دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې -۵۴مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

مارتلله خپل تي تغذيه کوي.(لرغونې يوناني)

دګلبوټودجاخولاندې زيات وخت ماروي.

ماردګلانواوچمن منځ کې پروت وي.(ايتاليا)

ماردهغه ځمګې رنګ اخلي چې ژوندپه کې کوي.(طوارق)

هغه دمارسوري ته لاس دننه کړراوايې خيست خودلړم له چيچلومړشو.(هند-هندي)

هغه په چينجي پسې ځمکه کيندله ،مارورته پېداشو.(بنګله ديش-بنګالي)

چې مارځان واړوي نوخپل پاړوګرهم چيچي.(هند-بهاري)

ماروچيچلې اوس له چرمښکې نه منډې وهې.(جمايکا-انګرېزي)

هغه څوک چې مارچيچلی وي له چرمښکۍ هم ډارېږي.(ايتاليا)

مارچيچلی له پړي هم ډارېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

مارخوړلی دباران له چينجي هم ډارېږي.(شوروي اتحاد-اوکرايني)

هغه مارچې غواړي ژوندی پاتې په سړک نه ځي.(هايتي-فرانسوي)

ماراومږې په يوه سوړه کې نه بيدېږي.(افريقا-کيکانګو)

سولول،تېره کول

سړی بې اوبوسولول نه کوي.

ترڅوچې څرخ تاوېږي ويې سولوه.

اوسپنيزه ميله که پرله پسې وسولوی، نو ستن ترې جوړېږي.(چين)

هغه پوهېږي چې سولونکی کاڼی څنګه کش شي.(سوېډن)

کاراوزيار

له روغتياسره سخت کاروکړه.

تردې چې زنګ يې ووهي ښه دی چې کارترې واخلې.

دمريي په څېرکاروکړه ،دبادارغوندی وخوره.(البانيا)

ويې ګټه دمريي په څېر،ويې خوره دزمري په څېر.(افغانستان-پښتو-ژ.)

تردې چې په لاس زحمت وګالی ښه ده چې پرې بيده شې.

چې نورڅوک يې راشکوی هيڅ زحمت نه غواړي.(سوېډن)

ړومبی زياراوبيابخت.(افريقا-شونا)

۲۶۶

څټل

ترټولوتکړه سړی هم خپله ملانه شي څټلی.(افريقا-بانتو)

که په خوړلوموړنه شوې په څټلونه مړېږې .

خپلوان،کورنۍ،ټبر

خپلوان اولمرچې څومره وړاندې وي،هومره ښه وي.(مکسيکو-اسپانوي)

څومره چې خپلوان نږدې وي،هومره يې غچ خراب وي.(سليشويګ)

ملګرتيايوه ورځ ،خپلولي ټول عمروي.(سومري)

خپلولي دزوردوستی ده.(روسيه)

له بېوزله سره يې خپلوان هم دوستي نه کوي.(ناروې)

له خپلوانوسره وخوره وڅښه خومعامله ورسره مه کوه.(یوګوسلاويا-بوسنيايي)

شتمن له هغوچې پېژني يې ډېرخپلوان لري.(سوېډن)

دواده اړيکه له منځه تلی شي،دخپلولۍ اوټبرله منځه نه شي تللی.(کارولينا-ميکرونيزي)

له خپلوانوسره کتنه ،په اغزنوڅانکوځان وهل دي.(سوېډن)

ددې پوښتنه مه کوه چې دکومقوم دی،خودکاردی اوکه نه.(دنمارک-يوليند)

څوک چې دخپلې کورنۍ بدوايي خپله پزه پرېکوي.(دنمارک-فيون)

وهل،ګوزار

يوه ښځه بايدونه وهل شی که هغه دګل په ډنډرهم وي.(اندونيزيا-سوندانی)

څوک چې ړومبی ګوزارکوي هغه دوه ګوزارونه کوي.(بلجيم-ويلوني)

که دسپيوپه ډله ګوزاروکړې،هغه سپې کوړنجېږی چې ګوزارپرې لګېدلی وي.

شخړه،جګړه

دشخړې له پاره بايددوه وي .

ړومبنۍ جګړه،نوداستدلال له پاره څه لرې.

مزه،خوند

خوندبيلابيل دی،خونسوار دټولوخوښ دي.(سوېډن)

دخونداوخوښېدوپه باب څوک بحث نه شي کولی.(دمنځنيوپېړيولاتين)

شپږډوله خوندونه دي،مالګه په ټولوکې مشره ده.(سانسکريټ)

څه چې ښه خوندکوي، بايدلاس ورورسېږي.(دنمارک-يوليند)

نه دمرغۍ خوندکوي نه دکب.

کټوې چې يوځل کوم خوندواخيست لکه قانون تراخره يې ساتي.

څه چې ديوڅاروي له پاره خوندوروي،کېدی شي دانسان له پاره ترخه وي.(افريقا-ناندي)

۲۶۷

ښه خوندتل په شونډونه پاتې کېږي.(افريقا-کيکامبا)

ټولې ورستې غوښې يورازخوندلري.(چين)

که دخوند په خاطرنه وي،سړی کولی شي دڅښلواوبه لکه دشرابوخوښې کړي.(دنمارک-شيليند)

کله چې زړې ښځې دونې دڅانګو سوپ پوخ کړويې ويل«دادشامتورې (يوډول مرغۍ) خوندلري».

کله چې زړې ښځې پر کلم متيازې وکړې، ويې ويل:« دابه بايدديوڅيزخوندولري.».

پښ

کله چې پښ يوانبورولري،ځان نه سېزي.(اتريش)

څوک چې له سپرغيوډارېږي،هغه پښ نه دی.(پيدرسيو)

دپښ بچي له سپرغيو،نه ډارېږي .

هيڅوک مورزادي پښ نه وي.(فنليند)

څوک چې اهنګري کوي هغه پښ وي.(فرانسه)

څټک اوسپنې ته بڼه نه ورکوي، پښ يې جوړوي.(روسيه)

پښ خپل کارهغه وخت کوي چې اوسپنه توده وي.

کله کله خراب پښ هم ښه توره جوړوي.(جاپان)

دپښ په کورکې دلرګي څمڅۍ وي.(اسپانيا)

درد

دردهم دپښ په شان دی چې ګوزارکوي ځان جوړوي.(فنليند)

ستاينه،غوړه مالي

ستاينه دانسانانوترمنځ ترټولوچلېدونکې سېکه ده.(انګلستان)

غوړه مالي دوستي ګټي،رښتيادوښمني زېږوي.(انګلستان)

په غوړه مالۍ هم غوړه مال اوهم دچاغوړه مالي کېږی شرمېږي .

ستاينه دعطروغوندې ده بوي کوه يې، تېروه يې مه.(انګلستان)

څوک چې دچا غوړه مالي کوي،خپلوپښوته جال خوروي.(انجيل)

څوک چې په غوړه مالۍ خوښېږي،کوريې هميشه غلاکېږي.(افريقا-سيکوانا)

په يووخت ستادوست اوغوړه مال کېدی نه شم.(المان)

په غوړه مال کې پټ دوښمن پروت وي.(هنګري)

غوړمالان دملګروغوندې ښکاري،لکه څنګه چې ګيدړان دسپيوغوندې ښکاري.(ايرلېند)

غوړه مال ياحسوددی چې ماسره کينه لري،يابدمعاش دی چې له ماسره خيانت کوي.(چين)

غوړه مال ياخيانت کړي يايې کوي.(سوېډن)

غوړه مال زياتره شات اوزهرسره ګډوي.(سوېډن)

سړی هغه وخت خوښېږي چې ستاينه يې وکړې.(انګلستان)

 

۲۶۸

 

درواغجن

کله چې رښتيا دروازه ټکوي درواغجن په غوجل کې کيني.(انګلستان)

درواغجن خدای ته مختورن وي.(افغانستان-پښتو.ژ.)

درواغجن حافظه نه لري. (افغانستان-پښتو.ژ.)

سينګار

دړوندمېرمن ولې ځان سينګاروي.(اسپانيا)

موسکا

څوک چې موسکانه شي کولی،هټۍ دې نه پرانيزي.(چين)

موسکاخوله غټوي خوښي ژونداوږدوي.

موسکا ښه ده خوڅوک بايدولرې چې موسکاورته وکړې.(سوېډن)

ککړول

دېګ تبۍ ته وويل ما مه ککړوه.

کوچنۍټوک،څاڅکی.

دډوډۍ کوچنی ټوک هم ډوډۍ ده.

،څاڅکی کاسه ډکوي.(لرغونی يهودي)‎څاڅکی

له څاڅکي څاڅکي سيندجوړېږی.(افغانستان-پښتو-ژ.)

ښکلی،ښايسته

ښکلی هغه دی چې ښکلې کړنه کوي.(انګلستان)

يوښکلی مخ تش دننه(خالی سر) پټولی شي.(ايتاليا)

کېدی شي ښکلې مڼه هم تروه وي.

ښکلي ګلان دلارې څنګ ته ډېرنه شي پاتې کېدی.

يوه ښکلې ښځه له ګاڼوپرته ډېره ښايسته ده.

څوک چې ښايسته نړۍ ته راځي،بېوزله نه راځي.(ايتاليا)

څوک چې ښکلي وي،اړينه نه ده چې بېوزله وي،خوسخته ده چې هوښيار وي.(سوېډن)

ښکلې څېرې ډېرقاضيان لري.(اتريش)

دهغه ښکلې څېره نه،بلکې دهغه ښکلی زړه.(لرغونې يهودي)

ترکاڼ دتابوت به باب وويل: «داښکلی نه دی،خوقوي دي».(سوېډن)

کوچ

کوچ هيڅ خواړه نه خساکوي.(سوېډن)

سړی يې بايدترهغووشاربي ترڅوکوچ ترلاسه کړي.(پيدرسيو)

۲۶۹

څوک چې زيات کوچ لري،لږڅه په کلم کې اچوي.(پيدرلول)

هرڅوک په خپله فرني کې غوړي غوره ګڼي.(سوېډن)

ښه کوچ له تروه کب نه ښه دي.

له دې کوچو،غوره ګڼم چې وچه ډوډۍ ولرم.

چټل کوچ دناروغ سپي له پاره ښه دي.(دنمارک-لوېديزيوليند)

بايددخوک په غوښه کې کوچ وانه چول شي.(ناروې)

هغه بايدډېرکوچ ولري ،چې هره خوله پرې بنده کړي.(پيدرسيو)

کوچ لګ لګ نه سرګردانوي ،ددوۍ مښوکې ډېرې اوږدې دي .

دڅه شی کوچ دي،غوړي يې په بازارکې څوبيه لري.(دنمارک-لوليند)

غوړول

ګاډۍ غوړه کړه،نوچغارنه کوي. (سوېډن)

کوم،چې ښه غوړشي،ښه چلېږي .

څوک چې خپل ګاړي غوړوي،له خپلوغوايانوسره مرسته کوي.(ايتاليا)

خپل ګاړي ړومبی غوړکړه.(بنګله ديش-بنګالي)

غوړول يې ښه کوي،کله چې په وخت ترسره شي .

زړه څرمن بايدډېره غوړه شوې وي .

ښه غوړول پوټکی نرموي.(سوېډن)

کوچنی اوغټ

کوچني بايدبې ارزښته ونه ګڼل شي.

کوچني تل لوړګوري.(دنمارک-فيون)

دادکوچنيوله پاره ښه ده چې ځمکې ته نږدې کار وکړي.

کوچني وروسته راځي لکه کمزوري بير.( دنمارک-شيليند)

داکوچني دی،چې غټېږي

که هيڅ کوچني نه وی،نوهيڅ غټ به هم نه وی .

له يوې کوچنۍ کوډلې( کور)نه غټ سړی راوتلی شي.

چې څومره غټ وي،بايدورووده وکړي.

سړی ځانته په غټ ويلونه غټېږي.(سويلي افريقا-ايسکسهوسا)

هغه غټ سړی دی چې دماشومتوب زړه يې له لاسه نه وي ورکړی.(زړه چينايي)

داټول ښه نه دی،لکه غټ چې دي.

غټوالی اوبېوزلي زياتره سره مل وي.

غټ ښاغلي ،غټې تېروتنې.(زړه يوناني)

۲۷۰