د پاملرنې وړ
ولي الله ملکزی
په دولسمې میلادي پېړۍ کې د کاتولیکانو د نوموتي ایټالوي بزرګ او راهب (سان فرانسیس) په نوم، نومول شوی دا ښار د هسپانویانو له خوا په ۱۷۷۶م کال کې د کالېفورنیا په شمال لوېدیز کې جوړ شویدی. دغه مهال د کالېفورنیا ایالت د مَکسیکو په قلمرو کې حسابېده چې بیا په ۱۸۵۰م کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو دېرشم ایالت شو. د آرام سمندر د مالګینو اوبو په غاړه د امریکا د دې مهم تاریخي، تفریحي او اقتصادي ښار مساحت کټ مټ د جلال آباد د ښار په اندازه، یعنی ۱۲۱ کیلومتره مربع دی. د سانفرانسیسکو د تېرکال بودیجه ۱۵ میلیارده ډالره وه؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د همدغه کال ټوله کلنۍ بودیجه څه کم درې میلیارده ډالره ده. د دې ښار خپل نفوس ۸ لکه ۳۲ زره تنه دی، خو کله چې خواوشا نښتي ښارونه «اُوکلېنډ، فریمانټ، هِېوَرډ، یُونین سِیټي، سَان هُوزې» ورسره حساب شي چې د Bay Area په نوم یادیږي، نو بیا یې نفوس اوه نیم میلیونو ته رسي. د ښار ۴۵ سلنه هستوګن سپین پوستي، ۲۱ سلنه یې چینایان او پاتې نور یې تور پوستان، هسپانویان او د آسیا په ګډون د پاتې نړۍ توکمونه دي.
سانفرانسیسکو ۱۳ پوهنتونونه او په لسګونو دولتي او خصوصي کالجونه لري، البته د UCSF پوهنتون د طبي څېړنو په برخې کې د نړیوال شهرت څخه برخمن دی. ۳۵ زره محصلین لري چې ۶۲ سلنه یې نجونې دي. د الله تعالی په شکر او خوښۍ سره وایم چې زما لور هم سږکال له همدې پوهنتون څخه په نړۍ والې روغتیا / Global Health کې خپله ماستري واخیستله. سانفرانسیسکو د شهکارونو، نوښتونو او تنوع ښار دی؛ تېر کال ۲۲ میلیونه خلک یې لیدلو ته راغلي وو چې دوه نیم میلیونه یې بهرنیان دي. په پَشمک او پستې هوا مشهور د رنګینیو دا ښار، د نړیوالو سترو تجارتي شرکتونو، د ټکنالوژۍ د مرکزونو، رسټورانونو، جاز موزیک او سپورتي لوبغالو کوربه دی. د ځینو هیوادونو سیاسي نماینده ګۍ او قونسلګرۍ هم دلته موجودې دي.
د Golden Gate Bridge « د زرینې دروازې پل » د ښار د پېژندګلوۍ سمبول او د مهندسۍ په ډګر کې د علم مباح انساني معجزه ګڼل کېږي. دا پل د سمندر د پاسه دوه نیم کیلومتره اوږد، ۲۲۷ متره جګ، ۲۷ متره پلن، شپږ لاینونه او یوازې دوه پایې لري. په ۲۴ ساعتونو کې په منځني ډول یولک او دولس زره موټړې له یوې غاړې، بلې غاړې ته تېریږي او ښار ته د هر ننوتونکي موټر ټېکټ لس ډالره دی. د جوړېدو کار یې په ۱۹۳۴م کې پېل او په ۱۹۳۷م کې پای ته ورسېد. سانفرانسیسکو چې اصلا یوه ټاپو وزمه ده؛ څلورو پلونو له وچې سره نښلولی او دوهم مهم پل یې Bay Bridge نومیږي؛ په ۱۹۳۶م کې جوړ شوېدی. ۱۳ نیم کیلومتره اوږدوالی لري او د یوې شپې او ورځ په ترڅ کې په متوسط ډول ۲ لکه ۶۵ زره موټرې له دې پل څخه اوړي را اوړي او موټروان یا څښتن یې مکلف دی چې هرځل ښار ته د ورتګ په مهال اته ډالره فیس ورکړي. د ښکلو هنرونو ماڼۍ بل هغه زړه راښکونکی ځای دی چې لوی شمېر سیلانیان او د هنرونو مینه وال یې لیدلو ته ورځي او جالبه یې دا ده چې ورتګ ورته وړیا دی او له ما څخه یې د ټکټ پوښتنه ونه کړه. دا ماڼۍ په ۱۹۱۵م کې جوړه شوې او د دې ښار په لسو مهمو لرغونو ځایونو کې حسابیږي.
د سانفرانسیسکو نړیوال هوايي ډګر د امریکا د زرګونو ډګرونو په منځ کې دیارلسم مقام لري؛ هره ورځ تقریبا دولس سوه الوتنې ترسره کیږي او یولک ۵۷ زره کورني او بهرني مسافر له دې مېدان څخه د خپلو منزلونو په لور سفرونه کوي. د اَلکَتراز زندان چې د ښار شمال ته په یو وړوکي ټاپو کې په ۱۹۳۴م کې جوړ شوی او خطرناک بندیان به په کې ساتل کیدل، په ۱۹۶۴م کې وتړل شو. تیره میاشت، ولسمشر ټرمپ یې د بېرته پرانیستو او فعالیدو امر وکړ؛ خو بیا رغونه یې ښايی کلونه ونیسي او لسګونه میلیونه ډالره لګښت به ورباندې وشي.
چاینا ټاون بل هغه تاریخي بازار دی چې یوه نیمه پېړۍ وړاندې له چین څخه راغلو کډوالو آباد کړی او ترننه یې خپل کلچر، ژبه، خواړه او د ژوندانه ځانکړې کلاسیکه بڼه همداسې ژوندۍ ساتلې ده. د سانفرانسیسکو یو عام کاریګر چې په رستورانت، مغازې یا د تیلو پمپ کې کار کوي، په یوساعت کې ۲۴ ډالره اجوره اخلي، مګر د کورونو کرایې آسمان ته مَنجیلې په سر کوي. دلته د یوې کوټې د آپارتمان میاشتینۍ کرایه چې یوه اشپزخانه او تشناب ولري، د دوه نیمو او درې زرو ډالرو ترمنځ ده، ولی د ښار په دنګو او لوکسو بلډنګونو کې د همدغسې آپارتمان کرایه ممکن پنځو زرو ته ورسي.
سانفرانسیسکو دوه نور جالب اړخونه هم لري؛ یو یې دا چې په ۲۰۰۴م کال کې د دې ځای ښاروالۍ ۴۰۳۷ همجنسګرایانو ته د نکاح / واده سرټېفکټونه ورکړل، کوم چې د یوې محکمې او د دې ډول ودونو د مخالفینو له مخالفت سره مخ شول. دوهم اړخ په ښار کې د Homeless (کډه په سر/ بېکوره) خلکو د شمیر زیاتېدل دي. د تېرکال د احصایې له مخې، د دوئ شمېر ۸ زره او درې نیم سوه تنه ښودل شوی چې ځینو ته یې د دولت له خوا سرپناه برابره شوېده. دا ټکی باید یاد کړم چې دوئ ټولو ته د میاشتني خوراک لپاره دولتي کارتونه او روغتیایي بیمه ورکول کیږي. سربیره په دې، هېڅ روغتون نه شي کولای چې د خانه بدوشو خلکو له درمنلې څخه انکار وکړي، کنه نو د قانوني مواخدې سره به مخ شي.
په ۱۹۰۶م کال کې سانفرانسیسکو ډېرې بدې زلزلې ولړزولو؛ درې زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ په زرګونو خلک ټپیان او څه باندې دوه نیم لکه وګړي بېکوره او در په در شول. بله غټه زلزله په ۱۹۸۹م کې راغله او په هغې کې له درې نیم زرو څخه زیات خلک مړه شول. مګر د دې هېواد باشعوره انجنیرانو او ګاریګرو د هرې بربادۍ پسې دې ښار ته لازیاته پراختیا او ښکلا وبښله او د بقاء او ارتقاء سفر یې نور هم چټک او سودمند کړ.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا افغانان او زموږ د سیمې وګړي په خلقت او طبیعي جوړښت کې له لویدیځ والو څخه کم دي، که له وطن سره د وفا رازونه او د عقلانیت په لور د دوئ غزېدلې کوڅې څه بل ډول دي؟
خواږه عمرونه یې له ځان سره په جنګ وخوړل
دلته څه خلک لکه وسپنه خپل زنګ ووهل
—-----------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي همدا لیکنه په وېډیويي بڼې د هغه په فېسبوک او د یوټیوب په چینل کې وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
نورې مقالې
مهمې مقالې
نوشته : کریم پوپل
قسمت اول
سبزیجات معمولاً نباتات علفی بوده اغلباً از قسمتهای مختلف آنها به مقصد تغذیه انسانها مورد استفاده قرار میگیرد مانند برگ، دانه، ساقه، ریشه، گوشت، پیاز، گل، میوه به صورت خام، پخته، خشک شده، پودرشده به مصرف تغذیه انسان میرسد. سبزیجات گیاهان قد کوتاه است که اکثراً نرم بوده به همین خاصیت معمولاً خام خورده میشوند.
یا به عباره دیگر تقریباً تمامی محصولات زراعتی و باغی اهلی- به استثنای محصولات درختی و غله جات سبزی اطلاق میشود که از برگ، ساقه، ریشه، جوانه، غنچه، پیاز، ساقه و ساقه زیرزمینی، گل، میوه، دانه یا سمارق بهطور کامل و مستقیم و بدون تغییر و تبدیل قسمت اعظم مواد درونی آنها بهصورت خام- پخته – خشک – کنسروی – یخزده یا کنسرو شده به مصرف تغذیه انسان میرسد؛ بنابراین لبلو و دانههای روغنی جزو سبزیها محسوب نمیشوند. سبزیکاری یعنی تولید انواع سبزی به منظور تغذیه و بهرهبرداری از قسمتهای مختلف آن میباشد.
انواع سبزی جات معمولی که در جهان وجود دارد
در طبیعت سبزیجات دارای ۲۰۰۰۰ نوع میباشد. که صد نوع آن بیشتر مورد استفاده قرار دارد. بیشترین سبزی که در جهان مورد استفاده قرار دارد بادنجان رومی پس آن پیازو کچالو است.
طبقهبندی سبزیجات
باید توجه داشت نظر به فرهنگ زراعتی تفاوت دقیقی بین میوه و سبزی در جهان بین بشروجود دارد. بشر برای فرق بین سبزیجات از لحاظ شکل و طرق استفاده تقسیمبندی نموده مانند:
سبزیهای برگی، سبزیهای سالادی، سبزیهای گلی، سبزیهای ریشه ای، سبزی غده ای، سبزیهای پیازی، حبوبات، کدوییان، سمارقها، جواری شرین، بادنجانی میباشد. زیاده میوه جات درختی است. ارتفاع درختان معمولاً بین ۱٫۸ الی ۲۰۰متر بوته بین ۶الی ۱۰ متر و علف بین ۶ الی ۱۰ سانتیمتر بوده بعضاًکمی بلندترالی ۲۰ سانتیمتر است.
۱. طبقهبندی سبزییها بر اساس قسمتهای خوراکی
الف- سبزیهای ریشهای(Root crops): مانند زردک، لبلبو لبلبوخورد شلغم مانند، شلغم و مولی میباشد.
ب- سبزیهای پیازی(Bulb crops): مانند پیاز، سیر، سیر پیازی، نوش پیار، نوش دراز و کندنه
پ- سبزیهای غدهای(Tuber crops): مانند کچالو و کچالو شرین و کچالو سرخ
ت- سبزیهای پالیزی(Vine crops): مانند بادرنگ، تربوز، انواع کدو، خربزه و تره
ث- سبزییهای گلدار(Cole crops): مانند کلپی، کاهوچه، کولرابی (شلغم سفید)، کرم سبز و سرخ و کرم دراز و کرفس.
ج- سبزییهای خورشی(Greens): مانند سبزی پالک، کرفس، گشنیر، رواش، لبلو برگی، تره، گشنیز، سیچ و شبد میباشد.
چ- سبزیهای سلاتی(Salad crops): مانند کاهو، کاسنی، تره وتراتیزک
ح- سبزیهای سولانی (Solanaceous crops): مانند بادنجان سیاه، بادنجان رومی و مرچ
خ- سبزیهای لیگومی (Legumes): مانند لوبیای سفید، لوبیا سرخ، نخود، باقلی، ماش، عدس، و دال
د- سبزیهای خوردنی(Herbs): مانند ریحان، نعناع وحشی، پودینه، گشنیز برگ بید مانند، تراتیزک ملی سرخک وملی سفید نوش پیاز میباشد.
ذ- متفرقه(Miscellaneous): مانند جواری نرم، زرد چوبه، سمارق، بامیه و فاصلیا
سبزی جات مقاوم و غیر مقاوم
معمول سبزیجات در هنگام سردی رشد شان متوقف شده، در سرمای شدید و یخبندان از بین میروند. دلیل آن اینست که سبزی جات جسم نازک داشته نرم است؛ زیرا سبزیجات از کاربن هایدرایت ساده ساخته شده اکثرآ فاقد شعم و پروتین میباشد. جدا کردن سبزییهای مقاوم از نیمه مقاوم فقط از روی جوانه زدن بذر آنها در حرارتهای مختلف و قدرت مقابله آنها با سردی، فقط در زمانی که گیاه کوچک است، معلوم میگردد و پس از آن که نبات بزرگ شد دیگر تابع این قانون نیست. برای مثال ملی ملی سرخک شلغم و زردک با وجودی که جزو دسته نیمه مقاوم هستند، میتوانند زمستان را درون خاک باقی بمانند زیرا خاک، برای ریشه آنها حکم عایقی حرارتی دارد که ریشه را در برابر سرما حفظ میکند. ولی بوته ان بزودی از بین میرود. در مجموع سبزیجات که از خاک بلند میشوند در زمستان می میرندولی آنهای که زیر خاک است مانند کچالو زردک ملی ملی سرخک پیازتا مدتها در زیر حاک زنده باقی میماند.
تاریخ کشت سبزیجات
بشربرای میلیون سال ازدانه درختان و گوشت حیوانات وحشی و مغز استخوان غرض تغذیه استفاده مینمود. زمانیکه حیوانات وحشی کم یا نابود شد شروع کرد به اهلی ساختن حیوانات تغذیه از نباتات نمودند. انسان تغذیه از نباتات را از حیوانات علفخوار یادگرفتن در بعضی حالات گرسنگی از نباتات که گاو اسپ بز میمون آهو شتر استفاده مینمودند آن نبات را شناخت نموده از آن تغذیه مینمودند در جریان آنعده علفها ی که برای تغذیه مناسب نبوده آنرا شناسای نمودند. زمان کشت نباتات از ۱۱۰۰۰ سال شروع شد. سبزیجات مانند کدو بادنجان پالک پیازرا مصرف نمودند.
خاکهای زراعتی
باید خاک زراعتی را بدانیم. هر مقاله زراعتی را که مینویسیم خاک را باید بدانیم
۱.خاک ریگی کنار دریاها
۲. سلتی (بین ریگ خاک مت) فراه هرات نیمروز
۳. مت یا خاک جوی یا سقز هلمند
۴. خاک عادی اکثر نقاط افغانستان
۵. لوم (متشکل از ریگ سلت و مت است) این خاک را زراعتی گویند.دره های افغانستان
۶. خاک پیت است که کاملاً خاک عضوی است. نورستان کنرهار
منابع
۱. تاریخ کشت سبزی جات ویکی پدیا انگلیسی
https://en.wikipedia.org/wiki/Vegetable
۲. سبزیجات ونوع استفاده آن در ویبسایت
https://vegycrunchy.com/%D9%85%D8%B7
%D8%A7%D9%84%D8%A8/%D8%B3%D8%A8%D8%
-%DA%86%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D8%9F/
۳. تعریف سبزی
https://www.gologiah.ir/sabzi/sabzikarie-omomi/tarife-sabzi.html
انجنیر زلمی نصرت
(سیاسي فلسفه٬ سیاست د سیالانو لوبه) یو سیاسي٬ تاریخي٬ ټولنیز او یو ژور فلسفي تحقیقاتي اثر دی٬ چې داکتر سید شیر آقا حرکت هغه په ۳۶۸ موخو کې قابل د فهم په خورا لوړه سطحه ایجاد او لیکلي دي.
دغه مهم سیاسي فلسفي اثر د خدای بخښلي داکتر سید شیر آقا حرکت د زوی ښاغلي سید اباسین حرکت له خوا ما ته را ورسید.
د هر څه د مخه د هغه څخه مننه کوم٬ چې داسي یو نایابه او گران بها اثر یې راته ډالۍ کړ.
پوهیږم چې ددغه علمي٬ سیاسي٬ فلسفي اثر په اړوند نظر ورکول او د هغه نقد کول د مسلکي کسانو دنده ده٬ چې ژورحقوقي٬ سیاسي او ټولنیز پوهه ولري٬ ټولنه ـ ځان او جهان وپیژني.
شاید د نهضتونو د پرلپسي د ناکامیو یو دلیل هم دا داوي٬ چې افغان سیاسیون له حد او اندازې څخه زیات په پردیو تکیه او باور کوي نظر خپلو ته٬ چې پایله یې د ترکاڼ او د بیزو مامله شي.
داکتر سید شیرآقا حرکت د لوی فلسفي شاعر رحمان بابا د لاندې بیت په اړه٬ چې متقابل مسولیتونه روښانه کوي٬ هم ژور تحلیل لري:
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه
رحمان بابا
په دغه اثر کې د ټولنې سیاسي او حقوقي مناسباتو پر فلسفي اړخونه جدي بحث او څیړنې شوي او دغه مساله یې هم څیړلې ده٬ چې مونږ یو تعداد ولې دومره بې وسه او بې ننگه شوې یو٬ چې پردي گټې پر خپلو گټو بره گڼو او پردي زموږ په ملک کې دخپلو ناروا اعمالو د پلې کولو جرآت کوي.؟
په یاد اثر کې د ملي گټو په نظر کې نیولو سره د سولې او د گفتمان د فرهنگ ترویج او نهادینه کولولاري٬ چاري او لارښوونې او وړاندیزونه په لومړي قدم کې د افغانانو تر منځ په نښه شوي٬ چې سیاست وال٬ دولتونه٬ ولسونه٬ گوندونه او منفرد کسان دې څنگه خپل ذات البیني ستونزي سره حل او د سیالیو په ډگر کې د سالم رقابت پر اصولو ودریږي او پرې عمل وکړي.کنه ټولنیز نظام شلیږي٬ د ټولنې توازون له منځه ځي٬ د سیالې ټولنې جوړیدل ناممکنه او سیاستوال هم ناکامه٬ بدنامه٬ رسوا او ذلیل کیږي.همدارنگه ملي او موضيعي ارزشونه که د بین المللي معیارونو سیال او ور سره برابر نه وي٬ د ارزش وړ نه دي. که څوک د داسې معیارونو سره د لوبې میدان ته ورځي٬ حتمن به یې بایلي. لکه چپیان٬ جهادیان او لیبرال دیموکراتان.د تیرو حکومتونو مثبت او منفي درسونه او معیارونه اوس طالبانو پورې ارتباط نیسي٬ چې د جهان سره څنگه تعامل او سیالي کوي؟.
داکتر سید شیر آقا حرکت په کال ۱۳۵۷ کې د کابل ښاروال په توگه وگمارل شو.لومړی کار یې د کابل ښار ماستر پلان تکمیلول او قانوني کول و.هغه به ویل:
د کابل ښار بې مفهومه پراختیا باید د ۲۱ پیړۍ په ایکالوجیکي فاجعه بدله نشي!!!
په خواشینی سره٬ چې د جهادیانو او د غربیانو په موجودیت د جمهوریت په شل کلنه خود سره او بې قانونه دوره کې کابل ښار د ۲۱ پیړۍ په فاجعه بدل شو، چې معیاری کول یې غټ لگښت او بودجه غواړي.
داکتر سید شیر آقا حرکت د شاهی نظام په جمهوري نظام د بدلیدو په سیاسي بدلون کې فعاله ونډه لرله.
په دې اثر کې د هغه د سترگو لیدلي حالات٬ لید لوري او خاطرې د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړوند آن د هغه تر مړینې ( کال ۲۰۲۳) پورې هم لوستلای شو.
هغه ( ۲۰۰۴ ام میلادې کال) کې د افغانستان په باب د علمي٬ فرهنگي٬ سیاسي او فلسفي مسایلو د رسولو په موخه د خپلو افکارو٬ مرامونو د خپرولو په غرض یې د ٫٫ حرکت٬٬ په نوم دوه میاشتنی اخبار تاسیس او د جرمني له ایسن ښار څخه یې خپور کړ.
هغه په دې هلکه داسې وایې:
(... په دې ورستیو وختو کې په افغانستان او د هغه د باندې ډیرې خپرونې خپریږي. هغه څوک چې په ایمانداری سره دغه کار سر ته رسوي٬ مونږ یې هر کلی کوو. ددغه خپرونو په سرخطو کې معمولآ لیکل کیږي: بې طرفه٬ آزاده٬ مستقله٬ ملي٬ اسلامي او داسي نور.
موږ ټولې دغه پدیدې نسبي گڼو٬ ځکه د لومړي ورځې څخه وایو چې موږ هیڅکله بې طرفه نه یو. موږ ټاکلی او مشخص هدف٬ طرف او ارمان لرو. زموږ طرف د هر څه د مخه زموږ گران هیواد افغانستان دی٬ افغان اولس٬ د هغوی ملي گټې٬ منلي رسوم٬ عنعنات٬ عقاید او مقدسات او وروسته له هغه بین المللي او عام انساني تعلقات او تعهدات دي٬ چې په پوره ایمانداری سره د هغې پلوي او دفاع کوو او نور به هم دې کار ته اړ باسو..)
٫٫ حرکت٬٬ د اشغال مخالف او د هغه ضد و٬ په دې مورد کې هم د روسانو٬ ناټو او امریکایانو د يرغل په اړه د واقعیتونو پر بنیاد جدې تحلیلي مسایل او فاکتونه لوستلای شو.
نیکلای استراوسکې چې د ( پولاد څنگه کلک شو ) ناول سره شهرت پیدا کړ٬ داسي وایې:
انسانان د خپل ژوند په ورستیو شیبو کې٬ خپلو تیرو ته ځغلنده نظر اچوي٬ چې څه یې کړي او له هغه نه کوم څه پاتې دي او کنه!.
کال ۲۰۲۴ میلادې د فبروری د میاشتی په ۱۵ نیټه ښاغلي جنرال ذبیح الله زیارمل چې یو مدت تر یو چتر لاندې د داکتر سید شیر آقا حرکت سره کاري معرفت درلود٬ د هغه په مورد کې راته داسې وویل:
داکتر سید شیر آقا حرکت صاحب د قلم٬ صاحب د مطالعې با سواده٬ با سویه علمي٬ فرهنگي٬ سیاسي او یو فعال اکادمیک پلټونکی او څیړونکی شخص و.
پاک لاس او نفس یې درلود او د نیکو او ښو اخلاقاقو خاوند و.
د داکتر سید شیر آقا حرکت د ژوند او نورو اثارو په باره کې ( د تللو د یادونو) د مقالو په ټولگه کې اړین معلومات خپاره شوي دي.
زه باور لرم٬ که دغه اثر زموږ د هیواد نور پوهان او مسلکي کسان تر لاسه او ولولي٬ هغوي هڅوي٬ چې په خپلو تخصصي٬ مسلکي او علمي ساحو کې ورته اثار ایجاد او هیوادوالو ته وړاندي کړي.او باور لرم٬ چې دا شان اثار د ځوان او ملي مبارزو د لارې مشعل گرځیدلای شي.
پای
نویسنده Nidal Taibi برگردان شيرين روشار
هنگامی که زمانه اضطراب آور و آینده غم انگیز به نظر می آید، زدودن گرد و غبار از برخی جستارها مفرح ذات است. جستارهای هانری برگسون، فیلسوف فرانسوی، (۱۹۴۱-۱۸۵۹) از این دسته اند.
نسل های پس از او، وی را در کلمات قصاری چون «خیزش حیاتی» یا «نیروی معنوی» و غیره، مومیائی کردند، در حالیکه او نویسنده آثاری بسیار متنوع است که در آنها به موضوعات گوناگونی چون طول زمان، حافظه، شهود، آزادی و مذهب می پردازد. با این حال، همگی از خط مشترکی پیروی می کنند و آن زیست گرائی است. برگسون در آثارش از «جستاری بر داده های آنی ذهن» گرفته تا «دو سرچشمه اخلاق و مذهب»، «خنده» و «تحول خلاق»، به خاطر خشکی برداشت های ماشین گرا و غایت گرا از زندگی که تصور می کنند همه چیز از پیش در جهان وجود داشته و هیچ چیز دیگری خلق نخواهد شد، کوشیده است تا از نگرشی به زندگی دفاع کند که با قدرت خلاقیت فی نفسه خود، در ذات هر انسان نهفته است. برگسون که به اندازه استعدادهایش دشمن داشت (کتاب «سگ های نگهبان» پُل نیزان هنوز در خاطره هاست)، در دوران حیات از هاله ای بهره مند بود که امروز به دشواری می توان تصورش را کرد. کلاس هایش در «کولِژ دوفرانس» نه تنها هنرمندان، دانشمندان، دانشجویان و اقتصاددانان را جذب می کرد بلکه خارجی ها و زنان جوان را نیر... شارل پِگی و سندیکالیست انقلابی، ژُرژ سورل، درس های او را شنیده و کتاب هایش را خوانده اند. یکی از دلایل این شیفتگی، سبک برگسون است که الهام و شهود را به مفهموم پردازی ترجیح می داد.
پُراحساس و شوریده حال، برگسون اندیشه اش را به ضرب ایجاز و استعاره پیش می بُرد. اگر چه این سبک غنائی او را به بالاترین افتخار ادبی یعنی دریافت جایزه ادبی نوبل در ۱۹۲۷ رساند، اما همان نیز سایه ای از شک و تردید بر ماهیت فلسفی جستارهایش افکند. برای آشکار کردن مسائلی که این سوء تفاهم دربر دارد است که برونو کلِمان، استاد ادبیات فرانسه، به نوشتن کتابش همت می گمارد (۱). او می گوید که به دور از ادا و اطوارهای هنرمندانه، این سبک به طور کامل در راستای یک اندیشه فلسفی است که می کوشد مشکل به کارگیری واژگان غیرتخصصی را دور بزند. برونو کلمان حتی پا را فراتر گذاشته و ما را به خواندن برگسون به عنوان یک نویسنده، هنرمندی تمام عیار دعوت می کند و اعلام می کند که ارزش یک متن فلسفی تنها در تزی که از آن دفاع می کند نیست بلکه در غنا و پُرمایگی و زیبائی و لذتی که فراهم می آورد نیز هست.کلاً و به طور خلاصه، قالب از محتوا جدائی ناپذیر است.
شایعه پیگیر و قوی دیگری نیز مدعی بود که فیلسوف خود را درگیر مسائل بزرگ زمانه خود نمی کرد. به گفته وکیل میشل لاوال (۲)، تصویر یک برگسون بی بخار و گوشه نشین در کرسی کولژ دوفرانس تصوری خیالی است. اگرچه او در ماجرای دریفوس ساکت ماند، اما رفتارش را می توان با جهان گرائی افراطی اش توضیح داد. او موضع هموطنان یهودی خود را دنبال کرد که «نمی خواستند دیگران فکر کنند که آنها از دریفوس دفاع می کردند چون دریفوس یهودی بود. نمی خواستند که دیگران بتوانند رفتارشان را به نوعی تمایز یا همبستگی نژادی نسبت دهند». هنگام جنگ اول جهانی، او با افکار اکثریت موافق بود - «مبارزه علیه آلمان همان مبارزه تمدن علیه بربریت و وحشیگری است.» در مقابل، از همان سال ۱۹۳۴، می نویسد : «باشد که صدای یهودیان در تمامی دنیا طنین انداز شود. نه تنها برای رهائی و رستگاری یهودیان، بلکه برای اجتناب از اینکه ننگ قطعی وحشیگری ضدیهود مایۀ رسوائی تمدن در تمامیت آن شود.» ژیل دولوز چنان همدلی پایداری با اندیشه برگسون نشان می داد که حتی جستاری را به او اختصاص داد (۳).
پی نوشت ها :
۱- Bruno Clément, Henri Bergson, Prix Nobel de littérature, Verdier, coll. « Philosophie », Paris, 2021, 320 pages, 19,50 euros
۲- Michel Laval, Il est cinq heures, le cours est terminé. Bergson, itinéraire, Les Belles Lettres, Paris, 2023, 192 pages, 15 euros
۳- Gilles Deleuze, Le Bergsonisme, Presses universitaires de France, Paris, 1966
سید عبید الله نادر
د بینظیر بوتو د پاکستان پخوانۍ صدراعظمی څرګندونۍ د ده په یوه مرکه کې:
( دا موضوع د ۱۹۸۹ کلنو خبره ده ،چې اسامه بن لادن زمونږ یو فوجی جنرال ته چې نوم یې نه اخلم لس ملیونه ډالره رالیږلي وي او ورکړې یې وي .او هغه فوجی او استخباراتی جنرل اسامه بن لادن یې ،نواز شریف ته معرفی کړی وو . او نواز شریف ته یې وییلي وو : چې اسامه مونږ سره ډیره مرسته کوی ،د جهاد د ختم څخه اسامه بن لادن دوباره عربستان سعودی ته ولاړ . او وروسته هماغه نظامی جنرل چې د اسامه څخه یې پیسي اخیستی وي ، د اسامه څخه یې غوښتنه وکړه ، چې بیا دي د جهاد د پاره راشي .اسامه ورته وییلي وو : (چې اوس خو جهاد ختم شو نو د څه د پاره راشي ) نو پاکستانی فوجی جنرل ورته وییلي وو : چې جهاد خو اوس جاري دی ، ځکه یوه مسلمانه ښخه په پاکستان کې وزیر اعظمه ده .او مسلمانه ښځه حکومت کوي . ( یعنی د بینظیری) حکومت وو. وختی چې یوه مسلمانه ښځه حکومت وکړي ، نو جهاد ته ضرورت دی . او د ښځي د حکومت د چپه کولو او له مینځه وړلو له پاره زیاتي پیسو ته ضرورت دی . او هماغه نظامی جنرل په کال ۱۹۹۰ا ۱۹۹۳کې چې اسامه بن لادی یې راغوښتی وو. چې زه نه غواړم د هغه جنرال نوم افشا کړم ، او اسامه بن لادن ته یې دا هم وییلي وو ، چې د عربستان پادشاه ته دي ووایي : چې د عربستان سعودی د حراست او نګهبانی د پاره دي ،د آمریکا څخه قوا ونه غواړي . د عربستان د دفاع له پاره دي د افغانی جنګیالیو څخه کار واخلي . په کال ۱۹۹۰ کې وختی چې پر کویت حمله وشوه ، په دې وخت کې د اسامه بن لادن اړیکي د عربستان د پادشاه سره ترنګلي وي . یانی سره خفه ول ، او اسامه بن لادن عربستان سعودی ته نشو تلای ، هماغه وو چې دا پلان وشو ، چې مونږ نور برخلاف د آمریکا کار کوو . او وروسته د هغي نه پاکستان ته هم ډیر خطرات متوجه شول ، کله چې پاکستان د ترهګر پال ملکونو په ردیف کې حساب شو .
( په دې مختصری تبصری کې یو خو دا ښکاري چې پاکستانی جنرالان څومره مادي پرسته خلک دي . چې د جهاد په نوم په چل او دوکې د اسامه بن لادن څخه پیسي شکوي یاني دوی ډاکوان او غله ښکاره کوي . بل د جهاد حیثیت ته هم ضربه وهي یعنی دوی په جهاد باندی ریشخند هم وهی .(چې دوی ته جهاد نه وو ،صرف د مادیاتو او پیسو د پیدا کولو بازار ګرم وو) ،د پاکستان پخوانی ولسمشرپرویزمشرف په خپل کتاب د اور په لیکه کې لیکلي :
( د پاکستان د بقا او نجات له پاره مو د افغانانو پر وینه تویونه دریغ نه کاوه . او په افغانانو کې مو د ورور وژنې افکار ځکه روزل .چې پاکستان با ثباته پاتي شي ، که څه هم د افغانانو په زړه کې د جنتونو ارمانونه او وسوسې وي .خو مونږ ته د خپل هیواد پاکستان بقا مهمه وه )،په فارسی کې متل دی چې وایي ( اګر درخانه کس است یک حرف بس است ) په دې مختصر کې د طالبانو د پاره ډیر لوی پغیام شته ،خصوصأ هغوي ته چې لږ استقلال لري ، او په تیره فکری استقلال ،ځکه د ډیرو فکرونه زنداني دي ،چې په دې کې ډیر یو لوي ریشخند وهل هم په دوی په باندی دی ،که دوی پرې پوه شي .
ولي الله ملکزی
په دولسمې میلادي پېړۍ کې د کاتولیکانو د نوموتي ایټالوي بزرګ او راهب (سان فرانسیس) په نوم، نومول شوی دا ښار د هسپانویانو له خوا په ۱۷۷۶م کال کې د کالېفورنیا په شمال لوېدیز کې جوړ شویدی. دغه مهال د کالېفورنیا ایالت د مَکسیکو په قلمرو کې حسابېده چې بیا په ۱۸۵۰م کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو دېرشم ایالت شو. د آرام سمندر د مالګینو اوبو په غاړه د امریکا د دې مهم تاریخي، تفریحي او اقتصادي ښار مساحت کټ مټ د جلال آباد د ښار په اندازه، یعنی ۱۲۱ کیلومتره مربع دی. د سانفرانسیسکو د تېرکال بودیجه ۱۵ میلیارده ډالره وه؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د همدغه کال ټوله کلنۍ بودیجه څه کم درې میلیارده ډالره ده. د دې ښار خپل نفوس ۸ لکه ۳۲ زره تنه دی، خو کله چې خواوشا نښتي ښارونه «اُوکلېنډ، فریمانټ، هِېوَرډ، یُونین سِیټي، سَان هُوزې» ورسره حساب شي چې د Bay Area په نوم یادیږي، نو بیا یې نفوس اوه نیم میلیونو ته رسي. د ښار ۴۵ سلنه هستوګن سپین پوستي، ۲۱ سلنه یې چینایان او پاتې نور یې تور پوستان، هسپانویان او د آسیا په ګډون د پاتې نړۍ توکمونه دي.
سانفرانسیسکو ۱۳ پوهنتونونه او په لسګونو دولتي او خصوصي کالجونه لري، البته د UCSF پوهنتون د طبي څېړنو په برخې کې د نړیوال شهرت څخه برخمن دی. ۳۵ زره محصلین لري چې ۶۲ سلنه یې نجونې دي. د الله تعالی په شکر او خوښۍ سره وایم چې زما لور هم سږکال له همدې پوهنتون څخه په نړۍ والې روغتیا / Global Health کې خپله ماستري واخیستله. سانفرانسیسکو د شهکارونو، نوښتونو او تنوع ښار دی؛ تېر کال ۲۲ میلیونه خلک یې لیدلو ته راغلي وو چې دوه نیم میلیونه یې بهرنیان دي. په پَشمک او پستې هوا مشهور د رنګینیو دا ښار، د نړیوالو سترو تجارتي شرکتونو، د ټکنالوژۍ د مرکزونو، رسټورانونو، جاز موزیک او سپورتي لوبغالو کوربه دی. د ځینو هیوادونو سیاسي نماینده ګۍ او قونسلګرۍ هم دلته موجودې دي.
د Golden Gate Bridge « د زرینې دروازې پل » د ښار د پېژندګلوۍ سمبول او د مهندسۍ په ډګر کې د علم مباح انساني معجزه ګڼل کېږي. دا پل د سمندر د پاسه دوه نیم کیلومتره اوږد، ۲۲۷ متره جګ، ۲۷ متره پلن، شپږ لاینونه او یوازې دوه پایې لري. په ۲۴ ساعتونو کې په منځني ډول یولک او دولس زره موټړې له یوې غاړې، بلې غاړې ته تېریږي او ښار ته د هر ننوتونکي موټر ټېکټ لس ډالره دی. د جوړېدو کار یې په ۱۹۳۴م کې پېل او په ۱۹۳۷م کې پای ته ورسېد. سانفرانسیسکو چې اصلا یوه ټاپو وزمه ده؛ څلورو پلونو له وچې سره نښلولی او دوهم مهم پل یې Bay Bridge نومیږي؛ په ۱۹۳۶م کې جوړ شوېدی. ۱۳ نیم کیلومتره اوږدوالی لري او د یوې شپې او ورځ په ترڅ کې په متوسط ډول ۲ لکه ۶۵ زره موټرې له دې پل څخه اوړي را اوړي او موټروان یا څښتن یې مکلف دی چې هرځل ښار ته د ورتګ په مهال اته ډالره فیس ورکړي. د ښکلو هنرونو ماڼۍ بل هغه زړه راښکونکی ځای دی چې لوی شمېر سیلانیان او د هنرونو مینه وال یې لیدلو ته ورځي او جالبه یې دا ده چې ورتګ ورته وړیا دی او له ما څخه یې د ټکټ پوښتنه ونه کړه. دا ماڼۍ په ۱۹۱۵م کې جوړه شوې او د دې ښار په لسو مهمو لرغونو ځایونو کې حسابیږي.
د سانفرانسیسکو نړیوال هوايي ډګر د امریکا د زرګونو ډګرونو په منځ کې دیارلسم مقام لري؛ هره ورځ تقریبا دولس سوه الوتنې ترسره کیږي او یولک ۵۷ زره کورني او بهرني مسافر له دې مېدان څخه د خپلو منزلونو په لور سفرونه کوي. د اَلکَتراز زندان چې د ښار شمال ته په یو وړوکي ټاپو کې په ۱۹۳۴م کې جوړ شوی او خطرناک بندیان به په کې ساتل کیدل، په ۱۹۶۴م کې وتړل شو. تیره میاشت، ولسمشر ټرمپ یې د بېرته پرانیستو او فعالیدو امر وکړ؛ خو بیا رغونه یې ښايی کلونه ونیسي او لسګونه میلیونه ډالره لګښت به ورباندې وشي.
چاینا ټاون بل هغه تاریخي بازار دی چې یوه نیمه پېړۍ وړاندې له چین څخه راغلو کډوالو آباد کړی او ترننه یې خپل کلچر، ژبه، خواړه او د ژوندانه ځانکړې کلاسیکه بڼه همداسې ژوندۍ ساتلې ده. د سانفرانسیسکو یو عام کاریګر چې په رستورانت، مغازې یا د تیلو پمپ کې کار کوي، په یوساعت کې ۲۴ ډالره اجوره اخلي، مګر د کورونو کرایې آسمان ته مَنجیلې په سر کوي. دلته د یوې کوټې د آپارتمان میاشتینۍ کرایه چې یوه اشپزخانه او تشناب ولري، د دوه نیمو او درې زرو ډالرو ترمنځ ده، ولی د ښار په دنګو او لوکسو بلډنګونو کې د همدغسې آپارتمان کرایه ممکن پنځو زرو ته ورسي.
سانفرانسیسکو دوه نور جالب اړخونه هم لري؛ یو یې دا چې په ۲۰۰۴م کال کې د دې ځای ښاروالۍ ۴۰۳۷ همجنسګرایانو ته د نکاح / واده سرټېفکټونه ورکړل، کوم چې د یوې محکمې او د دې ډول ودونو د مخالفینو له مخالفت سره مخ شول. دوهم اړخ په ښار کې د Homeless (کډه په سر/ بېکوره) خلکو د شمیر زیاتېدل دي. د تېرکال د احصایې له مخې، د دوئ شمېر ۸ زره او درې نیم سوه تنه ښودل شوی چې ځینو ته یې د دولت له خوا سرپناه برابره شوېده. دا ټکی باید یاد کړم چې دوئ ټولو ته د میاشتني خوراک لپاره دولتي کارتونه او روغتیایي بیمه ورکول کیږي. سربیره په دې، هېڅ روغتون نه شي کولای چې د خانه بدوشو خلکو له درمنلې څخه انکار وکړي، کنه نو د قانوني مواخدې سره به مخ شي.
په ۱۹۰۶م کال کې سانفرانسیسکو ډېرې بدې زلزلې ولړزولو؛ درې زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ په زرګونو خلک ټپیان او څه باندې دوه نیم لکه وګړي بېکوره او در په در شول. بله غټه زلزله په ۱۹۸۹م کې راغله او په هغې کې له درې نیم زرو څخه زیات خلک مړه شول. مګر د دې هېواد باشعوره انجنیرانو او ګاریګرو د هرې بربادۍ پسې دې ښار ته لازیاته پراختیا او ښکلا وبښله او د بقاء او ارتقاء سفر یې نور هم چټک او سودمند کړ.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا افغانان او زموږ د سیمې وګړي په خلقت او طبیعي جوړښت کې له لویدیځ والو څخه کم دي، که له وطن سره د وفا رازونه او د عقلانیت په لور د دوئ غزېدلې کوڅې څه بل ډول دي؟
خواږه عمرونه یې له ځان سره په جنګ وخوړل
دلته څه خلک لکه وسپنه خپل زنګ ووهل
—-----------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي همدا لیکنه په وېډیويي بڼې د هغه په فېسبوک او د یوټیوب په چینل کې وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
سید عبید الله نادر
و دیګر کسی شعر زیبا و نغز نه سرود .
الهه شعر و سخن در سخن سرایان مُرد .سخنان نغز و زیبا جای خود را به الفاظ بیهوده سپردند. روان انسان ها از دیدن هر روز شیاطین در جاده ها کاویده رفت از نګاه های انسان های به ظاهر آراسته در روی جاده ها بوی خون نفرت و انزجار احساس می شد . و ترس همه جا را فرا ګرفته بود.همه برای فرار می اندیشیدند .و هر کس به آرزوی اینکه که در جمع انسان های زندګی کنند که قدر وقیمت زندګی و انسان را بدانند و از زیبایی های جهان لذت ببرند.
لذا به جا های اَمن و سر زمین های پُر امن پناه می برند.دیار و کاشانه خود را ترک می کنند.
و به سر زمین های نا شناخته میروند.
و دیګر شاعران در نیمه های شب در مقابل چراغ های تیلي خود روی کاغذی چندی را سیاه نه کردند. و دیګر شعر نغز و زیبا کسي نه سرود .
وبلبلان خوش الحان هم ازین سر زمین کوچیدند. و به دیاران نا آشنا سفر کردند و دیګر از شاخساران صدای بلبلان شنیده نشد.شاعران متفکرین،اندیشمندان و صلح دوستان دیدند که ګروهی به بسیار بیرحمی این جهان را با این زیبایی به سوی ویرانی می کشاند.و پیهم نفرت و کینه می آفرینند.
و کسانی هم این دنیای زیبا را با طبیعت زیبای آن بد رنګ می سازند ،و در پی نابودی آن می باشند و برای نابودی آن فکر می کنند،لذا مردم از ترس وحشت حاکم بر اوضاع و حاکمان ما نند جنازه های متحرک در روی جاده ها در حرکتند و در درون و نهاد شان به یک چیزی می اندیشند .
که آن چیز معجزه است!