'پاني پت' فلم د احمدشاه دراني په رول کې سنجي دت

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ټاکلې ده د هند سینما نوموتې څېره سنجي دت، چې په افغانستان کې ډېر مینه وال لري په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان امپراطور احمد شاه دراني په رول کې د بالیووډي په پاني پت فلم کې لوبېږي.

درې ورځې مخکې د پاني پټ د فلم اصلي لوبغاړي وپېژندل شول چې د افغانستان او هند ګډه تاریخي او مهمه جګړه نندارې ته وړاندې کوي.

د دې فلم جوړونکي اشوتوش ګواریکار ، وویل چې سنجي دت، ارجون کپور او کریتي سانون به د دې فلم اصلي لوبغاړي وي

.

ګواریکار هندي رسنیو ته ویلي، چې په "نام" فلم کې له سنجي دت سره د کار تجربه لري او خوښ دی چې د فوق العاده او غوره لوبغاړي د دغه فلم ډایریکټر دی.

دا فلم چې بشپړ نوم یې"پاني پت، هغه ستر خیانت" دی، په ۱۷۶۱میلادی کال کې د پاني پټ پر درېمه جګړه چې د هند او افغانستان د وخت د امپراتورانو تر منځ د پاني پت په ښار کې شوې وه څرخېږي.

په دې جګړه کې چې د احمد شاه دراني په ګټه پای ته رسېدلې وه، له افغان امپراتور دوو هندي ډلو د دوآب سیمې افغانانو روهیلااو شجاع الدوله ملاتړ کاوه.

د تاریخي متونو له مخې په دې جګړه کې په لسګونو زره کسان ووژل شوه او دا جګره په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان او هند په تاریخ کې تر ټولو لویه جګړه شمېرل کېږي.

احمد شاه دراني چې په ۱۷۲۲ میلادي کال کې زېږدلی، دی د دراني امپراتورۍ او د نني افغانستان بنسټګر دی. په ۱۷۴۷ د نادر افشار تر وژل کېدو وروسته د افغانستان پاچا شو. ارجون کپور د سداشیوراو د مرهټیانو د پوځ د لوی قومندان په رول کې لوبېږي. کریتی سانون د پرواتیبای په نوم د سداشییوراو د دویمې میرمنې په رول کې نندازې ته راځي هغه ښځه چې تل په دې جګره کې له خپل مېړه نه ملاتړ کوي او ان ورسره د جګړې ډګر ته وځي. سنجي دت پر خپله ټویټر پاڼه د دې فلم پوستر خپور کړی او ورسره یې لیکلي: "په ډېرې لیوالتیا سره په تمه یم چې د پاني پټ فلم یوه برخه ووسم".

د هندیانو د زړورتیا خبرې؟

 

ارجون کپور او کریتي سانون چې د هند سینما د نوي نسل لوبغاړي دي، ښایي د سنجي دت پرتله په افغانستان کې نوموتي نه وي، خو په افغانستان کې د هند سینما د محبوبیت په اساس، ډېری افغانا سنجي دت پيژني.

کریتي سانون د دې فلم په اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکي: " ویاړم چې د پاني پټ د درېمې جګړې په فلمولو کې د زړورتیا، شور او وطن دوستۍ برخه یم".

ارجون کپور هم پر ټویټر لیکلي: "ویاړم چې د مرهټیانو زړورتیا انځوروم.

دې ټویټونو ته په کتو داسې ښکاري چې، دا لوبغاړي په دې فلم کې غواړي چې د هندیانو شجاعت باندې به ډېر تمرکز وشي. ترڅو وکولی شي د دې فلم د لیدونکو زړونه وګټي او هم د هند د تاریخ یوه برخه ژوندۍ وساتي. د دې فلم ډایرېکټر ګواریګار، په یو ټویټ کې لیکلي: " تاریخي نندارو زه تل ځان ور جذب کړی یم. دا ځل به فلم د داسې یو داستان په اړه وي چې پایله یې د پاني پت درېمه جګړه وه".

خو هغه فلمونه چې د تاریخي روایتونو پر بنسټ جوړېږي د خلکو مخالف یا موافق غبرګونونه پاروي. داسې ښکاري چې دې فلم کې د تاريخي پېښې پر ځای د هغه د اصلي کرکټرونو او شخیتونو په ډرامه يي کولو تمرکز وي.

دا چې د "پاني پت" فلم به څومره د خلکو او د سیمنا د کرکتونکو غبرګونونه را وپاروي، د دې فلم له خپرېدو وروسته چې ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۶ به نندارې ته وړاندې شي مالومه شي.

په افغانستان کې د بالیووډ د ډېرو ليدونکو لپاره به جالب ټکی دا وي چې خپل پخوانی پاچا او امپراتور احمد شاه دراني د سنجي دت په رول کې ویني.

خو دا چې د دې فلم له نندارې وروسته به د سنجی دت محبوبیت د افغانانو تر منځ ډېر شي یا کم هغه څه دي چې اوس یې ویل له وخته مخکې خبر ده.