د پاکستان، سعودي او ترکیې امنیتي تړون د نړیوالو حالاتو په ترازو کې
عبدالملک پرهیز
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ نوی دفاعي تړون یوازې یو پوځي تړون نه دی؛ که د سیمې اوسني امنیتي، اقتصادي او ځمکني سیاست حالات ورسره یو ځای تحلیل کړو، نو دا د منځني ختیځ، جنوبي اسیا او د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اړیکو په جوړښت کې د یوه احتمالي نوي پړاو نښه بلل کېدای شي. دا تړون ځکه د پاملرنې وړ دې چې درې مسلمان هېوادونو ترمینځ لاسلیک شوی دی. اصلي اهمیت یې په دې کې دی چې درې واړه هېوادونه د خپلو بېلابېلو ستونزو لپاره د یو بل د قوتونو کارولو ته اړتیا لري. سعودي پانګه او انرژي لري، پاکستان لوی پوځ، اټومي وسلې او ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت لري، او ترکیه د ناټو غړیتوب، پرمختللی دفاعي صنعت، لوی پوځ او د منځني ختیځ او اروپا ترمنځ ځانګړی ځمکنی سیاسي دریځ لري.
د تړون اساسي منطق دا دی چې پر یوه غړي وسله وال برید د ټولو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کېدی شي. خو سمه خبره نه ده دې ته د اسلامي ناټو نوم ورکړی شي. ناټو یوازې د دوه اړخیزې دفاع په یوه جمله ولاړ سازمان نه دی؛ ګډ قومانده، ګډ پوځي پلانونه، د غړو ترمنځ ژور پوځي ادغام، د عملیاتو جوړښت او اوږدمهاله امنیتي بنسټونه لري. د پاکستان، سعودي او ترکیې تړون تر اوسه د دې کچې سازماني جوړښت نه لري او د تړون ټول عملیاتي او حقوقي جزئیات هم په بشپړ ډول عام شوي نه دي. له همدې امله مناسب تعبیر دا دی چې دا د یوه نوي سیمه ییز امنیتي جوړښت د رامنځته کېدو هڅه ده، نه دا چې لا له اوسه یې «اسلامي ناټو» وبولو.
د سعودي عربستان له نظره د دې تړون تر ټولو مهمه موضوع امنیت دی. سعودي په تېرو کلونو کې دې پایلې ته رسېدلی چې یوازې پر امریکا تکیه کول د سیمې د ټولو امنیتي ګواښونو لپاره کافي نه دي. د ایران، توغندیو، ډرونونو، نیابتي ډلو او د خلیج د مهمو اقتصادي تاسیساتو د احتمالي بریدونو له امله ریاض غواړي د خپل امنیت لپاره څو پوړیز چتر ولري. امریکا به د سعودي مهم شریک پاتې شي، خو سعودي غواړي چې د امریکا تر څنګ خپل سیمه ییز دفاعي شریکان هم ولري. پاکستان دلته ځانګړی اهمیت لري، ځکه اټومي ځواک، لوی پوځ او د خلیج له امنیت سره تاریخي او پوځي اړیکې لري. ترکیه بیا د پرمختللي دفاعي صنعت، ډرونونو، هوايي او توغندیزو سیستمونو، لوی پوځ او د ناټو د پوځي تجربې له امله بل ډول ځواک وړاندې کوي.
له همدې امله د سعودي محاسبه یوازې «له ایران سره د مقابلې» په اندازه ساده نه ده. هو، ایران د دې امنیتي محاسبې له مهمو عناصرو څخه دی، خو دا تړون یوازې د ایران ضد ایتلاف نه دی. سعودي له ایران سره سیالي لري، خو په عین وخت کې د اړیکو د مدیریت هڅې هم کوي؛ ترکیه له ایران سره هم رقابت او هم همکاري لري؛ پاکستان له ایران سره ګډه پوله لري او نه غواړي د خپل لوېدیځ ګاونډي سره هر اړخیزه جګړه وکړي. نو غوره تعبیر دا دی چې دا د ایران د احتمالي فشار پر وړاندې د مخنیوي، د سعودي د امنیت د پیاوړتیا، او د درې واړو هېوادونو د خپلواکې سیمه ییزې دفاعي وړتیا د لوړولو ګډ جوړښت دی.
د ترکیې ګډون د دې تړون تر ټولو حساس اړخ دی، ځکه ترکیه د ناټو غړې ده. په لومړي نظر کې داسې ښکاري چې ترکیه له یوې خوا د ناټو غړې ده او له بلې خوا له پاکستان او سعودي سره یو مستقل دفاعي اتحاد جوړوي، خو دا پخپله حقوقي تضاد نه دی. د ناټو غړی هېواد کولی شي له نورو هېوادونو سره دوه اړخیز او څو اړخیز دفاعي تړونونه ولري، تر هغې چې دا تړونونه یې د ناټو له اساسي مکلفیتونو سره مستقیم ټکر ونه لري.
اصلي ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي چې ترکیه د داسې جګړې برخه شي چې ناټو یې نه غواړي. که د بېلګې په توګه هند او پاکستان جګړه وکړي او ترکیه د پاکستان په ملاتړ وسلې، استخبارات، لوژستیک یا نور دفاعي ملاتړ ورکړي، دا د ناټو د جګړې برخه نه ګرځي. د ناټو د پنځمې مادې له مخې د ترکیې د دفاع موضوع هغه وخت جدي مطرح کېږي چې خپله ترکیه د داسې وسله وال برید هدف وګرځي چې د تړون د جغرافیایي او حقوقي چوکاټ لاندې راشي.۵ ماده هم په اتوماتیک ډول دا مانا نه لري چې ټول ناټو غړي باید مستقیمه جګړه وکړي؛ هر غړی د اړینو اقداماتو په ټاکلو کې خپل اختیار لري.
له همدې امله د هند – پاکستان احتمالي جګړه د دې نوي اتحاد تر ټولو خطرناکه ازموینه ده. که هند پر پاکستان برید وکړي، پاکستان به د نوي تړون له مخې د ترکیې او سعودي د مرستې غوښتنه وکړي. ترکیه ښايي دفاعي، استخباراتي، تخنیکي یا ډیپلوماټیک ملاتړ وکړي او سعودي ښايي مالي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ وکړي، خو دا به اړینه نه وي چې سعودي خپل پوځ د هند پر وړاندې وجنګوي. د سعودي لپاره هند یوازې یو احتمالي پوځي سیال نه دی؛ هند د سعودي مهم اقتصادي شریک هم دی. ریاض نه غواړي د پاکستان د ملاتړ له امله د هند سره خپلې پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې له منځه یوسي.
ترکیه به هم له هند سره د مستقیمې جګړې په حالت کې ستره بیه ورکړي. له همدې امله تر ټولو احتمالي حالت به دا وي چې انقره د پاکستان دفاع وکړي، خو هڅه به وکړي چې ترکیه له هند سره مستقیمې جګړې ته ور ګډ نه شي. که هند د ترکیې پر خپله خاوره برید وکړي، بیا وضعیت بنسټه بدلون کوي. په داسې حالت کې ترکیه د ناټو له لارې د مشورې او ملاتړ غوښتنه کولی شي او د۵ مادې موضوع مطرح کېدای شي. خو ان په دې حالت کې هم دا اتوماتیکه مانا نه لري چې ناټو به د هند پر وړاندې ټول اړخیزه جګړه پیل کړي.
د هند لپاره هم حالت ساده نه دی. هند له امریکا سره ژورې ستراتیژیکې اړیکې لري او له اسرائیل سره یې دفاعي اړیکې ډېرې پراخې دي. خو دا جمله چې «امریکا د هند دوست دی» دا مانا نه لري چې «امریکا به د هند هره جګړه د خپلې جګړې په توګه ومني». امریکا به په لومړي سر کې هڅه وکړي چې د هند – پاکستان جګړه محدوده کړي، ځکه دواړه اټومي قدرتونه دي. واشنګټن به و نه غواړي چې یوه سیمه ییزه جګړه د اټومي کړکیچ په لور ولاړ شي. له همدې امله امریکا ښايي له هند سره استخباراتي، سیاسي او دفاعي همکاري وساتي، خو په عین وخت کې به پر هند فشار راوړي چې جګړه پراخه نه کړي.
له اسرائیل سره د هند اړیکه هم باید په همدې چوکاټ کې وکتل شي. اسرائیل کولی شي هند ته دفاعي ټکنالوژي، وسلې، استخبارات او نور ملاتړ ورکړي، خو دا اړینه نه ده چې اسرائیل دې د هند – پاکستان په هره جګړه کې ځان په مستقیم پوځي ښکېلتیا کې ښکیل کړي. د امریکا، هند او اسرائیل اړیکې له پاکستان – سعودي – ترکیې جوړ شوي جوړښت سره په مستقیم ډول د دوو منظم نظامي بلاکونو بڼه نه لري. د نړۍ اوسنی جوړښت تر دې ډېر پېچلی دی.
په دې نقشه کې چین د پاکستان تر ټولو مهم بهرنی شریک دی. چین له پاکستان سره ژورې دفاعي، اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې لري، خو له سعودي سره هم پراخې اقتصادي اړیکې لري او له ایران سره هم ستراتیژیکې اړیکې لري. که هند او پاکستان جګړه وکړي، چین به غالباً له پاکستان څخه سیاسي، اقتصادي، تخنیکي او استخباراتي ملاتړ وکړي، خو مستقیمې جګړې ته د ننوتلو هڅه به ونه کړي. چین نه غواړي چې د هند – پاکستان کړکیچ د داسې پراخ نړیوال کړکیچ سبب شي چې د چین اقتصادي او سیمه ییزې ګټې زیانمنې کړي.
افغانستان ددې معادلې په څنډه کې یو بل مهم لوبغاړی دی. که پاکستان له افغانستان سره جګړه وکړي، ترکیه او سعودي به په اتومات ډول د پاکستان په طرف جګړې ته داخل نه شي. د دفاعي تړون مفهوم «دفاع» ده، نه دا چې یو غړی هیواد هره جګړه چې پیلوي، نور غړي هم باید ورسره جګړې ته ګډ شي. که پاکستان د افغانستان له خوا د یوه واضح وسله وال برید هدف شي، د تړون د دفاعي مادې د فعالېدو استدلال به قوي وي؛ خو که پاکستان خپله پراخ برید پیل کړي، ترکیه او سعودي کولی شي ووایي چې دا د متقابل دفاع قضیه نه ده. د تړون دقیق حقوقي متن به دلته ډېر مهم وي.
د ایران او سعودي ترمنځ د مستقیمې جګړې په صورت کې بیا د تړون بله مهمه ازموینه رامنځته کېږي. سعودي به له پاکستان او ترکیې د مرستې غوښتنه وکړي، خو دواړه هېوادونه به هڅه وکړي چې د سعودي ملاتړ تر دفاعي حدودو محدود وساتي. پاکستان له ایران سره ګډه پوله لري او نه غواړي چې د سعودي لپاره له ایران سره ټول اړخیزه جګړه وکړي. ترکیه هم له ایران سره پوله لري او له تهران سره د سیالۍ ترڅنګ د همکارۍ اړیکې لري. له همدې امله د دواړو لپاره به د سعودي د دفاع ملاتړ د ایران پر ضد د مستقیم جنګ کولو په مانا نه وي.
که امریکا او اسرائیل له ایران سره مستقیمه جګړه وکړي، د سعودي موقف به ډېر حساس شي. ریاض به له یوې خوا د ایران د کمزوري کېدو له امله ستراتیژیکه ګټه احساس کړي، خو له بلې خوا به د ایران د احتمالي غچ سره مخ وي. که ایران پر سعودي برید وکړي، د نوي دفاعي تړون له مخې به پاکستان او ترکیه د سعودي د ملاتړ له فشار سره مخ شي. خو دواړه به هڅه وکړي چې د سعودي دفاع وکړي، نه دا چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل تر څنګ ټول اړخیزه جګړه وکړي.
دلته د تړون اقتصادي اړخ د پوځي اړخ په اندازه مهم دی، او ښايي د پاکستان لپاره تر پوځي اړخ هم مهم وي. پاکستان له یوه ژور اقتصادي کړکیچ سره مخ دی. د IMF پروګرام لا روان دی، پاکستان د بهرنیو پورونو د خدمت، د بهرنیو اسعارو د اړتیا، کمزوري صادراتو، د انرژۍ د ستونزو، د مالیاتو د کمې راټولونې او د دولتي شرکتونو د کمزوري فعالیت له امله له اوږدمهاله فشار سره مخ دی. د ۲۰۲۶ د مې په ۸مه IMF د پاکستان د پروګرام درېیمه ارزونه بشپړه کړه او شاوخوا ۱.۱ میلیارد ډالر د EFF او ۲۲۰ میلیونه ډالر د انعطاف او دوام اسانتیا له لارې یې د ایستلو اجازه ورکړه.
د پاکستان ستونزه یوازې د پیسو کمښت نه دی؛ د اقتصاد جوړښت خپله ستونزه لري. پاکستان د پورونو د خدمت، کمزورو صادراتو، د انرژۍ د بحران، د مالیاتي سیستم د کمزورۍ، سیاسي بې ثباتۍ او امنیتي ستونزو په یوه داسې کړۍ کې بند دی چې یو پور یې بل پور ته اړتیا پیدا کوي. د ۲۰۲۶ لپاره د IMF د پاکستان د ورکړو جدول هم ښيي چې اسلامآباد باید د IMF په وړاندې د پام وړ ورکړې ترسره کړي.
د پاکستان کورنی امنیتي بحران هم له اقتصاد څخه جلا نه دی. په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې وسله وال فعالیتونه د دولت امنیتي لګښتونه زیاتوي، پانګه وال ډاروي، د ترانسپورټ او سوداګرۍ خطر لوړوي او په هغو سیمو کې اقتصادي فعالیت کموي. نو د پاکستان لپاره امنیتي بحران په مستقیم ډول اقتصادي بحران ته هم بدلېږي.
په همدې ځای کې سعودي عربستان د پاکستان لپاره خورا مهم کېږي. پاکستان په طبیعي ډول غواړي چې د سعودي له اقتصادي ځواک څخه د خپل مالي کړکیچ د کمولو لپاره ګټه واخلي. خو د سعودي لپاره پاکستان که څه هم یو محتاج هېواد دی خو د پاکستان اټومي ځواک د سعودي دپاره په زړه پورې دی. نو سعودي کولی شي محاسبه وکړي چې که پاکستان د اقتصادي پلوه ولوېږي، د هغه دولت، پوځ او امنیتي جوړښت هم کمزوری کېږي او دا په اوږده موده کې د سعودي امنیت ته هم زیان رسوي.
له همدې امله سعودي ښايي پاکستان سره مرسته و کړي په اسانۍ سره مالي سقوط ونه کړي. خو له دې څخه دا پایله نه شي اخیستل کېدای چې سعودي به د پاکستان ټول اقتصاد پر خپلو اوږو واخلي. دا کار د سعودي د اقتصادي منطق سره سمون نه لري. ریاض خپله د ۲۰۳۰ لرلید تر چتر لاندې پراخې کورنۍ پانګونې لري او نه غواړي د بل هېواد د بودجې سوري دایمي تمویل کړي.
د سعودي لپاره غوره معامله دا ده چې پاکستان ته داسې پانګه ورکړي چې هم پاکستان تر یو بریده له لویدو وساتي او هم سعودي ته اقتصادي یا ستراتیژیکه ګټه ورسوي. د کانونو، انرژۍ، کرنې، تصفیې، لوژستیک، بندرونو، دفاعي صنعت او نورو تولیدي برخو پانګه ونه له دې نظره تر ساده پور یا د بودجې د کسر د تمویل ډېر ارزښت لري. سعودي به په منطقي ډول هڅه وکړي چې خپلې پیسې د داسې پروژو له لارې ولګوي چې عاید رامینځ ته کړي، شتمني رامنځته کړي او سعودي ته اوږدمهاله اقتصادي یا ستراتیژیکه ګټه ورکړي. خو دغه هدف د پاکستان د امنیتي حالت د زیاتیدونکې ګډوډۍ په حالت کې ممکن نه ښکاري.
دا توپیر ډېر مهم دی که سعودي پاکستان ته یو میلیارد ډالر ورکړي چې پاکستان پرې د زاړه پور قسط ورکړي، بحران یوازې ځنډېږي؛ خو که همدغه یو میلیارد ډالر په یوه صادراتي صنعت، انرژۍ یا تولیدي پروژه کې ولګول شي، د راتلونکي عاید سرچینه رامنځته کوي. د پاکستان لپاره اصلي فرصت همدا دی چې د سعودي پیسې له «مالي اکسیجن» څخه «تولیدي سرمایه» بدلې کړي.
نو د نوي دفاعي تړون اقتصادي منطق داسې بیانېدای شي، پاکستان سعودي ته امنیتي بیمه ورکوي، سعودي پاکستان ته مالي او پانګیزه بیمه ورکوي، او ترکیه دواړو ته دفاعي او ټکنالوژیک ظرفیت ورکوي. خو دا معامله هغه وخت دوامداره کېږي چې درې واړه هېوادونه احساس کړي چې یو بل ته یې ګټه شته.
د پاکستان لپاره تر ټولو خطرناک حالت دا دی چې سعودي پانګه یوازې د پخوانیو پورونو د قسطونو، بودجې د کسر او د بهرنیو اسعارو د لنډمهاله کمښت د پوره کولو لپاره ولګوي. په داسې حالت کې سعودي به پاکستان ته یوازې «وخت» واخلي، خو اقتصاد به یې ښه نه شي. پاکستان به څو کاله وروسته بیا هماغه ستونزې ولري.
په دې توګه د سعودي لپاره د پاکستان اقتصاد ژغورل یوازې خیریه کار نه دی. دا د سعودي د امنیتي ستراتیژۍ یوه برخه هم کېدای شي. یو کمزوری، بې ثباته او اقتصادي کړکیچ ځپلې پاکستان د سعودي لپاره کمزوری شریک دی؛ خو یو ثبات لرونکی، د اقتصادي پلوه فعال او پوځي ځواکمن پاکستان د سعودي لپاره ډېر ارزښتناک شریک دی.
له همدې ځایه د درې واړو هېوادونو د تړون اصلي معامله لا روښانه کېږي. پاکستان سعودي ته خپل پوځ، اټومي مخنیوی، جغرافیوي او دفاعي ظرفیت وړاندې کوي. سعودي مالي ځواک، انرژي او پانګه وړاندې کوي. ترکیه دفاعي ټکنالوژي، پوځي صنعت، ډرونونه، هوايي دفاع او خپل ځمکنی سیاسي نفوذ وړاندې کوي. دا د درې واړو د کمزوریو او قوتونو د یو بل د بشپړولو هڅه ده.
خو دا جوړښت د ټولو لپاره خطر هم لري. د پاکستان لپاره خطر دا دی چې د هند، افغانستان یا ایران له هرې شخړې سره د تړون نور غړي هم د فشار لاندې راځي. د سعودي لپاره خطر دا دی چې د پاکستان امنیتي ستونزې او احتمالي جګړې د سعودي پر اقتصاد او امنیت اغېز وکړي. د ترکیې لپاره خطر تر ټولو ځانګړی دی، هغه باید د پاکستان او سعودي د نوي امنیتي ژمنو او د ناټو د غړیتوب ترمنځ انډول وساتي. که دا انډول له منځه ولاړ شي، ترکیه ښايي له خپل ناټو شریکانو سره جدي سیاسي اختلاف ته ورګډ شي.
امریکا هم له دې نوي جوړښت سره یو پیچلی چلند لري. واشنګټن له سعودي، ترکیې، پاکستان او هند سره اړیکې لري، خو له هر یوه سره یې اړیکه توپیر لري. امریکا په غالب ډول نه غواړي چې سعودي د امریکا له امنیتي مدار څخه ووځي، خو ښايي د دې حقیقت منلو ته هم اړ شي چې ریاض غواړي خپل امنیتي غوراوي پراخ کړي. امریکا به همدارنګه و نه غواړي چې د ترکیې نوی اتحاد له ناټو سره داسې تضاد پیدا کړي چې د ناټو د یووالي لپاره ستونزه شي.
د امریکا لپاره تر ټولو مهم هدف به دا وي چې دغه نوی جوړښت د امریکا ضد پوځي بلاک ونه ګرځي. که پاکستان، سعودي او ترکیه د خپلو دفاعي اړتیاوو لپاره له امریکا سره هم اړیکې وساتي، واشنګټن به ښايي دا جوړښت د یوه سیمه ییز امنیتي شریک په توګه ومني. خو که دا تړون په ښکاره ډول د امریکا، اسرائیل یا هند پر وړاندې د یوه متحد پوځي محور په توګه جوړ شي، د امریکا مخالفت به ډېر شي.
چین بیا له دې وضعیت څخه په څو اړخونو کې ګټه اخیستلی شي. د پاکستان له لارې د چین ستراتیژیک حضور پیاوړی کېږي، له سعودي سره د اقتصادي اړیکو له لارې یې خلیجي نفوذ زیاتېږي او له ایران سره د اړیکو له امله کولی شي د سیمې د متضادو مرکزونو ترمنځ انډول وساتي. چین له همدې امله د دې نوي جوړښت احتمالي پټ ګټه اخیستونکی دی، خو نه غواړي چې د دې له امله له هند سره مستقیم لوی کړکیچ پیدا شي.
هند بیا د پاکستان د سعودي – ترکیې ملاتړ له امله په ځانګړې توګه اندېښمن کېدای شي. د هند له نظره د پاکستان د اقتصادي او پوځي پیاوړتیا هره نوې سرچینه د امنیتي محاسبې یوه برخه ده. خو هند هم د سعودي او خلیجي هېوادونو سره لوی اقتصادي اړیکې لري او نه غواړي د دې نوي دفاعي جوړښت له امله له ریاض سره شخړه پیدا کړي. له همدې امله هند به په غالب ډول د دې تړون پر وړاندې سیاسي فشار زیات کړي، له امریکا او نورو شریکانو سره دفاعي همکاري ژوره کړي، خو هڅه به وکړي چې له سعودي سره خپلې اقتصادي اړیکې وساتي.
اسرائیل به د هند له لارې د دې معادلې یوه غیرمستقیمه برخه پاتې شي. د هند او اسرائیل دفاعي اړیکې پیاوړې دي، خو د پاکستان – سعودي – ترکیې تړون لا تر اوسه د اسرائیل پر وړاندې د یوه رسمي پوځي بلاک مانا نه لري. د اسرائیل لپاره د ترکیې رول په ځانګړې توګه مهم دی، ځکه د ترکیې سیمه ییز نفوذ او له ناټو سره اړیکې هغه ته د یوه ځانګړي ستراتیژیک لوبغاړي حیثیت ورکوي.
که د سیمې ټول ځواکونه په یوه ساده نقشه کې واچول شي، نو دوه روښانه بلاکونه نه، بلکې متقاطع اړیکې ښکاري. امریکا له اسرائیل او هند سره نږدې ستراتیژیکې اړیکې لري، خو له سعودي، ترکیې او پاکستان سره هم اړیکې لري. چین له پاکستان سره خورا نږدې دی، خو له سعودي او ایران سره هم پراخې اړیکې لري. ترکیه د ناټو غړې ده، خو له روسیې، ایران، سعودي او پاکستان سره هم خپلې مستقلې اړیکي لري. سعودي له امریکا سره امنیتي اړیکې لري، له چین سره اقتصادي اړیکې لري، له پاکستان سره دفاعي اړیکې جوړوي او له ایران سره د سیالۍ ترڅنګ د اړیکو مدیریت هم کوي.
له همدې امله راتلونکی به ښايي د دوو ثابتو جبهاتو پر ځای د «زیاتو شراکتونو» دوره وي؛ هېوادونه به له یوه قدرت سره په یوه برخه کې شریک وي او له بل قدرت سره په بله برخه کې. همدا حالت د نړیوال سیاست لپاره هم نوی دی او هم خطرناک، ځکه د یوه هېواد په یوه سیمه کې ملګرتیا په بله سیمه کې د هغه د دښمنۍ مانا نه لري.
که درې احتمالي راتلونکي سناریوګانې سره پرتله کړو، لومړی او تر ټولو محتمله سناریو دا ده چې د پاکستان، سعودي او ترکیې تړون د مخنیوي په کچه پاتې شي. درې هېوادونه به ګډ پوځي تمرینونه، استخباراتي همکاري، دفاعي ټکنالوژي، اقتصادي پانګونه او سیاسي همغږي زیاتوي، خو په هره سیمه ییزه جګړه کې به یو بل ته مستقیم عسکر نه لېږي. په دې حالت کې سعودي د امنیتي تنوع تر ټولو لویه ګټه ترلاسه کوي، پاکستان پیسې تر لاسه کوي او ترکیه خپل سیمه ییز نفوذ پراخوي.
دویمه سناریو د هند – پاکستان جګړه ده. په دې حالت کې پاکستان به د ترکیې او سعودي ملاتړ وغواړي، چین به د پاکستان تر شا سیاسي او اقتصادي ملاتړ زیات کړي، هند به له امریکا، اسرائیل او نورو دفاعي شریکانو سره اړیکې ژورې کړي، او امریکا به هڅه وکړي چې جګړه ژر محدوده کړي. ناټو به هڅه وکړي چې د ترکیې د ښکېلتیا له امله په مستقیم ډول د جګړې برخه نه شي. خو که جګړه د ترکیې خاورې ته ورسېږي، د ناټو مسئله به په ناڅاپي ډول د هند – پاکستان له کړکیچ سره وتړل شي. دا تر ټولو خطرناک احتمالي سناریو ده.
درېیم سناریو د ایران – سعودي یا ایران – امریکا اواسرائیل جګړه ده. دلته به د نوي تړون اصلي امنیتي ارزښت څرګند شي. که پر سعودي مستقیم برید وشي، پاکستان او ترکیه به د ریاض د ملاتړ له فشار سره مخ شي. خو دواړه به هڅه وکړي چې د سعودي دفاع وکړي، نه دا چې له ایران سره پراخه جګړه پیل کړي. که ایران پر ترکیه برید وکړي، بیا د ناټو مسئله مطرح کېدای شي؛ که پر پاکستان برید وشي، چین به د معادلې مهم عنصر شي.
د دې ټولو له یو ځای کولو وروسته اساسي ارزونه دا ده چې د پاکستان، سعودي، ترکیې تړون د یوه واحد « ایران ضد» یا « هند ضد» یا « امریکا ضد» بلاک په توګه نه شي ارزول کېدای. دا تر ډېره د درې واړو هېوادونو د خپلو کمزوریو د جبرانولو او د قوتونو د یوځای کولو هڅه ده. سعودي امنیت غواړي، پاکستان سرمایه او اقتصادي ثبات غواړي، ترکیه غواړي خپل سیمه ییز او دفاعي نفوذ زیات کړي.
پاکستان ته د سعودي اقتصادي ملاتړ به د دې تړون یوه پټه خو خورا مهمه برخه وي. ریاض ښايي پاکستان پرېنږدي چې په اسانۍ سره مالي سقوط وکړي، ځکه یو کمزوری پاکستان د سعودي لپاره هم امنیتي خطر دی. خو سعودي به د پاکستان ټول اقتصاد پر خپلو اوږو وانخلي. هغه به غواړي چې خپله پانګه په داسې برخو کې ولګوي چې عاید، شتمني او ستراتیژیکه ګټه تولید کړي..
په نهایت کې د دې تړون تر شا تر ټولو ژوره معامله داسې بیانېدای شي چې پاکستان سعودي ته امنیتي بیمه ورکوي، سعودي پاکستان ته مالي او اقتصادي بیمه ورکوي، او ترکیه دواړو ته پوځي او ټکنالوژیکه بیمه ورکوي. خو دا بیمه یوازې هغه وخت دوامداره ده چې درې واړه هېوادونه وکولی شي خپلې کورنۍ ستونزې هم حل کړي.
د پاکستان لپاره اصلي ازموینه به دا نه وي چې سعودي به څومره میلیارد ډالر ورکړي؛ اصلي پوښتنه به دا وي چې پاکستان به د سعودي او نورو شریکانو پانګه څنګه وکاروي.
نو د دې ټولې معادلې تر ټولو مهمه پایله دا ده چې دا تړون په اصل کې د جګړې د پیل تړون نه، بلکې د مخنیوي، اقتصادي ثبات او سیمه ییز نفوذ د جوړولو هڅه ده؛ خو که سیمه ییزه جګړه رښتیا پیل شي، همدا دوه اړخیزې ژمنې د کړکیچ د پراخېدو لاره هم جوړولی شي.
تر ټولو لوی ګټونکی به هغه هېواد وي چې وکولی شي له دې شبکې څخه د بل هېواد د بحران پر ځای د خپل ځواک د زیاتولو لپاره کار واخلي. سعودي غواړي له پاکستان څخه امنیت او له ترکیې څخه دفاعي ظرفیت واخلي؛ پاکستان غواړي له سعودي څخه سرمایه او له ترکیې څخه ټکنالوژي واخلي؛ ترکیه غواړي له سعودي څخه پانګه، له پاکستان څخه ستراتیژیک ژوروالی او له دواړو څخه په اسلامي نړۍ کې نفوذ ترلاسه کړي.
خو تر ټولو لوی خطر همدلته دی، که د پاکستان کورنی امنیتي کړکیچ، اقتصادي کړکیچ ، د هند – پاکستان شخړه او د ایران – سعودي سیالي په یوه وخت کې سره وتړي، نو دا درېاړخیز تړون د یوه باثباته سیمه ییز امنیتي چتر پر ځای د کړکیچونو د یو بل سره د تړلو وسیله هم ګرځېدای شي.
د همدې لپاره د راتلونکو څو کلونو اصلي پوښتنه به دا نه وي چې «ایا پاکستان، سعودي او ترکیه یو اتحاد جوړ کړی؟»؛ اصلي پوښتنه به دا وي چې ایا دوی کولی شي خپل امنیتي اتحاد له داسې اقتصادي او سیاسي جوړښت سره وتړي چې د جګړې احتمال کم کړي، که برعکس، د یوه هېواد جګړه د نورو هېوادونو جګړه هم وګرځوي؟
او د دې پوښتنې ځواب به په ځانګړې توګه د درې موضوعاتو له لارې معلومېږي، د پاکستان د اقتصاد د اصلاح واقعي وس، د سعودي د پانګې د کارونې څرنګوالی، او دا چې ترکیه به وکولی شي د خپل نوي امنیتي تړون او د ناټو د غړیتوب ترمنځ انډول وساتي که نه.