سید عبید الله نادر

هلته د علم بیړۍ د معــرفت خـــــواته ځي
د علم وفن په رڼا مخ په وحدت خواته ځي
دلــــته زمـــونږ امـیدونو،ارمانـــو قــــافله
تورتــمو کې ده روانه، جـهالت خواته ځي
سید عبید الله نادر

د افغانې ښځو او انجونو ښه ځلیدل او پرمختګ په ټوله نړۍ کښي!
د افغانستان د ښخو او انجونو بری په هره برخه کې د دنیا په ګوټ ګوټ کې ډیر د حیرت وړ او هیله  پخښونکی دی . د دوي پرمختګ په هر مسلک کښي د هڅونې وړ دی . چې دا امید او هیلي په خلکو کښي زیږوي چې که دوي سره پوره امکانات او ښه هڅونه وي دوي به لا نور هم مخ په وړاندی لاړ شي.او نور هم ښه وځلیږي. که دوي په وطن کښي وای او هلته هم ورته د زده کړې امکانات برابر وای نو هلته به یې هم پرمختګونه درلودلای . په بهر او خارج دنیا کې د انجونو دا دومره لوی پرمختګ او په پارلمانونو کې د هر ملک لاره پیدا کول ، او په میدان د سیاست کې بری حاصلول، په اصل کښي دا د طالبانو په مخ یو دردونکي او انتباهی څپیړه ده . که دوي کښي جوهر د معرفت وي او دوي ویښ وي او  دا ځان ته ونیسي .                          


چې همدغه د وطن لورګاني او بچیان چې په افغانستان کې ورته اجازه د تعلیم د طالبانو له خوا نه ورکول کیږي تاسي وګورئ چې دوی په خارج دنیا کې څومره د پام وړ پرمختګونه کړي . اګرکه طالبانو ته په دي هکله د ډیرو له خوا نصیحتونه شوي 
چې جوهر د معرفت ورسره نه وي
اثر نه کا په چا ډیر نصیحتونه
نادر
داسي نه ده چې یواځی  په امریکا کې افغانی انجونو او ښځو پرمختګونه کړي، دوي په ټوله نړۍ کښی بیا په تیره په هر مسلک کښي یو عظیم پر مختګ کړی او د هغو ملکو پارلمانونو ته یې لاره پیدا کړی اود خپلو ځانونو،نه یې ډیره شایسته ګي او وړتیا ښودلي په کار ده چې طالبان یو ځلی خپل سرونه خپلو ګریوانونو ته ښکته کړي.او په دي هکله خپل نظرونه بدل کړي او دا شرم هم له ځانه لیري کړي چې، دا چې هر ځلي هر چا ته قانع کونکي دلائل هم نه لري . کله مذهب بهانه کړي ،کله کلتور او کله وایي په قرآن شریف کښي راغلي او کله وایي په حدیث کې راغلي نو د انجونو د تعلیم د بندولو له پاره او د انجونو د ښوونځیو د تړلو له پاره طالبان په زرګونه دلیل او دلائل وایي ،او بهانې کوي .د مخه له دي چې دوی د ټول عالم په وړاندی ځانونه وشرموی، نو لږ باید په ټوله نړۍ کې د انجونو پرمختګ او پارلمانونو ته د د وي لاره او بری او په علمی سیمنارونوکې  د دوی ګډون  او د طب په دنیا کښی د دوي پرمختګ لږ باید طالبان ورته نظر وکړي، او ورته پام واړوي، او ځانونه لږ پوه کړي. او ځانونه ملامته کړي ، او دا پرمختګ یواځي د انجونو نه دی نارینه هم په بیلو بیلو برخو کښي په هر ملک  او په هر مسلک کې له خپله ځانه ډیره وړتیا ښودلي .نو تاسي په لوی لاس تیارې مه خوروئ او د تیارو زیری مه ورکوئ . تاسي د رڼايی زیری ورکړئ .همدغه څو پورتني ټکي زمونږ د وطن خلکو تاسی ته بار بار لیکلي خوتاسي غوږونه کاڼه اچولي او د چا نه منئ
تاسي ځانونه ټوله نړۍ ته یوه متحجره ډله ښودلي آو ورځ تربلي ورځ یې تاسي په خپله ثابتوئ
پریږدئ چې راتلونکی روښان شي

که راتلونکی د بشر غواړئ روښان
معرفت په غیږ کې وروزئ بچیان
نادر
همدغه وجهه ده چې تاسي طالبان په بین الاقوامی غونډو کښي د ځان د دفاع او طرفدارۍ له پاره هم څوک نه لرئ .دښمن هر ځای کې تاسي ترهګر معرفی کوي په داسي حال کې چې دوی یو عمر ترهګر روزلي ، ترهګر یې حمایت کړي تر هګر سره یې مالي مرستي کړي او په غوڅ اکثریت سره تر هګر ډیره یې دوي له کوره وتلي او حتی اسامه بن لادن دوي پټ ساتلی وو،د تر هګرو لست یې په دي مختصر کې نه ځایږي اوس د پنجاب پوځ تاسي په ټولو غونډو کښي تر هګر معرفی کوي او تاسي د دفاع څوک نه لرئ .د پنجاب پوځ اوس هم ترهګر روزي .دوي یو عمر د ټوله نړۍ له خوا د ترهګرو په لست کښي ول ..او له تاسو اوس میدان ګټي.او د خپلو ناکامیو پړه هم پر تاسو اچوي، ځکه د پوهنې دروازې مو تړلي
تاسي په خپلو کړیو کښي هغه دیوان چې دانسان په څیرو کې دا ښایسته ژوند بدرنګه کوي مه پریږدئ د خلکو روح او روان مه پریشانه کوئ .او خلک د استعمار په مقابل کښي مه ضعیفه کوئ .
که د یو دولت چارواکي په خپل سر روان وي او هلته د بیان آزادي او یبا پر دوی نیوکي نه وي . نو آیا چې،دا چارواکي به څوک د خپلو ناروا کړنو او غلطیو ته متوجه کړي.تاسي له نیوکو او د انجونو د تعلیم څخه ډیره ویره ده.له رڼائي نه مه تښتئ.
سپـیڅلې دین په مدعا باندی مــو شــک کـــړو پیدا
چې هر قدم کې له خـــپل ګـيډې نه فــــتوې وباسئ
چې صداقت مو په رښتیا شي ټول جهان ته ښکاره
ځانــــونه و څـنډۍ، لســـټونــو نه پــــیالې وباســئ
یـــوه ســـالم نــــیوکه نه وي، چــــا د خُلې وتـــلي
چې ســم د واره، بیا د جـــیب ځــیني ټاپې  وباسئ
چــیرته چې وي د علم و فــن او د تــعلیم خـــبري
لکــه دیـــوان له رڼائي نه، تاســي خــپې وباســـئ
یو دوست د فیسبوک د ملګرو څخه لیکلي وو:چې (سراج الدین حقاني وايي :د انجونو ښوونځي خلاص کړئ.فاروق اعظم وایي: ښوونځي باید خلاص شي،ملا یعقوب انجونې باید مکتب ته ولاړې شي .
ذبیح الله مجاهد: که زما په لاس کې وای وختي می د انجونو مکتبونه خلاصول عباس استانکزی د ښوونځیو بند پاتي کیدل د شرم وړ ده اوس پښتنه دا ده چې د ښوونځیو د خلاصیدو واک د چا په لاس کښي دی)
او دا هغه پښتنه ده چې ټول یې کوي
له کومی ورځی نه چې تاسی طالبان په قدرت راغلي یاست او د انجونو د مکتبونو دروازې مو بندې کړي د دنیا د هر ګوټ نه پر تاسو خپل افغانان او دنیا بشر دوستان نارې وهی او پرله پسي غږونه کوي ، چې د انجونو مکتبونه پرانیزئ انجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ او تاسي و نه منله و نه یې منئ، چې په دي کار کښی هم تاسي خپل ځانونه مغرور او جاهل وښوده 
د حضرت بایزید د دي وجیزې په استناد:(
هر ګز از متکبر بوی معرفت نیاید)په واقعیت سره چې نه ستاسو له خبرو او نه ستاسو له کړنو بوی د معرفت راځي نو دا هم سم او د عقل کار نه دی چې د انجونو مکتبونه دي په دي نامه وتړل شي چې نړۍ تاسي په رسمیت وپیژني ، یاني تاسي په زوره غواړئ چې ځانونه په رسمیت و پیژنئ دا طرز د فکر په کلي غلط دی .که دا هر استخباراتي ډلې تاسي ته ښودلي وي دا درست او سالم طرز د سوچ نه دی
نو طالبان باید دا د سمڅو نه راوتلي فرمانونه ونه مني او د پردو د استخباراتو نه د غیب شوی کرنیلانو او امیرانو چې صرف د شا له خوا لیدل شوي د دوي دا دخپلې خیټي راوتلي ګنده فرمانونه و نه مني که رښتیا طالبان د دي وطن وي او په دی وطن او خلکو زهیر او زړه سوانده وي ،   که ملا هبت الله د پردي استخباراتو سړی نه وي نو د ده خو به، کم از کم یو فرمان په ملي روحیي سره برابر وای د ده په هر فرمان خلک اعتراض کوی .د ده هر فرمان د ملي روحیي پر ضد دی د ده هر فرمان خلک نه مني یو فرمان یې هم نه ملي روحیی سره سمون خوري او نه د خلکو په ګټه دی . او داسي ښکاري چې د یو پوه سړي د ذهن نه ، نه دی راوتلی ، د بلی خوا دی پټ دی او خپل ځان نه ښکاره کوي یا د استخباراتي پلانونو د عملي کولو له پاره پټ دی.او له بلې خوا د پنجاب د پوځ دا دومره مسلسل تېرۍ چې هره ورځ پر افغانستان کیږي کرنیل هبت الله ولی چپ دی ، دا اعتراض هم ټول کوي ، په تاریخ د بشریت کښي داسي نه دي شوي چې یو زعیم رهبر، مشر دي په یوه تیاره سمڅه کښي ځان پټ کړی وي او د سمڅو نه خپل فرمانونه صادر کړي . دا خو په هیڅ عقل برابر نه راځي د انجونو مکتبونه وتړه دا څه معنی تاسو باید له تېرو څخه ډیر درس اخیستی وای د روزګار درس هم د درک خاوندانو له پاره لوی درس دي که تاسی تری یو څه زده کړئ د رودکی د دي بیت په استناد
هر که ناموخت از ګذشت روزګار 
نیز نامــــوزد، ز هیــچ آمــــوزګار
یو څه د زړه درد وو پوهیږمه چې تاسي یې نه مني ځکه تاسی باید هغه درکړل شوی ماموریت تر سره کړئ چې درکړل شوی، خو زه باید د حضرت حافظ په وینا خپل دَین ادأ کړم
حافظ وظیفهّ تو دعا ګفتن است و بس
در قـــید آن مباش که نشــنید یا شنید
زه خپله لیکنه د درویش دراني په دي شعر لندوم:
په کومه خوله باندی دعوه کړې چې فایده دي راوړه
لمر دي له ځــانه سره وړی وو،او شپه دي راوړه
قاتل به یې خــو، زه دومــره ګـــواهی ورکــــــوم
توره دي تکه سپـینه یوړه، تکه ســـره دي راوړه 

ولي الله ملکزی

زموږ په مذهبي ټولنو کې د تصوف، خانقاه، عرفان او پیرۍ مريدۍ غبرګونونه ډېر کله د خیالي او خارق‌ العاده روایتونو پر ګودر لنګر اچوي. آن تر دې چې له یوې غونډۍ بلې ته د خره الوتل، د مړ ټپوس ژوندي کول، د جمعې په مبارکه ورځ پر دېوال سپاره مکې ته رسېدل او ماښام بېرته راستنېدل او د اوبو د پاسه مزل کول د رښتیني کرامت او غیبي پېرزونو اَوج ګڼل کېږي. د دغه سینه په سینه ولسي افسانو او د اوسني عصر د نوښتګرو پوهانو د ساینسي لاسته راوړنو ترمنځ، بېخي جالب او ژور تضاد شتون لري.

د کره دینی متونو له مخې، د بشري کرامت راز په تشو دعوو یا په خلوت کې پر تظاهر نه، بلکې په زُهد، ډار او هغو رښتینو هڅو او خدمت کې نغښتی دی چې نېکان یې د خالق تعالی د بندګانو د هوساینې او خېر ښېګڼې لپاره کوي. قرآن کریم په بشپړ صراحت سره بې له کوم طبقاتي وېش داسې فرمایي: « وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ - موږ د آدم اولاد ته کرامت او شرافت ورکړی دی» دا آسماني غږ ثابتوي چې د کایناتو رب هر انسان ته که د هر دین، عقیدې، مذهب، ملت، ژبې، طبقې، نسل او ذات څخه وي، عزت او درنښت وربښلی دی. کله چې یو کس د بزرګۍ خبره کوي نو دا پوښتنه راولاړېږي چې آیا د رښتینې برخې خاوند هغه څوک دی چې نوښت او ریاضت کوي؛ که هغه چې په قبر کې نَکیر او مُنکر ته وایي: « زه خو د فلاني صاحب دوبي یم»؟

په ۱۲۵۸م کال کې د هلاکو لښکر پر بغداد یرغل وکړ او آخرنې عباسي خلیفه، المستعصم بالله یې په بوجۍ کې د آسونو تر سُمونو لاندې په سختې بې‌ رحمۍ ووژلو. نوموړی خلیفه د حضرت پېغمیر (ص) د خپل کاکا، عباس (رض) له نسل څخه وو او د تقدس چپن یې پر اوږو پرته وه. بغداد خو د اولیاوو او صوفیانو ټاټوبی وو؛ نو ولې په هغه ناورین کې چا خپل کرامت ونه ښود؟ د دجلې او فرات سیندونه د زرګونو علماوو، متصوفینو او مرشدینو پر وینو رنګ شول او لکونه نایاب مخطوطات اوبو لاهو کړل؛ دا پیران مبارکان چېرته غېب وو چې بغداد له چنګېزي ښامارانو څخه وژغوري؟ 

تېرکال د اګست پر پنځلسمې، د کوزې پښتونخوا په بونېر کې ویجاړونکی سېلاب راغی؛ د پیر بابا زیارت چې پر لوړه ساحه کې وو، سلامت پاتې شو خو جامع جومات او شاوخوا دوکانونه او کورونه د څپو خوراک شول. هغه مهال هم ډېر غږونه پورته شول چې دا خو د کراماتو خاوره ده؛ مګر هماغه څه وشول چې په نورو عادي سیمو کې کېږي. تاریخ شاهد دی چې اسطورې نه د چا ګېډه ډکوي او نه رنځور رغولی شي. نن سبا د نړۍ په هر کونج کې د یوه خوار او غریب په جب کې هم کمره او ځیرک ټلېفون شته، د نوي کول د قناعت لپاره باید د مستندو وېډیوګانو په خپرولو سره دغه ډول بزرګي ثابته شي. دا نسل په آسانۍ سره د وظیفو، خوبونو، دمونو، تعویذونو او هوايي کرامتونو منلو ته تیار نه ښکاري.

برعکس، ځینې انسانان د عمل ډګر ته را ووتل او علمي هڅو یې د میلیاردونو انسانانو له کورونو ډیوې او لاټینونه راټول کړل او داسې څراغونه یې ولګول چې تورې ترږمۍ یې د غرمې په څېر وځلولې. ټامس اېډېسن (Thomas Edison) د روښنایۍ داسې سرمدي څراغ اختراع کړ چې له برکته یې له لوېدیځه تر ختیځه آن د سپېڅلیو حرمینو شریفینو په ګډون ټوله نړۍ روښانه شوه. دا مهال که د حج په تود موسم کې د میلیونونو حاجیانو خولې د عصري سیسټمونو (AC) پر مټ وچېږي، دا ټول د ساینس پوهانو د مادي او عملي پېرزونو برکت دی.

که کرامت د بشر له ژوند، بقاء او ارتقاء سره مرسته کول وي، نو جاپاني ډاکټر ټېټسو ناکامورا (Tetsu Nakamura) د ننګرهار په سوځېدلي ګمبېري کې د ویالو پر بهولو، لسګونو زرو مشرقي والو ته د نوي ژوند هيلې ور وبښلې. آیا د کاکا ناکامورا دا بې بریده قرباني د کائناتي کرامت او خدمت خلق یوه جوته بېلګه نه ده؟ آیا هغه کسان چې خپل ژوند، امکانات او هڅې د فقر د محوه کولو او وچو دښتو خړوبولو ته وقف کوې، د برخې خاوندان نه دي؟ 

له عقلي لیدلوري په هوا کې الوتل، په کونټۍ له پېشو پړانګ جوړول، په لحد کې د مړي د حالت معلومول او د غرقې بېړۍ د ناوې را ژوندي کول د طبیعت له فزیکي قوانینو سره ډغره وهل دي. البته، له دیني زاویې په معتبرو نصوصو کې د اولیاوو کرامت ثابت دی؛ لکه د حضرت مریم لپاره په محراب کې بې‌ موسمه خواړه، درې پېړۍ وروسته د اصحاب الکهف راویښېدل او د عمر (رض) د خط له برکته په مصر کې د طغیاني نیل د څپو آرامېدل یې غوڅ دلیل دی. 

په زړه پورې خبره خو دا ده چې ځینې مشهور پیران صاحیان خپلو مریدانو ته وايي: «پر ځان آیت الکرسي چف کوئ، اووه اوسپنیزې کلاګانې به درڅخه راتاوېږي» خو پخپله له نیم درجن باډي ګارډانو پرته د جمعې خطبه هم نه ورکوي. د الله تعالی د مبارک کتاب په برکت کې شک لرل د ایمان زیان دی؛ خو کرامت یو غیر اختیاري فضیلت دی او د ولي، قطب یا مرشد په اختیار کې نه وي چې کله یې زړه شي هلته یې راښکاره کړي. بله دا چې اوږدې څڼې، په لاس کې امساء، شنه چپن، په ګوتو کې د ګوتمو کتار او په جوماتونو کې غومبر د طریقت تمثیل کېدای شي؛ خو دا د عبادت اصلي روح نه دی.

د خیالي او بې سنده دعوو غټ تاوان دا دی چې کله یوه ټولنه د خدای ورکړي عقل پر ځای په قیصو او تعویذونو تکیه زیاته کړي؛ نو علم ورته هسې مباح څیز ښکاري. هلته بیا د سیندونو مهارول، د درملو جوړول ، د فقر ختمول او په سیاسي ډګر کې له سیالانو سره سیالي شاته پاتې کېږي او د هغو کسانو هڅې بابیزې ګڼل کېږي چې د بشریت د سوکالۍ لپاره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې وي. 

د انسان معنوي ارزښت په تقوا، ښو اخلاقو، نوښت او د محرومو خلکو په لاسنیوي کې نغښتی دی. دین اصول دي او کرامت د خالق تعالی له لوري ځانګړی انعام. خو دینداري د منجاور کچکول نه دی چې له دینارونو یې ډک کړې او د خانقاه په لمن کې ځان د برخې خاوند وبولې.

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي!

نویسنده: ولی‌الله ملکزی

برگردان: عزیزی غزنوی 

قدمت تاریخی کعبه‌ٔ که با ریش سفید ابراهیم خلیل‌الله و دست‌های کوچک اسماعیل ذبیح‌الله ساخته شده، میان ۳۹۰۰ تا ۴۲۰۰ سال برآورد شده است، این خانهٔ بسیار کهن، بسیار مقدس و بسیار محترم قبلهٔ دل‌های موحدان و حنیفان است اما بیش از دو هزار سال نه سقف داشت و نه دروازه نخستین‌بار تُبَّع حِمیَری پادشاه یمن سال‌ها پیش از اسلام برای کعبه سقف و دروازه ساخت.

قریش در سال ۶۰۵ میلادی به دلیل آسیب‌های ناشی از سیلاب‌های شدید آن را بازسازی کردند دیوارهایش را تا نه گز بلندتر ساختند و ۳۶۰ بت بزرگ و کوچک در آن قرار دادند که بزرگ‌ترین آن‌ها «هُبَل» نام داشت.

پس از فتح مکه در سال ۶۵ هجری عبدالله بن زبیر در سال ۷۵ هجری حجاج بن یوسف ثقفی در سال ۱۰۴۰ هجری سلطان عثمانی مراد چهارم و در سال ۱۹۵۵ میلادی پادشاه عربستان سعود بن عبدالعزیز مسجدالحرام را توسعه داد. برادرش خالد بن عبدالعزیز در سال ۱۹۷۹ میلادی دروازهٔ کعبه را از ۲۸۰ کیلوگرام طلای خالص ساخت.

اما حرمت این خانهٔ مقدس ــ خانه‌ای که هر روز دست‌کم یک میلیارد مسلمان بالغ و موحد در هنگام نماز و سجده در برابر پروردگار روی به سوی آن می ‌ایستند ــ بارها زیر پا گذاشته شده و هدف نیت‌های خصمانه قرار گرفته است.

در سال ۵۷۰ میلادی که همان سال تولد حضرت پیامبر اسلام (ص) است ابرهه والی حبشه در یمن به قصد ویران کردن کعبه به مکه حمله کرد اما پرندگان ابابیل، به عنوان مظهر عذاب الهی سپاه او را شکست دادند و او ناگزیر عقب‌ نشینی کرد.حجاج بن یوسف ثقفی فرمانده خون‌ریز خلافت اموی برای گرفتن بیعت از عبدالله بن زبیر نواسهٔ حضرت ابوبکر (رض) و فرزند اسماء (رض) به حرم مکه حمله کرد و با منجنیق ــ توپ آن روزگار ــ آن را هدف قرار داد به‌گونه‌ٔ که برخی سنگ‌ها به کعبه نیز اصابت کرد گناه بزرگ دیگر او این بود که این صحابی بزرگوار (رض) را بدون مشورت با عبدالملک بن مروان اعدام کرد.

در سال ۳۱۷ هجری قمری ابوطاهر قرمطی که اهل خوزستان ایران بود از فرقهٔ اسماعیلیه جدا شد و گروهی جنگجو و افراطی تشکیل داد او زیر پرچم آل‌بیت و با ادعای انتقام خون حسین (رض) از بغداد به بحرین رفت و آن منطقه را زیر سلطهٔ خود درآورد پس از تصرف قطیف و احساء در مدت کوتاهی با هزاران جنگجوی بی‌رحم به مرزهای مکه رسید.

چون فصل حج بود بزرگان مکه با عذرخواهی و التماس نزد قرمطی رفتند تا او را از تعرض به حرم منصرف کنند اما او همهٔ فرستادگان را کشت و همراه سپاهش وارد مسجدالحرام شد. او احرام‌های سفید هزاران حاجی را به خون آلوده کرد کشته‌شدگان را به چاه زمزم انداخت و بر سر آنان ادرار کرد از بام کعبه ناودان را پایین آورد پردهٔ کعبه را پاره‌پاره کرد و حجرالاسود را از کعبه جدا ساخته و با خود به بحرین برد.

خلیفهٔ عباسی پس از ۲۲ سال حجرالاسود را در برابر پرداخت ۶۰ هزار دینار طلا از قرمطیان پس گرفت البته در قرن پنجم هجری سلجوقیان قرمطیان را شکست دادند و جهان اسلام را از شر آنان رهایی بخشیدند.

در ۲۰ نومبر ۱۹۷۹ میلادی یک افسر بازنشستهٔ سعودی به نام جهیمان العتیبی و حدود ۲۰۰ تن از پیروانش سلاح‌ها را در تابوت‌ها به داخل بیت‌الله الحرام انتقال دادند و پس از نماز صبح تمام دروازه‌های حرم را بستند.

آنان از طریق بلندگوها خواستار بیعت با محمد القحطانی به عنوان مهدی آخرالزمان شدند و نزدیک به ۵۰ هزار نمازگزار را گروگان گرفتند محاصره در پنجم دسمبر با کمک مشاوران فرانسوی پایان یافت.

بیانیهٔ رسمی عربستان شمار کشته‌شدگان را ۳۰۰ نفر اعلام کرد اما بر اساس گزارش الجزیره تعداد قربانیان بیش از پنج هزار نفر بوده است که مهاجمان نیروهای امنیتی و حاجیانی از ۱۲ کشور را شامل می‌شده است. بر اساس گزارش منابع رسمی عربستان سعودی سه‌شنبهٔ گذشته شبه‌نظامیان حوثی (انصارالله) در یمن یک پهپاد به سوی مکه مکرمه پرتاب کردند اما نیروهای دفاعی این کشور آن را پیش از ورود به حریم هوایی مکه سرنگون کردند ریاض ادعا می‌کند که حوثی‌ها پیش از این نیز در اگست ۲۰۱۵، اکتبر ۲۰۱۶ و جولای ۲۰۱۷ موشک‌های بالستیک به سوی این شهر مقدس پرتاب کرده بودند که همهٔ آن‌ها پیش از رسیدن به هدف منهدم شده‌اند.

حوثی‌ها که در اصل پیروان گروه شیعهٔ زیدی هستند و از نظر فقهی به اهل سنت نزدیک‌اند به دلیل روابط راهبردی با تهران اکنون به بخش محوری راهبرد نظامی منطقه‌ یی ایران تبدیل شده‌اند راهبردی که قاسم سلیمانی فرمانده پیشین نیروی قدس ایران آن را «محور مقاومت» نامیده بود.

هم‌زمان بسته‌شدن تنگهٔ هرمز هدف قرار گرفتن خط لولهٔ حیاتی نفت عربستان از سوی شبه‌نظامیان مذهبی عراقی ــ خط لوله‌ٔ که بخش شرقی کشور را از طریق ریاض به بندر صنعتی ینبع در غرب متصل می‌کند ــ و بسته‌شدن مسیر عبور تنها کشتی‌های نفت‌کش سعودی در باب‌المندب نشان‌دهندهٔ تشویش جدی و نگرانی عمیق امنیتی است بحرانی که ممکن است پیامدهای منفی و شعله‌های آتش آن در هر گوشه‌ٔ از سفرهٔ اقتصادی جهان احساس شود.

برخی رسانه‌های معتبر خاورمیانه پرسش‌هایی را مطرح می‌کنند: آیا این فشارهای اخیر بر عربستان سعودی مجازات آن تصمیم ژئوپولیتیکی است که می‌خواهد خارج از حمایت سنتی غرب ائتلاف‌های جدیدی را با نیروهای منطقه‌ای بیازماید؟ آیا ریاض برای امضای پیمان ابراهیم تحت فشار دیپلماتیک قرار دارد؟ یا اینکه تلاش می‌شود نقش عربستان به عنوان رهبر جهان سنی کم‌رنگ شود؟

از آنجا که من در مسائل سیاسی تخصص ندارم بررسی و تحلیل این پرسش‌ها را به صاحب‌نظران سیاسی واگذار می‌کنم.

تردیدی نیست که یمن در حال حاضر در امواج سخت فقر غوطه‌ور است اما از نظر تاریخی سرزمین حکمت، تدبیر و شجاعت دانسته شده است در مقابل عربستان سعودی ثروتمند در ساختار رهبری جهان اسلام کشوری محوری و برای میلیون‌ها مسلمان یک خط سرخ به شمار می‌رود.

از همین رو برای هر دو طرف بسیار عاقلانه و منطقی خواهد بود که به جای رویارویی نظامی و دشمنی راه گفت‌وگوی سازنده و دیپلماسی متوازن را در پیش گیرند دیپلماسی‌ یی که منافع ملی و ثبات راهبردی هر دو کشور در آن حفظ شود.

خدا ایمان ضعیف ما را به خیر کند!

یادداشت: در این نوشته با سپاس از روزنامهٔ الشرق‌الاوسط، شبکهٔ الجزیره، سی‌ان‌ان عربی، گوگل، هوش مصنوعی، ویکی‌پدیا، «القرامطه و لعبة الدم» و «تاریخ الخلافة الامویه» استفاده کرده‌ام.

عزیزی غزنوی

۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶

تورنتو/کانادا

ولي الله ملکزی

د ابراهیم خلیل‌ الله په سپینه ږیره او د اسماعیل ذبیح‌ الله په تنکیو لاسونو د جوړې شوې کعبې تاریخي قدامت د ۳۹۰۰ او ۴۲۰۰ کلونو ترمنځ دی. دا ډیره لرغونې، ډیره سپیڅلې او ډیره منلې خونه د توحید او حنیفو زړونو قبله ده. مګر څه باندې دوه زره کاله یې نه چت درلود او نه دروازه. د لومړي ځل لپاره د یمن پاچا، تُبَّع الحِمْیَري له اسلام څخه ډېر پخوا د کعبې بام او دروازه جوړه کړه. قریشو په ۶۰۵ م کال کې د بیدریغه سیلابونو د زیان له امله هغه ترمیم، دیوالونه نهه ګزه اوچت او ۳۶۰ لوی او کوچني بُتان یې په کې اودرول چې تر ټولو غټ یې هُبَل نومېده. 

له فتحې وروسته، په ۶۵ هجري کې عبدالله بن زبېر، په ۷۵ هـ کې حجاج بن یوسف الثقفي، په ۱۰۴۰هـ کې عثماني سلطان، څلورم مراد او په ۱۹۵۵م کې د عربستان ټولواک، سعود بن عبدالعزیز مکي حرم پراخه کړ. ورور یې، خالد بن عبدالعزیز په ۱۹۷۹م کې د کعبې دروازه له ۲۸۰ کیلو ګرامه سوچه سرو زرو څخه جوړه کړه. خو د دغې سپېڅلې خونې حرمت چې هره ورځ لږ تر لږه یو میلیارد بالغ موحدین په لمانځه کې خپل رب ته د سجدې په مهال دغه لوري ته سرونه ښکته وي، بیا بیا تر پښو لاندې او د غلیمو ارادو ښکار شویدی. 

په یمن کې د حبشې والي، جنرال ابرهه په ۵۷۰ م کال کې چې د حضرت پېغمبر (ص) د پېدایښت کال دی، د کعبې د ړنګولو په خاطر په مکې یرغل وکړ؛ خو د ابابیل مرغۍ د الهي عذاب په بڼې د هغه لښکر له ماتې سره مخ کړ او بېرته په شا شو. د اموي خلافت خونکاري قومندان، حجاج بن یوسف الثقفي د حضرت ابوبکر (رض) د لمسي او اسماء (رض) د زوی، عبدالله بن زبیر څخه د بېعت په خاطر په مکي حرم یرغل وکړ او په منجنیق «د هغه مهال توپ» باندې یې وویشت چې ځینې ډبرې په کعبې هم ولګېدې. بله غټه ګناه یې دا وه چې دغه ستر صحابي (رض) یې د عبد الملک بن مروان له مشورې پرته اعدام کړ. 

په ۳۱۷هـ ق کال کې ابو طاهر القرمطي چې د ایران د خوزستان اوسېدونکی وو، له اسماعلیه فرقې څخه جلا او یوه جګړه ماره افراطي ډله یې جوړه کړه. د آل البیت د بېرغ لاندې له عربانو څخه د حسین (رض) د غچ په خاطر له بغداد څخه بحرین ته لاړ او جزیره یې د خپل زمبر لاندې کړه. په ډېرې کمې مودې کې د القطیف او الاحساء له نیولو وروسته، د زرګونو ناترسه جګړه مارو سره د مکې پولو ته ورسېد. څرنګه چې د حج موسم وو؛ نو د مکې مشران په عذر او ننواتو د قرمطي مخې ته ورغلل چې په حرم باندی له تیري څخه تېر شي. خو نوموړي ټول جرګه ماران ووژل او د خپل لښکر سره مسجد حرام ته ننوت. 

د زرګونو حاجیانو سپین احرامونه یې په وینو سره کړل، وژل شوي خلک یې د زمزم کوهي ته وغورځول او د پاسه یې ورباندې تشې متیازې وکړي. د کعبې له بام څخه یې ناوه راکوزه کړه، د کعبې پوښ یې څیرې څیرې کړ، حجر الاسود یې له کعبې څخه جلا او له ځان سره بحرین ته یووړ. عباسي خلیفه ۲۲ کاله وروسته د ۶۰ زره طلایي دینارونو په بدل کې حجر الاسود له قرمطیانو څخه بېرته ترلاسه کړ. البته په پنځمې هجري صدۍ کې سلجوقیانو، قرمطیانو ته ماتې ورکړه او اسلامي نړۍ یې له شره خلاصه شوه.

د ۱۹۷۹م کال د نومبر په شلمې، د سعودي یو متقاعد ضابط جهیمان العتیبي او دوه سوو پلویانو یې په تابوتونو کې بیت الله الحرام ته وسلې راوړې او د سهار له لمانځه وروسته یې د حرم ټولې دروازې وتړلې. په لوډ سپیکرو کې یې د محمد القحطاني سره د مهدي آخر زمان په توګه د بیعت غوښتنه وکړه او نژدې۵۰ زره لمونځ کونکي یې یرغمل کړل. محاصره د نومبر پر پنځمې نېټې د فرانسوي مشاورینو په مرسته پای ته ورسیده. د عربستان بیانیه د مړو شمیر درې سوه په ګوته کوي،‌ خو د الجزیرې د راپور له مخې د قربانیانو تعداد له پنځو زرو څخه هم زیات وو چې یرغلګر، امنیتي ځواکونه او له دولسو هیوادونو څخه راغلي حاجیان په کې شامل دي.

د سعودي د رسمي سرچینو د راپورونو له مخې؛ تېره سه شنبه په یمن کې حوثي ملیشو (انصارالله) د مکې مکرمې په لور یوه بې‌ پیلوټه الوتکه وتوغوله، مګر د دغه هېواد دفاعي ځواکونو د مکې له هوايي حریم څخه بهر را وغورځوله. ریاض تور لګوي چې حوثیانو تر دې وړاندې د ۲۰۱۵ کال په اګست، د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر او د ۲۰۱۷ کال په جولایي کې د دغه مقدس ښار په لور بالیسټیک توغندي توغولي وو، چې ټول یې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي. حوثیان، چې په اصل کې د شیعه زیدي ډلې لارویان او د فقهي پلوه اهل سنتو ته نږدې دي، له تهران سره د ستراتیژیکو اړیکو له کبله اوس د هغې سیمه‌ ییزې پوځي تګلارې محوري برخه ګرځېدلي چې د ایران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان، جنرال قاسم سلېماني لخوا د "مقاومت د محور" په نوم رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د هرمز تنګي بندېدل، د عراقي مذهبي ملیشو لخوا د سعودي د نفتو د هغې حیاتي نللیکې په نښه کول چې د هېواد ختیځه برخه د ریاض له لارې په لوېدیځ کې د یَنبُع له صنعتي بندر سره نښلوي او په باب المندب کې یوازې د سعودي د تېل وړونکو بېړیو پرمخ د لارو تړل؛ د جدي حیرانتیا او ژورې امنیتي اندېښنې ښکارندویي کوي؛ هغه کړکېچ چې ښايي منفي اغېزې او د اور لمبې یې د نړۍ پر اقتصادي دسترخوان په هر ځای کې احساس شي.

د منځني ختیځ معتبرې رسنۍ ځینې پوښتنې مطرح کوي چې: آیا پر سعودي عربستان دغه وروستي فشارونه د هغې جغرافیایي سیاسي پرېکړې سزا ده چې غواړي د لوېدیځ له دودیز ملاتړ څخه بهر، د سیمه‌ ییزو ځواکونو سره نوي ائتلافونه و ازمویي؟ آیا ریاض د ابراهیمي تړون د لاسلیک کولو لپاره تر ډیپلوماټیک فشار لاندې دی؟ او یا هم د سني نړۍ د مشرتابه د رول د پیکه کولو هڅه کېږي؟ څرنګه چې زه په سیاسي مسایلو کې تخصص نه لرم، نو د دې پوښتنو سپړنه او للون سیاسي پنډتاتو ته پرېږدم. 

شک نشته چې یمن دا مهال د بېوزلۍ په سختو څپو کې لاهو دی؛ خو په تاریخي لحاظ د حکمت، تدبیر او مېړانې خاوره بلل کېږي. بلخوا، شتمن سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د مشرتابه په اډانه کې یو محوري هېواد او د میلیونونو مسلمانانو لپاره سره کرښه ګڼل کېږي. له همدې امله، د دواړو لوریو لپاره به خورا عاقلانه او منطقي وي چې د نظامي ټکر او دښمنۍ پر ځای، د رغنده خبرو اترو او داسې یوې متوازنې ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې او ستراتیژیک ثبات په کې خوندي وي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

--------------------------------------

یادونه: ما په دې لیکنې کې د الشرق الاوسط د ورځپاڼې، الجزیرې ټلويزيون،‌ سي ان ان عربي، ګوګل، ای‌ آی، ویکیپېډیا، «القرامطه و لعبة الدم» او «تاریخ الخلافة الامویه» څخه په مننې سره استفاده کړېده.

هرگز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق

ثبت است در جریدهٔ عالم دوام او 

در دفتر روزگار، بعضی نام‌ها با مدادِ شهرت نوشته نه می‌شوند؛ به جوهر خاطره ثبت می‌گردند. شهرت را حادثه‌ٔ می‌تواند بیاورد و حادثه‌ٔ دیگر از میان ببرد؛ اما آن‌که با هنر راستین به حافظهٔ مردم راه یافت، دیگر موجود زمانهٔ خویش نیست. او از مرز سال‌ها عبور می‌کند و درجان نسل‌ها مأوامی‌گیرد، ناشناس را نمی‌توان فقط در محدودهٔ موسیقی سنجید؛ او، خواه ناخواه، بخشی از حافظهٔ فرهنگی افغانستان شده است.

صدای ناشناس از جنس صداهایی است که فقط شنیده نمی‌شوند؛ به یاد آورده می‌شوند. نسل‌های متعددی با آواز او زیسته‌اند. برای گروهی، آواز ناشناس یادآور روزهای جوانی است؛ برای گروهی دیگر، خاطرهٔ کابل و فضای فرهنگی روزگاری که اکنون در پس پردهٔ زمان پنهان شده است؛ و برای بسیاری، صدای او بخشی از آن افغانستانی است که شاید در کوچه‌ها و خیابان‌ها کمتر بتوان یافت، اما در موسیقی و ادبیات هنوز نفس می‌کشد. هنر، گاهی تاریخ را بهتر از تاریخ‌نویس حفظ می‌کند. یک آهنگ می‌تواند تصویری از یک عصر را در خود نگه دارد که ده‌ها صفحهٔ کتاب از بیان آن عاجز بماند.

ناشناس نود و یک سال از جادهٔ زندگی گذشته است؛ اما هنوز آواز می‌خواند. این «هنوز» کلمهٔ کوچکی است با معنای بزرگ. بسیاری از صداها با گذشت زمان به خاموشی می‌گرایند؛ اما بعضی صداها، چون با تجربه و رنج و عشق آمیخته‌اند، هرچه از جوانی دورتر می‌شوند، به حقیقت نزدیکتر می‌گردند.

کسی که چند زبان را می‌داند، گویی چند بار به جهان آمده است. زبان برای او فقط وسیلهٔ گفت‌وگو نیست؛ هر زبان، سرزمینی است با تاریخ، ادبیات، خاطره و جهان‌بینی مخصوص خود. و به همین سبب است که شخصیت ناشناس را نمی‌توان با معیارهای یک‌بعدی سنجید. او در موسیقی، شاعر است؛ در شعر، اهل موسیقی؛ در زبان، پژوهشگر؛ در تاریخ، جست‌وجوگر؛ و در عرصهٔ دیپلماسی، شخصی آشنا با جهان‌های گوناگون. این همه، در وجود یک انسان، چیزی بیش از جمع چند حرفه است؛ نوعی وسعت روح است. از چنین شخصی طبیعی است که سخن نیز رنگ تجربه داشته باشد.

در سرزمین ما گاه مردانی پدیدار می‌شوند که نمی‌توان آنان را در یک عنوان، یک هنر و یا یک دفتر جای داد. شاعرند، اما تنها شاعر نیستند؛ آوازخوان‌اند، اما آوازشان تنها برای سرگرمی نیست؛ زبان می‌دانند، اما زبان برای آنان فقط وسیلهٔ سخن گفتن نیست؛ تاریخ می‌خوانند، می‌نویسند، می‌اندیشند و جهان را از پشت پنجرهٔ فرهنگ می‌بینند.

ناشناس از همین قبیلهٔ نادر است؛ شخصی که اگر بخواهیم او را تنها «هنرمند موسیقی» بنامیم، حق او را ادا نکرده‌ایم؛ اگر تنها «شاعر» بخوانیم، باز هم بخشی از قامت فکری او در بیرون از قاب خواهد ماند، و اگر او را فقط آوازخوان مشهور افغانستان بدانیم، گسترهٔ شخصیتش را کوچک کرده‌ایم.

ناشناس در موسیقی، چنان جایگاهی یافته است که آواز او برای چندین نسل، بخشی از حافظهٔ شنیداری مردم افغانستان و کشور های همجوار شده است. صدایی که از فراز دهه‌ها گذشته و هنوز در گوش و دل دوستداران موسیقی طنین دارد، دیگر صرفاً یک صدا نیست؛ بخشی از تاریخ فرهنگی یک ملت است. و شگفت آن‌که این شخص در نود و یک ‌سالگی هنوز آواز می‌خواند. گویی برای او پیری، پایان هنر نیست؛ بلکه مرحله‌ٔ دیگر از پختگی آن است. به تعبیر اهل دل، در شخصیت هنری او نوعی گریز از قالب‌های تنگ و رسیدن به افق‌های گسترده دیده می‌شود. او در یک ساحه توقف نکرده است؛ از موسیقی به شعر، از شعر به زبان، از زبان به تاریخ و از تاریخ به شناخت انسان و جامعه رسیده است.

او فرزند  پدر و مادر پشتو زبان است؛ اما دامنهٔ دانایی او در حصار یک زبان نمانده است. فارسی، پشتو، اردو و روسی، هرکدام برای او پنجره‌ٔ به سوی یک جهان فرهنگی بوده‌اند. کسی که زبان‌های گوناگون را می‌آموزد، در حقیقت فقط واژه‌های بیشتری نمی‌آموزد؛ جهان‌های بیشتری را تجربه می‌کند. این نکته در مورد ناشناس اهمیت ویژه دارد. او فرزند یک فرهنگ است، اما زندانی یک نگاه نیست. زبان مادری‌اش پشتو است، ولی با فارسی نیز چنان مأنوس است که می‌تواند در جهان ادب فارسی نفس بکشد؛ اردو را می‌شناسد، روسی را می‌داند و از راه زبان‌ها به تاریخ و فرهنگ ملت‌های مختلف نزدیک شده است. از همین‌جاست که سخنان اخیر او دربارهٔ زبان پشتو اهمیت پیدا می‌کند.

ممکن است کسی با تحلیل او موافق باشد یا نباشد؛ ممکن است زبان‌شناسی، تاریخ‌دانی یا ادیب دیگری دربارهٔ پیشینه و غنامندی زبان پشتو نظر متفاوتی داشته باشد. این اختلاف، به‌خودی خود، نه فاجعه است و نه توهین. فرهنگ در فضای پرسش و نقد زنده می‌ماند، نه در فضای ترس از پرسیدن.

اگر سخن یک دانشمند فرهیخته، پس از نود سال تجربه و مطالعه، با پاسخ علمی روبه‌رو شود، فرهنگ سود می‌برد؛ اما اگر با دشنام، تعصب و خشم پاسخ داده شود، نه زبان رشد می‌کند و نه حقیقت آشکار می‌گردد. زبان را نمی‌توان با فریاد بزرگ کرد. زبان را ادب، دانش، ادبیات، تاریخ، اندیشه و آفرینش بزرگ می‌کند. اگر کسی معتقد است دربارهٔ تاریخ و غنامندی زبان پشتو سخنی نادرست گفته شده است، بهترین پاسخ آن است که کتاب بردارد، سند بیاورد، پژوهش کند و با استدلال پاسخ دهد. زبان پشتو اگر صاحب تاریخ و میراث ادبی نیرومندی است دربارهٔ دامنه و کیفیت این میراث می‌توان به شیوهٔ علمی بحث کرد دفاع از آن نیز باید با همان میراث علمی و ادبی صورت گیرد، نه با تعصب.

اندیشه را باید با اندیشه پاسخ داد، نه با خشم. فرهنگ، میدان مشت و فریاد نیست؛ میدان دلیل و گفت‌وگو است. زبان نیز با تعصب بزرگ نمی‌شود. اگر زبانی دارای میراث عظیم ادبی و تاریخی باشد، بهترین دفاع از آن، معرفی همان میراث است؛ کتاب‌ها، نسخه‌ها، آثار ادبی، پژوهش‌های تاریخی و زبان‌شناختی، نه دشنام به کسی که دربارهٔ آن پرسشی یا نقدی مطرح کرده است. و اگر کسی با یک دیدگاه مخالف است، مخالفت او نیز حق اوست؛ زیرا حقیقت از پرسش نمی‌ترسد. چه بسا که یک سخن بحث‌برانگیز، دروازهٔ یک بحث بزرگ‌تر را بگشاید. چه بسا که از دل اختلاف نظر، پژوهشی پدید آید که پیش از آن کسی به فکرش نیفتاده باشد. زبان را با خاموش کردن منتقدان نمی‌توان نیرومند کرد؛ زبان را باید با آفرینش و پژوهش نیرومند ساخت.

از این منظر، سخنان ناشناس ــ خواه با آن موافق باشیم یا مخالف ــ می‌تواند فرصتی باشد برای بازگشت به کتاب، تاریخ و تحقیق؛ فرصتی برای آن‌که دربارهٔ زبان‌های این سرزمین، به جای احساسات زودگذر، با نگاه دانش و انصاف سخن بگوییم. مگر زبان، خود، چیزی جز خانهٔ اندیشهٔ انسان است؟ چگونه می‌توان خانهٔ اندیشه را با بستن درِ پرسش آباد کرد؟

از همه مهم‌تر این که ناشناس، با آن‌که زبان مادری‌اش پشتو است، دربارهٔ پشتو سخن می‌گوید. پس اگر او پرسشی یا نقدی دربارهٔ زبان مادری خویش مطرح می‌کند، نمی‌توان صرفاً با برچسب بیگانگی یا دشمنی با زبان با آن برخورد کرد. انسان زبان مادری خویش را بیش از دیگران دوست دارد و دقیقاً از همین رو، دربارهٔ تاریخ و سرنوشت آن پرسش‌های دشوار مطرح می کند. بزرگان فرهنگ، گاهی محبوب‌اند و گاهی بحث‌برانگیز؛ اما ارزش آنان در این نیست که همهٔ مردم همیشه با آنان موافق باشند. ارزش آنان در این است که مردم را به اندیشیدن وامی‌دارند.

ناشناس از آن شخصیت‌هایی است که در زندگی فرهنگی افغانستان، مرز میان هنر و دانش را کمرنگ کرده است. دیپلمات بوده، نویسنده بوده، شاعر بوده، تاریخ دانسته، زبان آموخته و آواز خوانده است؛

او از نسلی است که افغانستان را نه فقط با سیاست و جنگ و مهاجرت، بلکه با آواز، شعر، زبان و خاطره نیز به جهان شناسانده است. صدای او برای بسیاری از مردم تنها صدای یک هنرمند نیست؛ صدای روزگاری است که گذشته، اما هنوز در حافظه‌ها زندگی می‌کند. چه بسیار کسانی که امروز با شنیدن آواز ناشناس، نه فقط یک آهنگ، بلکه بخشی از جوانی خویش را می‌شنوند؛ بخشی از کابل قدیم را، بخشی از روزگار رفته را، بخشی از افغانستانی را که دیگر به همان شکل وجود ندارد. این است راز ماندگاری هنر. هنرمند واقعی، تنها در زمان خود زندگی نمی‌کند؛ در حافظهٔ نسل‌های بعد نیز به زندگی ادامه می‌دهد. و شاید از همین منظر بتوان گفت که ناشناس، پس از نود و یک سال زندگی، هنوز آواز می‌خواند؛ زیرا آواز او دیگر متعلق به حنجرهٔ او تنها نیست. آواز او در حافظهٔ مردم است. و شخصی که صدایش در حافظهٔ یک ملت خانه کرده باشد، هرچند پیر شود، هرگز از صحنهٔ فرهنگ بیرون نمی‌رود.

اما در کنار همهٔ این بحث‌ها، چیزی در شخصیت ناشناس هست که شاید از تمام عنوان‌های علمی و هنری او دلنشین‌تر باشد: تواضع فروتنی او. دانش اگر با فروتنی همراه نشود، گاهی انسان را از حقیقت دور می‌کند. شهرت اگر با تواضع همراه نباشد، هنرمند را در حصار خویش زندانی می‌سازد. اما شخصی که دانش بسیار دارد و همچنان خوش‌برخورد و متواضع می‌ماند، از مرحلهٔ «دانستن» گذشته و به مرحلهٔ فرهیختگی رسیده است. ناشناس، در روایت دوستدارانش، چنین چهره‌ٔ دارد: شخصی خوش‌برخورد، فروتن و حقیقت‌گو؛ انسانی که با وجود شهرت، خود را برتر از مردم نمی‌نشاند. این صفت در روزگار ما کم‌ارزش نیست. در عصری که گاهی چند جملهٔ بلند و چند تصویر مجازی، آدمی را گرفتار غرور شهرت می‌کند، نود و یک سال در میان مردم ماندن و همچنان با فروتنی زیستن، خود هنری دیگر است. و راز محبوبیت ناشناس نیز همین است. مردم فقط به هنرمند گوش نمی‌دهند؛ به انسانِ پشتِ صدا نیز نگاه می‌کنند. اگر صدا زیبا باشد، گوش را می‌ نوازد؛ اگر شخصیت زیبا باشد، دل را.

ناشناس را می‌توان سفیر چند جهان دانست: سفیر موسیقی، شعر، زبان و خاطره. او از نسلی است که میان فرهنگ‌های مختلف افغانستان و منطقه پل زده است؛ نسلی که زبان‌ها را دیوار نمی‌دید، بلکه پل می‌دید. فارسی برایش بیگانه نیست، اردو برایش بیگانه نیست، روسی برایش بیگانه نیست؛ و پشتو نیز همان زبانی است که از کودکی با آن زیسته است. این وسعت، سرمایه‌ٔ فرهنگی است که نباید در غوغای اختلافات روزمره گم شود.

ما می‌توانیم با یک هنرمند موافق یا مخالف باشیم؛ می‌توانیم یک شعرش را بیشتر دوست داشته باشیم و آهنگی دیگرش را کمتر؛ می‌توانیم با دیدگاه تاریخی یا زبان‌شناختی او موافق نباشیم؛ اما در برابر یک عمر کار فرهنگی، انصاف حکم دیگری دارد. انصاف یعنی آدمی را با تمام قامتش ببینیم، نه فقط با یک جمله‌اش.

و اینک، پس از نود و یک سال، ناشناس هنوز آواز می‌خواند. چه راز شگفتی است این آواز! صادق فطرت ناشناس، تنها صاحب یک صدا نیست؛ خود بخشی از صدای یک عصر است. عصری که گذشته است، اما در آواز او هنوز ادامه دارد. و چه نیکوست که این دانشمند روشن ‌دل، در آستانهٔ دههٔ دهم زندگی، هنوز می‌خواند؛ زیرا بعضی صداها برای پایان دادن به سکوت نیامده‌اند؛ آمده‌اند تا خودِ سکوت را معنا کنند.

۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶

عزیزی غزنوی

تورنتو/کانادا


ولي الله ملکزی

زموږ په نړیوال سرای کې داسې برېښېدونکي ښارونه هم شته چې توره شپه یې د ټکنده غرمې په څېر ځلېږي؛ له همدې ډول ښارونو څخه یو هم لاس‌ وېګاس دی. دا د ښاپېریو، هوس‌ پالو او مینه‌ ناکو خلکو لپاره د ساعت‌ تېرۍ، رنګونو، خوندونو او قمار یوه پرانیستې ننداره ده. داسې ښار چې د مېکدو جامونه، د خرابات ځل‌ بل او د ځوانۍ شور په کې څنګ په څنګ موجونه وهي.
دلته نه یوازې ځوانان او پېغلې راځي، بلکې بوډاګان او د سپینو کمڅیو مېرمنې هم د خپلو دردونو د کمولو په لټه کې ډوب لیدل کېږي. مګر په همدې غُولغُلې او مستۍ کې داسې کسان هم شته چې د ایمان ساحل ته د رسېدو تکل لري. د ګیلاسونو د شرنګا په ټېل ماټېل کې، په خاموشۍ او تواضع سره د الله تعالی د لویۍ غږ او د اذان انګازې هم اورېدل کېږي. زما دا لیکنه د همدې وچې دښتې یوه لنډه بنډه کیسه او د سرکښۍ په منځ کې د ایماني څرکونو او سپېڅلو هیلو یو تت غوندې انځور دی.
لاس‌ وېګاس/ Las Vegas د امریکا د متحدو ایالتونو په سوېل‌ لوېدیځ کې، د نیواډا ایالت د پراخې صحراء په زړه کې پروت دی. دا ښار د مرګ درې / Death Valley له سیمې سره ګډه پوله لري؛ هغه سیمه چې د نړۍ له تر ټولو تودو ځایونو څخه ګڼل کېږي. د لاس وېګاس نوم په هسپانوي ژبې کې د څړځایونو یا شنو چمنونو معنا لري؛ خو نن ورځ دا ښار د نړۍ د تفریح، مجللو هوټلونو، رڼاګانو او نندارتونونو  ستر مرکز دی. 
د ښار خپل نفوس اووه لکه دی؛ خو که د شاو خوا میټرو پالیټن ناحیې ورسره حساب شي، نو د آدم زادو شمېر به په دوه میلیونو پښه واړوي. په ۱۹۰۵م کال کې د اورګاډي لومړني کارګران دلته مېشت شول، په ۱۹۱۱م کې د ښار په توګه اعلان شو او اصلي بدلون په ۱۹۳۱م کال کې پیل شو. دغه مهال چې د هوور بند / Hoover Dam د جوړولو لپاره زرګونه کارګران دلته راغلل، نو د ایالتي حکومت له خوا قمار، الکولو او ځینې نورو تفریحي فعالیتونو قانوني بڼه خپله کړه.
نن لاس وېګاس نژدې د ۱۱۰ لویو قمارخانو/ Casino او بې‌ شمېره پنځه ستوریزو هوټلونو کور دی چې د ودانیو بڼه یې د ایټالیا له وینس، د مصر له اهرامونو، د فرانسې له ایفل او د نیویارک د آزادۍ له مجسمې څخه کاپي شوې ده. د کلارک ولسوالۍ کلنۍ بودېجه چې دا ښار یې مرکز دی، دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره ده او هر کال د نژدې ۴۰ میلیونه سیلانیانو کوربه توب کوي. دا ولسوالي هرکال د قمار له صنعت څخه لس میلیارده، له هوټلونو څخه اته میلیارده او له شرابو څخه دوه میلیارده ډالره عاید ترلاسه کوي. ترټولو لویه کزینو یې MGM Grand نومیږي چې د یو میلیارد ډالرو په لګښت په ۱۹۹۳م کال کې جوړه شوې او پنځه زره کوټي او تالارونه لري.
د هېري ریډ / Harry Reid په نړیوال هوایی ډګر کې هره ورځ په منځني ډول له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې الوتنې ترسره کېږي. د The Sphere په نوم سپورتي او تفریحي مرکز چې د پینډوس په بڼې ۲۰۲۳م کال کې د دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوې، د ۱۸ زره څوکیو په درلودلو سره هره ورځ په اوسط ډول دوه میلیونه اووه لکه ډالره ګټه لري. همدا شان د Allegiant سپورتي سټډیوم په ۲۰۲۰م کې په دوه ملیارده ډالره جوړ شوی ۶۵ زره خلک په کې ځاییږي او د نړۍ په کچه کمساری دی.
لاس وېګاس د ګناهونو ښار/ Sin City په نوم سره شهرت لري،‌ ځکه دلته جوارګري او د الکولو څښل قانوني اجازه لري، خو شرط دا دې چې د هلک یا جینۍ عمر به له ۲۱ کالو څخه لوړ وي. د بدلمنۍ په اړه په خلکو کې یو ناسم باور شته؛ خو واقعیت دا دی چې په لاس وېګاس کې د پیسو په بدل کې ځان خرڅول منع او د قانون له مخې مجازات لري. بله په زړه پورې خبره دا ده چې دا ښار د امریکا په کچه د واده او طلاق د اسانو او چټکو اداري مراحلو له امله هم پېژندل کېږي. 
د ارواپوهنې او ټولنیزو څېړنو مرکز (CPSR) پخپل راپور کې لیکي: «په لاس وېګاس کې د ځان‌ وژنې کچه د امریکا د نورو ښارونو په پرتله دوه چنده لوړه ده». ډاکټر مایکل مورفي وايي: «زیاتره قربانیان یوازې د دې لپاره دا ښار غوره کوي ترڅو د خپلو کورنیو له سترګو لېرې خپل ژوند پای ته ورسوي». په لاس وېګاس کې نژاد پالنه او ټولنیز تبعیض د نورو امریکايي ښارونو په پرتله خورا کم دی. له اقتصادي پلوه، دلته د ژوند ښې اسانتیاوې شته؛ آن د ټکسي یو چلوونکی یا د کازینو یو کارکوونکی کولای شي په کال کې شاوخوا ۶۰ زره ډالره عاید ولري او د خپلې کورنۍ لپاره نسبي رفاه برابره کړي.
د ډېرو خلکو لپاره دا ناشونې برېښي چې د نړۍ د قمار او اخلاقي بېلاریتوب د مرکز په غېږ کې دې یوه منظمه او په دین ولاړه ټولنه هم شتون ولري. دلته یوه ژوندۍ،‌ باورمنده او متحده موازي نړۍ هم شته چې شمېر یې له ۱۸ تر ۲۲ زرو رسي. دوئ اته جامع جوماتونه او څو واړه دیني مرکزونه لري چې تر ټولو مشهور یې مسجد التوحید دی. دا جامع جومات د یوه افغان کډوال، احمدالله روکي یوسفزي له خوا ۲۶ کاله وړاندې جوړ شوی دی. 
لندنۍ ورځپاڼه، ګارډین په خپلې څېړنیزې مقالې کې د لاس وېګاس د مسلمانې ټولنې انځور کاږلی داسې لیکي: «ښاغلی یوسفزی او د دغې ټولنې نور مشران وايي سره له دې چې د ښار عمومي چاپېریال مادي لېوالتیا او نفسي غرائزو ته لاره هواروي، خو دوه نوي نسلونه بیا هم هڅه کوي خپل اولادونه پر اخلاقو، وطنپالنې او دیندارۍ وروزي». 
د ډېرو له نظره، لاس وېګاس د نه ختمېدونکو رڼاګانو او غفلتونو ښار دی؛ خو په عین وخت کې د حې علی الفلاح ملکوتي غږونه هم په کې انګازې کوي. د مادي طغیان او معنوي ارامۍ دا متضاد ترکیب ثابتوي چې ايمان د هغې روزنې نوم دی چې د شهواتو په سمندر کې هم د خپلو پلویانو کښتۍ تر ساحله رسولای شي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
—---------------------------------
په مننې سره، ما په دې لیکنې کې د ويکیبېډیا، الجزیرې ټلویزیون، ګوګل، AI او The Guardian ورځپاڼې څخه استفاده کړېده.

 نور محمد غفوری

محمد امین واکمن؛      

نن مې د انټرنیټی رسنیو له لارې د محمد امین واکمن د مړينې خبر ولوست، چې ډیر ورباندې غمجن شوم. 

د افغانستان په معاصر سیاسي او فکري تاریخ کې داسې شخصیتونه شته چې د هغوی د ژوند ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې کوم مقام یې درلود، کوم ګوند یې رهبري کړ او یا په کومه رسنۍ کې یې کار کاوه؛ بلکې د هغوی ارزښت په دې کې وي چې د خپل عصر له فکري، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره یې څنګه مخامخ ژوند کړی، څه یې ویلي، څه یې لیکلي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې څه میراث پرې ایښی دی.

ځینې انسانان چې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، داسې احساس درکوي لکه یوازې یو انسان نه، بلکې د ژوند یوه برخه مو له لاسه ورکړې وي. د هغوی د نشتوالي تشه په الفاظو نه ډکېږي، ځکه هغوی یوازې په خپل نوم نه، بلکې په خپل حضور، اخلاقو او خاطرو کې زموږ په ژوند کې ځای نیولی وي. د ډاکټر محمد امین واکمن مړینه زما لپاره همداسې یوه شېبه ده.

ما مرحوم واکمن له نږدې لیدلی و. له هغه سره د ناستې، خبرو او لیدلو خاطرې مې لا هم په ذهن کې ژوندۍ دي. کله چې نن د هغه د وفات خبر اورم، نه یوازې چې د یوه پخواني سیاستوال او ژورنالیست د مړینې خبر یې بولم؛ بلکې د ټولنیز پرمختګ د زړور مبارز او د یوه درانه انسان د نشتوالي درد راسره دی.

زما په یاد کې واکمن تر هر څه وړاندې یو باوقاره، متین او د کمینه‌خوی څښتن انسان و. د هغه په خبرو کې دروندوالی و، خو په چلند کې ډیر متواضع انسان و. هغه له هغو کسانو څخه و چې د شخصیت د ثابتولو لپاره یې لوړې خبرې او لویې دعوې ته اړتیا نه لرله. د هغه سکون، متانت او د خلکو سره د چلند توګه پخپله د هغه د شخصیت پېژندپاڼه وه.

واكمن د افغانستان د یوه له سختو او له بدلونونو ډک عصر شاهد و. سیاست یې وکړ، مبارزې یې وکړې، اختلافات یې تجربه کړل، مهاجرت یې ولید او د ژورنالیزم له لارې یې د خپل ولس له حالاتو سره اړیکه وساتله. د افغان ملت له سیاسي جریان سره یې اوږده اړیکه درلوده او د سیاست، ژورنالیزم، لیکوالۍ او ملي فکر په ډګرونو کې یې خپل نوم پرېښود. زه د هغه له سیاسي دریځونو سره د موافقې یا اختلاف خبره نه کوم؛ زما لپاره د هغه تر ټولو لوی میراث د انسان پاتې کېدو هنر و. 

د واکمن مړینه یوازې د یوه فرد د ژوند پای نه دی؛ دا د هغه نسل د یوې بلې څېرې د خاموشېدو معنا هم لري چې د افغانستان د شلمې پېړۍ له لویو سیاسي بدلونونو سره یې ژوند کړی و. محمد امین واکمن د افغانستان د معاصر سیاسي او فرهنګي تاریخ له هغو څېرو څخه و چې نوم یې د یوه بشپړ عصر له سیاسي تجربو سره تړلی پاتې شو. 

محمد امین واکمن به زما په یاد کې یو دروند انسان، د کمینه اخلاقو چښتن، یو روڼ فکر او یو نه هېرېدونکی یاد وي.  

خدای یې دې وبخښي، روح یې دې ښاد وي؛ کورنۍ او دوستانو ته یې د زړونو صبر او ددې لوی غم د زغملو حوصله غواړم. 

نور محمد غفوری

31.08.2026

 


ولي الله ملکزی

د «جدال رأی و روایت» کتاب چې ډاکټر خواجه بشیر احمد انصاري لیکلی، د عقلانیت او مذهب محوره فکر د ارزونې او د حدیثو او روایت د تاریخ په ډګر کې یوه پراخه، علمي او ژوره څېړنه ده. دا اثر د «اهل رأی» او «اهل حدیث» یا په بل عبارت د عقل او نقل د پېروانو ترمنځ د مهمې مذهبي لانجې مختلف اړخونه راسپړي. دلته د امام اعظم ابوحنیفه او امام بخاري اړوند، له معتبرو سرچینو څخه په استفادې هڅه شوې چې اجتهادي اختلاف له تنګو قضاوتونو او دودیزو قالبونو څخه راوباسي او په بې طرفۍ سره یې په اکاډمیکې بڼې وڅېړي. د لیکوال موخه نه د کوم ځانګړي مسلک متعصبانه دفاع ده او نه هم مذهبي سپرغیو ته لمن وهل؛ بلکې غواړي د دغه تفکر یوه برخه په مستندو شواهدو بیا ولولي، روایتونه په انتقادي ډول وارزوي او د پیروانو ترمنځ د علمي بحث او تفاهم زمینه پیاوړې کړي. 
ډاکټر انصاري خپله ځنځیري څېړنه له لومړیو پېړیو څخه پیلوي؛ هغه مهال چې د اسلامي قلمرو د پراخېدو سره مسلمانان له داسې نوو مسئلو سره مخ شول چې د ډېرو په اړه یې په قرآن کریم او نبوي سنتو کې څرګند نص موجود نه وو. نو ځکه په تدریج سره د شرعي احکامو د استنباط په ډګر کې دوه جلا جلا تګلارې او مسلکونه رامنځته او د تقلید لمن سوکه سوکه وغوړېدله. په حجاز (مکې او مدینې) کې د صحابه کرامو (رض) پراخه حضور او د روایتونو د پرېمانۍ له وجې پر نقل ټینګار غالب وو او همدا فکري بهیر وروسته د «اهل حدیث» په نوم مشهور شو. برعکس، په ځانګړې توګه د عراق په کوفې کې د ټولنیزو شرایطو او د معتبرو روایتونو د محدودیت له امله فقهاوو د قرآن او سنت ترڅنګ له قیاس، اجتهاد او رأی څخه هم کار واخیست او د مذهبونو لړۍ پېل شوه. 
دغه فکري بهیر د «اهل رأی» په نوم وپېژندل شو او امام ابوحنیفه یې بېساری سالار ګڼل کېږي. مؤلف ټینګار کوي چې دا دواړه جریانونه د عقیدې په اصولو کې دوه متضاد مکتبونه نه وو، بلکې د شریعت د فهم او د احکامو د لټون دوه بېلابېل علمي منهجونه وو. د کتاب یوه مهمه برخه د امام اعظم په ژوند، فقهي تګلارې او علمي مقام باندې لنګر اچوي او څرګندوي چې له احادیثو سره د امام صیب مخالفت له تاریخي شواهدو سره هېڅ سمون نه لري. هغه د رسول الله ﷺ صحیح سنت قطعي حجت ګڼي؛ خو د روایتونو د منلو لپاره یې ځانګړي علمي معیارونه درلودل او هرهغه ځای کې چې څرګند نص نه وو، له قیاس او اجتهاد څخه یې ګټه اخیستې ده. له همدې امله، د هغه او ځینو محدثینو ترمنځ اختلاف د استنباط او ارزونې په منهج کې وو، نه د سنتو د حجیت په اصل کې.
د کتاب بله مهمه برخه د هغو روایتونو کره کول دي چې د حدیث، راویانو او تاریخ په سرچینو کې د امام ابوحنیفه په اړه نقل شوي دي. د سند اعتبار، د رجالو علمي مقام او د زمان د سیاسي او ټولنیزو شرایطو چاڼول، د دې کتاب بله ځانګړتیا ده. د همدې تحلیل پربنسټ، خواجه انصاري دې پایلې ته رسېږي چې ځینې تاریخي نیوکې د منلو وړ علمي بنسټ لري، خو ځینې نورې ښايي د علمي سیالیو او مذهبي منازعو په فضا کې رامنځته شوې وي او یا هم د وخت په تېرېدو سره په کې مبالغه او مذهبي لېوالتیا ورګډه شوی وي.
لیکوال دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا امام بخاري ته منسوبې نیوکې د امام ابوحنیفه علمي شخصیت ته متوجې وې؛ که د شرعي احکامو له استنباط سره یې تړاو درلود؟ ښايی عامه انګېرنه همدا وي چې د دغه اختلاف ډېره برخه فقهي او منهجي بڼه ولري او نه باید د دواړو سترو امامانو ترمنځ شخصي تقابل یا د یو بل د علمي مقام څخه انکار وګڼل شي. کتاب یوازې د روایتونو په راټولولو بسنه نه کوې، بلکې د متعارضو روایتونو په بهیر کې د مذهبي تعصب د اغېزو په اړه هم بحث کوي. ځکه هېڅ تاریخي روایت له علمي نقد څخه بې‌ نیازه نه دی؛ څېړونکی باید هر روایت په خپلواکه توګه د علمي معیارونو له مخې وارزوي او د بې پرېتوب لمن پرېنږدي.
زما په آند، د کتاب بنسټیز پیغام دا دی چې د اسلامي مذاهبو ترمنځ د نن ورځې زیاتره اختلافات د تاریخي برداشتونو او کله ناکله د متعارضو روایتونو پایله ده. له همدې امله، د تاریخ انتقادي بیا کتنه، اصلي سرچینو ته مستقیمه مراجعه او علمي بحثونه کولای شي د مذهبي سوء تفاهم په کمولو کې مهم رول ولوبوي. که څه هم په ټولیز ډول، کتاب د امام اعظم په اړه نسبتا د خواخوږئ ژبه کارولې، خو لیکوال هڅه کړې چې دغه دریځ د تاریخي تحلیل، د اسنادو د نقد او د سرچینو د علمي میتود پربنسټ ولاړ وساتي، نه د مذهبي تعصب په هندارې کې. پرته له کومې مبالغې، دا اثر د اسلامي فقهې د تاریخ د یوې برخلیک ټاکونکې مسئلې په بیا ارزونې کې یوه ارزښتمنه هڅه شمیرل کېدای شي.
ډاکټر انصاري زموږ د هېواد له وتلو لیکوالانو او شنونکو څخه شمېرل کېږي او ګڼ شمېر کتابونو یې له چاپخانو څخه کتابخانو ته ځانونه رسولي چې وروستنی یې همدا څېړنیز اثر دی. «جدال رأی و روایت» څلور فصلونه لري او په ۶۸۲ مخونو کې د روان کال په پېل کې چاپ او خپور شوی دی. دا کتاب د کلاسیکو اسلامي سرچینو د پراخې استفادې او د تخصصي موضوعاتو د تحلیلي څېړنې له امله، په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ، فقهې، حدیثو او اسلامي فکر د څېړونکو، د پوهنتون د استاذانو او محصلینو لپاره خورا ګټور او د مطالعې وړ دی. 
په پای کې، قدرمند دوست ښاغلي انصاري ته مبارکي وایم او د لا زیاتو ارزښتمنو علمي او څېړنیزو اثارو د پنځونو او څېړنو هیله کوم؛ ترڅو دا هڅې د نوې بېدارۍ، فکري ودې او ذهني بیارغونې په برخه کې اغېزمنې تمامې شي. زموږ مذهبي ټولنه د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو له زیانونو څخه د ساتنې او مخنیوي په موخه د داسې اثارو تالیف او مطالعې ته سخته اړتیا لري، ترڅو د تاوتریخوالي پرځای د فکر او قلم دود پیاوړی شي.
یار زنده ، صحبت باقي
—--------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

نور محمد غفوری

ټولنې تل د بدلون او پرمختګ په حال کې دي. هېڅ ټولنه په یوه ټاکلي حالت کې د تل لپاره نه پاتې کېږي. اقتصادي شرایط، د تولید وسایل او د تولید طرز، د خلکو د ژوند اړتیاوې، علم او پوهه، کلتور، دودونه، سیاسي جوړښتونه او د انسانانو ترمنځ اړیکې په دوامداره توګه د ټولنیز تکامل د عیني قوانینو له مخې بدلېږي. له همدې امله، که موږ غواړو د یوې ټولنې د پرمختګ او بدلون په اړه جدي او علمي فکر وکړو، باید لومړی د ټولنیز تکامل عمومي او ځانګړي قوانین وپېژنو او د ټولنیز بدلون په بهیر کې یې په پام کې ونیسو.
د ټولنیز ژوند بدلون تصادفي او بې قاعدې بهیر نه دی. هره ټولنه د خپلو عیني شرایطو، د تولید د کچې، اقتصادي اړیکو، علمي او تخنیکي پرمختګ او د خلکو د اړتیاوو له مخې د پرمختګ ځانګړی مسیر وهي. البته، د ټولنو ترمنځ ژور توپیرونه شته او هره ټولنه خپلې تاریخي، جغرافیایي او فرهنګي ځانګړتیاوې لري؛ خو له دې توپیرونو سره سره، په ټولنیز تکامل کې ځینې عمومي اصول هم شته چې له هغو څخه سترګې پټول کولای شي د ټولنیز بدلون بهیر له ستونزو، ټکرونو او ناکامیو سره مخ کړي.
اقتصادي بنسټ او ټولنیز بدلون
د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ او بدلون په بحث کې د اقتصادي بنسټ، یا ټولنیزې زیربنا، مسئله ځانګړی اهمیت لري. انسانان د ژوند د دوام او اړتیاوو د پوره کولو لپاره تولید کوي، کار کوي او له یو بل سره د تولید، وېش، تبادلې او مصرف په بهیرونو کې اقتصادي اړیکې جوړوي. د تولید د وسایلو پرمختګ، د کار د ټولنیز وېش پراختیا، د تولید د کچې لوړوالی او په ټوله کې د اقتصادي اړیکو بدلون، په تدریج سره د ټولنیز ژوند پر نورو برخو هم اغېز کوي.
حکومت، حقوقي جوړښتونه، کلتور، دودونه، ټولنیز ارزښتونه او نورې روبنايي پدیدې له اقتصادي او ټولنیزو شرایطو څخه جلا نه دي. کله چې د ټولنې اقتصادي بنسټونه بدلېږي، د خلکو د ژوند اړتیاوې، اړیکې او ټولنیز مناسبات هم بدلېږي؛ له دې سره په تدریج د سیاسي، حقوقي، فرهنګي او نورو روبنايي جوړښتونو د بدلون اړتیا او زمینه هم رامنځته کېږي.
البته، د اقتصادي بنسټ او روبنا اړیکه یو اړخیزه او میخانیکي اړیکه نه ده. روبنايي پدیدې هم بېرته پر اقتصادي ژوند، ټولنیزو اړیکو او د بدلون پر بهیر اغېز کوي. خو د ټولنې د اوږدمهاله تحول په درک کې د اقتصادي بنسټ او د تولید د پراختیا اساسي رول له پامه نه شي غورځول کېدای.
له همدې امله، که زموږ هدف د ټولنې دوامدار او ژور بدلون وي، باید یوازې د روبنايي پدیدو پر ظاهري بڼه تمرکز ونه کړو. د اقتصادي بنسټ د پیاوړتیا، د تولید د زیاتوالي، د کار د فرصتونو د رامنځته کولو، د علم او تخنیک د ودې، د انساني پانګې د پیاوړتیا او د خلکو د اقتصادي ژوند د ښه کېدو لپاره باید بنسټیز او دوامدار کار وشي.
ولې تحمیلي او تاوتریخجن بدلون مطلوبه پایله نه لري؟
کله ناکله داسې تصور کېږي چې د ټولنې د ژر بدلون لپاره باید موجود سیاسي، فرهنګي او ټولنیز جوړښتونه په زور مات او پر ځای یې نوي جوړښتونه راوستل شي. د تاریخ په اوږدو کې داسې هڅې ډېرې شوې دي. خو ستونزه دا ده چې د ټولنې ژورې اړیکې او جوړښتونه یوازې په سیاسي فرمان، زور او یا ناڅاپي انقلاب سره په دوامدار ډول نه بدلېږي.
که د یوې ټولنې اقتصادي، علمي، فرهنګي او ټولنیز بنسټ د نوي جوړښت د منلو لپاره لازم شرایط ونه لري، یوازې په زور د ظاهري جوړښتونو بدلول کولای شي ټولنه له نوو او لا پېچلو ستونزو سره مخ کړي. کله چې د تحمیلي بدلون او د ټولنې د واقعي ظرفیت ترمنځ لوی واټن موجود وي، پایله یې کېدای شي بې ثباتي، مقاومت، تاوتریخوالی، اقتصادي وراني او د خلکو د ژوند خرابېدل وي.
جګړه او تاوتریخوالی په ځانګړې توګه د ټولنیز پرمختګ لپاره دروند قیمت لري. جګړه د تولید بنسټونه ویجاړوي، انساني او مالي منابع له منځه وړي، د خلکو ترمنځ بې باوري او وېش زیاتوي او د پرمختګ پر ځای د بقا مسئله تر ټولو مهمه ګرځوي. هغه ټولنه چې باید ښوونځي، روغتونونه، فابریکې، کرنیزې او صنعتي بنسټونه، پوهنتونونه او نورې زیربناوې جوړې کړي، د جګړې په شرایطو کې خپل امکانات د ورانۍ، دفاع او بقا لپاره مصرفوي.
له همدې امله، د ټولنیز بدلون هدف باید د خلکو د ژوند ښه کول، د ټولنې د تولیدي ځواک پیاوړتیا او د انساني ظرفیتونو پراخول وي؛ نه دا چې د بدلون په نوم د خلکو ژوند لا سخت، ناامنه او له جګړو سره مخ شي.
د تدریجي اصلاحاتو فلسفه
د دې پر ځای چې د ټولنې د بدلون لپاره تل د چټک او تحمیلي بدلون په لټه کې شو، باید د پرله‌پسې اصلاحاتو، دوامدار کار او د ټولنیز تکامل د تسلسل فرهنګ پیاوړی کړو.
تدریجي بدلون په دې معنا نه دی چې ټولنه باید له خپلو ستونزو سره روغه جوړه وکړي او د اصلاح هڅه ونه شي. برعکس، تدریجي اصلاحات دا معنا لري چې هره ستونزه باید د هغې له ریښو، شرایطو، امکاناتو او ټولنیزو پایلو سره په اړیکه کې وڅېړل شي. هغه اصلاحات باید عملي شي چې د ټولنې د واقعي ظرفیت له مخې د دوام امکان ولري، د خلکو د اقناع او ملاتړ زمینه ورته برابره وي او د راتلونکو اصلاحاتو لپاره لا پیاوړی بنسټ جوړ کړي.
په دې لاره کې هر پرمختګ ارزښت لري: د زده‌کړې د کچې لوړول، د تولید پراخول، د کرنې او صنعت عصري کول، د کاري فرصتونو زیاتول، د قانون حاکمیت پیاوړی کول، د ادارو اصلاح، د خلکو د پوهاوي لوړول، د ښځو او نارینه وو د اقتصادي او ټولنیز مشارکت پراخول، د علم او تخنیک وده او د انساني ظرفیتونو پیاوړتیا. دا ټول هغه عناصر دي چې په ګډه د ټولنې د دوامدار بدلون بنسټ جوړوي.
د پر له پسې اصلاحاتو موخه باید دا وي چې هره نوې مرحله د تېرې مرحلې پر لاسته راوړنو ولاړه وي، نه دا چې هر ځل ټولنیز بهیر له صفر څخه پیل شي.
د بدلون لپاره حوصله او تسلسل
ټولنیز پرمختګ یوه اوږده او پېچلې پروسه ده چې زغم، حوصله او دوام غواړي. ځینې بدلونونه په څو کلونو کې څرګندېږي، خو ځینې نور نسلونه وخت غواړي. که موږ د هرې ستونزې د فوري او انقلابي حل له لارې د پای ته رسولو هڅه وکړو، ښايي د ټولنیز تکامل له عیني بهیر او واقعي شرایطو سره په ټکر کې شو.
ټولنیز پرمختګ باید د یوې اوږدې تاریخي پروسې په توګه وکتل شي. یو نسل بنسټ ږدي، بل نسل هغه پیاوړی کوي او راتلونکی نسل یې لا بشپړوي. په دې معنا، د ټولنې اصلاح باید د یوه نسل شخصي پروژه نه، بلکې د نسلونو پرله‌پسې او ګډ عمل وي.
موږ باید هڅه وکړو چې د ټولنیز تکامل او بدلون د عیني بهیر تسلسل ونه شلېږي او جګړې، تاوتریخوالی، سیاسي بې‌ثباتي او ورانوونکي ټکرونه د ټولنې د پرمختګ مخه ونه نیسي. د یوه سالم بدلون لپاره یوازې د بدلون غوښتنه کافي نه ده؛ د بدلون د دوام لپاره مناسب شرایط، بنسټونه او ټولنیز توافق هم اړین دي.
د دې لیدلوري له مخې، د ټولنې د بدلون لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه دا نه ده چې: «څنګه کولای شو هر څه په یوه شپه کې بدل کړو؟» بلکې دا ده چې: «څنګه داسې بنسټونه جوړ کړو چې ټولنه هر کال د تېر کال په پرتله لږه ښه شي او راتلونکی نسل له اوسني نسل څخه په ښه وضعیت کې ژوند وکړي؟»
د ټولنې بدلون؛ له خلکو سره، نه د خلکو پر وړاندې
د ټولنیز بدلون په هره پروسه کې د خلکو رول بنسټیز دی. هېڅ دوامدار بدلون له خلکو، د هغوی له اړتیاوو، تجربو، پوهې او رضایت څخه په جلا توګه نه شي رامنځته کېدای. هغه بدلون چې پر خلکو تحمیل شي، ښايي په لنډ مهال کې ځینې ظاهري پایلې ولري؛ خو که له ټولنیز واقعیت، د خلکو له اړتیاوو او د هغوی له مشارکت سره همغږی نه وي، د دوام له ستونزې سره مخ کېږي.
له همدې امله، د اصلاحاتو او بدلون لپاره باید د خلکو د پوهاوي، اقناع او مشارکت زمینه پراخه شي. ټولنیز بدلون هغه وخت ژور او دوامدار کېږي چې خلک یې یوازې نندارچیان نه، بلکې فعال ګډونوال وي.
پایله
د ټولنې هر اړخیز او دوامدار پرمختګ هغه وخت شونی دی چې د ټولنیز تکامل عیني شرایط او قوانین په پام کې ونیول شي. اقتصادي بنسټونه، د تولید وده، علم او تخنیک، د خلکو د ژوند ښه والی او د ټولنیزو اړیکو تحول د دې بهیر مهم عناصر دي. د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو له بدلون سره، د حکومت، قانون، کلتور، دودونو او نورو روبنايي پدیدو د بدلون اړتیا او زمینه هم په تدریج سره رامنځته کېږي.
له همدې امله، د ټولنې د اصلاح لپاره باید د زور، جګړې، بهرنۍ مداخلې او ویجاړونکو ټکرونو پر ځای د علم، تولید، تعلیم، اقتصادي ودې، ادارې اصلاح، د قانون حاکمیت، د خلکو مشارکت او تدریجي بدلون پر لاره ټینګار وشي.
دا په دې معنا نه ده چې هر بدلون باید ورو وي او یا هر موجود وضعیت باید ومنل شي. اصلي خبره دا ده چې اصلاح باید د ټولنې له واقعي شرایطو سره متناسبه، د خلکو په مشارکت ولاړه او د دوام وړ وي.  ژور بدلون هغه وخت ارزښت لري چې د انسانانو ژوند ښه کړي، د ټولنې د تولیدي او انساني ظرفیتونو د پراختیا سبب شي او د راتلونکو پرمختګونو لپاره لا پیاوړی بنسټ کېږدي.
په پای کې، اصلي خبره دا ده: ټولنیز بدلون باید له ټولنې سره یو ځای، د ټولنې د عیني اړتیاوو او امکاناتو پر بنسټ، او نه د ټولنې پر وړاندې ترسره شي.
که موږ د اصلاحاتو لپاره حوصله، د پرمختګ لپاره تسلسل، د واقعي شرایطو د درک لپاره علمي لید او د خلکو د مشارکت لپاره پراخه زمینه ولرو، نو ټولنه کولای شي په تدریج سره له یوه حالت څخه بل، له کمزورۍ څخه ځواکمنتیا او له وروسته پاتې والي څخه پرمختګ ته حرکت وکړي.
دا ښايي د یوه ناڅاپي او تحمیلي بدلون په پرتله ورو لاره وي؛ خو د دوامدار، انساني، باثباته او واقعي پرمختګ لپاره تر ټولو باوري پانګه همدا تسلسل، اصلاح او تدریجي تکامل دی.
 نور محمد غفوري
27.08.2026


سید عبید الله نادر

                           
جهان د معرفت کهکشانونو ته لار پرانیزي او ورځ تر بله حیرت انګیزه کشفیات کوی.هغوي چې د علم او فن عاشقان او طرفداران دي د دي کشفیاتو پایلي او نتیجي په ډیر شوق سره تعقیبوي.                                      

مصنوعی بیړۍ په ستورو کښي خپل ورکړل شوي ماموریتونه تر سره کوی جهان د معرفت په ډیر بیړه د علم او معرفت نهایی هدف خواته روان دی.بشر یې هم دي ته هڅولي دي چې نور هم پسي وړاندی لاړ شي .او د عالم  هستي پر اسرارو ځانونه خبر کړي .نو د علم او پوهی خاوندان ټول د مصنوعی سپوږمۍ د علمی کشف او نتایجو او پایلو ته ناست وي او له نوي کشفیاتو او څیړنو نه ځانونه خبروي .د بیدارۍ وخت دی ښايي په دي ډګر کښي ټول د علم او فن دنیا سره یو ځای شو .او د وحد ت لاسونه ورکړو او د دي شي د تحقق له پاره باید زده کړه وکړو. تر څو د علم او فن دنیا سره سیالان شو،په دي لار کې باید خپل هوش او فکرونه په کار واچوو ننۍ نړۍ په کهکشانونو کښي د بشر د راتلونکي له پاره د نوی دنیا ګانو څیړنې کوي او د بشر د راتلونکي ژوند او د ژوند د دوام له پاره په ستورو کښي د ژوند امکانات لټوي .مونږ ته هم څه په کار دي چې د راتلونکو له پاره یو څه خدمت وکړو.زمونږ زړونه د جهل، نادانۍ حسادت او تکبر په لومه کښي بند دي . دومره یې له علم او معرفته لیري کړي یو چې له ځانه هم خبر نه یو. یواځي دوي یاني غرب دنیا په دي اخرو څلور کالو کښي د دوي څیړنې دومره په زړه پوري دي چې حد نه لري ،چې ټول د علم او فن مینه وال یې په حیرت کښی پری ایښي او ډیر په زړه پوري دي .نړۍ په ډیر یو سر سام آور تګ سره د علم او معرفت خواته په حرکت کښي دی او مخ په وړاندی ځي. څلور کاله د مخه د بشر د لا زیاتو معلو ماتو له پاره د کهکشانونو په هکله یو حیرت انګیزه او پرمختللی او غښتلی تلسکوپ د جیمز وب په نامه فضا ته ولیږدول شو .چې د ځمکي نه لیري د ۲۴۰ ملیونه کیلومتره په اندازه یو داسی ځای کښی چې د ستورو د جاذبی د قدرت څخه په امان کښي وي ودرول شو. چې په دي باندی د لس ملیاده ډالرو څخه زیات مصرف ولګید چې د ۲۰۲۱ کال کښي دا د نړۍ په سطحه لوی مصرف وو .او دا ډیر په غټه پیمانه پیسي دي او یو حیرانوکی مصرف دی چې په دي تلسکوپ باندی وشو. چې د ۲۰۲۱ کال نه تر اوسه چې د نړۍ دا حیرانونکی تلسکوپ فضا ته لیږل شوی.حیرت انګیزه څیړنې یې کړي په همدغه زمان او عصر کښی د همدي عظیم بدلون اوتحول په وخت او زمان کښي ډیره د شرم خبر ده چې زمونږ د انجونو مکتبونه د طالبانو له خوا په افغانستان کښي بند شوي او انجونې د تعلیم او زده کړې څخه محروم شوي په انجونو باندی لوړ تعلیمات ، د بیان آزادی،د تګ او راتګ آزادی دا ټوله بند شوي د بشر د دومر عظیم تحول او پرمختګ سره مونږ هم یو عظیم په شاه تګ وکړ.


دودیال


( د ارواښاد دوفات د دوه شپېتم کال په مناسبت)

لنډه پیژندنه
له نن څخه ۶۲کاله مخکې محمد ګل خان مومند کابل کې وفات شو. نوموړی د محمد خورشید خان زوی،د مومن خان لمسی په ۱۳۰۳ هجري قمري کال د کابل د اندرابیو په کوڅه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړه یې په خصوصي ډول تر سره او په ۱۳۲۷ ل. کې  په حربي ښوونځي کې شامل شو.  پنځه کاله  یې عسکري تعلیم سرته ورساوه او د اردلیانو په غونډ کې د قومندان په صفت وټاکل شو. په دغه وخت یې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه او هم یې د حربي ښوونځي د ښوونکي په توګه دنده لرله. د دغه خدمت په نتیجه کي د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په توګه وټاکل شو او بیا د شاهي ګارډ قومندان شو، یو څه وخت یې په ترکیه کې د افغاني سفارت د نظامي آتشې په توګه کار کړې دی.مومند څه موده د(مجموعه عسکري)د مجلې مسئول مدیر و چي د حرب د وزارت له خوا خپرېدله . محمد ګل خان مومند دسیاستوال، یو فعال وزیر ، ادیب او لیکوال، ولسي مشر او د  ملی نامتو څیرې په توګه پېژندل کیږي. 
د محمدګل خان مومند د رسمی اجرااءتو ارزونه:
ملتونه د خپل تاریخ په اوږدو کې د سیاستوالو او نورو اغیزمنو کرکترونو او نامتو څېرو کړنې د خپلو ملي ارزښتونو او د هغه مهال له شرایطو سره سمې او د نړویوال حالت له مخې ارزوي. وزیر محمد ګل خان د افغانستان ډېرو نازکو حالاتو کې لویو مسئولیتونو سره مخ شو.
د اتلسمې پیړۍ پای او د شلمې پیړۍ پیل د افغانستان لپاره ډېره حساس وخت و.  ختیځ کې د خپلواکۍ غوښتنو جذبه پیاوړې او د ملی حاکمیت لرلو تفکر پیاوړی شوی و. د دغو کلونو شاخص ټکي؛ د امیر شیرعلیخان د صنعتی کولو ریفورم، د شاه زمان خپلواکي پالونکی فکر، دسید جمال الدین افغان اصلاحی پروګرام، افغانستان کې د مطبوعاتو د لومړني ستوري ځلېدل، د مشروطیت غورځنګ، په هېواد کې لومړنی مکتب جوړېدل وو. د نړۍ په کچه لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه پرله پسې نوي بدلونونه روان وو. ۱۹۱۹م.کال کې د امان الله خان په درایت او لارښوونه د افغانستان له داخلي او بهرنيو چارو د انګریز لاس لنډ او  سیاسي استقلال څخه وروسته ګړندي مترقي ګامونه اوچت شول. اقتصادی او فکري استقلال ته رسېدل یوه آرمانی خبره وه، چې پاچا دغې موخې ته د رسېدو لپاره ګړندي ګامونه اوچتول.  له بده مرغه د زوړ استعمار په پټ لمسون دغه ریفورمونه وځپل شول. افغانستان یوه  نهه میاشتنۍ تیاره دوره تېره کړه، خو بېرته د ثبات په لاره شم شو. په دغو ټولو کلونو کې زړورو افغانانو خپل رشادت ثابت کړ.
د دغې دورې په سیاسي او اداري چارواکو کې یو وزیرمحمد ګل مومند و. هغه تر ډېره یو نظامي رسمي چارواکی و، ترهرڅه مخکې هغه ته د شرایطو د غوښتنې له مخې د نظام مستحکم کول او سراسري امن مهم و. د نظامي او ملکي دندو په ترڅ کې په ۱۳۰۳ هجري شمسي کې د پکتیا  عسکري قومندان او اعلی حاکم  او بیا د مزار شریف د ملکي پلټني رئیس و. پر کابل د حبیب الله کلکانی د حاکم کېدو په وخت کي یې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بیا یې په پکتیا کې له سردار محمد نادرشاه سره ملا وتړله . دا ځکه هغه وخت د امانی نهضت او وطنپاله مترقی ریفورمونو په پرتله دسقوی ناقص حکومت تدابیر او برنامه ډېره وروسته پاتې او د وطن د ځوان نسل په زیان وه.  له سقوی دورې څخه د افغانستان له خلاصون  وروسته محمد ګل خان د سردار محمد هاشم خان په کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، بیا ورپسې په ننګرهار او بیا  پروان کې د تنظیمه رئیس په توګه مقرر شو.په دغو ولایتو کې یې چې پوره کراري راوستله نو بیا په ۱۳۱۱ شمسي کال کې د کندهار او فراه د ولایتونو د تنظیم لپاره ولېږل شو. 
په شمال او شمال غرب سرحداتو کې د هغه وخت نظامی او دفاعي رجالو ته یوه ډېره ترخه تجربه پاتې وه؛ هغه  د جنرال غوث الدین خان دوره وه، چې د وطن د یوه صادق سرباز په توګه یې د پنجده په ساتنه کې رول ولوباو. 
غوث الدین خان ته څه ورپېښ شوي وو؟
دغه پېښه د ارواښاد غبار څو لیکنو او له هغې جملې د( افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب کی په تفصیل راغلی ده: غوث الدین خان د لوګر او په قوم (اورمړ) و، په ۱۸۸۵ل. وضعیت داسې پېښ شو چې هرات ته نږدې، د روسیې او ایران ترمنځ  باید کرښه په ښکاره نښو ښودل شوې وای. دا وخت انګریزان ایران کې وو. د  روسيې له لورې (الیخانوف) او د انګریز له خوا ډګروال ریجوی د پولو ټاکلو ته ګومارل شوی وو. دغو ورځو کې امیرعبدالرحمن خان هندد ته په سفر وتلی و، ډېره حساسه موقع وه. انګریزانو(ریجوی) د کرښې کښلو کې تیری کاو او غوث الدین خان یې د روسی هیئت په وړاندې تحریک کړ، چې د اقتیپې سیمه کې د افغانستان یوه اندازه زمکه تر تیری لاندې راغله. غوث الدین خان په عالی مهارت سره دوی سره لومړی دیپلوماتیک چلند  او کله چې جګړې ته مجبور شو، په مېړانه یې دفاع وکړه. انګریز نه یواځې روسی سرحدی ځواکونو سره د خبرو پر مهال، بلکې د جګړې په ترڅ کې هم له دوکې او دوه مخۍ کار واخیست، جنرال غوث الدین خان یې یو بد موقعیت کی راوست. افغانی پوله ساتو سره وسله کمه او سپاهیان یې هم لږ و. انګریز غوث الدین خان سره وعده وکړه چې روسانو سره جنګ شروع کړي، وسله به دوی ورکړي، خو کله چې جګړه ونښته غوث الدین خان په میړانه وجنګېد، وسله او کارتوس یې خلاص شول، له انګریز څخه یې د وسلې مرسته وغوښته، خو هغوی مرسته ونه کړه. غوث الدین خان په تش لاس تراخره د کرښې او د آقتیپې دفاع وکړه، سرتیری یې شهیدان شول، خو په شا نشو. بالامرغاب کې یې هم د دواړو دښمنانو په وړاندې میړانه څرګنده کړې وه. کله چې امیر له هند څخه راستون شو او د پېښې بشپړ راپور یې واورېد، د غوث الدین خان د دغی میړانې په بدل کې یې ورته د جنرالی رتبه منظور کړه. نوموړې هغه وروستی سرتیری و چې د هېواد د شمال او شمال غرب پوله لوېشت په لوېشت ورته معلومه وه. داسې ویل کیږی چې، ایران هم په ډېرو سیمو کی د هغه وخت نښې له منځه وړي دي. ایرانیانو آن هغه د ریجوی له اصلی کرښې هم نیری کړی دی. د غوث الدین خان وروستۍ خبره دا وه: تا که من زنده ام احدی از اجنبی به این زمین پاک قدم نخواهد گذاشت، ولی اګر زنده نبودم ...
د غوث الدین خان دغه درس افغانستان ته یو عبرت و، نو ځکه یې د شمال پولو ته کلک پام کاو. کله چې محمدګل مومند دغو ولایتو کی موظف و نو د پنجده پېښو او د ایران، انګلیس او روسیې مکر او فریب دی اړ کړ، چې د هېواد د پولو د ساتنې لپاره د حفظ ماتقدم تدابیر ولري، لکه مارچیچلی چې له پړي هم وېره ولري.
 هرهېواد کې؛ په تېره بیا هغه ټولنه چې نوې له هرج - مرج وتلي وي، دسپلین او امنیت راوستل لومړیتوب دی. محمد ګل خان همدغې موخې ته وفادار پاتې شو. په ۱۳۱۳ل. کې یې د قطغن، بدخشان، مزارشریف او میمنې ولایتونو د تنظیمه رئیس په توګه د دغو ولایتونو چارې سمبال کړې. هغه وخت دغه سیمې د اقتصاد، تعلیم او مواصلاتو له پلوه ډېرې وروسته پاتې وې، خو تنظیمیه رئیس هر ځای کې خپله اسلامي او رسمي دنده په پوره ایماندارۍ سرته ورسوله او د خپلو ښو خدمتونو په خاطر یې د(لمراعلی)لوړ نښان واخیست. کوم وخت چي په کندهار کې تنظیمه رئیس و، نو هلته یې په ۱۳۱۱ل. کال یو ادبی انجمن جوړ کړ چي بیا همدغه انجمن کابل ته راوغوښتل شو او د کابل له ادبي انجمن سره یو ځای او بالاخره په ۱۳۱۶ ل. کي د افغانستان د اوسنۍ دعلومو اکاډمی لپاره یو بنسټ شو. په کندهار کې یې ډېر ځلمیان وروزل او د وطن د خدمت میدان ته را ووتل. د کندهار طلوع افغان هم د ده په امر فعال شو او د محمديه مدرسه یې تاسيس کړه، د ښوونځيو ودانول یې بشپړ، د ځوانو ليكوالو روزنه یې وکړه ، د ميرويس نيكه د مزار ودانۍ یې جوړه او د سړكونو او لارو سیستم یې عصري کړ. ورپسې په ۱۳۱۹ کي د دولت د وزیر په توګه مقرر شو. تر ۱۳۲۷ل. پورې د هېواد دشمال ولایتو اوپه تېره سمنگان كې اوسېده، له دغو ولایتونو او د هغو له آبادي او ثبات سره یې ډېره مینه وه. بيا په دغه كال د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار او د كونړ په نرنگ کې تېر کړل.  وزیرمحمد ګل مومند په ۱۳۳۴ل. كال د یو مجرب سپینږیري په توګه د لويى جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي دنده يې په ښه ډول ترسره كړه. دا زموږ په تاریخ کې یوه نیکنامه لویه جرګه وه. همدا وخت د افغانستان د عصری کولو پینځه کلن لومړني علمی اقتصادی اجتماعی پلانونه جوړول پیل شول او لومړنی پلان په ۱۳۳۵ل. کال تر اجرا لاندی راغی چې دا اوسني ټول زیربنایي تاسیسات د هماغه وخت دي. تر ټولو مهمه دا چې دا وخت د معارف یوه ځلانده دوره پیل شوه. د دې رڼې او له ستونزو ډکې دورې نور نومونه؛ عبدالمجید زابلی، عبدالهادی داوی، م.غ.م. غبار او د ویښ زلمیانو دغورځنګ نامتو څېرې وې. دا وخت د هغه وخت د شرایطو مطابق متخصص تکنوکراتان لکه ملک عبدالرحیم زی او نور د کار په ډګر کې وځلېدل د وخت د صدراعظم محمد داوود خان تر لارښوونې لاندې پینځه کلن اقتصادی پلانونه پیل شول.  دا ټول دهغه انضباط او ثبات پایله وه چې په ډېرو خواریو ترلاسه او د اقتصادی پرمختیا د ګامونو د اوچتېدو امکان برابر شو. افغانستان د درې ګونو قواوو په تفکیک د یوه ډېر ښه اساسي قانون خاوند شو.
په دې توګه د اقتصادی برنامو د تطبیق لپاره د دسپلین د حاکمولو په لړ کې زغرد ګامونه اوچتول په کار و. ډېر ژر په کندز کې د پُنبې کښت او زراعت ته دزمکو چمتو کول پیل شول، مالداری او لاسی صنعت وده وکړه، شرکتونه تاسیس او د (لندنی) په نوم یوې سوداګرې کورنۍ  تجارت ته رونق ورکړ، د شیرخان او عبدالمجید زابلی اقتصادی ریفورمونه همدا وخت عملی شول.  د محمد ګل خان مومند رول د هېواد د ترقی، استحکام او د وخت له غوښتنو سره سم د ملی- دولت او منضبط نظام د راوستلو او د خاوری د تمامیت د ډاډمنتیا برخه کې په پوره صداقت و. د مسلک او د هغه وخت د شرایطو له اقتضا سره سم؛ د ده په وجود كي عسكريت، سياسي پوهه، ملی احساس او ادب ټول را يو ځاى شوي وو، دعمل سړی او د سختیو زغمونکی، د انضباط لرونکی، قاطع او ترلاس لاندې کسانو څخه یې کار غوښت، لټي یې نه خوښېده، نه یې غوښتل هیڅ افغان د نورو د اوږو بار یا نورو ته سترګې او تمه ولري، همتناک خلک یې خوښ وو. 
دغو اوصافو نوموړی ظاهراً د یوه کلک دریځي آمر(اوتوکرات) په توګه وښود، خو دا دهغه وخت دشرایطو حکم و.   خپل ژوند یې هم ډېر فعال او ستومانه و او فکر یې داو چې د د پيسو پر ځاى كيسې وګټې. دنه ستومانه کیدونکي کار ترڅنګ، اغییزمن خطيب او ويناوال هم و، په ويناوو كي يې پوره فصاحت و،  ښه لیکوال و چې نثر یې هم د مانا او هم د عبارت له مخې خورا ځواكمن نثر دى، دا اوس هم د ده نثر د ځوانانو لپاره د بیلګې حیثیت لري. خبرو او وینا کې یې زيات جرئت او ځواكمن منطق و. هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست، او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه ډډه نه کوله. که به یو حقیقت څومره تریخ هم و، ده یې له ویلو مخ نه اړاو. 
د ده رول د وخت او شرایطو د حکم له مخې  په نظم او استحکام کې مهم ثابت شو. پرته له دې بله لار نه وه. هغه د خپل رسمي ماموریت په پای کې نه ارګاه وبارګاه، نه سره او سپین، نه کلاوی او باغونه او نه هم جایدادونه لرل. هغه د وخت او شرایطو سره سم، خپل رول بریالی ترسره کړ. د خپل ستومانه ژوند وروستي کلونه یې یوه عادي کورکې په عزت سره تېر کړل. ارواښاد د ۱۳۴۳ شمسي کال د زمري د میاشتې پر ۲۷مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجو د اتیا کالو په عمر د کابل ښار د بریکوټ په سیمه کې یوه کرایي کور کې د اتیا کالو په عمر وفات شو.

د ارواښاد محمد ګل مومند فاتحه د پوهني د وزارت له خوا د اسد پر ۲۸مه نېټه دشېرپور په لوی جومات کې واخیستله شوه.د ده د فاتحې مراسمو ته د ظاهرشاه په ګډون ډېر لوړ پوړي چارواکي راغلي وو.محمد ګل خان مومند نارینه اولاد نه درلود یوازي یوه لور یې درلوده چي په خپل ژوندون یې د ننګرهار د صالح محمد خان زوی ته واده کړې وه. ارواښاد مومند پر سیاسي او عسکري خدمتونو سربېره په علمي او ادبي برخو کي هم پاخه ګامونه اخیستي وو. د تقاعد پر مهال یې یو قاموس ترتیب کړ چې د لیکلو لپاره یې د ډېرو کلونو په ترڅ کې د لغاتو په را غونډولو لاس پوري کړی و، خو د کتاب په شکل په ۱۳۱۶ شمسي کال کي د کابل په عمومي مطبعه کي چاپ شو. اوس یې اته ناچاپه کتابونه سته چې کېدای شي نشر شي. 
لکه چې مخکې وویل شول، ارواښاد مومند په داسې وخت کې ژوند کاو چې د ملی نهضتونو دوران او نړۍ کې دملتپالنې د روحیې دوران و، نو ځکه ده خپل یو کتاب کې داسې لیکلي و: "هر څه چي دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تگ دا ټول د ملي يووالي، ملته پورې او ملت او يووالي د ملي فکر پورې اړه لري، كه ملي فکر خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محو شو، نو ټول محو كيږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخ څخه وركيږي".  د ارواښاد دا فکر نه تعصب و، نه قوم پرستي، بلکې د ده د دوران  د هغه ملتپاله تفکرانعکاس و، چې هغه وخت دا ډول فکر له اروپا تر مصر او هند پورې مسلط، معقول او مقبول طرز تفکر و. 

زیاتې مقالې …