د پښتون قومي جرګې بری

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالصمد ازهر

د پښتون قومي عدالت غوښتنې بې ساري جرګې بريالۍ پايلې ته هرکلی وايم او د پرېکړو کلک ملاتړ يې کوم. په پرېکړو کې ډېر ارزښتناکه ټکي پراته دي. په دې پيل کې تر دې ښه نه شو کېدای.

 

https://www.facebook.com/

PTMupdates/

videos/982864880273863/

 

د بنديز او وسله والو بريدونو وروسته، دې جرګې ته پاکستاني واکمنو ځکه له مجبوريته اجازه ورکړه چې:

 

تر هر څه لومړی خلکو قرباني ومنله خو په شا نه شول؛

سخت اقتصادي، سياسي او ټولنيز بحران هم له واکمنو لار ورکه کړې وه؛

او په نيژدې راتلونکي کې د بريکس د مشرانو د غونډې کوربه توب يې هم په غاړه و چې يو آرام تشيال(فضا) ته يې اړتيا درلوده.

 

لکه پخوا چې مې هم ليکلي دي، زه د پوځي استخباراتو به شيطاني برنامو کې دا احتمال زيات وينم چې هم به د تطميع او تخويف له وسلې نه په کار اخيستو د جرګې پايلې پيکه کړي، هم به د همغه قانون پر بنسټ چې دمخه يې د بنديز لګولو له پاره تکيه پرې کړې وه، يو ځل بيا، هغسې چې يې له عمران خان سره وکړل، د قانون په نامه کشول او وسله وال بريدونه کول وازمايي، وينې تويې کړي او بند خونې ډکې کړي.

 

خو د ځوځښت د کلونو تجربې او ګام په ګام د سنګرونو لاندې کول دا هيله ځواکمنه ساتي چې منظور پښتين، ملګري يې او له جرګې نه راوتلي جوړښتونه به بياهم د راتلونکو پرمختياوو او پېښو مناسب او ښه مديريت وکړي.

 

زه په دې کلک باور لرم چې دا قوم اوس ويښ شوی دی. له بنديز او وېرې خپرولو سره سره، غونډغالي ته د غرو او رغو له لارو د ځوانانو او زړو راتويېدل يې ښکاره ثبوت دی. هغه تيږه چې دې جرګې کښېښوده نوره د ماتېدو نه ده. لوړې او ژورې بې له شکه رامخ ته کېږي، فربانۍ به هم ورکول کېږي خو خوځښت به په مخ درومي.