مهمې مقالې

Grid List

انجنیر زلمی نصرت
دنمارک

من در مورد صدای ترکستان جنوبی در شمال افغانستان به این باورم که افغانستان از مرحلۀ تجزیه عبور کرده است. بدون تبصره بر این موضوع، می‌خواهم بگویم که:

صدای ترکستان جنوبی، عکس‌العملی در برابر هژمونی پارسی‌خواهان، خراسان‌خواهان و هزارستان‌خواهان است؛ جریانی که باعث شد فارسی‌زبانانِ ترکتبار به واکنش وادار شوند و بپرسند چرا باید زیر سلطه و هژمونی فرهنگی و زبانی پارسی قرار بگیرند، از آن پیروی کنند و آن را بپذیرند؛ مگر این‌که از هویت قومی و زبانی خود دست بکشند.

در صفحۀ پنجم نامۀ مورخ ۱۳۲۶ هجری خورشیدی، وزیر محمدگل‌خان مومند خطاب به شاه‌محمود، که تازه از لندن برگشته بود، چنین می‌نویسد:

«… چند مدتی معارف پشتو شد، اما بعداً این نظریه به‌عنوان زیرکی و فریب مخالفان چنین  مطرح گردید که در هر جایی که پشتون‌ها اکثریت دارند، تحصیلات به زبان پشتو باشد و زبان فارسی منحیث یک زبان در سیستم آموزشی شامل گردد؛ و در مناطقی که فارسی‌زبانان اکثریت‌اند، تعلیمات به زبان فارسی و آموزش پشتو به‌عنوان یک زبان در نصاب شامل شود.

… خوب، این را هم می‌پذیریم؛ اما اقلیت‌های دیگر مانند عرب‌ها، اوزبیک‌ها، ترکمن‌ها و دیگران نیز جمعیت قابل توجهی دارند. اگر رعایت حقوق اقلیت‌ها مطرح است، باید به عرب‌ها به زبان عربی، به اوزبیک‌ها به زبان اوزبیکی و به ترکمن‌ها به زبان ترکمنی آموزش داده شود، در حالی‌که چنین نمی‌شود و آموزش فارسی به‌صورت اجباری بر آنان تحمیل می‌گردد.

… نمی‌دانم علت برتری دادن فارسی چیست، در حالی‌که نه پشتو و نه فارسی زبان مادری بسیاری از آنان است. بسیاری از این مردم حتی به فراگیری زبان پشتو نیز علاقه‌مند هستند. اگر قبول ندارید، می‌توانم عرایض آنان را نیز برای شما بفرستم…»

برگرفته از کتاب «د افغانستان د بقا محور»، چاپ ۱۴۰۰ ل .

باید پذیرفت که ترکتباران امروز افغانستان، ترکتباران صد سال پیش نیستند. چه کسی بخواهد و چه نخواهد، آنان برای حفظ زبان و هویت خویش دست به هر اقدامی خواهند زد. با جبر و تحمیل نه‌تنها مشکلی حل نمی‌شود، بلکه ناممکن است کسی بتواند هژمونی خود را بر آنان تحمیل کند.

همچنین باید اعتراف کرد که در حق ترکتباران جفا شده است؛ هم از سوی دیگران و هم از سوی خودشان، زیرا به زبان و هویت خویش کمتر توجه کردند و برای مدت طولانی زیر هژمونی زبان فارسی قرار گرفتند. با این حال، امروز دیگر اجازه نخواهند داد کسی زبان و هویت‌شان را از میان ببرد

.

نور محمد غفوری

سریزه
 د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته دا وښوده چې یوازې د دموکراسۍ شعارونه، تش په نامه انتخابات، پارلمان او ظاهري سیاسي جوړښتونه نه‌شي کولای یو ملت د ثبات، عدالت او پرمختګ پر لور رهبري کړي. هغه نظامونه چې د ولس له ارادې، سیاسي شعور او ملي واقعیتونو څخه جلا وي، که هر څومره د ولسواکۍ ادعا وکړي، بیا هم د خلکو باور نه شي ترلاسه کولای.
په تیرو دوو لسیزو کې د دموکراسۍ د ناکامۍ مسئولیت یوازې د استبدادي، مافیایي او بهرنیو لاسوهنو پر غاړه نه دی؛ بلکې د هغو سیاسي او فکري جریانونو نیمګړتیاوې هم رول لري چې ځانونه یې د دموکراسۍ او پرمختګ مدعیان او استازي بلل.
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې په لنډه توګه د دموکراسۍ د تېرو تجربو مهم درسونه وڅېړل شي او دا روښانه شي چې دموکرات ځواکونه باید په راتلونکې کې کومو اصولو او واقعیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د دموکراتو ځواکونو نیمګړتیاوې
۱-  له ولس څخه واټن
په تېر تحمیلي اسلامي جمهوریت کې د دموکراتو او مترقي جریانونو یوه مهمه کمزوري دا وه چې د خلکو له واقعي ژوند او ورځنیو ستونزو څخه لیرې پاتې شول. د دوی ډېر سیاسي فعالیتونه تر ډېره په لویو ښارونو، محدودو سیاسي مجلسونو، رسنیزو بحثونو او د خپلو تنظيمي او فکري حلقو ترمنځ راڅرخېدل، خو له کلیو، عادي خلکو، بزګرانو، کارګرانو، بې‌وزلو قشرونو او حتی ډېرو ځوانانو سره یې ژور او دوامدار تماس کم و.
په داسې حالت کې ډېر وخت سیاست یوازې د نخبه‌ګانو او محدودو سیاسي څېرو ترمنځ بحث پاتې شو، نه د عام ولس د عملي ژوند برخه. د خلکو اصلي ستونزې لکه بې‌کاري، فقر، ناامني، تعلیم، روغتیا او ټولنیزې اړتیاوې یا کافي نه اورېدل کېدې او یا هم په عملي او دوامدار ډول ورباندې کار نه کېده. په دې خاطر ډېرو خلکو دا جریانونه خپل استازي او د خپلو دردونو غږ نه باله.
۲-  د دموکراسۍ د اصولو نه عملي کول
ډېرو هغو سازمانونو او اشخاصو چې د دموکراسۍ شعارونه ورکول، د دموکراسۍ له عملي تجربو بې برخې او یا خپلو نظریاتو ته وفادار نه وو. په خپل داخلي جوړښت کې یې د نظر ازادي، حساب‌ورکونه، شفافیت او سالم انتقاد نه زغمه. په ډېرو مواردو کې فردي تصمیمونه، پر ټول ګوند باندې د خپل فریکشن د پریکړو تحمیل، شخصي سلیقې او تنظيمي انحصار د دموکراتیکو اصولو ځای نیولی و.
د دموکراسۍ په اړه یوازې شعار ورکول بسنه نه کوي؛ اصلي خبره دا ده چې د دموکراسۍ اصول په عمل کې هم مراعات شي. په تېر وخت کې د دموکراتو او مترقي جریانونو یوه مهمه ستونزه دا وه چې که څه هم دوی د آزادۍ، عدالت او دموکراسۍ خبرې کولې، خو په خپلو داخلي جوړښتونو او سیاسي چلند کې یې هماغه اصول نه عملي کول. 
 ډیر ځله به مهمې پرېکړې د ګډو مشورو او دموکراتیکو پروسو پر ځای د څو محدودو اشخاصو له خوا نیول کېدې. یعنې د سازمانونو دننه فردي تصمیمونه، شخصي سلیقې او د قدرت انحصار غالب و. د رهبرۍ د بدلون او تناوب په وړاندې حساسیتونه ډیر و. په عموم کې د حساب‌ورکونې کمزورتیا (په تیره بیا د مالي چارو روښانتیا) هم یوه بله ستونزه وه. داسې ګوندونه او سازمانونه به ډیر کم وي چې مشرانو یې خپلو صفوفو ته د ګوند د مالی چارو روښانه حساب ورکړی وي. په رښتینې دموکراسۍ کې مشران او مسئولین باید د خپلو کړنو، پرېکړو او ناکامیو وضاحت ورکړي او که نه، نو د اصلاح او پرمختګ لاره محدودېږي.
دموکراسي یوازې سیاسي نظام نه دی، بلکې یو فرهنګ او طرز فکر هم دی. که یو سازمان په خپل داخل کې شفافیت، مشوره، د نظر احترام او حساب‌ورکونه ونه لري، نو په عملي ډول د دموکراتیکې ټولنې د جوړولو ادعا هم کمزورې کېږي.
۳-  شخصي او تنظيمي رقابتونه
د ملي اجماع او ګډې مبارزې پر ځای، شخصي اختلافونو، فرکسیوني میلانونو، تنظيمي رقابتونو او کوچنیو ګټو د دموکراتو ځواکونو ترمنځ بې‌باوري زیاته کړه. هرې ډلې ځان محور ګاڼه او د ګډ ملي هدف پر ځای یې خپل محدود سیاسي موجودیت ته لومړیتوب ورکاوه. د ګوندونو او سازمانونو په سر کې اکثراً داسې کسانو ځای نیولی و چې شخصي ګټې یې له عامو ټولنیزو هغو څخه لوړې ګڼلې. د دې پر ځای چې مختلف سیاسي او فکري جریانونه د هېواد د لویو ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي، هره ډله تر ډېره د خپل نفوذ، نوم، تشکیلاتو او محدودو ګټو په ساتلو بوخته وه. کله چې سیاسي مشرتابه شخصي حسابونه او محدودې ګټې تر ملي او ټولنیزو اهدافو لوړې وبولي، نو سیاسي مبارزه خپله اصلي معنا له لاسه ورکوي.
په ډېرو مواردو کې کوچني اختلافونه دومره لوی کېدل چې د ګډ کار او اعتماد فضا یې له منځه وړله. کله ناکله شخصي رقابتونه او د رهبرۍ پر سر شخړې  تر اصولي او ملي مسایلو مهمې بلل کېدې. هرې ډلې هڅه کوله چې ځان اصلي او برحقه وښيي او نور کمزوري یا بې‌اهمیته ثابت کړي. دا حالت د دې سبب شو چې د دموکراتو او مترقي ځواکونو ترمنځ یووالی او ګډ دریځ رامنځته نه شي.
فرکسیوني او تنظيمي ذهنیت ستونزه لا نوره ژوره کړې وه. د دې پر ځای چې اختلافات د سالم بحث او دموکراتیک تعامل له لارې حل شي، ډېر وخت سیاسي ډلې په کوچنیو حلقو ووېشل شوې او هرې حلقې یوازې د خپلو کسانو، خپلو اړیکو او خپل نفوذ د پراخېدو هڅه کوله. همدا بېلتونونه د خلکو په منځ کې هم د بې‌باورۍ سبب ګرځېدل.
په اصل کې، هر سیاسي حرکت هغه وخت اغېزمن کېدای شي چې ګډ هدف، متقابل اعتماد او د همکارۍ فرهنګ پکې موجود وي. که شخصي او تنظيمي رقابتونه تر ملي ګټو مهم شي، نو سیاسي ځواکونه ټوټې کېږي او نه شي کولای د ټولنې په کچه اغېزمن بدلون رامنځته کړي.
۴-  د نوي نسل کمزورې روزنه
په تېرو کلونو کې د ځوان نسل سیاسي او فکري روزنې ته هومره پاملرنه ونه شوه لکه څنګه چې د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې لپاره اړینه وه. ډېری ځوانان یا له منظمې فکري روزنې بې‌برخې پاتې شول او یا هم داسې چاپېریال ته ور ولوېدل چې پکې احساساتي، تقلیدي او تعصبي فکر تر آزاد او انتقادي فکر پیاوړی و.
په شل کلن اسلامي جمهوریت کې د ځوانانو یوه برخه د داسې مادي او مصرفي ذهنیتونو تر اغېز لاندې راغله چې پکې شتمني، شخصي ګټې او اقتصادي امتیازات تر فکري او ټولنیزو ارزښتونو مهم بلل کېدل. یوې برخې نورو بیا د سیاسي او مدنی فعالیتونو خواته میلان وموند. سالمه سیاسي روزنه یوازې دا نه ده چې یو ځوان سیاست ته داخل شي؛ بلکې دا هم اړینه ده چې هغه د تحلیل، پوښتنې، انتقاد، زغم، ملي فکر او ټولنیز مسئولیت په داسې روحیه وروزل شي چې هره موضوع په دلیل او فکر وارزوي، نه دا چې یوازې د اشخاصو، شعارونو یا احساساتو تر اغېزې لاندې پرېکړې وکړي. په عملي ډګر کې ډېری سیاسي او فکري جریانونه ونه توانېدل چې داسې بافکره، مستقل او مسئول ځوانان وروزي چې د راتلونکي سالم مشرتابه بنسټ جوړ کړاي شي. په دې خاطر سیاسي ډګر تر ډېره د تیرو سیالیو، زړو څېرو او پخوانیو فکرونو تر اغېز لاندې پاتې شو. نوې نظریې، نوې انرژي او عصري سیاسي لیدلوري کمزوري وو او ځوان نسل ته د رهبرۍ او عملي تجربې زمینه کمه برابره شوه.
یوه بله مهمه نیمګړتیا دا وه چې ځوانانو ته د سازماني او عملي تجربو د زده کړې لپاره لازم فرصتونه کم وو. په ډېرو سیاسي او مدني جریانونو کې ځوانان یوازې د ملاتړ کوونکو او عملي اجراکوونکو په توګه کارول کېدل، خو د تصمیم نیولو، مدیریت، بحث، مذاکراتو، د اختلاف د حل، عامه اړیکو او سازمان جوړونې په برخو کې ورته د پخو روزونکو له لوري د منظم کوچینګ او روزنې شرایط برابر نه و. 
رهبرۍ یوازې د شعارونو او احساساتو له لارې په ناڅاپي ډول نه رامنځته کېږي؛ بلکې سالم مشران تدریجي روزنې، دوامدارې تجربې او عملي کار ته اړتیا لري. ځوانان باید د فکري زده کړو تر څنګ په عملي سیاسي، مدني او سازماني فعالیتونو کې هم وروزل شي، څو وکولای شي چې د ټیم او سازمان د مدیریت وړتیا پیدا کړي؛ د ستونزو د حل او تصمیم نیولو تجربه ترلاسه کړي؛ د خلکو سره د ارتباط او اعتماد جوړولو مهارتونه زده کړي او د سالمې رهبرۍ مسئولیت په تدریجي ډول پر غاړه واخلي.
کله چې یوه ټولنه یا سیاسي جریان د ځوانانو د روزنې، کوچینګ (Coaching ) او عملي تجربو لپاره دوامدار پروګرام ونه لري، نو د رهبرۍ تشه رامنځته کېږي. په داسې حالت کې یا هماغه زاړه اشخاص د زړو فکرونو سره تل په صحنه پاتې کېږي، او یا هم بې تجربه او احساساتي کسان ناڅاپه د رهبرۍ مقام ته رسېږي چې د لویو مسئولیتونو د سم مدیریت لازم ظرفیت نه لري.
کله چې یو نسل سالم فکري بنسټ او تدریجي عملي تجربې ونه لري، نو معمولاً دوه حالتونه رامنځته کېږي، یا په تقلیدي ډول د زړو او ناکامو سیاسي دودونو پیروي کوي او یا هم ژر د افراطي، احساساتي او تندلارو شعارونو تر اغېز لاندې راځي. بې‌روزنې او بې‌سیاسي شعوره ځوانان ډېر وخت د ژورو تحلیلونو پر ځای د احساساتو، تبلیغاتو او جذابو شعارونو له مخې متأثر کېږي. همدا تشه افراطي ډلو او عوامفریبو جریانونو ته زمینه برابروي چې د ځوانانو احساسات د خپلو موخو لپاره وکاروي.
د دې کمزورې روزنې بله پایله دا وه چې سیاست له فکري او عملي پرمختګ څخه وروسته پاتې شو. نه د نوې رهبرۍ قوي نسل رامنځته شو، نه سالم سیاسي بدیلونه جوړ شول، او نه هم داسې مشران وروزل شول چې هم پوهه، هم ملي احساس او هم د مسئولیت ظرفیت ولري.
په اصل کې، هره ټولنه چې د خپل ځوان نسل پر فکري، تعلیمي، سازماني او سیاسي روزنه پانګونه ونه کړي، د راتلونکي له بحران سره مخ کېږي. ځکه د ټولنې دوام، بدلون او سالم مشرتابه د همدغو ځوانانو له فکر، تجربې او ظرفیت سره تړلی وي.
پایله:
په ټوله کې دا لیکنه موږ ته دا مهم درس راکوي چې د دموکراسۍ ناکامي یوازې د بهرنیو لاسوهنو یا استبدادي جوړښتونو نتیجه نه وه، بلکې د دموکراتو او مترقي جریانونو داخلي کمزورتیاوې هم پکې اساسي رول درلود.
له ولس څخه واټن، د دموکراتیکو اصولو نه عملي کول، د شخصي او تنظيمي رقابتونو پراخېدل، او د نوي نسل کمزورې فکري او سازماني روزنه هغه بنسټیز عوامل وو چې د دې جریانونو اغېزمنتیا یې محدوده کړه. په ځانګړي ډول د ځوان نسل د سالمې روزنې او عملي تجربې نشتوالی د دې سبب شو چې نه قوي بدیل رهبري رامنځته شي او نه هم د دموکراسۍ فرهنګ په ټولنه کې ژور شي.
دا تجربه ښيي چې رښتینې دموکراسي یوازې په شعارونو، جوړښتونو او انتخاباتو ولاړه نه وي، بلکې د ولسي اړیکو، داخلي دموکراسۍ، ملي یووالي او د نسلونو د منظمې روزنې پر بنسټ جوړېږي. که دا عناصر موجود نه وي، نو د دموکراسۍ ظاهري چوکاټ هم دوامداره ثبات او مشروعیت نه شي رامنځته کولای.
په لنډ ډول، د راتلونکي لپاره اساسي اړتیا دا ده چې سیاسي جریانونه له ولس سره ژور ارتباط، د داخلي دموکراسۍ عملي کول، د شخصي رقابتونو کمول، او د ځوان نسل منظمه فکري او عملي روزنه خپل لومړیتوب وګرځوي؛ ځکه همدا عناصر کولای شي د یوې سالمې، ملي او پایدارې دموکراسۍ ریښتینی بنسټ رامنځته کړي.
نور محمد غفوری 
۱۸/ می/۲۰۲۶م

انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
در این روزها، از سوی گروه‌ها، حلقه‌ها و شخصیت‌های منفردِ بازماندهٔ حزب فروپاشیدهٔ وطن (ح.د.خ.ا)، زیر نام نیروها و سازمان‌های همسو، جبهه‌ها و اتحادهایی در بیرون از کشور ایجاد شده و می‌شود.
من دربارهٔ مخالفت یا موافقت خود با تشکیل این تشکل‌های بیرون‌مرزی تبصره‌ای ندارم؛ زیرا موقفم روشن است.
این‌که این جریان‌ها آینده‌ای دارند یا نه، این‌که در تحولات داخل افغانستان تأثیرگذار خواهند بود یا خیر، این‌که می‌توانند به یک آلترناتیف تبدیل شوند یا نه، این‌که چهره‌های رهبری آنان خوش‌نام‌اند یا بدنام، این‌که در جامعه اهمیت دارند یا خیر، و این‌که جز زبان فارسی و مسایل قومی و سمتی، موضوع و برنامهٔ دیگری هم دارند یا نه؛ مورد بحث من نیست.
اما همهٔ این‌ها نباید سبب مخالفت، تخریب یا توهین به آنان شود.
این اتحادها و جبهه‌ها مصروف کار خود هستند و تا جایی که دیده می‌شود، مانع ارائهٔ نظریات و تصمیم‌های دیگران نیز نشده‌اند و علیه هیچ طرفی هم اعلان جنگ مسلحانه نکرده‌اند.
پس چرا و به چه حقی باید به تخریب آنان متوسل شویم؟
اگر بگویم «خانه‌شان آباد» که توانسته‌اند،کتله‌ای را دور هم جمع و بسیج  کرده و می‌کنند ، فکر نمی‌کنم نه سخن نادرستی گفته باشم و نه اشتباهی کرده باشم.
اما اگر از خود بپرسیم که ما چند نفر را می‌توانیم زیر نام یک حرکت یا جریان گرد هم بیاوریم، شاید پاسخ چندان مثبت نباشد.
این‌که من به مبارزه و تشکیلات بیرون از کشور باور ندارم و آن را مفید نمی‌دانم، نباید به خط قرمز و سد سکندر تبدیل شود تا با همان شلاقِ مخالفت، به تحقیر، دشنام و تخریب دیگران بپردازیم.
ما باید به هر فرد، هر قوم و هر زبان این حق را بدهیم که دربارهٔ آینده و سرنوشت کشور سخن بگوید و طرح و دیدگاه خود را داشته باشد.
بهتر است به‌جای تخریب، اگر پرسشی داریم آن را مطرح کنیم، به دلایل آنان گوش بدهیم و سپس با استدلال و منطق بحث کنیم.
چرا فاصله ایجاد کنیم؟
چرا خط‌کشی کنیم؟
اگر در نهادی تاجیک‌ها، هزاره‌ها و اوزبیک‌ها اکثریت دارند و چند نفر از اقوام دیگر نیز حضور دارند، چرا این حق را از آنان بگیریم و فوراً برچسب «فروخته‌شده» بزنیم؟
در بسیاری از جوامع کثیرالقومی، شکل‌گیری چنین ساختارهایی طبیعی است.
بدنهٔ اصلی طالبان را پشتون‌ها تشکیل می‌دهند؛ اما درست نیست که افغان‌های غیرپشتونِ همکار یا عضو طالبان را صرفاً به دلیل غیرپشتون بودن، یک‌سره تکفیر کنیم.
تکفیر کردن، در بسیاری موارد، به این معناست که دیگر سخنی برای گفتن و استدلالی برای ارائه نداریم.
نباید هرچه که در هر دیگ می‌جوشد، فقط برای ما بجوشد و همه نیز دقیقاً مثل ما فکر کنند.
تا جایی که من روندها را تعقیب می‌کنم، بخش بزرگی از مخالفت‌ها معطوف به حذف و به حاشیه راندن برخی ساختارهاست؛ در حالی‌ که همین حساسیتِ بیش از حد و تخریب، در حقیقت نوعی اهمیت دادن و تأیید ضمنی آن ساختارهاست.
در پایان، به یک واقعیت اشاره می‌کنم:
چند نفری که دیروز مربوط به یکی از ساختارهای پرچمی ها بودند، امروز به تخریب همان ساختار و رهبران آن می‌پردازند.
وقتی در این مورد جست‌وجو کردم و از برخی رهبران فعلی  همان ساختار پرسیدم، گفته شد که آنان افرادی زیاده‌خواه، لجوج و ماجراجو ، بدنام،با زبانی پلشت بودند؛ به همین دلیل از ساختار بیرون انداخته شدند و اکنون نزد ما حتی یک پشیز هم ارزش و اهمیتی ندارد.

نور محمد غفوری
د شعارونو تر سیوري لاندې د ولسواکۍ ناکامه تجربه
سریزه
دموکراسي د معاصرې نړۍ له مهمو سیاسي ارزښتونو څخه ګڼل کېږي؛ هغه نظام چې بنسټ یې د خلکو پر ارادې، سیاسي مشارکت، عدالت، قانون‌واکۍ او د بیان پر آزادۍ ولاړ وي. خو په ډېرو وروسته پاتې او بحران‌ځپلو هېوادونو کې د دموکراسۍ نوم تر ډېره د یوې سیاسي وسیلې په توګه کارول شوی، نه د ولسواکۍ د رښتیني ارزښت په توګه.
زموږ هېواد هم د همدې ترخو تجربو شاهد پاتې شوی دی؛ داسې چې په دولت او سیاسي ـ ټولنیزو سازمانونو کې د دموکراسۍ تر نامه لاندې د غیر دموکراتو اشخاصو او ډلو له خوا د هغې ناسم، تحریف شوی او نمایشي انځور واکمن شوی و.
په تېرو لسیزو کې هغه جمهوریت چې د دموکراسۍ، آزادۍ او بشري حقونو تر شعارونو لاندې پر خلکو تحمیل شوی و، په عمل کې یې د رښتینې ولسواکۍ پر ځای د فساد، سیاسي انحصار، پردي‌پالنې او نمایشي سیاست بنسټونه پیاوړي کړل. د نظام ظاهري بڼه جمهوریت وه، خو روح او ماهیت یې له دموکراتیکو اصولو څخه تش و. له همدې امله ډېرو خلکو هغه «تحمیلي جمهوریت» او «تقلبی دموکراسي» بلله.
د تحمیلي جمهوریت ماهیت
تحمیلي جمهوریت هغه نظام ته ویل کېږي چې د ولس له طبیعي سیاسي ودې، ملي ارادې او داخلي ټولنیزو اړتیاوو څخه نه، بلکې د بهرنیو قدرتونو، استخباراتي شبکو او نړیوالو سیاسي معاملو له لارې رامنځته شوی وي. په داسې نظام کې د خلکو اراده تر ډېره سمبولیکه او محدوده وي، خو اصلي تصمیمونه د قدرت د حلقو، سفارتونو او بهرنیو حامیانو له خوا نیول کېږي.
په داسې جمهوریت کې ټاکنې ترسره کېږي، اساسي قانون موجود وي، پارلمان او سیاسي ګوندونه هم فعال ښکاري؛ خو دا ټول ډېر ځله یوازې د دموکراسۍ ظاهري سینګار وي، نه د ولسواکۍ حقیقي مظاهر. ځکه د نظام اساسي جهت، سیاسي تګلارې او ستراتیژیک تصمیمونه د ولس له غوښتنو نه، بلکې د بهرنیو فشارونو او داخلي مافیایي کړیو له ګټو سره سم تنظیمېږي.
د تقلبی دموکراسۍ ځانګړنې
۱-  د ولس پر ځای د قدرت حاکمیت
په رښتینې دموکراسۍ کې ولس د قدرت اصلي سرچینه وي، خو په تقلبی دموکراسۍ کې قدرت د محدودو اشخاصو، تنظیمونو او مصلحتي کړیو ترمنځ وېشل کېږي. خلک یوازې د رایې ورکولو تر ورځې یو نسبي ارزښت لري، خو وروسته بیا د تصمیم نیونې له بهیر څخه عملي حذف کېږي.
۲-  فساد او سیاسي سوداګري
کله چې دموکراسي یوازې ظاهري بڼه ولري، سیاست په سوداګرۍ بدلېږي. څوکۍ، قراردادونه، وزارتونه او حتی ملي ارزښتونه د شخصي او تنظیمي ګټو قرباني کېږي. اداري فساد پراخېږي او قانون یوازې پر کمزورو او بې‌وسه خلکو تطبیقېږي.
۳-  د شخصیت‌پرستۍ وده
په تقلبی دموکراسۍ کې سیاسي بنسټونه نه، بلکې افراد محور ګرځي. ګوندونه د ملي برنامو پر ځای د اشخاصو شخصي شبکو ته ورته کېږي او سیاسي وفاداري د فکر، برنامې او اصولو پر ځای د شخص، قوم او ګټې تابع وي.
۴-  له ولس څخه فاصله
هغه نظام چې د ولس له متن او ارادې څخه نه وي راټوکېدلی، طبیعي ده چې له خلکو سره به ژور فکري او عاطفي تړاو ونه لري. له همدې امله ولس پر نظام باور له لاسه ورکوي او د دولت او خلکو ترمنځ فاصله ورځ تر بلې پراخېږي.
۵-  د بهرنیو نفوذ
کله چې سیاسي مشروعیت داخلي ریښه ونه لري، نظام د بقا لپاره پر بهرنیو ملاتړو تکیه کوي. په داسې حالت کې ملي استقلال کمزوری کېږي او سیاسي تصمیمونه د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو تر اغېز لاندې راځي.
پایله
د تحمیلي جمهوریت تر نامه لاندې هغه تقلبی دموکراسي چې زموږ پر ټولنه وتپل شوه، ونه توانېده چې د ولسواکۍ، عدالت او ملي حاکمیت رښتیني ارزښتونه عملي کړي. د دموکراسۍ له مقدسو شعارونو څخه د سیاسي وسیلې په توګه استفاده وشوه، خو په عمل کې واک د محدودو کړیو، مافیایي شبکو او بهرنیو نفوذ لرونکو ځواکونو په لاس کې پاتې شو. همدا لامل و چې ولس د دولت او سیاسي بهیرونو پر وړاندې بې‌باوره شو او د نظام مشروعیت ورځ تر بلې کمزوری شو.
تجربې وښوده چې بې‌ریښې، نمایشي او له ولس څخه جلا دموکراسي نه شي کولای چې یو ملت د ثبات، عدالت او پرمختګ پر لور رهبري کړي. رښتینې ولسواکي یوازې هغه وخت معنا پیدا کوي چې د خلکو اراده، ملي استقلال، قانون‌واکي او سیاسي مشارکت په عمل کې تضمین شي، نه یوازې په شعارونو کې.
له همدې امله، زموږ د راتلونکې اساسي اړتیا دا ده چې د تقلبي او تحمیلي سیاسي جوړښتونو پر ځای داسې ملي او ولسي سیاسي فرهنګ ته وده ورکړل شي چې بنسټ یې پر آزاد فکر، حساب‌ورکونه، ټولنیز عدالت، ملي ګټو او د ولس پر واقعي مشارکت ولاړ وي. ځکه ملتونه یوازې هغه وخت خپل برخلیک په عزت او خپلواکۍ ټاکلای شي چې د قدرت اصلي سرچینه په رښتینې معنا خپله ولسي اراده وي.
 نور محمد غفوری
14.05.2026

عبدالملک پرهیز
د افغان هویت د یو ځانګړي اساسي قانون لاسته را وړنه نه ده بلکې د افغانستان د خلکو ملي هویت، تابعیت او تاریخي او ټولنیز نوم دی چې د افغانستان په بېلابېلو تاریخي، ټولنیزو او سیاسي دورو کې، له شاهي نظامه تر جمهوریت او نورو نظامونو پورې، چېرې چې اساسي قوانین بدل شوي کله هم تعلیق شوي دي، خو په ټولو بدلونو کې د هېواد نوم، تابعیت او د خلکو ملي هویت له منځه نه دی تللی.
اساسي قانون د دولت د واکونو او حقونو د تنظیم چوکاټ ټاکي خو تابعیت او ملي هویت بیا د دولت د دوام، نړیوال پېژندګلوۍ او د خلکو د تړاو موضوع ده.
که یو اساسي قانون لغوه یا معطل شي، دا ددې مانا نه ورکوي چې ملت، تابعیت یا ملي هویت هم لغوه شوی دی.
ډېر هېوادونه د کودتا، جګړې یا انتقالي دورو پر مهال په لنډ مهاله توګه بې‌ اساسي قانونه پاتې شوي، خو د هغو د خلکو تابعیت او ملي هویت له منځه تللی نه دی. افغانستان هم د نړیوالو له نظره یو دولت دی، خلک یې افغان پاسپورټ لري، او د «افغانستان» نوم په نړیوالو ادارو کې کارېږي. ددې بحث په لاره اچول یو سیاسي او احساسي اړخ لري. ځینې کسان «افغان» یوازې د تابعیت نوم ګڼي. ځینې نور ورته قومي رنګ ورکوي. ځینې بیا د اوسني سیاسي وضعیت له امله د ملي هویت بحران احساسوي.
خو په حقوقي او تاریخي منطق پر بنسټ دا ادعا چې «د اساسي قانون په لغوه کېدو سره افغان هویت هم لغوه شوی»  هیڅ حقوقي او منېقطي بنسټ نه لري. هویتونه په عمومي ډول د یو حقوقي سند پر بنسټ نه بلکې د تاریخ، ټولنې، ژبې، دولت او نړیوالو اړیکو د دوام پر بنسټ کوي.

انجنیر داؤد اڅک ۸ – ۴ - ۲۰۲۶

                                             

ډېر پښتانه لیکوالان په خپلو لیکنو کي د استاذ پر ځای استاد لیکي په تېره بیا د پوهنتون استاذ ته. زه نه پوهېږم چي د دغو ښاغلو منطق به څه وي. خو تر کومه ځایه چي ما درک کړېده دغه ښاغلي فکر کوي چي استاد تر استاذ ښاغلې کلمه ده. یعني د احترام اړخ ئې تر استاذ دروند بولي. بل حدس مي دا دی چي دغه ښاغلي فکر کوي چي استاذ یوازي مسلکي او حرفوي کارپوه او ماهر ته ویل کیږي نه د پوهنتون استاذ ته. ځکه چي څه وخت مخکي مي یو ځوان استاذ چي اوس هم د کابل په یو پوهنتون کي استاذ دی او کله کله په تلوېزیون کي هم پر ژبنیزو مسایلو خبري کوي، په فیسبوک کي پر یوه موضوع باندي انتقاد کړاو ورته ومي لیکل چي تاسي استاذان باید متوجه اوسۍ چي... .

خو دغه استاذ ډېر په خښم سو او ماته ئې د تانې په ډول ولیکل چي ته خو هم استاذ یې. زه پوه سوم چي دغه ځوان استاذ د استاد او استاذ تر منځ توپیر ته قائله دی او په استاد کي د احترام بار ډېر ویني، چي داسي نده. نو راځۍ چي د استاذ او استاد پر کلمو باندي یو لنډ بانډار وکړو.

ما (لیکوال) چي په پورته کلمو پسي څراغ واخیست نو تر څه مزل کولو وروسته د اریک ژبي سره چي په پارتي/ فارسي باستان باندي هم یادیږي مخامخ سوم. تر ښه بانډار وروسته مي ولیدل چي زرهاوو کلونه مخکي د استاذ یا استاد پخوانۍ بڼه اوستا/ اوستاد وو. چي په فارسي کي استاد په پښتو کي استاذ او عربي کي أستاذ سویدی.

استاد په فارسي کي هم صرف د پوهنتون استاد ته نه بلکه ټولو هغه حرفویي کار پوهانو او ماهرانو ته هم ویل کیږي چي حتا لوړي زده کړي ئې هم نه وي کړي. لکه د خطاطي، نجاري، اهنګري او بنایي استاد. په عربي ژبه کي همداسي ده، یعني بیلو حرفوي کارپوهانو ته أستاذ وایي. اوس چي استاذ د پښتو خپل سوی ډول دی کېدای سي چي بې خاره په جرئت سره ولیکل سي.

که څه هم ډېرئ ژبپوهان وایي چي استاذ عربي کلمه ده خو زما (لیکوال) پلټنه ښيي چي اوستاد/ اوستا د اریک ژبی کلمه ده چي د وچیر = وزیر، قمیض = کمیس، اپت = افت او نورو هندواروپایي کلمو په شان عربي ژبي خپله کړېده.

 

داسې ستم دی چې د انسان پر ساه مالیه ږدي او لکه اژدها

ښارونه تر ستوني تېروي او د اور په ژبه 

پر خوبونو ‌باندې سرې کرښې کاږي.

دا ستم:

له بهاره او له سهاره څخه مو بیلوي او‌د حجر دور ته مو بیایې

چیرته چې چوپتیا وي

چیرته چې تیاره مو سبا وي

چیرته چې به له خپل سیوري بیلیږو 

لکه ونه چې له خپلې ریښې پرې شي

چیرته چې قدمونه مو‌ د ویرې  په خټو ښخ وي

داسې ښکاري لکه تاریخ چې شاته تاویږي او زموږ لوگی اسمان ته آلوزي.

زلمی نصرت

وایله

دنمارک


ولي الله ملکزی

له هېواده د باندې، په ۱۹۸۴م کال کې زه د تاریخ او ژورنالېزم د فاکولتې د درېم صنف محصل ووم. ټکنده غرمه وه چې د مرکزي لېلیې او طعام خورۍ له لوډسپیکرو څخه غبرګ اعلان وشو: (نن شپه به د کنفرانسونو په لوی تالار کې یوه ستره علمي مباحثه وي) ورپسې یې وویل:(نننی ځانګړی مېلمه، د هندوستان څخه راغلی د استدلال، اعتدال او زغم سمبول علامه ابوالحسن علي الندوي دی).
ماښام د تالار دواړه لوژونه تر خولې ډک شول؛ څه طالع وه او څه د لاس صفايي ماته د سټېج خوا ته نژدې چوکۍ پېدا شوه. مَلمَلي سپینه قره قلي په سر، خړچکی ساده بالاپوش په تن او د لکنهو تیله دارې پڼې په پښو د خپل مهال خوله ور لیکوال، هال ته راننوت. له علېک سلېک او لنډې سریزې وروسته؛ د خپل کتاب «ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين - نړۍ د مسلمانانو په زوال سره څه له لاسه ورکړل؟» فهرست او د څو څپرکو سرلیکونو ته تم شو. دغه اثر د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰م کې چاپ شوی او پنځه فصلونه لري چې په هغو کې د جاهلیت عصر، انسانیت مخکې له بعثت څخه؛ د اسلام لومړنۍ دوره؛ د تمدن عروج او انحطاط؛ اروپایي تمدن، د مسلمانانو د احتمالي رهبرۍ نظریه او د اخلاقي زوال غمیزه شامل دي. دا کتاب د انګریزي، فرانسوي او فارسي په ګډون، په لسو ژبو ترجمه شویدی.
له ښایسته ډېره وخته مې په زړه کې دا تلوسه په تیندکونو وه چې زه به یې پښتو ته ژباړم؛ ترڅو په ګردنۍ او پنځه ډزي ټوپک میېن پښتانه له دغسې ویاړمنې ماضي سره خپل حال او راتلونکې کوشېر کړي. په عین حال کې، دا هم په یاد ولري چې د قلم نوکه د ټوپک له شپېلۍ څخه تېزه او اعتدال له افراط څخه ډېر غوره دی. پرون مازیګر، د ژېړي لمر وروستۍ سلګۍ وې چې یو مینه ګرکي دوست مې د واتساپ په لیکې د تېرو پېړیو د عظمتونو د ۱۱ سرلارو اړوند، یو آنلاین کتاب راولېږه چې عنوان یې دی «هېرې شوې پېړۍ او د اسلام زرین دور» د ۱۴۹ مخونو دا کتاب زما یونازولي او نالیدلي اشنا، شوکت زماني لیکلی چې د تخصص ډګر یې اقتصاد او تجارت دی
د لیکوال زماني دا هڅه، د تمدني چاپېریال د لا زیاتې پېژندګلوۍ په اړه پراخه او مهم بحث رامنځته کوي. ټول کتاب مې لا نه دی لوستی ځو ماته د عامه پوهاوي او کلتوري روایت د بیا را ژوندي کولو او څېړنیز باور د مزبوتولو په برخو کې یوه بریالۍ هڅه ده. په علمي ډګرونو کې د اسلام زرین دور د عباسي خلیفه، مامون الرشید له واکمنۍ او د بغداد د علمي مرکزونو سره وېلډنګ شوی برېښي. په دې پېر کې د بيت الحکمه په څېر بنسټونه جوړ شول چې د یوناني، فارسي او هندي علومو ژباړې او پراختیا ته یې بډه وهلې وه. ښاغلی زماني استدلال کوي چې د اسلامي تمدن حېرانوونکي پرمختګونه یوازې د ترجمې غورځنګ نه وو، بلکې یو نوښتګر، تولیدي او فکري نظام وو چې وروسته یې اروپا ته د انتقال لاره هواره شوه، په ځانګړي ډول د اندلس او شمالي افریقې له سمندري پولو څخه.
د کاشغر ورېښمیني لارې، د بخاری ګومبزې، د بغداد کتابخانې، د دمشق منارې او د غرناطې او الحمراء دنګې ماڼۍ همدا نن هم د خپل ستر مدنیت او هېر شوي عظمت شاهدانې دي. موږ چې د «اقْرَأْ» او همدا شان د «نٓۚ، وَٱلۡقَلَمِ» امت یو، ولی دومره نېستمن، وېشل شوي او له پوهې او عصریت سره په ژورې دښمنۍ اخته یو؟ موږ ولی د قبر،‌ سقاط، پل صراط، د تراوېح په رکعتونو او تعویذونو په روا او ناروا کې بند پاتې یو؟ موږ ولی د عروج په خوږو یادونو د خولې خوند سازوو او د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ په پېر کې په خاړپوڅو مزل کوو؟ زه فکر کوم د دې کتاب لوستل به د دغو لاجوابه پوښتنو په ځوابونو کې بې ګټې نه وي او نوی کول به ورڅخه ډېر څه زده کړي.
د «هېرې شوې پېړۍ او د اسلام زرین دور» کتاب، تمدنونه یو له بل څخه جلا نه، بلکې یو پر بل متکي بولي او د تاریخي شالید په روښانه کولو کې یې ونډه مهمه ګڼي. دا اثر نه یوازې د پرتلیز تاریخ د بیا کتنې بهیر په نښه کوي، بلکې د تهذیبونو ترمنځ د متقابل درناوي او علمي همکارۍ بلنه هم ده. کتاب په روانې، خوږې او ځنځیري لهجې لیکل شوی او د پښتو ژبې په غنا کې یوه مهمه اضافه ده. دا اثر ښيي چې اسلامي نړۍ د منځنیو پېړیو په مهال د علم، عرفان او منطق مرکز وو او معاصر اروپايي مدنیت یې له اغېزو بې‌ برخې نه دی. له همدې امله، نه یوازې تاریخي ارزښت لري، بلکې د ایډیالوژیک هویت او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هم مهم بلل کېږي.
د دې کتاب په مهمو موضوعاتو کې د علم او فلسفې وده او د اسلامي مفکرینو لکه ابن رشد او ابن سينا طبي او فلسفي خدمتونه څېړل شویدي. ابن رشد د ارسطو فلسفه تشریح کړه چې د اروپایي رنسانس پر فکري بنسټونو یې ژور اغېز وکړ. د الجبر د بنسټګر محمد بن موسى الخوارزمي یادونه کوي، چې د فلکیاتو، کیمیا او انجنیرۍ په برخو کې د مسلمانانو نوښتونه په ګوته کوي. همدا شان د ابو رېحان البیروني، فخر الدین رازي، ابو نصر فارابي، ابن خلدون او ابن الهیثم په څېر مشاهیرو یادونه راتازه کوي او انساني ټولنې ته د هغوئ تلپاتي شاهکارونه ورپېژني.
پخوا به چې د کونړ د لوی خان (میر زمان خان) نوم یاد شو، نو د ارنوئ جګړه، د دغه غازي سیاستوال او شاعر زوئ، محمد هاشم زماني او لمسی ډاکټر عبدالرحمن زماني چې د دوه ویشتو کتابونو لیکوال دی، د ذهن په هندارې کې مجسم شول. مګر اوس یې کړوسی، شوکت زماني د دې غوړېدلې کورنۍ په لمنې کې د یو غمي په څېر وځلېد او د هېر شوي تاریخ لوستونکو ته یې له الهامونو ډکه او ارزښتناکه صندوقچه سوغات کړه. 
په ژوند، قلم او هڅو یې د برکتونو شېبې شېبې بارانونه
—-------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

             انجنیر داؤد اڅک                                                                     ۲۰ – ۲ - ۲۰۲۶
                                   
بېله شکه چي ژبه نه یوازي د افهام او تفهیم، بلکه د پوهني، افکارو، علم او تجربو د انتقال وسیله هم ده. ځکه نو ژبه په ژبپوهنه کي د ژوند لومړئ ضرورت بلل سویدی. دا هم روښانه ده چي تقریبأ هره ژبه بیلي لهجې لري او هره لهجه د ځانګړي او معیني جغرافیې محصول دی. طبعي ده چي بیلي لهجې په ژوندۍ ژبه کي رازیږي او پر مختګ کوي. دا به هم منو چي د لهجې په پیدایښت کي پر نورو تاریخي او جغرافیایي لاملونو سربېره شخصیتونه هم رول لري. یعني کله کله د یو شخص ایدیولکت Idiolect (ځانګړی ژبنئ سبک) وکړای سي چي د یوې لهجې او ژبي برخه وګرځي. دغه حالت په ژبپوهنه کي سبک پېژندني تصنع Artificiality بللی دی چي منفي اړخ لري او نه باید په ژبه کي داسي غیر طبعي صنعت رامنځته سي. 
پدې معنا:
کله چي یو کاریزماتیک شخص په خپلو لیکنو او بیانونو کي یوه کلمه، اصطلاح یا یو تکیه کلام په پرله پسې توګه په یو ځانګړي سټایل سره کاروي او خپل عادت ئې ګرځولی وي، بیا نو د هغه شخص پلویان، د هغه سټایل خوښونکي یا غوړه مالان د هغه شخص د خوشحاله کولو یا هم د هغه کاریزماتیک شخص سره د سیالي کولو په خاطر په شعوري توګه د هغه شخص د سټایل او کلمو تقلید کوي. معلومداره چي دغه تقلید پراختیا مومي او بلاخره دغه زیاتونه د یوې لهجې برخه سي. لکه ځني کسان چي په خبرو کي د وزن او قافیې برابرولو یا د خبرو او جملو د ښه تسلسل په خاطر داسي زیاتوني کوي یا سويدي چي په ژبه کي ئې ضرورت نه لیدل کیږي، اما اوس رواج دي. دغه غیر ضروري زیاتوني شاید په هره ژبه کي وي، خو په پښتو او فارسي ژبو کي چي زموږ ملي ژبي دي داسي زیاتوني سته چي باید د عادت څخه ولوېږي او پرهېز ځني وکړو. ځکه چي اوس دیجیتالي عصر دی او ډېر اسناد د ګوګل یا کوم بل اپلیکېشن پذریعه ژباړل کیږي. موږ او تاسو وینو چي په غټو کنفرانسو او رسمي لیدونو کتنو کي حتا د ملل متحد په عمومي غونډو کي هم ژباړن دیجیتالي وي. ځکه نو غیر ضروري زیاتوني چي د ژبنیزو معیارو څخه دباندي وي، هم په ترجمه کي ستونزي رامنځته کوي او هم په ګرامري لحاظ اضافه او بې ضرورته وي.
لکه دغه مهملي کلمې چي د اصلي ویي (کلمې) وروسته کاریږي: کار مار، غنم منم، پسه مسه، کوټه موټه، چکر مکر، ړنګه بنګه، عکسو مکسو، ګنډل منډل او نور. زما (لیکوال) په اند د نوموړو کلمو دوهم یا مهمل شکل چي د اصلي کلمې سره اړیکه او معنا نلري او بې ضرورته زیاتونه ده باید د استعمال څه ئې ډډه وسي. البته ځني ورته کلمې سته چي معنا لري لکه احمد څو واره تېر او راتېر سو، همداسي نور.
بله زیاتونه دا ده کله چي یو کتاب چاپ سي نو ځني ښاغلي لیکوالان په خپلو متنونو کي کاږي چي: زما کتاب یا پلانئ کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال سو/ د چاپ په ګاڼه وپسولل سو. دغه زیاتوني هم ژباړن ته ستونزي زېږوي او هم جمله بې ضرورته اوږدیږي. باید مختصر ولیکو چي زما کتاب چاپ سو.  
دریمه زیاتونه چي په پښتو ژبه کي رواج سوېده او پر تقریري ژبه سربېره اوس په لیکلو کي هم لیدل کیږي د (یو) کلمه ده، چي زما په اند یوه غیر ضروري زیاتونه ده او پر دیجیتالي ژباړن سربېره ئې ګرامر هم نه خوښوي. 
د بیلګي په ډول ما (لیکوال) یو ښایسته کتاب ولیدۍ چي عنوان ئې وو (یو څو لپي فکرونه). همداسي په بل ځای کي لیکل سوي ول (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري)،(د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) او داسي نور.
ځني د نظر خاوندان وایي چي (یو) معین کونکې کلمه ده، یعني اندازه او ظرفیت تعین او ځانګړی کوي. ځکه (یو)  ضروري دی او باید ولیکل سي. اما زه (لیکوال) په ډېر احترام د داسي نظر سره همږغی نه یم. نو پدې خاطر چي موضوع ښه روښانه سي، راځۍ چي پرهمدغه موضوع باندي یو لنډ او دوستانه بانډار وکړو چي (یو) په معین کولو، مشخص کولو یا ځانګړي کولو کي مرسته کوي که یا؟
 لومړۍ جمله: یو څو لپي فکرونه. په (څو) باندي ټوله پوهېږو چي جمع ده او نامعینه یا نامعلومه جمع ده. یعني د دوو، درو، څلورو... په شان معینه جمع نده. په همدې خاطر موږ نه سو کولای چي دغه نامعلومه مقدار د (یو) پذریعه معین یا مشخص کړو. ځکه چي اندازه او مقدار په شمېره باندي تعین او ټاکل کیږي، بېله شمېرې څخه موږ نه سو کولای اندازه مشخص یا معین کړو. او که غواړو چي مقدار ئې معین کړو باید ظرفیت او اندازه ئې شمېر کړای سو. لکه یوه لپه، دوې لپي یا درې لپي فکرونه. او که غواړو چي یوه غیر معینه اندازه معرفي کړو نو باید ولیکو چي: څو لپي فکرونه. دغه جمله هم په ګرامري لحاظ ښکلې او لنډه ده او هم ئې ګوګل صاحب په معنا کي نه ورکیږي. یعني د (یو) کلمه دلته غیر ضروري زیاتونه ده او کوښښ باید وکړو چي استعمال نسي. 
دوهمه جمله: د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري. د جملې په لومړۍ برخه کي ( د یو دوو کتابو په باره کي) وینو چي دوه کتابه په ښکلا سره معین سویدي، یعني تعداد ئې معلوم او معین دی چي دوه کتابه دي. بیا نو نه کوم ضرورت احساسیږي او نه کوم ګرامري اصل امر کوي چي (یو) پر اضافه کړو. او که (یو) اصل بولو بیا نو ادامه ئې هم باید ولرو.یعني د دوو دوو کتابو په باره کي، د درو دوو کتابو په باره کي، د څلورو دوو کتابو په باره کي هم باید ولرو چي نه ئې لرو. ځکه نو زما (لیکوال) عرض دا دی چي د (یو) ضرورت نسته او اضافه دی.
په دوهمه برخه (یو څو خبري) کي لوړ واضح سول چي (څو) نا معینه جمع ده. او موږ نسو کولای چي په (یو) ئې معینه کړو. که چیري د پورته توضیح پر بنسټ ئې بېله (یو) څخه ولیکو جمله به مو ښکلې او ساده لیکلې وي.
پایله دا چي:
که پورته زیاتوني د شفاهي ژبي څخه د عادت په خاطر نسو لیري کوالی نو په لیکلو کي باید ډډه ځني وکړو او پوره کوښښ وکړو چي پښتو ژبه ښکلې، ساده، اسانه او روانه ولیکو. یعني که لوړي جملې په لاندي ډول ولیکو هم به ښاغلی ګوګل خوشحاله وي او هم به د ګرامر احترام سوی وي:
۱ -  د (یو څو لپي فکرونه) پر ځای که (څو لپي فکرونه) ولیکو ستونزه نه زېږوي.
۲- (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري) پر ځای که (د دوو کتابو په باره کي څو خبري) ولیکو جمله به قانونمنده وي.
۳ - (د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) پر ځای که (د افغانستان د کتابتونونو په اړه څو خبري) ولیکو تاوان نه کوو.
درنښت


دودیال
   

د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل. پورې او بیا تر۱۳۵۷ پورې؛ پړاو په پړاو او له بیلابیلو خورو- ورو اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونوڅخه منسجمه شوه.  لومړی د(افغان اکاډمی) په نوم او بیا ډېر وروسته (د افغانستان دعلومو اکاډمي/اکادمی علوم افغانستان) شوه، چې تاریخ یې داسې بیانوم:
د اکاډمي بنسټ په حقیقت کې هماغه د ۱۳۱۱ل.(۱۹۳۲م.)  دکندهار پښتو ادبي انجمن و چې رئیس یې محمدعثمانخان بارکزی  او (پښتو) مجله یې نشراتی ارګان و. وروسته پر۱۳۱۶ل.(۱۹۳۷م.)کې کابل کې پښتوټولنه د علمی او اکاډمیک بنست په توګه جوړه شوه چې   افتخاري رئیس یې د هغه وخت د معارف وزیر، محمدنعیم خان و.  پښتو ټولنې ته (پښتو اکاډمي) هم ویل کېده، لکه اوس چې پېښور کې د پښټو اکاډمي ده. په ۱۳۳۴ل. (۱۹۵۵م.) کې ورته اساسنامه جوړه او یو شمېر بهرنیو اکاډمیو او دهیواد دننه علمی مراکزو سره یې توامیتونه وموندل. همدا وخت یې علمی کارکوونکو ته اکاډمیکې رتبې(څېړونکی، څېړنيار،څېړنوال،څېړندوی،څېړنپال) و ټاکل شوې. کابل مجله ، هېواد او زیری اخبار یې نشرات وو، خو هېواد اخبار له ۱۳۲۸ل.(۱۹۴۹م.) وروسته ورڅخه جلا شو. هېواد اخبار هغه وخت د ارواښاد عبدالرووف بینوا په مدیریت چلېده. د پښتو ټولنې مشاعرې، سیمینارونه او علمي کنفرانسونه دایر، علمي مقالې یې نشر اود افغانستان کالنۍ او دایرة المعارف یې چاپ کړل. هغه وخت د دولتي او شخصی (خصوصی)نویو تاسیس کېدونکو موسسو او بنسټونو نومونه د پښتو اکاډمی له خوا اېښودل کېدل چې زیاتره تراوسه اعتبار لري.  
هر هېواد خپله انسایکلوپیدیا(دایرة المعارف) لري. افغانستان هم په ۱۳۲۰ل.(۱۹۴۱م.) کې د پښتو ټولنې په تشکیل کې د دایرة المعارف د ټولنې مدیریت جوړ کړ. لومړنی مدیر یې میا محمد حسین و. پر۱۳۲۵ل.  لوی مدیریت شو او محمد هاشم پردیس (میوندوال) یې مدیرشو.
پر۱۳۲۷ل. کال د دایرة المعارف د نشر لړۍ شروع او تر ۱۳۲۸ل. پورې پینځو برخو(اجزاوو) کې د زرو مخونو په لرلو سره  بشپړشو. د دري برخې مدیر یې میر علی اصغرشعاع و، خو پښتو اډیشن یې لا نه و نشر شوی. وروستی(شپږم) جز یې پر۱۳۴۸(۱۹۶۹م.) خپور شو. پښتو ادیشن باندې پر۱۳۲۹ل. کار پیل شو، مدیر یې غلام جیلانی جلالی و.  وروستی(اووم ټوک) یې پر۱۳۵۵ل. کال خپور شو. په دې توګه د آریانا دایرة المعارف لومړی دور(شپږ ټوکه دري او اووه ټوکه پښتو) نشرشو. د اریانا دایرةالمعارف دوهم دور مستقل نه و، بلکې د افغانستان دعلومو د اکاډمی تشکیل کې  پر۱۳۸۵ل. پیل شو، چې دا وخت یې مرکز ریاست ته اوچت شوی و، لومړی رئیس یې ارواښاد میوندي، بیا استاد رفیع او وروسته یې آغلی څېړنپوه ثریا پوپل رئیسه وه. راقم السطور د دایرة المعارف د انستیتیوت آمر وم. په دې دور کې مو پښتو او دري یو ځای شروع کړ. هر دري ارتیکل به پښتو ته او هر پښتو لیکل شوی آرتیکل مو دري ته ژباړل. په لیکوال شرط نه و چې دري یا پښتو یې ولیکي. لکه هغسې چې پنځوسمو کلونو کې د هېواد جغرافیایی قاموس پیل شوی و، دا وخت یې هم دوام وموند او اتنوګرافی ورسره. 
د راقم السطور وړاندیز تل هغه وخت دا و چې د دایرة المعارف ریاست دې د( دایرة المعارف او قاموسونو) د ریاست په نوم شي او  د دې ریاست اډانه کې دې یو د افغان دایرة المعارف انستیتیوت اوبل د افغان قاموس انستیتیتوت جوړ شي، خو د ادبیاتو مرکز؛ په تېره سرمحقق نصرالله ناصر صاحب زما وړاندیز رد او ویې ویل چې قاموسونه د ادبیاتو څانګې پورې اړه لري. د اکاډمی مرستیال ارواښاد سوبمن صاحب چې مخکې یې زما وړاندیز نه و رد کړی، د سرمحقق ناصر ټینګار یې ومانه او زما وړاندیز یې بابېزه پرېښود. ما ټینګار ونه کړ، کار ته مو دوام ورکړ، وروسته دواړو برخو کې ګټور کارونه وشول او ښه پرمختګ راغی.
لکه چې وویل شول  اریانا دایرة المعارف په پیل کې مستقل و، خپله کړنلاره یې لرله. دې سره یوځای یو څو نور اکاډمیک بنسټونه هم په پیل کې یا د معارف وزارت یا د مطبوعاتو مستقل ریاست/اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند فعال وو، چې دا هریو باید لکه پښتو ټولنه او د دایرة المعارف مدیریت د اوسنۍ دعلومو اکاډمی بنسټونه وبولو، لکه : د تاریخ ټولنه (۱۳۲۱ل.) دمطبوعاتو ریاست اړوند، مدیریې احمدعلی کهزاد او خپرونه یې(آریانا مجله)وه، ورسره یو ځای یې د(افغانستان) مجله د یونسکو په ژبو خپروله. بل مهم بنسټ د لرغونپوهنې(باستانشناسی) آمریت و. دا په ۱۳۴۵ل. د انستتیتوت په نوم د اطلاعاتو او کلتور وزارت اډانه کې جوړشو. لومړنی آمر یې دکتور شاهی بای مستمندی و. دوه مجلې یې خپرولې: هرات باستان او کوشاني مجله .
بل اکاډمیک مرکز د کوشاني څېړنو مرکز و، چې د یونسکو د څوارلسمې عمومي غونډې او۳۲۳شمېره فېصلې سره سم جوړ شو، بیا د دغه نړیوال سازمان د پینځلسمې غونډې له پرېکړې سره سم یې ۱۹۶۸م. کال کې په ټوله منځنۍ آسیا کې د کوشانیانو په اړه څېړنې پیل کړې. په ۱۹۷۰م. کال په کابل کې د کوشانیانو یو نړیوال لوی کنفرانس دایر او د کوشاني څېړنو کار د علامه عبدالحی حبیبی تر ریاست لاندې په کار پیل وکړ. د کوشانیانو نړیوال کنفرانس کې دمنځنۍ آسیا پینځو هېوادو او ورسره د شوروی اتحاد، آلمان، فرانسې، انګلستان او امریکا د لرغونپوهنې د ادارو هیئتونو برخه لرله. له دغه نړیوال کنفرانس وروسته له ۱۳۵۴ل.(۱۹۷۵م.) وروسته د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په تشکیل کې د کوشانی څېړنو نړیوال مرکز جوړ او بودجه یې د یونسکو له خوا وه. خپرنیز ارګان یې د«تحقیقات کوشانی» مجله وه چې لومړنۍ ګڼه یې پر۱۳۵۷ل. کال کې خپره شوه. 
پر۱۳۵۴ل. دپښتو څېړنو نړیوال مرکز د یونسکوله خوا منظور او مقر یې کابل کې په  ۱۹۷۵ل.کې جوړ شو. د پرانیستی کنفرانس کې یې د افغاني څېړونکو ترڅنګ د بهرنیو هېوادو څیړونکو لکه پروفیسور مورگنسترن او یو شمېر نورو ګډون کړی و. همدی کنفرانس کې (پښتو) مجله دیونسکو په ژبو منظور او خپره شوه. 
پورته یاد شویو ټولو مراکزو او بنسټونو خپلې ځانګړې تګلارې لرلې. دا ټول خواره واره اکاډمیک مراکز وو، حال دا چې نورو هېوادو دعلومو اکاډمۍ لرلې. دا وخت د افغانستان د علومو د اکاډمي مفکوره رامنځته شوه، چې د ۱۳۴۶ل. کال د تلې پر۲۶مه د(افغان اکاډمی) په نوم یوه طرح د محمدظاهرشاه د زېږېدنې په مناسبت ترلاس لاندې ونیول شوه. لومړني اسناد، مرام او تشکیل یې جوړ او یو شهزاده یې افتخاری رئیس او د اطلاعاتو او کلتور وزیر یې آمرو ټاکل شو. دا لومړنی طرح د اطلاعاتو او کلتور د وزیر اکادیمسن محمود حبیبی په وړاندیز او د پاچا په موافقه په هغه لویه غونډه کې چې کابل هوټل کې جوړه شوی وه، لوړو مقاماتوته وړاندې شوه. په دې غونډه کې د صدارت مرستیالانو عبدالله یفتلی او دکتور عبدالقیوم، د اطلاعاتو او کلتور دوزارت رهبري لکه محمدخالد روشان معین او د هغه وخت پوهانو او لیکوالو لکه: دکتور سید بهاءالدین­مجروح، خال محمد خسته، غلام محمد نوید، سید محمد قاسم رښتیا، محمد اسماعیل مبلغ، صالح­محمد پرونتا، عبدالوهاب طرزی، محمد صدیق روهی، میر محمد صدیق فرهنگ، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، حبیب الله تږی، پوهاند عبدالحی حبیبی، دکتور عبداللطیف جلالی، حبیب الرحمان جدیر ، سید فقیر علوي د اصلاح ورځپاڼې مدیر، میر سعید بریمن د هیواد ورځپاڼې رئیس، کریم روهینا د انیس مسؤول مدیر، عبدالحمید مبارز د باختر آژانس رئیس، محمد کریم نزیهی، محمد ابراهیم صفا، محمد ابراهیم ثابت او محمد هاشم رحیمی ګډون درلود. دغه طرح تائید او د ۱۳۴۹ل. کال د وري په دویمه د سلطنت د لسم نمبر فرمان له مخې افغان اکاډمي رسماً تشکیل او شاه محمود خان یې افتخاري رئیس شو. پورته یاد شوی اکاډمیک خواره- واره مراکز پکې منسجم او دغه درې واحدونه یې لرل: د تاریخ د ټولنې ریاست، د آریانا دایرة المعارف ریاست او د پښتو ژبې د پرمختیا آمریت، یو اداري آمریت او د کتابتون مدیریت. 
یوه خبره روښانه نه ده چې سره له دې چې ارواښاد روهي او استاد حبیب الله تږي د علومو داکاډمی طرح سره موافق او ورته خوشحاله وو، خو په دغه تشکیل کې یې د پښتو ټولنې د مدغم کولو مخالفت وکړ، ښايي موخه یې دا وه چې پښتو ټولنه همداسې خپلواکه پاتې شي(؟).
له هغه وخته را وروسته د افغان اکاډمي افتخاري او مسلکی علمی غړي(د الفبې په ترتیب) دا وو:
عبدالهادی داوي، علی احمد نعیمی، غلام جان خان، غلام جیلانی جلالی، غلام حسن مجددی، غلام فاروق اعتمادی، گل پاچا الفت، لعل محمد کاکړ، مایل هروي، محمد آصف سهیل، محمد ارسلان سلیمی، محمد ابراهیم ثابت، محمد ابراهیم خلیل، محمد اسماعیل مبلغ، محمد ابراهیم صفا، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، محمد رفیق حبیبی، احمد علی کهزاد، امین الله زمریالی، حبیب الله تږی، خال محمد خسته، دکتور محمد اکرم، ذبیح الله رسا، سید احمد شاه هاشمی، سید بهاءالدین مجروح، سید شمس الدین مجروح، سید قاسم رښتیا، صالح محمد پرونتا، ضیا قاریزاده، عبدالاحمد جاوید، عبدالحی حبیبی، عبدالخالق واسعی، عبدالرووف بینوا، عبدالرزاق پوپل، عبدالشکور رشاد، عبدالواحد واجد، محمد شاه ارشاد، محمد صدیق روهی، محمد صدیق طرزی، محمد صدیق فرهنگ، محمد فرید، محمد قدیر تره کی، محمد کریم نزیهي، محمد گل نوري، محمد هاشم رحیمي، مولانا عبدالعزیز قربت، نور احمد شاکر او یارمحمد نظامی.
افغان اکاډمی هغه وخت د بیلابیلو څیړنیزو او فرهنګی واحدونو په یو ځای کولو سره تاسیس شوه. دا وخت  نړۍ د ساینس برخه کې نوي بریالیتوبونه ترلاسه او دا پیړۍ د ساینس او تکنالوژي عصر بلل شوی و، نوځکه افغان اکاډمی ځان ته څو مهمې موخې وټاکلې:
۱.د ټولنیزو علومو په برخه کې باید د هېواد د ژبو د ریښو او پیل، د علمی متونو د څېړنې او د ادب د کره کولو په اړه کار وشي،
۲.دعلمی، ادبي او ټولنیزو نښېرونو خپرول،
۳.د نویو فکری او ادبی افکارو او د ټولنیزو مسایلو د ارزونې ژباړې ترسره کول او د لرغونپوهنې په ډګر کې څېړنه، 
۴.د آریانانا دایرة المعارف د کړنلارې پرمخ بیول چې لږ مخکې پیل شوی و، دهغو په دوام د اختصاصی دایرةالمعارفونو خپرول،  
۵.د ساینسي څانګو(طبیعي علومو) پرمختیا.
دا وخت افغان اکاډمي یو شمېر مهمې مقالې او مستقل تاریخی کتابونه نشر کړل. د بیلګې په توګه د  فولکلور برخه کې«د خلکو سندری» پر۱۳۴۹ل. کال ، « د پښتو پخوانۍ تذکرې» پر۱۳۵۰ل. کال. او «ابدالۍ توره» پر۱۳۵۲ل. کال.  د دغو کتابو خپروونکی «د افغانستان اکادیمی» او اړوند څانګه یې د تاریخ ټولنه معرفي شوې وه. له دغو کتابونو سره یوځای مجلې هم نشر شوې وې.
څو کاله وروسته د ټولنې په پرمختګ او د عصروزمان غوښتنو سره سم«  افغان اکادیمی» پراخه شوه او پربنسټ یې  دافغانستان دعلومو اکاډمی/ اکادمی علوم افغانستان رامنځته شوه. د دغه نوي علمی او فرهنګی لوی مرکز فرمان د ۱۳۵۷ل. د زمري پر پينځلسمه(۱۹۷۸) د دوو برخو(طبیعی علومو اوټولنیزو علومو) په لرلو سره صادر شو. د وزیرانو دشورا دارالانشا د ښوونې او روزنې وزارت ته په دې اړه لاندنی لیک واستاو، دلیک متن کټ مټ داسې و:
(د وزیرانو د مجلس تر ۹۸۷ فیصلی لاندې په دیارلسمه غونډه، نیټه ۱۳۵۷/۵/۱۵ش. کې د ښوونې او روزنې د وزارت د عرضپاڼی په اساس پریکړه وشوه چې: په افغانستان کې دعلومو د تکامل په مقصد د علومو د اکاډمی تشکیل چې د یوې لوړې علمي سویې کمیسیون په واسطه ترتیب او تنظیم شوی دی، د وزیرانو د عالي مجلس له خوا د عظمی صدارت په چوکاټ کې تأیید او منظور شو).
د دغه لیک له صادرولو وروسته د علومو اکاډمی د ښوونې او روزنې(معارف) وزارت څخه خپلواکه او د یو جلا علمی ادارې په توګه د کب د میاشتې پردوهمه نېټه یې کار پیل کړ.  لومړنی رئیس یې ارواښاد دکتورګل محمد نورزی و چې له رتبې لوړ بست کې مقرر شو. په دې اقدام سره د پخوانۍ پښتوټولنې قانون چې د دې علمی ادارې بنسټ و، د اجراءاتو سند شو.  وروسته بیا هر ریاست او مرکز ته کاري کړنلاره او بیا د افغانستان د علومو د اکاډمی قانون جوړ شو. 
لومړني رئیسان یې دا وو:
پوهندوی دکتور گل محمد نورزی، اکادمیسین غلام مجدد سلیمان لایق، پوهنمل گلداد، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتورعلوم عبدالکبیر رنجبر،اکادمیسین عبدالاحد عشرتی، سرمحقق محمد محسن فورملی، ملا محمد حسین مستسعد، مولوی خلیل الله فیروزی، سر محقق عبدالباری راشد، سرمحقق ثریا پوپل،   ... او اوس یې رئیس شیخ فریدالدین دی.
د علومو اکاډمی وروستیو کې دریو برخو(بشری علوم، طبیعی علوم، اسلامی علوم)کې مرستیالان لرل؛ نومونه یې دا دي: کاندیدای اکادمیسین محمد ظاهر افق، سرمحقق دوکتور دولت محمد لودین، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتور علوم عبدالکبیر رنجبر. 
هغو ذواتو چې معاونیتونه یې پرمخ بیولي، دا وو: ، اکادمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد،مولوی فریدالدین محمود، سرمحقق دکتورمحمد علم اسحاق زی،سرمحقق نصرالله سوبمن، سرمحقق محمد اسلم افضلی، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، کاندید اکادمیسین پوهنوال عبدالصمد سلیم، سرمحقق دکتور شاه محمد میوندی، مولوی شجاع الدین خدام، سرمحقق دکتور عبدالخلیل ظریفی، سرمحقق دکتور نجم الدین ترین،غلام ربانی ادیب، مولوی ذکی الله اشرفی، معاون سرمحقق میرمحمد شریف پاکرای، محقق عبدالباری راشد او مولوی سیف الرحمن سایف ستانکزی.
د اکاډمی علمی منشیان بیلابیلو وحتونو کې دغه درانه ذوات وو:دکتورعبدالسمیع غفاری، محمد ظاهر افق، محمد حسین هلالی، پوهاند دکتورمحمد نادرهادی، سرمحقق نصرالله ناصر، سرمحقق دکتور الف محمد شرر، سرمحقق سید امین مجاهد، دوکتور احمدشاه عمر وردک او احمدی.
وروسته تر ۱۳۶۵ل. کال څخه د ژبو او ټولنیزو علومو ترڅنګ؛ د ساینسی برخو لکه: د کیهانی څېړنو مرکز، انستیتوت سیسمولوژی و تهیه و نصب دستگاه زلزله سنج، د اوبو د څېړنوانستیتوت ، د لمر د انرژی کارولودیپارتمنت ، د باد د انرژی دکارولو څانګه، د جنیتکس، بیوتکنولوژی، جن¬ انجینیرنگ او خاورې پوهنې څانګې جوړې او د زراعت، فزیک، ریاضی، کیمیا، بیولوژی، تخنیک، زمکپوهنې علومو، طب او فارمسی ته پاملرنه وشوه.د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د ریاست رهبری هم د علومو اکاډمی په غاړه و.
د افغانستان دعلومو اکاډمی د بډای کتابتون لرونکی ده چې قیمتي خطي نسخې یې خوندي کړي دي. د خپرونو نومونه یې؛ اریانا، خراسان، پښتو، طبیعت، تیبان، زیری او تفکر دي. له دې برعلاوه هرکال د نویو څیړنو برخو کې نوي کتابونه نشروي. اوس دافغانستان د علومو اکاډمی د دایرة المعارف، دکوشانی څیړنو، د سیمه ییزو څیړنو اود اسلامی څیړنو مراکز ، لابراتوارونه، تشخیصیه کلنیک، د ونو او بوټو د مطالعې برخه، د اتنوګرافی موزیم او اداري څانګې لري. 
د قانون له مخې، د اکاډمی رئیس انتخابی دی، د کار دوره یې څلورکاله ده.  دغه علمی بنسټ د بیلابیلو هیوادو علمی مراکزو سره د اړیکو، د سیمینارونو او کنفرانسونوددایرولو، د علمی څېړنو د ترسره کولو، دهېواد دطبیعی زیرمو مطالعات او ارزونه، دملی اقتصاد د ودې په خاطر د نویو ساینسی او تکنولوژیکي پرمختګونو د مناسب کارولو د لارو موندل، د علمی، فرهنګی، اقتصادی او ټولنیزو پلانونو د طرح، ارزولو او تطبیق کې مرسته، د غیر اسلامی او بیګانه اثراتو مقابل کې درېدل او دهغو د نفوذ مخنیوی، ملی فرهنګ ته ارتقا ورکول او په ټوله کې په هېواد کې د علومو د کمی او کیفی ودې تامینول دي.
د علومو اکاډمی د اتنوګرافی د موزیم او د خپل کتابتون ترڅنګ؛ یو بل کتابتون چې ښاغلی حبیب الله رفیع ډالۍ کړی او د پوهاند امان الله حیدرزاد د پژګر او انځورګر د آثارو زېرمه لري د اتنوګرافی موزیم کې اېښودل شوي دي( استادحیدرزاد د۲۰۲۶د جنوري میاشت کې له هېواد بهر وفات شو جنتونه یې نصیب شه). دعلومو اکادمی درېیم پوړ کې د میناتوري د آثارو یو نندارتون هم لري. داکاډمی مرکزی ودانۍ د نوي ښار د شاببوجان د کوڅې پای کې ده، چې د کابل د کورنیو جګړو له پای ته رسېدو وروسته  دولسمشر حامدکرزي د فرهنګی مشارو دروند او منلي استاد ښاغلی سرمحقق زلمی هیوادمل په پرله پسې هڅو او سید ه څارنه جوړه شوه. ورسره پخوانۍ ودانۍ ترمیم او د اتنوګرافي موزیم شو. مرکزی تعمیر د وړکتون او ترانسپورت او پخلنځي الخاقیې هم لري. بله ودانۍ یې زمبق څلور لاره کې او یوه بله دوه پوړیزه پخوانۍ ودانۍ یې د شیرپورڅلورلاره کې ده. 
د علومو اکاډمی په وروستیو کې د نورو علمی پروژو ترڅنګ؛ دوه لویې پروژې عملي کړی: یوه یې د آریانادایرة المعارف دویم دور، په شپږوټوکونو کې په دري او پښتو ژبو او بل یې دهېواد د اتنولوژی پروژه وه. د دایرة المعارف لپاره د آرتیکلونو د لیکلو او د تثبیت او ارزونې لپاره د اکاډمی دعلمی غړو ترڅنګ د پولیتخنیک، طبي پوهنتون، کابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون استادانو کار وکړ. د دایرةالمعارف د دوهم دور لومړی ټوک په ۱۳۸۵ل. کال چاپ ته چمتو او د نبراسکا (پخوانۍ اریانا) مطبعې سره یې د چاپ قرار داد وشو. راقم الحروف دا وخت د دغه انستیتیوت مشر او آغلی سرمحقق ثریا پوپل د مرکز رئیسه وه. ټول اوو تنو دغه انستیتیوت کې کار کاو.
په ۱۳۸۱ل. کال د لرغونپوهنې انستیتیوت له اکاډمی څخه جلا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره وتړل شو، خو علمی رهبری یې د اکاډمی په غاړه وه، په ۱۳۹۰ل. کې بېرته اکاډمی سره وتړل شو. د کابل د جنګونو له پیل مخکې ۷۰۰تنه دانشمندان او متخصصان په بیلابیلو دیپارتمنتونو کی په علمی کارونو بوخت وو، تر۱۳۸۱ل. د اکاډمی علمی کارونه خنډونو سره مخ شول، ترڅو چې بېرته تشکیلات او بودجه بشپړه شوه. په ۱۳۸۴ل. کې یې یو شمیر بستونه تنقیص شول. په دې کال د ښځینه کارکوونکو سلنه ۱۷ ٪  ته رسېدله.
تېر وخت کې چې کومو پوهانو د آثارو د شمېر له پلوره زیات کار کړی و، دا دي:
پوهاند دکتور احمد شاه جلال،پوهندوی دکتور اسدالله حبیب، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، دکتور حیدر مسعود، دکتور سامیه عبادی روشنگر، عبدالرحمن پهوال، عبدالرحیم خوشدل، عبدالرشید رؤف، عبدالسمیع غفاری، پوهنوال عبدالصمد سلیم، عبدالغفور باهر، سرمحقق دکتور عبدالکبیر رنجبر، عبدالمجید نباتی، دوکتورعلی احمد، غوټۍ خاورې، ش. یارقین، مهرزاد بلوچ، دوکتور ستانکزی، پوهاند شاه علی اکبر شهرستانی، غلام ابوبکر، پوهنوال دکتور غلام محمد بهرام، پوهاند فقیر محمد زمری، گل احمد خالدی، محمد ابراهیم عطایی، محمد اعظم سیستانی، محمد اکرم عثمان، دوست شینواری،محمد انور نومیالی، معتمد شینواری،محمد امین امام، محمد حسین هلالی، پوهاند محمد رحیم الهام، سرمحقق محمد صدیق روهی، محمد ظاهر افق، دکتور محمد یعقوب واحدی، غ.ا. ترین، شریف الله خان شریفی، دکتور محمود حبیبی، دوکتور مهر محمد اعجازی، پوهاند میر حسین شاه، سیدمحی الدین هاشمی، ع.یاد(طالبی)، فرهمند، عبدالواجد واجد، بشیرافغان، سید امین مجاهد، شرر، محمدشریف ځدراڼ، دوکتور سکندر حسینی، استاد لطیفه قریشی، داکتراحمدشاه وردک، مولوی بصیرت او ګڼ شمېر نور( دا چې د ګڼ شمېرحقدارو استادانو نومونه اوس را یاد نشول، بخښنه غواړم. دغې لیکنه کې یواځې په لنډ ډول د افغانستان د علومو د اکاډمی تاریخچه یاده شوه، د پوهانو اودانشمندانو نومونه ضمنی یادشول). د لیکنی موخه د دغه علمی -تحقیقی بنسټ کرونولوژیکه معرفی او د دیپارتمنتونو او ریاستونو پېژندنه وه. دلته به د ټولو درنو علمی ذواتو او څېړونکو د نومونو او څانګو یادول ډېر وخت او ځای ونیسي، نو دا کار به بل وخت ته پرېږدم.
په ټوله کې وروسته تر ۱۳۹۰ل. د اکاډمی د اوج کلونه مخ په ځوړ شول. رهبری متفرقه، دسپلین  ضعیف، له بهر څخه لاسوهنې پیل، علمی ارزښتونه پایمال او د(جوان سازی) د سیاست له مخې تجربه لرونکی کادرونه بی واکه شول. دا وخت زیاتره پخواني استادان وفات او بیا وروسته تر۱۴۰۰ ل. زیاتره مهاجر شول.


لیکنه او تحقیق: ماسټر حسیب الله «وحدت»

د ژبپوهانو په اند کله چې انسان د ځمکې په هسکه او ټیټه قدم کیښوودلو، يو لړ داسې بې معنا آووزونه يې رامنځته کړل، چې ددوی ترمنځ د پوهاوي وړ نه و، خو د وخت په تیریدو سره دوی د یو څیز یا شي لپاره په یو واحد آواز سره دځینو په اړه یوه خوله شول او د همدې واحد آواز په ادا کولو سره د دوی ترمنځ مفاهمه رامنځته شوه، بلاخره د همدې مفاهمې پرمټ یې يو او بل ته خپل درک او اړوند پیغام انتقال کړ.

کله به چې کوم آواز د محبوبیت، لنډون او مداومت له اړخه په پراخه کچه يوه واحد جنس یا شي ته وکارول شو، په نتیجه کې به یې عامه فهم رامنځته شو، همدا آواز به ددې بشري ټولګې د ژبې اساسي توکی وګرځیده.

غواړم په لنډ ډول ووایم چې لومړی بشري فهم د آواز له اړخه رامنځته شو، بيا ددې آواز انتقال نورو نسلونو ته د خپلې ژبې د ارزښت ساتنې په موخه، له يوه ځای څخه بل ځای ته د پيغام انتقالولو سره تورو ته اړتيا پيښه شوه.

ددې اړتیا سره سم د ژبپوهانو د اواز سمبولونه(توري) انتخاب کړل، ترڅو د ژبې د ارزښت ساتنه، آسانه ښوونه، ساده زده کړه او انتقال په ښه توګه ترسره شي.

 راځو دیته چې (توری) څه ته ويل کېږي؟

توری د یوې ژبې هغه اساسي توکی یا سمبول دی چې له مخې یې هغه آواز رامنځته کیږي کوم چې د یوې ژبې له اساساتو سره اړیکه لري او له نورو معنا لرونکو آوازونو سره د یو ځای والي په صورت کې په یو شي، حالت یا نوم باندې دلالت کوي.

د توري له پیژند وروسته ويلای شو چې د تورو مجموعې ته د یوې ژبې الفبا ويل کیږي کوم چې د هماغه ژبې د مفاهيمو او اساساتو بنسټ پرې اتکا مومي.

دا چې پښتو ژبه هم د نورو ژبو په شان د یو شمېر خاص او مختلطو الفبا تورو لرونکې ده، د پښتو خاص توري هغه دي چې يوازې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، او مختلط‌ توري بیا هغه توري دي چې د پښتو ژبې سربېره، په نورو ژبو کې هم پراخ استعمال لري او د هغه ژبې د پیغام په ليږد او رالیږد کې د استعمال وړ وي.

پښتو ژبه له دوه ترکیبي برخو عربی او دری څخه رامنځته شوې ده، دا هغه ژبې دي، چې توري يې په پښو ژبه کې په پراخه کچه کارول کیږي‌.

 اړینه ده چې د پښتو ژبې خاص یا ځانګړي توري وپيژنو؛ چې له پښتو علاوه په بله ژبه کې نه کارول کېږي، هغه توري ټول اته(۸) دي، په لاندې ډول دي.
ټ. څ. ځ. ډ. ړ. ښ. ڼ. ږ.

د همکار ژبو له ډلې عربي ژبه هغه ده چې تر دری ژبې ډیر توري یې په پښتو کې کارول کیږي، عربي ژبه ټول دیرش ۳۰ توري لري، چې اته ویشت (۲۸) توري پکې له کوم تړاو او ترکیب پرته په پښتو کې؛ لکه څرنګه چې په شکل کې استقلال لري په آواز کې هم له استقلال څخه برخمن دي، د عربي ژبې ټول دیرش (۳۰) توري په لاندې ډول دي:
ا. ب. ت. ث. ج. ح. خ. د. ذ. ر. ز. س. ش. ص. ض. ط. ظ. ع. غ. ف. ق. ک. ل. لا. م. ن. و. ه. ء. ی.

له پورته دیرش(۳۰) تورو څخه دوه داسې توري دي، چې استقلال نه لري، يو توری د همزه( ء ) دی، چې د (ا. و. ی) تورو سره د تړاو له مخې یا د توري د پاسه یا ښکته استعمالیږي.

دوهم توری د ( لا ) عربي توری دی چې د شکل له مخې ترکیبي توری بلل کیږي خو آواز ترې په واحده توګه ادا کیږي.

د همزه( ء ) او ( لا ) دوه هغه توري دي چې د اته ویشت استقلال لرونکو تورو سره يوځای شي ټولټال دیرش ۳۰ توري کیږي.

اوس راځو دری ژبې ته؛ دا د پښتو هغه ترکیبي ژبه ده چې له عربی او خپله پښتو ژبې وروسته په دریمه کچه زیات (څلور ) توري یې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، هغه توري په لاندې ډول دي:
چ. پ. ژ. ګ.

لکه څرنګه چې د پښتو ژبې ترکیبي یا یوځای کېدونکې برخې مو سره له خپلو حروفو وپیژندلې اوس دا هم زده کوو، چې په کلمه یا جمله کې توري د نښلون یا تړاو له اړخه په دوه ډوله دي، ۱- خپلواک توري ۲- ناخپلواک توري.

۱- خپلواک توري:
خپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره نه نښلي (یعنې یوازې له مخکېني توري سره نښلېږي)، چې ټول دوولس (۱۲) توري کیږي، او دا ټول دوولس توري دا دي: 
ا ډ د ذ ر ‌ ز ړ ږ ژ و ڼ ء.

۲- ناخپلوک توري:
ناخپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره ونښلول شي، کوم چې په لاندې ډول دي:
 ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ګ ك ل م ن هـ ي.

که په ټوله کې ووایو نو په پښتو ژبه کې ټولټال (۴۲) دوه څلویښت توري کارول کیږي، دا توري په لاندې ډول دي:
 ا ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ د ډ ذ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل لا م ن ڼ و ه ء ی.

تر دې ځایه مو د تورو په اړوند مفصل معلومات خپل کړل اوس دا هم لولو چې هر توری پرته له ناخپلواک تورو څخه د يوې کلمې په ترکیب کې دری حالتونه لري، لنډ وضاحت یې په لاندې ډول دی:

۱- لومړی حالت(د کلمې په پیل کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري له بعدي یا ورپسې تورو سره په يوه کلمه کې نه نښلول کیږي خو برعکس ناخپلواک توري له ورپسې تورو سره نښلول کیږي.

۲: دوهم حالت(د کلمې په منځ کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري د استعمال ځای نه لري، خو ناخپلواک توري له مخکني او ورپسې تورو دواړو سره د نښلون وړتیا لري.

۳: دریم حالت (د کلمې په اخر کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري له مخکني تورو سره د وصل وړتیا لري خو له وروستيو تورو سره بیا دا قابلیت له لاسه ورکوي، په دې حالت کې ناخپلواک توري هم د خپلواک په شان په پوره شکل سره ليکل کیږي.

پورته دری هغه حالتونه وو چې په کلمه کې د خپلواکو او ناخپلواکو تورو د ليکلو او تړلو وضعیت یې څرګند کړ.

د اړیکې شمېره: ۰۷۷۷۰۱۰۸۰۰
ایمیل ادرس: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

احمدشاه بابا زموږ د هیواد هغه نامتو، باتوُر، هوډمن، پتمن او مدبر شخصیت وو، چې په توُره او میړانه یې د لوی او سرلوړي افغانستان تاریخ روښانه او ځلانده ساتلی وو.

دی نه یوازې زموږ د هیواد یو زړه ور واکمن، ننگیالی، حق پالونکی او مېړنی پاچا وو، خو د کلک هوډ او ملي ارادې یو ستر او پیاوړی تاریخي شخصیت هم وو.  

ده په توُره، تدبیر او میړانه کې نه یوازې کلک عزم او لوړ همت درلود، بلکې د خپل اوچت قلم او څپاند استعداد او وړتیا له لارې یې د ادب او فرهنگ ډگر هم تود ساتلی وو. دی فرهنگپال او فرهنگیال شخصیت وو او د پښتو ادب په غیږ کې یو خوږ ژبی، ولسي، با احساسه او ملي شاعر هم وو.

«خدای بخښلی احمد شاه بابا» د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی و‌و په خټه ابدالي سدوزی وو. دی پر (۱۱۳۵) هجري کال کې چې له (۱۷۲۲) زېږدېز کال سره سمون خوري، په هرات کې زېږېدلی دی، مشر ورور يې ذوالفقار خان نومېده چې یو ځواکمن، غښتلی بادرکه او با احساسه انسان وو او د  خپل پلار له مړینې څخه وروسته د هرات د حاکم په توگه یې دنده لرله.

دا یو څرگند حقیقت دی، مور د ژوند ستره هستي او لویه شتمني ده، چې په خپلو وږمو، وړانگو او شغلو یې په ټولنه کې تورې او تپې تیارې روښانه او رڼا کړېدي. مور د خپل  کور د کړۍ رڼا یي ده، لکه شمع په اور کې سوزي، تر سحره بلېږي خو د خپل کور خوا و شا ته رڼايي راولي.

د احمدشاه بابا مور زرغونه نومیدله په خټه الکوزی وه. د ده مور هغه درنه، پتمنه، سپېڅلې او زړه سوانده میرمن وه، چې دخپلې پوهې، لوړ سوچ، اند او فکر په وسیله یې له کوچینوالي څخه د احمدشاه بابا روزنې او پالنې ته ځانگړې پاملرنه درلوده او هم یې وروسته کله چې احمدشاه بابا د هیواد د مشر او واکمن په توگه وټاکل شو، په ډېرو سلطنتي چارو کې یې هغه ته غوره مشورې ورکولئ او مرسته به یې ورسره کوله.

کله چې د احمدشاه بابا پلار زمان خان له نړۍ څخه سترگې پټې کړئ، دی یو کلنۍ ته لانه وو رسیدلی.

احمدشاه بابا له خپل مشر ورور ذوالفقار خان سره له هراته کندهار ته راغی هغه وخت دی اته یا نه کلن وو. شاه حسين هوتکي له دې وېرې چي ابداليان به د ذوالفقارخان په مشرۍ د ده د واکمنۍ لپاره گواښ جوړ کړي، دی یې د خپل ورور سره یو ځای په تنکۍ ځوانۍ کې ونيول او په بندي خانه کې یې بندیان کړل. د بندیتوب نېټه یې په کندهار کې له (۱۷۳۱ ) زېږدیز کاله تر (۱۷۳۸) زېږدیز کاله پورې وه. احمدشاه بابا کابو شپږ کاله د شاه حسین هوتک په بندیخانه کې وو او د ځوانۍ د ودې او پر مختگ مهمه دوره یې هلته تېره کړه. د لیکوالو او څېړونکو د څېړنې پر لاسوند دا هغه دوره ده چې  احمدشاه بابا د خپل ادبي او فرهنگي استعداد، لوړتیا او پوهې له لارې تصوف او ادب ته پاملرنه کړیده.

نادر افشار پر( ۱۷۳۸) زېږدیز کال کې کندهار ونـﯦـوُ او احمدخان  یې له خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای له زندانه خلاص او مازندران ته تبعید کړل. پر دغه مهال احمد خان شپاړس یا اوه لس کلن ځوان وو. ذوالفقار خان هلته مسموم او ووژل شو او احمد خان په مازنداران کې پاتې شو.

احمد خان (۲۰) کلن ځوان و‌و، چې د نادر افشار دربار ته ورسېد او نادر افشار هغه په خپل لښکر او پوځ کې د افسر په توگه وټاکه. دی هغه تکړه، فعال او با استعداده  نظامي افسر وُ ، چې د خپلې ځانگړې نظامي پوهې او زړه ورتیا په وسیله نادر افشار د ابدالي او اربکي پوځ مشري ور وسپارله، او وروسته يې د خپلو ساتندويانو د مشر په توګه وگماره.

احمد خان د نادر افشار هغه ځوان، میړنی، غښتلی او پیاوړی نظامي افسر وو، چې د هند په فتوحاتو کې له نادر سره ملگری او په دې برخه کې یې اغیزمنه دنده درلوده. دی هغه مدبر او هوډمن شخصیت وو،  چې د خپل ځانگړي استعداد او وړتیا له لارې یې د ادارې، جگړې او سیاست په برخه کې گټور ازماېښت ترلاسه کړي وو، او د سیاسي او ټولنیز ژوند د بېلابېلو ستونزو، کړاوونو، پېښو او حوادثو  پر مهال یې ترخې او خوږې خاطرې درلودې او له دغو حالاتو او خاطراتو نه يې ډیر څه زده کړي وو. د نادر افشار په دربار کې یې د بېلابېلو خلکو سره لیدنې شوې وئ او د پوځیانو په منځ کې د یو وتلي، پیاوړي او زړه سوانده  نظامي افسر په توگه د دوی په زړونو کې خپل ځانگړی ځای، پوړۍ او مقام درلود. ده د خپل پتمنو او درنو ولسونو سره ژوره مینه درلوده او پر خلکو ډیر گران وو  او وگړو ورته د زړه له کومې درنښت او درناوی کاوه. کله چې نادر افشار د ایران په خبوشان کې د خپلو ساتونکو له خوا ووژل شو، په دې مهال کې احمدخان ابدالي (۲۵) کلن تنکۍ ځوان وو، د خپلو عسکرو او د افغان ځواکونو د سرانو په مرسته  د نورو لښکریانو  له زور زیاتي او تېري څخه د نادر افشار کورنۍ او اولادونه یې له بې سترۍ او زیان او ضرر څخه وژغورل او وساتل، او دولتي خزانې او وسلې یې خوندي وساتلې.

د نادر افشار ميرمنې د احمدخان ابدالي د غیرتي او غوره چوپړ او خدمتونو په بدل کې ده ته د «کوه نور الماس او نور جواهرات»  ډالۍ کړل.

پدې مهال کې نور محمد خان علیزي د احمدخان سره يو ځای د خپلو عسکرو سره گډ د قندهار په لور وخوځيدل او هلته يې د ابداليو، ازبکو، تاجکو، بلوڅو، غلجيو او هزاره گانو د مشرانو او خانانو په گډون پر(۱۱۶۰ هجري ) کال د رجب مـﯦـاشت، چې د (۱۷۴۷) زېږدیز کال د اکتوبر له مـﯦـاشتې سره سمون خوري د (شير سرخ بابا په زیارت) کې جرگه جوړه کړه، او له مشرانو څخه یې وغوښتل چې د خپلواک افغانستان لپاره مشر وټاکي  او د ولس په مشوره، مرسته او خوښه په هیواد کې یو ملي واک ټینگ شي. جرگې نه ورځې دوام وکړ. خو پدې و نه توانيدل چې څوک د ملي مشر په توگه وټاکي ځکه هر خان او هر مشر غوښتل چې هغه د دې هيواد د لارښود ځای ونيسي، يوازې په جرگه کې ځوان احمد خان څه نه ويل او د پادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل. پر نهمه ورځ د زياتو بحثونو څخه وروسته جرگې پرېکړه وکړه. «پير صابر شاه کابلي» چې یو روحاني او صوفي مشربه دروېش او بې پرې سړی وو د پرېکړې کوونکي په توگه وټاکي. هغه وو، چې نوموړي په دغه جرگه کې د احمدخان په تړاو د پام وړ خبرې او د ده ښېگڼې یې بیان کړې او د دوی له منځه پاڅېده له نږدې کروندې نه یې د غنمو وږي وشکول او د احمدشاه بابا په دستار کې یې ور وټومبل. لاسونه یې پورته کړل دعا یې وکړه او ویې ویل چې «احمدشاه» زموږ پاچا دی، سره له دې چې ځوان دی خو د تدبیر او مېړانې له مخې بابا دی. په جرگې کې ټولو ناستو کسانو د احمدشاه ټاکنه، په یوه خوله ومنله او احمد خان احمدشاه شو، بابا شو او د افغانستان پاچا شو. جرگه، گډونوالو په خپلو مبارکیو لا پرتمینه کړله.

کله چې احمد شاه بابا د پاجا په توگه انتخاب شو او د هيواد د مشرتابه مسئووليت یې تر لاسه کړ، دی په هیواد کې دننه په ټولو حالاتو او وضعیت ډیر ښه پوهیده او د گاونډي هیوادونو د نظامي او سیاسي  اکربکر ورته ډېر ښه څرگند وو.  همدا وجه وه چې ده ته د یو خپلواک دولت جوړولو شرایط مساعد وو. ده د خپل دولت د ټینگښت لپاره دوې مهمې مسلې ته ژوره پاملرنه وکړه:  له ټولو هیوادوالو څخه یې لومړنۍ پوښتنه دا وه چې قبيلوي اختلافات پرېږدي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د سياسي او ملي وحدت د ټینگښت لپاره سره يو موټي شي، د قباېلو مشرانو له خوا د احمد شاه بابا دغه غوښتنه ومنل شوه، همدا وجه وه چې د دوی د ملي يووالي، اتحاد او اتفاق په وسیله احمدشاه بابا له سترو بریاوُ او بریالیتوبونو سره مخامخ شو.  دویمه مسله د یو غښتلي او ځواکمن ملي پوځ جوړول وو. دې کار ته یې هم ژوره پاملرنه وکړه او یو غښتلی او منظم پوځ یې جوړ کړ. په هیواد کې د ننه یې د یو ټینگ سیاسي وحدت پر بنسټ یو غښتلې اداره جوړه او سولیز ژوند او امنیت یې ټینگ کړ نو بیایې په لښکر کښیو او فتوحاتو لاس پورې کړ. په دې کې شک نه شته چې د دغو پورتنیو خبرو پر بنسټ د یو متحد او خپلواک هیواد جوړول یو کلک، ټینگ او پولادي عزم، روښانه سوچ، اند او فکر او بشپړ تدبیر ته اړتیا وه، چې له نیکه مرغه دا ټولې ښېگڼې د احمدشاه بابا په وجود کې یو ځای شوي وو. احمدشاه بابا هغه دروند، د ټینگ هوډ او ملي ارادې شخصیت وو، چې د ولس په خوی و بوی، دود او دستور ښه پوهیده او دا هم ورته معلومه وه چې د ولس مشران د هیوادوالو په لارښوونه کې مهم اغیز لري. همدا وجه وه چې ده یوه مشورتي شورا جوړه کړه چې د ولس نامتو مشران د دې شورا غړي وو، او په ټولو مهمو سیاسي، نظامي او دولتي چارو کې  له دغو مشرانو سره یې سلا او مشوره کوله.

احمدشاه بابا هغه غښتلې او مدبر پاچا وو، چې په توُره او مېړانه یې پولې ساتلې او په ډېر حساس تاریخي اکربکر کې دی وتوانیدو چې یو ځواکمن او متحد حکومت جوړ کړي،  سیاسي او جغرافیوي پولې يې ورته وټاکلې او د افغانستان نوم يې پرې کېښود.

«استاد حبیب الله رفیع » زموږ د هیواد نامتو لیکوال او څېړونکي په خپله یوه لیکنه کې د احمدشاه بابا د فتوحاتو په تړاو داسې کښلي دي:

 (( ... د هیواد په ختيځ کې یې د هند نیمه وچه لاندې کړه او د ډيلي پر تخت کښیناست، ایران ته پر توغ او نغاړه ولاړ او د هغه هیواد ډېرې برخې یې لاندې کړې، د ماوراءالنهر زیاتې سیمې یې ونیولې او له هغو ټولو یرغلگرو نه یې غچ واخیست چې تر ده وړاندې دوې دوې نیمې پېړۍ یې افغانستان ترمنځ ویشلی او د هیواد خلک یې ځورولي وژلي  او د ازادۍ په جرم په خپلو پاکو وینو لنبولي وو...))

احمدشاه بابا په آسیا کې د مسلمانانو لپاره یوازینی ستر زعیم بلل کېده، له ده پرته له بل چا څخه د هندوانو د خطرونو د تمبولو هیله نه کېده دا د تاریخ هغه غم لړلې شیبې وې چې د هند مسلمانان د هندوانو له لاسه په خپلو وینو کې رغړیدل او ټولو د امید سترگې احمدشاه بابا ته راکږې وئ.

لنډه دا چې احمدشاه بابا هغه باتوُر، غښتلی، ځواکمن او پیاوړی ملي اتل وو، چې په خپله واکمنۍ کې یې (لس) پوځي سفرونه کړې دي او هيڅکله هم د جگړې د ډگر څخه ندی تښتيدلی چې ډيره مشهوره جگړه يې د پاني پټ جگړه ده.

په رښتیا سره چې احمدشا بابا د ننگ و غیرت په ډگر کې یو توریالی او زړه ور او د توُرې او عمل غښتلی او نامتو اتل وو. دی د ټینگ عزم، لوړ همت، سرښندنې، عدالت او انصاف، د هیواد پالنې او د یوالي او ملي وحدت سیمبول وو. اسلامي مقدساتو ته یې درناوی کاوه او همداسې د ډیرو عالي صفاتو او خصایلو خاوند شخصیت وو. دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په  نوره  نړۍ کې هم  شهرت  لري.

د احمدشاه بابا د څو اړخیز شخصیت په تړاو په هیواد کې د ننه او بهر یو شمېر تاريخ ليکوونکو، پوهانو، څيړونکو او محقيقنو ګڼ شمېر کتابونه لیکلې دي ، چی هر يو يې پر خپل ځای ځانگری ارزښت لري. 

د هندوستان پېژندل شوي لیکوال او تاريخ ليکوونکي «داکتر گنداسنگ»  په خپل یوه لیکنه کې داسې  کښلي دي :

 ((... د ډېرو زيار گاللو په نتيجه کې د احمدشاه ابدالي تاريخ دومره د تاريخ د مينه والو پام ور اړولی چې د حقيقت په پلوشو کې د احمدشاه د شخصيت ټول بُعدونه، افغانيت، پتمني، زړه ورتيا، توره، علم، عدالت او . . . نور په سمه توگه ليدلای شي...))

او همداسې زموږ د هیواد نامتو او پیاوړی لیکوال او څېړونکي «ارواښاد غلام محمد غبار» په خپل یو تاریخي اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کې داسې لیکي:

(( .... احمدشاه  را  بواسط خدمات و اخلاق و تقوای شخصی او پدر میخواندند وغازی خطاب میکردند. زیرا احمدشاه تنها پادشاهی بود که در افغانستان تاج بر سر نمینهاد، دستار میبست و چپن و موزه میپوشید و در عوض تخت بر زمین مفروش می نشست. او مستقیما با مردم در تماس میشد، با تواضع و پیشاني گشاده سخن میزد، در حل و فصل قضایا انصاف را مدنظر میگرفت، و در عین حال از قوانینی که خود گذاشته بود، جدا پيروی مینمود. احمدشاه در طول سلطنت خود به عیاشی و تجمل نپرداخت و حریص نبود. او در هیچ جنگی از مقابل دشمن فرار نکرده بود،  و در برابر اهالي، کشور متواضع و ملایم بود. مثله (قطع اعضای انسانی) را در مجازات، و خشوع و خمیدن را در تشریفات، تحریم نمود. او خانواده و اقارب خود را از مداخله و اشتراک در امور دولت دور نگهداشت ... )).

د پورتنیو لیکوالو او څېړونکو د لیکنو پر لاسوند په رښتیا سره چې احمدشاه بابا څو اړخیزه شخصیت درلود. دی  یو نامتو، پیاوړی، ملي او غښتلی اتل، پاک او سپیڅلی انسان، دروند، مهربان، متدین  او رښتینی مسلمان، مینه ناک،  زړه سواندی، با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند، بی کبره او خوا خوږی انسان وو. دی د تقوا او پرهیزگاری دروند شخصیت، د سړې سینې او لویې حوصلې خاوند وو.  ده د خپل هیواد او هیواد والو سره، د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې او ژوره مینه درلوده.

 احمدشاه بابا  نه  یوازې  په  توُره  او  میړانه  کې  یو کلک  عزم  او لوړ همت  درلود، بلکې د شعر او شاعرۍ بازار یې هم تود ساتلی وو.

 احمدشاه بابا زموږ د هیواد په غوړیدلي تاریخ کې او د ادب او فرهنگ په ډگر کې د توُرې او قلم  د خاوند په توگه پېژندل شوی او ستایل شوی دی.

ده نه یوازی د خپل  تورې عزت او حیثیت او د قلم  فضیلت  په  ډیر ځوانمردي، بهادري او میړانې تر پایه  پورې وساته خو د نورو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو علمي، ادبي او فرهنگي ډگر یې هم تود ځلانده او  ښېرازه  ساتلی وو.

د احمدشاه بابا  په اشعارو کې د تصوفي او اخلاقي  اړخ  څخه  را نیولی  تر عشقي، حماسي، ملي، ټولنیز، او د هیواد او هیواد والو سره د ژورې مینې  تر کچه پوری  د شعر په ساده او روانه ژبه ډیر ښکلي او په زړه پورې انځورونه نغښتې دي. د بېلگې په توگه د ده له دیوان څخه چې (۲۵۰۰) بیتونه لري.

 د بېلګې په توګه د احمدشاه بابا د شعرونو دا بیتونه گورو:

په اشنا به خبر نشم          څو خبر نه شم له ځاته

که د خپلې خودۍ تیر شم          خود به زه شمه مراته

معرفت به مې روزي شي          که فاني شم و فنا ته

دا د یار مینه خوږه ده          چې پریکړې سر د زیاته

***

او یا وايي:

زما په مخ که دا څه تېرېږي          بحر د زړه مې په مخ بهېږي

اوښکې له سترگو  مې په مخ روانی دي          که د زړه وینې دي چې  راچلېږي

***

او یا وايي:

علم گوره څرگنده لوی دریاب دی          بیا هم دی را بهېدلی په څو باب دی

دا د علم دریاب هر چېرې محیط دی          علم زده کړه چې د عمل لوړ جناب دی

***

او یا وايي:

شیرین عمر چې تیریږي دریغه دریغه          د اوبو په څېر بهیږي دریغه دریغه

ولې زړه په خبرنه دی له رفتنه          چې داهسې ژر تیریږي دریغه دریغه

ولې هسې سوې بې غمه زما دله          عمر باد غوندې چلیږي دریغه دریغه

دا یاران لکه گلونه د بهار دي           د خزان په تاو رژیږي دریغه دریغه

احمدشاه به څه هوس کا وخت د غم دی          د بېلتون نوبت رغیږي درېغه درېغه

***

او یا وايي:

ستا دعشق له وینو ډک سوه ځیگرونه          ستا په لاره کې بایلي زلمي سرونه

تاته راسمه زړگی زما فارغ سي         بې له تامې اندیښنې د زړه مارونه

که هرڅو مې د دنیا ملکونه ډیر سي         زما به هېر نه سي دا ستا ښکلي باغونه

د ډیلۍ تخت هېرومه چې رایاد کړم          زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

***

او یا وايي:

پر ننگ مړ خو څه مړ نه دی          د بې ننــگه ژونـد جفــا ده

لاس بـه وانـه خلم لـه ننگه          که پر ننگ پاتــه دنيـا ده

***

او یا وایي:

چې برکړی مې خدای لاس په رقیبانو           ترو به زه د هند په لور په تماشه ځم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي سوه          نور ایران لره په توغ په نغاره ځم

پر راکړي داد دې خدای نه سي پښېمانه           ترنگین مې ایران لاندې شاهانه ځم

***

او یا وایي:

چې را یادې تورې زلفې سپین رخسار د خپل جانان سي          بې له یاره مې په مخ باندې د دوو سترگو باران سي

په لمبه باندې د عشق یې چې وینم زړه بریان سي          چې رایاد د یار لبان کړم باندې پروت یې سور پېزوان سي

زه بلبل غوندې د فکر په خوب دارنگه یم تللی          چې رخسار به د یار کله د لاله په دود خندان سي

زړه مې تږی د دیدن دی و دیدن ته آرزومند دی          که مې تږی زړه سېراب ستا په کوهي د زنخدان سي

دواړه لاس به له هوسه زه خپل سره کړم په نکریزو         که یو ځلې مې په لاس کښې ستا خوشبوی زلفې ریحان سي

دغه اور به په دوو سترگو زه قبول کړم که پرې سوزم          کشکې داغ مې دواړه شونډې په اور ستا د سره لبان سي

زه (احمد) به له دې هسې پټو گواهو چېرته تښتم          چې را باندې یې دوه وروځې څلور خاله گواهان سي.

***

او یا وايي:

د زړه فریاد مې له جدایۍ         اور مې ورک نه سي د اشنایۍ

چې پر وطن وي زړه څه قرار وي          یم بې طاقته په پردېسۍ

***

همداسې نور بیتونه...

احمدشاه بابا هغه نومیالی پاچا او بریالی فاتح وو، چې د علم، ادب شعر او شاعرۍ سره یې ژوره مینه او لېوالتیا درلوده او د خپل تورې او قلم له لارې یې د علماوو، ادیبانو او فرهنگیانو بانډارونه او مجلسونه تل تازه او ښېرازه ساتلي وو. ده په پښتو، دري-پارسي او عربي ژبو اشعار ویلي او آثار یې لیکلي دي. د ده دا درې اثره د زمانې له حوادثو او پېښو څخه خوندي پاتې شوې دي. نښیرونه (آثار) یې دا دي:

- د احمدشاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ دیوان.

 - علم گنج – دا نښیر (اثر) اته بابه لري. د دې کتاب د شرح یوه قلمي نسخه د کابل د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خطي کتابتون کې شته.

 - د احمدشاه بابا عربي اشعار ـ او همداسې نور...

 د احمدشاه بابا د علمي او ادبي نښیرونو (آثارو) ارزونه او پلټنه ځانته جلا بحث او څېړنه غواړي.  په دې برخه کې د پورتنیو خبرو پر لاسوند بسنه کوم.

کله چې احمد شاه بابا له سفره کندهار ته  راغی، د ناروغۍ له امله پر (۱۷۷۳) زېږدیز کال کې  د درملنې لپاره مشهد ته ولاړو خو کله چې بېرته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی وو، په يوه مهمه جرگه کې یې د دولتي مشرانو په گډون «شهزاده تيمور» خپل وليعهد وټاکه. د جرگې غړو هم د احمد شاه بابا له لید سره همغږي وښوده. د څو ورځو په تېریدو سره د احمد شاه بابا ناروغي او درد زیات شو او د (توبې) د غره په لور چې هلته تازه، سړه او پاکه هوا وه  ولاړو. احمد شاه بابا د توبې په غره کې د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه په (۵۰) کلنۍ کې په حق ورسېدو. د خرقې مبارکې تر څنگ په خورا درنو مراسمو خاورو ته وسپارل شو.  

اروا یې ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتې غواړم.

په ډير درنښت او مینه:  انجنیر عبدالقادرمسعود

***

 


په ١٩٥٥ م کال کې مې مور مړه شوه، نوي کلنه وه، وصيت يې کړی و چې جنازه به مې خپل پلرني وطن، ايټاليا ته وړئ!
مور مې په روم کې خاورو ته وسپارله. منی و، د ايټاليې هوا تر لندنه توده لګېده، فکر مې وکړ، توده هوا مې هډوکو ته ښه وه. څو ورځې په ايټاليې کې پاتې شوم، يوه ورځ مې امان الله خان په ذهن کې را وګرځېد، پوهېدم چې په روم کې اوسي، خو دقيق ادرس يې نه و رامالوم.
د افغانستان سفارت ته ورغلم، بانې يې کولې، نه پوهېږم چې ولې يې له پخواني پاچا سره زما ليدل نه خوښېدل. په سخته مې قانع کړل، ادرس يې راته وليکه.
کاغذ ته مې وکتل، پخوانی پاچا د ښار په تر ټولو غريبه برخه کې اوسېده.
يو سهار مې ټکسي ته لاس ورکړ، شل دقيقې وروسته د يوه پارک پر غاړه کښته شوم.
يوې ځوانې نجلۍ ته مې کاغذ ونيو، شمال لور ته يې ګوته ونيوله، مجبور وم، بايد په پارک کې تېر شوای وای.
پر ژېړ چمن ژېړې پاڼې پرتې وې. څو ماشومانو فوټبال کاوه، زاړه کسان پر اوږدو څوکيو لمر ته ناست ول. مخکې لاړم، سرې او ژېړې پاڼې مې د بوټو تر تليو لاندې کېدلې…يو ځای ودرېدم، بېرته مې شاته وکتل، يو څوک پر اوږده څوکۍ ناست و، اخبار يې وايه.
نږدې ورغلم، دا غټې سترګې شناخته راته واېسېدې. مخامخ ورته کېناستم. حساب مې وکړ، دوه شپېته کاله! نه وم غلط، امان الله خان به په دوه شپېته کلنۍ کې خامخا همداسې څېره درلوده. ور نيږدې شوم، پر سړي مې سيوری ورغی، شپو خولۍ يې له څوکۍ ور پورته کړه، کېناستم، په انګليسي مې وويل:
_هوا ښکلې ده!
غټې کڅوړنې سترګې يې را واړولې، موسک شو، لنډ ځواب يې راکړ!
_ډېره!
بېرته يې اخبار سترګو ته ونيو.
ور ومې کتل، د زاړه، خو پاک بالاپوښ ګروې ( تڼۍ ) يې تر غاړې پورې تړلې وې، له ليرې يې د مخ ګونځې دومره ژورې نه ښکارېدې.
ټپ شو، توپ پر اخبار او بيا د سړي پر اوږه ولګېد، يو ماشوم راغی، بخښنه يې وغوښته، سړي توپ ور واخيست، د ماشوم پر سر يې لاس تېر کړ، توپ يې ورته ونيو. ماشوم موسک شو، مننه يې وکړه.
سړي بېرته اخبار ته وکتل.
په انګليسي مې وويل:
_په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟!
سړي را وکتل، ويې خندل:
_د آس سورلۍ.
بېرته يې سر وځړېد.
يوه شېبه ناست و، بيا ورو ولاړ شو. ګام يې واخيست، په پښتو مې وويل:
_مېلمه يواځې پرېږدې!
نېغ يې راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_افغان يې؟!
راغی، تر لاس يې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ کې نيولی وم. نه يې پرېښودم.
ومې ويل:
_نه! پرنګی!
ويې ويل:
_ټوکې مه کوه! پرنګيان او داسې صافه پښتو! ډېر سره ليرې دي.
ومې ويل:
_ډېوېډ جونز يم، په ١٩١٩ کال کې ارګ ته درغلی وم، درې کسه وو، د چانسلر لېک مو درووړ، په کابل کې مو د خپلو څو نمايندګانو پاتې کېدا غوښته.
د سړي لاسونه مړه شول. تر څنګ مې کېناست، سر يې څو ځله يوې، بلې خواته وخوځاوه، يودم يې وخندل:
_اه! پرنګيانو! دلته هم نه يم درنه خلاص!
ومې ويل:
_خو اوس مې تقاعد اخيستی، له سياست سره کار نه لرم، ايټاليا ته مې د خپلې مور جنازه راوړه، ته مې په ذهن کې را وګرځېدې، ليدو ته دې راغلم.
امان الله خان ودرېد، تر لاس يې ونيولم، په موسکا کې يې وويل:
_راځه! کورته ځو، بيا ونه وايې چې يوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره کړې وه.
تر پارک ووتو، تنګه کوڅه راغله، امان الله خان په يوه زاړه کور کې اوسېده. پورته وختو، وړه کوټه وه، پر زړه، رنګ خوړل شوې غالۍ يو کټ، کوچينی مېز، دوې څوکۍ…ښکارېدلې. کېناستم، شاوخوا مې وکتل، وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه، پورته د لرګي په چوکاټ کې کليمه نيول شوې وه، کټ ته نږدې، په تاقچه کې د جاينماز پر سر کوچينی قرآن شريف ايښی و.
امان الله خان د باندې ووت. زاړه وره چولې درلودې، غږ يې راته، يو چا ته يې وويل:
_څه مو پاخه دي؟!
ښځينه غږ راغی!
_لوبيا!
امان الله خان وويل:
_مېلمه لرم، قابلي پلو پوخ کړئ!
ښځينه غږ وويل:
_غوښه نه شته!
_يو څوک پسې ولېږئ!
دروازه خلاصه شوه، امان الله خان بېرته راغی، ويې ويل:
_کړکۍ ته کېنه، کوټه سړه ده.
څوکۍ مې وکښوله، د لمر وړانګې مې اوږو ته سيخې شوې. امان الله خان پر کټ کېناست، ويې خندل:
_اوس مې نو سم زړه ته ولوېده چې ډېوېډ جونز يې، فکر کوم چې يو ځل مو بيا هم سره ليدلي و.
ومې خندل:
_هو، زه او سفير دې په نيمه شپه کې در وغوښتو، ويل دې چې انګرېزان د افغانستان په شمال کې مداخله کوي، خلک يې مسلح کړي دي، سفير ته دې د هغه له خوا امضا کړی سند ورکړ، ورته ودې ويل چې په دوه اوياوو ساعتونو کې به له افغانستانه وځې. يوه اوونۍ وروسته دې زموږ انګرېز جاسوس اعدام کړ.
امان الله خان سړه ساه وايسته:
_اې پرنګيانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ.
ومې خندل:
_ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې.
راته ويې وکتل، څه يې ونه ويل:
_د کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی. دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل.
کړکۍ ته ودرېد، ويې ويل:
_هاغه ماشومان وينې؟!
ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان ول، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسې تړلې وې.
امان الله خان وويل:
_دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفريح لري، تلويزيون ته ګوري، غم نه ويني، د ټوپک ټک يې نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي….
غلی شو، ويې ويل:
_د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلوېښت کاله يې په يوه فابريکه کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پيسې ورته راځي…نه زوی ته احتياج دی، نه لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او پر تن پټ وي.
هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پيسې پيدا کولای شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتيا، خوراک، تفريح… ته ورسېږي.
دا د روم تر ټولو غريبه سيمه ده، خو کورونه يې څلرويشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري…کوڅې يې پخې دې، مکتب او روغتون نږدې دی، په دې ټوله غريبه سيمه کې به يو سوالګر هم ونه وينې.
غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:
_سم وايې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما وېل چې په خپل ژوند کې يو پرمختللی افغانستان ووينم. داسې وطن چې اوسېدونکې يې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعليم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو د جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي…نور يې په يوه او بل نوم غلط نه کړي ….
غلی شو، له پيالې يې سور وکړ، سوړ اسويلی يې وايست:
_ايټالياوان له دوهمې نړيوالی جګړې را ووتل، ټوله ايټاليا خاورې شوه، خو خلک يې پوه او تعليم يافته ول، په لسو کلونو کې يې بېرته ايټاليا، ايټاليا کړه، اوس موټرې او طيارې جوړوي، خو زما خلک بې سواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره کې به يې قناعت نه کاوه.
غلی شو، يودم يې ترخه وخندل:
_يو وخت څو سپين ږيرې راغلل، دوی په کابل کې روان رېل ليدلی و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستی، خوراک يې اور دی، شيطان يې چلوي.
ورسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې ريل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده…ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپني او لرګيو جوړ دی، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې چلوي…هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانی خبره را واخيسته، تور شيطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.
راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شيطانان ناست دي…خلک له دينه باسي…تليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتی يې، له شيطان سره غږېږې.
دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شيطان ليد…پوهېږې چې ولې؟! علت يې بېسوادي وه.
ما بايد دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې را وباسم، په هرڅه يې پوه کړم…خو دوی مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې….
ومې ويل:
_نو فکر نه کوې چې په داسې يوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکيې ته د نجونو لېږل ښه نه و؟!
امان الله خان پياله ور ډکه کړه، سړه ساه يې وايسته:
_په ټول وطن کې ښځينه ډاکټره نه وه، ښځې به په ډېرو عادي ناروغيو مړې کېدلې، فکر مې وکړ، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکيه ښه راته وايسېده، تر عربو مخکې وه، ما بايد په خپل وطن کې ښځينه ډاکټرانې درلودای، سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخانې… خو مې غريب افغانستان ته نه شوای راوړلی، چاره نه وه، نجوني او هلکان مې ترکيې ته ولېږل…د شرعې خلاف کار مې نه ګاڼه، ترکيه اسلامي هېواد دی، د نجونو ليليه، خوراک، څښاک، هر څه بېل ول.
ومې ويل:
_د چادري په اړه څه وايې؟! تا په کابل کې چادري منع کړه!
امان الله خان سر وخوځاوه:
_زه ديني عالم نه يم، خو اسلامي نړۍ مې ليدلې ده، مطالعه لرم، ما په يوه اسلامي هېواد کې هم دا ډول شنې رنګه چادريانې ونه ليدلې…زموږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دين او رواجونه يې سره ګډ کړي دي…
زه به د بند، فابريکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتون… د جوړېدو په باره کې ورته غږېدم، ګټې به مې يې بيانولې، د دې شيانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته….خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولې…پوخ سړک او په موټر کې هوسا تګ ته يې پام نه و، ويل به يې چې نه، بيا به له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په مينځ کې زموږ ښځې ښکارېږې.
د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړی شوه، خو په په اخير کې به يې راته وويل چې نجوني مو کوپر او فحشی ته مه باسه….
د روغتون فايدې به مې ور يادې کړې، ويل به يې چې ته عياشي غواړې، تورسرې به مو څنګه له کوره د باندې وځي؟!
خوارځواکه ماشومانو او ښځوته مې د تقويې دواوې ور ولېږلي، خو خلکو اور ور واچاوه، ويل يې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی، دا دوا زموږ ښځي را وچوي، اولاد نه شي پيدا کولای.
ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې، خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتی…د ښځو له نوم سره تاړه…وی، په دې کې خو زموږ ښځې راځي، خلک به يې مخ وويني، بې بندوباره به شي….دوی هر څه ته بد بينه ول، هر پرمختګ يې خامخا د ښځو د مخونو له لوڅوالي او عياشي سره تاړه
امان اله خان اوږدې خبرې وکړې، سترګې يې لندې وې ........
 یو وخت یې کور ته افغانان ورغلي وو غازي دیو کس بوټ بوی کړی وو ویل یې د وطن د خاورې بوي به حتمن ورسره وي.


در نبشته‌ی معروضات عاجزانه‌ی لودین دیدیم که او برای تأسیس حزب استقلال و تجدد تأکیدی فراوان داشت و شاه نیز نظر او را پذیرفته، دستور تأسیس این حزب را به‌عنوان نخستین حزب مدرن سیاسی و علنی كشور صادر نمود، هیأتی را نیز برای تدوین مرامنامه‌ی آن موظف ساخت، در ماه سنبله‌ی سال ١٣٠٧ ش با نشر این سند در روزنامه‌ی امان افغان، موجودیت حزب استقلال و تجدد رسماً اعلام گردید.

این مرامنامه‌ی مختصر را كه گویا به‌صورت تعجیلی تدوین یافته است؛ به‌عنوان سند مهمی از عهد امانی در تاریخ مبارزات سیاسی در كشور می‌توان یاد کرد[۱].


[↑] مرامنامۀ اساسیۀ فرقۀ استقلال و تجدد

١- فرقه‌ی استقلال و تجدد که، موافق قانون جمعیت‌ها تشکیل شده، یک جمعیت ملی و سیاسی است که مرکز آن در کابل می‌باشد.

٢- فرقه‌ی استقلال و تجدد که ملت افغان را به‌موقع ترقی و رفاه ارتقأ می‌دهد؛ امکان هر قسم استبداد را مسدود می‌سازد و با کمال قوه‌ی قلبیه و غایه‌ی سیاسیه قبول و اعلان می‌نماید که حفاظت استقلال مملکت حالاً و اتیاً (درآینده) از هرگونه تهلکه و تعرضات وظیفه‌ی عالیه‌ی ملیه و وطنیه‌ی هر فرد فرقه‌ی استقلال واجد است.

٣- فرقه، خرافاتی را که به‌اساس دین اسلام مطابقت ندارد، و در اثر اعتیادات جز و اعتقاد گرفته شده، از سیاست و اختلاطات متنوع سیاست تخلیص نموده، قوانین سیاسی، اجتماعی، اقتصادی ملت را تشکیل و احتیاجات عمومیه را به‌اساسی که به‌مدنیت عصر حاضر و علوم و فنون تجربه شده، اطمینان بخش تطبیق بشود، تأمین می‌نماید.

۴- فرقه تمام فعالیت و همت خود را برای آسایش و رفاهیت عامه و حاکمیت ملی افغان وقف می‌نماید و از نگاه قانون، مساوات مطلق را برای تمام افراد ملت قبول می‌کند، امتیازات هیچ عایله، هیچ صنف، هیچ جمعیت و هیچ فرد را نمی‌شناسد. دفع احجاف و مظالم، انسداد حق تلفی، رجحان لیاقت و اهلیت را وظیفه‌ی وجدانیه‌ی وطنیه‌ی خود می‌شمارد.

۵- فرقه رابطه‌ی قوی وحدت قلبیه، حسیه و فکریه را در هموطنان خود تزریق و تخلیق نموده، در تمام شعبات این اساس را در موقع اعتبار و مرعیت می‌آورد. تطبیق حاکمیت قوانین موضوعه را بالای هر فرد مملکت مفکوره‌ی قطعیه‌ی خود می‌شمارد.

٦- فرقه کوشش می‌کند که توجه‌ی عامه‌ی ملت را در سایه‌ی مساعی جدیانه‌ی خویش در راه ترقی و رفاه ملت طوری جلب نماید که ملت طبعاً فرقه را برغیر فرقه به‌موقع انتخاب وکلای شورای ملی ترجیح بدهد.

٧- تشکیل فرقه از مرکز آغاز و به‌سایر نقاط مهمه‌ی مملکت؛ حتی قریه‌ها و محله‌ها وسعت می‌یابد.

٨- اشخاصی که وارد فرقه‌ی استقلال و تجدد می‌شوند، سالانه مبلعی جزوی به خزانه‌ی فرقه جهت مصارف اداری اجتماعات ومراکز فرقه می‌پردازند.

٩- رئیس عمومی فرقه‌ی استقلال و تجدد و بانی فرقه‌ی مذکور اعلی‌حضرت غازی امان‌الله خان می‌باشد.

١٠- نظامنامه‌ی تشکیلات و وظایف و سایر امور مربوطه به فرقه و اجراآت مرام آن بعد از ملاحظه و صحه‌ی جمعیت مرکزی فرقه طبع و نشر می‌شود.

١١- این اساسات عمومی ابداً تبدیل شده نمی‌تواند.[٢]

ولي الله ملکزی 

لوړ ماسپښین دی او په کاسو کاسو باران وریږي. چا پلاستیکي بالاپوشونه اغوستي او ځینو برګې او تورې چترۍ په سرونو نیولې دي؛ خو بیا هم ښه ګڼه ګوڼه ده او خلک بې خاره قدم وهي. د مرمرې د سمندرګي له اروپايي ساحل څخه د آسیایي څنډې د دنګو ودانیو رنګارنګ ګروپونه تت تت ځلیږي او د سیګل ښایستوکې مرغۍ د مالګینو اوبو خاموشه څپې څاري. د اوو غونډیو په څوکو او لمنو کې پروت د ۱۶ ملیونه نفوسو په درلودلو سره، استانبول د اروپا لومړنې او د نړۍ پنځلسم لوی ښار دی. ۵,۷۱۲ کیلو متره مربع مساحت لري او د ترکیې د ټول نفوس ۱۹سلنه خلک همدلته اوسیږي. استانبول ۵۸ پوهنتونونه لري چې ۱۴ یې دولتي‌ او پاتې یې خصوصي او وقف دي. په دې ښار کې۳۶۷۰ جوماتونه، ۱۵۸ کلیسا ګانې او د یهودانو لپاره ۱۷ سنیګاګ (کنیسې) آبادې دي.

د دې ښار بنسټ له میلاد څخه اوه پيړۍ وړاندې د یونانیانو له خوا کيښودل شوی او بیا د کوروش کبیر د تاړاک په مهال سم دم کنډواله شویدی. په ۳۳۵ میلادی کال کې د بیزنطیني امپراتورۍ (ختیز روم) ستر ټولواک، قسطنطین د خپلې واکمنۍ پلازمینه اعلان کړ او د قسطنطینه نوم یې ورباندې کیښود چې د را روانو لسو پیړیو لپاره د رومیانو د راج او باج ټاټوبې وو. نوموړي د ایټالیا د واټیکان په مقابل کې، د ارتودکسو لپاره د آیا صوفیا مشهوره کلیسا جوړه کړه او چې ومړ نو په څنګ کې یې خښ کړل شو. کله چې سلطان محمد الفاتح په ۱۴۵۳م کې بیزنطيني واکمني تس نس کړه او د قسطنطنیې ښار یې ورڅخه ونیولو؛ نو د إسلام بول نوم یې ورله غوره کړ، بیا د هغه وارثانو ورباندې آستانه او وروسته د استانبول کیښود او دغه کلیسا یې په جامع جومات بدله کړه.

د عثماني سلطنت له راپرزیدو یو کال وروسته، یعنې په ۱۹۲۳م کال کې د مصطفی کمال اتاترک له خوا د ترکیې پلازمینه له استانبول څخه د انقرې ولایت ته ولیږدول شوه، ولې د دې ښار اقتصادي او کلتوري لمن د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیاته پراخه او د سیاحت او توریزم په یو ستر مرکز باندې بدل شو. د همدې ډیسمبر په یولسم تاریخ، د کلتور او سیاحت وزرات وویل: سږ کال ۵۳ ملیونه سیالانیانو له ترکیې څخه لیدنه کړې، ۴۶ ملیارده ډالر یې مصرف کړی او د دې شمیرې نیم په نیمه تورستان استنبول ته راغلي دي. استانبول د ترکیې د ۸۱ ولایتونو څخه یو ولایت دی او ۳۹ ولسوالۍ لري. د دې ښار د نفوسو ۶۵ سلنه په اروپايي برخې کې او پاتې ۳۵ سلنه یې په آسیايي خوا کې اوسیږي چې دریو پلونو او د اوبو لاندې یو تونل سره نښلولي دي. د استانبول اوسنې ښاروال د جمهوریت پالو د ګوند مخکښ غړی، اکرم امام اُغلو دی.

د استانبول نوی نړیوال هوايي ډګر (IST) چې مساحت یې ۷۶ ملیون متر مربع ته رسي د نړۍ په کچه دوهم لوی میدان دی. په ۲۰۱۸م کې یې د لومړۍ برخې پرانیسته وشوه؛ د ۹۰ ملیونه مسافرو ظرفیت لري او په ۲۰۲۸م کې به یې څلورمه برخه کار هم بشپړ شي چې هرکال به د ۲۰۰ ملیونه مسافرو د تګ راتګ جوګه شي. دغه مهال به هره ورځ، ۳۵۰۰ الوتکې ۳۵۰ ډګرونو ته الوتنې کوي. د دې ډګر ټول لګښت ۲۶ ملیارده یورو ته رسیږي چې د ترکیې ترڅنګ بهرني پانګوال هم په کې غټه ونډه لري. همدا اوس څه باندې یولک تنه مسلکي او خدماتي پرسونل په کار بوخت دی او د ۴۰ زرو موټرو د درولو / پارکنګ وړتیا لري.

له بله پلوه،‌ ترکۍ ډرامې اوس له امریکا او جنوبي کوریا وروسته، په نړۍ کې دریم مقام لري چې مرکز یې همدا استانبول دی او هرکال په منځني ډول ۱۵۰ ټلویزیوني ډرامې جوړیږي. دلته جوړه شوې د ارطغرل ډرامه په ۲۵ ژبو ژباړل شوې او په ۷۱ هیوادونو کې څه باندې درې ملیارده خلکو کتلې ده. په استانبول کې د افغانستان ځینې پخواني جهادي مشران، د جمهوریت د مهال لوړ رتبه شخصیتونه او په اختلاس ککړ او تورن وکیلان د ځینو سیاسي محدودیتونو سره همدلته ژوند کوي. کله چې ما د آتاکوئ په سیمې کې د درویشانو د ذکر، رقص او هوکې د شنو لوګو په بنډار کې له یو ترکي ځوان څخه پوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه له ترکیې سره ولې ناغیړي کوي او د یوځای کیدو اجازه نه ورکوي؟ نو هغه پرته له ځنډه وویل: (افندم! ختیزه اروپا تر پرون پوری کمونسته، مفلسه او د وارسا د نظامي تړون برخه وه، خو ناټو نن پولینډ، چکوسلواکیا او مجارستان په غیږ کې نیولې او مونږ ته انې بانې کوي، زموږ ګناه دا ده چې موږ مسلمانان یو او هغوئ مسیحیان!).

د مصطفی کمال آتاتورک لخوا د شپږو پیړیوعثماني خلافت د ړنګولو وروسته، د معاصرې ترکیې له نیمې زیاته واکمني د پوځي جنرالانو او یا د هغوئ د وزر لاندې واکمنانو سره وه چې له سیاست سره د مذهب ګډول، غټ جرم وو. خو رجب طیب اردوګان چې په تنکۍ ځوانې کی یی د استانبول د بسونو او اورګاډو په سټیشنونو کې چای او سموسې خرڅولې، په ۱۹۹۴م کال کې د استانبول ښاروال وټاکل شو. د سیاسي اسلام پلویان یې خلیفه بولي، لویدیزه نړۍ یې دیکتاتور او کورني مخالفین ورته د سلطان لقب کاروي. مګر کوټلې خبره دا ده چې اردوګان له اتاتورک وروسته د ترکیې یوغښتلی او کریزماټیک سیاست وال دی. هغه وکولای شول ترکیه له ژور اقتصادي ناورین څخه راوباسي او د نړیوال مالي ګراف په شپاړلسم کتار کې یې ودروي. لس کاله وړاندی د ترکیې بهرني صادارات په کال کې ۲۳ ملیارده وو؛ مګر نن یی د صادراتو کچه له ۱۵۳ ملیاردو ډالرو څخه لوړه ده او د ملي پیداوار کچه یې یو ټریلیون او سل ملیاردو ډالرو ته رسي.

د استانبول مجلل قصرونه، نروچکې منارې، موزیمونه، تاریخي کلا ګانې، خانقاوې، میکدې، د نڅاګانو حجرې او ډول ډول خواړه د بیزنطیني او عثماني امپراتوریو د عروج او زوال د شاهکارونو سمبولونه دي. د قسطنطین کبیر د سترګو په یوې اشارې به له انساني ککریو څلي جوړیدل او د سليمان قانوني دربار به د کوه قاف له ښاپیرو مالامال او د شمالي افریقا غلامان او اینزې به لاس په نامه ولاړې وې. ښايي له همدې امله فرانسوی امپراتور، ناپلیون بوناپارت ډیر ملامت نه وي چې کله د تور سمندرګي او مرمرې د ساحل په غاړه یې اوتر اوتر یوه خوا بله خوا وکتل او بیا یې د خاطرو په خپل دفتر کې ولیکل: (که زه د ټولې نړۍ امپراتور وای، نو استانبول به حتما زما پلازمینه وه).

—-----------------------------------------------

یادونه: په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د Reuters له آژانس، د Daily Sabah له ورځپاڼې، د الجزیرې ټلویزیون، Google او Wikipedia څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.

ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

 

You don't have a pdf plugin, but you can download the pdf file.

ډ. روستارتره کی

دوکتور م . عثمان روستار تره کیپه فرانکفورت کې د ډیورند د کرښې د قضیې په اړه دغونډې په مناسبت

سریزه
 د موافقه لیک د حقوقي اړخ لنډ تاریخ :
د نړۍ د نقشې پر مخ د افغانستان د اوسنیو پولو د تثبیت څخه نږدې یوه پیړۍ تیریږي . د افغانستان د پولو په ټاکنه کې روسانو او انگریزانو د خپلی استعماری غرضونو د تحقق په خاطر په کافي اندازه لاس درلود.
که د ډیورند کرښه [ 1893 م کال ] د افغانستان د نورو پولو سره پرتله کړو دغه تریخ واقعیت په داګه څرګندیږي چه د کرښې په غزولو کې هیڅ ډول بشری ، جغرافیایی او حقوقي ملاحظات په نظر کې ندي نیول شوی.
په هره اندازه چه د ډیورند د موافقتنامی د لاسلیک د نیټې څخه لرې کیږو په همهغه معیار، د افغانستان د خپلواکۍ سیاسي او دیپلوماتیکه بڼه غښتلې کیږی او ورسره افغاني واکمنان د ډیورند د کرښې په وړاندې د احتجاج او اعتراض پیاوړتیا او سیاسي ظرفیت تر لاسه کوی:
په افغانستان کې د ډیورند د موافقه لیک د مطرح کیدو څخه 114 کاله تیریږی. پدغه موده کې 18 حکومتونو په کابل کې قدرت قبضه کړی دی.
د هغی جملی نه 4 لمړنیو حکومتونو د ګواښ او فشار لاندی د ډیورند کرښه منلې او 14 نورو حکومتونو د هغې په وړاندې په رسمی یا غیر رسمی توګه اعتراض او احتجاج ښودلی دی. ان تر دی چه د ډیورند قضیه د افغانستان په بهرنی سیاست کې ستر ځای موندلی دی .
د نړیوالو حقوقي تعاملاتو پر خلاف، انگریزانو د افغانستان خپلواکي، د افغاني لوری له خوا د ډیورند کرښې د منلو سره وتړله.
د کابل په موافقه لیک په 2 ماده کی چه په 1921 م کال کې د برتانوی هند او اماني حکومتونو تر منځ لاسلیک شو، راغلی دی :
« دواړو خواوو د هند او افغان پلو په هغه شان چه د راولپندۍ د 1919 م کال د اگست په 8 نیټه د موافقه لیک په 5 ماده کې څرګند شوی وو، مني .»
په قبایلی سیمو کې څو پیښې د دی لامل وګرځیدې چه په هند کې د انگریزی حکومت د نسکوریدو څخه وروسته او د پاکستان د جوړیدو څخه مخکی د لمړی وزیر شاه محمود خان حکومت د ډیورند موافقه لیک په یوه اړخیزه توګه باطل اعلان کړ . دغه پیښې پدې ډول وې :
ـ په پښتونخوآ کې د انګریزانو پر ضد د خان عبدالغفار خان په مشری آزادی غوښتونکی تحرکات .
ـ په « بنو » کې د یوې لویه جرګی جوړیدل چه په هغې کې د پښتونخوآ د یو مستقل دولت د جوړیدو په اړوند بند و بست وشو.
ـ په کابل حکومت باندی د قومونو د جرګی د استازو فشار چه پخوا په شان کابل ته راتلل .
شاه محمود خان د خپل حکومت دریځ په 1947 م کال د جولای په 31مه د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندی کړ. دغه دریځ د حقوقو د موازینو سره کاملآ سمون درلود . پدی معنی چه « هر دولت د خپلو ګتو د تشخیص او ملاتړ قاضی ګنل کیږی. یو دولت کولای شی پخپل مسنولیت په یوه اړخیزه توګه بل لوري ته د یو یادداشت په استولو کې هغه تړون ملغا اعلان کړي چه ورڅخه تاوانی کیږی.» [1]
په 1947 م کال د پاکستان د رامنځته کیدو نه وروسته په هغه موافقه لیک کې چه د علی جناح [د پاکستان ولسمشر] او د افغانستان د استازی نجیب الله« توروایانا» تر منځ په کراچۍ کې لاسلیک شو ، د آزادو قبایلو سیمه له صوبه سرحد او بلوچستان څخه جلا وپیژندل شوه. د علی جناح د مړینې څخه وروسته، خواجه نظام الدین د پاکستان نوی ولسمشر د مخکینۍ موافقی څخه سرغړونه وکړه.
پرته د افغانی حکومتونونه د 7 دورې شورا هم د جولای په 1949 م کال د ډیورند د کرښی په ضد دریځ ونیو.
په هر حال! وروسته ددغه لنډ تاریخي پس منظر نه حقوقي بحث ته ننوزو. مخکې له دې نه باید دغه واقعیت په نظر کې ونیسو چې افغانستان هیڅ وخت د انګریز مستعمره( colonie )  هیواد نه وو بلکه تحت الحمایه هېوادprotectorat  ګنل کیده: [ 1 ]

موږ د دیورند موافقه لیک حقوقی باور هغه وخت په ګوته کولی شو، چه له یوی خوآ د نړیوالو تړونونو د تصویب عمومی پروسیجر[طرزالعمل] ته نظر واچوو ، او له بلی خوا د نړیوالو تړونونو د اعتبار حقوقی ارژښتونه له نظره و نه غورځوو. دواړه موږ ته د ډیورند د موافقه لیک د حقوقی ارزونې وسیله په لاس راکوي.
لمړی ـ د یوه بهرنی تړون د تصویب او نافذیدو پروسیجر پدی ډول دی : [2]
1 ـ تړون باید د دواړو هیوادونو د ذیصلاحو استازو له خواه لاسلیک شی . دغه صلاحیت د اساسی قانون له خواه متعاقدینو ته ورکول کیږي. نړیوال حقوق پوهان پدی باور دي چه په بین المللی حقوقی نظام کې د اساسی قوانینو ضوابط په کافي اندازه نفوذ لري. آن تر دې چه د یو هیواد د اساسي قانون د حکمونو ، نه مراعات د تړون د باطل کیدو لامل ګرځی .
اوس راځو دیته چه د موافقه لیک په اړه دغه شرط په ځای شویدی که نه ؟
الف ـ د ډیورند تړون د برتانوی هند د باندنیو د چارو د وزیر [ ډیورند ] او د افغانستان امیر [عبدالرحمن] تر منځ لاسلیک شو.
امیر مطلقه پادشاه وو او اصلآ د اساسي قانون سره آشنا نه وو. بنآ نوموړی د کوم اساسي قانون د حکمونو له مخی د افغانستان د خلکو استازیتوب او د تړون د لاسلیک کیدو صلاحیت نه در لود .
ب ـ دغه مطلقیت د افغانستان به د ننه کی مطرح وو. د هیواد بهرنی سیاست د انگریزانو له خوآ تر کنترول لاندی وو. له همدی کبله د دیورند د موافقه لیک په پروسیجر کی د امیر حقوقی او سیاسی باور د انگلستان د هند مستعمره د یو وزیر یعنی ډیورند سره په یوه کچه کې واقع و .
2 ـ نړیوال تړون باید د خلکو د استازو له خوآ په پارلمان کې تصویب شی .
داسی اسناد په لاس کې نلرو چه موافقه لیک د انگلستان د عوام مجلس له خوآ تصویب شوی وی.اماپه افغانستان کې هغه وخت پارلمان موجود نه وو . بر خلاف د موافقه لیک د نیټې نه مخکې لږ تر لږه د یوې نیمې پیړۍ په موده کې لویه جرګه موجوده وه. د تحت الحمایه افغانستان امیر جرئت ونکړ چه پدی موضوع باندی د لویې جرګې د استازو له مخالفت او مقابلی سره مخ شی .
بنآ د ډیورند د موافقه لیک د لاسلیک په ترڅ کې د یو عادی منل شوی تړون د دوهم پروسیجر څخه سرغړونه شوی ده.
3 ـ تړون باید د هیواد د عالی ترین مرجع یعنی د دولت د رئیس له خوآ ښکلی شی . دا یوازنی شرط دی چه په ځای شوی وو.
4 ـ تړون باید په رسمی جریده کې خپور او اعلام شی . دغه تجویز د تړون د انفاذ معنی ورکوي. په هغه وخت کې افغانستان دولتی منظم نظام نه درلود . بنآ دغه عملیه تر سره نه نشوه : عامه ولس د موافقتنامی د محتویاتو څخه بې خبره پاتې شو . وروسته مورخین پدی برخه کې چه آیا امیر، انگلیسې، دری متنونه او ورسره مل نقشه ټول لاسلیک کړي دي که نه، اتفاق نظر نلري. ځینی یې داسی نظر لري چه ګوندې امیر د موافقه لیک د دری متن سره مل نقشه باندی لاسلیک ندی کړی او د موافقه لیک په متن کی د دواړو هیوادونو تر منځ د پولی کلمې هم ندی ذکر شوی.
بنآ د ډیورند د موافقتنامی په لاسلیک کیدو سره د یو عادي تړون د تصویب د شکلیاتو څلورم شرط هم ندی په ځای شوی .
5 ـ موافقه لیک باید په اتفاق سره ، د دولتی اړخونو له خواّ په نړیوالو سازمانونو چه وروسته جوړ شول لکه جامعه ملل یا ملګري ملتونو د تړونونو په آرشیف کې ثبت شوی وای.دغه عملیه هم تر سره نشوه.
بناً د ډیورند موافقه لیک د 5 شکلیاتو او شرطونوڅخه چه یو نړیوال باوری تړون ورباندی بنا دی، یوازې یو فرعي شرط په ځای کړی او څلور بنسټیزو شکلیات یې له نظر څخه غورځولی دي.
د یونړیوال تړون اعتبار یوازې د حقوقی شکلیاتو رعایت سره تړلی ندی. نور شرطونه هم ورسره مل دی، چه په لاندې ډول ورته اشاره کیږي:
دوهم ـ د نړیوالو تړونونو د حقوقی باور بنسټيز اصول :
یو تړون د نورو حقوقی تولیداتو په څیر هغه وخت دوامداره حقوقی اغیزمنتوب درلودلای شي چه د اعتبار وړ وي.
1 ـ د تړون لاسلیک کوونکی باید اهلیت ولري یعنی د نړیوالو حقوقو لوبغاړي لکه دولتونه یا نړیوال موسسات وي.
2 ـ د تړون موضوع باید مشروع وی . مثلاً د ذروی وسلې صادرات، د یو تړون موضوع کیدای نشی.
۳ ـ متعاقدین باید آزاده اراده ولری. آزاده اراده د متعاقدین بی غل او غش رضااو نیت څرګندوی.
همدا اوس د مخکنینیو توضیحاتو په رڼا کی، د ډیورند موافقه لیک حقوقی اعتبار، تر څیړنې لاندی نیسو 1 ـ د تړون د لاسلیک کوونکی اهلیت: د ویانا د 1969 م کال د 6 مادی د کانوانسیون له مخې په نړیوالو حقوقو کې یوازی یو خپلواک دولت او یوه بین المللی موسسه د بین المللی حقونو د متصدی یا فاعل په توګه د نړیوال تړون د لاسلیک کولو اهلیت لری.
د بین المللی حقوقو ټول پوهان هم پدی نظر دی چه : « کله چه یو هیواد تحت الحمایه [پروتکتورات] وی، یوازی حامی دولت [پروتکتور] دبین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت لری». [۳]
پدغه اړه باندې تاریخي مثالونه زیات دی. موږ د یو مثال په یادولو اکتفا کوو: کمبودیا په 1941 م کال کی د فرانسی تحت الحمایه وو. په همدغه کال کې فرانسې د حامی [پروتکتور] دولت په توګه د تایلند سره د کمبودیا د پولو د تعیین په مقصد یو تړون لاسلیک کړ.

د امیر عبدالرحمن په وخت کی افغانستان تحت الحمایه هیواد وو. د هیواد بهرنی امنیت او باندنی سیاست اداره،د انگریزانو په لاس کې وه. یوازی انگریزان د بین المللی تړون د انعقاد اهلیت او صلاحیت درلود. افغاني تحت الحمایه دولت دنړیوال تړون د انعقاد څخه بی برخې وو.
دغه واقعیت چه انگریزان او تزاری روس په 1873،1877او 1895 م کلو د افغانستان د شمالی پولو په تعیین کې رول درلودل[2]، دا ثابتوی چه هیواد په خپل بهرنی سیاست کې د انگریزانو تر استعماری تحکم لاندی او یو تحت الحمایه دولت وو. بناً د یو بین المللی تړون دلاسلیک کیدو حق نه درلود.
2 ـ د تړون مشروعیت : د ویانا 1969م کال کانوانسیون په خپل53 ماده کې لیکي :« هغه تړون باطل شمیرل کیږی چه د انعقاد په وخت کې د بین المللی حقوقو د عمومی موازینو سره په تضاد کې واقع وي.
دغه موازین په مجموعی توګه د نړیوالې ټولنې له خوا منل شوی او تر هغه وخته پوری اعتبار لری چه نوی حقوقی اصول د هغو ځای ونیسی .
د ډیورند د موافقه لیک موضوع د پولو تثبیت وو. بناً پدې اړه د تړون مشروعیت تر سوال لاندی نه راځی.
3 ـ د متعاقدین آزاده اراده : هغه لاملونه چه د متعاقدین په آزاده اراده باندی اغیز اچوی او د یو تړون د بطلان سبب ګرځی او د کورنیو حقوقو څخه بهرنیو حقوقو ته لار موندلی، پدی ډول دی: اشتباه [ غلطی ] ، غبن او خشونت.
نوموړی سببونه هر یو کولای شي چه د متقاعدین بشپړ رضانیت او خپلواکه اراده تر سوال لاندې راوړي او نهایتاً د تړون د بطلان لامل وګرځی .
د بطلان دری ګونه سببونه نه موږ یوازی په غبن او خشونت باندی چه زیاتره د ډیورند د کرښې په اړه مطرح کیږي رڼا اچوو :
الف . غبن په مختلفو ډولونو باندی مطرح کیدای شی. بډې او رشوت د هغی جملې څخه ګنل کیږی. د بډو ورکولو موخه د بدو ورکونکی په ګته د هغو خبرو اترو اړول دی چه د تړون د لاسلیک په بهیر کې کیږي.
د ویانا د 1969م کال کانوانسیون پخپل 50 ماده کې بدو د متعاقدین د آزادې ارادې د سلبولو لامل وباله چه په کلکه د تړون اصولیت تر سوال لاندی راوستی شی .
د دیورند په موافقه لیک کی د مستر ډیورند له خوآ افغانی لورې ته په بربنده توګه د مستمری تر نامه لاندی د بډو ورکولو اشاره شوې ده. موافقه لیک پخپله 7 ماده کې لیکی : « د هند دولت د هند په وړاندې د امیر حسن نیت ته هرکلی وایی او نوموړی ته اجازه ورکوي چه د خپلو اړتیاوو وسلی د هند د خاوری له لاری تر لاسه کړې » . 7 ماده زیاتوی : « بر سیره پر دی د دې په خاطر چه امیر د دی معاملې پر سر باندې خپله دوستانه دریځ څرګند کړ د هند دولت د امیر مستمری د 12 لک روپیی نه 18 لکوته زیات کړ.»
ب ـ اجبار او تشدد : که د یو دولت د استازی په وړاندې وی یا پخپله د دولت په سر باندی په قطعی ډول سره د یو تړون د اصولیت ریښی له بیخه باسی او باطلوي یې.
د ویانا کانوانسیون پخپل 51 ماده کې وایی: « یو تړون چه د یو دولت په استازی باندی د ګواښ او فشار په وسیله وتړل شی، هیڅ یوه حقوقی اغیز درلودلای نشی او بالکل باطل دی.» [۴]
په بین المللی حقوقو کې د پخوا زمانې راهیسی د یو دولت په سر باندې نظامی، سیاسي یا اقتصادي فشار، د یو تړون د انعقاد په مقصد، د تړون د بطلان د یو لامل په توګه پیژندل شوی او په لاتینې اصطلاح « لاکس لاتا »افاده شویدی.
د ویانا کانوانسیون پخپل 52 ماده کې نوموړی حقوقی حالت داسی مسجل کوي : « هغه تړون چه د ګواښ یا زور د استعمال پر بنسټ باندې تصویب شي او د هغو نړیوالو حقوقو د ضوابطو سره چه د ملګرو ملتونو په منشور کې منعکس شویدی، مخالفت ولری،باطل اعلانیږی. »
د تاریخ په اوږدو کې هغو تړونونه چه د زر او زور له لارې تصویب او ورپسی باطل اعلام شوي دي زیات لیدل کیږی. موږ دلته څو مواردو ته اشاره کوو:
ـ په 1905م کال کی جاپان « سیول» اشغال او کوریایی استازی دیته اړ کړ چه یو تحت الحمایگی تړون ته غاړه کیږدی. تړون سره له دی چه 40 کال تر اجرآ لاندی وو په 1945م کال کې وروسته د جاپان د ماتې څخه باطل اعلام شو. [۵]
ـ په 1939م کال د مارچ په 15 د چکسلواکیا ولسمشر « ها شا » او د هغه د باندنیو چارو وزیر، د هتلری آلمان تر فشار لاندی دیته اړ شو چه د یو تحت الحمایه تړون په چوکات کې، « بوهم » او «موراوی » آلمان ته وسپاري.
د آلمان د ماتی نه وروسته ، تحت الحمایگی تړون ملغا او نوموړی ایالتونه بیرته چکوسلواکیا ته وتړل شول.
د نورنبرګ نظامی محکمه په 1946 کال د اکتوبر په 1 نیټه کې د یو حکم په بنسټ باندې د نوموړي تړون د بطلان سره خپل موافقت څرګند کړ.
ـ په 1941م کال کې کمبودیا د فرانسی تحت الحمایه وو. په فرانسه باندی د جاپان له خوآ نظامی فشار، نوموړی هیواد دیته اړ کړ چه له تایلند سره د پولو د تثبیت په اړه یو تړون لاسلیک کړ . تړون د کمبودیا ځمکنی بشپړتیا سخت تاوانی کړی وو. د جاپان د ماتی نه وروسته فرانسې اعلام وکړ چه تړون د نظامی ګواښ تر فشار لاندی تړل شوی وو او د تحت الحمایگی نظام سره یو ځای ملغا اعلانیږی.
امیر عبدالرحمن د ډیورند د موافقه لیک د لاسلیک کولو په وخت کې د سختو نظامی یرغلیزو ګواښونو سره مخ وو: د برتانوی هند حکومت په بیړه د اورګاډي کرښه د چمن نه کندهار او د پښاور نه خیبر خواته غزول او په کوټه کې په عسکری مانور لاس پوری کړی وو.
که موږ د یو تړون د بطلان نورو فکتورونوته په پام کې هم ونه ساتو پر امیر باندی د افغانستان د نظامی اشغال فشار کفایت کوي چه د ډیورند د موافقه لیک مشروعیت تر سوال لاندی راوړي او ورباندی د بطلان خط وکاږی.
 

دریم ـ د یو تړون د نسبیتRelativité  اصل
د لاتین په حقوقی دود کې د یو تړون نسبیت په لاندی ډول څرګند شوی دی :
»Pacta tertis nec nocentnec prosunt »  یعنی  یو تړون د یو ثالث د پاره وجیبه او حق نه زیږوی  موږ پدغه مورد باندی باید په تفصیل وغږیږو ځکه چه د ډیورند موافقه لیک د تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان تر منځ منعقد شوی وو، نه د افغانستان او پاکستان تر منځ . پاکستان د ډیورند د موافقه لیک د رامنځته کیدو په وخت کې اصلاً شته والی نه درلود.
Pratique چال چلنددولتونود اوJurisprudence internationale په نړیواله کچه کې قضایی رویه پدی متفق دی چه یو تړون چه د دواړو هیوادونوتر منځ لاسلیک کیږی په یو ثالث هیواد باندی حقوقی اغیز اچولی نشی. پدی مورد باندی مثالونه زیات دی :
الف . آلمان د 20 پیړی په سر کې د پولنډ د یوې سیمې په وړاندې چه « اوت سیلیزی» نومیده ځمکنی دعوآ درلوده. د بین المللی عدالت نړیوال دیوان [ب،ع،ن،د] په 1926 م کال د می په 25 نیټه پخپل 7 نمبر حکم کې تجویز وکړ چه :« یو تړون یوازې متعاقد دولت ته حق او مکلفیت ورکولی شي نه ثالث دولت ته » . د عدالت بین المللی دیوان[ ع،ب،د] نوموړی حکم تائید کړ.
ب ـ د [ع،ب،د] د الوتکی په یوه پیښه کې چه په 1955م کال د جولای په 27 کې واقع شوی او د بلغاریا او اسراییل تر منځ شخړی رامنځته کړی وو، داسی حکم وکړ چه د دیوان د اساسنامی 26 ماده د یو ثالث دولت په اړوند حقوقی اثر نلري.
په نړیواله کچه په مختلفو قضایاوو کې د حکمیت پریکړی د [ ب،ع،ن،د] او د [ع،ب،د] د تایید په استقامت صادر شویدی.
د تاریخ په بهیر کې د دولتونو په پراتیک چه د دیپلوماسۍ او اعلامیې د لاری افاده کیږي د تړونونو د نسبیت د پرنسیب د تآئید په دریځ کې قرار لري.
ج ـ جنرال دوگول د فرانسی پخوانی ولسمشر په 1945م کال د فبروری په 5 نیټه مخکې د « یالتا» د کانفرانس د جوړیدو څخه وویل :« فرانسه ځان د هغو تړونونو د اجرآ مکلف نه ګنی کوم چه یې د خبرو اترو په جریان کې ګدون نه درلود ». د همدغه دریځ په تآئید د« بن» د 1975م کال د اکتوبر په 14 اعلامیه کې راغلی وو: « فرانسه ، انگلستان، شمالی ایرلند او امریکا په ډاګه اعلاموي چه د دوی تر منځ تړل شوی تړونونه په یو ثالث دولت باندی حقوقی اثر اچولی نشی ».
بالاخره د ویانا کانفرانس د اعلامیی په 34 ماده کې ، د محتوآ څخه ډکه مخکنی حقوقی دود او دستور په لاندی عبارت کې مسجل شو: « یو تړون د ثالث دولتونو په اړه هیڅ حق او وجیبه تولیدولی نشی ».
د ټولو مخکنینیو توضیحاتو څخه څرګندیږی چه د ډیورند د موافقه لیک اصلی اړخونه تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان شمیرل کیږی. له نیکه مرغه زموږ دوست هیواد پاکستان د ډیورند د استعماری توطیی د کړۍ څخه لری پاتی کیږی.
بناً موافقه لیک پاکستان دولت ته هیڅ حق یا وجیبه نه په برخه کوی
څلورم ـ د دولتونو د وراثت موضوع :
د ویانا د 1978م کال کانوانسیون په 15 ماده کې وایې:« په عادي او عمومي حالاتو کې کله چه یو دولت د بل دولت ځای ونیسي، وارث دولت د مخکنی دولت د حقونو او وجایبو د میراث مستحق ګنل کیږی.»
غټ سوال دادی چه آیا هغه دولت لکه پاکستان چه داستعماری دولت د منځه تګ نه وروسته ، نوی زیږول کیږی د هغه تړون چه د استعمار د واکمنۍ له خوآ منعقد شوی وو یو اړخ شمیرلی شو؟
دلته موضوع د لاندنیو موضوعاتو د طرح کیدو له کبله پیچلی کیږی :
ـ د نوی دولت د واکمنۍ حق[سوورنته] اعمال.
ـ د نورو هغو دولتونو ګتې ساتل چه د استعماری دولت سره د تړون په چوکات کې تړل شوی وو.
ـ د کثیر الاضلاع تړون په اړه د بین المللی ټولنې د ګتی ټامین .
« عمومی قاعده داده چه د ښکیلاک د واکمنۍ نه پاتی شوی نوی دولت د مخکنی دولت د معاهداتو په وړاندی د ثالث دولت حیثیت لری او د تړونونو د امتیازاتو او احیاناً د وجایبونه ګته پورته کولای نشی. په بل عبارت کله چه د یو تړون یو اړخ له صحنی څخه حذف کیږی تړون د خپل ملاتړ او پښتوانی څخه بی برخې او جنساً له منځه ځی.» [۶]
دلته د یو مثال په راوړلو اکتفآ کوو : [ ع،ب،د ] په 1997م کال د سپتامبر په 25 حکم کې د سلواکیا د نوی جوړ شوی دو لت په تاوان هغه تړون چه په 1977م کال د « دنیوب» د سیند د شاوخوآ ځمکی د ویش په سر باندی د چکوسلواکیا او هنگری تر منځ تړل شوی وو ملغاً اعلام کړ .
د مخکنینیوتوضیحاتو څخه داسی څرګندیږی چه د پاکستان دولت چه د ښکیلاکګر برتانوی هند د واکمنۍ د نسکوریدو څخه وروسته جوړ شو ، د ډیورند د تړون د مفاداتونه بې برخی پاتی کیږی.ان تر دی چه دډیورند د کرښې په سر باندی اغزن سیم غزول هم ، حقوقی قواعدو سلامتیا او بشپړتیا ته تاوان رسولی نشی.

پنځم ـ د یو تړون د اجرآ او تطبیق پروسیجر :

د دی په مقصد چه یو تړون عملی او تطبيقی بڼه غوره کړی مختلف پروسیجرونه موجود دی:
الف ـ د یو ثالث دولت ضمانت. مثلاً امریکا په 2001م کال کی د اسرائیل او مصر تر منځ د تړون د تطبیق ضمانت په غاړه واخیست.
ب ـ د څارنې بین المللی کمسیون هغه مورد دی چه په 1954م کال کې د « ژنو» د معاهدی په بنسټ باندی د لاووس د ناپیلتوب د موافقه لیک د اجرآ په مقصد جوړ شو .
ج ـ د موقوت بین المللی کانفرانس تدویر . چه د ویانا د 1985م کال د مارچ 22 د کانوانسیون له خوآ تجویز شوی دی.
د ـ د تحقیق کمسیون چه د تړون د اړخونو نه جوړ شوی وي او د معاهدی د احکامو د سرغړونې نه راپور تنظیم او نهایتاً [ع، ب، د] ته وړاندی کړي.
د ډیورند د موافقه لیک د اجرآ په اړه هیڅ یو ضمانت نه وو ټاکل شوی. بر خلاف د قراینونه څرګندیږی چه موافقه لیک دهمهغه لمړیو ورځو څخه تر اوسه پوری په عمل کې وجود نلری. پدی معنی چه :
الف ـ ولسونه د ډیورند د کرښی په دواړو خواوو کې بې د پاسپورټ د شکلیاتونه تګ او راتګ کوی.
ب ـ آزادو قبایل په بشپړه توګه د پاکستان په سیاسی او حقوقی نظام کې ندی جذب شوی. دوی اکثراً فوج ته عسکر او حکومت ته مالیه نه ورکوي او خپل ملی هویت یې ساتلی دی .
ج ـ د تاریخ په اوږدو او په ځانګړی توګه د مقاومت او جهاد په وخت کې د لر او بر ولسونو تر منځ جذباتی او عاطفی اړیکی د دی لامل شوې چه د ډیورند کرښه « عملاً » د منځه لاړه شی .

نتیجه
الف ـ د حقوقو د « تیوری» له نظره د ډیورند موافقه لیک د توجیه وړ بنه نلری. په « عمل» کې هم د نوموړی موافقه لیک اجرایی شته والی تر سوال لاندی دی.
ب ـ د ډیورند کرښه ګده کرښه ده . پاکستان پرته د افغانستان د موافقی نه حق نلری چه د کرښې په جوړښت چه په زیاتو سیمو کې ندی تثبیت شوی پخپل سر بدلون راوړی او یا د اغزن سیم په غزولو یا مین په ایښودلو د هغه استقامت وټاکی. دغه کار د افغانستان په خاوره باندې ښکاره تیری ګڼلی شو.
ج ـ په اوس وخت کې افغانستان د یوه تمثیلی، ملي، مرکزي حکومت د درلودلو څخه بی برخې دی. اوسنی افغاني حکومت چه د بهرنیانو له خوآ ساتل کیږی د هیڅ یوې ملي مسآلې او په ځانګړې توګه د ډیورند د موافقه لیک په موضوع باندی د هیچا سره د معاملی د یو اړخ په توګه دریځ نیولی نشی .
د ـ اوس وخت افغانستان د نړیوال انتلاف تر ساتنې لاندی دی او د باندنی خپلواک، ملی سیاست څخه بی برخې ګنل کیږي. بناً باید ځینی افغانی توطیه ګرو کړیو د ډیورند د موافقه لیک څخه د افغانستان په تاوان او د پردیو په ګته د یوه سیاسی افزار په توګه ناوړه ګته پورته نکړي .
ه ـ د افغانستان او پاکستان تر منځ د نژدیوالی علایق په کافی اندازه موجود دی. باید دواړه هیوادونه په سیمه کې د متقابلې دوستۍ مثال اوسی . د ډیورند کرښه چه عملآ له منځه تللی باید د دواړو هیوادونو تر منځ د لا زیاتی همکارۍ او دوستۍ لاره پرانیزي او د جلاوالی لامل ونپیژندل شی.
و ـ افغانستان د پاکستان سره د ډیورند د کرَښی په سر باندی، د خپل اختلاف د واقع بینانه او منصفانه حل د پاره باید یوازی او یوازی سیاسی سوله ایزو لارو چارو په تمه اوسی . اوس مهال د موضوع د مطرح کولو وخت ندی. « پای »

فرانسه 01 ـ 02 ـ 07
دوکتور م، ع ، روستار تره کی

اخځونه :
[۱].بین المللی عامه حقوق . پاریس. 2002م کال. 211ـ212 مخ . Patrick Daillier [ 1]
[۲] د مستعمره هیوادکورنۍ او بهرنۍ اداره مستقیماً د ښکیلاکگر قوت په لاس کی ده.
تحت الحمایه هیواد کورنۍ چارې خپله اداره کوی. اما بهرنۍ امنیتي چارې او د بهرنی سیاست واک د استعماری قوت له خوآ تر سره کیږی.
. نړیوال عامه حقوق. پاریس. 2002م کال. 193 مخPatrick Daillier[2]
نړیوال عامه حقوق .پاریس. 2002م کال . 191 مخ .M Martin [1]
[۳] د پولو په اړه د انگریزانو او روسانو له خوآ په مختلفو نیټو یو شمیر هیآتونه ټاکل شوی وو. لمړی هیآت د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه [لارد کرینویل او پرنس گورچکوف] څخه جوړ شوی وو. او یو بل پلاوی د انگلیسی او روسی استازو « چارلس پت او کاپیتان کامروف» نومیدل.
[۴]2002م کال. 193 مخ عامه حقوق. بین المللی Patrick Daillier
[۵]کوریا او جاپان . پاریس. 1910م کال536 ـ 553 مخV . P erinjaquet
[۶]نړیوالی اړیکی. پاریس .1992 م 470 مخMoreau Defarge

عبدالملک پرهیز
په رګونو کې مې څه دي، له وجوده مې څاڅېږي؟
دا لا څه د مېنې راز دی، سر په سر په زړه ورېږي؟
ستا د یاد له سپین افقه، رڼا ورو په زړه راڅاڅي
لکه وحی د سکوت چې په ضمیر مې را خورېږي
زه که وچ وم سر تر پایه، ستا په نوم کې پسرلی شو
لکه خاوره چې په پټه له بارانه زرغونېږي
ما په تا کې و موندله، د ځان ورک خپله هینداره
هر تصویر مې له هغې نه، بیا روښانه شان ځلېږي
مینه شور د میو نه دی د چوپتیا پټ سمندر دی
هر احساس یې بې له غږه په څپو کې را رسېږي
وخت او ځای دي راټول شوي ستا د سترګو په پردو کې
د رڼآ په لرې لارو زما فکر هلته ځغلېږي
ستا راتګ که د تقدیر د نرم بارانونو تعبیر وي
زما شپه به ستا له نومه، په ګهیځ باندې بدلېږي

 

ای مردم سرگشته بدنبال چهایید

مانند بهایم ز پی آب و گیایید

تزویر گرانید همه اهل ریایید

ای قوم به حج رفته کجایید کجایید

معشوق همین جاست بیایید بیایید

+++

دلدار به هر ذرۀ هستی ست پدیدار

بیهوده هوس پرور احرامی و پندار

از دیدۀ دل پردۀ بیگانگی بردار

معشوق تو همسایه و دیوار به دیوار

در بادیه سرگشته شما در چه هوایید

+++

گر در حرم خلوت دل جای گزینید

از راه صفا بردر این خانه نشینید

جز پرتو حسن صنمی هیچ نبینید

گر صورت بی‌صورت معشوق ببینید

هم خواجه و هم خانه و هم کعبه شمایید

+++

بیهوده ز بیراهه به آن خانه برفتید

بی صدق و صفا بی سر و سامانه برفتید

ناکرده تعقل همه دیوانه برفتید

ده بار از آن راه بدان خانه برفتید

یک بار از این خانه بر این بام برآیید

+++

توصیف همان خانه بسی فاش بگفتید

از زمزم و از مروه و مِناش بگفتید

از جمره و قربانی و اینهاش بگفتید

آن خانه لطیفست نشان‌هاش بگفتید

از خواجۀ آن خانه نشانی بنمایید

+++

از  آز دویدید و به آنجای رسیدید

از خویشتن و خالق و مخلوق رمیدید

آیا سخن دوست ازان خانه شنیدید

یک دستۀ گل کو اگر آن باغ بدیدید

یک گوهر جان کو اگر از بحر خدایید

+++

آهنگ رۀ حج نکند  مردم آزاد

هرگز گره از کار به این واسطه نکشاد

طفلانه ازین ملعبه هستید همه شاد

با این همه آن رنج شما گنج شما باد

افسوس که بر گنج شما پرده شمایید

عزیزی غزنوی

تورنتو/کانادا

از برده گان بی خرد لیلن کبیر!

زان قاتلان مست ز خون ستمکشان

هورا کشان مستبد برهۀ زمان

افسار کنده های فرو مایۀ زبون

چیزی به یادت است؟

زان دم و دستگاه، زان انقلاب نحس

از خاد و از شکنجه و شلاق و سیم برق

از ضجه های بندی معصوم بی گناه

از قتل عام عالم و دانشور و ادیب

چیزی به یادت است؟

زندان های قرغه یی و خاد و دهمزنگ

کشتارگاه تاکوی و دشت پولیگون

کانجا هزارها چو من و تو جوان و پیر

در گورهای دسته جمعی زیر خاک شد

چیزی به یادت است؟

پلچرخی و سپاه انقلاب، آن وحشت و غریو

هرگوشه بود محبس و کشتارگاه خلق

گریان و چیغ و ناله و فریاد مادران

اندوه و بغض و هقهق جانکاه کودکان

چیزی به یادت است؟

زان بیرق پلید با داس و با چکش

زان زوزه های دم به دم (زنده باد خلق)!

زان ترس و رعب و لرزه به اندام مرد و زن

زان کشته های سوخته در انفجار بم

چیزی به یادت است؟

باری برو به دشت پر از گور پولیگون

آنجا ببین چه قدر عزیزان ما و تو

در گورها بدون نشان خاک گشته اند

زین وحشت و سفاکی آن انقلابیون

چیزی به یادت است؟

آن رهبران سفله و مزدور اجنبی

آن نوکران سر به کف کا جی بی روس

با آن شعارهای خلایق فریب پوچ

سهم زباله دانی تاریخ گشته اند

چیزی به یادت است؟

آری به یادت است!

اما به کنج بی خبری ها خزیده یی.

عزیزی غزنوی

تورنتو/کانادا

۸ ثور

سرو از چمن و غنچه ز گلزار ببردند

شاخ و ثمر و ریشۀ اشجار ببردند

دزدان مقدس به ترازوی شریعت

از کوه و کمر معدن و احجار ببردند

از مرده کفن کنده و بردند فراوان

از رهگذران کرته و پیزار ببردند

سیم و زر و اموال همه مردم ما را

پنهان و هویدا کم و بسیار ببردند

با نعرۀ تکبیر به هر جا که رسیدند

از پیکر مردم سر و دستار ببردند

این کوردلان از سر پستی و وقاحت

کلکین و در و پایۀ دیوار ببردند

آتش به شفاخانه و مکتب زده رفتند

از مدرسه ها تخته و پرکار ببردند

هر چیز که در میهن و در خانۀ من بود

این دد منشان یکسره یکبار ببردند

گوش و بینی و سینه بریدند فراوان

طفل از شکم مادر بیمار ببردند

با دهشت و بیداد گری ها و چپاول

خواب از مژۀ خفته و بیدار ببردند

کندند و بریدند و دریدند و شکستند

زان پس همه را اندک و بسیار ببردند

ارباب شریعت پسر و دختر زیبا

از خانه و از مکتب و بازار ببردند

ناموس وطن را به فرامین غنیمت

این لشکر دجاله عربوار ببردند

با راکت و هاوان و بم این جند تبهکار

آرامش خلق از همه ادوار ببردند

از بسکه نمودند قبیحانه جنایت

رنگ از قلم و واژه ز گفتار ببردند

دیگر مَطَلب حرمت دیر و حرم از ما

این فرقه ز ما باور و پندار ببردند

عزیزی غزنوی

تورنتو/کانادا

     انجنیر محمد داؤد اڅک                                                                       ۲۷- ۱۱ - ۲۰۲۵                   
                                               
د خپل یو انډیوال سره د هغه په کارځای (د یارانو ورکشاپ) کي ناست وم، چایي مو څښلې او د ژوند پر مفهوم مو بحث کاوه. زما بااستعداده او د برقي الاتو انجنیر دوست چي اکثره وخت به ئې زما سره د ازل او ماوراءالطبیعت په هکله ژور بحث کاوه او د قوي استدلال خاوند وو راته وویل:
ژوند په فلسفي لحاظ څنګه تعریفوې؟ 
ما ورته وویل چي ژوند په فلسفي لحاظ د حرکت په معنا دی، ژوند یعني حرکت. بېله حرکته نه ژوند تعریف کېدای سي او نه ژوندئ موجود. او تر ټولو مهمه دا چي ژوند  په خپل ذات کي د انسان لپاره یوه مؤقتي کلمه ده. یعني ماضي تېره ده او د راتلونکي په انتظار پداسي اوس (حال) کي ژوند کوو چي په هیڅ ډول ئې نه محار کولای سو او نه ئې معین کولای سو. یعني د پیل سره همزمان په ماضي بدلیږي. معنا دا چي حال نسته بلکه د تېر او راتلونکي تر منځ ژوند کوو او کیدای سي ووایو چي حال یو سرآب دی، په بل عبارت حال ذهني توهم دی.
انجنیر انډیوال چي د نظر خاوند وو قناعت ئې ونکړ او راته وئې ویل چي د ژوند معیار خو همدا اوس دی او په جدیت ئې غوښتل چي سوالونه مطرح کړي خو ما ئې خبري قطع کړې او ورته ومي ویل مخکي تر دې چي د حال په اړه خپل نظر درته وړاندي کړم ښه به وي چي لومړئ د نورو پوهانو او عالمانو نظریات هم د حال (اوس) په هکله درسره شریک کړم. انډیوال ته ئې خوند ورکړ، ول سمه ده. ما بیا هم مکث وکړ او زیاته مي کړه که تر حال مخکي د زمان په هکله هم د ساینس پوهانو او فیلسوفانو پر اندونو باندي لنډ بانډار وکړو تاوان به مو کړی وي؟
انډیوال کټ کټ په خندا سو ول نه، هیڅ تاوان نه کوو. اول زمان راوپېژنه بیا به پر حال (اوس) باندي بانډار وکړو. او زیاته ئې کړه چي ته بانډار کوه زه به چای درتازه کړم.
ماورته وویل چي:
 زمان (وخت)            
د زمان په هکله هم د فیلسوفانو اندونه بېل دي او هم د Presentism او Eternalism په شان فلسفي او علمي مکتبونو بېل بېل تعریف کړیدی. په لرغوني/ نیوټني فیزیک کي زمان مطلق او د طبعت  جلا برخه ده چي د مادې او انرژي سره تړاو نلري. یعني نیوټن ویل چي زمان له طبعت څخه مستقیل دی که په جهان کي هیڅ شئ نه وي وخت به وي.
اما د انیشتاین په نسبیت تیؤري کي زمان نسبي دی او د طبعت برخه  ئې بولي چي د مادې او انرژي سره تړلی دی. انیشتاین ویل چي د زمان سرعت متفاوت دی او کېدای سي چي چټک وي یا بطي.
 کوانتومي/ نوی فیزیک بیا زمان مستقیل موجود نه بولي  بلکه د ذراتو ترمنځ ئې د اړیکو نتیجه بولي.
خو ایمانویل کانت بیا زمان اصلآ د طبعت برخه نه بولي بلکه د انساني ذهن محصول ئې ګڼلی دی چي د پدیدو د درک کولو لپاره  کاریږي. او زماني واحدونه/ سمبولونه د انسان تخلیق بولي. 
ارسطو د حرکت اندازه کولو ته زمان وایي او په طبعي تغیراتو پوري ئې تړي. ارسطو به ویل چي زمان بېله تغیر او حرکته معنا نلري.
اسلامي فیلسوف (ملا صدرا) هم ارسطو ته نژدې نظر درلود او زمان ئې د حرکت مقدار او د طبعت جز باله.
ما غوښتل چي بحث لږ اوږد کړم خو پدې وخت کي انډیوال راته وویل چي همدغه پوهانو به خامخا پر حال (اوس) باندي هم نظریات ورکړي وي. ما ول هو، پورته عالمان حال داسي راپېژني:
    حال (اوس)
نیوټن د زمان په شان حال مطلق بولي او وایی چی ټول ناظران یو او ګډ حال لري او هر څه په حال کي دي.
د آلجزایر مشهور فیلسوف (اګوستین قدیس) هم باورمند وو چي په زمان کي فقط حال دی. ماضي په ذهن کي یوه خاطره ده او راتلونکې په زړه کي انتظار دی.
عارفانو په تېره بیا عربي عارف او فیلسوف (ابن عربي) به ویل چي حال حقیقت دی ماضي او اینده د انسان ذهني توهمات دي . ابن عربي باور درلود چي انسان په حال کي کولای سي خپل وجودي حقیقت او د خدای تعالی حقانیت ته ورسیږي.
اما د انشتاین په نسبیت تیؤري کي مطلق حال نسته. انشتاین به ویل هغه چي یوه ناظر ته حال دی ممکن بل څارونکي ته ماضي یا اینده وي. خو په پایله کي ټولو پوهانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی یعني په یوه خط کي ئې بلل. ما غوښتل لږ نور تشریحات ورکړم خو انجنیر انډیوال راته وویل چي زما اصلي پوښتنه ستا څخه وه، ته خو هم په فلسفه ګوتي وهې، ستا په اند حال مطلق دی نسبي دی که څنګه؟
ما انډیوال ته وویل:
که څه هم چي یوناني فیلسوف (فیثاغورث)  باور درلود چي د ژوند کولو علم په اوس یعني حال کي اوسېدل دي، خو که ستا خوا نه بدیږي حال پدغه شکل چي فیثاغورث ویلي دي یا ته فکر کوې اطلآ وجود نلري. انډیوال مي په ډېره حیرانتیا سره غوښتل په خبرو کي راولوېږي خو ما ورته وویل زما مقصد دا دی که موږ د تېر او راتلونکي څخه پردي سو هیڅ نقش ورنکړو بیا نو حال هم نسته او که موږ فقط حال مطلق کړو معنا دا چي موږ حرکت نفي کړ. او زما په اند بې حرکته پدیده نه په ټولنه کي سته نه په طبعت کي.
انډیوال په ډېره حیرانتیا راته وویل: نه سوم پوه، څنګه حال نسته، همدا اوس زه او ته په حال کي ناست یوو خبري کوو.
ما ورته وویل:
ستا دغه جمله سمدستي ماضي سول نور په حال پوري اړه نلري او ما په ماضي کي واورېدل. ځکه چي هر څه په حرکت کي دي او طبعي ده چي په حرکت کي سا اچول، دمه کول، توقف او سکون نسته چي موږ ګوته پر کښېږدو چي دغه دی حال. یعني هر څه چي موږ وینو یا ئې اورو ماضي دي. او هره پېښه یا تصویر چي تر موږ پوري رارسیږي معلومداره چي وخت پر تېریږي او په معین زمان کي تر موږ پوري رارسیږي. مثلآ موږ یو ږغ اورو او فکر کوو چي اوس مو ږغ واورېدئ خو په حقیقت کي اوس ندی بلکه موږ تېر سوی ږغ په ماضي کي اورو. که څه هم چي د ږغ سرعت خورا ډېر دی خو زموږ غوږو ته چي رارسیږي وخت پر تېر سوی وي یعني ماضي سوی وي، اما موږ ئې حال بولو. دغه ماضي حال ته زه (لیکوال) ذهني حال وایم، یعني دغه حال چي څوک فکر کوې یا لوړو عالمانو او فیلسوفانو یاد کړیدی دا ذهني حال دی نه زماني او حقیقي حال.
همداسي که موږ لیري یا نژدې یو غره ته ګورو یا کوم بل شي ته ګورو. دا په حال کي نه وینو بلکه ماضي تصویر په تېر سوي زمان کي وینو. یعني د غره او سترګو تر منځ فاصله موجوده ده او دغه فاصله نوري فوتونونه Photon (الکترو مقناطیسي ذرات) په معین وخت کي طئ کوي څو د انسان سترګو او بیا ذهن ته ورسېږي. معنا دا چي د انسان د سترګو او غره تر منځ چي دسیلیون Decillion (یو تریلیون ملیارد) فوتونونو جریان واقع دی په خپل ذات کي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان دی چي زه (لیکوال) ئې (تلپاته جریان) نوموم. زه ئې ځکه تلپاتی جریان بولم چي دغه جریان هیڅکله له منځه نه ځي تر څو چي انسان او طبعت وي تلپاته جریان به هم وي. په تلپاته جریان کي اصلي او زماني حال موږ نه لیدلای سو او نه ئې احساسولای سو، بلکه موږ ته ئې ماضي حالت رارسیږي چي ذهني حال ترسیموي. یعني د انسان د سترګو او غره یا بل شي تر منځ فاصله که نوري فوتونونه په یوه ثانیه کي وهي یا ئې په یوه زیپتوثانیه Zeptosecond (د ثانیې تریلیونیم برخه) کي وهي خو په هر صورت به ماضي حالت وي.
انډیوال ته مي په ټینګار وویل چي هیڅ یوه حادثه یا تصویر په منجمد او اني ډول زموږ ذهن ته نسي داخلېدای بلکه هر عمل، پېښه یا تصویر باید د تلپاته جریان پروسه په معین وخت کي طئ کړي څو د انسان سترګو ته ورسېږي. د سترګو له مختلیفو برخو څخه چي په معین زمان کي تېرسي نو حتمي باید په همدغه تلپاته جریان کي د مغز له بیلو مرکزو څخه په بیلو وختو کي ګذار وکړي څو ذهن یو مکمل انځور ځني رسم کړي. انځور چي تکمیل سو حتمأ باید په همدغه تلپاته جریان کي د احساس په شان د مغز نورو بیلو مرکزو ته په بیلو وختو کي انتقال سي څو مرکزونه قضاوت پر وکړي چي عکس العمل ښکاره کړي که نه، که ئې ښکاره کوي څنګه عکس العمل ښکاره کړي. پس طبعي خبره ده چي دغه د ماضي او راتلونکي تر منځ د فوتونونو جریان (تلپاته جریان) چي د انساني مغز او شي تر منځ تبادله/ تعامل کوي او پړاو پر پړاو د مغز په بیلو مرکزو کي پورته کښته کیږي وخت (زمان) مصرفوي او ماضي کیږي. 
زما ځیرک انډیوال چي واقیعآ د نظر خاوند وو غلی سو، زړه  نازړه سو چي څه ووایي. ما زیاته کړل که څه هم چي پورته عالمانو او فیلسوفانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی خو بیا به هم ذهني پُل وي نه واقیعي، ځکه چي حال د ایجاد سره سم محوه کیږي. انډیوال مي پداسي حال کي چي فکر وړی وو ولاړ سو ول زه به تازه چای جوړي کړم. چاینکه ئې د اوبو ډکه کړه، اوګرمي ئې پکښي کښېښول او ساکیټ ئې برق ته ورکۍ.
ما پدې خاطر چي خپل د نظر خاوند انډیوال ته قناعت ورکړم نو ورته ومي ویل:
دغه چایي چي ته جوړوې په اوس کي نه بلکه د ماضي او راتلونکي په جریان (تلپاته جریان) کي ئې جوړوې. ته چي ولاړ سوې ماضي سو، چاینکه دي راواخیستل ماضي سو، اوبه دي ورواچولې ماضي سو اوګرمي دي پکښي کښېښول ماضي سو او د اوبو پر ایشېدو چي هره زیپتوثانیه تېریږي ماضي کیږي خو ته فکر کوې چي په اوس کي ناست یوو چایي څښو او د حال څخه خوند اخلو. لنډه دا چي حتا د سترګو رپ، د زړه حرکت، په وجود کي د ویني جریان، مغزي حرکات او فعالیتونه... ټول په تلپاتي جریان کي تر سره کیږي چي وخت پر تېریږي او ماضي وي.
بیلګه: کله چي یو ډاکتر ناروغ معاینه کوي نو د خپلي ځانګړي طبي ګوشکي (ستتوسکوپ) پواسطه اول د ناروغ وجود داخلي ږغونه (د زړه ضربان، د شوشانو ږغونه...) اوري څو د مریض مشکل پیدا کړي. طبعي ده چي د ناروغ وجود ږغونه د بدن، طبي ګوشکي، او ډاکتر د سماعي سیستم تر منځ معینه فاصله طئ کوي دا چي په ثانیه کي یا ئې زیپتوثانیه کي طئ کوي په هر حال به ماضي وي.
 انډیوال راته کتل خو سترګي ئې نه رپولې، نو ما ورته وویل که غواړې چي نور مقنع مثالونه یا د ژوند په اړه نوي مسایل مطالعه کړې نو (ژوند یعني څه؟) کتاب پیدا کړه. 
انجنیر انډیوال ته چي بانډار خوند ورکړ او په برېتو کي ئې وخندل ورته ومي ویل: 
پایله دا چي د انیشتاین، نیوټن، فیثاغورث... څخه په بخښني سره، ستا او ټولو ښاغلو لوستونکو څخه په بخښني سره زه (لیکوال) حال (اوس) نه مطلق او نه نسبي بولم بلکه ټولي انساني، ټولنیزي او طبعي پیښي چي رامنځته کیږي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان (تلپاته جریان) کي رامنځته او تر سره کیږي چي زه ئې ذهني حال بولم. مقصد مي دا دی چي تلپاته جریان بې مرکزه او متواتر جریان دی چي پر هیڅ ځای ئې ګوته نه نیول کیږي چي دغه ځای ئې حال دی. یعني هغه سکون حال چي موږ ئې فکر کوو او وکړای سو په هغه حال کي کوم عمل تر سره کړو او د حال (اوس) دلالت پر وکړو اصلآ نسته فقط او فقط ذهني حال دی چي په تلپاته جریان کي رامنځته کیږي.
انډیوال چي قانع معلومېدۍ نو د لتا او محمد رفیع په ښکلو اوازو کي ئې یوه پیته ټیپ ته واچول او تازه دم سوي چایي ئې راواخیسې، ول په تلپاته جریان کي به خوندونه اخلو.
سرچینې:
- ژوند یعني څه؟ ۵۵ او ۵۶ مخونه. انجنیر محمد داؤد اڅک.
- تازه زیاتوني او مصنوعي هوښ


 نور محمد غفوري

الگوریتم د ستونزې د حل لپاره د منظمو، محدودو او منطقي پړاوونو یو سیستم دی. په بل عبارت، الگوریتم هغه فکري چوکاټ دی چې یو کار یا مسئله له پیل څخه تر پایه پورې په روښانه، پرله‌پسې او تکرارېدونکو ګامونو حل کوي. دا مفهوم یوازې په کمپیوټر ساینس پورې محدود نه دی، بلکې د انسان د منظم فکر، حساب، پرېکړې او تحلیل بنسټیزه وسیله ګڼل کېږي. 
د الگوریتم تاریخي شالید
د الگوریتم تاریخي ولیې (ريښه) د نهمې میلادي پېړۍ خراسان ته رسېږي. محمد بن موسی الخوارزمي، چې د خراسان له علمي مکتب څخه راټوکېدلی و، د حساب او ریاضي لپاره داسې منظمې طریقې وړاندې کړې چې پر ترتیب، تکرار او منطق ولاړې وې. کله چې د هغه علمي اثار لاتیني ژبې ته وژباړل شول، د نوم بڼه یې Algoritmi ولیکل شوه، چې وروسته ترې د Algorithm اصطلاح رامنځته شوه. له همدې امله، الگوریتم نه یوازې یو تخنیکي مفهوم دی، بلکې د اسلامي تمدن د فکري تولید یوه مهمه تاریخي نښه هم بلل کېږي.
الگوریتم په اصل کې د دې اړتیا له مخې رامنځته شو چې انسان وکولای شي پېچلې ستونزې په ساده، دقیق او تکرارېدونکو ګامونو ووېشي. دا طریقه په لومړیو کې د محاسبې، نجوم، جغرافیې او اداري چارو لپاره کارېده، خو د وخت په تېرېدو سره یې ارزښت نور هم پراخ شو.
الگوریتم د کمپیوټر په نړۍ کې
په معاصر مفهوم کې، الگوریتم د کمپیوټر له پاره یوه لارښوونه ده. الگوریتمونه هغه دستورونه دي چې کمپیوټر ته وایي څه کار، په کوم ترتیب او څنګه ترسره کړي. دا لارښوونې د انسانانو له خوا پروګرام کېږي، او کمپیوټر د همدغو الگوریتمونو پر بنسټ کار کوي.
د الگوریتم په مرسته، کمپیوټر کولای شي یوه دنده ګام په ګام حل کړي. همدارنګه، الگوریتمونه د معلوماتو (ډاټا) د ارزونې او تحلیل لپاره کارېږي. د معلوماتو ارزونه دې ته وایي چې بېلابېل معلومات د ټاکلو اصولو له مخې سره یو ځای شي، تر څو ترې نوي، مانادار او د استفادې وړ معلومات، یعنې اطلاعات، تولید شي.
عملي بېلګې
الگوریتمونه کولای شي په ډېر لنډ وخت کې د معلوماتو سترې زېرمې سره پرتله کړي او یوې ټاکلې پایلې ته ورسېږي. د بېلګې په توګه، انلاین پلورنځي د الگوریتمونو له لارې دا معلومات راټولوي چې د یوه ټاکلي عمر ډلې خلک عموماً څه ډول توکي اخلي. له دې لارې، پلورنځي پوهېږي چې کوم محصولات باید هماغې ډلې ته وړاندې کړي. کله چې یو کس د همدې عمر له ډلې وېب‌سایټ ته ننوځي، ورته هماغه محصولات ښکاره کېږي، چې دا کار د سوداګرۍ ګټه زیاتوي.
کله چې یو الگوریتم له ډېرو زیاتو معلوماتو سره کار کوي، نو ورو ورو لا دقیق او اغېزمن کېږي. په بل عبارت، کمپیوټر زده‌کړه کوي، او پایلې یې لا هدفمندې کېږي.
الگوریتمونه په نورو برخو کې
الگوریتمونه یوازې په سوداګرۍ کې نه کارېږي. په طبابت کې هم الگوریتمونه مرسته کوي، لکه دا معلومول چې خلک په کوم عمر کې په یوې ځانګړې ناروغۍ ډېر اخته کېږي، یا د ناروغیو احتمالي لاملونه کوم دي. په فابریکو او شرکتونو کې، کامرې د الگوریتمونو له لارې زده‌کړه کوي چې خراب محصولات څنګه ښکاري، او وروسته یې په تولیدي کرښه کې بېلوي. دا کار د انسان له اوږو دروند بار لرې کوي، خو په ځینو مواردو کې د کاري فرصتونو د کمېدو اندېښنه هم رامنځته کوي.
د لټون‌ماشینونه لکه ګوګل هم د الگوریتمونو پر بنسټ کار کوي. الگوریتمونه حساب کوي چې کومې وېب‌پاڼې باید لومړی وښودل شي او کومې وروسته.
ځواک او ننګونې
کمپیوټرونه د الگوریتمونو په مرسته ځینې کارونه د انسان په پرتله ډېر چټک او دقیق ترسره کوي، په ځانګړي ډول د ډېرو معلوماتو تحلیل. دوی کولای شي داسې پایلې ومومي چې انسانان یې په هماغه وخت کې نشي موندلای. خو له بلې خوا، که الگوریتمونه سم طرحه شوي نه وي، کولای شي له خلکو سره ناعادلانه چلند وکړي یا د خلکو محرمیت تر پوښتنې لاندې راولي.
پایله
په پایله کې ویلای شو چې الگوریتم یوازې یوه تخنیکي وسیله نه ده، بلکې د منظم فکر، علمي تمدن او عقلاني ټولنې څرګندونه ده. د الگوریتم تاریخ دا ښيي چې زموږ سیمه نه یوازې د علم مصرفوونکې، بلکې د علم تولیدوونکې هم وه. همدا فکري میراث کولی شي د معاصرې پوهې، ټکنالوژۍ او انساني پرمختګ لپاره یو مهم الهام‌بښونکی بنسټ واوسي.
اړینه یادونه: دې موضوع ته مو فکر وي چې الګوریتم (Algorithm) له لو ګاریتم  (Logarithm) سره غلط نکړو. ددې دواړو اصطلاحاتو تلفظ (خصوصاً موږ افغانانو ته ) یو او بل ته ورته او نږدې ښکاري، له ریاضي سره تړلی او دواړه د محمد بن موسی الخوارزمي د ښوونو میراث دی؛ خو سره یو نه دی. لوګاریتم دا ښيي چې یو عدد څو ځله پر خپل ځان کې ضرب کړو، تر څو ټاکلي عدد ته ورسېږو؛ یا په بل عبارت: لوګاریتم د ریاضي هغه مفهوم دی چې دا ښيي چې یو ټاکلی بنسټ څو ځله پخپل ځان کې ضرب شي تر څو یو معین عدد ترې حاصل شي. لوګاریتم د خالصې ریاضي فورمول دی، په داسې حال کې چې الګوریتم د کمپیوټر، منطق او فکر سره هم کار او تړاو لري.  
نور محمد غفوری
23.01.2026 

 موخذ: bpb   او نور
https://www.bpb.de/kurz-knapp/lexika/lexikon-in-einfacher-sprache/303035/algorithmus/
 
 


استاد عبدالرشید ملکزی یکی از چهره‌های برجسته علمی و اکادمیک افغانستان است که سال‌های زیادی از عمر خویش را در راه آموزش، پرورش و تربیت نسل جوان کشور سپری کرده است. وی با دانش، تجربه و تلاش‌های علمی خود، نقش ارزنده‌ای در رشد فکری و علمی هزاران دانشجو و جوان افغانستان ایفا نموده است.
زندگی‌نامه و محل تولد
استاد عبدالرشید ملکزی فرزند عبدالمجید ملکزی و نواسهٔ عبدالوکيل ملکزی می‌باشد که در سال ۱۳۴۱ هجری خورشیدی در قریهٔ قلعتک ولسوالی کوزکنر ولایت ننگرهار چشم به جهان گشود. او در خانواده‌ای فرهنگی و علم‌دوست پرورش یافت و از همان دوران کودکی به علم و آموزش علاقه‌مند بود.
تحصیلات
استاد عبدالرشید ملکزی آموزش‌های ابتدایی خویش را در مکتب عبدالوکيل آغاز کرد. سپس دورهٔ متوسطه را در مکتب سید جمال‌الدین افغان ادامه داد و بعداً از لیسهٔ ننگرهار فارغ گردید.
وی در سال ۱۳۶۰ هجری خورشیدی جهت ادامهٔ تحصیلات عالی به خارج از کشور رفت و در رشتهٔ علوم تربیتی تا مقطع لیسانس و ماستری به تحصیل پرداخت. او در جریان تحصیل، در بخش‌های روان‌شناسی، تعلیم و تربیه و تحقیقات علمی تخصص و مهارت به‌دست آورد.
سوابق کاری
استاد عبدالرشید ملکزی در سال ۱۳۶۶ هجری خورشیدی به حیث کارمند در شورای وزیران آغاز به کار نمود. سپس در سال ۱۳۶۷ در بخش اخبار خارجی روزنامهٔ هیواد وظیفه اجرا کرد.
در سال ۱۳۶۸ به عنوان استاد در انستیتوت پیداگوژی ننگرهار مقرر شد و به تدریس و تربیت صدها دانشجو پرداخت.
وی در سال ۱۳۸۰ هجری خورشیدی به عنوان استاد در پوهنځی تعلیم و تربیهٔ پوهنتون ننگرهار مقرر گردید و تا اکنون نیز در همین نهاد علمی به خدمت مصروف می‌باشد.
فعالیت‌های علمی و پژوهشی
استاد عبدالرشید ملکزی در عرصهٔ تألیف، تحقیق و نگارش آثار علمی فعالیت‌های گسترده‌ای انجام داده است. او حدود ۱۲ جلد کتاب درسی و چندین مقالهٔ علمی نگاشته و ده‌ها لکچر نوت درسی را برای محصلان آماده ساخته است.
همچنین در ده‌ها سیمینار و کنفرانس علمی ملی و بین‌المللی اشتراک کرده و مقالات و تحقیقات علمی خویش را ارائه نموده است.
آثار منتشرشده
از جمله آثار علمی و کتاب‌های استاد عبدالرشید ملکزی می‌توان به موارد ذیل اشاره کرد:
عوامل مؤثر در رشد شخصیت
روان‌شناسی انکشافی
روان‌شناسی تربیتی
روان‌شناسی اجتماعی
روان‌شناسی مدیریت
پیداگوژی سنی
همچنین مقالات علمی متعددی از وی به نشر رسیده است، از جمله:
بررسی عوامل خشونت میان دانش‌آموزان در شهر جلال‌آباد
فواید و زیان‌های مذاکرات
فواید و زیان‌های تحمل و بردباری
عوامل تخلفات جنسی در دورهٔ جوانی
نقش حافظه در یادگیری
تأثیر وراثت در رشد کودک
تأثیر محیط در رشد کودک
تقدیرنامه‌ها و افتخارات
استاد عبدالرشید ملکزی در جریان سال‌های خدمت علمی و آموزشی خویش، موفق به دریافت ده‌ها تقدیرنامه، ستاینلیک و اسناد افتخار گردیده است. شخصیت علمی، اخلاق نیکو و شیوهٔ تدریس وی همواره مورد ستایش دانشجویان و همکارانش قرار داشته است.
زبان‌ها و سفرهای علمی
استاد عبدالرشید ملکزی به زبان‌های پشتو، دری، پشه‌ای، روسی و انگلیسی تسلط داشته و توانایی خواندن و نوشتن به این زبان‌ها را دارا می‌باشد.
وی سفرهای علمی و فرهنگی متعددی به کشورهای روسیه، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اوکراین، آمریکا، جاپان، پاکستان و دوبی انجام داده است.
نتیجه‌گیری
استاد عبدالرشید ملکزی از جمله شخصیت‌های علمی و فرهنگی افغانستان است که عمر خویش را وقف خدمت به علم، آموزش و پرورش نموده است. آثار علمی، تحقیقات و خدمات آموزشی وی، سرمایه‌ای ارزشمند برای جامعهٔ علمی کشور محسوب می‌شود و نام او به عنوان یک استاد دلسوز، پژوهشگر توانمند و شخصیت علمی فرهیخته، در حافظهٔ علمی افغانستان ماندگار خواهد بود.

دی هغه نوموتی او پیاوړی فیلسوف، تکړه شاعر او ادیب، پېژندل شوی لیکوال، دیپلومات او سیاست پوه وو، چې د فبروري میاشتې په (۱۲)مه، پر (۱۹۲۸)زېږدیز کال د کونړ ولایت، د «اسمار» په ولسوالۍ د «شینکوړک» په کلي کې په یوې روحاني کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړی د لوی عالم، شاعر او ادیب سید شمس الدین مجروح زوی وو، چې لومړنۍ زده کړې یې په کنړ کې د «شینکوړک» د کلي په جومات کې پیل او سر ته رسولې دي. له څو مودې وروسته د خپل پلار سره کابل ته ولاړو او د (۱۳) کلنۍ په عمر یې د استقلال په لېسه کې په څلورم ټولگي کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. پر(۱۹۵۰) زېږي کال یې د استقلال په لیسه کې خپلې زده کړې تر سره کړې او د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته ولاړ. ده خپلې لوړې زده کړې د (۱۹۵۲)ز کال تر (۱۹۵۸) ز کال پورې د پاريس په «سوربن» او بيا د «مونټ پليه» په پوهنتون کې د ساپوهنې (روحياتو) او فلسفې په څانگه کې د لیسانس او ماستری تر درجې پورې پای ته ورسولې او دوكتورا يې وروسته په المان كې د هيگل په فلسفه كې ترلاسه كړه. په همدې دوره کې وتوانېدو، چې د «الماني ا و انگړېزي» ژبو ادبيات په «غربي المان او انگلستان» کې سرته ورسوي. هغه نه يوازې د پښتو او فارسې ژبو شاعر وو، بلكې په فرانسوي، جرمني او انگليسي ژبو يې هم خبري كولى شوی. کله چې سید بهاؤالدین مجروح پر (۱۹۵۸)ز کال کې خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي ښوونکی او د فلسفې ښوونه او تدریس یې پیل کړ. وروسته بيا د پوهنتون د رييس په توګه وګمارل شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په چوپړ او خدمت کې تېر کړ. دی د خپل عصر هغه نوښتګر او لوی عالم شخصیت وو، چې په شرقي عرفان او حکمت او غربي فلسفې او معاصرو علومو په زده کړو کې د ځانګړي استعداد او وړتیا خاوند وو. هغه په هېواد کې د ننه او بهر په نورو رسمي دندو  کې هم پاتې شوی دی. دی په جرمني کې د افغانستان فرهنګي اتشه شو او همالته يې د هگل په فلسفه كې د دوكتورا درجه واخيسته او له هغه وروسته په كابل پوهنتون كې يې د فلسفې درسونو ته دوام وركاوه. همداسې یې په کاپيسا ولايت کې د والي په توګه دندې تر سره کړې دي. دی د ژوند په وروستيو کلونو کې پاکستان ته ولاړو او په پېښور ښار کې مهاجر شو او پر (۱۳۵۹) لمریز کال کې «د افغان رسنیو مرکز»، چې یو فرهنګي دفتر وو په پېښور کې یې د دغې دفتر بنسټ کېښود او هلته یې خپلو علمي، ادبي، فرهنګي او ملي کارونو او  فعالیتونو ته دوام ورکړ. استاد پوهاند ډکټور سيد بهاؤالدين مجروح ته د فرانسې، سويس، انگلستان، امريکا او د نړۍ ډېرو لويو پوهنتونونو او اکادميکو مرکزونو د استادۍ وړانديزونه وکړل، خو مجروح صاحب يو هم ونه مانه او خپل ژوند ته یې په پېښور کې دوام ورکړ.

استاد پوهاند ډاکتر سيد بهاؤالدين مجروح د خپل ژوند په اوږدو کې ګټور، مهم او ارزښتناک نښیرونه(اثار) کښلي او هم یې ژباړلې دي او په لسګونو علمي، سیاسي، فلسفي او ادبي مقالې او رسالې یې د افغانستان په مطبوعاتو کې چاپ شوې دي. د ده مهم او ګټور نښیرونه(اثار) دا دي: «ځانځاني ښامار- په شعر- پښتو ، اول او دویم دفتر»، «اژدهای خودي شپږ ټوکه نثر دري»، «د جبر او اختیار دیالکتیک»، «نا اشنا سندرې»، «اجتماعي احساس الفرد ادلر په نظر کې- روانشناسۍ کې د ماسترۍ تیزېس»، «د ځان تربیه زموږ په روانشناسۍ کې»، «دشمن را بشناسید»، «صوفي او نوې دنیا»، «زردشت ووییل داسې»، «پیام صوفي بت شکن به بت پرستانې قرن ۲۰»، «بودا چنین ګفت»، «سید جمال الدین و برخورد شرق و غرب» او «منازل السایرین یا صد میدان حکیم سنایي».

کله چې  استاد پوهاند مجروح په پېښور کې کډوال وو او خپل فرهنگي کارونه يې مخ ته بېول نو په دې وخت کې د سخت دريځو مجاهدينو او د پاکستان د څارگرې ادارې «آی اس آی» تر لید او نظر لاندې وو. د ده فرهنگي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پیاوړتیا وه، د پاکستان د استخباراتي کړيو په وړاندې يو لوی گواښ وو، چې هغوی هېڅکله نه غوښتل په پېښور کې مېشت افغانان د ملي روحيې او هېوادپالنې له ارزښتونو برخمن شي. په دې ترڅ کې هغوی د نورو جهادي تروريستي کړيو سره يو ځای د سيد بهاؤالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ کړ او د فبرورۍ میاشتې په(۱۱)مه، پر(۱۹۸۸)ز کال د جمعې په شپه کله چې دی په پېښور کې له خپل دفتر نه راووات د وسله والو لخوا وويشتل شو او هماغلته ځای پر ځای په شهادت ورسېد.

دلته تاسو ته د استاد پوهاند ډوکټور سید بهاؤالدین مجروح  ژورې خبرې او وجیزې وړاندې کوم:

- که انسان خپل روح ونه پېژني، نو هغه به د بل هر څه له پېژندلو بې ‌برخې وي.

 انسان که د خپل درون، حقیقت او وجودي ارزښت ته متوجه نشي، نو د بهرني نړۍ د درک او پېژندلو توان به هم ونه لري.

- ازادي یواځې هغه څوک درک کولای شي، چې بندي شوی وي.

 واقعي ازادي هغه څوک حس کولای شي، چې د استبداد، ظلم او جبر تجربه یې کړې وي.

- تر ټولو لوی زندان، د انسان خپل ځان ته جوړ شوی زندان دی.

 انسان ډېر ځله د خپلو محدودو افکارو، وېرې، او تقلیدي باورونو بندیوان وي.

- د روښانه فکر خاوندان تل د هغو خلکو له خوا وژل شوي، چې د هغوی د فکر له روښنایۍ څخه وېرېدلي دي.

 د تاریخ په اوږدو کې آزاد فکر کوونکي او روڼاندي د مستبدینو، ظالمانو او د جهل د پیروانو له خوا وژل شوي دي.

- که ته غواړې یو ملت تباه کړې، نو فکر مه پرېږده چې خپل حقیقت وپېژني.

 کله چې یو ملت له خپل تاریخي، فرهنګي او فکري هویت څخه بې‌خبره پاتې شي، نو استثمار او غلامۍ ته چمتو کېږي.

- حقیقي بغاوت هغه دی، چې له انسان دننه پیل شي.

 واقعي بدلون او پاڅون د انسان له درون څخه پیلېږي، او که څوک غواړي د ظلم پر وړاندې ودریږي، باید له خپل فکره یې پیل کړي.

- د جهل توره د استبداد پیاوړی ځواک دی.

 استبداد تل د ناپوهۍ له لارې دوام مومي، او جابر واکمنان هڅه کوي، چې خلک ناپوه وساتي، څو د هغوی پر ضد ونه دریږي.

- حقیقي فلسفه، د انسان د خلاصون او ازادۍ فلسفه ده.

 فلسفه باید د انسان د فکري او عملي ازادۍ لپاره وکارول شي، نه د هغه د بندي کولو لپاره.

- زه له هغو خلکو ډارېږم، چې د حقیقت دعوه کوي، خو د فکر دروازې تړلې ساتي.

 هغه خلک چې ځانونه د مطلق حقیقت مالکین ګڼي، خو بحث، منطق او آزاد تفکر نه مني، تر ټولو خطرناک دي.

- انسان هغه وخت آزادېږي، چې له خپل ځان سره صادق شي.

 که یو فرد د خپلو فکرونو، احساساتو او نیتونو په وړاندې رښتینی وي، نو حقیقي ازادي به احساس کړي.

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 هغه د اسلام د زرین پېر یو ستر  طبیب، ریاضي پوه، ستورپوه، فزیک او کیمیا  پوه، جغرافیا پوه، موسیقي پوه، شاعر، منطق پوه، متفکر، حکیم او  لیکوال وو.  ابو علي سینا د  اسلامي پېر تر ټولو اغېزناک فیلسوف بلل کیږي. نوموړی د نړۍ یو له نوموتو فیلسوفانو او ساینس پوهانو څخه دی چې د فلسفې او طب په برخو کې د خپلو نښیرونو(اثارو ) له امله په ځانګړې توګه د پام وړ دی. هغه د څلورم هجري قمري کال په نیمایي کې پر (۳۷۰) هجري قمري یا (۹۸۰) میلادي کال کې په «آفشنه» کې زېږېدلی، پلار یې عبدالله د بلخ وو. ابن سینا په خپل لاس لیکلي ژوند لیک کې کښلي: « پلار مې عبدالله د بلخ و او په دیواني دنده پسې بخارا ته راغی او دلته یې زما له مور ستارې سره واده وکړ.»  ابن سینا هغه مسلمان فیلسوف دی، چې د ارسطو له فلسفې څخه اغیزمن شوی وو. نوموړي په بېلابېلو برخو کې کابو (۴۵۰)کتابونه ليکلي، چې ډېری يې د طب او فلسفې په اړه دي. ابوعلي سينا په ټولو علومو او په ځانګړې توګه طب کې د پام وړ مهارت درلود، له همدې امله هغه د طبي علومو پلار بلل کېده. د هغه تر ټولو له نامتو او  مهمو نښیرونو (اثارو)څخه په طب کې د «قانون کتاب» او د شفا(درملنې) کتاب دی، چې د منځنیو پېړیو په پوهنتونونو کې یو معیاري طبي متن شو او د (1650)ز کال تر وروستیو پورې کارول کیدل. د ابن سینا په نښیرونو(اثارو) کې د فلسفې او طب سربیره، د ستورپوهنې، کیمیا، جغرافیه او جیولوژي، ارواپوهنې، اسلامي الهیات، منطق، ریاضي، فزیک او شاعرۍ په تړاو هم ډېرې مهمې لیکنې او ګټور موضوعات او مفاهیم هم شتون لري. په اسلامي فلسفه يې ژور اغېز پرېښی دی.

«ابو علي سینا» پر (۴۲۸)هجري قمري یا (۱۰۳۷)میلادي کال کې مړ شو او د «همدان» په ښار (اوسني ایران) کې خاورو ته وسپارل شو.

 

دا هم د ابو علي سینا بلخي ګټورې، اغېزناکې او مهمې ویناوې او خبرې:

 

- څوک چې د بدل اخیستو په اندو فکر کې وي، تل یې زخم تازه وي.

- هغه دښمن چې په رښتیا سره کینه کوي، تر هغه دوست ښه دی چې په ریا سره مینه کوي.

- که د یوې تېروتنې  لپاره زر دلیله ووایې، په واقعیت کې دې زر تېروتنې کړې دي.

- بخښنه د ځواک په اکر او حالت کې د زړه ورتیا نښه ده.

- هر څه چې لږ وي، درمل او دوا وي، چې برابر وي، خواړه وي او چې ډېر شي، زهر شي، حتی مینه!                    

- د ښه ملګري نښه دا ده چې پر نیمګړتیاوو پرده وغوړوي تاته نصیحت وکړي او راز دې وساتي.

- د تجربې او آزماېښت ارزښت له پوهې لوړ دی.

- که پوهېدلی وای چې د مرګ په سزا یو محکوم کس، د مجازاتو پر وخت کې څومره ژوند ته د بیا راستنیدو هیله لري، نو بیا به تاسو د هغو ورځو په قدر او ارزښت پوهېدلی وای چې په غم او خواشینۍ یې تېروئ.                         

- چې سپورت کوي درمل ته اړتیا نه لري.

- د انسان روغتیا، ته بل هېڅه دومره تاوان نه پېښوي، لکه په ګېډه کې سرپرسر شوي خواړه.

- په پوهه او فلسفه کې تعصب لکه د بل هر تعصب غوندې د خاموالي نښه ده چې تل د رښتيا په زیان تمامېږي.                      

-  د خپل نفس ښوونکی او استاد او د خپل وجدان زده کوونکی او شاګرد اوسه.

- یو شی چې په زیاته کچه وموندل شي، بیه یې کمېږي. خو علم چې زیات شي، بیه یې هم زیاتېږي.                  

- په علم او پوهه کې کینه د بلې هرې کینې په ډول د خامۍ نښه ده، چې تل د حقیقت په زیان تمامېږي.           

- ډېرې هیلې او آرزوګانې د انسان ذهن نا آراموي.

- وروسته له ډېرې مودې وپوهېدم، چې په هر څه پوهېدل لازم نه دي!

- بې آزماېښت او بې تجربې ډاکټر د مرګ مرستیال دی!

- آزماېښت او تجربه تر علم لوړه ده.

- تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی چې په عمل کې سخاوت ولري او په خبرو کې رښتینی وي.

- هغه څه چې پوهه څرګندوي هغه حقیقت دی.

- له ټولنې سره یو رنګ کېدل څومره سخت وي، کله چې ټولنه په خپله زر رنګه وي!

- له داسې ټبر سره مو کار دی،  چې اندو فکر کوي خدای تعالی له دوی پرته بل هېچا ته لارښوونه نده کړئ.                             

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

میر مسجدی خان کوهستانی یکی از قهرمانان ملی افغانستان هنگام جنگ اول افغان - انگلیس (۱۸۳۹ - ۱۸۴۲ میلادی) است که با یاران همرزمش کمر قوای انگلیس را در مناطق کوهستان شکست. وی در سال ۱۸۴۱ میلادی یکی از مبارزان ملی و یک رهبر برجستهٔ آزادی خواهانِ افغان و مخالف مداخلهٔ‌ انگلیس ها و نصب شاه شجاع به عنوان امیر افغانستان بود. وی تا زمان مرگش (۲۷ نومبر ۱۸۴۱) همچون یک کوه استوار مقابل قوای اشغالگر ایستاد و شمال کابل را از شر تجاوزگران مصئون نگهداشت. هموطنان را قتل نکرد و با اجنبی ها علیه منافع ملی، پروتوکول و یا قراردای نبست.

روحش شاد و بهشت برین مکانش باد

د افغان - انگریز د لومړی جگړی (۱۸۳۹ - ۱۸۴۱) یو ریښتینی ملی اتل، میر مسجدی خان کوهستانی دی چی له خپلو زړورو ملگرو سره یی په کوهستان کښی د پرنگی لشکر ملا ماته کړه. هغه په ۱۸۴۱ میلادی کال کی د افغانستان د نورو ملی مبارزینو او آزادی غوښتونکو په څیر د پرنگی له خوا د افغانستان د امیر په توگه د شاه شجاع د نصبولوسره د مخالفینو یو وتلی ملی مشر وه. میرمسجدی خان د یو لوړ غره په شان د انگریزی ښکیلاکگر ځواک په مخ کی ودریده او د کابل شمال یی دانگریزانو له تاړاکه وساته. څرنگه چی مکناټن و نه توانیده د جگړی په ډگر کی میر مسجدی خان او افغان ځواکونو ته ماته ورکړی نو د انگریزانو مشهور جاسوس موهن لال، میر مسجدی خان په زهرو مسموم کړ او د ۱۸۴۱ کال د نومبر په ۲۷ نیټه یی له نړی سترگی پټی کړی.

وروسته انگریزی ځواک یو تاریخی ماته وخوړه چی په پایله کښی یواځی انگریزی ډاکټر برایډن ته اجازه ورکړل ښوه چی ځان نیم ځانه جلال آباد کی انگریزی قواوو ته ورسوی او ددی شرمونکی ماتی خبر وروړی. دا تاریخی ویاړ د ملی مبارزینو لکه میر مسجدی خان،‌ امین الله خان لوگری، وزیر محمد اکبرخان، محمد شاه خان لغمانی، سردار سلطان احمد خان، عبدالله خان اڅکزی، محمد شاه خان غلجایی، سردار شمس الدین خان، نائب نواب محمد زمان خان،‌ محمد شاه خان بابکرخیل او نورو مشرانو د مبارزی او وینو په بیه لاس ته راغلی وه.

دغو ملی مشرانو او مبارزینو نه د کابل د خلکو وینی توی کړی او نه یی د خپل هیواد په ضد پردیو سره پروټوکولونه یا ټړونونه وکړل، او نه یی د خلکو ځمکی غصب او نه یی ملی شتمنی او کاڼونه چور او لوټ کړل.

ارواح دی ښاده او فردوس جنت دی ځای وی.

معلومات بیشتر

میر غلام محمد غبار در کتاب "افغانستان در مسیر تاریخ" در باره وی چنین می نگارد:

"سید میر مسجدی خان مشهور در قلعه خویش در جلگاه بحیث مرکز مجاهدین باقی ماند. در این قلعه جنگی ۵۰ نفر مرد مبارز اقامت داشت. انگلیس‌ها که تشنه خون میر مسجدی خان بودند و چندین هزار کلدار قیمت سر او را گذاشته بودند، بطور ناگهانی و مخفی در۳ اکتوبر سپاهی قوی به این قلعه کشیدند و محاصره کردند. میر مسجدی خان با افراد خود در عقب تیرکش‌ ها و برج‌ های قلعه قرار گرفتند و جنگ آغاز شد. هیچ گُله‌ ئی از این مجاهدین خطا نمی‌کرد. اما توپخانه دشمن قابل دفاع نبود و توانست که دیواری از قلعه را بشکافد. پس سپاه انگلیس بالای این شکاف بزرگ ریختند. میر مسجدی خان و رفقایش با سیلاوه‌ های ثقیل دهنه شکاف را سد کردند. دیگر آتش توپ و تفنگ از کار فرو ماند وجنگ تن به تن آغاز شد. دسته‌های دشمن یکی پی دیگری در دهنه شکاف می‌رسیدند و می‌جنگیدند. میرمسجدی خان زخم سختی از سر نیزه دشمن برداشته و در دهنه شکاف مثل شیر زخمی و خون‌ چکان شمشیر می‌زد. سپاه انگلیس که چنین مقاومتی از یک عده چند نفری دید جرئت پیشروی را از دست داد، زیرا ضیق شکاف مجال هجوم دسته‌جمعی نمی داد. اینست که دسته‌ های مهاجم به عقب کشیدند و میر مسجدی با رفقای خود از قلعه خارج شدند و به استقامت نجراب حرکت کردند. همین دلیری میر مسجدی خان بود که موضوع ترانه‌های حماسی کوهستان گردید. این ترانه‌ها بعد از بیشتر از صد سال هنوز در زبان مردمان این سرزمین ساری و جاری است. میر مسجدی خان بعد از چند روز که زخمش بسته گردید با یک عده مبارزین از نجراب به گلبهار برگشت و بیرقِ جهاد بر افراشت."

انعکاس شجاعت و دلیری میرمسجدی خان و دیگر مبارزین ملی را در داستان ها و اشعار فلکلوریک و حماسی مردم میتوان به وضوح مشاهده کرد.

محمد غلام غلامی که شاهد رزم حماسی میرمسجدی خان بود، در اثر منظومش به نام "جنگنامه" شهامت و استواری میر مسجدی خان و یارانش را به تفصیل ذکر نموده است. وقتی لشکر چند هزارنفری انگلیس قلعهٔ میرمسجدی خان را به محاصره درآورد، او به پسران و رزم‌ آورانش ندا سر داد:

بگفت آنزمان مسجدی که این سران

دلیران و شیران و جنگ‌آوران

ببایید همه پایداری کنیم

نباید که بی‌اعتباری کنیم

گریزید ریزید خوی از چین

زشرم آبروی خود اندر زمین

چنین گفت آن مسجدی با سران

که ای کامگاران نام‌ آوران

نباشد کسی در جهان جاودان

چنین است امر خدای جهان

هر آنکو زمادر بزائیده است

به آخر سرش خاک سائیده است

بود آنکه نامی به چنگ آوریم

شگفتی به خلق فرنگ آوریم

بباشید همه در جنگ پایدار

که این نام ماند زما یادگار

وزان بعد میر مسجدی کامگار

ابا نیز محمد شه نامدار

در آنجا که بود شان همیشه قرار

سکونت به نزدیکی چاریکار

بگفتند که جایگه بهر جنگ

نباشد سزاوار خیل فرنگ

نباشیم ز این پس در این جایگاه

که گردد همی کار بر ما تباه

بباشد یکی قلعه از بهر جنگ

بکوشیم چندی به خیل فرنگ

یک قلعه از مسجدی نامدار

همی بود در جلگه خضری کران

پسندیدند آخر همه سرکشان

و از آن بعد آن مردم نامجو

سوی جلگه خضری بکردند رو

همی رفت آن مسجدی نامدار

بهمراه پسر با برادر چهارشنبه

سرودهٔ حماسی و فلکلوریک "بیا بچیم انگور بخو" تا امروز در بین مردم مشهور است:

محمد جان خان، مرد میدان است

ایــوب خـــان، شیر غُـــران است

میـربچــه خان، رس رسان است

آزادی، فــخــــــر افـغـــــان است

راپت کل، لات کـــــــــلان است

بـیــا بچـیــم، انـگـــــــور بخــــــو

مکناتن انگلیس که از تلاش میرمسجدی خان برای اتحاد وسیع مبارزان سخت هراسان بود، رابرت سیل یکی از جنرالان ارشدش را به قیادت تیمورشاه (پسر شاه شجاع) برای سرکوب قیام ملی کوهستان فرستاد.

میرغلام محمد غبار در مورد مبارزات میرمسجدی خان چنین می‌نویسد:

"مردم کوهستان به رهبری مجاهد مشهور میرمسجدی خان و مردم نجراو بقیادت سلطان محمد خان برخاستند و به این صورت تمام قلعه‌های این ولایت شکل استحکامات جنگی اختیار نمود."

قیام دلیرانه مردم کوهستان و نجراب که در راس آن میرمسجدی خان غازی، محمد شاه خان غازی و میر درویش خان (برادر میر مسجدی خان) قرار داشتند در ماه نومبر ۱۸۴۰ میلادی به اوج خود رسیده و اثرات آن تا کابل رسید.

انگلیس‌ها که در میدان نبرد نتوانستند میر مسجدی خان را از پا درآورند، طبق معمول به توطئه‌ و خدعه متوصل شده و بواسطهٔ موهن لال (جاسوس مشهور انگلیس که بالاخره توسط افغان ها به قتل رسید) با پرداخت ده‌ هزار روپیه به یکی از خدمتگاران میرمسجدی خان به نام محمدالله، میرمسجدی خان را زهر داده و وی را مسموم نمودند که در اثر‌آن میر مسجدی خان به تاریخ ۲۷ نومبر۱۸۴۱ جان به جان آفرین تسلیم کرد.

پیکرِ مطهرِ میر مسجدی خان در جوار مزار پدرش، خواجه اسحق صاحب، در قریهٔ ده قاضی، در پروان به خاک سپرده شد.

جنگ اول افغان – انگلیس (۱۸۳۹ - ۱۸۴۲میلادی) شکست مفتضحی را در تاریخ تارج و غارت های انگلیس رقم زد. در این کارزار با انگلیس ها وعدهٔ داده شد که می توانند قرارگاه خویش را با وسایل و لوازم خویش ترک نموده و به قوای آنها حمله ای صورت نخواهد گرفت ولی انگلیس ها خلاف مفاد فیصله نامه وقت گذری و وقت تلفی می نمودند تا قوای تازه نفس انگلیس که به صوب آنها ارسال شده بود به آنها برسد و مبارزین افغان را از دو طرف مورد حمله قرار داده تار و مار نمایند.

زمانیکه مبارزین ملی به این دسیسه پی بردند به لشکر انگلیس ها یورش برده از لشکر هفده‌ هزار نفری‌ انگلیس تنها برای داکتر برایدن اجازه داده شد تا نیمه جان خود را تا جلال آباد رسانده و خبر شکست لشکریان متجاوز را به قوای انگلیس برساند .

این افتخار تاریخی در اثر خود گذری، جانفشانی و رهبری مدبرانه مبارزین ملی چون میرمسجدی‌ خان و سایر سران جنبش آزادی خواهی مانند امين‌ الله خان لوگری، وزیر محمد اکبر خان، محمدشاه خان لغمانی، سردار سلطان احمدخان، عبدالله‌ خان اچکزی، محمد شاه خان غلجایی، سردار شمس‌ الدين خان، نايب نواب محمد زمان خان، محمدشاه خان بابکرخیل و دیگران به قیمت خون هزاران فرزند صدیق و وطندوست بدست آمده است.

این سران ملی نه جوی های خون را در کابل جاری ساختند و نه با هیچ اجنبی پروتوکولی علیه مردم خویش امضا نمودند و نه قراردادی خلاف منافع ملی بستند.

نه زمین های مردم را غصب و نه معادن وطن را تاراج نمودند بلکه این جانفشانی شان در راه خدا و آزادی وطن بود و در مقابل از هموطنان خود مزد و اجری تقاضا ننمودند.

برماست که از این ابر مردان تاریخ بیاموزیم و کارنامه های آنان را سرمشق قرار دهیم.

روح میر مسجدی خان و تمام ابرمردان تاریخ افغانستان که دستان شان به خون هموطنان رنگین نبوده و با دشمن میهن هیچ سازش و قراردادی ننموده بودند، شاد و بهشت مکان باد.

کوپی از فایل وزین محترم دکتور اوریا.

ناصر اوریا * ۲۴ جنوری ۲۰۱۸ - تکزاس

نوموړی د۱۳۳۴لیږد لمریز کال دمرغومی په ۱۱ (۱۹۵۵ م کال دجنوري لومړۍ» 
نیټه دکونړونوو لایت دنرنګ دولسوالۍ دلمټک په کلي کې زیږیدلی دی. دپلار نوم 
يی محمد سیفور ؤ. دپلار له اړخه دمزدورخان او دمور له اړخه دکیجانخان چې 
دواړه ورونه او دمحمدافضل خان زامن او دمحمد اکرم خا ن دزوي محمد عمر خان     
لمسي وو لمسی دی .
وروسته له دې چې دنرنګ دلیسې له دولسم ټولګي څخه په بري ووت دپولیسو 
اکادمی ، او دسیاسي او ټولنیزو علوموپه انستیتیوت کې يي لوړې او مسلکي زده 
کړې کړي او دملګرو ملتونو دسازمان دUNDCP دڅانګې په بیلو بیلو کورسونو ، 
نړیوالو سیمنارونو او ورکشاپونو کې يی ګډون کړی دی. دهلمند ولایت دکجکي 
دبریښنا دبند دساتونکي ټولي دبلوک مشراو دهمدغه ټولي دکفیل هلمند ولایت دامنیه 
قومندانۍ دمخدره توکو دمدیریت دغړي دهمدغه مدیریت دمرستیال اومدیر  
دنیمروز ولایت دڅارندوې قوماندان دننګرهارولایت دڅارندوې دسیاسی چاروآمر 
دکورنیو چارو وزارت دجنايی جرمونود کشف رئیس داړتونونو (زندانونو)او 
څارځایونو(نظارت خونو) دساتنی رئیس دنیشه ايي توکو او قاچاقي مالونو دکشف 
کنترول اومخنیوي ادارې د رئیس په توګه يي بیلې بیلې ټولنیزي دندې پر مخ بیولي 
او اوس په ناروې کې سياسي کډوال دی. هلته هم دهیواد اوهیوادوالو دپاره شعر 
وايي شعر لیکي او یواځې دوطن په نوم دهیلو او آرمانونو ډک ژوندتیروي
دنوموړی چاپي اثار عبار ت دي له

۱ هیلي هاندونه او آرمانونه
۲ هیلي آرمانونه اومنزلونه
۳ پرهرونه تصویـــــرونه
۴ دزمانې غږ دخلکو غږ
۵ یــــــــــــــــــــــــــــُون
۶ بدلون    
۷ زنـــــــــــدانــي نــاره
۸ ســــــــــــره کـــوڅــه
۹ شـــــــړیـــدلــې لــمـن او مــرئــیـان
۱۰ زبیرګې   
او همداډول ځانګړي شعرونه مسلکي او ټولنیزي مقالې یی دهیواد په بیلو بیلو 
رسنیو او انټرنیټ په مټ چاپ او خپاره شوي او دادی (زبـــیـرګـــــــې) چې 
دنوموړي دژوند یادوُنه ناخوالې او په هیواد داوږدو تپل شوو جګړو د غمیزي 
انځورونه تاریخي ویاړنې ، ټولینیزي نیمګړتیاوې په راتلونکي دنوموړي ټینګ باور 
دهیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه ،ملي یووالی، سیاسي بیداري،دبشپړې 
خپلواکۍاو ترقۍ په لورهڅوونکي هیلي انځوروي له مارګالی اوجیلمه تر آمو اوله 
بولان اوتاترې نه تر پامیر او بدخشانه پورې دګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ او
ځمکنۍ بشپړتیا په هیله وړاندې کوي

دا کومه هېښنده خبره نه ده چې، د پوهې او فرهنگ بلې ځوانې درنې سټې ډاکتر محب اله زغم ولې زموږ د پوهنځي پښتو څانگې له استاد پوهاند دکتور احمد شاه سره په دغه لنډنوم (زغم) کې را روسته شريک شوی؛ځکه له تېرې نژدې نيمې پېړۍ، ټيک د حفيظ الله امين له خوا د(اخ دگ) گوند له ادرسه د يوې خپلسرې ((پټ تړونې پرمايښتی)) کودتا راهيسې ارامۍ او هوسايۍ له افغان ټاټوبي نوره کډه کړې ده؛

چوپه خوله ولس لا څه چې پخپله د گوندي مشرتابه او ډېري ليکو په گډون بې زغمه بل کوم بلونچ (بديل) چاته نه دی پاتې شوی. هرگوره، له جوليز پلوه د(غم و زغم) ورتوالی مانيز تړاو هم پر زړه راوروي ، په نورو ټکو، دا غم دی چې زغم ته مو اړباسي، که نه، د ستر خوشال خبره، يابه ککرۍ خورو يابه کامرانېږو!

داچې زموږ ارواښاد استاد لا هغه مهال(زغم) راخپل کړی وو چې ټاټوبي مو د روسته پاتې او بدمرغو هېوادو د نوملړ په سر سر کې ټيکاو نه درلود.

کله مو چې پر ۱۳۶۱ لمريز کال د څانگې د وتلي زدياند يا زدکړيال په توگه په کادرکې ومانه او له ماسره درسي مرستيال شو، د پلار له مړينې سره يې د کورنيو ستونزو او ورسره ورسره د ځوانې کونډې مور د دې سترې مېړانې کيسه راته کړې وه :

[ يوخوا ورته د کور اور پاملونه ترغاړې وه او بلخوا د ټوټه ځمکې کرکيله، او دايې هم پر ما او کشرانو نه لورېده، د زدکړې پرځای مو راباندې خپل مټ يو څه سپک کاندې. هسې خو په پوله پټي کې مو له پلار سره تر اوبخور، لو ولور... پوره همکاره او بلده وه، خو يېوه يې، نه زده وه او نه يې ورته اړتيا درلوده. سره له دې يې دغه درانه کارته هم ملا وتړله او بې لارښونې يې زده کړه او له توغه يې ووتلای شوه].

د ده خپله لمړنۍ ځانگړې ربړه ستونزه داوه چې مېرمن يې له هماغه واده راهيسې سمه سهي روغه نه وه او دی ورسره هم رنځېده. زما مېرمنې (د الماني

څانگې استادې) چې د ختځ برلين پوهنتون دوبنيو سېمينارونو ته تلله، دارو درمل يې ورته راوړل؛ ان په پردېسۍ کې يې چې له اکسفورډه دا پخپله يا زه پر چوټۍ راتللو، هغه ټاکلي درمل مو ورته راوړل.

څو کاله وړاندې چې زه په يوه لس ورځني پانه کې له خپلې برنامې سره سم پوهنځي او بيا څانگې ته د پښتو پښويې وييپوهنې او ليکلارې له بيا غځېدلو چاپ شوو کتابونو سره لکچرته ورغلم، د لاسروغبړ په ترڅ کې يې پوه شوم چې تش لاسونه نه، بلکې درست ځان يې وچ هډوکي گرځېدلی دی. راروسته خبرشوم چې د پوهنتون له خوا هند ته د درملنې لپاره استول شوی، نو له رغېدا يې يو څه ډاډه شوم...

دا چې اکربکر يې تربې درمله ناروغۍ (نري رنځه) رسېدلې وو، مټې يې د رسنيو له لارې د مړينې له گوزارش سره يوځای خبر شوم. خدای شته، موږ(مېرمن و مېړه) دواړه يې د وير پر ټغر کېنولو!

د پوهاند دکتور احمد شاه زغم اروادې ښاده وي

ويرژلې کورنۍ ، شاگردانو او نورو خواخوږو ته يې اجرو زغم غواړو!

پوهاند زيار او پوهندويه سکينه زيار

اکسفورډ، انگليستان

# # #

يادښت: موږ سم له لاسه د هغه اروښاد پرياد پر همدې لنډه کوټلې ليکنه بس راوړو، مينوال کولای شي، د خبريال له خوا له پښتوڅخه دا لاندې پارسي ژباړه هم ترکتنې تېره کاندې:

پوهاند دکتور احمد شاه زغم،

استاد پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل که به بیماری سرطان مبتلا شده بود دیروز یکشنبه در سن ۶۶ سالگی دار فانی را وداع گفت و امروز به خاک سپرده شد.

دوکتور اجمل ښکلی ، رئیس دیپارتمنت پشتو در پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل مرگ دکتور احمد شاه زغم را ضایعه بزرگ دانسته ، افزود:

"در زمینۀ ادبیات عرفانی و در زمینۀ نویسندگی آثار زیادی از او منتشر شده است، ایشان در مقطع فوق لیسانس استاد مهمی بودند، دیپارتمنت ما به دلیل فوت ایشان ناقص شد، خداوند بهشت را نصیبش کند. "

پوهاند زغم در ولسوالی پغمان ولایت کابل به دنیا آمد و در سال ۱۳۶۱ از دیپارتمنت پشتوی پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل فارغ شد و به عنوان استاد در این دیپارتمنت آغاز به کار کرد.

احمد شاه زغم ۴۰ سال در دیپارتمنت پشتوی پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل، تدریس کرد.

محبوب شاه محبوب، استاد سابق پوهنتون کابل و نویسنده می گوید که احمد شاه زغم علاوه بر ادبیات و تصوف، در نظریههای زبان شناسی معاصر نیز استاد بود.

آقای محبوب به رادیو آزادی گفت که استاد زغم در زمینههای مختلف تدریس میکرد و مینوشت:

"دوکتور احمد شاه زغم، استاد پوهنتون زبان و ادبیات کابل، یکی از با تجربه ترین استادان بود. روان شاد پوهاند صاحب نه تنها در تصوف و عرفان آگاه بود، بلکه در نظریۀ ادبیات و نظریههای بینالمللی ادبیات نیز صاحب نظر بود. استاد زغم در شعر عرفانی و اندیشۀ عرفانی زبان پشتو تحقیق کرده بود."

تألیف معاصر، ادبیات عرفانی و تصوفی پشتو، ادبیات فلکوری پشتو، بخش زیبایی شعر، چهاربیتی( لنډۍ!) پشتو، مروری بر شعر پشتوی افغانستان در دهۀ ۱۹۶ و آیا رحمان بابا شاعری صوفی و عرفانی بود؟ آثاری اند که از استاد زغم چاپ شده است.

دانشجویان دیپارتمنت ادبیات پشتوی پوهنتون کابل و شاگردان استاد احمد شاه زغم میگویند ، با وجود اینکه در چند سال اخیر از مرض صعبالعلاج سرطان رنج میبرد، اما با کمال عشق و اشتیاق به موقع به تدریس ادامه داد.

شاه محمد بشیر و شفیعالله نعیمی، دو تن از دانشجویان دورۀ دوکتورای دیپارتمنت پشتوی پوهنځی ادبیات پوهنتون کابل گفتند:

"استاد ما نه تنها برای ما، بلکه برای زبان و ادبیات پشتو نیز ضایعۀ بزرگی است. استاد شاگردان زیادی از جمله من را سالها در پوهنتون کابل تربیت کرد.

با اینکه از بیماری رنج میبرد، اما همچنان عاشق کارش بود و به دانشجویان درس میداد."

"او در دورۀ لسانس و ماستری من استاد بود، رویۀ استاد با شاگردانش بسیار خوب بود، کمبود او تا مدتها در پوهنتون کابل محسوس خواهد بود. او در سال های آخر عمر از بیماری سختی رنج می برد، اما با وجود همۀ این دردها و مشکلات همیشه در صنف درسی حاضر می شد."

همچنان نویسندگان و همکاران و شاگردان داکتر احمدشاه زغم در رسانههای اجتماعی در سوگ او نوشتند و مرگ وی را ضایعۀ بزرگ برای ادبیات پشتو خواندند.

مالي

خبرتیاوې او اعلانونه

 

بنام خداوند حق و عدالت 

هم مسلکان عزیزو دوستان و علاقمندان  گرانقدر،  

شورای رهبری انجمن حقوقدانان افغان در اروپا با کمال افتخار ، اجلاس نوبتی خویش را بروز شنبه  دهم دسامبر سال جاری که روز جهانی حقوق بشر نیز میباشد، در کشور شاهی هالند تدویر مینماید.      

به تاسی از روال و تجربه نیک سال های گذشته،  دربرنامه امسال سوال چگونگی برقراری حاکمیت قانون ‌مرتبط به فراخوان انجمن و پیام گردهمایی کوپن هاگن در رابطه به نیاز مبرم افغانستان در جدل تاریخی مشروعه و مشروطه  ( انفاذ قانون اساسی و استمرار قوانین ) و راه اندازی نهضت سراسری وسیع بخاطر آن با ارایه مقالات علمی - مسلکی مورد مباحثه قرار می‌گیرد

نور ولولئ:%s

دریغا میبرد أمواج ایام

بزرگان را زما آرام آرام

شورای رهبرى انجمن حقوقدانان افغان در اروپا در حالیکه به مناسبت وفات المناک استاد بلند مرتبت جناب پوهاند دوکتور محمد قاسم فاضلى ، شخصيت بزرگ علمى - حقوقى بين المللى ، و از خادمان صادق و سابقه دارافغانستان سوگوار می باشد ، مراتب عمیق تاثر ، تسلیت و غمشریکی خود را به خانواده گرامی مرحومی ومنجمله به  استاد اسبق فاکولته حقوق و علوم سیاسی پوهنتون کابل جناب استاد اسد فاضلی ، مخترمه عالیه جان  «لامه له » و محترمه ناهید جان فاضلی تقدیم و برایشان در تحمل این غم بزرگ شکیبایی آرزو میبرد .

نور ولولئ:%s

 

انجمن حقوقدانان افغان در اروپا

به سلسله نشرات انجمن حقوقدانان افغان در اروپا در این هفته کتاب جدید تحت عنوان « بحث قانون اساسی و حاکمیت قانون( جدل  تاریخی مشروعه و مشروطه ، مقابله با بحران حقوقی و  فقدان مشروعیت ) به شکل دیجیتال  نشر و در خدمت علاقمندان  قرار گرفته است .

نور ولولئ:%s


په ژوندونې یې چې موږ ونکړو قدر
پس له مرگ به یې بیا څه ژاړو په قبر
درنو هېوادوالو ! :

نور ولولئ:%s

برحسب پلان قبلى قرار بود تا بتاريخ يازدهم دسامبر  سال جاری كنفرانس  علمی سالانه  انجمن حقوقدانان افغان در اروپا و همچنان جلسه نوبتى انجمن  در كشور شاهى هالند تدوير يآبد . 

اما  با کمال تاًسف ، بنابر گسترش مجدد وايروس كرونا ، مجال جمع شدن  حضورى همسلكان و دوستان گرامى از كشور هاى مختلف ممكن نميباشد . 

نور ولولئ:%s