دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې_ ۵۱مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

په کلک کټ خوږخوب کېږي.
تودکټ هلک لټ (تنبل)کوي.
ترټوتنګ(نری) کټ دمين له پاره غټ دی.(هنګري)
په کټ کې پروت په دې مانا نه ده،چې سړی تل بيده وي.(سورينام -انګرېزی)
کټ ته نارينه اوښځه توپيرنه لري.(سويس-جرمني)

 

بې ملګري کټ سوړ(يخ)وي.(سکاتلېند)
کټ دښځومنبردی.
څوک چې په دووکټونوکې روږدی وي په يوکې نه عادت کېږی.(پيدرسيو)
ژربېدېدل اوژرپاڅېدل سړي روغ،شتمن اوهوښيارساتي.(انګلستان)
دوزې په وخت بيده شه اودبوراپه وخت راويښ شه.(سوېډن)
له چرګانوسره بيده شه لمرته راپاڅه.
دسروزروکټ هم له ناروغ سره مرسته نه شي کولی.(شورروي اتحاد-ايستونيايي)
له ښامارسره له خوب نه،ښه ده چې ټوله شپه ويښ پاتې شې.(انګلستان)
څوک چې له سپوسره بدېږي له منګوړو(خسکو)سره به پاڅېږی.
څنګه چې کټ اواروی هماغه شان به په کې بيدېږې.
ناوخت
له نه راتګ نه ناوخت راتګ ښه دی.
کله چې کورتربېخه وسوزيد،په اورپام کولوله پاره ناوخته دی.(ايسليند)
کله چې  اس غلاشوی دطوېلې(غوجل) ددروازې قفلولوله پاره ناوخت دی.(انګلستان)
کله چې سپی رارسېدلی وي،دځان ژغورلوله پاره نا وخته شوی وي.(انګلستان)
کله چې ماشوم وزېږېددکميس ګنډلوله پاره ناوخت شوی.
 هغه چې دخلکوخوښ وي ،ناوخت نه راځي.(سوېډن)
لږناوخته ترټولوناوخت دی.(المان)
کېناستل
تردې چې پاڅېږې اووغورځېږې ښه ده چې ارام کښېنې.(سکاتلېند)
ټول مخکې نه شي کېناستی.(سوېډن)

۲۵۱
دمخه ،تراوسه،بيا
دمخه ډېرژرکېدی شي ډېرناوخت شي.
«بيا» د«هيڅکله» وروردی.
وروسته
وروسته،خوکم نه.(انګلستان)
څوک چې وروسته راځي ،هډوکي يې رسېږي.(فرانسه)
وايي اوويې ويل
زه يوازې لږوايم،خوډېرفکرپرې کوم.(انګلستان)
 څه چې فکرکوې،مخامخ يې وايه،چې په څه نه پوهېږې نوخوله ونيسه.(فرېزي)
سړی په هرڅه چې پوهېږي،بايدټول ونه وايې،نويوبايدخاوروته درسېدوپه وخت وژاړي.(سوېډن)
سړي بايدهرڅه ونه وايي ،سړی بايدټول هغه څه ووايي [ې پرې پوهېږي.۸۳
کله چې ژوندي ياستو بايدڅه ووايو،کله چې مړه شووڅه نه شوويلی.(دنمارک-يوليند)
له ويلوترکولواوږده لارده.(اسپانيا)
دوينا اوعمل ترمنځ اوږده لارده.
له کولوويل اسان دي.(انګلستان)
چاچې څه ويلې اوهغه يې کولې شوی ،نووياړلوکسانوته به هيڅ اړه نه وه.
ډېرښه ويل بې ژمنې ويل دي.
امن،خوندي
داسې خوندي لکه ليک په ډاګ( پُست)کې.(فرانسه)
داسې خوندي لکه امين په کليساکې.
له مرګ اوماليې نه هيڅوک خوندی نه دی.(سوېډن)
شاه کب(يوډول کب دی)
شاه کب هم کب دی.(سوېډن)
شاه کب لېوني (ښه) خواړه دي.(پيدرلول)
يوځای شوي شاکبان غټ نهنګ چيچي.(پيدرلول)
هغه يوتريوشاکب هم نه ارزښت نه لري.
«لکه شاه کب ناوخته راغی اووخته لاړ»،نجلۍ وويل: «په نارينه نه شې پوهېدلی.»
ورېښم
ورېښم ددې له پاره اختراع شوي دي ،چې ښځې يې په اغوستلو سره لوڅې ګرځېدلی شي.(عربي)
سړي دخوک له غوږنه ورېښمينه بټوه نه شي جوړولی.(انګلستان)
۲۵۲
څيرې ورېښم دبېوزله وياړه نه دی.
سورلنډی(شغال)
ته په شغال دغوښې داعتمادکولوجرات لری؟(هند-بهاري)
روح اوبدن
خدای واي هرانسان بايدخپل روح په خپله پاک وساتي.(سکاتليند)
سالم روح په سالم بدن کې وي.(لاتين)
ناروغ بدن ناروغ روح.(المان)
بدن بيارغېږي روح نه غېږي.(چين)
بدن دروح کوردی.(لرغوني يوناني)
په کوچني بدن کې زياتره غټ روحونه وي.(انګلستان)
ژوندی خپل روح نه پېژني اومړ(روح) خپل بدن نه پېژني.(چين)
روح دوزخ ته ولېږه شتمن شه!(روسيه)
روح له دار(غرغرې) نه هم لکه له هدېرې نه اسمان ته ځي.(پيدرسيو)
مېرمن دبدن له پاره ښه ده،خودروح له پاره نه.(عبري)
څه چې دغوښې(بدن) خوښېږي روح ته زيان لري.(روسيه)
بدن دټولواک،روح دخدای اوملادکروندې دڅښتن ده.(روسيه)
زيان
زيان په اسانۍ راځي په سختۍ جبران کېږي.(المان)
چې ز يان اوختلي وي دلېندۍ سستول ګټه نه لري.(فرانسه)
له زيان نه هوښيارېږې خوشتمن کېږې نه.
له زيان نه هوښيارېږې خووروسته.(فرېزي)
سړی ځان ته په زيان رسولوکې خپله له ځان سره مرسته کوي لکه ماشي درڼا مخ ته.(پيدرسيو)
زيان په خپل زړه دچاکورته نه ورځي.(پيدلول)
پټ زيان له ښکاره نه ښه وي.
بل ته په زيان رسولوسره تاته هم زيان رسېږي.
څه چې يوته زيان رسوي بل ته ګټه.(فرانسه)
شريک زيان شريکه پوخلاينه ده.
توتکۍ
توتکۍ ښکلې مرغه ده خوله همېشني لېدلويې ستړی کېږي.(سويس-جرمني)
توتکۍ خاندي اونااشناخلکوته صبرکوي.(سوېډن)
توتکۍ خپل کورپه خپلواوازونورسواکوي.
۲۵۳
توتکۍ که هرڅومره وړاندې هم والوزي خوکونه يې ورسره وي.
زيان رسونکی ژوی
زيان رسوونکی ژوي هغه دي چې هغه څه خوري چې انسانان يې هم خوري.(سوېډن)
دزيان خوند
هيڅ خونددزيان غوندې رښتينی خوند نه دی.
بايد
«څه چې بايدوکړې بايدويې کړې»، هغه ماشوم وويل چې په لاس کې غټه ډوډۍ وه.
«څه چې بايدوشي هغه بايدوکړی»،سړي وويل اوخپل پتلون يې خرڅ کړشپو(خولۍ)پرې واخيسته.
«څه چې بايدوشي هغه بايدوشي»،نجلۍ وويل خپل جاکټ يې خرڅ کړ اودکميس شکل ورکونکی کړۍ پرې واخيستې.
پک،لېنډا
پکه دادې لابله سپکه.افغانستان-پښتو.ژ.)
داوخت دی چې سړی پک کوي نه ږمنځ.(چکوسلواکيا-چک)
پک سپږې نه لري.(لرغونی يونان)
له پک نه ويښتان نه شې کش کولی.(سوېدن)
دوه  پکه ولې په يوه ږمنځ جنګ وکړي.(روسيه)
پک سري زياتره دويښتوپه باب خبرې کوي.(شوروي اتحاد-لاتويايي)
کله چې پک ږمنځ وموندله ويې ويل:« زه يې په کيسه کې هم نه يم».(يونان)
ټګ
له ټګ سره ښه وکړه خوخدای ته سوال وکړه چې بېرته درادا نه کړي.(پيدرلول)
زوړټګ نه شې تېرايستلی. .(پيدرلول)
څومره زوړټګ هومره اوږدليست.
څومره بدعمل ټګ هومره ښه بخت.
ټګ دټګانوبخت لري.
ټګان ياکېني ياځي،ايا هغه نن هماغه رازدی لکه پرون چې و.
شرم
په خپله خجالت وباسه مخکې تردې چې نوردې وشرموي.(يوليند)
شرم اوزيان غواړي يوبل بسې لاړشي.
شرم اوزيان يوبل پسې وي.
شرم له  مرګ نه بدتردی.(شوروي اتحاد-ازبکي)
۲۵۴
تردې چې په شرم کې ژوندوکړی غوره ده چې ومرې.(جاپان)
درداورنځ په زړه کې ښه دې تردې چې خلکوته وشرمېږې.(عبري)
ډاراوشرم پلاراوزوي دي.(افغانستان-پښتو)
هغه چې شرم نه لري، يوخردی.افريقا-سوماليا)
داهيڅ شرم نه دی چې له ځان نه غښتلي سړي ته سيالي پرېږدې.
په غورځېدلوکې هيڅ شرم نه شته، شرم په دې کې دی چې پروت يې.(لوېديزيولېند)
يواوږدپراخ کميس اومېړه زياتره غټ شرم پټوي.
څوک چې مورته شرم راوړي ،هغه پلارته ورته نه وي.(اسپانيا)
هغه څه چې ټول يې کوي،هيڅ  شرم نه دی.(ناروې)
هغه چې يوځل يې سرله شرمه وهلی وي،هغه نورځان نه شرموي.(سوېډن)
هيچاته شرم نه اوړي،پرته له دې چې په خپله له شرم سره مرسته ونه کړي.(سوېډن)
شرم هغه چاته پېښېږي،چې بدفکرکوي.(فرانسه)
نجلۍ چې کله دپوليسوافسرښکل کړه ويې ويل:« هغه په رڼاغرمه،ونه شرمېده ».(سوېډن)
خواشينوونکی
هغه څه چې کول يې خواشينوونکي دي،فکرکول يې هم خواشينوونکي دي.
چټلۍ،ډېران
ډېران په لمرځلېدوکې ډېربدبوي کوي.(دنمارک-يوليند)
چټلۍ کې چې څومره ګوتې وهی،هومره بدبوي کوي.
په ګاړي پورې هروځت چټلۍ اوپه اوسپنه پورې زنګ نښتی وي.(پيدرسيو)
سړی کولی شي په بې عدالتۍ چټله کړي.
ډېران هم کله چې مړشي،زنګ يې وهي.
سيپۍ،کاچوغه
هره فيريني په خپله سيپۍ ښه ده.(دنمارک-يولېند)
خپله سيپۍ دنوروپه ديګ کې مه وهه.
کله چې د لېټې اورښت و، هيڅکله راسره سيپۍ نه وه.
له خواړووروسته سړی دسيپۍ پروانه سساتي.
دبل په لاس دکاچوغې نيول.
پېښېدل
پېښ شوي پېښ شوي دي.
څه چې بايدوشي کېږي.
څه چې په اسانۍ پېښېږي ،بايد پېښ نه شي.
۲۵۵