یو له لوږې کنجاړه خوری په کیږدۍ کې
بل ویده ده په اتیا پوړه ماڼۍ کې
یو په شا درانده بارونه په ګودر وړي
بل ډالر سپین او سره زر وړی په ځولۍ کې
یوه ته وچه ډوډۍ نه ور پیدا کیږي
بل ته ایښي سور شراب ده په تالۍ کې
یو د اوښکو په دریاب کې ده ډوب شوی
بل نڅاوې او مسکا کړي په خوښۍ کې
یو په ښار او په جومات کی انتحار کړی
بل کړی هڅی د ولس په آرامۍ کی
یو بی وزله خو سر نه ټیټوی چا ته
بل پیسو ته د پردیو غلامۍ کړی
یو د خلکو او وطن په غم کی سوځی
بل دشمن ته ډَول ډَول سلامۍ کړی
یو په خپل بد او ناوړو افتخار کړی
یو د ښه صادقانه ژوند پلوۍ کړی
ای زما او د عالم عزیزه خدایه
کاشکی لږ څه عدالت وای په نړۍ کې
عزیزی غزنوی
تورنتو/کانادا
کنجاړه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode