امریکا له خوا اوزبیکستان ته د پخواني افغان پوځ د الوتکو د مالکیت انتقال ته د طالبانو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۱۵ د پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو او کابل ته د طالبانو د وسله والو د ننوتلو څو ساعته وړاندې یو شمیر افغان پیلوټانو په سلګونو ډول ډول نظامي الوتکې اوزبیکستان او تاجیکستان ته انتقال کړې وې
د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۱۵ د پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو او کابل ته د طالبانو د وسله والو د ننوتلو څو ساعته وړاندې یو شمیر افغان پیلوټانو په سلګونو ډول ډول نظامي الوتکې اوزبیکستان او تاجیکستان ته انتقال کړې وې
شریک کول

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فیصح الدین فطرت یو ځل بیا د پخواني رژیم د ړنګیدو پر مهال له افغانستان څخه د افغان پیلوټانو له خوا ددغه هیواد دوو ګاونډیو اوزبیکستان او تاجیکستان ته د سلګونو الوتکو او هلیکوپترونو د انتقال مسلې یادونه کړې او خبرداری یې ورکړی چې افغانان خپل حق چاته نه بخښي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې قاري فصیح الدین فطرت د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۴) کابل کې له عملي او نظري زده کړو څخه د دریو پېلوټانو د فراغت او د هوايي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون محصلینو د څلور کلنې درسې دورې د پيل مراسمو ته ویلي چې امریکایان په افغانستان کې له ماتې وروسته ددغو الوتکو او هلیکوپترونو د برخلیک په تړاو په ډیرې سپین سترګۍ خبرې کوي.

هغه ویلي: "په افغانستان کې د امريکا له ماتې خوړولو سره سم د افغانستان يوشمېر چورلکې هم نورو هېوادونو ته انتقال شوې او امريکايان اوس د ټولو اصولو خلاف په سپين سترګۍ سره د يادو چورلکو د سرنوشت په تړاو خبري کوي، خو نړۍ بايد دا له ياده ونه باسي، چې افغانان خپل حق چاته نه بخښي".

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۱۵ د پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو او کابل ته د طالبانو د وسله والو د ننوتلو څو ساعته وړاندې یو شمیر افغان پیلوټانو د ځینو پخوانیو چارواکو او د خپلو خپلوانو د انتقال لپاره د هلیکوپترونو په ګډون شاوخوا ۶۰ ډول ډول نظامي الوتکې اوزبیکستان او تاجیکستان ته انتقال کړې وې.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د حکومت دغه چارواکی دغه حکومت ته د الوتکو او هلیکوپټرونو د سپارلو په تړاو تاجیکستان او اوزبیکستان ته خبرداری ورکوي. قاري فیصح الدین فطرت د اګست د تیرې میاشتې په ۲۸ (وږي اووم) باندې هم کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان ګاونډیو ته دغسې خبرداری ورکړی وو.

هغه د اوزبیکستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان د پخواني پوځ د الوتکو د برخلیک په اړه په رسنیو کې خپرو شویو راپورونو وروسته وویل چې "امریکا د دریاب اوبه نورو ته بخښي".

قاري فصیح الدین فطرت ددغو څرګندونو دمخه په اوزبیکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ویلي و چې دغه الوتکې هیڅکله د افغانستان د پوځ پوړې اړه نلرله. هغه ویلي چې ددغو الوتکو مسوولیت اوزبیکستان حکومت ته سپاري.

فطرت وویل چې د پخواني رژیم د ړنګیدو پر مهال چې کومو افغان پیلوټانو د منځنۍ اسیا هیوادونو ته کومې الوتکې او هلیکوپترونه وړي هغه د افغانستان او د دغه هیواد د پوځ پورې اړه لري او باید چې اوزبیکستان یې د ښه ګاونډیتوب پراساس افغانستان ته وسپاري.

هغه وویل: "دا الوتکې د افغانستان اړوند دي، زمونږ دي او د خپل دغه حق د اخیستلو لپاره به د هرې ممکنې لارې کار واخلو، اوزبیکستان ته هم وایو چې ښه ګاونډیتوب دې په پام کې ونیسي داسې کوم کار دې نه مني چې د بل چا حق یو زورور هغوی ته وبخښي، هیڅکله مونږ ته د منلو نه دی چې یو څوک زمونږ حق یو بل چا ته ورکړي".

همداشان د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو حکومت د تاجیکستان د حکومت څخه هم د هغو الوتکو او هلیکوپترونو د بیرته سپارلو غوښتنه کړې چې د پخواني رژیم د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې له افغانستان څخه د افغان پیلوټانو له خوا دوشنبې ته انتقال شوې وې.

ددې دمخه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یو ځانګړي پروګرام له لارې یې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ځینو الوتکو مالکیت اوزبیکستان ته انتقال کړی دی.

د وزارت یو ویاند امریکا غږ ته په یو ایمیل کې لیکلي دي‌ چې د دغو الوتکو مالکیت د اضافي دفاعي‌ اکمالاتو (EDA) د پروګرام له لارې اوزبیکستان ته انتقال شوی دی. امریکا د دغه پروګرام له لارې اضافي دفاعي تجهیزات نورو بهرنیو هېوادونو او یا سازمانونو ته ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: «د دغه انتقال تړون د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې او د سرحدي امنیت د زیاتولو په برخو کې د دوه اړخیزې قوي همکارۍ په چوکاټ کې شوی.»

تراوسه د منځنۍ اسیا دغو دوو هیوادونو ته د افغانستان د پخواني پوځ ددغو انتقال شویو الوتکو او هیلکوپترونو دقیق شمیر څرګند نه دی.

خو ددې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ یو ویاند راب لودویک ویلي و چې ۴۶ الوتکې په اوزبیکستان کې او ۱۸ نورې الوتکې په تاجیکستان کې دي. په دغو دوو هیوادونو کې په دې الوتکو کې د امریکا د بلیک هاک UH-60 او د روسیې د Mi-17 هلیکوپترو په ګډون د ثابت وزر PC-12، C-208، AC-208 او A-29 الوتکې شاملې دي