دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې_ ۵۰مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړهسړی بايدپه شګوودانۍ جوړه نه کړي.(بيبل)
دشګوپړي نه غښتل کېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
له شګوغوړي کاږي.(افغانستان-دری-ژ.)
رښتيا اودرواغ
 حقيقت يودي،خودرواغ په ډېروسرونوکې.(زړه يوناني)
رښتيايوازې يورنګ لري ،درواغ ډېر.(سوېډن)
رښتيارنګ ساتي.(سوېډن)

 

حقيقت دهيڅ سړي جمع شوي رنګونه نه دي.
رښتياکې ،درواغ شامل وي.
حقيقت تريخ دی.(افغانستان -پښتو-ژ.)
رښتيابداورېدل کېږي.
که حقيقت تريخ دی اورېدل يې اړين دي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
رښتياتروه خواړه دي.
رښتيا غوږونه نااراموي اودرواغ دغلی اودود(کولتور) مزاحمت کوي.(ويتنام)
که ته رښتياوايې نوخپل ملګری دې هم درباندې په غوسه کېږي.(هند-بهارتي)
رښتيا نفرت زياتوي.(سويس-ريتی روماني[داژبه دروماني تباروزبه ده چې دايتاليا په شمال ،دسويس اوفرانسې په ځينو کې کارېږي ـ ژ.])
څوک چې رښتيا وايي،بايدپه رکاب کې په يوه پښه ودرېږي.(ترکيه)
هغه چاته چې رښتياوايي يو اس ورکړه، هغه بايد وتښتي.(عربي)
څوک چې رښتياوايي يوښه سلا کاردی،خودلوبې يوخپه کوونکی همغاړی دی.(سوېډن)   
که تل رښتيا وايي کله ناکله به پرټنده ګوزارخوري.
رښتياخبره هيڅوخت له نزاکت نه بهرنه ده.(افريقا-دوالا)
د لعنتي حقيقت  اورېدل سخت دي.
حقيقت وروسته راځي اوړومبي ځي.
رښتيا دوخت لورده .(لاتين)
رښتيااوسهارورو وروروښانه کېږي.(حبشه-امهاري)
رښتيا اوغوړي تل پاس وي.(انګلستان)
۲۴۶
رښتيا له سروزرودرانه دي،خوداوبودپاسه ګرځي.(روسيه)
رښتياپورته راځي لکه غوړي پراوبو.(زړه يهودي)
دحقيقت غږ کم پېژندل کېږي.(افريقا-ولوف)
حقيقت دڅېړنولورده.(عربي)
سپېڅلي رښتيا ډېرښه دي،خودخلکومنځ کې کارنه ورکوي.(روسيه)
رښتياهميشه احتمالي نه وي.(فرانسه)
له حقيقت سره لوبې لکه له اورسره لوبې دي.(روسيه)
داډېرښه ده چې سم (رښتيا)وي.(انګلستان)
چېرته چې درواغ شته،هلته له رښتيا نه دباوروړدي.(يوګوسلاويا-بوسني)
کله چې بېوزله رښتيا وايي،پرهغه څوک باورنه کوي.(لرغونی يوناني)
يودرواغ ووايه،اوهم يورښتيا،په هغه به لکه ددرواغوګومان وشي. (سومري)
سړی شګې ايسارولی شي،خوحقيقت نه شي.(لاتين)
څه چې ليدل کېږي ،هغه ته بايدحقيت ووايو.
رښتين سړي هروخت تېرايستل کېږي.(شوروي اتحاد-ګورجي)
رښتيا اوحماقت دشرابوپه خوم کې پراته دي.
له ماشومانواونشه خلکوبايدسړی رښتيا واوري.
سړی بايدله ماشومانواودرواغ له ګديو(بې حياښځو) واوري.(سوېډن)
څوک چې درښتياموعظه کوي،يوناني ګړېږی.
نيم رښتيا،ټول درواغ.
هغوۍ ته چې دخولې اسهال لري ،حقيقت مه واياست.
چېرته چې رښتيااودرواغ يوځای راشي،درواغ يې بايلي.
ديودروغ له پاره اووه نوراوري.
دروغجن ديودروغ پټولوله پاره شل نوروايي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
يودرواغ له ځان سره څونورراکاږي.(پورتګال)
کوچني درواغ هم دکرکې وړدي.
کله چې رښتيا رامخ ته شي، درواغ شرمېږي.
ترڅورښتياراځي،درواغوبه کلي وران کړي وي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
داړتياپه وخت کې يودرواغ دومره ښه دي لکه يوه ټوټه ډوډۍ.(سوېلي افريقا-افريقايي)
درواغ دکمزوري وسله ده.(مجارستان)
هوښياردرواغ له احمقانه رښتيانه ښه دي.(روسيه)
يوښه ويل شوي درواغ له احمقانه رښتيانه ډېرارزښت لري.(ايتاليا)
په درواغ ويلواوکب خوړلوکې بايدزيات احتياط وشي.(کيوبا-اسپانيا)
۲۴۷
تادرواغ وويل،نودويم درواغ وايې،دريم ځل درواغ ،خوګوره چې ټول هماغه درواغ دي.(هند-هندی)
که ته درواغ په درواغوپسې وايي،نوپام کوه چې درواغ دې يودبل خلاف نه وي.(بنګله دېش-بنګالي)
هغه ته چې له لېرې واټن نه راځي،په اسانۍ درواغ ويلی شئ.
سړی ترهغه وخت درواغ ويلی شي،چې په خبله پرې باورکولی شي.
دوراغ اوخوب،يورازدي سړی ورسره ځان عادتوي.
درواغ ګاړي لري ،خورښتيااوس هم په ښکارولوپسې ده.(ايتاليا)
درواغ وزرونه لري.
ترڅوچې رښتياخپلې څپلۍ لټوي،يودرواغ له بغدادنه ترقسطنطنيې پورې تللی شي.(عربي)
درواغ چټک ځغلي،خورښتيايې همېشه رانيسي.(ايټاليا)
ددرواغومزل لنډدی.(افغانستان-پښتو)
ددرواغوپښې لنډې دي.
اوږده لار،اوږده درواغ.
درواغ اودواوروغونډاری ژرغټېږي.
درواغ چې څومره اوږدواټن وهي،هومره زيات غټېږي.
هيڅ درواغ دومره غټ نه دي،چې څوک پرې باورونه کړي.
درواغ پور نه دی.(افريقا-کيکويو[دکنياد۶مليونه د۲۲سلنه خلکوژبه ده )
ډېردرواغ شته اوډېر په درواغوسره چلېږي .
يوه ښځه په سلوخيانتونوکې نهه نوي درواغ وايي.(افريقا-هاوسا)
که درواغ ويل هنروای،نونړۍ به له هنرمندانوډکه وای.
که درواغ لاتين(ژبه) وای،ډېرخلک به پوهان وای.(ناروې)
که په هردرواغ ويلويوغاښ وتلی،ډېرکسان به بې غاښووی.
رښتيا دهغه چا له پاره چې اوري يې ګټورر،دهغه چا له پاره زيانمن دي چې وايي يې.(المان)
له کشيش،داکټراومدافع وکيل نه بايدسړی حقيقت پټ نه کړي.(دمنځنيوپېړيولاتين)
کله چې سړی ددرواغوتخت اوتاج جوړوي،دداردلرګي په لورسفرکوي.(روسيه)
سړي چې کله وليدچې دکشيش همکاردهغه له مېرمن سره پروت دی وويل:«دخدای شکرچې درواغ دي.»
کله چې شاعران درواغ وايي،دتخيل يې بولي.
داکه څه هم رښتيا نه دي،خو  ښه دي .(ايتاليا)
سندره
په سندره کې سړی خپل غم اجرا کولی شي.(اسپانيا)
دايوښه کاردی چې دسندرې لاندې ترسره کېږي.(ايټاليا)
څوک چې غواړی سندره ووايي،همېشه يوه سندره پېداکېږي.(سوېډن)
څوک چې سهارسندرې وايي،ماښام ژاړي.
۲۴۸
په هرمذهبي سرودکې سندره ترپای نه ويل کېږي.(فريزي)
چينډخ اوچوغکه دواړه سندرې وايي،خويورازنه .(فريزي)
بزګرچوغکې ته وويل: «ته ماليه نه ورکوې، کولی شې سندرې ووايې».
سانکت پيتر
له سانکت پيترسره سړی همېشه چنې وهلی شي.(سوېډن)
شېطان
دشېطان شتمنې کونډې اوچاغ کشيشان خوښېږي.
څوک چې دشېطان خدمت کوي بايددهغه لکۍ ونيسي.(سوېډن)
شېطان هغه راولي،اوکشيش يې کرايه ورکوي.
شېطان دهغوخلکودراوستلوته اړه نه لري،چې په خپله يې غېږته وردانګي.
کله چې شېطان په خلکودبريدله پاره ځي،له خېټې نه يې پېل کوي.
اره کش(اره کوونکی)
څښل اوسوهان کول داره کش هوساينه ده.(پيدرسيو)
ليدل،کتل
ځان ته وګوره ،داځان ته دټکان له پاره ښه دی.(دنمارک-يولېند)
سړی بايدوليدل شي اوونه ليدل شي.(پيدرلول)
موږترڅوچې ورته رسېدلي نه شو بايدله ځان لوړونه ګورو.
ليدل باورول دي.(لاتين)
له سل ځله اورېدلونه يوځل ليدل غوره دي.(جاپان)
اورېدل کله دليدلوپه څېر وي.(افغانستان-دري.ژ.)
چې بېخ يې نه شي ليدلی،پرهغواوبوله تېرېدلودی ډډه وکړي.(ايتاليا)
سړی په څټ ليدل نه شي کولی.(افريقا-تانګا)
بادبان،بېړۍ چلول
بېړۍ چلول اړين دي،چې دژوندله پاره اړين نه دي.(لاتين)
هغه دبدل بېرغ لاندې بېړۍ چلوي.(انګلستان)
 بادبان اوتوکول،تر ډوبېدوښه دي.((پيدرسيو)
سړی بايداجازه ورکړي چې خلک په خپلواوبو(سيندګي)کې بېړۍ وچلوي .
بری،کاميابي
سړی هيڅکله ددوښمن په مالومات(رپورټ) بری نه شي ترلاسه کولی.
پرځان بری په جګړه کې پرزروکسانو له بري ارزښتمن دی.(هند-هندي)
۲۴۹
دسوبې لمانځل(جشن) دخلکودژونددلاسه تللولمانځنه ده.(چين)
دبري په ورځ هيڅ ستړيا نه وي.(عربي)
له مبارزې پرته بری نه شته.
سوبمنان(فاتحان)
سوبمنان په اسانه سوله کولې شي.(سوېډن)
سوبمنان ټولواکان دي،هغوۍبانديتانوته ماتې ورکړې ده.(چين)
هغه دوه برابرسوبمن دی،چې دسوبې په وخت له بدوځان ساتي. (لاتين)
ډله،ملګرتيا،مېلمستيا،شرکت
سړې دشرکت دپور په خاطر ډېرکار کوي.
دډلې له پاره ددوزخ خطرهيڅ دی.(سوېډن)
څومره شرکت کوچنی،هومره يې مېلمستياغټه.(ييديش[د اشکنازي يهودوژبه چې په ختيزه اومرکزي اروپاکې اوسېدل.ژ.])
کله چې غل دجلاداوراهب ترمنځ  ددارخواته لاړويې ويل: «خرابه ملګرتياده ».(هاليند)
ړومبی زه په خپله اوهمدارنګه زه په خپله.
هرکس ځان ته نږدې دی.
ډېرپه خپله ډېر بد ده.
کله چې په خپله يوکارکوم هم پېسې سپموم اوهم مننه.(دنمارک-لوېديزيولېند)
په خپله کول
په خپله کارکول ښه کارکول دي.
په خپله  کارکول ښه کاردی،که څه هم خراب شي.(دنمارک -يولېند)
له ځان سره مرسته
له ځان سره مرسته، لکه خدای چې درسره مرسته کوي.
له ځان سره مرسته ښه مرسته ده.
ځان هوښيار(ځان هوښيارګڼل)
ځان هوښيارهيڅکله نه هوښيارېږي.
ځان وژنه
زياتې وژنې په په چړه(کارد) اوپنجه کېږي.
کټ
کټ دې وروردی.(افريقا-سواحلي)
کټ دارو(دوا)دی.(ايټاليا)
۲۵۰