د ازبکستان لومړي وزیر کابل ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د سوداګرۍ او پانګونې پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ازبکستان د لومړي وزیر عبیدالله عارف اوف په مشرۍ د دغه هېواد یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن (شنبه) کابل ته رسیدلی دی.

دا په افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ را وروسته په دې کچه د ازبکستان تر ټولو د لوړ پوړي پلاوي سفر دی چې په ښکاره یې موخه د سوداګرۍ غوړېدا بلل کېږي.

کابل ته د رسېدو سره ښاغلي عارف اوف ته د ښه هر کلي په موخه سرې غالۍ غوړول شوې وې او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا (لومړي وزارت) اداري مرستیال عبدالسلام حنفي یې هر کلی کړی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مرستیال یې هم هر کلي ته ورغلي وو، دغه وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دغه لوړپوړي بهرني پلاوي د سفر د اجنډا یوه برخه هم اعلان کړې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف د سفر موخه "د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ په دوه اړخیزه ناسته کې ګډون او کابل کې د ازبکستان د تولیداتو د نندارتون پرانېستل دي."

کابل ته له رسیدو سره د هغه او د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا په موخه پنځه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي کابل کې میلمه پلاوي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې "افغانستان سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي."

ازبکستان او افغانستان د جمهوریت او بیا په افغانستان د طالبانو واکمنۍ راهیسې پراخې سوداګریزې اړیکې لري او دا هېواد ګډو سوداګریزو دهلېزونو ته لېواله دی.

ازبکستان په خپل هېواد کې طالب ډېپلوماټان هم منلې، او کابل کې ېې هم خپل سفارت پرانېستی دی.

د ازبکستان د لومړي وزیر دغه سفر په اړه له پخوا کوم اعلان نه و شوی، او داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو اوسوداګریزو اړیکو رغولو او پیاوړتیا هڅه کوي.

د طالبانو حکومت رئیس الوزرا د تداوۍ په موخه متحده عرب اماراتو ته تللی

د ازبکستان لومړی وزیر عبیدالله عارف اوف داسې مهال کابل کې دی چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا د تداوۍ په موخه له هېواده بهر تللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند پرون (جمعه) په خپلو ټولنیزو پاڼو ولیکل چې ملا محمد حسن اخند د روغتیايي معاینو په موخه متحده عرب امارتو ته تللی دی.

هغه لیکلي "د یاد هېواد د دولت رئیس محترم محمد بن زاید آل نهیان هم د ښاغلي اخند د روغتیا پوښتنه کړې او په دوه اړخیزو اړیکو هم غږېدلي."

د طالبانو دا لوړ پوړی چارواکو تېر کال هم ناروغ و او څه موده یې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ځای ناستی و.

طالبانو اماراتو ته که څه هم د هغه سفر موخه درملنه بللې خو په ښکاره دا د هغه لومړۍ بهرنۍ سفر دی چې د اهمیت په سترګه ورته کتل کېږي.

له دې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم په لومړي سفر متحده عرب اماراتو ته تللی و.

ځینې طالب مشران چې د بهرنیو سفرونو بندیز پرې لګیدلی د خاصو شرایطو په نظر کې نیولو سره سفرونه کوي، افغانستان ته بیا د طالبانو حکومت په رسمیت د نه پېژندو له کبله بهرني لوړ پوړي چارواکي په سختۍ سفر ته زړه ښه کوي.