ایا مصنوعي وړانګې او لمر د کورونا وېروس وژلای شي؟

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کورونا وېروس ټوله نړۍ غافلګیره کړه، هیڅوک د داسې یوه ویروس را ټوکېدو ته چمتو نه ول، چې نه یې دم وي او نه دارو، یا دې سخت ناروغوي، چې ډېر یې وژلي هم دي او یا به یې وژنې. وېروس له ځانه سره زموږ بدن ته زموږ د وژنې چل راوړی، خو موږ لا تراوسه په دې نه یو توانېدلي چې په اسانۍ سره د دې وېروس د وژنې چل زده کړو

.

له خاکشیره نیولې بیا د ملاریا او ایبولا تر درملو، پورې او تر دودیزو دم - دارو پورې د هر هېواد، سیمې، مذهب او کلتور وګړو د خپل ځان کاذب ډاډ لپاره د کورونا وېروس د وژنې نسخې وړاندې کړې، ځینې سیاستوال خو له وار خطايي ان تر دې پکې مخته ولاړل چې خلکو ته یې د تشنابونو پاکوونکو موادو د تزریق سپارښتنه وکړه.

په دې منځ کې یو تخنیک چې کله ډېر او کله لږ یادېده هغه د وړانګو په واسطه د دې وېروس وژل ول، خو کومې وړانګې او څنګه؟

په ټولیزه توګه وړانګې د تخریب له اړخه په دوه غټو برخو چې ایونایز کوونکي او غیر ایونایز کوونکي وړانګې دي وېشل کېږي، راډیويي، ټلویزیوني او مخابراتي څپې غیر ایونایز کوونکي او د ایکس، ګاما او تر ارغواني پورته یا ماوراء بنفش (الټراوایلییټ) وړانګې ایونایز کوونکي وړانګې دي.

کله چې ایونایزکوونکې وړانګې په یوه ژوندي اورګانیزم ننوزي نو د هغه اټومونه ایونایز کوي او له عادي فعالیت څخه یې غورځوي او یا هم په بله مانا اورګانیزم وژني.

خو د تخریب او وژنې دا میزان د وړانګو په انرژي او څپو اوږدوالي پورې تړلې ده، هره ایونایز کوونکې وړانګه هر ژوندی اورګانیزم نه شي وژلای، دلته د اورګانیزم او وړانګې انرژي ترمینځ یوه تناسب ته اړتیا ده.

 

تر اروغواني پورته وړانګو ټول ټیف وژونکی نه دی، لمر پخپله درې ډول تر ارغواني پورته وړانګې ځمکې ته را لېږي چې د اې، بي او سي الټراوالیټ وړانګو په نامه یادېږي.

د اې ډول یې پر ځمکه تر ټولو وافر ډول دی چې د انسان پر پوستکي د ننوتلو توان لري خو د پوستکي ډي ان اې ته تاوان نه رسوي او د انسان د پوستکي نژدې اتیا سلنه زړوالی له همدې ډول وړانګو دی.

د بي ډول یې چې د ځمکې پر مخ د اې ډول په پرتله کمې دي د انسان د پوستکي ډي ان اي تخریبولای شي او پایله یې ان د پوستکي سرطان کېدای شي، د لمر ضد کریم د دې وړتیا لري چې د دې ډول وړانګو د تخریب مخه ونیسي.

د سي ډول یې چې د نورو پرتله یې د څپو اوږدوالی لنډ او انرژي ډېره ده د دې وړتیا لري چې د ژوندیو اورګانیزمونو جنيټیکي جوړښت له مینځه یوسي، خو دا ډول یې د ځمکې دپاسه خوري اوزون چپې لخوا فلټر کېږي او د ځمکي په سر یې وفرت د پورتنیو دوو ډولونو پرتله کم دی.

له لمر او یا هم تودې هوا سره د کورنا ویروس د له منځه تللو نظریه هم له همدې ځایه سرچینه اخلي خو په علمي او عملي توګه دا یوه ناسمه انګېرنه ده.

نژدې یوه پېړۍ وړاندي چې تر ارغواني پورته وړانګې لومړۍ کشف شوې وې نو په صنعت او طبابت کې د تعقیم لپاره کارول کېدې، دمګړۍ هم د الوتکو، پیسو او معدني اوبو د پاکولو لپاره په پراخه پیمانه کارول کېږي، خو دا چاره د کورونا وېروس په له منځه وړلو کې څومره اغېزمنه ده؟

دا ځواب په دې پورې اړه لري چې موږ په کومه سطحه د کورونا پروت وېروس د وژنې خبره کوو؟

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه یوازې د لوړې انرژي لرونکي وړانګې د ژوندیو اورګانیزمونو د تخریب او وژنې توان لري، نو کله چې هدف د انسان پر لاسونو او بدن د کورونا وېروس وژنه وي نو دا هم ورسره تړلې ده چې د وېروس تر څنګ د انسان د پوستکي ژوڼکې هم ورسره تخریب او وژل شي.

په دې تړاو تر اوسه پورې د تطبیق شویو وړانګو پایلې ښيي چې د کورونا وېروس وژنې لپاره باید د وړانګو انرژي دومره ډېره وي چې که د انسان پر پوستکي ولګېږي نو سوځوي یې او معروض کس د پوستکي په سرطان اخته کوي.

خو که د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو له بدن پرته نورې هغه سطحي چې د ویروس شتون خطر پکې وي د دې وړانګو په واسطه تعقیم کړای شي نو د وېروس ډی ان اي به له منځه ولاړه شي او وېروس به د خپل غبرګولي پر تولید و نه توانېږي.

چین دا ټکنالوژي د ټراسپورټي وسایطو، هټیو او شاپنګ مالونو په تعقیم کې وکاروله او ډېره مثبته پایله یې تر لاسه کړه.

دمګړۍ داسې سي ډوله تر ارغواني پورته وړانګو ماشینونه هم جوړ شوي چې د وېروس وژلو تر څنګ د انسان بدن ته زیان نه اړوي، خو د دې ډول ماشینونو مثبتو پایلو او احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه څېړنې په ډېر لومړني پړاو کې دي.

چې بحث سره را ونغاړو نو پایله به دا شي چې د تیوري له اړخه د انسان له بدن څخه دباندې د وړانګو ماشینونو په واسطه د کورونا وېروس وژنه شونې ده خو په عملي بڼه یې له څنګلوري خطرونو پرته تطبیقول لږ سخت برېښي او لا ډېرې څېړنې ته اړتیا لري.

چې کله ویروس بدن ته ننوزي بیا د وړانګو کارونه له زیان پرته بله هیڅ ګټه نه شي لرلای.

همداراز د تیوري له اړخه دا هم شونې ده چې د لمر وړانګي دې د انسان له بدن څخه د باندې د کورونا وېروس په وژلو وتوانېږي خو په عملي ډول لا تر اوسه ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

د سارس په اړه چې د کورونا وېروس یو بل ډول دی څېړنې ښيي چې لمر تر ۱۵ دقیقو معروضیت وروسته هم لا د سارس وېروس په له منځه وړلو نه دی توانیدلی، نو مانا لمر ته د معروضیت اوږده موده پکار ده ترڅو وېروس ووژلای شي چې دا موده تر اوسه په علمي څېړنو کې نه ده ثابته.

همدا راز د شپې، ورځې او فصل بدلونونه هم د لمر وړانګو په شدت اغېزه لري چې دا فکټور هم د کورونا په له منځه وړلو کې تر اوسه نه دی څېړل شوی.

لنډه دا چې د کورنا وژلو لپاره د لمر په وړانګو تکیه کول هیڅ ثابته شوې علمي کړنلاره نه ده او دمګړۍ دې وګړي یوازې د روغتیا نړیوالې ادارې لارښوونې جدي وګڼي، لاسونه دې په صابون پرېمنځي او د یو بل تر منځ دې فزيکي واټن تر یو نیم متر زیات وساتي.

کورپاته شئ، روغ پاته شئ