په افغانستان کې د ټاپي نل لیکې د پروژې چارې په رسمي ډول پیل شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف د چهارشنبې په ورځ د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمه کې د کازو د نللیکې مراسمو کې ګډون کړی وو.
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف د چهارشنبې په ورځ د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمه کې د کازو د نللیکې مراسمو کې ګډون کړی وو.
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۱(وږي ۲۱) د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمه کې له دغه هیواد څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د ګازو د نللیکې د کار پیلیدلو مراسمو کې ګډون وکړ

ملا محمد حسن اخوند د ټاپي پروژې د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې دا ورځ یوه تاریخي ورځ وبلله چې له اوږد انتظار وروسته ددې پروژې کار پیلیږي.

هغه وویل چې د دغو لویو پراختیايي پروژو د کار د پیلیدو په چارو کې د ترکمنستان د چارواکو ښه نیت هم شامل دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د لوړپوړې پلاوي په مشرۍ د ټاپي د ګازو د نللیکې د پروژې د کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په سهار د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمې ته تللی دی.

د طالبانو حکومت د چهارشنبې ورځ په هرات کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې ملا محمد حسن اخوند د چهارشنبې په سهار ددغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره د یو پلاوي په مشرۍ له کابل څخه لومړی د هرات ولایت او بیا له هغه ځایه ترکمنستان ته تللی او هلته یې د ترکمنستان د جمهور رئیس سره هم کتلي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې ددې پروژې سره هممهاله د اورګاډي د پټلۍ د غځولو، نوري فایبر او ټاپ پروژې چارې هم پیل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددغې پروژې د کار د پرانیستلو د مراسمو دمخه په یوه ویډیوي وینا کې د ټاپي پروژه د سیمه ییز اتصال او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ یوه مهمه پروژه یاده کړې او ویلي دي چې د افغانانو هغه ارمان نن پوره شو چې د ۳۰ کلنو راهیسې یې ورته منتظر پاتې شوي وو.

ذبیح الله مجاهد وویل: "د ټاپي پروژه د افغانستان خلکو او د سیمې هیوادونو د هوساینې لپاره یوه اساسي پروژه ده، مونږ داسې مرحلې ته ورسیدو چې پیل شوې ده. له نن څخه وروسته د ټاپي د پرړژې کار به په افغانستان کې پیل شي".

هغه د ترکمنستان په ځانګړي توګه ددغه هیواد د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمداف څخه ددې پروژې د عملي کولو په برخه کې مننه وکړه.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې دا پروژه به په څلورو پړاونو کې بشپړه شي. په لومړي پړاو کې به د ګازو د نللیکې د غځولو چارې د ترکمنستان څخه د هرات ولایت پورې، په دوېیم پړاو کې به دا نللیکه د هرات څخه د هلمند تر ولایت پورې، په درېیم پړاو کې دا نللیکه له هلمند څخه د کندهار ولایت په څلورم پړاو کې د کندهار څخه دا نللیکه پاکستان او بیا له هغه ځایه هند ته وغځول شي.

د طالبانو حکومت وايي چې ددغې پروژې سره هممهاله د ترکمنستان څخه هرات او بیا کندهار ته د اوسپنې د پټلۍ د غځولو چارې او ترڅنګ یې د نوري فایبر د مزي د ِځولو چارې هم نن پیل شوي دي. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې هرات ولایت ته د ګازو د نللیکې د رسیدلو وروسته د ګازو د لیږد بهیر هم پیل شي.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد دا پروژه ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې تراوسه ددې اوږدې نللیکې ۱۱۴ کیلومتره یې د ترکمنستان په خاوره کې بشپړه شوې ده. ددې نللیکې شاوخوا ۸۰۰ کیلو متره یې د افغانستان په دننه کې له څو ولایتونو څخه تیریږي.

د رپوټونو له مخې دا نللیکه به له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز انتقال کړي، چې شاوخوا پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز به افغانستان ته انتقال شي.

د ټاپي پروژي طرحه نږدې ۳۰ کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال ترتیب شوې وه، خو ددې پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په موده کې په عشق اباد کې لاسلیک شوی وو او په دغه پروژه باندې کار په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی وو.