خارښ څه شی دی او ولې موږ خپل ځان ګروو؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

خارښ د پوستکي اختلالاتو یوه نښه ده. په دې لیکنه کې موږ پر ځینو هغو ساینسي حقیقتونو خبرې کوو چې زموږ د پوستکي لاندې پېښېږي:

۱- یو تقریبي اټکل ښیي چې موږ په ورځ کې شاوخوا ۹۷ ځله خپل ځان ګروو.

۲- له حشراتو او نباتاتو سره د تماس له امله د خارښ احساس د هغو زهرجنو موادو له امله دی چې دوی یې زموږ پر پوستکي پرېږدي. زهرجن مواد په بدن کې د هسټامین د خوشې کېدو لامل کېږي، چې دا د معافیت غبرګون یو ډول دی. په دې غبرګون کې، عصبي وړې او نرۍ رېښې زموږ دماغ ته د خارښ پیغامونه لېږي.

۳- د خارښ احساس خپله ځانګړې عصبي شبکه لري. تر اوسه پورې داسې انګېرل کېده چې خارښ او درد یو شان د ترلاسه کولو لارې لري، مګر په ۱۹۹۷ کې معلومه شوه چې خارښ خپل ځانګړي عصبي نسجونه لري.

۴- خارښ لرونکي پیغامونه خورا ورو لېږدول کېږي. عصبي نسجونه مختلف سرعت لري. د لمس پیغامونه په یوه ثانیه کې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره سرعت سره لېږدول کېږي. "ناڅاپه درد" (د مثال په توګه، کله چې لاس په ناڅاپي توګه د ګاز په لمبه کېښودل شي) په ساعت کې د ۱۳۰ کیلومترو په سرعت سره لېږدول کېږي. د خارښ احساس په ساعت کې د ۳ کیلومترو په سرعت سره لېږدول کېږي، چې پر لاره د انسان د تګ له سرعت لږ ورو دی.

۵- خارښ د ارږمي په څېر ساري دی یعنې له یوه نه بل ته ځي. ساینس پوهانو دا د موږکانو بلې ډلې ته د خارښتي موږکانو د ویدیو په ښودلو سره درک کړې چې د فلم له نندارې وروسته، تماشاچیانو موږکانو هم خپل ځانونه وګرول.

۶- د خارښ ساري احساس د دماغ یوه کوچنۍ برخه فعالوي چې د سوپراچیاسماتیک هستې په نوم یادېږي. عصبي پوهان لاهم د دماغ د دې برخې په فعالیت په بشپړ ډول نه پوهېږي چې څنګه د خارښ عمل مشاهده او تکرار کړي.

۷- ګرول د خارښ له یرغلګرو د خلاصون غوره لاره ده. ګرول د زیانګرو حشراتو یا زهرجنو نباتاتو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. دا د وینې رګونو د پراخوالي لامل کېږي او په دې توګه د سپینو کرویاتو حجرو او د وینې پلازما جریان رامنځته کوي چې د زهرجن اغېز له منځه وړلو لامل ګرځي. له همدې امله پوټکی د ګرولو په وخت کې سور او داغ داغ کېږي.

۸- ګرول یو خوندور احساس دی ځکه چې دا په دماغ کې سروټونین خپروي.

۹- څېړنو ښودلې چې په بدن کې د ګرولو تر ټولو خوندور ځای مړوند دی.

۱۰- هرڅومره چې تاسو کوم ځای ګروئ، هماغومره د نور خارښ احساس کوئ. د پوستکي ګرول د ډیرو هسټامین خوشې کېدو لامل کېږي او دماغ ته ډېر د خارښ پیغامونه لېږل کېږي. که تاسو دې کار ته دوام ورکړئ، تاسو به پوستکي ته زیان ورسوئ او د زخمونو او انتاناتو سبب به شي.

۱۱- د پوستکي ناروغیو لکه پسوریازیس یا اګزیما (ډرماتیت) کې، د خارښ دوره ځوروونکي کېږي. په داسې قضیو کې، انټي هسټامین وړاندیز کېږي چې د هسټامین اغېزې له منځه یوسي او خارښ کم کړي.

۱۲- څېړنې ښودلې چې دوامداره او اوږدمهاله خارښ د اوږدمهاله درد په څېر ناتوانوونکی دی. اوږدمهاله خارښ د مختلفو ناروغیو لکه د ځيګر ناروغۍ او لنفوم یو له اړخیزو اغېزو څخه دی.