د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ښاغلی بڅرکی صاحب د پوهې، فرهنګ، شعر و ادب په غوړېدلي او رنګین ګلبن کې، هغه پېژندل شوی، با احساسه، هڅاند او تکړه لیکوال، ادیب، شاعر او څېړونکی دی چې زموږ هیواد وال، د علم او ادب مینه وال د ده له نوم سره اشنا دي. ده د خپلو ادبي هلو ځلو، کارنامو، ښکلو، رنګینو او ګټورو نښیرنو (اثارو) له لارې د پشتو ژبې د پراختیا او پرمختیا په برخه کې د پام وړ چوپړ او خدمتونه تر سره کړې دي.
ده په خپلو شعرونو او ګټورو نښیرونو (اثارو)کې د رشتینې مینې او ښکلا تصویرونه، د ټولنیز ژوند ستونزې، ناخوالې، کړاوونه او نیمګړتیاوې او همداسې وطني، ملي انساني احساس او عواطف، د هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور کړې دي.
ښاغلی بڅرکی صاحب یو دروند، متواضع، خواخوږی او مېلمه پال شخصیت دی. دی له خپلو ټولو یارانو او دوستانو سره  ژوره مینه او اخلاص لري. ما د بڅرکي صاحب ګټور نښیرونه(اثار) چې ما ته یې ډالۍ کړي وو په ډېره مینه او لېوالتیا سره ولوستل. همدا وجه ده، چې ما ځانته دا حق ورکړ تر څو د ده د علمي او ادبي شخصیت او فعالیتونو په تړاو یو څو کرښې ولیکم  او د ده سره ادبي مرکه ولرم.
ګران بڅرکی صاحب زه خپل سلامونه او پیرزوینې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم. اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران انجنیر عبدالقادر مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او ټولو دوستانو ته وړاندې کوم او ستاسو په خدمت کې یم.
مسعود: ګران ننګیالی بڅرکی صاحب که څه هم زموږ هیوادوال ستاسو له علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت سره اشنا دي، پریږدی یو ځل بیا زموږ د علم، ادب او فرهنګ ګران مینه وال، په هیواد کې د ننه او بهر ستاسو علمي او ادبي څیره لا زیاته وپیژني، نو هیله کوم د خپل علمي، ادبي، فرهنګي او ځانګړي ژوند په اړه لنډ مالومات راکړئ؟
بڅرکی: محترم مسعود صاحب:پيښې تل وخت د یوې انګیزې له مخي رامنځته کیږي.او انګیزه هغه څه ده چي د علت تر مخه د خپلو ځانګړنو له مخي منځته راځي.تاته درمعلومه ده چي زموږ کورنۍ ښځي او نارینه د لوړو تحصیلاتو خاوندان وه، زموږ د کور ښځي او نجوني، په کابل او کندهار کي د ښووني او روزني په برخه کښي بوخت وې. او د کابل په ډیرو لیسو کې د ښوونکو او د مکتب د مسؤلینو په توګه دنده درلودل.خو د کورنۍ نارینه مو بیا ژورنالیستان، سیاسي فعالین وه. د بیلګی په توګه: محمدعلم بڅرکی د کندهار د مجلې مدیر بیا د اطلاعات اوکلتور د وزارت د پښتو د انکشاف مدیر او د ویښ زلمیانو د مرکزي هستې غړی وو. اکامي محمدحسن خان د ننګرهار د اطلاعات او کلتور د ریاست مرستیال، کاندید اکاډمیسن  محمدظاهر افق د علومو د اکاډمۍ د عمومي ریاست مرستیال او د فلسفې د شعبې مشر وو، همدغسي لومړی د خلق ډموکراټیک ګوند د مؤسیسي کنګرې غړی، بیا د زحمت کښانو د انقلابي جمیعت عمومي منشي او مشر وو. مشر ورور مي زمری محقق د علومو اکاډمۍ ریس، د حزب دموکراټیک ګوند کادر، بیا د زحمتکښانو د انقلابي جمیعت کې هم انقلابي فعاله کادر ګڼل کیده. محمد طاهر اڅکزی د راډیوټلویژون د خپرونو ریس او همدغسي د کورنۍ نور غړی  هم د خپرونو په ژورنالیستیکو کارونو کې دنده درلودل او لیکوالان وه
زه ننګیالی بڅرکی چي لا د ښوونځۍ څخه نه وم خلاص سوی د ادبیاتو او لیکوالۍ سره مي مینه درلودل. د لیسې په اواوم ټولګۍ کي مي په ټولنیزو مظاهرو کی برخه اخیسته او شعرونه به مي د سټیج پر سر زمزمه کول، وروسته چي نهم اولسم ټولګی ته مي ترقي وکړه بیا مي په مکتب کښي د انتخاباتو په نتیجه کي ډیري رایي ترلاسه کړې او د ښوونځی د ټولو زده کونکو منتخب مشر انتخاب سوم.(دکنفرانسونو د جوړلو ریس)په میاشت کي یو ځل د ټوله ښوونځی په شمول یو غټ کنفرانس، ډرام او کانسرټ جوړوی. چي د زده کونکو څخه به مي هم په ځینو موضوعاتو کی مقالې راټولولې او هغوی به هم د سټیج پر سر هغه ویلې ترڅو زده کونکي هم د سټیج د سر جرئت پیداکړي. او په ښوونځۍ کښي مي د نورو فعالیتونو په څنګ کي یوه اونیزه دیوالي جریده هم ځړول،چی د ښوونکو لا هم ډیره خوښیدل.ما دلسم ټولګی څخه تر دولسمه ټولګی پوري د ښوونځی پر درسونو بر سیره د خدای بخښلي (محمدابراهیم عطائي) چي دغه وخت د اطلاعات اوکلتور ریس وو.د طوع افغان په ورځپاڼه کښي (دنړۍ دنندارې) په نوم یوه صفحه هم چلول، چي په هغه کښي د نړۍ خبرونه. او د کندهار محلی پيښي اوخبرونه مي راټولول.دغه وخت ما د نورو لیسو یا ښوونځیو د پاره  محلي ډرامي هم جوړولې چي تر ډیره ځایه ئې طبقاتی ارزښت درلودی.  د دولسم ټولګی تر فارغه کیدو وروسته مي بیا عسکري خدمت د کمکي خیبر په تاڼوکي په یوه کال عسکري تیره کړه او بیا د امریکائي شرکت کود کیمیاوی کي می دنده تر سره کړه. وروسته تر هغه مي بیا د هیواد ورځپاڼه، د اطلاعات او کلتور د کتابخانی مدیرت، د لرغون پيژندني د مجلې مرستیال او بیا د اکاډمۍ د نشراتو د ریاست مرستیال او بیا د علومو د اکاډمۍ د خارجه چارو د ریاست مرستیال او د علومو د اکاډمۍ د ړنګیدو سره سم چی دغه وخت د مجاهدینو د ډلي څخه د سیاف ولاسته اکاډمۍ ریاست رسیدلی وو، او زما د میز  څخه یې یوه کوچنۍ را ډیو، یو څو پاسپورټه او د یوه پياده(۳۰۰۰)افغانۍ پيسې هم وړي وې، البته د یادولو وړ ده چي نوموړي زموږ د شعبې پیاده دغه پيسې په کورکې نه کښيښودې، ویل یې: ممکن کورونه چورسي، خو دولتی ځایونه به خوندي وي. هغه خبره بل ډول وختل.
زمازده کړي: د دولسم ټولګی څخه د کندهار د البیروني لیسې فارغه سوم، د کانکور تر ازموینی وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی او بیا د همدغه پوهنځی د ماسټرۍ د څانګی څخه فارغه سوم، په دغه دوران کي مي په مختلفو رسنیو کښي مضمونونه خپاره سوي دي، خو(د فرهنګ مردم) په مجله کي مي په پرله پسې توګه مضمونه خپاره کیده، هغه وخت چی په کابل کښي وم، دوه کتابه می په هغه سختو شرایطو کي ولیکل – چی یو ئې (دکندهار فلکور) او بل یې (دافغانستان په درو جګړو کی رزمي ادبیات) کتابونه وه. چي دکابل په دولتي مطبعه کښي خپاره سوه. بیا هم د یادولو وړ ده چي هغه وخت چی د نورو سیمو په څیر د کابل مطبعه هم د راکیټونو تر برید لاندي راغله زما یو کتاب (دافغان انګلیس په درو جګړو کې رزمی ادبیات هم هلته د نور خلکو د کتابو په څیر دمنځه ولاړی)خو بیا مي په کویټه کي د سره خپور کی څه  وخت  چي افغانستان د مجاهدینو د خپلو منځي جنګونو په وسیله وران سؤ، زه هم د نورو افغانانو په څیر مهاجر سوم.او جنوبي پښتونخوا ته راغلم.او هلته می د احمدشاه بابا په نوم یو علمی مرکز پرانیستی، چي په درو برخو کې فعالیت کاوه.
لومړی: د ښوونی او رزونی برخه چی ۲۱معلمان او کارمندان یې درلودله ،د افغانستان د ظاهر شاه د وختو تعلیمی نصاب تر دولسمه ټولګۍ پوري، چی یوه لیسه وه او د عبدالحي حبیبي په نوم یې فعالیت کاوه. د دې بله برخه بیا د پښتو او فارسي د زده کړي کورسونه وه، بله برخه یې د انګلیسی د زده کړی کورسونه وه. او نوموړي مرکز یوه لویه کتابخانه هم د کتاب د مینوالو دپاره پرانیستې وه.
دوهم: د خپرونو برخه: په دې برخه کښي د ملي هنداری مجله وه چي (محمد جان باوري) یې مسؤل مدیر وو. او (محمد قاسم الفت) مرستیال وو. اونیزه خپروني ئې درلودلې.
دریم: دکوټي په ښار کي کنفرانسونه او غونډي جوړول وه، چي د هغه ځای د منورینو سره تعلقات یا اړیکی ټینګی سي. او د افغانستان په تاریخ او کلتور د هغه ځای پښتانه وپوهیږي، دا ځکه چي هغوی ته د افغانانو کړني اوکلتور نا اشنا وو. دغه وخت پاکستان طالبان افغانستان ته ور واستول او حالات نور هم کړکیچن سوه. په کوټه کښي د ترور په سبب حالات ډیر سره ترینګلي کړه، ډګر جنرال نظرمحمد خان په خپل دکان کښي ترورکړل سؤ.او هر ورځ د ترور خبري اوریدل کیده، زما دپاره نور دکار زمینه نه وه برابره.نو د هالینډ حکومت ته می پناه یووړل. دلته مې هم د هغه ټولنی تر نوم لاندي علمي او ټولنیز فعالیتونه راپیل کړه. او تر اوسه په کښي اخته یم.
په دغه جریان کښي مي پر ځینو مقالو او مضمونونو د شلو کتابونو په شاه وخوا کښي لیکلي دي. او نور هم غواړم چی خپلی لیکوالۍ ته ادامه ورکړم.

مسعود: تاسو د یو لیکوال او شاعر په توګه کوم احساس، مینې او لېوالتیا دې ته وهڅولئ چې د خپلې ټولنې لیکوال او شاعر شوئ. مهرباني وکړئ د خپلې شاعرۍ د انگېزې او پيلامې په اړه څه وواياست؟
بڅرکی: مسعودصاحب: شاعري بی له عشق او احساسه نه کیږي،خو زما شاعري زما د خیالاتو، شعور سم انعکاس دی. زما سیاسي، ادبي او ټولنیز ژوند او د زمانې ناخوالي  د دې سبب سوه، چي زه ولیکم او د شعر په ژبه او احساس خپل افکار ټولني ته وړاندي کړم.
زموږ ټولنه د (۵۰) کلونو په جریان کي د سخت بهران او ناخوالو سره مخامخ سوه، هغه ټولنه چي موږ ته ئې د ارامۍ او هوسایني نفس رابخښئ هغه زموږ هیواد وو، هیواد مو زموږ کور، مور او معشوقه وه. جدایي ئې داح، ږغونه زموږ د زړه څخه راوایستل،نو هغه څه مي لیکلي دي په نظم او نثرکي، چي زما څخه یې شاعر جوړکړی دی. نو په دې کښي شک نسته چي د هیواد څخه مهاجرت د یوه ښوونیز کس دپاره ډیره سخته ده، نو هغه متل دی چی وائي (د خوار د ایا ژړا ده - یا ښراده) نو زما دپاره دغه ژړا یا خندا په شعر او لیکنوکي دغه احساس دی. چي زه  یې ښه او بد شعر لیکلوته مجبوره کړم.

مسعود: تاسو شعر څنګه راپېژنئ او ارزوئ؟ او دا راته وویاست تاسو بهرني علمي نښیرونه (اثار) او په ځانګړي توګه د بهرنیو شاعرانو شعرونه لوستلي دي او که نه؟ که مو لوستلي دي، نو پر تاسې یې څه اغېز ښندلی دی.
بڅرکی: شعر چي جمعه یې شعرونه کیږي، یوه عربي کلمه ده چی معنا یې پوهه ده، خو په پښتو او فارسي ادبیاتو کي شعر منظم قافیه لرونکی نظم دی، ځینی وخت په متن کي عروض او قافیه نه وی ، خو اهنګ او ردیف لري هغه ته منظوم شعر وایي. منظوم شعرونه بېلابېلې برخي لري . زموږ د پښتو لنډۍ د قافیې تر اغیزي لاندی نه دي، خو د اهنګ برخه یې وچته ده. چی موږ ورته شعري اهنګ داره نظم ویلای سؤ. یا هم سپین شعر، نوی شعر ادبي ټوټه او داسي نور چی د ویونکي احساس راوپاروي . او د یوه مطلب معنا یا مفهوم په کښي ذکر سوی وي. هم دغسي په ټولو ژبو کښي شعرونه ویل کیږي. او شعر په ادبیاتو کښي خپل ځای لري. انسانانو د لیک تر پیدا کیدو مخکی هم هغه ږغونه بدرګه کوله چې یو اهنګ او ځانګړی مفهوم به یې درلودی. نو موږ ویلای سو چی شعر د وینا له مخکي د انساني ژوند همزولی دی. او تر متن او نثر څخه مخکی دی. ما مخکي د شعره سره مینه درلودله او ډیر شعرونه مي هم لوستل او د بهرنیو ادیبانو هغه نثرونه می هم لوستل چي تر شعر یا نظم څخه کم نه وه لکه: د ماکسیم ګورکی، داستانونه، د لیلا خالد فلسطینی داستانونه د جمیله الجزایری داستان او نور ډیر... خو د افغانستان په شاه وخوا کښي مي غنی خان ریالیستیک شعري نظمونه، د ګل پاچا الفت مي هم ادبي ټوټې او هم شعری ټولګی خوښیدلې، همدغسي د عبدالروف بینوا شعرونه،د خیام شعرونه د سنایي مثنوي شعرونه، د صالح محمد هوتک او داسي نور. د دغو کسانو شعرونه او د هغوی ادبي داستانونه د دې سبب سوه چي ما ودې نتیجې ته ورسوي، چي دغه مځکه د ټولو انسانو، حیواناتو او مرغانو ګډه یوه ځاله ده او ټوله باید پر دغه مځکه ژوند وکړي. او په ګډه دلته یو د ژوند واقعی محیط رادمنځته کړي، د جنګ بهانې باید د منځه ولاړی سي، ټوله قومونه، نژادونه او سیمیز ولسونه باید یو د بله سره په ټولنیزو ګټو او تاوانونو کي سره شریکان واوسیږي، د مالکیت بدنامه پروسه چي انسانان یې سره ویشلي دي، باید د توزیع عادلانه ویش د کار په مقابل کي رواج سي، د انسان ظلم پر انسان،د زورور ظلم پر کمزوری،د استعمارګرو هیوادونو وحشت پر ناتوانو هیوادونو د یوه واقعي انسان په زړه کښي د رحم او عاطفې احساس وروپاروي، چې زما پر احساس هم د دغو پوهانو د نثرونو او شعرونو احساس اغیزي کړی دي. او نن ځان دیوه مسؤل انسان په توګه پيژنم.
مسعود: ارواښاد استاد ګل پاچا الفت چې د پښتو ادب په ډګر کې یو پیاوړی لیکوال، تکړه ادب پوه، لوی او نامتو شاعر وو، د شعـر په تړاو په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي : (....شعـر له زړه نه الهام اخلي او له زړه سره کار لري ... عواطف او احساسات چې د شاعر له زړه نه رانقل شي، شعـر ترې جوړ شي او په زړونو اثر کوي... شعـر ته د عواطفو او احساساتو د ظهور او د تجلیاتو کوه طور ویلی شو.)، « ګل پاچا الفت،غوره نرثونه ۱۳۳۶، کال ۵۶، مخ»
د استاد ګل پاچا الفت د دغو خبرو پرلاسوند په شعر کې خیالونه، الهامونه، احساسات او عاطفي انځورونه څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: په دې کښی شک نسته چي ګل پاچا الفت د وخت یو نابغه شاعر او نثر لیکونکی دی د ده تر نظمونو، نثرونه لا ډیر د ارزښت وړ دي، خو نظم یې هم بې مثاله دی. هغه چي دغه تعریف د شعر کړی دی هغه پرخپل ځای د ارزښت وړ دی، خو ما چي په پورته پوښتنی کښي د شعر تعریف او بیان کړی دی، هغه د همدغه تعریف سره توپير نه لري یوازي په الفاظو کی به تیر او بیر توپیرونه موجود وي خو په معنا کښي هغه یو تعریف دی. چی شعر پوهه ده، احساس دی، د عاطفې ، میني څخه هیڅ شعر خالی نه وي، او په لنډو منظمو ویناو یا لیکنو کی خپل پيغام رسوي. الفت صاحب بیخي درست وایي.
مسعود: تاسو د شعر په هنر کې، د وزن، قافیه، ردیف، تشبیه، استعاره، کنایه او مجاز ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: شعر بیا هم د هغه څخه چی تر موږ یې معنا رارسیدلې ده، په لغات کې د پوهي او پوهولو د پاره استعمال سوې ده. دا نو که په نثر کي وي یا په وینا کي، یا هم په نظم کې، بیا هم شعر هغه پوهه ده چی د عادي متن سره د جوړښت په لحاظ توپير لري، خو شعر ته په پښتو کی (بدله) وایي. شعر خلکو ته د نظم په څیر پیغام رسوي. ځکه چي نظم بیا یو سیستماټیک عمل دی لکه په امیل کښي چی ملغلري پیې. خو په شعر کښي سوژه هم باید د فهمه ونه غورځول سي. دا چي ستاسو پوښتنه د شعر د ادبي فنونو په درشل کي ده، هره فني اصطلاح ځانته په شعر کي د ارزښت وړ ده. لکه:
قافیه: داهم یوه عربي کلمه ده چی د یوې لیکنی یا موضوع اخر ښوي. خو په اصطلاح کي بیا د بیت اخر را ښوي. دلته زما په دغه لاندي شعر کې (سي) کلمه قافیه واقع سوې ده، او هم دغسي (لاس ته) د قافیې په څنګ کي ردیف واقع سوی دی. ځکه چی د قافې شا ته راغلی دی. او تسلسل لري، چی دغه دواړه په یوه نظم کښی د ارزښت وړ دي. او هم دغسي وزن هم د یوه منظم شعر د پاره د ارزښت وړ دی، ځکه وزن  په شعر کښي یو ځانګړی احساس دی. چي د شعر توازن اندازه ښوي، یعنی که شعر دیکتی سي باید سیلابونه یې هم برابر راسي.
تشبېه: دا هم عربي کلمه ده چی معنا یې د یوه شي د بل شي سره برابرولو ته وایي. او دا هم د شاعر یو لوی هنر ګڼل کیږي.او ماته هم ډیر مهم دی. استعارې راوړل په شعر کي د شاعر هنری لیاقت ښوي.
استعاره: که څه هم په اصلی معنا کي بل ډول ده، خو په بدیع علم کي بیا د حقیقی معنا څخه بل ډول یعنی بل ډول ویل: د بیلګې په توګه 
دا زما د قتل لاس دی نه پوهیږم – که تر باغ وتلی ګل دی د سرو ګلو
همدغسی د شعری فنون ډیري لغاتونه سته چي په شعر کي د ارزښت وړ دي. لکه تجنس، ترصیح ، سجع او نور...
سیاست چي د نا اهلو لاسته ورسي
حکومتونه د قاتلو لاسته ورسي
سیاست چی سي بیعقل لیونی سي
عقل ولاسی تاریکو ته بدګړی سي
 مسعود: تاسې په شعر کې توري، کلمات، ترکیبونه او جملې، هم آهنګي، توازن، انځورونه، تخیل، احساس، آهنګ، اندېښنه، عاطفه او بیان څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: شعري موضوع پر دو برخو ویشم.
لومړی د شعر سوژه ده: او دوهمه برخه یې ادبي فنون دي.
په شعر کښي تر هر څه مخکی باید موضوع په نظر کي ونیول سي، باید موضوع په زړه پورې وي، د شاعر د ذهن محصول وي، د شاعر ارمانونه په کښی نغښتی وي او ویونکو ته یو الهام ور ورسوي، نو دا که شعر عشقي برخه ولري، افسانوي او تاریخي برخه ولري او یا هم نوري برخې ولري، خو باید موضوع په کښي روښانه وي، څو د خلکو د احساس د را پارولو او ټولنی یا فرد ته یو څه ورکړي. که په یوه شعر کې موضوع په زړه پوري نه وي د ټولني د واقیعتونو څخه څه منعکس نه کړای سي، هغه که هر څومره موزون کلام هم وي. خوخوند بې نه وي. او ویونکی یا اوریدونکی به ونه لري.
دوهم : شعر د ادبي فنونو له مخي؛ ادبي فنون په شعر کي د لوی ارزښت لرونکي دي. معنا دا چي شعر باید یو اهنګ او موسیقي د ځانه سره ولري. دا نو که سپین شعر وي یا موقفه شعر وي. باید د عادي متن سره توپير ولري. دغه شعري ارزښتونه چی تاسو ټوله یاد کړل دا د شعر او نظم اجزاء وې دي. بیله دې څخه منظوم شعر نه سي جوړیدای. او یا احساس وه ویونکی ته نه سي ورکولای. نو ځکه  زه وایم چي په شعر کي باید هم اهنګ وي او هم عاطفه او نور شعري اجزاوي ولري.
مسعود: کاظم شیدا په خپل یو شعر کې وایي:
مضمون د شعر لکه پیکر وي
رنګین الفاظ یې رخت او زیور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څیزه
پیکرکه هر څومره دلربا تر وي
تاسې د جولې (فورم)، منځپانګې او پیغام له پلوه په ښه شعر کې ښکلا، مینه او محبت څنګه ارزوئ؟
بڅرکی: محترم انجنیر صاحب! کاظم شیدا یو نازک خیاله شاعر وو، هغه د حمیدبابا د سبک پیروي کړیده، د هغه په شعرونو کښي کنایې، استعارې او نازک خیالی خورا ډیره څرګنده ده. د کاظم شیدا شعرونه عاشقانه نه دي او خورا د پاملرنی وړ استعارې په کښي لري چی ویونکي ته یې خوندورکوي. لکه چي وایي:
ستا چشمان چی په ادا سره بالا شي
تور بڼو دی ګویا غشی په هوا شي
ستا د خط سبزه، حلقه د تورو سترګو
لکه شین طوطي په لومه مبتلا شي
دغه استعارې د کاظم خان شیدا یو له ډیرو ابتکارونو څخه ده. او له همدغه سببه د ده سبک د هر چا خوښیږي. او هغه ټوله څه په کښې راغلي دي کوم چی تا په پوښتنه کي یادونه کړې ده.
مسعود: ستاسې په اند د یو لیکوال او شاعر ښکلایز او بې ساري انځورونه، مسته مینه، عاطفي تصویرونه، منطقي اندیز او تفکر، ژوره اندېښنه او عقلاني خوځون د زوریدلو انسانانو او هیوادوالو په راویښولو او راپارولو کې، د یو سمسور او نیکمرغه افغانستان په جوړولو او د اوږدو رنځونو او کړاوونو په ختمولو کې څه اغیز ښیندلای شي؟
بڅرکی: د قلم څوکه د توري ترڅو کې هم تیزه ده او هم مؤثره ده، هنر او ادب هغه څه دي چی د ټولنی د جوړښت په ډیرو برخو کې پراخ ډګر لري، زموږ د افغانانو ادبي تاریخ د حماسو دی، که تاسو زما هغه کتاب ته مراجعه وکی (د افغان انګلیس په درو جنګو کې رزمي ادبیات) نو تاسو ته به په ښه توګه درمعلومه سي، چی شعر او ادب د جنګ په میدان کښي د افغانانو تر سپر او توري لا د ارزښت وړ دی، تاسو وګورۍ چي د میوند خونړی جنګ د سردار محمد ایوب خان په قهرمانۍ او د میرمن ملالي په ادبي خوځښت د میوند زخمیان راپورته کړه، ښځي او نارینه یې سره یو موټي کړه او د یوې ورځي په تیریدو سره ئې د فرنګي لوی لښکر د ډیرو مډرن سلاحو سره ماتي ته مجبوره کړه  او سیمه یې وروسته ترغزني پوري آزاده کړه. د انګریزانو د ماتی څخه وروسته د ایوب خان او غازیانو لاسته ورغله نو ځکه ویلای سم چي پښتو حماسي ادبیات د تاریخ په جوړولو کی خورا ډیر ارزښت لري. په همدغه دلیل ما خپل دغه حماسي ادبیاتو ته ډیر ارزښت ورکړی او د ماسترۍ د دفاع تیزس می هم په دغه برخه یا پورته ذکر سوي کتاب کښي دفاع او ولیکی.
 مسعود: ستاسې په اند شاعر د یوه اندیز، متفکر او ښه انځورګر په توګه په خپلو شعرونو کې باید کومو بنسټیزو ځانګړتیاوو ته پاملرنه وکړي؟
بڅرکی: ګران انجنیر مسعود صاحب!
  تر هر څه تر مخه باید ووایم چي هنر د ټولني هنداره ده: د یوې ټولني مخ د هغه په هنر کي معلومیږي. یا هنر د ټولنی انعکاس دی، نو زما له انده یو هنرمند، که شاعر وي یا انځور کښونکی یا هم مجسمه جوړونکی، سندرغاړی او نور د هنر او ادب د برخي استاذان دغه بیله د ټولني د عینی شرایطو څخه هنر او ادب نه سي خپرولای. د هغوی د هنرونو او ابتکاراتو پر بنسټ د ټولني تاریخ هم ژوندی پاته کیدای سي. دا نو هم په کلاسیک هنر او ادب کی څرګندیدالای سي، هم  په رومانتیک هنر او ادب کې او هم په ریالیستیک هنر کي نو ځکه یو شاعر باید تر ټولو د مخه د ټولنی د ښو او بدو خوا څخه با خبره وي. او یو معین فکر وپالي او پر یوه معینه ایډیالوژي باندي د ټولنی د پرمختګ لاره روښانه کړي، ځینی داسی شاعران هم سته چي خپله یوه معینه کړنلاره نه لري، خو د وخت سره شعر وایي او د واکدارانو د خوشحاله کولو په خاطر ښه او بد الفاظ سره یوځای کوي. او منظوم یا غیري منظوم شعر جوړوي. زموږ په ټولنه کي ما ولیدل چی ځینی شاعران د وخت د اوښتنی سره خپل مؤقف شعر او هنر ته هم تغیر ورکوي. معنا دا چي د نن خبره سبا نه کوی او د سبا خبره بل سبا نه کوي. نو که شاعر یوه ستراتیژي ځانته انتخاب کړي چې هغه تل د ذهنونو سره برابره او هر وخت د انسانی غوښتونو کړنلاره وي. د بیلګې  په  توګه: آزادي، د غریب او مظلوم انسان دفاع، د پرمختګ لاره څارل او داسی نور عامه ځانګړني که د خپل و مؤقف کرار وګرځوي. نو د شاعر به ښه مؤقف وي. که موږ ښه شاعران وګورو چی شعرونه یې په هر وخت کي نوی او د ویلو وي، خلک یې خوښوي. چی په اصطلاح کي بیکر ادب او هنر ورته ویل کیږي. د هغوی شعرونه او سوژې زما هم خوښیږي او ملاتړ یې کوم. ځینو شاعرانو زموږ د هیواد په بیلا، بیلو وختونو او رژیمونو کې، که د ظاهرخان وخت وو، که د محمد داود وخت وو، که د خلقیانو وخت وو، که مجاهدین وه یا هم اوسنی طالبان دي، د هغو د واک په وخت کې ستایني او شعرونه ورته ویلی دي، خو چیری چي بیا د هغوی رژیمونه سقوط کړی دی بیا نورو رژیمونو ته یې ښه نظمونه جوړکړي دي. د شاعر دغه اپرچونیست عمل ښه نه بولم 
مسعود: هر شاعراو لیکوال د خپلو لیکنو او شعرونو لپاره ځانګړی سبک لري. تاسې په شعر او شاعرۍ کې ځانته خپل سبک لرئ او که د کوم بل سبک پلوي یاست؟
بڅرکی: ښاغلی مسعود صاحب!
هو! هر شاعر باید خپل سبک ولري. خو د عامو وصولو څخه نه سي وتلای، ځکه عام وصول د شعر فن او علم دی.که موږ وګورو الفت یو نامي شاعر دی او خپل سبک یې ساتلی دی. او د ټولنی د پرمختګ لاره یې په ریالیزم کښي څارلې ده، خو همدغسي بیا خان غني خان هم یو مبتکر او نامی شاعر دی، هغه بیا خپله لاره د تکامل او پرمختګ دپاره په یوه جلا سبک کي د ماتریالیزم او ایډیالیزم په متضادو فلسفو کي خلکو ته د تکامل او پرمختګ شعرونه ویلې دي چي تر ډیره ځایه پر واقیعتونو باندی په ظریفو الفاظو کښي داسي ولاړ دي، چی د تند روۍ پر ضد یې مبارزه روښانه ده، هغه الفاظ یې استعمال کړي دي چی تر ډیره ځایه ولسی او د فهم وړ دي. همدغسی په کلاسیکو ادبیاتو کښي هم د خوشحال خان شعرونه او د رحمان بابا شعرونه د سبک له مخی سره مخالف دي خو په دواړو کښی د هیواد پالني انځورونه  روښانه دي. همدغسی کاظم خان شیدا، پیر محمد کاکړ او نور... که زما د شعر خبره سي خو ما هم په یوه ځانګړي سبک شعرونه ویلی دي، خو د شعرو مؤخه می د افغانستان ولسونو ته د پرمختګ او تکامل لاره روښانه کړې ده او ډیر شعرونه مي زما د وخت د ستونزو او د هیواده څه دلیری والي په هجران کی د ستونزو انځور دی. د بیلګې په توګه: 
د ګلونو په باغچو کي مې اشنا ګل پیدا نه سؤ
ځکه ګرځم په باغو کي یار می پیدا نه سؤ
هغه څه راته عطا دي په دې بڼ کې
خو بلبل ته خپله نا اشنا یم په مقر کې
بې وطنه که هر څوک ښاد او سمسور وي
د پردو وطن څوک نه اخلي خپل تن کې
نو راځئ چی هغه خپل باغ ته ور کوچ سو
هم قبول کړو یو اوبل په خپل بغل کې
زه په خپل شعر کي کوښښ کوم چي موضوع ته ډیر ارزښت ورکړم چی هغه په ډیرو شعرونو کي په اوسني وخت کښي زموږ د افغانانو او یا هم نړیوالو غوښتنی او ستونزي دي، د یوه معلومداره شاعر شاعری مي نه ده تقلید کړې. او کوښښ می کړی دی چی موضوع راټینګه کړم په ځینو شعرونو کي مي تر قافې لا هم تیرسوی یم او د یوه اهنګ په وسیله می موضوع تعقیب کړې ده. مننه
مسعود: تاسې د لویدیزو هنري او ادبي ښوونځیو لکه: کلاسیسیسم، رومانتیسم، ریالیسم، سیمبولیزم او سوریالیزم، علمي، ادبي او فلسفي اندونه او افکار، باورونه او د ارزښتونو اغیز پر ختیز ادب او په ځانګړي توګه زموږ د بیلابیلو لیکوالو پر نښیرونو (اثارو) او په تېره بیا د شاعرانو پر شعرونو څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: ګران مسعود صاحب!
کلاسیزم ـ رومانتیزم – ریالیزم: دغه درې مکتبونه طبقاتي اړخونه لري.او د ټولني د اقتصادی، ټولنیزو شرایط سره تغیر او پرمختګ کوي، یعنی هر مکتب یې د یوه ځانګړي ټولنیز، وټیز تاریخي پړاو محصول دی، کله چي طبقاتي ټولنه جوړه سوه او د مریتوب یوه ځانګړې تاریخی مرحله چي د بادارانو او غلامانو د دو طبقو څخه جوړه سوې وه، د دغه وخت کلاسیک ادبیات پر ټولنه د حاکمي طبقې په ګټه استعمالیدل، دغه وخت واکدارانو هر څه د ځان دپاره خوښول نو په دغه فارمیسون کي شاعرانو او هنرمندانو نور څه نه سوای خپروالای، ځکه د ځان اختیار یې نه درلودی. بیله د خدایانو او واکدارانو صفتونه، مرثیه ګاني ستایني او نور د کلاسیزم د دورې بیلګي. د کلاسیزم دوره یو څه اوږده دوره وه چي په فیوډالی ټولنیز فرماسیون کښي هم د فیوډالانو په خدمت کی وه، خو څه وخت چی د تولیدي قواو د پرمختګ سره سرمایداري ټولنه رامنځته سوه  نو ادب او هنر هم ازادي پیدا کړه او د رومانتیزم پړاو رامنځته سو، په دغه ټولنیز فرماسیون کښي هنرمندانو، ادیبانو او د وخت لیکوالانو خپل ځانونه  د کلاسیزم څخه خلاص کړه او رومان لیکلو پړاو ته ورواوښتل، چی دغه د نوې سرمایدارۍ ځانګړنه وه، او سرمایداري ټولنه چي په ۱۶۵۰م کښي په ابتدايي توګه لومړی په هالیند کې را منخته سوه او بیا یې د فلیپ قدرت ور کم کړی او پارلمان یې د خلکو د رایو دپاره او د حکومت د جوړلو ښه لاره وبلل، نو یې سرمایداري اړیکې هم په چټکۍ سره په اروپا کښي رامنځته کړي، چی د هغه څخه وروسته په فرانسه کښي هم په ۱۸۴۸م کال کښي وروسته د فرانسې د انقلاب څخه وروسته سرمایداری  ټولني  په چټکۍ سره مخ  پر وړاندی ولاړلې او د خلکو استازي په پارلمان کښي د رایو په وسیله وټاکل سوه. او یو فکري غورځنګ دغه وخت په ادبیاتو کښي هم راپيدا سؤ.او رومانتیزم د یوه فکري غورځنګ په څیر د کلاسیکو ادبیاتو ملا ورماته کړه، د روماتیزم غورځنګ چي اغازه یې په ۱۸پیړی کي په فرانسه کښي را منځته سؤ تر ۱۸۵۰م پوری خپل اوج ته ورسیدی، د دغه مکتب بنسټ چي د یوه پرمختللی اقتصادي او ټولنیزي ټولني (سرمایداري ټولني) زیږنده  وو، بنسټ یې پر آزاد فکر،د طبعیت د ښکلا ستاینه او همدغسي دغه مکتب پر صنعتي پرمختګ باندي هم اغیزي وښندلې. او د۱۸۳۰م کال انقلاب هم د رومانتیکو افکارو څخه رامنځته سوو. د رومانتیزم بنسټ په فرانسه کښي را منځته سؤ. خو ختم یې بیا په انګلیستان، المان اوروسیه کښي پایته ورسیدی. چی ددغه مکتب مشر همدغسي ژان ژاک روسو او هوګو او نور لیکولان وه.
دوی دغه آزادی ترلاسه کړه چي د طبیعت ښکلا، د عشق او محبت داستانونه، او د مظلمو انسانانو د ژوند ځینی برخی او د طبیعت په ټولو برخو کښې لیکني وکړې، چی د نړۍ د خلک افکار یې د کلاسیزم د خوب څخه راویښ کړه. خو د دوی د ادبیاتو مؤخه هنر د هنر دپاره مفکوره بیا ریالیستیکو لیکوالانو داسي ورماته کړه: چی (هنر او ادب د ټولنیز ژوند په خاطر). همدغسي د ادبیاتو بله برخه چي د اوسنی وخت ادبیات هم دي د نړۍ د انقلابونو او د تولیدی قوتونو د پرمختګ سره د سرمایداري ټولنی د زوال د پړاو سره سم د نوی بې طبقو ټولنی د پرمختګ پر بنسټ د سوسیالیستي انقلابونو د رامنځته کیدو پربنسټ په ادبیاتو کښي نور پرمختګونه هم وسول، د رومانتیکو ادبیاتو په څنګ کښي ریالیزم هم پرمختګ وکړ، چي لومړی ساده ریالیزم: په ساده توګه ریالیزم په «المان ،فرانسه او انګلستان» کي را منخته سؤ. همدغسي که د ریالیزم تکاملی پړاونه په نظر کښي ونیسو نو ریالیزم هم د خپل پرمختګ له مخي پر درو برخو څرګند سوی دی.لومړی: ساده ریالیزم: چي د ټولنیزو شرایطو سره سم یوازي هغه افکار خپروي کوم چی په ټولنه او طبیعت کي شتون ولري. او بیله دې څخه چی خپل د ذهن او تمایلاتو احساسات په کښي شامل کړي. دغه وخت د ریالیزم په برکت (هنر دهنر له پاره) مفکوره تر سخت انتقاد لاندی راغله، دغه مفکوره پوچه وختله، یعني په مقابل کښي (هنر د ټولنیز عینی ژوند له پاره) مفکوره را منځته سوه.
دوهم : انتقادی ریالیزم: هغه ریالیزم چي په  ټولنه کښي د ټولني ټولو ناخوالو ته په ګوته نیولو او د هغه په څرګندولو کښي خپل ادبي ژانر یا اثار لیکی او د ټولنې واقیعتونه بیانوي، د بېلګې په توګه نن هم که موږ وګورو په ځینو رسنیو کښي ناخوالي په سمه توګه بیانیږي، هغه واقیعتونه چي په ټولنه کښي دي هغه بیانیږي، خو د هغه د اصلاح او د حل د لارې دپاره لاره نه ښوي نو دا یو ریالیستک ټولنیز بیان، مقاله او کتاب کیدای سي خو د لاری د حل کوم عینی خیال او فکر په پراکتیک کي نه ښوي. (یوازي واقیعتونه ښوي.او هغه انتقاد کوی هم) نو ځکه دغه ریالیزم بیا هم کفایت نه کوي. ځکه چي مسئله نه سی حلولای. نو بیا هم د سوسیالیستي ټولنو د را منځته کیدو سره سم چی طبقاتی بیره او د حاکمو طبقو واک یې د منځه وړی دی. برسیره پردې چي واقیعتونه په ساده توګه توضیح سي او ټولنه  د ستونزو څخه باخبره کړي، نو د حل بله لاره یې هم د سوسیالیستی لیکوالانو د خوا څخه مطرحه سوه چي دغه د لومړی سوسیالیستي ټولنی په ادبیاتو کښي دغه د لمر د څرک په شان راڅرګند سؤ.
دریم: اجتماعي یا سوسیالیستي ریالیزم: دغه د خپل وخت یو ټولنیز پر مختللی ریالیستیک نظر دی، چی د واقیعاتو او طبقاتي ستم د څرګندولو او ناخوالو په وړاندي کولو برسیره د حل وړ لاره هم درته ښوي.چي  د دغه ټولنیز یاد اجتماعي ریالیزم مؤسیس ماکسیم ګورکي د ریالیزم خصوصیت ته لنډه اشاره کوي او وایي: ((ټولنیزریالیزم څه شی دی؟ په لنډه توګه باید وویل شي چې د ژوند د واقعیت عیني انځور دی، داسې انځور چې د ژوند د پېښو له هرج و مرجه د خورا عمده او انساني اړیکو څخه اخستل شوی او يا د ټولنیزو شرایطو پر بنسټ د انتقاد په څنګ کي د حل لاره هم وښوي.)) د دې مکتب بنسټ ایښونکی ماکسیم ګورکی دی. چی د (مور په اثر کې) د طبقاتي مبارزی او طبقاتي ناخوالو د حل پرلاره هم د یوه سیاسي کارګري ګوند موجودیت او په ځانګړو شرایطو کې د(حوزې) او محلي شوراګانو په منځ کښي د سازمان او ګوند سیاسي فعالیتونه وه. چي د ناخوالو د منځه وړلو د حل لاره هم په کي روښانه سوې ده.                   
  خو بیا د ریالیزم بنسټ ایښونکی په روسیه کښي چی د قدر وړ اثار یې رامنځته کړه. ګوګول، تولستوی، چیخوف، تورګنیف، ګونچارف او دستایوفسکي وه. پاته سو دغه ادبي او سیاسي اصطلاحات لکه سمبولیزم او سوریالیزم.
سوریالیزم یو مکتب کیدای سي چي په ۱۹۹۲م کښی په  فرانسه کې را منځته سو، په ادبیاتو کي د انتقاد کولو یو ښه کړنه ورته وایو. همدغي سمبولیزم هم د ادبیاتو یوه برخه کیدای سي، چي د پيچلو سمبولونو څخه ګټه په کښي اخیستل کيږي او د ریالیزم او رومانتیزم له اغیزو څخه بهر نه ده چی ډیر وخت په سمبولیک ډول په نقاشۍ او مجسمه سازی کښی استعمالیږي. زه هم د یوه لیکوال په توګه د سبمولنو څخه ګټه اخلم. او لکه تاسو چی د پوښتنی په اخر کی وویل: د اروپایي ادبیاتو اغیزي نه یوازي زموږ پر ټولنه باندی جوتي دي، بلکی د نړۍ ټوله هیوادونه یو د بل د اثارو تر اغیزی لاندي را تلای سي. مننه
مسعود: یو شمیر شاعران په خپلو شعرونو کې د سیده، بربنډو او لوڅو خبرو، پیغامونو او موخو پر ځای د سیمبول او تمثیل ژبه پکاروي. ستاسې په اند سیمبولونه په شعر کې د یو شاعر د ذهني او رواني اکربکر(حال احوال) تمثیل دی او که په یوه ټولنه کې د شرایطو او اکربکر څخه په طبیعي بڼه جوړیږي؟
بڅرکی: دا روښانه خبره ده چي زموږ ادبي بهیر لا تر اوسه په ټولنیزو فرماسینونو کې شاته پاته ده او هنر او ادب مو هم د ټولنیزو شرایطو پر بنسټ د ځنځیر په کړیو سره تړلی دی. زموږ په ادبیاتو کي تر ډیره ځایه  د واکدارانو، مذهبي شعرونو او د کلاسیک ادب وروسته پاته والی په کښي څرګند دی، نو هغه سمبولیک کلمات یا خبري شاعر او یا حماسه  لیکونکی، رومان او داستان لیکونکی نه سي ویلای؛ ځکه د ټولني تر عامه ذهن د باندي الفاظ د شاعر په مقابل کښي یو سخت کار دی، شاعر او ادیب مجبوره  دی چي مروج کلمات په داستان، رومان او شعرونو کښي ولیکي، تر څو د ټولني د انتقادونو سره مخامخ نه شي، ولي یوه اندازه ادیبان او لیکوالان په خپلو ادبي ژانرونو کي د نورو  ژبو الفاظ څرګندوي په داسي حال کښي چی خپل الفاظ هم ورته لري، د بېلګې په توګه و خوټوته (خسنتین) استعمالول د ویونکي پر ذهن بد نه لګیږي، خو که یې په خپله ژبه وویل نو د سخت نفرت او محکمې سره مخامخ کیږي. په دې باب په غربي نړۍ کښي لڅ شعرونه خورا ډیر دي، خلک یې وایی اومفهوم ځیني اخلي او ممانعت او حساسیت نه ورسره ښکاره کوي، په ډیره کښي بیا په روسیه کښي د لڅو شعرونو بېلګې ډیري لیدل کیږي، چی د تناسلي الاتو نومونه په کښي سته.
زموږ د افغانستان په لیکوالانو کښي ډیر لږ کسان سته چي په شعرونو کي لڅ الفاظ یادوي او هغوی منطق لري چي وایي: (وختي چي زه نوم ورته لرم نو په نورو ژبو ولی دغه لغاتونه یاد کړم.) د دې دپاره زه د کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالي صاحب د یوه شعري ټولګی یادونه کوم او د یوه بیت یوه برخه یې ستاسو سره شریکوم.
شلنډه ملنډه را غله مخامخ یې راته وکتل
زه پر تا مین سوم چی ما و تاته وکتل
ما په نرمي و دې ته داسي وویل:
نه دی د ولاړو سر بیخی په ځړیدلی دی
روک به درته وایم چی حاجي بابا لویدلی دی
زړه لا هر څه غواړي، خو د خوټو تاو ختلی دی
روک به درته وایم چي حاجي بابا لویدلی دی
پورته شعر د ښاغلي کاندیدي اکاډمیسن محمد انور نومیالي دی، چي د شعري ټولګی نوم ئې تخنوني دي، هم دغسي نور لڅ شعرونه هم لري، چی تاسي ئې ټولګه د فیسبوک د تنخنونو په سیت کي کتلای سی، په نړۍ کښي دغسي شعرونه چي یوه معنا هم ولري ډیر سته.
خو زموږ په ادبیاتو کښي ځای نه لري، زموږ ټولنه لا تر اوسه په هغه فیوډلي شرایطو کي ده.
خو د لڅو الفاظو پر ځای استعارې رواج لري لکه : د شمس الدین کاکړ په دیوان کي چی ځیني الفاظ ځای سوي دي: او د زیشت او زیبا په فورم کی ویل سوي دی. دا سپین بشر چي ستا دی – ته د لاندي زه سر بیره سرچاودلی لکړا زما دی ته د لاندي زه سر بیره
دغه فن او هنر هر څوک کولای هم نه سي. مننه
مسعود: تاسې په خپله شاعرۍ کې زیاتره د سپین یا نوي او آزاد شعر پلوی یاست او که د غزل؟ ښه به وي که د دغو شعري ډولونو په اړه  په  لنډه توګه مالومات راکړئ؟
بڅرکی: غزل خو یو عروضي شعر دی او د هر چاه خوښیږي زموږ په شاعری کي د غزل نمونې ډیري دي، دا یو عربي مصدر دی، چی په لغات کي د ښځو سره خبري کول دي، نو ځکه رومانتیک اړخ  لري. بیا د ادب په اصطلاح هغه شعر دی چي د میني پر بنسټ د نارینه او ښځي ترمنځ مینه په ادبي شعر کي څرګنده وي، چي د بیتونو اندازه یې د (۷ څخه تر۱۵ یا ۱۶) راځي. لکه:
پرسپین مخ یې توري سترګي ښه ښکاریږي
پر باړخو یې رنګ د ګل را معلومیږي
سور انګار یې تر ایرو لاندي تجلا کړي
 که  نقاب ځیني کړې ایسته نو بڅرکي پاشل کیږي
همدغسي سپین شعرهم خوندور دی، چي زما په  شعري مجموعو کې بېلګې  سته، خو د سپین شعرخوند په دې کې دی چې د قافې تر قید لاندي نه  را ځي. زه د دواړ شعرونو طرفداره یم او لیکم  یې: مننه
مسعود: پښتو غزل هغه ځېل (ژانر) دی، چې له عشق او جذباتو سره تړاو لري. تاسو د پښتو غزل اصالت او سنتي ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟
بڅرکی: محترم مسعود صاحب! غزل یوه عربی کلمه ده ،چی د نارینه او ښځي د میني او محبت سره سروکار لري.غزل بیله عشقه هغه د غزلي تعریف نه احتوا کوي. د بیلګې په توګه : زما دوهمه شعري ټولګه زما دغه غزله: 
ما چي امید ستا د دیدارکړی دی – بې حده ډیر مې انتظارکړی دی
ما چي د مینې په کعبه کي تاته ځای درکړی – تا مي ارام ژوندون ته نا ارام ورکړی
خلک د حورو په امید کې جنتونه غواړي – ما د وصال و تاریکو ته داسي خیال کړی دی
همدغه غزل د ګړندي فکرونو په شعري ټولګه کی په ۶۹ مخ کی نور هم کتلای سې
غزل په افغانستان کي خورا اوږ تاریخ لري که د حمزه له غزل څخه تیر سو د احمدشاه بابا دیوان هم په غزل ښکلی دی. مننه
مسعود: ایا په اوسني اکربکر (حال احوال) کې د پښتو غزل د نورو ژبو له غزل سره سیالي کولی شي او که نه؟
بڅرکی: هر ملت د ځان دپاره ځانګړي فرهنګي ارزښتونه لري، نو د دغه فرهنګي ارزښتونو د ساتلو دپاره هنر او ادب مهم  ټکی دی. زموږ د افغانستان غزل جوړونکي، زموږ د فرهنګ ښه ممثلان دي، موږ ته د هغوی با ارزښته ښاغلي چی د هیواد فرهنګی شته مني یې په هنر او ادب کښي ساتلې او تمثیل کړې ده. موږ ډیر ښه خوند او فن ځینی اخیستلای سؤ. خو په عربو، ایرانیانو او نورو هیوادونو کي هم دغه دلایل صدق کولای سي.
مسعود: شعر او موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. تاسې په دې اړه څه لید لرئ، او دا راته وویاست، چې ستاسې شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلې دي؟
بڅرکی: شعر که په هر فورم کښي وي هغه احساس راپاروي، خو که شعر بیا د مؤسیقي سره جوړه سي، نو داسي خوند ځیني اخیستل کیږي، لکه مینه چي د پيغلي او ځوان سره هم غاړي سي. نو به یې خوند څو چنده سي، یا لکه: مالګه چي د خوړو سره یو ځای سي. او نور...پاته سوه زما د شعرو هنرمندان ما تر اوسه کوم هنرمند ته ما شعر نه دی ورکړی. خو یوخت مي (نجیب حق پرست) ته په یوه واده کښي یو شعر ورکړی او هغه په ډیر خوند بیله دې چي شعر کمپوز کړی یا کار پر وکړي هغه په ډیر ښکلي ږغ  نوموړی غزل وویل. بس
مسعود: ستاسې پر اند طنزی شعرونه څه ډول شعرونه دي او د لومړي ځل لپاره کومو شاعرانو په دې برخه کې کارنده ونډه اخیستې ده که د بیلګې په توګه د دغو شاعرانو شعرونه راته په ګوته کړئ؟
بڅرکی: د طنز په باب ډیر ښکلي شاعران سته او پخوا هم د طنز په ژبه شعرونه ویل کیده، د بیلګې په توګه: د شمس الدین کاکړ، د حنان بارکزی په شعرونو کي، د جمعه بارزي په شعرونو کی هم  طنزیه شعرونه سته خو په اوس کښي ښاغلی ډاکټر عبدالواحد نظري طنزونه ډیر شهرت لري. خو زما د طنزیه بیلګه هم دغه ده.
طنز یوه ادبي لیکنه.
څه وخت چي کوچنی وم. د کندهار د لرګو په ګنج کې پلار د نجارۍ د کسب د زده کولو په خاطر پر یوه نجار شاګرد کړی وم. د نجارۍ زده کړه مې ډیره ښه پرمخ تلله. حتا تر هغه اندازې چي ځانته د کاغذ باد څرخه هم جوړ ولاسوه. خو! د بده مرغه د کار په جریان کې مې دغه بټه ګوته په تیشه ووهله: د پيښي سره سم سختی ویني راپیل سوې. استاذ مي چی ولیدلم، نو سمدلاسه ئې د خپل ډاکترۍ د تجریبې څخه د د کان د لرګو براده پرکښيښودل.او د خپلی پزي په دستمال ئې ټینګه ګوته راوتړل او تسلیت ئې راکړ، چی زما د تجریبې څخه د لرګو براده ډیره ښه دوا ده.
استا‌ذ! زه د نن ورځي دپاره رخصت کړم، زه هم د کاره څخه د رخصت په اوریدلو داسی خوشحاله سوم چی د ګوتی درد می هیرکړ. د لرګو د ګنج څخه رارهي سوم، د برو دروازی پوري را ورسیدم، دلته یو دوست ولیدلم، هغه سمدلاسه د ګوتی پوښتنه راڅخه وکړه، خو! ما هم دغه  تیر جریان ورته وویلی؛ هغه د افسوس په څنګ کې د خپلی ډاکټرۍ یوه نسخه را کړه. اووې ویل: که ته خاور پر واچوي دغه زخم سمدلاسه جوړیږی. او دغه ډیره ښه دوا ده. خو ما هم د ده نسخه واوریدل .... د همدغه ملګری څه تر رخصتیدو وروسته و یو څو قدمه چی ولاړم د حضرت جي په سیمه کی د یوه بل دوست سره مخامخ سوم. هغه هم افسوس وکی چې دغه ګوته دی څه په کړی دي؛ خو! ما بیا ټوله داستان دته هم وویلی، هغه د افسوس په څنګ کی د خپلو تجریبو څخه سمدلاسه نسخه را کړه. او وې ویل : که پر دغه پرهار یا ټپ باندی اوړه کښیږدې دغه به ئې ځای پر ځای جوړه کي! ما هم د ده نسخه واوریدل، د ځانه سره می یاداښت کړه. خو څه وخت چی می د ده څخه رخصت واخیستی د کور پر لوری رارهي سوم. د وړیو د فابریکې څخه را تیر سوم، د اڅکزو کوڅې ته راورسیدم چی زما یو بل د خپل وخت همزولی را باندی پيښ سو. او په تعجب راوګرځیده؛ سمدلاسه ئې د ګوتی پوښتنه راڅخه وکړه؟ ما هم د ته ټوله جریان وویلی...هغه هم د افسوس به څنګ کی خپله نسخه دغسي را ته بیان کړه، کله چی کورته ولاړ سې نو سمدلاسه د پیازو یوه ټوټه پر دغه ګوته کښيږده... ټک او پتری به دی ګوته جوړه سي. د ده نسخه می هم یاداښت کړه، نو بیا هم د ده څخه رارخصت سوم؛ څو قدمه چې نور ولاړم، بیا هم  کورته را نژدې سوم. د یوه محالی د کان خواته راغلم. پر دکان د ناستو خلکو ماته فکر سو، کله چی زه ورنژدې سوم ،د ناستو خلکو څخه یوه مشر را ږغ کړه ... هلکه دلته راسه، زه هم وروګرځیدم ... سمدلاسه ئې د زخمي ګوتي پوښتنه را څخه وکړه ؟. خو! ما هم نوموړي مشر سړي ته ټوله کیسه وکړه، هغه هم دستي ماته د خپلو تجریبو نسخه راکړه او وئې ویل: ځه کور ته ولاړ سه او سمدلاسه دغه براده ایسته که، د خولې نصوار پر کښيږده، سمدلاسه به ئې ووینې چی ټک اوپتری جوړسی... ماهم د ده نسخه د نورو د نسخو سره یاداښت کړه. او کورته راورسیدم.
هغه وخت چی کورته راورسیدم، پلار مې ولیدم او سمدلاسه ئې پوښتنه را څخه وکړه، چی څنګه د دکان څخه وختي راغلی ئې. او همدغسي ګوته دي څه په سوي دي؟...ما هم تیره  کیسه ټوله ورته وکړه. نو وروسته ئې ګوته خلاصه کړه، وې ویل: دغه براده چاه پرایښې ده؟ دا خو ډیر تاوان ورته کوي، ګوته خو دومره زخمي ده چی هډئې معلومیږي. ما ورته وویل: هو! ډیر درد لري.او هغه نسخې چي پرلاري نورو ډاکټرانو را کړی وې، هغه می هم ورته وویل: خو څرنګه چي پلار مې هم نیمه ډاکټر ؤ، هغه بیا خپله تداوي داسي را پیل کړه؛ لومړی خو ئې دغه ټوله خیرن ټوکران ایسته کړه، بیا ئې براده هم د تودو اوبو په وسیله لیري کړه. او بیا ئې یوه ټوټه دپلستر پر واچول او ګوته ئې وتړل. 
 مسعود: د یو شمیر شاعرانو په شعرونو کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي زیات لیدل کیږي. تاسې په شعر کې دا لاملونه څه ډول څیړئ؟ او دا راته وویاست چې تاسې هم په خپلو شعرونو کې له دغو لاملونو څخه کار اخیستئ او که نه؟
بڅرکی: په شعرونو کښي ډیر وخت مستي موجوده ده، په ډیره بیا په حماسي شعرونو کي. شعر که مستي ونه لري نو بیا خوند چیري لري او احساس به څنګه راپاروي، ځکه باید هم غرور په کښي تمثیل سي او هم د میني احساس. زما په شعرونو کښي هم د غرور خبري خورا ډیري دي، چی تاسو یې زما په درې واړو شعري ټولګو کښي لیدلای سی. 
پورته مي هم ذکر کړه چي شعر بی له احساسه او غرور څخه هغه شعر نه دی، زما ټوله شعرونه پر احساس او غرور تکیه لري.
 مسعود: ویل کیږي چې په پرتله د شعر د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر یو ښه او بریالی صنف دی. تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟ او داراته ووایاست خوشال خان خټک لکه څنګه چې پښتو شعر او نظم ښکلی او رنګین کړ، همداسې یې په نثرکې هم د یوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسو يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پر هنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ.
بڅرکی: خوشحال خټک، د خپل وخت حماسي شاعر وو، شعرونه یې ډیر وخت د ناخوالو په مقابل کښي په هغه وخت کي کښلي دي. د هغه یو مکمل دیوان انګریزي لیکوال او ژباړونکي(سرولف کیرو) د لومړي ځل دپاره په انګریزي ژبه و نړیوالو ته ورڅرګند او ژباړلی دی. خوشحال خان خټک په جرئت سره د مغلو سره په جګړه کښي وو، هغه شاجهان باچا په وخت کي د مغلي دولت په دربار کي ځای درلود، خو د اورنګزیب په وخت کې د مغلو سره اختلافات د جنګونو تر حده ورسیدل. او ډیر تاریخی شعرونه یې په دغه برخه کښي شته، ماته د دغه تاریخي او حماسي شاعر جرئت او غښتلی توب خورا ډیر ارزښت لري.
د پوښتنې بله برخه: د متن په لیکلو کي نثر خپل تاریخی ارزښت لري، د انسانانو ترمنځ د پوهولو او را پوهولو دپاره د ګړهارو ږغونو ویناو څخه ګټه اخیستل کیده، بیا  د دغه ږغونو دپاره الفباء توری را منځته سوه. چی د هغه  په  وسیله باندي ښې لیکني، ګرامري لیکنی په ادبي لفظونو باندي د ښه نثر یا متن نماینده ګی کوي، نثرونه پر څو برخو دي. لکه تاریخي نثرونه، ادبي نثرونه، ساینسي نثرونه اوداسي نور چي په ادبي تاریخ کښي هر چاته د ارزښت وړ دي.او د متن یوه غوره برخه هم دغه نثرونه دي. د افغانستان په متن لیکنه کي د نثر برخه په اوسنی وخت کي وچته ده، خو زموږ په ادبیاتو کښي تر نثر نظم مخکی معلومیږي. معنا دا چی لومړنی شعر د امیر کروړ شعر موږ په لاس کې لرو، چی یو حماسي شعر دی. خو تاریخ سوري، د شیخ  کټه کتاب (لرغوني پښتانه) کتاب د نثر په برخه کي موږ ته د تذةال اولیا د اثر له مخي چي د سلمان ماکؤ کتاب دی د هغه په وسیله موږ ته را یاد سوی دی، چي په تقریبي توګه به د اسلام همزولی یا به تر اسلام نه مخکی وو. خو دا چي د پښتنو ډیری سیمی د جنګونو په وسله وراني سوي دي، نو ډیر تاریخی کتابونه یې هم دلاسه وتلي دي.
دلته یوه خبره مهمه ده چي موږ باید د متن، نثر او شعر برخي سره بیلي کړو.
متن څه ته وایي: متن په لغات کي د یوه شي څټ یا شاه ته وایی، د یوه شي ضد ته هم ویل کیږي، خو په اصطلاح کښي د نثر او نظم مجموعه ده، چي د لیکوال یا شاعر تحلیل او تفسیر و لوستونکو ته ورښوي. نو د لیکوال اثر به یا په نظم سره وي یا نثر. ماخذ: د پښتنو ډیر لرغوني ادبي ستوري او لرغوني ادبیات. لیکوال: ننګیالی بڅرکی. و چاپ کال (۲۰۱۰م)
مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د نثر له ډولونو څخه هنري او څیړنیزو نثرونو ته زیاته پاملرنه شوې ده او خلک یې ډیر خوښوي. تاسو د پښتو ژبې د علمي، ادبي او هنري کولو، ودې او پرمختیا لپاره د هنري او څیړنیزو نثرونو بنسټیزې ځانګړنې څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: ما مخکي هم په پورته پوښتنو کي واضیح کړه چي نثر لیکنه خورا ډیر ارزښت لري. دا نو نه یوازي په پښتو ژبه کي، بلکی د نړۍ په ټولو ژبو کښي د نثر برخه پخه او ډیره ده. دا چي څیړنیز متن یادونه تاسو کړیده، په دې کښي هم شک نسته چي څیړنیز متونونه هم د ارزښت وړ دي، ځکه پر اوسني وخت څیړنه  او پر تاریخي مسائیلو څیړنیز نثر د لیکوالانو د لیکني برجسته برخه جوړوي.مننه
مسعود: تاسې، لنډۍ چې زموږ د ولسي ادب او فلکلور یوه غوره، مهمه او با ارزښته برخه ده څه ډول راپیژنئ؟ او دا راته ووایاست چې د لنډیو شاعران څوک دي او په پښتو ادب کې د لنډیو ژورې ځانګړتیاوې او اغیز څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: د ولس دپاره کره معلومات، په  تاریخی لحاظ، کلتوري لحاظ  او سیاسي لحاظ اړین بولم، خو د فلکور برخه بیا د پښتو په ادبیاتو کښي ځانګړې ده  ځکه دغه برخه هم د تاریخ، سیاست او کلتوره سره مرسته کوي. د بېلګې په توګه : دغه تاریخي لنډۍ چي د سلطان محمود غزنوي په وخت کي ویل سوې ده او داسي نوري لنډۍ:
که د یارو لښکرې راغلې - زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه
د لنډیو شاعران ولسي خلک دي، ځانګړی شاعر نه لري موږ ته سینه پرسینه را پاته سوي دي چی ولسي ارزښت لري. او د ارزښت په باب یې: ټول فلکولوریک مواد که لنډۍ دي که نقلونه موږ ته یې ارزښت په دې کي دی چي هغه د خلکو مال دی او په هغه کي د ژوند قیصې، د انسان غښتل توب پر طبعیت او ټولنه باندي او زموږ د ټولنی بشپړه شناخت هم په دغه  فلکوریکو نقلو، قیصو او لنډیو کي خوندي سوی دی. 
مسعود: تاسې په لنډیو کې معنوي او حماسي انځورونه او تشبیهات څه ډول څېړئ؟ ښه به وي که د دغو انځورونو او تشبیهاتو څو بیلګې را ته پر ګوته کړئ.
بڅرکی: په پښتو لنډیو کښي شاعر معلوم نه دی، د لنډیو ارزښت په پښتو فرهنګ کښي خورا ډیر دی.د لنډیو ماهیت او د شعر ځانګړني یې د نورو نظمونو او شعرونو څخه بیل دي.د لنډیو د شعر لومړۍ برخه (۹)سیلابه ده او دوهمه برخه یې (۱۳) سیلابه وي.لنډۍ هم تاریخی ارزښت لري، هم ټولنیز او هم عشقي اړخونه لري. لکه چي وایی: توره شپه ده توره خونه ـ شین خالۍ نه ده معلومه. یا وایي: توره شپه به خدای رڼا کي - شین خالۍ به خدای پيداکړي. او پا ته سو د تشبه حالتونه یې لکه په شعر کي چی تشبهي حالتونه سته په لنډیو کی هم سته او د ارزښت وړ دي.
خال به دیار په وینو کښیږدم ـ چي شینکي باغ کښي بلبلان وشرموينه. دلته خال د وینو تشبه سوی دی، د هیواد ساتني دپاره قرباني ـ او بلبلان بیا د د هیواد د خلکو سره تشبه سوي دي،(ممکن)او نور.
مسعود: په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه لید لرئ؟ پښتو متلونه د نورو ژبو له متلونو سره څنګه پرتله کوئ؟ آیا تاسو په خپلو شعرونو کې له متلونو څخه هم ګټه اخیستې ده او که نه؟ که مو اخیستې ده نو اغیز یې پر خپلو شعرونو څه ډول څیړئ؟
بڅرکی: پښتو متلونه د پښتو ژبي یو فلکوریک مال دی چي پښتانه یې د خپلو خبرو او پریکړو پر وخت د خپلي ادعا د ثابتولو دپاره استعماله وي، متلونه هم خپل مشخص لیکوال نه لري، موږ ته سینه پر سینه د نورو مشرانوڅخه په میراث را پاته سوی دي. متلونه هم د خپل ځان څخه اهنګ لري. لکه : مه کوه په ما چی وبه سي په تا -  د چا عیب مه وایه چي ستا عیب ونه ویل سي – ژرنده که د پلار ده هم په وارده – د چا دروازه مه وهه په نوک چي ستا دروازه څوک ونه وهي په سوک ـ کاروان تیریږی سپي غپيږي. همدغسي ډیر نور متلونه سته چي ولسونه یې په ولسي خبرو کی استعمالوي.ځیني شاعران یې هم د خپلو ادعاګانو دپاره په شعرونو کښي را وړي. لکه: 
مه خورې مړوندونه پر مخ درواخله غټ ګامونه
د درواغو منزل لنډ دی، بل غل په غره کی نه ځایږي
د متلونو راوړل په شعرکي د شعر خوند ډیره وي او شعر نور هم ثوقه کوي. او زما په شعرو کي هم د متلونو څخه کار اخیستل سوی دی، په نورو ژبو کښي هم متلونه د ارزښت وړ دي.
متل راوړل په عربي کښي (ارسال المثل) ویل کیږي. د بدیع په علم کښي هغه شعر دی چي شاعر په په خپل شعر کي یو نامتو متل هم ځای کړي لکه رحمان بابا چی وایي:
زه و زاهدانو ته حیران یم ، دوی وماته
دیوانه به ده خندو،ده به دیوانه
د مکې په بزرګۍ کې هیڅ شک نه سته
ولي خر به حاجي نه شي په تواب
مسعود: تاسې په شعر کې تاریخي اسطورې چې د یو ملت د افسانوي ژوند مفاهیم څرګندوي څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې د کومو شاعرانو په شعرونو کې د انساني او فطري اساتیرو مفاهیم خپل ځانګړی ځای، پوړی او مقام لري؟
بڅرکی: د پښتو په ادبیاتو کښي تاریخي شعرونه خورا ډیر دي، چي ډیر وخت دغه تاریخي پيښي شاعران په قصیدو کي راوړي د بېلګې په توګه : د میرمن زینبي قصیده د خپل ورور په ویرنه کي. همدغسي فلکوریکي اسطورې یا افسانې هم که په نقلونو کښي وي او که په غزلو او شعرونو کی وي د ارزښت وړ دي. په دې بابا د محمد ګل نوري اسطورې یا فلکوریک نقلونه د افغانستان د اسطورو یا نقلو ښه بیلګه کیدای سي. لکه (د زبزباني شاپیرۍ نقل، توردیب پر چنګښي مین دی...) او نور
مسعود: زموږ په هیواد کې د لرغوني رزمي او حماسي ادبیاتو تاریخ یو ځانګړي بحث ته اړتیا لري، چې زیاتره یې د فولکلور په چوکاټ کې د خلکو په زړونو، سینو او مغزونو کې ځای نیولی دی. تاسو د یو لیکوال، ادیب او شاعر په توګه د دغو رزمي او حماسي ادبیاتو اغیز، اهمیت او ارزښت د مضمون او منځپانګې له مخې پر ادبي فورم او ډول او د تاریخ په روښانه کولو کې څه ډول څېړئ؟ 
بڅرکی: په هیواد کښي لرغوني ادبي او حماسي شعرونه ډیر دي، ځکه دغه هیواد د تاریخ په اوږدو کي د جنګونو او د هیواد په حماسو کښي پوخ او یو اوږد تاریخ لري. زما اثر د (افغان او انګلیس په درو جګړو کي رزمي ادبیات) هغه اثر دی چي د هیواد هغه غازیانو چي د توري په زور یې انګریزان د خاوری څخه وایستل، خو د دوی په څنګ کي حماسي شاعرانو هم خپله ونډه بې اغیزي نه ده پریښې. دا چي لکه تا چي یادونه وکړه ما هم دغه موضوع ته د ډیر ارزښت په خاطر یو بشپړه کتاب ولیکه چې خورا ډیر با ارزښته رزمي شاعران مې په کښي را ټول کړي او د ورکیدو څخه مي هم ساتلي دي. تاسي و همدغه کتاب ویلوته را بولم.
مسعود: آیا خوشحال خان خټک هم صوفي شاعري کړې ده او که نه؟ که یې کړې ده په دې اړه په لنډه توګه مالومات راکړئ؟ او د شعرونو څو بیلګې یې راته ولیکئ؟
بڅرکی: خوشحال خان خټک یو حماسي شاعر دی چي د وخت ډیر ریالیستک شعرونه یې ویلي دي او په ډاګه یې د جنګ په میدان کي دښمنان په خپلو شعرونو سره ښودلي دي، هغه د تندروه ملا هم غندنه کړې ده. او منطقي ځوابونه یې هغه ملایانو چي یا به د مغلو سپي وه او یا به هم د پردیو په خدمت کې وه، خوشحال خان یې ځواب په شعر کی ویلی دی. هغه صوفي شاعر نه سو بللای، بلکي ریالیستک شاعر یې بولو. لکه چي وایي:
که د زړه په محبت وي خوشحال ځوان دی
 په دا سپین وریښته یې ولي ګرموې
دډهلي په باب وایي: دخوشحال کلیات ۷۶مخ
د ډهلي د ښار ښه شان او شوکت و- لور په لور یې ښکلې، ښکلې عمارت وو
ښایسته یې بازارونه وه د ښهر- مهایائې په بازارکښي هرنعمت وو
د شانهرفوارې دي په هرکورکښي – د بازار به ئې څه کم  بیکه وسعت وو
په ډهلي باندي ګواهي د جنت وله – که راغلی په دنیا چیري جنت وو
د بادشاه د خاص و عام به څه تعریف کړم – و خوابګاه وته ئې عقل په حیرت وو
موږ د خوشحال ټول اړخیزه کلیات لرو: چي په هغه کښي رنګارنګ شعرونه سته.
جواب زما په ذهن کښي اوس نسته خو کلیات یې را سره دي،چي د شعرونو پلټنه یې ډیر وخت غواړي.چی په دې باب ښاغلي ناشناس هم د خوشحال خټک شعرونه ویلي دي.مننه
مسعود: د رحمان بابا په شعر کې، په پرتله د نورو شاعرانو د تصوف رنګ ډیر زیات څرګند دی. که په دې اړه په لنډه توګه مالومات راکړئ.او دا راته وویاست، چې د ده په مجازي او حقیقي عشق کې کوم ځانګړي توپیرونه شتون لري؟
بڅرکی: رحمان بابا د وخت یو تصوفي شاعر دی، چي د شعرو ډیره برخه یې پر مذهب او دین ته وفاداري باندي ده. د هغه  تصوفی شعرونه د زمانې په اوږدو کښي د پاچهانو، ملکانو او عامو خلکو دپاره د پال په اچولو کښي ډیر ارزښت لري. د بېلګې په توګه کله چي ګرګین د صفوي شاه حسین له خوا پر کندهار باندی واکمن سو، نو میرویس نیکه یوه لویه جرګه راوغوښتله او هلته یې د رحمان بابا کتاب د پال په نیت پرانیستی او نتیجه ګیري یې داسي وکړه ؛ چی ګورګین به د خاوري څخه باسو. همدغسي و رحمان بابا ته د خلکو عقیدت په مذهبي لحاظ ډیر دی. او رحمان بابا د پښتنو په ادبي تاریخ کښي خپل ځای لري. مجازي شعرونه یې د ایډیالیزم  پر فلسفه ولاړ او عقیده من خلک لري. د پښتنو په ډیرو کورو کي د رحمان بابا دیوان سته یو څو بېلګي یې:
کوهي مه کنه د بل سړي په لارکښي ـ چیری ستا به د کوهي په غاړه لار شي
هر سړی تر خپل مطلبه پوري یار دی – ما د خدای د پا ره یار لیدلی نه دي
بل: که یو څو څاڅکی اوبه تږی لره ورکړې – د دوږخ او ستا تر منځ به سي دریا
بل : لکه ونه مستقیم پرخپل مقام یم – که خزان راباندي راسی که بهار
درحمان کار د دنیا سره نسته هغه وایي (دانا نه کاندی دنیا بندي غرض). د هغه مینه مجازی مینه ده  لکه چی وایي: دا دنیا ده خدای له عشقه پیداکړې ـ دانا نه کاندي دنیا باندی غرض
 مسعود: د پوهاند صدیق الله رشتین د څیړنو له مخې، ترخوشال خان خټک وروسته چې کابو (۱۶۷۴) څلوریزې یې لیکلې دي، په پښتو ادب کې اکادیمیسین سلیمان لایق دویم شاعر دی چې د کابو (۱۳۷۹) څلوریزو په خپرولو سره یې د پښتو ژبې پانګه لاپسې پانګمنه کړې ده. تاسې د خوشال خان خټک او لایق صاحب په څلوریزو کې د پښتونولۍ ارزښتونه، د پښتنو میړانه، ملي، وطني او معنوي ارزښتونه، شعري جوهر او د شعر اصلي نښه او ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: پوهاند ریښتین صحیح وایي، هغه د پښتو او پښتنو یو پوهاند دی، د هغه څیړنی دقیقي دي. خو زمانه پرمخ ځي، موږ اوس په پښتو ادبیاتو کښي ډیر کسان لرو چي تر خوشحال خټک یې هم د شعرونو ټولګه ډیره ده اولا نور شاعران به هم پیداسي چي هم ښه شاعري کوي او هم ئې د شعرونو محتوا خوندوره ده. خو د سلیمان لایق شاعري چي په کمیت کښي ده هغومره په کیفیت کښي هم د ارزښت وړ ده ، ځکه سلیمان لایق هم د خپل وخت سیاست مدار، اکاډمیسن او د بشپړه تجریبې خاوند دی، همدغسې عبدالباري جهانی هم د اوسنی وخت وتلی شاعر او تاریخ  پوه دی، اجمل خټک هم د معاصر وخت په شاعرۍ کې خپل ځانګړی ځای لري. او ۱۳ شعري ټولګی یې خپرې سوی هم دي. نو د دغه ټولو څخه داسي معلومیږی چی پښتو ژبه د شعر او شاعرۍ له مخي غني ده. زه د سلیمان لایق سره پيژنم او د نژدو مو د خوښئ بانډارونه هم سره کړی دي، د هغه هره خبره شاعرانه ده، هغه زما د خدای بخښلی پلار هم ډیر نژدې ملګری وو. دغه یوه قیصه به یې هم د دې مرکې جزء وګرځوم.
محمدعلم بڅرکی د کابل په وزارت اطلاعات او کلتور کې د پښتو د انکشاف عمومی مدیر وو، نو سلیمان لایق به یې پسله د غرمې د ډوډۍ خوړلو څخه زما د پلار دفتر ته ورتلی، محمدعلم بڅرکی د ډوډۍ څخه وروسته د ویټامین (سي) جوشي ګولۍ د اوبو سره چیښل نو سلیمان لایق به ورته ویل: ( ته را که نن ماته هم ستا دغه فیوډالی شربت) ، بڅرکی به ورته ویل زه به یې درکړم خو هضم به یې نه کړې. او ټوکي به یې سره کولې. دغه خبره تیره سوه. انقلاب راغلی، بیا انقلاب ناکامه سؤ، موږ ټوله مهاجرین سؤ. سلیمان لایق هم کوټي ته راغلی او هلته په مستعار نوم د حاجي بابا په نوم د محمود خان پر کور باندی میلمه ؤ. نو محمودخان محمد علم بڅرکی او ماته حال راکړی چی موږ هم هم ورغلو، سلیمان لایق په محمدعلم بڅرکی باندي ډیرخوشحاله سؤ، خورا ډیره د زړه له اخلاصه یې وخندل خدای بخښلي بڅرکی هم  د ده په لیدو سره ډیر خوشحاله سؤ. نو سمدلاسه یې و خدای بخښلي لایق صاحب ته وویل: « مانه درته ویل چی فیوډالی شربت به وچیښې خو نوشول یې فیوډالی میده غواړي.» بیا سلیمان لایق په خندا سو او دغه قیصه یې  د سره  و ناستو کسانو ته هم وکړه.
نو د هغه وخت شاعران هغه هنرمندان او ادیبان وه چی هر ټوکه یې معنا داره او هره خبره یې شاعرانه وه.
 مسعود: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي، ستاسې په اند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغېز لري؟ شاعر او لیکوال څنګه کوالی شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي؟
بڅرکی: داسي حکومتنو ته دیکتاتور حکومت ویل کیږي. چي د ټولنی د شاعران، پوهانو، زده کونکو او نورو روبنائي پرمختګونو خنده ټولنه وي اینده یې خرابه ده. چي موږ اوس د طالبانو په دغه دوره کښي وینو چی د افغانستان پر تعلیمی بهیر یې سخته کلکه پابندي لګولې ده د دغسي ټولنو اینده ځکه خرابه ده چي ولسونه یې د ساینس او تکنالوژۍ څخه مهرومه او یا به غلامه ټولنه وي. ځکه د ټولنی په سمسورولو کښي تر هر څه مخکی د هغه فرهنګی کړني او د فرهنګ پرمختګ دی چی بیا په خپل نوبت سره د زیربنایي پایو دپاره په ساینس او تکنالوژۍ سره بنسټونه ایږدي. شاعر  او لیکوال چي د ټولني عینی شرایطو ته انعکاس ورکوي هغه کولای سي چي د ولس مغذونه او احساسات رابیداره کړي، ولسونو ودې ته وهڅوی چی د ټولنی د پرمختګ د لاری خنډونه لیري کړي. او ټولنه په  نړیواله سطحه د نړۍ سره سیاله کړي، که په ټولنه کښي افراطي مذهبی ډلي د هنر او ادب مخه نیسي نو ولسونه به یې ومخ ته دریږي، چي دغه کار د لیکوالانو اوهنرمندانو دی، همدغه دلیل دی چی نن ورځ افراطي ملایان او طالبان تر هر څه نه مخکي پر هنر، ادب او علم باندی حمله او برید کوی. دا ځکه چي علم د جهل مخه را ګرځوي. 
شاعر او لیکوالان دنده لري چي د ټولني د روښنګرۍ دپاره فکر وکړي، ټولنه د پرمختګ پرلوري رهبري کړي، په دې باب د هر وخت او زمان سره د خلکو د پرمختګ لوری تعقیب کړي.
مسعود: په لره او بره پښتونخوا او بهر کې یو شمیر ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادیي غونډې ترسره کیږي او د یو شمیر ادیبانو، لیکوالو او شاعرانو کارونه، فعالیتونه او نښیرونه(اثار)څیړل کیږي. ستاسې پر ا ند دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د پراختیا او پرمختیا لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي او د کارونو او فعالیتونو د سمون او خوځون په اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
بڅرکی: مهاجرت په ټولو هیوادونو کي چي افغانان خواره واره میشت سوی دي، هغوی نن ورځ په یوه لوی تعداد چي د احسائې له مخي تر ۱۰ میلونه هم اوړي، که څه هم رسمی احصائیه ۸ میلونه ښوي. خو په هر صورت دوی د اینده دپاره د خپلو اولادونو دپاره په مورنۍ ژبه زده کړی ته ضرورت لری او دا ضرورت مهم هم دی. برسیره پر دې د پښتو او پښتنو دپاره لازمه ده چي په هرځای کي چي اوسیږي باید فرهنګي ټولني رامنځته کړي. او فرهنګي غونډي جوړی کړي. چې دا هم د وخت د شرایطو او فرهنګ سره مرسته کوي او هم د را تلونکی نسلونو سره د افغاني فرهنګ په برخه کی مرسته کولای سي. ماته دغه کار ځکه ګټور را معلومیږي چي هغه وخت چی مهاجرت ته مجبور سوم، ما د احمدشاه بابا د علمي ادبي ټولنی خښته په کوټه یا جنوبي پښتونخوا کښي کښيښودل. هلته مي د کنفرانسونو، خپرونو(مل هنداري جریده) او تر دولسم تولګۍ پوری ښوونځۍ او د سواد د زده کړی کورسونه  جوړ کړه، چی په سلهاو کسانو ګټه ترینه واخیستله. نو داسي کړني په لر او بر پښتنو کښي د بشپړه ارزښت وړدي، خو د نړۍ په نورو هیوادو کي هم باید افغانان دغه فرهنګی کړنو ته دوام ورکړي چی دغه کار د افغانان دپاره اړین ګڼم.
مسعود: یو شمیرادبي او فرهنګي سټې په دې گروهه دي، چې له ((يوې- يوازېنۍ- کره ليکنۍ بڼې)) پرته پر هېوادني او جهانې کچ پښتو د سيالۍ جوگه کېدای نه شي، که په دې اړه خپل لید را څرګند کړئ؟
بڅرکی: زما د نظره؛ ژبه هغه وخت د نورو ژبو سیاله کیدای سی چي په هغه کښي لیکلي شونی را منخته سي، د علومو مختلفي برخی لکه نثرونه ، متونونه او شعرونه په کښي ولیکل سي د دغه متنونو څخه مي مراد دا دی چی د علم ټوله برخی که ادبیات دي که ساینس باید په ژبه کښي په متونو کښی ولیکل سي. او همدغسي پر سیره پر خپلو پښتنو او پښتو متون کي بلکي، د نورو ژبو څخه هم ژباړي وسي. او د ژبي دپاره غني مواد را منځته کړل سي تر څو نور انسانان هم د دغه ژبي په مرسته د د پښتو د لیکلو اثارو څخه ګټه  ترلاسه  کړي.
بله خبره چي موږ ته ډیره مهمه او اړینه ده هغه د ژبې روان لیکل او د ژبي څرګنده لغاتونه او اصطلاحات دي. موږ باید کوښښ وکړو چی پښتو ژبه عام فهمه کړو، د ځینو شیانو نومونه چې د هغه شیانو د را منځته کیدو پر وخت نوم ورته ایښول سوی وي او رواج یې پیداکړی وي، هغه مروج لغات باید استعمال سي، نه دا چی موږ د کاغذ پرمخ یو داسې لغات ولیکو چې یوازي هغه  لیکوال په هغه پوهیږي. هر لغات چي یوې ژبي ته ور داخل سؤ او عامو خلک هغه ومنی، هغه لغات د هغه ژبي مال دی.
 مسعود: تاسې د ادبي نقد او کره کتنې او د ادبي او فرهنګي  مرکزونو د جوړولو په تړاو په هېواد کې د ننه او بهر، چې د نورو ادبي څانگوالو تر څنگ واکیالي (با صلاحيته) څانگپوه کره کتونکي غړيتوب ولري، څه لید لرئ؟
بڅرکی: په دې کي شک نسته چي د ادب او پوهي مرکزونو ته  تر بل هر وخت ډیر ضرورت سته، ځکه چي موږ دغه څه کم ۵۰ کاله په جنګ کښی اخته یو، د نورو مادی تاوانونو په څنګ کي مو فرهنګ هم ډیره  صدمه  لیدلې ده، نو په هیواد کښي د ننه او د هیواد څخه بهر دغه فرهنګی مرکزونو ته  یو اړین ضرورت شتون لري. نو په همدغه دلیل د احمدشاه بابا علمي ادبي ټولني په خپل وار سره د علومو په مختلفو برخو کی د ګټي وړ خدمتونه ترسره کړي دي. دغه ټولنی د موجودیت په سیمه کی بیسوادي ته د پای ټکی ایښی دی، خورا ډیر اثار یې د(ملی هنداري د مجلې او جریدې) په مرسته خوندي کړي دي، مهم کنفرانسونه او غونډي یې ترتیب کړي دي. نو ځکه ماته را معلومیږي چې فرهنګي مرکزونه د افغاني فرهنګ سره مرسته کولای سي.
مسعود: تاسو د یو شاعر او لیکوال په توګه زموږ د هیواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکیچن اکربکر(حال احوال) څه ډول څیړئ، او نورو شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
بڅرکی: زما له نظره په ټولنه کی وټیز (اقتصادي) پرمختګونه د ټولني په فکري پرمختګونو کي د پام وړ تغیرات رامنځته کولای سي، خو روبنایی تغیرات په ټولنه کښي را منځته کیده د باور وړ نه دي، ځکه ځینی وخت روبنا تر زیربنا تر مخه سي چی دې ته په اصطلاح سره (د روبنا یاغی کیدل) وایي، زموږ په فیوډالی ټولنه کښي تر ټولو د مخه باید د ټولنی د پرمختګ دپاره زیربنایي ګامونه واخیستل سي، چی هغه د فکری پرمختګ جوګه کیدای سي. که موږ ښه اقتصاد ولرو او د فابریکو مغلق ماشینونه پر څرخ راولو او هلته ګډکولک تفونه د کارګرانو رامنځته کړو نو معنا دا چی زموږ صنفي غوښتنی به هم تر سره سي. خو موږ اوس متمرکز اقتصاد نه لرو. نو مو ادبیات هم په هغه زړو فکرونو د فیوډالي اقتصاد چلیږي، که څه هم دغه حالات باید تغیر وکړي، پر دغه حالت نه پاته کیږي، خو د تکامل د قانون پر بنسټ تولیدي اړیکی د تولیدي قواو تر اغیزي لاندی دي. نو دلته باید وویل سي چي د دغه تغیر له پاره څه کولای سؤ؟. د دغه تغیر له پاره د ساینس پوهانو، ادیبانو هنرمندانو دنده ده چي د هیواد ولسونه په نوي علومو او د ټولنی د پرمختګ په قوانینو پوه کړي. 
مسعود: ستاسو پیغام د یو شاعر او لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې د ننه او بهر پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي څه دی؟
بڅرکی: شاعر او لیکوال باید نوښتګر وي، د نوي ټولنی دپاره باید فکرونه رابیداره کړي، ځوانان علم او تخنیک ته وهڅوی، د زوړ پیدو په مقابل کښی باید د قلم په څوکه مبارزه وکړي، نن موږ په افغانستان کښي ولیدل چي د امریکا امپریالیزم د مذهبي تندرو شاه ته ودریدل او د خپلو استعماري ګټو دپاره یې هغه مذهبي تندروه ملایان پيدا کړه چی د هر ډول علمی پدیدو او علمي ښوونو او روزنو مخه به نیسي، ځکه د استعمار ګټه په دغه کي ده چي د نا اهلو کسانو د قدرت ته د رسولو په زور خپلي د ګټي معدنونه، شتمنی لوټ کړي، چی د دې دپاره مهمه لاره د جهل او استعماري قوتونو سره مبارزه ده. خو د امپریالیزم ګټي د مذهبونو په افراطي کولو کی دي. 
مسعود: ګران بڅرکی صاحب ستاسو نه منندوی یم چې زما پوښتنو ته مو بشپړ ځوابونه راکړل. ستاسو د لا نورو بریاو او بریالیتوبونو په هیله.
بڅرکی: ګران انجنیرعبدالقادر مسعود صاحب ستاسو څخه هم مننه چی د هیواد پالني په میدان کښي مو خپله هیوادپالنه ثابته کړې ده او  د پښتنو دپاره مو لیڅي را نغښتی دي. او په پراخه پیمانه مو د هیواد د روښانتیا په لاره کی د قلم په څوکه مبارزه کړیده. او د هیواد لیکوالان مو دې ته هڅولي دي، چي نور هم د عمل و میدان ته ور داخل سي او د هیواد د فرهنګي ښیګڼو دپاره لاس په کارسي. همدغسې ستاسو د هڅو له مخي، د ادب او علم مشران مو ستایلي دي او د هیواد نوي نسل ته مو ورښوولي دي. ستاسو نه د زړه له کومې مننه کوم. 
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود