"هغه را باندې جنسي تېری وکړ، چې مور ور سره لېږلې وم"

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډیزي ایراني د تېرې پېړۍ د پنځوسمو کلونو د نوي دور او د خاورو ګلونه په څېر فېلمونو کې د ماشومې هنرمنې په توګه خپل فېلمي مزل پیل کړ.

هغه په خپل وخت کې د ماشومې هنرمنې په توګه د خلکو د ژبې په سر وه.

خو دا اونۍ یې د خپل ژوند داسې دردوونکی اړخ روښان کړ چې د نن ورځې هغه مور پلار لپاره ژړوونکی حقیقت دی چې خپل کوچني کوچني ماشومان د هنر نړۍ برخه جوړوي

.

ډیزي وايي، شپږ کلنه وه، مور یې چې د ' هم پنچې ایک ډال کي' فېلم شوټینګ لپاره له چا سره ولېږله هغه د هوټل کمره کې جنسي تېری پر وکړ.

"زه هم د زه هم هشټګ برخه یم."

هغه وايي، مور یې غوښتل چې په هره بیه کېږي لور یې باید مشهوره هنرمنه شي، خو له چا سره یې چې د بهر شوټېنګ لپاره یواځې لېږلې وه، هغه پر جنسي تېری وکړ.

نوموړې زیاتوي له جنسي تېري وروسته هغه کس ورته وویل، که شکایت وکړي، سر به وخوري.

څو میاشتې وروسته ډیزي خپلې مور ته هرڅه وویل، مګر څه پایله یې معلومه نه شوه.

ډیزي خپل دور کې چیلډ سوپر سټار( ماشومه ستورې اتله) بلل کېده، هغه مهال ډیزي پام وړ رول درلود او د طنز او رول یې انکار اوازې هرې خوا خورې وې.

د ډیزي دا دردوونکي ریښتیا د مور پلار لپاره سبق دی.

اوس د فېلم او تلوېزون صنعت کې بې شمېره ماشومان مختلف رولونه لري او که ورته ځېر شې، نو دا پوښتنه در پیدا کېږي چې دوی ښوونځي ته کله ځي او ایا په دې ځلېدونکې نړۍ کې د دوی سپېڅلتیا خوندي ده که نه.