دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۵۲.:مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

له هغه څه چې پېښ شوي،موږاستنباط کولی شوچې،څه کېدی شي.(لاتين)
کېدی شي په يوه شېبه کې هغه څه ترسره شي، ښايي بيا په سلوکلونوکې هم ترسره نه شي.(ايتاليا)
دمخه تردې چې دارامۍ جام دې په شونډوکېدې ډېرڅه پېښېدی شي.(لرغونی يوناني)
پولې
زړې پولې،چې ستاسوپلرونوايښي دي وخوځوئ.
بېړۍ

سمندردبېړۍ کرونده ده.(ماليزيا)
بېړۍ په اداره کوونکي څرخ پورې زيات تړاولرې، ترهغې چې څرخ يې په بېړۍ پورې ولري.
سړی بايدمخکې تر دې چې بېړۍ له سيند نه وي تېره شوې،قضاوت پرې ونه کړي.
هغه بېړۍ چې بادبان يې په هربادګرځي، هيڅکله سمندرته نه رسېږي.(فنليند)
دسمندرټول محصولات په يوه بېړۍ کې نه وي.
چېرته چې کوچنۍ بيړۍ ګوټې ګرځي ،هلته غټې بېړۍ په ځمکه ځي.
تردې چې بېړۍ ورکه شي، ښه ده لنګريې ورک شي.
بېړۍ ډوبېدل
ډله يزډوبېدل تسلي ده.(لاتين)
غټې بېړۍ هم په تياره کې په اسانۍ ډوبېږي.(افريقا-چنداو)
ډوبې شوې بېړۍ
پرېږده ديوبل چاډوبه شوې بېړۍ ستاسمندري څراغ وي.(انګلستان)
غول،غوشايي
دڅاروي لاندي غواشايي دومره ښه دي لکه په بخارۍ کې يوه(سوزېدلې) غوټه.(دنمارک-يولېنډ)
دمېزپه سرله ارګمي نه،دمېزلاندې غول ښه دي. (دنمارک-يولېنډ)
غول که بدبوي ونه کړي نوڅه دي.(فريزي)
که سړی خپله کونه لري چې غول پرې وکړي،نوله بېوزله نه بايددغولوګدايي ونه کړي. (دنمارک- لوېديزيولېنډ)
څوک چې په لارکې غول کوي ،کله چې بېرته راګرزي،فلوريد(يوډول کيمياوي توکي)ترلاسه کوي.(افريقا-يوروبا)
په دې نه ارزي چې دتالندې اوبرېښناله پاره کوم چټل (ناوړه) کاروکړی.(سوېډن)
۲۵۶
ټيزن
هغه څوک ځان پټوي چې ټيزن(بدکار) وي.(دنمارک -يوليند)
چټلي،بد،خراب
چټلي ځان زياتوي.
کله چې بد وياړشي،نه پوهېږو،څه ډول به وي.
بدي همېشه په سرلامبي.
چټلۍ تل سره يوځای وي.
دابدي ده چې پرنړۍ حکومت کوي.
چټلي چټلي ده،که هرډول يې سړی واړوي.هرڅومره چې يې سړی ښوروي هومره بدبوي کوي.
کمه چټلي ښه ده،خوبيخي نه شتون يې ډېرښه دی.
چټلۍ دچټليوله بيرله پرته، هيڅ ځای نه ليدل کېږي.
هيڅ څيزدومره په اسانۍ نه ترلاسه کېږي لکه چټلي.
چټلي اوغوشايي ډېرژرسرته رسېږي.
سره(ډېران) او زيارکروندګرشتمنوي.(سوېډن)
کرونده بايدله سرې اوزيارسره وکارول شي.(فنلېند)
سړی په ژونديوچټلي اوپه مړوګلان شيندي.(سوېډن)
څوک چې پربل چټلي غورځوي خپل لاسونه يې چټلېږي.(ناروې)
شمشتۍ
شمشتۍ خاړپوڅې(چارغوک)کوي،بچي يې هم چارغوک ځي څوک به دوۍ ته ولاړتګ ورزده کړي.(افريقا-اشانتي)
شمشتۍ له دې امله چې له جنجال نه کرکه لري،دخپل کورپه شاچارچاپېرګرځي.(سورينام-انګرېزي)
شمشتۍ زرګونه هګۍاچوي څوک يې نه اوري،خوچرګه چې يوه هګۍ اچوي ټول کلی خبروي.(مالېزيا)
شمشتۍ څه دمچ په کيسه کې ده.(لاتين)
بيلتون،جلاوالی
ليدل اوبيلتون دژوندچلن دی.
جلاکېدل دزناديني دوددی.(فرانسه)
جلاکېدل اوبياواده کول لکه سړي له يوې دروازې ووځي اوپوه شي چې بېرته هماغه خونې ته ننوتلی.(سوېډن)
تردې چې په دوزخ کې سره جوړراشي،جلاوالی ښه دی.
سيکه(فلزي پېسې)
يوه سيکه بله نه ګوزاري.(دنمارک-فيون)
هغه څوک چې نه غواړي يوسيکه ولري،هيڅکله دوه نه شي لرلی.دنمارک-يولېند)
۲۵۷
که يوه سيکه(يوپني) ښه وکارول شي،يوډالرسپموي.(دنمارک -يولېند)
په سيکه پام کوه، ډالرپه خپله په ځان پام کوي.(سوېډن)
ميراتي سيکه ژربربادېږي.(دنمارک -شيلېند)
څه چې دسېکې له پاره ټکول شوي وي،هيڅکله ترې ډالر نه جوړېږي.
سيکه هم ځلېږی ،کله چې دپېسووي.(سوېډن)
دکوردښې ساتنې له پاره څلوربرابره سيکې اړينې دي:دخواړوسيکه،دوياړسيکه،دزېرمې سيکه اوداړتياسيکه.
لوحه
مسافرخانه سړی له لوحې پېژني.
ځلا،ځلېدل
ظاهرتېرايستونکی دی.
داسې ځلېږي لکه پيشودسپوږمۍ په رڼاکې.
پوټکی،څرمن
پوټکی ډېرښه ګيدړدی.(سوېډن)
سړی بايد دېېږله ويشتلومخکی يې پوټکی خرڅ نه کړي.
سړی بايد پښې دپوټکي له اندازې زياتې ونه غځوي .(پيدرلول)
يوښه پوټکی کې ډېرکاردی.(دنمارک-يولېند)
ښه ده چې په ټول پوټکي بيده شې.
پېړپوټکی دورګې له چيچلونه ډارېږي.(پيدرسيو)
پوټکې له کميس نه نږدې دی.(سوېډن)
ځان بايدپه پوټکې کې وساتې.
نږدې دی چې هغه له خپل ښه پوټکي وځي.
موريان[دشمالی افريقاوګړي] کولی شي خپل پوټکی يا پړانګ خپل ټکي پرېږدي؟(بيبل)
دبل له پوټکي نه پېړملاوستنی جوړېدی شي.(ايتاليا)
ډوهل چې دبل له پوټکي جوړشوی وي وهل يې اسان دي.(چکوسلواکيا-چکي)
خسی (خوسکی )دوه څرمنې نه لري.(فنليند)
سړی له غوايي دوه پوټکي نه شی کش کولی.(روسيه)
سړی له غوايي دوه پوټکي نه شي ايستلی.(چين)
که ډېر صبروکړې چې له څاروي پوټکی وشکوی نوغوښه به ترلاسه نه کړې.(افريقا-شونا)
حسود
حسودهيڅکله دمه نه کوي.(ناروې)
حسود چې چېرته اوسي،هغه ځای ورو وروله منځه وړي.(سوېډن)
۲۵۸
حسادت يومقام ته درسېدلوشوق دی چې درواني اوبدني دردلامل ګرځي.(المان)
حسوددخپل ځان جلاددی.(ايسليند)
له هرولسوښځونهه يې حسودې دي.(چين)
چې حسادت نه وي مينه نه وي.(انګلستان)
چېرته چې حسادت وي هلته مينه وي.(سويلي افريقا-اسپانوي)
دحسودې مېرمنې مېړه بې پرواکېږي.(مکسيکو-اسپانوي)
ماڼو(دبېړۍ کيپټان)
ماڼودسمندراوهواخبرې کوي اوکروندګردغوا اوغوايي خبرې کوي.
چېرته چې ماڼووي دبېړۍ مرستيالان تصميم نه نيسي.(اسپانيا)
بېړۍ تل هغه لورچي ماڼويې غواړي نه ځي،اواس تل هغه لورنه ځي چې ګاډيوان يې غواړي.
خراب ماڼوخپله ملامتياپرڅپواچوي.(چين)
خدای له ماڼوسره مرسته کوي خوبېړۍ بايدپه خپله اداره کړي.
يوه بېړۍ چې دوه ماڼوګان لري ډوبېږی.(عربي)
ځوان ماڼوګان زاړه شرابيان.(فرېزي)
کميس(يخن قاق)
خپل کميس وجودته نږدې وي.(روسيه)
وروستی کميس(کفن) جېب نه لري.(فريزي)
کميس وياړدی، خونه دخوب ښځينه کميس.(سوېډن)
بوټ اوبوټ ګنډنه
دبتو له پاره ولې بوټان جوړوي،په اوبوکې يې ورستوي.(پيدرسيو)
ټول بوټان په يوډول نه جوړېږي.(فنليند)
هربوټ له هرې پښې سره نه جوړېږي.(انګلستان)
غټ بوټ له کوچنۍ پښې سره نه جوړېږي. (انګلستان)
دښځوبوټان دپښواوسردواړوله پاره بايدبرابروي.
دکروندګرپښې اونارينه بوټان سره نه کېني.(سوېډن)
بايدد بوټانو مناسب کالي واغوستل شي.(هاليند)
زموږخپل بوټان موږزيات ځوروي،له کورنۍ ترکورنۍ بدتروي.( پيدرسيو)
هغه يې ښه احساسوي، چې بوټ يې چېرته ځوروي.
هرڅوک پوهېږي چې بوټ يې کوم ځای پښه نيسي.(اسپانيا)
چې بوټان دې ځوروي په ټوله دنيابه څه وکړې.(يوګوسلاويا-صربوکرواتي)
بدخويه مېرمن تنګ پيزار(بوټان)دي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
۲۵۹
يوازې بوټان پوهېږي چې جرابې سورۍ دي که نه.(هايتي-فرانسوي)
دنڅاله پاره پرنويوبوټانوسربېره زيات څه په کاروي.
که بوټان ورک شوپښې خودې شته.(سوېډن)
ترڅوچې دې نوي بوټان نه وي اخيستي،زاړه مه غورځوه.(هالينډ)
څنګ چې دې بوټان پښوکړي،خلک درباندې هماغسې ګومان کوي.(سوېډن)
تردې چې دبړستن پوښ وسولېږي ښه ده چې بوټان وسولېږي.(انګلستان)
شېطان لابوټان نه وي پښوکړي چې هغه ويښه وي.(فريزي)
زه خپل بوټان دخپلوپښوبرابرغواړم نه دموچي د سربرابر.
بوټ ګنډونکی، له بوټانونه لوړنه دی.(لرغونې يوناني)
بوټ ګنډونکی د قالب برابرکارکوي.(ناروې)
دبوټ ګنډونکي مېرمن اودپښ اس ترټولوخراب بوټان لري. (انګلستان)
کله چې بوټان چغارکوي ،دابوټ کنډونکی پېسې غواړي.
وچه ډوډۍ
خپله وچه ډوډۍ له پردي کېک نه ښه ده.(روسيه)
لړم
بدترين ژوی لړم اوبدترين انسان دتعليم څښتن دی.(ايتوپيا-اومهاري)
لړم ډبره چيچي؟(افريقا-نيوپ)
لړم ته يې وويل :کوچ لکۍ يې په شاواړوله.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ځنګل
ځنګل غوږونه اوکرونده سترګې لري.(پيدرلول)
ځنګل دغريب سړي ګنډۍ ده.(پيدرسيو)
هغه په ځنګل کې چېرته ځي،چې له هربوټي ډارېږي؟(پيدرلول)
ما دکونګ (جُغد)له ډاره ځنګل ته نږدې ژوند کوه.(انګلستان)
سړی بايد ځنګل ته لباس وې نه سي.(سوېډن)
په ځنګل کې چې سړی څنګه چېغې وهي هغسې ځواب ترلاسه کوي.
هغه دونوله پاره ځنګل نه شي ليدلی.(لاتين)
لويه څمڅۍ،ملاقه
سړی بايدپه هماغه څمڅۍ واچوي په کومه يې چې رابا سي.(دنمارک -يولېند)
خوښي
خوښي هروخت مېله/جشن نه وي.(دنمارک-شمالي يوليند)
۲۶۰