د پښتنو د عدالت غوښتنې د غورځنګ لومړي بري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
پښتانه چې د پاکستان په نامه د جعلي او تش په نامه استعماري هیواد په اډانه کې د انګلیس د استعمار په دوام د پنجابي ګوډاکي دولت تر ښکیلاک لاندې رواوستل شول، له هغه مهاله تر نن پورې د پنجابي ښکیلاکګر د بې شمېره انساني جنایتونو سره لاس او ګریوان دي په زرګونه وګړي وژل شوي او په زرګونو نور تریتم شوي. د پښتنو پر ټولو اقتصادي زیرمو د پنجاب چور او تالان جاري ساتل شوی او پښتانه له خپلو ابتدايي انساني حقوقو څخه بې برخې ساتل شوي.
پښتنو په بیلابیلو وختونو کې ددغه ناروا زورزیاتي تر وړاندې د اعتراض غږ پورته کړی خو هر ځل په خونړي او انساني ضد وسایلو ټکول شوي دي.
نن پښتانه یو ځل بیا دې ته اړ شول څو د خپلو حقوق د خوندي کول او د زورزیاتي او ظلم څخه د مخنیوي دپاره خپل غږ اوچت او ټول پښتانه د خپلواکۍ او عدالت په لوی غورځنګ کې د اتحاد په لور را وبولي. پنجابي استعمارچیانو دا ځل هم په بیلابیلو وسایلو هڅه وکړه او کوي څو دغه غورځنګ له ماتې سره مخامخ کړي.
پنجابي استعمار له انګریز میتودونو او لارو چارو څخه په کار اخیستو سره هڅه وکړه  او کوي څو د پښتنو د یووالي مخه ونیسي او په پښتنو کې د اختلافونو د رامینځ ته کولو د لارې دغه غورځنګ کمزوری او وځپي. ددې کار دپاره پنجابي استعماري کړیو هڅه وکړه او کوي ځینې کړۍ په پښتنو کې د بې اعتمادۍ د رامینځ ته کولو  دپاره فعاله کړي او د پښتون غورځنګ پر خلاف د نا سم او جعلي تبلیغاتو د په لاره واچولو له لارې دغه غورځنګ له خپل مینځه دړې وړې کړي.
د بلې خوا دوی د تل په شان  د غورځنګ د فعالانو د ترور او وژلو له لارې غواړي د غورځنګ په لیکو کې ویره او ډار خپور کړي.
 دوی د تطمع او ځپلو سیاست په لاره اچولی او غواړي ځنې کسانو اوکړیو ته د امتیازونو په ورکولو سره، د پنځمې ستنې په توګه د غورځنګ له مینځه د پښتنو د اوږدو کړاونو او رنځونو څخه د خلاصون غورځنګ له ماتې سره مخامخ کړي.
ټولو ګواښونو ته په کتو سره د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په زیات متانت او استقامت سره د خپلو مخو د تر لاسه کولو لاره د زندانونو او وژنو ، او د استخباراتي کړیو د تورو پروپاګندونو سره سره  خپله لاره په بري سره ووهي او ددښمن تورې دسیسې خنثې کړي.
پتجابی استعمار د پښتنو د عدالت جرګې په درشل کې یو ځل بیا د ویرې اچولو او تفرقې  اچولو  همدغه تور میتودونه وکارول ګڼ شمېر د غورځنګ فعالان یې بندیان او یوشمېر یې په بې رحمۍ سره ووژل، او ټول امکانات یې بند کړل. دوی هڅه وکړه چې دغه جرګې ته د لارو په بندولو او ددغه غورځنګ په غیر قانوني اعلانولو سره دغه غورځنګ و څپي او ددغه سترې تاریخي جرګې د جوړیدو لاره ډپ کړي. خو د خلکو زور د خدای زور دی.  دغه سیلاب د ټولو خنډونو سره سره زور واخیست او ټولی پرګنې په یو واحد او ګډ تګ لوري کې د ګډېدو سره دې غورځنګ ته لا نور ځواک ورکړ او د پنجاب له خوا رامینځ ته شوي خنډونه يې یو په بل پسې له مینځه یوړل او خلک د جرګې سیمې ته د راتګ په حال کې دي. دا پر شر د عدالت لومړی ستر بری دی.
پښتانه د پنجابیانو د ګواښونو تر وړاندې ودرېدل او سره یو موټی کېږي او د هغوی شومې هیلې او ناوړه پروګرامونه له ماتې سره مخامخوي. دا یو ستر بری د یووالي لومړی بری دی. پښتناه باید دغه یوالی وساتي او غښتلی کړي او له یو بري څخه د بل بري په لور ګام واخلي.
هغه څه چې دلته ډېر مهم دی دادی چې دغه مهم ملي غورځنګ باید تر وروستي بري پورې یوموټی او یو لاس و ساتل شي، د یووالي ساتل یوازې په خبرو نه بلکې د عملي تدبیرونو په غوره کولو سره ترسره کېدی شي. دښمن د هر کوچني اختلاف څخه ګټه پورته کوي او دهغې د لویولو هڅه کوي، نو ځکه د هرې ستونزې حل چې اختلاف پیداکوي ، حل ته اړینه پاملرنه وشي ځکه دښمن زیات مکار دی. که څه هم دښمن په دې پړاو کې له ماتې سره مامخ شوی خو دښمن لا کمزوری نه دی او زیات وسایل او امکانات په واک کې لري. نو ځکه باید د غورځنګ مشران خپله پوره هوښیارتیا و ساتي او ټول مسایل په ځیرتیا سره و څاري او پاملرنه ورته وکوي. دښمن که ګیدړ هم وي باید جدي ونیول شي. 
جرګه د ټولو نظریات په پرانیستې ټنډه واوري او د ټولو طرحو مثبت او منفی اړخونو وڅیړي او د اکثریت د نظر پر بنسټ چې د لږکیو نظریات هم په پام کې ونیول شوي وي، خپله راتلونکې کړنلاره  او خپل نژدې او لرې هدفو نه وټاکي. د هيڅ چا د خفګان دپاره بهانې په لاس ور نه کړی شي، دا کار به د دښمن د استخباراتي کړیو کار ستونزمن کړي او د یووالي د ساتلو میکانیزم به یقیني کړي. 
څرګنده ده چې دا جرګه نه شي کولی د اوږدې مودې ټولې راپاتې ستونزې په یو وار حل کړي، خو دا جرګه کولی شي د یو سنګر له فتحې څخه د بل سنګر د فتحه کولو لاره  په بري سره اواره کړي.