جرمني له ازبکستان سره د ''افغان کډوالو د لېږلو'' لپاره هوکړه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


جرمني له ازبکستان سره له دې هېواده د مسلکي کارګرو وراستولو او دغه هېواد ته د افغان کډوالو لېږلو په تړاو یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د جرمني چانسلر (صدراعظم) اولاف شولتز له قوله چې ازبکستان ته تللی، راغلي: "موږ د جرمني د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره داسې کارګرو ته اړتیا لرو، چې عالي وړتیاوې ولري."

ښاغلي شولتز پرون (یکشنه – سپټمبر ۵۱مه) د ازبکستان په سمرقند کې له شوکت میرضیایف سره له لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، دواړه هېوادونه د هغو کسانو په تړاو چې "باید بېرته ستانه کړل شي، له بیوروکراسۍ پرته یوه اسان توافق ته ورسېدل،" خو په دې تړاو یې زیات مالومات نه دي ورکړي.

اولاف شولتز د جرمني په مانهایم کې د یوه افغان کډوال له چاکو برید وروسته د خپل هېواد له پارلمان سره ژمنه کړې وه، چې د افغان او سوریايي مجرمانو په ګډون به د هغو کسانو شړلو لړۍ چټکه کړي، چې په جرمني کې د جرمونو له کبله محکوم شوي دي.
جرمني په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنولو لړۍ ودروله.
د جرمني کورنیو چارو وزیره نانسي فیرز چې ازبکستان ته په سفر کې له ښاغلي اولتز سره ملګرې ده، د کډوالو بېرته ستنولو پلویتوب کوي او په ازبکستان کې یې له خپل سیال سره پر دې توافق لاسلیک وکړ.

نوموړې مخکې ویلي، چې غواړي افغانستان ته د استول کېدونکو کسانو شمېر زیات شي. بي بي سي پښتو ته مالومه شوه، له ۲۸ هغو کسانو چې تېره میاشت له جرمني کابل ته لېږلي وو، ۲۴ یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یادونې ده، چې د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د کډوالو کسانو ایستلو لړۍ چټکولو په تړاو د ښاغلي شولتز پر څرګندونو نیوکه کړې او د افغانستان په څېر هېوادونو ته یې د دې کسانو له استولو سره مخالفت کړی دی.

د نوموړې په وینا ''سخت دریځی اسلامپالی رژیم'' به د ایستل شویو کسانو منلو لپاره خپل شرطونه وتپي.

له دې مخکې تېره اونۍ اولاف شولز په برلین کې د کینیا له ولسمشر ویلیم روتو سره ولیدل او له کینیا یې د مسلکي او نیمه مسلکي کارګرو د منلو په هکله هوکړه وکړه.

خو د جرمني کورنیو چارو وزارت د دې کارګرو د شمېر په هکله څه نه دي ویلي.

د بهرنیو کارګرو منلو په تړاو د جرمني هوکړې د دې هېواد د چارواکو هغو هڅو برخه ده، چې غواړي د غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.