منظور پښتین: د "پښتنو تاریخي" جرګې بنسټیز کارونه بشپړ شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د اعلان شوې (د پښتنو عدالت په نوم قومي جرګې) پیل ته پوره دوې میاشتې پاتې دي، په ورته مهال د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي چې د جرګې جوړولو بنسټیز کارونه بشپړ شوي دي.

منظور پښتین د خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې په یوه توضیحي وینا کې دا د پښتنو "تاریخي جرګه" بللې او په وینا یې دا جرګه به د اکتوبر په ۱۱مه د دریو ورځو لپاره جوړېږي.

نوموړې اعلان وکړ چې د دغې جرګې په وخت او ځای ځایګي هم سلا شوي خو دا یې و نه ویل چې د پښتنو دا جرګه به چېرې جوړېږي؟

پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، له دې وروسته د ځينو معلوماتو د راټولولو او خلکو د رابللو لړۍ پیلوي.

په جرګه کې څوک ګډون کوي؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د لومړي ځل لپاره تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت "یوه ستره ولسي جرګه" رابولي.

له دغه اعلان وروسته پر ټولنیزو رسنیو هم د دغې جرګې په اړه ډېر څه ښکته پورته کېږي او یو شمېر قومي جوړښتونو او د فعالانو ټولنو د دغه غږ هر کلی کړی دی.

منظور پښتین وايي ''په دغې جرګه کې څوک میلمانه نشته او ټول ګډونوال په ګډه کوربانه دي او هره پرېکړه به د خلکو په خوښه کېږي.''

ښاغلي پښتین ویلي له استثنا پرته ټولو مذهبي، قومي سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ته ورځي او دوی ته نه یوازې بلنه ورکوي، بلکې په ټينګه ورڅخه غواړي چې په جرګه کې ګډون وکړي.

همدا راز ویل کېږي پښتون مېشتو هرې ولسوالۍ او هر کلي ته به هم پلاوي ځي چې خلک جرګه کې ګډون ته راوبولي.

دغې جرګه کې د ګډونوالو ټول شمېر نه دی معلوم خو منظور پښتین تازه ویلي چې تمه ده له هرې ولسوالۍ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ د بېلابېلو برخو استازي پکې ګډون وکړي.

"پښتنو ته د اوښتو زیانونو کره معلومات جمع کوو"
د بېلابېلو قشرونو د را بللو تر څنګ منظور پښتین اعلان کړی چې سر له ننه به ټولو پښتون مېشتو سیمو ته د کره شمېرو ټولولو ځانګړې فورمې لېږي.

د ښاغلي پښتین په ټکو هڅه کوي چې "په پښتنو د تپل شوې جګړې" له کبله دوی ته د اوښتو هر ډول زیانونو کره حساب (ډېټا) را جمع او بیا یې د جرګې پر ورځ تر ګډونوالو ورسوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي له دې جرګې باید ''قومي عدالت'' ته یوه زمینه برابره شي داسې چې پرېکړې به یې ولسي بنسټ ولري.