د شلغم حیرانونکې روغتیایي ګټې

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


زموږ په ټولنه کې ښايې ډېر کسان وي چې د شلغم یا ټیپر سره یې جوړه نه وي، خو دا سبزي خورا ښه خاصیتونه او روغتیايي ګټې لري او له څه باندې څلورو زرو کلونو راهیسې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کارول کېږي.

د شلغم له روغتیايي ګټو څخه یو هم دا ده چې ډېره کمه کالوري لري؛ د فایبر او د کې، سي، اې او بي۹ ويټامینونو او همدارانګه د منرالونو، کلسیم، پوتاشیم، مګنیزیم، فاسفورس بډایه سرچینه ده او پاڼې یې هم د دغو ارزښتناکه غذايي موادو څخه ډکې دي. له همدې امله، ځینو شلغم ته "درملو" لقب هم ورکړی دی.

په شلغم او د هغه په پاڼو کې موجود "ویټامین سي" زموږ بدن د ازادو رادیکالونو له خطر څخه ساتي. طبي څیړنو ثابته کړې چې د شلغم خوړل نه یوازې په بدن کې د اوسپنې جذب ښه کوي، بلکې د وینې د کولسټرول په تنظیمولو کې هم مرسته کوي.

همدارنګه شلغم په کافي اندازه د "کې" او "اي" ويټامینونه لري. ویټامین "کې" د بدن څخه د وینې بهیدو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي او ویټامین "اي" بیا په ځانګړې توګه د سترګو، پوستکي او ځيګر روغتیا لپاره ډېر ګتور دی. یاده دې وي چې په شلغم کې موجود کلسیم هډوکي پیاوړي کوي.

د شلغم پاڼې "فولیک اسید" لري چې د وینې د سرو حجرو په تولید کې مرسته کوي او همدارنګه د مور په رحم کې د جنین د ودې د اختلالاتو مخه نیسي.

د شلغم یوه بله ګټه دا ده چې د پاڼې یې ګلوکوزینولایټ لري، کوم چې د پړسوب او د سرطان ضد خاصیت لري او همدارنګه له بدن څخه انټي اکسیډنټونو لرې کوي. یو شمېر طبي څیړنو د ګلوکوزینولایټ زیات مصرف د بیلابیلو سرطانونو؛ په ځانګړې توګه د سږو، سینې، کولمو او مقعد سرطان د خطر له کمولو سره تړلي دي . په شلغم کې فلاوینویډز د انټي اکسیډنټ او د سرطان ضد خاصیتونه هم لري.

په شلغم کې د ګلوکوزینولایټ ماتیدل په بدن کې د نورو ګټورو کیمیاوي مرکباتو لکه ایزوتیوسیانیت د تولید لامل کیږي چې د میکروبونو سره مبارزه کوي او په بدن کې د هغوی د ودې مخه نیسي.

همداراز، ځینو طبي څیړنو ښودلې چې شلغم هغه مواد لري چې د وینې شکر کنټرولوي، له همدې امله یې خوړل د شکرې ناروغانو او یا ددې ناروغۍ د خطر سره مخامخ کسانو لپاره ګټور بلل کیږي.

له هغه ځایه چې شلغم نشایسته او لږه کالوري لري، نو په منظم ډول یې خوړل د بدن د وزن په کنټرولولو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې غواړي وزن وبایلي، ډېره مرسته کوي.

شلغم او د شلغم پاڼې، پاخه او اومه خوړل کیږي،‌ خو غوره دا ده چې دا سبزي په سمه توګه ومینځل شي او اوومه وخوړل شي. دا ځکه چې د پخولو پرمهال، تودوخه پدغه ګټوره سبزۍ کې ویټامین سي له منځه وړلای شي.‌