منظور پښتین: فدرالي ادارې د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عکس تشریح،د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر ضد دا رسمي دریځ داسې مهال اعلانېږي چې دا غورځنګ د "پښتنو قومي عدالت" په نوم اعلان شوې جرګې ته وروستۍ چمتووالی نیسي.

منظور احمد پښتین د حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د بندیز لګولو له اعلان وروسته په لومړي غبرګون کې ویلي "نن په اصطلاح فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې او پي‌ټي‌اېم یې په رسمي توګه د یو منع کړل شوي (ممنوع) سازمان په توګه اعلان کړی."

هغه دا له ''اندازې زیاته ظالمانه تګلاره'' بللې او ویلي یې دي ژر به یې په اړه رسمي دریځ اعلان کړي.

ښاغلي پښتین یوه وېډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي "په لښکرو لښکرو پښتانه ځوانان نن ماښام د خیبر جرګې میدان ته راورسېدل."

نوموړي پر خواله رسنۍ فېسبوک پرون لیکلي وو، "د پښتو د جرګې پر سمبالوونکو د ریاستي ستم او وحشت لړۍ دوام لري او اوس یې دا لړۍ له خیبر پښتونخوا د بلوچستان تر پښتنو سیمو پورې رسېدلې ده."

منظور احمد پښتین دا هم ویلي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او تنظیموونکو په ګډون له ۲۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

وړاندې، د پاکستان مرکزي حکومت نن یکشنبه د یوه رسمي اعلان له مخې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز اعلان کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا څو رسمي او امنیتي ادارو ته په لېږل شوي مکتوب کې ویل شوي:

"د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی."

په دې مکتوب کې چې یوه نسخه یې بي‌بي‌سي هم کتلې، ویل شوي چې "د واضحه شواهدو له موندلو وروسته په پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز اعلانوي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې "پي‌ټي‌اېم د هېواد دښمنانه بیانونو خپرولو کې ښکېله ده."

وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند حاجي صمد بي‌بي‌سي ته ويلي وو، حکومت رسمي اعلان اوس وکړ، خو د جرګې ناکامولو هڅې له وړاندې نه روانې وې. دغه لړ کې د جرګې لپاره لګول شوې خيمو باندې امنيتي سرتېرو درې وارې بريدونه کړي او سوځولې يې دي.

دی وايي، د دوی تر دوه سوو ملګري له بېلابېلو ځايونو نيول شوي دي او بېلابېلو ولسواليو کې لارې هم تړل شوې دي.

حاجي صمد زیاتوي، ولس او حکومت دواړو ته دا روښانول غواړي چې د اکتوبر د یوولسمې جرګه د پي‌ټي‌اېم کومه اجنډا یا غونډه نه ده، بلکې دا د ټولو پښتو جرګه ده او دا به خامخا کېږي.

د حاجي صمد په وینا، نن ماښام به د غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي غونډه کوي او د حکومت د دې نوي ګام پرضد به خپله تګلاره اعلانوي.

د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر ضد دا رسمي دریځ داسې مهال اعلانېږي چې دغه غورځنګ راتلونکي جمعه د "پښتنو قومي عدالت" په نوم لویه جرګه رابللې او ورته وروستۍ چمتووالی نیسي.

له دې مخکې منظور پښتین او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بیا بیا ادعا کړې چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له هرو ممکنه خڼدونو کار اخلي.

ښاغلي منظور له دې وړاندې ګواښ کړی و چې پښتانه به په هر قیمت دا جرګه کوي او د خپل راتلونکي غم به خوري.

دوی دا جرګه په خیبر کې راغوښتې ده چېرې چې وار له مخه سلګونه کسان جمع شوي او د جرګې چمتووالی روان دی.

د طالبانو د حکومت غبرګون

د طالبانو حکومت پاکستان کې د روان وضعیت په اړه یوه لنډه خبرپاڼه کې لیکلي، پاکستان کې د وروستي وضعیت او په دې هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفینو د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښڼې وړ کچې ته رسېدلې ده چې دوام یې پر ټوله سیمه منفي اغېز لرلای شي.

دا اعلامیه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري پر اېکس پاڼه خپره شوې ده.


د جرګې تنظمیونکو او خیبر کې د جرګې ځای ته ورغلو کسانو تېره اونۍ ادعا وکړه چې پاکستاني پولیسو لږ تر لږه درې ځلې په دوی حمله وکړه او د دوی درولي خیمې یې ویجاړې کړي دي.

په همدې مهال د پاکستاني پولیسو او جرګې ته د ورغلو کسانو تر منځ اخ او ډب هم رامنځته شوی و.

د پښتنو قومي عدالت په نوم دغې جرګې ته د خیبر پښتونخوا بلوچستان او نورو سیمو پښتانه مشران، سیاسي فعالان، د پښتنو خواخوږي او نورو کسان بلل شوي دي.

له دې مخکې اعلان شوی و چې په خیبر کې جوړېدونکې دا جرګه به درې ورځې دوام کوي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د نوي اعلان له مخې او د جرګې په ضد د پاکستاني پولیسو د تېرې اونۍ چلند ته په کتو ښکاري چې پاکستان نه غواړي د پښتنو دا جرګه چې ډېرو 'تاریخي' بللې وشي، خو خپله منظور پښتین د خیبر ولسونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو فعالانو په هره بیه د دغې جرګې په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

د پښتونو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي د پښتونو د دغې جرګې موخه چې راتلونکې جمعه، د اکتوبر پر ۱۱ مه کېدونکې ده، د پښتنو سيمه کې د سولې، وسيلو او د خلکو ستونزو حلولو لپاره سلا مشورې دي.

منظور پښتين يوه اعلاميه کې ويلي، دې جرګه کې به له ۳۰ زرو ډېر سيمه ييز او قومي مشران، پوهان او د اغېز څېرې، د ګوندونو مشران او پښتون ټولنې نور بېلابېل استازي سره راټولیږي.

ده له دې مخکې په خپلو ویناوو کې له پوليسو او پاکستاني چارواکو ګيله کړې، چې ټول حکومت د جرګې ناکامولو ته کار ویلی.