مرکوال: انجنیرعبدالقادر مسعود
د شعر و شاعرۍ، علم او  ادب درنو او پتمنو مینه والو!
ادب د انسانیت تر ټولو ښکلی میراث او د تمدن تلپاتې خزانه او هغه ښېرازه بڼ دی، چې د پوهې، اخلاقو او ښکلا، رنګارنګ ګلان پکې غوړېږي. ادب هغه هینداره ده چې ملت خپل تېر، اوس او راتلونکی پکې ویني. او ادیب د قلم په څوکو تاریخ، کلتور او انسانیت ژوندی ساتي.  
شعر هغه ادبي ژانر دی چې احساسات، خیالونه، فکرونه او تجربې د ځانګړي وزن، اهنګ او هنري ژبې له لارې وړاندې کوي. شعر عادي خبرې نه دي؛ بلکې ژبه پکې ښکلا، موسیقيت او ژوره مانا خپلوي. تر هغه چې شعر ژوندی وي، احساس، مینه او انسانیت به هم ژوندی وي. شاعر هغه هنرمند دی چې یوازې شعر نه لیکي، بلکې زمانه احساسوي او وجدان راویښوي او د احساساتو خاموشې نغمې په ښکلو الفاظو بدلوي. د شاعر قلم هغه باران دی چې د وچو زړونو پر دښتو د امید ګلان راشنه کوي. تر څو چې شاعر ژوندی وي، احساس به ژوندی وي؛ او تر څو چې ادب ژوندی وي، انسانیت به خپله ښکلا له لاسه ور نه کړي. 
ګرانو مینه والو دا ځل  مې د پښتو ادب او فرهنګ په ځلیدونکي ډګر کې له یو وتلي او نومیالي استازي، شاعر، ادیب، کیسه لیکونکي، څېړونکي او ژباړونکي، ښاغلي استاد نصیب الله سیماب، چې په سهیلي پښتونخوا کې یې د پښتو ادب، شعر و شاعرۍ ډېوې ځلانده او روښانه ساتلې دي، د  یوې خوندورې او په زړه پورې ځانګړې مرکې له لارې له خپلو علمي او ادبي پنځونو او هستونو سره در پېژنم. 
ښاغلي استاد سیماب د خپلو علمي او ادبي نښیرونو(آثارو) له لارې د پښتو ژبې او ادب لمن زرغونه او پتمنه ساتلې ده. د ده په نښیرونو(آثارو) کې د هېواد او هېواد والو سره، د پښتو او پښتونولۍ سره، د سولې او سوکالۍ سره، د ملي یووالي او پیوستون سره ژوره مینه او همداسې د ښکلا او مینې، د طبیعت ښکلې او زړه وړونکې منظرې، د بیلتون، کډوالۍ او پردېسۍ کړاوونه او دردونه، د ولسي، ټولنیز، پښتني، او ملي ژوند و ژواک بېلابېل اړخونه په خوږو او زړه وړونکو الفاظو، شاعرانه او هنري ژبه انځور شوې دي. دلته د استاد سیماب صاحب د شعرونو څو بېلګې تاسو ته وړاندې کوم.
خدایه! ستا وړه دنیا کې لوی د مینې جهان راکړه
چې قربان پر ټول جهان کړم، ما له داسې جانان راکړه
چې یې سترګو کې نشه وي، چې مې ټول خمار خمار کړي
چې یې زه د تندي خال شم، دا تندی د زمان راکړه
هسې نه چې مې په مینه کې جانان درته خجل شي
ما په مینه کې مجنون کړه، ما ته څېرې ګرېوان راکړه
چې کرلي یو په بل وي، یو په بل سره ژوندي وي
چې جرس یې په نارو وي، ما ته داسې کاروان راکړه
لکه روح چې وي په تن کې، لکه وینه په رګو کې
بس یو نوم مې د سیماب وي، نور وجود د جانان راکړه
او یا وايي:
ستا کښته کاته زما د زړه و بام ته نه رسي
مينه پښتنه ده په ټيټ سر مقام ته نه رسي
هر سړى مجنون دی و هر چا ته ځان فرهاد ښكاري
ډېر شو عاشقان خو د منصور انجام ته نه رسي
عشق هغه سفر دی چي اغاز او انجام نه لري
يون زموږ د ميني په بېلتون تمام ته نه رسي
اوس به ستا له جوره زمانې په ژړا نه ژاړي
جوړي فاصلې ستا د سيماب و ګام ته نه رسي
او یا وایي:
خرڅه چې سي وینه، نو بې رنګه سي
خدایه! دا پښتون څنګه بې ننګه سي
چرته چې رهبر د قام، رهزن سي نو
بیا په هغه قام کې بیزو لنګه سي
خود به بې ننګي راباندې وخاندي
زما د سړیتوب خونه چې ړنګه سي
ستا له ملګرتیا به ځان ساتي سیماب
ستا په ملګرتیا سړی بدرنګه سي
او یا وايي: 
ته خو را نه ولاړې ستا يادونه دلې پاته دي
ستا بېرته راتګ ته مي لا سترګي كږې پاته دي
 تا به خود هېر كړی يمه ياره! مودې و شولې
زما خو لا په زړه كښي د پرهار نښانې پاته دي
څوک د چا له غمه نه مري دا وينا غلطه ده 
ډېر دي هجر مړه کړلو د چا لا ايرې پاته دي
راشه چي د ژوند كيسې په ژوند كښي سره خلاصي كړو
ما نه هم پاتېږي هم له تا نه كوڅې پاته دي
ستا هغه سيماب چي به وو ستا د زړه قرار همېش
ستا له جوره مړ شو ستا پر زړه لا ګيلې پاته دي
او یا وایي:
زموږ نسلونه نن د چا د خطا فصل اخلي
چې هره مور مې هره ورځ د ژړا فصل اخلي
زموږ ذهنونو کې د خپلې خوښۍ فصل کري
فکرونه پايي او د خپلې رضا فصل اخلي
داسې یو وخت به کله راشي چې د کلي نجونې
بیا د رنجو خالونه ږدي د خندا فصل اخلي
د بخت پر ځمکه مې دي مور ډېرې دعا کرلي
سیماب له خاورو څخه هم د طلا فصل اخلي
او یا وايي:
د ازادۍ ناوې ښايست غواړي څه نور ملګرو!
له چا رانجه له چا نه مينه له چا كور ملګرو!
څوك به يې نته څوك وږۍ څوك به يې خال جوړوو
په لافو نه ښايسته كېږي، نه په شور ملګرو!
راځئ! چي لاس په لاس كښي وركړو تفاوت ختم كړو
تر څو به سترګي پټوو تر څو به زور ملګرو!
د ازادۍ ناوې په څنګ د اږدها كښي اوسي
عيار دښمن مي راته جوړ نه كړي پېغور ملګرو!
دا كه نن نه وي خو سبا پر سر ډبره غواړي
راځئ! چي واړوو له غاړي دغه پور ملګرو!
او یا وایي:
چا ته به لاس ورکړمه، زه څوک په نغمو پورې کړم
زه خو لکه ګل داسې قسمت په ازغو پورې کړم
سرې سترګې به ګرځمه، احسان د رنجو نه وړمه
خاوره د قدم به دې اشنا! په لېمو پورې کړم
عقل لېونی شي، له شعور څه لاره ورکه شي
زه خپله کیسه چې د فرهاد په کیسو پورې کړم
هسې مې جانان سختوي دا ورځې او شپې د ژوند
لارې شوې جلا، اوس به تصویر په لمبو پورې کړم
نه کېږي سیمابه! ژوند له داسې لېونتوب سره
څه وکړم عالمه! څنګه لاس په توبو پورې کړم
او یا وایي:
چي له جانان سره يې کور او كلی جوړ نه شولو
څنګه مين وو چي پر سر يې څلی جوړ نه شولو
شايد په دې د خپل وجود څخه انكار كومه
چي د حالاتو په خنجر ويشتلی جوړ نه شولو
اوس به دا لاره بندوو دلته دېوال به وهو
په دغه لاره کښي بلا وهلی جوړ نه شولو
څنګه به چا ته د زړه حال وايي چي ولي مرمه
سيمابه! دا د وخت ښامار خوړلی جوړ نه شولو
او یا وایي:
په مينه مست زړه مي پاګل كړه يو وار
څراغ د حُسن راته بل كړه يو وار
چي مي بيا مرګ هم خلاصولای نه شي
 داسي مي زلفو کي ول ول كړه يو وار
بيا مي په دار باندي را و ځړوه
خو په تحقيق مي زړګی غل كړه يو وار
خير دی كه ستا را باندي زړه جوړېږي
داسي مي وران لكه كابل كړه يو وار
د لاس کچکول يمه په غاړه سيماب
ما د جانان کوڅه کي شل كړه يو وار
او یا وايي:
نه مي جهان نه مي جانان ته ژړل
ومه پښتون ځكه مي ځان ته ژړل
خپلوانو هسي کړم رسوا پر جهان
چا مي دستار چا مي ګرېوان ته ژړل
ستا د وجود ښكلا يې نه پېژنده
چا يې سايه چا يې ګمان ته ژړل
زه د يتيم وطن يتيم شاعر وم
شپه د اختر وه ما اسمان ته ژړل
د پښين په غېږ كښي را لوی شوى سيماب
پاس په باړه' كښې خپل ارمان ته ژړل
او یا وايي:
درد مې باغي شو، د پرهار له کوره کډه کوي
ګوره ساده ته، د خپل یار له کوره کډه کوي
خاوره مې ژاړي لکه مور چې ځم تر پولې اوړم
لکه یو زوی چې د خپل پلار له کوره کډه کوي
موږ دا د ځالو ورانېدو روایت پرې نه ښود
ځکه مرغان مې د چنار له کوره کډه کوي
جانانه! ژر شه، تلوار وکړه، باد ته حکم کوه
وجود ایره شو، د انګار له کوره کډه کوي
سیمابه! غم یې وفادار دی، د تیارو ملګری
ماښام راځي او په سهار له کوره کډه کوي
او یا وایي:
د سترګو تور شونډو له رنګ د وطن
ور به كړو سر كه راغلی ننګ د وطن
د ازادۍ وينه له تنه ځبېښي
راشی چي و مينځو دا زنګ د وطن
دا حقيقت دی خوا به نه بدوو
څوك يې باچا څوك وي ملنګ د وطن
زه كه هر څو پكښې نهر ګرځمه
رقيب دې واوري يم پر څنګ د وطن
محبوبي! ستا پښو له يې څنګه دروړم
دغه يو سر مي دی قلنګ د وطن
د وطن خاوره خو مي مور ده خلګو!
ځکه خو ستا يمه فرهنګ د وطن
سيماب د توري حاجت نه لري اوس
قلم په لاس به كوي جنګ د وطن
***
او همداسې نور شعرونه.
ده د خپلې درنې ژبې د پراختیا، ودې او پرمختیا په لاره کې او د راتلونکي پښت او نسل په پالنه او روزنه کې کارنده او رغنده ونډه اخیستې ده. نوموړی د پاک او سپیڅلي قلم خاوند دی او په خپلو لیکنو کې یې تل د خپل قلم عفت او حیثیت ساتلی دی. د استاد سیماب صاحب په نښیرونو(آثارو) کې ډېر لوړ علمي او ادبي موضوعات او مفاهیم، انساني، ټولنیز، پښتني او ملي  تصورات او اندونه په خوږه، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوې دي.
پوهاند استاد محمد بشیر دودیال، چې د علم، ادب او فرهنګ په غوړېدلي ډګر کې پیاوړی ادیب، کیسه لیکونکی، نوښتګر څېړونکی او وتلی لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د استاد سیماب په اړه داسې کښلې دي:
((د سهیلي پښتیخا یو روڼ ستوری.
د پښتو ژبې د زده کړې،  ادب او څېړنو لپاره علمي او فرهنګي مرکزونه بېلابېلو سیمو  کې جوړ دي. دا سیمې  ظاهراً غرونو، پیچومو، سیندونو او آن (ډیورند) بېلې کړي؛ له کندهار تر کوټې، بنو، ټل- ادبی چمن، مردان، پېښور ، ننګرهار، کابل څو فرهنګی حوزې  جوړې شوي، خو احساس، ژبې ، کلتور او ادب سره یې مینه یو شان او واحده ده. که پېښور کې له پخوا څخه  تر نن پورې  استاد همیش خلیل، لایق زاده لایق، داکتر مروت، سوات کې پروېش، ننګرهار کې استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت، استاد مجاور احمد زیار، استاد آصف صمیم، بیا کابل کې استاد حبیبی، کندهار کی علامه رشاد او استاد معصوم هوتک څېړنی، تالیفات او علمی کارونه کړي دي، کوټه کې هم درنو استادانو او لیکوالو لکه صادق ژړک او دوکتور استاد نصیب الله سیماب، نجیب آزاد،  په علمی څېړنو او تالیفاتو بوخت دي.   دا لویه نیکمرغي ده چې پښتانه طبیعي او سیاسي موقتو خنډونو نه دي بېل کړي، بلکې په معنوي لحاظ بیخي سره متحد دي. قدرمن اینجنیر صاحب عبدالقادر مسعود له کندهار او کابل نیولې، تر پېښور او د کوزې پښتیخا تر کوټې او نور شاوخوا ادبي محفلونو پوهنتونو او اکاډمیو څخه  موږ ته استادان او څېړونکي را پېژندلي او زموږ  د لوی او تاریخي وطن له ادب او ادبي لاسته راوړنو مو خبروي، د علم او ادب څېرو سره مو آشنا کوي او  د هر ادبي او فرهنګي څراغ له رڼا مو برخمن کوي.  دا دی داځل یې له دوکتور نصیب الله سیماب صاحب سره چې ټولو پښتنو ته یو ګران  او آشنا نوم دی، خوږه مرکه کړې ده. 
دوکتور سیماب د پښتو ژبې پراخه لمن کې د خوږ قلم لرونکی او هڅاند څېړونکی دی، ژبپوهنه، ارواپوهنه او فلسفه کې لوی لاس او راډیو او تلویزیون کې د کار تجربه لري، د پوهنتون استاد او د څو کتابونو مولف دی. په دې مرکه کې به د پښتو د بېلابېلو فرهنګي حوزو لوستونکي د ښاغلي مسعود صاحب د قلم له برکته د سیماب صاحب له علمي نظرونو، ژورو ادبي ځوابونو او د ښکلا له نړۍ او نویو پنځونو څخه خبر شي.
پوهاند استاد محمد بشیر دودیال ))
ښاغلی استاد سیماب صاحب  د پښتو ادب په ښېرازه او سمسور بڼ او د پښتنو په منځ کې د یو لوړ لیکوال، اديب، شاعر،څېړونکي، ژباړونکي او د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد او علمي شخصیت په توګه ډېر با ارزښته او دروند پوړی او مقام لري. دی د ټولنیز پوهنې، ولسپوهنې، څېړنپوهنې، کره کتنې، ښوونې، روزنې او ادبپوهنې له معیارونو سره  پوره اشنا دی او په خپلو نښیرونو(آثارو) کې یې په دغو برخو کې هر اړخیزې څېړنې او کره کتنې ترسره کړې دي.
(ډاکټر طارق رشاد)، چې پیاوړی او نومیالی لیکوال، تکړه شاعر، ژباړونکی او هڅاند څېړونکی دی، په خپله یو لیکنه کې د استاد سیماب صاحب په تړاو داسې وایي: 
((د شعر، فکر او ژبي یو روڼ  سیماب.
ځیني انسانان یوازي په یوه نوم او یوه دنده نه پېژندل کېږي، د هغوی ریښتینې پېژندنه د هغه د فکري او ادبي نړۍ له لاري کېږي چي په کلونو کلونو یې په قلم، پوهه او احساس جوړه کړې وي. ښاغلی استاد نصیب الله سیماب هم له همداسي ادبي شخصیتونو څخه دی . شاعر، استاد، څېړونکی، کره‌کتونکی او د پښتو ژبي او ادب یو ریښتنی خدمتګار.
 هغه د پښتو ادب په برخه کي لوړې علمي زده‌کړې کړي، په (۲۰۰۸)زېږدیز کال یې د پښتو کره کتني په برخه کي دوکتورا یا (PhD) ترلاسه کړې او د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد او علمي شخصیت په توګه یې اوږد مسلکي ژوند تېر کړی دی. 
خو د ښاغلی استاد سیماب اصلي انځور یوازي د هغه په دنده او رسمي  مقام کي نه رالنډیږي، هغه له (١٩٩٣)ز تر (٢٠٠٦)ز کال پوري د کوټې راډیو د اینکر(Anchor) یا د خپرونې د چلونکي ویاند  او د بولان ټلویزیون له لارې ادبي او فرهنګی فعالیتونه تر سره کړي، په کور دننه او نړیوالو علمي سیمینارو، کنفرانسونو او غونډو کې برخه اخیستې، ماسټرۍ او ام فیل(MPhil) څیړنې کړي، دوې ډوکتوراوې ، جایزې او طلایي مډالونه یې اخیستې او د هغه د شخصیت تر شا یو شاعر زړه او یو ویښ فکر سته. د ده له نښیرونو(آثارو) څخه څرګندېږي، چې د ده په شاعرانه نړۍ کي مینه، فکر او خپل‌ځان هغه درې ریښې دي چي شعر ترې اوبیږي او د ژبې خیال، احساس او عاطفي هنر سره تړي، ښه انځور، ژبنی هنر او د فکر تومنه سره ګډوي، عیني او ذهني دواړه انځورونه مهم ګڼی خو په معاصره شاعرۍ کې ذهني انځور ته ارزښت ورکوی او د شاعرۍ سمبول هم د شاعر د فردي او ټولنیز  حالت ګډوله ګڼي دا هم وایي : که شاعر خپله جذبه په هنرې ژبه داسي بیان کړي چې د نورو انسانانو له جذبې سره هم اړیکه پیدا کړي شعر ترې زیږي او د مینې ، ښکلا او فکر ګډه تجربه یې ګڼي او د شعر فورم یا بڼه هم د هغه د محتوا او هنري اړتیا له مخې ټاکي او  د دې تر څنګ هغه د شعر د تاریخي شالید په اړه سیستماټیک، ژور ، تحلیلي او پرله پسې نظر څرګندوي، شعر او نثر دواړه د انساني جذباتو او احساساتو لپاره غوره ګڼي. 
ښاغلی استاد سیماب  ادب د خپل وخت شاهد ګڼي او هم شاعر او لیکوال باید د خپلي زمانې دردونه، پوښتني، محرومیتونه، بدلونونه او هیلې ثبت کړي. د جګړې تر شا انسان ، دکډوالۍ تر شا ورکه سوې نړۍ او د بې کارۍ تر شا د یوې کورنۍ درد لیدل هغه انساني لید دی چي ادب له ساده وینا څخه په ژوره تجربه بدلوي.
د هغه په کره‌کتنیز فکر کي بیا یو مهم اصل دا دی چي نقد له دښمنۍ سره اوږه نه وهي،  که له یوه اثر، سبک یا نظریې سره اختلاف وي باید په دلیل، پوهه او علمي استدلال بیان سي. دا لید د ښاغلي استاد سیماب  ادبي شخصیت ته د شاعر تر څنګ د یوه پوه، متوازن او مسؤل کره‌کتونکي رنګ هم ورکوي.
د ښاغلي استاد سیماب  د ادبي او علمي اثارو پراخ لړ هم د هغه د اوږدې ادبي بوختیا څرګندونه کوي. 
دی په خپلو نښیرونو(آثارو) کې د ژبپوهنې ، ارواپوهنې او فلسفې نژدې اړیکې سره څیړي او د تخلیق اصل یې ګڼی ځکه ژبپوهنه د بیان وسیله ژوره کوي ، ارواپوهنه د انسان دننه نړۍ ته ننوزي او فلسفه د فکر او معنا افق اوچتوی او پراخوي .
ښاغلی  استاد سیماب هغه قلموال دی چي شعر ورته یوازي د الفاظو ښکلا نه ده، نقد ورته د مخالفت وسیله نه ده او ادب ورته یوازي د تفریح میدان نه دی بلکې ادب د انسان د زړه حافظه، د زمانې شاهد او د راتلونکي لپاره د شعور امانت ګڼي.
همدا وجه ده چي د ښاغلي استاد سیماب ادبي څېره د شعر له نرمو احساساتو، د فکر له ژورو پوښتنو او د نقد له علمي تلې سره یو ځای ولاړه ده .
 زه د ښاغلي استاد سیماب صاحب علمي او ادبي ډېوې تل بلې غواړم.
ډاکټر طارق رشاد.))
استاد سیماب صاحب یو دروند، پاک زړی، سپیڅلی او متفکر انسان، خواخوږۍ، متواضع، روڼ اندۍ، د لوړو انساني موخو، اوصافو او خصایلو خاوند شخصیت دی. ده پښتو ژبې او پښتنو ته په علمي، ادبي، فرهنکي او ټولنیزو چارو کې په پرله پسې هڅو سره له پاکۍ، تقوا، صداقت، اخلاص  او رښتنولي سره په عمل کې ارزښتناکه کارونه او فعالیتونه تر سره کړې دي. لنډه دا چې د استاد سیماب صاحب علمي، ادبي، فرهنګي او ټولنیز شخصیت د خورا ستاینې او درنښت وړ دی.
د ښاغلي استاد سیماب صاحب د پوره پېژندګلوي لپاره، ما له ده سره د ادب، شعر و شاعرۍ په تړاو یوه ځانګړې مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو د علم او ادب، شعر  او شاعرۍ درنو مینه والو پام ورته راګرځوم.
استاد سیماب صاحب اجازه راکړۍ خپل سلامونه او نیکې هیلې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم او خپلې پوښتنې ستاسو سره شریکې کړم.
ګران مسعود صاحب زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم ستاسو په خدمت کې یم.  
 مسعود: ګران سیماب صاحب که څه هم زموږ هیوادوال ستاسو له ادبي او فرهنګي سټې او له شعر او شاعرۍ سره اشنا دي، پریږدی یو ځل بیا زموږ د علم، ادب او فرهنګ  ګران مینه وال، په هیواد کې د ننه او بهر ستاسو علمي او ادبي څیره لا زیاته وپیژني. نو هیله کوم د خپل علمي، ادبي، فرهنګي او ځانګړي ژوند په اړه لنډ معلومات راسره شریک کړئ؟

استاد سیماب: له دې مهربانې پوښتنې څخه مننه. که خپل علمي، ادبي او فرهنګي ژوند په لنډ ډول بیان کړم، نو زه نصیب الله سیماب یم. د پښتونخوا د پښین د منزکي کلي اوسېدونکی یم .خپلې لوړې زده کړې مې د پښتو ژبې او ادب په برخه کې ترسره کړې دي؛ په ۱۹۹۶ کال کې مې له بلوچستان پوهنتون څخه په پښتو کې ماسټري او په ۲۰۰۸ کال کې مې له همدې پوهنتون څخه په پښتو تنقید کې دکتورا ترلاسه کړې ده.چي د سهيلي پښتونخوا د لومړی پښتو ادبيات پي ايچ ډي افتخار لرم.   
په (۲۰۰۰)زېږدیز کال کې مې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد په توګه علمي ژوند پیل کړ او وروسته د مرستیال استاد، پوهنیار، پروفیسور او نورو علمي او اداري مسؤلیتونو تر کچې ورسېدم. د (۲۰۲۱)ز کال له سپتمبر څخه تر (۲۰۲۵)ز کال مې پورې د ادبیاتو او ژبو د پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او اوس د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې پروفیسور او د خان شهید چیر رئیس یم. 
زما د ادبي او علمي کار اصلي ساحې پښتو ادبي تنقید، ادبي تیوري، فولکلور، ادبي تاریخ، ژبه، کلتور، جمالیات او معاصر ادبي مطالعات دي. ما د پښتو ادب په برخه کې ګڼې څېړنې او کتابونه لیکلي دي. په دغو اثارو کې «بند دروازه»، «منجاري»، «د کره کتنې اصطلاحات»، «طالب خدای که به ملا شې»، «د تنقید تیورۍ»، «دستار»، «تصورات، رجحانات او تحریکونه»، «کابل ته ما وایه چې رنګ شي»، «پښتو ادبي تیوري» او «د پښتو ادبي تیورۍ په رڼا کې پښتو نظم» شامل دي.په ځانګړې توګه «پښتو ادبي تیوري» زما د علمي کار یوه مهمه برخه ده. په دې اثر کې مې هڅه کړې چې د پښتو ادب د مطالعې لپاره داسې تیوریک چوکاټ وړاندې کړم چې د پښتني فرهنګ، فولکلور، تاریخ، ژبې، ګډ شعور او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي.زما ادبي ژوند یوازې په لیکلو او څېړنه محدود نه دی پاتې شوی. له اوږدې مودې راهیسې مې په ادبي او فرهنګي فعالیتونو، راډیو او ټلویزیون، ادبي ټولنو، څېړنیزو مجلو، علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې هم ونډه اخیستې ده. د راډیو پاکستان کوټې د اینکر په توګه مې له (۱۹۹۳)ز څخه تر(۲۰۰۶)ز پورې کار کړی او د بولان ټلویزیون له لارې مې هم د ادبي او فرهنګي فعالیتونو برخه اخیستې ده.ما په پاکستان، افغانستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې په ګڼو ملي او نړیوالو علمي او ادبي سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی او خپلې څېړنې مې وړاندې کړې دي. د څېړنې په برخه کې مې هم د پښتو ژبې له ګڼو ځوانو څېړونکو سره کار کړی او تر څلوېښتو زیات د ماسټرۍ څېړنیز کارونه، (۱۸)ایم فل څېړنې او دوه دکتوراګانې مې تر څارنې لاندې بشپړې شوې دي.د ادبي او علمي کار په ترڅ کې مې یو شمېر ادبي او دولتي جایزې هم ترلاسه کړې  دي، چې په (۲۰۲۴)ز کال کې د علامه اقبال اکاډمۍ پاکستان د علامه اقبال ګولډ مډال هم پکې شامل دی.خو که له دې ټولو علمي او ادبي عنوانونو څخه تېر شو، زه خپل ځان تر هر څه وړاندې د پښتو ژبې یو خدمتګار ګڼم. زما لپاره ادب یوازې د کتاب لیکل نه دي؛ ادب د انسان، ټولنې، ژبې او فرهنګ د پېژندلو یوه لار ده. ما هڅه کړې چې د خپل قلم له لارې د پښتو ادب په تخلیقي، تنقیدي او تیوریک پرمختګ کې خپله ونډه واخلم او هغه ادبي میراث چې له موږ سره دی، د نوې زمانې له فکر او تجربو سره وتړم. زما د ژوند تر ټولو لویه پانګه کتابونه او علمي عنوانونه نه، بلکې هغه اړیکې، استادان، ملګري، زده‌کوونکي او ادبي ملګرتیاوې دي چې زما د ادبي او علمي سفر په اوږدو کې مې ترلاسه کړې دي. که په یوه جمله کې خپل ژوند راټولوم، نو وایم: ما له پښتو ادب څخه ډېر څه اخیستي او تر خپلې وسه مې هڅه کړې چې بېرته پښتو ادب ته هم څه ورکړم.
مسعود: تاسې له کله  راهیسې خپل استعداد او وړتیا  د شعر په هنر کې آزمویلی او په زړه پوري خوند او رنګ مو وربښلی دی. مهرباني وکړئ د خپلې شاعرۍ د انګیزې او پیلامې په اړه څه وویاست؟
استاد سیماب: ما شاعري د (۱۹۹۲)ز کال په شااوخوا کې پیل کړه. زما په اند په هر انسان کې یو نه یو شاعر موجود وي؛ خو دا بیا جلا خبره ده چې څوک هغه شاعر په خپل وجود کې پیدا کړي او څوک یې د ژوند په مصروفیتونو کې ورک کړي.زما په فکر، د انسان دننه شاعر هغه وخت راویښېږي چې دی د مینې په ټال کې وځانګي، د فکرونو په دریاب کې لاهو شي او بیا د تخیل په مرسته خپله یوه خیالي نړۍ جوړه کړي. د مینې په ټال خو هر انسان زانګي، خو هغه څوک چې د مینې په اصل او ژورتیا پوه شي، بیا خپل داخل اظهار د شعر په ژبه کوي.زه هم فکر کوم چې زما د شاعرۍ تر شا همدغه مینه، فکر او تخیل ولاړ دي. شعر زما لپاره یوازې د الفاظو یو ځای کول نه دي، بلکې د خپل دننه جذباتو او فکرونو هغه اظهار دی چې په بله ژبه یې ښايي بیانول راته ستونزمن وي.
مسعود: استاد پوهاند زیار د شعر د جوړښت لپاره، په خپل یو اثر ((پښتو بدلمېچ))  کې ژبه ، تول، واند، اند، ولوله (ژبه ، وزن، خیال، فکر، احساس یا عاطفه ) بنسټیز او اړین توکي ګڼي. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ او د استاد پوهاند زیار د دغو خبرو پر لاسوند، شعر څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟
استاد سیماب: زما په فکر، د استاد پوهاند زیار دا وېش ډېر مهم دی، ځکه شعر یوازې په وزن او قافیه نه جوړېږي؛ شعر د څو بنسټیزو عناصرو یو هنري ترکیب دی لکه. ژبه،هنر(فن)، خیال هر یو په شعر کې خپل ځانګړی نقش لري. که له دې عناصرو څخه یو هم کمزوری وي، د شعر هنري اغېز  کمېږي. ژبه د شعر د اظهار وسیله ده؛ وزن او اهنګ شعر ته موسیقي او حرکت ورکوي؛ خیال شاعر له عادي واقعیت څخه هنري نړۍ ته وړي؛ شعر ته فکري ژورتیا ورکوي او احساس یا عاطفه هغه ځواک دی چې شعر د لوستونکي تر زړه پورې رسوي.خو زه به دا هم ورزیاته کړم چې د دغو ټولو عناصرو تر څنګ هنري وحدت او تخیل ډېر اهمیت لري. شاعر باید دا عناصر داسې سره یوځای کړي چې شعر یوازې د ژبې، وزن، فکر یا احساس مجموعه نه وي، بلکې یو بشپړ هنري اثر ورڅخه جوړ شي.
زما په خيال، شعر د انسان د داخل هغه هنري اظهار دی چې احساس، فکر او خیال د ژبې او اهنګ په وسیله داسې منظم او هنري کېږي چې د شاعر شخصي تجربه له انفرادي حالت څخه ووځي او د لوستونکي له احساس او تجربې سره ګډه شي.
مسعود: تاسې د ادبياتو، شاعر، شعر او د ادیبانو او شاعرانو د پنځونو او هستونو پوړی او مقام د کلاسیکو فیلسوفانو لکه: «افلاطون، سقراط او ارسطو» د اندونو، افکارو او باورونو په رڼا کې څنګه ارزوی؟
استاد سیماب: که د ادبیاتو، شاعر، شعر او د ادیبانو د پنځونو مقام د کلاسیکو فیلسوفانو د نظریاتو په رڼا کې وارزوو، نو افلاطون، سقراط او ارسطو هر یو له بېل نظر څخه د ادب او هنر ته کتلي دي. د دوی په نظریاتو کې اختلاف شته، خو دا اختلاف د ادبیاتو د ماهیت د درک لپاره ډېر مهم دی.افلاطون له شاعرۍ سره یو څه محتاط چلند لري. د ده په اند، شاعرانه پنځونه تر ډېره د محسوسې نړۍ تقلید دی، په داسې حال کې چې حقیقت له دې محسوسې نړۍ ور هاخوا دی. له همدې امله افلاطون شاعر ته د حقیقت د مستقیمې سرچینې په سترګه نه ګوري او کله ناکله د شاعرۍ د ټولنیز او اخلاقي اغېز په اړه اندېښنه څرګندوي او شاعر له خپله سلطنت څخه پسې اخلي. خو دا خبره هم باید هېره نه کړو چې افلاطون خپله فلسفه په ډېر هنري او ادبي انداز وړاندې کړې ده؛ یعنې د ده په اثارو کې تمثیل، مکالمه، اسطوره او هنري بیان ډېر مهم ځای لري.سقراط بیا د شاعرۍ او شاعر په اړه له اخلاقي او معرفتي اړخه پوښتنې مطرح کوي. د هغه لپاره مهمه دا ده چې شاعر څه وایي، ولې یې وایي او دا وینا پر انسان او ټولنه څه اغېز کوي. یعنې هنر یوازې د خوند وسیله نه ده؛ له انسان سره د فکر کولو او د خپل ځان د پېژندلو اړیکه هم لري.خو ارسطو د شاعرۍ مقام ته په ډېر مثبت او ژور نظر ګوري. هغه د «محاکات» یا تقلید مفهوم د هنر د کمښت په معنا نه کاروي، بلکې محاکات د انسان یوه طبیعي ځانګړنه ګڼي. د ارسطو په نظر، شاعر یوازې دا نه بیانوي چې څه پېښ شوي دي، بلکې دا هم بیانوي چې څه پېښېدای شي. له همدې امله شعر د ځانګړي واقعیت تر څنګ د انساني تجربې له عمومي حقیقت سره هم اړیکه پیدا کوي. زما په خيال، د شاعر او ادیب مقام له همدې ځایه رپورته کيږي. شاعر تش د الفاظو ترتيبونکی نه دی؛ هغه د خپل عصر شاهد، د انسان د داخل ترجمان او د ټولنې د جذباتو او فکرونو هنري ترجمان دی. لوی ادیب هغه دی چې له خپل شخصي احساس او تجربې څخه داسې هنري اثر جوړ کړي چې د ده له زمانې هاخوا هم د انسان لپاره معنا ولري. زه ادب یوازې تقلید نه ګڼم. ادب د واقعیت، تخیل، فکر او احساس ګډه هنري تجربه ده. شاعر واقعیت ویني، خو یوازې یې نه نقلوي؛ هغه یې د خپل فکر او تخیل له لارې بیا تخليقوي او په داسې بڼه یې وړاندې کوي چې لوستونکی هم فکر ته را بولي، چي هم یې احساس کړي او هم ورڅخه جمالیاتي خوند واخلي.که د افلاطون، سقراط او ارسطو نظریات سره یو ځای کړو، نو ویلی شو چې د ادیب مقام یوازې په دې کې نه دی چې ښکلي الفاظ وکاروي؛ د هغه حقیقي مقام هغه وخت رامنځته کېږي چې ښکلا له فکر، احساس له حقیقت او هنر له انساني ارزښتونو سره یو ځای کړي.
مسعود: د يونانيانو د ادبي او شعري رسالو له امله د مسلمانو فیلسوفانو ادبي او فلسفي باورونه، اندونه او افکار اغېزمن شول. لکه څنګه چې فارابي، ابن سينا، ابوالبرکات بغدادي، ابن رشد او خواجه نصير طوسي هر يو د خپلو نښیرونو(آثارو) يوه برخه د شعر د لیدتوګي لپاره ځانګړې کړې ده.
مهرباني وکړئ، په لنډ ډول د دغو مسلمانو فیلسوفانو د ادبي او فلسفي اندونو او افکار په تړاو معلومات وړاندې کړئ.
استاد سیماب: هو، د یوناني فلسفې، په ځانګړي ډول د افلاطون او ارسطو د افکارو، ژباړې او خپرېدو د اسلامي نړۍ پر فلسفي او ادبي تفکر ژور اغېز وکړ. مسلمانانو فیلسوفانو دغه نظریات یوازې تکرار نه کړل، بلکې د اسلامي فکر او خپلې علمي تجربې له مخې یې وڅېړل او په ځینو مواردو کې یې نوي تعبیرونه ورکړل.فارابي د هنر او شعر په اړه د ارسطو له نظریاتو څخه اغېزمن و. هغه شعر د تخیل او محاکات له لارې د انسان پر فکر او احساس د اغېز وسیله ګڼي. د ده په اند، شاعرانه وینا یوازې د خوند لپاره نه ده، بلکې د انسان د تصور او ذهني حالت په جوړولو کې هم رول لري.ابن سینا هم د شعر د ماهیت او د هغه د اغېز په اړه بحث کړی دی. هغه د شعر اړیکه له تخیل، محاکات او انساني احساساتو سره څېړي. د ابن سینا په نظر، شعر د انسان په نفس اغېز کوي او د وینا له نورو ډولونو سره ځانګړی هنري او رواني ځواک لري.ابوالبرکات بغدادي که څه هم د شعر په اړه یې بحثونه د فارابي او ابن سینا په اندازه پراخ نه دي، خو د انسان د ادراک، نفس او عقل په اړه یې فلسفي نظریات د ادبي او هنري تجربې د درک لپاره ارزښت لري. هغه د انسان د باطني تجربې او ادراک مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کوي.ابن رشد د ارسطو د افکارو ستر شارح ګڼل کېږي. هغه د شعر او ادبي بیان په اړه د ارسطو نظریات تشریح او تحلیل کړي دي. د ده په اند، شعر د محاکات او تخیل له لارې پر انسان اغېز کوي او د انساني افکارو او اخلاقو په جوړولو کې مهم رول لرلای شي.خواجه نصیرالدین طوسي بیا د اخلاقو، منطق او فلسفې تر څنګ د انسان د نفس، احساس او ټولنیز ژوند مسئلو ته هم پام کړی دی. د هغه په فکري نظام کې ادب او هنر له انساني اخلاقو او کمال سره اړیکه پیدا کوي.په پای کې ویلی شو چې دغو مسلمانو فیلسوفانو شعر یوازې د الفاظو او وزن یوه لوبه نه ګڼله؛ بلکې د تخیل، محاکات، احساس، اخلاقو او انساني ادراک له مسئلو سره یې تړاو ورکاوی. دوی د یوناني میراث په اخذولو سره د شعر او ادب د فلسفي مطالعې لپاره په اسلامي نړۍ کې یوه مهمه فکري زمینه برابره کړه.
مسعود: تاسې د ژبپوهنې، ارواپوهنې او د فلسفې د علم، مهم او ګډ اغېزمن اهمیت او ارزښت په نویو ادبي او فلسفي پنځونو او هستونو کې او د فلسفي شاعرانو په رامنځته کېدو کې څه ډول ارزوئ؟
استاد سیماب: زما په خيال، په معاصر ادب کې ژبپوهنه، ارواپوهنه او فلسفه درې داسې علمونه دي چې یو له بل سره ډېر نزدې اړیکه لري او د ادبي تخلیقاتو د ژورتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري. نننی شاعر او ادیب یوازې د ښکلو الفاظو په کارولو بسنه نه کوي؛ هغه د ژبې جوړښت، د انسان د ذهن او نفسياتي کيفيت او د ژوند د معنا په اړه هم فکر کوي.
ژبپوهنه شاعر ته دا ور زده کوي چې ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې پخپله د معنا جوړولو یو نظام دی. شاعر د کلمو له انتخاب، ترکیب، اهنګ، استعاره او نخښو څخه داسې استفاده کوي چې نوې معناوې رامنځته کړي. له همدې امله د ژبې ژوره پوهه د نوي ادب په پنځونه کې ډېر اهمیت لري.
ارواپوهنه بیا شاعر د انسان د داخلي نړۍ، احساساتو، عقدو، وېرې، مینې، یوازیتوب او ناخودآګاه ذهن له نړۍ سره مخامخ کوي. کله چې شاعر د انسان نفسیات وپېژني، نو د کردارونو او انساني تجربو انځورول یې له سطحي بیان څخه ژور هنري بیان ته انتقالېږي.
فلسفه بیا د ادب لپاره د پوښتنې او فکر ساحه پراخوي. فلسفه له شاعر سره د ژوند، مرګ، مینې، ازادۍ، حقیقت، عدالت، وجود او انسان د مقام په اړه د پوښتنې کولو زمینه برابروي. ځکه خو فلسفي شاعر یوازې احساس نه بیانوي، بلکې د احساس تر شا د موجود فکر او پوښتنې د بیان هڅه هم کوي.
زما په خيال، کله چې دا درې واړه ژبه، نفسيات او فلسفي فکر  په یوه شاعر کې سره یو ځای شي، نو د هغه شاعري له عادي جذباتي بیان څخه پورته ځي او فکري او فلسفي شاعري ورڅخه جوړېږي.البته فلسفي شاعر هغه څوک نه دی چې په شعر کې یوازې فلسفي اصطلاحات وکاروي. فلسفه باید د شعر په روح کې موجوده وي؛ یعنې شاعر باید د یوې ژورې پوښتنې، تجربې یا فکري کشمکش هنري اظهار وکړي.نو زه به ووایم چې د معاصر ادیب لپاره ژبپوهنه د اظهار وسیله‎ ژوره کوي، ارواپوهنه د انسان داخلي نړۍ ورښيي او فلسفه د فکر او معنا افق پراخوي. د دغو دریو علمونو ګډ اغېز کولای شي داسې ادبي پنځونې رامنځته کړي چې هم هنري ښکلا ولري، هم نفسياتي ژورتیا او هم فکري معنا.
مسعود: تاسې په شعر کې الهام، خيالونه، احساسات او عاطفي انځورونه څنګه ارزوئ؟ ستاسې پر اند، د شعر ويل او ليکل الهام دی که رياضت او انساني آزماېښت او تجربه؟
استاد سیماب: زما په خيال، الهام د شاعرۍ د پیل ټکی کېدای شي، خو یوازې په الهام شعر نه جوړېږي. الهام هغه ناڅاپي شېبه ده چې یو احساس، یو خیال، یوه خاطره یا یوه پېښه د شاعر په ذهن کې داسې څپه راولاړه کړي چې دی یې د بیانولو اړتیا احساس کړي. خو له دې وروسته د شاعر اصلي کار پیلېږي.خیال د شعر د تخیل نړۍ جوړوي، احساس ورته تودوخه ورکوي او عاطفه یې د انسان له زړه سره نښلوي. که شعر یوازې خیال وي، ښايي ښکلی تصویر ولري؛ که یوازې احساس وي، ښايي عاطفي وي؛ خو کله چې خیال، احساس او عاطفه د ژبې او هنري جوړښت له لارې سره یو ځای شي، نو شعر خپل حقیقي هنري قوت پیدا کوي.زما په خيال، شعر هم الهام دی او هم ریاضت. الهام د شاعر دروازه ټکوي، خو ریاضت هغه دروازه پرانیزي. شاعر باید ژبه زده کړي، ډېر ولولي، فکر وکړي، د ژوند تجربې وکړي او د خپل شعر پر هره کلمه بیا بیا غور وکړي. کله ناکله یو بیت په یوه شېبه کې راشي، خو د هغه د بشپړولو لپاره شاعر ساعتونه، ورځې او حتی میاشتې ورباندي فکر کوي.زه خپله هم داسې تجربه لرم چې کله کله یو خیال یا یو مصرع ناڅاپه ذهن ته راشي؛هغه هنري ښکلا هغه وخت پيدا کوي چي د ژبې، ادب، ژوند او انساني تجربې له سره ژوره اړیکه ولري، هغه الهام په بشپړ شعر نه شي بدلولای.نو زما لپاره الهام د شعر بڅرکی (شراره) دی او ریاضت یې اور دی. انساني تجربه یې تېل دي، فکر یې لارښود دی او ژبه هغه وسیله ده چې دا ټول د شعر په هنري بڼه بدلوي.په پای کې به ووایم چې ښه شعر یوازې د شاعر له تصور څخه نه پیدا کېږي؛ د هغه د ژوند له تجربو، مینې، درد، خوښۍ، ناکامۍ، مشاهدې او داخلي کشمکشونو څخه هم جوړېږي. شاعر څومره چې ژوند په ژوره توګه تجربه کړي، هماغومره یې شعر د انسان له حقیقي احساس سره نزدې کېږي.
مسعود: یوشمیر لیکوال او شاعران په دې ګروهه دي : (....چې د ښه شعر ځانګړتیا ښه انځور نه بلکې د هغه ښه ژبني بیان دی...) ستاسې پر اند په ادب او پښتو ژبه کې ژبني هنر، آرونه او ادبي معیارونه په خپل منځ کې څه اړیکې لري او اغیز یې څه ډول ارزوئ؟
استاد سیماب: زما په خيال، په شعر کې ښه انځور او ښه ژبنی بیان دواړه مهم دي. که شاعر ډېر ښه خیال او انځور ولري، خو د بیان ژبه یې کمزورې وي، هغه خیال خپل بشپړ هنري قوت نه شي څرګندولای. له بلې خوا، که ژبه ډېره ښکلې او هنري وي، خو د هغې تر شا ژور خیال او جذبه نه وي، نو شعر به یوازې د الفاظو ښکلا پاته شي.زه ژبه د شعر د بدن او خیال، جذبه او فکر د هغه روح ګڼم. شاعر خپل داخلي حالت، خیال او تجربه د ژبې له لارې لوستونکي ته انتقالوي. له همدې امله په شعر کې د ژبې انتخاب، د کلمو تناسب، ترکیب، اهنګ، ایجاز، استعاره، تشبیه، سمبول او د کلمو ترمنځ اړیکه ډېر اهمیت لري. په پښتو ادب کې ژبنی هنر، آرونه او ادبي معیارونه له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري. ژبنی هنر دا دی چې شاعر له خپلې ژبې څخه په داسې هنري ډول استفاده وکړي چې عادي خبره په ادبي او اغېزمنه وینا بدله شي. ادبي آرونه بیا هغه اصول دي چې د ژبې، خیال، وزن، موسیقیت، تصویر او معنا ترمنځ د توازن او همغږۍ زمینه برابروي. ادبي معیارونه د همدې هنري کیفیت د ارزونې لپاره موږ ته یو ډول کچه راکوي.خو ادبي معیارونه باید د شاعر تخليقي صلاحیت محدود نه کړي. ژبه ژوندۍ ده او ادب هم ورسره بدلېږي. یو نوښتګر شاعر کله ناکله له دودیزو معیارونو سره په شعوري ډول واټن اخلي او د ژبې د نوې تجربې له لارې نوي ادبي امکانات رامنځته کوي. البته دا نوښت باید د ژبې له طبیعي جوړښت او هنري منطق سره اړیکه ولري.
زه به دا خبره داسې لنډه کړم: ښه خیال شعر ته محتوا ورکوي، ښه ژبه ورته هنري بڼه ورکوي، او د دواړو ترمنځ همغږي شعر ته خپل اصلي جمالیاتي قوت ورکوي.په پښتو کې زموږ د کلاسیک او معاصر ادب لوی شاعران ځکه تر اوسه ژوندي دي چې هغوی یوازې خبرې نه دي کړې، بلکې خبرې یې په هنر بدلې کړې دي. د هغوی د ژبې موسیقي، تصویر، ایجاز او د کلمو انتخاب د دې سبب شوی دی چې شعر یې د وخت له قيده ازاد کړی دی،د هر وخت لپاره دی نو زما په خيال، ښه شعر نه یوازې ښه انځور دی او نه یوازې ښه ژبنی بیان؛ ښه شعر هغه دی چې خیال، احساس، فکر، تصویر او ژبه پکې په یوه هنري وحدت بدل شوي وي.
مسعود: فلسفي شاعر اقبال  لاهوري  وایي : (.... د شاعر طبعیت په  مینه  کې اخښل شوی او د مینې او ایمان  په  اور  کې پوخ شوی  دی ...) تاسو په شعر کې ښکلا او مینه  څنګه  ارزوئ؟
استاد سیماب: زما په خيال، مینه د شعر له تر ټولو پخوانیو او ژورو سرچینو څخه ده. انسان چې له مینې سره مخامخ شي، د نړۍ لید یې بدلېږي؛ عادي شیان ورته نوې ښکلا پیدا کوي، فطرت ورسره خبرې کوي او د انسان د ژوند وړې وړې تجربې هم د شاعرانه احساس سبب ګرځي. له همدې امله زه د اقبال دا خبره ډېره مهمه بولم چې د شاعر فطرت باید په مینه کې اخښل شوی او د مینې او ایمان په اور کې پوخ شوی وي.خو زه مینه یوازې د عاشق او معشوق ترمنځ اړیکې ته نه محدودوم. مینه د انسان، وطن، ژبې، فطرت، انسانیت او حقیقت سره هم کېدای شي. کله چې شاعر له خپل چاپېریال او انسان سره مینه ولري، نو د هغه شعر له شخصي احساس څخه پورته ځي او د ټولنې او انسان د ګډ احساس ترجمان ګرځي.ښکلا هم زما په خيال یوازې د ظاهري حسن نوم نه دی. ښکلا د احساس، خیال، معنا او حقیقت یو ډول هنري ترکیب دی. یو شاعر کولای شي په درد کې هم ښکلا پیدا کړي، په غم کې هم شعر ومومي او په یوه عادي منظره کې داسې معنا وویني چې بل انسان یې نه ویني.زه به ووایم چې مینه د شاعر د احساس سرچینه ده او ښکلا د هغې هنري څرګندونه. شاعر مینه احساسوي، خیال یې انځوروي او ژبه یې په ښکلا بدلوي.البته یوازې مینه د ښه شعر لپاره بسنه نه کوي. مینه چې له فکر، تخیل، تجربې او هنري ژبې سره یو ځای شي، هغه وخت په شعر بدلېږي. که جذبه وي خو هنري بیان نه وي، ممکن هغه یوازې یو شخصي جذبه پاته شي؛ خو کله چې شاعر خپله جذبه په هنري ژبه کې داسې بیان کړي چې د نورو انسانانو له جذبې سره هم اړیکه پیدا کړي، نو شعر رامنځته کېږي.له همدې امله زما په خيال، شعر د مینې، ښکلا او فکر ګډه تجربه ده؛ مینه یې زړه دی، ښکلا یې هنري بڼه ده او فکر یې ژورتیا.
مسعود: تاسې نن سبا د جولې (فورم) له مخې د شعر کلاسیک او دودیز ځېلونه یا ډولونو لکه :  دوییزه (مثنوي)،  بولـله ( قصیده)، غزل، څلوریزه  (رباعي) ،   درېیزه  ( مثلث )، پاړکی (قطعه) ... څومره اړين او ارزښتناک بولئ، که په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
استاد سیماب: زما په فکر، د شعر کلاسیک او دودیز فورمونه تر اوسه خپل ارزښت له لاسه نه دي ورکړي.مثنوي، قصیده، غزل، څلوریزه یا رباعي، مثلث، قطعه او نور شعري ډولونه زموږ د ادبي میراث مهمه برخه ده. هر فورم خپل ځانګړی جوړښت، اهنګ، د بیان طریقه او هنري کشش لري.د غزل ځانګړتیا د احساس، مینې، عرفان او فلسفي افکارو د لنډ او موسیقايي بیان په برخه کې ډېره څرګنده ده. مثنوي د اوږدو داستانونو، تاریخي او حماسي موضوعاتو لپاره پراخ امکانات لري. رباعي بیا د یوې ژورې تجربې یا فلسفي مفکورې د لنډ او متمرکز بیان لپاره ځانګړی قوت لري. قصیده د ستاینې، ویناوې، ټولنیزو او فکري موضوعاتو لپاره کارېدلې ده او قطعه هم د یوې ځانګړې موضوع د متمرکز بیان کشش لري.خو زه فکر نه کوم چې معاصر شاعر باید یوازې د دې لپاره چې کلاسیک فورم دی، په هماغه قالب کې شعر ووایي. فورم باید د محتوا او هنري اړتیا له مخې انتخاب شي. که د شاعر فکر، احساس او موضوع په غزل کې ښه څرګندېږي، غزل دې وکاروي؛ که داستاني موضوع وي، مثنوي یا بل مناسب فورم ورته غوره کېدای شي.له بلې خوا، د معاصرې شاعرۍ ازاد شعر او نوي شعري فورمونه هم زموږ د وخت اړتیاوې دي. ادب ژوندی شی دی او د وخت له بدلون سره فورمونه هم بدلېږي.
نو زما په خيال، نه باید کلاسیک فورمونه پرېږدو او نه باید نوي فورمونه رد کړو. کلاسیک فورم زموږ ادبي حافظه او هنري تجربه ده، او نوي فورمونه زموږ د معاصر احساس او فکر د اظهار نوې لارې دي. اصلي معیار باید دا وي چې شاعر په هر فورم کې څومره هنري او اغېزمنه پنځونه کوي.
 مسعود: تاسې په خپله شاعرۍ کې زیاتره د سپین یا نوي او آزاد شعر پلوي یاست او که د غزل؟ مهرباني وکړئ د دغو شعري ډولونو په اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
استاد سیماب: زه په خپله شاعرۍ کې هم غزل لیکم او هم سپین یا آزاد شعر، خو زما رجحان تر ډېره د موضوع او احساس له اړتیا سره تړلی وي. زه نه غواړم شاعر ځان یوازې تر یوه فورم پورې محدود کړي؛ ځکه هره موضوع خپل مناسب شعري جوړښت غواړي.غزل زموږ په کلاسیک او معاصر ادب کې ډېر مهم فورم دی. غزل د لنډو، موسیقايي او عاطفي بیانونو له لارې د مینې، درد، عرفان، فلسفې، ټولنیزو تجربو او انساني جذباتو د اظهار پراخ امکانات لري. په غزل کې د وزن، قافیې، ردیف او اهنګ له امله یوه ځانګړې موسیقي پیدا کېږي، او همدا موسیقي یې د لوستونکي او اورېدونکي له احساس سره ژر نښلوي. خو سپین یا آزاد شعر شاعر ته د بیان پراخه آزادي ورکوي. دلته شاعر اړ نه دی چې حتماً د غزل دودیز وزن، قافیه او ردیف مراعات کړي؛ بلکې د خیال، احساس، تصویر، داخلي موسیقۍ او معنوي تسلسل له مخې خپل شعر جوړوي. البته آزاد شعر دا معنا نه لري چې هره نثري جمله شعر ده. آزاد شعر هم خپل هنري جوړښت، اهنګ، تصویر، ایجاز او داخلي نظم لري.زما په فکر، د غزل او آزاد شعر ترمنځ اصلي توپیر په فورم کې دی، خو د دواړو روح خیال، احساس، فکر او هنري ژبه ده. که دا عناصر نه وي، نه دودیز فورم شعر ژغورلای شي او نه آزاد فورم.زه شخصاً هغه شعر خوښوم چې موضوع یې فورم ټاکي. کله چې یو احساس په غزل کې خپل بشپړ موسیقايي او عاطفي بیان پیدا کوي، غزل لیکم؛ او کله چې یوه موضوع پراخ نفس، ازاد حرکت او نوې ژبنۍ تجربه غواړي، آزاد شعر ته مخه کوم. په پای کې، زما لپاره د شعر ارزښت په دې کې نه دی چې هغه غزل دی که آزاد شعر؛ اصلي خبره دا ده چې شاعر څه ویلي، څنګه یې ویلي او د لوستونکي په ذهن او احساس کې یې څه اغېز پرې ایښی دی.
مسعود: شاعر وایي : 
د آفتاب پر کمند نه خیژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم پر دوش  د ګلو
او یا دا لنډۍ لولو:
داسې د مخ په  سالو پټ کړه
لکه چې شپه پر ورځ خواره کړي تور جالونه
نن سبا کره کتونکي د یوه شعر په هنري ارزونه کې ترعیني انځورونو، ذهني انځورونه او بیا سیمبولونه هغه هم نوي نوي ډیر ټاکنده بولي.
تاسې په پښتو ادب او شعر کې عیني او ذهني انځورونه څه ډول ارزوۍ؟
استاد سیماب: زما په اند، په شعر کې عیني او ذهني دواړه انځورونه ډېر اهمیت لري، خو د معاصرې شاعرۍ په ارزونه کې ذهني انځور او سمبول ځکه ډېر مهم شوي چې شاعر یوازې د لیدل شوو شیانو بیان نه کوي، بلکې د هغو تر شا پټې معناوې، جذبات او فکري تجربې هم رااخلي.عیني انځور هغه دی چې شاعر یو شی، منظره، انسان یا حالت په داسې ژبه انځور کړي چې لوستونکی یې په ذهن کې تقریباً وویني. لکه په دې لنډۍ کې چې تاسو وويل دلته د شپې، ورځې او تور جالونو له لارې د مخ پټېدل په یوه ډېر ښکلي عیني تصویر کې وړاندې شوي دي. لوستونکی کولای شي هغه منظره په خپل ذهن کې وویني.خو ذهني انځور تر محسوسې صحنې یو ګام وړاندې ځي. شاعر د یوه شي له لارې یوه مفکوره، احساس یا نفسياتي حالت رامنځته کوي. لکه د شيدا دې بیت ،دلته د آفتاب کمند او د شبنم بار یوازې عادي تصویري عناصر نه دي؛ د شاعر د خیال، ارادې، ناتوانۍ، سپک‌والي او د انسان د وجود له فکري تجربې سره ژوره اړیکه پیدا کوي.زما په خيال، سمبول بیا د عیني او ذهني انځور ترمنځ یوه بله لوړه هنري مرحله ده. شاعر یو محسوس شی اخلي، خو هغه ته داسې پراخه معنا ورکوي چې له خپلې ظاهري بڼې څخه ډېر وړاندې ځي. په همدې وجه ننني کره کتونکي نوي سمبولونه ډېر مهم بولي؛ ځکه سمبول شعر ته د څو پوړیزې معنا امکان ورکوي.البته زه دا نه وایم چې عیني انځور کم ارزښته دی. د پښتو په کلاسیک او ولسي ادب کې زموږ د طبیعت، غرونو، سیندونو، ګلونو، شپې، ورځې، باران او انساني ژوند ډېر ښکلي عیني انځورونه لرو. خو لوی شاعر هغه دی چې له همدې محسوسو شیانو څخه ذهني او معنوي نړۍ هم جوړه کړي.زما په فکر، د شعر قوت هغه وخت زیاتېږي چې عیني تصویر، ذهني تصویر او سمبول یو له بل سره هنري اړیکه پیدا کړي. شاعر باید لوستونکي ته یوازې دا ونه وایي چې څه یې لیدلي؛ بلکې دا هم ورسره شریک کړي چې د هغه لیدلي شي په ذهن او احساس کې څه معنا پیدا کړې ده.لنډه دا چې عیني انځور د سترګو له لارې شعر ته راځي، ذهني انځور د فکر او خیال له لارې او سمبول د معنا ژور اړخونه رابرسېره کوي. د معاصر شعر یوه مهمه ځانګړتیا همدا ده چې له محسوس تصویر څخه د ژورې ذهني او سمبولیکې معنا پر لور حرکت کوي.
مسعود: یو شمیر شاعران په خپلو شعرونو کې د سیده، بربنډو او لوڅو خبرو، پیغامونو او موخو پر ځای د سیمبول او تمثیل ژبه پکاروي. ستاسې پر اند سیمبولونه په شعر کې د یو شاعر د ذهني او رواني حالاتو تمثیل دی او که په یوه ټولنه کې د اکربکر(حال احوال) څخه په طبیعي بڼه جوړیږي؟
استاد سیماب: زما په خيال، سمبول په شعر کې یوازې د شاعر د ذهني او نفسياتي حالت انعکاس نه دی او یوازې د ټولنې له حالاتو څخه هم نه جوړېږي؛ بلکې د دواړو ترمنځ د تعامل محصول دی.شاعر له خپلې ټولنې، تاریخ، کلتور او چاپېریال څخه اغېزمن کېږي. هغه څه چې په ټولنه کې پېښېږي، د شاعر په ذهن او نفسيات کې یوه ځانګړې تجربه جوړوي او شاعر بیا دغه تجربه د خپل تخیل له لارې په سمبول بدلوي. نو سمبول د خارج له نړۍ څخه شاعر ته راځي، خو د شاعر په داخلي نړۍ کې نوې معنا پیدا کوي.مثلاً «شپه» په خپله یو طبیعي حالت دی، خو شاعر کولای شي هغه د تیارې، وېرې، استبداد، ناهیلۍ یا د یوې ستونزمنې ټولنیزې مرحلې لپاره سمبول وګرځوي. همدارنګه «رڼا» یوازې رڼا نه پاته کېږي؛ کېدای شي د امید، پوهې، ازادۍ او بدلون معنا پیدا کړي. دا معنا په هر شاعر او هره ټولنه کې یو شان هم نه وي.زما په خيال، د سمبول لویه ځانګړتیا دا ده چې شاعر مستقیمه خبره نه کوي، بلکې لوستونکي ته د معنا د کشف زمینه برابروي. په همدې وجه سمبولیک شعر کله ناکله تر مستقیم بیان ډېر اغېزناک وي؛ ځکه لوستونکی یوازې د شاعر خبره نه اوري، بلکې د هغې معنا خپله کشفوي.خو دلته یو مهم ټکی دا هم دی چې هره استعاره یا هره مبهمه خبره سمبول نه شي کېدای. سمبول باید د شعر له ټولې فضا، د شاعر له فکري نړۍ او د موضوع له اړتیا سره اړیکه ولري. که سمبول یوازې د مبهم‌والي لپاره وکارول شي، شعر به ژور نه، بلکې مغلق شي.نو زه به ووایم چې سمبول د شاعر د باطن او چاپېریال ترمنځ د اړیکې هنري ژبه ده. ټولنه مواد ورکوي، شاعر یې په خپل ذهن کې تجربه کوي،په تخیل کي یې اچوي او شعر یې په داسې سمبول وړاندې کوي چې شخصي تجربه یې په ګډه انساني او ټولنیزه معنا بدله شي.
مسعود: په پښتو ادب کې بیلابیل ادبي سبکونه دود لري.مهرباني وکړئ دا سبکونه راته پرګوته کړئ، او تاسې د دغو سبکونو ځانګړتیاوې او اغیز د پښتو ادب د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست، تاسې په شعر او شاعرۍ کې ځانته خپل سبک لرئ او که د کوم بل سبک پلوي کوئ؟
استاد سیماب: سبک تاسو په کومه مانا اخلئ؟ که چيري د فکر به مانا اخلی نو بيا ځواب يو دی که يې د فن په مانا اخلئ بيا ځواب بل دی(دا اوږد بحث دی) .زما په فکر، د سبک په اړه باید لومړی یوه خبره روښانه کړو. سبک په اصل کې د یوه شاعر یا لیکوال ځانګړی هنري او فني جوړښت او د بیان ځانګړې طریقه ده. یعنې هر شاعر د ژبې د استعمال، د خیال د وړاندې کولو، د تصویر جوړولو، د کلمو د انتخاب، د اهنګ، ترکیبونو، استعاراتو او د موضوعاتو د بیان له مخې خپل ځانګړی سبک پیدا کوي. په دې معنا سبک فردي ځانګړنه ده او هر پیاوړی شاعر خپل ځانګړی هنري غږ لري.البته د ادب په مطالعاتو کې «سبک» کله ناکله د یوه فکري یا هنري جریان او مکتب لپاره هم کارول شوی دی. لکه کلاسیکیزم، رومانتیزم، ریالیزم، سمبولیزم، سوریالیزم او نور. په دې معنا بیا سبک فردي نه، بلکې د ګڼو لیکوالو او شاعرانو ګډ فکري او هنري تمایل وي. په پښتو ادب کې هم موږ کولای شو دواړه مفاهیم سره بېل کړو. که د سبک خبره د فردي هنري جوړښت په معنا کوو، نو خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حميدبابا،امير حمزه شنواری، اجمل خټک، غني خان او نور هر یو خپل ځانګړی سبک لري. د هغوی د ژبې، خیال، فکر، تصویر، عاطفې او د بیان د طریقې ترمنځ توپیرونه د همدې فردي سبک څرګندونه کوي. خو که سبک د فکري مکتب په معنا واخلو، بیا په پښتو ادب کې د تصوف او عرفان، مزاحمتي رنګ، پښتون ريالزم، ترقي پسند رجحان، رومانويت، مقصديت او نور  دي، نوې شاعرۍ او نورو فکري هنري تمایلاتو خبرې کولای شو. دا بیا د یوه فرد سبک نه، بلکې د یوه ادبي جریان یا ګډې فکري تجربې مسئله ده.زما په فکر، د پښتو ادب د ودې لپاره دواړه اړخونه مهم دي. ادبي مکتبونه د شاعر او لیکوال فکري افق پراخوي، خو فردي سبک هغه وخت رامنځته کېږي چې شاعر دغه اغېزې په خپل شخصي تخیل، تجربه او ژبه کې جذب او بیا یې په خپله ځانګړې بڼه وړاندې کړي.زه په خپله شاعرۍ کې هم هڅه کوم چې د کوم شاعر د سبک تقلید ونه کړم. له کلاسیکې شاعرۍ، معاصرې شاعرۍ، فلسفي او سمبولیک بیان څخه مې اغېز اخیستی دی، خو هڅه مې دا ده چې دغه اغېز په خپل فکري او هنري جوړښت کې داسې جذب کړم چې په پای کې خپل ځانګړی شعري ږغ پیدا کړم.زما په خيال د شاعر د سبک تر ټولو مهمه نخښه همدا ده چې شاعر د نورو په منځ کي خپل ځان پیدا کړي. مکتب فکري لار درښيي، خو سبک ستا د تګ خپله طریقه ده.
مسعود: ویل کیږي چې په پرتله د شعر د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر یو ښه او بریالی صنف دی. تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟ او دا راته وایاست خوشال خان خټک لکه څنګه چې پښتو شعر او نظم ښکلی او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم د یوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پر هنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ.
استاد سیماب: زما په اند، دا خبره په مطلق ډول سمه نه ده چې ګنې د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر تر شعر غوره او بریالی دی. شعر او نثر دواړه د انسان د داخلي نړۍ د اظهار پیاوړي هنري وسایل دي، خو د بیان طریقې او امکانات یې سره توپیر لري.شعر د وزن، اهنګ، ایجاز، خیال، تصویر، موسیقیت او عاطفي تمرکز له لارې احساس په ډېره لنډه او اغېزمنه بڼه وړاندې کوي. نثر بیا د تفصیل، تسلسل، وضاحت، داستاني فضا او د شخصیتونو د نفسياتي حالتونو د پراخ انځور امکانات لري. له همدې امله کله ناکله داسې احساسات چې په شعر کې په یوه بیت یا څو کرښو کې بیانېږي، په نثر کې د یوې بشپړې صحنې او داستان په وسیله څرګندېږي. نو زما په خيال د شعر او نثر ترمنځ د غوره والي مسئله نه، بلکې د هنري امکاناتو د توپیر مسئله ده.د خوشحال خان خټک په اړه بیا زه دا خبره ډېره مهمه ګڼم چې خوشحال یوازې ستر شاعر نه دی؛ هغه د پښتو د نثر په وده کې هم یو مهم بنسټګر دی. هغه پښتو نثر له پېچلي نيم شعري او مقفا بیان څخه تر یوه حده اسانه او خپل اصل بڼي پر لور بوت.د خوشحال په نثر کې د ده د شخصیت هغه ځانګړتیاوې هم ښکاري چې په شاعرۍ کې یې وینو: پیاوړی فکر، روښانه دریځ، د ژوند تجربه، حماسي روحیه، طنز، انتقاد، حکمت او د طبیعت او انساني ژوند ژوره مشاهده.په «دستارنامه» کې د پښتني ټولنې د مشرۍ، مېړانې، اخلاقو، نسب، دودونو او ټولنیزو ارزښتونو په اړه مهمي خبرې کوي. د دې اثر نثر د معلوماتو تر څنګ د شخصیتونو، پېښو او ټولنیزو ارزښتونو د انځورولو ځانګړی هنري رنګ لري.همدارنګه د خوشحال په نورو نثري اثارو کې موږ د طب، اخلاقو، سیاست، ټولنیز ژوند، تجربې او انساني طبیعت په اړه خبرې وینو. د ده نثر یوازې د یوې موضوع د بیان وسیله نه ده، بلکې د هغه د پراخ علم، تجربې او فکري نړۍ هنداره ده.که یې له کمیت او کیفیت دواړو پلوه وګورو، خوشحال خان د پښتو نثر لپاره یوه پراخه موضوعاتي ساحه پرانیسته. له کیفیتي پلوه یې نثر ته هر اړخيز فکري قوت، استدلال، روان بیان، طنزي رنګ، تجربوي لید او شخصیتي ځانګړتیا ورکړه.زما په اند، د خوشحال تر ټولو ستر نثري نوښت دا دی چې ده پښتو نثر یوازې د معلوماتو د انتقال وسیله نه؛ بلکې هغه یې د فکر، تجربې، انتقاد، ټولنیزې مشاهدې او ادبي اظهار وسیله وګرځوله.نو که د پښتو ادب په تاریخ کې د خوشحال مقام یوازې د شاعر په توګه وڅېړو، د هغه د شخصیت نیمه برخه به مو لیدلې وي. خوشحال شاعر، مفکر، مورخ، طبیب  و؛ او د ده نثر د پښتو د ادبي او فکري نثر په تاریخ کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
مسعود: خوشال خان خټک وروسته له دې چې اورنګ زیب د مغولي دولت د زمامدارانو په سلا مشوره په  نامردانه ډول ونیوو او د هند د (رنتبور) په بندیخانې کې یې بندي کړ، د ده په نښیرونو (آثارو) کې په ځانګړي توګه د نوموړي د شعر په هنر کې ډیر بدلونونه او رنګینتوب څرګند شو.
ستاسې پر اند د دې لامل دک او دلیل په څه کې وُ؟
استاد سیماب: ‎زما په فکر، د خوشحال خان خټک د بند تجربه د هغه په شاعرۍ کې د فکري بدلون یو ډېر مهم لامل و. خوشحال له بند مخکې هم شاعر، جنګیالی، مشر او د خپل وخت له سیاسي حالاتو سره ژور تړاو لرونکی انسان و؛ خو کله چې د مغولي واکمنۍ له خوا په نامردانه توګه ونیول شو او د رنتبور په بند کې واچول شو، د هغه د ژوند تجربه ناڅاپه له یوه نوي او ډېر سخت حالت سره مخ شوه.بند د انسان له داخل سره د مخامخ کېدو یو ځانګړی حالت دی. له ازادۍ محرومیت، یوازېتوب، د خپل برخلیک په اړه فکر، د واکمن ظلم او د وطن او قوم د حالت اندېښنه د شاعر په ذهن او نفسياتو ژور اغېز کوي. همدا تجربه د خوشحال په شاعرۍ کې د ازادۍ، غیرت، مقاومت، پښتونولۍ او فردي کرامت مفکورې لا پیاوړې کړې.زه فکر کوم چې د خوشحال په شاعرۍ کې د بند دوره یوازې د موضوع د بدلون سبب نه شوه، بلکې د هغه د شاعرۍ عاطفي او نفسياتي ژورتیا یې هم زیاته کړه. هغه څه چې پخوا یې ښايي د یوه مشر او جنګیالي په توګه ویل، وروسته یې د یوه ځورېدلي، خو نه ماتېدونکي انسان له دننه څخه بیان کړل.د ده په شاعرۍ کې د بند درد، د ازادۍ ارمان او د مغولي واکمنۍ پر وړاندې مقاومت یو له بل سره داسې ګډ شول چې شعر یې یوازې شخصي درد پاتې نه شو؛ بلکې د یوه قوم د اجتماعي احساس او مقاومت ژبه شوه.له بلې خوا، بند د خوشحال د شخصیت یو بل اړخ هم راویښ کړی فلسفي او فکر انګېز اړخ. کله چې انسان له خپل عادي ژوند، واک، حرکت او ټولنیز چاپېریال څخه جلا شي، د ژوند، مرګ، برخلیک، انسان، عزت او ازادۍ په اړه یې فکر ژورېږي. خوشحال هم له دې تجربې څخه په استفادې خپل شعر له شخصي تجربې څخه د عمومي انساني تجربې پر لور بوت.نو زما په اند، د خوشحال د شاعرۍ هغه بدلون او رنګینتوب چې د بند له دورې وروسته لا ډېر څرګندېږي، د شخصي کړاو، سیاسي فشار، د ازادۍ د محرومیت، قومي احساس، مقاومت او ژورې فکري تجربې ګډه پایله ده.
په لنډه توګه، ویلی شو: بند خوشحال مات نه کړ؛ بند خوشحال لا پیاوړی، ژور او شاعرانه کړ. د زندان دېوالونو د هغه د بدن حرکت محدود کړ، خو د فکر او شعر افق یې لا پراخ کړ. له همدې امله د هغه د بند شعرونه یوازې د یوه بندي انسان فریاد نه دي، بلکې د ازادۍ، عزت او مقاومت ادبي سند هم ګڼل کېدای شي.
مسعود: زموږ په هیواد کې د لرغوني رزمي او حماسي ادبیاتو تاریخ یو ځانګړي بحث ته اړتیا لري، چې زیاتره یې د فولکلور په چوکاټ کې د خلکو په زړونو، سینو او مغزونو کې ځای نیولی دی. تاسې د یو لیکوال، ادیب او شاعر په توګه د دغو رزمي او حماسي ادبیاتو اغیز،  اهمیت او ارزښت د مضمون، منځپانګې او محتوا له مخې پر ادبي فورم او ډول او د تاریخ په روښانه کولو کې څه ډول ارزوئ؟ 
استاد سیماب: زما د پښتو ادب د تیورۍ له نظره چي ما په خپل کتاب کي وړاندي کړې ده د دې پوښتني ځواب دا کېدای سي چي، رزمي او حماسي ادبیات یوازې د جګړو، اتلانو او مېړانې روایت نه دی؛ بلکې دا د یوه ولس د اجتماعي حافظې، فرهنګي کوډونو، ارزښتونو، تخیل او تاریخي شعور هنري متن دی. په ځانګړي ډول زموږ هغه لرغوني حماسي روایتونه چې د فولکلور په بڼه له نسلونو نسلونو ته انتقال شوي، د ولس په ګډه حافظه کې د یوه ځانګړي ادبي نظام حیثیت لري.که د متن‌محورې تیورۍ له مخې ورته وګورو، نو په حماسي متن کې یوازې پېښه مهمه نه ده؛ بلکې ژبه، نخښې، تکرار، تصویر، کرکټر، روایت، تضاد او د معنا جوړښت ټول یو له بل سره اړیکه لري. اتل یوازې یو شخص نه پاتې کېږي، بلکې د یوې ټولنې د مطلوبو ارزښتونو سمبول ګرځي؛ دښمن هم یوازې یو فرد نه وي، بلکې د مقابل ارزښت یا ځواک استازیتوب کوي.له بلې خوا، د پښتني ادبي فرهنګي کوډ(ضابطه) له مخې په رزمي او حماسي ادب کې غیرت، مېړانه، وفاداري، ننګ، خپلواکي، میلمه‌پالنه، د خپلې خاورې دفاع او قرباني یوازې فردي صفتونه نه دي؛ بلکې هغه فرهنګي کوډونه دي چې د ټولنې د ګډ شعور برخه ګرځېدلي دي. حماسي روایت همدغه کوډونه په هنري ژبه بیا تولیدوي او له یوه نسل څخه بل نسل ته یې انتقالوي.د دې ادب په جوړښت کې اجتماعي تخیل هم ډېر مهم دی. ځکه فولکلوري حماسه د یوه لیکوال شخصي پنځونه نه ده؛ ولس پکې د وخت په تېرېدو سره خپلې تجربې، هیلې، وېرې، ارمانونه او ارزښتونه ورګډ کړي دي. له همدې امله په یوه حماسي روایت کې تاریخي واقعیت، افسانه، مبالغه او تخیل یو ځای لیدل کېږي.له تاریخي پلوه هم دا روایتونه مهم دي، خو زه یې له مستند تاریخ سره یو شان نه ګڼم. حماسي ادبیات موږ ته تل د یوې پېښې «عیني تاریخ» نه راکوي؛ بلکې د دې پېښې په اړه د ولس ذهنیت او تاریخي احساس راښيي. یعنې موږ ورڅخه دا پوښتنه هم کولای شو چې ولس خپل اتل څنګه تعریف کړی، د عدالت او ظلم تصور یې څه ډول و او کوم ارزښتونه یې د ساتلو وړ ګڼلي دي.د نوي تاریخپالنې له نظره هم دا حماسي روایتونه مهم دي؛ ځکه ادبي متن له خپل تاریخي او ټولنیز چاپېریال څخه جلا نه دی. په حماسي ادب کې د واک، مقاومت، قوم، خاورې، عدالت او خپلواکۍ هغه تصورونه چې رامنځته کېږي، د خپل وخت له ټولنیزو شرایطو سره اړیکه لري.نو زما په اند، د رزمي او حماسي ادب ارزښت یوازې په مضمون کې نه دی؛ مضمون، فورم، فرهنګي کوډ، اجتماعي حافظه، تخیل او تاریخي شعور ټول په ګډه د هغه ادبي ماهیت جوړوي. د حماسي ادب اتل د فرد له کچې پورته د ټولنې د ګډو ارمانونو استازی ګرځي، او همدا ټکی یې له عادي داستانه جلا کوي.له همدې امله زه زموږ د لرغوني حماسي فولکلور د پښتو ادب د تیورۍ لپاره ډېر مهم ګڼم. دا زموږ لپاره داسې ادبي تجربه ګاه ده چې پکې دمتن، فرهنګ، تاریخ، ټولنیز شعور، سمبول، تخیل او هویت اړیکې په طبیعي ډول مطالعه کېدای شي.که په یوه جمله کې یې ووایم: پښتو حماسي فولکلور د پښتني ټولنې د اجتماعي حافظې هنري متن دی؛ اتل یې د فرهنګي ارزښتونو سمبول، روایت یې د تاریخي شعور حافظه او ژبه یې د ولس د ګډ تخیل وسیله ده.
مسعود: دیو شمیر شاعرانو په شعرونو کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي زیات لیدل کیږي. تاسې په شعر کې دا لاملونه او فکتورونه څه ډول څیړئ؟ او دا راته وویاست چې تاسې هم په خپلو شعرونو کې له دغو لاملونو څخه هم کار اخیستئ او که نه؟
استاد سیماب: زما په خيال، مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي په شعر کې یوازې د شاعر د شخصي مزاج څرګندونه نه ده؛ دا ډېر وخت د شاعر د نفسياتي حالت، فکري دریځ، ټولنیز چاپېریال او فرهنګي کوډونو(ضابطو) انعکاس وي. شاعر چې له خپل وخت، ټولنې او ژوند سره ژوره اړیکه لري، د خپل چاپېریال کشمکشونه په شعر کې په بېلابېلو بڼو څرګندوي.مثلاً مستي کېدای شي د ژوند، مینې، ازادۍ او ښکلا د شدید احساس څرګندونه وي؛ یاغیتوب د حالاتو پر وړاندې د اعتراض او مقاومت ژبه کېدای شي؛ غرور کله کله د شخصیت د ځان‌باورۍ او انفرادي ځان خوښۍ نخښه وي او سرکښي بیا د جبر، محدودیت او تحمیل پر وړاندې د انسان د ازادۍ غوښتنه تمثیلولای شي.که د پښتني ادبي فرهنګي کوډ له مخې ورته وګورو، نو په پښتو شاعرۍ کې غیرت، ننګ، خپلواکي، مېړانه او د ظلم پر وړاندې درېدل له پخوانیو فرهنګي ارزښتونو سره تړاو لري. له همدې امله یاغیتوب او سرکښي په پښتو شعر کې یوازې انفرادي احساس نه دی؛ ډېر وخت د ټولنیز او فرهنګي مقاومت معنا هم پیدا کوي.له بلې خوا، د ارواپوهنې له مخې شاعر کله د خپل داخلي فشار، محرومیت، مینې، ماتې، غوسې یا ازادۍ غوښتنې د بیان لپاره هم له سرکښۍ او یاغیتوب څخه کار اخلي. یعنې هغه څه چې په ظاهره غرور ښکاري، کېدای شي په حقیقت کې د یو ژور داخلي درد یا د خپل «ځان» د اثبات هڅه وي.زه په خپله شاعرۍ کې هم له دې کیفیتونو سره مخامخ کېږم، خو زما لپاره یې استعمال هدف نه، بلکې د موضوع او احساس طبیعي نتیجه ده. کله چې د انسان د ازادۍ، کرامت، مینې یا مقاومت خبره کوم، هلته یاغیتوب او سرکښي د بیان یوه طبیعي ژبه ګرځي. کله چې د مینې او ژوند د مستۍ خبره وي، بیا مستي د خوښۍ او عاطفي سرشاره‌توب په معنا راځي.خو زه غرور په مطلقه معنا نه ستایم. که غرور د ځان‌باورۍ او خپل شخصیت د ساتنې معنا ولري، ادبي ارزښت پیدا کوي؛ خو که د بل انسان د سپکاوي او ځان‌لوړ ګڼلو معنا ولري، بیا یې مثبت ادبي ارزښت نه وینم.نو زما په اند، په شعر کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي هغه وخت هنري ارزښت پیدا کوي چې د شاعر له فکري نړۍ، نفسياتي تجربې، ټولنیز واقعیت او فرهنګي چاپېریال سره عضوي اړیکه ولري. شاعر باید یوازې د یاغي ښکاره کېدو لپاره یاغي نه شي؛ بلکې یاغیتوب یې باید د یوې ژورې تجربې او معنا هنري بیان وي.په لنډه توګه، زه دا کیفیتونه د شعر د موضوع په توګه نه، بلکې د شاعر د احساس، فکر او فرهنګي دریځ د بیان د هنري وسایلو په توګه ګورم.
مسعود: د رحمان بابا په شعر کې، په پرتله د نورو شاعرانو د تصوف رنګ ډیر زیات څرګند دی. مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ، او دا راته وویاست، چې د ده په مجازي او حقیقي عشق کې کوم ځانګړي توپیرونه شتون لري؟ 
استاد سیماب: رحمان بابا د پښتو کلاسیک ادب له هغو شاعرانو څخه دی چې تصوف او عرفان یې د شاعرۍ له بنسټیزو موضوعاتو څخه دي. د ده تصوفي فکر یوازې د اصطلاحاتو او صوفيانه تعبیرونو په کارولو محدود نه دی، بلکې د ده د شاعرۍ په اخلاقي نړۍ کې ریښې غځولې دي.د رحمان بابا په شعر کې مینه، انسانیت، عاجزي، صبر، زهد، د نفس تزکیه، د دنیا بې‌ثباتي او د انسان د باطني اصلاح مهم ځای لري. هغه د ظاهري ژوند تر شا د یوه معنوي حقیقت د موندلو هڅه کوي. د ده لپاره انسان د ظاهر له کچې ډېر ژور موجود دی او د انسان د کمال لار د باطن له اصلاح او د مینې له تجربې سره تړلې ده.د رحمان بابا د تصوفي فکر یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هغه تصوف له انساني اخلاقو سره نښلوي. د هغه په شعر کې ریښتینی صوفي هغه څوک نه دی چې یوازې له نړۍ ځان ګوښه کړي؛ بلکې هغه څوک دی چې له انسان سره مینه، له خلکو سره ښه چلند او له خپل نفس سره مبارزه ولري.د مجازي او حقیقي عشق په اړه زما په اند د رحمان بابا په شاعرۍ کې دواړه سره تړلي دي. مجازي عشق د انسان د احساس، ښکلا او مینې له محسوسې تجربې څخه پیلېږي، خو شاعر هڅه کوي چې له دې ظاهري مینې څخه د یوې لوړې او معنوي مینې پر لور حرکت وکړي.مجازي عشق د محبوب د ښکلا، دیدن، فراق، وصال او انساني عاطفې په ژبه بیانېږي؛ خو حقیقي عشق بیا د الله تعالی، حقیقت او مطلقې ښکلا سره د انسان د روح د تړاو معنا پیدا کوي.د رحمان بابا ځانګړتیا دا ده چې مجازي عشق د حقیقي عشق پر وړاندې نه دروي، بلکې د هغه د درک لپاره یې یوه وسیله ګرځوي. ظاهري ښکلا د معنوي ښکلا نخښه ګرځي او انساني مینه د مطلقې مینې پر لور د تګ یوه تجربه.البته د رحمان بابا په شاعرۍ کې عشق یوازې فلسفي یا عرفاني مفهوم نه دی؛ هغه یې له انسانیت سره هم تړلی دی. له همدې امله د ده عشق د فردي محبوب له دایرې څخه وځي او د ټول انسان، سولې، محبت او اخلاقو تر کچې رسېږي.نو که په لنډه جمله کې یې ووایم: رحمان بابا په مجازي عشق کې د انسان د زړه تجربه ویني، خو په حقیقي عشق کې د روح منزل؛ مجازي مینه د لارې ښکلا ده او حقیقي مینه د لارې مقصد.
مسعود:  تصوف په پښتو ادب کې څه وخت او د لومړي ځل لپاره د چا له خوا په کوم پېر کې رامنځته شو، او دا راته وویاست چې د تصوفي شعرونو په برخه کې کومو نامتو شاعرانو رغنده او  فعاله ونډه اخیستی ده. مهرباني وکړئ د دغو شاعرانو د شعرونو څو بیلګې راته په ګوته کړئ ؟ 
استاد سیماب:  زما په خيال، په پښتو ادب کې د تصوف د پیل په اړه باید د «شفاهي ادب» او «ثبت شوي ادب» ترمنځ توپیر وکړو. د پښتو په شفاهي ادب کې ښايي عرفاني او دیني مفاهیم تر دې وړاندې هم موجود وو؛ خو په ثبت شوي پښتو ادب کې تصوف د یوه منظم فکري او ادبي جریان په توګه په ځانګړي ډول د شپاړسمې پېړۍ د پيرروښان له ظهور سره څرګند شو.بایزید انصاري، چې په پیر روښان مشهور دی، د روښاني مکتب بنسټګر و. د هغه خیرالبیان په پښتو کې د تصوفي او اخلاقي فکر له لومړنیو مهمو ثبت شوو اثارو څخه ګڼل کېږي. هغه د پښتو په نثر او نظم کې د عرفاني، اخلاقي او فکري مفاهیمو لپاره نوې ساحه پرانیسته.د روښاني مکتب له مهمو شاعرانو څخه ارزاني خویشکی، مخلص، میرزاخان انصاري، دولت لواڼی او واصل د یادونې وړ دي. په ځانګړي ډول میرزاخان انصاري د روښاني فکر او شاعرانه هنر ترمنځ د توازن له امله ځانګړی مقام لري. د روښاني شاعرۍ په اړه څېړنې هم څرګندوي چې دغو شاعرانو عرفاني اصطلاحات، رمز، اشاره او د باطني تجربې مفاهیم پښتو شعر ته داخل کړل.له بلې خوا اخوند دروېزه د روښاني مکتب مخالف و او د مخزن الاسلام په څېر اثارو له لارې یې خپل دیني او فکري دریځ وړاندې کړی. له دې کبله د پښتو د تصوفي او دیني ادب لومړنی پړاو یوازې یو رنګ نه لري، بلکې د مختلفو فکري لیدلورو ترمنځ یو ژور فکري تعامل هم پکې لیدل کېږي.وروسته په اوولسمه پېړۍ کې رحمان بابا، خوشحال خان خټک ،عبدالقادر خان خټک او نورو شاعرانو په بېلابېلو اندازونو کې عرفاني او تصوفي مفاهیم وړاندې کړل. خو د دوی تصوف یو شان نه دی؛ د هر شاعر د شخصیت، فکري نړۍ او هنري جوړښت له مخې یې بڼه بدلېږي.په دې لړ کې رحمان بابا ځانګړی مقام لري. د هغه په شاعرۍ کې مینه، انسانیت، اخلاق، نفس‌پالنه، د دنیا بې‌ثباتي، توکل او د انسان د باطني اصلاح مفاهیم په داسې ساده، روانه او هنري ژبه وړاندې شوي چې تصوفي فکر یې د ولس له ورځني احساس سره نزدې کړی دی. د هغه دیوان نزدې ټول په غزلو ولاړ دی او تصوفي فکر یې د شاعرۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی.د بېلګې په توګه د رحمان بابا دا بیتونه د دنیا د ظاهري ارزښتونو پر وړاندې د هغه د عرفاني لید څرګندونه کوي:
هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا -  بې ‌وقوف دی وقوفدار د دې دنیا
***
روښنایي په هغو زړونو ده حرامه- چې پرې کېني ګرد غبار د دې دنیا
دلته دنیا، غبار او روښنایي یوازې عادي کلمې نه دي؛ بلکې د تصوفي فکر رمزي او معنوي کوډونه دي. د دنیا غبار د انسان د باطن د تیارو، او روښنایي د معنوي بیدارۍ او معرفت نخښه ګرځي. دا هغه ځای دی چې تصوف له ساده دیني وعظ څخه ادبي او هنري تجربې ته اوړي.
نو که د پښتو ادب د تیورۍ له مخې یې تحلیل کړو، زه تصوف یوازې د یوه دیني مضمون په توګه نه ګڼم؛ بلکې دا د پښتو ادب په تاریخ کې یو فکري ، هنري نظام دی چې د انسان د ظاهر او باطن، مینې، معرفت، حقیقت، نفس، اخلاقو او د نړۍ د معنا په اړه یې د شاعرۍ د فکر ساحه پراخه کړې ده.په بله وینا، روښاني پېر پښتو شعر ته د تصوفي فکر دروازه پرانیسته، میرزاخان انصاري او نورو روښاني شاعرانو یې هنري ژبه پراخه کړه، او رحمان بابا دغه عرفاني تجربه په ساده، روانه او ژوره ولسي ـ هنري ژبه کې یوې لوړې شاعرانه مرحلې ته ورسوله.
مسعود: تاسې په شعر و ادب کې اسطوره څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟ او دا راته وویاست، چې  د اسطورې او سیمبولونو تر منځ څه توپیر شتون لري، د یو شاعر په نوښتګرانه هاندو و هڅو او ادبي هستونو او پنځونو کې څه اغیز لري؟
استاد سیماب: زما په خيال، اسطوره د یوه ولس د اجتماعي تخیل، تاریخي حافظې، عقیدوي تصوراتو او فرهنګي تجربو هغه لرغونی روایت دی چې د انسان، طبیعت، اتلانو، خدایانو، فوق‌العاده ځواکونو او د نړۍ د پیدایښت او معنا په اړه ځانګړې معناوې او باورونه پکې نغښتي وي. اسطوره یوازې یوه پخوانۍ کیسه نه ده؛ بلکې د یوه قوم د نړۍ‌لید او فرهنګي حافظې یوه ژوره برخه ده.په ادبي متن کې اسطوره هغه وخت ځانګړی اهمیت پیدا کوي چې شاعر یا لیکوال له یوې لرغونې اسطورې څخه د خپلې زمانې د یوې نوې تجربې د بیان لپاره استفاده وکړي. په دې توګه اسطوره له خپل تاریخي وخت څخه راووځي او په نوي متن کې نوې معنا پیدا کوي.
اسطوره او سمبول نږدې اړیکه سره لري، خو یو شی نه دي. اسطوره عموماً یو بشپړ روایت، کرکټر، پېښه یا فرهنګي نظام وي؛ سمبول بیا یو نخښه، تصویر، شی یا مفهوم دی چې له خپلې ظاهري معنا څخه ورهاخوا یوه بله ژوره معنا انتقالوي.مثلاً رستم په اصل کې یو اسطوري ـ حماسي شخصیت دی؛ خو یو شاعر کولای شي رستم د مېړانې، مقاومت او ځواک سمبول هم وګرځوي. همدارنګه ققنس یوه اسطوري مرغۍ ده؛ خو په نوي ادبي متن کې د بیا رازېږېدو، قربانۍ یا نوي ژوند سمبول کېدای شي.له همدې امله ویلی شو چې هره اسطوره سمبولیک ظرفیت لري، خو هر سمبول اسطوره نه ده.د شاعر په نوښتګرانه تخليق کې اسطوره ډېر اهمیت لري؛ ځکه شاعر له یوه زاړه فرهنګي روایت څخه د نوې معنا د جوړولو لپاره استفاده کوي. دا کار د متن د معنا ساحه پراخوي او لوستونکی له تېر، حال او راتلونکي سره په یوه فکري اړیکه کې دروي.د بېلګې په توګه، که معاصر شاعر د ښامار له لرغوني تصور څخه استفاده وکړي، ښامار یوازې یو افسانوي شی نه پاته کېږي؛ شاعر یې کولای شي د ظلم، استبداد، فساد، زور، وېرې یا داسې ځواک لپاره وکاروي چې یو سر یې پرې شي او بل سر یې راټوکېږي. په دې توګه یو لرغونی اسطوري تصویر د معاصرې ټولنې د تجربې هنري بیان ګرځي.همدا ځای د اسطورې له بیا تخليق سره تړاو لري. نوښتګر شاعر اسطوره نه تکراروي؛ بلکې هغه اخلي، له خپلې زمانې سره یې مخامخ کوي او نوی معنويت ورکوي.زما په خيال، اسطوره د شاعر لپاره د فرهنګي حافظې خزانه ده او سمبول د هغې حافظې د هنري انتقال وسیله. شاعر چې له دې دواړو څخه په نوښتګر ډول استفاده وکړي، شعر یې څو پوړیزه معنا پیدا کوي او لوستونکی مجبورېږي چې د متن تر ظاهري سطحې لاندې پټې معناوې هم کشف کړي. په لنډه توګه: اسطوره د اجتماعي تخیل او فرهنګي حافظې لرغونی روایت دی، سمبول د معنا د انتقال هنري نخښه ده؛ او نوښتګر شاعر د اسطورې له پخوانۍ معنا څخه د خپلې زمانې لپاره نوې سمبولیکه معنا جوړوي. همدا بهیر د ادبي متن د ژورتیا، نوښت او معنايي پراختیا سبب کېږي.
مسعود: تاسې، لنډۍ چې زموږ د ولسي ادب او فلکلور یوه غوره، مهمه او با ارزښته برخه ده څه ډول راپیژنئ، او دا راته وویاست چې د لنډیو شاعران څوک دي او په پښتو ادب کې د لنډیو ژورې ځانګړتیاوې او اغیز څه ډول ارزوئ؟
استاد سیماب: لنډۍ د پښتو ولسي ادب او فولکلور یو له تر ټولو لرغونو، ژورو او ژوندیو شعري فورمونو څخه ده. لنډۍ عموماً له دوو مسرو څخه جوړه وي؛ لومړۍ مسره یې لنډه او دویمه یې نسبتاً اوږده وي، خو د دې کوچني فورم دننه د پښتني ولس پراخه عاطفي، فکري او ټولنیزه تجربه نغښتې ده.د لنډۍ یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې شاعر یې مشخص فرد نه دی.دا د ولس ګډه شتمني ده. موږ د ډېرو لنډیو شاعر یا پنځوونکی نه شو معلومولای. لنډۍ د ولس په ګډه حافظه کې رامنځته کېږي، نسل په نسل انتقالېږي او د وخت په تېرېدو کې یې ولس اصلاح، بدله او بشپړه وي. له همدې امله زه لنډۍ د یوه فردي شاعر پر ځای د د ولس ګډه شتمني ګڼم.البته دا معنا نه لري چې هره لنډۍ حتماً په یوه شېبه کې د ټول ولس له خوا جوړه شوې ده. کېدای شي لومړی یې یو فرد ووایي، خو کله چې هغه د ولس له احساس او تجربې سره همغږې شي، ولس یې اخلي، ساتي، بدلون ورکوي او خپل ګډ ادبي میراث یې ګرځوي. په دې معنا د لنډۍ حقیقي شاعر  ولس دی.
د لنډیو ژوره ځانګړتیا د هغوی په ایجاز او معنوي پراخوالي کې ده. په دوو مسرو کې د مینې، فراق، وصال، جګړې، وطن، کډوالۍ، مور، خور، ښځې، ټولنیز ژوند، غیرت، طنز، اعتراض، غم او خوښۍ ډېرې پراخې تجربې بیانېږي.لنډۍ په ځانګړي ډول د پښتنې ښځې د باطن د اظهار یوه مهمه ولسي ژبه هم ده. هغه احساسات چې ښايي په عادي ټولنیز ژوند کې په مستقیم ډول بیانول ستونزمن وي، په لنډۍ کې په ډېر جرأت او هنري رمز بیان شوي دي. له همدې امله لنډۍ د پښتني ټولنې د ښځینه او نارینه دواړو عاطفي او اجتماعي نړۍ یوه مهمه حافظه ده.ما په خپل کتاب کي د دې جمالياتي او نور اړخونه بيان کړي دي.ما خپل کتاب؛د پښتو ادب  تیورۍ؛ کي دا نظر وړاندي کړی دی چي لنډۍ د ولسي فرهنګي کوډونو د مطالعې لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. په لنډیو کې مینه، وفاداري، غیرت، ننګ، وطن، کورنۍ، مېلمه‌پالنه، قرباني او مقاومت یوازې موضوعات نه دي؛ بلکې د پښتني ټولنې د فرهنګي ارزښتونو کوډونه دي چې په هنري ژبه انتقال شوي دي.د لنډۍ بله ځانګړتیا موسیقیت، طبیعي اهنګ، تصویر او ناڅاپي پای دی. دویمه مسره ډېر وخت داسې ټکان ورکوونکی تصویر یا معنا وړاندې کوي چې د لومړۍ مسرې عاطفي فضا لا ژوره کړي. له همدې امله لنډۍ د لږو الفاظو په وسیله ډېر زیات احساس او معنا انتقالوي.له تاریخي پلوه هم لنډۍ ارزښت لري. ځکه په ډېرو مواردو کې د هغو پېښو، جګړو، کډوالیو او ټولنیزو بدلونونو انعکاس پکې موندل کېږي چې رسمي تاریخ یې ښايي په بشپړ ډول ثبت نه کړي. نو لنډۍ د ولسي تاریخي حافظې یوه مهمه سرچینه هم ده.زه به لنډۍ د پښتو ادب د کوچني فورم او لویې معنا یوه بېلګه وبولم. د هغې ښکلا په دې کې ده چې د شاعر نوم نه لري، خو د ولس ږغ لري؛ کتاب یې نه درلود، خو حافظه یې کتاب شوه؛ او لیکلی مؤلف نه لري، خو نسلونو نسلونو یې پنځونه کړې ده.
نو په لنډه توګه، لنډۍ د پښتني ولس ګډ شعري وجدان دی؛ دوه مسرې لري، خو د یوه ولس د مینې، درد، ارمان، مقاومت او ژوند یوه پراخه نړۍ پکې ځای شوې ده.
مسعود: تاسې د لنډیو معنوي او حماسي انځورونه او تشبیهات څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو انځورونو او تشبیهاتو څو بیلګې را ته پر ګوته کړئ.
استاد سیماب: زما په اند، د لنډیو یوه لویه هنري ځانګړتیا دا ده چې په ډېر لږو الفاظو کې ډېر ژور معنوي، عاطفي او حماسي انځورونه جوړوي. لنډۍ یوازې احساس نه بیانوي، بلکې د طبیعت، انسان او کلتور له محسوسو عناصرو څخه د پراخو معناوو لپاره استفاده کوي.د معنوي انځور یوه ډېره ښکلې بېلګه دا ده:
جانان مې ستوری د اسمان دی - نه ورختی شم، نه مې زړه صبر کوینه
دلته جانان د اسمان له ستوري سره تشبیه شوی دی. ستوری ښکلی او روښانه دی، خو له انسانه لرې دی. په دې توګه د محبوب ښکلا، لوړ مقام او د عاشق د ناتوانۍ احساس په یوه کوچني تصویر کې راټول شوی دی.همدارنګه:
جانانه فکر پکې وکړه - مینه سور اور دی، وارخطا نشې مینه
دلته مینه له سور اور سره تشبیه شوې ده. اور د عشق شدت، سوځېدنه او خطر څرګندوي. نو یو محسوس شی، یعنې اور، د انسان د یوه ژور باطني حالت د بیان لپاره کارول شوی دی.د حماسي انځورونو یوه ډېره پیاوړې بېلګه بیا دا ده:
ځان د وطن په شمع سیزه - چې پتنګان دې د زیارت طواف کوینه
دلته وطن د شمعې او وطنپال انسان د پتنګ په توګه انځور شوی دی. پتنګ د شمعې په مینه کې ځان سوځوي؛ نو د وطن لپاره د قربانۍ، میړانې او فداکارۍ ډېر پیاوړی حماسي تصویر ترې جوړېږي. زیارت هم دې قربانۍ ته د تقدس او درناوي معنا ورکوي.زما په خيال، د لنډۍ د انځور اصلي قوت یوازې په تشبیه کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې یو کوچنی محسوس تصویر د یوې لویې عاطفي، معنوي یا حماسي معنا حامل ګرځي. همدا ایجاز او تصویري قوت دی چې لنډۍ د ولس په حافظه کې ژوندۍ ساتي.
مسعود: تاسو په پښتني ټولنه کې د پښتو متلونو اهمیت او ارزښت د خلکو په منځ کې د انساني او اخلاقي اړیکو د ټینګښت په تړاو او د معنوي، رواني او عنعنوي اغیز، ښیګڼو او لارښوونو په اړه څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو متلونو څو بیلکې راته پر ګوته کړئ ؟
استاد سیماب:  زما په خيال، پښتو متلونه د پښتني ټولنې د ټولنیز، اخلاقي او فرهنګي شعور یوه مهمه برخه ده. متلونه یوازې د خبرو د ښکلا لپاره نه کارېږي، بلکې د ولس د اوږدې تجربې، پوهې، اخلاقي ارزښتونو او اجتماعي ژوند لنډې او پخې پایلې دي. پښتون ولس ډېر  وخت د یوې اوږدې خبرې پر ځای په یوه متل کې خپله خبره داسې راټولوي چې هم پکې حکمت وي، هم نصیحت او هم د ژوند تجربه.د انساني او اخلاقي اړیکو د ټینګښت په برخه کې متلونه ځانګړی اهمیت لري. «یو لاس ټک نه کوي» د ګډ کار او همکارۍ ارزښت بیانوي او انسان ته ښيي چې ټولنیز ژوند د یو بل له مرستې پرته بشپړېدای نه شي. همدارنګه «څه چې کرې، هغه به رېبې» انسان د خپلو کړنو د پایلو مسؤولیت ته متوجه کوي او د نېک عمل، انصاف او احتیاط لارښوونه کوي.د متلونو معنوي او نفسياتي اغېز هم ډېر مهم دی. کله چې یو انسان له ستونزې، ماتې یا ناامېدۍ سره مخ شي، ولسي متلونه ورته د صبر، حوصلې او تجربې پیغام ورکوي. مثلاً «صبر که تريخ دی، مېوه یې خوږه ده» انسان ته دا روحیه ورکوي چې د ستونزو په وړاندې باید حوصله له لاسه ورنه کړي، ځکه د زغم پایله ښه کېدای شي.د عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې له پلوه هم متلونه د پښتني ټولنې یوه مهمه حافظه ده. په متلونو کې د مېلمه پالنې، مشرانو درناوي، غیرت، عزت، همکارۍ، رښتینولۍ او ټولنیز مسؤولیت ګڼ ارزښتونه له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شوي دي. د بېلګې په توګه: «مېلمه د خدای دوست دی» د پښتني مېلمه پالنې هغه دودیز ارزښت بیانوي چې مېلمه ته درناوی د ټولنیز اخلاقو یوه برخه ګڼي.متلونه د انسان د نفسياتي حالت د درک او اصلاح وسیله هم ګرځي. انسان ته د شخصي تجربې او د حقیقت د پېژندلو اهمیت ورپه ګوته کوي. همدارنګه «د بل په عیب پسې مه ګرځه، خپل عیب به دې هېر شي» د ځان‌اصلاح او د نورو د عیبونو د نه لټولو اخلاقي پیغام لري.
زما په خيال د پښتو متلونو ځانګړتیا دا ده چې د ولس فلسفه یې په لنډو جملو کې خوندي کړې ده. دوی د کتابي فلسفې پر ځای د ژوند له تجربې راوتلې فلسفه وړاندې کوي. له همدې امله یې اغېز پر عام انسان ډېر مستقیم او ژور وي.نو په پای کې ویلی شو چې پښتو متلونه د پښتني ټولنې شفاهي اخلاق، اجتماعي تجربه، نفسياتي حکمت او عنعنوي ارزښتونه له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالوي. متل د ولس لنډه خبره ده، خو تر شا یې اوږده تجربه ولاړه وي؛ همدا وجه ده چې په پښتني ټولنه کې یې لا هم د نصیحت، پرېکړې، ټولنیزې اړیکې او اخلاقي لارښوونې په توګه ځانګړی اعتبار ساتلی دی.
مسعود: پښتو غزل هغه شعري ځیل( ژانر) دی، چې د پښتو ادب په بیلابیلو تاريخي پېرونو(دورو) کې نومياليو ويناوالو او شاعرانو د انساني ژوند د راز راز سکالوو (موضوعاتو) او اړخونو پر بنسټ د پښتو ادب دنگه ماڼۍ ځلانده او اوچته ساتلې ده. که مهرباني وکړئ د پښتو غزل د ودې، پرمختګ او پراختیا په اړه خپل لید راسره شریک کړئ؟
استاد سیماب:  ستا دا پوښتنه پوره د ايم فل د تهيسز تقاضا کوي خو  زه هڅه کوم چي لنډ او جامع غوندي ځواب ووايم او دا به نيمګړی وي.
زما په خيال، پښتو غزل د پښتو ادب له هغو مهمو شعري ژانرونو څخه دی چې د وخت له بدلونونو سره یې خپل ځان ته نوی رنګ او نوی بیان ورکړی دی. که د پښتو غزل تاریخي بهیر ته وګورو، نو وینو چې د دې ژانر وده یوازې د شاعرانو د شمېر له زیاتېدو سره نه، بلکې د فکري، موضوعي، هنري، ژبني او تخنیکي بدلونونو له لارې هم شوې ده.د پښتو غزل لومړنۍ ریښې له کلاسیکې شاعرۍ سره تړاو لري. په دې پړاو کې غزل تر ډېره د عشق، عرفان، تصوف، ښکلا او انساني عاطفې د بیان وسیله وه. خو پښتو شاعرانو ډېر ژر غزل له خپلې ټولنیزې او فرهنګي تجربې سره وتاړه او هغه یې د خپل ژوند، چاپېریال او فکري نړۍ د بیان یوه مهمه وسیله وګرځوله.په کلاسیک پړاو کې رحمان بابا او خوشحال خان خټک،حميدبابا د پښتو غزل د ودې په تاریخ کې ځانګړی مقام لري. رحمان بابا غزل ته د عشق، عرفان، اخلاقو او انساني معنویت ژوره فلسفه ورکړه؛ په داسې حال کې چې خوشحال خان خټک د مینې ترڅنګ د مېړانې، آزادۍ، پښتني ارزښتونو او انساني عزت موضوعات هم د شاعرۍ نړۍ ته داخل کړل. له همدې امله د دوی شاعري د پښتو غزل د موضوعي پراختیا مهم پړاو ګڼل کېدای شي.خو حميدبابا او د سبک هندي نورو شاعرانو پښتو غزل د پېچلو استعارو،تشبهاتو او تراکيبو سره داسي واخښوله چي د فارسي ژبي خواږه يې هم ډېر ورسره راوړه چي د غزل د پېچلتوب سبب شو.وروسته د پښتو غزل په بېلابېلو تاریخي پېرونو کې نویو شاعرانو د دې ژانر ساحه لا پراخه کړه. غزل له فردي عشق څخه ورو ورو د ټولنیزو ستونزو، سیاسي وضعیت، وطنپالنې، آزادۍ، هجرت، فقر، جګړې، سولې او انساني دردونو تر بیان پورې ورسېد. په معاصر پړاو کې شاعر نور یوازې د خپل محبوب له ښکلا سره خبرې نه کوي، بلکې له ټولنې، تاریخ، سیاست، انسان او خپل عصر سره هم خبرې کوي.د پښتو معاصر غزل یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د کلاسیکې غزلې عاطفي او موسیقايي میراث یې ساتلی، خو د بیان او فکر ساحه یې پراخه کړې ده. معاصر شاعر له نوو تجربو، نوو تشبیهاتو، سمبولونو او ژبنیو امکاناتو څخه استفاده کوي. په دې توګه غزل د زمانې له فکري بدلونونو سره ځان عیاروي.
زما په خيال، د پښتو غزل د پراختیا په برخه کې د ښځینه شاعرانو ونډه هم ډېره مهمه ده. ښځینه شاعرانو د مینې، کورني ژوند، ټولنیزو محدودیتونو، ښځینه احساس، انتظار، فراق او خپلواکۍ موضوعاتو ته له خپلې ځانګړې تجربې څخه نوی شعري بیان ورکړی دی. په دې توګه د غزل عاطفي او انساني نړۍ نوره هم پراخه شوې ده.د پښتو غزل د پرمختګ بله مهمه وسیله ژبه او هنري تخنیک دی. د شاعرانو له خوا د تشبیه، استعاري، سمبول، تلمیح، ایهام او تصویري ژبې پراخ استعمال غزل ته هنري ژورتیا ورکړې ده. همدارنګه د موسیقايي جوړښت، وزن، قافیې او ردیف په برخه کې د شاعرانو نوښتونو د دې ژانر شعري ښکلا پیاوړې کړې ده.نو که په لنډ ډول ووایم، پښتو غزل له عشق څخه پیل شوې، خو په عشق کې محدوده نه ده پاته شوې. له فردي احساسه یې د ټولنې تر احساسه، له شخصي درد څخه تر تاریخي درد پورې او له ښکلا څخه تر فلسفې او ټولنیز شعور پورې سفر کړی دی.د پښتو غزل د ژوندي پاتې کېدو ستر راز همدا دی چې له خپل کلاسیک میراث سره اړیکه ساتي، خو د هر نوي عصر نوې پوښتنې او نوې تجربې هم په خپل شعري وجود کې ځایوي.که غزل د خپل وخت له انسان سره خبرې وکړای شي، نو د دې ژانر وده او پراختیا به تل روانه وي.
مسعود: شعر او موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. تاسې په دې اړه څه لید لرئ، او دا راته وویاست، چې ستاسې شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلي دي؟
استاد سیماب: شعر او موسیقي د هر کلتور د ماڼۍ دوه داسې بنسټیزې ستنې دي، چې یو د بل له سیوري پرته بشپړ اغېز نه شي ښندلای. شعر د انسان د احساس، فکر او تجربې ژبه ده او موسیقي همدې احساس ته اواز، حرکت او عاطفي ځواک ورکوي. په ځانګړې توګه زموږ په پښتني کلتور کې شعر او موسیقي له ډېر پخوا راهیسې یو له بل سره ژوره اړیکه لري. لنډۍ،غاړي، غزل، بدله، چاربیته او نور ولسي او ادبي شعري فورمونه د موسیقۍ له لارې له یوې سینې څخه بلې سینې ته او له یوه نسل څخه بل نسل ته رسېدلي دي.زما په اند، کله چې یو ښه شعر د موسیقۍ جامه واغوندي، نو د هغه د اغېز ساحه لا پراخېږي. شعر د فکر او کلام قوت لري او موسیقي هغه فکر او احساس ته عاطفي خوځښت ورکوي. له همدې امله زموږ په ټولنه کې ډېر داسې شعرونه شته چې خلک یې د کتاب له مخه نه، بلکې د سندرغاړو له اوازه پېژني. زما ځینې غزلې هم پخوا د پاکستان ټلویزیون (PTV) او راډیو پاکستان کوټې له لارې د سیمې ځینو سندرغاړو ویلي دي. دا زما لپاره یوه ځانګړې خوښي وه، ځکه چې شعر هغه وخت لا ډېر ژوندی احساس پیدا کوي، کله چې له کتاب او کاغذ څخه ووځي او د یوه هنرمند په اواز کې د خلګو تر غوږونو ورسېږي.
مسعود:  یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو او نوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره  د بهرنیو لیکوالو نښیرونه(آثار) او شعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو نښیرونو(آثارو) ژباړه او یا زموږ د نښیرونو(آثارو)  ژباړه  په  نورو ژبو کې  د پښتو ادب و فرهنگ د  ودې  او پرمختګ  لپاره څه اغیز ښندلای شي؟  او دا راته وویاست چې تاسې  پکې  ونډه  اخېستې  ده  او که  نه؟
استاد سیماب: زما په خيال ژباړه د دوو ژبو ترمنځ یوازې د کلمو د انتقال وسیله نه ده، بلکې د دوو کلتورونو، فکرونو او ادبي تجربو ترمنځ د اړیکې یو مهم پُل دی. کله چې موږ د نړۍ د نورو ژبو مهم ادبي او فکري آثار پښتو ته راژباړو، نو زموږ ادب له نوو افکارو، ادبي نظریو، اسلوبونو او هنري تجربو سره اشنا کېږي. همدارنګه، کله چې زموږ پښتو آثار نورو ژبو ته وژباړل شي، نو پښتو ادب د خپلې ژبې له جغرافیایي او فرهنګي محدودې څخه وځي او د نړۍ له لوستونکو سره د خبرو امکان پیدا کوي.
په ځانګړې توګه د پښتو ادب لپاره ژباړه ځکه ډېره مهمه ده چې زموږ ادبي او فرهنګي شتمني ډېره پراخه ده، خو لا هم د نړۍ په ادبي چاپېریال کې په هغه اندازه نه ده پېژندل شوې چې باید پېژندل شوې وای. که زموږ کلاسیک شعر، افسانه، ناول، ولسي ادب او معاصر شعر په انګلیسي او نورو نړیوالو ژبو وژباړل شي، نو نړۍ به له پښتني ژوند، فکر، کلتور، تاریخ او جمالیاتو سره لا ښه اشنا شي.له بلې خوا، یوازې ژباړه بسنه نه کوي؛ د ژباړونکي ادبي ذوق او د دواړو ژبو له فرهنګي ځانګړنو سره بلدتیا هم ډېر اهمیت لري. ښه ژباړه باید د اصلي اثر روح، هنري کیفیت او فکري ژورتیا تر ډېره وساتي. په ځانګړې توګه د شعر ژباړه ډېره ستونزمنه ده، ځکه شعر یوازې الفاظ نه دي؛ وزن، موسیقي، استعاره، کلتوري رمزونه او عاطفه هم ورسره تړلې وي.ما هم د خپل ادبي او څېړنیز کار په ترڅ کې له ژباړې سره تر یوه بریده کار کړی دی او د نورو ژبو له ادبي او فکري اثارو څخه مې د استفادې هڅه کړې ده. زما په اند، زموږ د ادبي څېړنې د پرمختګ لپاره دا ډېره مهمه ده چې له نړیوالو ادبي نظریو او تجربو سره اړیکه ولرو، خو په عین وخت کې خپله ادبي او فرهنګي ځانګړتیا هم له لاسه ور نه کړو.بل دا چي سږ کال مي يو پي ايچ ډي سکالر په د سهيلي پښتونخوا پر ژباړه باندي ډګرۍ ترلاسه کړې ده.په پای کې به ووایم چې ژباړه د پښتو ادب لپاره د نړۍ پر لور یوه کړکۍ ده، او د پښتو ادب ژباړه بیا نړۍ ته زموږ د فکر، احساس، تاریخ او کلتور د ورپېژندلو یوه وسیله ده. که دې کار ته په علمي او مسلکي ډول پاملرنه وشي، نو د پښتو ادب د ودې، نړیوال معرفت او فرهنګي پیاوړتیا لپاره ډېر ستر اغېز لرلای شي.
مسعود: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي، ستاسې پر اند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغېز لري؟ شاعر او لیکوال څنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي؟
استاد سیماب: کله چې په یوه ټولنه کې د عقایدو او فرهنګ په نوم سانسور واکمن شي، تر ټولو لومړی اغېز یې د شاعر او لیکوال پر ازاد فکر او تخلیقي وجدان وي. شاعر او لیکوال د ټولنې د حساس احساس، دردونو او پټو حقیقتونو ترجمان وي؛ که د هغه پر فکر، ژبه او تخلیق محدودیتونه ولګول شي، نو د بیان طبیعي ازادي یې اغېزمنېږي او کېدای شي لیکوال د ځان‌سانسور تر کچې ورسېږي.خو زه فکر نه کوم چې سانسور د ادب مخه په بشپړه توګه نیولای شي. د تاریخ په اوږدو کې ډېرو شاعرانو او لیکوالو د سختو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي محدودیتونو په شرایطو کې هم خپل ږغ ژوندی ساتلی دی. کله چې مستقیمه خبره ممکنه نه وي، ادبیات د رمز، استعاري ژبې، تمثیل، طنز او هنري تصویر له لارې خپل پیغام رسوي. په دې معنا، ادب د سانسور پر وړاندې د مقاومت یوه پیاوړې وسیله هم ګرځېدلی شي.شاعر او لیکوال باید له داسې ناخوالو سره د مقابلې لپاره لومړی خپل فکري او ادبي استقلال وساتي. د هرې خبرې پر وړاندې بې‌ځایه ټکر هم د حل لار نه ده او چوپ پاتې کېدل هم مناسب نه دي. غوره لاره دا ده چې لیکوال په ژوره پوهه، هنري مهارت او مسؤلانه ژبه خپل فکر وړاندې کړي. هغه باید د ټولنې له عقایدو او فرهنګي ارزښتونو سره د انتقادي نظر ترمنځ توپیر وکړي؛ ځکه نقد د ارزښتونو د له منځه وړلو په معنا نه دی، بلکې د هغو د پوهاوي، اصلاح او بیاکتنې یوه وسیله ده. زما په خيال، د لیکوال تر ټولو ستره وسله قلم، پوهه او هنري صداقت دی. که لیکوال خپل قلم د حقیقت، انسانیت او ټولنیز شعور لپاره وکاروي، نو حتا په محدود چاپېریال کې هم د فکر څراغ بلولای شي. البته دا مبارزه باید له مسؤلیت، زغم او ادبي تدبیر سره مل وي، ځکه د ادب موخه یوازې مخالفت کول نه دي؛ بلکې د انسان او ټولنې د فکر پراخول، پوه رامنځته کول او د ژوند د لا ښه کېدو لپاره نوې لارې پرانیستل دي.زه دا وایم چې سانسور د ادب پر وړاندې یو خنډ کېدای شي، خو د ریښتیني تخلیق مخه په بشپړه توګه نه شي نیولای. ریښتینی شعر او ریښتینی ادب خپله ژبه پیدا کوي؛ که په ښکاره یې د ویلو لاره بنده شي، په رمز، استعاره او هنري بیان کې به خپل غږ پورته کوي.
مسعود: په لره او بره پښتونخوا او بهر کې یو شمیر ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادبي غونډې ترسره کیږي او د یو شمیر ادیبانو، لیکوالو اوشاعرانو کارونه او فعالیتونه څیړل کیږي. ستاسې پر آند دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د پراختیا او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي او د کارونو او فعالیتونو د سمون او خوځون په اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
استاد سیماب: په لره او بره پښتونخوا او له دې سیمو بهر د ادبي او فرهنګي ټولنو جوړېدل، ادبي ناستې، مشاعرې، سیمینارونه او د شاعرانو، لیکوالو او ادیبانو د اثارو څېړنه د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره ډېر مهم ارزښت لري. دا فعالیتونه د ادب د تولید ترڅنګ د ادبي فکر د تبادلې، د نوي نسل د هڅونې او د پښتو ژبې د فرهنګي هویت د ساتنې وسیلې هم دي.ادبي ټولنې هغه ځایونه دي چې لیکوال او شاعر پکې له یو بل سره فکري اړیکه پیدا کوي، خپل آثار وړاندې کوي او د نورو له تجربو څخه استفاده کوي. په ادبي ناستو کې د شاعرانو او لیکوالو د اثارو لوستل او پرې بحث کول د نقد او ادبي شعور د پیاوړتیا سبب جوړيږي. همدارنګه، کله چې د یوه شاعر یا لیکوال پر ادبي کار علمي څېړنه کېږي، د هغه اثر له شخصي ستاینې څخه د علمي ارزونې مرحلې ته داخلېږي او د پښتو ادب تاریخ او ادبي حافظه غني کوي.خو زما په اند، زموږ یوه مهمه ستونزه دا ده چې ډېرې ادبي ټولنې له یو بل سره منظمې اړیکې نه لري او ځینې وخت ادبي فعالیتونه یوازې تر مشاعرو او غونډو محدود پاته کېږي. موږ باید له غونډو څخه دایمي او منظم ادبي پروګرامونو ته ولاړ شو. د بېلګې په توګه، د ادبي ټولنو ترمنځ ګډې څېړنیزې پروژې، د پښتو د مهمو اثارو د چاپ او بیاچاپ پروګرامونه، د ځوانو لیکوالو د روزنې ورکشاپونه، د ادبي نقد منظمې ناستې او د پښتو د کلاسیک او معاصر ادب د ډیجیټل ارشیف جوړول ډېر ګټور کارونه دي.د دغو ټولنو د یووالي لپاره زما وړاندیز دا دی چې د لرو او برو پښتنو د ادبي او فرهنګي ټولنو ترمنځ یوه پراخه همغږۍ شبکه رامنځته شي. دا شبکه باید د کومې ځانګړې ډلې یا سیمې تر واک لاندې نه وي، بلکې د پښتو ژبې او ادب د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي. د بېلابېلو سیمو ادبي ټولنې کولای شي ګډ کلنی ادبي کنفرانس، ګډه مجله یا وېبپاڼه او ګډې څېړنیزې پروژې ولري.همدارنګه، باید د ادبي فعالیتونو لپاره یو روښانه مهالوېش جوړ شي، د هرې ټولنې کارونه مستند شي او د ترسره شویو فعالیتونو ارزونه وشي. د شخصي اړیکو، ډلبندۍ او سیمه‌ییزو اختلافاتو پر ځای باید علمي معیار، ادبي وړتیا او د اثر ارزښت ته لومړیتوب ورکړل شي. زما په خیال،د پښتو ادب راتلونکی یوازې په دې کې نه دی چې موږ ډېرې غونډې جوړې کړو؛ بلکې په دې کې دی چې له دغو غونډو څخه فکر، څېړنه، نقد، کتاب، ژباړه او نوی ادبي تولید رامنځته کړو. که زموږ ادبي ټولنې خپل فعالیتونه له یو بل سره همغږي کړي او د عصري ټکنالوژۍ، ډیجیټل رسنیو او نړیوالو ادبي اړیکو څخه هم ګټه واخلي، نو د پښتو ادب د پراختیا لپاره به یو پیاوړی او منظم ادبي حرکت رامنځته شي.
په پای کې به ووایم چې لره او بره پښتونخوا او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت پښتانه له جغرافیایي واټن سره سره د یوې ژبې او ګډ فرهنګي میراث خاوندان دي. زموږ ادبي ټولنې باید دغه واټنونه په ادبي اړیکو بدل کړي. که ژبه ګډه وي، فکر هم باید ګډه ادبي فضا ولري.
مسعود: مهرباني وکړی د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې را ته بیان کړئ؟
استاد سیماب: انسان چې په ټولنه کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه که د یوه ادیب، لیکوال او څېړونکي په توګه په ادبي ډګر کې فعالیت کوي، نو له بېلابېلو خلګو، مشرانو، ملګرو او هم‌فکرو سره د کار او اړیکو په ترڅ کې خوږې او ترخې خاطرې خامخا لري. زما ادبي او فرهنګي ژوند هم له دې تجربې مستثنا نه دی.ما د پښتو ادب له ډېرو درنو او نومیالیو مشرانو سره د ناستې، خبرو او ګډو ادبي فعالیتونو فرصت موندلی دی. له دروېش دراني، خیرمحمد عارف، سید عابد شاه عابد او نورو درنو لیکوالو او شاعرانو سره مې ډېرې خوږې او له خوند څخه ډکې خاطرې شته. په ځانګړې توګه له خپل درانه استاد رازمحمد راز سره مې ادبي او علمي اړیکې زما د ژوند یوه نه هېریدونکې برخه ده. له دغو مشرانو څخه مې یوازې ادبي زده کړه نه ده کړې، بلکې د ادب د درناوي، د علمي کار د ارزښت او د انسانانو د اړیکو ډېر څه مې هم زده کړي دي.خو د هر انسان په ژوند کې داسې خاطرې هم وي چې یادول یې اسانه نه وي. زما په ادبي او علمي ژوند کې هم یوه داسې تجربه شته چې له ډېرو ذهني او نفسياتي ستونزو سره یې مخامخ کړی یم. دا هغه مهال و چې زما د ادبي او څېړنیز کارو پر وړاندې له یوه لیکوال څخه داسې تورونه مطرح شول چې زما د کار د علمي او ادبي ارزښت پر ځای یې پر شخصي او منفي تعبیرونو ولاړ رنګ درلود. پر ما د «ضد دولتۍ»، «فحش» او «پلجېریزم» په څېر تورونه ولګېدل او له دې امله له داسې ستونزو سره مخ شوم چې اغېز یې یوازې پر ادبي کار نه، بلکې پر ذهني او نفسیاتي حالت هم پرېوت.زه نه غواړم د دې تجربې په اړه شخصي بحث اوږد کړم او یا د چا شخصیت تر پوښتنې لاندې راولم؛ زما لپاره مهمه خبره دا ده چې په علمي او ادبي ډګر کې باید د اختلاف د بیان لپاره علمي اصول، اخلاقي معیارونه او مستندې خبرې وکارول شي. نقد د ادب او علم د پرمختګ لپاره ضروري دی، خو نقد باید له شخصي دښمنۍ او تورونو سره ګډ نه شي. که څوک د یوه اثر له کومې نظریې، سبک یا محتوا سره اختلاف لري، باید هغه د دلیل، حوالې او علمي نقد له لارې ثابت کړي.له دې تجربې سره سره ما هڅه کړې چې خپل ادبي او علمي سفر ته دوام ورکړم. انسان شاید د نورو له ناحقې خبرې ځورېږي، خو که پر خپل کار باور ولري او ضمير یې مطمئن وي، نو باید د ستونزو له امله له خپل قلم او فکر څخه لاس وانخلي.زما لپاره خوږې خاطرې د ادب له مشرانو، استادانو او ملګرو سره تېرې شوې شېبې دي، او ترخې خاطرې بیا هغه تجربې دي چې انسان ته دا درس ورکوي چې د ادب په ډګر کې هم باید د علم تر څنګ زغم، اخلاق او حوصله ولرو. په پای کې مې دې تجربو ته د ژوند د یوې برخې په سترګه کتلي دي؛ خوږې یې د زړه پانګه ګرځېدلې او ترخې یې د تجربې.
مسعود: ستاسو پیغام د یو پېژندل شوي شاعر او تکړه لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې دننه او بهر پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي څه دی؟
استاد سیماب: زما پیغام هغو ټولو ځوانانو ته چې په ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي دا دی چې،ادب یوازې د شهرت او نوم پیدا کولو وسیله نه ده، بلکې د فکر، انسان او ټولنې د خدمت یوه ستره وسیله ده.ځوان لیکوال او شاعر باید لومړی له خپلې ژبې، خپل تاریخ، خپل فرهنګ او خپلې ټولنې سره ژوره اړیکه ولري؛ خو په عین وخت کې باید د نړۍ له معاصر فکر او نړیوال ادب څخه هم ځان خبر کړي. یوازې د خپل تېر میراث تکرار کول کافي نه دي؛ موږ باید له هغه میراث څخه د نوي تخلیق لپاره استفاده وکړو.زه ځوانانو ته دا هم وایم چې مطالعه ډېره وکړئ، خو یوازې د شعر او ادب مطالعه مه کوئ. فلسفه، تاریخ، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، ژبپوهنه او د نړۍ ادبيات ولولئ، ځکه پراخ فکر له پراخې مطالعې پیدا کېږي. شاعر چې څومره د انسان او نړۍ په اړه پوهه ولري، شعر یې هماغومره ژورېږي؛ او لیکوال چې څومره د ژوند بېلابېل اړخونه وپېژني، لیکنه یې هماغومره له حقیقت سره نزدې کېږي. بل مهم شی صبر او دوام دی. ادبي کار د یوې ورځې، یوې غونډې یا یوه کتاب په وسیله نه بشپړېږي. ځوان باید د انتقاد، مخالفت او ناکامۍ پر وړاندې حوصله ولري. هره نیوکه باید د دښمنۍ په سترګه ونه کتل شي؛ سالمه نیوکه باید د خپل کار د اصلاح لپاره وکارول شي، خو بې‌دلیله تورونو او منفي تبلیغاتو ته باید د خپل تخلیقي سفر اجازه ورنه کړل شي.زه خپلو ځوانو شاعرانو او لیکوالو ته دا هم وایم چې د یو بل د کار درناوی وکړئ. ادبي اختلاف طبیعي دی، خو اختلاف باید په شخصي دښمنۍ بدل نه شي. د یوه بل د اثارو نقد وکړئ، خو د شخصیتونو سپکاوی مه کوئ. پښتو ادب د ټولو ګډ کور دی؛ که موږ په دې کور کې یو بل ته ځای ورکړو، نو دا کور به لا ښکلی او پراخ شي.او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خپل ځانګړی غږ پیدا کړئ. د نورو شاعرانو او لیکوالو تر اغېز لاندې راتلل د ادبي زده کړې طبیعي مرحله ده، خو د لوی لیکوال ځانګړتیا دا ده چې په پای کې خپله ژبه، خپل سبک او خپله نړۍ پیدا کړي. له تقلید څخه زده کړه وکړئ، خو په تقلید کې مه پاته کېږئ. زه له ځوانانو څخه دا هیله هم لرم چې له نوې ټکنالوژۍ او ډیجیټل امکاناتو څخه د پښتو ژبې او ادب د پراختیا لپاره استفاده وکړي. زموږ ډېر ادبي آثار باید ډیجیټل شي، وژباړل شي او د نړۍ لوستونکو ته ورسېږي.په پای کې به ووایم: قلم په بیړه مه پورته کوئ؛ لومړی ډېر ولولئ، ډېر فکر وکړئ، ژوند په ژوره توګه ووینئ او بیا ولیکئ. ځکه ښه ادب یوازې له الفاظو نه جوړېږي؛ ښه ادب د مطالعې، تجربې، فکر، احساس او صداقت له ګډې پایلې پیدا کېږي. که زموږ ځوان نسل دا اصول خپل کړي، زه باور لرم چې د پښتو ادب راتلونکی به ډېر روښانه وي.
مسعود: تاسو دیو شاعر او لیکوال په توګه زموږ د هیواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکیچن اکربکر(حال احوال) څه ډول څیړئ، او نورو شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
استاد سیماب: زما په فکر، زموږ د هېواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکېچن حالت باید یوازې د یوې ورځې د پېښو په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د تاریخ، ټولنې، اقتصاد، فرهنګ او د خلکو د نفسياتي حالت په رڼا کې باید وڅېړل شي. موږ په داسې جغرافیه کې ژوند کوو چې له اوږدو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو، جګړو، بې‌ثباتۍ، محرومیتونو او بېلابېلو بحرانونو سره مخامخ پاته شوې ده. د دې ټولو اغېزې یوازې پر سیاست نه دی پرېوتی، بلکې زموږ پر ټولنیز ژوند، فرهنګ، ژبه، ادبیاتو او د انسان پر نفسياتو هم ژورې اغېزې لري.زه د یوه شاعر او لیکوال په توګه هڅه کوم چې دې حالت ته یوازې د سیاسي خبر یا شعار په سترګه ونه ګورم؛ بلکې د انسان له زاویې ورته وګورم. د جګړې تر شا یو انسان دی، د بې‌کارۍ تر شا یوه کورنۍ ده، د کډوالۍ تر شا یوه ماتېدونکې نړۍ ده، او د هرې سیاسي پېښې تر شا د خلکو د ژوند، هیلو او وېرې یوه کیسه پرته ده. ادبیات باید همدا انساني اړخونه راوسپړي. زموږ د وخت لیکوال باید د خپل عصر شاهد هم وي. که یو لیکوال د خپل وخت دردونه، ستونزې، محرومیتونه، بدلونونه او د خلکو هیلې په خپل اثر کې ثبت نه کړي، نو د راتلونکو نسلونو لپاره به د خپل عصر یوه مهمه ادبي او انساني حافظه له منځه ولاړه شي. خو دا کار باید په جذباتي شعارونو او سطحي قضاوتونو نه، بلکې په ژور فکر، هنري صداقت او تاریخي شعور ترسره شي.زه خپلو شاعرانو او لیکوالو ته وړاندیز کوم چې د اوسنیو سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه ژور مطالعه او مستند کار وکړي. تاریخ دې ولولي، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره دې خبرې وکړي او د خلکو واقعي ژوند دې وویني. شاعر او لیکوال باید د یوې پېښې یوازې ظاهري بڼه نه، بلکې د هغې تر شا علتونه، انساني اغېزې او ټولنیزې پایلې هم وڅېړي.بل مهم ټکی دا دی چې ادب باید د سیاسي اختلافاتو له امله د کرکې او وېش وسیله ونه ګرځي. موږ کولای شو له ظلم، نابرابرۍ، تاوتریخوالي او محرومیت سره مخالفت وکړو، خو د انسانانو ترمنځ د کرکې د زیاتولو پر ځای باید د پوهي، زغم او انساني همدردۍ فرهنګ پیاوړی کړو.
زه باور لرم چې د نن ورځې شاعر او لیکوال باید د خپل وخت منتقد، شاهد او حافظ وي. هغه باید د ټولنې دردونه ثبت کړي، پوښتنې مطرح کړي، د خلکو ږغ واوري او د راتلونکي لپاره د فکر او امید لارې هم پرانیزي. ادب یوازې د موجود حالت تصویر نه دی؛ ادب کولای شي د یوه ښه او عادلانه راتلونکي تصور هم رامنځته کړي.په پای کې به ووایم چې زموږ د اوسني کړکېچن حالت په اړه د لیکوال تر ټولو ستر مسؤلیت دا دی چې حقیقت له تعصب څخه، نقد له دښمنۍ څخه او ادب له شعار څخه جلا وساتي. که زموږ لیکوالان په دې توازن سره د خپل عصر تاریخ ولیکي، نو نن به د ټولنې د شعور برخه وي او سبا به د خپل وخت معتبره ادبي او تاریخي حافظه.
***
ګران استاد سیماب صاحب!
ستاسو له مرکې څخه څرګندېږي، چې د هرې پوښتنې په تړاو مو منطقي استدلال، لوړ اند و فکر، ارزښتمن، ژور او ګټور هر اړخیز ادبي او علمي مالومات وړاندې کړې دي او راتلونکو څېړونکو ته مو یوه معتبره علمي او مسلکي لاره هواره کړې ده. ستاسو دا  ادبي، علمې او مسلکي ځوابونه د علمي معیارونو، اکاډیمیکو اصولو او څېړنیزو اخلاقو بشپړ انعکاس دی. زه ستاسو له دغو نه ستړیکېدونکو هلو ځلو، علمي معیارونو او مسلکي تعهد، کره او بشپړو ځوابونو له عمله  منندوی یم. ستاسو د تخلیقي ځواک، فکري ژورتیا، ادبي مسؤولیت، علمي، ادبي او فرهنګي ارزښتمن چوپړ او د علمي سفر، لوړ هنري ذوق او مقام او له احساسه ډک قلم، مشال او ډېوې له لوی خدای څخه تل روښانه او ځلانده غواړم.
الله دې ستاسو ځواکمن او اوچت قلم تل پیاوړی، علمي، ادبي او فرهنګي اندو فکر مو ځلانده او هنري سفر مو لا بریالی او تلپاتې ولري.
***
قدرمن او دروند انجنیر عبدالقادر مسعود صاحب!
ستاسو له مینې، درناوي او ارزښتمنو علمي او ادبي پوښتونو څخه د زړه له کومې مننه کوم. ستاسو دا مثبت نظر او عالمانه ارزونه زما لپاره یوازې ستاینه نه، بلکې یو لوی مسؤولیت هم دی چې په راتلونکي کې خپلې علمي، ادبي او فرهنګي هڅې لا پسې پیاوړې کړم.
که زما خبرې او لیکنې د پښتو ژبې او ادب د مینه‌والو، څېړونکو او راتلونکو نسلونو لپاره د استفادې وړ وګرځي، نو دا به زما د ادبي هڅو تر ټولو ستره لاسته راوړنه وي.
ستاسو دا مینه او هڅونه ما ته نوی قوت راکوي. الله تعالی دې تاسو هم په علمي او ادبي خدمتونو کې بریالي، روغ او سرلوړي لري.
په درنښت او مننه
(سيماب)
*** 
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

٢٣ - ٨ - ٢٢٠٢٦ یکشنبه د اطلاعاتو او ښکارهنګ (کلتور) وزارت لخوا په کابل موزیم کي (د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو چي لیکوالانو، ژبپوهانو، شاعرانو، څېړنکو، استاذانو۔۔۔ ګډون پکښي کړیدی څو د پښتو او دري ژبو د معیاري لیکدود پر چمتو کولو باندي کار وکړي۔

زما (لیکوال) په اند دا ښه او نېک کار دی خو د پنځو ورځو کار ندی۔ بلکه د کلمو او لهجو د سمون او معیاري کېدو لپاره باید په حوصله او پرله پسې توګه ګډ کار وسي۔ یعني په دقت سره تاریخي او لرغونو اسنادو او لیکنو ته مراجعه وسي، د کلمو او لهجو تاریخي ریښه پیدا سي او هم د پښتو او دري ژبو خویندو او میندو ژبو کي څېړنه وسي لکه سانسګریت، اویستا، پارتي۔۔۔ څو د کلمې او لهجې اصلي بڼه معلومه او د ټولو لخوا ومنل سي۔ دا کار به په اوسني کمپیوتري عصر کي د پښتو او دري ژبو لپاره نړۍ والي اسانتیاوي رامنځته کړي او په دیجیتالي سیستم کي به اشنا ژبي سي۔

دا چي پورته عنوان سم ندی او د ژبپوهني پر اصولو برابر ندی لیکل سوی دلیل مي دا چي لیکلار Orthography مفرد اسم یا اصطلاح ده چي په جمله کي پر خپل حال نه پاتېږي، یعني اضافت اخلي۔ او د اضافت د قاعدې پر بنسټ په مفرد اضافت کي (ی) اخلي که جمع اضافت وي (و) اخلي۔

په مفرد اضافت کي باید ولیکل سي چي:

د پښتو ژبي د لیکلاري سمون او یووالی۔

که چیري لیکلار د پورته عنوان په شان جمع اضافت اخلي نو باید ولیکل سي چي:

د پښتو او دري ژبو د لیکلارو سمون او یووالی۔

پایله دا چي موږ باید اول لیک سم کړو بیا لار۔ که موږ موټر لار فکر کړو نو لومړٸ باید ښه لوکس او نامي موټر ولرو وروسته ٸې د لاري د سمون په فکر کي سو۔ ځکه چي نامي او نوی ماډل موټر پر کږو، لوړو او ژورو لارو هم تللای سي۔

یاده ونه: د ورکشاپ ښاغلو ګډونوالو لطفأ په دقت، حوصله او بېله هر ډول تبعیض څخه د خپلو ملي ژبو د اسانتیا او غنا لپاره په ملي روحیه مخته ولاړ سۍ۔

انجنیر داؤد اڅک

٢٣ - ٨ - ٢٢٠٢٦ یکشنبه د اطلاعاتو او ښکارهنګ (کلتور) وزارت لخوا په کابل موزیم کي (د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو چي لیکوالانو، ژبپوهانو، شاعرانو، څېړنکو، استاذانو۔۔۔ ګډون پکښي کړیدی څو د پښتو او دري ژبو د معیاري لیکدود پر چمتو کولو باندي کار وکړي۔

زما (لیکوال) په اند دا ښه او نېک کار دی خو د پنځو ورځو کار ندی۔ بلکه د کلمو او لهجو د سمون او معیاري کېدو لپاره باید په حوصله او پرله پسې توګه ګډ کار وسي۔ یعني په دقت سره تاریخي او لرغونو اسنادو او لیکنو ته مراجعه وسي، د کلمو او لهجو تاریخي ریښه پیدا سي او هم د پښتو او دري ژبو خویندو او میندو ژبو کي څېړنه وسي لکه سانسګریت، اویستا، پارتي۔۔۔ څو د کلمې او لهجې اصلي بڼه معلومه او د ټولو لخوا ومنل سي۔ دا کار به په اوسني کمپیوتري عصر کي د پښتو او دري ژبو لپاره نړۍ والي اسانتیاوي رامنځته کړي او په دیجیتالي سیستم کي به اشنا ژبي سي۔

دا چي پورته عنوان سم ندی او د ژبپوهني پر اصولو برابر ندی لیکل سوی دلیل مي دا چي لیکلار Orthography مفرد اسم یا اصطلاح ده چي په جمله کي پر خپل حال نه پاتېږي، یعني اضافت اخلي۔ او د اضافت د قاعدې پر بنسټ په مفرد اضافت کي (ی) اخلي که جمع اضافت وي (و) اخلي۔

په مفرد اضافت کي باید ولیکل سي چي:

د پښتو ژبي د لیکلاري سمون او یووالی۔

که چیري لیکلار د پورته عنوان په شان جمع اضافت اخلي نو باید ولیکل سي چي:

د پښتو او دري ژبو د لیکلارو سمون او یووالی۔

پایله دا چي موږ باید اول لیک سم کړو بیا لار۔ که موږ موټر لار فکر کړو نو لومړٸ باید ښه لوکس او نامي موټر ولرو وروسته ٸې د لاري د سمون په فکر کي سو۔ ځکه چي نامي او نوی ماډل موټر پر کږو، لوړو او ژورو لارو هم تللای سي۔

یاده ونه: د ورکشاپ ښاغلو ګډونوالو لطفأ په دقت، حوصله او بېله هر ډول تبعیض څخه د خپلو ملي ژبو د اسانتیا او غنا لپاره په ملي روحیه مخته ولاړ سۍ۔

انجنیر داؤد اڅک


ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده چې ډېر کله د انساني شعور دهلیزونه تخنوي. کله چې شاعر د تخیل په نړۍ کې تری تم شي، نو د خپل چاپېریال د دردونو او هیلو د انځورولو لپاره قلم او کاغذ ته لاس کړي او د نظم امېل ترې جوړ کړي. بیا دغه منظوم کلام او سازونه، د سندرغاړي له حنجرې سره په همږغۍ د اورېدونکي د ذهن بندیزونه، بند په بند مات کړي. 
ما پخپله، هېڅکله نه لیدلي او نه اورېدلي چې کوم هنرمند یا په دوديزې اصطلاح کوم " ډم " دې څوک د کینې او کرکې په تبۍ سوځولی وي؟ څوک یې ځان‌ وژنې او د مرۍ خپه کولو ته هڅولی وي. ما تر دې دمه نه دي لوستلي چې کوم سندرغاړي دې کوم پل په بمونو الوزولی وي، کوم ښوونځی یې سوځولی وي او یا یې د کومې ګلالۍ پیغلې پر مخ د قساوت تېزاب شېندلي وي. خو له دې ټولې بې‌ ازارۍ سره سره، زموږ په ټولنه کې د هنرمندانو انساني کرامت ډېر ځله نادیده ګڼل کېږي. 
برعکس، زموږ په ګاونډ کې یو سندرغاړی د شهنشاهِ غزل او یوه د ملکه ترنم په القابو نازول کېږي. په ۱۹۷۰م کال کې د عربي نشنلزم پلار، جمال عبدالناصر له نړۍ سترګې پټې کړې او په جنازه کې یې څلور میلیونه خلک راټول شول. خو پنځه کاله وروسته، کله چې د یوه پخواني امام لور او د کوکب الشرق « د ختیځ ستوری» ام کلثوم مړه شوه، نو د الازهر د شیخانو په ګډون د هغې په جنازې کې نژدې پنځه میلیونه ویرجنو مصریانو برخه واخیستله. 
زه شرعي عالم نه یم چې د موسیقي د حرمت او حلال والي په هکله خپل نظر شریک کړم. البته د هیواد د سندرغاړو په ناخوالی حالت ځوریږم او ګیله یې په ځای بولم. یو له دغو تکړه هنرمندانو څخه زما پخوانی دوست، انجنیر مومند دی چې د کلېفورنیا په ایالت کې اوسیږي. نوموړی له نن څخه ۶۵ کاله وړاندې د لوګر په تاریخي او هنرپالې ولسوالۍ، محمداغې کې زېږېدلی دی. په کابل کې یې د انجنیرۍ زده‌ کړې کړېدي، خو له موسیقۍ سره بې‌ بریده مینې ترې اماتور هنرمند جوړ کړی دی. د خپل اصلي مسلک ترڅنګ، هنري هڅو او فعالیتونو ته هم په پوره لېوالتیا سره دوام ورکوي.
پرون مازیګر مې له انجنیر مومند سره د یوټیوب د خپل چېنل لپاره یوه لنډه مرکه وکړه او د (بې ازاره ډم) ترعنوان لاندې یوه سندره یې هم راته زمزمه کړه. له ده مې پوښتنه وکړه چې ژوند خو د لوړو ژورو، ماتو او بریاوو ټولګه ده؛ ستا د عمر تر ټولو خوږه خاطره چې اوس هم پرې د خولې خوند تازه کوې، کومه ده؟ له لږ درنګ او سوچ وروسته یې وویل: «کله مې چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱م کال کې د پېښور په ګرین هوټل کې له فلسفي لیوني او ملنګ باچا، غني خان سره پیژندګلوي او لیدنه وشوه. زما دا ویاړ هله څو چنده شو چې په هماغې درنې غونډې کې مې د غني خان یو شعر د هغه په وړاندې په ساز او سر کې زمزمه کړ او زه یې بېحده تشویق کړم.
بیا مې وپوښته؛ تر ټولو ترخه خاطره چې تل دې کړوي او ځوروي، هغه به کومه وي؟ سمدستي یې ځواب راکړ: «څلوېښت کاله کېږي چې د هېواد له غېږې لېرې د پردېسۍ شپې، اونۍ، میاشتې او کلونه شمارم. هره شېبه مې زړه غواړي چې د خپل وطن په خړو دښتو، دنګو غرونو، روانو سیندونو او شنو درو کې قدم ووهم؛ د خپلو همزولو او کلیوالو سره د زړه راز او نیاز وکړم، هدیرو ته لاړشم او د الله تعالی لوري ته د تللو خپلوانو او دوستانو قبرونو ته د عا لاسونه پورته کړم».
کله مې چې وپوښته ته هنر څه ته وایې؟ نو ځواب یې بېخي اکاډمیک وو. « ملکزی صیب، زه په دې باور یم چې هنر د انساني خلاقیت او عاطفې څرګندونه ده چې د ښکلا او ذوق په چوکاټ کې تعبیرېږي. هنر یوازې د تخنیکي مهارت ښودل نه دي، بلکې د ژوند د فلسفې، فطرت او انساني غرایزو رڼه هنداره ده. هنر انسان ته دا توان وربخښي چې له دودیزو لفظي قالبونو نه پورته، خپل غږ په اثرناکې بڼې د چاپېریال خلکو ته ورسوي». مومند واده کړی، یو زوی او یوه لور لري. د حمزه بابا سره د ځآنګړي عقیدت او مینې له مخې یې په زوی باندې د حمزه نوم ایښې دی. 
په پای کې مې ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته خو په هرځای کې بلا مینه وال لرې؛ دا راته ووایه چې ستا د هنر قدردان چېرته ډېر دي؟ ځواب یې داسې وو: «که د زړه خبره درته وکړم نو په کوزې پښتونخوا کې خلک زما د هنر قدر په سمه معنا سره پېژني او په خورا درنښت مې نازوي». 
یادونه: که درانه لوستونکي علاقه لري چې له انجنیر مومند سره زما مرکه د یوټیوب په چېنل کې وګوري، نو لېنک یې دا دی: 

 د ۶۹ مې کلیزې په مناسبت

که څه هم د عمر پر ماښام ولاړ یم او د وخت گردونه مې پر اوږو پرتې دي، خو د فکر څراغ مې لا هم د مازیگر د زیړي لمر په څېر له ځلا او تودوخې څخه نه دی لوېدلی.

د ژوند د تور او سپین په پېژندنه کې مې لاس پوخ شوی، او ژبه مې د تجربې او حکمت په سپینوالي لا نوره ښکلې شوې ده.

ملا مې لا نه ده کړوپه شوې؛ د خزان د سرو د ونو په څېر لا هم په خپل وقار ولاړ یم، او د سپرلي رنگ، بوی او تازگي مې لا تر اوسه له زړه او له وجوده کډه نه ده کړې.

نن چې د ژوند د یوه بل پړاو دروازې ته رسېدلی یم، د تېر عمر له هرې شېبې څخه د شکر احساس لرم، او راتلونکې ته د هیلو، باور او د مینې په سترگو گورم. تر هغو چې ساه وي، د فکر، قلم او انسانیت له لارې به د ژوند ښکلا لټوم او له نورو سره به یې شریکوم.

عمر یوازې د کلونو شمېر نه دی؛ د انسان ریښتینی ځواني د هغه په فکر، اراده او نېک عمل کې نغښتې ده. تر څو چې فکر ژوندی وي، انسان هم ځوان وي.

زلمی نصرت

د زوکړې ورځې په مناسبت

۱۵.۰۷.۲۰۲۶

د وایلې ښار 

دنمارک


انجنیر داؤد اڅک                                                                                                            ۱۶ – ۶ - ۲۰۲۶


د خپل انډیوال سره د هغه په کارځای (د یارانو ورکشاپ) کي ناست وم او د بادامي نوقلو سره مو خوندوري شنې چای څښلې. انډیوال راته وویل چي اوس ځني ځوانان معنا په مانا لیکي او زما هم خوښیږي. ما سر نه کۍ خلاص او په بادامي نوقل پسي مي د چایو غړپ وکړ. خو انډیوال چي تل زما سره علمي او فلسفي بحثونه کوي په تکرار راته وویل:
ته خو هم کله کله د ځینواصطلاحاتو او کلمو په اړه لیکني کوې، ته څه پکښي وایې؟
ما ول اصلي عربي ډول ئې معنی دی. خو په فارسي کي هم معنی لیکل کیږي هم معنا. په پښتو کی هم ځني ښاغلي معنا لیکي او ځني بیا لکه تا چي وویل اوس مانا لیکي.
انډیوال راته وویل زما سوال همدا دی چي ستا په اند ئې کوم ډول سم دی. ما ول په ملي مسائلو کي باید احتیاط وکړو او کتابي خیري وکړو نه پیتاوي. او زیاته مي کړه چي په همدې خاطر مي څو ورځي مخکي همدغه موضوع په فیسبوک کي د خپلو انډیوالانو سره شریکه کړه او عمومي نظر پوښتنه مي وکړه چي په کوم دلیل سره مانا لیکي. خو فیسبوک کي خورا لږو کسانو خپل نظر شریک کړ. نو زه پوه سوم چي ډېر خلګ د بل پېښه کوي او خپله نظر نلري. انډیوال پوښتنه وکړه چي د لږو کسانو نظر څه وو؟
ما ول په لږو کسانو کي دوه نظره وه. یو دا چي مانا د معنی/ معنا مفغن شکل دی او بل نظر دا وو چي معنا پخوانۍ پښتو کلمه ده، خو اسناد ئې نه کړل وړاندي. انډیوال راته وویل چي ته دغه دوه نظره څنګه ارزیابي کوې؟   
ما انډیوال ته وویل که دي خوا نه بدیږي معنا او مانا دوې بیلي کلمې دي او بیلي معناوي لري چي په خپل منځ کي هیڅ اړیکه نلري. یعني د مفغن کېدو له پروسې سره باید ډېر احتیاط وسي او هغه کلمې چي بیلي معناوي لري قطعأ باید مفغني نه سي لکه مانا چي د معنا په مفهوم پښتنه کیږي. زما انډیوال چي د مانا طرفداره وو قناعت ئې ونکړ او په حیرانتیا ئې راته وویل:
ډېرئ لیکوالان پدې اند دي چي د معنا اصلي شکل مانا دی او مشهور ژبپوه (مجاور احمد زیار) په خپل کتاب (پښتو پښویه) کي ټینګار کوي چي مانا اویستایي کلمه ده او پښتو ته په میراث پاته ده. ما ول بېله شکه چي پوهاند زیار صاحب پښتو ژبي ته ډېر او نه ستړی کېدونکی کار کړیدی، خو پداسي تحقیقي مسائلو کي باید اسناد او مآخذ ولرو.  یعني که د یو مشر یا یو پوه خبره تائید او رواجوو حد اقل یو دلیل، سند یا سرچینه باید ولرو. او زیاته مي کړه چي متآسفانه ډېرئ لیکوالان حتا د ادبیاتو او ژبپوهني مسلکي کادرونه بېله کوم سنده هغه څه لیکي چي د بل چا څه ئې اورېدلي یا لیدلي وي. انډیوال غوښتل سوال وکړي خو ما ئې خبري قطع کړي او ورته ومي ویل:
ژبه ملي مسئله ده باید ډله یزه نسي. یعني په ملي مسائلو کي باید تربورګلوي او کلیوالي نه وي. کندهاريتوب، کابليتوب او لغمانيتوب نه وي. هغه څه باید تائید او تعقیب کړو چي د پښتو ژبي د معیاري کېدو سره مرسته کوي، معنا ولري او په اړه ئې مقنع دلایل، اسناد او مآخذ ولرو.  
انډیوال راته وویل: داسي ښکاري چي ته پدې هکله څه لرې؟
ما ول هو، څه موده مخکي مي د ژبپوهني د یو شاګرد په صفت د همدې موضوع (مانا) په هکله د بوټو تڼۍ ټینګي وتړلې او د اویستا په زړو او کنډوکپر کوڅو کي مي مزل پیل کړ. د هر کور دروازه به مي ټکول او د مانا پوښتنه مي ځني کول.
انډیوال ته ئې خوند ورکړ او په برېتو کي ئې وخندل. ما چي د انډیوال علاقه ولیدل نو زیاته مي کړه چي تر اویستایي کوڅو ورسته مي د سانسګریت یو ډېر پخواني کلي ته هم سر ورښکاره کړ. انډیوال چي د تاریخي بانډارو ډېر شوقي وو نو په مینه ئې راته وویل چي زه به چایي در تازه کړم ته بانډار کوه. ما چي د تازه چایو واورېدل نو انډیوال ته مي په مسکا سره داسي وویل:
د سانسیګریټ تر کلي چي راووتم مخامخ د اریک (فارسی باستان) او پهلوي/ پارتي ژبو پر سړکانو مي هم چکر وواهه او سترګه مي ولغړول. انډیوال ته ئې لا خوند ورکۍ او کله چي ئې په شوق سره تازه چای رانژدې کړې ول دا خو ډېره په زړه پوري سوه او په خندا ئې راته وویل چي ژر سه کیسه وکه، په دا زړو کوڅو کي دي مانا ولیدل که یا؟
ما ول هو، په ټولو کوڅو کي مانا کرځېده، اما د معنا په مفهوم نه. انډیوال مي دفعتأ چُرتي سو او غوښتل ئې چي سوال وکړي. خو ما ورته وویل چي اوس نو غوږ ونیسه اشنا او کیسه تر پایه واوره. انډیوال په حیرانتیا راته وویل چي سمه ده غوږ مي دی.
ما ورته وویل:
۱-  مانا                 
 تطبیقي ژبپوهني منلې ده چي په هندواروپايي ژبو کي د men کلمه ګډه ریښه لري او د فکر کولو په معنا ده چي په اویستا کي هم د مانا manah په بڼه د فکر او ګمان کولو په معنا ده نه د معنا په مفهوم.
لکه:
- وهو مانا  Vohu manah نېک فکر 
- اکه مانا  aka manah    بد فکر
- دروج ماناdruj manah  درواغجن فکر  
همداسي د زردښت په دیني متنونو (زند، پازند) کي هم د مونا، مئنا او مانا په بڼه د خدای په مفهوم راغلې ده چي پر نورو قاموسونو سربېره د دساتیر قاموس په ۲۶۵ مخ کي د نوموړو متنونو توضیح او تائید سویدی. 
انډیوال ته چي زما خبري نوي وې نو چپ پاته سو، کتل ئې سترګي ئې نه رپولې. ما ول په سانسګریټ ژبه په تېره بیا ریګویدا کي هم د مانا او ماناس mana manas मन په بڼه ده چي معنا ئې ذهن، فکر او نظر دی لکه:
समानं मनः samānaṃ manaḥ  = ګډ فکر.
manaḥ śāntam मन शान्तम् = ذهن ارام دی. 
همداسي په لاتیني ژبه کي mens او انګلېسي ژبه کي mind هم د فکر او ذهن په معنا دي. د جرمني ژبي Meinung او یوناني ژبي Menos هم د Men څخه ریښه اخلي.
خو په اریک، میانه پهلوي/ پارتي او فارسي ژبو کي د مانا mānāg/ mānā په شکل بیلي معناوي لري.
لکه: ارزښت. ښایست، ځکه چي، لکه، داسي ښکاري، ټینګ، تلپاتی، نېک خویه، مشابه... په معنا ده نه د معنی په معنا.
انډیوال چي نوي جملې واورېدې زړه او نازړه ئې سر راسره ښوراوه. خو ما پدې خاطر چي ځیرک انډیوال ته قناعت ورکړم نو ورته ومي ویل چي دا ته او دا ئې بیلګي:
فردوسي:
به مانا و فرهنګ و رای بلند – تواند دل پادشاه را پسند. مانا = ښایست
نظامي ګنجوي:
چو بر چهره اش بنګری مانا – که ماه بر زمین تافته ست از سما. مانا = لکه  
سنایي:
به چشمم مانا که عالم همه در او ګم شد - چو دیدم ان رخ چون ماه تابان را. 
عطا نیشاپوری
چو بشنید آن سخن گفتا مانا - که این راز نهان شد از دانا. 
مولانا بلخي
  بلرزید برخود چو برگ درخت - به خود گفت مانا که برگشت بخت. 
  د مرزبان نامې نثر
چون به نزدیک آمد، مانا که آفتاب بر او بتافت و رویش روشن‌تر نمود.
د بیهقي تاریخ
- چون این سخن بګفت، مانا که اندیشه ای بزرګ در دل او پیدا آمد. 
ناصر خسرو
ای زنده شده به تو، تن مردم مانا که چو پوردخت عمرانی. 
د ټینګ او تلپاتي په معنا:
- مانا باشید.
- یادش مانا. 
- دوستي تان مانا.
 
۲- معنی/ معنا 
معنی عربي ويي/ کلمه ده چي د مفهوم، مراد، دلالت، مقصد ... په معنا ده لکه:
ما معنی هذا = د دغه مقصد څه دی، مفهوم، مراد یا مطلب ئې څه دی؟
 معنی د عربي عني کلمې څخه ریښه اخلي. عني د قصد ئې وکړ... په معنا ده. عني، معنی او یعني یوه ریښه لري خو یعني ئې توضیحي بڼه ده چي مراد او مقصد توضیح کوي.
انډیوال چي قانع معلومېدۍ ول مآخذ یعني نوري سرچینې هم لرې که داغه دي؟
ما ول پټو ونیسه.
          سرچینې:
-    د زردښت ګاثونه/ شعرونه. یوهانس هامباخ
-    د اویستا ډکشنري. ایلیا ګرسیویچ
-    د هندواریایي ژبي د ریښه پېژندني قاموس. مایرهوفر
-    د لرغونو ایراني ژبو قاموس. کریستین بارتهولومه
-    زده کونکو لپاره د سانسګریت ژبي ګرامر. ای.ای.ای مکدونل.
-    لسان العرب دیکشنري. ابن منظور
-    تاج العروس دیکشنري. زبیدي
-    مقاییس اللغتة دیکشنري. ابن فارس
-    ابادیس ډکشنري، دهخدا، معین، جهانګیری، انندراج، آرا او دساتیر قاموسونه. 
-    دینکرت او بندهش کتابونه                                                                                                                 ماغوښتل چي پټو ئې ښه ورډک کړم، خو انډیوال ږغ وکۍ ول بس بس. دا په چا وړې.
انجنیر داؤد اڅک    


له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب او فرهنګ په روڼ آسمان کې پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر، ژباړونکی او هڅاند څېړونکی دی، د نړېوال ادبي ښوونځی ناتورالیسم په تړاو ځانګړې مرکه.
مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود
د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو!
دا ځل تاسو ته د پښتني- افغاني فرهنګ د ېوې پېژندل شوې، درنې او نوموتې کورنۍ داسې نوښتګر لیکوال، تکړه شاعر، څېړونکی او ژباړونکی در پېژنو، چې د خپلو مسلکي کارونو تر څنګ له خپلو علمي، ادبي او فرهنګي لیکنو او پنځونو سره یې د علم او ادب غوړېدلی ډګر تود ساتلی دی. زموږ دغه پیاوړی لیکوال، څېړونکی او هڅاند شاعر ګران او منلی ډاکټر طارق رشاد د دروند،  نومیالي او رښتینې څېرې علامه اکادیمسین پوهاند عبدالشکور رشاد زوی دی. علامه استاد عبدالشکور رشاد د علم او ادب په تلځلاند ډګر کې هغه روڼ او روښانه ستوری دی، چې څېړنیز او تحقیقاتي نشیرونه(آثار)، علمي، ادبي ویناوې، مقالې او تاریخي پنځونې یې د علم، ادب، ټولنیز، پښتني، ملي، وطني او جغرافیایي ارزښتونو، انساني، بشري، سیاسي او تاریخي ژوند په بېلابېلو برخو کې د خورا ستاینې او درنښت وړ دي. د استاد علامه رشاد نوښتګر اندو فکر، خیال، انساني او اخلاقي پیغامونه د پوهې، علم او ادب په ډګر کې نوې لارې پرانیستې او د ده ژور لید د قلم خاوندانو ته د الهام نوې سرچینې وربښلې دي.  د استاد رشاد صاحب نوم د علم او ادب په تاریخ کې د درناوي، نوښت او لوړ هنري مقام په زرینو تورو لیکل شوی دی. د ده پنځونې، څېړنې او شننې ځواک، فکري ژورتیا او ادبي چوپړ او خدمتونه به راتلونکو نسلونو لپاره د الهام روښانه مشال پاتې شي. د علم او ادب مینه وال علامه استاد رشاد د یو پوخ، مخکښ او پیاوړي لیکوال، علمي، ادبي او تاریخي سټې، نوښتګر پنځوونکي او څېړونکي په توګه په هېواد کې د ننه او بهر پېژني او ورته درناوی لري.
ما د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د بشپړې پېژندې په موخه د یو لنډ ژوند لیک په ملتیا د څو نوموړو علمي او ادبي څېرو لیدتوګي هم ترلاسه کړې دي. هیله ده ورسره به د ده د علمي او ادبي سټې په تړاو معلومات د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې تاسو درنو مینه والو ته وړاندې شي.
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد د  علامه اکادیمسین پوهاند استاد عبدالشکور رشاد زوی دی، چې په (۶) مه د می میاشتې پر (۱۹۵۶)زېږدیز کال کې په لوی کندهار کې زېږېدلی دی. په پښتو او دري ژبو یې لیکنې او نښیرونه (آثار) چاپ شوې دي. له انګلیسي او هالندي ژبو سره هم بلد دی. ګڼ شمېر خپلې لیکنې یې په دغو ژبو هم ژباړلې دي.
چاپ شوي نښیرونه(آثار) یې دا دي:
ـ   د زړه سانده: ( پ‍ښتوګډه شعری ټولګه )
ـ   شعری که خنجر است: ( مجموعه شعری دری مختلط )
ـ  سپیدې: ( پښتو ګډه شعری ټولګه)
ـ   در میلاد خورشید: ( مجموعه شعری دری مختلط )
( دشعرونو او لنډو کیسو ګډه ټولګه د هالندی ژباړې سره )  On the board of memories _
ـ افغانی شمله: ( د لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبي په اړه د مقالو او شعرونو ټولګه)
- د افغانستان په اوسینو حساسو شیبو کې د ملي سیاسي او ټولنیز ـ کلتوري هڅی اړتیا
چاپ شوي کتابګوټی: 
ـ  پ‍ېښې او نندارې (تیاتر)
ـ د پ‍ښتو ادب لنډ تاریخ
ـ پ‍ښتو ولسي ادب (فولکور)
ـ دویښو زلمیانو د اثر سریزه او د نورو نښیرونو(آثار) سرېزې ‍
ـ  بیلا بیلې ادبي ، روغتیاتي او سیاسي لیکلنې
 چاپ شوې مجلې:
ـ روغتیا ( روغتیاي مجله ) مهتمم (۲۰۰۰) زېږدیز په هالند هیواد کې
ـ څ‍ان‍ګ‍ه (کلتوري او ادبي مجله ) مسوول مدیر په هالند هیواد کې
ـ شمله ( کلتوري او ادبي مجله ) مسوول مدیر په هالند هیواد کې
زده کړی: 
ESOL_ LEVEL 2                : North West Kent College
English Language in UK                                                  
: 2007 _ 2009
Dutch Language                              : Regional opleiding Centrum
      LEVEL 5       The Netherlands
1995-1997
Basic computer program            Utrecht computer programmer
The Netherlands
1998
                     د کابل طبي انستیتوت:        
کابل ـ افغانستان            
 MD Diploma (1976_1983 )
د ن‍ادری‍ې لیسه: بکلوریا
  کابل – افغانستان
1969_1975
دندې: 
له (۲۰۱۷) تر (2021) زېږدیز  په اطلاعاتو او فرهن‍ګ وزارت د فرهنګي چارو سلاکار.
 ـ کاریز مرستندویه تولنه (روغتیا او ښوونه): ولایتی مشر
کندهار ـ افغانستان : د رشاد کلینیک داکتر
2004_2007
ـ د لوی کندهار کلتوري مرکه: مشر
2005_2006
ـ د نیدرلند افغاني طبي ټولنه: دنړیوالو اړیکو مسوول مشر
2000_2002
ـ د نیدرلند افغاني کلتوري ټولنې: مشر
2000_2003
په اروپا کې د کلتوري ټولنو ګډې جرګګی: د مشرتابه غړی          
      د جمهوریت روغتون 1983_1988  د داخله ډيپارتمنت ډاکټر
د افغانستان راډیو (1987-1988 ) د هنر او ادبي پروګرام ویاند او چلونکی
په بیلابیلو نړیوالو او د کور دننه کنفرانسونو کې یې ګډون کړی د بیلګې په توګه هالند،جرمنی،بلجیم، اتریش،سویدن ،بریتانیا،امریکا،کاناډا،جاپان او د هیواد په پلازمینه او ډیری ولایتونو او داسی نورو سیمو کې... 
ځانګړې لیوالتیاوې:
ـ طبي، ادبي ، کلتوري، سیاسي مطالعه او لیکوالي...
***                                                                            
ډاکټر طارق رشاد هغه هڅاند او تاند لیکوال، څېړونکی، ژباړونکی، تکړه ویناوال او شاعر دی، چې په خپلو ادبي لیکنو او شعرونو کې یې د افغاني ټولنې رښتیني انځورونه له ټولو ورپېښو دردونو او کړاوونو سره په ډېره زړورتیا په شاعرانه احساس او هنرمندانه ژبه خپلو مینه والو ته داسې بیان کړې دي، چې د لوستونکو او اورېدونکو او هر با احساسه انسان په زړونو او ذهنونو کې د هېواد، بشر پالنې، ملي پیوستون، اتحاد او اتفاق انساني احساسات، جذبات او ولولې راپاروي.
***
ښاغلی ډاکټر زرین انځور د پښتو ادب د روڼ اسمان په لمن کې هغه نوموتی لیکوال او پیاوړی څېړونکی او کره کتونکی دی، چې په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي ډاکتر طارق رشاد د علمي او ادبي سټې په تړاو یې داسې کښلې دي:
((.... د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد په اړه خبرې موږ ته له دوو اړخونو د پام وړ دي. لومړی دا چې هغه د افغانستان د يوې داسې علمي کورنۍ غړی دی چې د افغانستان د تاريخ ، ادبياتو او فرهنګ په څېړلو او راسپړلو کې يې ونډه ډېره درنه ده. ارواښاد استاد رشاد د هېواد يوه ستره علمي هستي وه او زامن يې ډاکټر خالد رشاد، ډاکټر طارق رشاد او استاد شېرشاه رشاد او نور، هر يو په خپل خپل ځای کې د علم او فرهنګ په کار کې د يادونې وړ ځای لري.
له بلې خوا خپله ډاکټر طارق رشاد که د خپل مشر ورور ډاکټر خالد رشاد په څېر د طب ډاکټر دی، خو يو ښه شاعر، ليکوال او څېړونکی هم دی. هغه لږ ليکل کړي ، خو هغه څه چې يې ليکلي دي ، پاخه يې ليکلي دي او سړی پکې د استاد رشاد د درندو څېړنو نخښې نښانې ليدلی شي.
د دې په څنګ کې هغه يو صادق انسان، يو خواخوږی دوست او ملګری، يو پر وطن مین شخصیت دی. دا هغه څه دي چې د ارواښاد استاد رشاد په ټولو اولادونو کې يې موږ د هغه د شخصيت د وړانګو په توګه کتلای شو.))
(۲۹) می (۲۰۲۶)...
***
ډاکټر طارق رشاد له  خپل هېواد او هېوادوالو، پښتو او پښتونولۍ سره، له ولس، ژبې او فرهنګ سره ژوره، پاکه او سپېڅلې مینه لري. د ده په ذهن کې د ملي یووالي، اتحاد او اتفاق، ملي پیوستون، ورورۍ او برابرۍ موخه  او مرام له ورایه راڅرګندېږي.
ډاکټر طارق رشاد زړه سواندی، مینه ناک، خواخوږی او متفکر انسان، رښتینی، دروند، د عالي او نیکو اوصافو او لوړو اخلاقو، انساني عواطفو او سپېڅلو احساساتو خاوند شخصیت دی. د علم، پوهې او ادب سره ځانګړې مینه لري. د خبرو او بیان ژبه یې پسته، اغېزناکه او سلیسه ده.
***
ښاغلی نظیف تکل هغه پیاوړی لیکوال، غزلبول او خوږ ژبی شاعر دی، چې د خپلو منظومو او منثور نښیرونو له لارې یې د پښتو ادب ګلبڼ ښېرازه او روښانه ساتلی دی. ده په خپله یوه لیکنه کې د ډاکټر طارق رشاد د علمي او ادبي شخصیت په اړه داسې کښلې دي.
((.... ډاکتر صاحب طارق رشاد په کسبي حساب د طب ډاکتر دی او د انسان د اناتومۍ سره سر و کار لري په طبابت کې هم مجرب او وتلی ډاکتر دی، له بله اړخه شاعر، ليکوال او څېړونکی هم دی چې دا اړخ يې بيا د انسان د روح او روان سره سر و کار لري.
د همدې علمي او ادبي امتزاج له برکته يې په ليکنو او څېړنو کې د عقل او احساس منطق، تخيل، علم او هنر ښکلی توازن ليدل کېږي.
ډاکتر طارق رشاد په معاصر فکري او فرهنگي ډګر کې هم د يو فعال او اغېزناک قلموال په توگه پېژندل کېږي.
په شخصي ژوند کې هم د يو دروند ظريف شخصيت خاوند دی، په ملگرتيا کې ډېر ښه ملگری دی، يو ښه ښوونکی دی باریک بين دی زر يې په خبره سر خلاصېږي او بل هم زر پوهولی شي، زه يې په ملگرتيا وياړم، روغتيا او خوشاله ژوند ورته غواړم.))
***
ما د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د پوره پېژندګلوي په تړاو له ده سره یوه ځانګړې مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو د علم او ادب درنو مینه والو پام ورته راګرځوم.
ګران ډاکټر طارق رشاد صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ، اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران مسعود صاحب ډېره مننه. زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم او ستاسو په خدمت او چوپړ کې یم.
***
مسعود: تاسو په هېواد کې د ننه او بهر د  لرغوني ادبیاتو تاریخي شالید، رېښې، آر، فکري بنسټونه او ارزښتونه، ځانګړتیاوې او منځپانګه څه ډول څېړئ؟
ډاکټر رشاد: ادبیات د انسان د فکر، احساس، تجربې او ټولنې هنري بیان دی. دا د ژبې هغه لوړه بڼه ده چې یوازې د معلوماتو د لیږد لپاره نه، بلکې د ښکلا، تخیل او معنوي تجربې د رامنځته کولو لپاره کارېږي. ادبیات د انسان د ژوند هینداره ده او د هرې دورې فکري، ټولنیز او کلتوري حالتونه منعکسوي.
لرغونی ادبیات د انسان د فکري تاریخ له پخوانیو ریښو سره تړاو لري. دا ادبیات د اساطیرو، حماسو، مذهبي متونو او شفاهي روایتونو له لارې رامنځته سوي دي. په دې متونو کې د هغه وخت د انسان نړۍ لید، باورونه، دیني تصورات او ټولنیز ارزښتونه نغښتي دي. لرغونی ادبیات یوازې تاریخي میراث نه دی، بلکې د انساني فکر د پرمختګ لومړني پړاوونه دي.
لرغونی ادب باید  په دوو لارو وڅیړل سي: لومړی، د اسطورو ، وياړونو او ټبر پېژندنې له  لار ې چې  نکلي ، دیني او حماسي ریښې لري. 
دوهم، د تاریخي ښکلاپوهنې لار ده چې د ادبي قالبونو بدلونونه د ټولنیزو بدلونونو په رڼا کې وړاندي کوي لکه د لرغوني یونان او روم ادبیات چې د کلاسیکیزم د مکتبونو بنسټګر دي، په داسې حال کې چې د پښتو لرغونی ادب پر دود، دستور ، حماسو، طبیعت، دین، تصوف او اسلامي کلتور  ولاړ دی.
د همدې لرغوني ادب په څېړنه کې باید پوه سو چې د پښتو ژبې لرغونی او زوړ ادب پر دوو برخو ویشل کېږي: نالیکلی (شفاهي) او لیکلی (تحریري). تمرکز 
خو پښتو ژبه د نالیکلي (شفاهي) ادب د ډېروالي او څرنګوالي له امله ډېره بډایه ده او د سیمې په ژبو  کې ځانګړی مقام لري لکه لنډۍ (ټپې)، کاکړۍ، پاړکي (لنډکۍ، بندۍ، سورې، بچکي)، سروکي (نیمکۍ، پامونه)، نارې، چغیان (انګۍ، هوی سندرې)، د ښادۍ سندرې، د میندو سندرې، ساندي، نکلونه، متلونه...
په پښتو کې د نالیکلې ادب دغه بیلابیل ډولونه او د دغه ادب ډیروالی سړی په دې باور کوي چې زموږ خلکو سره څومره هنري ذوق او احساس وو او خپل ذوق و احساس یې د دغه ادب په بیلابیلو قالبونو کې ځایاوه .
اوس چې موږ د پښتو د نالیکلي ادب کومې ثبت سوي بیلګې لرو له کومو استثنايي مواردو پرته له تاریخي پلوه ډيري لرغوني نه دي خو مفکوره او د فکر طرز يې په ځينو کې لرغونی او د ځينو شکلي جوړښتونه هم له ډیرو لرغونو وختونو روایت کوي او له هغو آريايي سندرو سره ورته والی چې زرګونه کلونه وړاندي په دې خاوره کې ويل سوي،  پالل سوي او وده ورکړه سوې ده او ځانګړنه يې داده چې په غاړه(لحن) ويل کیږي. 
د لرغونی پښتو ادب په لیکلي لومړي پړاو کې چې له دوهمې هجري پیړۍ پیل کېږي، ډېر یې په لېږد کې څڅېدلي او ضایع سوي، ښايي ځينو تورو یې د وخت په تیریدو بدلون موندلی وي څو تر موږ رارسيدلي دي چې  په غور کې د امیر کروړ له ویاړنې، د کسۍ غره لمنو کې د بیټ نیکه له مناجاته  او همدارنګه د شیخ اسماعیل او خرښبون د بیلتانه له سندرو، او په ملتان کې د شیخ رضی لودي د شعر په ځواب کې د نصر لودي له شعر څخه چې په لرغونو اوزانو کې ویل سوي دي، را پیل کېږي ، بیا د شیخ تیمن کاکړ او قطب الدین بختیار کاکي د مینې له سوزه ډک دبیلتانه له سندرو، د ښکارندوی د طبیعت د ښکلا او د پسرلني ښکلي انځورګر شعر او داسې نورو نیولې تر کلاسیکي دیواني شاعرۍ لکه د خوشال بابا، رحمان بابا، حمید بابا او داسې نورو تر شاعرۍ پوري غزیږي او د خپلو لرغونو شعري قالبونو د دود ترڅنګ د ختیځي شاعرۍ دود هم رامنځته کيږي او د هغه نوي شعري ژانرونه خپلوي، لکه قصیده، غزل، قطعه، رباعي، مثنوي، مخمس، مسدس، ترکیب بند، ترجیع بند او نور شعري ډولونه. خو په یو توپیر سره چې په ۱۳۴۸ لمريز کال کې علامه اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د "پښتو نظم عروضي سیسټم" اثر ولیکی چې په دې سره یې د عربي عروضي او سیلابیک سیسټم تطبیق پر پښتو رد کړ او سیلابوټونیک سیسټم یې د پښتو لپاره د عروضي سیسټم په توګه ثابت کړ چې په دغه بکر اثر یې په کال ١٣٥٠ ل کال  کې د "پوهنوال " علمي رتبه ترلاسه کړه ځکه نو پښتو د ختیځي شاعرۍ ډولونه له خپل عروضي سیسټم سره د ځان  کړل، نه د هغو د عروضي سیسټم سره. ورو ورو مسجّع نثر هم په روان نثر بدل سو.
خو د نالیکلي یا شفاهي ادب تاریخ چې ډېر پخوانی دی، ټول نه خو ځینې يې سینه په سینه ساتل سوي او خوله په خوله را انتقال سوي دي خو ولسي موسیقۍ هم د هغه په لېږد کې خپل رول ادا کړی دی، چې ځینو ډولونو یې لرغوني ترنمي جوړښتونه ساتلي دي چې د آریايي سندرو او د ریګویدا او اوستا سندرو او ګاڅونو ته ورته دي،  ساتلي دی.
د دغه نالیکلي(شفاهي ) پښتو ادب  د بیلګو په راټولونه کې زما د معلوماتو له مخي تر ټولو پخوانی کار د هندوستان د نواب محمد ارتضی خان دی،  ده د ١٢٢٥ سپوږمیز(ه ق) شاوخوا په خپل فرهنګ ارتضایی نومي کتاب کې ځیني پښتو لنډۍ ثبت کړي دي او د لويدیخوالو څخه د جمیز ډارمسټتر کار د یادولو وړ دی چې "د پښتونخوا د شعر هار و بهار "يې په ١٨٨٨ زیږدیز(م) کال په پاریس کې چاپ سو او په افغاني پوهانو کې غلام محی الدین افغان(١٣٠٠ ل مړ) دا کار تر هر چا دمخه کړی دی او په "سراج الاخبار افغانیه " کې د پښتو متلونو بیلګې چاپ کړي دي. تر ده وروسته په کندهار کې د پښتو ادبي انجمن سره او بیا په کابل کې د پښتو ټولنې له تاسیس سره سم زموږ خواخوږو اديبانو د پښتو  شفاهي ادب د بیلابیلو ډولو نمونې ثبت او خوندي کړې ، په دې کسانو کې د سرلاري په توګه محمد ګل نوري(١٣٥٢ ل مړ) د لوی حق خاوند دی .
د ادبي اثارو په څېړنه کې باید د هغه د ایجاد او ودې شرایطو او د ادبي پدیدو شکلي او موضوعي ځانګړتیاوو ته پام وسي. مهمه دا ده چې دا متنونه د هغه وخت او ځای د خلکو د دود او دستور سره وڅيړل سي.
مسعود: په هېواد کې د ننه او بهر د معاصرو ادبیاتو تاریخي شالید، رېښې، آر، فکري او هنري بنسټونه او ارزښتونه، ځانګړتیاوې، پیل، پرمختیا او پراختیا څه ډول څېړئ؟ د دې زمانې، د ملي،  ادبي، علمي او فلسفي نامتو سټو په تړاو څه لید لرئ؟
ډاکټر رشاد: بهر کې معاصر ادب له مدرنیته پیلېږي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، صنعتي انقلاب او بیا نړیوالو جګړو دودیز ادب بدل کړ.
په افغانستان کې معاصر پښتوادب د مشروطه غوښتنې او سیاسي بدلونونو تر اغېز لاندې  دی.
د دې تر څنګ باید وویل سي چې پښتو معاصر ادب په اوسني افغانستان کې پر څلورو پړاونو ویشل کېږي:
لومړی پړاو یا د روښانتیا پړاو، چې د "سراج الاخبار افغانیه" د خپرېدو له وخته پیلېږي.
دوهم پړاو یا د ویښتیا پړاو، چې د ویښ زلمیانو له وخته را پیلېږي.
دریم پړاو یا د اوښتون پړاو، چې د ظاهرشاه د ډیموکراسۍ د لسیزې له لومړیو راپیلېږي.
څلورم پړاو بدلون یا انقطاب پړاو، چې له کودتاوو، تېریو او سیاسي بدلونونو را پیل کېږي.
خو پښتو معاصر ادب په هغه سیمه کې چې انګریز ښکیلاک  له خپلې اډانې بېله کړه، بېله بڼه غوره کړه. ځکه نو تر ډیورنډ کرښې هاخوا، د هند د نیمې وچې له ویش مخکې د پښتو معاصر ادب پړاو دی او بل له هغه وروسته د پښتو معاصر ادب پړاو دی خو یوه خبره د پام وړ ده چې د کډوالو په ورتلو سره د دې ادبي بهیر راکړه ورکړه ډیره سوه او هلته هم شمالي پښتونخوا بیله او جنوبي پښتونخوا بیله پر دوو حوزو ویشل کيږي، ځکه د دوی د ادب هستونې پرمختيا بهیرونه څه توپیر لري. 
همدارنګه اوس د سند، هند، خلیج او عربي هېوادونو ترڅنګ په لویدیځو هېوادونو، روسیه او نوره نړۍ کې کلتوري ټولنې او د پښتو ادب فرعي حوزې موجودې دي چې خپلې ادبي لاسته راوړنې لري.
پښتو معاصر ادب تر ډېره د سیاسي بهیرونو ترڅنګ وده کړې ده او تر شلمي پیړۍ پوري یوازي د عربي او سیمې له  اثارو سره اشنا و او ورشو یې له همدې بڼې ، خوند او ښکلا له چینې خړوبیده خو وروسته د نړۍ د ادب له پېژندلو سره یې د خپلو ادبي ډولونو ترڅنګ د هغو ژانرونه او ډولونه هم د ځان کړل، لکه: ناول، رومانس، لنډه کیسه، د ساینس فکشن او میتافکشن کیسې، ډرامه، آزاد شعر، سپین شعر، هایکو او داسې نور.
خو زما په اند اوس نه یوازې پښتو ادب، بلکې د سیمې ادب پر دریو لیکو روان دی: لیبرال ادب، ملي ادب او بنسټپال یا رادیکال ادب.
مسعود: ستاسو په اند کوم ډول نښیرونه(اثار) د ادبي نښیرونو(اثارو) او ادبیاتو په توګه وېشل کېدای شي؟ او دا راته ووایاست څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي اثر پنځولای شي؟
ډاکټر رشاد: ادبي اثر هغه لیکنې  یا وینا ته وايي چې په هغې کې د ژبې ښکلا (استعاره ، ایهام، شرنګ ...) له یوازې خبرو یا ګرامري دندې څخه غالب وي.
یوه ساینسي یا ورځپاڼیزه لیکنه ادبي نه ده خو په ځیرکتیا له ادبي صنایعو څخه ګټه اخلي.
لیکوال یا شاعر هغه وخت کولای سي ادبي اثر هست کړي چې د سبک  پوهاوي ته رسېدلی وي؛ یعنې په ادبي قواعدو او دودونو پوه وي او یا په قصدي او هنري توګه  یې مات کړي. همدا راز ادبي اثر باید په لوستونکي کې یو ډول ښکلاپوهنیزه تجربه راپیدا کړي، لکه هېښتیا، همدردي، یا پاکي.
مسعود: د ادبیاتو د موخو او دندو، همدا راز د ژمنو او نا ژمنو ادبیاتو او د ادبیاتو د نورو اړخونو په اړه که لږ څه رڼاوی ورکړئ؟
ډاکټر رشاد: زما په اند ادبیات څلور اصلي دندې لري: پوهنیزه (د نړۍ او انسان پېژندنه)، روزنیزه (اخلاقي جوړښت)، خوندورتیا (ښکلا او تفریح) او ټولنیزه نیوکه (د ټولنې پټ زخمونه ښکاره کول).
د ادب په ژمنتیا باندې: سارتر وايي چې لیکوال نسي کولای بې ژمنې وي ځکه لیکل پخپله یو عمل دی او هر عمل په تاریخي حالت کې مانا لري. په مقابل کې، د هنر د هنر لپاره پلویان وايي چې د ادبیاتو ارزښت په خپله به ده کې دی نه یوې نظریې ته خدمت کول. زما په اند، غوره ادب هغه دی چې ژمنتیا په قالب بدله کړي نه په شعار بلکې د روایت په طریقه، د لید په زاویې او د استعارو په انتخاب .
مسعود: د ادبیاتو د وېش، د ژبې او ادبیاتو د اړيکو په اړه څه لید لرئ؟
ډاکټر رشاد: د ادبیاتو وېش په درېو غورو برخو کې کېږي: غنایي (شعر، سرود)، کیسه ایز (ناول، کیسه) او ننداریز (ډرامه، فلم نامه). په نوي عصر کې، ترکیبي قالبونه (منثور شعر، شاعرانه ناول، مستنده کیسه) پولې کمزورې کړي دي. خو له وېش څخه مهمه د ژبې او ادب اړیکه ده چې ادب د طبیعي ژبې د قواعدو په چوکاټ کې د ژبې هنري لوبه ده. شاعر او لیکوال نه له ژبې تښتي او نه بشپړ د هغه تابع  دی، ژبه یو ثانوي جوړښت ته اړوي چې موسیقي، ناڅرګندتیا او څو ماناوي پیدا کړي. پرته له ژبې ادبیات نسته، خو ادبیات ورځنۍ ژبې ته د بدلون ځواک لري.
مسعود: ژان پل سارتر(۱۹۰۵-۱۹۸۰) چې د شلمې پېړۍ له مخکښو پنځونکو،  مخورو او مهمو فیلسوفانو او اندیزو څخه وو، دغه تکړه لیکوال د خپلو نوموتو اثارو تر څنگ د (ادب څه شی دی؟) په نوم یو اثر هم کښلی دی او دا کتاب د لمړي ځل لپاره پر(۱۹۴۸)زېږدیز کال کې خپور شو. ستاسو په اند سارتر د ادب او ادبیاتو د ارزښت، ژمنتیا او مسؤلیت په اړه څه فکر كاوه؟
ډاکټر رشاد: سارتر استدلال کوي چې ادبیات همیشه ژمن دي، ځکه لیکوال په لیکلو سره یوه نړۍ د لوستونکي پر مخ پرانیزي او د انتخاب بلنه ورکوي. د ادبیاتو ارزښت له واقعیت څخه په تېښته کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې واقعیت د بدلون وړ یو شی وښيي. سارتر د شعر او نثر ترمنځ توپیر کوي: شاعر د لغتونو څخه د یو شي په توګه کار اخلي، خو د نثر لیکوال د لغتونو څخه د اشارې د وسیلې په توګه ګټه پورته کوي. نو نثر لیکوال نه سي کولای بې پرې او بې پروا وي. د لیکوال مسؤلیت دا دی چې د لوستونکي ازادي راوپاروي او هیڅکله د هغه پر ځای پرېکړه ونه کړي.
***
اوس به راشو د ادبي ښونځیو لورلید ته:
د ادبي مکتبونو او سبکونو په تړاو خبرو ته:
***
مسعود: تاسو ادبي مکتبونه، ادبي سبک، تگلوري او ارزښت یې، همدا راز ادبي ځېلونه، ټوټې (ژانرونه) څنګه راپېژنئ(تعریفوئ). او دا راته وویاست،چې کوم مکتوبونه کولای شو د ادبي مکتبونو په نوم ونومولای شو؟
ډاکټر رشاد: ادبي مکتب د لیکوالانو او کره کتونکو هغې ډلې ته وايي چې په یو ټاکلي تاریخي دوره کې د ښکلاپوهنې د یوشان اصولو پیروي کوي او ډیری یو ډول مانیفست یا تګلاره لري. ادبي سبک خو د یو لیکوال یا دورې ځانګیړنه وي او لازمي نه ده چې ډله ایزه پیروي وي. ژانر هم یو دودیز قالب دی چې د فحوا او محتوا ځانګړي توقعات رامنځته کوي.
 زما په اند، هر هغه منظم جریان چې نظري شالید، شاخص ، اثار او تاریخي اغېز ولري، ادبي مکتب بلل کېږي؛ لکه کلاسیسېزم، رومانتیسېزم، رئالیسېزم، ناتورالیسېزم، مدرنیسېزم او پست‌مدرنیسېزم...
مسعود: تاسو د ادبي مکتبونو په بهیرکې د ادبي ځېلونو(ژانرونو) د بنسټیزو بدلونونو د ودې او پرمختیا په اړه څنگه اندئ؟
ډاکټر رشاد: ادبي ژانرونه هیڅکله ثابت نه دي. مثلاً ناول چې یو وخت عام خوښوونکی ژانر و، وروسته غالب ژانر سو. هر ادبي مکتب موجود ژانرونه بدلوي. کله کله مکتبونه نوي ژانرونه پیدا کوي. په افغانستان کې هم موږ د رئالیسېزم په تیره بیا انتقادي رياليزم او ناتورالیسېزم تر اغېز لاندې د پښتو د هنري نثر ، آزاد شعر او ښاري لنډې کیسې د بیا زیږون شاهدان یو.
مسعود: د هیڅ ادبي مکتب رامنځته کېدنه ناڅاپه او له سریزې پرته نه وي، د هر یوه ډېرې نښې د پخوانۍ دورې په ادبي اثارو کې موندل کېدای شي. تاسو هغه لاملونه او توکي څنګه ارزوئ چې د ادبي مکتبونو د پیدایښت، جوړېدنې، بدلون، ودې او پرمختگ او د له منځه تللو لامل ګرځي؟
ډاکټر رشاد: ادبي مکتبونه هیڅکله په خلا کې نه راپیدا کېږي. اصلي عوامل دا دي:
۱. ټولنیز-سیاسي بدلونونه: صنعتي انقلاب د رئالیسېزم او ناتورالیسېزم سبب سو. نړیوال جنګونه د مډرنیزم  پیدا کوونکي وو.
۲. د علومو پرمختګ: د تکامل تیوري او رواني کتنې په ناتورالیسېزم او سوریالیسېزم باندې ډېر اغېز وکړ.
۳. د مخکیني مکتب په وړاندي غبرګون: ناتورالیسېزم د رومانتیسېزم د ایډیالیسېزم غبرګون و.
۴. تخنیکي نوښتونه: د عکاسي اختراع انځورګران امپرسیونېزم ته واړول؛ سینما د ناول د روایت پر بڼه اغېز وکړ.
د مکتبونو زوال بیا هغه وخت پېښېږي چې د هغوی اصول کلیشیی سي او نوی نسل د نوو تجربو د څرګندولو لپاره نوو قواعدو ته اړتیا پیدا کړي.
مسعود: ستاسو په اند يو ليکوال او شاعر څنګه کولای شي چې هم د یو مکتب پليونۍ اووسي او هم خپل ځانگړی چلندلار او دود ولري؟
ډاکټر رشاد: دا کشمکش د خلاقیت له ډېرو جذابو  اړخونو څخه دی. ځواب د قواعدو په بیا پیدا کولو کې پټ دی. خلاق لیکوال د مکتب قواعد د زنځیر په توګه نه ګوري چې لاس او پښې يې ور تړي بلکې د امکاناتو د یوې وسیلې په توګه درک کوي. قاعده منل يې له پوهې او ماتول يې په حساب وې، دغه روښانه لار ده. 
مسعود: تاسو ناتورالیست ادب څنګه راپېژنئ؟ د دې ادبیاتو تر ټولو اړینې ځانګړنې او ځانګړتياوې کومې دي؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیسېزم په ادب کې د ساینسي (تجربي) میتود کارول د انسان په مطالعه کې دي. ناتورالیست لیکوال د یو ژوپوه په څېر د کرکټرونو چلند د دې فرضیې له مخې چې د دوی برخلیک د ارثيت  او چاپېریال له خوا ټاکل کېږي، تحلیلوي.
د هغه اړینې ځانګړنې:
۱. جبر: انسان ازاد نه دی.
۲. عینیت: د ساینسي راپور په څېر عینیت (لیکوال مستقیم اخلاقي قضاوت نه کوي).
۳. تمرکز: د ژوند پر تیاره اړخونو تمرکز (بې وزلې، لېونتوب، نشه، تاوتریخوالی...).
۴. طبقاتي چلند : عادي او ډيری د ښکته طبقې کرکټرونه.
۵. د شعار ورکولو صنعتونو ردول (په «حقیقت» پسې دی  ، نه ارماني «ښکلا»).
مسعود: د ناتورالیسمو ادبیاتو تر ټولو مهم او نوښتګر لیکوال څوک ول؟ مهرباني وکړئ د هغوی د نامتو او گټورو اثارو نومونه واخلئ.
ډاکټر رشاد: بې له شکه امیل زولا د ناتورالیسېزم تر ټولو مهم او نوښتګر لیکوال دی. هغه د شلو ټوکو لړۍ «روګن ماکار» سره د ناتورالیسېزم بنسټ ایښی دی.
 د دې لړۍ تر ټولو مهمو اثار  دا دي:
د نلدوانۍ ژرنده.
خوړنځای – د کارګرو بدحالي او الکولیزم انځورول.
ژرمینال – د کان کیندونکو د اعتصاب ، تر ټولو ځلېدونکی ناول.
مځکه – توند کلیوالي ژوند ښودل.
ساني – د یو سرتېري د رواني ړنګېدا تحلیلول.
تېرس راکن – د هغه لومړی مهم ناول.
مسعود: تاسو د ناتورالیسم(طبیعت ګرایی یا طبیعت باوری) ښوونځی څنګه راپېژنئ او ارزوئ، کوم چې په نولسمه پیړۍ کې د علمي او فلسفي اندونو او افکارو د پراختیا پایله وه. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ شوی دی او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک دي؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمایي په فرانسه کې راټوکېدلی ادبي مکتب دی، چې له ۱۸۶۵ څخه تر ۱۸۹۵ پورې  خپل اوج ته ورسېد. دا مکتب په اصل کې د علمي انقلاب، صنعتي بدلونونو او ټولنیزو بحرانونو مستقیمه پایله وه. د دې بنسټ اېښودونکی «ایمیل زولا» دی، هغه څوک چې نه یوازې دا مکتب یې تعریف کړ بلکې عملي بڼه یې هم ورکړه.
خو په څرګند ډول د " ناتورالست مکتب" نوم ايښودنه د ١٨٧٧ ز کال د اپریل پر شپاړسمه د " تراپ" په رستورانت کې د شپې ډوډۍ پر میز تر سره سوه ، کله چې ګوستاو فلوبر، ایزمونو دو ګونکور، ایمیل زولا او د آینده ډله(مدان) راټول سوي ول.  دا وراشه(اصطلاح) چې د علم ، فلسفې او هنر د کره کتنې له ژبې را اخیسته سوې وه ادب ته ننوته .
سره له دې چې د اوولسمې پیړۍ راهيسي د فرانسې د ښکلو هنرونو اکاډمي هغه عقيده چې د طبیعت تقلید په هرڅه کې اړین بولي ناتورالیستي بللې ، دا وراشه یا اصطلاح په ځانګړي ډول په انځورګرۍ کې کاريده . بودلر باور درلود چې :" انګر Ingre د طراحۍ په برخه کې د ناتورالیست مکتب تر ټولو مشهور استازیتوب کوي ".
په فلسفه کې ناتورالیزم د هغو کسانو نظام دی چې طبیعت د لومړي اصل په توګه مني او د هر څه نسبت هغه ته کوي . د اپیکوریان څخه نیولې تر پوزیټیویستانو پوري چې دې کې ګاسانديGassendi او د دايرةالمعارف انډیوالان ځاییدای سي.
دا وراشه د ځينو کره کتونکو په نظر یو قياسي مفهوم لري او هغه لیکوالو ته ویل کيږي چې د ویکتور هوګو په وینا ( د پیړۍ کیسه ١٨٥٩) " هڅه کوي چې له ټولنیزو ستونزو سره هغه چارې وکړي چې یو طبیعت پوه يې د ژویو پوهني feral sciene سره کوي "   بودلر په ١٨٤٨ ز کال کې بالزاک ته " طبیعت پوه... مشاهده کوونکی... او ناتورالست" وايي. 
د زولا ناتورالیزم د حقیقت سره بي پایه وفاداري او یو ډول ښکلاپوهنه ده او هم پوزیتویزم ته ادبي اړتیا ورکول دي او په پایله کې د طبیعي تاریخي میتودونو يو ډول ناول ته راوړل دي .
زولا په خپل اثر «تجربوي ناول» کې دا نظریه وړاندې کړه چې ناول باید د ساینس په شان وي: لیکوال باید لکه یو ساینسپوه مشاهده وکړي، فرضیه جوړه کړي او بیا یې په کیسه کې وازمويي. د دې نظر تر شا درې اساسي سرچینې دي: د اګوست کنټ پوزیتیویزم، د ډاروین د تکامل تیوري، او د کلود برنار تجربوي میتود.
پوزیتیویزم وایي چې یوازې هغه څه رښتیا دي چې د حس له لارې درک کېدی سي. ډاروین انسان د طبیعت یوه برخه ګڼي، نه یو استثنا او دژوند او وراثت قوانین باندي پلي کوي .
 برنار وايي چې حقیقت باید د تجربې له لارې کشف سي. ناتورالیزم دا درې واړه ادبیاتو ته راوړي.
مسعود: د هر ادبي مکتب ډېرې نښې د پخوانۍ دورې په ادبي اثارو کې موندل کېدای شي او د هر ادبي او هنري مکتب رامنځته کېدنه د خپلې دورې د ځانګړو ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او تاریخي شرایطو او د فلسفي افکارو تر اغیزې لاندې وي. ستاسو په اند هغه عوامل او انګیزې څه دي چې د ناتورالیسم مکتب د رامنځته کیدو لامل شوي دي؟
ډاکټر رشاد: د دې مکتب د رامنځته کېدو لاملونه څو اړخیز دي. له علمي اړخه، د ډاروین نظریې او د ساینس پرمختګ د انسان پر ازادې ارادې شک پیدا کړ. له ټولنیز اړخه، صنعتي انقلاب یوه نوې غریبه طبقه پیدا کړه چې تر هغه مخکې ادبیاتو کې نه ښکارېده. له ادبي اړخه ناتورالیزم د رومانتیزم د احساساتي مبالغې او د واقعیت پالنې د نیمګړتیاوو پر ضد یو غبرګون و.
سیاسي شرایط هم مهم ول: سانسور، بې‌عدالتي او د دوهمې سترواکۍ فشارونو لیکوالان دې ته اړ کړل چې د ښکلي خیال پر ځای سخت واقعیت وښيي.
مسعود: تاسو د ناتورالیسم د مکتب آرونه، بنسټیزې او مهمې قاعدې، اړینې ځانګړنې او غوره ځانګړتیاوې او د ناتورالیسم سبک، تګلوري او ارزښتونه څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: د ناتورالیزم قوت په دې کې دی چې ژوند بې‌پردې ښيي. هغه موضوعات چې مخکې شرمناک یا پټ بلل کېدل لکه فقر، فساد، جنسي انحراف ،دا ټول یې ادبیاتو ته راننایستل. د حسي جزيياتو او تجربو دقیق بیان یې هم ځانګړنه ده، چې لوستونکی د صحنې برخه ګرځوي.
خو کمزورۍ یې هم څرګندې دي: جبرپالنه یې دومره قوي ده چې انسان بې‌اختیاره ښکاري، بدبیني یې تر حده اوړي او کله کله د علمي تقلید له امله ادبي ښکلا کمزورې کېږي.
سره له دې، ارزښت یې دا دی چې ادبیات یې له خیال څخه راکښته کړل او د ټولنیزو حقیقتونو بیان یې ممکن کړ. 
مسعود: ناتورالیسم چې له فلسفي پلوه يو هنري خوځښت دی، په اصل کې يوه اصطلاح ده چې د علم، ساينس، فلسفې او هنري تنقيد او کره کتنې له ژبې څخه ادب ته داخله شوې ده. تاسو دا مکتب د فلسفي افکارو په رڼا کې څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: له فلسفي اړخه، ناتورالیزم د مادیت پالنې او میخانیکي ماټریالېزم یوه بڼه ده. انسان پکې د طبیعي قوانینو تابع یو موجود دی، نه یو ازاد فاعل. دا فکر د هابز، دیدرو او هلوتیوس له نظریاتو سره تړاو لري.
دغه لید وروسته د اګزیستانسیالیستانو له خوا نقد سو، ځکه هغوی ویل چې انسان باید ازاد وي او خپل انتخاب ولري.
مسعود: شوپنهاور (زیږیدنه: 1788، مړینه: 1860) یو آلماني فیلسوف دی چې په اروپا کې یو له سترو فیلسوفانو څخه شمېرل کېږي او د اخلاقو، هنر، معاصر ادب او نوې ارواپوهنې په برخه کې په تاریخ کې ترټولو اغیزمن فیلسوف دی. نوموړي ډیر لیکوال او له هغې ډلې څخه د تاتورالیسم د مکتب لیکوال یې هم اغیزمن کړې دي. تاسو په ناتورالیستو لیکوالو کې د شوپنهاور د فلسفې اغیز په تړاو څنګه اندئ؟
ډاکټر رشاد: د شوپنهاور فلسفه، که څه هم مستقیمه نه ده، خو پر ناتورالیزم اغېز لري. هغه نړۍ د ړندې ارادې محصول ګڼله او ژوند یې له رنځ سره تړلی باله. دا بدبیني د ناتورالیزم له فضا سره نژدې ده.
خو توپير یې دا دی چې شوپنهاور هنر په تیره بیا موسيقي د لنډ مهاله خلاصون وسیله ګڼي، خو ناتورالیزم داسې هیڅ هیله نه پرېږدي.
مسعود: په ادبياتو او هنر کې د ناتورالیسم د ښوونځی د آرونو او بنسټونو په اړه څه لید لرئ؟ تاسو په ادبي ناتورالیسم کې مهم توکي څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: د ناتورالیزم مهم عناصر دا دي: شخصیت د میراث او چاپېریال محصول دی؛ چاپېریال فعال او د اصلی شخصیت راوی دی او روایت بیا کلینیکي او عيني  وي؛ پلاټ ساده او ژبه یې سیده او مستقیمه وي او ډېر وخت مستند او تکراري  جزیات کارېږي.
مسعود: امیل اډوارډ شارل انتون زولا (زیږیدنه: 1840، مړینه: 1902)رمان لیکونکی، ډرامه لیکونکی، ژورنالیست، تر ټولو نامتو فرانسوی لیکوال، چې د ناتورالیسم د غورځنګ یو له مهمو مخکښانو او بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي. مهرباني وکړئ د دې نامتو لیکوال د اندونو او افکارو، عقایدو، لید توګو د علم او ساینس د تیورۍ او پرمختګ په برخه کې په ځانګړې توګه د فیزیولوژي او جیولوژي د علم  په تړاو  او د ده د نوموتو اثارو په اړه  په لنډه توګه خپل مالومات راسره شریک کړئ؟
ډاکټر رشاد: اېمیل زولا (Émile Zola) د نولسمې پېړۍ له هغو سترو فرانسوي لیکوالانو، ژورنالستانو او مفکرانو څخه و، چې د ناتورالیسم (Naturalism) ادبي مکتب بنسټګر ګڼل کېږي. نوموړی په ۱۸۴۰م کال کې په پاریس کې زېږېدلی او په ۱۹۰۲م کال په کور کې  د لوګي او د مونګاز یا کاربن مونو اکسایډ  (Carbon Monoxide)  ګاز له امله مسموم او  ومړ . زولا یوازې یو ناول لیکونکی او ادیب نه و، بلکې یو ټولنیز متفکر، سیاسي فعال او د حقیقت غوښتونکی هم و. 
زولا په دې باور و، چې ادب باید یوازې د خیال او رومانتيک احساس څرګندونه نه وي، بلکې د انسانانو واقعي ژوند، ستونزې، ټولنیز حالت او طبیعي شرایط باید په دقیق او علمي ډول انځور کړي. هغه به ویل: «لیکوال باید لکه یو ساینسپوه ټولنه مطالعه کړي او واقعیتونه د تجربې له لارې وڅېړي.»
د زولا علمي او فلسفي نظریات:
زولا د ساینس له پرمختګونو ډېر اغېزمن سوی و، په تېره بیا د فیزیولوژۍ، بیولوژۍ، جیولوژۍ، وراثت او ټولنپوهنې څخه . هغه د فرانسوي فیزیولوژیست کلود برنارد (Claude Bernard) نظریات مطالعه کړي وو، چې باور یې درلود انسان او طبیعت باید د تجربوي علومو له لارې وپلټل سي. زولا دا نظر ادبیاتو ته راواړاوه.
جیولوژۍ(مځکپوهنې) علم د ناتورالیزم په رامنځته کولو کې غیر مستقیم خو مهم رول درلود ځکه جیولوژي ښيي چې طبیعت او چاپېریال د مځکې جوړښت بدلوي . زولا هم باور درلود چې د انسان شخصیت او چلند د چاپېریال،  ټولنیزو شرایطو او وراثت له خوا ټاکل کیږي. يعني لکه څنګه چې طبیعي قواوي غرونه او د مځکې طبقې جوړوي همداسي ټولنیز او فزیکي شرایط انسان جوړوي. 
جیولوژي نړۍ د مادي قوانینو له مخې تشریح کوي او ناتورالیزم انسان بیا د دغه  طبیعت یوه برخه ګڼي. 
ده ويل : لکه څنګه چې ساینسپوه په لابراتوار کې تجربه کوي همداسي لیکوال باید انسانان او ټولنه وڅیړي او وشني ځکه نو ده خپل ادبي سبک ته " تجربوي ناول " ویلی و .
هغه استدلال کاوه چې:
انسان د خپل چاپېریال(Environment) محصول دی يعني هغه فضا او ماحول چې انسان بکې ژوند کوي لکه کور، کوڅه ، کارځای او داسي نور .
وراثت (Inheritance) د پلرونو او نیکونو خویونه چې انسان ته رالیږدي او د انسان پر اخلاقو، مزاج او چلند ژور اغېز لري.
ټولنیز شرایط (Social conditions) هغه تاريخي او ټولنیز حالت لکه جګړه، فقر،  بډايتوب او داسي نور .
ځکه فقر، ټولنیز ظلم، شراب، فساد او اقتصادي فشار د انسان شخصیت بدلوي.
هغه ویل :"انسان د ټولني او طبیعت ګډ موجود دی چې د هغه اعمال د دې دواړو تر فشار لاندي تر سره کيږي. "
خو د لیکوال دنده داده چې د ټولنې پټ حقیقتونه او دردونه بربنډ کړي، هغه څه چې نور ورته پام نه کوي.
د ناتورالیسم په اړه د زولا نظر:
زولا به ویل: «ناتورالیسم د ریالیزم پرمختلونکې بڼه ده.» ریالیزم یوازې حقیقت بیانوي، خو ناتورالیسم د حقیقت تر شا لاملونه هم لټوي. د ده په اند: «انسان د طبیعت، ارث او چاپېریال تر اغېز لاندې دی.» نو ځکه د زولا په ناولونو کې انسان اکثراً د ټولنیزو شرایطو قرباني ښودل سوی.
د زولا مشهور آثار:
ژرمینال (Germinal): دا دزولا تر ټولو غوره ناول ګڼل کیږي.  په دې اثر کې د فرانسې د سکرو کانونو د کارګرانو د ژوند کیسه ده چې  په کې فقر، زبیښاک(استثمار) ، لوږه او طبقاتي مبارزه په دردونکي ډول انځور سوې.
د دې ناول نوم د فرانسوي انقلابي کلیزې د یوې میاشتنۍ(چې د پسرلي مانا لري ) څخه اخیستل سوی خو په دې کې فضا ډیره تیاره او دسختۍ ده .
تیریس راکېن (Thérèse Raquin): د انساني شهوت، جرم او رواني عذاب ناول دی.
دا د یوې نجلۍ کیسه ده چې د خپل ناروغ میړه سره په مینه کې د یو بل سړي سره ملګرتیا کوي.  زولا په دې ناول کې د انسان رواني عذاب او تر جرم وروسته وجدان ډیر ښکلی انځور کړي دی .
نانا (Nana): د فرانسوي ټولنې اخلاقي فساد او د یوې بدلمنې (فاحشې )د ژوند انځور دی.
دا د یوې رنډۍ(فاحشې) کیسه ده چې د فرانسې د دوهمې سترواکۍ (ناپلیون) په زمانه کې د اشرافو او بډایو خلکو اخلاقي فساد رسوا کوي او دا د ټولنې ویرونکې هینداره ده .         ٠L’Assommoir  دشرابو ناوړه اغېزې او د مزدورې طبقې بدبختي پکښې  بیان سوې چې د شرابخورۍ او بیوزلۍ دردناک انځور دی
روګون ماکار (Les Rougon-Macquart): د شلو ناولونو یوه لویه ټولګه ده چې د یوې کورنۍ څو نسلونه پکښې راغلي او څېړل سوي. زولا هڅه کړې چې وښيي ارث او چاپېریال څنګه د انسان برخلیک ټاکي.
سیاسي او ټولنیز رول:
زولا د عدالت ږغ و او زړور مبارز هم و ، هغه د «ډرېفوس قضیې» (Dreyfus Affair) په نامه مشهوره سیاسي پیښه کې یې د یوه بېګناه افسر دفاع وکړه او خپله مشهوره مقاله «زه تور(اتهام) لګوم» (J’Accuse) یې ولیکله او په هغه کې د فرانسوي پوځ او ح پر لوړ پوړو چ تورونه ولګول او دې کار د هغه ژوند له خط سره مخامخ کړ خو ده عدالت تر هر څه لوړ وګاڼه چې د فرانسې په سیاسي تاریخ کې ډېر ارزښت لري.
مسعود: په ادبیاتو کې، "امیل زولا" هغه فرانسوي لیکوال، کره کتونکی او سیاستوال وو، چې د شلو ټوکونو ټولګه یې د (۱۸۷۱)ز تر (۱۸۹۳)ز کلونو په منځ کې د (روګن ماکار) په نوم کښلې ده. نوموړی د دې ټولګې په لیکنو سره زیات مشهور شو. امیل زولا د ناتورالیسم د ادبیاتو اغېزمن بنسټ اېښیدونکی دی او د ناتورالیسم پر ادبیاتو یې زیات اغېز پرېیښی دی. ده د فرانسې ټولنه په خپلو ګټورو آثارو کې انځور کړې ده. ښه به وي كه د دغې نامتو لیکوال د عقایدو، اندونو او لاسته راوړنو په اړه او د «روګن ماکار» د ټولګې د منځپانګې، سکالو، مضمون او پیغام په تړاو لنډ مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: ایمیل زولا د دې مکتب تر ټولو مهم استازی دی. هغه غوښتل چې ناول د ساینس په شان کړي. د هغه «روګن ماکار» لړۍ ، یوې کورنۍ د نسلونو له لارې دا ښيي چې څنګه میراث او چاپېریال د انسان ژوند ټاکي.
هغه یوازې ادیب نه و، بلکې سیاسي فعال هم و. د «زه تورنوم ( زه متهم کوم) ...!» سرخلاصی لیک د دریفوس پيښه ده چې د روڼاندۍ د عدالت غوښتنې یوه تاریخي بېلګه یې بللای سو .
مسعود: ویل کیږي چې "امیل زولا" د خپل ژوند په لومړیو کې د «انوره دو بالزاک» له اثارو سره بلد شوی وو، کوم چې یو له مشهورو فرانسوي لیکوالو څخه وو او له (۹۰) څخه زیات ناولونه او داستانونه او لنډې کیسې یې لیکلي دي. امیل زولا هغه څوک وو چې د بالزاک پوهه او ګټور او اغېزمن آثار یې ډېر ښه وپېژندل. همدا دلیل وه چې د  بالزاک  اثار په هغه باندې ژوره اغیزه درلوده او دی یې دې ته وهڅوو چې خپل ځانګړي آثار ولیکي. تاسو د دغو دوو نوموتو لیکوالو د پېژندل شوو اثارو په رڼا کې د هغوی عقاید، افکار، لید توګي او لید لوري څنګه پرتله کوئ؟
ډاکټر رشاد: زولا او بالزاک ترمنځ توپير دا دی چې بالزاک د انسان پر اراده باور لري، خو زولا هر څه د طبیعي جبر نتیجه ګڼي. سره له دې هم زولا د بالزاک له ټولنیز لید څخه ډېر څه زده کړي دي.
مسعود: ستاسو په اند، د بالزاک سربیره، امیل زولا د نورو نامتو لیکوالو او د هغوی د قیمتي او ګرانبیو اثارو تر اغیز لاندې هم وو او که نه؟ که وو، نو په لنډه توګه د دغو لیکوالو د آثارو په تړاو لنډه رڼایي واچوئ
ډاکټر رشاد: پر زولا نور لیکوال لکه ګونکور وروڼه، فلوبر، هوګو، تورګینیف او تولستوی اغېز لري. فلوبر هغه ته بې‌طرفه روایت ور زده کړ، او نور لیکوالانو د ټولنیز او هنري پراخوالي حس ورکړ.
مسعود: ویل شوې دي: د فلسفي لیدلوري له مخې، ناتورالیسم د تحقیقي فلسفې (پوزیتویسم) یا اثباتي فلسفې پر بنسټ ولاړ دی او د رومانتيک له لرې تخیلاتو څخه یې ځان لرې کړی دی ... د فلسفي افکارو په رڼا کې په دې اړه ستاسو لید څه دی؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم د پوزیتیویزم ادبي بڼه ده. دواړه پر مشاهده، تجربه او علمي میتود ټینګار کوي. خو وروسته دا نظریه نقد سوه، ځکه ادبیات د ساینس په شان دقیق نه سي کېدای.
مسعود: ویل شوې دي: د امیل زولا تر څنګ، «تورګینف» (زیږیدنه: 1818ز،  مړینه: 1883ز) روسي رومان لیکونکی، شاعر او ډرامه لیکونکی وو. او جورج الیوټ (زیږیدنه : 1819ز، مړینه: 1880ز)  انګلیسي رومان لیکونکی. دا دواړه هم  د ناتورالیسم د مکتب له مخکښانو څخه ول. که مهرباني وکړئ د دغو لیکوالو د اندو واندو''افکارو او نظریاتو''، عقایدو او ادبي او هنري کارونو او ګټورو آثارو په تړاو لنډه  روښاني واچوئ.
ډاکټر رشاد: تورګینیف او جورج الیوټ د ناتورالیزم نرمې بڼې وړاندې کوي. په ځانګړې توګه الیوټ د جبر تر څنګ د اخلاقو لپاره هم ځای پرېږدي.
مسعود:  د ناتورالیسم یا طبیعیت ګرایی او ریالیزم یا واقعګرایي او رښتیني لیکنې، د داستاني لیکوالو د سبک او تګلوري په اړوند، د داستاني ادبیاتو، نامتو او پېژندل شوي داستان لیکونکي، کره کتونکي او منتقدین څه لید لري؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم او واقعیت پالنه سره نږدې دي، خو توپير یې دا دی چې واقعیت پالنه د بدلون امکان مني، خو ناتورالیزم انسان محدود ګڼي.
مسعود: د ناتورالیسم د داستانونو مهمې ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟ د ناتورالیسم د سبک او تګلوري تر ټولو مهم او نوموتي داستانونه کوم دي او د دې سبک او طرز پېژندل شوي او غوره داستان لیکونکي څوک دي. 
ډاکټر رشاد: ناتورالیستي کیسې خطي وي، جزیات دقیق وي، ژبه عامیانه او پایله اکثره بدبینانه وي. موپاسان، هارډي، جیک لندن او ډرایزر یې مهم استازي دي.
مسعود: د ناتورالیسم مکتب هغه ادبي خوځښت دی چې د ریالیزم له زړه څخه راپورته شوی او د ژوند او واقعیت رښتینی بیان دی او په خپلو طریقو او موخو کې یو څه ورته والی لري. تاسو د دوی مشترکه وجه او ارزښت څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم وروسته کمزوری سو، خو اغېز یې لا هم په سینما، معاصر ادب او ژورنالیزم کې پاته سوی دی. دا مکتب ادبیات له خیال څخه واقعیت ته راواړول او د انسان د ژوند پټې برخې یې ښکاره کړې.
مسعود: ویل کېږي: د ناتورالیسم ښوونځی هغه ادبي او هنري مکتب دی، چې د نامتو لیکوالو او بنسټ ایښودونکو تر څنګ، توماس هاردي (زیږیدنه: 1840ز، مړینه: 1927ز)، تر ټولو نوموتی انګلیسي لیکوال، ناول لیکونکی، شاعر او د لنډې کیسې او داستانونو لیکوال، جګ لندن (زیږیدنه: 1867 ز او مړینه: 1916ز) د شلمې پیړۍ یو له پېژاندو امریکایي لیکوالو څخه وو، وګي ډوموپاسان (زیږیدنه: 1850ز، مړینه: 1893ز) د نولسمې پیړۍ یو له سترو فرانسوي کیسه لیکونکو څخه وو. دا ټول لیکوال د ناتورالیسم د  ادبیاتو له مخکښو لیکوالو څخه ول. ښه به وي كه د دغو نامتو لیکوالو د عقایدو، اندونو او لاسته راوړنو او نښیرونو(اثارو)په اړه لنډ مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: ۱- توماس هارډي (Thomas Hardy):د انګلستان مشهور لیکوال، شاعر او ناول لیکونکی چې ١٨٤٠ ز کې زیږیدلی دی.
هغه په خپلو اثارو کې د کلیوالي دودیز او سخت  ژوند، ټولنیزو محدودیتونو، د تقدیر جبر او د انسان د ناکامیو خوپ (تت) انځور وړاندې کوي.
 د هارډي نظریات:
انسان تل د ټولنې او تقدیر قرباني کېږي.
ټولنیز قوانین ډیری ظالمانه وي.
مینه او انساني احساسات د ټولنې له سختو فشارونو څخه ماته خوري.
ده انسان د یو بې وسه موجود په توګه معرفي کاوه چې د یو ظالم او مبهم تقدیر(fate) تر ولکې لاندي ژوند کوي . 
ده د ويکټوريا د وخت پر ټولنیزو بندیزونو، د واده پر قوانینو او د کلیسا ير ریا کارۍ سخته نیوکه کوله .
مشهور آثار یې :
ټېس دې اوربرویلي (Tess of the d’Urbervilles): د یوې پاکې او بېوزلې نجلۍ غمجنه کیسه ده چې د ټولنې د ظلمونو او د یو سړي د خیانت قرباني کیږي.
دا ناول د ښځو د مظلومیت یوه ژړا ده .
له لیونۍ ګڼې کوڼې څخه لیري (Far from the Madding Crowd): د مینې او کلیوالي ژوند کیسه ده.
ناپیژانده( مبهم) جود (Jude the Obscure): د زده کړو، مذهب او ټولنیزو محدودیتونو ستونزې یادي سوي دي .
دا د يو بیوزلي هلک کیسه ده چې غواړي عالم او ملا سي خو د ټولني طبقاتي خنډونه یې له دې خوب و خياله بې برخې کوي.
دا اثر دومره جنجالي و چې ځینو کلیساګانو اور ورواچاوه. 
۲- جک لندن (Jack London):
د امریکا مشهور لیکوال و، چې د طبیعت، د سخت ژوند بقا او ټولنیزو ستونزو په اړه یې لیکل کول، د انسان او طبیعت ترمنځ یې سختې مبارزې انځورولې .
ده خپله د ژوند ډيرې ستونزې ليدلي وې ، له بیوزلۍ یې د سروزرو په لټه الاسکا ته سفر کړی و .
 د جک لندن افکار:
ژوند د بقا یوه ستونزمنه مبارزه ده(Survival of the fittest) ، ده باور درلود چې ژوند یوه تلپاتې مبارزه ده او يوازي هغه څوک چې غښتلی، هوښیار او د بدلون وړتیا لري بریالی کیږي. 
طبیعت پر انسان غالب دی.
یوازې قوي انسان ژوندی پاتې کېږي .
 د ده په افکارو کې د ټولنیز ډاروینیزم (Social Darwinism) اغېز څرګند دی.
مشهور آثار یې :
د وحشت ږغ (The Call of the Wild): د یوه سپي "بک" کیسه ده چې له ارامه کوره د الاسکا د واورو او سړو سختې سیمې ته وړل کیږي او په پای کې خپل اصلي وحشي طبیعت ته راګرځي .
سپین فنګ (سپین غاښی )(White Fang): د انسان او حیوان تر منځ اړیکې بیانوي.
دا د يو شرموښ یا لیوه کیسه ده چې د انسان له خوا نیول کیږي خو بیا هم له خپلو غریزو سره مبارزه  کوي. 
مارتین اېډن (Martin Eden): دا د يو بیوزله سمندري سړي کیسه ده چې غواړي لیکوال سي او د یوې بډایې نجلۍ مینه خپله کړي. 
دا ډیر د ده د خپل ژوند ناول دی .
دی د بقا ، فقر ، طبقاتي مبارزې او انساني غریزو په بیان کې ډیر پياوړی دی .
 ګي دو موپاسان (Guy de Maupassant):
د فرانسې مشهور کیسه لیکونکی او د لنډې کیسې استاد بلل کېږي.
ده په خپلو لنډو خو په زړه پورو کیسو کې د انسان نفسي حالتونه، جنسي غوښتنې، حرص او ټولنیز فساد په ډیر مهارت لیکي دي. 
 د موپاسان نظریات: دی  ډیر بدبین(Pessimist ) و او د ده په نظر :
انسان ډېر وخت د خپل نفس او شهوت تابع وي.
ټولنه له دباندي اخلاقي ښکاري خو دننه له ریا او فساده ډکه ده .
انساني کمزورۍ باید په ریښتیني او بربنډه توګه وښودل سي.
د هغه په کیسو کې انسان ډیری د خپلو غریزو قرباني کیږي. 
مشهور آثار یې :
بیل آمی (Bel-Ami): د یوه فرصت طلبه او ځانغوښتونکي انسان کیسه ده چې د ښځو او درواغو په زور د فرانسوي ټولنې تر لوړو پوړیو رسیږي. 
د ټال ګیند یا توپ(Boule de Suif) دا د هغه لومړنی او مشهور ناول دی.
په دې کې د یوې بدلمنې (فاحشې) او د فرانسوي اشرافو د یوې ډلې کیسه ده چې د احساساتو او دښمنۍ په وخت کې د هرچا اصلي مخ ښکاري. 
یو ژوند (Une Vie): د یوې ښځې د ناکام او دردناک ژوند داستان دی.
ګاڼه یا ګیڼه (La Parure): د جګړې او انساني منافقت په اړه مشهوره کیسه ده.
چارلس دیکنز(Charles Dickens) د انګلستان مشهور ناول لیکوال و. هغه د ١٩مې پیړۍ له تر ټولومهمو لیکوالو څخه ګڼل کیږي. 
دیکنز زیاتره د ریالیزم(Realism ) له ادبي مکتب سره تړل کیږي نه نګه(خالص) ناتورالیزم سره خو هغه په خپلو ناولونو کې لکه ناتورالیزم د ټولنې د خوارانو ستونزي،  بیوزلي،  دکوچنيانو سخت ژوند او د صنعتي انقلاب اغیزې انځورولې اما انسان يې لکه ناتورالیستانو غوندي مجبور نه ګاڼه لکه ده هغه په دې اثارو کې:
الیور ټویسټ(Oliver Twist) : دا د الیور يتيم د بیوزلۍ، ظلم او سخت ژوند کیسه ده خو بیا هم هغه خپل ښه اخلاق ساتي او شرایط د هغه خوی نه بدلوي.
ډيويډ کاپرفیلډ(David Copperfield ) : دا د ډیوډ هلک د ژوند کیسه ده چې له کوچینوالي تر ځوانۍ پوري له ډیرو ستونزو تيريږي.  ناول د مبارزې ، زده کړې او بریا پيغام لري .
د دوو ښارونو کیسه( A Tale of Two Cities ) : دا ناول په لندن او پاریس کې د خلکو ژوند په انقلاب کې ښيي چې دې کې د عدالت، قربانۍ او مینې موضوعات ډیر مهم دي .
سترې هیلې( Great Expectations ) : دا د"پپ " په نوم د غریب هلک کیسه ده چې د بډای کیدو خوبونه ويني.  دا ناول د انسان د هیلو ، اخلاقو او ژوند د بدلونونو په اړه ژور بحث دی.
مسعود: د طبیعت پوهانو په وینا، وراثت او چاپیریال د انسان د برخلیک اصلي ټاکونکي دي. د دې مکتب او ریالیزم تر منځ توپیر دا دی چې په ریالیستي نښیرونو(آثارو)کې انسان تل تر خپل چاپېریال مهم وي، خو په تاتورالیسم کې  د انسان اهمیت د شیانو له اهمیت نه زیات نه دی. تاسو د فلسفي افکارو په رڼا کې په دې تړاو څه لید لرئ؟
ډاکټر رشاد: ریالیزم او ناتورالیسم دواړه د حقیقت د انځورولو مکتبونه دي، خو مهم توپیرونه لري:
ریالیزم انسان ته ارزښت ورکوي خو ناتورالیزم چاپېریال ته زیات ارزښت ورکوي .
ریالیزم کې انسان نسبي ازادي لري خو په ناتورالیزم کې انسان د جبر قرباني دی. 
رياليزم اخلاقي انتخاب مهم ګڼي خو ناتوراایزم وراثت او طبیعت مهم ګڼي .
رياليزم متوازن حقیقت وړاندې کوي خو ناتورالیزم تور او سخت حقیقت وړاندې کوي.
نو ویلای سو چې ریالیزم انسان یو ارادي ټولنیز موجود ګڼي خو ناتورالیزم انسان یو بیولوژیکي مجبور موجود ګڼي ، په ریالیزم کې انسان کولای سي د عقل او ارادۍ په مټ خپل برخلیک بدل کړي خو ناتورالیزم کې انسان د خپل وراثت، چاپیریال او غریزو له خوا مجبور کړی سوی دی.
د ریالیزم تمرکز د ټولنې پر روښانه انځورولو او ډیر د منځنۍ طبقې پر ستونزو او اخلاقو دی خو د ناتورالیزم تمرکز ډیر پر کښته طبقې او د هغو پر ستونزو او تیاره اړخونو راڅرخي .
فلسفي ارزونه:
ناتورالیستان د جبریت (Determinism) پلویان وو. دوی باور درلود چې انسان د ارث، طبیعت او ټولنې تر اغېز لاندې دی او بشپړه آزادي نه لري. خو وروسته فیلسوفانو لکه سارتر (Sartre) استدلال وکړ چې انسان د انتخاب حق لري او کولای سي خپل برخلیک بدل کړي. د حق خبره خو داده چې انسان هم د چاپېریال تر اغېز لاندې وي او هم د ارادې او فکر ځواک لري.
هر څه د علت او معلول له  مخې ټاکل کېږي. 
په دې اړه د چالیرز دیکنز امیل زولا، توماس هارډي،  جک لندن او موپاسان تر څنګ د(Madame Bovary) لیکوال گوستاو فلوبر هم یادولای سو.
مسعود: د نقاشۍ په برخه کې د ځانګړي ښوونځي په توګه، د ناتورالیسم اصطلاح د لومړي ځل لپاره د چا لخوا، چیرته او کله وکارول شوه؟ د ناتورالیسم د ښوونځي د هنرونو، انځورونو او نقاشیو په برخه کې، کوم نښیرونه(اثار) تر ټولو اغېزمن، ارزښتمن او د پام وړ دي، او د دې نښیرونو(اثارو)نامتو او پېژاندو انځورګرانو نومونه او کارنامې او نښیرونه(اثار) یې راته په ګوته کړئ؟
ډاکټر رشاد: په هنر کې د ناتورالیسم اصطلاح په فرانسه کې د اتلسمي او نولسمې پېړۍ له انقلابونو وروسته رواج سوه. هنرمندانو غوښتل چې له مذهبي او تاریخي خیالي انځورونو څخه خلاصون ومومی، طبیعت او انسان له کومې مبالغې پرته، لکه څنګه چې دي، انځور کړي.
ځانګړتیاوې:
واقعي انځورګري، له افسانوي یا رومانتيکو عناصرو پرته.
د طبیعت دقیق انځور وړاندي کول .
د عادي خلکو لکه بزګرانو، مزدورانو، خوارانو ، کوڅه ډبو  او داسي نورو ژوند انځورول.
مشهور انځورګران:
ګوستاو کوربه (Gustave Courbet): د ناتورالیستی نقاشۍ بنسټګر ګڼل کیږي ده ویل:" زه پرښته (ملایکه ) نه انځوروم ځکه ما نه ده لیدلې" خو دی د فرانسوي ریالیزم او هم ناتورالیسم مهم استازی دی . 
مشهور اثار یې : «د نړۍ سرچینه» او «د اورنانس په ګورستان کې ښخېدل» او د ډبري ماتونکي(The Stone Breakers ) چې  د دوو بې وزلو کارګرانو انځور یې د ټولنې لپاره لوی چلنج و .
ژان فرانسوا میله (Jean-François Millet): د بزګرانو او کروندګرو د مینې او خوارۍ انځورګر و .
مشهور اثر یې : «غلې ټولونکي» (The Gleaners): چې درې ښځې تر کښتۍ وروسته د پاتې غنمو د تللو په حال کې انځوروي .
هونوره داومیه(Honoré Daumier ): د ټولنیز ظلم او قانوني فساد کارټونیسټ او انځورګر . 
مشهور اثار یې:  
د بیوزلو سفر  
Wagon de troisieme classe))
او Gargantua یو سیاسي کارتون چې د فرانسې پاچا Louis- philippe  یې د لغاز په ډول انځور کړی و او له همدې امله زنداني سو.
ایلیا رېپین (Ilya Repin): روسي انځورګر.
 مشهور اثر یې: «د ولګا سیند پر غاړه پنډي یا جوالي».
مسعود: د نندارې''تياتر''، ډرامې، سینما او د فلمونو  په جوړولو کې  او همداسې د عکاسۍ او معمارۍ په برخه کې د ناتورالیسم د سبک اصلي او مهمې ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟ د دې سبک د نامتو فلمونو، عکاسۍ، ډرامې او تیاتر او معمارۍ د  مهمو پېژندل شویو استازو په تړاو لنډه رڼا واچوئ؟
ډاکټر رشاد: ناتورالستي تیاتر هڅه کوي چې د ژوند واقعي بڼه له مصنوعي شيانو پرته وړاندې کړي. 
ځانګړتیاوې یې : طبیعي خبرې، عادي کرکټرونه، واقعي صحنې، د ټولنیزو ستونزو څرګندونه. 
مشهور ډرامه لیکوالان:
هېنریک ابسن (Henrik Ibsen) :ناروېژی لیکوال چې د کورنۍ او ټولنې تیاره اړخونه یې لکه «د یوه ګوډاګي کور» یا " کورنی ډار" نندارې ته وړاندي کړي دي .
انتون چیخوف(Anton Chekhov ): روسي لیکوال چې د انسانانو داخلي دردونه او ولسي خبرې يې لیکلې. مشهوره ډرامه یې  د ګیلاسو ونو باغ ( The Cherry Orchard ) چې د روسیې د اشرافو د زوال او ټولنیزو بدلونونو کیسه ده .
وانیا اکا یا تره(Uncle Vanya) : د کلیوالي ژوند،  ناهیلیو او د انسان د دننه ستونزو انځور دی.
او اګسټ سټرېندبرګ :(August Strindberg) مشهور سويډني لیکوال،  ډرامه لیکونکی او ناتورالیست ادیب و. هغه د اروپا د عصري تیاتر له مهمو بنسټګرو څخه دی .
د هغه تر ټولو مشهوره ډرامه:پيغله جولي( Miss Julie) ده چې د اشرافو او خادمانو ترمنځ د طبقاتي توپیر،  مینې او رواني شخړو موضوع ښيي. 
په سینما کې:
د ناتورالیزم اغېز په ایټالوي نیوریالیزم(Neorealism ) فلمونو کې ډیر څرګند دی. 
دغه فلمونه د فقر، کارګرانو او عادي خلکو ژوند په تت او مستند ډول انځوروي. 
 د ایټالیا مشهور فلم جوړونکی او ممثل  ویتوریو دیسیکا (Vittorio De Sica)  د ناتورالیستي  سینما له مهمو بنسټګرو څخه و هغه په خپلو فلمونوکې د بیوزلوخلکو ،له جګرې وروسته ژوند او د ټولنې  رښتینې ستونزې په ډیر طبیعي او عاطفي ډول ښودلې دي .
مشهور فلم يې:
د بایسکل غل » (Bicycle Thieves) (Ladri di biciclette) 1948»: دا فلم د یو غریب پلار او زوی د ژوند ستونزي او د کار لپاره د بایسکل د غلا کیسه ده او د نړۍ له سترو شاهکارونو څخه ګڼل کیږي. 
Umberto D (1952):
دا د يو زوړ متقاعد مامور کیسه ده چې یوازي ژوند کوي. فلم د فقر او د انسان د مجبورۍ ډیر قوي انځور وړاندي کوي. 
Shoeshine (1946):
د دوو کوچنیو هلکانو کیسه ده چې بوټونه رنګوي خو په جرمونو کې ښکیل سي او زندان ته ځي .
Two Women (1960): 
د یوې مور او لور کیسه ده چې په جګړه کې له تاوتریخوالي او لوږي سره مخامخ کیږي.  دا فلم د جګړې د وحشتونو له امله ډير مشهور سو.
 یو مشهور بریتانوي فلم جوړونکی کین لویچ (Ken Loach) دی چې د ټولنیز ریالیزم او ناتورالیستي سینما لپاره پيژندل کيږي  .
هغه په خپلو فلمونو کې د کارګرې طبقې  ، بیکارۍ، بیوزلۍ او ټولنیزو ستونزو رښتنی ژوند انځوروي. 
مشهور فلمونه یې : 
Kes (1969)، (کیس)باز:  
د یو بیوزله هلک کیسه ده چې په ښوونځي او کور کې له سخت ژوند سره مخ وي خو د یو کوچني باز(falcon)سره مينه پيدا کوي .
I, Daniel Blackeزه ډینل بلیک :
د یو ناروغ کارګر د دولتي نظام له ستونزو سره مبارزه .
هغه باد چې اوربشي رپوي (The Wind That Shakes the Barley)(2006): د ایرلنډ د ازادۍ جګړې په اړه دی چې دوه وروڼه د انګریزانو سره په جګړه کې بیلې لارې انتخابوي.  فلم د جګړې او سیاسي اختلاف دردونه ښيي.
بخښنه غواړو ، ياديږئ مو(Sorry, We Missed You) 2019): د یوې کونۍ کیسه ده چې د(لنډمهاله ) کارونو تر فشار لاندي دي . فلم د معاصر کار بازار سخت واقعیتونه ښيي. 
د کین فلمونه ډیر ساده،  واقعي او انساني عواطفو ته نژدې دي .
په عکاسۍ کې:
ناتورالیستي عکاسي(Naturalistic Photography ): هغه سبک دی چې هڅه کوي واقعیتونه هغسي وښيي لکه څنګه چې په طبیعي ژوند کې دي ، بې له زیاتې جوړونې، مصنوعي رڼا یا دروند ایډت(editing ) څخه يعني واقعیت ته نژدې ، مصنوعي ښکلا پکې کمه او د ژوند طبیعي شېبې ثبتوي .
عکاسان لکه ډوروتیا لانګ (Dorothea Lange) د لوی خپګان پر مهال د بېوزلو خلکو طبیعي او له تصنع پرته انځورونه اخیستل.
وجین ایګیټ(Eugene Atget) د پاریس د کوڅو ، زړو ودانیو او عامو خلکو رښتینی انځورنه بیله تصرفه اخیستل .
Henri Cartier-Bresson 
د ده کارونه د ژوند طبیعي او ناببره شیبې ښيي. 
Angel Adams 
د طبیعت منظرې په توره او سپينه عکاسي کې .
Steve McCurry 
د رنګه مستندي عکاسۍ تر ټولو پيژندل سوې څیره ده چې دAfghan Girl شين سترګي انجلۍ یې نړیوال شهرت پیدا کړ .
په معمارۍ کې:
ناتورالیستي معماري" د بڼې ، جولې یا شکل دنده تعقیبوي د "(Form follows function) له اصولو پیروي کوي. 
ساده‌ګي، طبیعي مواد (لرګی، خښته، ډبره) او له چاپېریال سره همږغي  .
 د بیلګې په توګه د فرانک لویډ رائټ (Frank Lloyd Wright) عضوي  معمارۍ. 
مسعود: د موسیقۍ  په هنر کې د ناتورالیسم د ښوونځی د مهمو او اغېزمنو ځانګړتیاوُ په اړوند څه لید لرئ او د دوی نوموتي او مهم استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د موسیقۍ په هنر کې د ناتورالیسم د هنرمندانو د هنري سبک او د هنري نامتو نښیرونو (اثارو)د ارزښت په اړه لنډه رڼا واچوئ.
ډاکټر رشاد: په موسیقۍ کې ناتورالیسم د طبیعت ږغونه، د ورځني ژوند اوازونه ، انساني عواطف او احساسات وړاندي کوي.
 ځانګړتیاوې:
· د طبیعي اوازونو کارونه لکه د باران، باد، د مرغانو ریز (سندرې).
· ژور، ځینې وخت خپه احساس.
· د واقعي فضا جوړول.
مشهور موسیقاران:
· لودویګ وان بېتوون (Beethoven): د «پاستورال سمفونۍ» په شپږمه سمفوني کې د طبیعت ږغونه راوړي.
· بېلا بارتوک (Béla Bartók): د ختیځې اروپا کلیوالي موسیقي او طبیعي عناصر  راوړي.
· جان کیج (John Cage): د «۴ دقیقې او ۳۳ ثانیې» په نامه اثر کې یې د خاموشۍ او ناڅاپي ږغونو ناتورالستي تجربه کړې.
.جارج بزیه(Georges Bizet ): هغه مشهوره اوپرا  کارمن (Carmen ) د هسپانیا  په یوه فابریکه کې د یوې کارګرې ښځې د سخت ژوند کیسه ده چې له خیانت ،مینې او مرګه ډکه ده .
.جاکومو پوچیني(Giacomo Puccini ) د هغه اوپرا لا بوهم(La Bohème ) د پاریس  د بیوزلو هنرمندانو او لیکوالانو  د خوارۍ ژونکې کیسه ده .
مسعود: تاسو د ناتورالیسم د مکتب د زوال او د له منځه تللو لاملونه، انګیزې او اصلي عوامل څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم انسان د وراثت،  چاپیریال او ټولنیزو شرایطو اسیر ګڼي چې آزاده اراده هغه کې لږ رول لري. 
خو وروسته لیکوالو او فیلسوفانو دا فکر ډیر "سخت" او " میخانیکي " وباله ؛ دوی ویل چې انسان یوازي د طبیعت محصول نه دی بلکې هغه احساس،  اراده او رواني اړخ هم لري. 
 ځکه د شلمې پېړۍ په پیل کې ناتورالیسم کمزوری سو چې مهم لاملونه یې دادي :
· ډېر تور او بدبینانه لیدلوری.
· د انسان د ارادې او ازادۍ ارزښت کم ګڼل.
· د نويو ادبي او هنري مکتبونو لکه سمبولېزم (Symbolism)، مدرنېزم (Modernism) او اګزیستانسیلېزم (Existentialism) ظهور.
· په هنر کې د تخیل او الهام کمښت.
· یوازې مادي اړخونو ته پاملرنه او له رواني اړخونو غفلت.
. د روانپوهنې پرمختګ: د سیګموند فروید(Sigmud Freud) او نورو سایکولوژیسټانو نظریاتو و ښودله چې د انسان چلند یوازي د چاپېریال له امله نه وي بلکې لاشعوري،  داخلي غوښتنې او رواني غروړی(غوټې) هم اغیز لري. 
له همدې امله لیکوالو او هنرمندانو د انسان "دننني نړۍ" ته سر ورښکاره کړ او د ذهن جریان(Stream of consciousness ) یې وکاراوه. 
  وروسته مکتبونو لکه سمبولېزم او مدرنېزم د ناتورالیسم پر ځای د احساساتو، نښو او داخلي نړۍ انځورولو ته مخه کړه.
د انسان د ازادې ارادې او داخلي فضا ارزښت زیات سو او خلک یوازي په دغه علمي او مادي تفسیر باندي قانع نه سول .
خو سره له دې ناتورالیزم پر معاصر ناول ، ټولنیز ادب او واقعي ادبي سبکونو ژور اغېز پریښود.
مسعود: د پښتو ژبې د ادبي نښیرونو(اثارو)او ځانگړي ډولونو (ژانرونو) په اړه د ناتورالیسم د مکتب تگلوری او اصول څنګه ارزوي؟ مهرباني وکړئ د هغو نوموتو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د نومونو او نښیرونو په تړاو، چې د ناتورالیسم له ښوونځی څخه اغېزمن شوې دي په لنډه توګه مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: په پښتو ادب کي ناتورالیزم تر ډېره د شلمي پېړۍ له نیمایي وروسته څرګند سو، کله چي لیکوالو د ټولني واقعي ستونزي، فقر، بې‌وزلي، جګړې، مهاجرت او د انسان دردونه په واقعي ډول بیان کړل.
د ناتورالیزم ځانګړني په پښتو ادب کي :
د ژوند د حقیقتونو ریښتینی انځور
د غریبو او مظلومو خلکو یادونه
د چاپېریال اغېز پر انسان
د احساساتو پر ځای واقعیت ته پام
د کلیوالو او ټولنیزو ستونزو بیان
د جګړو او بدبختیو ریښتینی انځور 
ناتورالیزم په پښتو نثر کي :
١. استاد ګل پاچا الفت :
 په خپلو نثري لیکنو کي د افغان ولس غربت، بې‌عدالتي او ټولنیزي ستونزي په ډېر واقعي ډول بیان کړي دي.
لکه:
"د زیارت ډیوې" او " د شاعر تحفه"
په غربت او بېوزلۍ کې د کلیوالي ژوند ستونزې او د انسان مجبوریتونه انځور کړي دي او هم يې د ظالم  او مظلوم له پوسته جوړې تحفې راپېژندلې دي .
٢.علامه عبدالحی حبیبي:
سره له دې چې دده ليکنې ډيري څیړنیزې دي او په دې برخه کې د لومړيتوب حق لري خو په هنري نثر  کې هم قلم خورا ښه چلیدلی .
لکه :
"د پلار مړي د اختر خولۍ"
چې د خوار او بډای د ژوند ټولنیز توپیر په ریښتینې بڼه انځوروي .
٣. نور محمد تره‌کی :
 په خپلو کیسو او ناولونو کي د بزګرانو، مزدورانو او بې‌وزلو خلکو ژوند ډېر طبیعي او واقعي انځور کړی دی.
لکه:
«بنګ مسافري» ناول
«سپین» ناول
" د غوايي لاندی" لنډه کیسه 
" د بزګر لور" لنډه کیسه 
په دغو اثارو کې فقر، لوږه ، ټولنیز ظلم او طبقاتي ژوند ښودل سوی دی.
٤. استاد عبدالروف بینوا:
د ټولني دردونه، د هیواد وران حالات او د خلکو ستونزي په ریښتیني انداز بیان کړي دي.
لکه:
" د زړه خواله "
دا اثر  دده د خیالي ملګري سره د ټوليزو دردونو هینداره ده .
۵. پوهاند صدیق الله رشتین: د نثر بېلګه یې، « کلیوال ژوند »: کلی د غرونو په لمن کې پروت و، د چینې اوبه به د سهار له نسیم سره ګډېدې او د بزګر د خولو بوی به له خاورو سره یو ځای پورته کېده. په نثر کې د طبیعت او کلیوالي ژوند انځور وړاندې کوي.
۶. علامه رشاد بابا:
د غریبو پر ژوند یې د ژړا اسویلي انځور کړي  او د دوی رښتینی ژوند یې را پیژندلي دي  .
لکه :
 "ژړاند لیمه او ویړي خولې "
چې د خوارې ښځې مجبوریت ځرګندوي.
"جګې ماڼۍ او وریښمینې  جامې" چې د بډای هوس او سخت زړي ښيي او د خوار له فقره  قرباني . 
۷. ګل محمد بیتاب
د ډیورنډ کرښې ها خوا د غربت  او بیږزاۍ ناتورالبستي انځور وړاندي کوي 
لکه :
"د کلي ژوند " لنډې کیسې
او داسي نور تر نني ځوانو لیکوالو پوري .
۸. عبدالوکیل سوله مل شینواری 
چي په لنډو چیخوفي کیسو کې د ټولنې ستونزي په تیره بیا د ښځو کړاونه بیانوي چې ځينې ناتورالیستي دي .
لکه :
"بندي غږونه " د لنډو کيسو وروستۍ ټولګه يې  چې په ځینو ځایونو په تیره بیا په  "بدل " کې له دوديزو پولو پښه اړوي او تابو ماتوي . 
او داسي نور لیکوال. 
ناتورالیزم په پښتو نظم او شعر کي
١.قیام الدین خادم :
 د واقعیت ویلو ژبه يې له دغه نيم بيتي څخه څرګنده ده چې وايي:" رښتيا رښنیا به وایم که وم وم که نه وم نه وم"  دا د ناتورالیزم یوه ښه بیلګه  ده .
لکه:
"د شاعر مسلک "  د رښتیا ویلو ډیره ښه او په زړه پوري وینا ده .
٢. اجمل خټک
که څه هم ډیر ریالسټیک او انقلابي شاعر دی خو د ولس دردونه، بې‌وزلي او سیاسي ظلمونه یې په طبیعي او واقعي انداز بیان کړي دي.
لکه:
"جنت" نظم چې د ټولنې د بیلابیلو پوړيو له استازو څخه د جنت پوښتنه کوي او د ټولو پوهه په رښتينې توګه بې له تصرفه د هغو د نړۍ لید له زاویې بیانوي چې دا د ناتورالیزم یو ښه انځور دی .
٣. غني خان
 که څه هم زیات فلسفي شاعر دی، خو په ځینو شعرونو کي یې د انسان داخلي درد، طبیعت او ټولنیز حقیقتونه په ناتورالیستي بڼه راغلي دي.
د مایوسۍ یوه بیلګه یې دغه بيتونو کې :
ولی غم لکه اسمان په جهان خور دی؟
خدایه! ولي خوشالي دي کړه ناپايه؟
ولي جوړ دي کړه ننګي د ګل د پاڼو ؟
خدایه! ولي نشه بيايې له شرابه ؟
***
او یا " بابا ته"  د شعر دا څو بیتونه :
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوباره دوباره 
کله خاندم ، کله ژاړم لیونی یم
ای زما په بند کې پروت غریبه پلاره!
٤. استاد عبدالروف بینوا 
د "پریشانه افکار " په ټولګه کې: د يتيم نغمه ، دا هم ژوند ؟ ...
۵. د پوهاند صدیق الله رشتین نظم کې، «د بزګر سندره».
په هغه کې د طبیعي چاپېریال، د بزګر ژوند، د خاورې او کار رشتینی انځور شیي.
۶. علامه رشاد بابا 
د غریب زکندن 
۷.سید رسول رسا
د ښکیلاګرو تر څنګ له زورواکو څخه بربنډ شکايت  کوي  او وايي:
خدای زما او ستا خو یو دی موږې دواړه بندګان یو
ته په څه باندي مالک شوې موږه ولي فقيران یو
یو زور ظلم د فرنګ دی بل ستا لاس په وینو رنګ دی
تاسو واړه شرمښان یئ موږ بې ژبي ټول ګډان یو
۸. ښاغلی عبدالباري جهاني 
سره له دې چې دي ریالسټ لیکوال او شاعر دی خو په کیسه ایزو نظمونو کې د پند تر څنګ د ناتورالیزم  بیلګې سته.
۹ .ښاغلی رحمت شاه سایل
سره له دې چې انقلابي او ریالسټیک شاعر دی خو د پښتنو بد حالت ، غربت او ټولنیزو ناخوالو تصویر یې خپلو ځينو شعرونو کې ډېر طبیعي او ناتورالیستيک راوړی دی.
۱۰. ښاغلی دریش درانی 
سره له دې چې ډیر فلسفي شاعر دی خو پښتنو تصویر تر یو ځایه په ناتورالیستيکه بڼه وړاندي کوي.
۱۱.  ښاغلی پيرمحمد کاروان:
چنار اخیستی اور یې د ناتورالیزم خورا ښه انځور 
۱۲.  اروښاد مطیع الله تراب:
د ظلم ، بې عدالتیو ډير لوڅ او بربنډ انځور د ولس په ژبه وړاندي کړی چې د ناتورالیزم خورا ښه تابلو ده .
مخکنی شاعران یا د موضوع، یا د بڼې  او یا دریځ له اړخه یو څو ناتورالیستې بیلګې لري خو مطیع الله تراب هم د ژبې له اړخه، هم د بربنډ انځور او هم د موضوع او دریځ له مخې د ناتورالیزم د مکتب بشپړ او ښه استازیتوب کوي.
مسعود: د ناتورالیسم، د انځورګرۍ او نقاشۍ هنر، ځانګړتیاوې، منځپانګه او پیغام او همداسې د دوی د هنر تګلوری او د سبک مهمې ځانګړنې زموږ په افغاني ټولنه کې څه ډول ارزوي؟ او دا راته وویاست، چې کومو نامتو انځورګرو او نقاشانو د ناتورالیسم د انځورګرۍ او نقاشۍ په هنر کې برخه اخیستې ده، د دوی پېژندل شوي نښیرونه(آثار) راته په ګوته کړئ.
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم (Naturalism) انځورګرۍ کې هغه هنري مکتب دی چې هڅه کوي طبیعت، انسان او ورځنی ژوند په ډېر واقعي او طبیعي ډول وښيي یعنې هنرمند شیان هماغسې انځوروي لکه څنګه چې په واقعیت کې ښکاري، بې له مبالغې او خیال‌پردازۍ.
لکه څنګه چې مخکې وویل سوه چې ناتورالیزم د ۱۹مې پېړۍ په منځنیو کلونو کې په ځانګړي ډول له ۱۸۵۰م وروسته په فرانسه کې مشهور سو. دا مکتب د رومانتیزم او اکاډمیک هنر پر ضد راپورته سو، ځکه هنرمندانو غوښتل ریښتینی ژوند او عادي خلک انځور کړي.
د ناتورالیزم بنسټ ایښودونکي او مخکښ هنرمندان
. Gustave Courbet
ده ته د ناتورالیزم او ریالیزم له مهمو بنسټګرو څخه ویل کېږي. هغه بزګران، کارګران او عادي خلک په واقعي بڼه انځورول.
مشهور آثار یې :
The Stone Breakers
A Burial at Ornans
***
. Jean-François Millet
ده د کلیوالو خلکو او بزګرانو ژوند په ډېر طبیعي ډول انځور کړی.
مشهور آثار یې :
The Gleaners
The Angelus
***
. Édouard Manet
که څه هم وروسته د امپرېشنیزم له هنرمندانو سره اړیکې ټینګوي خو د طبیعي او واقعي ژوند په انځورولو کې یې مهم رول درلود.
مشهور آثار یې :
Olympia
Luncheon on the Grass
***
د ناتورالیزم ځانګړنې:
د طبیعت او انسان واقعي انځورول
د عادي خلکو ژوند ښودل
د رڼا، سیوري او رنګونو طبیعي کارول
له خیال‌پردازۍ او مبالغې څخه ډډه
ټولنیز حقیقت ته پام کول
د ناتورالیزم اغېز:
ناتورالیزم وروسته پر Impressionism او Realism هم اغېز وکړ او د معاصرې رښتینې انځورګرۍ لپاره یې لار هواره کړه.
په Afghanistan کې ناتورالیستي (طبیعت‌پاله او واقعي) انځورګري د شلمې پېړۍ په پیل او په ځانګړي ډول د امان الله خان د واکمنۍ (۱۹۱۹–۱۹۲۹م) پر مهال، په نوې بڼه وده وکړه. له اروپا او Turkey څخه د هنري زده کړو او عصري فکرونو له راتګ سره، افغان هنرمندانو هم د انسان، طبیعت او ټولنیز ژوند رښتني انځورول پیل کړل.
د ناتورالیستي انځورګرۍ پیل کوونکي
استاد عبدالغفور برښنا: 
استاد برښنا د افغانستان د معاصرې نانځورګرۍ له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي. هغه په Germany کې هنري زده کړې کړې وې او وروسته یې افغانستان ته د اروپايي سبکونو، په ځانګړي ډول ریالیزم او ناتورالیزم بڼه راوړه .
د هغه په انځورونو کې:
طبیعي منظرې
د افغانانو ورځنی ژوند
کلیوالي صحنې
تاریخي او کلتوري موضوعات
ډېر ښکاره کېږي.
نور مشهور افغان ناتورالیستي او ریالیستي انځورګران
پروفيسر غلام محمد میمنه ګي 
استاد میمه‌ګي د افغانستان له لومړنیو واقعي انځورګرانو څخه و. هغه د دربار، طبیعت او خلکو ډېر طبیعي انځورونه جوړ کړل.
مشهور آثار:
د افغان پاچاهانو انځورونه
د کابل زړې منظرې 
طبیعي باغونه او کلیوالي 
استاد خيال محمد خادم
استاد خادم د افغان فولکلور، بزګرانو او دودیز ژوند واقعي انځورونه جوړول.
مشهور آثار:
د بزګرانو ژوند
اتڼ او محلي دودونه
د افغانستان کلیوالي منظرې
محمد زمان
هغه د معاصر افغان ریالیزم او طبیعت‌پالې د انځو ګرۍ له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي او د انساني احساساتو او طبیعي فضاوو په انځورولو کې مشهور و.
د افغان ناتورالیزم ځانګړنې:
د افغانستان طبیعي منظرې انځورول
دودیز لباسونه او کلتور ښودل
د کلیوالي ژوند انعکاس
د خلکو واقعي څېرې او احساساتو ښودل 
د رنګونو نرم او طبیعي استعمال
مشهور موضوعات
افغان ناتورالیستي هنرمندانو زیاتره دا شیان انځور کړي:
د کابل زاړه بازارونه
غرونه او طبیعي منظرې
بزګران او کوچیان
دودیز مراسم او اتڼ
تاریخي شخصیتونه
د دې مکتب اهمیت په دې کې دی چې په افغانستان کې د معاصر هنر د ودې بنسټ کښېښود او افغان هنر یې له دودیز مینیاتور څخه عصري واقعي انځورګرۍ ته ورنژدې کړ.
مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د ناتورالیسم لارویانو تر ټولو نامتو لیکوال څوک دي؟ ایا دوی د ناتورالیسم له ښوونځی او تگلوري څخه اغیزمن دي که نه؟ مهرباني وکړئ د دې لیکوالو د نوماندو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.
ډاکټر رشاد: په پښتو ادب کې هیڅکله یو بشپړ او منظم ناتورالستي مکتب نه و رامنځته سوی، خو د شلمې پېړۍ ډېر لیکوالان ترې اغېزمن سوي دي.
د دوی په آثارو کې د ټولنې حقیقي ستونزې، فقر، بېوزلي، اقتصادي فشار او د چاپېریال اغېزې په صریح او هنري توګه لیدل کېږي، خو د فرانسوي ناتورالیسم په څېر سخت او تجربي بڼه نه لري.
مسعود: په افغاني ټولنه کې د نندارې''تياتر''، ډرامې، سینما او  فلم جوړونې او همداسۍ د عکاسۍ او معمارۍ په هنرونو کې د ناتورالیسم تگلاری او هنري اغېز څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست په دې هنري برخو کې د دوی نامتو استازي څوک ول. ښه به وي که د دوی پېژندل شوي نښیرونه(آثار) راته په کوته کړئ.
ډاکټر رشاد: په سینما او سینماتوګرافۍ کې ناتورالیزم (Naturalism) هغه هنري سبک دی چې هڅه کوي ژوند، خلک او پېښې په ډېر واقعي، عادي او پرته له مصنوعي ډوله وښيي. هدف دا وي چې نندارچي احساس کړي چې دا صحنې رښتینې دي، نه جوړې سوې.
د ناتورالیزم مهمې ځانګړتیاوې:
۱. طبیعي اداکاري(تمثیل)
لوبغاړي عادي او واقعي چلند کوي، ډېر تیاتري یا مبالغه‌ناک احساسات نه کاروي.
۲. طبیعي رڼا او چاپېریال
ډېر فلمونه په واقعي کورونو، کوڅو او طبیعي ځایونو کې فلمبرداري کېږي، نه یوازې په سټوډیوګانو کې .
۳. د ژوند عادي موضوعات
بېوزلي
کورنۍ ستونزې
ټولنیز فشار
کارګري ژوند
جګړه او مهاجرت
۴. لږ موسیقي او مصنوعي افکتونه
فلم هڅه کوي واقعي ږغونه او چاپېریال وساتي.
۵. اوږدې او ارامې صحنې
کمره کله ناکله یوازې ژوند تعقیبوي، بې له چټک کټ او زیاتې ډرامې.
دا سبک د ۱۹مې پېړۍ د فرانسوي لیکوالانو لکه:
Émile Zola
له ادبي ناتورالیزم څخه اغېزمن او سینما ته داخل سو، په ځانګړي ډول د ایټالیا نیوریالیزم (Italian Neorealism) ،مستند ډوله فلمونو او هنري سینما ته.
مشهور ناتورالیستي فلمي مکتبونه:
ایټالوي نیوریالیزم
د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته سو.
ځانګړنې:
غیرمسلکي لوبغاړي
واقعي کوڅې او ښارونه
د بېوزلو خلکو ژوند
مشهور فلمونه:
Bicycle Thieves
د یو غریب پلار او زوی کیسه.
Rome, Open City
د جګړې واقعي ژوند ښيي.
نور مشهور ناتورالیستي فلمونه:
Children of Heaven
د ماشومانو، فقر او کورنۍ ساده خو واقعي ژوند.
The 400 Blows
د یو هلک واقعي او ستونزمن ژوند.
Kes
د کارګرې طبقې د ماشوم ژوند.
Taste of Cherry
ارامه، فلسفي او طبیعي سینما.
مشهور کارګردانان (Directors)
Vittorio De Sica
Roberto Rossellini
Abbas Kiarostami
Satyajit Ray
Ken Loach
دي .
خو په افغان فلمونو کې هم د جګړې، کډوالۍ او کلیوالي ژوند واقعي انځورونه لیدل کېږي.
ځینې بېلګې:
١. "د کونډې زوی "سریال سره له دې چې ریالسټیک دی خو
 د کلیوال او ښاري ژوند توپیرونه او د شادګل ساده کلیوال تمثیل چې په ډیر ښه او رښتیني ډول تر سره سوی د ناتورالیزم بڼه لري .
٢. اسامه» فلم
دا فلم د طالبانود لومړي ځل  د وخت د یوې نجلۍ رښتنی او دردناک ژوند انځوروي.
ناتورالیستي ځانګړنې یې:
واقعي چاپېریال
طبیعي اداکاري(تمثیل)
د فقر حقیقي تصویر
٣. فلم «خاک و خاکستر»
دا فلم د جګړې درد، د کورنۍ غم او د افغان انسان محرومیت په واقعي ډول بیانوي.
ناتورالیستي تیاتر (Naturalistic Theatre) د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، شاوخوا د ۱۸۷۰م او ۱۸۸۰م کلونو ترمنځ په France کې رامنځته سو. دا تیاتر د ریالیزم له مکتب څخه وده وکړه، خو هڅه یې دا وه چې ژوند لا ډېر دقیق، علمي او طبیعي وښيي.
د ناتورالیستي تیاتر د رامنځته کېدو لاملونه
دغه تیاتر د څو فکري او علمي بدلونونو له امله پیدا سو:
د ساینس پرمختګ
د Charles Darwin د تکامل نظریه
صنعتي انقلاب
د ښارونو پراختیا او ټولنیزې ستونزې
لیکوالانو باور درلود چې تیاتر باید ژوند لکه څنګه چې دی هماغسې وښيي.
د ناتورالیستي تیاتر ځانګړنې دادي :
واقعي صحنې او کورنی چاپېریال
عادي او بېوزله خلک د کیسې اتلان
طبیعي خبرې او ورځنی ژبه
د ټولنیزو ستونزو بیان
د احساساتو او چلند واقعي انځور
مشهورې څېرې
Émile Zola
د ناتورالیزم اصلي بنسټګر ګڼل کېږي.
ده د “تجربوي تیاتر” نظریه وړاندې کړه.
Henrik Ibsen
د معاصر واقعي تیاتر مهم شخصیت.
د کورنۍ او ټولنې ستونزې یې بیانولې.
August Strindberg
د انساني ذهن او ټولنیزو فشارونو په ښودلو مشهور و.
Anton Chekhov
د ورځني ژوند او انساني احساساتو واقعي انځور وړاندې کاوه.
مشهورې نندارې (ډرامې)
Thérèse Raquin
د جرم، احساساتو او چاپېریال اغېز ښيي.
A Doll's House
د ښځو حقونه او کورنی ژوند بیانوي.
Ghosts
د کورنۍ پټ رازونه او ټولنیز فشارونه.
Miss Julie
د طبقاتي توپیر او رواني شخړو ډرامه.
The Seagull
د انسان ارمانونه او ناکامۍ انځوروي.
د ناتورالیستي تیاتر اغېز وروسته پرمعاصر تیاتر،سینما ، تلویزیوني ډرامو او ټولنیزو فلمونو پاته سو او د نن ورځې ډېر واقعي فلمونه او سریالونه د همدې سبک ادامه بلل کېږي.
اوس که له نړیوال ناتورالیستي تیاتر څخه  راسو ناتورالیزم په افغاني تیاتر کي  دا راته څرګنده کیږي چې په افغان تیاتر کي ډېر هنرمندان د خلکو ریښتینی ژوند تمثیلوي چې له لومړي سره د شاه امان الله د پغمان له نندارې او پوهنې نندارې نیولې بیا تر کابل نندارې ، مرستون نندارې آن تر راډیو او ټلويزيون پوري يې رسولي دي خو په طنز ، لغاز او ټوکو کې، چې د کابل او ولایتونو صحنې او تمثیلې ټوټې هم هغه کې څرګند رول لري سره دې چې بخوا کندهار کې ناټکانو به دا ډول تمثیل کاوه . 
بېلګي:
د دفتر د پیاده ګانو ، تعویذ ګرو ، کوډګرو ، میرزایانو ، میرزا قلمانو ، بیروکراسۍ او داسي نورو تمثیل دي. 
د کډوالۍ ستونزي
د ښځو محرومیت
د کلیوالو خلکو ژوند
د بیوزلۍ او جګړې دردونه
ځکه نو ویلای سو چې دا ډول تیاتر تیاتر د ټولني ستونزي بې له مصنوعي رنګ څخه نندارې ته وړاندي کوي.
په فوټوګرافي کې ناتورالیزم هغه سبک ته وایی چي پکې عکاس هڅه کوي شيان، خلک او طبیعت هماغسې وښیی لکه په رشتیا چي دي بې له ډیري مصنوعي رڼا، دروند ایډیټنګ، یا جوړې سوې صحنې.
د ناتورالیزم مهمې ځانګړنې:
طبیعي رڼا کارول (لکه د لمر رڼا).
د صحنې واقعي رنګونه.
لږ ایډیټ یا فلټر.
د خلکو طبیعي حالت او احساسات.
د چاپېریال رښتینی ښودل.
د ناتورالیزم مثالونه:
د کلي د ژوند عکاسي.
د طبیعت او غرونو انځورونه.
مستنده فوټوګرافي.
د خلکو له مصنوعي جوړښته پرته عادي شیبې.
د نورو سبکونو سره توپیر
د فېشن یا سټوډیو فوټوګرافي برعکس، ناتورالیزم کې مصنوعي جوړښت لږ وي. هدف یې د ښکلا تر څنګ حقیقت ښودل وي.
د مثال په ډول، که یو عکاس د بزګر انځور په پټي کې د لمر په طبیعي رڼا واخلي او هماغه چاپېریال وساتي، دا ناتورالیزم ته نژدې انځور بلل کېږي.
خو په افغانستان کې ناتورالیستي فوټوګرافي د خلکو د واقعي ژوند، کلتور، کلیوالي چاپېریال، جګړو او ورځنیو حالاتو د ثبت له لارې پېژندل کېږي. دا سبک ډېر د مستندي فوټوګرافي سره نژدې دی، ځکه عکاسان هڅه کوي چي حقیقت بې له مصنوعي جوړښته وښیی.
فوټوګرافي افغانستان ته د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د امیر عبدالرحمان خان د دورې پر مهال راغله. په لومړیو کې دا یوازې د دربار او رسمي انځورونو لپاره کارېده، خو وروسته ورو ورو د ښارونو، دخلکو، د ولسي جامو، بازارونو او طبیعي منظرو انځورونه هم واخیستل سول.
د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو پر مهال ژورناليستيکي او مستنده عکاسي نوره هم پراخه سوه، او د جګړو په کلونو کې نړیوالو او افغان عکاسانو د افغانستان د واقعي ژوند انځورونه نړۍ ته ورسول.
پخواني مشهور عکاسان
ولیم سمپسن(William Simpson )د دوهمې افغان-انګریز جګړې پر مهال د افغانستان د خلکو او سیمو انځورونه ثبت کړل.
رولان او سابرینا میشو (Roland  and Sabrina Michaud) د ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو افغانستان یې په طبیعي او فرهنګي بڼه نړۍ ته معرفي کړ.
سټیو مککری( Steve McCurry)د افغانستان د جګړو او مهاجرو مشهور طبیعي او مستند انځورونه  اخیستي دي، په ځانګړي ډول د «افغاني شين سترګي نجلۍ» انځور.
معاصر یا اوسني مشهور افغان عکاسان :
نجیب الله مسافر: هغه د  جګړې، مهاجرت او د افغانانو د سخت ژوند رښتیني عکسونه اخیستي دي .
مسعود حسېني: د جګړو او انساني حالاتو واقعي انځورونو لپاره مشهور دی.
وکیل کوثر: د فرانس پریس لپاره یې د افغانستان د طبیعي او ورځني ژوند انځورونه اخیستي.
فرزانه وحیدي: د افغان ښځو، کلیوالو او ټولنیزو موضوعاتو په مستند او ناتورالیستي سبک کې کار کوي.
شاہ مروي: د افغانستان د جګړو او عام ژوند واقعي صحنې یې ثبت کړې.
فاروق زرنګ او داسي  ډیر نور په تیره بیا د باختر اژانس ، ملي راډیو تلویزیون او نورو رسنیو عکاسان. 
د افغانستان د ناتورالیستي فوټوګرافي ځانګړنې:
د جګړې او مهاجرت رښتیني انځورونه
قومي او کلتوري ژوند.
د کلو او بازارونو طبیعي حالت.
د خلکو احساسات او ورځنی ژوند.
د طبیعت او غرونو واقعي منظره.
افغانستان کې ناتورالیستي فوټوګرافي تر ډېره د واقعیت، درد، مقاومت او کلتور د بیان وسیله پاته سوې ده.
مشهور تصویر:
د کابل د چاودنې وروسته د یوې ژوبلي نجلۍ عکس چي نړیوال شهرت یې پیدا کړ.
مسعود: تاسو د  افغاني موسیقۍ په هنر کې د ناتورالیسم تگلاری او هنري اغېز څه ډول ارزوئ؟ ښه به وي که تاسو په دې برخه کې د نامتو هنرمندانو او د دوی د نښیرونو(اثارو) په اړه مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: د “ناتورالیستي موسیقۍ” اصطلاح عموماً هغې موسیقۍ ته ویل کېږي چې د طبیعت ږغونه، فضا او احساسات په رښتینې یا طبیعي بڼه څرګندوي. دا سبک هڅه کوي چې اورېدونکی د طبیعت له نړۍ سره ونښلوي.
ځینې مهم ځانګړنې یې:
د باران، باد، مرغانو، سیند او ځنګله ږغونه پکښې کارېږي ارامه او نرم ریتم لري.
ډېر وخت د آرام، مراقبې او ذهني سکون لپاره اورېدل کېږي.
ډیریو  سازونو کې له شپيلۍ ، پیانو، ګیتار او نرمو الکترونیکي  ږغونو څخه استفاده کېږي.
کله ناکله د فلمونو او مستندو پروګرامونو لپاره هم جوړېږي.
د ناتورالیستي موسیقۍ بېلګې:
د طبیعت ږغونو سره مراقبوي موسیقي
Ambient music
New Age music
د ځنګل یا سمندر ږغونو سره ارام کمپوزونه
مشهور نړیوال هنرمندان چې دې ته نژدې سبکونه لري:
Ludovico Einaudi
Brian Eno
په افغانستان کې “ناتورالیستي” یا طبیعت‌محوره موسیقي د لوېدیځ  په شان جلا رسمي سبک نه ګڼل کېږي، خو د افغانستان په ولسي، کلیوالي او صوفيانه موسیقۍ کې د طبیعت نرم احساس ډېر ژور حضور لري. د غرونو، دښتو، باران کوچ، شپې، سپوږمۍ،باد او کليوالي ژوند انعکاس د افغان موسیقۍ یوه مهمه برخه ده.
د افغانستان د ناتورالیستي موسیقۍ ځانګړنې:
د طبیعت او کليوالي ژوند انځورول
نرمې او اوږدې نغمې
د شپیلۍ ، رباب، دمبورې، دوتار او طبلې طبیعي غږونه
 پښتني ولسي نغمو کې د غرونو او سفر حس ، د پکتیاغرنۍ سندرې ، د هرات او بدخشان ولسي سندرې
صوفيانه او مراقبوي فضا
افغان موسیقي ډیره له ولسي، صوفيانه او کلاسیکو رېښو سره تړلې ده، او همدا عناصر یې ناتورالیستي رنګ پیاوړی کوي. 
مشهور هنرمندان:
ډاکټر صادق فطرت(ناشناس) 
د پښتو او دري غزلواو نرم  سبک له امله مشهور دی. بیلګې :
 چې مي یار په سفر تللی زه په کور یم ، دره به دره هوای پغمان به دره او داسي نوري. 
ساربان 
د افغانستان له تر ټولو شاعرانه او نرمو ږغونو څخه ګڼل کېږي. د هغه موسیقي کې د طبیعت، باران او احساساتو ژوره فضا لیدل کېږي.
بیلګې :
ای ساربان آهسته ران ، آهسته برو او داسي نورې سندرې.
ایوب استاد 
د افغانستان له ولسي سندرغاړو او له سوزه ډک ږغه  برخمن و .
بیلګې :
ای عشقه نامراده تا څه په غمو سر کړم ، لیونۍ مینې کړم آشنا له بیابانه سره ، راشه جانانه شه مهربانه، وخت مازدیګر دی جينکۍ ګودر ته ځینه .
استاد ګل زمان
 چې کمپوزونه یې ډیرو هنرمندانو ویلي دي. 
بیلګه :
"په ګل غونډي کې" د طبیعت انځورګري ده . 
استاد محمد عمر
د رباب ستر استاد و. د هغه نغمې د افغانستان د طبیعي او ولسي روح استازیتوب کوي. 
نسيم خوشنواز
د هرات دودیزې او ارامې ربابي نغمې ږغوي چې Ambient او طبیعت‌محوره احساس لري. 
عبدالسلام مفتون
د بدخشان د موسيقي سالار  چې هم سندرغاړي هم شاعر او کمپوزیتور دی په سندرو کې د طبیعت ښکلا او مینه انځوروي .
بیلګې :
يار بدخشانی،  دلبر اشکاشمی 
احمدظاهر 
که څه هم پاپ هنرمند و، خو ځینې سندرې یې د طبیعت، باران او حسي فضا له امله ناتورالیستي رنګ لري لکه باران شوم که ببارم قطره قطره. 
د موسیقۍ سیمې او بېلګې
د پکتیکا ولسي موسيقي 
د پکتيا غرني ږغونه او سندرې چې د جګو غرونو ، څنګلونو ، کوچ او طبیعت ډیره په زړه پوري ترجماني کوي چې د شپلۍ او کله له ډوله سره ملې وي .
د هرات موسیقي
د هرات دودیزې نغمې ډېرې نرمې، شاعرانه او طبیعت‌محورې دي. د دوتار او رباب استعمال یې ځانګړی سکون لري. 
د هزاره‌ګانو دمبوره
د غرونو او کليوالي ژوند احساس پکې ډېر غښتلی وي . 
د بدخشان غیچک ، رباب ، تنبور
د غرونو ښکلا او د طبیعت ښایست انځوروي .
پښتني ولسي سندرې د ډول ، رباب ، شپيلۍ ، منګي او کاسې سره
ټپه، لنډۍ او د کوچیانو سندرې اکثر د غرونو، باران، سیندونو او د سفر  احساس بیانوي.
 د کندهار ولسی موسیقي، صوفيانه عصاوي او نشرې، د ننګرهار داستاني موسیقي،  ټپې، چاربيتې  او داسي نور.
***
پایله:
ناتورالیزم په پښتو ادب او د افغانستان په هنرونو کي د واقعیت او د انسان د ژوند د اصلي ستونزو د بیان مکتب دی. که په شعر کي وي، که په ناول، سینما، انځورګرۍ، تیاتر، فوتوګرافي او یا موسیقۍ کي ، هدف یې دا دی چي ژوند لکه څنګه چي دی، همغسي وښيي.
افغان هنرمندانو او لیکوالانو د جګړو، غربت، مهاجرت، بې‌عدالتۍ او د ولس د دردونو واقعي انځورونه وړاندي کړي دي، چي دا د ناتورالیزم تر ټولو مهمه ځانګړنه ده.
***
ګران او منلی ډاکټر طارق رشاد صاحب!
زه ستاسو منندوی یم، چې زما پوښتنو ته مو بشپړ او کره علمي او ادبي ځوابونه را کړل. ستاسو د علمي، ادبي او مسلکي ژوند ډېوې تل روښانه او ځلانده غواړم.
ګران انجنیر مسعود صاحب!
ستاسو څخه مننه، چې د خپلې ژبې او فرهنګ د خوندي ساتنې، پالنې او ودې په اړه مو کوټلي ګامونه اخیستي، چې له هغو څخه یوه بیلګه همدا ده چې غواړی په پښتو ژبه کې هم له بېلابېلو مکتبونو او ښوونځیو له پژندلو لپاره له بېلابېلو قلموالو او فرهنګیانو سره مو اړېکې ټینګې کړي او د هغوی پاملرنه مو دې لوري ته را جلب کړې او د پر له پسې ټینګار په وجه مو، دوی دې ته هڅولي چې خپل نظر او خپل قلم له تاسو ونه سپموي. ستاسو یې کور ودان، تل بریالي او نیکمرغه اوسئ، په ژوند و قلم مو برکت.
په پښتني او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود 

زیاتې مقالې …