د پاملرنې وړ
نور خبرونه
نور محمد غفوری
فروپاشی نظام جمهوری افغانستان را نمیتوان تنها با یک رویداد، یک تصمیم یا عملکرد یک گروه خاص توضیح داد. آنچه در نهایت به سقوط آن نظام انجامید، حاصل مجموعهای از عوامل و روندهای بههمپیوسته بود؛ از اشتباهات سیاسی و ضعفهای مدیریتی گرفته تا فساد گسترده، اختلافات داخلی، وابستگی شدید به حمایت خارجی و بیاعتمادی فزاینده میان مردم و حکومت. با این حال، بررسی این دوره بدون پرداختن به مسئولیت کسانی که در رأس قدرت قرار داشتند، ناقص خواهد بود.
نظام جمهوری با شعار دموکراسی، حاکمیت قانون، حقوق شهروندی، بازسازی و ساختن افغانستانی نوین شکل گرفت. در این دوره، فرصتهای مهمی برای ایجاد نهادهای دولتی، گسترش آموزش، رشد رسانهها، مشارکت سیاسی و بازسازی کشور فراهم شد. اما در بسیاری از موارد، فاصله میان شعار و عمل از میان نرفت. فساد، واسطهگری، انحصار قدرت، انتخابات جنجالی، اختلافات سیاسی و استفادهٔ نادرست از منابع عمومی، اعتماد مردم را به نهادهای دولتی کاهش داد.
کمکهای گسترده بینالمللی نیز میتوانست زمینهای برای ایجاد زیرساختهای پایدار، تقویت اقتصاد ملی و ساختن نهادهای مستقل و پاسخگو باشد؛ اما بخشی از این فرصتها به دلیل ضعف نظارت، فساد، مدیریت ناکارآمد و وابستگی بیش از حد به منابع خارجی، آنگونه که باید، به دستاوردهای پایدار تبدیل نشد. یکی از درسهای مهم این دوره آن است که کمک خارجی، هرقدر هم گسترده باشد، نمیتواند جایگزین نهادهای سالم، مدیریت مسئولانه و اراده سیاسی ملی شود.
البته افغانستان در آن سالها تنها با مشکل فساد یا ناکارآمدی سیاسی روبهرو نبود؛ بلکه جنگ، مداخلات خارجی، رقابتهای منطقهای، ضعف نهادهای دولتی، فقر، شکافهای اجتماعی و بحران اعتماد نیز بر وضعیت کشور تأثیر عمیقی داشت. بنابراین، اگر هدف ما درک درست این تجربه تاریخی باشد، باید از تحلیلهای ساده و تکبعدی فاصله بگیریم و مجموعه عوامل داخلی و خارجی را در کنار یکدیگر ببینیم.
با این همه، این واقعیت نیز قابل انکار نیست که رهبران و مسئولان سیاسی در برابر سرنوشت مردم مسئولیت بیشتری دارند. کسانی که قدرت تصمیمگیری و مدیریت کشور را در اختیار داشتند، نمیتوانند در برابر دستاوردها خود را صاحب افتخار بدانند، اما در برابر شکستها همه مسئولیت را متوجه دیگران کنند. قدرت، در کنار اختیار، مسئولیت نیز به همراه دارد.
یکی از فرصتهای مهمی که در آن دوره بهدرستی مورد استفاده قرار نگرفت، ایجاد اعتماد میان مردم و دولت و تبدیل نهادهای دولتی به ساختارهایی واقعاً ملی و پاسخگو بود. جامعهای که بیش از هر چیز به وحدت، اعتماد و همبستگی نیاز داشت، بارها شاهد رقابتهایی بود که هویتهای قومی، مذهبی، زبانی و منطقهای را به ابزار سیاسی تبدیل کرد. این روند نهتنها دولت را ضعیف کرد، بلکه سرمایه اجتماعی کشور را نیز فرسوده ساخت و فاصله میان مردم و نهادهای سیاسی را افزایش داد.
از سوی دیگر، یکی از پیامدهای تلخ این تجربه، آسیب دیدن اعتبار مفاهیمی مانند دموکراسی و انتخابات در ذهن بخشی از جامعه بود. دموکراسی زمانی معنا پیدا میکند که مردم احساس کنند رأی آنان ارزش دارد، قانون برای همه یکسان اجرا میشود و قدرت از طریق نهادهای پاسخگو و مشروع اداره میگردد. هنگامی که فساد، تقلب، معاملهگری سیاسی و بیعدالتی بر نهادها سایه بیندازد، مردم نهتنها از یک حکومت، بلکه از خودِ مفاهیمی مانند دموکراسی، انتخابات و مشارکت سیاسی نیز ناامید میشوند.
اما امروز، مهمتر از متهم کردن یکدیگر، درس گرفتن از گذشته است. اگر قرار باشد افغانستان دوباره به یک وضعیت طبیعی، آرام و باثبات برسد، این کار با نفرت، انتقامجویی، استعمال زور و حذف یکدیگر ممکن نیست. بازسازی یک جامعه آسیبدیده نیازمند زمان، صبر، قانونمداری، آموزش، اعتمادسازی و پذیرش مسئولیت است.
درس دیگر این تجربه آن است که هیچ نظام سیاسی بدون مشروعیت اجتماعی، نهادهای سالم و اعتماد عمومی نمیتواند برای همیشه دوام بیاورد. دولتها ممکن است با حمایت خارجی قدرتمند به نظر برسند، اما دوام واقعی یک نظام زمانی تضمین میشود که مردم آن را متعلق به خود بدانند و نهادهای آن در برابر قانون و جامعه پاسخگو باشند.
افغانستان امروز بیش از هر زمان دیگری به حوصله، خرد سیاسی و نگاه آیندهنگر نیاز دارد. راه بازگشت جامعه به یک روال عادی و طبیعی، کوتاه و آسان نخواهد بود و مردم ناگزیرند برای رسیدن به ثبات، هزینه و زمان زیادی را تحمل کنند. اما این مسیر زمانی به نتیجه خواهد رسید که گذشته را صادقانه بررسی کنیم، مسئولیتها را بپذیریم و به جای دامن زدن به نفرت و انتقام، بر ساختن اعتماد، همبستگی و نهادهای سالم تمرکز کنیم.
تجربه جمهوری افغانستان، با همه دستاوردها، ناکامیها و فرصتهای از دسترفتهاش، اکنون بخشی از تاریخ کشور ماست. ارزش این تجربه در آن است که از آن بیاموزیم؛ نه اینکه آن را صرفاً وسیلهای برای محکوم کردن یکدیگر قرار دهیم. باید روشن شود که چه اشتباهاتی صورت گرفت، چه فرصتهایی از دست رفت و چگونه میتوان از تکرار آنها جلوگیری کرد.
آینده افغانستان زمانی بهتر ساخته خواهد شد که گذشته آن صادقانه فهمیده شود . تاریخ نه برای انتقامجویی، بلکه برای آموختن است؛ و شاید بزرگترین درس این تجربه تاریخی این باشد که ثبات، وحدت، قانونمداری و مسئولیتپذیری، سرمایههایی هستند که هیچ ملتی نمیتواند بدون آنها آیندهای پایدار بسازد.
افغانستان امروز بیش از هر چیز به آرامش، همبستگی، خرد سیاسی و نگاه به آینده نیاز دارد.
نور محمد غفوری
13.09.2026
څېړندوی عاشق الله اخلاص يار
Assistant professor, Ashiqullah ikhlasyar
لنډيز
کله چې په ايران کې د ۱۹۷۹ز.کال په ترڅ کې اسلامي انقلاب بريالۍ شو، له هغه وخته په منځني ختيځ کې د ايران او سعودي سيالۍ پيل شوې، د دوی سياليو منځنی ختيځ ډېر نا ارامه کړ او سترو قدرتونو ته د لاسوهنې زمينه مساعده شوه، چې له امله يې دغه سيالۍ نورې هم ګړندی شوې. له ۲۰۰۱ز.کال وروسته د دوی اړيکې له ډېرو ستونزو ډکې شوې، خو وروسته په ۲۰۰۵ز.کال کې دغه سيالۍ يو څه ارامې شوې، خو د ايران د سياسي سيستم د غبرګونونو له امله دا کار دايمې پاتې نه شو، ځکه دواړه اړخونه د خپلو پرمختګونو په هڅو کې و چې دې کړنو لا سياليو ته لاره اواروله. د دې څېړنې پوښتنه داسې ده چې ايران او سعودي عربستان په منځني ختيځ کې څه غواړي او کوم سياستونه تعقيبوي، نو څېړنه ښيي چې د ايران او سعودي عربستان سيالي د امريکا د ګټو لپاره د سيمې په هېوادونو کې جريان لري، دواړه خواوې کوښښ کوي چې په کوم ښه ډول د امريکا درناوی وکړي او ګټې يې و بل ته ښې تضمين کړې. په داسې حال کې چې ايران او سعودي دواړه اسلامي هېوادونه دي، سيالۍ يې خورا خطرناکې او د بدو پايلو لرونکې دي، په ځانګړې توګه اغېزې يې تر ټولو ډېر په اسلامي هېوادونو پريوځي.
سريزه
سعودي عربستان او ایران د ۱۹۷۹ز.کال يا د ايران اسلامي انقلاب او همدارنګه د (۱۹۸۸-۱۹۸۰) ز.کلونو د ایران-عراق جګړې راهیسې په منځني ختیځ کې د نفوذ لپاره د جدي سیالانو په توګه خپلې پاليسۍ پرمخ وړي. دواړه هېوادونه د اسلامي هېوادونو د مشرۍ دعوه هم لري. سعودي عربستان له لوېدیځو هېوادونو سره پياوړې اړیکې لري، په داسې حال کې چې ایران د امريکا متحده ایالات خپل تر ټولو خطرناک دښمن ګڼي. د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو مهم توپیر دا دی چې سعودي عربستان یو محافظه کار سني اسلامي دولت او ایران بيا یو شیعه دولت دی چې خپل هېواد په سیمه کې د شیعه ګانو مشر او مدافع بولي. د دې هېوادونو ترمنځ سيالۍ په مختلفو بڼو سره شوي. په ۲۰۱۱ز.کال کې ډموکراسي پلوه او د رژیم ضد لاریونونو څپې چې د عرب پسرلي په نوم پېژندل کیږي د سعودي عربستان او ایران دواړو لپاره نوې اندیښنې رامنځته کړې چې د دوی د سیمه يیزو لومړیتوبونو په چوکاټ کې د غور وړ وګرځېدې. تر دې چې ناکرارۍ تر مصر پورې ورسيدې او سعوديانو وليدل چې د مصر د ولسمشر حسن مبارک رژيم ړنګ شو. وروسته له دې ریاض پریکړه وکړه چې مصر ته به د ۴ ميلیارده ډالرو پور ورکړي، په دې سره د مصر لپاره د سعودي لومړیتوبونو په پام کې نیول یوه پیاوړې هڅه وګرځېده، د ایران نږدې عربي متحد سوریه وه، تهران په سوریه کې د ۲۰۱۱ز.کال ناکراریو ته د پام وړ خطر په سترګه ليدل، بل خوا له ریاض سره د سوریې اړیکو مختلفې بڼې لرلې. د یوې پاچاهۍ په توګه سعودي عربستان د سوریې په وړاندې د بې باورۍ یو اوږد دود ساتلی، وروسته سعوديانو په موقع له دمشق سره کار کولو ته لیوالتيا وښوده، دوی د عربیزم هاخوا د سوریې له حکومت سره ډېر مشترکات نلري، په همدې اساس سعودي عربستان او ایران دواړو ته په کار وو چې تر څو ځان وپوهوي چې د سوریې ناکرارۍ د دوی په ګټو باندې څه اغېزه کړې. تهران د خپل سیمه يیز نفوذ د زیاتولو لپاره هڅه کوله چې ځان د یو مخکښ ځواک په توګه د فلسطینیانو د حقونو د ملاتړ او د اسرایل د مخالف په توګه وړاندې کړي، سعودي عربستان له فلسطینیانو سره د مرستې او د هغوی په ګټه له خپلو مالي سرچینو او سیاسي نفوذ څخه د استفادې لپاره هم ډېرې هڅې وکړې، ریاض د فلسطین له دواړو لویو سیاسي ګوندونو فتح او حماس سره عادي سیاسي اړیکې وساتلې، د حماس سره د سعودي اړيکې په وروستیو کلونو کې په ثابت ډول کمې شوې او د ایران له خوا په بشپړه توګه زياتې شوې. بل ځای بيا د لبنان له شیعه ګانو يو لوی شمېر خلک ایران یو مهم متحد ګڼي چې د لبنانیانو سره یې د هغه څه په وړاندې مقاومت کې د پام وړ ملاتړ کړی چې دوی یې د اسراییلو د تیري په توګه تعریفوي. په دې چاپیریال کې د امريکا متحده ایالاتو د منځني ختیځ د سولې پروسې ته د خپل اصلي ارزښت او د لبنان او فلسطین په سیمو کې د خپل رول د زیاتولو لپاره د ایران د هڅو د کمزوري کولو لپاره لاس په کار دي. د عراق راتلونکی د ایران او سعودي عربستان او همدارنګه د متحده ایالاتو لپاره مرکزي اندیښنه ده، له عراق څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو پلان شويو وتلو په سیمه کې د سعودي او ایران سیالي هم پیچلې کړه. یو له خورا ستونزمنو لارو څخه چې ایران په عراق کې خپل نفوذ رامنځته کوي د مختلفو شیعه ملیشو او سازمانونو له لارې دی چې په عراق کې د متحده ایالاتو د سرتیرو او نورو موخو په وړاندې بریدونو کې ښکیل دي، دا ایران پلوه ملیشې کله ناکله د ځانګړو ډلو په نومونو سره هم یادیږي، ایران له دوی سره د پام وړ مرستې کړي او د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک له لارې دغو ځواکونو ته وسلې او روزنه ورکوي. دا چې ايران زمونږ ګاونډی هېواد دی او له سعودي سره هم فرهنګي او نورې اړيکې لرو، د دې دواړو هېوادونو سياسي او نور حالتونه په مونږ مستقيم اغېز لري، نو د ايران او سعودي عربستان د سياليو څېړل زمونږ لپاره د اهميت او مبرميت څخه ډکه موضوع ده، همدارنګه په منځني ختيځ کې د ايران او سعودي عربستان د سياليو څېړنه د دې مقالې موخه ده. د څېړنې پوښتنه دا ده چې ايران او سعودي عربستان په منځني ختيځ کې څه غواړي او کوم سياستونه تعقيبوي؟ په دې څېړنه کې له تشريحې- تحليلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.
۱- په مصر کې د ايران او سعودي عربستان سيالۍ
د ۲۰۱۱ز.کال د ډموکراسۍ پلوه او د رژیم ضد لاریونونو څپې چې د عرب پسرلي په نوم پېژندل کیږي له تونس پیل شوې، دې پسرلي د سعودي عربستان او ایران دواړو لپاره نوې اندېښنې راپورته کړې، که څه هم په لومړيو کې د ايران او سعودي مشرانو د دې پېښو سره علاقه درلوده، خو کله چې ناکراري مصر ته را ورسيده فکرونه يې بدل کړل، د حسن مبارک په واکمنۍ کې مصر په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ د پراخېدو لپاره د پام وړ رول لوبولی و او د مبارک د ولسمشرۍ په کلونو کې مصر او ايران هیڅکله ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې نه کړې، په هر صورت په مصر کې د ۱۸ ورځيني پاڅون وروسته د مصر ولسمشر حسن مبارک له واکه ليرې شو او ايران هيله لرله چې لوبه به د دوی په ګټه تمامه شي او ويل يې چې په مصر کې اسلامي حکومت غواړي، په داسې حال چې په مصر کې حکومت اسلامي و، خو ايرانيانو د خپل فکر اسلامي حکومت غوښتنه کوله. ايرانيانو دا هم ويل چې په مصر کې د مبارک د حکومت بديل اخوان المسلين کيدای شي او په دې سره امکان لري چې په مصر کې به د امريکا متحده ايالات د احتمالي خنډ سره مخ شي او دا ډول پرمختګ به د ايران په ګټه وي، خو د مصر بحران په پیل کې د سعودي پاچا عبدالله د مظاهره کوونکو کړنې نفاق او د ګډوډی رامنځته کول وبلل. د مبارک له نسکوریدو وروسته دوی خپل بیانيات نرم کړل د حکومت او مخالفینو ترمنځ یې د سوله ييزحل غوښتنه وکړه. پداسې حال کې چې سعودي عربستان د مبارک لیرې کول وليدل. د ایران مشرتابه ته هم ځینې احتمالي فرصتونه تر سترګو شول، د کړکیچ په پیل کې د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي داسې څرګندونې وکړې چې د مصري لاریون کونکو ملاتړ یې کاوه او هڅه يې کوله چې په هغه هېواد کې پېښې د ایران په څېر د انقلاب په توګه انځور کړي چې احتمال یې د مصر اسلامي جمهوریت ته لاره اواروي. له واک څخه د مبارک له لیرې کولو وروسته د تهران مشرتابه غوښتنه وکړه چې مصر دې له ایران سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیارغولو لپاره زړور ګام واخلي. د مصر د بهرنیو چارو وزیر نبیل العربي د دې خبرې په وړاندې ښه چلند وکړ او د ۲۰۱۱ز.کال په اپریل کې یې وویل چې د مصر او ایران خلک د هغو اړیکو مستحق دي چې د دوی تاریخ او تمدن منعکسوي، په دې شرط چې دوی د دولت حاکمیت ته د متقابل درناوي او په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ ولاړ وي.
۲- په بحرين کې د ايران او سعودي عربستان سيالۍ
بحرین اوسمهال د سعودي او ایران د سیاسي شخړې یو مهم مرکز دی، دا کوچنی هېواد د سني شاهي کورنۍ لخوا اداره کیږي او سنيان د ملت سیاسي جوړښت تشکیلوي، که څه هم سنیان په سلو کې ۳۵ سلنه جوړوي، خو سعودي عربستان ته د بحرین نږدېوالی د دې لامل شوی چې ځانګړې پاملرنه ورته وکړي. د ۲۰۱۱ ز.کال د مارچ په ۱۴مه سعودي عربستان د بحرین د حکومت د ملاتړ لپاره شاوخوا ۱۰۰۰ پوځیان واستول چې شیعه لاريونوال وځپي، د دې د ملاتړ لپاره له متحده عربي اماراتو هم شاوخوا ۵۰۰ پولیس استول شوي وو. د خلیج یو شمېر نورو عربي هېوادونو هم په دې هڅو کې د پام وړ مرستې کړې وې او د GCC ټولو غړو د عملیاتو لپاره سیاسي ملاتړ چمتو کړی و، کوم چې د بحرین د حکومت په غوښتنه د GCC تر نظر لاندې ترسره شوی و. سعودي او د اماراتو پوځیانو او پولیسو له مظاهره کوونکو سره مقابله ونه کړه، بلکې عادي دندې لکه د زیربناوو ساتنه یې ترسره کوله، د دې مداخلې د توجیه کولو لپاره سعودي او د بحرین چارواکو وويل چې د GCC ځواکونو د دې لپاره مداخله کړې چې د ایران له ګواښ څخه د بحرين په ساتنه کې مرسته وکړي، نه دا چې د بحرین په کورني سیاست کې ښکیل شي. تهران په بحرین کې د سعودي مداخلې او د GCC هڅو ته په غوسه ځواب ورکړ چې په بحرین کې يې ناکرارۍ رامنځته کړې او بحرين اشعالوي، همدا راز ایراني مشرانو د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه وکړه چې د بحرین د خلکو وژنه ودروي. د همدې ۲۰۱۱ د مارچ په ۲۱مه د بحرین پاچا حامد وویل: شل کاله کيږي چې زمونږ لپاره دسيسې جوړيږي او نن دا دسيسې ناکامې دي.(۱) دا تورونه په ښکاره ډول په ایران باندې لګول شوي وو، مګر حامد د لبنان شیعه ډله حزب الله هم تورنه کړه چې د مدني ناکراریو په رامنځته کولو کې رول لوبوي.(۲) د دې له امله د حزب الله عمومي منشي حسن نصرالله په یوه وینا کې په غوسه شو، چې په هغه کې یې د بحرین مظاهره کوونکو ته وویل چې د دوی وینه به ظالمانو ته ماتې ورکړي.(۳) همدارنګه د همدې کال په ترڅ کې د مناما حکومت له بحرین څخه لبنان ته الوتنې وځنډولې او وروسته یې حزب الله تورن کړ چې په لبنان او ایران کې په نظامي کمپونو کې د بحرین مخالفینو ته روزنه ورکوي چې دا تورونه نا ثابت او بې بنسټه پاتې شول. (۴) له بحرینه د سعودي پوځیانو د وتلو نېټه اعلان نه شوه چې د یو څه وخت لپاره به پاتې شي او که په بحرین کې ناکرارۍ یو ځل بیا زیاتې شي چې ریاض به هلته خپل پوځیان پیاوړي کړي او د مظاهرو په ځپلو کې به د بحرین له ځواکونو سره د مرستې لپاره د هغوی په کارولو غؤر وکړي. د سعودي په مشرۍ له مداخلې وروسته د بحرین چارواکو ډېر پراخ عملیات پیل کړل، حکومت حرکت وکړ چې په ټول هېواد او ټولو جوماتونو خپل کنټرول رامنځته کړي او ټینګار یې وکړ چې دا اړینه وه ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دیني عالمان افراطي نظریاتو ته وده نه ورکوي. د دې جګړې د یوې برخې په توګه چارواکو د شیعه ګانو لږ تر لږه ۳۰ عبادت ځایونه ویجاړ کړل، چې وروسته يې ادعا وکړه چې دا په شخصي یا دولتي ځمکو کې جوړ شوي وو.(۵) په داسې حال کې چې د دې تورونو امتيازات د بحرين په محکمو کې په عادلانه توګه و نه ټاکل شول. د بحرین له شیعه ګانو سره د سنیانو دښمني په دې وخت کې ډېره زیاته او بده شوه، د بحرین د مظاهرو او پاڅونونو په جریان کې سني مشرانو په مکرر ډول شیعه ګان ایران ته په وفادارۍ تورن کړل او وړاندیز یې وکړ چې دوی دې ياد هېواد ته کډوال شي. ځینو معتدل شیعه ګانو اعتراف وکړ چې د شیعه افراطیانو د بیانياتو او همدارنګه د شیعه ټولنې د تبعیض تاریخ له امله د ټولنې اړیکې زیانمنې شوي. د بحرین حکومت د سعودي په مشرۍ له مداخلې وروسته د خپل واک د ټینګولو لپاره نورې ستونزې هم درلودې. د ۲۰۱۱ ز.کال د اپریل په میاشت کې د بحرین حکومت د وفاق ګوند او د اسلامي عمل په ټولنه بندیز ولګاوه.(۶) وفاق په بحرین کې تر ټولو لوی سیاسي ګوند دی او د بحرین د پارلمان په ولسي جرګه کې يې د ۴۰ څوکیو څخه ۱۸ ترلاسه کړي، کله چې د همدې کال د فبرورۍ په ۱۴ مه نا امني پیل شوه، په دې اړه سعودیان پوه شول چې د امريکا متحده ایالاتو اندیښنه او غبرګون ښودلی او د هغو سازمانونو څخه یې د مشروع سیاسي ګوندونو په توګه دفاع وکړه چې د قانوني لارو د سمون لپاره مبارزه کوي. (۷) د بحرین حکومت په چټکۍ سره د متحده ایالاتو د سختو نیوکو له امله په خپل دریځ له سره غؤر وکړ او داسې ښکارېده چې د دې ګوندونو د غېر قانوني کولو لپاره حرکت ودرول شو. په دې لړ کې د بحرین حکومت له امریکا سره د ښو اړيکو ارزښت ته دوام ورکړ، په داسې حال کې چې سعودی عربستان یې تر ټولو مهم ملګری پاتې شو. سربېره پردې د بحرین خلکو د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو همکاريو ته ارزښت ورکړ او په بحرین کې د متحده ایالاتو د پنځمې بېړۍ د مرکز شتون د دوی په وړاندې د ایران د نظامي انتخابونو د محدودولو لپاره یو مهم خنډ وګاڼه. په بحرین باندې تورونه هم د نورو مسلو په اړه د ایران او GCC ترمنځ د دښمنانه بیانياتو د پام وړ زیاتوالي لامل شو. د ۲۰۱۱ز.کال په اپریل کې د GCC د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې یو بیان خپور کړ چې د سازمان غړي هېوادونه د ایران د مداخلې د دوام په اړه ژور اندیښمن دي او ټینګار یې کړی و چې تهران د GCC هېوادونو د حاکمیت څخه سرغړونه کوي.(۸) مخکې ریاض په بحرین کې د سعودي په مشرۍ د مداخلې په اړه د ایران انتقاد ته په ځواب کې ویلي و چې د ایران تورونه غېر مسؤلانه دي او د سعودي عربستان په وړاندې بې بنسټه تورونه ښکاره جرم دی.(۹) د کویټ د بهرنیو چارو وزیر محمد صباح الصباح هم پر ایران غږ کړی و چې خپل چلند بدل کړي، خو هیڅ خلیجي هېواد له تهران سره اړیکې پرې نه کړې(۱۰) او بحرین په مختلفو وختونو کې هغه کسان نیول چې له ایران سره یې د کار کولو شک پرې درلود.(۱۱)
۳- په سوريه کې د ايرن او سعودي عربستان سيالۍ
د ایران نږدې عربي متحد سوریه وه او تهران په سوریه کې د ۲۰۱۱ز.کال مشهورو ناکراریو ته د پام وړ اندیښنو په سترګه کتل. د سوریې په ناکراریو کې د لاريونوالو زړورتیا هم د پام وړ ده، د علوي اقلیت اسلامي فرقه چې د سوریې حکومت په مشرتابه کې شامل و په واک کې پاتې کېدل د دوی د راتلونکي هوساینې او شاید د دوی د ټولنې د ډېری غړو د راتلونکي بقا لپاره اړین وي، که څه هم د علوي ټولنې غړي د سوریې د نفوس یوازې ۱۰ سلنه جوړوي، خو د سوریې د جمهوري غوښتونکو ګارډ او څلورمه زغره واله فرقه، اشرافي واحدونه چې تقریبا د علوي افسرانو او سرتیرو له خوا اداره کیږي او هلته استخباراتي او امنیتي ځواکونه هم د علوي ډلې اړوند واکمنان دي او غېر اشرافي واحدونه معمولا د دوی په سازماني جوړښت کې په کلیدي پوستونو کې علوي افسران ځای پرځای کوي چې دا ټول ساختماني احتیاطونه ډېر ستونزمنوي چې د رژیم د واک په وړاندې یو اغېزمن بغاوت رامنځته کړي، که څه هم ناراضه مظاهره کوونکي د رژیم له ځواکونو سره په مقابله کې زړورتیا ښیې، ښايي دوی کولای شي د وسله والو ځواکونو سني غړي ژمنې کولو ته وهڅوي، بغاوت وکړي او يا ورسره یوځای شي. په سوریه کې روانې مبارزې ته په کتلو سره احتمال لري چې تهران به تاوان وکړي، په داسې حال کې چې ایران او سوریه د ايران د اسلامي جمهوریت له جوړېدو راهیسې ښې اړیکې لري.(۱۲) د ایران د انقلاب له بریا وروسته سوریه یو له هغو دوو عربي دولتونو څخه وه چې د ایران-عراق جګړې پر مهال يې د تهران لپاره ډیپلوماتیک او بیانياتي ملاتړ چمتو کړ.(۱۳) سوریه د یو سیکولر بعثي دولت په توګه د اسلامي جمهوریت سره په حکومتي جوړښت کې ډېر توپیر لري، سره له دې چې د دغو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو د ایران-عراق تر جګړې وروسته هم د یو لړ دلایلو له مخې دوام درلود. د روانو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ځانګړی مهم عامل د اسراییلو سره په راتلونکي کې د سوریې د هر ډول مقابلې په صورت کې د سوریې د ملاتړ د چمتو کولو ادعا وه، په همدې او نورو دلايلو دواړه هېوادونه په متحده ایالاتو ژور بې باوره شول. د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال ایران او سوریه د امریکا د نه ستړي کېدونکي دښمنۍ سره مخ شول، په داسې حال کې چې یوازې ایران د بدیو د محور دولت نومول شوی و، دمشق په ښکاره اندیښمن و چې د متحده ایالاتو په مشرۍ په عراق باندې برید به په سوریه باندې د برید سره تعقیب شي که چیرې عراق ژر تر ژره ارام شي او یو لوېدیځ پلوه حکومت ته وسپارل شي، د بوش ادارې هیله درلوده چې دا کار وکړي.(۱۴) که څه هم اوس داسې ښکاري چې د سوریې دا اندیښنه بې بنسټه وه، دا د هغه وخت د متحده ایالاتو او سوریې د اړیکو خراب حالت منعکسوي، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو او سوریې اړیکې د ولسمشر اوباما د ادارې په وخت کې یو څه ښې شوې، دوی د سوریې د نه لیوالتیا له امله کمزوري پاتې شول چې بايد د حماس او حزب الله ملاتړ کم کړي.(۱۵) وروسته له واشنګټن سره اړیکي د بشارالاسد د رژیم د ظالمانه جبر په وړاندې د مبارزې لپاره د مظاهره کوونکو لپاره د متحده ایالاتو د خواخوږۍ له امله نوره هم کمې شوې. په وروستیو کلونو کې سوریایي او ایرانیو وګړو ځانونه د حماس او حزب الله تر څنګ د مقاومت محور بلل چې له اسرائیلو سره د مقابلې لپاره د دغو هېوادونو او سازمانونو ګډې لېوالتیا ته اشاره کوي. ایرانیان اکثرا وخت ځان د دې ایتلاف د طبیعي مشر په توګه ګڼي، پداسې حال کې چې دمشق د تهران د هڅو په وړاندې مقاومت کوي. دا مبارزه کله نا کله ستونزمنه شوې هم ده ځکه چې ایران د سوریې لپاره د پوځي مرستو یوه مهمه سرچینه وه په ځانګړې توګه د راکټ او مزایل د ټکنالوژۍ په برخو کې، تهران په سوریه کې د اسراییلو د راتلونکو بریدونو په مخنیوي کې له نورو بيا مرسته غوښته. د ایران د هغه وخت د ولسمشر مرستیال محمد ارد رحیمي په دمشق کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې ایران به د اسرائیلو د هر ډول تیري پر وړاندې د سوریې ترڅنګ ولاړ وي، له ایران سره د سوریې د اړیکو مهم ارزښت دا دی چې تهران ته په لبنان کې د خپلو متحدینو د ملاتړ لپاره لوژستیکي ملاتړ برابروي لکه څنګه چې حزب الله هم د سوریې متحد دی، نو دا ستونزمنه ده چې سوریه په دې لاره کې د ایرانیانو د ملاتړ لپاره هر ډول قرباني ورکړي. سربېره پردې د اسراییلو په وړاندې د متحد په توګه د ایران ارزښت شاید کم شوی وي ځکه چې د بشارالاسد رژیم په زیاتېدونکي توګه پوهېږي چې د اسراییلو مشران شک لري چې په سوریه کې د رژیم بدلون به د اسراییلو امنیت ته وده ورکړي. په زړه پورې خبره دا ده چې اسرایلیان په خپل هېواد کې د سوریې ناکراریو د اغېزو په اړه د دوی په ارزونه کې ویشل شوي، اسرایلیان د بعثي رژیم له خوا د بشارالاسد څخه وروسته د یو ځواکمن او په مساوي ډول د اسرایل ضد رژیم په اړه اندیښمن دي.(۱۶) د ډېرو اسرایلیانو لپاره مهمې پوښتنې کیدای شي دا وي چې ایا په سوریه کې دموکراتیک انقلاب کولای شي یو لیبرال رژیم رامنځته کړي او تر ټولو مهم په سوریه کې انقلاب کولای شي چې په ایران کې د انقلابي ناورین په بیا را ژوندي کولو کې مرسته وکړي، لکه څنګه چې د ۲۰۰۹ز.کال د جنجالي ټاکنو وروسته پېښ شول. سوریایانو د ۲۰۱۱ ز.کال په مارچ کې په بحرین کې د سعودي د پوځي مداخلې ملاتړ وکړ.(۱۷) د ۱۹۷۰لسيزې راهیسې سوریه د بشارالاسد کورنۍ د قوي علوي ولسمشرانو له خوا رهبري کیږي، علویان معمولا د شیعه مسلمانانو یوه فرعي ډله ده چې په ایران، عراق او لبنان کې خپلې عقيدوي او نورې اړوندې چارې پرمخ وړي، د دې کړنلارې تر ټولو د پام وړ مثال ښايي ممکن د ۱۹۹۰ز.کال د خلیج بحران وي، کله چې صدام حسين په کويټ يرغل وکړ او دمشق د دې يرغل په وړاندې د (۱۹۹۱-۱۹۹۰) ز.کلونو په ترڅ کې په نړیوال ایتلاف کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ۱۷۰۰۰ زغره واله فرقه او ۳۰۰ ټانکونه ولېږل.(۱۸) د سعودي عربستان او سوریې اړیکې د ۲۰۰۵ ز.کال د فبرورۍ په ۱۴مه هغه مهال خرابې شوې کله چې د لبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق حریري او د هغه اته تنه همکاران وروسته له هغه ووژل شول چې له پارلمان څخه کور ته روان و او هغه ته په موټر کې يو لوی بم ځای پر ځای شوی و، د برید نه وروسته تقریبا په ټوله نړۍ کې داسې انګېرل کېده چې دا کار د سوریې د استخباراتو کار و. له حریري سره د سعودي عربستان ځانګړو اړیکو او د هغه وژنې یو مهم جیوستراتیژیک خنډ جوړ کړ، د برید په پایله کې سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵۵۹پریکړه لیک ۲۰۰۴ سپټمبر۲ په اساس خپل ملاتړ تازه کړ چې له امله يې سوریې له لبنان څخه د خپلو نظامي ځواکونو د ایستلو غوښتنه وکړه او د لبنان څخه د سوریې د اردو او استخباراتي خدماتو د ایستلو په لار کې متحده ایالاتو د هغوی د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړ.(۱۹) دا هڅې د ۲۰۰۵ز.کال د اپریل په میاشت کې د لبنان څخه د سوریې د ځواکونو د ایستلو لامل شوې چېرته چې دوی د ۱۹۷۰ لسیزې له نیمایي راهیسې ځای پر ځای شوي وو. په ځینو وختونو کې سعودیانو وکولای شول چې د سوریې د رژیم په وړاندې خپله دښمني له منځه یوسي او هڅه یې وکړه چې د دمشق سره په لبنان کې د خراب شوي وضعیت د ژغورلو په برخه کې مرسته وکړي چې د حریري په وژنه کې د سیاسي قطبي کولو په شمول مخ په زیاتېدو و. د ۲۰۱۰ز.کال د جولای په ۳۰ بشار اسد او د سعودي پاچا عبدالله د پخواني لومړي وزیر رفیق حریري د قتل په موضوع چې د حزب الله په غړو احتمالي تورونه پکې شامل و، د تاوتریخوالي کمولو په اړه په بیروت کې کتنه وکړه.(۲۰) د لبنان ځانګړې محکمه سوریه په مستقیم ډول د حریري د وژنې مسؤله نه بولي او پرځای یې د څلورو لبناني شکمنو کسانو د نیولو امر صادر کړ چې د حزب الله غړي دي. حزب الله د تورونو په وړاندې په غوسه غبرګون وښود، پداسې حال کې چې د حریري پلوه ډلو له محکمې سره د لبنان د همکارۍ غوښتنه وکړه، دا موضوع تر اوسه نا حل پاتې ده، که څه هم تورن کسان د خلکو له نظره ورک شوي او ممکن ایران ته تښتېدلي وي. سعوديانو، کویټيانو او بحرینیانو د ۲۰۱۱ ز.کال د اګست په لومړیو کې له دمشق څخه خپل سفیران د بشارالاسد د رژیم د سیاستونو د اعتراض لپاره وایستل، خو ریاض هیڅکله د سوریې رژیم ته د یوه متحد په سترګه نه دي کتلي او تمه کېده چې د دې رژیم له نسکوریدو سره به تهران خپل تر ټولو مهم عرب ملګری له لاسه ورکړي. برعکس ریاض به په یقیني توګه د سوریې وضعیت ته د سعودي د بې کفایته بریا په سترګه ونه ګوري، حتی که د اسد رژیم ړنګ او پر ځای یې د ایران ضد حکومت جوړ شي.
۴- په فلسطین او لبنان کې د سعودي عربستان او ایران سیالۍ
د فلسطین مسئلې او د منځني ختیځ د سولې پروسې په اړه د سعودي عربستان د چلند او پالیسیو ارزونه په پراخه کچه توپیر لري. په ښکاره ډول ریاض د فلسطین د ملي حقونو پیاوړی ملاتړی او په اسرایلو سخت او پرله پسې انتقاد کوونکی دی. سربېره پر دې سعوديانو په ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني مسلمانانو د ادعاوو په کلکه ملاتړ کړی او په زاړه ښار کې د دوی د شتون د پراخولو لپاره د اسرایلو د هڅو سره دښمني لري. یو شمېر شنونکي سعودي د عرب-اسرائیلو په مسلو کې منځلاری اړخ ګڼي، د دې لید تر ټولو قوي ثبوت د سعودي عربستان د سولې پلان دی چې د عرب لیګ له خوا د ۲۰۰۲ز.کال په مارچ کې په بیروت کې د سرمشریزې په کنفرانس کې تصویب شو.(۲۱) دغه وړاندیز د ۱۹۶۷ ز.کال د جون په جګړه کې د نیول شویو ټولو سیمو د بېرته راستنیدو په بدل کې د عرب لیګ د ټولو هېوادونو له خوا د اسرایلو د هراړخیزو پېژندلو موضوع وه، د اسرایلو ډیری سیاسي مشرانو ويلي و چې دا پلان خورا ښه او مهم دی که مونږ يې منو يا نه(۲۲) پداسې حال کې چې ریاض هر وخت د سولې په بهیر کې د پرمختګ احتمال ته لیواله نه دی، د سعودي مشرانو هم وېره لرله چې د هغې بشپړ سقوط به د دوی په لګښت د ایران سیمه ييزځواک زیات کړي، په داسې شرایطو کې د ایران سخت دریځه چلند به ډېری عربانو ته وروسته ثابت شي. سعودي عربستان له فلسطینیانو سره د مرستې او د هغوی په ګټه له خپلو مالي سرچینو او سیاسي نفوذ څخه د استفادې لپاره ډېرې هڅې کړې. ریاض د فلسطین له دواړو لویو سیاسي ګوندونو فتح او حماس سره عادي سیاسي اړیکې ساتي، چې وروستی یې د متحده ایالاتو لخوا د یو ترهګر سازمان په توګه ونومول شو. په دې لړ کې د سعودی حکومت له ډېرې مودې راهېسې په مستقیمه توګه د فلسطین مختلفو موسسو او ادارو ته پیسې منتقل کړي. د دې پیسو یوه مهمه برخه په لوېدیځه غاړه کې د فلسطین ادارې ته چې د فتح تر کنټرول لاندې ده مرسته شوې.(۲۳) له حماس سره مالي اړیکې ډېرې جنجالي او پیچلې دي، د سعودي حکومت د اسرائیلو پر ضد د حماس ترهګریز اقدامات غندلي، پاچا عبدالله هم پر غزې د اسرائیلو پوځي بریدونه د فلسطینیانو پر ضد د نسل وژنې عمل بللی.(۲۴) برسېره پردې د سعودي حکومت په کلکه ټینګار کوي چې حماس ته مستقیمې پیسې نه ورکوي، که څه هم د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د سعودي خصوصي پیسې د حماس د عملیاتي بودیجې شاوخوا نیمایي اټکل شوې وې.(۲۵) له هغه وخت راهیسې اسراییلو او امریکایي سرچینو ویلي چې حماس ته د سعودي شخصي پیسې کمې شوي.(۲۶) ښايي دا پرمختګونه پر ریاض د نړیوالو فشارونو او یا هم د سعودي د ناخوښۍ پایله وي چې حماس په ډراماتیک ډول په ایران تکیه وکړه، ایران د فلسطین مسئلې ته په بل ډول کتلي، تهران د سولې لپاره د فورمولونو د وړاندې کولو پر ځای هڅه کړې چې ځان د یو مخکښ وسله وال ځواک په توګه انځور کړي چې د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ کوي او د اسراییلو مخالفت، په شمول د دې چې د مختلفو وسیلو له لارې فلسطیني اسلامي وسله والو ډلو ته وسلې او نور ملاتړ چمتو کوي. د رهبرۍ دغه رول د تهران لپاره په داخل کې د رژیم د ملاتړ د پیاوړتیا او د خپل سیمه ييز رول د لوړولو او په ټوله سیمه کې د اسرائیلو ضد ولسونو تر منځ د ودریدو د لارې په توګه مهم دی. په اوس وخت کې ایران په ښکاره توګه د حماس مخکښ مالي ملاتړی دی، حماس اوس په ایران باندې دومره تکیه کوي چې ډېری وختونه د نيابت په ملاتړ تورنیږي. د فتح مشرانو ویلي چې ایران هڅه کوي د حماس څخه په استفادې د فلسطین پر خلکو خپله اجنډا تحمیل کړي.(۲۷) فلسطیني ډلو ته د وسلو په ورکولو کې د ایران لېوالتیا ښه ثابته شوې، یوه تر ټولو ډراماتیکه پېښه چې د ایران-فلسطین اړیکې پکې شاملې وې د ۲۰۰۲ز.کال د جنورۍ په ۳ رامنځته شوه کله چې اسراییلو د فلسطین بار وړونکې کارین A بېړۍ ونېوله، په وسلو کې د کاتیوشا راکټونه، هاوانونه، د کلاشینکوف ټوپکونه، مهمات، د ټانک ضد وسلې، پلاستیکي چاودیدونکي توکي او نورې وسلې شاملې وې، د فلسطین د ادارې مشر یاسر عرفات بیا له بېړۍ سره د هر ډول تړاو خبره رد کړه.(۲۸) د کارین A نېول د اسراییل او فلسطین په اړیکو هم ناوړه اغېزه درلوده او د فلسطین له ادارې سره يې د متحده ایالاتو اړیکې زیانمنې کړې، د تهران لپاره د کارین پېښې د متحده ایالاتو د ولسمشر جورج ډبلیو بوش باور ته هم لاره هواره کړه چې و يې ويل ایران د نه منلو وړ فاسد دولت دی. اسرايليان په دې باور دي چې له دې لارې برابرې شوې ډېرې وسلې او چاودېدونکي توکي د ايرانيانو توليد دی.(۲۹) په ډېر ډراماتیک ډول اسراییلو د ۲۰۱۱ز.کال په مارچ کې یوه بله اضافي سوداګریزه کښتۍ ونېوله او راپور يې ورکړ چې په دې کې د توغندیو سیسټمونه او همدارنګه په فارسي ژبه له عملیاتي لارښودونو بار شوې وه.(۳۰) اسرائیلي سرچینو ویلي و چې د ایران پلان دا و چې دغه وسلې د تونلونو له لارې غزې ته دننه کړي. اسراییلو ويلي و چې د ۲۰۱۱ ز.کال د جنورۍ راهیسې چې ولسمشر مبارک له واکه لرې شو د مصر په پوله کې ستونزې ډېرې شوې.(۳۱) ښايي ايران له دې وضعيت څخه د ګټې اخيستو هڅې وکړي، د ایران مشرتابه هم د نړیوالو سرلیکونو په ځواب کې له اسرایلو سره د خپل مخالفت او د فلسطین د ملاتړ څرګندولو لپاره ځينې رڼې خو اصلا تشې ژمنې وکړې. یوه بله ورته پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د ۲۰۱۰ ز.کال د جون په میاشت کې د اسرائیلو د سمندري ځواکونو له خوا د ترکیې یوه مرستندویه بېړۍ ودرول شوه چې د نهو ترکانو د وژل کېدو په ګډون یوه لویه نړیواله پېښه رامنځته شوه.(۳۱) د برید په پایله کې د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه يي استازي وویل چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه به په راتلونکي کې د غزې تړانګې ته د اکمالاتو د رسولو لپاره د سمندري واحدونو چمتو کولو ته چمتو وي که څه هم د ایران د دې پالیسۍ د پلي کولو لپاره کومې وړتیا شتون نه درلود.(۳۳) په دې باور ګران کار دی چې تر ټولو سخت دریځه ایرانی مشر په دې باور وي چې دا ډول کړنې به د دوی لپاره ښه پایله ولري. بل ځای بيا ایران په لبنان کې د سعودي عربستان سره په سیالی کې برلاسی ښکاري، لبنان یو کوچنی کمزوری دولت دی چې د سیمې او نړۍ د مختلفو هېوادونو له خوا اغېزمن شوی. په وروستیو کلونو کې د لبنان لپاره تر ټولو مهم قدرتونه چې د سوریې، ایران، متحده ایالاتو، اسرائیلو او سعودي عربستان په ګډون پکې نفوذ لري په دې مبارزه کې ایران د نفوذ په سیالۍ کې ځینې څرګندې ګټې او موخې لري چې تر ټولو مهم یې د لبنان له سیاسي سازمان حزب الله سره قوي اړیکې دي، مګر دا د لبنان په سیاست کې یو له خورا پیاوړو سیاسي سازمانونو څخه دی، حزب الله د لبنان شیعه ګانو لپاره یوه پراخه فلاحي او تعلیمي شبکه چلوي او خپل (المنار ټلویزیون) هم لري او په دوامداره توګه په پارلمان او کابینه کې استازي هم لري، حزب الله د لبنان یوازینی سیاسي سازمان دی چې دا مهال د کورنۍ جګړې د دورې ملیشې ساتي. د حزب الله د پوځي وسلو د ساتلو پریکړه اکثرا د نورو لبنانیانو لخوا یوه ستونزه ګڼل کیږي، که څه هم د حزب الله غړي او ایرانیان دا ډول کړنې د اسراییلو د نظامي اقدام په وړاندې د مخنیوي په توګه توجیه کوي.(۳۴) ايران په حزب الله باندې خپل نفوذ د پراخو مالي او مادي مرستو له لارې ساتي چې معمولا د سوریې له لارې لبنان ته لېږدول کیږي. حزب الله ښايي د ایران لپاره د یوې ستراتیژیکې شتمنۍ په توګه په خپل رول کې وده وکړي. د ۲۰۱۰ ز.کال په اکتوبر کې د حزب الله مشر حسن نصرالله ادعا وکړه چې د هغه سازمان د توغندیو ذخېره شاوخوا ۴۰۰۰۰ راکټونو او توغندیو ته زیاته شوې، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۶ ز.کال په جګړه کې یې یوازې له ۱۴۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې د لنډ واټن راکټونه درلودل. د ۲۰۱۰ ز.کال په اپریل کې د اسراییلو ولسمشر شیمون پیریز تور ولګاوه چې سوریه حزب الله ته د SCUD توغندي ورکوي چې دا کار به له ایران سره په همغږۍ ترسره شوی وي. پیریز د یو شمېر اسراییلي چارواکو څخه لومړی نفر و چې دا ډول تورونه یې ولګول، د متحده ایالاتو ژورنالیستیکي سرچینو بيا راپور ورکړی و چې حزب الله تر ۱۰ پورې SCUD-D توغندي لري. سعودي عربستان د لبنان په سیاست کې وروسته له هغه مهم شو چې د ۱۹۸۹ز.کال د طائف تړون کې یې مرسته وکړه چې د لبنان کورنۍ جګړه پای ته ورسیده. د طائف له موافقې وروسته سعودي عربستان هم د لبنان په بیارغونه کې مهم رول ولوباوه. په ۱۹۹۲ز.کال کې سعودي پلوه لبناني میلیاردر رفیق الحریري د طائف تړون په پایله کې لومړی وزیر شو چې په لبنان کې د سعودي نفوذ روښانه وده او په اقتصادي بیارغونه کې د سعودي د ښکیلتیا لپاره يې قوي احتمال رامنځته کړ. حریري یو سني مسلمان و چې په سعودي عربستان کې یې خپله پراخه شتمني جوړه کړې وه، د خپل مالي ځواک او د سعودي مشرتابه سره د نږدې اړیکو له امله په چټکۍ سره په لبنان کې د سنتي عنعنوي اشرافو تر سیوري لاندې شو.(۳۵) حریري په لبنان کې د سعودي ګټو لپاره یو مخکښ سړی و.(۳۶) هغه د (۱۹۹۸-۱۹۹۲) ز.کلونو پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. د ۲۰۰۶ز.کال د جولای په میاشت کې د حزب الله په وړاندې په لبنان کې د اسراییلو پوځي مداخلې د تهران لپاره ځينې فرصتونه رامنځته کړل ځکه چې اسراییلي مشران په خپل اعتراف سره د دې مداخلې له پایلو څخه ناخوښ وو. د ۲۰۰۶ز.کال په دوبي کې د حزب الله په وړاندې د اسراییلو ناسمه پلان شوې ۳۳ ورځېنۍ جګړه ناکامه شوه چې دا جګړه حزب الله و ګټله، د همدې له امله د حزب الله او د هغې د ایراني ملاتړو حیثیت او شهرت په سيمه کې يو څه لوړ شو. تر دې پورې حزب الله وتوانید چې د لوی شمېر کاتیوشا راکټونو او ځینو اوږد واټن توغندیو په کارولو سره په اسراییلو برید وکړي، لبنانيانو په پوره چمتوالي سره دا کار کاوه، خو د لبنان د همدې جګړې په جریان کې دوه اسرايل تښتول شوي و چې د هغوی له امله په دوی انتقادونه ډېر شول چې په دې انتقاد کوونکو کې سعودي عربستان هم شامل و. (۳۷) د ۲۰۰۶ز.کال له جګړې وروسته د ایران او سعودي عربستان رقابت او په لبنان کې د هغوی د ملاتړو ترمنځ هم داخلي جګړې جريان پيدا کړ چې په دې وختونو کې د ځينو کړنو له امله لبنانيانو د ايران دريځونو ته په متضادو نظرونو کتل، خو ډېر لبنانيان ايران خپل نږدې متحد بولي چې د دوی سره يې په سختو ورځو کې د پام وړ ملاتړ کړی دی. د ۲۰۱۰ز.کال په اکتوبر کې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد لبنان ته دوه ورځينی رسمي سفر د دې لپاره وکړ چې د ايران او لبنان اړيکې لا روښانه کړي، په داسې حال کې چې په لبنان کې د ايران او د هغوی د رقيبانو د ملاتړو ترمنځ ستونزې او تاوتريخوالی په ډېريدو و. احمدي نژاد په دې سفر کې د لبنان سويلي سيمو ته هم تللی و چېرته چې د ايران په مالي ملاتړ سرکونه جوړ شوي و(۳۸) د ايران ولسمشر دغه سفر د دوی په دوه اړخيزو اړيکو کې بريالی ياد کړی و چې ښه او تود هر کلی يې هم شوی و.(۳۹) د ۲۰۱۰ ز.کال په نومبر کې د لبنان د هغه وخت لومړي وزیر سعد حریري تهران ته رسمي سفر وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګولو په موخه یې یوه هڅه یاده کړې وه.(۴۰) د ۲۰۱۱ ز.کال په جنورۍ کې د لومړي وزیر سعد حریري حکومت ړنګ شو کله چې د حزب الله د کابینې غړو او د هغوی متحدینو د حکومت د نسکورولو لپاره په ډله يیزه توګه استعفا وکړه. دوی دا کار د لبنان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې محکمې (STL) سره د ۲۰۰۵ز.کال د رفیق حریري د وژنې په تحقیق کې د همکارۍ کولو یا نه کولو په اړه د اختلافاتو له امله وکړ، STL هغه مهال د حزب الله څلور غړي په دې موضوع تورن کړي و،(۴۱) د حریري له ګوښه کېدو وروسته، د لبنان نوی حکومت تر ۵ میاشتو پورې راغونډ نه شو، کله چې ميلیاردر او پخوانی لومړی وزیر نجیب میقاتي د حزب الله په ملاتړ دا چوکۍ ترلاسه کړه (۴۲) نوې کابینه د حزب الله او د هغوی د متحدینو په واک کې وه، په دې شرایطو کې د رفیق حریري په وژنه کې د یو ډول عدالت د ترلاسه کولو لپاره د سعودي عربستان او سني لبناني ټولنو هیلې د پام وړ ټکنۍ شوې. میقاتي د خپل اړخ لپاره په کلکه ټینګار وکړ چې هغه یو خپلواک سیاستوال دی او د حزب الله ګوډاګی نه دی.(۴۳) د دې ډاډونو سره سره، د هغه وزیران په پراخه کچه په دې وپېژندل شول چې دوی سوریه او ایران پلوه دي او د دوی نوی لومړی وزیر د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نږدې ملګری دی.(۴۴) د میقاتي حکومت رامنځته کېدو د متحده ایالاتو لپاره ستونزې رامنځته کړې چې دمخه یې حزب الله د یو تروریستي سازمان په توګه پېژندلی و او د لبنان په حکومت کې د دوی نوي موندل شوي شهرت ته یې سپک نظر درلود. په ۲۰۱۰ز.کال کې لبنان د خپلو امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د متحده ایالاتو له نظامي مرستې څخه شاوخوا ۱۰۰ ميلیون ډالر ترلاسه کړل. متحده ایالاتو د ۲۰۰۶ز.کال تر پایه پورې د نظامي او قانون پلي کولو پروګرامونو لپاره تر ۸۰۰ ميلیون ډالرو پورې تمویل لبنان ته چمتو کړی و.(۴۵) په ځواب کې د ایران حکومت اعلان وکړ چې غواړي د متحده ایالاتو پرځای د لبنان د نظامي مرستې اصلي سرچینې په توګه وټاکي، ځکه چې د ایران لپاره د دفاعي تدارکاتو د بیا پیلولو کومه جدي هڅه به یو سخت کورنۍ او نړیوال بحران رامنځته کړي.(۴۶)
۵- په عراق کې د ايران او سعودي عربستان سيالۍ
عراق د ایران او سعودي عربستان دواړو لپاره مرکزي اندیښنه دی او د ۲۰۰۳ز.کال څخه تر مخه د صدام حسین رژیم سره د دوی دوه اړخیزه دښمني یو له مهمو اندېښنو څخه وه چې دا هېوادونه پکې شریک وو. ریاض او تهران دواړو د خپل تاریخ په مهمو نقطو کې له یوه غېر دوستانه عراق سره مقابله کړې او دواړه هېوادونه په بغداد کې د یو دښمن رژیم د احتمالي راڅرګندیدو په اړه اندیښمن و. د صدام د نسکوریدو راهیسې دا ستونزه د تهران په پرتله د ریاض لپاره ډېره ستونزمنه شوې وه، ایران له صدام وروسته د شیعه واکمنو حکومتونو په لړ کې له عراق سره خپلې اړیکې د پام وړ ښې کړې، په داسې حال کې چې سعودي عربستان د لومړي وزیر نوري المالکي په ګډون د عراق له ډېری مشرانو سره په کافي اندازه ترینګلې اړیکې وساتلې. دا مهال عراق د تیلو د نړیوالو شرکتونو سره د کار کولو جدي هڅې پیل کړي ترڅو د خپلو تیلو د زیربناوو بیارغونه په داسې طریقه جوړه کړي چې د تیلو د مخکښ صادرونکي په توګه راڅرګند شي.(۴۷) دا پرمختګ کولای شي د نړۍ د تیلو په بازار کې د ریاض سیمه ييز او نړیوال نفوذ کمزوری کړي، ښايي چې د عراق دا کار به د ایران لپاره دومره ستونزمن نه وي ځکه چې تهران او بغداد د تیلو په اړه ورته اندیښنې لري. له بده مرغه سعوديان خامخا اندېښمن دي چې په بغداد کې د شیعه ګانو د واکمنۍ هر ډول حکومت جوړول ممکن داسې شرایط رامنځته کړي چې عراق او ایران کولای شي د ډیپلوماټیک پروپاګند او ممکن د تخریب هڅو کې د دوی پر وړاندې د تنظیمولو لپاره سره یوځای شي. دا ډول لنډ مهاله اتحاد په سیمه کې د سعودي ګټو د پرمختګ لپاره احتمالي ویجاړونکی کیدای شي. ایراني مشران سره له دې چې په بغداد کې د خپل اوسني نفوذ سره سره په دې پوهېږي چې دوی د سعودي عربستان په پرتله د یو دښمن بیا پیاوړي شوي عراق څخه ډېره وېره لري که چیرې اړیکې يې خرابې شي. د ایران او عراق د اته کلنې جګړې میراث چې په ترڅ کې یې دواړو غاړو ته په سلګونو زره کسان ووژل شول په دې برخه کې په ځانګړې توګه د پام وړ دی. په ایراني ټولنه کې سلګونه زره معیوب جنګیالی شتون لري چې د جګړې د پایلو هیرول يې ستونزمن دي.(۴۸) د جګړې په پایله کې عراق د منازعې سیمې کنټرول ترلاسه کړ او له ایران سره پوله په داسې ډول تعریف شوه چې د عراق ګټې منعکسوي.(۴۹) څو کاله وروسته ایران په لیوالتیا سره ولیدل کله چې عراق په دودیزه جګړه کې د صحرا طوفان په عملیاتو کې په پراخه کچه ماتې وخوړه، په داسې حال کې چې ایران په خپلو توغندیو، ځواکونو او د اټومي بډایه کولو په پروګرام کې ښه بوخت و. کله چې په ۲۰۰۳ز.کال امريکا په عراق بريد وکړ، په دې اړه رياض ځينې جدي اندېښنې درلودې، که څه هم دا اندیښنې د متحده ایالاتو د سیمه ييز نفوذ د پراخېدو په اړه نه وې، بلکې په عراق کې د ايران د نفوذ د پراخېدو او خورېدو او نورو موضوعاتو په اړه وې، بل دا چې سعوديانو د ایران-عراق له جګړې وروسته د صدام حسین په اړه ژوره اندیښنه درلوده چې صدام يې د ځان لپاره يو خطر باله، خو دا وېره سعودي ته د ۱۹۹۱ز.کال د عراق د سترې پوځي ماتې وروسته د نظامي بنديزونو په لړ کې کمه شوه. په ۱۹۹۱ ز.کال کې د صدام له ماتې وروسته د سعودي عربستان تر ټولو سترې وېرې په عراق کې د ایران پلوه سیاستوالو په مشرۍ د سعودي ضد شیعه رژیم احتمالي راڅرګندېدل و. وروسته له هغه چې د صحرا طوفان عملیات پای ته ورسیدل، داسې ښکارېده چې ریاض صدام ته د یو معیوب او جلا شوي سني په سترګه ګوري. تهران له ۲۰۰۳ ز.کال راهیسې د ریاض په پرتله په عراق کې د نفوذ د ترلاسه کولو په هڅه کې د پام وړ فعال دی، ځکه چې په ځانګړې توګه د عراق او افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د متحده ایالاتو د پوځي ځواک او نفوذ د ناڅاپه زیاتوالي له امله اندیښمن شو.(۵۰) یو له ډېرو ستونزمنو لارو څخه چې ایران په عراق کې خپل نفوذ لري د مختلفو شیعه ملېشو سازمانونو له لارې دی، چې دا سازمانونه په عراق کې د تروریزم او نظامي بریدونو کې ښکیل دي، دا ایران پلوه ملیشې کله ناکله د ځانګړو ډلو په نوم هم یادیږي. ایران په دوی کې د پام وړ نفوذ لري او د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک له لارې دغو ځواکونو ته وسلې او روزنه ورکوي.(۵۱) له واک څخه د صدام د لیرې کېدو وروسته کلونو کې ایرانیانو د عراق د شیعه سیاسي ګوندونو او حرکتونو سره نږدې کار وکړ، په شمول د الصدر غورځنګ. دې غورځنګ خپلې ملېشې د مهدي پوځ يا (جیش المهدي) په نوم ساتلې، چې له تهران څخه یې مالي مرستې او پوځي تجهیزات ترلاسه کول. د ۲۰۰۷ز.کال په شاوخوا کې ایرانیانو د مهدي پوځ لپاره خپل ملاتړ کم کړ. په ۲۰۰۸ز.کال مقتدا الصدر د مهدي پوځ ته امر وکړ چې بې وسلې شي او يوه بشري ډله شي.(۵۲) په اوسني وخت کې الصدر په ایران کې پاتې دی او یو بل ملیشه اي تنظیم کنټرولوي، چې ۶۰۰۰۰ ملېشه اي ځواک لري.(۵۳) مقتدا الصدر د عراق یو مهم سیاسي او ملیشه اي مشر دی، هغه د عراق پارلمان په ۳۲۵ غړیو کې شاوخوا ۴۰ څوکۍ په واک کې لري او د یوه غېرمنظم سیاسي مشر په توګه په خپل رول کې چې د ۲۰۱۱ ز.کال له ډسمبر وروسته په عراق کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت کوي خپل رول لوبوي.(۵۴) دوی به د متحده ایالاتو سره د یو شمېر امریکایي سرتېرو د روزونکو په توګه د پاتې کېدو په اړه خبرې پیل کړي(۵۵) الصدر دا هم ويلي و چې ښايي دوی د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو سره موافقه وکړي تر هغه چې ځينې روزنې ترلاسه شي.(۵۶) په عراق کې د ایران په ملاتړ نورې ملیشې لکه عصائب الحق هم شامل دي چې شاوخوا ۱۰۰۰ ملېشې لري او د کتائب حزب الله لوا يوه وړه اندازه ښايي دوی ته اجازه ورکړي چې په اسانۍ سره د ایرانیانو لخوا کنټرول شي. ایرانیانو دغو دواړو ډلو ته په زیاتیدونکې توګه اغېزمنې وسلې ورکړې دي.(۵۷) د ايران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد د ۲۰۰۸ ز.کال د مارچ په لومړیو کې عراق ته سفر کړی و چې په هغه وخت کې يې د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره یو لړ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل، په دې وخت کې ایران د عراق تر ټولو لوی سوداګریز شریک و او ایرانیان هم د عراق په ساختماني او صنعتي سکتور کې یو له سترو پانګوالو څخه دي.(۵۸) واشنګټن او تهران هم په عراق کې ځینې متقابلې ګټې لري، کله چې متحده ایالاتو له هغه هېواده د خپلو سرتیرو ایستل پیل کړل، متحده ایالاتو د عراق د لومړي وزیر مالکي او د هغه د قانون د سیاسي ایتلاف ملاتړ وکړ ځکه چې هغه د دوامدار مشر په توګه لیدل کېده چې د داخلي دفاع په برخه کې به د عراق د ځان بسیا کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي. ایران هم د مالکي ملاتړ وکړ، برعکس سعوديان اکثرا په عراق کې د متحده ایالاتو په پالیسیو ژور انتقادونه کوي کوم چې دوی د شیعه پلوه، کرد پلوه او سني ضد په توګه مخصوص کړي او سعودي مشرانو کله کله د امریکا سیاستونه د ایرانیانو په لاسونو کې د لوبې کولو په توګه انځور کړي دي.(۵۹) سعودي مشران مالکي نه خوښوي او هغه یو فرقه پرست شخصیت بولي چې د عراقي ټولنو ترمنځ په پخلاینه کې خنډ دی. د ۲۰۰۷ز.کال د می په میاشت کې د مصر په شرم الشیخ کې په یوه نړیوال کنفرانس کې پاچا عبدالله له مالکي سره له لیدو ډډه وکړه چې هغه یې د "فرقه یي ویش" په توګه ياد کړ.(۶۰) لکه څنګه چې یادونه وشوه، ریاض په عراق کې د خپلو ایراني سیالانو په څېر ځان نه دی ښکیل کړی، سعودي عربستان د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له برید وروسته عراق ته د ډیپلوماټانو د لېږلو په اړه د زړه نا زړه کېدو له امله ورو پیل وکړ، تر دې مخکې سعوديانو په ۱۹۹۱ز.کال کې د صحرا طوفان په نوم د عملیاتو پر مهال له عراق سره اړیکې پرې کړې وې، خو په ۲۰۰۴ ز.کال کې یې په رسمي ډول دغه اړیکې بېرته جوړې کړې. عراق په ۲۰۰۷ ز.کال په ریاض کې خپل سفارت بیا پرانېست، خو اړیکې يو څه ترینګلې پاتې شوې. برعکس ایرانیانو د ۲۰۰۶ز.کال په می کې په هغه هېواد کې سفیر وټاکه. متحده ایالاتو د GCC هېوادونه وهڅول چې له عراق سره اړیکې ښې کړي او ممکن د داسې حرکتونو په شمول چې عراق ته د GCC سره د یوځای کېدو اجازه ورکړي، د ۲۰۰۹ ز.کال د اپریل په ۲۵ مه بغداد ته د سفر په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کلینټن د امریکايي ډیپلوماټانو سره د خبرو په حواله د بغداد او ریاض ترمنځ د اړیکو د خراب حالت په اړه اندیښنه څرګنده کړه. په ۲۰۰۹ ز.کال کې په واشنګټن کې عرب پوځي افسرانو ته په یوه وینا کې د دفاع وزیر ګیټس وویل "د عراق د ملګرو خلیج هېوادونو لخوا منل به د ایران د ارمانونو په مخنیوي کې مرسته وکړي." د ۲۰۱۰ز.کال په مارچ کې د عراق د ملي ټاکنو په جریان کې، سعوديانو په ښکاره توګه د سیکولر شیعه مشر ډاکټر ایاد علاوي ملاتړ وکړ، چې د سني عربو ګټو او اندیښنو سره د دوستانه سیاسي ایتلاف مشري يې کوله. په دې چاپیریال کې ریاض په پراخه کچه باور درلود چې ډاکټر علاوي ته یې د هغه سازمان د ټاکنیزو هڅو لپاره بسپنه ورکړې. لومړی وزیر مالکي د دې احتمال په اړه په ځانګړې توګه غوسه شو او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو څخه د پیسو د نفوذ په وړاندې یې خبرداری ورکړ. برعکس ځینې سني سیاستوال او سیکولر مشران په دې باور و چې د عراق شیعه ګوندونه د ایرانیانو څخه د پام وړ لارښوونې او پیسې ترلاسه کوي. لومړي وزیر مالکي پخپله دا یادونه وکړه چې ملت د ټولټاکنو په پایله کې د فرقه يیزې مسلې په اړه یوې مربع ته راستون شو. د ډاکټر علاوي په مشرۍ عراقي بلاک په لومړي وزیر مالکي او د هغه پر متحدینو سختې نیوکې وکړې چې له ایران سره په اړیکو کې د عراق د ګټو په دفاع کې پاتې راغلی دی. دې سیاستوالو تور ولګاوه چې مالکي د عراق په خاوره کې د ایراني پوځي نفوذ یا د ایراني ځواکونو لخوا د عراقي کردانو په کلیو د بمبارۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی. د عراقیانو بلاک دا هم وایي چې ایران د سیندونو اوبه عراق ته اړولي ترڅو عراق ته د رسېدو سره سم وچې شي. سني عراقیانو کله ناکله د ایراني مشرانو پر ضد مظاهرې هم کولې چې عراق ته د دوی د ټولنې د بې باورۍ څرګندونه کوي. ځینو څارونکو بيا ويلي و چې سعودي عربستان د عراق د ځینو لویو سني قبیلو سره مالي مرستې کوي. د عراق شیعه واکمن حکومت د عربي پسرلي په دوره کې له سعودي عربستان سره یو لړ اختلافونه رامنځته کړل، په بحرین او سعودي عربستان باندې د عراق سختې نیوکې د GCC د يوې پریکړې لامل شوې چې په ۲۰۱۱ز.کال کې په بغداد کې د عرب لیګ د سر مشریزې کنفرانس لغوه کولو غوښتنه وکړي.
پایله
په منځني ختيځ کې د ايران او سعودي عربستان سياليو دا سيمه ډېره نا ارامه کړې، خو يو څه چې د دې څېړنې د پايلې په توګه يې مونږ ليکو هغه دا دي چې دا دواړه هېوادونه په ياده سيمه کې د امريکا د متحده ايالاتو د ګټو لپاره خدمت کوي، په دې کې هر يو ځان له بل مخکښ ګڼي. د دې هېوادونو مسولينو دې ته پام نه دی کړی چې د دوی د سياليو څخه مسلمان اغېزمنيږي، پداسې حال کې چې هر يو يې د اسلامي مشرۍ دعوه هم لري. د ايران- عراق د جګړې پرمهال ځينو د يوه او ځينو بيا د بل ملاتړ کاوه، داسې څوک نه و چې د دې جګړې د پای او سولې لپاره لاس په کار شي، په دې جګړه کې سعودي په ټول توان د عراق ملاتړ وکړ چې امريکا او روس يې هم ملاتړ کاوه، بل ځای بيا سوريې او ځينو نورو هېوادونو د ايران ملاتړ کاوه، دوی غوښتل چې جګړه دوام و مومي، همدا ډول د فلسطين په موضوع کې هم سيالۍ تر اوسه جريان لري، کله چې حماس رامنځته شوی و په لومړيو کې ايران او سعودي دواړو د دې ډلې د ملاتړ ټټر ډبولی و، خو کله چې د حماس ځينو مشرانو ايران ته سفرونه وکړل سعودي يې له ملاتړ څخه لاس واخيست، چې په پايله کې يې فلسطين ټوټې، ټوټې شو او په زرګونو وګړي يې تر خاورو لاندې شول. مصر هم يو له هغو هېوادونو څخه و چې د سعودي ملاتړ ورسره و، خو عرب پسرلي د مصر د حسن مبارک واکمني له منځه يوړه، په دې هېواد کې ايران ته هم د سيالۍ زمينه برابره شوه چې ايران او سعودي له سره پکې لوبې پيل کړې، په دې سربېره بحرين هېواد چې زياتره وګړي يې شيعه ګان دي، خو حکومت پکې سنيان کوي دلته هم د ايران او سعودي ډېرې سيالۍ تېرې شوې، ايران اوس هم په دې هڅه کې دی چې حکومتي واګي د دوی پلوې ډلې ته په لاس ورشي. سوريه هم د ايران او سعودي د سياليو خورا مهم ځای دی، د عرب پسرلي د پاڅونونو يا د ۲۰۱۱ ز.کال راپدېخوا ايران د بشارالاسد د رژيم کلک ملاتړ کاوه او غوښتل يې چې په هر قيمت به د دې رژيم ساتنه کوي، خو سعودي د ترکيې او امريکا په ملاتړ پکې نيابتي ډلې رامنځته کړې چې د ۲۰۲۴ز.کال په ترڅ کې يې د بشارالاسد رژيم چپه او واک سنيانو ته په لاس ورغئ، اوس هم ايران په دې هڅه کې دی چې هلته خپلې نيابتي ډلې وساتي او په راتلونکې کې ترې ګټه واخلي. لبنان چې د ايران ملاتړ له ځانه سره لري، دلته بيا سعودي کوښښ کوي چې د خپلې خوښې وړ يو رژيم پکې رامنځته کړي، خو تر اوسه په دې نه دی توانيدلی، لبنان هغه هېواد دی چې سياستونه يې تر ډېره له ايران څخه متاثره دي او وخت نا وخت په سمندر کې د اسرايلو کښتۍ په نښه کوي او د ايران د ګټو لپاره کارونه کوي. يوه بله يادونه هم اړينه بريښي هغه دا چې د سعودي نفوذ تل په ډېری مواردو کې د ایراني فعالیت په وړاندې مؤثره مقابله نه ده، پداسې حال کې چې سعودي عربستان معمولا د پیسو او ډیپلوماسۍ په کارولو سره خپلو ګاونډیانو ته د نفوذ کولو هڅه کوي، ایران بيا ډیر لیواله دی چې په هغو هېوادونو کې د سخت دریځو ملیشو تمویل وکړي چې کمزوري مرکزي حکومتونه او د ایران پلوه عناصرو په ګډون د شیعه ګانو ټولنې لري. د دې تګلارې تر ټولو مخکښه نمونه چې د ایراني ګټو د پرمختګ لپاره کار کوي، په لبنان کې حزب الله دی، چې د ایران یو پیاوړی او د باور وړ متحد دی.
Refrence:
1. Reuters, Bahrain tells 16 Lebanese to leave, 5 gone – diplomat, April 11, 2011, Access link: https://www.reuters.com/article/world/bahrain-tells-16-lebanese-to-leave-5-gone-diplomat-idUSTRE73A4KS/
2. Ibid.
3. Ibid.
4. Bahraini Opposition flays government crackdown, Arab News, April 24, 2011, Access link: https://www.arabnews.com/node/375354
5. Joby Warrick and Michael Birnbaum, “Questions as Bah¬rain Stifles Revolt,” Washington Post, April 15, 2011.
6. Paul Richter, “Bahrain Backs Away from Ban on Two Shi¬ite Political Groups,” Los Angeles Times, April 16, 2011, Access link: https://www.latimes.com/politics/la-xpm-2011-apr-16-la-fg-us-bahrain-20110416-story.html
7. Reuters, Bahrain says will not disband opposition groups: minister, April 15, 2011, Access link: https://www.reuters.com/article/world/bahrain-says-will-not-disband-opposition-groups-minister-idUSTRE73E3J5/
8. UAE to Iran: Respect neighbors, 21 April 2011, Access link: https://english.alarabiya.net/articles/2011%2F04%2F21%2F146183
9. RAM, Gulf Arabs discuss Iran ‘meddling’, APRIL 3, 2011, Access link: https://iranfocus.com/iran-general/22995-gulf-arabs-discuss-iran-meddling/
10. GCC to turn new leaf in relations with Tehran, Kuwait Times, April 23, 2011, Access link: https://www.kuna.net.kw/ArticleDetails.aspx?id=2161585&language=en#
11. Reuters, “Bahrain tries 2 Iranians, Bahraini in Iran spy case.” Access link: https://www.arabnews.com/node/374154
12. On the development of this relationship, see Patrick Seele, Asad: The Struggle for the Middle East, Berkeley and Los Angeles, CA: University of California Press, 1988, Chap. 21. Also see Hugh Naylor, “Syria, Seeking Investors, Turns Cautiously to Iran,” New York Times, October 4, 2007.
13. Seele, pp. 351-354.
14. Esther Pan, Syria, Iran, and the Mideast Conflict, July 18, 2006, Access link: https://www.cfr.org/backgrounder/syria-iran-and-mideast-conflict
15. No Plans to invade Syria, Insists Blair, Guardian, April 14 2003, Access link: https://www.theguardian.com/politics/2003/apr/14/foreignpolicy.uk2
16. Baha al-Awam, Iran running out of options in Syria, 04/03/2020, Access link: https://thearabweekly.com/iran-running-out-options-syria
17. New U.S. warning to Syria on Scuds,” BBC News, May 5, 2010, Access link: http://news.bbc.co.uk/2/mobile/middle_east/8653817.stm
18. The author has spoken to a number of Israeli military of¬ficials on this issue.
19. US Reacts to Fear of Iran’s Rising Clout,” Wall Street Jour¬nal, March 22, 2011, Access link:
20. See Lawrence Freedman and Efraim Karsh, the Gulf Conflict, 1990-1991: Diplomacy and War in the New World Order, Access link: https://www.amazon.com/Gulf-Conflict-1990-1991-Diplomacy-World/dp/0691086273
21. Office of the White House Press Secretary, “Joint State¬ment by President Bush and Saudi Crown Prince Abdullah,” Washington, DC: The White House, April 25, 2005, Access link: https://georgewbush-whitehouse.archives.gov/news/releases/2005/04/20050425-8.html
22. Syria, Iran vow support for Lebanon amid Israeli attacks, 05 October 2024, Access link: https://english.mathrubhumi.com/news/world/syria-iran-support-lebanon-israeli-attacks-bc35a9a7
23. L. Carl Brown, the Arab Center: The Promise of Moderation, September/October 2008, Access link: https://www.foreignaffairs.com/reviews/capsule-review/2008-09-01/arab-center-promise-moderation
24. THE SAUDI PEACE PLAN, May 2007, Access link: https://www.cjpme.org/fs_027
25. Jim Zanotti, U.S. Foreign Aid to the Palestinians, April 4, 2012, Access link: https://unispal.un.org/pdfs/US-AidtoPalestinians.pdf
26. Christopher M. Blanchard, Saudi Arabia: Background and U.S. Relations, CRS Report for Congress, October 5, 2021, p. 32, Access link: https://www.congress.gov/crs_external_products/RL/PDF/RL33533/RL33533.85.pdf
27. National Technical Reports Library, Saudi Arabia: Terrorist Financing Issues, 2005, Access link: https://ntrl.ntis.gov/NTRL/dashboard/searchResults/titleDetail/ADA444877.xhtml
28. Ibid. p. 17
29. Muriel Asseburg, The Fatah–Hamas Reconciliation Agreement of October 2017, Access link: https://www.swp-berlin.org/publications/products/comments/2017C44_ass.pdf
30. Ronen Bergman, A Review of: “The Secret War with Iran: The 30Year Clandestine Struggle against the World's Most Dangerous Terrorist Power, p.270-71. Access link: https://www.researchgate.net/publication/239797215_A_Review_of_The_Secret_War_with_Iran_The_30Year_Clandestine_Struggle_Against_the_World's_Most_Dangerous_Terrorist_Power_By_Ronen_Bergman
31. Haaretz, IAF Hits Gaza Tunnels in Wake of Bombing Attempt by Sea, February 02, 2010, Access link: https://www.haaretz.com/2010-02-02/ty-article/iaf-hits-gaza-tunnels-in-wake-of-bombing-attempt-by-sea/0000017f-dbad-db5a-a57f-dbef0aa20000
32. Joshua Mitnick, “Israel’s Seizure of arms shipment high¬lights rising unease about Iran,” Christian Science Monitor, March 15, 2011.
33. The Gaza-Egypt Smuggling Tunnels must be Closed, Wall Street Journal, and January 14, 2009, Access link: https://www.wsj.com/articles/SB123189664039179733
34. Ian Black, “Gaza Blockade: Iran Offers Escort to Next Aid Convoy, Guardian, and June 7, 2010, Access link: https://www.theguardian.com/world/2010/jun/06/gaza-blockade-iran-aid-convoy
35. Iran Revolutionary Guards ready to escort Gaza ships, June 7, 2010, Access link: https://www.ynetnews.com/articles/0,7340,L-3899816,00.html
36. Hezbollah brought stability to Lebanon: Iranian offi¬cial, Daily Star, June 27, 2011.
37. Michael Young, The Ghosts of Martyrs Square: an Eyewit¬ness Account of Lebanon’s Life Struggle, New York: Simon & Schus¬ter, 2010, p. 67, Access link: https://www.abebooks.com/9781416598633/Ghosts-Martyrs-Square-Eyewitness-Account-1416598634/plp
38. Ibid. p. 67
39. Morten Valbjorn and Andre Bank, “Signs of a New Arab Cold War: The 2006 Lebanon War and the Sunni-Shi’i Divide,” Middle East Report, spring 2007, p. 7, Access link: https://pure.au.dk/portal/en/publications/signs-of-a-new-arab-cold-war-the-2006-lebanon-war-and-the-sunni-s/
40. Thanassis Cambanis, “Stronger Hezbollah Emboldened for Fights ahead,” New York Times, October 6, 2010, Access link: https://www.nytimes.com/2010/10/07/world/middleeast/07hezbollah.html
41. Babak Degghanpisheh, “Lebanon Stages a Diversion,” Newsweek, October 25, 2010, Access link: https://www.newsweek.com/lebanon-stages-diversion-74177
42. Borzou Daragahi, “Lebanon’s Prime Minister Visits Iran,” Los Angeles Times, November 28, 2010, Access link:
43. https://www.latimes.com/archives/la-xpm-2010-nov-28-la-fg-iran-lebanon-20101128-story.html
44. Liz Sly, “U.N. Court Indicts Hezbollah members in 2005 assassination in Lebanon, Washington Post, August 17, 2011, Access link: https://www.washingtonpost.com/world/middle-east/un-court-indicts-hezbollah-members-in-2005-assassination-in-lebanon/2011/08/17/gIQAv2KTLJ_story.html
45. Nicholas Blanford, An Interview with Lebanon’s Prime Minister Najib Mikati, TIME, March 13, 2011, Access link:
46. https://time.com/archive/6956802/an-interview-with-lebanons-prime-minister-najib-mikati/
47. David Ignatius, “Hezbollah’s Play of Shadows,” Mar. 01, 2011, Access link: https://www.oregonlive.com/opinion/2011/03/hezbollahs_play_of_shadows.html
48. Matthew Lee “US Considers Slashing Financial Aid to Lebanon,” Nov. 1, 2019, Access link: https://www.nytimes.com/2019/11/01/world/middleeast/lebanon-military-aid.html
49. Hamza Takeen, Iran offers military aid to Lebanon: Official, 30.09.2014, Access link: https://www.aa.com.tr/en/world/iran-offers-military-aid-to-lebanon-official/115182
50. Patrice Hill, “War-Weary Iraq sees economic rebound,” Washington Times, April 11, 2011, Access link:
51. https://www.washingtontimes.com/news/2011/apr/10/war-weary-iraq-sees-economic-rebound/
52. ibid
53. ibid
54. ibid
55. Anthony H. Cordesman, irans revolutionary gurds, the alquds force and other intelligent and paramilitary forces, August 15, 2007, pp. 78-81, Access link: https://www.csis.org/analysis/irans-revolutionary-guards-al-quds-force-and-other-intelligence-and-paramilitary-forces
56. ibid
57. See Michael Knights, “The Evolution of Iran’s Special Groups in Iraq,” West Point Counter Terrorism Center Sentinel, No¬vember 2010, p. 13, Access link: https://ctc.westpoint.edu/the-evolution-of-irans-special-groups-in-iraq/
58. Aseel Kami, “US trainers could be targets: Iraq’s Sadr,” Reuters, August 7, 2011, Access link: https://www.reuters.com/article/us-iraq-sadr/u-s-military-trainers-could-be-targets-iraqs-sadr-idUSTRE7760ZD20110807/
59. Reuters, Iraq eyes U.S. trainers, not troops, after 2011, July 18, 2011, Access link: https://www.reuters.com/article/world/iraq-eyes-us-trainers-not-troops-after-2011-idUSTRE76H2NS/
60. Tehran times, Iran appoints new ambassador to Iraq, April 11, 2022, Access link: https://www.tehrantimes.com/news/471590/Iran-appoints-new-ambassador-to-Iraq
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
پنجاه سال است که یک پرسش اساسی همچنان بیپاسخ مانده است:جنگ در افغانستان واقعاً بر سر چیست.؟
در این پنج دهه، برای جنگ افغانستان نامها و روایتهای گوناگونی ساخته شده است؛ یک روز «چپ و راست»، روز دیگر «جهاد و مبارزه با اشغال»، سپس «مبارزه با تروریسم و افراطگرایی».
گاهی هم اختلافات قومی و زبانی، شکاف میان شمال و جنوب و دهها عنوان دیگر، بهانه و چارچوب این منازعات قرار گرفته است.
اما اگر به تاریخ جنگ های افغانستان از منظری وسیعتر نگاه کنیم، شاید لازم باشد از خود بپرسیم که پشت این همه شعار و روایت، چه منافع بزرگتری قرار داشته است؟
من بهتدریج به این برداشت رسیدهام که در کنار عوامل سیاسی، ایدئولوژیک، قومی و امنیتی، رقابت بر سر موقعیت ژئوپولیتیکی افغانستان و منابع انرژی آسیای مرکزی یکی از عوامل مهم در معادلات منطقه بوده است؛ بهویژه مسئله انتقال نفت و گاز آسیای مرکزی، از جمله گاز ترکمنستان، از مسیر افغانستان به بازارهای جنوب آسیا.
اهمیت این موضوع زمانی بیشتر آشکار میشود که به موقعیت جغرافیایی افغانستان و کشورهای آسیای مرکزی محاط به خشکه،توجه و نگاه کنیم.
به خصوص پس از فروپاشی اتحاد شوروی در شرایطی که روابط روسیه و غرب با تنشهای گستردهای روبهرو است.
در چنین شرایط مسیرهای جایگزین انتقال انرژی و کالا برای کشور های اسیای میانه نیز از اهمیت بیشتری برخوردار شدهاند.
همین موقعیت، افغانستان را هم به یک فرصت بزرگ اقتصادی و هم به موضوع رقابت قدرتهای منطقهای و فرامنطقهای تبدیل کرده است.
در این میان، پروژههای انتقال انرژی و شرکتهایی مانند «دلتا انترنشنل» نیز بخشی از همین معادله بودهاند.
اما پرسش امروز این است:
آیا افغانستان بالاخره میتواند از جغرافیای جنگ به جغرافیای تجارت و ثبات عبور کند؟
اگر امروز زمینه برای اجرای قراردادها و پروژههای بزرگ اقتصادی فراهم شده باشد، باید از آن استقبال کرد. افغانستان بیش از هر چیز به اقتصاد نیاز دارد؛ به سرمایهگذاری، به پروژههای زیربنایی، به راههای و ارتباط با بازارهای منطقه.
افغانستان به شعار نیاز نه دارد، به شعار های غیر عملی و خیالی.
افغانستان به کشورهایی نیاز دارد که سرمایه و آمادگی برای سرمایهگذاری داشته باشند.
داودخان نیز در گذشته برای جلب همکاری و سرمایهگذاری به ایران، کشورهای خلیج و پاکستان سفر کرد؛ اما فضای سیاسی و ایدئولوژیک آن زمان و نگاههای موجود نسبت به حکومت او، مانع از شکلگیری آنگونه همکاریهای اقتصادی شد که افغانستان به آن نیاز داشت.
چه بهتر که سرزمین ما، که دههها میدان رقابت نظامی دیگران بوده است، اینبار به میدان رقابت اقتصادی تبدیل شود.
عربستان سعودی طی دهههای گذشته در افغانستان بیشتر با ساخت مسجد، مدرسه و فعالیتهای دینی شناخته شده است. اما اگر امروز این کشور وارد عرصه سرمایهگذاریهای زیربنایی و اقتصادی شود، این تغییر رویکرد را نمیتوان بیاهمیت دانست.
تجربه گذشته نشان داده است که هرگاه افغانستان وارد مرحلهای از ثبات نسبی شده و زمینه برای اجرای پروژههای بزرگ منطقهای فراهم آمده، جنگ و بیثباتی دوباره این فرصتها را متوقف کرده است.
از همین رو، احتیاط کشورهای سرمایهگذار نیز قابل درک است. هیچ سرمایهگذاری حاضر نیست میلیاردها دالر را در کشوری وارد کند که آینده سیاسی و امنیتی آن نامعلوم باشد.
اما اگر امروز سرمایهگذاران منطقهای احساس میکنند که شرایط برای ورود به پروژههای بزرگ اقتصادی مناسبتر شده است، این میتواند نشانه مهمی از تغییر محاسبات منطقهای باشد.
البته نباید تصور کرد که تبدیل افغانستان به یک شاهراه اقتصادی برای همه بازیگران منطقه خبر خوبی است.
افغانستان باثبات و متصل به اقتصاد منطقه، دیگر همان افغانستان جنگزده و منزوی نخواهد بود.
از همین رو، هرگونه تلاش برای ایجاد ناامنی در امتداد مرزها، فعالیت گروههای مخالف در خارج از افغانستان، بهویژه در پاکستان و تاجیکستان، حوادث شمال و شمالشرق، ناامنی در بدخشان و هر اقدام دیگری که بتواند پروژههای بزرگ اقتصادی و ترانزیتی را متوقف یا با مشکل مواجه کند، باید با دقت و حساسیت بررسی شود.
زیرا امنیت و ثبات، شرط اساسی تبدیل افغانستان به یک شاهراه اقتصادی است. بدون امنیت، هیچ پروژه بزرگ اقتصادی نمیتواند دوام بیاورد.
امروز شاید یکی از مهمترین انتخابهای تاریخی افغانستان همین باشد:آیا میخواهیم همچنان «جغرافیای جنگ» باشیم، یا میتوانیم به «جغرافیای تجارت» تبدیل شویم؟
اگر افغانستان بتواند امنیت و ثبات لازم را تأمین کند، از رقابتهای مخرب داخلی فاصله بگیرد و روابط اقتصادی خود را با کشورهای منطقه گسترش دهد، موقعیت جغرافیاییای که سالها عامل بدبختی ما بوده است، میتواند به بزرگترین سرمایه کشور تبدیل شود.
دیگر نباید اجازه دهیم افغانستان تنها بهعنوان سرزمین جنگ، تروریسم و بحران شناخته شود.
شاید اینبار جنگ واقعی بر سر این نباشد که چه کسی بر افغانستان حکومت میکند؛ بلکه بر سر این باشد که آیا افغانستان اجازه خواهد یافت از موقعیت جغرافیایی خود برای ساختن یک اقتصاد قدرتمند استفاده کند یا خیر؟
پاسخ این پرسش تنها آینده اقتصادی افغانستان را تعیین نمیکند؛ بلکه میتواند جایگاه افغانستان را در معادلات سیاسی و اقتصادی منطقه برای دهههای آینده نیز مشخص سازد.
افغانستان باید از سرزمینی که دیگران در آن جنگیدهاند، به سرزمینی تبدیل شود که دیگران در آن تجارت می کنند.
نور محمد غفوری
(هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست او سازماني فعالیت مینه وال ژوره او په حوصله ولولي او دقیقه یې وارزوي. )
سریزه: د سیاسي فعالیت اساسي مسئله
هر سیاسي حرکت د یوه مشخص ټولنیز واقعیت په وړاندې د غبرګون په توګه رامنځته کېږي؛ خو یوازې غبرګون د دوامدار سیاسي بدلون لپاره کافي نه دی. سیاسي حرکت هغه مهال له موقتي بسیج څخه په یوه اغېزمن او دوامدار جریان اوړي چې د خپل فعالیت لپاره روښانه فکري ایډیا (فکري لیدلوری)، منسجم سیاسي هدف، سازماني جوړښت او مشروع رهبري ولري.
د دې څلورو عناصرو ترمنځ اړیکه تصادفي نه ده، بلکې یو منطقي تسلسل جوړوي: ایډیا د حرکت «ولې؟» ته ځواب وايي، سیاسي هدف یې «څه؟» مشخصوي، سازمان د «څنګه؟» پوښتنې ته ځواب ورکوي او رهبري د همدې پروسې د عملي کولو مسئولیت پر غاړه اخلي. له همدې امله، د رهبرۍ د جوړولو بحث باید د یوه شخص له انتخاب څخه پیل نه شي؛ بلکې لومړی باید هغه فکري او ارزښتي بنسټونه مشخص شي چې رهبرۍ ته جهت او مشروعیت ورکوي.
د دې مقالې اساسي استدلال دا دی چې دوامدار او دموکراتیک سیاسي حرکت له شخص څخه نه، بلکې له ایډیا څخه پیلېږي؛ ایډیا سازمان ته اړتیا پیدا کوي، سازمان د رهبرۍ د تولید زمینه برابروي او دموکراتیک میکانیزمونه رهبرۍ ته مشروعیت ورکوي.
۱. ایډیا (فکري لیدلوری) ولې د سیاسي فعالیت لومړنی شرط دی؟
سیاسي ایډیا د یوه حرکت د فکري هویت او د مطلوب ټولنیز ـ سیاسي بدلون د تصور بنسټ جوړوي. هغه حرکت چې د ټولنې د ستونزو په اړه روښانه تحلیل، د بدلون په اړه مشخص تصور او د خپلو ارزښتونو په اړه واضح دریځ ونه لري، په اسانۍ سره د ورځنیو سیاسي پېښو، شخصي نفوذ او احساساتي شعارونو تر اغېز لاندې راځي. له همدې امله، ایډیا یوازې د شعارونو مجموعه نه ده؛ بلکې باید لږ تر لږه درې اساسي پوښتنې ځواب کړي:
1. موجود وضعیت څه ډول دی او اساسي ستونزه څه ده؟
2. مطلوب وضعیت یا سیاسي راتلونکی باید څه ډول وي؟
3. له موجود وضعیت څخه مطلوب وضعیت ته د انتقال مشروعه لار کومه ده؟
د دې پوښتنو ځوابونه سیاسي حرکت ته فکري جهت ورکوي. په بل عبارت، ایډیا د سیاسي فعالیت لپاره د «لارښودونکې نقشې» حیثیت لري. که دا نقشه موجوده نه وي، سیاسي حرکت ممکن فعالیت ولري، خو د فعالیت جهت، معیار او پایله یې مبهمه پاتې کېږي.
نو د سیاسي فعالیت لومړنی ضرورت د یوه داسې فکري چوکاټ رامنځته کول دي چې ارزښتونه، اهداف، د ستونزو تحلیل او د عمل اصول په یوه منسجم سیاسي لیدلوري کې سره ونښلوي.
۲. له ایډیا څخه سیاسي سازمان ته؛ د فکر د عملي کېدو اړتیا
یوازې ایډیا (فکري لیدلوری) هم د سیاسي بدلون لپاره کافي نه ده. ایډیا هغه وخت سیاسي ځواک پیدا کوي چې د جمعي عمل له لارې پلې شي، او د جمعي عمل لپاره بیا سازمان ته اړتیا ده.
له همدې ځایه د استدلال دویم پړاو راولاړېږي: که ایډیا د سیاسي حرکت د فکر استازیتوب کوي، سازمان د همدې فکر د عملي کولو وسیله ده.
سازمان د افرادو انفرادي ارادې په ګډو اهدافو او منظم فعالیت بدلوي. خو د سازمان جوړښت باید له هغه فکري اصل او ارزښتونو سره متناسب او جوړ وي چې حرکت یې د تحقق لپاره رامنځته شوی دی. که دموکراسي د حرکت له بنسټیزو ارزښتونو څخه وي، نو سازمان هم باید د داخلي دموکراسۍ، مشارکت، شفافیت، اختلاف د منلو او حسابورکونې پر اصولو ولاړ وي.
له همدې امله، سازمان باید د یوه فرد د شخصي نفوذ د پراخولو وسیله نه، بلکې د ګډې ایډیا او نظری لیدلوري د تحقق بنسټ وي. دا اصل د شخصمحورۍ د مخنیوي لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه هر څومره چې د یوه حرکت د بقا اړتیا له یوه شخص سره زیاته وتړل شي، هماغومره یې نهادي ثبات کمېږي او سازماني جوړښت یې خپل اساسي رول له لاسه ورکوي. د شخصیت محوره سازمانونو او سیاستونو او د هغو د ناکامه پایلو مثالونه زموږ په ځپل هېواد کې هم ډیر لیدل شوي دي.
۳. د رهبرۍ مسئله: رهبر باید «جوړ» شي، نه یوازې «وټاکل» شي
کله چې ایډیا او سازمان رامنځته شي، بیا د رهبرۍ مسئله مطرح کېږي. دلته باید د «رهبر پیدا کولو» او «رهبر جوړولو» ترمنځ توپیر وشي.
رهبر پیدا کول عموماً د یوه مشهور یا بانفوذه شخص انتخاب ته اشاره کوي؛ خو رهبر جوړول یوه نهادي، تشکیلاتي او دوامداره پروسه ده چې د فکري روزنې، سیاسي تجربې، سازماني مسئولیت، مشارکت او د اعتماد د تدریجي ترلاسه کولو له لارې ترسره کېږي. په سالم سیاسي حرکت کې رهبر باید د حرکت له دننه راڅرګند شي. هغه باید د خپلو فکري وړتیاوو، سیاسي بصیرت، اخلاقي اعتبار، سازماني تجربې او د خلکو د اعتماد له لارې د رهبرۍ وړتیا ثابته کړي.
په دې معنا، رهبرۍ ته د رسېدو بهیر باید د سیاسي استعدادونو د روزنې لپاره داسې فرصتونه رامنځته کړي چې افراد په تدریجي ډول له عادي ګډونوال څخه فعال غړي، له فعال غړي څخه مسئول او له مسئول څخه د رهبرۍ وړ شخصیت ته وده وکړي.
دا بهیر د رهبرۍ انحصار ماتوي او د رهبرۍ د تولید ظرفیت په یوه شخص پورې نه محدودوي.
۴. دموکراسي؛ د رهبرۍ د مشروعیت میکانیزم
د رهبرۍ راڅرګندېدل هغه وخت سیاسي مشروعیت پیدا کوي چې د دموکراتیکو اصولو له لارې ترسره شي. د رهبرۍ مشروعیت یوازې د دې له امله نه رامنځته کېږي چې یو شخص وړتیا لري؛ بلکې دا هم مهمه ده چې د هغه د رهبرۍ حق څنګه او د چا له خوا تایید شوی دی.
په دې اساس، د رهبرۍ د مشروعیت لپاره باید د انتخاب او مشارکت روښانه میکانیزمونه موجود وي. د داخلي ټاکنو، مشورې، شفافې پرېکړې، د غړو د مشارکت، د انتقاد د حق او د رهبر د حسابورکونې اصول د همدې مشروعیت بنسټ جوړوي.
دلته دموکراسي یوازې د رهبر د انتخاب یوه تخنیکي وسیله نه ده؛ بلکې د رهبرۍ د کنټرول او محدودولو وسیله هم ده. د رهبرۍ د مشروعیت ترڅنګ باید د واک د تمرکز د مخنیوي لپاره د واک د دوراني کېدو، د مسئولیتونو د وېش او د رهبر د کړنو د ارزونې امکان هم موجود وي.
په همدې معنا، دموکراتیکه رهبري هغه رهبري ده چې هم د خلکو له رضایت څخه مشروعیت اخلي او هم د خلکو، سازمان او اصولو پر وړاندې حساب ورکوي.
۵. د ایډیا او رهبر ترمنځ د واک اړیکه
د سیاسي حرکت په جوړښت کې یوه اساسي ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې رهبر له ایډیا څخه لوړ مقام پیدا کړي. که د یوه شخص نظر د حرکت د اصولو ځای ونیسي، نو ایډیا له یوه ګډ فکري بنسټ څخه په شخصي روایت بدلېږي.
د سالم سیاسي حرکت لپاره باید برعکس رابطه موجوده وي: رهبر باید د ایډیا، اصولو او د سازماني قواعدو تابع وي.
دا اصل دوه مهمې پایلې لري. لومړی، د رهبر شخصي تمایلات د حرکت د عمومي اصولو ځای نه شي نیولی. دویم، د رهبر بدلون د حرکت د پای معنا نه لري؛ ځکه حرکت د یوه شخص پر ځای پر اصولو او بنسټونو ولاړ وي.
له همدې امله، د یوه سیاسي حرکت د پخوالي مهم معیار دا دی چې وکولای شي د رهبر له بدلون سره سره خپل فکري او سازماني هویت وساتي.
۶. د رهبرۍ د جوړولو له پاره د سازماني چاپېریال اصول
که هدف د داسې رهبرۍ رامنځته کول وي چې هم وړتیا ولري او هم مشروعیت، نو د رهبرۍ د تولید له پاره یوازې د یوه مناسب شخص موندل بسنه نه کوي؛ بلکې داسې سازماني چاپېریال باید رامنځته شي چې په هغه کې افراد وکولای شي خپلو فکري ظرفیتونو ته وده ورکړي، عملي تجربه حاصل کړي، مسئولیت ومني او د غړو باور ترلاسه کړي. دا ډول چاپېریال باید لږ تر لږه پر څو اساسي اصولو ولاړ وي.
لومړی، فکري آزادي باید تضمین شي، څو غړي وکولای شي بې له وېرې خپل نظرونه مطرح کړي، له موجودو دریځونو سره مخالفت وکړي او د بېلابېلو لیدلورو ترمنځ آزاد بحث وشي. د فکري اختلاف مخنیوی په حقیقت کې د سازمان د فکري ودې مخنیوی دی؛ ځکه هغه سازمان چې یوازې یو نظر مني، په تدریجي ډول د انتقاد او د ځان د اصلاح وړتیا له لاسه ورکوي.
دویم، مشارکت باید یوازې تشریفاتي نه، بلکې واقعي وي. غړي باید د مهمو پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري او احساس کړي چې سازمان د دوی ګډ جوړښت دی، نه د محدودو کسانو شخصي ساحه. همدا مشارکت د راتلونکو رهبرانو لپاره د مسئولیت اخیستلو او پرېکړه کولو عملي تجربه هم برابروي.
درېیم، سیاسي روزنه د رهبرۍ د تولید له پاره اساسي ارزښت لري. راتلونکي مسئولین او رهبران باید یوازې د سیاسي شعارونو له لارې ونه روزل شي؛ بلکې د سیاسي فکر، دموکراتیکو ارزښتونو، سازماني مدیریت، خبرو اترو، د اختلاف د مدیریت او د مسئولیت د منلو په برخو کې دوامداره فکري او عملي روزنه ترلاسه کړي. رهبر یوازې په ټاکلو نه جوړېږي؛ رهبر د زدهکړې، تجربې او مسئولیت اخیستلو په بهیر کې جوړېږي.
څلورم، شفافیت د سازماني باور بنسټ دی. د پرېکړو د نیولو، مسئولیتونو د وېش او د واک د کارولو میکانیزمونه باید روښانه وي، څو غړي پوه شي چې پرېکړې څنګه او د چا له خوا نیول کېږي. له شفافیت پرته د واک په اړه شکونه او بېباوري ډېرېږي او سازماني مشروعیت زیانمنېږي.
پنځم، حسابورکونه باید د رهبرۍ یوه نه بېلېدونکې برخه وي. رهبران او مسئولین باید د خپلو پرېکړو او کړنو په اړه د سازمان غړو ته ځوابویونکي وي او د هغوی د کړنو د ارزونې لپاره روښانه میکانیزم موجود وي. حسابورکونه رهبر نه کمزوری کوي؛ برعکس، د رهبرۍ مشروعیت پیاوړی کوي او د واک له ناوړه استعمال څخه د مخنیوي وسیله ګرځي.
شپږم، د واک دوراني کېدل د رهبرۍ د انحصار د مخنیوي له پاره مهم اصل دی. که واک د اوږدې مودې له پاره د یوه شخص یا محدودې ډلې په لاس کې متمرکز شي، نو د سازمان دننه د بدیل رهبرۍ د رامنځته کېدو زمینه کمزورې کېږي. د رهبرۍ دوراني کېدل نه یوازې د واک د انحصار مخه نیسي، بلکې نورو وړ کسانو ته هم د مسئولیت اخیستلو او د رهبرۍ د تجربې فرصت برابروي.
اووم، د اختلاف مشروعیت باید د سالم سازماني ژوند یوه برخه وبلل شي. مخالف نظر باید د دښمنۍ، خیانت یا شخصي مخالفت په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې د اصلاح، نقد او پرمختګ د یوې مشروع وسیلې په توګه باید ومنل شي. هغه سازمان چې دننه د اختلاف لپاره ځای لري، د خپلو تېروتنو د پېژندلو او د خپلو تګلارو د اصلاح زیات توان لري.
په دې معنا، د رهبرۍ د جوړولو سازماني چاپېریال یوازې د رهبرانو د ټاکلو وسیله نه ده؛ بلکې خپله د رهبرۍ د تولید، روزنې او مشروعیت یو بنسټیز بهیر دی. په داسې چاپېریال کې رهبر له بهر څخه پر سازمان نه تحمیلېږي، بلکې د فکر، مشارکت، روزنې، مسئولیت او دموکراتیک انتخاب له بهیر څخه راټوکېږي. په داسې چاپېریال کې رهبرۍ ته د رسېدو معیار د شخصي اړیکو، وفادارۍ او کاریزما پر ځای وړتیا، مسئولیت، فکري ژمنتیا او دموکراتیک چلند ګرځي.
۷. له شخصمحورۍ څخه بنسټمحور سیاست ته
د سیاسي حرکتونو یوه مهمه ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې د حرکت ټول فکري، سازماني او سیاسي ظرفیت د یوه شخص په شاوخوا کې متمرکز شي. په داسې حالت کې د حرکت د بریا او ناکامۍ دواړه معیارونه له یوه شخص سره تړل کېږي.
بنسټمحوره سیاست د دې پر ځای چې پوښتنه وکړي «زموږ رهبر څوک دی؟»، لومړی دا پوښتنه مطرح کوي چې «زموږ اصول څه دي، زموږ هدف څه دی او د دې هدف لپاره کوم سازماني میکانیزمونه لرو؟»
د دې بدلون اهمیت په دې کې دی چې سیاسي حرکت له شخص څخه مستقل کېږي. رهبر د حرکت لپاره مهم دی، خو حرکت د رهبر لپاره نه جوړېږي. رهبرۍ ته باید د یوه محدود، مشروع او حسابورکوونکي مسئولیت په سترګه وکتل شي، نه د مطلق واک د مقام په توګه.
پایله
د پورته استدلال له مخې، د سیاسي فعالیت له پاره د ایډیا او رهبرۍ جوړول دوه جلا موضوعات نه دي؛ بلکې د یوه واحد سیاسي ـ سازماني بهیر دوه متصل پړاوونه دي.
لومړی، ایډیا باید د ټولنې د ستونزو، ارزښتونو او مطلوب راتلونکي په اړه روښانه فکري لید وړاندې کړي. دویم، دغه لید باید د سازمان له لارې په منظم جمعي عمل بدل شي. درېیم، سازمان باید د فکري او عملي روزنې له لارې د رهبرۍ د تولید زمینه برابره کړي. څلورم، رهبري باید د دموکراتیکو میکانیزمونو له لارې مشروعیت ترلاسه او د حسابورکونې په چوکاټ کې محدود پاتې شي.
له همدې امله، د یوه سالم سیاسي حرکت منطقي تسلسل داسې تعریفېدای شي:
ایډیا د ارزښتونو د ټاکلو بنسټ جوړوي؛ ارزښتونه سیاسي هدف ته جهت ورکوي؛ سیاسي هدف د سازمان اړتیا رامنځته کوي؛ سازمان د رهبرۍ د روزنې زمینه برابروي؛ روزل شوې رهبري د دموکراتیک انتخاب له لارې مشروعیت ترلاسه کوي؛ او مشروعه رهبري د حسابورکونې له اصل سره تړلې پاتې کېږي.
ایډیا ← ارزښتونه ← سیاسي هدف ← سازمان ← د رهبرۍ روزنه ← دموکراتیک انتخاب ← مشروعه رهبري ← حسابورکونه
په دې تسلسل کې رهبر د حرکت د پیل ټکی نه، بلکې د یوه فکري او سازماني بهیر محصول دی. هغه وخت سیاسي حرکت له شخصمحورۍ څخه بنسټمحورۍ ته انتقالېږي چې ایډیا د رهبرۍ څخه مخکې، اصول د اشخاصو څخه پورته او سازمان د یوه فرد څخه پراخ وي.
په پایله کې، د سیاسي فعالیت اساسي موخه باید یوازې د یوه «قوي رهبر» پیدا کول نه وي؛ بلکې داسې قوي فکري او سازماني بنسټ جوړول وي چې له هغې څخه وړ، دموکراتیک او حسابورکوونکی رهبر په طبیعي ډول راڅرګند شي. همدا بهیر د دوامدار سیاسي حرکت، د واک د سالم انتقال او د دموکراتیک سیاست د بنسټیز ثبات لپاره اساسي شرط ګڼل کېدای شي.
11.09.2026 ز
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د بدخشان د دسیسې له ځپلو وروسته، دا دویم «سور مرچکی» دی چې ظاهراً د ځینو کسانو عصبي رشتې یې نه یوازې سوځولي، بلکې د لیونتوب تر کچه یې رسولې ده!
کابل ته د خلیلزاد د راتگ په لومړی ورځ، د هغه حضور په خوشحالخان لېسه کې پر غصب شوو ځمکو د خاتمالنبیین د تکیهخانې اومدرسې د لیلیې له تړل کېدو سره برابر و؛ له همدې کبله ځینو کسانو دا پیښه در هغه د راتگ سره وتړل.
جالبه ده؛ اوس چې بېلابېلې وسلې د دې ځای له زیرمو او زېرخانو راوتلې دي، نو دا پوښتنه لا جدي کېږي چې ایا دا رښتیا هم مدرسه، تکیهخانه او د طالبدیندارو د تعلیم ځای و، که په حقیقت کې د پوځي مرکز په څېر کار ترې اخیستل کېده؟
په داسې ځای کې د ناقانونه وسلو زېرمه کېدل تصادفي خبره نه ښکاري. باید معلومه شي چې د دغو وسلو او فعالیتونو هدف څه و؛ د نظام نسکورول و، که کوم بل پلان؟ خو له داسې یوه مرکز څخه د سولهییز فعالیت تمه، لږ تر لږه، ډېره سخته ده
زه خو د هغوی پر حال افسوس کوم او نه پوهېږم چې له دې رسوایۍ وروسته به دا مظلومنمایان څه عذر او پلمې وړاندې کوي.؟
اوس معلومه شوه چې خلیلزاد له بل څه سره راغلی و:سور مرچکی!
ځکه د طالبانو مخالفینو د هغه دې سپارښتنې ته، چې امریکا نور نه غواړي د وسلو ، امنیتي او مالي امکاناتو په مټ د پرونیو تښتېدلو کسانو د بیا واک ته رسولو لپاره کار وکړي، چندان غوږ ونه نیوه؛ پر ځای یې د هغه سپکاوی او تخریب ته مخه کړه او د مقاومت، گوند او جبهه جوړونې لړۍ ته یې ته دوام ورکړل.
دا ځل خلیلزاد له علني او «اوبهدارو او دانه دارو»پروگرامونو سره راغلی؛ دومره اوبهدار او دانه دار چې د ځینو کسانو وچه نشه یې والوځوله او ځینې یې د ماتم پر ټغر کښېنول!
زه له نورو، د مرکز گریزه او تجزیه غوښتونکو کړیو، غاصبینو او فاسدینو سره کار نه لرم؛
یوازې یوه پوښتنه لرم چې:
ولې د اشرف غني او حامد کرزي پلویان د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» شرکت ترمنځ د تېلو او گازو د هغه قرارداد له امله، چې د خلیلزاد په حضور کې لاسلیک شو، دومره په غوسه شول او مخالفت ته یې ملا وتړله؟
رښتیا نه پوهېږم، د هماغه روسي متل له مخې، کومې ماشې دوی چیچلي دي؟
زما په اند، خبره دومره پېچلې نه ده.
یا دوی په دې قرارداد کې د افغانستان په خیر کې، خپل ځانونه په راتلونکي افغانستان کې نه ویني.
ځکه دوی د اسلامي امارت پنځم کال د سقوط کال گڼلی و، نه د بقا او استحکام کال!
یا زما په باور دوی د قمار بازۍ خورا ساده اصل هېره کړې ده:
هیڅ لوی قمارباز په زړو پاڼو لوبه نه کوي؛ په هره لوبه کې نوې پاڼه راوباسي، په ځانگړې توگه هغه څوک چې بیا په لویو کازینو وو کې لوی شوی وي!
« د افغانستان طبیعي شتمنۍ کولی شي د نړۍ د سترو پانګهوالو پام بېرته افغانستان ته راواړوي. زلمی خلیلزاد»
اوس که افغانستان د همدې لارې د لویو اقتصادي معاملو ډگر ته ننوځي، بهرنۍ پانگونې راجلب کړي او گام پر گام له اقتصادي انزوا او بندیزونو څخه ووځي،نو ستونزه په اصل کې چېرته ده؟
کلونه کلونه دا پوښتنې مطرح کېدې چې:
ولې تېل او گاز نه استخراجېږي؟
ولې برق نه لرو؟
ولې د اوسپنې پټلۍ نه لرو؟
ولې روسان زموږ تېل او گاز وړي؟
ولې پانگونه نه کېږي؟
ولې د افغانستان طبیعي زیرمې همداسې نااستعماله او نا استخراجه پاتې دي؟
اوس چې د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د تېلو او گازو د استخراج قرارداد لاسلیک کېږي، د دې پر ځای چې د خوښۍ له امله د ناستې ځایونه مو گرم شي، ظاهراً ځینې کسان داسې سوځېدلي دي چې گواکې خلیلزاد پر دوی توند او تېز سور مرچکی خوړلی وي!
له عمران سره کینه، له استخراج سره ستونزه اوکینه، له پانگونې، پرمختگ او بیارغونې سره کینه او د هر اقتصادي گام پر وړاندې د کینو، عقدو او دشمنیو سره ودریدل؛سړی حیران کړي،چې دوی د څه شي شیدې څښلې دي؟
خامخا به وچې او پوډري شیدې وې؛ هغه هم داسې چې د استعمال نېټه یې تېره شوې وي!
نو زما په اند، اصلي بحث دا نه دی چې خلیلزاد په دې پانگونه کې ونډه لري که نه، او که لري، څومره یې لري؟
که ددې قرارداد یوازینی جرم دا وي چې خلیلزاد یې د لاسلیک په مراسمو کې حاضر و، نو دا نور اقتصادي، ملي او منطقي استدلال نه بلل کېږي؛ دا هماغه د «سور مرچ» داستان دی!
مهمه دا ده چې په افغانستان کې پانگونه وشي؛ میلیاردونه ډالر د هېواد اقتصاد ته داخل شي؛ طبیعي زیرمې استخراج شي؛ د کار زمینه برابره شي؛ زیربناوې جوړې شي او د افغانستان خلک له دې بهیر څخه گټه واخلي او افغانستان هم د منطقې سیال شي.
تر څو به زموږ برخه لیک، زموږ په غیاب کې نور هیوادونه وټاکي.
که دا قرارداد ښه نه دی، باید وویل شي چې کومه برخه یې ښه نه ده.
که شرکت وړتیا نه لري، دلیل وړاندې شي.
که د قرارداد شرایط د افغانستان پر زیان دي، ارقام او اسناد وړاندې شي.
دا خو دلیل کیدای نه شي چې یو څوک ووایې چې:
دغه قرار داد لوبه ده، خطر ناکه لوبه ده.
ځکه هله چې عربستان د افغانستان غرب ته راغلل!
او دا چې «خلیلزاد هلته حاضر و، نو قرارداد بد دی»، دا تر اقتصادي تحلیل ډېر د مرچ د بوی پر وړاندې حساسیت ته ورته دی!
او یوه بله خبره:
داسې ښکاري چې طالبانو په دغو پنځو کلونو کې نه یوازې د افغانستان د ټولنې د افکارو یوه برخه د ځان په گټه اړولې، بلکې د نړیوالې ټولنې په لیدلوري کې یې هم بدلونونه راوستي دي.
دا چې دغه بدلونونه به په پای کې د افغانستان په گټه تمامېږي که نه، هغه بیا جلا بحث دی.
خو له دې حقیقته څخه سترگې نه شو پټولای، چې لوبه لا پای ته نه ده رسېدلې!
او ظاهراً د ځینو کسانو اصلي ستونزه دا ده چې لا هم فکر کوي لوبه هماغه د پنځو کلونو مخکې لوبه ده؛ حال دا چې قمارخانه بدله شوې، کارتونه بدل شوي او ښايي د قمارباز پاڼه هم نوې شوې وي!
نو لږ ارام شئ!
لاړ شئ، یو گیلاس یخې اوبه وڅښئ.
که گټه یې ونه کړه، وچې شیدې وازمویئ.
خو فعلاً سور مرچکي ته لاس مه ور وړئ.!
دا ځکه:
څوک چې د خولې له نس ناستي او د مغزو له قبضیت سره لاس او گریوان وي، ورو ورو یې حافظه کمزورې کېږي او ذهن یې د هېرېدو په تیارو کې ډوبېږي.!
مرکوال: انجنیرعبدالقادر مسعود
د شعر و شاعرۍ، علم او ادب درنو او پتمنو مینه والو!
ادب د انسانیت تر ټولو ښکلی میراث او د تمدن تلپاتې خزانه او هغه ښېرازه بڼ دی، چې د پوهې، اخلاقو او ښکلا، رنګارنګ ګلان پکې غوړېږي. ادب هغه هینداره ده چې ملت خپل تېر، اوس او راتلونکی پکې ویني. او ادیب د قلم په څوکو تاریخ، کلتور او انسانیت ژوندی ساتي.
شعر هغه ادبي ژانر دی چې احساسات، خیالونه، فکرونه او تجربې د ځانګړي وزن، اهنګ او هنري ژبې له لارې وړاندې کوي. شعر عادي خبرې نه دي؛ بلکې ژبه پکې ښکلا، موسیقيت او ژوره مانا خپلوي. تر هغه چې شعر ژوندی وي، احساس، مینه او انسانیت به هم ژوندی وي. شاعر هغه هنرمند دی چې یوازې شعر نه لیکي، بلکې زمانه احساسوي او وجدان راویښوي او د احساساتو خاموشې نغمې په ښکلو الفاظو بدلوي. د شاعر قلم هغه باران دی چې د وچو زړونو پر دښتو د امید ګلان راشنه کوي. تر څو چې شاعر ژوندی وي، احساس به ژوندی وي؛ او تر څو چې ادب ژوندی وي، انسانیت به خپله ښکلا له لاسه ور نه کړي.
ګرانو مینه والو دا ځل مې د پښتو ادب او فرهنګ په ځلیدونکي ډګر کې له یو وتلي او نومیالي استازي، شاعر، ادیب، کیسه لیکونکي، څېړونکي او ژباړونکي، ښاغلي استاد نصیب الله سیماب، چې په سهیلي پښتونخوا کې یې د پښتو ادب، شعر و شاعرۍ ډېوې ځلانده او روښانه ساتلې دي، د یوې خوندورې او په زړه پورې ځانګړې مرکې له لارې له خپلو علمي او ادبي پنځونو او هستونو سره در پېژنم.
ښاغلي استاد سیماب د خپلو علمي او ادبي نښیرونو(آثارو) له لارې د پښتو ژبې او ادب لمن زرغونه او پتمنه ساتلې ده. د ده په نښیرونو(آثارو) کې د هېواد او هېواد والو سره، د پښتو او پښتونولۍ سره، د سولې او سوکالۍ سره، د ملي یووالي او پیوستون سره ژوره مینه او همداسې د ښکلا او مینې، د طبیعت ښکلې او زړه وړونکې منظرې، د بیلتون، کډوالۍ او پردېسۍ کړاوونه او دردونه، د ولسي، ټولنیز، پښتني، او ملي ژوند و ژواک بېلابېل اړخونه په خوږو او زړه وړونکو الفاظو، شاعرانه او هنري ژبه انځور شوې دي. دلته د استاد سیماب صاحب د شعرونو څو بېلګې تاسو ته وړاندې کوم.
خدایه! ستا وړه دنیا کې لوی د مینې جهان راکړه
چې قربان پر ټول جهان کړم، ما له داسې جانان راکړه
چې یې سترګو کې نشه وي، چې مې ټول خمار خمار کړي
چې یې زه د تندي خال شم، دا تندی د زمان راکړه
هسې نه چې مې په مینه کې جانان درته خجل شي
ما په مینه کې مجنون کړه، ما ته څېرې ګرېوان راکړه
چې کرلي یو په بل وي، یو په بل سره ژوندي وي
چې جرس یې په نارو وي، ما ته داسې کاروان راکړه
لکه روح چې وي په تن کې، لکه وینه په رګو کې
بس یو نوم مې د سیماب وي، نور وجود د جانان راکړه
او یا وايي:
ستا کښته کاته زما د زړه و بام ته نه رسي
مينه پښتنه ده په ټيټ سر مقام ته نه رسي
هر سړى مجنون دی و هر چا ته ځان فرهاد ښكاري
ډېر شو عاشقان خو د منصور انجام ته نه رسي
عشق هغه سفر دی چي اغاز او انجام نه لري
يون زموږ د ميني په بېلتون تمام ته نه رسي
اوس به ستا له جوره زمانې په ژړا نه ژاړي
جوړي فاصلې ستا د سيماب و ګام ته نه رسي
او یا وایي:
خرڅه چې سي وینه، نو بې رنګه سي
خدایه! دا پښتون څنګه بې ننګه سي
چرته چې رهبر د قام، رهزن سي نو
بیا په هغه قام کې بیزو لنګه سي
خود به بې ننګي راباندې وخاندي
زما د سړیتوب خونه چې ړنګه سي
ستا له ملګرتیا به ځان ساتي سیماب
ستا په ملګرتیا سړی بدرنګه سي
او یا وايي:
ته خو را نه ولاړې ستا يادونه دلې پاته دي
ستا بېرته راتګ ته مي لا سترګي كږې پاته دي
تا به خود هېر كړی يمه ياره! مودې و شولې
زما خو لا په زړه كښي د پرهار نښانې پاته دي
څوک د چا له غمه نه مري دا وينا غلطه ده
ډېر دي هجر مړه کړلو د چا لا ايرې پاته دي
راشه چي د ژوند كيسې په ژوند كښي سره خلاصي كړو
ما نه هم پاتېږي هم له تا نه كوڅې پاته دي
ستا هغه سيماب چي به وو ستا د زړه قرار همېش
ستا له جوره مړ شو ستا پر زړه لا ګيلې پاته دي
او یا وایي:
زموږ نسلونه نن د چا د خطا فصل اخلي
چې هره مور مې هره ورځ د ژړا فصل اخلي
زموږ ذهنونو کې د خپلې خوښۍ فصل کري
فکرونه پايي او د خپلې رضا فصل اخلي
داسې یو وخت به کله راشي چې د کلي نجونې
بیا د رنجو خالونه ږدي د خندا فصل اخلي
د بخت پر ځمکه مې دي مور ډېرې دعا کرلي
سیماب له خاورو څخه هم د طلا فصل اخلي
او یا وايي:
د ازادۍ ناوې ښايست غواړي څه نور ملګرو!
له چا رانجه له چا نه مينه له چا كور ملګرو!
څوك به يې نته څوك وږۍ څوك به يې خال جوړوو
په لافو نه ښايسته كېږي، نه په شور ملګرو!
راځئ! چي لاس په لاس كښي وركړو تفاوت ختم كړو
تر څو به سترګي پټوو تر څو به زور ملګرو!
د ازادۍ ناوې په څنګ د اږدها كښي اوسي
عيار دښمن مي راته جوړ نه كړي پېغور ملګرو!
دا كه نن نه وي خو سبا پر سر ډبره غواړي
راځئ! چي واړوو له غاړي دغه پور ملګرو!
او یا وایي:
چا ته به لاس ورکړمه، زه څوک په نغمو پورې کړم
زه خو لکه ګل داسې قسمت په ازغو پورې کړم
سرې سترګې به ګرځمه، احسان د رنجو نه وړمه
خاوره د قدم به دې اشنا! په لېمو پورې کړم
عقل لېونی شي، له شعور څه لاره ورکه شي
زه خپله کیسه چې د فرهاد په کیسو پورې کړم
هسې مې جانان سختوي دا ورځې او شپې د ژوند
لارې شوې جلا، اوس به تصویر په لمبو پورې کړم
نه کېږي سیمابه! ژوند له داسې لېونتوب سره
څه وکړم عالمه! څنګه لاس په توبو پورې کړم
او یا وایي:
چي له جانان سره يې کور او كلی جوړ نه شولو
څنګه مين وو چي پر سر يې څلی جوړ نه شولو
شايد په دې د خپل وجود څخه انكار كومه
چي د حالاتو په خنجر ويشتلی جوړ نه شولو
اوس به دا لاره بندوو دلته دېوال به وهو
په دغه لاره کښي بلا وهلی جوړ نه شولو
څنګه به چا ته د زړه حال وايي چي ولي مرمه
سيمابه! دا د وخت ښامار خوړلی جوړ نه شولو
او یا وایي:
په مينه مست زړه مي پاګل كړه يو وار
څراغ د حُسن راته بل كړه يو وار
چي مي بيا مرګ هم خلاصولای نه شي
داسي مي زلفو کي ول ول كړه يو وار
بيا مي په دار باندي را و ځړوه
خو په تحقيق مي زړګی غل كړه يو وار
خير دی كه ستا را باندي زړه جوړېږي
داسي مي وران لكه كابل كړه يو وار
د لاس کچکول يمه په غاړه سيماب
ما د جانان کوڅه کي شل كړه يو وار
او یا وايي:
نه مي جهان نه مي جانان ته ژړل
ومه پښتون ځكه مي ځان ته ژړل
خپلوانو هسي کړم رسوا پر جهان
چا مي دستار چا مي ګرېوان ته ژړل
ستا د وجود ښكلا يې نه پېژنده
چا يې سايه چا يې ګمان ته ژړل
زه د يتيم وطن يتيم شاعر وم
شپه د اختر وه ما اسمان ته ژړل
د پښين په غېږ كښي را لوی شوى سيماب
پاس په باړه' كښې خپل ارمان ته ژړل
او یا وايي:
درد مې باغي شو، د پرهار له کوره کډه کوي
ګوره ساده ته، د خپل یار له کوره کډه کوي
خاوره مې ژاړي لکه مور چې ځم تر پولې اوړم
لکه یو زوی چې د خپل پلار له کوره کډه کوي
موږ دا د ځالو ورانېدو روایت پرې نه ښود
ځکه مرغان مې د چنار له کوره کډه کوي
جانانه! ژر شه، تلوار وکړه، باد ته حکم کوه
وجود ایره شو، د انګار له کوره کډه کوي
سیمابه! غم یې وفادار دی، د تیارو ملګری
ماښام راځي او په سهار له کوره کډه کوي
او یا وایي:
د سترګو تور شونډو له رنګ د وطن
ور به كړو سر كه راغلی ننګ د وطن
د ازادۍ وينه له تنه ځبېښي
راشی چي و مينځو دا زنګ د وطن
دا حقيقت دی خوا به نه بدوو
څوك يې باچا څوك وي ملنګ د وطن
زه كه هر څو پكښې نهر ګرځمه
رقيب دې واوري يم پر څنګ د وطن
محبوبي! ستا پښو له يې څنګه دروړم
دغه يو سر مي دی قلنګ د وطن
د وطن خاوره خو مي مور ده خلګو!
ځکه خو ستا يمه فرهنګ د وطن
سيماب د توري حاجت نه لري اوس
قلم په لاس به كوي جنګ د وطن
***
او همداسې نور شعرونه.
ده د خپلې درنې ژبې د پراختیا، ودې او پرمختیا په لاره کې او د راتلونکي پښت او نسل په پالنه او روزنه کې کارنده او رغنده ونډه اخیستې ده. نوموړی د پاک او سپیڅلي قلم خاوند دی او په خپلو لیکنو کې یې تل د خپل قلم عفت او حیثیت ساتلی دی. د استاد سیماب صاحب په نښیرونو(آثارو) کې ډېر لوړ علمي او ادبي موضوعات او مفاهیم، انساني، ټولنیز، پښتني او ملي تصورات او اندونه په خوږه، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوې دي.
پوهاند استاد محمد بشیر دودیال، چې د علم، ادب او فرهنګ په غوړېدلي ډګر کې پیاوړی ادیب، کیسه لیکونکی، نوښتګر څېړونکی او وتلی لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د استاد سیماب په اړه داسې کښلې دي:
((د سهیلي پښتیخا یو روڼ ستوری.
د پښتو ژبې د زده کړې، ادب او څېړنو لپاره علمي او فرهنګي مرکزونه بېلابېلو سیمو کې جوړ دي. دا سیمې ظاهراً غرونو، پیچومو، سیندونو او آن (ډیورند) بېلې کړي؛ له کندهار تر کوټې، بنو، ټل- ادبی چمن، مردان، پېښور ، ننګرهار، کابل څو فرهنګی حوزې جوړې شوي، خو احساس، ژبې ، کلتور او ادب سره یې مینه یو شان او واحده ده. که پېښور کې له پخوا څخه تر نن پورې استاد همیش خلیل، لایق زاده لایق، داکتر مروت، سوات کې پروېش، ننګرهار کې استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت، استاد مجاور احمد زیار، استاد آصف صمیم، بیا کابل کې استاد حبیبی، کندهار کی علامه رشاد او استاد معصوم هوتک څېړنی، تالیفات او علمی کارونه کړي دي، کوټه کې هم درنو استادانو او لیکوالو لکه صادق ژړک او دوکتور استاد نصیب الله سیماب، نجیب آزاد، په علمی څېړنو او تالیفاتو بوخت دي. دا لویه نیکمرغي ده چې پښتانه طبیعي او سیاسي موقتو خنډونو نه دي بېل کړي، بلکې په معنوي لحاظ بیخي سره متحد دي. قدرمن اینجنیر صاحب عبدالقادر مسعود له کندهار او کابل نیولې، تر پېښور او د کوزې پښتیخا تر کوټې او نور شاوخوا ادبي محفلونو پوهنتونو او اکاډمیو څخه موږ ته استادان او څېړونکي را پېژندلي او زموږ د لوی او تاریخي وطن له ادب او ادبي لاسته راوړنو مو خبروي، د علم او ادب څېرو سره مو آشنا کوي او د هر ادبي او فرهنګي څراغ له رڼا مو برخمن کوي. دا دی داځل یې له دوکتور نصیب الله سیماب صاحب سره چې ټولو پښتنو ته یو ګران او آشنا نوم دی، خوږه مرکه کړې ده.
دوکتور سیماب د پښتو ژبې پراخه لمن کې د خوږ قلم لرونکی او هڅاند څېړونکی دی، ژبپوهنه، ارواپوهنه او فلسفه کې لوی لاس او راډیو او تلویزیون کې د کار تجربه لري، د پوهنتون استاد او د څو کتابونو مولف دی. په دې مرکه کې به د پښتو د بېلابېلو فرهنګي حوزو لوستونکي د ښاغلي مسعود صاحب د قلم له برکته د سیماب صاحب له علمي نظرونو، ژورو ادبي ځوابونو او د ښکلا له نړۍ او نویو پنځونو څخه خبر شي.
پوهاند استاد محمد بشیر دودیال ))
ښاغلی استاد سیماب صاحب د پښتو ادب په ښېرازه او سمسور بڼ او د پښتنو په منځ کې د یو لوړ لیکوال، اديب، شاعر،څېړونکي، ژباړونکي او د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد او علمي شخصیت په توګه ډېر با ارزښته او دروند پوړی او مقام لري. دی د ټولنیز پوهنې، ولسپوهنې، څېړنپوهنې، کره کتنې، ښوونې، روزنې او ادبپوهنې له معیارونو سره پوره اشنا دی او په خپلو نښیرونو(آثارو) کې یې په دغو برخو کې هر اړخیزې څېړنې او کره کتنې ترسره کړې دي.
(ډاکټر طارق رشاد)، چې پیاوړی او نومیالی لیکوال، تکړه شاعر، ژباړونکی او هڅاند څېړونکی دی، په خپله یو لیکنه کې د استاد سیماب صاحب په تړاو داسې وایي:
((د شعر، فکر او ژبي یو روڼ سیماب.
ځیني انسانان یوازي په یوه نوم او یوه دنده نه پېژندل کېږي، د هغوی ریښتینې پېژندنه د هغه د فکري او ادبي نړۍ له لاري کېږي چي په کلونو کلونو یې په قلم، پوهه او احساس جوړه کړې وي. ښاغلی استاد نصیب الله سیماب هم له همداسي ادبي شخصیتونو څخه دی . شاعر، استاد، څېړونکی، کرهکتونکی او د پښتو ژبي او ادب یو ریښتنی خدمتګار.
هغه د پښتو ادب په برخه کي لوړې علمي زدهکړې کړي، په (۲۰۰۸)زېږدیز کال یې د پښتو کره کتني په برخه کي دوکتورا یا (PhD) ترلاسه کړې او د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد او علمي شخصیت په توګه یې اوږد مسلکي ژوند تېر کړی دی.
خو د ښاغلی استاد سیماب اصلي انځور یوازي د هغه په دنده او رسمي مقام کي نه رالنډیږي، هغه له (١٩٩٣)ز تر (٢٠٠٦)ز کال پوري د کوټې راډیو د اینکر(Anchor) یا د خپرونې د چلونکي ویاند او د بولان ټلویزیون له لارې ادبي او فرهنګی فعالیتونه تر سره کړي، په کور دننه او نړیوالو علمي سیمینارو، کنفرانسونو او غونډو کې برخه اخیستې، ماسټرۍ او ام فیل(MPhil) څیړنې کړي، دوې ډوکتوراوې ، جایزې او طلایي مډالونه یې اخیستې او د هغه د شخصیت تر شا یو شاعر زړه او یو ویښ فکر سته. د ده له نښیرونو(آثارو) څخه څرګندېږي، چې د ده په شاعرانه نړۍ کي مینه، فکر او خپلځان هغه درې ریښې دي چي شعر ترې اوبیږي او د ژبې خیال، احساس او عاطفي هنر سره تړي، ښه انځور، ژبنی هنر او د فکر تومنه سره ګډوي، عیني او ذهني دواړه انځورونه مهم ګڼی خو په معاصره شاعرۍ کې ذهني انځور ته ارزښت ورکوی او د شاعرۍ سمبول هم د شاعر د فردي او ټولنیز حالت ګډوله ګڼي دا هم وایي : که شاعر خپله جذبه په هنرې ژبه داسي بیان کړي چې د نورو انسانانو له جذبې سره هم اړیکه پیدا کړي شعر ترې زیږي او د مینې ، ښکلا او فکر ګډه تجربه یې ګڼي او د شعر فورم یا بڼه هم د هغه د محتوا او هنري اړتیا له مخې ټاکي او د دې تر څنګ هغه د شعر د تاریخي شالید په اړه سیستماټیک، ژور ، تحلیلي او پرله پسې نظر څرګندوي، شعر او نثر دواړه د انساني جذباتو او احساساتو لپاره غوره ګڼي.
ښاغلی استاد سیماب ادب د خپل وخت شاهد ګڼي او هم شاعر او لیکوال باید د خپلي زمانې دردونه، پوښتني، محرومیتونه، بدلونونه او هیلې ثبت کړي. د جګړې تر شا انسان ، دکډوالۍ تر شا ورکه سوې نړۍ او د بې کارۍ تر شا د یوې کورنۍ درد لیدل هغه انساني لید دی چي ادب له ساده وینا څخه په ژوره تجربه بدلوي.
د هغه په کرهکتنیز فکر کي بیا یو مهم اصل دا دی چي نقد له دښمنۍ سره اوږه نه وهي، که له یوه اثر، سبک یا نظریې سره اختلاف وي باید په دلیل، پوهه او علمي استدلال بیان سي. دا لید د ښاغلي استاد سیماب ادبي شخصیت ته د شاعر تر څنګ د یوه پوه، متوازن او مسؤل کرهکتونکي رنګ هم ورکوي.
د ښاغلي استاد سیماب د ادبي او علمي اثارو پراخ لړ هم د هغه د اوږدې ادبي بوختیا څرګندونه کوي.
دی په خپلو نښیرونو(آثارو) کې د ژبپوهنې ، ارواپوهنې او فلسفې نژدې اړیکې سره څیړي او د تخلیق اصل یې ګڼی ځکه ژبپوهنه د بیان وسیله ژوره کوي ، ارواپوهنه د انسان دننه نړۍ ته ننوزي او فلسفه د فکر او معنا افق اوچتوی او پراخوي .
ښاغلی استاد سیماب هغه قلموال دی چي شعر ورته یوازي د الفاظو ښکلا نه ده، نقد ورته د مخالفت وسیله نه ده او ادب ورته یوازي د تفریح میدان نه دی بلکې ادب د انسان د زړه حافظه، د زمانې شاهد او د راتلونکي لپاره د شعور امانت ګڼي.
همدا وجه ده چي د ښاغلي استاد سیماب ادبي څېره د شعر له نرمو احساساتو، د فکر له ژورو پوښتنو او د نقد له علمي تلې سره یو ځای ولاړه ده .
زه د ښاغلي استاد سیماب صاحب علمي او ادبي ډېوې تل بلې غواړم.
ډاکټر طارق رشاد.))
استاد سیماب صاحب یو دروند، پاک زړی، سپیڅلی او متفکر انسان، خواخوږۍ، متواضع، روڼ اندۍ، د لوړو انساني موخو، اوصافو او خصایلو خاوند شخصیت دی. ده پښتو ژبې او پښتنو ته په علمي، ادبي، فرهنکي او ټولنیزو چارو کې په پرله پسې هڅو سره له پاکۍ، تقوا، صداقت، اخلاص او رښتنولي سره په عمل کې ارزښتناکه کارونه او فعالیتونه تر سره کړې دي. لنډه دا چې د استاد سیماب صاحب علمي، ادبي، فرهنګي او ټولنیز شخصیت د خورا ستاینې او درنښت وړ دی.
د ښاغلي استاد سیماب صاحب د پوره پېژندګلوي لپاره، ما له ده سره د ادب، شعر و شاعرۍ په تړاو یوه ځانګړې مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو د علم او ادب، شعر او شاعرۍ درنو مینه والو پام ورته راګرځوم.
استاد سیماب صاحب اجازه راکړۍ خپل سلامونه او نیکې هیلې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم او خپلې پوښتنې ستاسو سره شریکې کړم.
ګران مسعود صاحب زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم ستاسو په خدمت کې یم.
مسعود: ګران سیماب صاحب که څه هم زموږ هیوادوال ستاسو له ادبي او فرهنګي سټې او له شعر او شاعرۍ سره اشنا دي، پریږدی یو ځل بیا زموږ د علم، ادب او فرهنګ ګران مینه وال، په هیواد کې د ننه او بهر ستاسو علمي او ادبي څیره لا زیاته وپیژني. نو هیله کوم د خپل علمي، ادبي، فرهنګي او ځانګړي ژوند په اړه لنډ معلومات راسره شریک کړئ؟
استاد سیماب: له دې مهربانې پوښتنې څخه مننه. که خپل علمي، ادبي او فرهنګي ژوند په لنډ ډول بیان کړم، نو زه نصیب الله سیماب یم. د پښتونخوا د پښین د منزکي کلي اوسېدونکی یم .خپلې لوړې زده کړې مې د پښتو ژبې او ادب په برخه کې ترسره کړې دي؛ په ۱۹۹۶ کال کې مې له بلوچستان پوهنتون څخه په پښتو کې ماسټري او په ۲۰۰۸ کال کې مې له همدې پوهنتون څخه په پښتو تنقید کې دکتورا ترلاسه کړې ده.چي د سهيلي پښتونخوا د لومړی پښتو ادبيات پي ايچ ډي افتخار لرم.
په (۲۰۰۰)زېږدیز کال کې مې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد په توګه علمي ژوند پیل کړ او وروسته د مرستیال استاد، پوهنیار، پروفیسور او نورو علمي او اداري مسؤلیتونو تر کچې ورسېدم. د (۲۰۲۱)ز کال له سپتمبر څخه تر (۲۰۲۵)ز کال مې پورې د ادبیاتو او ژبو د پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او اوس د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې پروفیسور او د خان شهید چیر رئیس یم.
زما د ادبي او علمي کار اصلي ساحې پښتو ادبي تنقید، ادبي تیوري، فولکلور، ادبي تاریخ، ژبه، کلتور، جمالیات او معاصر ادبي مطالعات دي. ما د پښتو ادب په برخه کې ګڼې څېړنې او کتابونه لیکلي دي. په دغو اثارو کې «بند دروازه»، «منجاري»، «د کره کتنې اصطلاحات»، «طالب خدای که به ملا شې»، «د تنقید تیورۍ»، «دستار»، «تصورات، رجحانات او تحریکونه»، «کابل ته ما وایه چې رنګ شي»، «پښتو ادبي تیوري» او «د پښتو ادبي تیورۍ په رڼا کې پښتو نظم» شامل دي.په ځانګړې توګه «پښتو ادبي تیوري» زما د علمي کار یوه مهمه برخه ده. په دې اثر کې مې هڅه کړې چې د پښتو ادب د مطالعې لپاره داسې تیوریک چوکاټ وړاندې کړم چې د پښتني فرهنګ، فولکلور، تاریخ، ژبې، ګډ شعور او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي.زما ادبي ژوند یوازې په لیکلو او څېړنه محدود نه دی پاتې شوی. له اوږدې مودې راهیسې مې په ادبي او فرهنګي فعالیتونو، راډیو او ټلویزیون، ادبي ټولنو، څېړنیزو مجلو، علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې هم ونډه اخیستې ده. د راډیو پاکستان کوټې د اینکر په توګه مې له (۱۹۹۳)ز څخه تر(۲۰۰۶)ز پورې کار کړی او د بولان ټلویزیون له لارې مې هم د ادبي او فرهنګي فعالیتونو برخه اخیستې ده.ما په پاکستان، افغانستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې په ګڼو ملي او نړیوالو علمي او ادبي سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی او خپلې څېړنې مې وړاندې کړې دي. د څېړنې په برخه کې مې هم د پښتو ژبې له ګڼو ځوانو څېړونکو سره کار کړی او تر څلوېښتو زیات د ماسټرۍ څېړنیز کارونه، (۱۸)ایم فل څېړنې او دوه دکتوراګانې مې تر څارنې لاندې بشپړې شوې دي.د ادبي او علمي کار په ترڅ کې مې یو شمېر ادبي او دولتي جایزې هم ترلاسه کړې دي، چې په (۲۰۲۴)ز کال کې د علامه اقبال اکاډمۍ پاکستان د علامه اقبال ګولډ مډال هم پکې شامل دی.خو که له دې ټولو علمي او ادبي عنوانونو څخه تېر شو، زه خپل ځان تر هر څه وړاندې د پښتو ژبې یو خدمتګار ګڼم. زما لپاره ادب یوازې د کتاب لیکل نه دي؛ ادب د انسان، ټولنې، ژبې او فرهنګ د پېژندلو یوه لار ده. ما هڅه کړې چې د خپل قلم له لارې د پښتو ادب په تخلیقي، تنقیدي او تیوریک پرمختګ کې خپله ونډه واخلم او هغه ادبي میراث چې له موږ سره دی، د نوې زمانې له فکر او تجربو سره وتړم. زما د ژوند تر ټولو لویه پانګه کتابونه او علمي عنوانونه نه، بلکې هغه اړیکې، استادان، ملګري، زدهکوونکي او ادبي ملګرتیاوې دي چې زما د ادبي او علمي سفر په اوږدو کې مې ترلاسه کړې دي. که په یوه جمله کې خپل ژوند راټولوم، نو وایم: ما له پښتو ادب څخه ډېر څه اخیستي او تر خپلې وسه مې هڅه کړې چې بېرته پښتو ادب ته هم څه ورکړم.
مسعود: تاسې له کله راهیسې خپل استعداد او وړتیا د شعر په هنر کې آزمویلی او په زړه پوري خوند او رنګ مو وربښلی دی. مهرباني وکړئ د خپلې شاعرۍ د انګیزې او پیلامې په اړه څه وویاست؟
استاد سیماب: ما شاعري د (۱۹۹۲)ز کال په شااوخوا کې پیل کړه. زما په اند په هر انسان کې یو نه یو شاعر موجود وي؛ خو دا بیا جلا خبره ده چې څوک هغه شاعر په خپل وجود کې پیدا کړي او څوک یې د ژوند په مصروفیتونو کې ورک کړي.زما په فکر، د انسان دننه شاعر هغه وخت راویښېږي چې دی د مینې په ټال کې وځانګي، د فکرونو په دریاب کې لاهو شي او بیا د تخیل په مرسته خپله یوه خیالي نړۍ جوړه کړي. د مینې په ټال خو هر انسان زانګي، خو هغه څوک چې د مینې په اصل او ژورتیا پوه شي، بیا خپل داخل اظهار د شعر په ژبه کوي.زه هم فکر کوم چې زما د شاعرۍ تر شا همدغه مینه، فکر او تخیل ولاړ دي. شعر زما لپاره یوازې د الفاظو یو ځای کول نه دي، بلکې د خپل دننه جذباتو او فکرونو هغه اظهار دی چې په بله ژبه یې ښايي بیانول راته ستونزمن وي.
مسعود: استاد پوهاند زیار د شعر د جوړښت لپاره، په خپل یو اثر ((پښتو بدلمېچ)) کې ژبه ، تول، واند، اند، ولوله (ژبه ، وزن، خیال، فکر، احساس یا عاطفه ) بنسټیز او اړین توکي ګڼي. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ او د استاد پوهاند زیار د دغو خبرو پر لاسوند، شعر څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟
استاد سیماب: زما په فکر، د استاد پوهاند زیار دا وېش ډېر مهم دی، ځکه شعر یوازې په وزن او قافیه نه جوړېږي؛ شعر د څو بنسټیزو عناصرو یو هنري ترکیب دی لکه. ژبه،هنر(فن)، خیال هر یو په شعر کې خپل ځانګړی نقش لري. که له دې عناصرو څخه یو هم کمزوری وي، د شعر هنري اغېز کمېږي. ژبه د شعر د اظهار وسیله ده؛ وزن او اهنګ شعر ته موسیقي او حرکت ورکوي؛ خیال شاعر له عادي واقعیت څخه هنري نړۍ ته وړي؛ شعر ته فکري ژورتیا ورکوي او احساس یا عاطفه هغه ځواک دی چې شعر د لوستونکي تر زړه پورې رسوي.خو زه به دا هم ورزیاته کړم چې د دغو ټولو عناصرو تر څنګ هنري وحدت او تخیل ډېر اهمیت لري. شاعر باید دا عناصر داسې سره یوځای کړي چې شعر یوازې د ژبې، وزن، فکر یا احساس مجموعه نه وي، بلکې یو بشپړ هنري اثر ورڅخه جوړ شي.
زما په خيال، شعر د انسان د داخل هغه هنري اظهار دی چې احساس، فکر او خیال د ژبې او اهنګ په وسیله داسې منظم او هنري کېږي چې د شاعر شخصي تجربه له انفرادي حالت څخه ووځي او د لوستونکي له احساس او تجربې سره ګډه شي.
مسعود: تاسې د ادبياتو، شاعر، شعر او د ادیبانو او شاعرانو د پنځونو او هستونو پوړی او مقام د کلاسیکو فیلسوفانو لکه: «افلاطون، سقراط او ارسطو» د اندونو، افکارو او باورونو په رڼا کې څنګه ارزوی؟
استاد سیماب: که د ادبیاتو، شاعر، شعر او د ادیبانو د پنځونو مقام د کلاسیکو فیلسوفانو د نظریاتو په رڼا کې وارزوو، نو افلاطون، سقراط او ارسطو هر یو له بېل نظر څخه د ادب او هنر ته کتلي دي. د دوی په نظریاتو کې اختلاف شته، خو دا اختلاف د ادبیاتو د ماهیت د درک لپاره ډېر مهم دی.افلاطون له شاعرۍ سره یو څه محتاط چلند لري. د ده په اند، شاعرانه پنځونه تر ډېره د محسوسې نړۍ تقلید دی، په داسې حال کې چې حقیقت له دې محسوسې نړۍ ور هاخوا دی. له همدې امله افلاطون شاعر ته د حقیقت د مستقیمې سرچینې په سترګه نه ګوري او کله ناکله د شاعرۍ د ټولنیز او اخلاقي اغېز په اړه اندېښنه څرګندوي او شاعر له خپله سلطنت څخه پسې اخلي. خو دا خبره هم باید هېره نه کړو چې افلاطون خپله فلسفه په ډېر هنري او ادبي انداز وړاندې کړې ده؛ یعنې د ده په اثارو کې تمثیل، مکالمه، اسطوره او هنري بیان ډېر مهم ځای لري.سقراط بیا د شاعرۍ او شاعر په اړه له اخلاقي او معرفتي اړخه پوښتنې مطرح کوي. د هغه لپاره مهمه دا ده چې شاعر څه وایي، ولې یې وایي او دا وینا پر انسان او ټولنه څه اغېز کوي. یعنې هنر یوازې د خوند وسیله نه ده؛ له انسان سره د فکر کولو او د خپل ځان د پېژندلو اړیکه هم لري.خو ارسطو د شاعرۍ مقام ته په ډېر مثبت او ژور نظر ګوري. هغه د «محاکات» یا تقلید مفهوم د هنر د کمښت په معنا نه کاروي، بلکې محاکات د انسان یوه طبیعي ځانګړنه ګڼي. د ارسطو په نظر، شاعر یوازې دا نه بیانوي چې څه پېښ شوي دي، بلکې دا هم بیانوي چې څه پېښېدای شي. له همدې امله شعر د ځانګړي واقعیت تر څنګ د انساني تجربې له عمومي حقیقت سره هم اړیکه پیدا کوي. زما په خيال، د شاعر او ادیب مقام له همدې ځایه رپورته کيږي. شاعر تش د الفاظو ترتيبونکی نه دی؛ هغه د خپل عصر شاهد، د انسان د داخل ترجمان او د ټولنې د جذباتو او فکرونو هنري ترجمان دی. لوی ادیب هغه دی چې له خپل شخصي احساس او تجربې څخه داسې هنري اثر جوړ کړي چې د ده له زمانې هاخوا هم د انسان لپاره معنا ولري. زه ادب یوازې تقلید نه ګڼم. ادب د واقعیت، تخیل، فکر او احساس ګډه هنري تجربه ده. شاعر واقعیت ویني، خو یوازې یې نه نقلوي؛ هغه یې د خپل فکر او تخیل له لارې بیا تخليقوي او په داسې بڼه یې وړاندې کوي چې لوستونکی هم فکر ته را بولي، چي هم یې احساس کړي او هم ورڅخه جمالیاتي خوند واخلي.که د افلاطون، سقراط او ارسطو نظریات سره یو ځای کړو، نو ویلی شو چې د ادیب مقام یوازې په دې کې نه دی چې ښکلي الفاظ وکاروي؛ د هغه حقیقي مقام هغه وخت رامنځته کېږي چې ښکلا له فکر، احساس له حقیقت او هنر له انساني ارزښتونو سره یو ځای کړي.
مسعود: د يونانيانو د ادبي او شعري رسالو له امله د مسلمانو فیلسوفانو ادبي او فلسفي باورونه، اندونه او افکار اغېزمن شول. لکه څنګه چې فارابي، ابن سينا، ابوالبرکات بغدادي، ابن رشد او خواجه نصير طوسي هر يو د خپلو نښیرونو(آثارو) يوه برخه د شعر د لیدتوګي لپاره ځانګړې کړې ده.
مهرباني وکړئ، په لنډ ډول د دغو مسلمانو فیلسوفانو د ادبي او فلسفي اندونو او افکار په تړاو معلومات وړاندې کړئ.
استاد سیماب: هو، د یوناني فلسفې، په ځانګړي ډول د افلاطون او ارسطو د افکارو، ژباړې او خپرېدو د اسلامي نړۍ پر فلسفي او ادبي تفکر ژور اغېز وکړ. مسلمانانو فیلسوفانو دغه نظریات یوازې تکرار نه کړل، بلکې د اسلامي فکر او خپلې علمي تجربې له مخې یې وڅېړل او په ځینو مواردو کې یې نوي تعبیرونه ورکړل.فارابي د هنر او شعر په اړه د ارسطو له نظریاتو څخه اغېزمن و. هغه شعر د تخیل او محاکات له لارې د انسان پر فکر او احساس د اغېز وسیله ګڼي. د ده په اند، شاعرانه وینا یوازې د خوند لپاره نه ده، بلکې د انسان د تصور او ذهني حالت په جوړولو کې هم رول لري.ابن سینا هم د شعر د ماهیت او د هغه د اغېز په اړه بحث کړی دی. هغه د شعر اړیکه له تخیل، محاکات او انساني احساساتو سره څېړي. د ابن سینا په نظر، شعر د انسان په نفس اغېز کوي او د وینا له نورو ډولونو سره ځانګړی هنري او رواني ځواک لري.ابوالبرکات بغدادي که څه هم د شعر په اړه یې بحثونه د فارابي او ابن سینا په اندازه پراخ نه دي، خو د انسان د ادراک، نفس او عقل په اړه یې فلسفي نظریات د ادبي او هنري تجربې د درک لپاره ارزښت لري. هغه د انسان د باطني تجربې او ادراک مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کوي.ابن رشد د ارسطو د افکارو ستر شارح ګڼل کېږي. هغه د شعر او ادبي بیان په اړه د ارسطو نظریات تشریح او تحلیل کړي دي. د ده په اند، شعر د محاکات او تخیل له لارې پر انسان اغېز کوي او د انساني افکارو او اخلاقو په جوړولو کې مهم رول لرلای شي.خواجه نصیرالدین طوسي بیا د اخلاقو، منطق او فلسفې تر څنګ د انسان د نفس، احساس او ټولنیز ژوند مسئلو ته هم پام کړی دی. د هغه په فکري نظام کې ادب او هنر له انساني اخلاقو او کمال سره اړیکه پیدا کوي.په پای کې ویلی شو چې دغو مسلمانو فیلسوفانو شعر یوازې د الفاظو او وزن یوه لوبه نه ګڼله؛ بلکې د تخیل، محاکات، احساس، اخلاقو او انساني ادراک له مسئلو سره یې تړاو ورکاوی. دوی د یوناني میراث په اخذولو سره د شعر او ادب د فلسفي مطالعې لپاره په اسلامي نړۍ کې یوه مهمه فکري زمینه برابره کړه.
مسعود: تاسې د ژبپوهنې، ارواپوهنې او د فلسفې د علم، مهم او ګډ اغېزمن اهمیت او ارزښت په نویو ادبي او فلسفي پنځونو او هستونو کې او د فلسفي شاعرانو په رامنځته کېدو کې څه ډول ارزوئ؟
استاد سیماب: زما په خيال، په معاصر ادب کې ژبپوهنه، ارواپوهنه او فلسفه درې داسې علمونه دي چې یو له بل سره ډېر نزدې اړیکه لري او د ادبي تخلیقاتو د ژورتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري. نننی شاعر او ادیب یوازې د ښکلو الفاظو په کارولو بسنه نه کوي؛ هغه د ژبې جوړښت، د انسان د ذهن او نفسياتي کيفيت او د ژوند د معنا په اړه هم فکر کوي.
ژبپوهنه شاعر ته دا ور زده کوي چې ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې پخپله د معنا جوړولو یو نظام دی. شاعر د کلمو له انتخاب، ترکیب، اهنګ، استعاره او نخښو څخه داسې استفاده کوي چې نوې معناوې رامنځته کړي. له همدې امله د ژبې ژوره پوهه د نوي ادب په پنځونه کې ډېر اهمیت لري.
ارواپوهنه بیا شاعر د انسان د داخلي نړۍ، احساساتو، عقدو، وېرې، مینې، یوازیتوب او ناخودآګاه ذهن له نړۍ سره مخامخ کوي. کله چې شاعر د انسان نفسیات وپېژني، نو د کردارونو او انساني تجربو انځورول یې له سطحي بیان څخه ژور هنري بیان ته انتقالېږي.
فلسفه بیا د ادب لپاره د پوښتنې او فکر ساحه پراخوي. فلسفه له شاعر سره د ژوند، مرګ، مینې، ازادۍ، حقیقت، عدالت، وجود او انسان د مقام په اړه د پوښتنې کولو زمینه برابروي. ځکه خو فلسفي شاعر یوازې احساس نه بیانوي، بلکې د احساس تر شا د موجود فکر او پوښتنې د بیان هڅه هم کوي.
زما په خيال، کله چې دا درې واړه ژبه، نفسيات او فلسفي فکر په یوه شاعر کې سره یو ځای شي، نو د هغه شاعري له عادي جذباتي بیان څخه پورته ځي او فکري او فلسفي شاعري ورڅخه جوړېږي.البته فلسفي شاعر هغه څوک نه دی چې په شعر کې یوازې فلسفي اصطلاحات وکاروي. فلسفه باید د شعر په روح کې موجوده وي؛ یعنې شاعر باید د یوې ژورې پوښتنې، تجربې یا فکري کشمکش هنري اظهار وکړي.نو زه به ووایم چې د معاصر ادیب لپاره ژبپوهنه د اظهار وسیله ژوره کوي، ارواپوهنه د انسان داخلي نړۍ ورښيي او فلسفه د فکر او معنا افق پراخوي. د دغو دریو علمونو ګډ اغېز کولای شي داسې ادبي پنځونې رامنځته کړي چې هم هنري ښکلا ولري، هم نفسياتي ژورتیا او هم فکري معنا.
مسعود: تاسې په شعر کې الهام، خيالونه، احساسات او عاطفي انځورونه څنګه ارزوئ؟ ستاسې پر اند، د شعر ويل او ليکل الهام دی که رياضت او انساني آزماېښت او تجربه؟
استاد سیماب: زما په خيال، الهام د شاعرۍ د پیل ټکی کېدای شي، خو یوازې په الهام شعر نه جوړېږي. الهام هغه ناڅاپي شېبه ده چې یو احساس، یو خیال، یوه خاطره یا یوه پېښه د شاعر په ذهن کې داسې څپه راولاړه کړي چې دی یې د بیانولو اړتیا احساس کړي. خو له دې وروسته د شاعر اصلي کار پیلېږي.خیال د شعر د تخیل نړۍ جوړوي، احساس ورته تودوخه ورکوي او عاطفه یې د انسان له زړه سره نښلوي. که شعر یوازې خیال وي، ښايي ښکلی تصویر ولري؛ که یوازې احساس وي، ښايي عاطفي وي؛ خو کله چې خیال، احساس او عاطفه د ژبې او هنري جوړښت له لارې سره یو ځای شي، نو شعر خپل حقیقي هنري قوت پیدا کوي.زما په خيال، شعر هم الهام دی او هم ریاضت. الهام د شاعر دروازه ټکوي، خو ریاضت هغه دروازه پرانیزي. شاعر باید ژبه زده کړي، ډېر ولولي، فکر وکړي، د ژوند تجربې وکړي او د خپل شعر پر هره کلمه بیا بیا غور وکړي. کله ناکله یو بیت په یوه شېبه کې راشي، خو د هغه د بشپړولو لپاره شاعر ساعتونه، ورځې او حتی میاشتې ورباندي فکر کوي.زه خپله هم داسې تجربه لرم چې کله کله یو خیال یا یو مصرع ناڅاپه ذهن ته راشي؛هغه هنري ښکلا هغه وخت پيدا کوي چي د ژبې، ادب، ژوند او انساني تجربې له سره ژوره اړیکه ولري، هغه الهام په بشپړ شعر نه شي بدلولای.نو زما لپاره الهام د شعر بڅرکی (شراره) دی او ریاضت یې اور دی. انساني تجربه یې تېل دي، فکر یې لارښود دی او ژبه هغه وسیله ده چې دا ټول د شعر په هنري بڼه بدلوي.په پای کې به ووایم چې ښه شعر یوازې د شاعر له تصور څخه نه پیدا کېږي؛ د هغه د ژوند له تجربو، مینې، درد، خوښۍ، ناکامۍ، مشاهدې او داخلي کشمکشونو څخه هم جوړېږي. شاعر څومره چې ژوند په ژوره توګه تجربه کړي، هماغومره یې شعر د انسان له حقیقي احساس سره نزدې کېږي.
مسعود: یوشمیر لیکوال او شاعران په دې ګروهه دي : (....چې د ښه شعر ځانګړتیا ښه انځور نه بلکې د هغه ښه ژبني بیان دی...) ستاسې پر اند په ادب او پښتو ژبه کې ژبني هنر، آرونه او ادبي معیارونه په خپل منځ کې څه اړیکې لري او اغیز یې څه ډول ارزوئ؟
استاد سیماب: زما په خيال، په شعر کې ښه انځور او ښه ژبنی بیان دواړه مهم دي. که شاعر ډېر ښه خیال او انځور ولري، خو د بیان ژبه یې کمزورې وي، هغه خیال خپل بشپړ هنري قوت نه شي څرګندولای. له بلې خوا، که ژبه ډېره ښکلې او هنري وي، خو د هغې تر شا ژور خیال او جذبه نه وي، نو شعر به یوازې د الفاظو ښکلا پاته شي.زه ژبه د شعر د بدن او خیال، جذبه او فکر د هغه روح ګڼم. شاعر خپل داخلي حالت، خیال او تجربه د ژبې له لارې لوستونکي ته انتقالوي. له همدې امله په شعر کې د ژبې انتخاب، د کلمو تناسب، ترکیب، اهنګ، ایجاز، استعاره، تشبیه، سمبول او د کلمو ترمنځ اړیکه ډېر اهمیت لري. په پښتو ادب کې ژبنی هنر، آرونه او ادبي معیارونه له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري. ژبنی هنر دا دی چې شاعر له خپلې ژبې څخه په داسې هنري ډول استفاده وکړي چې عادي خبره په ادبي او اغېزمنه وینا بدله شي. ادبي آرونه بیا هغه اصول دي چې د ژبې، خیال، وزن، موسیقیت، تصویر او معنا ترمنځ د توازن او همغږۍ زمینه برابروي. ادبي معیارونه د همدې هنري کیفیت د ارزونې لپاره موږ ته یو ډول کچه راکوي.خو ادبي معیارونه باید د شاعر تخليقي صلاحیت محدود نه کړي. ژبه ژوندۍ ده او ادب هم ورسره بدلېږي. یو نوښتګر شاعر کله ناکله له دودیزو معیارونو سره په شعوري ډول واټن اخلي او د ژبې د نوې تجربې له لارې نوي ادبي امکانات رامنځته کوي. البته دا نوښت باید د ژبې له طبیعي جوړښت او هنري منطق سره اړیکه ولري.
زه به دا خبره داسې لنډه کړم: ښه خیال شعر ته محتوا ورکوي، ښه ژبه ورته هنري بڼه ورکوي، او د دواړو ترمنځ همغږي شعر ته خپل اصلي جمالیاتي قوت ورکوي.په پښتو کې زموږ د کلاسیک او معاصر ادب لوی شاعران ځکه تر اوسه ژوندي دي چې هغوی یوازې خبرې نه دي کړې، بلکې خبرې یې په هنر بدلې کړې دي. د هغوی د ژبې موسیقي، تصویر، ایجاز او د کلمو انتخاب د دې سبب شوی دی چې شعر یې د وخت له قيده ازاد کړی دی،د هر وخت لپاره دی نو زما په خيال، ښه شعر نه یوازې ښه انځور دی او نه یوازې ښه ژبنی بیان؛ ښه شعر هغه دی چې خیال، احساس، فکر، تصویر او ژبه پکې په یوه هنري وحدت بدل شوي وي.
مسعود: فلسفي شاعر اقبال لاهوري وایي : (.... د شاعر طبعیت په مینه کې اخښل شوی او د مینې او ایمان په اور کې پوخ شوی دی ...) تاسو په شعر کې ښکلا او مینه څنګه ارزوئ؟
استاد سیماب: زما په خيال، مینه د شعر له تر ټولو پخوانیو او ژورو سرچینو څخه ده. انسان چې له مینې سره مخامخ شي، د نړۍ لید یې بدلېږي؛ عادي شیان ورته نوې ښکلا پیدا کوي، فطرت ورسره خبرې کوي او د انسان د ژوند وړې وړې تجربې هم د شاعرانه احساس سبب ګرځي. له همدې امله زه د اقبال دا خبره ډېره مهمه بولم چې د شاعر فطرت باید په مینه کې اخښل شوی او د مینې او ایمان په اور کې پوخ شوی وي.خو زه مینه یوازې د عاشق او معشوق ترمنځ اړیکې ته نه محدودوم. مینه د انسان، وطن، ژبې، فطرت، انسانیت او حقیقت سره هم کېدای شي. کله چې شاعر له خپل چاپېریال او انسان سره مینه ولري، نو د هغه شعر له شخصي احساس څخه پورته ځي او د ټولنې او انسان د ګډ احساس ترجمان ګرځي.ښکلا هم زما په خيال یوازې د ظاهري حسن نوم نه دی. ښکلا د احساس، خیال، معنا او حقیقت یو ډول هنري ترکیب دی. یو شاعر کولای شي په درد کې هم ښکلا پیدا کړي، په غم کې هم شعر ومومي او په یوه عادي منظره کې داسې معنا وویني چې بل انسان یې نه ویني.زه به ووایم چې مینه د شاعر د احساس سرچینه ده او ښکلا د هغې هنري څرګندونه. شاعر مینه احساسوي، خیال یې انځوروي او ژبه یې په ښکلا بدلوي.البته یوازې مینه د ښه شعر لپاره بسنه نه کوي. مینه چې له فکر، تخیل، تجربې او هنري ژبې سره یو ځای شي، هغه وخت په شعر بدلېږي. که جذبه وي خو هنري بیان نه وي، ممکن هغه یوازې یو شخصي جذبه پاته شي؛ خو کله چې شاعر خپله جذبه په هنري ژبه کې داسې بیان کړي چې د نورو انسانانو له جذبې سره هم اړیکه پیدا کړي، نو شعر رامنځته کېږي.له همدې امله زما په خيال، شعر د مینې، ښکلا او فکر ګډه تجربه ده؛ مینه یې زړه دی، ښکلا یې هنري بڼه ده او فکر یې ژورتیا.
مسعود: تاسې نن سبا د جولې (فورم) له مخې د شعر کلاسیک او دودیز ځېلونه یا ډولونو لکه : دوییزه (مثنوي)، بولـله ( قصیده)، غزل، څلوریزه (رباعي) ، درېیزه ( مثلث )، پاړکی (قطعه) ... څومره اړين او ارزښتناک بولئ، که په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
استاد سیماب: زما په فکر، د شعر کلاسیک او دودیز فورمونه تر اوسه خپل ارزښت له لاسه نه دي ورکړي.مثنوي، قصیده، غزل، څلوریزه یا رباعي، مثلث، قطعه او نور شعري ډولونه زموږ د ادبي میراث مهمه برخه ده. هر فورم خپل ځانګړی جوړښت، اهنګ، د بیان طریقه او هنري کشش لري.د غزل ځانګړتیا د احساس، مینې، عرفان او فلسفي افکارو د لنډ او موسیقايي بیان په برخه کې ډېره څرګنده ده. مثنوي د اوږدو داستانونو، تاریخي او حماسي موضوعاتو لپاره پراخ امکانات لري. رباعي بیا د یوې ژورې تجربې یا فلسفي مفکورې د لنډ او متمرکز بیان لپاره ځانګړی قوت لري. قصیده د ستاینې، ویناوې، ټولنیزو او فکري موضوعاتو لپاره کارېدلې ده او قطعه هم د یوې ځانګړې موضوع د متمرکز بیان کشش لري.خو زه فکر نه کوم چې معاصر شاعر باید یوازې د دې لپاره چې کلاسیک فورم دی، په هماغه قالب کې شعر ووایي. فورم باید د محتوا او هنري اړتیا له مخې انتخاب شي. که د شاعر فکر، احساس او موضوع په غزل کې ښه څرګندېږي، غزل دې وکاروي؛ که داستاني موضوع وي، مثنوي یا بل مناسب فورم ورته غوره کېدای شي.له بلې خوا، د معاصرې شاعرۍ ازاد شعر او نوي شعري فورمونه هم زموږ د وخت اړتیاوې دي. ادب ژوندی شی دی او د وخت له بدلون سره فورمونه هم بدلېږي.
نو زما په خيال، نه باید کلاسیک فورمونه پرېږدو او نه باید نوي فورمونه رد کړو. کلاسیک فورم زموږ ادبي حافظه او هنري تجربه ده، او نوي فورمونه زموږ د معاصر احساس او فکر د اظهار نوې لارې دي. اصلي معیار باید دا وي چې شاعر په هر فورم کې څومره هنري او اغېزمنه پنځونه کوي.
مسعود: تاسې په خپله شاعرۍ کې زیاتره د سپین یا نوي او آزاد شعر پلوي یاست او که د غزل؟ مهرباني وکړئ د دغو شعري ډولونو په اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
استاد سیماب: زه په خپله شاعرۍ کې هم غزل لیکم او هم سپین یا آزاد شعر، خو زما رجحان تر ډېره د موضوع او احساس له اړتیا سره تړلی وي. زه نه غواړم شاعر ځان یوازې تر یوه فورم پورې محدود کړي؛ ځکه هره موضوع خپل مناسب شعري جوړښت غواړي.غزل زموږ په کلاسیک او معاصر ادب کې ډېر مهم فورم دی. غزل د لنډو، موسیقايي او عاطفي بیانونو له لارې د مینې، درد، عرفان، فلسفې، ټولنیزو تجربو او انساني جذباتو د اظهار پراخ امکانات لري. په غزل کې د وزن، قافیې، ردیف او اهنګ له امله یوه ځانګړې موسیقي پیدا کېږي، او همدا موسیقي یې د لوستونکي او اورېدونکي له احساس سره ژر نښلوي. خو سپین یا آزاد شعر شاعر ته د بیان پراخه آزادي ورکوي. دلته شاعر اړ نه دی چې حتماً د غزل دودیز وزن، قافیه او ردیف مراعات کړي؛ بلکې د خیال، احساس، تصویر، داخلي موسیقۍ او معنوي تسلسل له مخې خپل شعر جوړوي. البته آزاد شعر دا معنا نه لري چې هره نثري جمله شعر ده. آزاد شعر هم خپل هنري جوړښت، اهنګ، تصویر، ایجاز او داخلي نظم لري.زما په فکر، د غزل او آزاد شعر ترمنځ اصلي توپیر په فورم کې دی، خو د دواړو روح خیال، احساس، فکر او هنري ژبه ده. که دا عناصر نه وي، نه دودیز فورم شعر ژغورلای شي او نه آزاد فورم.زه شخصاً هغه شعر خوښوم چې موضوع یې فورم ټاکي. کله چې یو احساس په غزل کې خپل بشپړ موسیقايي او عاطفي بیان پیدا کوي، غزل لیکم؛ او کله چې یوه موضوع پراخ نفس، ازاد حرکت او نوې ژبنۍ تجربه غواړي، آزاد شعر ته مخه کوم. په پای کې، زما لپاره د شعر ارزښت په دې کې نه دی چې هغه غزل دی که آزاد شعر؛ اصلي خبره دا ده چې شاعر څه ویلي، څنګه یې ویلي او د لوستونکي په ذهن او احساس کې یې څه اغېز پرې ایښی دی.
مسعود: شاعر وایي :
د آفتاب پر کمند نه خیژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم پر دوش د ګلو
او یا دا لنډۍ لولو:
داسې د مخ په سالو پټ کړه
لکه چې شپه پر ورځ خواره کړي تور جالونه
نن سبا کره کتونکي د یوه شعر په هنري ارزونه کې ترعیني انځورونو، ذهني انځورونه او بیا سیمبولونه هغه هم نوي نوي ډیر ټاکنده بولي.
تاسې په پښتو ادب او شعر کې عیني او ذهني انځورونه څه ډول ارزوۍ؟
استاد سیماب: زما په اند، په شعر کې عیني او ذهني دواړه انځورونه ډېر اهمیت لري، خو د معاصرې شاعرۍ په ارزونه کې ذهني انځور او سمبول ځکه ډېر مهم شوي چې شاعر یوازې د لیدل شوو شیانو بیان نه کوي، بلکې د هغو تر شا پټې معناوې، جذبات او فکري تجربې هم رااخلي.عیني انځور هغه دی چې شاعر یو شی، منظره، انسان یا حالت په داسې ژبه انځور کړي چې لوستونکی یې په ذهن کې تقریباً وویني. لکه په دې لنډۍ کې چې تاسو وويل دلته د شپې، ورځې او تور جالونو له لارې د مخ پټېدل په یوه ډېر ښکلي عیني تصویر کې وړاندې شوي دي. لوستونکی کولای شي هغه منظره په خپل ذهن کې وویني.خو ذهني انځور تر محسوسې صحنې یو ګام وړاندې ځي. شاعر د یوه شي له لارې یوه مفکوره، احساس یا نفسياتي حالت رامنځته کوي. لکه د شيدا دې بیت ،دلته د آفتاب کمند او د شبنم بار یوازې عادي تصویري عناصر نه دي؛ د شاعر د خیال، ارادې، ناتوانۍ، سپکوالي او د انسان د وجود له فکري تجربې سره ژوره اړیکه پیدا کوي.زما په خيال، سمبول بیا د عیني او ذهني انځور ترمنځ یوه بله لوړه هنري مرحله ده. شاعر یو محسوس شی اخلي، خو هغه ته داسې پراخه معنا ورکوي چې له خپلې ظاهري بڼې څخه ډېر وړاندې ځي. په همدې وجه ننني کره کتونکي نوي سمبولونه ډېر مهم بولي؛ ځکه سمبول شعر ته د څو پوړیزې معنا امکان ورکوي.البته زه دا نه وایم چې عیني انځور کم ارزښته دی. د پښتو په کلاسیک او ولسي ادب کې زموږ د طبیعت، غرونو، سیندونو، ګلونو، شپې، ورځې، باران او انساني ژوند ډېر ښکلي عیني انځورونه لرو. خو لوی شاعر هغه دی چې له همدې محسوسو شیانو څخه ذهني او معنوي نړۍ هم جوړه کړي.زما په فکر، د شعر قوت هغه وخت زیاتېږي چې عیني تصویر، ذهني تصویر او سمبول یو له بل سره هنري اړیکه پیدا کړي. شاعر باید لوستونکي ته یوازې دا ونه وایي چې څه یې لیدلي؛ بلکې دا هم ورسره شریک کړي چې د هغه لیدلي شي په ذهن او احساس کې څه معنا پیدا کړې ده.لنډه دا چې عیني انځور د سترګو له لارې شعر ته راځي، ذهني انځور د فکر او خیال له لارې او سمبول د معنا ژور اړخونه رابرسېره کوي. د معاصر شعر یوه مهمه ځانګړتیا همدا ده چې له محسوس تصویر څخه د ژورې ذهني او سمبولیکې معنا پر لور حرکت کوي.
مسعود: یو شمیر شاعران په خپلو شعرونو کې د سیده، بربنډو او لوڅو خبرو، پیغامونو او موخو پر ځای د سیمبول او تمثیل ژبه پکاروي. ستاسې پر اند سیمبولونه په شعر کې د یو شاعر د ذهني او رواني حالاتو تمثیل دی او که په یوه ټولنه کې د اکربکر(حال احوال) څخه په طبیعي بڼه جوړیږي؟
استاد سیماب: زما په خيال، سمبول په شعر کې یوازې د شاعر د ذهني او نفسياتي حالت انعکاس نه دی او یوازې د ټولنې له حالاتو څخه هم نه جوړېږي؛ بلکې د دواړو ترمنځ د تعامل محصول دی.شاعر له خپلې ټولنې، تاریخ، کلتور او چاپېریال څخه اغېزمن کېږي. هغه څه چې په ټولنه کې پېښېږي، د شاعر په ذهن او نفسيات کې یوه ځانګړې تجربه جوړوي او شاعر بیا دغه تجربه د خپل تخیل له لارې په سمبول بدلوي. نو سمبول د خارج له نړۍ څخه شاعر ته راځي، خو د شاعر په داخلي نړۍ کې نوې معنا پیدا کوي.مثلاً «شپه» په خپله یو طبیعي حالت دی، خو شاعر کولای شي هغه د تیارې، وېرې، استبداد، ناهیلۍ یا د یوې ستونزمنې ټولنیزې مرحلې لپاره سمبول وګرځوي. همدارنګه «رڼا» یوازې رڼا نه پاته کېږي؛ کېدای شي د امید، پوهې، ازادۍ او بدلون معنا پیدا کړي. دا معنا په هر شاعر او هره ټولنه کې یو شان هم نه وي.زما په خيال، د سمبول لویه ځانګړتیا دا ده چې شاعر مستقیمه خبره نه کوي، بلکې لوستونکي ته د معنا د کشف زمینه برابروي. په همدې وجه سمبولیک شعر کله ناکله تر مستقیم بیان ډېر اغېزناک وي؛ ځکه لوستونکی یوازې د شاعر خبره نه اوري، بلکې د هغې معنا خپله کشفوي.خو دلته یو مهم ټکی دا هم دی چې هره استعاره یا هره مبهمه خبره سمبول نه شي کېدای. سمبول باید د شعر له ټولې فضا، د شاعر له فکري نړۍ او د موضوع له اړتیا سره اړیکه ولري. که سمبول یوازې د مبهموالي لپاره وکارول شي، شعر به ژور نه، بلکې مغلق شي.نو زه به ووایم چې سمبول د شاعر د باطن او چاپېریال ترمنځ د اړیکې هنري ژبه ده. ټولنه مواد ورکوي، شاعر یې په خپل ذهن کې تجربه کوي،په تخیل کي یې اچوي او شعر یې په داسې سمبول وړاندې کوي چې شخصي تجربه یې په ګډه انساني او ټولنیزه معنا بدله شي.
مسعود: په پښتو ادب کې بیلابیل ادبي سبکونه دود لري.مهرباني وکړئ دا سبکونه راته پرګوته کړئ، او تاسې د دغو سبکونو ځانګړتیاوې او اغیز د پښتو ادب د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست، تاسې په شعر او شاعرۍ کې ځانته خپل سبک لرئ او که د کوم بل سبک پلوي کوئ؟
استاد سیماب: سبک تاسو په کومه مانا اخلئ؟ که چيري د فکر به مانا اخلی نو بيا ځواب يو دی که يې د فن په مانا اخلئ بيا ځواب بل دی(دا اوږد بحث دی) .زما په فکر، د سبک په اړه باید لومړی یوه خبره روښانه کړو. سبک په اصل کې د یوه شاعر یا لیکوال ځانګړی هنري او فني جوړښت او د بیان ځانګړې طریقه ده. یعنې هر شاعر د ژبې د استعمال، د خیال د وړاندې کولو، د تصویر جوړولو، د کلمو د انتخاب، د اهنګ، ترکیبونو، استعاراتو او د موضوعاتو د بیان له مخې خپل ځانګړی سبک پیدا کوي. په دې معنا سبک فردي ځانګړنه ده او هر پیاوړی شاعر خپل ځانګړی هنري غږ لري.البته د ادب په مطالعاتو کې «سبک» کله ناکله د یوه فکري یا هنري جریان او مکتب لپاره هم کارول شوی دی. لکه کلاسیکیزم، رومانتیزم، ریالیزم، سمبولیزم، سوریالیزم او نور. په دې معنا بیا سبک فردي نه، بلکې د ګڼو لیکوالو او شاعرانو ګډ فکري او هنري تمایل وي. په پښتو ادب کې هم موږ کولای شو دواړه مفاهیم سره بېل کړو. که د سبک خبره د فردي هنري جوړښت په معنا کوو، نو خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حميدبابا،امير حمزه شنواری، اجمل خټک، غني خان او نور هر یو خپل ځانګړی سبک لري. د هغوی د ژبې، خیال، فکر، تصویر، عاطفې او د بیان د طریقې ترمنځ توپیرونه د همدې فردي سبک څرګندونه کوي. خو که سبک د فکري مکتب په معنا واخلو، بیا په پښتو ادب کې د تصوف او عرفان، مزاحمتي رنګ، پښتون ريالزم، ترقي پسند رجحان، رومانويت، مقصديت او نور دي، نوې شاعرۍ او نورو فکري هنري تمایلاتو خبرې کولای شو. دا بیا د یوه فرد سبک نه، بلکې د یوه ادبي جریان یا ګډې فکري تجربې مسئله ده.زما په فکر، د پښتو ادب د ودې لپاره دواړه اړخونه مهم دي. ادبي مکتبونه د شاعر او لیکوال فکري افق پراخوي، خو فردي سبک هغه وخت رامنځته کېږي چې شاعر دغه اغېزې په خپل شخصي تخیل، تجربه او ژبه کې جذب او بیا یې په خپله ځانګړې بڼه وړاندې کړي.زه په خپله شاعرۍ کې هم هڅه کوم چې د کوم شاعر د سبک تقلید ونه کړم. له کلاسیکې شاعرۍ، معاصرې شاعرۍ، فلسفي او سمبولیک بیان څخه مې اغېز اخیستی دی، خو هڅه مې دا ده چې دغه اغېز په خپل فکري او هنري جوړښت کې داسې جذب کړم چې په پای کې خپل ځانګړی شعري ږغ پیدا کړم.زما په خيال د شاعر د سبک تر ټولو مهمه نخښه همدا ده چې شاعر د نورو په منځ کي خپل ځان پیدا کړي. مکتب فکري لار درښيي، خو سبک ستا د تګ خپله طریقه ده.
مسعود: ویل کیږي چې په پرتله د شعر د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر یو ښه او بریالی صنف دی. تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟ او دا راته وایاست خوشال خان خټک لکه څنګه چې پښتو شعر او نظم ښکلی او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم د یوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پر هنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ.
استاد سیماب: زما په اند، دا خبره په مطلق ډول سمه نه ده چې ګنې د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر تر شعر غوره او بریالی دی. شعر او نثر دواړه د انسان د داخلي نړۍ د اظهار پیاوړي هنري وسایل دي، خو د بیان طریقې او امکانات یې سره توپیر لري.شعر د وزن، اهنګ، ایجاز، خیال، تصویر، موسیقیت او عاطفي تمرکز له لارې احساس په ډېره لنډه او اغېزمنه بڼه وړاندې کوي. نثر بیا د تفصیل، تسلسل، وضاحت، داستاني فضا او د شخصیتونو د نفسياتي حالتونو د پراخ انځور امکانات لري. له همدې امله کله ناکله داسې احساسات چې په شعر کې په یوه بیت یا څو کرښو کې بیانېږي، په نثر کې د یوې بشپړې صحنې او داستان په وسیله څرګندېږي. نو زما په خيال د شعر او نثر ترمنځ د غوره والي مسئله نه، بلکې د هنري امکاناتو د توپیر مسئله ده.د خوشحال خان خټک په اړه بیا زه دا خبره ډېره مهمه ګڼم چې خوشحال یوازې ستر شاعر نه دی؛ هغه د پښتو د نثر په وده کې هم یو مهم بنسټګر دی. هغه پښتو نثر له پېچلي نيم شعري او مقفا بیان څخه تر یوه حده اسانه او خپل اصل بڼي پر لور بوت.د خوشحال په نثر کې د ده د شخصیت هغه ځانګړتیاوې هم ښکاري چې په شاعرۍ کې یې وینو: پیاوړی فکر، روښانه دریځ، د ژوند تجربه، حماسي روحیه، طنز، انتقاد، حکمت او د طبیعت او انساني ژوند ژوره مشاهده.په «دستارنامه» کې د پښتني ټولنې د مشرۍ، مېړانې، اخلاقو، نسب، دودونو او ټولنیزو ارزښتونو په اړه مهمي خبرې کوي. د دې اثر نثر د معلوماتو تر څنګ د شخصیتونو، پېښو او ټولنیزو ارزښتونو د انځورولو ځانګړی هنري رنګ لري.همدارنګه د خوشحال په نورو نثري اثارو کې موږ د طب، اخلاقو، سیاست، ټولنیز ژوند، تجربې او انساني طبیعت په اړه خبرې وینو. د ده نثر یوازې د یوې موضوع د بیان وسیله نه ده، بلکې د هغه د پراخ علم، تجربې او فکري نړۍ هنداره ده.که یې له کمیت او کیفیت دواړو پلوه وګورو، خوشحال خان د پښتو نثر لپاره یوه پراخه موضوعاتي ساحه پرانیسته. له کیفیتي پلوه یې نثر ته هر اړخيز فکري قوت، استدلال، روان بیان، طنزي رنګ، تجربوي لید او شخصیتي ځانګړتیا ورکړه.زما په اند، د خوشحال تر ټولو ستر نثري نوښت دا دی چې ده پښتو نثر یوازې د معلوماتو د انتقال وسیله نه؛ بلکې هغه یې د فکر، تجربې، انتقاد، ټولنیزې مشاهدې او ادبي اظهار وسیله وګرځوله.نو که د پښتو ادب په تاریخ کې د خوشحال مقام یوازې د شاعر په توګه وڅېړو، د هغه د شخصیت نیمه برخه به مو لیدلې وي. خوشحال شاعر، مفکر، مورخ، طبیب و؛ او د ده نثر د پښتو د ادبي او فکري نثر په تاریخ کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
مسعود: خوشال خان خټک وروسته له دې چې اورنګ زیب د مغولي دولت د زمامدارانو په سلا مشوره په نامردانه ډول ونیوو او د هند د (رنتبور) په بندیخانې کې یې بندي کړ، د ده په نښیرونو (آثارو) کې په ځانګړي توګه د نوموړي د شعر په هنر کې ډیر بدلونونه او رنګینتوب څرګند شو.
ستاسې پر اند د دې لامل دک او دلیل په څه کې وُ؟
استاد سیماب: زما په فکر، د خوشحال خان خټک د بند تجربه د هغه په شاعرۍ کې د فکري بدلون یو ډېر مهم لامل و. خوشحال له بند مخکې هم شاعر، جنګیالی، مشر او د خپل وخت له سیاسي حالاتو سره ژور تړاو لرونکی انسان و؛ خو کله چې د مغولي واکمنۍ له خوا په نامردانه توګه ونیول شو او د رنتبور په بند کې واچول شو، د هغه د ژوند تجربه ناڅاپه له یوه نوي او ډېر سخت حالت سره مخ شوه.بند د انسان له داخل سره د مخامخ کېدو یو ځانګړی حالت دی. له ازادۍ محرومیت، یوازېتوب، د خپل برخلیک په اړه فکر، د واکمن ظلم او د وطن او قوم د حالت اندېښنه د شاعر په ذهن او نفسياتو ژور اغېز کوي. همدا تجربه د خوشحال په شاعرۍ کې د ازادۍ، غیرت، مقاومت، پښتونولۍ او فردي کرامت مفکورې لا پیاوړې کړې.زه فکر کوم چې د خوشحال په شاعرۍ کې د بند دوره یوازې د موضوع د بدلون سبب نه شوه، بلکې د هغه د شاعرۍ عاطفي او نفسياتي ژورتیا یې هم زیاته کړه. هغه څه چې پخوا یې ښايي د یوه مشر او جنګیالي په توګه ویل، وروسته یې د یوه ځورېدلي، خو نه ماتېدونکي انسان له دننه څخه بیان کړل.د ده په شاعرۍ کې د بند درد، د ازادۍ ارمان او د مغولي واکمنۍ پر وړاندې مقاومت یو له بل سره داسې ګډ شول چې شعر یې یوازې شخصي درد پاتې نه شو؛ بلکې د یوه قوم د اجتماعي احساس او مقاومت ژبه شوه.له بلې خوا، بند د خوشحال د شخصیت یو بل اړخ هم راویښ کړی فلسفي او فکر انګېز اړخ. کله چې انسان له خپل عادي ژوند، واک، حرکت او ټولنیز چاپېریال څخه جلا شي، د ژوند، مرګ، برخلیک، انسان، عزت او ازادۍ په اړه یې فکر ژورېږي. خوشحال هم له دې تجربې څخه په استفادې خپل شعر له شخصي تجربې څخه د عمومي انساني تجربې پر لور بوت.نو زما په اند، د خوشحال د شاعرۍ هغه بدلون او رنګینتوب چې د بند له دورې وروسته لا ډېر څرګندېږي، د شخصي کړاو، سیاسي فشار، د ازادۍ د محرومیت، قومي احساس، مقاومت او ژورې فکري تجربې ګډه پایله ده.
په لنډه توګه، ویلی شو: بند خوشحال مات نه کړ؛ بند خوشحال لا پیاوړی، ژور او شاعرانه کړ. د زندان دېوالونو د هغه د بدن حرکت محدود کړ، خو د فکر او شعر افق یې لا پراخ کړ. له همدې امله د هغه د بند شعرونه یوازې د یوه بندي انسان فریاد نه دي، بلکې د ازادۍ، عزت او مقاومت ادبي سند هم ګڼل کېدای شي.
مسعود: زموږ په هیواد کې د لرغوني رزمي او حماسي ادبیاتو تاریخ یو ځانګړي بحث ته اړتیا لري، چې زیاتره یې د فولکلور په چوکاټ کې د خلکو په زړونو، سینو او مغزونو کې ځای نیولی دی. تاسې د یو لیکوال، ادیب او شاعر په توګه د دغو رزمي او حماسي ادبیاتو اغیز، اهمیت او ارزښت د مضمون، منځپانګې او محتوا له مخې پر ادبي فورم او ډول او د تاریخ په روښانه کولو کې څه ډول ارزوئ؟
استاد سیماب: زما د پښتو ادب د تیورۍ له نظره چي ما په خپل کتاب کي وړاندي کړې ده د دې پوښتني ځواب دا کېدای سي چي، رزمي او حماسي ادبیات یوازې د جګړو، اتلانو او مېړانې روایت نه دی؛ بلکې دا د یوه ولس د اجتماعي حافظې، فرهنګي کوډونو، ارزښتونو، تخیل او تاریخي شعور هنري متن دی. په ځانګړي ډول زموږ هغه لرغوني حماسي روایتونه چې د فولکلور په بڼه له نسلونو نسلونو ته انتقال شوي، د ولس په ګډه حافظه کې د یوه ځانګړي ادبي نظام حیثیت لري.که د متنمحورې تیورۍ له مخې ورته وګورو، نو په حماسي متن کې یوازې پېښه مهمه نه ده؛ بلکې ژبه، نخښې، تکرار، تصویر، کرکټر، روایت، تضاد او د معنا جوړښت ټول یو له بل سره اړیکه لري. اتل یوازې یو شخص نه پاتې کېږي، بلکې د یوې ټولنې د مطلوبو ارزښتونو سمبول ګرځي؛ دښمن هم یوازې یو فرد نه وي، بلکې د مقابل ارزښت یا ځواک استازیتوب کوي.له بلې خوا، د پښتني ادبي فرهنګي کوډ(ضابطه) له مخې په رزمي او حماسي ادب کې غیرت، مېړانه، وفاداري، ننګ، خپلواکي، میلمهپالنه، د خپلې خاورې دفاع او قرباني یوازې فردي صفتونه نه دي؛ بلکې هغه فرهنګي کوډونه دي چې د ټولنې د ګډ شعور برخه ګرځېدلي دي. حماسي روایت همدغه کوډونه په هنري ژبه بیا تولیدوي او له یوه نسل څخه بل نسل ته یې انتقالوي.د دې ادب په جوړښت کې اجتماعي تخیل هم ډېر مهم دی. ځکه فولکلوري حماسه د یوه لیکوال شخصي پنځونه نه ده؛ ولس پکې د وخت په تېرېدو سره خپلې تجربې، هیلې، وېرې، ارمانونه او ارزښتونه ورګډ کړي دي. له همدې امله په یوه حماسي روایت کې تاریخي واقعیت، افسانه، مبالغه او تخیل یو ځای لیدل کېږي.له تاریخي پلوه هم دا روایتونه مهم دي، خو زه یې له مستند تاریخ سره یو شان نه ګڼم. حماسي ادبیات موږ ته تل د یوې پېښې «عیني تاریخ» نه راکوي؛ بلکې د دې پېښې په اړه د ولس ذهنیت او تاریخي احساس راښيي. یعنې موږ ورڅخه دا پوښتنه هم کولای شو چې ولس خپل اتل څنګه تعریف کړی، د عدالت او ظلم تصور یې څه ډول و او کوم ارزښتونه یې د ساتلو وړ ګڼلي دي.د نوي تاریخپالنې له نظره هم دا حماسي روایتونه مهم دي؛ ځکه ادبي متن له خپل تاریخي او ټولنیز چاپېریال څخه جلا نه دی. په حماسي ادب کې د واک، مقاومت، قوم، خاورې، عدالت او خپلواکۍ هغه تصورونه چې رامنځته کېږي، د خپل وخت له ټولنیزو شرایطو سره اړیکه لري.نو زما په اند، د رزمي او حماسي ادب ارزښت یوازې په مضمون کې نه دی؛ مضمون، فورم، فرهنګي کوډ، اجتماعي حافظه، تخیل او تاریخي شعور ټول په ګډه د هغه ادبي ماهیت جوړوي. د حماسي ادب اتل د فرد له کچې پورته د ټولنې د ګډو ارمانونو استازی ګرځي، او همدا ټکی یې له عادي داستانه جلا کوي.له همدې امله زه زموږ د لرغوني حماسي فولکلور د پښتو ادب د تیورۍ لپاره ډېر مهم ګڼم. دا زموږ لپاره داسې ادبي تجربه ګاه ده چې پکې دمتن، فرهنګ، تاریخ، ټولنیز شعور، سمبول، تخیل او هویت اړیکې په طبیعي ډول مطالعه کېدای شي.که په یوه جمله کې یې ووایم: پښتو حماسي فولکلور د پښتني ټولنې د اجتماعي حافظې هنري متن دی؛ اتل یې د فرهنګي ارزښتونو سمبول، روایت یې د تاریخي شعور حافظه او ژبه یې د ولس د ګډ تخیل وسیله ده.
مسعود: دیو شمیر شاعرانو په شعرونو کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي زیات لیدل کیږي. تاسې په شعر کې دا لاملونه او فکتورونه څه ډول څیړئ؟ او دا راته وویاست چې تاسې هم په خپلو شعرونو کې له دغو لاملونو څخه هم کار اخیستئ او که نه؟
استاد سیماب: زما په خيال، مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي په شعر کې یوازې د شاعر د شخصي مزاج څرګندونه نه ده؛ دا ډېر وخت د شاعر د نفسياتي حالت، فکري دریځ، ټولنیز چاپېریال او فرهنګي کوډونو(ضابطو) انعکاس وي. شاعر چې له خپل وخت، ټولنې او ژوند سره ژوره اړیکه لري، د خپل چاپېریال کشمکشونه په شعر کې په بېلابېلو بڼو څرګندوي.مثلاً مستي کېدای شي د ژوند، مینې، ازادۍ او ښکلا د شدید احساس څرګندونه وي؛ یاغیتوب د حالاتو پر وړاندې د اعتراض او مقاومت ژبه کېدای شي؛ غرور کله کله د شخصیت د ځانباورۍ او انفرادي ځان خوښۍ نخښه وي او سرکښي بیا د جبر، محدودیت او تحمیل پر وړاندې د انسان د ازادۍ غوښتنه تمثیلولای شي.که د پښتني ادبي فرهنګي کوډ له مخې ورته وګورو، نو په پښتو شاعرۍ کې غیرت، ننګ، خپلواکي، مېړانه او د ظلم پر وړاندې درېدل له پخوانیو فرهنګي ارزښتونو سره تړاو لري. له همدې امله یاغیتوب او سرکښي په پښتو شعر کې یوازې انفرادي احساس نه دی؛ ډېر وخت د ټولنیز او فرهنګي مقاومت معنا هم پیدا کوي.له بلې خوا، د ارواپوهنې له مخې شاعر کله د خپل داخلي فشار، محرومیت، مینې، ماتې، غوسې یا ازادۍ غوښتنې د بیان لپاره هم له سرکښۍ او یاغیتوب څخه کار اخلي. یعنې هغه څه چې په ظاهره غرور ښکاري، کېدای شي په حقیقت کې د یو ژور داخلي درد یا د خپل «ځان» د اثبات هڅه وي.زه په خپله شاعرۍ کې هم له دې کیفیتونو سره مخامخ کېږم، خو زما لپاره یې استعمال هدف نه، بلکې د موضوع او احساس طبیعي نتیجه ده. کله چې د انسان د ازادۍ، کرامت، مینې یا مقاومت خبره کوم، هلته یاغیتوب او سرکښي د بیان یوه طبیعي ژبه ګرځي. کله چې د مینې او ژوند د مستۍ خبره وي، بیا مستي د خوښۍ او عاطفي سرشارهتوب په معنا راځي.خو زه غرور په مطلقه معنا نه ستایم. که غرور د ځانباورۍ او خپل شخصیت د ساتنې معنا ولري، ادبي ارزښت پیدا کوي؛ خو که د بل انسان د سپکاوي او ځانلوړ ګڼلو معنا ولري، بیا یې مثبت ادبي ارزښت نه وینم.نو زما په اند، په شعر کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي هغه وخت هنري ارزښت پیدا کوي چې د شاعر له فکري نړۍ، نفسياتي تجربې، ټولنیز واقعیت او فرهنګي چاپېریال سره عضوي اړیکه ولري. شاعر باید یوازې د یاغي ښکاره کېدو لپاره یاغي نه شي؛ بلکې یاغیتوب یې باید د یوې ژورې تجربې او معنا هنري بیان وي.په لنډه توګه، زه دا کیفیتونه د شعر د موضوع په توګه نه، بلکې د شاعر د احساس، فکر او فرهنګي دریځ د بیان د هنري وسایلو په توګه ګورم.
مسعود: د رحمان بابا په شعر کې، په پرتله د نورو شاعرانو د تصوف رنګ ډیر زیات څرګند دی. مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ، او دا راته وویاست، چې د ده په مجازي او حقیقي عشق کې کوم ځانګړي توپیرونه شتون لري؟
استاد سیماب: رحمان بابا د پښتو کلاسیک ادب له هغو شاعرانو څخه دی چې تصوف او عرفان یې د شاعرۍ له بنسټیزو موضوعاتو څخه دي. د ده تصوفي فکر یوازې د اصطلاحاتو او صوفيانه تعبیرونو په کارولو محدود نه دی، بلکې د ده د شاعرۍ په اخلاقي نړۍ کې ریښې غځولې دي.د رحمان بابا په شعر کې مینه، انسانیت، عاجزي، صبر، زهد، د نفس تزکیه، د دنیا بېثباتي او د انسان د باطني اصلاح مهم ځای لري. هغه د ظاهري ژوند تر شا د یوه معنوي حقیقت د موندلو هڅه کوي. د ده لپاره انسان د ظاهر له کچې ډېر ژور موجود دی او د انسان د کمال لار د باطن له اصلاح او د مینې له تجربې سره تړلې ده.د رحمان بابا د تصوفي فکر یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هغه تصوف له انساني اخلاقو سره نښلوي. د هغه په شعر کې ریښتینی صوفي هغه څوک نه دی چې یوازې له نړۍ ځان ګوښه کړي؛ بلکې هغه څوک دی چې له انسان سره مینه، له خلکو سره ښه چلند او له خپل نفس سره مبارزه ولري.د مجازي او حقیقي عشق په اړه زما په اند د رحمان بابا په شاعرۍ کې دواړه سره تړلي دي. مجازي عشق د انسان د احساس، ښکلا او مینې له محسوسې تجربې څخه پیلېږي، خو شاعر هڅه کوي چې له دې ظاهري مینې څخه د یوې لوړې او معنوي مینې پر لور حرکت وکړي.مجازي عشق د محبوب د ښکلا، دیدن، فراق، وصال او انساني عاطفې په ژبه بیانېږي؛ خو حقیقي عشق بیا د الله تعالی، حقیقت او مطلقې ښکلا سره د انسان د روح د تړاو معنا پیدا کوي.د رحمان بابا ځانګړتیا دا ده چې مجازي عشق د حقیقي عشق پر وړاندې نه دروي، بلکې د هغه د درک لپاره یې یوه وسیله ګرځوي. ظاهري ښکلا د معنوي ښکلا نخښه ګرځي او انساني مینه د مطلقې مینې پر لور د تګ یوه تجربه.البته د رحمان بابا په شاعرۍ کې عشق یوازې فلسفي یا عرفاني مفهوم نه دی؛ هغه یې له انسانیت سره هم تړلی دی. له همدې امله د ده عشق د فردي محبوب له دایرې څخه وځي او د ټول انسان، سولې، محبت او اخلاقو تر کچې رسېږي.نو که په لنډه جمله کې یې ووایم: رحمان بابا په مجازي عشق کې د انسان د زړه تجربه ویني، خو په حقیقي عشق کې د روح منزل؛ مجازي مینه د لارې ښکلا ده او حقیقي مینه د لارې مقصد.
مسعود: تصوف په پښتو ادب کې څه وخت او د لومړي ځل لپاره د چا له خوا په کوم پېر کې رامنځته شو، او دا راته وویاست چې د تصوفي شعرونو په برخه کې کومو نامتو شاعرانو رغنده او فعاله ونډه اخیستی ده. مهرباني وکړئ د دغو شاعرانو د شعرونو څو بیلګې راته په ګوته کړئ ؟
استاد سیماب: زما په خيال، په پښتو ادب کې د تصوف د پیل په اړه باید د «شفاهي ادب» او «ثبت شوي ادب» ترمنځ توپیر وکړو. د پښتو په شفاهي ادب کې ښايي عرفاني او دیني مفاهیم تر دې وړاندې هم موجود وو؛ خو په ثبت شوي پښتو ادب کې تصوف د یوه منظم فکري او ادبي جریان په توګه په ځانګړي ډول د شپاړسمې پېړۍ د پيرروښان له ظهور سره څرګند شو.بایزید انصاري، چې په پیر روښان مشهور دی، د روښاني مکتب بنسټګر و. د هغه خیرالبیان په پښتو کې د تصوفي او اخلاقي فکر له لومړنیو مهمو ثبت شوو اثارو څخه ګڼل کېږي. هغه د پښتو په نثر او نظم کې د عرفاني، اخلاقي او فکري مفاهیمو لپاره نوې ساحه پرانیسته.د روښاني مکتب له مهمو شاعرانو څخه ارزاني خویشکی، مخلص، میرزاخان انصاري، دولت لواڼی او واصل د یادونې وړ دي. په ځانګړي ډول میرزاخان انصاري د روښاني فکر او شاعرانه هنر ترمنځ د توازن له امله ځانګړی مقام لري. د روښاني شاعرۍ په اړه څېړنې هم څرګندوي چې دغو شاعرانو عرفاني اصطلاحات، رمز، اشاره او د باطني تجربې مفاهیم پښتو شعر ته داخل کړل.له بلې خوا اخوند دروېزه د روښاني مکتب مخالف و او د مخزن الاسلام په څېر اثارو له لارې یې خپل دیني او فکري دریځ وړاندې کړی. له دې کبله د پښتو د تصوفي او دیني ادب لومړنی پړاو یوازې یو رنګ نه لري، بلکې د مختلفو فکري لیدلورو ترمنځ یو ژور فکري تعامل هم پکې لیدل کېږي.وروسته په اوولسمه پېړۍ کې رحمان بابا، خوشحال خان خټک ،عبدالقادر خان خټک او نورو شاعرانو په بېلابېلو اندازونو کې عرفاني او تصوفي مفاهیم وړاندې کړل. خو د دوی تصوف یو شان نه دی؛ د هر شاعر د شخصیت، فکري نړۍ او هنري جوړښت له مخې یې بڼه بدلېږي.په دې لړ کې رحمان بابا ځانګړی مقام لري. د هغه په شاعرۍ کې مینه، انسانیت، اخلاق، نفسپالنه، د دنیا بېثباتي، توکل او د انسان د باطني اصلاح مفاهیم په داسې ساده، روانه او هنري ژبه وړاندې شوي چې تصوفي فکر یې د ولس له ورځني احساس سره نزدې کړی دی. د هغه دیوان نزدې ټول په غزلو ولاړ دی او تصوفي فکر یې د شاعرۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی.د بېلګې په توګه د رحمان بابا دا بیتونه د دنیا د ظاهري ارزښتونو پر وړاندې د هغه د عرفاني لید څرګندونه کوي:
هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا - بې وقوف دی وقوفدار د دې دنیا
***
روښنایي په هغو زړونو ده حرامه- چې پرې کېني ګرد غبار د دې دنیا
دلته دنیا، غبار او روښنایي یوازې عادي کلمې نه دي؛ بلکې د تصوفي فکر رمزي او معنوي کوډونه دي. د دنیا غبار د انسان د باطن د تیارو، او روښنایي د معنوي بیدارۍ او معرفت نخښه ګرځي. دا هغه ځای دی چې تصوف له ساده دیني وعظ څخه ادبي او هنري تجربې ته اوړي.
نو که د پښتو ادب د تیورۍ له مخې یې تحلیل کړو، زه تصوف یوازې د یوه دیني مضمون په توګه نه ګڼم؛ بلکې دا د پښتو ادب په تاریخ کې یو فکري ، هنري نظام دی چې د انسان د ظاهر او باطن، مینې، معرفت، حقیقت، نفس، اخلاقو او د نړۍ د معنا په اړه یې د شاعرۍ د فکر ساحه پراخه کړې ده.په بله وینا، روښاني پېر پښتو شعر ته د تصوفي فکر دروازه پرانیسته، میرزاخان انصاري او نورو روښاني شاعرانو یې هنري ژبه پراخه کړه، او رحمان بابا دغه عرفاني تجربه په ساده، روانه او ژوره ولسي ـ هنري ژبه کې یوې لوړې شاعرانه مرحلې ته ورسوله.
مسعود: تاسې په شعر و ادب کې اسطوره څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟ او دا راته وویاست، چې د اسطورې او سیمبولونو تر منځ څه توپیر شتون لري، د یو شاعر په نوښتګرانه هاندو و هڅو او ادبي هستونو او پنځونو کې څه اغیز لري؟
استاد سیماب: زما په خيال، اسطوره د یوه ولس د اجتماعي تخیل، تاریخي حافظې، عقیدوي تصوراتو او فرهنګي تجربو هغه لرغونی روایت دی چې د انسان، طبیعت، اتلانو، خدایانو، فوقالعاده ځواکونو او د نړۍ د پیدایښت او معنا په اړه ځانګړې معناوې او باورونه پکې نغښتي وي. اسطوره یوازې یوه پخوانۍ کیسه نه ده؛ بلکې د یوه قوم د نړۍلید او فرهنګي حافظې یوه ژوره برخه ده.په ادبي متن کې اسطوره هغه وخت ځانګړی اهمیت پیدا کوي چې شاعر یا لیکوال له یوې لرغونې اسطورې څخه د خپلې زمانې د یوې نوې تجربې د بیان لپاره استفاده وکړي. په دې توګه اسطوره له خپل تاریخي وخت څخه راووځي او په نوي متن کې نوې معنا پیدا کوي.
اسطوره او سمبول نږدې اړیکه سره لري، خو یو شی نه دي. اسطوره عموماً یو بشپړ روایت، کرکټر، پېښه یا فرهنګي نظام وي؛ سمبول بیا یو نخښه، تصویر، شی یا مفهوم دی چې له خپلې ظاهري معنا څخه ورهاخوا یوه بله ژوره معنا انتقالوي.مثلاً رستم په اصل کې یو اسطوري ـ حماسي شخصیت دی؛ خو یو شاعر کولای شي رستم د مېړانې، مقاومت او ځواک سمبول هم وګرځوي. همدارنګه ققنس یوه اسطوري مرغۍ ده؛ خو په نوي ادبي متن کې د بیا رازېږېدو، قربانۍ یا نوي ژوند سمبول کېدای شي.له همدې امله ویلی شو چې هره اسطوره سمبولیک ظرفیت لري، خو هر سمبول اسطوره نه ده.د شاعر په نوښتګرانه تخليق کې اسطوره ډېر اهمیت لري؛ ځکه شاعر له یوه زاړه فرهنګي روایت څخه د نوې معنا د جوړولو لپاره استفاده کوي. دا کار د متن د معنا ساحه پراخوي او لوستونکی له تېر، حال او راتلونکي سره په یوه فکري اړیکه کې دروي.د بېلګې په توګه، که معاصر شاعر د ښامار له لرغوني تصور څخه استفاده وکړي، ښامار یوازې یو افسانوي شی نه پاته کېږي؛ شاعر یې کولای شي د ظلم، استبداد، فساد، زور، وېرې یا داسې ځواک لپاره وکاروي چې یو سر یې پرې شي او بل سر یې راټوکېږي. په دې توګه یو لرغونی اسطوري تصویر د معاصرې ټولنې د تجربې هنري بیان ګرځي.همدا ځای د اسطورې له بیا تخليق سره تړاو لري. نوښتګر شاعر اسطوره نه تکراروي؛ بلکې هغه اخلي، له خپلې زمانې سره یې مخامخ کوي او نوی معنويت ورکوي.زما په خيال، اسطوره د شاعر لپاره د فرهنګي حافظې خزانه ده او سمبول د هغې حافظې د هنري انتقال وسیله. شاعر چې له دې دواړو څخه په نوښتګر ډول استفاده وکړي، شعر یې څو پوړیزه معنا پیدا کوي او لوستونکی مجبورېږي چې د متن تر ظاهري سطحې لاندې پټې معناوې هم کشف کړي. په لنډه توګه: اسطوره د اجتماعي تخیل او فرهنګي حافظې لرغونی روایت دی، سمبول د معنا د انتقال هنري نخښه ده؛ او نوښتګر شاعر د اسطورې له پخوانۍ معنا څخه د خپلې زمانې لپاره نوې سمبولیکه معنا جوړوي. همدا بهیر د ادبي متن د ژورتیا، نوښت او معنايي پراختیا سبب کېږي.
مسعود: تاسې، لنډۍ چې زموږ د ولسي ادب او فلکلور یوه غوره، مهمه او با ارزښته برخه ده څه ډول راپیژنئ، او دا راته وویاست چې د لنډیو شاعران څوک دي او په پښتو ادب کې د لنډیو ژورې ځانګړتیاوې او اغیز څه ډول ارزوئ؟
استاد سیماب: لنډۍ د پښتو ولسي ادب او فولکلور یو له تر ټولو لرغونو، ژورو او ژوندیو شعري فورمونو څخه ده. لنډۍ عموماً له دوو مسرو څخه جوړه وي؛ لومړۍ مسره یې لنډه او دویمه یې نسبتاً اوږده وي، خو د دې کوچني فورم دننه د پښتني ولس پراخه عاطفي، فکري او ټولنیزه تجربه نغښتې ده.د لنډۍ یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې شاعر یې مشخص فرد نه دی.دا د ولس ګډه شتمني ده. موږ د ډېرو لنډیو شاعر یا پنځوونکی نه شو معلومولای. لنډۍ د ولس په ګډه حافظه کې رامنځته کېږي، نسل په نسل انتقالېږي او د وخت په تېرېدو کې یې ولس اصلاح، بدله او بشپړه وي. له همدې امله زه لنډۍ د یوه فردي شاعر پر ځای د د ولس ګډه شتمني ګڼم.البته دا معنا نه لري چې هره لنډۍ حتماً په یوه شېبه کې د ټول ولس له خوا جوړه شوې ده. کېدای شي لومړی یې یو فرد ووایي، خو کله چې هغه د ولس له احساس او تجربې سره همغږې شي، ولس یې اخلي، ساتي، بدلون ورکوي او خپل ګډ ادبي میراث یې ګرځوي. په دې معنا د لنډۍ حقیقي شاعر ولس دی.
د لنډیو ژوره ځانګړتیا د هغوی په ایجاز او معنوي پراخوالي کې ده. په دوو مسرو کې د مینې، فراق، وصال، جګړې، وطن، کډوالۍ، مور، خور، ښځې، ټولنیز ژوند، غیرت، طنز، اعتراض، غم او خوښۍ ډېرې پراخې تجربې بیانېږي.لنډۍ په ځانګړي ډول د پښتنې ښځې د باطن د اظهار یوه مهمه ولسي ژبه هم ده. هغه احساسات چې ښايي په عادي ټولنیز ژوند کې په مستقیم ډول بیانول ستونزمن وي، په لنډۍ کې په ډېر جرأت او هنري رمز بیان شوي دي. له همدې امله لنډۍ د پښتني ټولنې د ښځینه او نارینه دواړو عاطفي او اجتماعي نړۍ یوه مهمه حافظه ده.ما په خپل کتاب کي د دې جمالياتي او نور اړخونه بيان کړي دي.ما خپل کتاب؛د پښتو ادب تیورۍ؛ کي دا نظر وړاندي کړی دی چي لنډۍ د ولسي فرهنګي کوډونو د مطالعې لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. په لنډیو کې مینه، وفاداري، غیرت، ننګ، وطن، کورنۍ، مېلمهپالنه، قرباني او مقاومت یوازې موضوعات نه دي؛ بلکې د پښتني ټولنې د فرهنګي ارزښتونو کوډونه دي چې په هنري ژبه انتقال شوي دي.د لنډۍ بله ځانګړتیا موسیقیت، طبیعي اهنګ، تصویر او ناڅاپي پای دی. دویمه مسره ډېر وخت داسې ټکان ورکوونکی تصویر یا معنا وړاندې کوي چې د لومړۍ مسرې عاطفي فضا لا ژوره کړي. له همدې امله لنډۍ د لږو الفاظو په وسیله ډېر زیات احساس او معنا انتقالوي.له تاریخي پلوه هم لنډۍ ارزښت لري. ځکه په ډېرو مواردو کې د هغو پېښو، جګړو، کډوالیو او ټولنیزو بدلونونو انعکاس پکې موندل کېږي چې رسمي تاریخ یې ښايي په بشپړ ډول ثبت نه کړي. نو لنډۍ د ولسي تاریخي حافظې یوه مهمه سرچینه هم ده.زه به لنډۍ د پښتو ادب د کوچني فورم او لویې معنا یوه بېلګه وبولم. د هغې ښکلا په دې کې ده چې د شاعر نوم نه لري، خو د ولس ږغ لري؛ کتاب یې نه درلود، خو حافظه یې کتاب شوه؛ او لیکلی مؤلف نه لري، خو نسلونو نسلونو یې پنځونه کړې ده.
نو په لنډه توګه، لنډۍ د پښتني ولس ګډ شعري وجدان دی؛ دوه مسرې لري، خو د یوه ولس د مینې، درد، ارمان، مقاومت او ژوند یوه پراخه نړۍ پکې ځای شوې ده.
مسعود: تاسې د لنډیو معنوي او حماسي انځورونه او تشبیهات څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو انځورونو او تشبیهاتو څو بیلګې را ته پر ګوته کړئ.
استاد سیماب: زما په اند، د لنډیو یوه لویه هنري ځانګړتیا دا ده چې په ډېر لږو الفاظو کې ډېر ژور معنوي، عاطفي او حماسي انځورونه جوړوي. لنډۍ یوازې احساس نه بیانوي، بلکې د طبیعت، انسان او کلتور له محسوسو عناصرو څخه د پراخو معناوو لپاره استفاده کوي.د معنوي انځور یوه ډېره ښکلې بېلګه دا ده:
جانان مې ستوری د اسمان دی - نه ورختی شم، نه مې زړه صبر کوینه
دلته جانان د اسمان له ستوري سره تشبیه شوی دی. ستوری ښکلی او روښانه دی، خو له انسانه لرې دی. په دې توګه د محبوب ښکلا، لوړ مقام او د عاشق د ناتوانۍ احساس په یوه کوچني تصویر کې راټول شوی دی.همدارنګه:
جانانه فکر پکې وکړه - مینه سور اور دی، وارخطا نشې مینه
دلته مینه له سور اور سره تشبیه شوې ده. اور د عشق شدت، سوځېدنه او خطر څرګندوي. نو یو محسوس شی، یعنې اور، د انسان د یوه ژور باطني حالت د بیان لپاره کارول شوی دی.د حماسي انځورونو یوه ډېره پیاوړې بېلګه بیا دا ده:
ځان د وطن په شمع سیزه - چې پتنګان دې د زیارت طواف کوینه
دلته وطن د شمعې او وطنپال انسان د پتنګ په توګه انځور شوی دی. پتنګ د شمعې په مینه کې ځان سوځوي؛ نو د وطن لپاره د قربانۍ، میړانې او فداکارۍ ډېر پیاوړی حماسي تصویر ترې جوړېږي. زیارت هم دې قربانۍ ته د تقدس او درناوي معنا ورکوي.زما په خيال، د لنډۍ د انځور اصلي قوت یوازې په تشبیه کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې یو کوچنی محسوس تصویر د یوې لویې عاطفي، معنوي یا حماسي معنا حامل ګرځي. همدا ایجاز او تصویري قوت دی چې لنډۍ د ولس په حافظه کې ژوندۍ ساتي.
مسعود: تاسو په پښتني ټولنه کې د پښتو متلونو اهمیت او ارزښت د خلکو په منځ کې د انساني او اخلاقي اړیکو د ټینګښت په تړاو او د معنوي، رواني او عنعنوي اغیز، ښیګڼو او لارښوونو په اړه څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو متلونو څو بیلکې راته پر ګوته کړئ ؟
استاد سیماب: زما په خيال، پښتو متلونه د پښتني ټولنې د ټولنیز، اخلاقي او فرهنګي شعور یوه مهمه برخه ده. متلونه یوازې د خبرو د ښکلا لپاره نه کارېږي، بلکې د ولس د اوږدې تجربې، پوهې، اخلاقي ارزښتونو او اجتماعي ژوند لنډې او پخې پایلې دي. پښتون ولس ډېر وخت د یوې اوږدې خبرې پر ځای په یوه متل کې خپله خبره داسې راټولوي چې هم پکې حکمت وي، هم نصیحت او هم د ژوند تجربه.د انساني او اخلاقي اړیکو د ټینګښت په برخه کې متلونه ځانګړی اهمیت لري. «یو لاس ټک نه کوي» د ګډ کار او همکارۍ ارزښت بیانوي او انسان ته ښيي چې ټولنیز ژوند د یو بل له مرستې پرته بشپړېدای نه شي. همدارنګه «څه چې کرې، هغه به رېبې» انسان د خپلو کړنو د پایلو مسؤولیت ته متوجه کوي او د نېک عمل، انصاف او احتیاط لارښوونه کوي.د متلونو معنوي او نفسياتي اغېز هم ډېر مهم دی. کله چې یو انسان له ستونزې، ماتې یا ناامېدۍ سره مخ شي، ولسي متلونه ورته د صبر، حوصلې او تجربې پیغام ورکوي. مثلاً «صبر که تريخ دی، مېوه یې خوږه ده» انسان ته دا روحیه ورکوي چې د ستونزو په وړاندې باید حوصله له لاسه ورنه کړي، ځکه د زغم پایله ښه کېدای شي.د عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې له پلوه هم متلونه د پښتني ټولنې یوه مهمه حافظه ده. په متلونو کې د مېلمه پالنې، مشرانو درناوي، غیرت، عزت، همکارۍ، رښتینولۍ او ټولنیز مسؤولیت ګڼ ارزښتونه له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شوي دي. د بېلګې په توګه: «مېلمه د خدای دوست دی» د پښتني مېلمه پالنې هغه دودیز ارزښت بیانوي چې مېلمه ته درناوی د ټولنیز اخلاقو یوه برخه ګڼي.متلونه د انسان د نفسياتي حالت د درک او اصلاح وسیله هم ګرځي. انسان ته د شخصي تجربې او د حقیقت د پېژندلو اهمیت ورپه ګوته کوي. همدارنګه «د بل په عیب پسې مه ګرځه، خپل عیب به دې هېر شي» د ځاناصلاح او د نورو د عیبونو د نه لټولو اخلاقي پیغام لري.
زما په خيال د پښتو متلونو ځانګړتیا دا ده چې د ولس فلسفه یې په لنډو جملو کې خوندي کړې ده. دوی د کتابي فلسفې پر ځای د ژوند له تجربې راوتلې فلسفه وړاندې کوي. له همدې امله یې اغېز پر عام انسان ډېر مستقیم او ژور وي.نو په پای کې ویلی شو چې پښتو متلونه د پښتني ټولنې شفاهي اخلاق، اجتماعي تجربه، نفسياتي حکمت او عنعنوي ارزښتونه له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالوي. متل د ولس لنډه خبره ده، خو تر شا یې اوږده تجربه ولاړه وي؛ همدا وجه ده چې په پښتني ټولنه کې یې لا هم د نصیحت، پرېکړې، ټولنیزې اړیکې او اخلاقي لارښوونې په توګه ځانګړی اعتبار ساتلی دی.
مسعود: پښتو غزل هغه شعري ځیل( ژانر) دی، چې د پښتو ادب په بیلابیلو تاريخي پېرونو(دورو) کې نومياليو ويناوالو او شاعرانو د انساني ژوند د راز راز سکالوو (موضوعاتو) او اړخونو پر بنسټ د پښتو ادب دنگه ماڼۍ ځلانده او اوچته ساتلې ده. که مهرباني وکړئ د پښتو غزل د ودې، پرمختګ او پراختیا په اړه خپل لید راسره شریک کړئ؟
استاد سیماب: ستا دا پوښتنه پوره د ايم فل د تهيسز تقاضا کوي خو زه هڅه کوم چي لنډ او جامع غوندي ځواب ووايم او دا به نيمګړی وي.
زما په خيال، پښتو غزل د پښتو ادب له هغو مهمو شعري ژانرونو څخه دی چې د وخت له بدلونونو سره یې خپل ځان ته نوی رنګ او نوی بیان ورکړی دی. که د پښتو غزل تاریخي بهیر ته وګورو، نو وینو چې د دې ژانر وده یوازې د شاعرانو د شمېر له زیاتېدو سره نه، بلکې د فکري، موضوعي، هنري، ژبني او تخنیکي بدلونونو له لارې هم شوې ده.د پښتو غزل لومړنۍ ریښې له کلاسیکې شاعرۍ سره تړاو لري. په دې پړاو کې غزل تر ډېره د عشق، عرفان، تصوف، ښکلا او انساني عاطفې د بیان وسیله وه. خو پښتو شاعرانو ډېر ژر غزل له خپلې ټولنیزې او فرهنګي تجربې سره وتاړه او هغه یې د خپل ژوند، چاپېریال او فکري نړۍ د بیان یوه مهمه وسیله وګرځوله.په کلاسیک پړاو کې رحمان بابا او خوشحال خان خټک،حميدبابا د پښتو غزل د ودې په تاریخ کې ځانګړی مقام لري. رحمان بابا غزل ته د عشق، عرفان، اخلاقو او انساني معنویت ژوره فلسفه ورکړه؛ په داسې حال کې چې خوشحال خان خټک د مینې ترڅنګ د مېړانې، آزادۍ، پښتني ارزښتونو او انساني عزت موضوعات هم د شاعرۍ نړۍ ته داخل کړل. له همدې امله د دوی شاعري د پښتو غزل د موضوعي پراختیا مهم پړاو ګڼل کېدای شي.خو حميدبابا او د سبک هندي نورو شاعرانو پښتو غزل د پېچلو استعارو،تشبهاتو او تراکيبو سره داسي واخښوله چي د فارسي ژبي خواږه يې هم ډېر ورسره راوړه چي د غزل د پېچلتوب سبب شو.وروسته د پښتو غزل په بېلابېلو تاریخي پېرونو کې نویو شاعرانو د دې ژانر ساحه لا پراخه کړه. غزل له فردي عشق څخه ورو ورو د ټولنیزو ستونزو، سیاسي وضعیت، وطنپالنې، آزادۍ، هجرت، فقر، جګړې، سولې او انساني دردونو تر بیان پورې ورسېد. په معاصر پړاو کې شاعر نور یوازې د خپل محبوب له ښکلا سره خبرې نه کوي، بلکې له ټولنې، تاریخ، سیاست، انسان او خپل عصر سره هم خبرې کوي.د پښتو معاصر غزل یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د کلاسیکې غزلې عاطفي او موسیقايي میراث یې ساتلی، خو د بیان او فکر ساحه یې پراخه کړې ده. معاصر شاعر له نوو تجربو، نوو تشبیهاتو، سمبولونو او ژبنیو امکاناتو څخه استفاده کوي. په دې توګه غزل د زمانې له فکري بدلونونو سره ځان عیاروي.
زما په خيال، د پښتو غزل د پراختیا په برخه کې د ښځینه شاعرانو ونډه هم ډېره مهمه ده. ښځینه شاعرانو د مینې، کورني ژوند، ټولنیزو محدودیتونو، ښځینه احساس، انتظار، فراق او خپلواکۍ موضوعاتو ته له خپلې ځانګړې تجربې څخه نوی شعري بیان ورکړی دی. په دې توګه د غزل عاطفي او انساني نړۍ نوره هم پراخه شوې ده.د پښتو غزل د پرمختګ بله مهمه وسیله ژبه او هنري تخنیک دی. د شاعرانو له خوا د تشبیه، استعاري، سمبول، تلمیح، ایهام او تصویري ژبې پراخ استعمال غزل ته هنري ژورتیا ورکړې ده. همدارنګه د موسیقايي جوړښت، وزن، قافیې او ردیف په برخه کې د شاعرانو نوښتونو د دې ژانر شعري ښکلا پیاوړې کړې ده.نو که په لنډ ډول ووایم، پښتو غزل له عشق څخه پیل شوې، خو په عشق کې محدوده نه ده پاته شوې. له فردي احساسه یې د ټولنې تر احساسه، له شخصي درد څخه تر تاریخي درد پورې او له ښکلا څخه تر فلسفې او ټولنیز شعور پورې سفر کړی دی.د پښتو غزل د ژوندي پاتې کېدو ستر راز همدا دی چې له خپل کلاسیک میراث سره اړیکه ساتي، خو د هر نوي عصر نوې پوښتنې او نوې تجربې هم په خپل شعري وجود کې ځایوي.که غزل د خپل وخت له انسان سره خبرې وکړای شي، نو د دې ژانر وده او پراختیا به تل روانه وي.
مسعود: شعر او موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. تاسې په دې اړه څه لید لرئ، او دا راته وویاست، چې ستاسې شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلي دي؟
استاد سیماب: شعر او موسیقي د هر کلتور د ماڼۍ دوه داسې بنسټیزې ستنې دي، چې یو د بل له سیوري پرته بشپړ اغېز نه شي ښندلای. شعر د انسان د احساس، فکر او تجربې ژبه ده او موسیقي همدې احساس ته اواز، حرکت او عاطفي ځواک ورکوي. په ځانګړې توګه زموږ په پښتني کلتور کې شعر او موسیقي له ډېر پخوا راهیسې یو له بل سره ژوره اړیکه لري. لنډۍ،غاړي، غزل، بدله، چاربیته او نور ولسي او ادبي شعري فورمونه د موسیقۍ له لارې له یوې سینې څخه بلې سینې ته او له یوه نسل څخه بل نسل ته رسېدلي دي.زما په اند، کله چې یو ښه شعر د موسیقۍ جامه واغوندي، نو د هغه د اغېز ساحه لا پراخېږي. شعر د فکر او کلام قوت لري او موسیقي هغه فکر او احساس ته عاطفي خوځښت ورکوي. له همدې امله زموږ په ټولنه کې ډېر داسې شعرونه شته چې خلک یې د کتاب له مخه نه، بلکې د سندرغاړو له اوازه پېژني. زما ځینې غزلې هم پخوا د پاکستان ټلویزیون (PTV) او راډیو پاکستان کوټې له لارې د سیمې ځینو سندرغاړو ویلي دي. دا زما لپاره یوه ځانګړې خوښي وه، ځکه چې شعر هغه وخت لا ډېر ژوندی احساس پیدا کوي، کله چې له کتاب او کاغذ څخه ووځي او د یوه هنرمند په اواز کې د خلګو تر غوږونو ورسېږي.
مسعود: یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو او نوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالو نښیرونه(آثار) او شعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو نښیرونو(آثارو) ژباړه او یا زموږ د نښیرونو(آثارو) ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز ښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه؟
استاد سیماب: زما په خيال ژباړه د دوو ژبو ترمنځ یوازې د کلمو د انتقال وسیله نه ده، بلکې د دوو کلتورونو، فکرونو او ادبي تجربو ترمنځ د اړیکې یو مهم پُل دی. کله چې موږ د نړۍ د نورو ژبو مهم ادبي او فکري آثار پښتو ته راژباړو، نو زموږ ادب له نوو افکارو، ادبي نظریو، اسلوبونو او هنري تجربو سره اشنا کېږي. همدارنګه، کله چې زموږ پښتو آثار نورو ژبو ته وژباړل شي، نو پښتو ادب د خپلې ژبې له جغرافیایي او فرهنګي محدودې څخه وځي او د نړۍ له لوستونکو سره د خبرو امکان پیدا کوي.
په ځانګړې توګه د پښتو ادب لپاره ژباړه ځکه ډېره مهمه ده چې زموږ ادبي او فرهنګي شتمني ډېره پراخه ده، خو لا هم د نړۍ په ادبي چاپېریال کې په هغه اندازه نه ده پېژندل شوې چې باید پېژندل شوې وای. که زموږ کلاسیک شعر، افسانه، ناول، ولسي ادب او معاصر شعر په انګلیسي او نورو نړیوالو ژبو وژباړل شي، نو نړۍ به له پښتني ژوند، فکر، کلتور، تاریخ او جمالیاتو سره لا ښه اشنا شي.له بلې خوا، یوازې ژباړه بسنه نه کوي؛ د ژباړونکي ادبي ذوق او د دواړو ژبو له فرهنګي ځانګړنو سره بلدتیا هم ډېر اهمیت لري. ښه ژباړه باید د اصلي اثر روح، هنري کیفیت او فکري ژورتیا تر ډېره وساتي. په ځانګړې توګه د شعر ژباړه ډېره ستونزمنه ده، ځکه شعر یوازې الفاظ نه دي؛ وزن، موسیقي، استعاره، کلتوري رمزونه او عاطفه هم ورسره تړلې وي.ما هم د خپل ادبي او څېړنیز کار په ترڅ کې له ژباړې سره تر یوه بریده کار کړی دی او د نورو ژبو له ادبي او فکري اثارو څخه مې د استفادې هڅه کړې ده. زما په اند، زموږ د ادبي څېړنې د پرمختګ لپاره دا ډېره مهمه ده چې له نړیوالو ادبي نظریو او تجربو سره اړیکه ولرو، خو په عین وخت کې خپله ادبي او فرهنګي ځانګړتیا هم له لاسه ور نه کړو.بل دا چي سږ کال مي يو پي ايچ ډي سکالر په د سهيلي پښتونخوا پر ژباړه باندي ډګرۍ ترلاسه کړې ده.په پای کې به ووایم چې ژباړه د پښتو ادب لپاره د نړۍ پر لور یوه کړکۍ ده، او د پښتو ادب ژباړه بیا نړۍ ته زموږ د فکر، احساس، تاریخ او کلتور د ورپېژندلو یوه وسیله ده. که دې کار ته په علمي او مسلکي ډول پاملرنه وشي، نو د پښتو ادب د ودې، نړیوال معرفت او فرهنګي پیاوړتیا لپاره ډېر ستر اغېز لرلای شي.
مسعود: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي، ستاسې پر اند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغېز لري؟ شاعر او لیکوال څنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي؟
استاد سیماب: کله چې په یوه ټولنه کې د عقایدو او فرهنګ په نوم سانسور واکمن شي، تر ټولو لومړی اغېز یې د شاعر او لیکوال پر ازاد فکر او تخلیقي وجدان وي. شاعر او لیکوال د ټولنې د حساس احساس، دردونو او پټو حقیقتونو ترجمان وي؛ که د هغه پر فکر، ژبه او تخلیق محدودیتونه ولګول شي، نو د بیان طبیعي ازادي یې اغېزمنېږي او کېدای شي لیکوال د ځانسانسور تر کچې ورسېږي.خو زه فکر نه کوم چې سانسور د ادب مخه په بشپړه توګه نیولای شي. د تاریخ په اوږدو کې ډېرو شاعرانو او لیکوالو د سختو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي محدودیتونو په شرایطو کې هم خپل ږغ ژوندی ساتلی دی. کله چې مستقیمه خبره ممکنه نه وي، ادبیات د رمز، استعاري ژبې، تمثیل، طنز او هنري تصویر له لارې خپل پیغام رسوي. په دې معنا، ادب د سانسور پر وړاندې د مقاومت یوه پیاوړې وسیله هم ګرځېدلی شي.شاعر او لیکوال باید له داسې ناخوالو سره د مقابلې لپاره لومړی خپل فکري او ادبي استقلال وساتي. د هرې خبرې پر وړاندې بېځایه ټکر هم د حل لار نه ده او چوپ پاتې کېدل هم مناسب نه دي. غوره لاره دا ده چې لیکوال په ژوره پوهه، هنري مهارت او مسؤلانه ژبه خپل فکر وړاندې کړي. هغه باید د ټولنې له عقایدو او فرهنګي ارزښتونو سره د انتقادي نظر ترمنځ توپیر وکړي؛ ځکه نقد د ارزښتونو د له منځه وړلو په معنا نه دی، بلکې د هغو د پوهاوي، اصلاح او بیاکتنې یوه وسیله ده. زما په خيال، د لیکوال تر ټولو ستره وسله قلم، پوهه او هنري صداقت دی. که لیکوال خپل قلم د حقیقت، انسانیت او ټولنیز شعور لپاره وکاروي، نو حتا په محدود چاپېریال کې هم د فکر څراغ بلولای شي. البته دا مبارزه باید له مسؤلیت، زغم او ادبي تدبیر سره مل وي، ځکه د ادب موخه یوازې مخالفت کول نه دي؛ بلکې د انسان او ټولنې د فکر پراخول، پوه رامنځته کول او د ژوند د لا ښه کېدو لپاره نوې لارې پرانیستل دي.زه دا وایم چې سانسور د ادب پر وړاندې یو خنډ کېدای شي، خو د ریښتیني تخلیق مخه په بشپړه توګه نه شي نیولای. ریښتینی شعر او ریښتینی ادب خپله ژبه پیدا کوي؛ که په ښکاره یې د ویلو لاره بنده شي، په رمز، استعاره او هنري بیان کې به خپل غږ پورته کوي.
مسعود: په لره او بره پښتونخوا او بهر کې یو شمیر ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادبي غونډې ترسره کیږي او د یو شمیر ادیبانو، لیکوالو اوشاعرانو کارونه او فعالیتونه څیړل کیږي. ستاسې پر آند دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د پراختیا او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي او د کارونو او فعالیتونو د سمون او خوځون په اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
استاد سیماب: په لره او بره پښتونخوا او له دې سیمو بهر د ادبي او فرهنګي ټولنو جوړېدل، ادبي ناستې، مشاعرې، سیمینارونه او د شاعرانو، لیکوالو او ادیبانو د اثارو څېړنه د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره ډېر مهم ارزښت لري. دا فعالیتونه د ادب د تولید ترڅنګ د ادبي فکر د تبادلې، د نوي نسل د هڅونې او د پښتو ژبې د فرهنګي هویت د ساتنې وسیلې هم دي.ادبي ټولنې هغه ځایونه دي چې لیکوال او شاعر پکې له یو بل سره فکري اړیکه پیدا کوي، خپل آثار وړاندې کوي او د نورو له تجربو څخه استفاده کوي. په ادبي ناستو کې د شاعرانو او لیکوالو د اثارو لوستل او پرې بحث کول د نقد او ادبي شعور د پیاوړتیا سبب جوړيږي. همدارنګه، کله چې د یوه شاعر یا لیکوال پر ادبي کار علمي څېړنه کېږي، د هغه اثر له شخصي ستاینې څخه د علمي ارزونې مرحلې ته داخلېږي او د پښتو ادب تاریخ او ادبي حافظه غني کوي.خو زما په اند، زموږ یوه مهمه ستونزه دا ده چې ډېرې ادبي ټولنې له یو بل سره منظمې اړیکې نه لري او ځینې وخت ادبي فعالیتونه یوازې تر مشاعرو او غونډو محدود پاته کېږي. موږ باید له غونډو څخه دایمي او منظم ادبي پروګرامونو ته ولاړ شو. د بېلګې په توګه، د ادبي ټولنو ترمنځ ګډې څېړنیزې پروژې، د پښتو د مهمو اثارو د چاپ او بیاچاپ پروګرامونه، د ځوانو لیکوالو د روزنې ورکشاپونه، د ادبي نقد منظمې ناستې او د پښتو د کلاسیک او معاصر ادب د ډیجیټل ارشیف جوړول ډېر ګټور کارونه دي.د دغو ټولنو د یووالي لپاره زما وړاندیز دا دی چې د لرو او برو پښتنو د ادبي او فرهنګي ټولنو ترمنځ یوه پراخه همغږۍ شبکه رامنځته شي. دا شبکه باید د کومې ځانګړې ډلې یا سیمې تر واک لاندې نه وي، بلکې د پښتو ژبې او ادب د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي. د بېلابېلو سیمو ادبي ټولنې کولای شي ګډ کلنی ادبي کنفرانس، ګډه مجله یا وېبپاڼه او ګډې څېړنیزې پروژې ولري.همدارنګه، باید د ادبي فعالیتونو لپاره یو روښانه مهالوېش جوړ شي، د هرې ټولنې کارونه مستند شي او د ترسره شویو فعالیتونو ارزونه وشي. د شخصي اړیکو، ډلبندۍ او سیمهییزو اختلافاتو پر ځای باید علمي معیار، ادبي وړتیا او د اثر ارزښت ته لومړیتوب ورکړل شي. زما په خیال،د پښتو ادب راتلونکی یوازې په دې کې نه دی چې موږ ډېرې غونډې جوړې کړو؛ بلکې په دې کې دی چې له دغو غونډو څخه فکر، څېړنه، نقد، کتاب، ژباړه او نوی ادبي تولید رامنځته کړو. که زموږ ادبي ټولنې خپل فعالیتونه له یو بل سره همغږي کړي او د عصري ټکنالوژۍ، ډیجیټل رسنیو او نړیوالو ادبي اړیکو څخه هم ګټه واخلي، نو د پښتو ادب د پراختیا لپاره به یو پیاوړی او منظم ادبي حرکت رامنځته شي.
په پای کې به ووایم چې لره او بره پښتونخوا او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت پښتانه له جغرافیایي واټن سره سره د یوې ژبې او ګډ فرهنګي میراث خاوندان دي. زموږ ادبي ټولنې باید دغه واټنونه په ادبي اړیکو بدل کړي. که ژبه ګډه وي، فکر هم باید ګډه ادبي فضا ولري.
مسعود: مهرباني وکړی د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې را ته بیان کړئ؟
استاد سیماب: انسان چې په ټولنه کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه که د یوه ادیب، لیکوال او څېړونکي په توګه په ادبي ډګر کې فعالیت کوي، نو له بېلابېلو خلګو، مشرانو، ملګرو او همفکرو سره د کار او اړیکو په ترڅ کې خوږې او ترخې خاطرې خامخا لري. زما ادبي او فرهنګي ژوند هم له دې تجربې مستثنا نه دی.ما د پښتو ادب له ډېرو درنو او نومیالیو مشرانو سره د ناستې، خبرو او ګډو ادبي فعالیتونو فرصت موندلی دی. له دروېش دراني، خیرمحمد عارف، سید عابد شاه عابد او نورو درنو لیکوالو او شاعرانو سره مې ډېرې خوږې او له خوند څخه ډکې خاطرې شته. په ځانګړې توګه له خپل درانه استاد رازمحمد راز سره مې ادبي او علمي اړیکې زما د ژوند یوه نه هېریدونکې برخه ده. له دغو مشرانو څخه مې یوازې ادبي زده کړه نه ده کړې، بلکې د ادب د درناوي، د علمي کار د ارزښت او د انسانانو د اړیکو ډېر څه مې هم زده کړي دي.خو د هر انسان په ژوند کې داسې خاطرې هم وي چې یادول یې اسانه نه وي. زما په ادبي او علمي ژوند کې هم یوه داسې تجربه شته چې له ډېرو ذهني او نفسياتي ستونزو سره یې مخامخ کړی یم. دا هغه مهال و چې زما د ادبي او څېړنیز کارو پر وړاندې له یوه لیکوال څخه داسې تورونه مطرح شول چې زما د کار د علمي او ادبي ارزښت پر ځای یې پر شخصي او منفي تعبیرونو ولاړ رنګ درلود. پر ما د «ضد دولتۍ»، «فحش» او «پلجېریزم» په څېر تورونه ولګېدل او له دې امله له داسې ستونزو سره مخ شوم چې اغېز یې یوازې پر ادبي کار نه، بلکې پر ذهني او نفسیاتي حالت هم پرېوت.زه نه غواړم د دې تجربې په اړه شخصي بحث اوږد کړم او یا د چا شخصیت تر پوښتنې لاندې راولم؛ زما لپاره مهمه خبره دا ده چې په علمي او ادبي ډګر کې باید د اختلاف د بیان لپاره علمي اصول، اخلاقي معیارونه او مستندې خبرې وکارول شي. نقد د ادب او علم د پرمختګ لپاره ضروري دی، خو نقد باید له شخصي دښمنۍ او تورونو سره ګډ نه شي. که څوک د یوه اثر له کومې نظریې، سبک یا محتوا سره اختلاف لري، باید هغه د دلیل، حوالې او علمي نقد له لارې ثابت کړي.له دې تجربې سره سره ما هڅه کړې چې خپل ادبي او علمي سفر ته دوام ورکړم. انسان شاید د نورو له ناحقې خبرې ځورېږي، خو که پر خپل کار باور ولري او ضمير یې مطمئن وي، نو باید د ستونزو له امله له خپل قلم او فکر څخه لاس وانخلي.زما لپاره خوږې خاطرې د ادب له مشرانو، استادانو او ملګرو سره تېرې شوې شېبې دي، او ترخې خاطرې بیا هغه تجربې دي چې انسان ته دا درس ورکوي چې د ادب په ډګر کې هم باید د علم تر څنګ زغم، اخلاق او حوصله ولرو. په پای کې مې دې تجربو ته د ژوند د یوې برخې په سترګه کتلي دي؛ خوږې یې د زړه پانګه ګرځېدلې او ترخې یې د تجربې.
مسعود: ستاسو پیغام د یو پېژندل شوي شاعر او تکړه لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې دننه او بهر پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي څه دی؟
استاد سیماب: زما پیغام هغو ټولو ځوانانو ته چې په ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي دا دی چې،ادب یوازې د شهرت او نوم پیدا کولو وسیله نه ده، بلکې د فکر، انسان او ټولنې د خدمت یوه ستره وسیله ده.ځوان لیکوال او شاعر باید لومړی له خپلې ژبې، خپل تاریخ، خپل فرهنګ او خپلې ټولنې سره ژوره اړیکه ولري؛ خو په عین وخت کې باید د نړۍ له معاصر فکر او نړیوال ادب څخه هم ځان خبر کړي. یوازې د خپل تېر میراث تکرار کول کافي نه دي؛ موږ باید له هغه میراث څخه د نوي تخلیق لپاره استفاده وکړو.زه ځوانانو ته دا هم وایم چې مطالعه ډېره وکړئ، خو یوازې د شعر او ادب مطالعه مه کوئ. فلسفه، تاریخ، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، ژبپوهنه او د نړۍ ادبيات ولولئ، ځکه پراخ فکر له پراخې مطالعې پیدا کېږي. شاعر چې څومره د انسان او نړۍ په اړه پوهه ولري، شعر یې هماغومره ژورېږي؛ او لیکوال چې څومره د ژوند بېلابېل اړخونه وپېژني، لیکنه یې هماغومره له حقیقت سره نزدې کېږي. بل مهم شی صبر او دوام دی. ادبي کار د یوې ورځې، یوې غونډې یا یوه کتاب په وسیله نه بشپړېږي. ځوان باید د انتقاد، مخالفت او ناکامۍ پر وړاندې حوصله ولري. هره نیوکه باید د دښمنۍ په سترګه ونه کتل شي؛ سالمه نیوکه باید د خپل کار د اصلاح لپاره وکارول شي، خو بېدلیله تورونو او منفي تبلیغاتو ته باید د خپل تخلیقي سفر اجازه ورنه کړل شي.زه خپلو ځوانو شاعرانو او لیکوالو ته دا هم وایم چې د یو بل د کار درناوی وکړئ. ادبي اختلاف طبیعي دی، خو اختلاف باید په شخصي دښمنۍ بدل نه شي. د یوه بل د اثارو نقد وکړئ، خو د شخصیتونو سپکاوی مه کوئ. پښتو ادب د ټولو ګډ کور دی؛ که موږ په دې کور کې یو بل ته ځای ورکړو، نو دا کور به لا ښکلی او پراخ شي.او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خپل ځانګړی غږ پیدا کړئ. د نورو شاعرانو او لیکوالو تر اغېز لاندې راتلل د ادبي زده کړې طبیعي مرحله ده، خو د لوی لیکوال ځانګړتیا دا ده چې په پای کې خپله ژبه، خپل سبک او خپله نړۍ پیدا کړي. له تقلید څخه زده کړه وکړئ، خو په تقلید کې مه پاته کېږئ. زه له ځوانانو څخه دا هیله هم لرم چې له نوې ټکنالوژۍ او ډیجیټل امکاناتو څخه د پښتو ژبې او ادب د پراختیا لپاره استفاده وکړي. زموږ ډېر ادبي آثار باید ډیجیټل شي، وژباړل شي او د نړۍ لوستونکو ته ورسېږي.په پای کې به ووایم: قلم په بیړه مه پورته کوئ؛ لومړی ډېر ولولئ، ډېر فکر وکړئ، ژوند په ژوره توګه ووینئ او بیا ولیکئ. ځکه ښه ادب یوازې له الفاظو نه جوړېږي؛ ښه ادب د مطالعې، تجربې، فکر، احساس او صداقت له ګډې پایلې پیدا کېږي. که زموږ ځوان نسل دا اصول خپل کړي، زه باور لرم چې د پښتو ادب راتلونکی به ډېر روښانه وي.
مسعود: تاسو دیو شاعر او لیکوال په توګه زموږ د هیواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکیچن اکربکر(حال احوال) څه ډول څیړئ، او نورو شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
استاد سیماب: زما په فکر، زموږ د هېواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکېچن حالت باید یوازې د یوې ورځې د پېښو په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د تاریخ، ټولنې، اقتصاد، فرهنګ او د خلکو د نفسياتي حالت په رڼا کې باید وڅېړل شي. موږ په داسې جغرافیه کې ژوند کوو چې له اوږدو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو، جګړو، بېثباتۍ، محرومیتونو او بېلابېلو بحرانونو سره مخامخ پاته شوې ده. د دې ټولو اغېزې یوازې پر سیاست نه دی پرېوتی، بلکې زموږ پر ټولنیز ژوند، فرهنګ، ژبه، ادبیاتو او د انسان پر نفسياتو هم ژورې اغېزې لري.زه د یوه شاعر او لیکوال په توګه هڅه کوم چې دې حالت ته یوازې د سیاسي خبر یا شعار په سترګه ونه ګورم؛ بلکې د انسان له زاویې ورته وګورم. د جګړې تر شا یو انسان دی، د بېکارۍ تر شا یوه کورنۍ ده، د کډوالۍ تر شا یوه ماتېدونکې نړۍ ده، او د هرې سیاسي پېښې تر شا د خلکو د ژوند، هیلو او وېرې یوه کیسه پرته ده. ادبیات باید همدا انساني اړخونه راوسپړي. زموږ د وخت لیکوال باید د خپل عصر شاهد هم وي. که یو لیکوال د خپل وخت دردونه، ستونزې، محرومیتونه، بدلونونه او د خلکو هیلې په خپل اثر کې ثبت نه کړي، نو د راتلونکو نسلونو لپاره به د خپل عصر یوه مهمه ادبي او انساني حافظه له منځه ولاړه شي. خو دا کار باید په جذباتي شعارونو او سطحي قضاوتونو نه، بلکې په ژور فکر، هنري صداقت او تاریخي شعور ترسره شي.زه خپلو شاعرانو او لیکوالو ته وړاندیز کوم چې د اوسنیو سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه ژور مطالعه او مستند کار وکړي. تاریخ دې ولولي، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره دې خبرې وکړي او د خلکو واقعي ژوند دې وویني. شاعر او لیکوال باید د یوې پېښې یوازې ظاهري بڼه نه، بلکې د هغې تر شا علتونه، انساني اغېزې او ټولنیزې پایلې هم وڅېړي.بل مهم ټکی دا دی چې ادب باید د سیاسي اختلافاتو له امله د کرکې او وېش وسیله ونه ګرځي. موږ کولای شو له ظلم، نابرابرۍ، تاوتریخوالي او محرومیت سره مخالفت وکړو، خو د انسانانو ترمنځ د کرکې د زیاتولو پر ځای باید د پوهي، زغم او انساني همدردۍ فرهنګ پیاوړی کړو.
زه باور لرم چې د نن ورځې شاعر او لیکوال باید د خپل وخت منتقد، شاهد او حافظ وي. هغه باید د ټولنې دردونه ثبت کړي، پوښتنې مطرح کړي، د خلکو ږغ واوري او د راتلونکي لپاره د فکر او امید لارې هم پرانیزي. ادب یوازې د موجود حالت تصویر نه دی؛ ادب کولای شي د یوه ښه او عادلانه راتلونکي تصور هم رامنځته کړي.په پای کې به ووایم چې زموږ د اوسني کړکېچن حالت په اړه د لیکوال تر ټولو ستر مسؤلیت دا دی چې حقیقت له تعصب څخه، نقد له دښمنۍ څخه او ادب له شعار څخه جلا وساتي. که زموږ لیکوالان په دې توازن سره د خپل عصر تاریخ ولیکي، نو نن به د ټولنې د شعور برخه وي او سبا به د خپل وخت معتبره ادبي او تاریخي حافظه.
***
ګران استاد سیماب صاحب!
ستاسو له مرکې څخه څرګندېږي، چې د هرې پوښتنې په تړاو مو منطقي استدلال، لوړ اند و فکر، ارزښتمن، ژور او ګټور هر اړخیز ادبي او علمي مالومات وړاندې کړې دي او راتلونکو څېړونکو ته مو یوه معتبره علمي او مسلکي لاره هواره کړې ده. ستاسو دا ادبي، علمې او مسلکي ځوابونه د علمي معیارونو، اکاډیمیکو اصولو او څېړنیزو اخلاقو بشپړ انعکاس دی. زه ستاسو له دغو نه ستړیکېدونکو هلو ځلو، علمي معیارونو او مسلکي تعهد، کره او بشپړو ځوابونو له عمله منندوی یم. ستاسو د تخلیقي ځواک، فکري ژورتیا، ادبي مسؤولیت، علمي، ادبي او فرهنګي ارزښتمن چوپړ او د علمي سفر، لوړ هنري ذوق او مقام او له احساسه ډک قلم، مشال او ډېوې له لوی خدای څخه تل روښانه او ځلانده غواړم.
الله دې ستاسو ځواکمن او اوچت قلم تل پیاوړی، علمي، ادبي او فرهنګي اندو فکر مو ځلانده او هنري سفر مو لا بریالی او تلپاتې ولري.
***
قدرمن او دروند انجنیر عبدالقادر مسعود صاحب!
ستاسو له مینې، درناوي او ارزښتمنو علمي او ادبي پوښتونو څخه د زړه له کومې مننه کوم. ستاسو دا مثبت نظر او عالمانه ارزونه زما لپاره یوازې ستاینه نه، بلکې یو لوی مسؤولیت هم دی چې په راتلونکي کې خپلې علمي، ادبي او فرهنګي هڅې لا پسې پیاوړې کړم.
که زما خبرې او لیکنې د پښتو ژبې او ادب د مینهوالو، څېړونکو او راتلونکو نسلونو لپاره د استفادې وړ وګرځي، نو دا به زما د ادبي هڅو تر ټولو ستره لاسته راوړنه وي.
ستاسو دا مینه او هڅونه ما ته نوی قوت راکوي. الله تعالی دې تاسو هم په علمي او ادبي خدمتونو کې بریالي، روغ او سرلوړي لري.
په درنښت او مننه
(سيماب)
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود
٢٣ - ٨ - ٢٢٠٢٦ یکشنبه د اطلاعاتو او ښکارهنګ (کلتور) وزارت لخوا په کابل موزیم کي (د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو چي لیکوالانو، ژبپوهانو، شاعرانو، څېړنکو، استاذانو۔۔۔ ګډون پکښي کړیدی څو د پښتو او دري ژبو د معیاري لیکدود پر چمتو کولو باندي کار وکړي۔
زما (لیکوال) په اند دا ښه او نېک کار دی خو د پنځو ورځو کار ندی۔ بلکه د کلمو او لهجو د سمون او معیاري کېدو لپاره باید په حوصله او پرله پسې توګه ګډ کار وسي۔ یعني په دقت سره تاریخي او لرغونو اسنادو او لیکنو ته مراجعه وسي، د کلمو او لهجو تاریخي ریښه پیدا سي او هم د پښتو او دري ژبو خویندو او میندو ژبو کي څېړنه وسي لکه سانسګریت، اویستا، پارتي۔۔۔ څو د کلمې او لهجې اصلي بڼه معلومه او د ټولو لخوا ومنل سي۔ دا کار به په اوسني کمپیوتري عصر کي د پښتو او دري ژبو لپاره نړۍ والي اسانتیاوي رامنځته کړي او په دیجیتالي سیستم کي به اشنا ژبي سي۔
دا چي پورته عنوان سم ندی او د ژبپوهني پر اصولو برابر ندی لیکل سوی دلیل مي دا چي لیکلار Orthography مفرد اسم یا اصطلاح ده چي په جمله کي پر خپل حال نه پاتېږي، یعني اضافت اخلي۔ او د اضافت د قاعدې پر بنسټ په مفرد اضافت کي (ی) اخلي که جمع اضافت وي (و) اخلي۔
په مفرد اضافت کي باید ولیکل سي چي:
د پښتو ژبي د لیکلاري سمون او یووالی۔
که چیري لیکلار د پورته عنوان په شان جمع اضافت اخلي نو باید ولیکل سي چي:
د پښتو او دري ژبو د لیکلارو سمون او یووالی۔
پایله دا چي موږ باید اول لیک سم کړو بیا لار۔ که موږ موټر لار فکر کړو نو لومړٸ باید ښه لوکس او نامي موټر ولرو وروسته ٸې د لاري د سمون په فکر کي سو۔ ځکه چي نامي او نوی ماډل موټر پر کږو، لوړو او ژورو لارو هم تللای سي۔
یاده ونه: د ورکشاپ ښاغلو ګډونوالو لطفأ په دقت، حوصله او بېله هر ډول تبعیض څخه د خپلو ملي ژبو د اسانتیا او غنا لپاره په ملي روحیه مخته ولاړ سۍ۔
انجنیر داؤد اڅک
٢٣ - ٨ - ٢٢٠٢٦ یکشنبه د اطلاعاتو او ښکارهنګ (کلتور) وزارت لخوا په کابل موزیم کي (د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو چي لیکوالانو، ژبپوهانو، شاعرانو، څېړنکو، استاذانو۔۔۔ ګډون پکښي کړیدی څو د پښتو او دري ژبو د معیاري لیکدود پر چمتو کولو باندي کار وکړي۔
زما (لیکوال) په اند دا ښه او نېک کار دی خو د پنځو ورځو کار ندی۔ بلکه د کلمو او لهجو د سمون او معیاري کېدو لپاره باید په حوصله او پرله پسې توګه ګډ کار وسي۔ یعني په دقت سره تاریخي او لرغونو اسنادو او لیکنو ته مراجعه وسي، د کلمو او لهجو تاریخي ریښه پیدا سي او هم د پښتو او دري ژبو خویندو او میندو ژبو کي څېړنه وسي لکه سانسګریت، اویستا، پارتي۔۔۔ څو د کلمې او لهجې اصلي بڼه معلومه او د ټولو لخوا ومنل سي۔ دا کار به په اوسني کمپیوتري عصر کي د پښتو او دري ژبو لپاره نړۍ والي اسانتیاوي رامنځته کړي او په دیجیتالي سیستم کي به اشنا ژبي سي۔
دا چي پورته عنوان سم ندی او د ژبپوهني پر اصولو برابر ندی لیکل سوی دلیل مي دا چي لیکلار Orthography مفرد اسم یا اصطلاح ده چي په جمله کي پر خپل حال نه پاتېږي، یعني اضافت اخلي۔ او د اضافت د قاعدې پر بنسټ په مفرد اضافت کي (ی) اخلي که جمع اضافت وي (و) اخلي۔
په مفرد اضافت کي باید ولیکل سي چي:
د پښتو ژبي د لیکلاري سمون او یووالی۔
که چیري لیکلار د پورته عنوان په شان جمع اضافت اخلي نو باید ولیکل سي چي:
د پښتو او دري ژبو د لیکلارو سمون او یووالی۔
پایله دا چي موږ باید اول لیک سم کړو بیا لار۔ که موږ موټر لار فکر کړو نو لومړٸ باید ښه لوکس او نامي موټر ولرو وروسته ٸې د لاري د سمون په فکر کي سو۔ ځکه چي نامي او نوی ماډل موټر پر کږو، لوړو او ژورو لارو هم تللای سي۔
یاده ونه: د ورکشاپ ښاغلو ګډونوالو لطفأ په دقت، حوصله او بېله هر ډول تبعیض څخه د خپلو ملي ژبو د اسانتیا او غنا لپاره په ملي روحیه مخته ولاړ سۍ۔
انجنیر داؤد اڅک
ولي الله ملکزی
موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې ژبې انګازه ده چې ډېر کله د انساني شعور دهلیزونه تخنوي. کله چې شاعر د تخیل په نړۍ کې تری تم شي، نو د خپل چاپېریال د دردونو او هیلو د انځورولو لپاره قلم او کاغذ ته لاس کړي او د نظم امېل ترې جوړ کړي. بیا دغه منظوم کلام او سازونه، د سندرغاړي له حنجرې سره په همږغۍ د اورېدونکي د ذهن بندیزونه، بند په بند مات کړي.
ما پخپله، هېڅکله نه لیدلي او نه اورېدلي چې کوم هنرمند یا په دوديزې اصطلاح کوم " ډم " دې څوک د کینې او کرکې په تبۍ سوځولی وي؟ څوک یې ځان وژنې او د مرۍ خپه کولو ته هڅولی وي. ما تر دې دمه نه دي لوستلي چې کوم سندرغاړي دې کوم پل په بمونو الوزولی وي، کوم ښوونځی یې سوځولی وي او یا یې د کومې ګلالۍ پیغلې پر مخ د قساوت تېزاب شېندلي وي. خو له دې ټولې بې ازارۍ سره سره، زموږ په ټولنه کې د هنرمندانو انساني کرامت ډېر ځله نادیده ګڼل کېږي.
برعکس، زموږ په ګاونډ کې یو سندرغاړی د شهنشاهِ غزل او یوه د ملکه ترنم په القابو نازول کېږي. په ۱۹۷۰م کال کې د عربي نشنلزم پلار، جمال عبدالناصر له نړۍ سترګې پټې کړې او په جنازه کې یې څلور میلیونه خلک راټول شول. خو پنځه کاله وروسته، کله چې د یوه پخواني امام لور او د کوکب الشرق « د ختیځ ستوری» ام کلثوم مړه شوه، نو د الازهر د شیخانو په ګډون د هغې په جنازې کې نژدې پنځه میلیونه ویرجنو مصریانو برخه واخیستله.
زه شرعي عالم نه یم چې د موسیقي د حرمت او حلال والي په هکله خپل نظر شریک کړم. البته د هیواد د سندرغاړو په ناخوالی حالت ځوریږم او ګیله یې په ځای بولم. یو له دغو تکړه هنرمندانو څخه زما پخوانی دوست، انجنیر مومند دی چې د کلېفورنیا په ایالت کې اوسیږي. نوموړی له نن څخه ۶۵ کاله وړاندې د لوګر په تاریخي او هنرپالې ولسوالۍ، محمداغې کې زېږېدلی دی. په کابل کې یې د انجنیرۍ زده کړې کړېدي، خو له موسیقۍ سره بې بریده مینې ترې اماتور هنرمند جوړ کړی دی. د خپل اصلي مسلک ترڅنګ، هنري هڅو او فعالیتونو ته هم په پوره لېوالتیا سره دوام ورکوي.
پرون مازیګر مې له انجنیر مومند سره د یوټیوب د خپل چېنل لپاره یوه لنډه مرکه وکړه او د (بې ازاره ډم) ترعنوان لاندې یوه سندره یې هم راته زمزمه کړه. له ده مې پوښتنه وکړه چې ژوند خو د لوړو ژورو، ماتو او بریاوو ټولګه ده؛ ستا د عمر تر ټولو خوږه خاطره چې اوس هم پرې د خولې خوند تازه کوې، کومه ده؟ له لږ درنګ او سوچ وروسته یې وویل: «کله مې چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱م کال کې د پېښور په ګرین هوټل کې له فلسفي لیوني او ملنګ باچا، غني خان سره پیژندګلوي او لیدنه وشوه. زما دا ویاړ هله څو چنده شو چې په هماغې درنې غونډې کې مې د غني خان یو شعر د هغه په وړاندې په ساز او سر کې زمزمه کړ او زه یې بېحده تشویق کړم.
بیا مې وپوښته؛ تر ټولو ترخه خاطره چې تل دې کړوي او ځوروي، هغه به کومه وي؟ سمدستي یې ځواب راکړ: «څلوېښت کاله کېږي چې د هېواد له غېږې لېرې د پردېسۍ شپې، اونۍ، میاشتې او کلونه شمارم. هره شېبه مې زړه غواړي چې د خپل وطن په خړو دښتو، دنګو غرونو، روانو سیندونو او شنو درو کې قدم ووهم؛ د خپلو همزولو او کلیوالو سره د زړه راز او نیاز وکړم، هدیرو ته لاړشم او د الله تعالی لوري ته د تللو خپلوانو او دوستانو قبرونو ته د عا لاسونه پورته کړم».
کله مې چې وپوښته ته هنر څه ته وایې؟ نو ځواب یې بېخي اکاډمیک وو. « ملکزی صیب، زه په دې باور یم چې هنر د انساني خلاقیت او عاطفې څرګندونه ده چې د ښکلا او ذوق په چوکاټ کې تعبیرېږي. هنر یوازې د تخنیکي مهارت ښودل نه دي، بلکې د ژوند د فلسفې، فطرت او انساني غرایزو رڼه هنداره ده. هنر انسان ته دا توان وربخښي چې له دودیزو لفظي قالبونو نه پورته، خپل غږ په اثرناکې بڼې د چاپېریال خلکو ته ورسوي». مومند واده کړی، یو زوی او یوه لور لري. د حمزه بابا سره د ځآنګړي عقیدت او مینې له مخې یې په زوی باندې د حمزه نوم ایښې دی.
په پای کې مې ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته خو په هرځای کې بلا مینه وال لرې؛ دا راته ووایه چې ستا د هنر قدردان چېرته ډېر دي؟ ځواب یې داسې وو: «که د زړه خبره درته وکړم نو په کوزې پښتونخوا کې خلک زما د هنر قدر په سمه معنا سره پېژني او په خورا درنښت مې نازوي».
یادونه: که درانه لوستونکي علاقه لري چې له انجنیر مومند سره زما مرکه د یوټیوب په چېنل کې وګوري، نو لېنک یې دا دی:
د ۶۹ مې کلیزې په مناسبت
که څه هم د عمر پر ماښام ولاړ یم او د وخت گردونه مې پر اوږو پرتې دي، خو د فکر څراغ مې لا هم د مازیگر د زیړي لمر په څېر له ځلا او تودوخې څخه نه دی لوېدلی.
د ژوند د تور او سپین په پېژندنه کې مې لاس پوخ شوی، او ژبه مې د تجربې او حکمت په سپینوالي لا نوره ښکلې شوې ده.
ملا مې لا نه ده کړوپه شوې؛ د خزان د سرو د ونو په څېر لا هم په خپل وقار ولاړ یم، او د سپرلي رنگ، بوی او تازگي مې لا تر اوسه له زړه او له وجوده کډه نه ده کړې.
نن چې د ژوند د یوه بل پړاو دروازې ته رسېدلی یم، د تېر عمر له هرې شېبې څخه د شکر احساس لرم، او راتلونکې ته د هیلو، باور او د مینې په سترگو گورم. تر هغو چې ساه وي، د فکر، قلم او انسانیت له لارې به د ژوند ښکلا لټوم او له نورو سره به یې شریکوم.
عمر یوازې د کلونو شمېر نه دی؛ د انسان ریښتینی ځواني د هغه په فکر، اراده او نېک عمل کې نغښتې ده. تر څو چې فکر ژوندی وي، انسان هم ځوان وي.
زلمی نصرت
د زوکړې ورځې په مناسبت
۱۵.۰۷.۲۰۲۶
د وایلې ښار
دنمارک
انجنیر داؤد اڅک ۱۶ – ۶ - ۲۰۲۶
د خپل انډیوال سره د هغه په کارځای (د یارانو ورکشاپ) کي ناست وم او د بادامي نوقلو سره مو خوندوري شنې چای څښلې. انډیوال راته وویل چي اوس ځني ځوانان معنا په مانا لیکي او زما هم خوښیږي. ما سر نه کۍ خلاص او په بادامي نوقل پسي مي د چایو غړپ وکړ. خو انډیوال چي تل زما سره علمي او فلسفي بحثونه کوي په تکرار راته وویل:
ته خو هم کله کله د ځینواصطلاحاتو او کلمو په اړه لیکني کوې، ته څه پکښي وایې؟
ما ول اصلي عربي ډول ئې معنی دی. خو په فارسي کي هم معنی لیکل کیږي هم معنا. په پښتو کی هم ځني ښاغلي معنا لیکي او ځني بیا لکه تا چي وویل اوس مانا لیکي.
انډیوال راته وویل زما سوال همدا دی چي ستا په اند ئې کوم ډول سم دی. ما ول په ملي مسائلو کي باید احتیاط وکړو او کتابي خیري وکړو نه پیتاوي. او زیاته مي کړه چي په همدې خاطر مي څو ورځي مخکي همدغه موضوع په فیسبوک کي د خپلو انډیوالانو سره شریکه کړه او عمومي نظر پوښتنه مي وکړه چي په کوم دلیل سره مانا لیکي. خو فیسبوک کي خورا لږو کسانو خپل نظر شریک کړ. نو زه پوه سوم چي ډېر خلګ د بل پېښه کوي او خپله نظر نلري. انډیوال پوښتنه وکړه چي د لږو کسانو نظر څه وو؟
ما ول په لږو کسانو کي دوه نظره وه. یو دا چي مانا د معنی/ معنا مفغن شکل دی او بل نظر دا وو چي معنا پخوانۍ پښتو کلمه ده، خو اسناد ئې نه کړل وړاندي. انډیوال راته وویل چي ته دغه دوه نظره څنګه ارزیابي کوې؟
ما انډیوال ته وویل که دي خوا نه بدیږي معنا او مانا دوې بیلي کلمې دي او بیلي معناوي لري چي په خپل منځ کي هیڅ اړیکه نلري. یعني د مفغن کېدو له پروسې سره باید ډېر احتیاط وسي او هغه کلمې چي بیلي معناوي لري قطعأ باید مفغني نه سي لکه مانا چي د معنا په مفهوم پښتنه کیږي. زما انډیوال چي د مانا طرفداره وو قناعت ئې ونکړ او په حیرانتیا ئې راته وویل:
ډېرئ لیکوالان پدې اند دي چي د معنا اصلي شکل مانا دی او مشهور ژبپوه (مجاور احمد زیار) په خپل کتاب (پښتو پښویه) کي ټینګار کوي چي مانا اویستایي کلمه ده او پښتو ته په میراث پاته ده. ما ول بېله شکه چي پوهاند زیار صاحب پښتو ژبي ته ډېر او نه ستړی کېدونکی کار کړیدی، خو پداسي تحقیقي مسائلو کي باید اسناد او مآخذ ولرو. یعني که د یو مشر یا یو پوه خبره تائید او رواجوو حد اقل یو دلیل، سند یا سرچینه باید ولرو. او زیاته مي کړه چي متآسفانه ډېرئ لیکوالان حتا د ادبیاتو او ژبپوهني مسلکي کادرونه بېله کوم سنده هغه څه لیکي چي د بل چا څه ئې اورېدلي یا لیدلي وي. انډیوال غوښتل سوال وکړي خو ما ئې خبري قطع کړي او ورته ومي ویل:
ژبه ملي مسئله ده باید ډله یزه نسي. یعني په ملي مسائلو کي باید تربورګلوي او کلیوالي نه وي. کندهاريتوب، کابليتوب او لغمانيتوب نه وي. هغه څه باید تائید او تعقیب کړو چي د پښتو ژبي د معیاري کېدو سره مرسته کوي، معنا ولري او په اړه ئې مقنع دلایل، اسناد او مآخذ ولرو.
انډیوال راته وویل: داسي ښکاري چي ته پدې هکله څه لرې؟
ما ول هو، څه موده مخکي مي د ژبپوهني د یو شاګرد په صفت د همدې موضوع (مانا) په هکله د بوټو تڼۍ ټینګي وتړلې او د اویستا په زړو او کنډوکپر کوڅو کي مي مزل پیل کړ. د هر کور دروازه به مي ټکول او د مانا پوښتنه مي ځني کول.
انډیوال ته ئې خوند ورکړ او په برېتو کي ئې وخندل. ما چي د انډیوال علاقه ولیدل نو زیاته مي کړه چي تر اویستایي کوڅو ورسته مي د سانسګریت یو ډېر پخواني کلي ته هم سر ورښکاره کړ. انډیوال چي د تاریخي بانډارو ډېر شوقي وو نو په مینه ئې راته وویل چي زه به چایي در تازه کړم ته بانډار کوه. ما چي د تازه چایو واورېدل نو انډیوال ته مي په مسکا سره داسي وویل:
د سانسیګریټ تر کلي چي راووتم مخامخ د اریک (فارسی باستان) او پهلوي/ پارتي ژبو پر سړکانو مي هم چکر وواهه او سترګه مي ولغړول. انډیوال ته ئې لا خوند ورکۍ او کله چي ئې په شوق سره تازه چای رانژدې کړې ول دا خو ډېره په زړه پوري سوه او په خندا ئې راته وویل چي ژر سه کیسه وکه، په دا زړو کوڅو کي دي مانا ولیدل که یا؟
ما ول هو، په ټولو کوڅو کي مانا کرځېده، اما د معنا په مفهوم نه. انډیوال مي دفعتأ چُرتي سو او غوښتل ئې چي سوال وکړي. خو ما ورته وویل چي اوس نو غوږ ونیسه اشنا او کیسه تر پایه واوره. انډیوال په حیرانتیا راته وویل چي سمه ده غوږ مي دی.
ما ورته وویل:
۱- مانا
تطبیقي ژبپوهني منلې ده چي په هندواروپايي ژبو کي د men کلمه ګډه ریښه لري او د فکر کولو په معنا ده چي په اویستا کي هم د مانا manah په بڼه د فکر او ګمان کولو په معنا ده نه د معنا په مفهوم.
لکه:
- وهو مانا Vohu manah نېک فکر
- اکه مانا aka manah بد فکر
- دروج ماناdruj manah درواغجن فکر
همداسي د زردښت په دیني متنونو (زند، پازند) کي هم د مونا، مئنا او مانا په بڼه د خدای په مفهوم راغلې ده چي پر نورو قاموسونو سربېره د دساتیر قاموس په ۲۶۵ مخ کي د نوموړو متنونو توضیح او تائید سویدی.
انډیوال ته چي زما خبري نوي وې نو چپ پاته سو، کتل ئې سترګي ئې نه رپولې. ما ول په سانسګریټ ژبه په تېره بیا ریګویدا کي هم د مانا او ماناس mana manas मन په بڼه ده چي معنا ئې ذهن، فکر او نظر دی لکه:
समानं मनः samānaṃ manaḥ = ګډ فکر.
manaḥ śāntam मन शान्तम् = ذهن ارام دی.
همداسي په لاتیني ژبه کي mens او انګلېسي ژبه کي mind هم د فکر او ذهن په معنا دي. د جرمني ژبي Meinung او یوناني ژبي Menos هم د Men څخه ریښه اخلي.
خو په اریک، میانه پهلوي/ پارتي او فارسي ژبو کي د مانا mānāg/ mānā په شکل بیلي معناوي لري.
لکه: ارزښت. ښایست، ځکه چي، لکه، داسي ښکاري، ټینګ، تلپاتی، نېک خویه، مشابه... په معنا ده نه د معنی په معنا.
انډیوال چي نوي جملې واورېدې زړه او نازړه ئې سر راسره ښوراوه. خو ما پدې خاطر چي ځیرک انډیوال ته قناعت ورکړم نو ورته ومي ویل چي دا ته او دا ئې بیلګي:
فردوسي:
به مانا و فرهنګ و رای بلند – تواند دل پادشاه را پسند. مانا = ښایست
نظامي ګنجوي:
چو بر چهره اش بنګری مانا – که ماه بر زمین تافته ست از سما. مانا = لکه
سنایي:
به چشمم مانا که عالم همه در او ګم شد - چو دیدم ان رخ چون ماه تابان را.
عطا نیشاپوری
چو بشنید آن سخن گفتا مانا - که این راز نهان شد از دانا.
مولانا بلخي
بلرزید برخود چو برگ درخت - به خود گفت مانا که برگشت بخت.
د مرزبان نامې نثر
چون به نزدیک آمد، مانا که آفتاب بر او بتافت و رویش روشنتر نمود.
د بیهقي تاریخ
- چون این سخن بګفت، مانا که اندیشه ای بزرګ در دل او پیدا آمد.
ناصر خسرو
ای زنده شده به تو، تن مردم مانا که چو پوردخت عمرانی.
د ټینګ او تلپاتي په معنا:
- مانا باشید.
- یادش مانا.
- دوستي تان مانا.
۲- معنی/ معنا
معنی عربي ويي/ کلمه ده چي د مفهوم، مراد، دلالت، مقصد ... په معنا ده لکه:
ما معنی هذا = د دغه مقصد څه دی، مفهوم، مراد یا مطلب ئې څه دی؟
معنی د عربي عني کلمې څخه ریښه اخلي. عني د قصد ئې وکړ... په معنا ده. عني، معنی او یعني یوه ریښه لري خو یعني ئې توضیحي بڼه ده چي مراد او مقصد توضیح کوي.
انډیوال چي قانع معلومېدۍ ول مآخذ یعني نوري سرچینې هم لرې که داغه دي؟
ما ول پټو ونیسه.
سرچینې:
- د زردښت ګاثونه/ شعرونه. یوهانس هامباخ
- د اویستا ډکشنري. ایلیا ګرسیویچ
- د هندواریایي ژبي د ریښه پېژندني قاموس. مایرهوفر
- د لرغونو ایراني ژبو قاموس. کریستین بارتهولومه
- زده کونکو لپاره د سانسګریت ژبي ګرامر. ای.ای.ای مکدونل.
- لسان العرب دیکشنري. ابن منظور
- تاج العروس دیکشنري. زبیدي
- مقاییس اللغتة دیکشنري. ابن فارس
- ابادیس ډکشنري، دهخدا، معین، جهانګیری، انندراج، آرا او دساتیر قاموسونه.
- دینکرت او بندهش کتابونه ماغوښتل چي پټو ئې ښه ورډک کړم، خو انډیوال ږغ وکۍ ول بس بس. دا په چا وړې.
انجنیر داؤد اڅک
نصیر ستوری
د افغانستان د خپلواکۍ په پېښلیک کې داسې سړېتوبونه (شخصیتونه) شته چې ژوند او مبارزه یې یوازې له یوې جګړې یا یوې تاریخي پېښې سره نه، بلکې د یوې اوږدې ملي مبارزې له بهیر سره تړلې وي. په دې ډله کې لوې خان غازي میرزمان خان کونړی د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې له هغو نومیالیو سیمهییزو مشرانو څخه و، چې ژوند یې د شلمې پېړۍ د لومړیو لسیزو له مهمو سیاسي او پوځي بدلونونو سره تړلی و.
غازي میرزمان خان په ۱۸۶۹م کال، چې له ۱۲۴۸ هجري شمسي کال سره سمون خوري، د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمټک کلي کې د حاجي ګلروز خان په کور کې زېږېدلی و.
د غازي میرزمان خان غور نیکه، محمد اکرم خان، د سپین غر د تیرا سیمې مشر و. د قبایلي شخړو او اختلافاتو له امله له خپل کلي «کوټ» څخه کونړ د لمټک سیمې ته راغی.
کونړ د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د افغانستان له هغو سرحدي سیمو څخه و چې د مرکزي حکومت، سیمهییزو قومي جوړښتونو او برتانوي هند د سرحدي سیاستونو ترمنځ په حساس چاپېریال کې پروت و. په دې سیمه کې قومي مشرانو د سیاسي او پوځي اغیز مهمه ونډه لرله. میرزمان خان هم په همدې چاپېریال کې وروزل شو او ورو ورو د کونړ له اغېزناکو قومي مشرانو څخه شو.
میرزمان خان د ځوانۍ له وخته د ډیورنډ کرښې هاخوا د برتانوي هند د واک پر وړاندې د پښتني سیمو له مقاومتونو سره نږدې اړیکې لرلې او له خپلو ملګرو سره یوځای یې د ازاديغوښتونکو جنګیالیو ملاتړ یې کاوه.
په ۱۹۰۸م کال کې د مومندو د «سرې غزا» په نوم مقاومت کې یې د یوه غښتلي سیمهییز غازي او قومي مشر په توګه ونډه لرله. د همدې هلوځلو له امله نوموړی د برتانوي هند پر وړاندې د یوه چلاند (فعال) مقاومت کوونکي په توګه مطرح شو او په ختیځو پښتني سیمو کې یې شهرت زیات شو.
د انګرېزي استعمار پر وړاندې د میرزمان خان مبارزې هغه له ځوان شهزاده امانالله خان سره هم آشنا کړ. د وخت په تېرېدو دغه اړیکه په نږدې ملګرتیا او باور بدله شوه او د امانالله خان مور هغه ته «زوی» ویلی و.
د ډیورنډ کرښې هاخوا د میرزمان خان تګ راتګ او د برتانوي ځواکونو پر وړاندې د هغه فعالیتونه د امیر حبیبالله خان د حکومت د اندېښنې سبب شول. نوموړی تر څارنې لاندې راغی، ونیول شو او د سیاسي بندي په توګه بنديض شو.
هغه لومړی شاوخوا یو کال بند تېر کړ او وروسته په ضمانت خوشې او کونړ ته ستون شو؛ خو ډېر ژر بیا ونیول شو او د کابل په شېرپور زندان کې بندي شو.
کله چې امیر حبیبالله خان د ۱۹۱۹م کال په فبرورۍ کې ووژل شو، میرزمان خان له زندانه خوشې شو. له دې وروسته، د نوي سیاسي پړاو په پیل کې، د هغه اړیکه له امانالله خان سره نوره هم پیاوړې شوه.
د ۱۹۱۹م کال په مې میاشت کې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه پیل شوه. افغانستان د خپل بهرني سیاست په برخه کې د برتانوي محدودیتونو څخه د وتلو او د یوه خپلواک دولت په توګه د خپل نړیوال دریځ د ټینګولو فرصت ترلاسه کړ.
په دې جګړه کې د افغانستان د منظم پوځ ترڅنګ ګڼو قومي ځواکونو هم برخه واخیسته. د ختیځې سیمې جبهې د جګړې په عمومي بهیر کې ځانګړی اهمیت درلود.
د ۱۹۱۹م کال د چترال ـ کونړ جبهه، چې د «استقلال څلورمې جبهې» په نوم هم یاده شوې، اسمار، ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او د چترال شاوخوا سرحدي سیمې یې رانغاړلې. د غرنیو سیمو، تنګو درو، سختو لارو او قومي اړیکو له امله د دې جبهې جګړه له مرکزي جبهاتو سره توپیر لرلو.
میرزمان خان د سیمې له جغرافیې او خپل قومي نفوذ څخه په استفادې د جنګیالیو په راټولولو، تنظیم او د جګړې په بهیر کې مهم رول ادا کړ.
د میرزمان خان هڅې د ۱۹۱۹م کال له جګړې سره پای ته ونه رسېدې، بلکې خپل سیمهییز نفوذ یې د دولت د پیاوړتیا لپاره هم وکاراوه. هغه د اماني دولت په دولتي شورا کې غړیتوب درلود او د حکومت په سیاسي او قانوني چارو کې یې ونډه اخیسته.
د خپلواکۍ له جګړې وروسته په ختیځ افغانستان کې د قومي یووالي او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ګڼې جرګې جوړې شوې چې غازي میرزمان خان پکې هم مهمه ونډه لرله.
په ۱۹۲۰م کال کې په هډه کې یوه لویه جرګه جوړه شوه چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و. د ننګرهار، لغمان، کونړ او د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو قومي مشرانو، علماوو، سپینږیرو او نورو خلکو پکې برخه اخیستې وه.
د جرګې له مهمو موخو څخه د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ملاتړ او د برتانوي لاسوهنو پر وړاندې دریځ نیول یاد شوي دي. ویل کېږي چې میرزمان خان د دې جرګې په جوړېدو او تنظیم کې مهم رول درلود.
د ۱۳۰۱ هجري شمسي کال د جلالاباد لویه جرګه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د نوي سیاسي او حقوقي جوړښت له مهمو غونډو څخه وه. په دې دوره کې د هېواد د ادارې، ټولنیزو اصلاحاتو او قانون جوړونې موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.
د ۱۳۰۷ هجري شمسي کال د پغمان په لویه جرګه کې هم د میرزمان خان د ګډون یادونه شوې ده. نوموړی په یوه بله جرګه کې د پکتیا د عملیاتو له امله حاضر نه و او د هغه زوی عصمتالله خان پکې ګډون کړی و.
کله چې د اماني دولت د اصلاحاتو په بهیر کې له ځینو قومي سیمو سره شخړې رامنځته شوې، نو په ۱۹۲۴–۱۹۲۵م کلونو کې د پکتیا له پاڅون سره د مقابلې لپاره حکومت پر قومي مشرانو او سیمهییزو ځواکونو هم تکیه وکړه.
میرزمان خان د اماني حکومت په غوښتنه د پکتیا د پاڅون د ځپلو په عملیاتو کې برخه واخیسته.
په ۱۹۲۸م کال کې د شینوارو د پاڅون پر مهال هم د اماني دولت له خوا پر میرزمان خان او د هغه پر قومي ځواکونو تکیه وشوه. نوموړی له خپلو کونړي ځواکونو سره جلالاباد ته لاړ او د حکومت په ملاتړ یې د اماني دولت د داخلي ثبات په ساتلو کې ونډه واخیسته.
غازي امانالله خان د میرزمان خان د خدمتونو په بدل کې هغه ته د « لوی خان» لقب، د وفا مډال، د لوی خان مډال، د خدمت مډال او د صداقت مډال ورکړل. له دغو مډالونو او ستاینلیکونو سره مالي او ځمکني امتیازات هم مل وو.
د ۱۹۲۸م کال له وروستیو څخه د غازي امانالله خان د اصلاحاتو پر وړاندې مخالفتونه زیات شول او په ۱۹۲۹م کال کې د هېواد سیاسي نظام له ستر بدلون سره مخامخ شو.
کله چې په ختیځ کې د حکومت دننه سیاسي بدلونونه رامنځته شول، میرزمان خان کونړ ته ستون شو، څو د امانالله خان د ملاتړ لپاره قومي ځواکونه راټول کړي.
هغه له چغهسرای (چغانسرای) څخه د اسمار پر لور روان و، هلته یې زوی عصمتالله خان د پوځي قطعې قوماندان و.
د لارې په اوږدو کې د شېګل د شېنکوړک په سیمه کې د ماښام لمانځه لپاره جومات ته ورغی. نوموړی په همدې جومات کې د لمانځه پر مهال د یوه غلچکي برید په ترڅ کې د اماني رژیم د ملاتړ له امله په بې رحمانه ډول شهید شو
د میرزمان خان له شهادت وروسته د هغه د کورنۍ ستونزې پای ته ونه رسېدې.
کله چې محمد نادر خان واک ته ورسېد، د اماني رژیم د ملاتړ له امله، یې د غازي میرزمان خان د کورنۍ پر وړاندې سخت دریځ غوره کړ
د غازي میرزمان خان ورور جنرال خان محمد خان کونړی او دوه زامن یې، غنډمشر عصمتالله خان زماني او غنډمشر ګلمحمد خان زماني، کابل ته راوغوښتل. په ښکاره د جګړې (حربیې) وزارت کې د دندو په نوم، خو په اصل کې د هره ورځ حاضرۍ ورکولو له لارې تر سختې څارنې لاندې وساتل شول. ویل کېږي چې دا حالت تر ۱۳۲۳ لمریز کال پورې دوام وکړ.
په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د کونړ د ساپیو پاڅون نادر خان د یوې بهانې په توګه وکاراوه او د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۲۹مه نېټه د غازي میرزمان خان د کورنۍ له سلو څخه زیات غړي یې پرته له کوم جرم او محاکمې، د نامالوم برخلیک په تمه د دهمزنګ په بندخونه کې بندیان کړل
په بند کې د ناروغیو او ناوړه تغذیې له امله یې د کورنۍ ۲۸ تنه غړي مړه شول او د ۱۳ کلونو سیاسي بند له تېرولو وروسته هرات ته شړونکي (تبعید) شول او د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې یې هلته د شړل شوو په توګه ژوند تېر کړ.
غازي میرزمان خان یو ورور، جنرال خان محمد خان کونړی، اته زامن شیرمحمد خان، غنډمشر عصمتالله خان ، غنډمشر ګلمحمد خان، حبیبالله خان، محمد ارسلان، خیرمحمد خان، یارمحمد خان او محمد هاشم خان او بيبي مریم، بيبي حاکمه، بيبي حسنیه، بيبي شاهببو، بيبي صندله، بيبي ، بيبي ګل او بيبي سدرةالمنتهی په نامه لوڼې لرلې
عصمتالله خان زماني د اسمار د پوځي بولندوی (قوماندان) او د اسمار ملکي مدیر هم پاتې شوی و. هغه د خپل پلار سره یې د اماني دولت په ځینو پوځي عملیاتو کې ګډون کړی و.
په ۱۹۲۸م کال کې یې له خپل پلار سره د شینوارو د پاڅون پر وړاندې په عملیاتو کې هم برخه اخیستې وه او ګلمحمد خان زماني هم پوځي مشر و.
محمد هاشم خان زماني د پښتو ژبې شاعر، لیکوال او سیااستوال و. د هغه ژوند د میرزمان خان د کورنۍ د میراث یوه بله سیاسي، ادبي او فرهنګي برخه څرګندوي، د دې کورنۍ هلې ځلې فعالیت یوازې په پوځي او قومي ډګر کې محدود نه و، بلکې د پښتو ژبې اوکولتور په برخه کې هم دوام موندلی و.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) بنسټاېښودونکی ډاکتر کبیر ستوری د غازي میرزمان خان د مشرې لور زوی وو.
د PSDP مشر قانونپوه علي خان محسود وایي چې د ده نیکه، غازي میرزمان خان، د شاه امانالله خان له ځانګړو کسانو څخه و او امانالله خان هم د انګرېزانو کلک مخالف و. له همدې امله ، کېدای شي د میرزمان خان سیاسي او ملي مبارزې د کورنۍ پر راتلونکو نسلونو هم اغېز کړی وي. د کبیر ستوري د ملتپالنې روحیه او د پښتنو د ملي یووالي لپاره د هغه مبارزه د دې کورنۍ له تاریخي سیاسي میراث سره د تړاو له امله هم کېدای شي.
درنښت
)نصیر ستوری(
20.08.2026
————-
سرچینې
۱. محمد ولي ځلمي: زمونږ غازیان.
۲. امان افغان جریده: پنځم کال.
۳. د حقیقت جریده، لومړی کال.
۴. عبدالخالق اخلاص: د استقلال څلورمه جبهه.
۵. له محمد ارسلان زماني سره مرکه.
۶. عبدالله غمخور:د افغانستان د آزادۍ شهسوار
۷. پښتونخوا :د غازي میرزمان خان ژوندلیک
۸. ډاکتر عبدالرحمن زماني: غازي میرزمان خان ژوند او مبارزه.
۹. Shahmahmood Miakhel: Understanding Afghanistan Importance of Tribal Structures in Afghanistan
ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.
سریزه:
د اسلامي حکومت لومړنۍ دوره د انسانانو په تاریخ کې یوه ډېره مهمه او اغېزمنه دوره ګڼل کېږي. دا دوره په ۶۲۲ میلادي کال کې په مدینه منوره کې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم له خوا د اسلامي حکومت په جوړېدو پیل شوه او د خلفای راشدینو تر زمانې، یعنې د حضرت علي کرم الله وجهه تر خلافت پورې یې دوام وکړ.
د ډېرو تاریخ پوهانو په نظر، دا د اسلامي حکومت اصلي، رښتینې او زرینه دوره وه. په دې وخت کې نړۍ له داسې نظام سره اشنا شوه چې بنسټ یې پر عدالت، قانون او د انسانانو پر برابرۍ ولاړ و.
د اسلامي حکومت پیل او بنسټ:
د اسلامي حکومت بنسټ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې کېښودل شو. وروسته خلفای راشدینو هم همدا لاره تعقیب کړه او حکومت یې د عدل، مشورې، امانت او قانون پر بنسټ وچلاوه.
په دې نظام کې د واکمن او عام انسان ترمنځ د قانون له پلوه فرق نه و. هر څوک د قانون په وړاندې برابر وو. همدا ځانګړنه وه چې خلکو ته یې امن، سوکالي او باور ورکړ.
د اسلامي حکومت پراختیا:
د اسلامي حکومت اغېز یوازې د نبوي دورې او خلفای راشدینو تر وخته محدود نه شو، بلکې وروسته د اموي، عباسي او عثماني خلافتونو تر زمانو پورې وغځېد. دا لړۍ د عثماني خلافت تر سقوط، یعنې تر ۱۹۲۴ میلادي کال پورې روانه وه.
ځینې علما او تاریخ لیکونکي دا اوږده موده د مسلمانانو د سیاسي او تمدني ځواک دوره بولي. اسلامي حکومت په لږ وخت کې پراخ شو او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې ژور اغېز پرېښود.
پر نړۍ د اسلامي حکومت اغېز:
اسلامي حکومت یوازې د سیمو د نیولو نوم نه و، بلکې دا یو فکري، اخلاقي او قانوني نظام هم و. د دې نظام تر ټولو مهمې ځانګړنې دا وې:
- د عدالت پلي کول.
- د اسلامي شريعت واکمن کول.
- د انسانانو برابري او مساوات.
- د مشورې اصل.
- د کمزورو او بېوزلو د حق ساتنه.
- د ظالم په وړاندې درېدل.
همدغو ځانګړنو د اسلامي حکومت نوم په نړۍ کې روښانه کړ او ډېر خلک یې د نظم، عدالت او ښې حکومتولۍ له امله اغېزمن کړل.
د نړۍ د مشهورو پوهانو نظرونه:
د اسلامي حکومت د عدالت او بریا په اړه نه یوازې مسلمانانو، بلکې د نړۍ ځینو مشهورو غیرمسلمانو پوهانو هم مثبت نظرونه څرګند کړي دي.
برنارډ شا ویلي دي چې که د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په څېر یو شخص د نړۍ مشري وکړي، نو د نړۍ ستونزې به په حکمت او عدالت حل کړي.
مایکل هارټ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د تاریخ هغه شخصیت بولي چې هم په دیني ډګر او هم په حکومتي ډګر کې تر ټولو لوړه بریا لري.
ول ډیورنټ د اسلامي حکومت او تمدن ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا نظام د قانون، نظم او انساني برابرۍ له پلوه ډېر لوی اهمیت لري.
توماس کارلایل دا خبره ردوي چې ګواکي اسلام یوازې په زور خپور شوی. د هغه په اند، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بریا اصل د هغه رښتینولي، قوي شخصیت او لوړ اصول وو.
اډوارډ ګیبون هم دا منلې چې د اسلامي نظام یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د عقل، اخلاقو او قانون تر منځ یې ښه اړیکه جوړه کړې وه.
پایله
له پورته خبرو څخه څرګندېږي چې د اسلامي حکومت بریا یوازې په ځواک او فتوحاتو کې نه وه، بلکې اصلي قوت یې په عدالت، صداقت، د قانون په برابر تطبیق او د انسانانو په مساواتو کې و.
همدا لامل و چې نه یوازې مسلمانان، بلکې د نړۍ ډېر پوهان او تاریخ لیکونکي هم د دې نظام د غوره والي اعتراف کوي. په لنډه توګه، اسلامي حکومت د داسې نظام بېلګه وه چې د بشریت لپاره یې د سولې، عدالت او سمې حکومتولۍ پیغام درلود.
احمدشاه بابا زموږ د هیواد هغه نامتو، باتوُر، هوډمن، پتمن او مدبر شخصیت وو، چې په توُره او میړانه یې د لوی او سرلوړي افغانستان تاریخ روښانه او ځلانده ساتلی وو.
دی نه یوازې زموږ د هیواد یو زړه ور واکمن، ننگیالی، حق پالونکی او مېړنی پاچا وو، خو د کلک هوډ او ملي ارادې یو ستر او پیاوړی تاریخي شخصیت هم وو.
ده په توُره، تدبیر او میړانه کې نه یوازې کلک عزم او لوړ همت درلود، بلکې د خپل اوچت قلم او څپاند استعداد او وړتیا له لارې یې د ادب او فرهنگ ډگر هم تود ساتلی وو. دی فرهنگپال او فرهنگیال شخصیت وو او د پښتو ادب په غیږ کې یو خوږ ژبی، ولسي، با احساسه او ملي شاعر هم وو.
«خدای بخښلی احمد شاه بابا» د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی وو په خټه ابدالي سدوزی وو. دی پر (۱۱۳۵) هجري کال کې چې له (۱۷۲۲) زېږدېز کال سره سمون خوري، په هرات کې زېږېدلی دی، مشر ورور يې ذوالفقار خان نومېده چې یو ځواکمن، غښتلی بادرکه او با احساسه انسان وو او د خپل پلار له مړینې څخه وروسته د هرات د حاکم په توگه یې دنده لرله.
دا یو څرگند حقیقت دی، مور د ژوند ستره هستي او لویه شتمني ده، چې په خپلو وږمو، وړانگو او شغلو یې په ټولنه کې تورې او تپې تیارې روښانه او رڼا کړېدي. مور د خپل کور د کړۍ رڼا یي ده، لکه شمع په اور کې سوزي، تر سحره بلېږي خو د خپل کور خوا و شا ته رڼايي راولي.
د احمدشاه بابا مور زرغونه نومیدله په خټه الکوزی وه. د ده مور هغه درنه، پتمنه، سپېڅلې او زړه سوانده میرمن وه، چې دخپلې پوهې، لوړ سوچ، اند او فکر په وسیله یې له کوچینوالي څخه د احمدشاه بابا روزنې او پالنې ته ځانگړې پاملرنه درلوده او هم یې وروسته کله چې احمدشاه بابا د هیواد د مشر او واکمن په توگه وټاکل شو، په ډېرو سلطنتي چارو کې یې هغه ته غوره مشورې ورکولئ او مرسته به یې ورسره کوله.
کله چې د احمدشاه بابا پلار زمان خان له نړۍ څخه سترگې پټې کړئ، دی یو کلنۍ ته لانه وو رسیدلی.
احمدشاه بابا له خپل مشر ورور ذوالفقار خان سره له هراته کندهار ته راغی هغه وخت دی اته یا نه کلن وو. شاه حسين هوتکي له دې وېرې چي ابداليان به د ذوالفقارخان په مشرۍ د ده د واکمنۍ لپاره گواښ جوړ کړي، دی یې د خپل ورور سره یو ځای په تنکۍ ځوانۍ کې ونيول او په بندي خانه کې یې بندیان کړل. د بندیتوب نېټه یې په کندهار کې له (۱۷۳۱ ) زېږدیز کاله تر (۱۷۳۸) زېږدیز کاله پورې وه. احمدشاه بابا کابو شپږ کاله د شاه حسین هوتک په بندیخانه کې وو او د ځوانۍ د ودې او پر مختگ مهمه دوره یې هلته تېره کړه. د لیکوالو او څېړونکو د څېړنې پر لاسوند دا هغه دوره ده چې احمدشاه بابا د خپل ادبي او فرهنگي استعداد، لوړتیا او پوهې له لارې تصوف او ادب ته پاملرنه کړیده.
نادر افشار پر( ۱۷۳۸) زېږدیز کال کې کندهار ونـﯦـوُ او احمدخان یې له خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای له زندانه خلاص او مازندران ته تبعید کړل. پر دغه مهال احمد خان شپاړس یا اوه لس کلن ځوان وو. ذوالفقار خان هلته مسموم او ووژل شو او احمد خان په مازنداران کې پاتې شو.
احمد خان (۲۰) کلن ځوان وو، چې د نادر افشار دربار ته ورسېد او نادر افشار هغه په خپل لښکر او پوځ کې د افسر په توگه وټاکه. دی هغه تکړه، فعال او با استعداده نظامي افسر وُ ، چې د خپلې ځانگړې نظامي پوهې او زړه ورتیا په وسیله نادر افشار د ابدالي او اربکي پوځ مشري ور وسپارله، او وروسته يې د خپلو ساتندويانو د مشر په توګه وگماره.
احمد خان د نادر افشار هغه ځوان، میړنی، غښتلی او پیاوړی نظامي افسر وو، چې د هند په فتوحاتو کې له نادر سره ملگری او په دې برخه کې یې اغیزمنه دنده درلوده. دی هغه مدبر او هوډمن شخصیت وو، چې د خپل ځانگړي استعداد او وړتیا له لارې یې د ادارې، جگړې او سیاست په برخه کې گټور ازماېښت ترلاسه کړي وو، او د سیاسي او ټولنیز ژوند د بېلابېلو ستونزو، کړاوونو، پېښو او حوادثو پر مهال یې ترخې او خوږې خاطرې درلودې او له دغو حالاتو او خاطراتو نه يې ډیر څه زده کړي وو. د نادر افشار په دربار کې یې د بېلابېلو خلکو سره لیدنې شوې وئ او د پوځیانو په منځ کې د یو وتلي، پیاوړي او زړه سوانده نظامي افسر په توگه د دوی په زړونو کې خپل ځانگړی ځای، پوړۍ او مقام درلود. ده د خپل پتمنو او درنو ولسونو سره ژوره مینه درلوده او پر خلکو ډیر گران وو او وگړو ورته د زړه له کومې درنښت او درناوی کاوه. کله چې نادر افشار د ایران په خبوشان کې د خپلو ساتونکو له خوا ووژل شو، په دې مهال کې احمدخان ابدالي (۲۵) کلن تنکۍ ځوان وو، د خپلو عسکرو او د افغان ځواکونو د سرانو په مرسته د نورو لښکریانو له زور زیاتي او تېري څخه د نادر افشار کورنۍ او اولادونه یې له بې سترۍ او زیان او ضرر څخه وژغورل او وساتل، او دولتي خزانې او وسلې یې خوندي وساتلې.
د نادر افشار ميرمنې د احمدخان ابدالي د غیرتي او غوره چوپړ او خدمتونو په بدل کې ده ته د «کوه نور الماس او نور جواهرات» ډالۍ کړل.
پدې مهال کې نور محمد خان علیزي د احمدخان سره يو ځای د خپلو عسکرو سره گډ د قندهار په لور وخوځيدل او هلته يې د ابداليو، ازبکو، تاجکو، بلوڅو، غلجيو او هزاره گانو د مشرانو او خانانو په گډون پر(۱۱۶۰ هجري ) کال د رجب مـﯦـاشت، چې د (۱۷۴۷) زېږدیز کال د اکتوبر له مـﯦـاشتې سره سمون خوري د (شير سرخ بابا په زیارت) کې جرگه جوړه کړه، او له مشرانو څخه یې وغوښتل چې د خپلواک افغانستان لپاره مشر وټاکي او د ولس په مشوره، مرسته او خوښه په هیواد کې یو ملي واک ټینگ شي. جرگې نه ورځې دوام وکړ. خو پدې و نه توانيدل چې څوک د ملي مشر په توگه وټاکي ځکه هر خان او هر مشر غوښتل چې هغه د دې هيواد د لارښود ځای ونيسي، يوازې په جرگه کې ځوان احمد خان څه نه ويل او د پادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل. پر نهمه ورځ د زياتو بحثونو څخه وروسته جرگې پرېکړه وکړه. «پير صابر شاه کابلي» چې یو روحاني او صوفي مشربه دروېش او بې پرې سړی وو د پرېکړې کوونکي په توگه وټاکي. هغه وو، چې نوموړي په دغه جرگه کې د احمدخان په تړاو د پام وړ خبرې او د ده ښېگڼې یې بیان کړې او د دوی له منځه پاڅېده له نږدې کروندې نه یې د غنمو وږي وشکول او د احمدشاه بابا په دستار کې یې ور وټومبل. لاسونه یې پورته کړل دعا یې وکړه او ویې ویل چې «احمدشاه» زموږ پاچا دی، سره له دې چې ځوان دی خو د تدبیر او مېړانې له مخې بابا دی. په جرگې کې ټولو ناستو کسانو د احمدشاه ټاکنه، په یوه خوله ومنله او احمد خان احمدشاه شو، بابا شو او د افغانستان پاچا شو. جرگه، گډونوالو په خپلو مبارکیو لا پرتمینه کړله.
کله چې احمد شاه بابا د پاجا په توگه انتخاب شو او د هيواد د مشرتابه مسئووليت یې تر لاسه کړ، دی په هیواد کې دننه په ټولو حالاتو او وضعیت ډیر ښه پوهیده او د گاونډي هیوادونو د نظامي او سیاسي اکربکر ورته ډېر ښه څرگند وو. همدا وجه وه چې ده ته د یو خپلواک دولت جوړولو شرایط مساعد وو. ده د خپل دولت د ټینگښت لپاره دوې مهمې مسلې ته ژوره پاملرنه وکړه: له ټولو هیوادوالو څخه یې لومړنۍ پوښتنه دا وه چې قبيلوي اختلافات پرېږدي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د سياسي او ملي وحدت د ټینگښت لپاره سره يو موټي شي، د قباېلو مشرانو له خوا د احمد شاه بابا دغه غوښتنه ومنل شوه، همدا وجه وه چې د دوی د ملي يووالي، اتحاد او اتفاق په وسیله احمدشاه بابا له سترو بریاوُ او بریالیتوبونو سره مخامخ شو. دویمه مسله د یو غښتلي او ځواکمن ملي پوځ جوړول وو. دې کار ته یې هم ژوره پاملرنه وکړه او یو غښتلی او منظم پوځ یې جوړ کړ. په هیواد کې د ننه یې د یو ټینگ سیاسي وحدت پر بنسټ یو غښتلې اداره جوړه او سولیز ژوند او امنیت یې ټینگ کړ نو بیایې په لښکر کښیو او فتوحاتو لاس پورې کړ. په دې کې شک نه شته چې د دغو پورتنیو خبرو پر بنسټ د یو متحد او خپلواک هیواد جوړول یو کلک، ټینگ او پولادي عزم، روښانه سوچ، اند او فکر او بشپړ تدبیر ته اړتیا وه، چې له نیکه مرغه دا ټولې ښېگڼې د احمدشاه بابا په وجود کې یو ځای شوي وو. احمدشاه بابا هغه دروند، د ټینگ هوډ او ملي ارادې شخصیت وو، چې د ولس په خوی و بوی، دود او دستور ښه پوهیده او دا هم ورته معلومه وه چې د ولس مشران د هیوادوالو په لارښوونه کې مهم اغیز لري. همدا وجه وه چې ده یوه مشورتي شورا جوړه کړه چې د ولس نامتو مشران د دې شورا غړي وو، او په ټولو مهمو سیاسي، نظامي او دولتي چارو کې له دغو مشرانو سره یې سلا او مشوره کوله.
احمدشاه بابا هغه غښتلې او مدبر پاچا وو، چې په توُره او مېړانه یې پولې ساتلې او په ډېر حساس تاریخي اکربکر کې دی وتوانیدو چې یو ځواکمن او متحد حکومت جوړ کړي، سیاسي او جغرافیوي پولې يې ورته وټاکلې او د افغانستان نوم يې پرې کېښود.
«استاد حبیب الله رفیع » زموږ د هیواد نامتو لیکوال او څېړونکي په خپله یوه لیکنه کې د احمدشاه بابا د فتوحاتو په تړاو داسې کښلي دي:
(( ... د هیواد په ختيځ کې یې د هند نیمه وچه لاندې کړه او د ډيلي پر تخت کښیناست، ایران ته پر توغ او نغاړه ولاړ او د هغه هیواد ډېرې برخې یې لاندې کړې، د ماوراءالنهر زیاتې سیمې یې ونیولې او له هغو ټولو یرغلگرو نه یې غچ واخیست چې تر ده وړاندې دوې دوې نیمې پېړۍ یې افغانستان ترمنځ ویشلی او د هیواد خلک یې ځورولي وژلي او د ازادۍ په جرم په خپلو پاکو وینو لنبولي وو...))
احمدشاه بابا په آسیا کې د مسلمانانو لپاره یوازینی ستر زعیم بلل کېده، له ده پرته له بل چا څخه د هندوانو د خطرونو د تمبولو هیله نه کېده دا د تاریخ هغه غم لړلې شیبې وې چې د هند مسلمانان د هندوانو له لاسه په خپلو وینو کې رغړیدل او ټولو د امید سترگې احمدشاه بابا ته راکږې وئ.
لنډه دا چې احمدشاه بابا هغه باتوُر، غښتلی، ځواکمن او پیاوړی ملي اتل وو، چې په خپله واکمنۍ کې یې (لس) پوځي سفرونه کړې دي او هيڅکله هم د جگړې د ډگر څخه ندی تښتيدلی چې ډيره مشهوره جگړه يې د پاني پټ جگړه ده.
په رښتیا سره چې احمدشا بابا د ننگ و غیرت په ډگر کې یو توریالی او زړه ور او د توُرې او عمل غښتلی او نامتو اتل وو. دی د ټینگ عزم، لوړ همت، سرښندنې، عدالت او انصاف، د هیواد پالنې او د یوالي او ملي وحدت سیمبول وو. اسلامي مقدساتو ته یې درناوی کاوه او همداسې د ډیرو عالي صفاتو او خصایلو خاوند شخصیت وو. دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په نوره نړۍ کې هم شهرت لري.
د احمدشاه بابا د څو اړخیز شخصیت په تړاو په هیواد کې د ننه او بهر یو شمېر تاريخ ليکوونکو، پوهانو، څيړونکو او محقيقنو ګڼ شمېر کتابونه لیکلې دي ، چی هر يو يې پر خپل ځای ځانگری ارزښت لري.
د هندوستان پېژندل شوي لیکوال او تاريخ ليکوونکي «داکتر گنداسنگ» په خپل یوه لیکنه کې داسې کښلي دي :
((... د ډېرو زيار گاللو په نتيجه کې د احمدشاه ابدالي تاريخ دومره د تاريخ د مينه والو پام ور اړولی چې د حقيقت په پلوشو کې د احمدشاه د شخصيت ټول بُعدونه، افغانيت، پتمني، زړه ورتيا، توره، علم، عدالت او . . . نور په سمه توگه ليدلای شي...))
او همداسې زموږ د هیواد نامتو او پیاوړی لیکوال او څېړونکي «ارواښاد غلام محمد غبار» په خپل یو تاریخي اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کې داسې لیکي:
(( .... احمدشاه را بواسط خدمات و اخلاق و تقوای شخصی او پدر میخواندند وغازی خطاب میکردند. زیرا احمدشاه تنها پادشاهی بود که در افغانستان تاج بر سر نمینهاد، دستار میبست و چپن و موزه میپوشید و در عوض تخت بر زمین مفروش می نشست. او مستقیما با مردم در تماس میشد، با تواضع و پیشاني گشاده سخن میزد، در حل و فصل قضایا انصاف را مدنظر میگرفت، و در عین حال از قوانینی که خود گذاشته بود، جدا پيروی مینمود. احمدشاه در طول سلطنت خود به عیاشی و تجمل نپرداخت و حریص نبود. او در هیچ جنگی از مقابل دشمن فرار نکرده بود، و در برابر اهالي، کشور متواضع و ملایم بود. مثله (قطع اعضای انسانی) را در مجازات، و خشوع و خمیدن را در تشریفات، تحریم نمود. او خانواده و اقارب خود را از مداخله و اشتراک در امور دولت دور نگهداشت ... )).
د پورتنیو لیکوالو او څېړونکو د لیکنو پر لاسوند په رښتیا سره چې احمدشاه بابا څو اړخیزه شخصیت درلود. دی یو نامتو، پیاوړی، ملي او غښتلی اتل، پاک او سپیڅلی انسان، دروند، مهربان، متدین او رښتینی مسلمان، مینه ناک، زړه سواندی، با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند، بی کبره او خوا خوږی انسان وو. دی د تقوا او پرهیزگاری دروند شخصیت، د سړې سینې او لویې حوصلې خاوند وو. ده د خپل هیواد او هیواد والو سره، د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې او ژوره مینه درلوده.
احمدشاه بابا نه یوازې په توُره او میړانه کې یو کلک عزم او لوړ همت درلود، بلکې د شعر او شاعرۍ بازار یې هم تود ساتلی وو.
احمدشاه بابا زموږ د هیواد په غوړیدلي تاریخ کې او د ادب او فرهنگ په ډگر کې د توُرې او قلم د خاوند په توگه پېژندل شوی او ستایل شوی دی.
ده نه یوازی د خپل تورې عزت او حیثیت او د قلم فضیلت په ډیر ځوانمردي، بهادري او میړانې تر پایه پورې وساته خو د نورو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو علمي، ادبي او فرهنگي ډگر یې هم تود ځلانده او ښېرازه ساتلی وو.
د احمدشاه بابا په اشعارو کې د تصوفي او اخلاقي اړخ څخه را نیولی تر عشقي، حماسي، ملي، ټولنیز، او د هیواد او هیواد والو سره د ژورې مینې تر کچه پوری د شعر په ساده او روانه ژبه ډیر ښکلي او په زړه پورې انځورونه نغښتې دي. د بېلگې په توگه د ده له دیوان څخه چې (۲۵۰۰) بیتونه لري.
د بېلګې په توګه د احمدشاه بابا د شعرونو دا بیتونه گورو:
په اشنا به خبر نشم څو خبر نه شم له ځاته
که د خپلې خودۍ تیر شم خود به زه شمه مراته
معرفت به مې روزي شي که فاني شم و فنا ته
دا د یار مینه خوږه ده چې پریکړې سر د زیاته
***
او یا وايي:
زما په مخ که دا څه تېرېږي بحر د زړه مې په مخ بهېږي
اوښکې له سترگو مې په مخ روانی دي که د زړه وینې دي چې راچلېږي
***
او یا وايي:
علم گوره څرگنده لوی دریاب دی بیا هم دی را بهېدلی په څو باب دی
دا د علم دریاب هر چېرې محیط دی علم زده کړه چې د عمل لوړ جناب دی
***
او یا وايي:
شیرین عمر چې تیریږي دریغه دریغه د اوبو په څېر بهیږي دریغه دریغه
ولې زړه په خبرنه دی له رفتنه چې داهسې ژر تیریږي دریغه دریغه
ولې هسې سوې بې غمه زما دله عمر باد غوندې چلیږي دریغه دریغه
دا یاران لکه گلونه د بهار دي د خزان په تاو رژیږي دریغه دریغه
احمدشاه به څه هوس کا وخت د غم دی د بېلتون نوبت رغیږي درېغه درېغه
***
او یا وايي:
ستا دعشق له وینو ډک سوه ځیگرونه ستا په لاره کې بایلي زلمي سرونه
تاته راسمه زړگی زما فارغ سي بې له تامې اندیښنې د زړه مارونه
که هرڅو مې د دنیا ملکونه ډیر سي زما به هېر نه سي دا ستا ښکلي باغونه
د ډیلۍ تخت هېرومه چې رایاد کړم زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
***
او یا وايي:
پر ننگ مړ خو څه مړ نه دی د بې ننــگه ژونـد جفــا ده
لاس بـه وانـه خلم لـه ننگه که پر ننگ پاتــه دنيـا ده
***
او یا وایي:
چې برکړی مې خدای لاس په رقیبانو ترو به زه د هند په لور په تماشه ځم
چې د هند د ملکو فتحه مې روزي سوه نور ایران لره په توغ په نغاره ځم
پر راکړي داد دې خدای نه سي پښېمانه ترنگین مې ایران لاندې شاهانه ځم
***
او یا وایي:
چې را یادې تورې زلفې سپین رخسار د خپل جانان سي بې له یاره مې په مخ باندې د دوو سترگو باران سي
په لمبه باندې د عشق یې چې وینم زړه بریان سي چې رایاد د یار لبان کړم باندې پروت یې سور پېزوان سي
زه بلبل غوندې د فکر په خوب دارنگه یم تللی چې رخسار به د یار کله د لاله په دود خندان سي
زړه مې تږی د دیدن دی و دیدن ته آرزومند دی که مې تږی زړه سېراب ستا په کوهي د زنخدان سي
دواړه لاس به له هوسه زه خپل سره کړم په نکریزو که یو ځلې مې په لاس کښې ستا خوشبوی زلفې ریحان سي
دغه اور به په دوو سترگو زه قبول کړم که پرې سوزم کشکې داغ مې دواړه شونډې په اور ستا د سره لبان سي
زه (احمد) به له دې هسې پټو گواهو چېرته تښتم چې را باندې یې دوه وروځې څلور خاله گواهان سي.
***
او یا وايي:
د زړه فریاد مې له جدایۍ اور مې ورک نه سي د اشنایۍ
چې پر وطن وي زړه څه قرار وي یم بې طاقته په پردېسۍ
***
همداسې نور بیتونه...
احمدشاه بابا هغه نومیالی پاچا او بریالی فاتح وو، چې د علم، ادب شعر او شاعرۍ سره یې ژوره مینه او لېوالتیا درلوده او د خپل تورې او قلم له لارې یې د علماوو، ادیبانو او فرهنگیانو بانډارونه او مجلسونه تل تازه او ښېرازه ساتلي وو. ده په پښتو، دري-پارسي او عربي ژبو اشعار ویلي او آثار یې لیکلي دي. د ده دا درې اثره د زمانې له حوادثو او پېښو څخه خوندي پاتې شوې دي. نښیرونه (آثار) یې دا دي:
- د احمدشاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ دیوان.
- علم گنج – دا نښیر (اثر) اته بابه لري. د دې کتاب د شرح یوه قلمي نسخه د کابل د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خطي کتابتون کې شته.
- د احمدشاه بابا عربي اشعار ـ او همداسې نور...
د احمدشاه بابا د علمي او ادبي نښیرونو (آثارو) ارزونه او پلټنه ځانته جلا بحث او څېړنه غواړي. په دې برخه کې د پورتنیو خبرو پر لاسوند بسنه کوم.
کله چې احمد شاه بابا له سفره کندهار ته راغی، د ناروغۍ له امله پر (۱۷۷۳) زېږدیز کال کې د درملنې لپاره مشهد ته ولاړو خو کله چې بېرته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی وو، په يوه مهمه جرگه کې یې د دولتي مشرانو په گډون «شهزاده تيمور» خپل وليعهد وټاکه. د جرگې غړو هم د احمد شاه بابا له لید سره همغږي وښوده. د څو ورځو په تېریدو سره د احمد شاه بابا ناروغي او درد زیات شو او د (توبې) د غره په لور چې هلته تازه، سړه او پاکه هوا وه ولاړو. احمد شاه بابا د توبې په غره کې د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه په (۵۰) کلنۍ کې په حق ورسېدو. د خرقې مبارکې تر څنگ په خورا درنو مراسمو خاورو ته وسپارل شو.
اروا یې ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتې غواړم.
په ډير درنښت او مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود
***
په ١٩٥٥ م کال کې مې مور مړه شوه، نوي کلنه وه، وصيت يې کړی و چې جنازه به مې خپل پلرني وطن، ايټاليا ته وړئ!
مور مې په روم کې خاورو ته وسپارله. منی و، د ايټاليې هوا تر لندنه توده لګېده، فکر مې وکړ، توده هوا مې هډوکو ته ښه وه. څو ورځې په ايټاليې کې پاتې شوم، يوه ورځ مې امان الله خان په ذهن کې را وګرځېد، پوهېدم چې په روم کې اوسي، خو دقيق ادرس يې نه و رامالوم.
د افغانستان سفارت ته ورغلم، بانې يې کولې، نه پوهېږم چې ولې يې له پخواني پاچا سره زما ليدل نه خوښېدل. په سخته مې قانع کړل، ادرس يې راته وليکه.
کاغذ ته مې وکتل، پخوانی پاچا د ښار په تر ټولو غريبه برخه کې اوسېده.
يو سهار مې ټکسي ته لاس ورکړ، شل دقيقې وروسته د يوه پارک پر غاړه کښته شوم.
يوې ځوانې نجلۍ ته مې کاغذ ونيو، شمال لور ته يې ګوته ونيوله، مجبور وم، بايد په پارک کې تېر شوای وای.
پر ژېړ چمن ژېړې پاڼې پرتې وې. څو ماشومانو فوټبال کاوه، زاړه کسان پر اوږدو څوکيو لمر ته ناست ول. مخکې لاړم، سرې او ژېړې پاڼې مې د بوټو تر تليو لاندې کېدلې…يو ځای ودرېدم، بېرته مې شاته وکتل، يو څوک پر اوږده څوکۍ ناست و، اخبار يې وايه.
نږدې ورغلم، دا غټې سترګې شناخته راته واېسېدې. مخامخ ورته کېناستم. حساب مې وکړ، دوه شپېته کاله! نه وم غلط، امان الله خان به په دوه شپېته کلنۍ کې خامخا همداسې څېره درلوده. ور نيږدې شوم، پر سړي مې سيوری ورغی، شپو خولۍ يې له څوکۍ ور پورته کړه، کېناستم، په انګليسي مې وويل:
_هوا ښکلې ده!
غټې کڅوړنې سترګې يې را واړولې، موسک شو، لنډ ځواب يې راکړ!
_ډېره!
بېرته يې اخبار سترګو ته ونيو.
ور ومې کتل، د زاړه، خو پاک بالاپوښ ګروې ( تڼۍ ) يې تر غاړې پورې تړلې وې، له ليرې يې د مخ ګونځې دومره ژورې نه ښکارېدې.
ټپ شو، توپ پر اخبار او بيا د سړي پر اوږه ولګېد، يو ماشوم راغی، بخښنه يې وغوښته، سړي توپ ور واخيست، د ماشوم پر سر يې لاس تېر کړ، توپ يې ورته ونيو. ماشوم موسک شو، مننه يې وکړه.
سړي بېرته اخبار ته وکتل.
په انګليسي مې وويل:
_په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟!
سړي را وکتل، ويې خندل:
_د آس سورلۍ.
بېرته يې سر وځړېد.
يوه شېبه ناست و، بيا ورو ولاړ شو. ګام يې واخيست، په پښتو مې وويل:
_مېلمه يواځې پرېږدې!
نېغ يې راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_افغان يې؟!
راغی، تر لاس يې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ کې نيولی وم. نه يې پرېښودم.
ومې ويل:
_نه! پرنګی!
ويې ويل:
_ټوکې مه کوه! پرنګيان او داسې صافه پښتو! ډېر سره ليرې دي.
ومې ويل:
_ډېوېډ جونز يم، په ١٩١٩ کال کې ارګ ته درغلی وم، درې کسه وو، د چانسلر لېک مو درووړ، په کابل کې مو د خپلو څو نمايندګانو پاتې کېدا غوښته.
د سړي لاسونه مړه شول. تر څنګ مې کېناست، سر يې څو ځله يوې، بلې خواته وخوځاوه، يودم يې وخندل:
_اه! پرنګيانو! دلته هم نه يم درنه خلاص!
ومې ويل:
_خو اوس مې تقاعد اخيستی، له سياست سره کار نه لرم، ايټاليا ته مې د خپلې مور جنازه راوړه، ته مې په ذهن کې را وګرځېدې، ليدو ته دې راغلم.
امان الله خان ودرېد، تر لاس يې ونيولم، په موسکا کې يې وويل:
_راځه! کورته ځو، بيا ونه وايې چې يوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره کړې وه.
تر پارک ووتو، تنګه کوڅه راغله، امان الله خان په يوه زاړه کور کې اوسېده. پورته وختو، وړه کوټه وه، پر زړه، رنګ خوړل شوې غالۍ يو کټ، کوچينی مېز، دوې څوکۍ…ښکارېدلې. کېناستم، شاوخوا مې وکتل، وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه، پورته د لرګي په چوکاټ کې کليمه نيول شوې وه، کټ ته نږدې، په تاقچه کې د جاينماز پر سر کوچينی قرآن شريف ايښی و.
امان الله خان د باندې ووت. زاړه وره چولې درلودې، غږ يې راته، يو چا ته يې وويل:
_څه مو پاخه دي؟!
ښځينه غږ راغی!
_لوبيا!
امان الله خان وويل:
_مېلمه لرم، قابلي پلو پوخ کړئ!
ښځينه غږ وويل:
_غوښه نه شته!
_يو څوک پسې ولېږئ!
دروازه خلاصه شوه، امان الله خان بېرته راغی، ويې ويل:
_کړکۍ ته کېنه، کوټه سړه ده.
څوکۍ مې وکښوله، د لمر وړانګې مې اوږو ته سيخې شوې. امان الله خان پر کټ کېناست، ويې خندل:
_اوس مې نو سم زړه ته ولوېده چې ډېوېډ جونز يې، فکر کوم چې يو ځل مو بيا هم سره ليدلي و.
ومې خندل:
_هو، زه او سفير دې په نيمه شپه کې در وغوښتو، ويل دې چې انګرېزان د افغانستان په شمال کې مداخله کوي، خلک يې مسلح کړي دي، سفير ته دې د هغه له خوا امضا کړی سند ورکړ، ورته ودې ويل چې په دوه اوياوو ساعتونو کې به له افغانستانه وځې. يوه اوونۍ وروسته دې زموږ انګرېز جاسوس اعدام کړ.
امان الله خان سړه ساه وايسته:
_اې پرنګيانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ.
ومې خندل:
_ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې.
راته ويې وکتل، څه يې ونه ويل:
_د کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی. دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل.
کړکۍ ته ودرېد، ويې ويل:
_هاغه ماشومان وينې؟!
ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان ول، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسې تړلې وې.
امان الله خان وويل:
_دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفريح لري، تلويزيون ته ګوري، غم نه ويني، د ټوپک ټک يې نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي….
غلی شو، ويې ويل:
_د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلوېښت کاله يې په يوه فابريکه کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پيسې ورته راځي…نه زوی ته احتياج دی، نه لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او پر تن پټ وي.
هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پيسې پيدا کولای شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتيا، خوراک، تفريح… ته ورسېږي.
دا د روم تر ټولو غريبه سيمه ده، خو کورونه يې څلرويشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري…کوڅې يې پخې دې، مکتب او روغتون نږدې دی، په دې ټوله غريبه سيمه کې به يو سوالګر هم ونه وينې.
غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:
_سم وايې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما وېل چې په خپل ژوند کې يو پرمختللی افغانستان ووينم. داسې وطن چې اوسېدونکې يې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعليم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو د جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي…نور يې په يوه او بل نوم غلط نه کړي ….
غلی شو، له پيالې يې سور وکړ، سوړ اسويلی يې وايست:
_ايټالياوان له دوهمې نړيوالی جګړې را ووتل، ټوله ايټاليا خاورې شوه، خو خلک يې پوه او تعليم يافته ول، په لسو کلونو کې يې بېرته ايټاليا، ايټاليا کړه، اوس موټرې او طيارې جوړوي، خو زما خلک بې سواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره کې به يې قناعت نه کاوه.
غلی شو، يودم يې ترخه وخندل:
_يو وخت څو سپين ږيرې راغلل، دوی په کابل کې روان رېل ليدلی و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستی، خوراک يې اور دی، شيطان يې چلوي.
ورسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې ريل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده…ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپني او لرګيو جوړ دی، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې چلوي…هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانی خبره را واخيسته، تور شيطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.
راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شيطانان ناست دي…خلک له دينه باسي…تليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتی يې، له شيطان سره غږېږې.
دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شيطان ليد…پوهېږې چې ولې؟! علت يې بېسوادي وه.
ما بايد دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې را وباسم، په هرڅه يې پوه کړم…خو دوی مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې….
ومې ويل:
_نو فکر نه کوې چې په داسې يوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکيې ته د نجونو لېږل ښه نه و؟!
امان الله خان پياله ور ډکه کړه، سړه ساه يې وايسته:
_په ټول وطن کې ښځينه ډاکټره نه وه، ښځې به په ډېرو عادي ناروغيو مړې کېدلې، فکر مې وکړ، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکيه ښه راته وايسېده، تر عربو مخکې وه، ما بايد په خپل وطن کې ښځينه ډاکټرانې درلودای، سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخانې… خو مې غريب افغانستان ته نه شوای راوړلی، چاره نه وه، نجوني او هلکان مې ترکيې ته ولېږل…د شرعې خلاف کار مې نه ګاڼه، ترکيه اسلامي هېواد دی، د نجونو ليليه، خوراک، څښاک، هر څه بېل ول.
ومې ويل:
_د چادري په اړه څه وايې؟! تا په کابل کې چادري منع کړه!
امان الله خان سر وخوځاوه:
_زه ديني عالم نه يم، خو اسلامي نړۍ مې ليدلې ده، مطالعه لرم، ما په يوه اسلامي هېواد کې هم دا ډول شنې رنګه چادريانې ونه ليدلې…زموږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دين او رواجونه يې سره ګډ کړي دي…
زه به د بند، فابريکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتون… د جوړېدو په باره کې ورته غږېدم، ګټې به مې يې بيانولې، د دې شيانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته….خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولې…پوخ سړک او په موټر کې هوسا تګ ته يې پام نه و، ويل به يې چې نه، بيا به له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په مينځ کې زموږ ښځې ښکارېږې.
د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړی شوه، خو په په اخير کې به يې راته وويل چې نجوني مو کوپر او فحشی ته مه باسه….
د روغتون فايدې به مې ور يادې کړې، ويل به يې چې ته عياشي غواړې، تورسرې به مو څنګه له کوره د باندې وځي؟!
خوارځواکه ماشومانو او ښځوته مې د تقويې دواوې ور ولېږلي، خو خلکو اور ور واچاوه، ويل يې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی، دا دوا زموږ ښځي را وچوي، اولاد نه شي پيدا کولای.
ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې، خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتی…د ښځو له نوم سره تاړه…وی، په دې کې خو زموږ ښځې راځي، خلک به يې مخ وويني، بې بندوباره به شي….دوی هر څه ته بد بينه ول، هر پرمختګ يې خامخا د ښځو د مخونو له لوڅوالي او عياشي سره تاړه
امان اله خان اوږدې خبرې وکړې، سترګې يې لندې وې ........
یو وخت یې کور ته افغانان ورغلي وو غازي دیو کس بوټ بوی کړی وو ویل یې د وطن د خاورې بوي به حتمن ورسره وي.
در نبشتهی معروضات عاجزانهی لودین دیدیم که او برای تأسیس حزب استقلال و تجدد تأکیدی فراوان داشت و شاه نیز نظر او را پذیرفته، دستور تأسیس این حزب را بهعنوان نخستین حزب مدرن سیاسی و علنی كشور صادر نمود، هیأتی را نیز برای تدوین مرامنامهی آن موظف ساخت، در ماه سنبلهی سال ١٣٠٧ ش با نشر این سند در روزنامهی امان افغان، موجودیت حزب استقلال و تجدد رسماً اعلام گردید.
این مرامنامهی مختصر را كه گویا بهصورت تعجیلی تدوین یافته است؛ بهعنوان سند مهمی از عهد امانی در تاریخ مبارزات سیاسی در كشور میتوان یاد کرد[۱].
[↑] مرامنامۀ اساسیۀ فرقۀ استقلال و تجدد
١- فرقهی استقلال و تجدد که، موافق قانون جمعیتها تشکیل شده، یک جمعیت ملی و سیاسی است که مرکز آن در کابل میباشد.
٢- فرقهی استقلال و تجدد که ملت افغان را بهموقع ترقی و رفاه ارتقأ میدهد؛ امکان هر قسم استبداد را مسدود میسازد و با کمال قوهی قلبیه و غایهی سیاسیه قبول و اعلان مینماید که حفاظت استقلال مملکت حالاً و اتیاً (درآینده) از هرگونه تهلکه و تعرضات وظیفهی عالیهی ملیه و وطنیهی هر فرد فرقهی استقلال واجد است.
٣- فرقه، خرافاتی را که بهاساس دین اسلام مطابقت ندارد، و در اثر اعتیادات جز و اعتقاد گرفته شده، از سیاست و اختلاطات متنوع سیاست تخلیص نموده، قوانین سیاسی، اجتماعی، اقتصادی ملت را تشکیل و احتیاجات عمومیه را بهاساسی که بهمدنیت عصر حاضر و علوم و فنون تجربه شده، اطمینان بخش تطبیق بشود، تأمین مینماید.
۴- فرقه تمام فعالیت و همت خود را برای آسایش و رفاهیت عامه و حاکمیت ملی افغان وقف مینماید و از نگاه قانون، مساوات مطلق را برای تمام افراد ملت قبول میکند، امتیازات هیچ عایله، هیچ صنف، هیچ جمعیت و هیچ فرد را نمیشناسد. دفع احجاف و مظالم، انسداد حق تلفی، رجحان لیاقت و اهلیت را وظیفهی وجدانیهی وطنیهی خود میشمارد.
۵- فرقه رابطهی قوی وحدت قلبیه، حسیه و فکریه را در هموطنان خود تزریق و تخلیق نموده، در تمام شعبات این اساس را در موقع اعتبار و مرعیت میآورد. تطبیق حاکمیت قوانین موضوعه را بالای هر فرد مملکت مفکورهی قطعیهی خود میشمارد.
٦- فرقه کوشش میکند که توجهی عامهی ملت را در سایهی مساعی جدیانهی خویش در راه ترقی و رفاه ملت طوری جلب نماید که ملت طبعاً فرقه را برغیر فرقه بهموقع انتخاب وکلای شورای ملی ترجیح بدهد.
٧- تشکیل فرقه از مرکز آغاز و بهسایر نقاط مهمهی مملکت؛ حتی قریهها و محلهها وسعت مییابد.
٨- اشخاصی که وارد فرقهی استقلال و تجدد میشوند، سالانه مبلعی جزوی به خزانهی فرقه جهت مصارف اداری اجتماعات ومراکز فرقه میپردازند.
٩- رئیس عمومی فرقهی استقلال و تجدد و بانی فرقهی مذکور اعلیحضرت غازی امانالله خان میباشد.
١٠- نظامنامهی تشکیلات و وظایف و سایر امور مربوطه به فرقه و اجراآت مرام آن بعد از ملاحظه و صحهی جمعیت مرکزی فرقه طبع و نشر میشود.
١١- این اساسات عمومی ابداً تبدیل شده نمیتواند.[٢]
ولي الله ملکزی
لوړ ماسپښین دی او په کاسو کاسو باران وریږي. چا پلاستیکي بالاپوشونه اغوستي او ځینو برګې او تورې چترۍ په سرونو نیولې دي؛ خو بیا هم ښه ګڼه ګوڼه ده او خلک بې خاره قدم وهي. د مرمرې د سمندرګي له اروپايي ساحل څخه د آسیایي څنډې د دنګو ودانیو رنګارنګ ګروپونه تت تت ځلیږي او د سیګل ښایستوکې مرغۍ د مالګینو اوبو خاموشه څپې څاري. د اوو غونډیو په څوکو او لمنو کې پروت د ۱۶ ملیونه نفوسو په درلودلو سره، استانبول د اروپا لومړنې او د نړۍ پنځلسم لوی ښار دی. ۵,۷۱۲ کیلو متره مربع مساحت لري او د ترکیې د ټول نفوس ۱۹سلنه خلک همدلته اوسیږي. استانبول ۵۸ پوهنتونونه لري چې ۱۴ یې دولتي او پاتې یې خصوصي او وقف دي. په دې ښار کې۳۶۷۰ جوماتونه، ۱۵۸ کلیسا ګانې او د یهودانو لپاره ۱۷ سنیګاګ (کنیسې) آبادې دي.
د دې ښار بنسټ له میلاد څخه اوه پيړۍ وړاندې د یونانیانو له خوا کيښودل شوی او بیا د کوروش کبیر د تاړاک په مهال سم دم کنډواله شویدی. په ۳۳۵ میلادی کال کې د بیزنطیني امپراتورۍ (ختیز روم) ستر ټولواک، قسطنطین د خپلې واکمنۍ پلازمینه اعلان کړ او د قسطنطینه نوم یې ورباندې کیښود چې د را روانو لسو پیړیو لپاره د رومیانو د راج او باج ټاټوبې وو. نوموړي د ایټالیا د واټیکان په مقابل کې، د ارتودکسو لپاره د آیا صوفیا مشهوره کلیسا جوړه کړه او چې ومړ نو په څنګ کې یې خښ کړل شو. کله چې سلطان محمد الفاتح په ۱۴۵۳م کې بیزنطيني واکمني تس نس کړه او د قسطنطنیې ښار یې ورڅخه ونیولو؛ نو د إسلام بول نوم یې ورله غوره کړ، بیا د هغه وارثانو ورباندې آستانه او وروسته د استانبول کیښود او دغه کلیسا یې په جامع جومات بدله کړه.
د عثماني سلطنت له راپرزیدو یو کال وروسته، یعنې په ۱۹۲۳م کال کې د مصطفی کمال اتاترک له خوا د ترکیې پلازمینه له استانبول څخه د انقرې ولایت ته ولیږدول شوه، ولې د دې ښار اقتصادي او کلتوري لمن د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیاته پراخه او د سیاحت او توریزم په یو ستر مرکز باندې بدل شو. د همدې ډیسمبر په یولسم تاریخ، د کلتور او سیاحت وزرات وویل: سږ کال ۵۳ ملیونه سیالانیانو له ترکیې څخه لیدنه کړې، ۴۶ ملیارده ډالر یې مصرف کړی او د دې شمیرې نیم په نیمه تورستان استنبول ته راغلي دي. استانبول د ترکیې د ۸۱ ولایتونو څخه یو ولایت دی او ۳۹ ولسوالۍ لري. د دې ښار د نفوسو ۶۵ سلنه په اروپايي برخې کې او پاتې ۳۵ سلنه یې په آسیايي خوا کې اوسیږي چې دریو پلونو او د اوبو لاندې یو تونل سره نښلولي دي. د استانبول اوسنې ښاروال د جمهوریت پالو د ګوند مخکښ غړی، اکرم امام اُغلو دی.
د استانبول نوی نړیوال هوايي ډګر (IST) چې مساحت یې ۷۶ ملیون متر مربع ته رسي د نړۍ په کچه دوهم لوی میدان دی. په ۲۰۱۸م کې یې د لومړۍ برخې پرانیسته وشوه؛ د ۹۰ ملیونه مسافرو ظرفیت لري او په ۲۰۲۸م کې به یې څلورمه برخه کار هم بشپړ شي چې هرکال به د ۲۰۰ ملیونه مسافرو د تګ راتګ جوګه شي. دغه مهال به هره ورځ، ۳۵۰۰ الوتکې ۳۵۰ ډګرونو ته الوتنې کوي. د دې ډګر ټول لګښت ۲۶ ملیارده یورو ته رسیږي چې د ترکیې ترڅنګ بهرني پانګوال هم په کې غټه ونډه لري. همدا اوس څه باندې یولک تنه مسلکي او خدماتي پرسونل په کار بوخت دی او د ۴۰ زرو موټرو د درولو / پارکنګ وړتیا لري.
له بله پلوه، ترکۍ ډرامې اوس له امریکا او جنوبي کوریا وروسته، په نړۍ کې دریم مقام لري چې مرکز یې همدا استانبول دی او هرکال په منځني ډول ۱۵۰ ټلویزیوني ډرامې جوړیږي. دلته جوړه شوې د ارطغرل ډرامه په ۲۵ ژبو ژباړل شوې او په ۷۱ هیوادونو کې څه باندې درې ملیارده خلکو کتلې ده. په استانبول کې د افغانستان ځینې پخواني جهادي مشران، د جمهوریت د مهال لوړ رتبه شخصیتونه او په اختلاس ککړ او تورن وکیلان د ځینو سیاسي محدودیتونو سره همدلته ژوند کوي. کله چې ما د آتاکوئ په سیمې کې د درویشانو د ذکر، رقص او هوکې د شنو لوګو په بنډار کې له یو ترکي ځوان څخه پوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه له ترکیې سره ولې ناغیړي کوي او د یوځای کیدو اجازه نه ورکوي؟ نو هغه پرته له ځنډه وویل: (افندم! ختیزه اروپا تر پرون پوری کمونسته، مفلسه او د وارسا د نظامي تړون برخه وه، خو ناټو نن پولینډ، چکوسلواکیا او مجارستان په غیږ کې نیولې او مونږ ته انې بانې کوي، زموږ ګناه دا ده چې موږ مسلمانان یو او هغوئ مسیحیان!).
د مصطفی کمال آتاتورک لخوا د شپږو پیړیوعثماني خلافت د ړنګولو وروسته، د معاصرې ترکیې له نیمې زیاته واکمني د پوځي جنرالانو او یا د هغوئ د وزر لاندې واکمنانو سره وه چې له سیاست سره د مذهب ګډول، غټ جرم وو. خو رجب طیب اردوګان چې په تنکۍ ځوانې کی یی د استانبول د بسونو او اورګاډو په سټیشنونو کې چای او سموسې خرڅولې، په ۱۹۹۴م کال کې د استانبول ښاروال وټاکل شو. د سیاسي اسلام پلویان یې خلیفه بولي، لویدیزه نړۍ یې دیکتاتور او کورني مخالفین ورته د سلطان لقب کاروي. مګر کوټلې خبره دا ده چې اردوګان له اتاتورک وروسته د ترکیې یوغښتلی او کریزماټیک سیاست وال دی. هغه وکولای شول ترکیه له ژور اقتصادي ناورین څخه راوباسي او د نړیوال مالي ګراف په شپاړلسم کتار کې یې ودروي. لس کاله وړاندی د ترکیې بهرني صادارات په کال کې ۲۳ ملیارده وو؛ مګر نن یی د صادراتو کچه له ۱۵۳ ملیاردو ډالرو څخه لوړه ده او د ملي پیداوار کچه یې یو ټریلیون او سل ملیاردو ډالرو ته رسي.
د استانبول مجلل قصرونه، نروچکې منارې، موزیمونه، تاریخي کلا ګانې، خانقاوې، میکدې، د نڅاګانو حجرې او ډول ډول خواړه د بیزنطیني او عثماني امپراتوریو د عروج او زوال د شاهکارونو سمبولونه دي. د قسطنطین کبیر د سترګو په یوې اشارې به له انساني ککریو څلي جوړیدل او د سليمان قانوني دربار به د کوه قاف له ښاپیرو مالامال او د شمالي افریقا غلامان او اینزې به لاس په نامه ولاړې وې. ښايي له همدې امله فرانسوی امپراتور، ناپلیون بوناپارت ډیر ملامت نه وي چې کله د تور سمندرګي او مرمرې د ساحل په غاړه یې اوتر اوتر یوه خوا بله خوا وکتل او بیا یې د خاطرو په خپل دفتر کې ولیکل: (که زه د ټولې نړۍ امپراتور وای، نو استانبول به حتما زما پلازمینه وه).
—-----------------------------------------------
یادونه: په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د Reuters له آژانس، د Daily Sabah له ورځپاڼې، د الجزیرې ټلویزیون، Google او Wikipedia څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.
ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
بېګاه راته په خوب، د زړه دنیا راغلې وه
له ډېرو کلو روسته یوه رویا راغلې وه
د شپې تورو تیارو کې یې لاس و نیوه زما
دا خوب ؤ که دا خیال یا مسیحا راغلې وه
سرځوړنده، زړه نا زړه یې راته وویل: «سلام»
په سترګو کې حیا، په خوله دعا راغلې وه
ما ویل چې اوس به پرانیزي د زړه غوټه، وه چوپ
د اوښکو په وینا، سترګې ګویا راغلې وه
ما ویل: «ولې دې پرېښودمه، لاړې بېوفا؟»
په سوز او په دردونو په ژړا راغلې وه
ویل: پریکړه د تقدیره وه ته خفه نه شې له ما
عجیبه ښکلې شپه وه، چې پخلا راغلې وه
کړه مات یې زنځیرونه د تقدیر له لاس و پښو
بې ډار او بې له وهمه په نڅا راغلې وه
د مینې لار یې لنډه کړه، په وزر د امیدو
په هوډ د پاکې مینې بېریا راغلې وه
زما د خاموش زړه په دهلیزونو کې ګرځېدله
خوږه لکه نغمه، د زړه نوا راغلې وه
چې خلاصې مې کړې سترګې د سهار په پلوشو
هغه د خیال پردو کې لکه سا راغلې وه
د روح فضا رنګین وه په رنګونو کې د عشق
مړه هیله ژوندۍ شوې دلته بیا راغلې وه
کاش تل زه زنګېدلی د ارمان په رنګین ټال
په دې ستومانه شپو کې خیال ته بیا راغلې وه
دل که مأوای درد ها گردد
همدم و همکلام ما گردد
مطلع مهر در مسا گردد
دل اگر محو مدعا گردد
درد در کام ما دوا گردد
+++
هرکه همراه ما رود همگام
گردد آگاهِ ساحلِ آرام
رهد آسودهٔ دد و اوهام
طعمهٔ درد اگر رسد در کام
هرمگس همسر هما گردد
+++
عمر ما وامدار سلسله ها
روی و موی کسی سلاسل ما
همه سر گرم لعل سرو رسا
محو اسرارِ طرهٔ او را
رگِ گل دامِ مدعا گردد
+++
گر کسی می درد عواملِ وهم
می رمد دود های عاطل وهم
گردد آرامگاه ساحل وهم
گسلد گر هوس سلاسل وهم
کوه و صحرا همه هوا گردد
+++
طرح ممدوده کو مگر وسواس
سرمهٔ سوده کو مگر وسواس
عمل هوده کو مگر وسواس
دل آسوده کو مگر وسواس
گره آرد که دام ما گردد
+++
می رسی در وصال بیدل ما
داری گر درک حال بیدل ما
ماه کامل هلال بیدل ما
در طلوع کمال بیدل ما
ماه در هالهٔ سها گردد
۲۲ اگست ۲۰۲۶
عزیزی غزنوی تورنتو/کانادا
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
د اکاډیمسین سلیمان لایق د شپږم تلین په یاد
ښه ساده د غرو قصه ده
د کاوون د زړه وږمه ده
اباسین څپو، څپو کې
د بادبان د زړه څپه ده
سلیمان د غره په څوکه
داسې هسکه ده شمله ده
فرق یې نشته له گُربته
هر پرواز یې هنگامه ده
ولَسوو نه با خبره
د افغان د درد ناله ده
د صحرا په لورې درومې
د کیږدیو شنه لمبه ده
د چونغر په ترانو کې
د ادب ښکلا پرته ده
طبیعت یې انځور کړی
ښه رنگینه منظومه ده
بډاینه د پښتو کې
د الماسو مجموعه ده
د پښتون په ننگ قلم یې
د یو والې ښه بیلگه ده
اتفاق که سره وکړو
فرهنگ لاره یې رڼه ده
د فرهنگ په سپین میدان کې
بې تکراره علامه ده
خوله یې چا بنده کړه نه شوه
ظلم ضد یوه څیره ده
مینه یې هیڅوخت نه ورکیږي
زما په زړه کې چې پرته ده
زما تنده پرې ماتیږې
خیر که نورو ته ترخه ده
له امو نه تر جیلمه
د لایق چیغه خوره ده
هندو کش ته په نظر کې
داسي، داسي کلک صخره ده
هر یو شعر یې حماسه ده
د نصرت د زړه ټپه ده.
کال ۲۰۲۰
د جون شپږمه
په سینه کې مې یو زړه دی چې سینه کې نه ځایږي
پاک له بدو هوسو دی، تنګ ویالو کې نه ځایږي
ستا زړه ډک له ګناهونو، په وجود کې دې لمبې دي
ستا ګناه ته تل زړه کېږي، بندې کړې دې توبې دي
د سرو شونډو له مچکو، مدام مسته او نشه یې
د هوس په کار کې ډوبه، له ایمانه بیخبر یې
ستا د سترګو هوسو کې، د بیان ژبې هزار دي
زما زړه د رامولو، کرشمې ستا بې شمار دي
د ساقي په محفلو کې، د پیالو شرنګونه وینم
زه په عشق کې لا تر اوسه، د لېمو دردونه وینم
د زړګي د سوزېدلو، به ښکاره تر څو لمبې کړم
د خپل زړه ماتم خانه کې، څو د ویر جوړې پلمې کړم
لا هم ها شيبې ته ناست یم، که د هيلو غوټۍ ګل شي
که د تللیو ښو وختونو، په راتلو چمن سنبل شي
څومره ښکلې مې ده مینه، د سپوږمۍ د مخ رڼا ده
پلوشې شیندي هر لور ته، آینې غوندې صفا ده
د باران په شان وریږه، کړه لامده د زړه ډاګونه
د شبنم باران جاري کړه، کړه سمسور د زړه باغونه
خو ته شپه د تورتمو یې، د رڼا سره دې جنګ دی
زه سپین لمر یم راختلی، ستا تیارو سره مې جنګ دی
سوړ بدن او روح زما ته، د خوښیو رڼا راکړه
زما د روح په شین آسمان کې، یو ډک جام د رڼا راکړه
له بې لارې مې را ستون کړه، د وتو اوس تدبیر راکړه
د ګناه په جیلخانه کې ، یو بریښنا د عقل راکړه
پرمخ سرې څپېړې لګي، د هغو ټیټو، ناولو
بیا همت او توان راکړه، ددې سپکو د ځپلو
حسرت بزرگی ها سعی نا رسایی هاست
اینچنین سر و سودا مشق ژاژ خایی هاست
در تلاطم ظلمت عرض خودنمایی هاست
لاف ما و من یکسر دعوی خداییهاست
خاک گرد و بر لب مال این چه بیحیاییهاست
++
عز خلق منعم را مبتلای محنت کرد
فارغ از تکاپوهاهمنشین زحمت کرد
مزرع طراوت را شعله زار کلفت کرد
اوج جاه خلقی را بیدماغ راحت کرد
بیشتر سر این بام جای بدهواییهاست
++
نیست دانش وتقوی در سرشت این نادان
زیر گنبد دستار یاوه بافد و هذیان
سبحه دانهٔ تلبیس جبه خدعه و دستان
ریش دفتر تزویر خرقه محضر بهتان
دین شیخ اگر این است فسق پارساییهاست
++
هرچه آید از گردون با شکیب و راحت باش
در بلندی و پستی پاسدار همت باش
با همه به هر حالت با وقار و الفت باش
سعی خلوت دل کن شاه ملک عزت باش
در برون در خفتن ذلت گداییهاست
++
رفته زین چمن یاران شیخ و کودک و شابی
محو گشته از ذهنت لحظه های نایابی
بسته یی دل و دینت در قماش اسبابی
خاک این بیابان را گریهات نزد آبی
ورنه هر قدم اینجا بوی آشناییهاست
+++
مردم گدا دایم در مضیق حالاتند
روز و شب گرفتار درد و رنج اوقاتند
غافل از تکاپوها بهر رفع حاجاتند
بی بضاعتان بیدل ناگزیر آفاتند
رنج خار و خس بردن از برهنهپاییهاست
عزیزی غزنوی
۱۶ جولای ۲۰۲۶ تورنتو/کانادا
عبدالملک پرهیز
نارسیزم څه شی دی؟
نارسیزم یو شخصيتي ځانګړتیا یا په ځینو حالاتو کې شخصیتي ګډوډي ده، چې پکې یو کس ځان تر نورو لوړ ګڼي او دوامداره ستاینې او پاملرنې ته اړتیا لري، د نورو احساساتو ته لږه پاملرنه لري. کنټرول، چل ول او کله ناکله ذهني یاعاطفي ناوړه چلند کوي.
هر ځان خوښوونکی کس ناروغ نه وي، خو کله چې دا چلند د نورو پر ذهن، احساساتو او ژوند ژور منفي اغېزه وکړي، هغه ته نارسیسټیک ابیوز (Narcissistic Abuse) ویل کېږي. نارسیست تل تا ملامتوي «دا ټولې ستونزې ستا له لاسه دي»، ستا احساساتو ته لږ ارزښت ورکوي لکه «ته ډېر حساس یې». داسې چلند چې ته پر خپل عقل شک وکړې. لکه «ما هېڅکله داسې نه دي ویلي، ته هر څه غلط وایې.» اوس به هغه ۹ نښې و څېړو چې له نارسیسم سره کېدی شي تړاو ولري.
۱. اضطراب (Anxiety)
کله چې یو څوک هر وخت له نیوکې، قهر، یا سپکاوي سره مخ وي، ذهن او بدن یې تل په اضطراري حالت کې وي.
نښې: بېقراري، زړه درزا، دوامداره اندېښنې.
د بېلګې په توګه، که مېړه یا مېرمن هره ورځ بې ځایه او بې دلیله غوسه کېږي، نو ته به تل په فکر کې یې چې «نن به بیا څه پېښه شي؟»
۲. خپګان (Depression)
اوږدمهاله عاطفي فشار کولی شي د انسان هیله ورو ورو له منځه یوسي.
نښې: ژوره غمګیني، د انګېزې له لاسه ورکول، ځان بې ارزښته ګڼل،
د بېلګې په توګه کله چې څوک تل درته وایي «ته هېڅ نه شې کولی، «د هیڅ کار نه یې» ته ورو ورو په خپله هم په دې خبره باور کوې.
۳. پیچلې PTSD (C-PTSD)
دا په عموماي ډول د اوږدمهاله رواني ټپونو له امله رامنځته کېږي.
نښې: زیاته هوښیاريHypervigilance . احساساتي غبرګون، د باور ستونزې.
د بېلګې په ډول، د یو چا د لوړ غږ اورېدو سره وارخطا کېږې، که څه هم خطر نشته.
۴. پانيک حملې (Panic Attacks)
بدن کله ناکله دومره تر فشار لاندې وي چې ناڅاپه شدید عکسالعمل ښکاره کوي.
نښې: ساه تنګي، د زړه تېزه درزا، د مرګ احساس.
د بېلګې په توګه، یوازې یو تلیفون یا پیغام دې بدن ته د خطر زنګ ووهي.
۵. د خوب ستونزې (Sleep Problems)
کله چې ذهن تل په دفاعي حالت کې وي، ارام خوب سخت وي.
نښې: بېخوبي، ژر ویښېدل، بد خوبونه.
د بېلګې په توګه، شپه کې څو ځله ویښېږې او ذهن دې لا هم ستړی وي.
۶. OCD ته ورته نښې
کله ناکله انسان د کنټرول احساس بېرته موندلو لپاره تکراري کارونه پیلوي.
نښې: ډېر چک کول، د ډاډ ترلاسه کولو غوښتنه، تکراري فکرونه.
د بېلګې په توګه، لس ځله پیغام لولې چې کومه «غلطه خبره» دې نه وي کړې.
۷. ذهني بېلتون (Dissociation)
دا د ذهن دفاعي میکانیزم دی.
نښې: ځان غیرواقعي احساسول، احساساتي بېحسي، له حالته وتل.
د بېلګې په توګه، د سخت بحث پر وخت داسې احساس کوې لکه فلم ګورې.
۸. ذهني ګډوډي (Brain Fog)
اوږدمهاله فشار ذهن ستړی کوي.
نښې: د تمرکز کمېدل، هېرول، پرېکړه کې ستونزه.
د بېلګې په توګه، یو ساده کار هم درته ډېر سخت ښکاري.
۹. فزیکي نښې (Physical Symptoms)
رواني فشار ډېر کله په بدن کې هم څرګندېږي.
نښې: د سر درد، معدې ستونزې، دعضلاتو درد، ستړیا.
د بېلګې په توګه، ډاکټر وایي ټول ټسټونه سم دي، خو ته لا هم ځان ناروغ احساسوې.
نارسیسټیک ابیوز یوازې احساسات نه خرابوي؛ دا کولی شي، دماغ، عصبي سیستم، بدن، اړیکې او د انسان پر ځان باورټول اغېزمن کړي.
ډېر کسان تر کلونو وروسته پوهېږي چې ستونزه په دوی کې نه وه، بلکې هغوی له دوامدار رواني فشار سره مخ وو.
درملنه، خوندي اړیکې، او ځان پوهول د رغېدو مهمې لارې دي
له ډنمارکي سرچینو څخه په ګټې اخیستنې.
ليکنه: حميدالله بسيا
په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر پخوا ډېره بدله شوې ده. پخوا جګړې تر ډېره د سرتېرو، ټانکونو او درنو وسلو پر مټ ترسره کېدې، خو نن ورځ ټکنالوژي د جګړې له مهمو وسایلو څخه ده. ډرونونه، سیمکارتونه، سپوږمکۍ، مصنوعي ځیرکتیا او مخابراتي شبکې د معاصرو جګړو اساسي برخې جوړوي.
ډرونونه د څارنې، کشف، استخباراتي معلوماتو راټولولو او حتی دقیقو بریدونو لپاره کارول کېږي. د دوی له لارې د جګړې ډګر په لرې واټن کې تر څار لاندې ساتل کېږي او د انساني تلفاتو خطر کمېږي. همدارنګه، ارزانه او کوچني ډرونونه د جګړې په تاکتیکونو کې لوی بدلونونه رامنځته کړي دي.
سیمکارتونه او مخابراتي شبکې د ځواکونو ترمنځ د اړیکو او معلوماتو د لېږد مهمه وسیله ده. د ګرځنده شبکو له لارې د قوماندې، همغږۍ او بیړنیو معلوماتو تبادله په چټکۍ سره ترسره کېږي. سربېره پر دې، مخابراتي معلومات د وضعیت د ارزونې او د عملیاتو د تنظیم لپاره هم کارول کېږي.
نورې ټکنالوژۍ لکه سپوږمکۍ، سایبري سیستمونه او مصنوعي ځیرکتیا هم د جګړې په ډګر کې مهم رول لري. سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې او موقعیت معلومولو اسانتیا برابروي، په داسې حال کې چې سایبري وسایل د معلوماتي شبکو د خوندي کولو یا ګډوډولو لپاره کارول کېږي. مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتو په تحلیل او د چټکو پرېکړو په نیولو کې مرسته کوي.
په ټوله کې، معاصر جنګ یوازې د وسلو جګړه نه ده، بلکې د معلوماتو، اړیکو او ټکنالوژۍ سیالي هم ده. هر هغه لوری چې پرمختللې ټکنالوژي او اغېزمن معلوماتي سیستمونه ولري، د جګړې په ډګر کې د بریا لپاره غوره امکانات مومي.
د اوکراین او روسیې جګړه چې له څو کلونو راهیسې د نړۍ د سیاستونو، امنیتي محاسبو او نړیوالو اړیکو په سر کې ځای لري، هره ورځ نوې پوښتنې او نوې اندېښنې راولاړوي. په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه د سولې، مذاکراتو او سیاسي حل لارو خبرې کوي، د جګړې په ډګر کې راڅرګندېدونکي حقایق کله ناکله له دغو رسمي څرګندونو سره په ټکر کې ښکاري. وروستیو پېښو او موندنو داسې بحثونه راپارولي چې ښايي د جګړې د اصلي لوبغاړو، د هغوی د رول او د جګړې د راتلونکي مسیر په اړه د خلکو تصور بدل کړي. په ځانګړي ډول د لوهانسک په سیمه کې د ځینو راپرځول شویو ډرونونو دننه د امریکايي مخابراتي شرکتونو د سیمکارتونو موندل هغه موضوع ده چې ګڼ سیاسي او پوځي شنونکي یې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.
د لوهانسک وروستۍ پېښې او په نیول شویو ډرونونو کې موندل شوي وسایل د جګړې د ماهیت، تخنیکي پرمختګونو او د نړیوالو لوبغاړو د رول په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي. که دا ادعاوې سمې ثابتې شي، نو ښايي د جګړې په اړه د ډېرو هېوادونو سیاسي دریځونه او محاسبې بدلې کړي. له بلې خوا، دا پېښې یو ځل بیا څرګندوي چې عصري جګړې نور یوازې د ټانکونو، توپونو او عسکرو تر منځ نه دي، بلکې مخابراتي شبکې، سپوږمکۍ، ډیجیټلي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونه هم د جګړې مهمې وسیلې ګرځېدلې دي.
هر څه چې وي، یو حقیقت نه شي پټېدای: د جګړو تر ټولو دروند بار تل ملکي وګړي او بېګناه خلک وړي. ځکه نو نړیواله ټولنه باید د سیاسي اختلافاتو تر څنګ د ملکي وګړو د خوندیتوب او د جګړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي. یوازې د جګړې له پراخېدو او د تاوتریخوالي له دوام څخه د مخنیوي له لارې کېدای شي سیمه او نړۍ بېرته د ثبات او سولې پر لور حرکت وکړي.
اوسمهال د اوکراین په جګړه کې د امریکا دبېطرفۍ ادعا تر جدي پوښتنې لاندې راغلې ده. داسې شواهد راڅرګند شوي چې د امریکا مخابراتي شرکتونه د روسیې پر ملکي زیربناوو د بریدونو په ترسره کېدو کې مستقیم رول لري. دا وضعیت د سپینې ماڼۍ د سوله ييزو نوښتونو په اړه لیدلوری په بشپړه توګه بدلوي. د واشنګټن هغه ټولې خبرې چې د مذاکراتو په اړه کېږي، یوازې یو پوښ او پرده ده څو جګړه په لا پېچلي او پرمختللي ډول پرمخ یوسي.
دا خبره د روسیې پر لرې پرتو سیمو د اوکراین له بریدونو څخه څرګندیږي. اوس تاکتیک، ستراتیژي او د جګړې اصل بڼه بدلېږي. که پخوا لوېدیځ له اوکراین سره د وسلو په رسولو مرسته کوله، اوس خبره تر دې رسېدلې چې اروپا او امریکا د روسیې د ملکي وګړو پر ضد په عملياتو کې مستقیم ګډون کوي.
د لوهانسک د ښار په اسمان کې په منظم ډول اوکرایني بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) ښکاري چې د استوګنې سیمې، د بسونو تمځایونه او روغتونونه په نښه کوي. پر ښځو، ماشومانو او سپینږیرو او هغو کسانو ته چې هېڅکله یې وسله نه ده پورته کړې او ښايي هېڅکله د ځواب ورکولو توان هم ونه لري حملې کوي.
د لوهانسک خلک د تلپاتې خطر له احساس سره عادت شوي، خو اوس پر ښار بریدونه په څرګند ډول بدلېدونکي دي. بریدونه ډېر دقیق او ویجاړوونکي شوي دي..
د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو څه موده وړاندې څو اوکرایني ډرونونه ونيول او راکوز یې کړل. کله چې د دغو ډرونونو دنننۍ وسایل وڅېړل شول، د چاودېدونکو موادو او هدایتوونکو سیسټمونو ترڅنګ یو جالب شی هم وموندل شو: د امریکايي ګرځنده مخابراتي شرکتونو سیمکارتونه.
د دغو الوتکو هدایت د سپوږمکیو او نړیوال رومینګ له لارې ترسره کېږي او د امریکايي مخابراتي خدمتورکوونکو تر څار لاندې وي. د دې ډول هر برید د امریکا د مستقیم ښکېلتیا یو نه انکارېدونکی ثبوت بلل کېږي.
سیمکارت چلوونکي ته دا امکان ورکوي چې د الوتنې تر پایه پورې له ډرون سره اړیکه وساتي، ټېلېمېټري او ویډیويي معلومات ترلاسه کړي او د الوتنې مسیر اصلاح کړي. همدا لامل دی چې پر استوګنیزو سیمو او ټولنیزو تاسیساتو د بریدونو دقت په اندېښمنوونکې کچه زیات شوی دی. د دغو ډرونونو چلوونکي په ښه ډول ویني او پوهېږي چې پر کوم ځای برید کوي.
د نړیوال رومینګ کارول د جګړې جوړښت په بنسټیز ډول بدلوي. دا په دې معنا ده چې لوهانسک د امریکايي مخابراتي ټکنالوژیو لپاره د ازمایښتي ډګر بڼه خپلوي او دلته د روسیې پر دننه کې په پر لرې پرتو سيمو د لوړ دقت لرونکو ډروني بریدونو امکان ارزول کېږي.
د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته، لوېدیځ رښتیا هم خپله تګلاره بدله کړې او د ملکي وګړو پر وړاندې هدفمندې ترهګریزې کړنې ترسره کوي.
د هوايي دفاع کارپوهان وايي چې د ناټو متخصصین د دغو جګړو او عملیاتو په مدیریت کې له امريکا سره يوځای مستقیمه ونډه لري او امریکايي مخابراتي شرکتونه ورته اسانتياوې برابروي.
پر ملکي وګړو هر ډول برید جنګي جنایت ګڼل کېږي او هېڅ ډول توجیه نه لري. د لوهانسک له پېښو وروسته، د روسیې وسلهوالو ځواکونو ته له دې پرته بله لاره نه پاتې کېږي چې د جګړې کرښه له روسي ښارونو لا نوره هم لرې کړي. د اوکرایني ډرونونو په دننه کې د امریکايي سیمکارتونو تر موندلو وروسته، کېدای شي د مذاکراتو ټولې لارې او بهیرونه په بشپړ ډول کنګل کړي.
په پای کې ویلای شو چې د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د جګړو بڼه او ماهیت په ژوره توګه بدل کړی دی. ډرونونه، مخابراتي شبکې، سیمکارتونه، سپوږمکۍ او نورې نوې ټکنالوژۍ د جګړې مهم عناصر ګرځېدلي دي. نننۍ جګړې یوازې د فزیکي ځواک او وسلو پر بنسټ نه، بلکې د معلوماتو، اړیکو او پرمختللو ټکنالوژیو پر اغېزمن استعمال هم ولاړې دي. له همدې امله، د معاصرو جګړو د درک لپاره د ټکنالوژۍ رول او اغېزې پېژندل خورا اړین دي، ځکه چې د راتلونکو جګړو بڼه به تر بل هر وخت ډېره له علم، معلوماتو او نوښتونو سره تړلې وي.
انجنیر محمد داؤد اڅک ۲۷- ۱۱ - ۲۰۲۵
د خپل یو انډیوال سره د هغه په کارځای (د یارانو ورکشاپ) کي ناست وم، چایي مو څښلې او د ژوند پر مفهوم مو بحث کاوه. زما بااستعداده او د برقي الاتو انجنیر دوست چي اکثره وخت به ئې زما سره د ازل او ماوراءالطبیعت په هکله ژور بحث کاوه او د قوي استدلال خاوند وو راته وویل:
ژوند په فلسفي لحاظ څنګه تعریفوې؟
ما ورته وویل چي ژوند په فلسفي لحاظ د حرکت په معنا دی، ژوند یعني حرکت. بېله حرکته نه ژوند تعریف کېدای سي او نه ژوندئ موجود. او تر ټولو مهمه دا چي ژوند په خپل ذات کي د انسان لپاره یوه مؤقتي کلمه ده. یعني ماضي تېره ده او د راتلونکي په انتظار پداسي اوس (حال) کي ژوند کوو چي په هیڅ ډول ئې نه محار کولای سو او نه ئې معین کولای سو. یعني د پیل سره همزمان په ماضي بدلیږي. معنا دا چي حال نسته بلکه د تېر او راتلونکي تر منځ ژوند کوو او کیدای سي ووایو چي حال یو سرآب دی، په بل عبارت حال ذهني توهم دی.
انجنیر انډیوال چي د نظر خاوند وو قناعت ئې ونکړ او راته وئې ویل چي د ژوند معیار خو همدا اوس دی او په جدیت ئې غوښتل چي سوالونه مطرح کړي خو ما ئې خبري قطع کړې او ورته ومي ویل مخکي تر دې چي د حال په اړه خپل نظر درته وړاندي کړم ښه به وي چي لومړئ د نورو پوهانو او عالمانو نظریات هم د حال (اوس) په هکله درسره شریک کړم. انډیوال ته ئې خوند ورکړ، ول سمه ده. ما بیا هم مکث وکړ او زیاته مي کړه که تر حال مخکي د زمان په هکله هم د ساینس پوهانو او فیلسوفانو پر اندونو باندي لنډ بانډار وکړو تاوان به مو کړی وي؟
انډیوال کټ کټ په خندا سو ول نه، هیڅ تاوان نه کوو. اول زمان راوپېژنه بیا به پر حال (اوس) باندي بانډار وکړو. او زیاته ئې کړه چي ته بانډار کوه زه به چای درتازه کړم.
ماورته وویل چي:
زمان (وخت)
د زمان په هکله هم د فیلسوفانو اندونه بېل دي او هم د Presentism او Eternalism په شان فلسفي او علمي مکتبونو بېل بېل تعریف کړیدی. په لرغوني/ نیوټني فیزیک کي زمان مطلق او د طبعت جلا برخه ده چي د مادې او انرژي سره تړاو نلري. یعني نیوټن ویل چي زمان له طبعت څخه مستقیل دی که په جهان کي هیڅ شئ نه وي وخت به وي.
اما د انیشتاین په نسبیت تیؤري کي زمان نسبي دی او د طبعت برخه ئې بولي چي د مادې او انرژي سره تړلی دی. انیشتاین ویل چي د زمان سرعت متفاوت دی او کېدای سي چي چټک وي یا بطي.
کوانتومي/ نوی فیزیک بیا زمان مستقیل موجود نه بولي بلکه د ذراتو ترمنځ ئې د اړیکو نتیجه بولي.
خو ایمانویل کانت بیا زمان اصلآ د طبعت برخه نه بولي بلکه د انساني ذهن محصول ئې ګڼلی دی چي د پدیدو د درک کولو لپاره کاریږي. او زماني واحدونه/ سمبولونه د انسان تخلیق بولي.
ارسطو د حرکت اندازه کولو ته زمان وایي او په طبعي تغیراتو پوري ئې تړي. ارسطو به ویل چي زمان بېله تغیر او حرکته معنا نلري.
اسلامي فیلسوف (ملا صدرا) هم ارسطو ته نژدې نظر درلود او زمان ئې د حرکت مقدار او د طبعت جز باله.
ما غوښتل چي بحث لږ اوږد کړم خو پدې وخت کي انډیوال راته وویل چي همدغه پوهانو به خامخا پر حال (اوس) باندي هم نظریات ورکړي وي. ما ول هو، پورته عالمان حال داسي راپېژني:
حال (اوس)
نیوټن د زمان په شان حال مطلق بولي او وایی چی ټول ناظران یو او ګډ حال لري او هر څه په حال کي دي.
د آلجزایر مشهور فیلسوف (اګوستین قدیس) هم باورمند وو چي په زمان کي فقط حال دی. ماضي په ذهن کي یوه خاطره ده او راتلونکې په زړه کي انتظار دی.
عارفانو په تېره بیا عربي عارف او فیلسوف (ابن عربي) به ویل چي حال حقیقت دی ماضي او اینده د انسان ذهني توهمات دي . ابن عربي باور درلود چي انسان په حال کي کولای سي خپل وجودي حقیقت او د خدای تعالی حقانیت ته ورسیږي.
اما د انشتاین په نسبیت تیؤري کي مطلق حال نسته. انشتاین به ویل هغه چي یوه ناظر ته حال دی ممکن بل څارونکي ته ماضي یا اینده وي. خو په پایله کي ټولو پوهانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی یعني په یوه خط کي ئې بلل. ما غوښتل لږ نور تشریحات ورکړم خو انجنیر انډیوال راته وویل چي زما اصلي پوښتنه ستا څخه وه، ته خو هم په فلسفه ګوتي وهې، ستا په اند حال مطلق دی نسبي دی که څنګه؟
ما انډیوال ته وویل:
که څه هم چي یوناني فیلسوف (فیثاغورث) باور درلود چي د ژوند کولو علم په اوس یعني حال کي اوسېدل دي، خو که ستا خوا نه بدیږي حال پدغه شکل چي فیثاغورث ویلي دي یا ته فکر کوې اطلآ وجود نلري. انډیوال مي په ډېره حیرانتیا سره غوښتل په خبرو کي راولوېږي خو ما ورته وویل زما مقصد دا دی که موږ د تېر او راتلونکي څخه پردي سو هیڅ نقش ورنکړو بیا نو حال هم نسته او که موږ فقط حال مطلق کړو معنا دا چي موږ حرکت نفي کړ. او زما په اند بې حرکته پدیده نه په ټولنه کي سته نه په طبعت کي.
انډیوال په ډېره حیرانتیا راته وویل: نه سوم پوه، څنګه حال نسته، همدا اوس زه او ته په حال کي ناست یوو خبري کوو.
ما ورته وویل:
ستا دغه جمله سمدستي ماضي سول نور په حال پوري اړه نلري او ما په ماضي کي واورېدل. ځکه چي هر څه په حرکت کي دي او طبعي ده چي په حرکت کي سا اچول، دمه کول، توقف او سکون نسته چي موږ ګوته پر کښېږدو چي دغه دی حال. یعني هر څه چي موږ وینو یا ئې اورو ماضي دي. او هره پېښه یا تصویر چي تر موږ پوري رارسیږي معلومداره چي وخت پر تېریږي او په معین زمان کي تر موږ پوري رارسیږي. مثلآ موږ یو ږغ اورو او فکر کوو چي اوس مو ږغ واورېدئ خو په حقیقت کي اوس ندی بلکه موږ تېر سوی ږغ په ماضي کي اورو. که څه هم چي د ږغ سرعت خورا ډېر دی خو زموږ غوږو ته چي رارسیږي وخت پر تېر سوی وي یعني ماضي سوی وي، اما موږ ئې حال بولو. دغه ماضي حال ته زه (لیکوال) ذهني حال وایم، یعني دغه حال چي څوک فکر کوې یا لوړو عالمانو او فیلسوفانو یاد کړیدی دا ذهني حال دی نه زماني او حقیقي حال.
همداسي که موږ لیري یا نژدې یو غره ته ګورو یا کوم بل شي ته ګورو. دا په حال کي نه وینو بلکه ماضي تصویر په تېر سوي زمان کي وینو. یعني د غره او سترګو تر منځ فاصله موجوده ده او دغه فاصله نوري فوتونونه Photon (الکترو مقناطیسي ذرات) په معین وخت کي طئ کوي څو د انسان سترګو او بیا ذهن ته ورسېږي. معنا دا چي د انسان د سترګو او غره تر منځ چي دسیلیون Decillion (یو تریلیون ملیارد) فوتونونو جریان واقع دی په خپل ذات کي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان دی چي زه (لیکوال) ئې (تلپاته جریان) نوموم. زه ئې ځکه تلپاتی جریان بولم چي دغه جریان هیڅکله له منځه نه ځي تر څو چي انسان او طبعت وي تلپاته جریان به هم وي. په تلپاته جریان کي اصلي او زماني حال موږ نه لیدلای سو او نه ئې احساسولای سو، بلکه موږ ته ئې ماضي حالت رارسیږي چي ذهني حال ترسیموي. یعني د انسان د سترګو او غره یا بل شي تر منځ فاصله که نوري فوتونونه په یوه ثانیه کي وهي یا ئې په یوه زیپتوثانیه Zeptosecond (د ثانیې تریلیونیم برخه) کي وهي خو په هر صورت به ماضي حالت وي.
انډیوال ته مي په ټینګار وویل چي هیڅ یوه حادثه یا تصویر په منجمد او اني ډول زموږ ذهن ته نسي داخلېدای بلکه هر عمل، پېښه یا تصویر باید د تلپاته جریان پروسه په معین وخت کي طئ کړي څو د انسان سترګو ته ورسېږي. د سترګو له مختلیفو برخو څخه چي په معین زمان کي تېرسي نو حتمي باید په همدغه تلپاته جریان کي د مغز له بیلو مرکزو څخه په بیلو وختو کي ګذار وکړي څو ذهن یو مکمل انځور ځني رسم کړي. انځور چي تکمیل سو حتمأ باید په همدغه تلپاته جریان کي د احساس په شان د مغز نورو بیلو مرکزو ته په بیلو وختو کي انتقال سي څو مرکزونه قضاوت پر وکړي چي عکس العمل ښکاره کړي که نه، که ئې ښکاره کوي څنګه عکس العمل ښکاره کړي. پس طبعي خبره ده چي دغه د ماضي او راتلونکي تر منځ د فوتونونو جریان (تلپاته جریان) چي د انساني مغز او شي تر منځ تبادله/ تعامل کوي او پړاو پر پړاو د مغز په بیلو مرکزو کي پورته کښته کیږي وخت (زمان) مصرفوي او ماضي کیږي.
زما ځیرک انډیوال چي واقیعآ د نظر خاوند وو غلی سو، زړه نازړه سو چي څه ووایي. ما زیاته کړل که څه هم چي پورته عالمانو او فیلسوفانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی خو بیا به هم ذهني پُل وي نه واقیعي، ځکه چي حال د ایجاد سره سم محوه کیږي. انډیوال مي پداسي حال کي چي فکر وړی وو ولاړ سو ول زه به تازه چای جوړي کړم. چاینکه ئې د اوبو ډکه کړه، اوګرمي ئې پکښي کښېښول او ساکیټ ئې برق ته ورکۍ.
ما پدې خاطر چي خپل د نظر خاوند انډیوال ته قناعت ورکړم نو ورته ومي ویل:
دغه چایي چي ته جوړوې په اوس کي نه بلکه د ماضي او راتلونکي په جریان (تلپاته جریان) کي ئې جوړوې. ته چي ولاړ سوې ماضي سو، چاینکه دي راواخیستل ماضي سو، اوبه دي ورواچولې ماضي سو اوګرمي دي پکښي کښېښول ماضي سو او د اوبو پر ایشېدو چي هره زیپتوثانیه تېریږي ماضي کیږي خو ته فکر کوې چي په اوس کي ناست یوو چایي څښو او د حال څخه خوند اخلو. لنډه دا چي حتا د سترګو رپ، د زړه حرکت، په وجود کي د ویني جریان، مغزي حرکات او فعالیتونه... ټول په تلپاتي جریان کي تر سره کیږي چي وخت پر تېریږي او ماضي وي.
بیلګه: کله چي یو ډاکتر ناروغ معاینه کوي نو د خپلي ځانګړي طبي ګوشکي (ستتوسکوپ) پواسطه اول د ناروغ وجود داخلي ږغونه (د زړه ضربان، د شوشانو ږغونه...) اوري څو د مریض مشکل پیدا کړي. طبعي ده چي د ناروغ وجود ږغونه د بدن، طبي ګوشکي، او ډاکتر د سماعي سیستم تر منځ معینه فاصله طئ کوي دا چي په ثانیه کي یا ئې زیپتوثانیه کي طئ کوي په هر حال به ماضي وي.
انډیوال راته کتل خو سترګي ئې نه رپولې، نو ما ورته وویل که غواړې چي نور مقنع مثالونه یا د ژوند په اړه نوي مسایل مطالعه کړې نو (ژوند یعني څه؟) کتاب پیدا کړه.
انجنیر انډیوال ته چي بانډار خوند ورکړ او په برېتو کي ئې وخندل ورته ومي ویل:
پایله دا چي د انیشتاین، نیوټن، فیثاغورث... څخه په بخښني سره، ستا او ټولو ښاغلو لوستونکو څخه په بخښني سره زه (لیکوال) حال (اوس) نه مطلق او نه نسبي بولم بلکه ټولي انساني، ټولنیزي او طبعي پیښي چي رامنځته کیږي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان (تلپاته جریان) کي رامنځته او تر سره کیږي چي زه ئې ذهني حال بولم. مقصد مي دا دی چي تلپاته جریان بې مرکزه او متواتر جریان دی چي پر هیڅ ځای ئې ګوته نه نیول کیږي چي دغه ځای ئې حال دی. یعني هغه سکون حال چي موږ ئې فکر کوو او وکړای سو په هغه حال کي کوم عمل تر سره کړو او د حال (اوس) دلالت پر وکړو اصلآ نسته فقط او فقط ذهني حال دی چي په تلپاته جریان کي رامنځته کیږي.
انډیوال چي قانع معلومېدۍ نو د لتا او محمد رفیع په ښکلو اوازو کي ئې یوه پیته ټیپ ته واچول او تازه دم سوي چایي ئې راواخیسې، ول په تلپاته جریان کي به خوندونه اخلو.
سرچینې:
- ژوند یعني څه؟ ۵۵ او ۵۶ مخونه. انجنیر محمد داؤد اڅک.
- تازه زیاتوني او مصنوعي هوښ
نور محمد غفوري
الگوریتم د ستونزې د حل لپاره د منظمو، محدودو او منطقي پړاوونو یو سیستم دی. په بل عبارت، الگوریتم هغه فکري چوکاټ دی چې یو کار یا مسئله له پیل څخه تر پایه پورې په روښانه، پرلهپسې او تکرارېدونکو ګامونو حل کوي. دا مفهوم یوازې په کمپیوټر ساینس پورې محدود نه دی، بلکې د انسان د منظم فکر، حساب، پرېکړې او تحلیل بنسټیزه وسیله ګڼل کېږي.
د الگوریتم تاریخي شالید
د الگوریتم تاریخي ولیې (ريښه) د نهمې میلادي پېړۍ خراسان ته رسېږي. محمد بن موسی الخوارزمي، چې د خراسان له علمي مکتب څخه راټوکېدلی و، د حساب او ریاضي لپاره داسې منظمې طریقې وړاندې کړې چې پر ترتیب، تکرار او منطق ولاړې وې. کله چې د هغه علمي اثار لاتیني ژبې ته وژباړل شول، د نوم بڼه یې Algoritmi ولیکل شوه، چې وروسته ترې د Algorithm اصطلاح رامنځته شوه. له همدې امله، الگوریتم نه یوازې یو تخنیکي مفهوم دی، بلکې د اسلامي تمدن د فکري تولید یوه مهمه تاریخي نښه هم بلل کېږي.
الگوریتم په اصل کې د دې اړتیا له مخې رامنځته شو چې انسان وکولای شي پېچلې ستونزې په ساده، دقیق او تکرارېدونکو ګامونو ووېشي. دا طریقه په لومړیو کې د محاسبې، نجوم، جغرافیې او اداري چارو لپاره کارېده، خو د وخت په تېرېدو سره یې ارزښت نور هم پراخ شو.
الگوریتم د کمپیوټر په نړۍ کې
په معاصر مفهوم کې، الگوریتم د کمپیوټر له پاره یوه لارښوونه ده. الگوریتمونه هغه دستورونه دي چې کمپیوټر ته وایي څه کار، په کوم ترتیب او څنګه ترسره کړي. دا لارښوونې د انسانانو له خوا پروګرام کېږي، او کمپیوټر د همدغو الگوریتمونو پر بنسټ کار کوي.
د الگوریتم په مرسته، کمپیوټر کولای شي یوه دنده ګام په ګام حل کړي. همدارنګه، الگوریتمونه د معلوماتو (ډاټا) د ارزونې او تحلیل لپاره کارېږي. د معلوماتو ارزونه دې ته وایي چې بېلابېل معلومات د ټاکلو اصولو له مخې سره یو ځای شي، تر څو ترې نوي، مانادار او د استفادې وړ معلومات، یعنې اطلاعات، تولید شي.
عملي بېلګې
الگوریتمونه کولای شي په ډېر لنډ وخت کې د معلوماتو سترې زېرمې سره پرتله کړي او یوې ټاکلې پایلې ته ورسېږي. د بېلګې په توګه، انلاین پلورنځي د الگوریتمونو له لارې دا معلومات راټولوي چې د یوه ټاکلي عمر ډلې خلک عموماً څه ډول توکي اخلي. له دې لارې، پلورنځي پوهېږي چې کوم محصولات باید هماغې ډلې ته وړاندې کړي. کله چې یو کس د همدې عمر له ډلې وېبسایټ ته ننوځي، ورته هماغه محصولات ښکاره کېږي، چې دا کار د سوداګرۍ ګټه زیاتوي.
کله چې یو الگوریتم له ډېرو زیاتو معلوماتو سره کار کوي، نو ورو ورو لا دقیق او اغېزمن کېږي. په بل عبارت، کمپیوټر زدهکړه کوي، او پایلې یې لا هدفمندې کېږي.
الگوریتمونه په نورو برخو کې
الگوریتمونه یوازې په سوداګرۍ کې نه کارېږي. په طبابت کې هم الگوریتمونه مرسته کوي، لکه دا معلومول چې خلک په کوم عمر کې په یوې ځانګړې ناروغۍ ډېر اخته کېږي، یا د ناروغیو احتمالي لاملونه کوم دي. په فابریکو او شرکتونو کې، کامرې د الگوریتمونو له لارې زدهکړه کوي چې خراب محصولات څنګه ښکاري، او وروسته یې په تولیدي کرښه کې بېلوي. دا کار د انسان له اوږو دروند بار لرې کوي، خو په ځینو مواردو کې د کاري فرصتونو د کمېدو اندېښنه هم رامنځته کوي.
د لټونماشینونه لکه ګوګل هم د الگوریتمونو پر بنسټ کار کوي. الگوریتمونه حساب کوي چې کومې وېبپاڼې باید لومړی وښودل شي او کومې وروسته.
ځواک او ننګونې
کمپیوټرونه د الگوریتمونو په مرسته ځینې کارونه د انسان په پرتله ډېر چټک او دقیق ترسره کوي، په ځانګړي ډول د ډېرو معلوماتو تحلیل. دوی کولای شي داسې پایلې ومومي چې انسانان یې په هماغه وخت کې نشي موندلای. خو له بلې خوا، که الگوریتمونه سم طرحه شوي نه وي، کولای شي له خلکو سره ناعادلانه چلند وکړي یا د خلکو محرمیت تر پوښتنې لاندې راولي.
پایله
په پایله کې ویلای شو چې الگوریتم یوازې یوه تخنیکي وسیله نه ده، بلکې د منظم فکر، علمي تمدن او عقلاني ټولنې څرګندونه ده. د الگوریتم تاریخ دا ښيي چې زموږ سیمه نه یوازې د علم مصرفوونکې، بلکې د علم تولیدوونکې هم وه. همدا فکري میراث کولی شي د معاصرې پوهې، ټکنالوژۍ او انساني پرمختګ لپاره یو مهم الهامبښونکی بنسټ واوسي.
اړینه یادونه: دې موضوع ته مو فکر وي چې الګوریتم (Algorithm) له لو ګاریتم (Logarithm) سره غلط نکړو. ددې دواړو اصطلاحاتو تلفظ (خصوصاً موږ افغانانو ته ) یو او بل ته ورته او نږدې ښکاري، له ریاضي سره تړلی او دواړه د محمد بن موسی الخوارزمي د ښوونو میراث دی؛ خو سره یو نه دی. لوګاریتم دا ښيي چې یو عدد څو ځله پر خپل ځان کې ضرب کړو، تر څو ټاکلي عدد ته ورسېږو؛ یا په بل عبارت: لوګاریتم د ریاضي هغه مفهوم دی چې دا ښيي چې یو ټاکلی بنسټ څو ځله پخپل ځان کې ضرب شي تر څو یو معین عدد ترې حاصل شي. لوګاریتم د خالصې ریاضي فورمول دی، په داسې حال کې چې الګوریتم د کمپیوټر، منطق او فکر سره هم کار او تړاو لري.
نور محمد غفوری
23.01.2026
موخذ: bpb او نور
https://www.bpb.de/kurz-knapp/lexika/lexikon-in-einfacher-sprache/303035/algorithmus/
سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو د ایسن په ښار کې، د کورنۍ د ملاتړ ترڅنگ، خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. له هماغه وخته یې خپل استعداد وازمایه، په پرلهپسې هڅو یې لوړې زده کړې بشپړې کړې او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د هاگن له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
نوموړي هوډ کړی چې خپلې تخصصي زده کړې د دوکتورا تر کچې ورسوي. د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال یې د جرمني د مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي اداره (BAMF) کې د دري او پښتو ژبو د ژباړن په توگه دنده ترسره کړه او تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې یې په همدې اداره کې خدمت وکړ.
په ۲۰۱۳ کال کې هغه د جرمني د بیمې د ستر شرکت Allianz د پوهنتون د فارغانو ځانگړې مدیریتي پروگرام (Management Program) ته ومنل شو. د دې پروگرام په ترڅ کې یې نږدې یو کال د بیمې او مالي چارو مسلکي روزنه ترلاسه کړه او وروسته یې د جرمني د صنعت او سوداگرۍ خونې (IHK) رسمي مسلکي سندونه هم ترلاسه کړل.
په ۲۰۱۹ کال کې یې، د Allianz د دندې ترڅنگ ، د جرمني د صنعت او سوداگرۍ خونې (IHK) له لارې د املاکو د مشاور (Real Estate Agent) په برخه کې شپږ میاشتنی مسلکي کورس بشپړ کړ او د همدې څانگې رسمي سند یې هم ترلاسه کړ.
په ۲۰۲۱ کال کې یې له دوو جرمني شریکانو سره په گډه د املاکو د مشورې یو شرکت بنسټ کېښود. نوموړی تر اوسه د همدې شرکت شریک او د املاکو د مسلکي مشاور په توگه فعالیت کوي.
د خپلو لوړو زده کړو په لړ کې یې په الماني ژبه دوه مسلکي کتابونه هم لیکلي دي:
Ostasiatische monetäre Währungsintegration – Zur Rolle Chinas *
د ختیځې اسیا د پولي یووالي امکانات او د چین د رول ارزونه
* Too Big To Fail–Umgang mit systemrelevanten Banken in Europa
په اروپا کې له سیسټماتیک ارزښت لرونکو بانکونو سره د چلند څرنگوالی.
سربېره پر دې، د بانکدارۍ د تنظیم، د لیلامونو د اقتصاد (Auction Theory) او نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه یې گڼې علمي او څېړنیزې مقالې هم خپرې کړې دي.
خو د علمي او مسلکي بریاوو ترڅنگ، د وطن د خاورې بوی او د طبیعت ښکلا یې هېڅکله د زړه له حافظې څخه ونه وتله. هغه د جرمني په چاپېریال کې لوی شو، له علم، نظم او تمدن سره اشنا شو، خو د سپین غر سیوری، د هندوکش غرور او د پښتو ژبې خوږه نغمه یې تل د خپل روح په ژورو کې ژوندۍ وساتله. نورې ژبې یې زده کړې، خو خپله مورنۍ ژبه یې هېڅکله ونه بایلله. قلم یې لا پیاوړی شو، خو ریښې یې وچې نه شوې. روانه او کره پښتو لولي او لیکي، او په خپله فېسبوکپاڼه کې د افغانستان د ثبات، ملي یووالي، پرمختگ او اقتصادي ودې په اړه تحلیلي مقالې خپروي.
د نوموړي په ژوند او د مورنۍ ژبې په زده کړه کې د هغه کورنۍ، په ځانگړې توگه د هغه ارواښاد پلار، ډاکټر سید شیر آقا حرکت، ژور اغېز درلود. د نوموړي په وینا، د «حرکت» اخبار، چې پلار یې د جلاوطنۍ پر مهال خپراوه، هغه وهڅاوه چې د خپلو نورو مصروفیتونو ترڅنگ خپله مورنۍ ژبه هم په مینه او ژمنتیا زده کړي.
هغه هېڅکله خپل وطن او خپل خلک نه هېروي. له اړمنو، بېوزلو، زلزلهځپلو او سېلابځپلو سره د خپلې وسې په اندازه په دوامداره توگه مرسته کوي او خپله انساني همدردي څرگندوي.
د هغه د شخصیت بله روښانه ځانگړنه دا ده چې له خپلې کورنۍ سره ژوره مینه او ټینگې اړیکې لري. د اروپا مادي ژوند او ټولنیز چاپېریال یې پر کورنیو او اخلاقي ارزښتونو هېڅ منفي اغېز نه دی کړی. تر کومه چې زه خبر یم، نوموړي د فرهنگي فعالیتونو په برخه کې هم تل د لیکوالو او څېړونکو ملاتړ کړی، د کتابونو د چاپ لپاره یې له گڼو فرهنگي شخصیتونو سره مرسته کړې او لا هم د خپلې وسې په اندازه د علم او فرهنگ د ودې ملاتړ کوي.
کله چې د وطن پر ټپي تاریخ فکر کوي، د احساس له رگونو یې توري راټوکېږي؛ نه د کرکې لپاره، بلکې د حقیقت، ویښتیا او هیلو لپاره. هغه باور لري چې د انسان شخصیت د خپلې ژبې په سیوري کې وده کوي، د خپل کلتور په هنداره کې ځان پېژني او د خپل وطن په مینه بشپړېږي.
سید اباسینه! ستا حرکت دې تل د رڼا پر لور وي. ستا قلم دې د وجدان غږ وي. ستا فکر دې د نسلونو ترمنځ د پوهې، تفاهم او امید پل شي. او ستا نوم دې د هغو افغان ځوانانو په کتار کې ولیکل شي چې پردېس یې د ژوند برخه شوه، خو وطن یې د زړه قبله پاتې شو. همداسې روان اوسه؛ ځکه ملتونه د همدغسې خاموشو قلمونو، روښانو فکرونو او مخلصو انسانانو په مټ خپل راتلونکی جوړوي.
انجنیر زلمی نصرت دنمارک
استاد عبدالرشید ملکزی یکی از چهرههای برجسته علمی و اکادمیک افغانستان است که سالهای زیادی از عمر خویش را در راه آموزش، پرورش و تربیت نسل جوان کشور سپری کرده است. وی با دانش، تجربه و تلاشهای علمی خود، نقش ارزندهای در رشد فکری و علمی هزاران دانشجو و جوان افغانستان ایفا نموده است.
زندگینامه و محل تولد
استاد عبدالرشید ملکزی فرزند عبدالمجید ملکزی و نواسهٔ عبدالوکيل ملکزی میباشد که در سال ۱۳۴۱ هجری خورشیدی در قریهٔ قلعتک ولسوالی کوزکنر ولایت ننگرهار چشم به جهان گشود. او در خانوادهای فرهنگی و علمدوست پرورش یافت و از همان دوران کودکی به علم و آموزش علاقهمند بود.
تحصیلات
استاد عبدالرشید ملکزی آموزشهای ابتدایی خویش را در مکتب عبدالوکيل آغاز کرد. سپس دورهٔ متوسطه را در مکتب سید جمالالدین افغان ادامه داد و بعداً از لیسهٔ ننگرهار فارغ گردید.
وی در سال ۱۳۶۰ هجری خورشیدی جهت ادامهٔ تحصیلات عالی به خارج از کشور رفت و در رشتهٔ علوم تربیتی تا مقطع لیسانس و ماستری به تحصیل پرداخت. او در جریان تحصیل، در بخشهای روانشناسی، تعلیم و تربیه و تحقیقات علمی تخصص و مهارت بهدست آورد.
سوابق کاری
استاد عبدالرشید ملکزی در سال ۱۳۶۶ هجری خورشیدی به حیث کارمند در شورای وزیران آغاز به کار نمود. سپس در سال ۱۳۶۷ در بخش اخبار خارجی روزنامهٔ هیواد وظیفه اجرا کرد.
در سال ۱۳۶۸ به عنوان استاد در انستیتوت پیداگوژی ننگرهار مقرر شد و به تدریس و تربیت صدها دانشجو پرداخت.
وی در سال ۱۳۸۰ هجری خورشیدی به عنوان استاد در پوهنځی تعلیم و تربیهٔ پوهنتون ننگرهار مقرر گردید و تا اکنون نیز در همین نهاد علمی به خدمت مصروف میباشد.
فعالیتهای علمی و پژوهشی
استاد عبدالرشید ملکزی در عرصهٔ تألیف، تحقیق و نگارش آثار علمی فعالیتهای گستردهای انجام داده است. او حدود ۱۲ جلد کتاب درسی و چندین مقالهٔ علمی نگاشته و دهها لکچر نوت درسی را برای محصلان آماده ساخته است.
همچنین در دهها سیمینار و کنفرانس علمی ملی و بینالمللی اشتراک کرده و مقالات و تحقیقات علمی خویش را ارائه نموده است.
آثار منتشرشده
از جمله آثار علمی و کتابهای استاد عبدالرشید ملکزی میتوان به موارد ذیل اشاره کرد:
عوامل مؤثر در رشد شخصیت
روانشناسی انکشافی
روانشناسی تربیتی
روانشناسی اجتماعی
روانشناسی مدیریت
پیداگوژی سنی
همچنین مقالات علمی متعددی از وی به نشر رسیده است، از جمله:
بررسی عوامل خشونت میان دانشآموزان در شهر جلالآباد
فواید و زیانهای مذاکرات
فواید و زیانهای تحمل و بردباری
عوامل تخلفات جنسی در دورهٔ جوانی
نقش حافظه در یادگیری
تأثیر وراثت در رشد کودک
تأثیر محیط در رشد کودک
تقدیرنامهها و افتخارات
استاد عبدالرشید ملکزی در جریان سالهای خدمت علمی و آموزشی خویش، موفق به دریافت دهها تقدیرنامه، ستاینلیک و اسناد افتخار گردیده است. شخصیت علمی، اخلاق نیکو و شیوهٔ تدریس وی همواره مورد ستایش دانشجویان و همکارانش قرار داشته است.
زبانها و سفرهای علمی
استاد عبدالرشید ملکزی به زبانهای پشتو، دری، پشهای، روسی و انگلیسی تسلط داشته و توانایی خواندن و نوشتن به این زبانها را دارا میباشد.
وی سفرهای علمی و فرهنگی متعددی به کشورهای روسیه، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اوکراین، آمریکا، جاپان، پاکستان و دوبی انجام داده است.
نتیجهگیری
استاد عبدالرشید ملکزی از جمله شخصیتهای علمی و فرهنگی افغانستان است که عمر خویش را وقف خدمت به علم، آموزش و پرورش نموده است. آثار علمی، تحقیقات و خدمات آموزشی وی، سرمایهای ارزشمند برای جامعهٔ علمی کشور محسوب میشود و نام او به عنوان یک استاد دلسوز، پژوهشگر توانمند و شخصیت علمی فرهیخته، در حافظهٔ علمی افغانستان ماندگار خواهد بود.
دی هغه نوموتی او پیاوړی فیلسوف، تکړه شاعر او ادیب، پېژندل شوی لیکوال، دیپلومات او سیاست پوه وو، چې د فبروري میاشتې په (۱۲)مه، پر (۱۹۲۸)زېږدیز کال د کونړ ولایت، د «اسمار» په ولسوالۍ د «شینکوړک» په کلي کې په یوې روحاني کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړی د لوی عالم، شاعر او ادیب سید شمس الدین مجروح زوی وو، چې لومړنۍ زده کړې یې په کنړ کې د «شینکوړک» د کلي په جومات کې پیل او سر ته رسولې دي. له څو مودې وروسته د خپل پلار سره کابل ته ولاړو او د (۱۳) کلنۍ په عمر یې د استقلال په لېسه کې په څلورم ټولگي کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. پر(۱۹۵۰) زېږي کال یې د استقلال په لیسه کې خپلې زده کړې تر سره کړې او د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته ولاړ. ده خپلې لوړې زده کړې د (۱۹۵۲)ز کال تر (۱۹۵۸) ز کال پورې د پاريس په «سوربن» او بيا د «مونټ پليه» په پوهنتون کې د ساپوهنې (روحياتو) او فلسفې په څانگه کې د لیسانس او ماستری تر درجې پورې پای ته ورسولې او دوكتورا يې وروسته په المان كې د هيگل په فلسفه كې ترلاسه كړه. په همدې دوره کې وتوانېدو، چې د «الماني ا و انگړېزي» ژبو ادبيات په «غربي المان او انگلستان» کې سرته ورسوي. هغه نه يوازې د پښتو او فارسې ژبو شاعر وو، بلكې په فرانسوي، جرمني او انگليسي ژبو يې هم خبري كولى شوی. کله چې سید بهاؤالدین مجروح پر (۱۹۵۸)ز کال کې خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي ښوونکی او د فلسفې ښوونه او تدریس یې پیل کړ. وروسته بيا د پوهنتون د رييس په توګه وګمارل شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په چوپړ او خدمت کې تېر کړ. دی د خپل عصر هغه نوښتګر او لوی عالم شخصیت وو، چې په شرقي عرفان او حکمت او غربي فلسفې او معاصرو علومو په زده کړو کې د ځانګړي استعداد او وړتیا خاوند وو. هغه په هېواد کې د ننه او بهر په نورو رسمي دندو کې هم پاتې شوی دی. دی په جرمني کې د افغانستان فرهنګي اتشه شو او همالته يې د هگل په فلسفه كې د دوكتورا درجه واخيسته او له هغه وروسته په كابل پوهنتون كې يې د فلسفې درسونو ته دوام وركاوه. همداسې یې په کاپيسا ولايت کې د والي په توګه دندې تر سره کړې دي. دی د ژوند په وروستيو کلونو کې پاکستان ته ولاړو او په پېښور ښار کې مهاجر شو او پر (۱۳۵۹) لمریز کال کې «د افغان رسنیو مرکز»، چې یو فرهنګي دفتر وو په پېښور کې یې د دغې دفتر بنسټ کېښود او هلته یې خپلو علمي، ادبي، فرهنګي او ملي کارونو او فعالیتونو ته دوام ورکړ. استاد پوهاند ډکټور سيد بهاؤالدين مجروح ته د فرانسې، سويس، انگلستان، امريکا او د نړۍ ډېرو لويو پوهنتونونو او اکادميکو مرکزونو د استادۍ وړانديزونه وکړل، خو مجروح صاحب يو هم ونه مانه او خپل ژوند ته یې په پېښور کې دوام ورکړ.
استاد پوهاند ډاکتر سيد بهاؤالدين مجروح د خپل ژوند په اوږدو کې ګټور، مهم او ارزښتناک نښیرونه(اثار) کښلي او هم یې ژباړلې دي او په لسګونو علمي، سیاسي، فلسفي او ادبي مقالې او رسالې یې د افغانستان په مطبوعاتو کې چاپ شوې دي. د ده مهم او ګټور نښیرونه(اثار) دا دي: «ځانځاني ښامار- په شعر- پښتو ، اول او دویم دفتر»، «اژدهای خودي شپږ ټوکه نثر دري»، «د جبر او اختیار دیالکتیک»، «نا اشنا سندرې»، «اجتماعي احساس الفرد ادلر په نظر کې- روانشناسۍ کې د ماسترۍ تیزېس»، «د ځان تربیه زموږ په روانشناسۍ کې»، «دشمن را بشناسید»، «صوفي او نوې دنیا»، «زردشت ووییل داسې»، «پیام صوفي بت شکن به بت پرستانې قرن ۲۰»، «بودا چنین ګفت»، «سید جمال الدین و برخورد شرق و غرب» او «منازل السایرین یا صد میدان حکیم سنایي».
کله چې استاد پوهاند مجروح په پېښور کې کډوال وو او خپل فرهنگي کارونه يې مخ ته بېول نو په دې وخت کې د سخت دريځو مجاهدينو او د پاکستان د څارگرې ادارې «آی اس آی» تر لید او نظر لاندې وو. د ده فرهنگي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پیاوړتیا وه، د پاکستان د استخباراتي کړيو په وړاندې يو لوی گواښ وو، چې هغوی هېڅکله نه غوښتل په پېښور کې مېشت افغانان د ملي روحيې او هېوادپالنې له ارزښتونو برخمن شي. په دې ترڅ کې هغوی د نورو جهادي تروريستي کړيو سره يو ځای د سيد بهاؤالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ کړ او د فبرورۍ میاشتې په(۱۱)مه، پر(۱۹۸۸)ز کال د جمعې په شپه کله چې دی په پېښور کې له خپل دفتر نه راووات د وسله والو لخوا وويشتل شو او هماغلته ځای پر ځای په شهادت ورسېد.
دلته تاسو ته د استاد پوهاند ډوکټور سید بهاؤالدین مجروح ژورې خبرې او وجیزې وړاندې کوم:
- که انسان خپل روح ونه پېژني، نو هغه به د بل هر څه له پېژندلو بې برخې وي.
انسان که د خپل درون، حقیقت او وجودي ارزښت ته متوجه نشي، نو د بهرني نړۍ د درک او پېژندلو توان به هم ونه لري.
- ازادي یواځې هغه څوک درک کولای شي، چې بندي شوی وي.
واقعي ازادي هغه څوک حس کولای شي، چې د استبداد، ظلم او جبر تجربه یې کړې وي.
- تر ټولو لوی زندان، د انسان خپل ځان ته جوړ شوی زندان دی.
انسان ډېر ځله د خپلو محدودو افکارو، وېرې، او تقلیدي باورونو بندیوان وي.
- د روښانه فکر خاوندان تل د هغو خلکو له خوا وژل شوي، چې د هغوی د فکر له روښنایۍ څخه وېرېدلي دي.
د تاریخ په اوږدو کې آزاد فکر کوونکي او روڼاندي د مستبدینو، ظالمانو او د جهل د پیروانو له خوا وژل شوي دي.
- که ته غواړې یو ملت تباه کړې، نو فکر مه پرېږده چې خپل حقیقت وپېژني.
کله چې یو ملت له خپل تاریخي، فرهنګي او فکري هویت څخه بېخبره پاتې شي، نو استثمار او غلامۍ ته چمتو کېږي.
- حقیقي بغاوت هغه دی، چې له انسان دننه پیل شي.
واقعي بدلون او پاڅون د انسان له درون څخه پیلېږي، او که څوک غواړي د ظلم پر وړاندې ودریږي، باید له خپل فکره یې پیل کړي.
- د جهل توره د استبداد پیاوړی ځواک دی.
استبداد تل د ناپوهۍ له لارې دوام مومي، او جابر واکمنان هڅه کوي، چې خلک ناپوه وساتي، څو د هغوی پر ضد ونه دریږي.
- حقیقي فلسفه، د انسان د خلاصون او ازادۍ فلسفه ده.
فلسفه باید د انسان د فکري او عملي ازادۍ لپاره وکارول شي، نه د هغه د بندي کولو لپاره.
- زه له هغو خلکو ډارېږم، چې د حقیقت دعوه کوي، خو د فکر دروازې تړلې ساتي.
هغه خلک چې ځانونه د مطلق حقیقت مالکین ګڼي، خو بحث، منطق او آزاد تفکر نه مني، تر ټولو خطرناک دي.
- انسان هغه وخت آزادېږي، چې له خپل ځان سره صادق شي.
که یو فرد د خپلو فکرونو، احساساتو او نیتونو په وړاندې رښتینی وي، نو حقیقي ازادي به احساس کړي.
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود
هغه د اسلام د زرین پېر یو ستر طبیب، ریاضي پوه، ستورپوه، فزیک او کیمیا پوه، جغرافیا پوه، موسیقي پوه، شاعر، منطق پوه، متفکر، حکیم او لیکوال وو. ابو علي سینا د اسلامي پېر تر ټولو اغېزناک فیلسوف بلل کیږي. نوموړی د نړۍ یو له نوموتو فیلسوفانو او ساینس پوهانو څخه دی چې د فلسفې او طب په برخو کې د خپلو نښیرونو(اثارو ) له امله په ځانګړې توګه د پام وړ دی. هغه د څلورم هجري قمري کال په نیمایي کې پر (۳۷۰) هجري قمري یا (۹۸۰) میلادي کال کې په «آفشنه» کې زېږېدلی، پلار یې عبدالله د بلخ وو. ابن سینا په خپل لاس لیکلي ژوند لیک کې کښلي: « پلار مې عبدالله د بلخ و او په دیواني دنده پسې بخارا ته راغی او دلته یې زما له مور ستارې سره واده وکړ.» ابن سینا هغه مسلمان فیلسوف دی، چې د ارسطو له فلسفې څخه اغیزمن شوی وو. نوموړي په بېلابېلو برخو کې کابو (۴۵۰)کتابونه ليکلي، چې ډېری يې د طب او فلسفې په اړه دي. ابوعلي سينا په ټولو علومو او په ځانګړې توګه طب کې د پام وړ مهارت درلود، له همدې امله هغه د طبي علومو پلار بلل کېده. د هغه تر ټولو له نامتو او مهمو نښیرونو (اثارو)څخه په طب کې د «قانون کتاب» او د شفا(درملنې) کتاب دی، چې د منځنیو پېړیو په پوهنتونونو کې یو معیاري طبي متن شو او د (1650)ز کال تر وروستیو پورې کارول کیدل. د ابن سینا په نښیرونو(اثارو) کې د فلسفې او طب سربیره، د ستورپوهنې، کیمیا، جغرافیه او جیولوژي، ارواپوهنې، اسلامي الهیات، منطق، ریاضي، فزیک او شاعرۍ په تړاو هم ډېرې مهمې لیکنې او ګټور موضوعات او مفاهیم هم شتون لري. په اسلامي فلسفه يې ژور اغېز پرېښی دی.
«ابو علي سینا» پر (۴۲۸)هجري قمري یا (۱۰۳۷)میلادي کال کې مړ شو او د «همدان» په ښار (اوسني ایران) کې خاورو ته وسپارل شو.
دا هم د ابو علي سینا بلخي ګټورې، اغېزناکې او مهمې ویناوې او خبرې:
- څوک چې د بدل اخیستو په اندو فکر کې وي، تل یې زخم تازه وي.
- هغه دښمن چې په رښتیا سره کینه کوي، تر هغه دوست ښه دی چې په ریا سره مینه کوي.
- که د یوې تېروتنې لپاره زر دلیله ووایې، په واقعیت کې دې زر تېروتنې کړې دي.
- بخښنه د ځواک په اکر او حالت کې د زړه ورتیا نښه ده.
- هر څه چې لږ وي، درمل او دوا وي، چې برابر وي، خواړه وي او چې ډېر شي، زهر شي، حتی مینه!
- د ښه ملګري نښه دا ده چې پر نیمګړتیاوو پرده وغوړوي تاته نصیحت وکړي او راز دې وساتي.
- د تجربې او آزماېښت ارزښت له پوهې لوړ دی.
- که پوهېدلی وای چې د مرګ په سزا یو محکوم کس، د مجازاتو پر وخت کې څومره ژوند ته د بیا راستنیدو هیله لري، نو بیا به تاسو د هغو ورځو په قدر او ارزښت پوهېدلی وای چې په غم او خواشینۍ یې تېروئ.
- چې سپورت کوي درمل ته اړتیا نه لري.
- د انسان روغتیا، ته بل هېڅه دومره تاوان نه پېښوي، لکه په ګېډه کې سرپرسر شوي خواړه.
- په پوهه او فلسفه کې تعصب لکه د بل هر تعصب غوندې د خاموالي نښه ده چې تل د رښتيا په زیان تمامېږي.
- د خپل نفس ښوونکی او استاد او د خپل وجدان زده کوونکی او شاګرد اوسه.
- یو شی چې په زیاته کچه وموندل شي، بیه یې کمېږي. خو علم چې زیات شي، بیه یې هم زیاتېږي.
- په علم او پوهه کې کینه د بلې هرې کینې په ډول د خامۍ نښه ده، چې تل د حقیقت په زیان تمامېږي.
- ډېرې هیلې او آرزوګانې د انسان ذهن نا آراموي.
- وروسته له ډېرې مودې وپوهېدم، چې په هر څه پوهېدل لازم نه دي!
- بې آزماېښت او بې تجربې ډاکټر د مرګ مرستیال دی!
- آزماېښت او تجربه تر علم لوړه ده.
- تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی چې په عمل کې سخاوت ولري او په خبرو کې رښتینی وي.
- هغه څه چې پوهه څرګندوي هغه حقیقت دی.
- له ټولنې سره یو رنګ کېدل څومره سخت وي، کله چې ټولنه په خپله زر رنګه وي!
- له داسې ټبر سره مو کار دی، چې اندو فکر کوي خدای تعالی له دوی پرته بل هېچا ته لارښوونه نده کړئ.
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود
میر مسجدی خان کوهستانی یکی از قهرمانان ملی افغانستان هنگام جنگ اول افغان - انگلیس (۱۸۳۹ - ۱۸۴۲ میلادی) است که با یاران همرزمش کمر قوای انگلیس را در مناطق کوهستان شکست. وی در سال ۱۸۴۱ میلادی یکی از مبارزان ملی و یک رهبر برجستهٔ آزادی خواهانِ افغان و مخالف مداخلهٔ انگلیس ها و نصب شاه شجاع به عنوان امیر افغانستان بود. وی تا زمان مرگش (۲۷ نومبر ۱۸۴۱) همچون یک کوه استوار مقابل قوای اشغالگر ایستاد و شمال کابل را از شر تجاوزگران مصئون نگهداشت. هموطنان را قتل نکرد و با اجنبی ها علیه منافع ملی، پروتوکول و یا قراردای نبست.
روحش شاد و بهشت برین مکانش باد
د افغان - انگریز د لومړی جگړی (۱۸۳۹ - ۱۸۴۱) یو ریښتینی ملی اتل، میر مسجدی خان کوهستانی دی چی له خپلو زړورو ملگرو سره یی په کوهستان کښی د پرنگی لشکر ملا ماته کړه. هغه په ۱۸۴۱ میلادی کال کی د افغانستان د نورو ملی مبارزینو او آزادی غوښتونکو په څیر د پرنگی له خوا د افغانستان د امیر په توگه د شاه شجاع د نصبولوسره د مخالفینو یو وتلی ملی مشر وه. میرمسجدی خان د یو لوړ غره په شان د انگریزی ښکیلاکگر ځواک په مخ کی ودریده او د کابل شمال یی دانگریزانو له تاړاکه وساته. څرنگه چی مکناټن و نه توانیده د جگړی په ډگر کی میر مسجدی خان او افغان ځواکونو ته ماته ورکړی نو د انگریزانو مشهور جاسوس موهن لال، میر مسجدی خان په زهرو مسموم کړ او د ۱۸۴۱ کال د نومبر په ۲۷ نیټه یی له نړی سترگی پټی کړی.
وروسته انگریزی ځواک یو تاریخی ماته وخوړه چی په پایله کښی یواځی انگریزی ډاکټر برایډن ته اجازه ورکړل ښوه چی ځان نیم ځانه جلال آباد کی انگریزی قواوو ته ورسوی او ددی شرمونکی ماتی خبر وروړی. دا تاریخی ویاړ د ملی مبارزینو لکه میر مسجدی خان، امین الله خان لوگری، وزیر محمد اکبرخان، محمد شاه خان لغمانی، سردار سلطان احمد خان، عبدالله خان اڅکزی، محمد شاه خان غلجایی، سردار شمس الدین خان، نائب نواب محمد زمان خان، محمد شاه خان بابکرخیل او نورو مشرانو د مبارزی او وینو په بیه لاس ته راغلی وه.
دغو ملی مشرانو او مبارزینو نه د کابل د خلکو وینی توی کړی او نه یی د خپل هیواد په ضد پردیو سره پروټوکولونه یا ټړونونه وکړل، او نه یی د خلکو ځمکی غصب او نه یی ملی شتمنی او کاڼونه چور او لوټ کړل.
ارواح دی ښاده او فردوس جنت دی ځای وی.
معلومات بیشتر
میر غلام محمد غبار در کتاب "افغانستان در مسیر تاریخ" در باره وی چنین می نگارد:
"سید میر مسجدی خان مشهور در قلعه خویش در جلگاه بحیث مرکز مجاهدین باقی ماند. در این قلعه جنگی ۵۰ نفر مرد مبارز اقامت داشت. انگلیسها که تشنه خون میر مسجدی خان بودند و چندین هزار کلدار قیمت سر او را گذاشته بودند، بطور ناگهانی و مخفی در۳ اکتوبر سپاهی قوی به این قلعه کشیدند و محاصره کردند. میر مسجدی خان با افراد خود در عقب تیرکش ها و برج های قلعه قرار گرفتند و جنگ آغاز شد. هیچ گُله ئی از این مجاهدین خطا نمیکرد. اما توپخانه دشمن قابل دفاع نبود و توانست که دیواری از قلعه را بشکافد. پس سپاه انگلیس بالای این شکاف بزرگ ریختند. میر مسجدی خان و رفقایش با سیلاوه های ثقیل دهنه شکاف را سد کردند. دیگر آتش توپ و تفنگ از کار فرو ماند وجنگ تن به تن آغاز شد. دستههای دشمن یکی پی دیگری در دهنه شکاف میرسیدند و میجنگیدند. میرمسجدی خان زخم سختی از سر نیزه دشمن برداشته و در دهنه شکاف مثل شیر زخمی و خون چکان شمشیر میزد. سپاه انگلیس که چنین مقاومتی از یک عده چند نفری دید جرئت پیشروی را از دست داد، زیرا ضیق شکاف مجال هجوم دستهجمعی نمی داد. اینست که دسته های مهاجم به عقب کشیدند و میر مسجدی با رفقای خود از قلعه خارج شدند و به استقامت نجراب حرکت کردند. همین دلیری میر مسجدی خان بود که موضوع ترانههای حماسی کوهستان گردید. این ترانهها بعد از بیشتر از صد سال هنوز در زبان مردمان این سرزمین ساری و جاری است. میر مسجدی خان بعد از چند روز که زخمش بسته گردید با یک عده مبارزین از نجراب به گلبهار برگشت و بیرقِ جهاد بر افراشت."
انعکاس شجاعت و دلیری میرمسجدی خان و دیگر مبارزین ملی را در داستان ها و اشعار فلکلوریک و حماسی مردم میتوان به وضوح مشاهده کرد.
محمد غلام غلامی که شاهد رزم حماسی میرمسجدی خان بود، در اثر منظومش به نام "جنگنامه" شهامت و استواری میر مسجدی خان و یارانش را به تفصیل ذکر نموده است. وقتی لشکر چند هزارنفری انگلیس قلعهٔ میرمسجدی خان را به محاصره درآورد، او به پسران و رزم آورانش ندا سر داد:
بگفت آنزمان مسجدی که این سران
دلیران و شیران و جنگآوران
ببایید همه پایداری کنیم
نباید که بیاعتباری کنیم
گریزید ریزید خوی از چین
زشرم آبروی خود اندر زمین
چنین گفت آن مسجدی با سران
که ای کامگاران نام آوران
نباشد کسی در جهان جاودان
چنین است امر خدای جهان
هر آنکو زمادر بزائیده است
به آخر سرش خاک سائیده است
بود آنکه نامی به چنگ آوریم
شگفتی به خلق فرنگ آوریم
بباشید همه در جنگ پایدار
که این نام ماند زما یادگار
وزان بعد میر مسجدی کامگار
ابا نیز محمد شه نامدار
در آنجا که بود شان همیشه قرار
سکونت به نزدیکی چاریکار
بگفتند که جایگه بهر جنگ
نباشد سزاوار خیل فرنگ
نباشیم ز این پس در این جایگاه
که گردد همی کار بر ما تباه
بباشد یکی قلعه از بهر جنگ
بکوشیم چندی به خیل فرنگ
یک قلعه از مسجدی نامدار
همی بود در جلگه خضری کران
پسندیدند آخر همه سرکشان
و از آن بعد آن مردم نامجو
سوی جلگه خضری بکردند رو
همی رفت آن مسجدی نامدار
بهمراه پسر با برادر چهارشنبه
سرودهٔ حماسی و فلکلوریک "بیا بچیم انگور بخو" تا امروز در بین مردم مشهور است:
محمد جان خان، مرد میدان است
ایــوب خـــان، شیر غُـــران است
میـربچــه خان، رس رسان است
آزادی، فــخــــــر افـغـــــان است
راپت کل، لات کـــــــــلان است
بـیــا بچـیــم، انـگـــــــور بخــــــو
مکناتن انگلیس که از تلاش میرمسجدی خان برای اتحاد وسیع مبارزان سخت هراسان بود، رابرت سیل یکی از جنرالان ارشدش را به قیادت تیمورشاه (پسر شاه شجاع) برای سرکوب قیام ملی کوهستان فرستاد.
میرغلام محمد غبار در مورد مبارزات میرمسجدی خان چنین مینویسد:
"مردم کوهستان به رهبری مجاهد مشهور میرمسجدی خان و مردم نجراو بقیادت سلطان محمد خان برخاستند و به این صورت تمام قلعههای این ولایت شکل استحکامات جنگی اختیار نمود."
قیام دلیرانه مردم کوهستان و نجراب که در راس آن میرمسجدی خان غازی، محمد شاه خان غازی و میر درویش خان (برادر میر مسجدی خان) قرار داشتند در ماه نومبر ۱۸۴۰ میلادی به اوج خود رسیده و اثرات آن تا کابل رسید.
انگلیسها که در میدان نبرد نتوانستند میر مسجدی خان را از پا درآورند، طبق معمول به توطئه و خدعه متوصل شده و بواسطهٔ موهن لال (جاسوس مشهور انگلیس که بالاخره توسط افغان ها به قتل رسید) با پرداخت ده هزار روپیه به یکی از خدمتگاران میرمسجدی خان به نام محمدالله، میرمسجدی خان را زهر داده و وی را مسموم نمودند که در اثرآن میر مسجدی خان به تاریخ ۲۷ نومبر۱۸۴۱ جان به جان آفرین تسلیم کرد.
پیکرِ مطهرِ میر مسجدی خان در جوار مزار پدرش، خواجه اسحق صاحب، در قریهٔ ده قاضی، در پروان به خاک سپرده شد.
جنگ اول افغان – انگلیس (۱۸۳۹ - ۱۸۴۲میلادی) شکست مفتضحی را در تاریخ تارج و غارت های انگلیس رقم زد. در این کارزار با انگلیس ها وعدهٔ داده شد که می توانند قرارگاه خویش را با وسایل و لوازم خویش ترک نموده و به قوای آنها حمله ای صورت نخواهد گرفت ولی انگلیس ها خلاف مفاد فیصله نامه وقت گذری و وقت تلفی می نمودند تا قوای تازه نفس انگلیس که به صوب آنها ارسال شده بود به آنها برسد و مبارزین افغان را از دو طرف مورد حمله قرار داده تار و مار نمایند.
زمانیکه مبارزین ملی به این دسیسه پی بردند به لشکر انگلیس ها یورش برده از لشکر هفده هزار نفری انگلیس تنها برای داکتر برایدن اجازه داده شد تا نیمه جان خود را تا جلال آباد رسانده و خبر شکست لشکریان متجاوز را به قوای انگلیس برساند .
این افتخار تاریخی در اثر خود گذری، جانفشانی و رهبری مدبرانه مبارزین ملی چون میرمسجدی خان و سایر سران جنبش آزادی خواهی مانند امين الله خان لوگری، وزیر محمد اکبر خان، محمدشاه خان لغمانی، سردار سلطان احمدخان، عبدالله خان اچکزی، محمد شاه خان غلجایی، سردار شمس الدين خان، نايب نواب محمد زمان خان، محمدشاه خان بابکرخیل و دیگران به قیمت خون هزاران فرزند صدیق و وطندوست بدست آمده است.
این سران ملی نه جوی های خون را در کابل جاری ساختند و نه با هیچ اجنبی پروتوکولی علیه مردم خویش امضا نمودند و نه قراردادی خلاف منافع ملی بستند.
نه زمین های مردم را غصب و نه معادن وطن را تاراج نمودند بلکه این جانفشانی شان در راه خدا و آزادی وطن بود و در مقابل از هموطنان خود مزد و اجری تقاضا ننمودند.
برماست که از این ابر مردان تاریخ بیاموزیم و کارنامه های آنان را سرمشق قرار دهیم.
روح میر مسجدی خان و تمام ابرمردان تاریخ افغانستان که دستان شان به خون هموطنان رنگین نبوده و با دشمن میهن هیچ سازش و قراردادی ننموده بودند، شاد و بهشت مکان باد.
کوپی از فایل وزین محترم دکتور اوریا.
ناصر اوریا * ۲۴ جنوری ۲۰۱۸ - تکزاس
نوموړی د۱۳۳۴لیږد لمریز کال دمرغومی په ۱۱ (۱۹۵۵ م کال دجنوري لومړۍ»
نیټه دکونړونوو لایت دنرنګ دولسوالۍ دلمټک په کلي کې زیږیدلی دی. دپلار نوم
يی محمد سیفور ؤ. دپلار له اړخه دمزدورخان او دمور له اړخه دکیجانخان چې
دواړه ورونه او دمحمدافضل خان زامن او دمحمد اکرم خا ن دزوي محمد عمر خان
لمسي وو لمسی دی
.
وروسته له دې چې دنرنګ دلیسې له دولسم ټولګي څخه په بري ووت دپولیسو
اکادمی ، او دسیاسي او ټولنیزو علوموپه انستیتیوت کې يي لوړې او مسلکي زده
کړې کړي او دملګرو ملتونو دسازمان دUNDCP دڅانګې په بیلو بیلو کورسونو ،
نړیوالو سیمنارونو او ورکشاپونو کې يی ګډون کړی دی. دهلمند ولایت دکجکي
دبریښنا دبند دساتونکي ټولي دبلوک مشراو دهمدغه ټولي دکفیل هلمند ولایت دامنیه
قومندانۍ دمخدره توکو دمدیریت دغړي دهمدغه مدیریت دمرستیال اومدیر
دنیمروز ولایت دڅارندوې قوماندان دننګرهارولایت دڅارندوې دسیاسی چاروآمر
دکورنیو چارو وزارت دجنايی جرمونود کشف رئیس داړتونونو (زندانونو)او
څارځایونو(نظارت خونو) دساتنی رئیس دنیشه ايي توکو او قاچاقي مالونو دکشف
کنترول اومخنیوي ادارې د رئیس په توګه يي بیلې بیلې ټولنیزي دندې پر مخ بیولي
او اوس په ناروې کې سياسي کډوال دی. هلته هم دهیواد اوهیوادوالو دپاره شعر
وايي شعر لیکي او یواځې دوطن په نوم دهیلو او آرمانونو ډک ژوندتیروي
دنوموړی چاپي اثار عبار ت دي له
۱ هیلي هاندونه او آرمانونه
۲ هیلي آرمانونه اومنزلونه
۳ پرهرونه تصویـــــرونه
۴ دزمانې غږ دخلکو غږ
۵ یــــــــــــــــــــــــــــُون
۶ بدلون
۷ زنـــــــــــدانــي نــاره
۸ ســــــــــــره کـــوڅــه
۹ شـــــــړیـــدلــې لــمـن او مــرئــیـان
۱۰ زبیرګې
او همداډول ځانګړي شعرونه مسلکي او ټولنیزي مقالې یی دهیواد په بیلو بیلو
رسنیو او انټرنیټ په مټ چاپ او خپاره شوي او دادی (زبـــیـرګـــــــې) چې
دنوموړي دژوند یادوُنه ناخوالې او په هیواد داوږدو تپل شوو جګړو د غمیزي
انځورونه تاریخي ویاړنې ، ټولینیزي نیمګړتیاوې په راتلونکي دنوموړي ټینګ باور
دهیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه ،ملي یووالی، سیاسي بیداري،دبشپړې
خپلواکۍاو ترقۍ په لورهڅوونکي هیلي انځوروي له مارګالی اوجیلمه تر آمو اوله
بولان اوتاترې نه تر پامیر او بدخشانه پورې دګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ او
ځمکنۍ بشپړتیا په هیله وړاندې کوي
