د خیبر په لور

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زلمی نصرت
۰۹.۱۰.۲۰۲۴

پاڅه، پاڅه د خپل قام لپاره پاڅه
خپلې ژبې او کلام لپاره پاڅه

که هویت دې راخپل نکړې نو بیا مړ یې
که ژوند غواړي د خپل نام لپاره پاڅه

پښتونخوا په خیرات نه جوړیږي خانه
د یو پريکنده قیام لپاره پاڅه

گیلا من نن حماسه ده د ننگونو
د ننگونو د انجام لپاره پاڅه

د خیبر په لور ته هم ورشه نصرته
لر او بر ته د الهام لپاره پاڅه