آسمان ولې آبي رنګ لري؟

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له ډنمارکي سرچنیو څخه

ژباړه د عبدالملک پرهیز

آسمان ځکه آبی دی چې له هوا څخه ډک دی. کله چې لمر را خېژي خپلې وړانګې د هوا له منځه ځمکې ته استوي چې د هوا د ګازونو د مالیکولونو په وسیله خپريږي او زموږ سترګې يې په آبي رنګ ویني.

د ځمکې شا او خوا فضا تشه نه ده بلکې مختلفو ګازونو لکه نایتروجن، اکسیجن، هایدروجن او ارګون  ډکه کړې ده، کله چې سړی په هوا کې په چټکۍ سره لاس خوروي ، یا منډې وهي او یا بایسیکل کوي نو سړی ګازونه د فشار یا مقاومت په بڼه احساسوي.  ګازونه په هوا کې د کوچنیو حجمونو په توګه شتون لري چې د مالیکولونو په نوم یادېږي. مالیکولونه دومره کوچني دي چې په سترګو نه لیدل کېږي.

 

وړانګې چې له لمر څخه راځي د سره، نارنجي، ژېړ، شین ، آبي او بنفشه رنګونو څخه جوړې شوي دي. چې ټول په ګډه سپين لیدل کېږي. کله چې د لمر وړانګې د ځمکې د شا او خوا د هوا له منځه تېرېږي، د ګازونو له کوچنیو مالیکولونو سره ټکر کوي. یو شمیر وړانګې د کوچنیو مالیکولونو له خوا نیول کېږي.  اولږه شیبه وروسته بيرته د راتګ د لوري خلاف په بل لوري خوشې کېږي. ډېر کله آبي رنګ نیول کېږي او بېرته خوشې کېږي. د نورو رنګونو وړانګې لږ پېښېږي چې ونیول شي او دوی د ګاز د مالیکونو ترمنځ خبل تګ ته دوام ورکوي.

هغه څه چې زموږه سترګې يې په آسمان کې ویني هغه د لمر د وړانګو آبي رنګ دی چې پرله پسې د ګاز د کوچنیو مالیکونو له خوا نیول کېږي او په مختلفو تګ لوریو کې خوشې او خپرېږي . د نړې په فضا کې ، چيرې چې هیڅ هوا نشته ، آسمان په بشپړه توګه تور ښکاري. دا ځکه هلته د ګازونو هيڅ مالیکولونه نشته څو د لمر وړانګې ونیسي او بیا يې په مختلفو لوریو خپاره کړي. په ځمکه کې د لمر وړانګې ژېړ رنګ لري. دا د ټولو هغه وړانګو ګډ رنګ دی چې په هوا کې د ګاز د مالیکونو له خوا د آبي رنګ وړانګو تر نیول کېدو وروسته پاتې دي. په فضا کې د لمر وړانګې په سپین رنګ لیدل کېږي، علت يې دادی چې سړی د وړانګو ټول رنګونه په یو وخت کې ویني.