دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۵۶مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

ددېتورې ښځې کار،دهغې دخاوندې مېرمنې وياړدی.(عربي)

دتورې ورځ له پاره سپينې سيکې.(بلغاريا)

سپين شېطان له تورنه ډېربددی.(دنمارک-يوليند)

په مورليند(په فرانسه کې يوځای)تورښايسته دی،نوځکه شېطان سپين رنګوي.(پيدرسيو)

سپين سړی هيڅ کورنۍ نه لري ،دهغه کورنۍ پېسې دي.(افريقا-تونګا)

سپين پوټکي پوهېږي چې ځان وساتي؛ دمېږيو غوندې تنه خوري،خوپاڼې پرتې وي.(افريقا-کيلوبا)

که تورسړی غل وي،پنځه سنټه غلاکوي،که سپين سړی غل وي،نودګنيوټوله کرونده غلاکوي.(جاميکا-دتورپوټکومتل)

سپين ته يوازې مرګ ماته ورکوي.(افريقا-تونګا)

څنګه سړی کولی شي تورله سپين نه په سترګوکې جلاکړي؟(مالېزيا)

هغه په سپين باندې تورلري.(پيدرسيو)

تورپه تياره کې وويل: شېطان اوپه خپلې زړې انايې دکټوې په بېخ ګوزاروکړ .

بيدېدل اوخوب

هغه ،چې بېده وي، ټګي نه کوي.(لاتين)

هغوۍ چې په درمند اوپسرلي کې بيده وي ،ښايي ټول کال وږي وي.(سوېډن)

داټول لکه دخرارکونکوبيده نه دي .

سړی بيده دی اوبيده دی اووخت نه لري چې استراحت وکړي.(شوروي اتحاد-اوکرايني)

کله چې خېټه بيده وي،سړی هم بيده وي.(افريقا-ايوی)

هغه ښه بيدېږي،چې خپل غوايا خسی ونه لري.(هند-هندي)

څوک چې هيڅ نه غواړي په خوب کې پوره ترلاسه کوي.(فرانسه)

بيده ګيدړهيڅ بته نه شي نيولی .

بيده سړی ډېرکم بری مومي.(لرغونی سکاندنوي مذهبي ټوټه)

تردی چې دهيڅ له پاره وکړېږی خوب ښه دی .

څوک چې دسپيومنځ کې بيدېږي، په ورګوراويښېږي .

څوک چې خوب کوي،مېخې نرکټی زېږوي.(افغانستان-پښتو.ژ.)

څوک چې ښه بيده وي،ورګوته يې نه پام کېږی.(اسپانوي)

سړی دنوروله پاره کارکولی شی،مګرنه لکه دنوروله پاره .

تردې چې په ځمکه څملې،ښه ده چې به کوچني توشک څملې.(افريقا-سواحلي)

هغه چې بېده وي چاته زيان نه رسوي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

۲۷۶

انسان په کوچني بالښت ښه خوب کوي.(چين)

هغه چې دسپينوزروپرتخت بيده وي،دسروزروخوب ويني.(شوروي اتحاد-ليوي)

ښه خوب له خرابوخواړونه ښه دی .

له نيمې شپې مخکې يوساعت خوب ،له نيمې شپې وروسته دوه ساعته خوب نه بهتردی.(فرېزي)

دنشه سړي علاج خوب دی .

خوب له هغوتښتي چې ډېره اړه ورته لري .

خوب دمرګ وروردی.(چکوسلواکيا-سلواکي)

خراب خوب هغه خوب دی چې له ګناه سره بيده کېږي.(پيدرلول)

«کله چې زه ډاډه بيدېږم»،کشيش وويل اوانجيليې راواخيست اودسرلاندې يې بالښت کړ.

بېل

راځئ چې بيل ته بېل ووايو.(انګلستان)

اسپانوي

کله چې اسپانوي سندره وايي،يالېونی وي ياپيسې نه لري.(اسپانوي)

لغته وهل

سړی دکچرې دبلې لغتي زغم نه شي لرلې.(کولمبيا-اسپانوي)

کالي ګنډونکي پيشوته وويل :«غواړي لغته ووهی» .

سپمونه

سپمونهتقوا ده .

سپمونه غټه ګټه ورکوي.(لاتين)

سپمونه غټه ګټه کول دي.(ايتاليا)

کله چې سړی دبټوې بېخ ته ورسېږي،دسپمونې له پاره ناوخته وي.(لاتين)

چې سپماکوي يې،نو لري يې.

څوک چې سپماکوي،هغه يې لري.(سوېډن)

سپما کول له ګټلونه غټ هنردی.

څه چې چاسپمولي ،په لاس ورغلي .

څوک چې سينټونه ونه سپموي،هيڅکله ډالرنه لري .

سپماترډېره وي،مګر بدمصرف اولوکس کورته تش ځي. (دنمارک-يوليند)

سنتونه سپما کونکې مېرمن،دمېړه معاش برابرښه سپماکوي .

سړی بايدپه محصول کې سپما وکړي اودومره زيات ونه څښي چې زغم يې نه لري.(سوېډن)

سړی بايدله ډک خوم نه سپما وکړي،کله چې بېخ ته ورسېدبيا دسپما له پاره ناوخت دی.(سوېډن)

سړی بايدپه سر کې سپماوکړي بېخ په خپله سپماکېږي .

ديوې سيکې سپما يوسيکه کېدی شي.(سکاتليند)

هغه څه واخله،چې اخيستی يې شي،اوهغه څه سپما کړه چې لرې يې.(سکاتليند)

۲۷۷

له يوکوچني يې وسپموه،نوته يولرې کله چې يودوه شي.(فنليند-سوېډني)

سړی دکوچنيوسيکوله سپمولونه شتمن کېږي،خودايوښه پيل دی.(اسپانيا)

په خوړلواوڅښلوکې سپماوکړه اوهغه دې په کورکې کېده.(تلمود[په عبري ژبه زده کړه مانالري،چې شفاهي تورات هم ورته وايي اوديهوديانويواصلی کتاب دی.ژ.])

چې سړی په وربشوکې سپما کوي،بتې يې نه چاغېږی.(سوېډن)

هغه چې سړی له خپلې خولې يې سپموي ، پيشواوسپی يې خوري .

دسپماکتاب دتفريح يوتاريخي ودانۍ ده چې سړينه درلوده.(سوېډن)

هنداره

هنداره دښځې روح ده لکه توره دجګړه مارله پاره.(جاپان)

څومره زياته چې ښځه په هنداره کې ګوري،هومره لږه هغه ځان په کورکې ګوري .

په هره هنداره کې يورازانځورنه ښکاري.(فريزي)

څه چې درته په هنداره کې ښکاري،هغه په هنداره کې نه شته.(المان)

دښيښې بدن کې هنداره ده اوذهن په بيروکې .

چې څېره بدرنګه ده،هنداره مه رټه.(روسيه)

څوکه

ډېرې تېرې څوکې ژرپڅېږي.(پيدرسيو)

لوبه اولوبغاړي

نقش لوبول که بيايې ونه شې لوبولی هنرنه دی. (پيدرسيو)

احمق يې تل په ړومبۍ لوبه کې ګټي .

دبايللوله ډاره لوبه نه دروي چې لوبغاړي يې و نه بايلي.(لاتين)

هغه نېکمرغه دی چې په زړورتياشرط تړي اولوبه ګټي.(اسپانيا)

که په دې لوبه باوروکړی،کېدی شي لاړشې اوکوروپلورې .

څوک چې په لوبه(جوارۍ) باورکوي،ښايي هغه ورځ تجربه کړي چې خپلې څپلې وپلوري.(چين)

څوک چې لوبه نه کوي،ترټولوزيات ګټي .

هغه جايزه اخلي چې په لوبه کې نه و.(سوېډن)

دلوبې مېزسره پېژندل کېږي،څوک پلاراوڅوک زوي دی .

دپتو(قيتو)په لوبه کې وروري نه شته.

کومه ورځ چې دجوارګرفکربدل شي هماغه ورځ به دجذام(ناروغۍ) درملنه پېداشي.(چين)

څومره چې ښه لوبغاړي ،هومره بدکسان.(انګلستان)

پنځم لوبغاړی دمېزلاندې ناست دی.(فنليند)

دتمرين ترټولوښه توپ مربي لېري غورځوي. (انګلستان)

لاتري دبيوزله نېکمرغي اوبدمرغي ده.

دلاتري پاڼه دبېوزله کورته دننوتلوکارت دی .

۲۷۸

کله چې خپل پتمن اوعادل امپراتورسره شطرنج کوې

په شطرنج کې پياده ګان باچاته نږدې ودرېږي.(فرانسه)

دپتوپه لوبه کې ښځې هلکان سکونډي،په مينه کې برعکس. (سوېډن)

پتې(جوارګري) اوجامونه ډېرخلک بېوزله(نېسمن) کوي.(المان)

هغه چې ځان ته اجازه ورکوي چې پتوته وګوري،لوبه بايلي.

زيات کسان په لاس کې ښې پتې لري،پوهېږي خولوبه کوي .

په خپله ښه پته(قيته)ړومبی لوبه مه کوه.(سوېلي افريقا- افريکانس)

سړی بايددوروستي ګوزارله پاره يوه پته(قيته)وساتي .

ټول په يوه پته مه ږده.

هغه پته چې هيڅکله راپورته نشوه،نه يې ګټي نه يې بايلي.(برازيل- پورتګالي)

دلوبو پتې دشېطان دمذهبي سندروکتاب دی.(فريزي)

له مرګ سره قيته بازي مه کوه،هغه ټولې انځوريزې قيتې(درې جيک) لري.(سوېډن)

په لوبه کې بدبختي،په مينه کې خوشبختي ده- په لوبه کې بخت به مينه کې بدبختي ده.

کشيش چې دقېتولوبه وګټله ويې ويل: «بې ګناه خوند»

دلته لوبه روانه ده،شېطان وويل:هغه وخت په شا يې دموسيقي اله وه.

دابنګلې هم دجوارګرووې،اوکنډوالې هم دجوارګرودي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

له منځه تلل،ضايع کېدل

هغه چې له پزې نه خولې ته ځي له منځه تلل نه دي.

دغڼې تار

دغڼې تارکې له دوړونه کاراخيستل کېږی.(سلېسوې)

هغه دغڼې تاردامکاناتونه ژوندکوي.(فريزي)

پل(دپښې منډ)،نښه

ډاروونکي نښې مڼدونه.(لاتين)

اغزی،غنه

په سرکې يواغزي دپوندې له دواغزوسره برابردی.(انګلستان)

ملنډې،طنز،سپکاوی

ملنډې (يوازې)لږې ښې وي.(سلېسوې)

ملنډې وهل زيات کسان ځوروي.(سوېډن)

سپکاوی اوزيان يوبل سره وي.(پيدرلول)

ښه ده چې سپکاوی دې وشي تردې چې دچا سپکاوی وکړی.(تلمود)

ملنډې وهونکي ښارپاروي ،خوهوښيارغوسه اراموي.(بيبل)

دسپکاوي کوونکي په وړاندې دټوکې په کارولوسره، کمين هغه ته پندورکوي.(بيبل)

دټوکي کور اوراخيستی .

۲۷۹

دانګ،ټوپ

داسې ښه دانګ وهل لکه په سينه ښوېدل .

هغه هلته دانګي چېرته چې انګړ ترټولوټيټ وي .

پرکوم چې سړی نه شي دانګلی،بايدترلاندې يې په سينه وښوېږي.(چکوسلواکيا-چکي)

هيڅوک په خپل سيوري نه شي دانګلی.(سوېډن)

سړی دخپل ډانګې له اوږدوالي اوږددانګ نه شي وهلی.(هالېنډ)

چې مخکې دې کنده وي دانګ مه وهه.(فنليند)

چوغکه

په انګړکې يوه چوغکه داسمان له ګوربت نه ښه ده.(شوروي اتحاد-اوکرايني)

چوغکه يوه کوچنۍ مرغۍ ده،خوپښتورګی اوصفرادواړه لري.(چين)

دکونګ اوکارغانوپه نڅاکې به چوغکه څه وي؟(دنمارک-شيليند)

که چوغکه دبتې هګۍ واچوي کونه يې شلېږي.(دنمارک-برنهولم)

تُف،توکول

تُف په ټوپک .

هغه يې په هنداره نه توکي .

څوک چې په کلم يې توکي،بايدپه خپله ترې سوپ(شوروا)جوړکړي.(عبري)

کروندګرته چې کله شتمنې مېرمن په توکاڼې کې توکړه ويې ويل:« نه،مننه،زه کولی شم په ځمکه يې توکړم».

ټوکه

يوه ټوکه ډېره جدي سکالوده.(انګلستان)

يوه ټوکه بله جدي.

کله چې ټوکي په خپله خاندي، ټوکه خپل نيش له لاسه ورکوي.(المان)

يوټوکي ټوکه نه شي زغملی.(افريقا-سواحلي)

ليوه يوازې د ټوکې له پاره خرلټوي.(اسپانيا)

دخدای په کلام اوپېسوبايدسړی ټوکې ونه کړي.(سوېډن)

هغه دټوکونه دی .

اروا(دمړي)

داهميشه اروا نه ده،چې دلورخونې ته ننوزي.(سوېډن)

پوښتنه

پوښتنې ډېرې ،خبرې کمې کوه.(ايسليند)

چې څومره ډېرې پوښتنې کوې،هومره ډېرهوښيارېږې.(پيدرسيو)

هغه څوک چې زياتې پوښتنې کوي،خپله پوهه زياتوي.(افريقا-کيکانګو)

سړی چې ترڅوپوښتنې کوي ترهغويې زده کوي.(سوېډن)

څوک چې پوښتنه نه کوي له هغې چې مخکی و،نه هوښيارېږي.(ناروې)

۲۸۰