ستانکزی: "د باثباته هېواد لپاره علم ته ضرورت دی'؛ د نجونو تړلو ښوونځیو نژدې ۱۱۰۰ ورځې پوره کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، د هر هېواد د پرمختګ لپاره "د پوهنې ودې" ته اړتیا ده.
عباس ستانکزي دا څرګندونې داسې مهال په کابل کې یوې غونډې ته کولې، چې هلته همدا نن (شنبه) د کابل د تعلیم او تربیې له پوهنتونه سلګونه ځوانان فارغ شول خو هیڅ ښځینه محصله په کې نه وه.
عباس ستانکزی د طالبانو په حکومت کې له ډېرو محدودو هغو لوړ پوړو چارواکو بلل کېږي چې په عام محضر کې د نجونو د تړلو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کوي. نوموړي له دې پخوا هم د نجونو پر زدکړو محدودیتونه ننګولي دي.
اوس نژدې ۱۱۰۰ ورځې پوره کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر "امر ثاني" پورې ځنډولي دي او روښانه نه ده چې کله به‌ بېرته پرانیستل شي.
د ۲۰۲۱ کال د سپټمر پر ۱۷مه ښاغلي اخوندزاده د پوهنې چارو وزارت ته لارښوونه کړې وه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي‌ وځنډوي. که څه هم د طالبانو حکومت ګڼ مشران له دغه بندیز سره مخالف دي، خو بیا هم تړلې دي.
ښاغلي ستانکزي وویل: "هر ملک چې ترقي‌ کوي، په مخ ځي، له ټولو مخکې به خپل تعلیم او تربیې ته وده ورکوي."
نوموړی دارنګه زیاتوي، " نن د ښه او باثباته او قوي اقتصاد لپاره او د منظمې او قوي اردو او سیاست لپاره پوهې او علم ته ضرورت ده."
له نړیوالو د مرستې غوښتنه
د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړي دیپلومات چې یو مهال یې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو مشري هم کوله، له نړیوالې ټولنې او بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلک په مرستو پایي.‌ ښاغلی ستانکزی زیاتوي، "موږ له بهرنیو موسسو، نړیوالې ټولنې، له ملګرو ملتونو او له دوستو هېوادونو هیله لرو چې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې له موږ سره مرسته وکړي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر دغه هېواد له بیا واکمنۍ وروسته هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره ځینې شرطونه اېښي‌ دي چې د ټولګډوني حکومت جوړېدل، بشري حقونو ته درناوی او د نجونو او ښځو کار او زدکړو ته اجازه یې مهم هغه بلل کېږي.

بي‌بي‌سي ته مالومه شوې چې پر افغانستان د نړیوالو مرسته کچه نژدې ۲۵ سلنه کمه شوې، چې مهم لاملونه یې په نوره نړۍ کې نور کړکېچونه او د طالبانو د حکومت ځینې تګلارې بلل کېږي.

د طالبانو چارواکي تل ادعا کوي چې حکومت کې یې "د هر قوم خلک شته او د شریعت په چوکاټ‌ کې یې ښځو ته حقونه ورکړي‌ دي." خو د ښځو او بشري حقونو په اړه د دوی وروستیو محدودیتونو ته په کتو، داسې نه ښکاري چې د طالبانو مشرتابه دې د نړیوالې ټولنې شرطونه په پام کې نیسي، داسې څه چې اغېز یې د افغانستان ولسي خلکو ته رسېږي.