"احرار"شملزی

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= دډيورنډ بچوڼی}زه ددرېيمې نړيوالې جګړې!
دځپل شوی عسکرغوندی!
ماته ګوډه پښه!
چي دمات شوي کس ګمان پرې کېده!
په لره بره خواپه منډه! ومه
زه دنړۍ دمستکبرو دټولۍ په اورکې
زه د هغوئ دمزدورانو د غدۍپه اورکې
دګاونډی اودپردي دناځوانۍ په اورکې
ديويشتم قرن د"وار" ټکنالوجۍ په اورکې
په سوځېدلو وريتېدلووم نينې نينې وم
غليم ويل!
په هسک کې زه يم اودځمکې تل زماپه واک دئ
په غروکې بريمه دسمې چل زماپه واک دئ
ته نه وهسک ته هسکېدلای شې رانيسم به دې
ته نه په ځمکه ننوتای شې رانيسم به دې
ته نه په غره کې اوسېدلای شې رانيسم به دې
ته نه په کورکې پاتېدلای شې رانيسم به دې
زه اروا نه وم چي له سترګوپټېدلای شومه
زه ګاز هم نه وم چي په هواتحليلېدلای شومه
زه يو وجودوم فزيکي وجود وم
زه يو ولس وم سياسي موجودوم
زه دکوزکلي لورته ورغلم هغه کلی ته
چي دډيورنډ زامن يې د"پولې هاخوا"بولي
دهغه کلي يووګړي راته وويل چي څوک يې ځوانه؟
ماول دبرکلي يم
ويل په دين دچايې؟
ماول چي ته يې منې
ويل په قوم څوک يې؟
ماول چي ته ځان ګڼې
ويل کلتوردې څه دئ؟
ماول چي ته يې خپلوې
ويل له کومو ارزښتونوسره مينه لرې؟
ماول چي ته يې خوښوې
ويل چي ننګ پت اوعزت يادوې؟
ماويل هوکې دبرمونو او عزمونوکيسې
دخپلواکۍ اودمېړانې جګړې
دقربانۍاوسرښندنې ها وياړلې صحنې
ويل راځه چي پښه نيولی نه شې
ديوه کوريو ترهېدلی نه شې
ديوټبر يو زوکړېدلی نشې
ديوبدن دوې ټوټې شوې خواوې
ماويل هوکې درياديږي تاريخ؟
ديوسترکور دوې بېلې شوې خواوې
راځه چي لاس مو يو کړو!
دبې ننګۍ پرضدراپورته شو اوپاس مويوکړو
جګړه يوون غواړي راځه چي دجنګ آس مويوکړو
فکرمويوکړو تدبيريوکړو او حواس مويوکړو
دنړيوالو مستکبرو پرضد
چيغه کړوپورته او تماس مو يوکړو
تورې ته شرنګ ورکړو نړۍ په لړزېدلوکړو بيا
برېتونه تاوکړو استعمار په تښتېدلوکړو بيا
تکبيرکړوپورته واشنګټن په نړېدلوکړو بيا
څڼوته څرخ ورکړو غليم په پرزېدلوکړو بيا
زه به ميرويس شم ګورګينان به شړم
ته به خوشحال شي مغولان به شړې
زه به اکبرشم ته پيونده شه
زه به ايوب شم ته همزالله شه
زه مشک عالم يم ته عجب خان شه
زه نجم الدين يم ته ايپي خان شه
کلونه تېرشول دنړۍ دمستکبروټولۍ!
ورسره! دناټودغلامانو غدۍ
ايله په هوښ راغلې!
دفرعونيت په نشه مست يابوګان
په ډوبېدلوکړېدلواوس په ځان پوه شوي
مادناټوليونی سپی اوس ترلکۍ نيولی
زمادکلي د"سګ وان" بچوڼي
په ژړېدو راغلي
دسګوانانو دپرون ډېرمهربانه بادار
په خښمېدو راغلی
نن دډيورنډ بچوڼي يوه اوبل ته غاپي
ته دډيورنډ بچوڼي پېژنې؟
په ياديې لره
له برې خوا دتوراميربچيان دي
له کوزې خوادتورخميربچيان دي
پيړۍ پخواچي تور اميرغلام وو
هغه دتور استعمار دخوشحالي لپاره
داستعمارپرضد ولاړ قهرمانان ورټل
هغه دډېرو مېړنو لوړ لوړ سرونه غوڅ کړل
هغه په مينه دوطن باندي متهم مغزونه
له خپل هيواد وشړل
اودخپل ستر هيواد يو ستره برخه
هغه فرنګ ته په ډالۍ کې ورکړل
هغه ديو کورقهرمان وګړي
د"بېل کړه اېل کړه"په فارمول و وېشل
دغه وېش ګر او دغه وېش کرښې ته
خلګو"ډيورنډ" او "ډيورنډکرښه" ويل
خوزما ولس نه تور امٍيرمنلی
نه يې دتور داتورتدبير منلی
نه يې دوېش دغه تعميرمنلی
نه يې ددې کرښې تاثيرمنلی
کلونه پس دتورامير د يولمسي په ملاتړ
زما قهرمان ولس پاڅون وکړ
دخپل هيواد د خپلواکۍ په خاطر
دهيوادټول ولس يوون وکړ
منحوسه کرښه يې ترپښولاندي کړه
دواړو بېل شوو بياپاڅون وکړ
دورورولۍلاس يې يوبل ته ورکړ
دفرنګي پرضديې يون وکړ
چي فرنګی پرتښتېدلوشو نو
دډيورنډ بل بچي ازمون وکړ
دتوراميرلمسي بې ګټې وټې
پرخپل سربيا نوی تړون وکړ
د"متارکې " ترنامه لاندي يې بيا
دردکړل شوي وېش سمون وکړ
بيايې ديوه کورپه يوه ولس کې
دبل په خوښه ستربېلتون وکړ
دفرنګي هاتښتېدلي لښکر
يوځلې بياپرې شواخون وکړ
زما زوريدلي کړيدلي ولس!
پردې ناځوانه کارغبرګون وکړ
مودې شوې تېرې اوکلونه تېرشول
دډيورنډيولړنوربچي هم وشول
هغوئ همداسي دډيورنډ زامن وو
اودډيورنډ په مفکوره پايېدل
زما له بېل شوي تن يې لاس تاوول
زمادکور پر بېل کړل شوې برخه
دډيورنډ دغه توربچي بلوسېدل
خوزما بېل شوي ولس
پردي لاسونه پرځان هيڅ نه منل
زه درېيمې نړيوالې جګړې!
دځپل شوي عسکر! غوندي
ماته ګوډه پښه!
چي دمات شوي کس ګمان پرې کېده!
په لره بره! خواپه منډه ومه
غليم په دې فکر وو چي پوپناه به شمه
نوربه نوزه دخپلواکۍ لپاره
دکومې چيغې دکېدلونه يم
نوربه نو زه پردغه سيمه باندي
داوسېدلو نه پايېدلونه يم
نوربه ولس زماښکېل شوی وي تل
زه به دبيا پورته کېدلونه يم
زه به نور تل له پامه وايستل شم
نور به دوياړ په تاريخوکي دليکلونه يم
خو د ډيورنډ بچيه!
زماخبره واوره!
ته په اغزن تار بېلول غواړې
مادبرلن تينګ دېوالونه ړنګ کړل
د"پولې هاخوا"په يونوي نامه
زما ولسي تړون شلول غواړې
زماديني زما ملي زما دوينې مراندې
په دغه هغه نامه
اې دډيورنډ بچيه
ته پرېکول غواړې
خودډيورنډ بچوڼو!
له سکندره بياترچنګېزه
له مغولانو بيا ترانګرېزه
له شورويانو ترناټويانو
زماله تاريخه يوه پوښتنه وکړئ
زماله تاريخه به ځواب واورئ
چي دلته څولاس پوڅي
له استعماره سره مينه وکړي
خودلته يوحقيقت
اودلته يو واقعيت
ديومتل په توګه
زماپه ولس کې ژوندی
چي دلته"وينه ژاړي "
نه دلته "مينه ژاړي "{/slide}