیمي، مسلکي او مهارتي کچو لپاره د کار بازار پراخولی شي. دا موضوع په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره مهمه ده، ځکه د نړیوال بانک د وروستیو ارزونو له مخې د افغانستان د ځوانانو بې‌روزګاري لا هم د پام وړ ستونزه ده او د خصوصي سکتور له لارې د پایدارو دندو رامنځته کول مهم ګڼل شوي دي. همدارنګه د خدماتي سکتور تر ټولو پراخه برخه عمده او پرچون سوداګري ده. دوکانونه، مارکېټونه، عمده‌فروشي، د محصولاتو وېش، آنلاین سوداګري، د خرڅلاو خدمات او د سوداګریزو شرکتونو فعالیتونه ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابرولی شي. د افغانستان په شرایطو کې کوچني او منځني کاروبارونه د دې برخې مهمه برخه جوړوي. یو کوچنی پلورنځی هم د مالک تر څنګ پلورونکي، حسابدار، انتقالوونکي او نور کسان په کار بوختولای شي. د دې ډول فعالیتونو پراختیا د ځان‌کارۍ او کوچني کاروبار له لارې د بې‌روزګارۍ د کمولو لپاره ځانګړی اهمیت لري. نړیوال بانک هم په افغانستان کې د کورنیو او کوچنیو کاروبارونو او ځان‌کارۍ پراخ حضور ته اشاره کړې ده. په دې سربېره افغانستان چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو موقعیت لري، د ټرانسپورټ، بار وړلو، ګودامونو، لوژستیک، بسته‌رسونې او ټرانزیټ په برخه کې د پام وړ کاري ظرفیت لري. د بېلګې په توګه د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو زیاتوالی موټرچلوونکو، باروړونکو، د ګودامونو کارکوونکو، لوژستیکي شرکتونو، د موټرو ترمیموونکو، د بارولو او تخلیې کارکوونکو او اداري پرسونل ته اړتیا زیاتوي. په دې توګه د سوداګرۍ وده د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخه کې مستقیم او غیرمستقیم کارونه رامنځته کوي. (ورځپاڼې،۲۰۲۳) روغتیايي سکتور هم د کارموندنې له پلوه پراخ ظرفیت لري. روغتونونه، کلینیکونه، درملتونونه، لابراتوارونه، د طبي وسایلو شرکتونه او روغتیايي خدمات د ډاکټرانو، نرسانو، قابلو، لابراتوار کارکوونکو، درمل جوړونکو، اداري کارکوونکو، تخنیکي پرسونل او خدماتي کارکوونکو لپاره دندې رامنځته کوي. د روغتیايي مرکزونو د پراختیا ترڅنګ د طبي وسایلو، درملو، لابراتواري خدماتو او روغتیايي مدیریت بازار هم وده کوي؛ نو دلته هم د مستقیمو او غیرمستقیمو دندو د رامنځته کېدو امکان شته. د دې ترڅنګ ښوونه او روزنه د خدماتي سکتور یوه مهمه برخه ده. ښوونځي، پوهنتونونه، خصوصي تعلیمي مرکزونه، مسلکي او تخنیکي روزنیز مرکزونه او آنلاین زده‌کړې د ښوونکو، استادانو، روزونکو، اداري کارکوونکو، تخنیکي پرسونل او نورو کسانو لپاره د کار زمینه برابروي. په ځانګړې توګه مسلکي او تخنیکي زده کړې له کارموندنې سره مستقیمه اړیکه لري؛ ځکه د بازار اړتیاوو ته په کتو د برېښنا، موټر جوړونې، کمپیوټر، ساختماني چارو، ویلډینګ، کرنې، موبایل ترمیم او نورو مسلکونو روزل شوي کسان کولای شي په خدماتي او تولیدي سکتورونو کې جذب شي. د نړیوال بانک د ۲۰۲۵م کال ارزونه هم د کار پر مهال زده‌کړه او د ځوانانو د مهارتونو او کار ته د انتقال لپاره ګټورې لارې بللې دي. (Tamzil,2023) 
د خدماتي سکتور د کارموندنې بهیر داسې لنډیز کېدای شي: پانګونه، خدماتي بنسټونه، د خدماتو عرضه، د بازار پراختیا، مستقیمې دندې، غیرمستقیمې دندې، ځان‌کاري او کوچني کاروبارونه، د عوایدو زیاتوالی او اقتصادي وده. یعنې، که په افغانستان کې په خدماتي سکتور کې پانګونه زیاته شي، نو یوازې په یوه اداره کې د کارکوونکو شمېر نه زیاتېږي؛ بلکې د هغې ادارې له فعالیت سره تړلي نور کاروبارونه هم وده کوي. (Sheth,2019) د بېلګې په توګه د یوه لوی هوټل جوړېدل یوازې د هوټل کارکوونکي نه استخداموي، بلکې د خوراکي توکو عرضه کوونکي، موټرچلوونکي، د کاليو مینځلو خدمات، د ترمیم کارکوونکي، امنیتي کسان او نور اړوند خدمات هم فعالوي. خدماتي سکتور په افغانستان کې د کارموندنې داسې پراخ چتر جوړوي چې د لوړې کچې مسلکي دندو ترڅنګ د تخنیکي، اداري، سوداګریزو، ترانسپورتي او خدماتي دندو او ځان‌کارۍ فرصتونه هم رامنځته کوي؛ او که له پانګونې، مسلکي روزنې، ډیجیټلي ټکنالوژۍ، مالي لاسرسي او مناسبې اقتصادي پالیسۍ سره یوځای پراختیا ومومي، د بې‌روزګارۍ د کمولو او د دوامدار اقتصادي پرمختګ مهم محرک ګرځېدای شي.

۴- زېربنايي او ساختماني پروژې
په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره زيربنايي او ساختماني پروژې هغه مهمې چارې دي چې له يوې خوا وګړو ته کاري زمينې برابروي او له بلې خوا ابادي او پراختيا رامنځته کوي. په افغانستان کې دې برخې ته لازم پام په کار دی ځکه په دې سره کاري فرصتونه رامنځته کيږي، وګړو ته مستقیم او غېر مستقیم کاري فرصتونه برابروي. د پروژو د جوړونې، ساتنې او مدیریت په برخه کې د کاريګرو، مهندسینو او ټکنالوژی پوهانو اړتیا رامنځته کېږي چې دا فرصتونه د بې روزګارۍ کچه راکموي او د اقتصادي ثبات سبب کېږي. (Key,2020) زیربنایي پروژې لکه سړکونه، پلونه، برېښنايي شبکې او د اوبو رسولو سیستمونه د اقتصاد د ودې لپاره بنسټیزې چارې دي. دا پروژې د تولیدي سکتور، زراعت او سوداګرۍ د ودې لپاره لازمې دي، ځکه چې د بازارونو د لاسرسي، توکو او خدماتو د انتقال اسانتیاوې برابروي او د زیربنایي پرمختګ له لارې د صادراتو ظرفیت هم زیاتېږي. دا پروژې د دولت د نفوذ د پراختیا، د خلکو د باور د زیاتولو او د نا امنۍ د کمولو سبب هم کېږي. همدارنګه د زیربنایي او ساختماني پروژو د ترسره کولو لپاره نړیوالې مرستې او پانګونې جذبېږي چې دا کار د هېواد د پرمختګ لپاره مالي منابع برابروي او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا سبب کېږي. زیربنایي او ساختماني پروژې د هېواد د اوږدمهاله پرمختګ لپاره ضروري دي. دا پروژې د صنعت، زراعت او خدماتي سکتورونو ودې ته وده ورکوي. (Growth,2024) په افغانستان کې د زیربنایي او ساختماني پروژو پراختیا د کاري فرصتونو د زیاتولو، اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره حیاتي کار دی. دا پروژې باید د امنیت، مسلکي روزنې او دوامدار پرمختګ د اصولو سره سمې ترسره شي چې ترڅو اوږدمهاله او پایداره پرمختګ تضمین کړي. که څه هم دا مهال په افغانستان کې ځينې انکشافي او پراختيايي پرژې جريان لري چې له يوې خوا د ابادۍ څرک دی او له بلې خوا افغانان پکې په کار بوخت دي.

۵- خصوصي سکتور
په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې خصوصي سکتور د ملا د تير حيثيت لري، که د دې سکتور په ارزښت هر څومره خبرې وشي بيا به هم کمې وي، خصوصي سکتور د ډېرو خلکو لپاره کاري فرصتونه برابروي. د شرکتونو، کارخونو او سوداګریزو فعالیتونو له لارې د کاريګرو، مهندسینو او د ټکنالوژی د پوهانو اړتیا رامنځته کيږي. دا فرصتونه د بې روزګاری کچه راکموي او د اقتصادي ثبات سبب کيږي. خصوصي سکتور د نويو تولیدي، خدماتي او د ټکنالوژی سکتورونو د ودې لپاره هم مهم دی. دا سکتور د بازار د غوښتنو سره سمون لري، نو د تولید، صادراتو او سوداګرۍ د ودې لامل کيږي. خصوصي سکتور د داخلي او خارجي پانګوالو د جذبولو لپاره مهم دی. (Prosperity,2021) دا پانګې د نويو پروژو، زیربنایي کارونو او نوښتونو د ترسره کولو سبب کيږي. خصوصي سکتور د داخلي او نړیوالو بازارونو د پراختیا لپاره فرصتونه برابروي. د محصولاتو کیفیت، قیمت او بازارموندنې ته پاملرنه د صادراتو د ودې سبب کيږي. خصوصي سکتور د کاريګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره فرصتونه برابروي. همدارنګه د حکومت له خوا د قوانینو، مالیاتي هڅونو او د سوداګرۍ آسانتیاوو برابرول د خصوصي سکتور د ودې لپاره مهم دي. دا اصلاحات د سوداګرۍ د آسانتیا، د پانګې د جلبولو او د بازار د فعالیتونو د پراختیا سبب کېږي. (making,2018) د دې سکتور د پرمختيا لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي، ځکه دا دخلکو د ژوندانه لپاره نهايي اړين دی، لکه څنګه يې چې پورته په ارزښت خبرې وشوې همدومره ضروري دی، د دې سکتور په پراختيا سره کولای شو چې ښه ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړو او هېواد په خپلو پښو ودرو، ځکه خلکو ته کار پيدا کيږي، پانګوال پانګونه کوي چې په دې سره عمومي عايدات زياتيږي او له يوې خوا ستونزې کمی پيدا کوي. که د دې سکتور د ښه والي لپاره له پخوا نه کار شوی وای اوس به افغانستان د سيمې له هېوادونو څخه په دې برخه کې وړاندې وای او هغه ستونزې چې افغانان ترې يادونه کوي يا به بيخي نه وای او يا به په کمه کچه وای، په هر صورت دې سکتور ته د اسلامي امارت پاملرنه زياته شوې، ځکه يو وخت د خصوصي سکتور استازو د ریاست‌الوزراء له لومړي مرستیال ښاغلي ملا برادر سره خپلې ستونزې شریکې کړې وې. د دغه سکتور استازو ویلي و چې د خامو موادو د رانیولو لپاره له بانک څخه د پیسو سخت ایستل، له نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو څخه د توکو د رانیولو پر مهال د بانک له لارې د پیسو نه انتقال او د سوداګریزو توکو د واردولو پر مهال په ګمرکونو کې د مالیې ستونزې هغه څه دي چې دوی ته یې خنډونه پيدا کړي، ملا برادر هر اړخيز ډاډ ورکړی و چې ستونزو ته به يې حل لارې مومي.(dpmea,2021) له کله نه چې اسلامي امارت په افغانستان د دوهم ځل لپاره خپله ولکه ټينګه کړې دې موضوعاتو ته پاملرنه کوي، د ماليې وزارت له لوري د خصوصي سکتور يو کنفرانس په لاره اچول شوی و چې په هغه کې د دې وزارت وزير ويلي و چې خصوصي سکټور، سوداګرۍ، صنعت، کسبګرۍ، کرنې، کانونو او د پانګونې سکټورونو پرمختګونو او وړتیا ته په نېک نظر ګوري او د هر راز همکارۍ، ملاتړ او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه يې کړې وه.(mof,1401) په افغانستان کې خصوصي سکتور د کاري فرصتونو د زیاتولو، اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات لپاره بنسټیز دی. دا سکتور باید د امنیت، قانوني اصلاحاتو، ټکنالوژۍ او مسلکي روزنې سره همغږی شي چې ترڅو اوږدمهاله او پایداره پرمختګ تضمین کړي. د افغانستان خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره باید زېربنایي پرمختګ، مسلکي روزنه، نوښت او نړیوالې همکارۍ په ګډه کار وکړي، دا ټول اقدامات کولای شي چې د سکتور د ودې، د کاري فرصتونو د زیاتولو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ سبب شي.

پايله
د څېړنې موندنې ښيي چې پانګونه په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، بې‌روزګارۍ د کمولو او د اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري. پانګونه د تولیدي ظرفیتونو د پراختیا، د نويو فابریکو، شرکتونو، کرنیزو پروژو، خدماتي بنسټونو او زیربناوو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او له همدې لارې د کار تقاضا زیاتېږي. د پانګونې اغېز یوازې په مستقیمو دندو پورې محدود نه دی، بلکې د خامو موادو، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، بازارموندنې، خدماتو او نورو اړوندو فعالیتونو له لارې غیرمستقیم کاري فرصتونه هم رامنځته کوي. له همدې امله د پانګونې او کارموندنې ترمنځ مستقیمه او متقابله اقتصادي اړیکه شتون لري.
څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ، صنعت او تولید، خدماتي سکتور، زیربنايي او ساختماني پروژو او خصوصي سکتور پراختیا د کاري فرصتونو د زیاتوالي لپاره تر ټولو مهمې ساحې دي. په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه کولای شي چې د کلیوالي وګړو لپاره د کار او عاید زمینه پراخه کړي، په داسې حال کې چې د صنعت او تولید پراختیا د کورنیو تولیداتو، صادراتو او د کارموندنې د زیاتوالي ترڅنګ د اقتصادي ځان‌بسیاینې زمینه هم برابروي. همدارنګه د زیربناوو پراختیا د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابروي.
په افغانستان کې د پانګونې او کارموندنې د اړیکې د پیاوړتیا لپاره یوازې د پانګې زیاتوالی کافي نه دی، بلکې د مناسب اقتصادي او حقوقي چاپېریال، د پانګه‌والو لپاره د اسانتیاوو، باوري زیربناوو، برېښنا، ټرانسپورټ، مخابراتو، مسلکي او تخنیکي زده کړو او د خصوصي سکتور د ملاتړ اړتیا هم شته. څېړنه څرګندوي چې که پانګونه له مناسبو اقتصادي پالیسو، مسلکي بشري ځواک او د بازار له اړتیاوو سره همغږې شي، نو د لنډمهاله پر ځای د دوامدارو او باکیفیته کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه به برابره شي.
په پایله کې، ویلای شو چې پانګونه په افغانستان کې د کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره یو اساسي محرک دی. د پانګونې زیاتوالی د تولید، عوایدو، سوداګرۍ، صادراتو او مالیاتي عوایدو د پراختیا ترڅنګ د بې‌روزګارۍ د کمېدو او د خلکو د ژوند د کچې د ښه کېدو لپاره زمینه برابروي. له همدې امله د افغانستان د اقتصادي ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره اړینه ده چې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د جذب لپاره مناسب شرایط برابر، خصوصي سکتور پیاوړی، د کرنې او صنعت سکتورونه پراخ او په زیربناوو او بشري پانګې کې دوامداره پانګونه وشي. په دې صورت کې پانګونه کولای شي د افغانستان د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د ټولنیز ثبات له مهمو بنسټونو څخه وګرځي.

وړانديزونه
۱- د اقتصاد وزارت ته وړاندیز کېږي چې د پانګونې- تولید او کارموندنې ملي چوکاټ جوړ کړي، تر څو پانګونه یوازې د پانګې د جذب پر اساس ونه ارزول شي، بلکې دا هم معلومه شي چې هره لویه پروژه څومره مستقیمې او غیرمستقیمې دندې رامنځته کوي. 
۲- د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز دا دی چې د کارموندنې وړ صنعتونو لپاره ځانګړې پالیسۍ جوړې کړي، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو پروسس، وچې مېوې، ټوکر، قالینو، درملو، ساختماني موادو او نورو هغو صنعتونو لپاره چې له کورنیو خامو موادو څخه استفاده کوي. 
۳- د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته تر ټولو مهم وړاندیز دا دی چې د ملي مهارتونو او کارموندنې سیستم جوړ کړي. د بازار د اړتیاوو پر اساس باید مسلکي او تخنیکي روزنې پراخې شي؛ لکه برېښنا، سولر انرژي، موټر ترمیم، ویلډینګ، ساختماني چارې، کمپیوټر، موبایل ترمیم، خیاطي، کرنیز ماشینونه او نور مسلکونه.

۴- مالیې وزارت ته وړاندیز کېږي چې د کارموندنې رامنځته کوونکو پانګونو لپاره مالیاتي تشویقات رامنځته کړي. هغه شرکتونه چې د یوې ټاکلې کچې څخه زیات نوي کارکوونکي استخداموي، په ځانګړې توګه په تولیدي، کرنیزو او خدماتي برخو کې، د محدودې مودې لپاره له مالیاتي تخفیفونو یا نورو قانوني امتیازاتو څخه برخمن شي. 
۵- د افغانستان بانک ته یو له مهمو وړاندیزونو څخه دا دی چې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو لپاره د اسلامي تمویل او مالي خدمتونو پراختیا ته زمینه برابره کړي. له همدې امله، د اسلامي مالي وسایلو، کوچنیو پورونو، مشارکت، مضاربت او نورو شرعي تمویلي میکانیزمونو پراختیا کولای شي هغه کوچني کاروبارونه چې د پانګې له کمښت سره مخ دي، پراخ کړي او له همدې لارې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.
۶- د کرنې وزارت ته وړاندیز کيږي چې یوازې د خامو کرنیزو محصولاتو تولید ته توجه ونه کړي؛ بلکې له کروندې تر بازار او صادراتو بشپړ ارزښت ‌زنځیر ته پانګونه جلب کړي.
۷- د ښار جوړولو، کلیو پراختیا او عامه کارونو اړوندو ادارو ته دا وړانديز دی چې زیربنايي پروژې باید د کارموندنې د پایلو له مخې وارزول شي. سړکونه، بندونه، برېښنا، اوبه، صنعتي پارکونه، بازارونه او نورې پروژې باید داسې طرح شي چې د جوړېدو پر مهال محلي کارګران استخدام کړي او له بشپړېدو وروسته د خصوصي پانګونې او دایمي کاروبارونو لپاره زمینه برابره کړي.

ماخذونه 
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون.(۲۰۲۵.جنوري.۲۰) اسلامي امارت په بېلا بېلو سکټورونو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب په موخه اسانتیاوې برابرې کړې. https://rta.af/article6968/
طلوع نیوز. (۲۰۲۵.مارچ.۱۴) تایید ۲۵۲ پروژه زیربنایی در افغانستان با بودجه ۷۴ میلیارد افغانی. https://tolonews.com/fa/business-193445
Omar, D. A. (2020, February 29). Inter-relationship between economic development and human development: Analytical study of selected Arab countries. Redalyc, https://www.redalyc.org/journal/279/27963086009/html/
هم‌آموز.(۲۰۲۴.اکټوبر.۱۰) چگونه فرصت‌های شغلی را شناسایی کنیم؟ https://blog.hamamooz.com/2024/10/successful-entrepreneur-
Study.com. (n.d.), what is an investment? / Concept & overview. https://study.com/academy/lesson/what-is-an-investment-definition-lesson-quiz.html
Merriam-Webster, (n.d.), Investment, https://www.merriam-webster.com/dictionary/investment
Mahdizadeh, H. (2025, May 28). Investment: How and where to invest? WebAngel, https://webangel.marketing/en/blog/investment/
Drache, D. (1997, December). Jobs and investment strategies: The challenge for policy-makers. York University,  http://www.yorku.ca/drache/talks/pdf/apd_jobsinvest.pdf
Hayes, A. (2025, October 2). 11 best low-risk investments: Safest options for 2025. Investopedia, https://www.investopedia.com/ask/answers/021615/what-safest-investment.asp
Garrett, D. G. (2021, November), Capital investment and labor demand (NBER Working Paper No. 29485). National Bureau of Economic Research, https://www.nber.org/system/files/working_papers/w29485/revisions/w29485.rev0.pdf
International Labour Organization, (n.d.), Creating jobs through public investment, https://www.ilo.org/sites/default/files/wcmsp5/groups/public/%40ed_emp/%40emp_policy/%40invest/documents/publication/wcms_619821.pdf
نړیوال بانک.(۲۰۱۸.مارچ.۶) د کرنې سکټور بالقوه ظرفیتونه کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټور ثابت شي. https://www.worldbank.org/ps/country/afghanistan/publication/unlocking-potential-of-agriculture-for-afghanistan-growth
Kassel, K. (2023, November 3). Agriculture and its related industries provide 10.4 percent of U.S. employment. U.S. Department of Agriculture, Economic Research Service, https://www.ers.usda.gov/data-products/chart-gallery/chart-detail?chartId=58282
World Economic Forum, (2019, January), Meat: The future series—Options for the livestock sector in developing and emerging economies to 2030 and beyond. https://www3.weforum.org/docs/White_Paper_Livestock_Emerging%20Economies.pdf
جمهور خبري آژانس.(۲۰۲۵.اکتوبر.۲) د ایران خصوصي سکتور کولی شي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ زیربنا په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. https://www.jomhornews.com/ps/news/186633/
باور،(۲۰۲۵.جنوري.۴) په اقتصادي پراختیا کې د کرنې او مالدارۍ سکتور رول څومره مهم دی؟ هيواد ورځپاڼه. https://hewaddaily.com/%D9%81%D8%B1%D9%85%D8%A7%D9%86/%D9%BE%D9%87-%D8/
حماسه میډیا. (n.d.), د خوړو او کرنې سازمان: وچکالۍ د افغانستان کرنه او مالداري له سخت ګواښ سره مخ کړې. https://hamasamedia.com/archives/17814
Manjula, M. (2022, November 11). Role of industrial sector in employment creation with reference to Kolar district, International Journal of Creative Research Thoughts, https://ijcrt.org/papers/IJCRT2211138.pdf
Szirmai, A., & Naudé, W. (2012, May), the importance of manufacturing in economic development: Past, present and future perspectives. ResearchGate, https://www.researchgate.net/publication/255179694_The_importance_of_manufacturing_in_economic_development_Past_present_and_future_perspectives
د افغانستان اقتصادي لید.(۲۰۲۵. اګسټ) د افغانستان اقتصادي لید. https://aelso.org/da/aeo-aug2025-pashto/
افغان، ص.(۲۰۲۵.اګسټ.۲) د عزيزي ګروپ مشر میرویس عزیزي: د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید دا پروژه به له ښارونو تر کلیو ټولو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي. هندوکش. https://hindukushpa.com/%D8%AF-%D8%B9%D8%B2/
د افغانستان ملي ورځپاڼه.(۲۰۲۴.جولای.۲۴) چینايي پانګوال افغانستان کې د لمریزې برښنا تولید ته لېواله دي. https://dailies.gov.af/%DA%86%D9%8A%D9%86%D8%A7%D9%8A%D9%8A-
خامه پریس.(۲۰۲۴.مارچ.۲۴) اسلامي امارت له خصوصي سکتور سره د څلور میلیارد افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي. https://www.khaama.com/pashto/archives/65516
عزیزي، ف.(۲۰۲۵.سپتمبر.۱۵) طالبانو له ازبکستاني شرکت سره د طوطي میدان د ګازو د کشف او استخراج تړون لاسلیک کړ. د آزادۍ راډیو. https://pa.azadiradio.com/amp/33530587.html
د افغانستان ملي ورځپاڼه.(۲۰۲۳.فبروري.۲۶) په افغانستان کې د بیکارۍ لاملونه، پایلې یې او وړاندیزونه! https://dailies.gov.af/%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%
Tamzil, F. (2023, September 1). Role of the tourism sector in economic growth and job creation, Cinta Nusantara Journal, https://jurnalbundaratu.org/journal/index.php/cintanusantarajournal/article/view/5/15
Sheth, A. (2019, July 30). 10 critical problems faced by the service sector with definite solutions. Medium, https://medium.com/@panamprojectsgujarat/10-critical-problems-faced-by-the-service-sector-with-definite-solutions-6cf055be2131
Industra. (n.d.). Key benefits of general contracting for infrastructure, https://www.industra.ca/key-benefits-of-general-contracting-for-infrastructure/
Effectively utilizing infrastructure to achieve economic and societal growth in developing countries, (2024, September), ResearchGate, https://www.researchgate.net/publication/384485689_Effectively_Utilizing_Infrastructure_to_Achieve_Economic_and_Societal_Growth_in_Developing_Countries
Houhala, K. (2021, July). Value creation at the private and public sector interface. ResearchGate. https://www.researchgate.net/publication/353087880_Value_Creation_at_the_Private_and_Public_Sector_Interface
Department for International Development, (n.d.), Private sector development strategy: Prosperity for all—making markets work. https://www.enterprise-development.org/wp-content/uploads/DFID-Private-Sector-development-strategy.pdf
د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال دفتر.(۲۰۲۱.ډسمبر.۵) د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل. https://dpmea.gov.af/ps/%D8%AF-%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B4
د مالیې وزارت.(۲۰۲۲.نومبر.۷) د افغانستان خصوصي سکتور ملي کنفرانس. https://mof.gov.af/ps/%D8%AF-D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87

عبدالملک پرهیز

قرارداد اخیر میان وزارت معادن و پترولیم افغانستان و شرکت سعودی دلتا انترنشنل برای اکتشاف و استخراج نفت و گاز حوزه کشک و تیرپل در ولایت هرات را نمی‌توان صرفاً یک قرارداد اقتصادی تلقی کرد. اهمیت این رویداد فراتر از رقم سرمایه‌ گذاری اولیه و محدوده جغرافیایی حوزه قراردادی است. این تحول می ‌تواند بخشی از روند شکل‌ گیری یک نظام جدید اقتصادی و انرژی در افغانستان باشد؛ نظامی که در آن منابع طبیعی، سرمایه خارجی، مسیرهای انتقال انرژی و رقابت قدرت‌های منطقه‌ای به یکدیگر پیوند می‌خورند.
بر اساس اطلاعات منتشرشده از سوی منابع درافغانستان و گزارش ‌های رسانه‌ای، ارزش اولیه قرارداد حدود ۲۰۰ میلیون دالر است و دوره قرارداد ۲۵ سال تعیین شده است. در کنار آن، مجموعه‌ای از طرح‌ های بزرگ‌تر برای توسعه انرژی، استفاده از گاز و مطالعه یک خط لوله حدود ۷۰۰ کیلومتری از هرات به سوی سپین ‌بولدک مطرح شده است. برخی گزارش‌ها ظرفیت سرمایه ‌گذاری بالقوه این مجموعه را در طول ۲۵ سال تا حدود ۵۰ میلیارد دالر برآورد کرده‌اند و حدود ۱۰ میلیارد دالر نیز برای طرح خط لوله ذکر شده است. با این حال، این ارقام نباید با سرمایه‌ گذاری قطعی اشتباه شوند، زیرا اجرای پروژه‌های بزرګتر به نتیجه اکتشافات، مطالعات اقتصادی، تأمین مالی و تصمیم‌ های بعدی سرمایه‌ گذاری وابسته است.
از این منظر، اهمیت اصلی قرارداد در پولی که امروز وارد افغانستان می‌ شود خلاصه نمیشود. اهمیت واقعی آن در این پرسش نهفته است که آیا افغانستان می‌ تواند منابع طبیعی خود را به پایه‌ای برای تشکیل یک اقتصاد مولد، افزایش قدرت چانه ‌زنی منطقه‌ای و کاهش وابستگی اقتصادی تبدیل کند یا خیر.
افغانستان از جمله کشورهایی است که بخش مهمی از ظرفیت اقتصادی آن در زیر زمین قرار دارد. ذخایر معدنی، نفت و گاز، در صورت مدیریت درست، می ‌توانند منبع مهم درآمد عمومی و سرمایه‌ گذاری باشند. اما وجود منابع طبیعی به خودی خود توسعه اقتصادی ایجاد نمی ‌کند.
تجربه کشورهای مختلف نشان داده است که منابع طبیعی می ‌توانند به دو نتیجه کاملاً متفاوت منجر شوند. در یک حالت، منابع طبیعی به سرمایه‌ گذاری، ایجاد اشتغال، انتقال تکنولوژی، توسعه زیرساخت و افزایش درآمد دولت منجر میشوند. در حالت دیگر، کشور به صادرکننده مواد خام تبدیل میشود، بخش بزرگی از ارزش افزوده خارج از کشور ایجاد میشود و اقتصاد ملی به درآمدهای حاصل از منابع طبیعی وابسته میگردد.
از همین رو، مسئله اصلی افغانستان نباید این باشد که آیا شرکت خارجی وارد بخش نفت و گاز شود یا خیر. مسئله اساسی این است که چه نوع رابطه‌ای میان دولت افغانستان و سرمایه‌ گذار خارجی ایجاد میشود.
اگر سرمایه‌گذار هزینه و ریسک اکتشاف را بپذیرد، تکنولوژی وارد کند، متخصصان افغان را آموزش دهد، زیرساخت ایجاد کند و در مقابل سهم مشخص و قابل نظارتی از درآمد دریافت کند، چنین مشارکتی می ‌تواند بخشی از فرایند توسعه اقتصادی باشد.
اما اگر افغانستان صرفاً مواد خام خود را واگذار کند و هیچ ظرفیت داخلی در نتیجه پروژه ایجاد نشود، حتی سرمایه ‌گذاری بزرگ نیز نمیتواند به توسعه پایدار منجر شود.
بنابراین معیار ارزیابی قرارداد باید «ارزش اقتصادی ایجاد شده برای افغانستان» باشد، نه صرفاً حجم سرمایه خارجی.
هر قرارداد منابع طبیعی باید میان سه عنصر تعادل برقرار کند.
سرمایه ‌گذار باید انگیزه کافی برای پذیرش ریسک و ادامه فعالیت داشته باشد. دولت باید سهم عادلانه‌ ای از درآمد و مالکیت منابع عمومی دریافت کند. جامعه نیز باید از طریق اشتغال، زیرساخت، خدمات عمومی و توسعه اقتصادی از پروژه بهره ‌مند شود.
در این چارچوب، سهم بالاتر دولت همیشه به معنای قرارداد بهتر نیست. اگر شرایط قرارداد به اندازه‌ای سنگین باشد که سرمایه‌ گذار نتواند پروژه را از نظر اقتصادی توجیه کند، اکتشاف و استخراج اساساً انجام نخواهد شد.
از سوی دیگر، سهم پایین دولت نیز لزوماً به معنای موفقیت قرارداد نیست. اگر ذخایر واقعی بسیار بیشتر از برآورد اولیه باشد و قیمت انرژی در بازارهای منطقه‌ ای افزایش یابد، باید سازوکارهایی وجود داشته باشد که منافع عمومی افغانستان نیز از افزایش ارزش منابع بهره‌ مند شود. بنابراین یک قرارداد مطلوب باید علاوه بر شرایط اولیه، برای تغییرات آینده نیز سازوکار روشن داشته باشد.
شفافیت مالی، حسابرسی مستقل، نظارت بر هزینه‌های  شرکت، حفاظت محیط زیست، آموزش نیروی انسانی، استخدام متخصصان داخلی و امکان بازنگری منطقی قرارداد در شرایط استثنایی، از عناصر اساسی چنین نظامی هستند.
انتخاب هرات برای این پروژه اهمیت ژئوپولیتیکی خاص دارد. هرات در غرب افغانستان و در مجاورت ایران قرار دارد و از نظر تاریخی یکی از مهمترین مراکز تجارتی کشور است. این ولایت همچنین به آسیای مرکزی، ایران و مسیرهای منتهی به جنوب آسیا دسترسی دارد.
اگر اکتشافات کشک و تیرپل وجود ذخایر تجاری قابل توجه را تأیید کند، هرات میتواند از یک مرکز تجارتی و ترانزیتی به یکی از مراکز مهم انرژی افغانستان تبدیل شود. اهمیت این موضوع زمانی بیشتر میشود که گاز تولید شده فقط برای صادرات مورد استفاده قرار نگیرد. اگر بخشی از آن برای تولید برق، صنایع، شهرک ‌های صنعتی و مصرف داخلی اختصاص یابد، منابع گاز می‌ توانند به جای آنکه فقط یک کالای صادراتی باشند، به ابزار صنعتی شدن افغانستان تبدیل شوند.
این نکته از نظر توسعه اقتصادی بسیار مهم است. ارزش واقعی گاز تنها در فروش آن نیست. بخشی از ارزش گاز در صنایعی ایجاد میشود که به وسیله انرژی ارزان و قابل دسترس فعالیت میکنند. طرح خط لوله پیشنهادی هرات تا سپین ‌بولدک نقطه‌ای است که پروژه را وارد مرحله جدیدی میکند.
سپین ‌بولدک در خط فرضی میان افغانستان با پاکستان قرار دارد و یکی از مهمترین گذرگاه‌های تجارتی میان دو کشور است. بنابراین انتقال احتمالی گاز از غرب افغانستان به این منطقه میتواند افغانستان را به شبکه انرژی جنوب آسیا متصل کند.
افغانستان در چند دهه گذشته عمدتاً به عنوان کشور مسیر ترانزیت انرژی دیگران مطرح بود. پروژه‌هایی مانند تاپی نیز بر همین موقعیت جغرافیایی افغانستان استوار هستند. اما اگر افغانستان همزمان منابع داخلی خود را استخراج کند، گاز تولید کند و شبکه انتقال داخلی و منطقه‌ای ایجاد نماید، موقعیت آن تغییر میکند. در چنین شرایطی افغانستان فقط سرزمین عبور انرژی نخواهد بود. این کشور میتواند تولید کننده، مصرف ‌کننده، صادرکننده و کشور ترانزیتی انرژی باشد. این تفاوت از نظر قدرت اقتصادی و سیاسی بسیار بنیادی است.
مسیر پیشنهادی تا سپین ‌بولدک طبیعی است که توجه پاکستان را جلب کند. رسانه‌های پاکستانی نیز قرارداد انرژی میان عربستان و افغانستان و طرح خط لوله به سوی سپین‌ بولدک را مورد توجه قرار داده ‌اند. با این حال، باید میان توجه رسانه‌ای و موضع رسمی دولت پاکستان تفاوت قائل شد. در حال حاضر نمیتوان بدون شواهد کافی گفت که دولت پاکستان رسماً علیه این پروژه موضع گسترده اتخاذ کرده است، ولې سرو صدا های رسانه ای بی ارتباط هم نیستند. از منظر تحلیل ژئوپولیتیکی، حساسیت پاکستان قابل فهم است.
پاکستان از یک سو با کمبود انرژی و نیاز به منابع جدید گاز مواجه است. بنابراین گاز افغانستان در صورت تولید تجارتی میتواند برای اقتصاد پاکستان یک فرصت باشد.
از سوی دیگر، افزایش ظرفیت انرژی افغانستان میتواند توازن قدرت اقتصادی میان دو کشور را تغییر دهد. کشوری که برای انرژی خود به همسایگان وابسته است، قدرت چانه ‌زنی محدودی دارد. اما کشوری که بتواند انرژی تولید و صادر کند، ابزارهای بیشتری برای مذاکره در اختیار خواهد داشت. از این منظر، پروژه میتواند همزمان برای پاکستان فرصت و چالش باشد.

اگر پاکستان بتواند به خریدار یا شریک انتقال گاز افغانستان تبدیل شود، از پروژه سود خواهد برد. اما اگر ساختار پروژه به گونه ‌ای باشد که افغانستان بتواند بدون وابستگی به زیرساخت‌ های پاکستان به بازارهای دیگر دسترسی پیدا کند، بخشی از اهرم سنتی پاکستان در برابر افغانستان کاهش خواهد یافت. این همان نقطه‌ای است که اقتصاد انرژی به سیاست خارجی تبدیل میشود.
ایران نیز از این تحولات متأثر خواهد شد. هرات برای ایران تنها یک همسایه جغرافیایی نیست. این منطقه در شرق ایران موقعیت دارد. ورود سرمایه سعودی به بخش انرژی هرات میتواند از دید تهران یک تحول مهم تلقی شود، به ‌خصوص اگر حضور اقتصادی عربستان به توسعه زیرساخت‌های انرژی و مسیرهای انتقال گاز در غرب افغانستان منجر شود. اما نباید از این موضوع نتیجه گرفت که پروژه الزاماً با هدف مهار ایران طراحی شده است.
در سیاست بین‌الملل، یک پروژه اقتصادی میتواند پیامد ژئوپولیتیکی داشته باشد بدون آنکه هدف اولیه آن سیاسی باشد. ممکن است انگیزه اصلی شرکت سعودی دستیابی به فرصت اقتصادی باشد، اما حضور سرمایه سعودی در نزدیکی سرحد ایران به صورت طبیعی بر محاسبات تهران تأثیر خواهد گذاشت. به همین دلیل، افغانستان باید مراقب باشد که پروژه‌های اقتصادی خود به ابزار رقابت مستقیم قدرت‌ های منطقه‌ای تبدیل نشوند.
حضور عربستان سعودی در افغانستان نیز نیازمند تحلیل دقیق است. اقتصاد عربستان در سال‌های اخیر تلاش کرده است وابستگی خود به درآمدهای سنتی نفتی را کاهش دهد و حوزه‌های جدید سرمایه ‌گذاری و نفوذ اقتصادی ایجاد کند. افغانستان با وجود ریسک‌ های سیاسی و امنیتی، منابع طبیعی گسترده و موقعیت جغرافیایی مهمی دارد.
برای عربستان، حضور در بخش انرژی افغانستان میتواند یک سرمایه‌گذاری اقتصادی باشد. اما در سطح ژئوپولیتیکی نیز میتواند ارتباط اقتصادی این کشور با آسیای مرکزی و جنوب آسیا را افزایش دهد.
با این حال، نباید هر سرمایه‌گذاری عربستان را بخشی از یک طرح ضد ایرانی یا ضد پاکستانی دانست. چنین ادعاهایی بدون شواهد مستقیم، از سطح تحلیل علمی خارج و وارد قلمرو حدس و گمانه ‌زنی سیاسی میشود. تحلیل علمی باید میان واقعیت، احتمال و فرضیه تفاوت بگذارد.
حضور زلمی خلیلزاد در مراسم قرارداد نیز به دلیل سابقه دیپلماتیک او اهمیت سیاسی پیدا کرده است. اما حضور یک شخصیت سیاسی سابق امریکا به خودی خود اثبات‌ کننده توافق رسمی میان واشنگتن و کابل نیست. خلیلزاد مقام رسمی فعلی دولت امریکا نیست و بنابراین نباید حضور او را معادل موضع رسمی واشنگتن دانست.
با این حال، حضور او میتواند از منظر دیپلماسی غیررسمی اهمیت داشته باشد. افغانستان برای جذب سرمایه خارجی و خروج از انزوای اقتصادی به شبکه‌های ارتباطی گسترده نیاز دارد و شخصیت‌هایی مانند خلیلزاد می‌توانند در ایجاد یا تسهیل برخی ارتباطات نقش داشته باشند. این مسئله همچنین نشان می‌دهد که اقتصاد افغانستان و سیاست خارجی آن به شکل فزاینده‌ای در حال نزدیک شدن به یکدیگر هستند.
یکی از ویژگی‌های مهم تحولات اخیر افغانستان این است که تعامل اقتصادی میتواند سریعتر از شناسایی سیاسی حرکت کند. کشورها و شرکت‌ها ممکن است با ساختار حاکم در کابل در زمینه معدن، انرژی، تجارت و ترانزیت همکاری کنند، بدون آنکه الزاماً به معنای شناسایی کامل سیاسی آن ساختار باشد. از این رو، سرمایه ‌گذاری خارجی را نباید به صورت خودکار معادل مشروعیت سیاسی دانست. در عین حال، افزایش روابط اقتصادی میتواند به تدریج فضای تعامل سیاسی را نیز تغییر دهد. این همان چیزی است که قراردادهای انرژی را از نظر سیاست خارجی مهم میسازد.
در این میان، یکی از خطرات اساسی آن است که افغانستان از وابستگی به واردات انرژی به وابستگی به سرمایه ‌گذاران خارجی منتقل شود. این دو وضعیت ظاهراً متفاوت‌ اند، اما هر دو میتوانند استقلال اقتصادی را محدود کنند. راه جلوگیری از این خطر، مخالفت با سرمایه خارجی نیست. راه آن ایجاد نهادهای قوی، قراردادهای شفاف، تنوع شرکای خارجی و افزایش ظرفیت داخلی است. افغانستان نباید تمام پروژه‌های انرژی خود را به یک کشور، یک شرکت یا یک مسیر وابسته کند. اگر عربستان سرمایه می ‌آورد، چین تکنولوژی می‌آورد، کشورهای آسیای مرکزی منابع و بازار فراهم می ‌کنند، پاکستان بازار جنوبی ایجاد میکند و ایران مسیرهای غربی را در اختیار میگذارد، افغانستان میتواند از این رقابت برای تقویت موقعیت خود استفاده کند.
سیاست درست، انتخاب یک قدرت علیه قدرت دیگر نیست. سیاست درست، ایجاد شرایطی است که قدرت‌های مختلف برای مشارکت در توسعه افغانستان با یکدیگر رقابت کنند.
افغانستان از نظر جغرافیایی در موقعیتی قرار دارد که میتواند میان چند حوزه اقتصادی ارتباط ایجاد کند. در شمال، آسیای مرکزی قرار دارد. در غرب، ایران و مسیرهای متصل به خاورمیانه قرار دارند. در جنوب و شرق، پاکستان و بازار بزرگ جنوب آسیا قرار گرفته ‌اند. در سطح گسترده ‌تر، چین نیز به منابع طبیعی و مسیرهای ارتباطی منطقه علاقه ‌مند است. در چنین شرایطی، افغانستان میتواند یک کشور حاشیه ‌ای باقی بماند یا به یک حلقه اتصال اقتصادی تبدیل شود.
تفاوت این دو وضعیت به کیفیت سیاست داخلی و اقتصادی افغانستان بستگی دارد. در نهایت، مسئله فقط استخراج نفت و گاز نیست. افغانستان برای اولین بار در مقیاسی جدی با این پرسش مواجه میشود که چگونه می ‌تواند منابع طبیعی خود را به دولت‌ سازی اقتصادی پیوند دهد. درآمد منابع باید بتواند به برق، جاده ها، آموزش، صنعت، اشتغال و زیرساخت تبدیل شود. اگر درآمد نفت و گاز صرف هزینه‌های کوتاه‌ مدت شود، منابع طبیعی ممکن است تنها عمر وابستگی اقتصادی را طولانی کنند. اما اگر درآمد حاصل از منابع به سرمایه انسانی و زیرساخت تبدیل شود، منابع طبیعی می‌ توانند سکوی عبور افغانستان از اقتصاد ضعیف و وابسته به اقتصاد تولیدی باشند. از این منظر، قرارداد هرات را باید یک آزمون بزرگ دانست. آزمون نه فقط برای شرکت سعودی، بلکه برای ساختار اقتصادی افغانستان.
قرارداد کشک و تیرپل را نمیتوان تنها با رقم ۲۰۰ میلیون دالر ارزیابی کرد. اهمیت آن در زنجیره‌ای است که ممکن است پس از اکتشاف شکل بگیرد. اکتشاف منابع، تولید نفت و گاز، توسعه صنایع، تأمین انرژی هرات، ایجاد شبکه انتقال، اتصال به بازارهای جنوبی و ورود افغانستان به معادلات انرژی منطقه، همگی میتوانند بخشی از یک تحول بزرگ‌تر باشند.
اما تحقق این چشم ‌انداز قطعی نیست. همه چیز به کیفیت قرارداد، میزان ذخایر واقعی، توانایی سرمایه‌ گذار، شفافیت مالی، امنیت پروژه، تأمین مالی و سیاست اقتصادی افغانستان بستگی دارد. اگر افغانستان بتواند از سرمایه خارجی برای ایجاد ظرفیت داخلی استفاده کند، قراردادهای انرژی میتوانند به ابزار توسعه تبدیل شوند. اگر نتواند، منابع طبیعی ممکن است فقط شکل جدیدی از وابستگی ایجاد کنند. از همین رو، مسئله اصلی نه عربستان است، نه پاکستان، نه ایران و نه امریکا. مسئله اصلی افغانستان است.
افغانستان باید تصمیم بگیرد که می‌ خواهد منابع طبیعی خود را برای تأمین هزینه‌های امروز مصرف کند یا از آنها برای ساختن اقتصاد فردا استفاده نماید. اگر سیاست افغانستان بر اساس شفافیت، تنوع شرکای خارجی، انتقال تکنولوژی، افزایش ظرفیت داخلی و حفظ قدرت چانه ‌زنی ملی تنظیم شود، رقابت منطقه‌ای میتواند به فرصت تبدیل شود.
در آن صورت، حضور عربستان در هرات تهدید نخواهد بود، حضور پاکستان در بازار انرژی فرصت خواهد بود، تعامل با ایران میتواند ادامه یابد، پروژه‌ های آسیای مرکزی میتوانند گسترش پیدا کنند و حتی قدرت‌های بزرگ نیز برای مشارکت اقتصادی با افغانستان وارد رقابت شوند.
اما اگر افغانستان نتواند قواعد این بازی را خودش تعیین کند، دیگران قواعد آن را تعیین خواهند کرد. بنابراین اهمیت واقعی قرارداد هرات در این نیست که چه مقدار پول وارد افغانستان میشود. اهمیت واقعی آن در این است که آیا افغانستان میتواند از منابع زیرزمینی خود قدرت اقتصادی، استقلال تصمیم ‌گیری و جایگاه منطقه‌ای بسازد یا خیر.
این پرسشی است که جواب آن آینده اقتصاد سیاسی افغانستان را برای چند دهه آینده شکل خواهد داد.

ليکنه: حميدالله بسيا

انرژي د معاصر ژوند بنسټ دی او پرته له انرژۍ څخه نه اقتصاد پر مخ تللی شي، نه صنعت فعال پاتې کېدای شي او نه هم د خلکو ورځنی ژوند په عادي ډول دوام موندلی شي. انرژي يوازې برېښنا يا تېل نه دي، بلکې دا د يو هېواد د پرمختګ، ثبات او هوساينې اساسي ځواک دی. هره فابريکه، کرنيز سيستمونه، ترانسپورتي شبکې او سوداګريز مرکزونه، د کورونو تودوخه او نور ډېر څه... د انرژۍ پر مټ فعاليت کوي، او که انرژي کمه يا ګرانه شي، توليد کمېږي، بيې لوړېږي او بېکاري زياتېږي او کورونه سړېږي. له همدې امله ارزانه او باثباته انرژي د اقتصادي ودې لپاره حياتي ارزښت لري. سربېره پر دې، روغتونونه، ښوونځي، مخابراتي شبکې او د اوبو رسولو سيستمونه ټول انرژۍ ته اړتيا لري، او د برېښنا نشتوالی د روغتيايي خدمتونو، زده کړو او ورځني ژوند پر کيفيت مستقيم منفي اغېز کوي. يانې انرژي د ژوند معيار لوړوي او ټولنيز ثبات پياوړی کوي.

د ملي امنيت له اړخه هم انرژي ستر اهميت لري، ځکه هغه هېواد چې پر وارداتي انرژۍ ډېره تکيه ولري، د سياسي فشار او اقتصادي بحران له خطر سره مخ کېږي. د انرژۍ خپلواکي او د سرچينو تنوع د ملي ثبات مهم عنصر بلل کېږي. همدارنګه، د ټکنالوژۍ او عصري پرمختګ بنسټ هم انرژي ده؛ ډيجيټلي نړۍ، انټرنېټ، صنعتي ماشينونه او برقي موټرونه ټول پر دوامدارې انرژۍ ولاړ دي. که انرژي پاکه او دوامداره وي، نو پرمختګ هم دوامدار او خوندي پاتې کېږي. له چاپېريالي پلوه د انرژۍ ډول ټاکي چې طبيعت ته څومره زيان رسېږي. پاکه او نوې کېدونکې انرژي د اقليمي بدلون پر وړاندې مهم رول لري او د راتلونکو نسلونو لپاره سالم چاپېريال تضمينوي. په ټوله کې انرژي د ژوند، اقتصاد او پرمختګ زړه دی، او هر څومره چې هېوادونه په پاکه، باثباته او دوامدارې انرژۍ پانګونه وکړي، همغومره به يې راتلونکی روښانه، خوندي او سوکاله وي.

انرژي په عمومي ډول په څو بېلابېلو ډولونو وېشل کېږي، چې هر يو يې ځانګړی اهميت او استعمال لري. يوه یې له هغو څخه چې ټول خلک ورسره اشنا دي برېښنايي انرژي ده.

برېښنايي انرژي د نننۍ نړۍ د پرمختګ اساسي ستنه بلل کېږي. کورونه، فابريکې، روغتونونه، ښوونځي، مخابراتي شبکې او دولتي ادارې ټول د برېښنا پر مټ فعاليت کوي. که برېښنا نه وي، صنعتي توليد درېږي، سوداګري کمزورې کېږي او د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کېږي. په روغتونونو کې د عملياتو وسايل، د درملو ساتنې يخچالونه او طبي ماشينونه ټول برېښنا ته اړتيا لري. په ښوونځيو او پوهنتونونو کې کمپيوټرونه، انټرنېټ او د تدريس عصري وسايل د برېښنا پرته کار نه شي کولای.

برېښنايي انرژي دا ځانګړتيا لري چې په اسانۍ لېږدول او وېشل کېدای شي. د برېښناکوټونو څخه توليد شوې انرژي د شبکو له لارې لرې سيمو ته رسېږي او ميليونونه خلک ترې ګټه اخلي. همدارنګه، برېښنا د نوې ټکنالوژۍ بنسټ دی؛ برقي موټرونه، ډيجيټلي سيستمونه، صنعتي ماشينونه او مخابراتي ټکنالوژي ټول د برېښنا پر مټ پر مخ ځي. که برېښنا باثباته او ارزانه وي، اقتصادي وده چټکېږي او د خلکو د ژوند معيار لوړېږي.

سربېره پر دې، برېښنا د پاکې انرژۍ له سرچينو لکه لمر، باد او اوبو څخه هم توليدېدای شي، چې دا کار د چاپېريال ساتنې او د اقليمي بدلون د کمولو لپاره ډېر مهم دی. له همدې امله ويلای شو چې برېښنايي انرژي نه يوازې د ننني ژوند اړينه برخه ده، بلکې د راتلونکي پرمختګ، ثبات او سوکالۍ لپاره هم حياتي ارزښت لري.

نن سبا په دې ساړه ژمي کې په نړۍ کې د انرژۍ تر ټولو ستر بحران په اوکراین کې رابرسېره شوی دی ، هېواد یې په دې سخت یخ کې د بريښنايي انرژي د کمښت او ويجاړېدو له امله ورځ تر بلې د یو سیسټماټیک سقوط بڼه خپلوي. په دې هېواد د روسيې د حملو له امله په پراخ ډول د ميليونونو کسانو لپاره برېښنا پرې شوې  ،د انرژي د برېښناکوټونو ویجاړ شوي، او د يخ په دې سختو شرایطو کې پر برقي شبکو دوامداره زیات بار دا ښيي چې د سولې د تړون په برخه کې د ولادیمیر زېلېنسکي نور ځنډ به  ددې هېواد د انرژۍ سيستم بيخي فلج کړي چې بيرته فعالول به یې په نږدې راتلونکې کې ممکن نه وي. موضوع اوس یوازې د لنډمهالې برېښنا پرې کېدنې نه ده ، بلکې د هغه بنسټیزو تاسیساتو د له منځه تلو خطر مطرح دی چې بیا رغونه یې په نږدې راتلونکي کې ناممکن کېدای شي.

د ولسمشر د خپلو خبرو له مخې، تر ټولو سخت وضعیت په کییف او شاوخوا سيمو کې دی ، همدارنګه په خارکیف، سومي او پولتاوا ولایتونو کې هم د برېښنا ناورين رامنځته شوی دی. په پلازمېنه کې له ۱۱۰۰ څخه ډېر څو پوړیز استوګنیز ودانۍ د منفي ۲۰ درجې سانتي ګراد تر کچې تودوخې کې د اتاقونو له ګرمولو او له تودو اوبو بې برخې دي. له ۲۰۰ څخه ډېرې ترمیمي ډلې په ۲۴ ډول کار کوي، خو چارواکي د پرسونل جدي کمښت او ان په ۲۴ ډول کار کول هم د کفايت وړ نه ګڼي ځکه هغه تاسیسات چې تازه د بیا رغونې په حال کې شي، بېرته تر بریدونو لاندې راځي او بيا ورانېږي.

د روانې فبرورۍ په درېيمه د روسيې پراخ برید د کال له پیل راهیسې تر ټولو ځواکمن برید و: له ۷۰ څخه ډېر توغندي او ۴۵۰ بې‌پیلوټه الوتکې د سختې یخنۍ په اوج کې پر اوکراين  وروتوغولې. اصلي ګوزار يې د اوکراين د برښنا شرکتونو د DTEK او  (CHP)  ته ورکړ، چې د کییف لپاره د برېښنا حیاتي شبکې CHP-4  او CHP-6 هم پکې شامل دي. کارپوهان چې دا برېښناکوټونه په جدي ډول زيامن شوي دي او د تودوخې د فصل تر پای پورې د دغو تاسیساتو بیا رغونه ډېره ناشونې ده.

چارواکي اړ شوي چې په بدیلو او موقتي حللارو تکيه وکړي.  او له ۶ زره ډېر جنراتورونه د برېښنا لپاره فعال شوي دي چې پلازمېنه کییف  یې د جنراتورونو ښار ته اړولی دی او هره ورځ تر ۳۰۰ زره لیټرو پورې ډیزل مصرفوي. خو دا جنراتورونه یوازې  ځينې انفرادي سيستمونه  لږ تر لږه فعالیت ساتلای شي او د مرکزي تودوخې سیستم ځای نه شي نیولای. سربېره پر دې، د برقي بخاریو پراخ استعمال د برق پر شبکې زیات زور راوړي او د برېښنا د پرچاوي لامل کېږي.

د جګړې د روانې ساتلو او د سولې پر لور د واقعي پرمختګ  نشتوالي به اوکراین د دې خطر سره مخ کړي چې د خپل هېواد د انرژۍ بنسټونه به په بشپړ ډول له لاسه ورکړي. هر څومره چې جنګ اوږدېږي، همغومره دا احتمال زیاتېږي چې د انرژي ویجاړ شوي سيستمونه به نور د بیا رغونې وړ نه وي، او هېواد به اوږدمهال انرژۍ او ټولنیز بحران ته داخل شي، چې پایلې به یې د کلونو لپاره احساسېږي. ځکه چې د انرژۍ کمښت يوازې اقتصادي ستونزه نه ده، بلکې د انسانانو د ژوند او ټولنې د ثبات لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي. کله چې برېښنا، ګاز يا نور بنسټيزې انرژۍ سرچينې کمې شي، خلک له لومړنيو اړتياوو بې برخې پاتې کېږي. په کورونو کې د تودوخې نشتوالی، د اوبو رسولو سيستمونو د کار ودېدل، د ښوونځيو او روغتونونو فعاليتونو ګډوډېدل، ټول د خلکو ورځنی ژوند اغېزمنوي. په ځانګړي ډول ماشومان، زاړه خلک او ناروغان تر ټولو زيات د انرژۍ د کمښت له منفي اغېزو سره مخ کېږي.

ټولنيز اړخ هم جدي دی. د انرژۍ کمښت له امله ښاري خدمات کمزوري کېږي، ترانسپورت او سوداګري ځنډېږي، او د خوراکي توکو، درملو او بنسټيزو توکو بيې لوړېږي. دا کار د ټولنيز ناراضګۍ او اقتصادي بې‌عدالتي لامل ګرځي. بې‌برېښنايي او ګرمۍ يا يخنۍ د انسانانو پر رواني او فزيکي روغتيا منفي اغېز کوي، چې په ځينو حالاتو کې ټولنه د اضطراري حالت او بې امنيه چاپېريال سره مخ کوي.

له بلې خوا، د انرژۍ کمښت د کارځایونو د بندېدو او د روزګار د کمښت سبب هم کېږي، چې په ټولنه کې بېکاري زياتوي او د فقر کچه لوړه وي. د دولتونو لپاره دا اړينه ده چې د انرژۍ د کمښت په وخت کې سبسایډي، بېړني پلانونه او بديل سرچينې فعالې کړي، څو د بشري او ټولنيزو ګواښونو کچه کمه کړي.

په ټوله کې، د انرژۍ کمښت نه یوازې اقتصادي او تخنيکي ستونزه ده، بلکې د بشري ژوند، ټولنيز ثبات او امنيت لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي. هر هېواد چې غواړي خپل وګړي خوندي وساتي او ټولنه فعاله وساتي، بايد په باثباته، پاکه او دوامداره انرژۍ پانګونه وکړي.


دودیال

د  اوسنۍ دیورند  کرښې په لارو تګ راتګ له ډېر پخوا و او وروسته تردې هم د تګ راتګ مخنیوی نشي کیدای. ځینې ځوانان دغو لارو ته یواځې د تجارتی لارو په توګه ګوري، خو مسئله تر دې هاخوا نور اړخونه هم لري. لومړی به  د دغو لارو سودګریز اړخ وګورو:
د پاکستان له جوړولو مخکې د دغه هېواد اوسنۍ سیمې له ډېر پخوا د ټولو افغانانو د ژوند ګډه سیمه او د راز راز اړیکو( خپلوی، قومی، تجارتی، فرهنګی... روابطو) لرونکې وې. کونړ، باجوړ، چترال او آن تر کشمیر پورې ټول یو ولس و. د کشمیر پښتنو دلته خپلوي ګانې لرلې. سوات ته تګ راتګ آن  په یوه ورځ کې کیدای شو. اوس هم دلته افغانستان کې داسی کورنۍ شته چې نیکونو یې سوات کې جایدادونه لرل. زه د ننګرهار سرخرود کې داسې یوه درنه کورنۍ پیژنم چې سوات کې یې ترټولو د لوړ حاصل لرونکې زمکې وې. کندز کې یو ارباب صاحب دی چې سوات کې یې دنیکونو جایداد شته. دېخوا ته د مومندو، شینوارو، د ګوشتې او لعلپورې  خلک چې څومره پېښور او چارسدې  ته تلل، راتلل، جلال اباد ته نه راتلل. وړاندې د وزیرستانونو خلک ټول یو پراخ ولس و. چمن اوبولدک تر کوټې او کلاسیف الله ټول یو کندهار و. انګریز سره د غزا د اتلانو او شهیدانو هدېرې مو هلته دي، لکه غازی ایوبخان او نور. زموږ د پخوانیو عننعنوی سوداګرو (خصوصاً د دوستو خېلو کوچیانو تجارو) ټول تجارت له ملتان، بنارس، کراچی، کشمیر او بیا واګې پورې و. سره له دې چی ۱۹۴۷م. کې پاکستان جوړ شو، خو زموږ خلکو د پاکستان نوم نه پېژاند او نه یې خبرو اترو کې یاداو، لاهم هماغه ملتان، پېښور، واڼه، کوهاټ، کلا سیف الله، لاهور، بنو... و. د کونړ او باجوړ، نواپاس، تورخم، څڅوبی، وچ خوړ، غلام خان.... چمن ... په دې ټولو لارو تګ راتګ بی ویزې او پاسپورت و. له بده مرغه وروسته تر ۱۳۷۵ او بیا خصوصاً وروسته تر ۱۳۸۱ل. ورو ورو د ویزې او پاسپورت مسئله رامنځته او آن دا چې پاکستان د واګې لاره بنده وساتله او د ډیورند په کرښه یې د خلکو روابط او سوداګري مطلقاً سیاست سره وتړله. 
له ۱۳۱۲ل. کلونو رادېخوا چې د نورو حکومتی تشکیلاتو سره یو ځای د تجارت وزارت هم جوړشو، ورو ورو دبهرنۍ سوداګرۍ پالیسی جوړه شوه، هغه وخت د چارو د آسانی په خاطر دبهرني تجارت لپاره درې حوزې معرفي شوې:
1.    دتجارت بارتر حوزه: چې عمدتاً چکسلواکیا، بلغاریا، شوروی اتحاد او نورو سوسیالیستی هېوادو سره وه. دغه حوزه کې جنس د جنس مقابل کې تبادله کېد. وارداتي او صادراتی اقلام مومعلوم او تعریف شوي وو.
2.    هندوستان سره د تجارت حوزه : په دې کې د همدې ډیورند له لارې سوداګري وه، چې زموږ صادرات عمدتاً وړۍ، کولمې، دڅارویو پوټکي، بادام او یو څو نور اقلام وو، واردات مو مساله باب، شالونه، لاچي، ټوکر، چاې او نور وو. دا  اقلام هرکال او هر موسم متغیر وو.
3.    دتجارت ازاده حوزه: دا له لندن، امریکا، جرمنی ... سره زموږد تجارت حوزه وه، چې زموږ عمده صادراتی اقلام قره قل، غالۍ، بادام، پومبه، پسته او نور وو، واردات مو عمدتاً عطر، برقی وسایل، ځینی ماشین آلات او طبی وسایل و،. د دې شرح اوږده ده، موږ به هغه وخت تدریس کول. د دغې حوزې د تجارت د حجم په پرتله ارزش ډېر اوچت و، دا ځکه چې یوشمېر لکس او قیمتی وسایل پکې راتلل. د لومړي ځل لپاره د بهرنې تجارت ارقام او شاخصونه موږ د ۱۳۵۵ل. کال احصائیوی کلنۍ کې رسماً نشر کړل. حال دا چې پخوا به د تجارت وزارت د بهرنۍ سوداګری ریاست  ارقام صرف د راپورونو په شکل ثبتول او د ضرورت پر مهال به یې مراجعو ته استول.
وروسته تر ۱۹۷۸م. په تېره پاکستان سره په ډراماتیک ډول تجارتی مناسباتو کې بدلون راغی. دا وخت زمو داخلي محصولاتو( پلاستیکی لوښوجوړولو، اسب نشان جرابو، صابون، عقاب بوټ، زمردنشان جاکت، د کندهار او کابل د پلچرخی پشمینه بافی، روکی شات، د جیلی انار پروسس، د شکرې ټولید، سپین زر غوړیو، نساجی ګانو...) ته پام واوښت او ورو ورو مو نوپای( لومړني/ماشوم) صنعت( infant industries) د ودې مسیر وموند. د پاکستان په نوم هیواد دخلکو په ژبه مشهور شو، د سیاسی خړپړتیا ترڅنګ تجارت کې یو څه اصطکاک ولیدل شو. البته دا د دوه اړخیز تجارت برخه کې ، نه د ترانزیت برخه کې. زموږ هېوادوالو هغه وخت د دغه هېواد محصولات (ډی سی!) بلل، ډلډا غوړیو، ګل والا واسلین او نورو تولیداتو باندی یې مسخرې کولی. د دې بالمقابل له دوو نورو حوزو مو ډېر باکیفیته محصولات او واردات لرل. مهم قلم درمل و، موږ دهوخست درمل جوړول پیل او نور درمل له فرانسې راتلل. آن دا چې د هوخست او د افغانستان د فارمسی محصولات پاکستان او ایران ته قاچاق کېدل، هلته یې نوم درلود.
نن ورځ  چې نړۍ کې تجارت او اقتصادي اړیکې له سیاست څخه جدا عمل کوي، موږ د سیاسی کړکیچونو له امله تجارت کې هم ستونزو سره مخ شولو. ډېر داسې هیوادونه پېژنو چې د سیاسی احتلافاتو سره سره تجارتی علایق پالي او آن وده ورکوي. له  ترکیې نیولې دسیمې تر نورو اسلامی هېوادو له اسرائیلو سره سیاسی شدید اختلاف لري، خو تجارت کې خنډ نه جوړوي. سوداګری د عامه ولسونو مسئله او اړتیا ده، اما پاکستان هغه یواځینی هیواد دی چی تجارت سیاسی مسایلو سره تړي. په همدې خاطر افغانستان اړ شو چې خصوصاّ ورسته تر ۱۳۸۴ل. په بدیلو لارو فکر وکړي، سره له دې چې یو هیئت د محترم احدی په مشرۍ په ۲۰۱۴م. کې پاکستان ته ولاړ او د دوه اړخیز تجارت په اړه یې د (اپتا) په نوم یو قرارداد لاسلیک کړ، خو دغه قرار داد تل د پاکستان له لوري نقض کېد. له دې پرته پاکستانی لوري هرکال زموږ د محصولاتو د تولید د موسمونو پرمهال لارې تړلی او آن دا چې یو بیخرته ډمپنګ یې جاري ساتلی و. یو شمېر د نباتي ناروغیو عاملین همداوخت د پاکستانی میوو او هغو لرګیو سره راغلل چې راستنېدونکو هیوادوالو ځان سره راوړي وو. ځینې وخت به یې زموږ پرمحصولاتو ۳۰۰څخه تر۴۰۰٪ تعرفه وضع کړه! هغه یو شمیر مواد چې زموږ د ناچیزه صنایعو( لکه د صابون او شامپو تولید) لپاره نیم کاره مواد بلل کېدل، د پاکستان له خوا یې د صادرولو بندیز ولګول شو، د دې برخلاف زموږ غالۍ، د ځنګلونو اعای درجه لرګي، آسونه او نور کمیاب آثار یې په خپل مارک صادرول. د آپتا هوکړې خلاف هند سره مو د واګی له لارې سوداګري بنده شوه، د افغانستان د وسایطو مستقیمه بارګیرې منع، خو د دوی روانه وه. اضافه بار یې منع نه کړ، له کراچۍ او پورت قاسم زموږ د تجارو د مال ترخیص کې ډېر بی مورده خنډونه جوړ او په بېلابیلو بهانوبه مو تجارتی کانتینرونه په میاشتو منتظر و، تر څو به چې محمولې خپل کیفیت له لاسه ورکړ.
له ۱۳۸۲ تر ۱۴۰۰ل. پورې د افغانستان اقتصاد، خصوصاً ښارونو کې ډېر ښه شو، دخلکو عواید اوچت او سوداګري ته مو خلکو(ډالری سوداګري او ډالرو پورې تړلی اقتصاد) نوم ورکړ! له دې سره یو ځای کورنیو مارکیتونو کې تقاضا ښه اوچته شوه، له دې تقاضا سره بهرنی تجارت او په دې کې پاکستان سره سوداګری وده ومونده. دغو کلونو کې  زموږ د تجارت وزارت یو پاسیف حالت درلود حتا ګمرکونومجاز او غیرمجاز اقلام نشو تفکیک کولای،  مسلکی وړ متخصص کار کوونکو د قرنطین او نورم و ستندرد دفترونه او کوم مجهز لابراتوار مو نه و. متاسفانه همدې کلونو کې زموږ د عامه روغتیا او روغتونو ټپونو ګزکی وکړ، له ۱۳۷۱ل. کال تر ۱۳۸۲ کال د پوهنتونو او طب پوهنځیو سقوط او د درسونو توقف او د ورزیده طبیبانو د مهاجرت ډب مو دغه وخت کې ولید، چې پاکستان ته زموږ د ناروغانو رش دومره زیات شو چې د ډیورند پر کرښه به یې وار نه و. دا وخت زموږ میلیونونه دالر پاکستان کې په درملنه لګېدل.
دا وخت که له پاکستان سره دخپل منځي سوداګری ارقامو ته دبیلګې په توګه وګورو زموږ د سوداګری دوران دوی سره تر یوولس نیم میلیاردو الرو لوړ شوی و. متاسفانه موږ دغه تجارت کې بیلانس څه چې بیخی کسر سره مخ وو. زموږ واردات دغه هېواد څخه نهه نیم میلیارد ډالره، خو صادرات مو صرف د دوه میلیارد دالرو یا لږ زیات شاوخوا و. د اقتصاد له نظره دا کسر او په تجارت کې زیان دی. د ارقامو له مخې موږ د ۶۴۰میلیون دالرو شاوخوا کسر درلود(!) . (دې رقم او عدد ته توجه په کار ده). له ۱۴۰۰ل. کال وروسته چې جمهوریت سقوط شو یو ناڅاپه د معدنې توکو، د ډبرو دسکرو او دقیمتی احجارو اود ځنګلونو د لرګیوغیر مجاز لیږدول زیات شول.
په وروستیو کې له پاکستان څخه د بی کیفیته اجناسو(خصوصاً درملو)شکایتونه اورېدل کېدل. کله چې وروسته تر ۱۴۰۲ل. کال د دیورند د کرښې د لازیات رسمی کولواو له طالبانو سره د پاکستانی ځانګړو (نظامی- استخباراتی) ادارو د روابطو د شک راوستو په موخه د کرښې په غاړه د (جنګونو) لوبه پیل شوه، پاکستانی نظامی ځواک ته بهانه او فرصت برابر شو، قبایلی سیموباندې یې واک زیات او ټینګ کړ. د پاکستانی طالبانو خبره یې توده کړه او د دې(جنګونو؟!) په ترڅ کې به یې پر افغانی تجارو لاره بنده کړه. البته موږ د بدیلو لارو له برکته زیات متضرر نشولو، د زیات شمیر بی کیفیته اجناسو راتګ هم ودرول شو، زموږ داخلی محصول ښه بازار وموند، یو څو نورې ګټې مو وکړې. دغه وخت کې پاکستان ته د افغانستان صادارتو کې ۴۰٪ او د پاکستان له خوا ورداتو کې ۵۰-۵۵٪ کمښت راغی. که د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ د وروستیو میاشتو د تجارت حجم وګورو، له  ۲.۴۶۱میلیارد دالرو څخه ۱.۷۶۶میلیارد ډالرو ته راټیټ شو(خدای وکړی ارقام د لیږلو پرمهال ګډوډ نشی) زموږ صادرات صرف ۸۱۷ میلون ډالره و. د ۲۰۲۵ م. کال وروستیو دریو میاشتو لارې تقریباً وتړل شوې، خو د لاری بندول باید موږ ته معقول ښکاره نشي، دا ځکه، دلته درې کیسې روانې دي:
۱.ختیز کې موږ جغرافیایی جبر یوې داسې خاورې سره ګاونډ کړي یاستو چې د کراچۍ او پورت قاسم او واګې له لارې مو ترانزیت ساتلی دی،
۲.د دواړو هېوادو ترمنځ دوجانبه یا خپل منځی عنعنوی سوداګری شته،
۳.د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ د وروڼو خلکو اړیکې.
په دې توګه که مجموعی روابط ۱۰۰٪ وبولو، پرته له یو فیصد غیرقانونی برخې، دا درې نورې هره یوه مساوی، یعنی ۳۳٪+۳۳٪+۳۳٪ ارزښت لري. دې دری برخو کې به موقت  قطع وې، خو دایمی قطع روابط امکان نه لري، او ورسره به موږ یوه فعاله او معقوله ګمرکی پالیسی باید ولرو. دا مصنوعی جنګونه چې د کرښې دوو غاړو ته کیږي، دا خوا یو څو هلمندي، وردګی یا پکتیاوال او ننګرهاری ځوانان او هاخوا یو څو د قبایلو خلک وژل کیږي، دوی د کثیف سیاست او د خلکو د دوکې لپاره قرباني کیږي، د سیاستوالو لپاره مهم ندي. په دې توګه د پنجاب پوځ او استخباراتو وار په وار خپل اغېز په سیمه زیات کړ. له دې وضعیت څخه د دوی موخه دا هم ده چې د وروڼوولسونو تر منځ نوره هم فاصله ایجاد، پوله اوچته او کرکه رامنځته کړي. 
افغانستان وچې پورې د یو ایسار هېواد په توکه د( Land locked) هېوادو د میثاقونو سره سم د نړیوالو حقونو او نړیوال تجارت له مخې کاملاً حق لري د کراچی او نورو بندرونو څخه خپل تجارتی مالونه وارد او بالمقابل صادر کړي، دې برخه کې د UNCTAD, WTO,TIR,LLDC,APTTA میثاقونه زموږ د تجارو حقوق تضمینوي، له دې پرته افغانستان له پاکستان سره دسارک او ایکو سازمان کې غړی او هلته ګډ تعهدات شته.
دوهمه برخه کې هم د دواړو هېوادو تجار یو بل سره ښه همکار دي، آن ګډه پانګه لري اویوشمیر خصوصی شرکتونه او انفرادی اشخاص دوه اړخیز مراودات لری، زموږ طبی لابراتوارونه، یوشمیر تخنیکی ورکشاپونه، کسبه کار... د پاکستان موادو او کمکی ابزارو اوسایلو ته اړ دي.
درېیمه برخه هم په مساوې اندازه د پام وړ ده. د دیورند تحمیلي کرښې ولسونه دوو غاړو ته وروڼه ولسونه نشی جلا کولای او د دوی مړی-ژوندی او روابط به تل وي او نور به هم کلکیږي.
مهمه دا ده چې څه مو زده کړل:
لومړی) باید د نجونو پرمخ د تحصیلاتو دروازې پرانیزو، ځکه لس کاله وروسته یې د ډب او ګزکي جبران نشو کولای،
دویم) د خپلو کرنیزو محصولاتو پروسس او د مارکیتنګ پراخیتا ته پاملرنه، د سرد خانو په جوړولو بیړه،
درېیم) د افغان ترانس پروژې او د وسپنې د پټلۍ کارته دوام ورکول او پایلې ته یې رسېدل،
څلورم) د تجارت برخه کې د ترانزیت حق ساتل او پاکستان سره د نړیوالو میثاقونو او کنونسیونونو په رڼا کې رڼه او منطقی قوی لابی،
پینځم) د هېواد دننه د کرنیزو محصولاتو او صنعتی تولیداتو د ګټورتوب په خاطر د صنعتی پارکونو ملاتړ،
شپږم ) ګمرکونو کې د قرنتین، د نورم او ستندرد دفتر او د کیمیاوی مودو او درملو د لابراتورونو لرل، چې چارې فني او مسلکي متخصص مدیرت کړي،
اووم ) د پښتیخا او بلوچستان ستونزې، خوشحالی، ملي نمانځنې، آزدی بخښونکی او د عدالت غوښتنې مبارزه، د دوی کلتور، لاسته راوړنې، عقیده او تاریخ خپل ګڼل.

عبدالملک پرهیز

د سوک ځواب په سوک: د افغانستان نوې ترانزیتي کړنلاره

پاکستان په مینځنۍ اسیا کې لوی اقتصادي هدفونه لري، دغو بازارونو ته تر ټولو مهمه او مستقیمه لاره د افغانستان لارې ده.
د افغانستان لارې پاکستان ته حیاتي ارزښت لري ځکه پاکستان مینځنۍ اسیا سره مستقیمه پوله نه لري. مینځنۍ اسیا ته د پاکستان په سلو کې ۹۰ ترانزیت یوازې د افغانستان له لارې تر سره کېږي پاتې پاتې لس فیصده يې کېدی شي د هوايي ترانزیت له لارې وي.
د پاکستان د مینځنۍ اسیا ستراتیژي او د سیپک پلاس پروژې ټولې د افغانستان په پرانیستو لارو ولاړې دي. نو که افغانستان لاره وتړي یا بدیلې لارې فعاله کړي لکه د (ایران، چین، یا شمالي دهلیز)، پاکستان به خپل یوازینی طبیعي ترانزیټي دهلېز له لاسه ورکړي. او په دې ډول به د منځنۍ اسیا د انرژی، کانونو، او خوراکي توکو له لوی مارکېټ څخه بې برخې شي.
د پاکستاني صادراتو لپاره به د ترانزیت لګښتونه څو برابره لوړ شي ځکه پاکستاني لوری به په زیات احتمال سره د ایران یا سمندري لارو ته مخه کړي چې له دغو لارو به ترانزیت ورته ډېر ګران تمام شي. د پاکستان د ترانزیت لوی عاید له مینځه ځي، ځکه چې د افغانستان له لارې مینځنۍ اسیا ته د جنس انتقالول پاکستان ته هم ارزان او هم لږ وخت په دربر کې نیسي، چې دا امتیاز به له لاسه ورکړي.
د ایران د چابهار بندر، د ترکمنستان او ازبکستان لارې به د پاکستان رول کمزورې کوي. پاکستان به د افغانستان مارکېټ په بشپړه توګه له لاسه ورکړي. په داسې حال کې چې افغانستان په اوس وخت کې د پاکستان د صادراتو له مهمو بازارونو څخه دی. پاکستان دغه توکي افغانستان ته صادروي: خوراکي توکي، درمل، د ودانۍ ټوکي، د سوداګرۍ لګښتي یا مصرفي توکي. که دغه توکي د افغانستان له بازاره ورک شي نو دا به د پاکستان پر صنعت لوی ګوزار وي، په ځانګړي ډول د پنجاب او سند فابریکې چې میلیونونه ډالره توکي افغانستان ته استوي. ددې سره سم افغان سوداګر د بدیلو بازارونو په لټه کېږي چې د امارت د اقتصادي معاونیت له حکم سره سم دغه بهیر همدا نن پیل شوی دی. له همدا نن څخه څرګنده ده چې افغانستان د ایران، ازبکستان، چین، ترکیې او روسیې توکو ته د پاکستان د بې کیفیته توکو پر ځای لومړیتوب ورکوي د قزاقستان په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ثبات اړوند روسيي او قزاقستان خپل ټینګ ملاتړ اعلان کړ دغه ملاتړ او اړیکې به د سیمې په هیوادونو کې د باور او اعتماد فضا ټینګه کړي او په دې ډول به ددغه هیوادونو توکي ډېر ژر د پاکستاني بې کیفیته توکو ځای ونیسي. ددې بهیر په ټینګښت سره سوداګري له ناډاډمن لوري څخه ډاډمن لوري تهاوړي. دا یو ساده آوښتون نه دی او د هغې بیرته راګرځول به ډېر سخت او ان ناممکن وي ځکه پاکستاني لوري په تکرار سره ترانزیت د سیاسي فشار ناوړه وسیله کرځولې او تل یې افغان سوداګرو ته بې شمېره زیانونه رسولي دي.
پاکستان افغان مارکېټ ته د درملو تر ټولو لوی عرضه ‌کوونکی دی. د امارت د اقتصادي معاونیت د حکم پر بنسټ دا بازار به په راتلونکو درې میاشتو کې په بشپړه توګه د پاکستان له لاسه ووځي، دا به د پاکستان د درمل جوړولو پر صنعت سخت او ټینګ ګوزار وي او دا صنعت به له ماتې او د پام وړ شاتګ سره مخامخ کړي.
د سیاسي اقتصاد له نظره د افغانستان نوې پالیسي به د پاکستان د فشار کړنلاره ماته کړي.
د افغانستان دا پالیسي چې وايي: تر هغه پورې به لارې تړلې پاتې وي ترڅو پاکستان معتبر او ډاډمن تضمین ور نه کړي داسې تضمین چې د هغې پربنسټ به نور سوداګري هېڅکله په سیاسي او یا نورو دلیلونو نه بندیږي.
دا په اصل کې څه مانا لري؟ ددې مانا داده چې د اقتصادي ګټې کارول په حقیقت کې د سیاسي ګټې په لور یو بدلېدونکی ګام دی.

پاکستان به لومړی ګام کې داسې فکر کړی وي چې د لارې تړل د افغانستان لپاره زیان دي، دې کې شک نشته چې په لنډ مهال د پاکستان دغه اقدام دواړو هېوادونو ته زیان رسولی. د لارو د تړلو راپورونه ښيي چې سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی. د خبري سرچینو له مخې، یوازې په وروستیو ورځو کې ممکن تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې مستقیم تاوان رسیدلی وي. د ازادي راډیو راپور وايي چې د لارې تړل کېدو په لومړیو ۲۴ ورځو کې زیان ان تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو رسېدلی.
دا ډول زیانونه نه یوازې سوداګرو ته رسیدلی، بلکې د فرضي پولې شا اوخوا بازارونو کې د لګښتونو او بیو د لوړیدو سبب شوي.
خو په اوږد مهال کې د پاکستانې لوري زیانونه ستراتیژیک او اوږدمهاله دي.
افغانستان ته توکي له بدیلو لارو راتلای شي، که ګران هم وي خو را به شي، خو پاکستان نه شي کولای بدیله لاره پیدا کړي چې مینځنۍ اسیا ته نیغ په نیغه وتړل شي.
د افغانستان لپاره فرصتونه:
 د ایران او مینځنۍ اسیا له لارو د ترانزیت کمربند جوړول
 د پاکستان د انحصار ماتول
 د سیمه ‌ییزې سوداګرۍ ډېر اړخیزه کول
 د ملي تولید او وارداتي سرچینو پراخول
 د کورني صنعت وده او پراختیا
د پاکستان لپاره خطرونه:
 د منځنۍ اسیا د بازار له لاسه ورکول
 د افغانستان د لوی مارکېټ له لاسه ورکول
 د سیمه ‌ییز ترانزیت رول کمېدل
 د سیپک پراختیایي ارزښت ټیټېدل
 د کورنیو فابریکو تولید کمېدل
نو ویلی شو چې دا شخړه یوازې د افغانستان زیان نه دی بلکې پاکستان ته یې زیان ژور، ستراتیژیک او اوږدمهاله دی. افغانستان د پاکستان د مینځنۍ اسیا د تجارت یوازینی دهلېز دی او د دې دهلېز تړل کېدل د پاکستان لپاره د سیمې د اقتصادي نقشې د بدلېدو مانا لري.
افغانستان به د اقتصادي استقلال په لور مهم او بنسټیز ګام پورته کړي. بدیلې لارې، د حسابونو تصفیه، د پاکستاني توکو پرېښودل په حقیقت کې د فشار یو ځواکمن او حساب شوی ګام دی. پاکستان که ډاډمن او معتبر تضمین ور نه کړي، ښايي په اوږدمهال کې هغه مارکېټونه او لارې له لاسه ورکړي چې بېرته یې ترلاسه کول ناممکن دي.

 نوشته : کریم پوپل
  
                               قسمت اول
سبزیجات معمولاً نباتات علفی بوده اغلباً از قسمت‌های مختلف آنها به مقصد تغذیه انسانها مورد استفاده قرار می‌گیرد مانند برگ، دانه، ساقه، ریشه، گوشت، پیاز، گل، میوه به صورت خام، پخته، خشک شده، پودرشده به مصرف تغذیه انسان می‌رسد. سبزیجات گیاهان قد کوتاه است که اکثراً نرم بوده به همین خاصیت معمولاً خام خورده می‌شوند.
یا به عباره دیگر تقریباً تمامی محصولات زراعتی و باغی اهلی- به استثنای محصولات درختی و غله جات سبزی اطلاق می‌شود که از برگ، ساقه، ریشه، جوانه، غنچه، پیاز، ساقه و ساقه زیرزمینی، گل، میوه، دانه یا سمارق به‌طور کامل و مستقیم و بدون تغییر و تبدیل قسمت اعظم مواد درونی آنها به‌صورت خام- پخته – خشک – کنسروی – یخ‌زده یا کنسرو شده به مصرف تغذیه انسان می‌رسد؛ بنابراین لبلو و دانه‌های روغنی جزو سبزی‌ها محسوب نمی‌شوند. سبزیکاری یعنی تولید انواع سبزی به منظور تغذیه و بهره‌برداری از قسمت‌های مختلف آن می‌باشد.
انواع سبزی جات معمولی که در جهان وجود دارد
در طبیعت سبزیجات دارای ۲۰۰۰۰ نوع می‌باشد. که صد نوع آن بیشتر مورد استفاده قرار دارد. بیشترین سبزی که در جهان مورد استفاده قرار دارد بادنجان رومی پس آن پیازو کچالو است.
طبقه‌بندی سبزیجات
باید توجه داشت نظر به فرهنگ زراعتی تفاوت دقیقی بین میوه و سبزی در جهان بین بشروجود دارد. بشر برای فرق بین سبزیجات از لحاظ شکل و طرق استفاده تقسیم‌بندی نموده مانند:
سبزی‌های برگی، سبزی‌های سالادی، سبزی‌های گلی، سبزی‌های ریشه ای، سبزی غده ای، سبزی‌های پیازی، حبوبات، کدوییان، سمارقها، جواری شرین، بادنجانی می‌باشد. زیاده میوه جات درختی است. ارتفاع درختان معمولاً بین ۱٫۸ الی ۲۰۰متر بوته بین ۶الی ۱۰ متر و علف بین ۶ الی ۱۰ سانتی‌متر بوده بعضاًکمی بلندترالی ۲۰ سانتی‌متر است.
۱. طبقه‌بندی سبزیی‌ها بر اساس قسمت‌های خوراکی
الف- سبزی‌های ریشه‌ای(Root crops): مانند زردک، لبلبو لبلبوخورد شلغم مانند، شلغم و مولی می‌باشد.
ب- سبزی‌های پیازی(Bulb crops): مانند پیاز، سیر، سیر پیازی، نوش پیار، نوش دراز و کندنه
پ- سبزی‌های غده‌ای(Tuber crops): مانند کچالو و کچالو شرین و کچالو سرخ
ت- سبزی‌های پالیزی(Vine crops): مانند بادرنگ، تربوز، انواع کدو، خربزه و تره
ث- سبزیی‌های گلدار(Cole crops): مانند کلپی، کاهوچه، کولرابی (شلغم سفید)، کرم سبز و سرخ و کرم دراز و کرفس.
ج- سبزیی‌های خورشی(Greens): مانند سبزی پالک، کرفس، گشنیر، رواش، لبلو برگی، تره، گشنیز، سیچ و شبد می‌باشد.
چ- سبزی‌های سلاتی(Salad crops): مانند کاهو، کاسنی، تره وتراتیزک
ح- سبزی‌های سولانی (Solanaceous crops): مانند بادنجان سیاه، بادنجان رومی و مرچ
خ- سبزی‌های لیگومی (Legumes): مانند لوبیای سفید، لوبیا سرخ، نخود، باقلی، ماش، عدس، و دال
د- سبزی‌های خوردنی(Herbs): مانند ریحان، نعناع وحشی، پودینه، گشنیز برگ بید مانند، تراتیزک ملی سرخک وملی سفید نوش پیاز می‌باشد.
ذ- متفرقه(Miscellaneous): مانند جواری نرم، زرد چوبه، سمارق، بامیه و فاصلیا
سبزی جات مقاوم و غیر مقاوم
معمول سبزیجات در هنگام سردی رشد شان متوقف شده، در سرمای شدید و یخبندان از بین می‌روند. دلیل آن اینست که سبزی جات جسم نازک داشته نرم است؛ زیرا سبزیجات از کاربن هایدرایت ساده ساخته شده اکثرآ فاقد شعم و پروتین می‌باشد. جدا کردن سبزیی‌های مقاوم از نیمه مقاوم فقط از روی جوانه زدن بذر آن‌ها در حرارتهای مختلف و قدرت مقابله آن‌ها با سردی، فقط در زمانی که گیاه کوچک است، معلوم می‌گردد و پس از آن که نبات بزرگ شد دیگر تابع این قانون نیست. برای مثال ملی ملی سرخک شلغم و زردک با وجودی که جزو دسته نیمه مقاوم هستند، می‌توانند زمستان را درون خاک باقی بمانند زیرا خاک، برای ریشه آن‌ها حکم عایقی حرارتی دارد که ریشه را در برابر سرما حفظ می‌کند. ولی بوته ان بزودی از بین می‌رود. در مجموع سبزیجات که از خاک بلند می‌شوند در زمستان می میرندولی آنهای که زیر خاک است مانند کچالو زردک ملی ملی سرخک پیازتا مدتها در زیر حاک زنده باقی می‌ماند.

تاریخ کشت سبزیجات
بشربرای میلیون سال ازدانه درختان و گوشت حیوانات وحشی و مغز استخوان غرض تغذیه استفاده می‌نمود. زمانیکه حیوانات وحشی کم یا نابود شد شروع کرد به اهلی ساختن حیوانات تغذیه از نباتات نمودند. انسان تغذیه از نباتات را از حیوانات علف‌خوار یادگرفتن در بعضی حالات گرسنگی از نباتات که گاو اسپ بز میمون آهو شتر استفاده می‌نمودند آن نبات را شناخت نموده از آن تغذیه می‌نمودند در جریان آنعده علف‌ها ی که برای تغذیه مناسب نبوده آنرا شناسای نمودند. زمان کشت نباتات از ۱۱۰۰۰ سال شروع شد. سبزیجات مانند کدو بادنجان پالک پیازرا مصرف نمودند.
خاکهای زراعتی
باید خاک زراعتی را بدانیم. هر مقاله زراعتی را که مینویسیم خاک را باید بدانیم
۱.خاک ریگی  کنار دریاها
۲. سلتی (بین ریگ خاک مت)  فراه هرات نیمروز
۳. مت یا خاک جوی یا سقز هلمند
۴. خاک عادی اکثر نقاط افغانستان
۵. لوم (متشکل از ریگ سلت و مت است) این خاک را زراعتی گویند.دره های افغانستان
۶. خاک پیت است که کاملاً خاک عضوی است. نورستان کنرهار
منابع
۱. تاریخ کشت سبزی جات ویکی پدیا انگلیسی
https://en.wikipedia.org/wiki/Vegetable
۲. سبزیجات ونوع استفاده آن در ویبسایت 
https://vegycrunchy.com/%D9%85%D8%B7

%D8%A7%D9%84%D8%A8/%D8%B3%D8%A8%D8%

B2%DB%8C%D8%AC%D8%A7%D8%AA

-%DA%86%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D8%9F/
۳. تعریف سبزی 
https://www.gologiah.ir/sabzi/sabzikarie-omomi/tarife-sabzi.html

زیاتې مقالې …