د پاکستان پوځ درې نور پخواني استخباراتي او نظامي چارواکي نيولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پوځ پنجشنبې اګست ۱۵مه (زمري ۲۵) خبر ورکړ چې د پوځ درې پخواني چارواکي يې نيولي دي. تر دې درې ورځې وړاندې پوځ د هغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) د پخواني مشر جنرال فیض حمید د نيولو خبر ورکړی وو.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) په خپور کړي بيان کې د دریو نيول شويو پوځي چارواکو نومونه نه دي په ډاګه شوي او نه هم د هغوی د نيولو کره نېټه څرګنده شوې ده، خو پاکستاني رسنيو د سرچينو په حواله ليکلي چې بريګيډېر (بريد جنرال) غفار، بريګيډېر نعیم او ډګروال عاصم هغه پخواني پوځي چارواکي دي چې پوځ نيولي دي.

پوځ په خپل بيان کې زياته کړې چې دا افسران یې د پوځي مقرراتو خلاف اقداماتو په تور نیولي دي.

بیان زیاتوي چې له پخوانیو افسرانو او د هغوی له ملګرو څخه "د مشخصو سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره د بې ثباتۍ زېږولو" په تور نور تحقيقات روان دي.

پاکستاني رسنيو ليکلي چې نيول شويو دریو پخوانیو پوځي افسرانو د عمران خان د پاکستان تحريک انصاف ګوند او جنرال فيض حميد ترمينځ د پيغام رسولو د اسانتیا برابرولو دنده پرمخ وړله.

تر دې وړاندې پوځ د اګست پر ۱۲مه ويلي وو چې پخوانی ډګر جنرال فيض حمید یې د سترې محکمې د امر پر اساس د درغلیو په قضيه کې نیولی او د هغه پر ضد اوس په نظامي محکمه کې قضيه روانه ده.

د پاکستان پوځ وايي فیض حمید له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن شوی دی.

په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي چې د جنرال حميد پرضد د درغلۍ يا سياسي هلو ځلو مقدمې جوړول سطحي خبره ده. نوموړی زياتوي چې پر فيض حميد په پاکستان کې دننه او بهر ډېرې نيوکې وشوې او د هغه د کړنو له امله پوځ ډېر بدنام شو، خو د نوموړي په خبره يوازې له هغه بايد "د قربانۍ ګډوری" جوړ نه کړل شي.

هغه وویل: "جنرال فيض حميد د پاکستان سياست له پټلۍ غورځولی دی. هغه د پښتنو پر سيمه روان قتل عام ته نوی ژوند ورکړی دی. په دې کار کې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او پخوانی صدراعظم عمران خان هم ورسره شريک ول."

جنرال فيض حميد د ۲۰۱۹م کال له جون څخه د ۲۰۲۱م کال تر نومبر پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر وو. تر دې وروسته هغه د ۲۰۲۲م کال د اګست تر اتمې پورې د پېښور او بیا د بهاولپور قول اردو مشر شو. نوموړی هلته د ۲۰۲۲م کال تر پايه پاتې شو او د ماموريت د مودې تر رسمي پای ته رسېدو مخکې یې استعفا ورکړه.

د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونه پر جنرال فیض حميد د افغان طالبانو او نورو وسلوالو د ملاتړ تر څنګ په سیاسي چارو کې د مداخلې او د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف د ملګرتیا تورونه پورې کوي. خو نوموړي د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ډاکټر عرفان اشرف زياتوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته جنرال فيض حميد له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې پاکستاني طالبان پاکستان ته راوستل او په دې کار کې جنرال باجوه او عمران خان ورسره شريک ول.

هغه وايي: "په دا تېرو دوو دريو کلونو کې چې د پښتنو کوم قتل عام او هدفي وژنې يا جبري لادرکۍ روانې دي، په دې کې په مستقيم ډول فيض حميد ککړ دی، ځکه هغه دغه وسلوال راوستل چې اوس يې بدامني جوړه کړې ده."

په پېښور کې بل شنونکی شميم شاهد وايي چې پر جنرال فيض حميد يو تور دا هم دی چې هغه "تر تقاعد وروسته د پوځ له قانون څخه سرغړونه" کړې ده، خو د نوموړي په وينا، د جنرال حميد او له هغه سره نور پخواني پوځي افسران له عمران خان او د هغه له ګوند سره د اړيکو لرلو له امله نيول شوي دي.

د پاکستان پوځ دغه پخواني لوړ پوړي استخباراتي او نظامي چارواکي په داسې حال کې نيولي چې د پاکستان تحريک انصاف پلويانو په دا وروستيو کې پر ټولنيزو شبکو، پر پوځ او رياستي ادارو نيوکې زياتې کړې دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د اګست پر ۱۳مه (د زمري پر ۲۳مه) د اېبټ اباد د کاکول په پوځي اکاډمۍ کې د وينا پر مهال د چا د نوم له اخيستلو پرته وویل چې "برېښنايي ترهګر" د ریاستي ادارو او ولس ترمنځ درز پیدا کول غواړي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان اساسي قانون ولس ته د بیان د ازادۍ حق ورکوي، خو حدونه یې هم ټاکي.