ایا افغان طالبان له پاکستاني پوځ سره د جګړې توان لري؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې تر اوسه خپل جنګي ځواک په منظم پوځ نه دی بدل کړی خو شنونکو ویلي چې دوی د ګاونډي پاکستان سره د کړکیچ او داعش خلاف د مبارزې لپاره معیاري اردو ته اړتیا نلري.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ د کلني تحلیل له مخې، افغان طالبان ۱۵۰ زره فعال جنګیالي لري. د دوی د ځواکونو لوی درستیز قاري فصيح الدين فطرت تېر کال رويټرز ته ويلي و، چې اداره یې پلان لري چې د سرتیرو شمېر ۵۰ زره نور هم زيات کړي، خو د دې کار لپاره يې وخت مشخص نه کړ.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې، د طالبانو حکومت په عامه توګه دفاعي بودیجه نه ده خپره کړې او د دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې یې اته پیاده قول اردوګانې او د ځانګړو ځواکونو درې کنډکونه فعال کړي دي.

دغه ځواک یو شمېر زغره وال وسایط، توپونه، درې سپکې الوتکې او ۱۴ چورلکې لري. په دې وسایلو کې د متحده ایالاتو هغه بلک هاک هلیکوپترې هم شاملې دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د افغان ملي اردو له سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شوي دي.

طالبانو ته له پخواني ملي اردو څخه څو روسۍ جنګي چورلکې هم پاتې شوي دي.


ظرفیت

که څه هم امریکایي ځواکونو د شاوخوا اووه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پریښي دي، خو کارپوهان ددغو ځینو پرمختللو وسایلو د کارولو دپاره د طالبانو وړتیا محدوده بولي.

د امریکا د سولې د انسټیټیوټ کارپوه اسفندیار میر امریکا غږ ته وویل: "د ترمیم دپاره د بهرنیو قراردادونو او هغو موادو پرته چې افغان پوځ ته ورکول کیدل، امکان نلري چې دوی ډیری دغه تجهیزات وکاروي."

په کوینسي انسټیټیوټ کې د منځني ختیځ د پروګرام مرستیال، اډم وینسټین امریکا غږ ته وویل چې طالبان د خپلو ځواکونو د روزنې په برخه کې د همهغسې ننګونو سره مخ دي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ وو.

وینسټین چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د امریکا د ځانګړیو سمندري ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وویل: "دوی اوس هم له هغو سواد نه لرونکو خلکو سره معامله کوي چې ځینې وختونه باید د عسکرۍ لومړني مهارتونه ور وښودل شي."

د سرکښۍ طرز

شنونکي وايي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د شل کلنې جګړې وروسته، طالبانو که څه هم واک ترلاسه کړی خو دوی اوس هم د بغاوت یا سرکښۍ په طرز مخکې ځي.

وینسټین وویل، چې طالبان که څه هم پر خپلو سرتیرو باندې "کنترول په ښه توګه اداره کوي خو انفرادي قطعاتو ته یې اجازه ورکړې چې په تاکتیکي کچه په یو ډول نیمه خپلواکه توګه فعالیت وکړي."

د نړیوال کړکیچ د ډلې سلاکار، ګریم سمیت وايي چې د طالبانو "تر ټولو لوی ځواک د هغوی محبوبیت دی."

سمیت، چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو د مسئول په توګه کار کړی، وویل، د طالبانو ځواکونه باید د یو عنعنوي پوځ سره پرتله نشي، ځکه چې د سرتیرو شمېر یې د سیمه ایزو اړتیاوو پر بنسټ بدلېږي.

هغه وویل: "د متحده ایالاتو او ناټو د سرتیرو د شتون په کلونو کې، د ناټو ناچاپ شوې څیړنې ښيي چې د طالبانو لوی اکثریت د خپلو کورونو په یو کیلومترۍ کې جنګېدل. د دې معنی دا ده، چې ځايي خلکو به له خپلو کورونو دباندې د ناټو په سرتیرو ډزې کولې، د غرمې ډوډۍ لپاره به خپلو کورونو ستنېدل، او ماسپښین به بیرته راوتل او د ناټو نور سرتیري به یې ویشتل."

سمیت وویل، جنګیالیو او پټنځایونو ته لاسرسي د طالبانو ځواکونو ته د پام وړ ګټه رسولې ده.

امنیتي ګواښونه

که څه هم افغان طالبانو په اغېزمنه توګه وسله وال مقاومتونه ځپلي خو د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګه لا تراوسه په دغه هېواد کې د یو مهم داخلي امنیتي ګواښ په توګه ګڼل کیږي.

میر وویل: "دا یو وژونکی او دوامداره بغاوت دی او د طالبانو لپاره یې یوه ایډیالوژیکي ننګونه رامنځته کړې ده."

د روسیې چارواکو ویلي چې څلور واړه بریدګر د تاجکستان اتباع دي او دا ادعا یې هم کړې چې اوکراین ته د تښتیدو کوښښ یې کاوه. 
دا مطلب هم ولولئ
داعش–خراسان د مسکو برید کوونکي ستایلي او په طالبانو یې انتقادونه کړي
طالبانو د داعش د خراسان څانګې جګپوړي قوماندانان وژلي، د دغې ډلې مرکزونه یې له منځه وړي او په افغانستان کې یې د سیمو د نیولو پر وړاندې د هغوی مخنیوی کړی دی.

وینسټین وویل: "نو دا د طالبانو د امنیتي ځواکونو د وړتیا ثبوت دی... داسې بریښي چې دوی د داعش خراسان د مشرانو او د هغوی د مرکزونو په اړه ښه استخباراتي معلومات لري او هغوی یې په اغېزمنه توګه محدود ساتلي دي."

په بهرنۍ برخه کې، پاکستان ته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان دپاره د یو ګواښ په سترګه کتل کیږي. پاکستان د افغانستان یوازینی ګاونډی هېواد دی چې ورسره سرحدي لانجه لري.

د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې، د پاکستان پوځ دوه ځله د افغانستان په خاوره کې د اورپکو پر مشکوکو پټنځایونو باندې بریدونه کړي دي. لومړی ځل د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې او بیا ددې کال په مارچ کې په خوست او پکتیکا کې دغه بریدونه ترسره شوي دي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ته پناه ورکوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.

کابل د دې میاشتې د برید په ځواب کې د پولې په اوږدو کې د پاکستان څو پوځي پوستې په نښه کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان برید غندلی او خبرداری یې ورکړی چې که پاکستان یې پر خاوره نور بریدونه وکړي نو د "ډېرو بدو عواقبو سره به مخ شي، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي."

د پاکستان سره جګړه

کارپوهان په دې باور دي چې طالبان که څه هم د پاکستان د اټومي وسلو لرونکي ستر وسله وال ځواک سره د مقابلې توان نلري، خو کابل کولای شي چې د اسلام اباد په وړاندې د نامنظمې جګړې تاکتیکونه وکاروي.

وینسټین وویل: "دوی کولی شي د 'تحریک طالبان پاکستان' د کنترولولو او هڅولو له لارې [په پاکستان کې] په لویو بریدونو کې دخیل شي." وینسټین زیاته کړه چې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته "د پاکستاني دولت خلاف د پالیسۍ د یوې وسیلې" په سترګه ګوري.

خو میر خبرداری ورکړ چې د پولې هاخوا ترهګریزو بریدونو ته اجازه ورکول به "په یقیني توګه ډیرې نړیوالې اندیښنې راپورته کړي."

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیاتېږي، سمېت وویل چې کابل کولی شي مهمې سیمه ایزې پروژې له خنډ سره مخامخ کړي. د هغه په خبره، له دې ډول پروژو څخه یوه د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد پروژه (کاسا-۱۰۰۰) ده، چې له دې لارې له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا رسیږي.

کارپوهان وايي، افغان طالبان همدارنګه کولای شي د پاکستان او منځنۍ اسیا تر منځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ مخه ونیسي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوي دا اونۍ په کابل کې له افغان چارواکو سره په داسې حال کې وکتل چې پر ډیورنډ کرښه باندې د نښتو او د دروازو د تړل کېدو له امله دوه اړخیزه سوداګري کمه شوې ده.

کارپوهان په دې باور دي چې که څه هم د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د منظمې جګړې شونتیا کمه ده، خو خبرداری ورکوي چې د افغانستان اوسني واکمنان د ځانمرګو بریدکوونکو په ګډون د نامنظمې جګړې پیاوړې عقیده او په لوی شمېر داسې خلکو ته لاسرسی لري چې د اړتیا په وخت کې کولای شي د بېل او کولنګ پر ځای ټوپک ته لاس کړي.