"د پښتنو قامي جرګه؛ "خیبر کې د پولیسو برید کې درې کسان وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پي‌ټي‌اېم ویاند زبیر شاه بي‌بي‌سي ته وویل، "پر جرګې برايي ماخوستن د ریاست له خوا حمله وشوه او دوی له ځانه سره ماشینونه هم راوړي وو ټول کمپونه یې سره ټول کړل او د جرګې منځ کې یې کندکې وکیندلې او او درې – څلور ورغلې لارې یې وکیندلې."

زبیر شاه زیاتوي، سهار چې خلک او ځوانان ورتلل،‌ دوی ډزې وکړې چې درې ځوانان پکې وژل شوي او لس نور ټپیان شوي او له واڼه او وزیرستان نه د قامي جرګې لپاره د راتلونکو کاروانونو پر مخ یې لارې تړلې دي او ګڼ خلک په پښو را روان شوي او پولیسو پر هغوی هم ډزې وکړې چې یو ځوان پکې مړ شوی دی.

د پي‌ټي‌اېم دغه ویاند وايي، له بنو او شمالي وزیرستان هم خلک جرګې ته روان شوي، خو پولیسو ډزې پرې کړې دي چې دوی یې په اړه ډېر معلومات نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي "پاکستاني پوليسو او عسکرو د پښتنو ملې جرګې پر ميدان بريد کړی او د لويو ماشيونو په وسيله د کمپ شاوخوا خندقونه کيندي."

نوموړي پر اېکس يوه پوسټ کې د دې تر څنګ ليکلي، "په پاکستان کې د پښتنو دا حال دی چې په خپل تاريخي کلي علاقو کې هم د خپلو رواياتو مطابق د يوې ناستې اجازه نه لري."

ښاغلي پښتين په سيمه کې د مخابراتی شبکو د بندېدو خبره هم کړې او وايي په سيمه کې يې د غورځنګ له غړو سره ټيليفوني اړيکې پرې شوې دي.

د منظور پښتین لیکلي، "د پښتنو په جرګې خیبر میدان کې د خیبرپښتونخوا پولیسو حمله وکړه او مخامخ ډزې یې وکړې. تر اوسه د درې ملګرو د شهادت او لسګونو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي".

نوموړی وايي، د دې نه علاوه په په نورو ضلعو کې هم د جرګې ګډونوالو باندې د پولیسو لخوا ډزې شوې دي. په جنوبي وزیرستان کې د ډزو له کبله یو شهید او څو کسان ټپیان شوي دي او په شمالي وزیرستان کې هم د قافلې پر وړاندې د ډزو تایید شوي راپورونه دي. په بېلا بېلو سیمو کې لارې بندې شوې، خو خلک بیا هم د خنډونو سربېره مخته روان دي.

منظور پښتين
منظور پښتین زیاتي، "دا راز تېره شپه پوځ د جرګې په میدان برید وکړ او اراده یې لرله چې هلته وینې تویې کړي، خو موږ د امن د ساتنې لپاره میدان خالي کړ. کله چې دوی ته هېڅ جواز پیدا نه شو، نو نن یې له میدانه لرې پر ناستو ملګرو شیلنګ او ډزې پیل کړې او ملګري یې شهید او ټپیان کړل".

په سيمه کې يو ځايي خبريال وايي، پوليسو د جرګې لپاره جوړ شوی کمپ نړولی او دې ځای ته تلونکې لارې تړل شوې دي.

په خواله رسنیو کې خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کېږي د جرګې په میدان کې ګڼ شمیر پولیس له وسایلو سره ولاړ دي.

تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ څو ځله ويلي وو چې امنيتي کسانو د خيبر ضلعې په جمرود سيمه کې د پښتنو قامي جرګې د غونډې په تالار چاپه وهلې وه او ادعا کوي چې له ۲۰۰ زيات ملګري يې له بېلابېلو ځايونو نيول شوي دي.

د خلکو پر راټولېدو بنديز لګول شوی
په همدې مهال د خيبر د ډېپيوټي کمېنشر د دفتر له خوا په خپاره شوي بيان کې راغلي، په خيبر کې د امنيتي حالت په نظر کې نيولو سره د يوې مياشتې لپاره ۱۴۴ ماده نافذه شوې او د خلکو پر راټولېدو بنديز لګول شوی دی.

د خپاره شوي بيان له مخې له پنځو زيات کسان نشي کولی يو ځای راټول شي او دغه حالت به د اکټوبر له ۹ مې د نومبر تر ۷ نېټې پورې دوام وکړي.

د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په خيبر کې د اکټوبر پر ۱۱ د "پښتنو قومي عدالت" په نامه جرګه رابللې چې څو ورځو راهيسې د دې غورځنګ غړي هلته په چمتووالي بوخت دي.

په دې دری ورځنۍ جرګه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو، ملتپالو او یو شمېر نورو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

وړاندې څو ځله منظور پښتين او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بيا بيا ادعا کړې وه چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له ډول ممکنه خنډونو کار اخلي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د پي ټي اېم په غونډو کې پر دولتي کارکوونکو د ګډون بنديز لګولی

د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ په جرګه يا ناسته کې پر دولتي کارکوونکو د ګډون بنديز لګولی دی.

حکومتي ادارو ته ويل شوي د هغې ډلې په پروګرامونو يا فعالیتونو کې چې بنديز پرې لګول شوی ګډون که هغه مالي، فزيکي او يا په بل ډول وي غير قانوني دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

ياده دې وي چې د پاکستان مرکزي حکومت څو ورځې وړاندې په پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او دغه غورځنګ يې "د پاکستان د کورني امنيت لپاره ګواښ" وباله.

له دغه بنديز وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د پاکستان حکومت دا پرېکړه "ظالمانه تګلاره" وبلله او ويلي يې وو چې د "فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې."