مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

ادبي مکتبونه د هغو خوځښتونو، نورمونو، لیدتوګو او نظریاتو، تیوریو او ځانګړتیاوو ټولګه ده چې د یو یا ډیرو هیوادونو په ادبیاتو کې د فرهنګي، ټولنیزو، سیاسي او تاریخي لاملونو له امله په یوې ټاکلې موده کې راڅرګند شوې دي.

 هر ښوونځی ځانته اصول او ځانګړنې لري. دا ځانګړتیاوې معمولن د لیکوالو، هنرمندانو، ادیبانو او شاعرانو د یوې ډلې په کارونو کې عام دي او د دوی نښیرونه(اثار) د نورو لیکوالو، هنرمندانو او شاعرانو له نښیرونو(اثارو) څخه توپیر لري.

د هر ادبي مکتب ځانګړتیاوې په تدریجي ډول د هغه ښوونځي اړوند ادبي نښیرونو (اثارو) کې څرګندیږي. ټولنیز، سیاسي، اقتصادي یا کلتوري شرایط د ادبي مکتبونو په رامینځته کولو یا بدلون کې د نه منلو وړ اغیز لري. په بشپړ ډول بېلابېل ښوونځي نږدې په ورته وخت کې سره راټول شوي او د یو بل تر څنګ یې وده کړې ده.

په ټوله کې، نړېوال ادبي مکتبونه په هر وخت کې د ادب، هنر او ګډ ژوند د فلسفي لید توګو او نظریاتو پر بنسټ رامینځته شوي. که څه هم د هر مکتب ښکاره کېدنه په هر پېر او دوره کې د ټولنیز، سیاسي، ادبي، فرهنګي او زیاتره فلسفي فکر پایله ده، خو کله کله داسې هم شوي چې په یوه هېواد کې په یو وخت کې بېلابېل مکتبونه راڅرګند شوي او له یو بل سره څنګ په څنګ یې وده کړې او له ټولو توپیرونو سره سره هر یو خپل پلویان موندلي دي.

لنډه دا چې په پښتو ژبه کې د نړیوالو ادبي مکتبونو او ښوونځیو بنسټیزې قاعدې، آرونه، اصلي موضوع او اصول، او د هر مکتب عقایدو، موخو، اندونو او افکارو، لیدتوګو، شهکارونو، مهمو او ګټورو ادبي او هنري نښیرونو(اثارو) ته پوره او د پام وړ کار او په هر اړخیز توګه بشپړه پاملرنه نه ده شوې. همدا وجه ده، چې ما له ځان سره اندو فکر وکړ، زه باید د علم، ادب او فرهنګ له پېژندل شویو څېرو سره د دغو مکتبونو په تړاو بشپړې او هر اړخیزې مرکې جوړې کړم تر څو د نړېوال ادبي مکتبونو مینه وال او لوستونکي وکولی شي په جلا توګه د دغو نړېوالو ادبي مکتبونو له منځپانګې، پیغامونو او موضوعاتو څخه ارزښتمنه او اغېزناکه ګټه پورته کړي. یو له دغو علمي او ادبي څېرو څخه، چې ما ورسره د سمبولیسم مکتب په تړاو مرکه جوړه کړې ده، استاد پوهاند ډوکټور اجمل ښکلی دی. نوموړی د پښتو ادب په ډګر کې  ژبپوه، څېړونکی، ټولنیز او ادبي کره کتونکی، تکړه شاعر، ځوان، تاند او هڅاند لیکوال دی.

ښاغلی عبدالهادي هادي د ادب او فرهنګ په ډګر کې پېژندل شوی نوښتګر او مخکښ شاعر او تکړه لیکوال دی، چې د ده غزلیزه شاعري زموږ د هېواد په معاصرو شاعرانو کې څرګنده او روښانه بېلګه ده. د هادي صاحب په شاعرۍ کې د مینې او احساس پیغامونه او سپېڅلی رنګ، د ټولنیز ژوند عیني او رښتیني اړخونه په ډېر عالي او ظریفانه بڼه انځور شوې دي. دی په خپله ېوه لیکنه کې د استاد پوهاند ډوکټور اجمل ښکلي په تړاو داسې وايي:

((پوهاند ډاکتر اجمل ښکلی د افغانستان له هغو ځوانو اکاډیمیکو څېرو څخه دی چې په لږ عمر او کم وخت کې یې پښتو ژبې او ادبیاتو ته ډېر څه ورکړیدي. پوهاند دکتور پي ایچ ډي ښکلی، په ډېرکارو لیکوالو کې هغه نوم دی چې هم یې تحقیق ته اوږه ورکړې، هم یې تخلیق ته او په دواړو برخو کې د خپلو سیالو لیکوالو د کتار په سر سر کې روان دی، د هغه شعرونه او تخلیقات د پښتو د معاصر شعر داسې یو څپرکی دی چې که څوک پر پښتو شعر کار کوي نو له دې رنګین او ښایستوکي څپرکي په څنګ نه شي تېرېدای.

په ادبپوهنه کې د ښکلي صیب هڅې بېسارې دي او په ادبي څېړنو کې دی هغو افقونو ته ځیر دی او هغو برخو ته یې پام ور اړولی چې یا تر اوسه څوک نه دي پرې غږېدلي، او یا کم کار پرې شویدی. د پوهاند صیب ښکلي بل کمال دا دی چې خدای تعالی خوږ قلم او زړه راښکونکې ژبه ورکړېده، عموما په علمي او څېړنیزو لیکنو کې لیکوال د نثر هغه خوږلت نه شي ساتلی کوم چې په ادبي لیکنو(تخلیقاتو) کې یې ګورو خو د ښکلي صیب، څېړنیزو او پوهنیزو لیکنو کې هم نثر دومره خوږ وي چې لوستونکی یې په نیمایي کې نه شي پرېښودای.

د پوهاند ښکلي نسل د تجدد، تحول او نوښتونو هغه نسل دی چې  په ډېرو بدو او تاوجنو کلونو او وختونو کې یې پښتو تخلیق او تحقیق دواړو ته ساه ورکړه او پرې یې نه ښوده چې د اوښتون په دې مهم پړاو کې د پښتو برخه خواره وي.))

استاد پوهاند دوکتور اجمل ښکلی د «ننګرهار» د «کامې» د «بازیدخېلو» اوسېدونکی دی. د پلار نوم یې حسام الدین دی. دی پر (۱۳۶۲)لمریز کال کې د کامې په بازیدخېلو کې زېږېدلی دی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په پېښور، منځنۍ زده کړې په ننګرهار او لوړې زده کړې یې په کابل کې سر ته رسولې دي. اوسمهال دی د کابل پوهنتون د پښتو ژبې په برخه کې استاد دی. ده د خپل ژوند په اوږدو کې چې لا هم ځوان دی، تر اوسه پورې یې کابو د (شلو) شاوخوا نښیرونه (اثار) خپاره شوې دي، چې د ژباړې، ژبپوهنې، د شعر و شاعرۍ، ادبیاتو او نورو ټولنیزو موضوعاتو  نښیرونه(اثار) پکې شامل دي.

همداسې ښاغلی علم ګل سحر، چې د علم، شعر او ادب په ډګر کې پیاوړی لیکوال، مخکښ او هڅاند شاعر او تکړه کیسه لیکونکی دی. دی په خپله ېوه لیکنه کې د استاد پوهاند دوکتور اجمل ښکلي په تړاو داسې وایي:

((څو کاله د مخه په کابل کې د طنز په اړه سمینار و، د تدارک کمیسیون یې زما او څو نورو مشهورو لیکوالو نومونه د وینا والو په لست کې نیولي وو، راته ويې ويل چې د طنز په اړه یوه مقاله ولیکه. ما ورته وویل دا زه او څو نور چې په هره غونډه کې بر بر کیږو او ويناوې کوو تر دې به دا ښه وي چې زموږ پر ځای ځوانو لیکوالو ته وخت ورکړئ، ان شاالله تر موږ به ښې او نوې لیکنې وړاندې کړي. د ځوان ليکوال اجمل ښکلي او څو تنو نورو ځوانو لیکوالو نومونه مې ور کړل، هغوی هم په نه زړه ومنل. د سيمينار په ورځ ښکلي صاحب چې هغه وخت د کابل پوهنتون محصل و، د طنز په اړه داسې ښکلې او علمي مقاله واوروله چې زما غوندې لیکوال یې ممکن اوس هم په لیکلو بریالي نه شي.

ډاکتر اجمل ښکلی مبتکر شاعر، ليکوال، ژبپوه او ښه کره کتوونکی دی. ښکلي لږه شاعري یې کړې خو ښکلې شاعري يې کړې ده. د ادب، کلتور، ټولنپیژندنې او ژبنیو مسایلو په اړه په زړه پورې څيړنې او لیکنې کوي که خپلو مطالعاتو او څيړنو ته همداسې دوام ورکړي زموږ ژبې او ادب ته به لا ډیر څه ورکړي.))

ښاغلی استاد اجمل ښکلی هغه ځوان هڅاند لیکوال، ادیب، ژبپوه، پیاوړی کره کتونکی، پنځګر او څېړونکی دی، چې د لوړ فکر، ځواکمن استعداد خاوند شخصیت دی. د ده له څېړنېزو او تحقیقاتي علمي، ادبي او ټولنیز نښیرونو(اثارو)، او د پښتو ژبې، ادب، شعر و شاعرۍ په برخه کې  د ده له پنځونو، کره کتنو او څېړنو څخه څرګندېږي، چې تل یې هڅه کړېده خپلې څېړنیزې لیکنې او تحقیقاتي موضاعات او مسایل د ژورې پوهې او د کره کتنو او څېړنو د هر اړخیزو اصولو او مقرراتو، د څرګندو دلایلو او مستندو شواهدو او موادو پر منطق خپلو لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کړي.

استاد پوهاند دوکتور اجمل ښکلی هغه دروند، زړه سواندی، متواضع، خواخوږی، پاک او سپېڅلی شخصیت دی، چې په ملګرتیا او ټولنیز ژوند کې له خپلو ملګرو، دوستانو او یارانو سره ژوره مینه او اخلاص لري.

ښاغلی نذیر سهار هغه منلی لیکوال، رسنوال او شاعر دی، چې د ژورنالیستیکي هلوځلو تر څنګ د خبریالۍ په ډګر کې یې بېلابېل ارزښتناک او ګټور کتابونه لیکلي دي. د پښتو ادب، شعر و شاعرۍ په غوړېدا او ښېرازۍ کې یې اغېزناکه ونډه اخیستې ده. ده په خپله ېوه لیکنه کې د استاد اجمل ښکلي په اړوند داسې کښلې دي:

((اجمل ښکلی د پښتو کره کتنې، تحقیق، تخلیق او ژبپوهنې په برخه کې په ځوان نسل کې داسې څوک دی، چې د ناویلو د سپړلو ظرفیت لري. د هغه د بحث موضوعات، د څیړنې تګلار او د کره کتنې په برخه کې ځانګړي اسلوب، دی له نورو یو څه جلا کوي.

ښکلی هڅه کوي چې د ادبیاتو د تحلیل لپاره یوازې هنري او روایتي تګلارې نه، بلکې ساینسي او منطقي تګلارې هم وکاروي. نن موږ مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټل ادبیات لرو او زموږ ژبه او ادبیات ترې بې اغیزې نه شي پاتې کېدای. پخوا د ادبیانو او هنر یو ډول تعریف کېده، خو نن نړیوالتوب او ټکنالوژیکو بدلونونو ډېر تعریفونه بدل کړي دي. پخوا هنر د انسانانو ترمنځ د اړیکو یوه مهمه لاره ګڼل کېده، لیکوال او هنرمند بېل تعریف درلود، خو اوس د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره دا تعریفونه خپله بڼه تغییروي، ژباړې اتومات کیږي، مصنوعي ځیرکتیا شعر او لیکنې کوي، انځورګري او ګرافیکي چارې کوي، انلاین پلټونکي ماشینونه ډیجیټل کتابتوني پلټنې کوي، چې زماني واټن یې ثانیو ته راکم کړی، نو دا وضعیت او تغییر موږ له نومهالو غوښتنو سره همغږۍ او همګامه توب ته هڅوي او دې مسایلو ته د اجمل ښکلي په څېر ځوانې ادبي څېرې ځیرې دي.

د ښکلي د کره کتنې یو هدف دا دی، چې د لیکوال او لوستونکي ترمنځ په اړتیا متکي اړیکې په نښه کړي، د موضوع اوسمهالې اړتیا و ارزوي. دا باید زموږ د نومهالې کره کتنې بنسټ وي، ځکه په اوسنۍ ساینسي او ټکنالوژیکه نړۍ کې چې هرڅه د تغییر او بدلون په حالت کې دي، زموږ ادب، ژبه، ژبنۍ اړتیاوې، د بحثونو نوعیت او د پیغام د انتقال لارې، د مخاطبانو ډول، څرنګتیا او سلیقې د تغییر غوښتنه کوي. اجمل ښکلی دې مسالې ته ځیر دی او په خپلو لیکنو او څیړنو کې د دودیزو او نویو لارو یو ترکیب رامنځته کوي.

هممهاله له څو ژبو سره د هغه اشنايي هم د دې لامل ګرځېدلی، چې نړیوال او سیمه ییز ادب له نږدې ولولي.

په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې چې زه ښکلی تعقیبوم هرځل د هغه له خولې او قلم نه نوي څه اورم او لولم، په ځانګړې توګه پر داسې موضوعاتو چې په پښتو ادب او ژبه کې پرې ښايي ډېر تمرکز او کار نه وي شوی. د موضوع په انتخاب کې هغه ځانګړې وړتیا لري او ډېری بکر او ناسپړلي موضوعات را سپړي. د لیکوالۍ سټایل یې داسې دی چې لوستونکی له ځان سره تر پایه بیايي او اصلي موضوع ترې نه ورکیږي. نه اضافه غږیږي او نه مخاطب او لوستونکی بې ځوابه پرېږدي.

اجمل ښکلی د ریالېزم، کره کتنې، ژبپوهنې، ټولنیزو ذهنیتونو، فرهنګي تحول او ادبي تیوریو په اړه ګڼې لیکنې کړې دي، ګڼ کتابونه یې خپاره شوي. رياليزم، د ادبي کره کتنې محورونه، مانا لومړۍ ده که ګرامر؟، غير رسمي ژبه، ګواهي محوره پوهه، ادراکي ژبپوهنه، زموږ د کره کتنې ستونزې، فرهنګي تحول او موږ، د ژبې له څلور ګوټيز سره د ادب چلن، د ليکوالۍ بهرني شرايط، د نثر و شعر تخيل، کره کتنه او تاريخ، د شاعرۍ راوي او روايي شاعري  په لیکنو کې د ښاغلي ښکلي موضوعي تنوع او پراخ ادبي لید راښيي. د ده فکري تنده یوازې یو مشخص اړخ نه راسپړي، بلکې د مختلفو ژبنيو، ټولنیزو او فلسفي مسایلو شنلو ته هم ځیر دی.

د پښتو ژبپوهنې او کره کتنې په برخه کې د ښکلي کار په ځوان نسل کې د پاموړ او غالب دی.))

ګرانو دوستانو او مینه والو موږ به په دې مرکه کې له ښاغلي استاد اجمل ښکلي سره د یو لړ پوښتنو اښتنو له لارې داسې څه تر لاسه کړو، چې په ځانګړي ډول د ځوان ادبي او فرهنګي پښت لپاره به هم ګټور وي او هم په زړه پورې.

ګران استاد پوهاند ډوکټور اجمل ښکلی صاحب زما نیکې هیلې او پېرزوینې ومنئ. اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

ګران مسعود صاحب زه خپل سلامونه او پېرزوینې تاسې او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم او ستاسو په خدمت کې یم.

***

مسعود: تاسو ادب څنگه راپېژنئ؟ د نړۍ د اغېزمنو او ارزښت لرونکو پېژندل شوو پخوانیو ادبي نښیرونو(اثارو) او پېژاندو لیکوالو په اړه یې څه اند لرئ؟

استاد ښکلی: ادب ژبنی هنر دی، چې له ژبنيو نښو نه ادبي متن رامنځته کېږي، چې عاطفي، تخيلي او فکري بنسټ لري.

پخواني زموږ د ادب څلي دي. په خپل وخت کې يې هڅه کړې ده، چې پښتو ادبيات ته کار وکړي. کار يې مثبت اړخونه هم لري او منفي هم؛ خو مهمه دا ده، چې کار يې کړی او ښه کار يې کړی دی.

مسعود: ستاسو په اند کوم ډول نښیرونه(اثار) د ادبي نښیرونو(اثارو) او ادبیاتو په توګه وېشل کېدای شي؟ او دا راته ووایاست څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي نښیر (اثر) پنځولای شي؟

استاد ښکلی: هغه ادبي آثار چې هنري تومنه لري. مطلب دا چې جوړښت يې پر تخيل، عاطفه او فکر ولاړ وي او له عادي ژبې ناعادي شوی وي، چې دا آثار د جوړښت او محتوا له پلوه په ګڼو ډولونو يا ژانرونو وېشل کېږي، لکه نثر و نظم يا غنايي، حماسي او نور.

مسعود: وايي چې د ادب توکي عبارت دي له: خیال، احساس، اندېښنه، مینه او ټکر یا ''تضاد'' څخه، تاسو په دې اړه څنګه اندئ؟

استاد ښکلی: هو، اندېښنه او مينه هم په احساس يا په لږه پراخه مانا په عاطفه کې راځي. ممکن له ټکره مو مراد شکلي يا مانيز ټکر وي؛ خو زه به ستاسو پر خبرو يو څو خبرې ورزياتې کړم، چې خيال، عاطفي، فکر او موسيقي د ادب رغنده توکي دي؛ خو دا توکي په هر ادبي متن کې د کميت له پلوه يو ډول نه وي. په ځينو کې يو غالب او بل کم وي. په فکر شاعرۍ کې د فکر لاس بر وي؛ خو ممکن تخيل او عاطفه پکې څه نا څه تته وي.

مسعود: ستاسو په اند، د ادبیاتو د موخو او دندو، همداراز د ژمنو او نا ژمنو ادبیاتو او د ادبیاتو د نورو اړخونو په اړه که لږ څه رڼاوی ورکړئ؟

استاد ښکلی: د ادبياتو موخه د لوستونکي د ذوق خړوبول او فکر ورکول دي. په بله وينا، ټولنيزو واقعيتونو ته متوجه کول دي. ژمن او ناژمن ادبيات د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي توليد دی. هغه وخت چې سوسياليستي ايډيالوژۍ د ادبياتو پر التزام ټينګار کاوه او ناسوسيالسيتي رياليستي ادبيات يې بورژوايي ادبيات بلل. اوسمهال موږ يوازې ادبيات لرو، ژمن او ناژمن پکې مطرح نه دي.

مسعود: د ادبیاتو د وېش، د ژبې او ادبیاتو د اړيکو په اړه څه لید لرئ؟

استاد ښکلی: هره ښکارنده علم د درک په موخه د تحليلي مېتود له مخې وېشې. ادبيات هم د بېلابېلو معيارونو پر بنسټ بېلابېل ډولونه لري.

د ژبې او ادب د اړيکې په اړه بايد ووايم، چې ادبيات په ژبه کې هستېږي او دواړه سره ناشلېدونې اړيکه لري. ادبيات د کلمو مانا پراخوي.

مسعود: ژان پل سارتر(۱۹۰۵-۱۹۸۰) چې د شلمې پېړۍ له مخکښو پنځونکو،  مخورو او مهمو فیلسوفانو او اندیزو څخه وو، دغه تکړه لیکوال د خپلو نوموتو نښیرونو (اثارو) تر څنگ د (ادب څه شی دی؟) په نوم یو نښیر (اثر) هم کښلی دی او دا کتاب د لمړي ځل لپاره پر(۱۹۴۸)زېږدیز کال کې خپور شو. ستاسو په اند سارتر د ادب او ادبیاتو د ارزښت، ژمنتیا او پازوالي(مسوولیت) په اړه څه لید درلود.

استاد ښکلی: د سارتر ليدلوری د خپل وخت او خپل تفکر زېږنده دی. نوموړي هڅه کړې، چې د سوسياليستي او ناسوسيالستي ليدلوري ترمنځ يوه همغږي رامنځته کړې؛ نو له نثر نه د ژمنتيا او له شعر نه د ښکلا هيله لري.

مسعود: د تمدن، فرهنگ، هنر او کلتور د وییو(اصطلاحاتو) د پېژندلو(تعریفولو) په اړه څه ډول اندئ؟ ادبي ټوټې، ځېلونه (ژانرونه) څنګه ارزوئ؟

استاد ښکلی: تمدن، فرهنګ او هنر نومونې مختلفې دي. تمدن د انسان د مادي او معنوي تحول زېږنده دی او دا تحول د ټولو علومو په برکت رامنځته شوی. فرهنګ د يو ټولنې د وګړيو د ژوند تېرولو او د ژوند په اړه د فکر کولو لاره او روش دی. هنر له فرهنګ سره ژوره اړيکه لري. هنر تمدن پياوړی کوي او برعکس مدنيت د هنر ايجاد ته لار جوړوي.

اوس به راشو د سمبولیسم مکتب ته:

مسعود: تاسو سېمبول، چې په نړیوالو شهکارونو او لویو شعري اثارو کې خپل ځانګړی ځای لري او سیمبولیک نښیرونه (اثار) په تېره بیا په ژبه، ادب او شعر کې څنګه راپېژنئ (تعریفوئ)؟

استاد ښکلی: د سېمبول نومونه يوه عامه نومونه ده، چې په ګڼو علمي حوزو کې د نښې په مانا کارېږي؛ خو په ادبيات کې له تشبيه او استعارې سره په توپير هغه نښه چې ګڼ مدلولونه ولري، سېمبول ګڼل کېږي؛ نو کوم ادبي اثر چې ګڼ سېمبولونه ولري يا سېبموليکه فضا ولري، سېمبوليک اثر ګڼل کېږي.

مسعود: تاسو د سمبولیسم ښوونځی، چې یو ادبي او هنري مکتب دی څنګه راپېژنئ او ارزوئ، کوم چې د (۱۹)مې پیړۍ په پای او د (۲۰)مې پیړۍ په پیل کې په اروپا او امریکا کې مشهور شو. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ شو او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک ول؟

استاد ښکلی: د سېمبوليزم ادبي مکتب د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې په فرانسه کې راوټوکېده او هلته شارل بودلير او ميلارمه په آثارو کې د مکتب په توګه رامنځته شو. که څه هم د سېمبولونو کارونه د بشر په لرغوني تاريخ کې ريښه لري او زموږ عرفاني ادبيات په اصل کې پر سېمبولونو ولاړ دي؛ خو د نولسمې پېړۍ د غربي سېمبوليزم او زموږ د عرفاني سېمبوليزم ترمنځ بلها توپيرونه دي.

مسعود: «اناتول فرانس» چې فرانسوی لیکوال، شاعر، کره کتونکی او منتقد دی وایي: چې سمبولیسم «نه د څه شي توصیف کوي او نه د څه شي نوم اخلي». او همداسې د ځینو لیکوالو په ګروهه سمبولیزم یو ادبي خوځښت دی، چې نه توضېح کېدونکی، توضېح کوي. تاسو د اناتول فرانس او نورو لیکوالو د خبرو په تړاو څه لید لرئ؟

استاد ښکلی: سېمبول داسې يوه نښه ده، چې دال او مدلول سره پيوستوي؛ نو د يوه څه نوم نه اخلي، بلکې له نورو نښو په مټ لوستونکی يوې مانا ته رسوي؛ نو د اناتول فرانس خبره د سېمبوليزم په اړه دقيقه ده.

مسعود: تاسو د سمبولیسم د ښوونځی بنسټیزې قاعدې، آرونه، اصلي موضوع او اصول، او د سمبولیستانو عقاید، موخې، اندې، لیدتوګي او مهمې ځانګړتياوې څه ډول ارزوئ؟

استاد ښکلی: سېمبوليستانو د رياليستي ادبياتو په اړه فکر کاوه، چې دوی د يوه څيز نوم اخلي او په دې ډول هنر په متن کې ختم شي. د دوی په اند، هنر دا دی، چې مستقيم څه ياد نه کړو، بلکې په پردو کې يې ونغاړو، ځکه د انسان رواني لاشعوري غوښتنې چې خپرې ورې وي، په مستقيم ډول نه وړاندې کېږي؛ نو سېمبولونو ته اړتيا ده او له همدې امله سېمبوليستانو سېمبولونو ته مخه کړه.

مسعود: ویل شوې دي: د سمبولیزم مخکښان، «شارل بودلر، فرانسوي لیکوال او شاعر»، «ستفان مالارمه، فرانسوي شاعر، ښوونکی، کره کتونکی او منتقد» او «پل ورلن، فرانسوي لیکوال او شاعر» ول. بودلر د سمبولیزم د ښوونځي بنسټ اېښودونکی او یو له مخکښو لیکوالو او ادیبانو څخه وو، مالارمه شعر ته سمبولیک او رمزي بڼه ورکړه او ورلن د شعر عنعنوي قیود مات کړل. مهرباني وکړئ د دې لیکوالو د اند و واند او عقایدو او نامتو اثارو په اړه لنډه رڼا واچوئ.

استاد ښکلیپه فرانسه کې د سمبوليزم د مکتب دوه نوميالي شاعران تېر شوي، چې یو بودلير او بل مالارمى دى. بودلير پر ١٨٢١ز په پاریس کې پيدا شو او پر (١٨٦٧)ز کې هملته ومړ. دى د فرانسې په لويو شاعرانو کې راځي. په(١٨٤٠)ز  کې د حقوقو محصل و او په همدې وخت کې په افيومو راواووښت او د سفلس په ناروغۍ اخته او په ځوانۍ کې ومړ. د پيسو په کار کې يې لاس ډېر خلاص و، ډېر فيشني و، پاکې جامې يې خوښېدې، کور یې له سامانه ډک و. له يوې فرانسوي مېرمنې سره يې يوه ادبي ټولنه جوړه کړه او په همدې وخت کې يې Black Venus(توره زهره) نامه د شعرونو ټولګه چاپ شوه. بيا يې د The Flower of evil(د شرارت ګل) په نامه ټولکه راووته. بودلير د خپلو ژوند پېښو په ادغام يو ناول هم ليکلى. پر دې سربېره يې د ادګار الن پوه د ليکنو ژباړې وکړې او نقد يې پرې وليکه. وايي، چې دا ژباړې په فرانسوي کې د کلاسيک رتبه لري.

پر(١٨٥٢)ز بودلير اپولوني سره مخ شو او بيا White Venus(سپينه زهره)یې وليکله. بله ټولګه يې د Greeneyed Vnus(شنه زهره) په نامه ده.

بودلير د خپلې شاعرۍ له امله يو ځل زندان ته هم لاړ او داسې يې خپله بې قدري احساس کړه. د بودلير آثار د ده په ژوند څه چاپ نه شول او چې کوم چاپ شول، هغه چا دومره ونه لوستل؛ خو وروسته يې چې خلکو اثار ولوستل؛ نو پوه شول، چې بودلير د ناويلو احساساتو څومره لوى شاعر دى. بودلير د سمبوليستانو په سرخېلو کې راځي. دلته يې د يوه نظم پښتو ژباړه وړاندې کېږي:

فطرت جومات غوندې دى

چې په مبهمه خوله خبرې کوي

او په الفاظو کې يې

د سمبولونو يو ځنګل جوړ دى

چې څوک تېرېږي له دې

نو سمبولونه ورته

په اشنا سترګو ګوري

له يوه لرې ځاى راځي ازانګه

او په سپين سترګو تاريکو کې ورکه

د ورځې سپين او د شپې ځلنده مخ

خوشبويۍ، رنګ او څېره يو بل سره

په مجلسونو، په خبرو کې ورک

دا خوشبويۍ د ماشومانو د پوستکي غوندې

تازه، نازکه، پستې

او له شپېلۍ د راوتونکي اواز

په څېر له خوند، له ترنمه ډکې

د چمنونو غوندې شنې لګېږي

او له دې بل پلوه

تور عملونه، اميران بريالي

خواره واره بې شمېره ډېر شيان

لکه عنبر، مښک او مرهم چې وي یوځاى پراته

حواس او روح مې له خوند ډکې نغمې

وايي داسې

 

مسعود: ویل شوي دي: د سمبولیسم ادبي او هنري خوځښت د (۱۸۸۰) زېږدیز کلونو په شاوخوا کې د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې منځ ته راغی، چې نوموتي استازي یې «ورلن»، «رمبو»، «مالارمه» او موري آدي ول. خو د ځینو په ګروهه «بودلر» او «ادګارالن پو» د سمبولیسم مخکښان دي. مهرباني وکړئ د دې لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د اند و واند او عقایدو او نامتو اثارو په تړاو لنډ مالومات راکړئ.

استاد ښکلی: د بودلير په اړه مو پاس خبرې وکړې، ادګار الن پو په اصل کې د نولسمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي شاعر او ليکوال او کره کتونکی دی، چې له رومانتسيزم سره يې ژوره اړيکه درلوده؛ خو د سېمبولونو له کارونې سره يې هم لېوالتيا وه، چې په آثارو کې يې دا سېمبوليکه ځانګړنه ښکاري او له همدې امله ځيني ادبپوهان فکر کوي، چې د سېمبوليستانو پر شاعرۍ د الن پوه ژور اغېز و.

مسعود: ستاسو په اند د سیمبولیکو اشعارو موخه او دنده څه ده؟ ویل کېږي: په فرانسه کې لومړي ازاد شعرونه پرته له دې چې د «والټ ویټمن ۱۸۱۹- ۱۸۹۲» امریکایي شاعر د شعرونو په اړه پوه شي د شاعرانو له خوا رامینځته شوي. لومړی ازاد شعر په (۱۸۸۶م) زېږدیز کال کې د «ارتور رمبو» لخوا لیکل شوی ؤ.

ورپسې نورو شاعرانو هم آزاد شعرونه ولیکل. د آرتور او نورو شاعرانو د آزاد شعر د لیکلو موخه څه وه او دوی ازاد شعر له عروضي شعر سره څه ډول پرتله کوو؟

استاد ښکلی: په اصل کې د سېمبوليستانو ادعا دا وه، چې څرنګه شاعري له محدودو قالبونو، وزنونو او وييزېرمې ازاده کړي. ازادي د سېمبولېزم د مکتب يو شعار و، چې په هر ډګر کې يې پلی کړی و، له قافيې او وزنه ازادي او يوازې د داخلي موسیقۍ په مټ شاعري د دوی په ګڼو ټولګو کې ليدلای شو.

له عروضي شعره زموږ مراد تر ډېره په عربي وزنونو ليکل شوي نظمونه وي؛ نو په غربي ژبو لکه فرانسوي او انګليسي او نورو کې چې ژبې مختلفې وې، د وزن سيستمونه يې هم سيلابيک او تونيک وو، ځکه نو دا ممکنه وه، چې له دې وزنونو ازادي واخيستل شي او د ژورو کيفيتونو د وړاندې کولو لپاره يوازې له داخلي موسيقۍ کار واخيستل شي.

مسعود: ویل شوې دي: چې فرانسوي سمبولیسم هغه خوځښت او حرکت وُ، چې د نورو هیوادونو لیکوال او شاعران یې هم اغیزمن کړل. که په دې اړه لنډه رڼا واچوئ.

استاد ښکلی: دا خبره بېخي سمه ده، د نولسمې پېړۍ  په وروستيو او شلمې پېړۍ په لومړيو کې انګليسي ته هم راغی او د ټي ايس ايليټ غوندې مشهور شاعر او تيوريسن ترې په خپلو آثارو کې استفاده وکړه.

مسعود: «ادګار الن پو» امریکایي شاعر، کره کتونکی،  او داستان لیکونی وو. د نوموړي په آثارو کې هماغه د فرانسوي سمبولیستانو مهمې ځانګړتیاوې له ورایه ښکاري. د « ادګار الن پو » د ژوندو ژواک، ادبي - فرهنګي شخصیت او نامتو اثار په اړه ستاسو پېژندگلوۍ څه ده؟

استاد ښکلی: الن پو په (۱۸۰۹)ز کال کې په بوستن کې وزېږد او په (۱۹۴۹)ز کې مړ شو. د نوموړي د شعرونو لومړۍ ټولګه په (۱۸۲۷)ز کې د "ګوډ تيمور او نور شعرونه" په نامه خپره شوه. تر دې وروسته يې ګڼ شعرونه وويل؛ خو په کم عمرۍ کې مړ شو، چې له همدې امله يې ډېر شعرونه و نشو ويلای. ادګار الن پو رومانتسيزم او سېمبولېزم سره يوځای کړل. د خپلو احساساتو د لېږد لپاره يې نوې شعري ژبه جوړه کړه او له همدې امله يې ګڼ شاعران اغېزمن کړل.

مسعود: تاسو د سمبولیسم د بنسټیزو او مهمو اصولو او ځانګړتیاوو په رڼا کې د «ادګار الن پو» عقاید، اندونه او افکار د «مالارمه» او «ورلن» له اندونو ،افکارو، لید توګو او عقایدو سره څه ډول پرتله کوئ؟

استاد ښکلی: ادګار الن پو يو رومانتيست سېمبوليست شاعر دی؛ خو مالارمه او بودلير بيا سوچه سېمبوليست شاعران دي، چې د احساساتو پر ځای کيفيتونو ته اهميت ورکوي او په شاعرۍ کې څپاند احساسات نه، بلکې رواني کيفتونه جاري دي.

مسعود: ستاسو له لیده، ولې لیکوال په ادبیاتو کې په بېلابېلو هنري او ادبي ځېلونو (ژانرونو) کې سمبولونه کاروي؟ تاسو په هنري ادبیاتو کې، په تېره بیا شعر کې د سیمبول ارزښت، اهمیت، ځای او ایجاد څنګه ارزوئ؟

استاد ښکلی: په ادبياتو کې د سيمبولونو د کارونو دوه دليله کېدای شي، يو دا چې ليکوال او شاعر فکر کوي، چې يوازې سېمبوليک اصيل ادبيات دي او دويم دا چې د دوی په فکر ځينې لاشعوري غوښتنې دي، چې هغه په مستقيمه ژبه نه ويل کېږي، ځکه نو شاعران اړ دي، چې په سېمبولونو کې يې ووايي. د دوی په اند، په دې ډول شاعري د شاعر له روان سره سيده اړيکه پيدا کوي.

په شاعرۍ کې هم ورته خبره ده. په شاعرۍ کې دا ممکنه ده، چې موږ له سېمبولونو استفاده وکړو او لوستونکو ته د ګڼو تعبيرونو امکان برابر کړو.

مسعود: د سمبولیسم او سمبولیستانو اغېز د ختیځ پر ادبیاتو څه ډول ارزوئ؟

استاد ښکلی: په ختيځ کې له ډېر پخوا نه سېبموليکه شاعري موجوده ده؛ خو په شلمه پېړۍ کې اسلامي او شرقي دنيا ته د غرب سېمبوليزم هم راغی او په ايران کې يې نيما يوشيج او ورپسې تر سهراب سپهري او شاملو پورې ګڼو شاعرانو وپاله، همداسې په هند کې ثناء الله ميراجي او ن م راشد سېمبوليکه شاعري وکړه او د حسن کوزه ګر غوندې مشهور شعرونه يې وويل.

مسعود: په افغانستان کې په پښتو کلاسیکه مدونه او شفاهي شاعرۍ کې د سیمبولونو آګاهانه کارونه دود وه او پښتنو شاعرانو سیمبولونه ایجادول. خو تاسو په معاصره شاعرۍ کې د سمبولیسم د لویدیځ مکتب نښې څه ډول ارزوئ.

استاد ښکلی:د پښتو په شاعرۍ کې له پخوا نه د سېمبولونو کارونه دود وه؛ خو د معاصر سېمبولېزم اغېز موږ د استاد مجروح په ځانځاني ښامار، د غني په شاعرۍ، د هاشم بابر په شعرونو او نورو کې ليدلای شو. مثلا د شاه نواز باقر په شعرونو کې هم ګڼ شمېر سېمبولونه وينو، چې غزلونو ته يې مخه کړې.

مسعود: په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال بابا، کاظم خان شیدا او حمید مو شګاف هغه شاعران دي چې کلاسیک سمبولستان یې بللی شو، تر دوی ور ها خوا رحمان بابا، دولت خان لواڼي او روښاني غورځنګ متصوف شاعران د ګڼو سیمبولونو کاروونکي دي. مهرباني وکړئ د دغو شاعرانو په شعرونو کې د سمیبولیسم د مکتب اغېز او د سیمبولونو رنګارنګ او بېلابېلې بېلګې راته په ګوته کړئ.

استاد ښکلی: زه فکر کوم لومړيو ته به هم سېمبوليستان ويل ګران وي، ځکه چې هغوی شعوري ناشعوري له ځينو سېمبولونو استفاده کړې. د کميت له پلوه يې د شاعرۍ لويه برخه سېمبوليکه نه ده؛ نو په معاصره مانا يې سېمبوليستان نشو بللای.

دويمه ډوله شاعران له رحمان بابا پرته، چې د سېبمولونو څرک پکې نه ښکاري، دا نور د روښان د عرفاني مکتب پيرو شاعران دي، چې په شعرونو کې له شرقي عرفاني سېمبوليستۍ له ځانګړنو سره سمې ځانګړنې ليدل کېږي.

مسعود: په فولکلور او ولسي شاعرۍ کې لنډۍ تر ټولو غوره سیمبولیک فورم دی. که په دې اړه لنډه رڼا واچوئ او څو بېلګې یې راته ولیکئ.

استاد ښکلی: هو، په لنډيو کې دوديز سېمبوليزم وينو او دا هغه لنډۍ دي، چې له انساني روان سره اړيکه لري او هيلې، نهيلۍ او نور پکې راښکاره کېږي. ځينې د "تر نيمې شپې پورې رانغلې/ اورونه مړه شول، اوس ايرو ته ناسته يم" لنډۍ کې هم لاشعوري جنسي غوښتنې وينې.

مسعود: په معاصرې پښتو شاعرۍ کې د سیمبولونو نوښت، هنري ښکلا، د مینې، ښایست او بدلون خبرې، مفاهیم او اصطلاحات، نوي انځورونه او سیمبولونه د استاد بینوا، استاد ګل پاچا الفت، استاد خادم، استاد پژواک، استاد مجاور احمد زیار، سلیمان لایق، بهاالدین مجروح، استاد حبیب الله رفیع او په پښتونخوا کې د غني خان او حمزه شینواري او همداسې نورو شاعرانو او ادیبانو په شعرونو او داستاني اثارو کې څه ډول ارزوئ. د دوی د سیمبولیکو اشعارو او اثارو د بېلګو په تړاو لنډه رڼا واچوئ.

استاد ښکلی: د دې هر شاعر او ليکوال په پنځونو کې سېمبولونه وينو او زه فکر کوم، چې د هر يوه په اړه يو کتاب ليکل کېدای شي.

مسعود: د سیمبولیستو شاعرانو په منځ کې د ارواښاد اسحق ننګیال، عبدالباري جهاني، درویش دراني، رحمت شاه سایل، عارف خزان، پیرمحمد کاروان او ګڼ شمېر نورو په سیمبولیکو شعرونو کې د نوښتونو او نويو سیمبولونو ایجاد او دودول د پام وړ دي. مهرباني وکړئ د دغو نوموړو د سیمبولیکو اشعارو او اثارو د بېلګو په تړاو لنډه رڼا واچوئ.

استاد ښکلی: دې ټولو ته سېمبوليست شاعران نشو ويلای؛ خو د ننګيال، دروېش، خزان او کاروان په شاعرۍ کې نسبت نورو ته سېمبولونه ډېر دي. د دروېش د "ناورين پسې ناورين" اثر او د کاروان د "چنار خبرې کوي" غوندې نظمونه يې ښې بېلګي دي. دروېش د انسان لرغون بېلګې په ښه ډول وړاندې کړې دي، چې لاشعوري ځانګړنې هم پکې وينو.

مسعود: تاسو د نړۍ د نوموتو او پېژندل شویو سیمبولیسانو او  د سیمبولیکو آثارو پېژندنه او ژباړه  په پښتو ژبه او په پښتو ادبیاتو کې د  نامتو او نوښتګرو سیمبولیستانو او د دوی د سیمبولیکو اثارو پېژندنه په نړېوالو ژبو په تېره بیا انګلیسي ژبه  کې څه ډوال ارزوئ؟

استاد ښکلیدا ژباړه ښه ده؛ خو په هغه صورت کې چې په پښتو کې مانا ولري، ځکه سېمبولونه فرهنګي بنسټ لري. ځينې سېمبولونه چې له زمان او مکان نه وايستل شي، مانا يې زيانمنه شي.

مسعود: تاسو د انځورونو، تشبیهاتو او استعارو اړیکې له سیمبولونو او په تېره بیا نوي سیمبولونو سره څه ډول ارزوئ؟ په دې برخه کې څو بېلګې راته په ګوته کړئ؟

استاد ښکلی: په تشبيه کې دواړه اړخونه يادېږي.په استعاره کې يو اړخ ذکر کېږي؛ خو په سېمبول کې د استعارې پر خلاف لفظي قرينه نه وي، چې لوستونکی يې په اسانه مدلول يا مانا ته ځان ورسوي، بلکې قرينه عقلي وي، چې له لوستونکي نه، خواري غواړي.

مسعود: ویل کیږي: « د فکر له پلوه سمبولیسم  د هغې ایدیالیستي  فلسفې تر اغېز لاندې ؤ، چې له میتافزیک څخه یې ابهام اخیست او په (۱۸۸۰) کلونو کې اوج ته رسیدلې وه، د شوپنهاور عجیبې بدبینۍ پر سیمبولیستو شاعرانو اغېز وکړتاسو د فلسفي عقایدو او افکار په رڼا کې په دې اړه  څه لید لرئ؟

استاد ښکلی: د واقعي ژوند په اړه د سېمبوليستانو د بدينۍ ريښه د همدغو فيلسوفانو په آثارو کې ليدل کېږي. دوی غوښتل چې د واقعي ژوند پر ځای خپله داخلي نهيلي په خپلو آثارو کې انځور کړي.

مسعود: «زیګموند فرویډ» د اروا پوهنې نامتو او پېژندل شوی پوه او «کارل ګوستاویونګ» فیلسوف او د ارواپوهنې ډاکټر په خپلو اثارو کې د ارواپوهنې په برخه کې له سمبولیسم څخه ډېره ګټه پورته کړې ده. تاسو د ارواپوهنې او فلسفي افکارو او عقایدو په رڼا کې  د سمبولیسم او ارواپوهنې په برخه کې د دوی عقاید، اندونه او لید توګي څه ډول ارزوئ؟

استاد ښکلی: د فرويډي ارواپوهنيز مکتب پر سېمبوليزم اغېز درلوده، ځکه د لاشعور غوندې نومونې د همدې مکتب زېږنده وې او فرويډ د خوب او شاعرۍ د سېمبولونو پر اروايي اړخ ګڼې خبرې لري، چې سېمبوليستانو ترې استفاده کړې ده.

مسعود: د سمبولیسټانو په آثارو کې د افسانوي، اساطیرو او تاریخي کرکټرونو او شخصیتونو، ملي او مذهبي اتلانو کارول خورا زیات دي. دوی دا شخصیتونه د خپلو خیالونو، تصوراتو د څرګندولو لپاره کارولي دي، لکه: زړورتیا، عدالت، کمال، هویت، اصليت، لیوالتیا او داسې نور... تاسو د سمبولیستانو د دې کار اهمیت ارزښت او اغیز څه ډول ارزوئ؟

استاد ښکلی: په سېمبولونو کې هم فردي او هم ټولنيز لاشعور وړاندې کړی؛ نو افسانې، اسطورې او حماسې د ټولنيز لاشعور د لرغون بېلګو سرچينې دي، چې د سېمبوليستانو لپاره مهمې دي.

مسعود: ویل کېږي: چې د سمبولیزم ښوونځی پر اکسپرسیونیسم  او سوریالیسم ، چې دوه راتلونکي خوځښتونه ول ډېر اغېز پرېیښی دی. تاسو په دې تړاو څنګه اندئ؟

استاد ښکلیسور رياليزم او اکسپرسيونيزم دواړه د سېمبولېزم د افراط له امله رامنځته شوه، چې سورريالېزم يې له اروايي اړخه اغېزمن شو او اکسپرسيونېزم يې له ژبني طرزه اغېزمن شو.

مسعود: تاسو د سمبولیسم د مکتب د زوال او د له منځه تللو لاملونه، انګیزې او اصلي عوامل څنګه ارزوئ؟

استاد ښکلی: سمبوليستانو د سمبول په توگه د کلمې د کارولو لپاره معيارونو ته چندان پام ونه کړ، بې له مشابهت و مناسبته يې هره کلمه هر شي ته د سمبول په توگه وکاروله، چې دې يې په کلام کې ابهام پيدا کړ.

سمبوليستان وايي چې سمبول تکرار شي، په نښه يا ساين واوړي او د مانا درک يې لکه اوبه اسانه شي. بيا ورته سمبول نه وايي. سمبول هغه دى چې مانا پکې پټه وي، هله رمز  هله سمبول دى.

د ادب موخه د مفهوم انتقال يا تبليغ دى. سمبوليزم چې د تبليغ وصراحت پرخلاف و، ډېر ونه پاييد، ژر يې مرگ خوله په خاورو ورټپه کړه.

په مینه او درنښت: انجنیر عبدالقادرمسعود

 


سید عبید الله نادر

هوش اگر باشد کتاب و نسخه ای درکار نیست
چشم وا کردن ، زمین و آسمان فهمیدن است
بیدل 
دو شعر حضرت بیدل در وصف بهار که به بهانه ای بهار نکات خیلی آموز نده ای را برای اهل معرفت می رساند : 
و این نوشته صاحبدلانه روی این دو شعر حضرت بیدل را ، تقدیم به دوستداران حضرت بیدل  می کنم ،
حضرت ابوالمعانی بیدل ، درین دو شعر خود البته از دید و نظرِ شخصی خودم، خیلی نکته های را که آموزنده و زیبا است،و برای اشخاص عادی هم تا حدی قابل فهم است، و یا شاید تا حدی مشکل هم نباشد، از دنیای فانی را با نصیحت و پند های دیگر،و اشاراتی به سست بنیادی دنیای فانی و هم زیبایی های از جلوه های بهار را که اهل دل درک می کنند ، و از نالیدن بلبل و راز محبت بلبل با گل را که اهل دل می شنوند ، و آنرا احساس می کنند ،و از آن نکته ها می گیرند ، و می اموزند به آن اشاره می کند،چنانی که عرفی ګوید:
آن دل که پریشان شود از نالهء بلبل
در دامنش آویز که با وی خبری هست
عرفی
و هم بیداری سبزه از خواب غفلت و چندین نکته آموزنده دیگر را، به بهانه ای توصیف از بهار، درین دو شعر خود گنجانیده ، که هردو شعر را شریک ساختم ،که در تحت این نوشته آنرا مطالعه خواهید کرد،نکاتی را حضرت بیدل برای اهل ذوق میرساند ، که هر انسان صاحب هوش را متفکر می سازد، ، و خواننده را متعهد می سازد که به درک ان عمیق تر فکر کنند، این نکات را درین دو شعر به بسیار زیبایی می آورد ، که خیلی زیباست ، و خیلی استادانه هم به‌پیش رفته، وهمچنان از گفتار حضرت بیدل چنان بر می اید .که بوستان و گلستان سعدی را که حاوی حکایات پند آموز برای اراکین دولتی و حکام زیاده تر در نظر گرفته شده بود و حال هم است ،آنرا خوانده، چنانچه در شعر اول از جمله دو شعر شریک شده، در آخر شعر اول در یک بیت چنین می فرماید :
از گل و سنبل به نظم و نثر سعدی قانعم .....
. این معانی در گلستان بیشتر دارد بهار 
...... معنی اینکه گلستان وبوستان حضرت سعدی را خوانده ، و هم میرساند که با وا کردن چشم دل اسرار بهار را می توانیم درک کنیم،ویا اسرار و درس که بهار میدهد انرا درک و احساس کنیم،
چشم واکن رنگ اسرار دگر دارد بها ر
آنچه در وهمت نگنجد جلوه گر دارد بها 
ساعتی چون بو ی گل از قید پیراهن برا
از تو. چشمِ آشنایی ،آنقدر دارد بهار 
، و انچه از عبرت و اسرار که در وهم ما هم نمی گنجد ، بهار آن را جلوه میدهد ، و فاش می کند ،و میگوید: یعنی هر جلوه بهار از دید ګاه حضرت بیدل عبرت و پند ګرفتن است ، در جلوه های بهار صنعت خالق هستی را می بینیم ،حضرت بیدل درین شعر خود احساس بیداری . پند ګرفتن را از بهار توصیه می کند ، چنانچه در یک بیت این دو غزل چنین می فرماید: 
لاله داغ و گل ګریبان چاک و بلبل نوحه گر
غیرِ عبرت زین چمن دیگر چه بر دارد بهار 
و تأکید می کند که در جلوه های بهار بیرون از درس عبرت برای اشخاص صاحبدل و صاحبِ فهم دیګر چیزی نیست، که اشخاص صاحبدل آنرا می بر میدارند 
و در بیت دیگر می ګوید:
ساعتی چون بوی گل از قید پیراهن برآ
از تو چشمِ آشنایی آنقدر دارد بهار 
...... یعنی ساعتی از کبر و غرور حسد و کینه کدورت و هر زشتی ها و پلیدی هاو بدی های که هست بیرون شو ، و از تعصب هم دوری گزین ،در آنصورت می توانی مظاهر طبیعت و زیبایی بهار را به چشم دل ببینی ، و اینکه بهار برای بیننده گانی که با دیده ای باز می نگرند ، چه پیغام دارد و چه میرساند ، آنرا تماشا کنی، و هم درسی از بیداری و فنا را درین شعر میرساند. و می ګوید و این توقع را بهار از تو دارد ، 
بی فنا نتوان گلي زین هستیِ موهوم چید
. صفحه ای ما گر زنی آتش شرر دارد بهار
.و یا درین بیت : 
سیرِ این گلشن غنیمت دان که فرصت بیش نیست
در طلسمِ خندهء گل بال و پر دارد بهار
...... طلسم خنده گل که ان هم فرصتی بیش نیست پیغام بسیاربیدار کننده‌‌ ای از سست بنیادیِ دنیای فانی دارد‌، و درین آیینه انرا زیبا نشان میدهد ،یعنی با چشم باز نکاتی عبرت انگیزی را اشخاص صاحبدل به خود از جلوه های بهار را که حضرت بیدل درین دو شعر خود تصو.یر کشی می کند می‌گیرند‌، و یا به‌عبارت دیگر درک می کنند . ویابیدل تا کید نموده که به آن متوجه شـوند ،
در همین دو شعر در همین بیت ها شهکار دارد 
و این بیت دیگر هم خیلی زیباست :
رنگ دامن چیدن و ،بوی گل از خود رفتن است
هر کجا گل می کند،برگ سفردارد بهار
جلوه تا دیدی نهان شد،رنگ تا دیدی شکست
فرصت عرض تماشا اینقدر دارد بهار 
و در بیت های دیگر 
کهکشان هم پایمال موجِ طوفانِ گل است
سبزه را از خوابِ غفلت چند بردارد بهار 
از صلای عیشِ انجمن غافل مباش
پاره های چند ، بر خون جگر دارد بهار 
و یا درین دو بیت
چشم تا وا کرده ای، رنگ از نظر ها رفته است
از نسیم صبح، دامن بر کمر دارد بهار
از خزان آئینه دارد صبح، تا گل می کند
جز شکستن نیست رنگ ما ، اگر دارد بهار
گرچه در اشعار دیگر در بیت های خیلی عالی دیگر راجع به سست بنیادۍ و بی وفایی دنیای فانی و در آئینه یې که باید خزان عمر خود را ببینیم خیلی عالی تصویر کشی نموده،تا صبح ګل می کند ،آئینه که نشان دهنده خزان عمر است در دست دارد ،و این هم اشارات مشابه درین چند بیت راجع به سست بنیادی دنیای فانی و
اشاراتی زیبا ،هم دارد ، مانند :
یک قدم راهست بیدل از تو تا دامان خاک
بر سرِ مژگان چو اشک استاده ای هوشیار باش
....... ..... و یا اینکه:
اشک یک لحظه به مژگان بار است 
فرصت عمر همین مقدار است ، 
و یا درین شعر خود که سست بنیادی دنیا فانی را در خطاب به سحر در شعر خود به گوش صاحبدلان را به چه زیبایی می رساند،
ای سحر بر گیر و دار جلوه هستی مناز
این تجمل تا دمِ دیگر پریشان می شود
بیدل 
یعنی در بهار و دیدن بهار به گفته حضرت بیدل کیفیت صنعت خداوند نهفته است ، از ان روست که در جای خطاب به زاهدان ریا کار و غافل و منکر از مظاهر الهی را که خود را در خلوت ګوشه نشین ساخته اند ،و در حق بینایی هم جفا می کنند ،چنین می فرماید:
تو ای زاهد مکن چندین جفا در حق بینایی
برا ! از خلوت و، کیفیت صنع خدا بنگر
بیدل 
و ان دو شعر و یا دو غزل بیدل که در بالا ذکر شد این است
چشم واکن رنگ اسرار دگر دارد بهار
آنچه در وهمت نگنجد جلوه گر دارد بهار
ساعتي چون بوي گل از قيد پيراهن برا
از تو چشم آشنائي آنقدر دارد بهار
کهکشان هم پايمال موج طوفان گلست
سبزه را زخواب غفلت چند بردارد بهار
از صلاي رنگ عيش انجمن غافل مباش
پاره هائي چند بر خون جگر دارد بهار
چشم تا واکرده ئي رنگ از نظرها رفته است
از نسيم صبح دامن بر کمر دارد بهار
بي فنا نتوان گلي زين هستي موهوم چيد
صفحه ما گر زني آتش شرر دارد بهار
از خزان آئينه دارد صبح تا گل ميکند
جز شکستن نيست رنگ ما اگر دارد بهار
ابر مي نالد گر اسباب نشاط اينچمن
هر چه دارد در فشار چشم تر دارد بهار
از گل و سنبل بنظم و نثر سعدي قانعم
اينمعاني در گلستان بيشتر دارد بهار
مو بمويم حسرت زحمت تبسم ميکند
هر که گردد بسملت بر من نظر دارد بهار
زين چمن (بيدل) نه سروي جست و نه شمشاد رست
از خيال قامتش دودي بسر دارد بهار
بیدل
سیر گلزار که یارب در نظر دارد بهار
از پر طاووس دامن بر کمر دارد بهار
شبنم ما را به حیرت آب می‌باید شدن
کز دل هر ذره توفانی دگر دارد بهار
رنگ دامن چیدن و بوی گل از خود رفتن‌ست
هر کجا گل می‌کند برگ سفر دارد بهار
جلوه تا دیدی نهان شد رنگ تا دیدی شکست
فرصت عرض تماشا اینقدر دارد بهار
محرم نبض رم و آرام ما عشق است و بس
از رگ ‌گل تا خط سنبل خبر دارد بهار
ای خرد چون بوی گل دیگر سراغ ما مگیر
درجنون سرداد ما را تا چه سر دارد بهار
سیر این گلشن غنیمت دان که فرصت بیش نیست
در طلسم خندهٔ‌ گل بال و پر دارد بهار
بوی‌گل عمریست‌ خون‌آلودهٔ‌ رنگست‌ و بس
ناوکی از آه بلبل در جگر دارد بهار
لاله داغ و گل‌ گریبان‌چاک و بلبل نوحه‌گر
غیر عبرت زین چمن دیگر چه بردارد بهار
زندگی می‌باید اسباب طرب معدوم نیست
رنگ هر جا رفته باشد در نظر دارد بهار
زخم دل عمریست درگرد نفس خوابانده‌ام
در گریبانی که من دارم سحر دارد بهار
کهنه درس فطرتیم ای آگهی سرمایگان
چند روزی شد که ما را بی‌خبر دارد بهار
چند باید بود مغرور طراوت های وهم
شبنمستان نیست بیدل چشم تر دارد بهار


ولي الله ملکزی

په اتمې هجري پیړۍ کې زېږیدلی د عربي نړۍ تر ټولو مشهور تاریخپوه، ټولنپوه او اقتصاد پوه، ابن خلدون په خپل مشهور کتاب (المُقَدِمَة) کې د تاریخ عناصر او موخې په څلورو ټکو کې رانغاړي: «انسان، ماضي، چاپیریال او د پېښو لاملونه». نوموړی په دې باور وو چې تاریخ د ولسي هویت پېژندنې علم او د پېښو د لټون ځانګړی هنر دی. البته، زیاترو مورخینو مازې په روایتونو باندې لنګر اچولې او د عامو پرګنو ورځنی بهیر یې تر ډیره ځایه له پامه غورځولی او هغو ته نه دي تم شوي. 
له نیکه مرغه،‌ زموږ د هیواد معاصر او بې جوړې تاریخپوه،‌ پوهاند عبد الحی حبیبي د همدغو ټکو په پام کې نیولو سره د «تاریخ افغانستان بعد از اسلام» ترعنوان لاندې داسې مستند او هر اړخیز کتاب لیکلی چې د نظر مخالفین یې هم د یوې معتبرې او ډاډمنې سرچینې په توګه مني. په دې کتاب کې افغانستان ته د اسلام د څرکونو له را رسېدو وړاندې، د زردشتي، بودايي، برهمني ادیانو او د ساسانیانو، کوشانیانو، یفتلیانو او د هغه مهال په معاصرو مدنیتونو باندې کافي رڼا اچول شوېده. دلته لولو چې زموږ سیمې ته راغلو چینايي سیالانیانو پخپلو سرسري یونلیکونو کې څه کاږلي او عربو راویانو پخپلو متونو او حاشیو کې د خراسان، کابلستان او ماوراء النهر په هکله څه نقل کړيدي؟ 
په دې تاریخي کتاب کې د امویانو او عباسيانو د خونړیو تربګنیو تر اړخه، د سنيانو او شیعه ګانو د مذهبي اختلافاتو تورې وریځې هم له ورایه برېښي. دلته یوازې په روایتونو بسیا نه ده شوې، بلکې څېړنیز اړخ یې هم ډېر غښتلی او متوازن دی. د بېلګې په توګه؛ د راشده خلافت په پېر کې چې د فتوحاتو موخه اسلامي دعوت او د توحیدي عقېدې خپرول دي؛ د راز راز شِرکیاتو سره کلکه مبارزه هم په بې پرې بڼې انځور شویده. خو کله چې د عباسیانو په وخت کې یوناني فلسفه او منطق ژباړل کیږي، موسیقي پراخیږي، د خلفاوو دربارونو ته د عجمو کلتور ننوزي او قصرونو ته د مجسمو ډالۍ کول عادي خبره ګڼل کیږي، نو مولف د دغه ستر بدلون یادول اړین ګڼي او بیا بیا یې د لوستونکو مخې ته ږدي. 
د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د پوهاند حبیبي همدا تاریخي شاهکار د افغانستان د علومو اکاډمۍ شمله ور لیکوال، څېړنپوه ډاکټرعبدالقیوم زاهد مشواڼي له دري څخه پښتو ته ژباړلی دی. ډاکټر مشواڼی په ۱۳۵۶ لمریز هجري (۱۹۷۷م) کال کې د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ د بارګام په هغه ښکلي کلي کې زېږېدلی چې د دنګو غرونو لمنې یې د ختریزو، ګورګرو او غوړاسکو خوشبویه بوټو پوښلې دي. لېسه یې د کوزې پښتونخوا په تېمرگرې کې لوستې، لېسانس او ماسټري یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه اخيستې او تېر کال یې د پېښور پوهنتون، پښتو اکاډمي څخه خپله ډاکټري/ PHD ترلاسه کړېده.
(د افغانستان تاریخ؛ تر اسلام څرک وروسته) څلور څپرکي او ۱۱۳۴ مخونه لري؛ د علامه حبیبي څېړنیز مرکز له خوا خپور او د قلم کتابپلورنځي یې د چاپ چارې سرته رسولې دي. په لومړني څپرکي/ فصل کې د افغانستان ټولیز وضعیت، ادیان او واکمنې شاهي کورنۍ څېړل شويدي. په دوهم څپرکي کې د امویانو د جنډې لاندې د اسلامي فتوحاتو لړۍ، د کابل،‌ زابلستان هرات جنګونه او په سند او ملتان کې د محمد بن قاسم د لښکرو په سوبو باندې تفصیلي خبرې شویدي. په دریم څپرکي کې د عباسي خلافت پېل او خلیفه ګان، د ابومسلم خراساني پاڅون او پاېلې او د برمکیانو او طاهریانو راڅرګندېدل ښه شاربل شویدي. وروستنی فصل یې په ننني افغانستان او ګرد چاپېره اقلیم کې د اسلام خپرېدل او د پراخو پرګنو ټولنیز، فکري او مذهبي حالت تشریح کوي او لوستونکي له هغه څه سره آشنا کوي چې پخوا یې ورسره ډېره کمه آشنايي درلودله.
د کتاب ژباړه ډېره روانه، لهجه ېې خوږه او په فهرست او ما‌خذونو کې علمي میتودونه په پام کې نیول شویدي. ما ټول کتاب نه دې لوستې، البته کومې برخې چې ما مطالعه کړې نو خال خال مې ګرامري غلطۍ او املائي تېروتنې ترسترګو شوې کوم چې په دې ډول کتابونو کې طبیعي بهیر ګڼل کیږي. په دې ګردې نړۍ کې یوازینی کتاب چې «لَا رَيۡبَۛ فِيهِۛ» او غلطۍ نه لري، هغه سپېڅلی قرآنکریم دی.
د څېړنپوه مشواڼي د چاپ او ناچاپه کتابونو شمېر له دېرشو څخه اَوړي، ولی د زاهد پښتو پښتو سیند (قاموس)، د وزارت معارف په چوکاټ کې د اتم ټولګېو لپاره درسي پښتو نصاب او د امیر عبدالرحمن خان د تاج التواریخ ژباړه جلا ارزښت او ځانګړی مقام لري. همدا شان، د پښتو ادب د تاريخي بهير کره کتنه، انسان په نا آشنا جزيره کې (ناول)، په پښتو منظوم ادب کې د مبارزې څرک، پر پښتني کلتور د وروستېو جنگونو اغېز، له پښتو سره د گوري او ساوي ژبې پرتلنه او مشواڼي څوک دي؟ نورې هغه پنځونې دي چې د تاریخ او ادب تږي تر ډېره ځایه خړوبولای شي.
زه د تاریخ څانګې د یو شاګرد په صفت، په دې کتاب کې ډېر داسې څه وینم او زدکړه ترې کوم چې د پوهنتون په څلور کلنې دورې کې مې نه دي لوستلي. له همدې امله هغو دوستانو ته یې د مطالعې بلنه او سپارښتنه کوم چې د اسلام، عربانو، افغانستان او د دې پلنې او سوره ورې سیمې د انسان، تاریخ او ماضي سره دلچسپي لري. په پای کې خپل دروند دوست، ډاکټر مشواڼي ته د لازیاتو علمي او اکاډمیکو خدمتونو او بریاوو هیله لرم. قلم یې تل له رنګونو او ذهن یې همېشه له رنګینو خیالونو ډک.
—-----------------------------
یادونه: په مننې سره، که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

                        سید عبیدالله نادر     

د افریقا په غربی سیمو کې ،کله چې یو څوک یو ناوړه عمل تر سره کوی .هغه کس خلک اخلي او د کلي مرکز ته یې وړي . او خلک یې تر شا او خوا راتاویږي ،او دی په مینځ کې وي ،نو د کلي خلک ټول د ده مثبت کارونو په هکله او نیکو کارونو په هکله خبری کوي او یادونه یې کوي ،دوی معتقد دي چې هر وګړی ذاټأ ښه وي ،خو ځیني وخت یوه سهوه یا خطا ځیني وشي ،د قام ټول افراد او غړي د یو بل تر څنګه جمع کیږي،تر څو کس ته د ده د ذاتي خوبائیو یادښت وکړي .د دوی بشپړه عقیده پر دي ده چې دغه رقم حمایت کول د یوه فزیکي سزا یا تنبه څخه ښه وي ،تر دي چې کس سړی خجالته کړي او دی و شرموي . او هغوي دي حرکت ته (ابونتو وایي)چې معنی یې انسانیت د یو بله سره او ټولو موجوداتو سره معنی ورکوي.

کارل ګوستاد-یونګ

د فیسبوک له سر چینو څخه ژباړه

ژباړن :سید عبید الله نادر

 

 

 

 

 

 

 


اسماعیل شاهد:

مرکه: ولي الله ملکزی

که څوک د اویا میلیونه پښتنو په منځ کې اسماعیل شاهد د دوو ټوکمارو پېرنګیانو، چارلي چاپلن او مسټر بین سره په یوه تله وتلي، نو ښايي غاړه به یې بنده نه شي. دا ۷۳ کلن بې جوړې هنرمند، د کوزې پښتونخوا په چارسدې کې زېږېدلی، FA (د ښکلو هنرونو) کالج یې لوستې او په خټه اتمانزی دی. دوه ودونه یې کړي، درې زامن درې لوڼې لري او د درویشت لمسیانو ترڅنګ، درې کړوسي هم لري. د ۲۷ کالو لپاره یې د پېښور د DC (مرستیال کمشنر) په دفتر کې ماموریت کړی او پلار یې د پېښور عدلي محکمې په انګړ کې چې کچرۍ نومیږي، د چاي او خوراک کانټین درلود.
د پښتو دغه منلی کومیډین او ځلېدلی ستوری چې موږ ټول د هغه له نوم، اداکارۍ او ډرامو سره اشنا یو، له تیرو څو اونیو راهیسې د کاناډا او امریکا ځینو ایالتونو ته هنري سفرونه لري. تیره شپه، د کالېفورنیا د سانفرانسیسکو په سیمې کې د ځینو دوستانو له خوا ماښامنۍ ته رابلل شوې وو. ما هم د لومړي ځل لپاره له نژدې څخه ولیدلو چې ډېر متواضع، با خدا او کلیوال انسان دی. دا ښاغلی نه یواځې د شیشه اي پردې او سټېج په سر د نندارچیانو په مخونو او شونډو موسکا راولي، بلکې په حجرې او دېرې کې هم هڅه کوي چې د کوربنو عاطفه را وپاروي، شعور یې وتخنوي او د نغري ګرد چاپېره خلک ښه وخندوي.
د شهید سردار محمد داود، ډاکټر نجیب الله او حامد کرزي سره د ملاقاتونو، د لوېدیځې نړۍ د ښکلاوو او لاس انجلس کې د هالیوډ د نړۍ والې سټوډیو له خوږو خاطرو وروسته ېې زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې د خندا او موسکا دا هنر دې له چا زده کړېدی؟ داسې وویل: (دا یوه الهي ورکړه ده، زه په دې فن کې هېڅ استاد نه لرم. البته د شوکت علي، مسعود احمد شاه، عزیز اعجاز، فرمان الله خان او صلاح الدین په څېر تکړه ډاېکټرانو او پروډوسرانو څخه مې ډېرڅه زده کړي او زه یې پوروړی یم. د پلار په ژوند کې ما د هیڅ ډول هنري فعالیت جُرئت نه درلود؛ د هغه له وفات وروسته په ۱۹۷۷م کال کې د پېښور راډیو ستېشن ته لاړم چې که وکولاې شم یوه سندره ثبت کړم. خو هلته راته د تمثیل سَت او وړاندیز وشو؛ دا لړۍ هماغه دم پېل شوه او تردې دمه روانه ده. که چېرې زما ټلویزیوني ډرامې، Telefilm (ټلویزیوني لنډ فلمونه) او د سټېج نندارې حساب شي، نو ممکن شمېر به یې په زرګونو وي، خو د پښتو سېنمايي فلمونو شمېر مې له اتو زیات نه دی). 
ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې آیا فکر نه کوې د دغو فلمونو او ډرامو ژبه او د هنرمندانو نازیبا حرکتونه د پښتنو دروند او حیاناک کلتور ته د ګټې په ځای تاوان رسوي؟ داسې ځواب یې راکړ: (بالکل، ستاسو خبره ټیک ده چې د پښتنو د رسمونو، شملو او هیلو انځور په کې تر ډیره ځایه نه مراعت کیږي. خو اصلي خبره د فلمونو او شوګانو د جوړونکو ده. دوئ هغه څه لیدونکو ته وړاندې کوي چې هم خپلې مصرف شوې پېسې بېرته ترلاسه کړي او هم نورې وګټي. زه شخصا په هغو ډرامو او تیاترونو کې کار نه کوم چیرته چې د کورنیو حُرمت په پام کې نه نیول کیږي). نوموړی مني چې د پښتو ډرامو کیفیت او معیار د پخوا په څېر خوندور نه دی پاتې او د کورنۍ له ښځینه غړو سره د ځینو ډرامو یوځای لیدل اوس ګران شويدي. 
اسماعیل شاهد د ډرامو د متن او نوعیت په اړه وايي: (ما یوه ډرامه هم پخپله نه ده لیکلې، ولې ډېر کله مې په متن کې ادلون بدلون راوستې، مناسبې مکالمې مې لیکلې دي او هدایتکاري مې هم ډېره کړېده. د ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم په قلم لیکل شوې ډرامه ستړي مه شئ، همدارنګه شرط، دوه دوه پنځه، جادوګر او ملنګی هغه ډرامې دي چې بیخي ډیرې کتل شویدي. د میم زرما ټلویزیوني ډرامه چې بیا اردو ته وژباړل شوه، زما د ویاړ ډرامه چې د پاکستان د ولسمشر له خوا ما ته د غوره کردار د اجراء کولو له مخې جایزه راکړل شوه، دا زما یوه له تاریخي ډرامو څخه ګڼل کیږي). 
 د دې ځانګړې مرکې په پای کې مې اسماعیل شاهد وپوښته چې د پښتنو غوڅ اکثریت د ښکلو هنرونو ټول ژانرونه خوښوي، خو پیکه اړخ یې دا دی چې د خپلو هنرمندانو چندان قدر نه کوي او په بازاري لهجې یې یادوي. نو آیا ته کله له داسې کوم ځوروونکي برخورد سره مخ شوې یې؟ ځواب یې څرګند او دا ډول وو: ( نه ملکزی صېب نه، زه هیڅکله له دغسې ناخوالي چلند سره نه یم مخ شوی. زه په خپلو ولسونو ډېر ګران یم، هر چېرې چې تللی یم دوئ زه نازولی یم، الله دې د دوئ قدر وکړي. خو زه دلته له ټولو پښتنو څخه یوه هیله او غوښتنه لرم چې یه خلکو! د الله او رسول په خاطر یو اتفاق شئ او دا ژبه مو ژبه کړئ. بله دا چې زه سیاسي سړی نه یم مګر دا یوه خبره ښه په صفا ټکو کې کوم: هر پښتون چې په هرځای کې دی او هغه خپل ځان افغان نه ګڼي، نو هغه د سره پښتون نه دی).
—-----------------------------
یادونه: په مننې سره، که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

  
سید عبیدالله نادر     
زما یوه خاطره چې د ادبی ټوټي یا ژانر بڼه لري، او د پر له پسی د هجرتونو د لړۍ یوه خاطره هم شمیرل کیږي. چې تاسی په دي آیینه کې یوه دنیا حسرتونه وینئ او د درد اورئ ،که ظاهرأ د ادب په جامه سمباله او په ګل بوټو پیچلی ده ، خو د وطن نه لیری د حسرتونو نښانې هم لري 

د نیمی شپی عارفانه سوچونه!
ډیر ځله به چې د خپل کور څخه د کار په لور سهار وختی روانیدم یعنی پنځه بجی چې د ژمی پر مهال خو به بالکل تیاره وه ، د کوره وتلم ، چې کور می د کلیفرنیا په اوکلند کې وو چې د سانفرانسسکو پوری تړون لري ،زما د کوره څخه تر د اور ګادي تر تم ځایه پوری ،په پښو یانی پیاده نیم ساعت لاره وه ،چې د تم ځای څخه بیا تر سانفرانسسکو پوری ، یانی زما د کار ساحی پوری ،په اور ګادي کې ۴۵ دقیقی لاره وه ،او زما د کار ځای هم سانفراسسکو کې وو ،نو سهار وختی به په خپلو سوچونو کې ډوب روان وم ،دا چې دلته هره خوا شین زرغون وي او سمسورتیا هره خوا خوره وي ، نو د بلبلانو آوازونه به د شا اوخوا له ونو څخه په دي سهار کې اوریدل کیدل ،د سهار درنه چوپتیا به زما د سوچ لمنه پسي نور هم غزوله ، نو د بلبلانو چغهار او آوازونو به زما ذهن ته د عرفی د فارسی نامتو شاعر دا بیت په یاد راووست:
آن دل که پریشان شود از ناله ای بلبل
در دامنش آویز که با وی خبری هست
د عرفی دا بیت می اوس هیڅ کله له یاده نه ووځي ،چې یعنی هغه زړه چې د بلبل له شور او فریاده متأثره شي او متفکره شي ، په دي پوه شه چې په دي زړه کې او یا داسي انسان سره هر راز د حکمت او اسرارو پټي خبری او پټ رازونه شته ،یانی وایي د داسي یو انسان لمنې ته منګول ورسوه ، چې هغي سره د پټ اسرارو یا د پردې شاته د رازونو ډیری خبری شته یانی د فارسی په اصطلاح صاحبدله یا د زړه او درک خاوند وي، د دغه غزل په شروع کې یو بیت دی چې هغه د ډیری مودو راهیسي ډیرو ته د ښکلي وجیزې او یا ضرب المثل حیثیت پیدا کړی ،او د هیلو او امید د ورکولو له پاره هم دا بیت یو شهکار دی :
ګر نخل وفا بر ندهد چشم تری هست
تا ریشه در آبست امید ثمری هست
دغه لاندنې شعر می هم په یو سهار کې د کار ته د تګ پر مهال ویلی: چې د ۲۰۱۷ کال نه تر ننه پوری په بیلو بیلو خپرونو کې بار بار خپور شوي.او په فیسبوک کې په ډيرو ګروپونو او پاڼو کې شریک شوی،او په یو څو غونډو کې چې د نوی کال په مناسبت او په نورو مناسبتونو نیول شوی وو لوستل شوی ،
فیض د سحر:
نه پوهــیږم،چي تصـــور راته د چـــا ورســــــید
چي می دمـاغ ته دهـــــوس،بوی د سبا ورســــید
له کیــفیت نه دســـــحراوفـــــــــیوضاتود قــد س
دمحــــبت پیــغام می زړه ته، له آشــــنا ورســـید
چي د معنـی په عـالمونو خــپل پرواز کړم اوچت
ســیردخیـــال ته مـــی،وزرونه دهمـــا ورســـید
دعبـادت نه کـمه نه ده ،ژورســـوچ په خپل حال
دغــه ارشــــــاد له رمــــوزاتو،د دنــــیا ورسـید
هـلتـه چي ورک وم په سوچــونو دهســتي او فنا
یا ربه! څنــګه ستــــا پیــغام زړه ته زمـا ورسید
اغزن ماحــول په ګلــستان ،د مــــعرفت شو بدل
دمصلــــحت قــــدم چي هلـــته، د دانـا ورســـید
چي خار وخس څخه راټول کړم،دعبرت نښاني
د زړه غوږونــوته می،ټــــکي د معــنی ورسید
رمز د وینــاوو،په خپل مینځ کــي دبلبل او دګل
پیــام د دواړو زمــا ذهــن ته رســا ،ورســــــید
رندان له خـــپلو طــالو،ډکي پیـــــالي وڅښـــلي
د ســاقي تشــــه پیــمانه شوه ،چي په ما ورسید
زمـــاني هرې خـوا و ټولوته خــندا غـوره کړه
ماته په ټول ژوندون ،په ویر او په ژړا ورسید

د پورتني عنوان لاندې کتاب د لیکوال، ولي الله ملکزي د قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندې یوه کال راهیسې پیژنم. ښاغلی ملګزی زیاتره پر مذهبي مسایلو باندې روښانوونکې لیکنې کوي او په دې برخه کي یې زیار نه دی سپمولی او زه یې لږ ترلږه دوه نور چاپ شوي کتابونه راسره لرم.
(له کرکې، کرکه) چې ډېر ښه نوم یې ورته انتخاب کړی دی او سړی له ورایه پوهیږي چي ښاغلی ملکزی هم د نورو منورو او دردېدلو افغانانو په څېر، کرکې او نفرت دردولی دی او ځکه یې نو د خپل کتاب لپاره دا عنوان انتخاب کړی دی. له کرکې، کرکه کتاب مې، چي ما ته یې د مقدمې د لیکلو لپاره رالېږلی دی، ولوست. کتاب هم په لیکل کېدلو ارزېدی او هم د لوستلو ارزښت لري. په دې کتاب کې د لیکوال د سترګو لیدلي حالات، د لیکوال مرکې او تاریخي مضامین راغلي دي، چي یوه ښه رنګینه مجموعه یې ورڅخه جوړه کړې ده.
په « زمزم کې متیازې» یو ډول عجیب غوندې عنوان ښکاري او سړی نه پوهیږي چي خدا زده لیکوال به تر دې عنوان لاندې څه لیکلي وي؟ مضمون په یوه لنډه مقدمه پیل کیږي. د شیعه توندروانو له خوا په مکه معظمه کې د جنګ د پیل کولو او په زرهاوو بیګناه کسانو د قتل کېدلو خبره راځي. دا خبرې ځکه مهمې دي چي په کعبه شریفه کې حتی د مکې معظمې په ښار کې جنګ او عداوت کول د قرآن شریف په حکم منع او ناروا دي. خو موږ ګورو چي توندروان او مقابل لوری دواړه مسلمانان دي یا لږ ترلږه ځانونه مسلمانان بولي خو د کعبې شریفې په حریم کې دننه خپلې او هم د نورو بیګناه انسانانو وینې تویوي.
له دې مقدمې څخه وروسته، لیکوال د دغه راز ناوړه او بدمرغه پیښو تاریخي سابقې ته ځي او ښيي چي، څه باندې زر کلونه مخکي، د قِرمَطي شیعه ګانو په نوم یوې ډلې څرنګه پر کعبه باندې حمله وکړه او څرنګه یې د کعبی له دېوال څخه د حَجَرُ الاسوَد مُقَدَسَه ډبره وتښتوله او تقریباً دوه لسیزې یې ورسره وساتله؟ د زمزم په مقدس څاه کې یې متیازې وکړې او مړي او هرڅه مرداری چي یې په وس کې وه، په دغه مقدس څاه کې یې واچوله.
د دې ناوړه اعمالو او مسلمان وژنې اساسي علت کرکه ده. هغه کرکه چې په دغو پیښو کې یې منطقي اساس هم نه درلود. ځکه چې دواړه لوریو قرآن شریف ته عقیده درلوده. دواړه لوریو خدای یو او لاشریک باله او دواړه لوریو حضرت رسول اکرم (ص) د پېغمبر په حیث پیژندلو. ګواکې دواړو لوریو ځانونه مسلمانان بلل او په دونه بېرحمۍ یې سره ووژل. همدغه کرکه ده چې په عام صورت د اسلام د کمزورۍ او په خاص ډول د هر ملت، په تېره افغانستان، د کمزورۍ او حتی تباه کېدلو اساسي علت دی. په دې کتاب (له کرکې، کرکه) کې داسې مضامین او مرکې راغلې دي چي هغه ښايي له کرکې سره مستقیمه اړه ونه لري؛ خو هره لیکنه چي ولوستل شي نو سړي ته، په یوه نه یوه ډول، د لیکوال دا فکر رسوي چي هغه د یوه سوله غوښتونکي سپېڅلي انسان په حیث له کرکې څخه کرکه لري.
ښاغلی ملکزی، د همدغې کرکې په ارتباط، له خپلو لوستونکو سره خپله شخصی تجربه شریکوي او پر افغانستان باندې د ثور د ماتم او بلا له نازلېدلو سره، د نورو میلیونونو افغانانو په څېر، له هیواده مهاجر کیږي او هلته ګوري چې افغانان، په داسې حال کې چې ټول له روسي یرغلګرو او کمونیستي حکومت سره د جهاد کولو شعارونه ورکوي، پر لس هاوو ډلو وېشل شوي دي. نه یوازې پر لس هاوو ډلو وېشل شوي، بلکې د هیواد پالني مفکوره کفر بولي؛ ګویا وطن پالنه د اسلام له سپېڅلي دین سره مغایرت لري؟ بیا هم د همدغې کرکې موجودیت دی چي لومړی، د ده په څېر پاک او سپېڅلي افغانان د خپل وطن پرېښودلو ته مجبوروي. وروسته ګوري همدغې کرکې چې د ځینو اساس ایډیالوژیکي اختلاف، په ځینو مواردو کې مذهبي اختلاف او په ځینو مواردو کې څرګنده خودخواهي او شخصي ګټې دی، افغانان سره وېشلي او حتی د خپلو هغو منورینو په وینو یې لاسونه سره کړي دي چي تر بل هر چا پر وطن باندي مین او خاص د جهاد او ظالم سره د جنګېدلو په غرض یې خپل خوږ هیواد پرې ایښي وو.
زه لیکوال، ولي الله ملکزي ته د دې ګټور اثر د لیکلو مبارکي وایم او لوستونکي یې لوستلو ته رابولم. د ښاغلي ملکزي د لا نورو بریاوو او فرهنګي هڅو په هیله.

زیاتې مقالې …